"د افغانستان نومهالي ادبیات"

خدایي غاټوی ( غاټول)

Image Description

لیکوال:: محمد اعظم ایازي 


یو ستړی ستومان سړی د خپل سفر په دوران کې د یوه ځنګله څخه راووت او یو نظر غولوونکي شینلي ته راورسېد. د ماښام وخت دی، لمر لوېدلی دی، د قدرت جذبات په شور کې دي. داسې یو عالم دی چې هر چېرې یې نظر رسیږي. پر هر شي یې چې نظر لویږي، په زړه کې یې دا خیال پیدا کیږي، چې بس همدغه ځای دی. لېکن ددې غمجن پردېس مخ و هیڅ ته نه ګرځي، د خپل معمولي جنون په خیال کې ډوب دی، قدم د مخه ایږدي او ځي؛ چې ناببره یې د یوه شینلي په ښکلي مرغه کې یوه زړه غولوونکې سرخي ولیدله. دا سرخي په اصل کې یو سور غاټوی ګل و، چې زړه کشوونکی ښایست یې د ماښام په تیاره کې داسې ښه ښکاره کېدئ چې ددې یوازیني مسافر زړه یې و خپل ځانته راکش کړ او پرمخ تللای نه شو. په ډېر غور یې ورته وکتل او هېښ پېښ ورته ودرېد. په اخر کې کښېنوست چې د فطرت دا  وړکې کتابچه د عبرت په سترګو وګوري او بیا نو وړاندې ولاړ شي. دا ګل نه و، بلکې هره یوه پاڼه یې د زړه وړونکې ښایست یو حقیقي تصویر و. یاد فطرت د ښایست د ګلاب یوه پاڼه وه، که څوک ددې مسافر د زړه د خیالاتو اندازه وکړي، نو خدای ته معلومه ده، چې څه څه شیان به دده په یاد راتله او د کومې معشوقې خیال دا صحرا ګښت او جهان لیدونکی مسافر و کومې خواته کشاوه. په خدایي ګل کې څه اثر و، چې ناببره یې د ودرواه؟ 

خدای ته معلومه ده چې په دنیا کې به یې څه څه باغونه او د پسرلي څه څه غوړېدلي ګلان لیدلي وي. لیکن یوه هم دده پر زړه باندې داسې اغېزه نه وه کړې، لکه چې دې خدايي غاټوی وکړه. اصله خبره خو داده چې د یوه شي موازنه چې د قدرت په لاس شوې وي او په هر شي کې چې د قدرت د مشاطې لاس وهلی شوی وي، د هغه جذبات او اثرات تر حد زیات ډېروي، چې فقط په کتنې یې د انسان زړه یو په یو دلاسه وځي. دنیا ددې خبرې ازمويښت ډېر کړی دی، چې انساني تکلفات که څه هم د خپلو کاریګرو له خوا په ښه ډول ښکاره شوي وي، بیا هم د قدرت د یوه ادنی صنعت سره هیڅکله برابري کولای نه شي. دا هغه مقام دی چې د خالقیت او مخلوقیت نازکه او منلی شوې مسله ثابتوي. 

ددې خدايي دښتو او شنو سبزو ته د غور په کتنه وګورئ، چې ددوی په فطري رنګ او رنګینې لمنې د هیڅ انسان لاس وهلی شوی نه دی. که څه هم خوند اخیستونکی هلته نسته، لیکن بیا هم څنګه ښه ښکاريږي، روڼې چینې په څه شان هرې خواته د خپل فطرت په میل په کې بهیږي. په ګډه الوتونکي مرغان په څه ازادۍ او خوشالۍ هرې خواته په کې الوزي او هر چېرته چې یې زړه وغواړي، کښېني او چوڼیږي. ګلان چې د قدرت په لاس په کې ايښودل شو دی، پر شنو مځکو په څه شان چې د انسان عقل ورته حیرانیږي، غوړیږي او شنې کیږي دا منظره د مځکې په هغو حصو کې چې د انسان د زیار په لاس جوړې شوي او ښایسته شوي دي، چا تر اوسه لیدلي نه دي. هغه بې تکلفي چې هلته ده، دلته یې زرمه هم نه شته. هر شی په خپل ځای کې ازاد دی، مرغان هرچېرې چې وغواړي، په ازادۍ سره الوزي او کښېني، هیڅوک کار نه په لري، ولې هرې خواته چې یې زړه وغواړي، شنې کیږي، ګلان په خپلې ازادۍ سره هرچېرې چې وغواړي، شنه او غوړیږي او وخت چې یې راسي، په خپله رژیږي او ارپيزي(؟) کيږي او پر ځای یې نور شنه کیږي. لیکن ددوی پیزیتوب د شینلي پر منظرې باندې هیڅ اثر نه اچوي. دوی داسې خوشال او بې غمه وي، چې د هیڅ پېزیتوب څخه نه غمجن کیږي او د هر شي غمجن توب او خوشالي یوازې د خپل ځان دپاره وي. آه، دا لطف، دا بې غمي او ازادي په هغو ځایونو کې چېرې شته، چې د انسان په لاس جوړ شوي دي. !؟

های! هلته خو خدايي غاټوی نه شته، چې زړه کشوونکی وي، د بڼ هر ګل خو په ډېره تمنا سره د درو یا څلورو ورځو دپاره غوړیږي، که څه هم د علم نباتات په زرو(زرګونو؟)اصول ایجاد سي، لیکن حقیقت خو دادی که یې د خدايي دښتو سره مقابله وسي، نو دا ټول باغ به د خدايي دښتو د یوه غاټوی سره برابری ونه کړي.

(اوسني لیکوال ۱ ټوک ۱۱۵ مخ)