"د افغانستان نومهالي ادبیات"

د عبدالله بختاني خدمتګار دوه نثرونه

Image Description

لیکوال:: عبدالله بختانی خدمتګار

عبدالله بختانی خدمتګار

 

 د خدای رحمت 

زورور بارانونه وریږي، 

خوړونه راوځي، 

غرونه او رغونه ښېرازه شي، 

شاړې میرې سمسورې شي، 

××××

شاعر تر یوه کمره لاندې ناست دی...

د باران د یوه څاڅکي هومره اوبه په وچ قلم کې اچوي، 

هوا او فضا د خپل زړه له الهاماتو سره مساعده ویني، 

زړه یې هوسیږي...

یو رنګین شعر داسې شروع کوي؛ 

باران د خدای رحمت دی، 

اوبه او ژوند د یو روان حقیقت دوه ښکلي مخونه دي، 

بې ابي او مرګ د یوه جامد حقیقت دوه سپېره نومونه دي، 

ګرانو همزولو!

د وېرې او ډار ، د شک او تردد تر تورو پردو په همت او مېړانه واوړئ!

تر تورتمه آخوا د ژوند اوبه دي...

ښاغلو ملګرو!

زما اوښکې د پسرلنیو ورېځو د اوښکو له سیلاب سره ګډې شوي، 

دخدای د رحمت د ابدي امواجو په غیږ کې د ژوند مظاهره کوي، 

تاسې هم په خپلو خولو سره د حقیقت پټ مخ پرې مینځئ!

د هغه روان حقیقت چې ژوند او اوبه یې دوه ښکلي نومونه دي!

××××

شاعر له خوبه ويښ شي، 

اسمان شین، 

وطن روښان، 

هوا نرمه، 

ګلان غوړېدلي، 

وږمې خورې او فصلونه تاند او تازه وي، 

څو قدمه ځي، 

لوړې موړې باندې کېني، 

خوړ په ډېر شور او زوږ، په ناقرارۍ او بېتابۍ وتلی وي، 

کیڼې خواته، ډېر وړاندې، هلته چې د خوړ اوبه په سیند کې غورځي، 

د سیند د موجونو مستي د لمر له وړانګو سره په نڅا وي، 

مخامخ شنه فصلونه، یو څه وړاندې په شنه راغه کې د پووندوو رمې، 

ښه وړاندې د لوړو غرو، د لوړو څوکو په واورو سپین سرونه، 

پر هغو باندې د لمر ځلاندې پلوشې، 

او ځای په ځای د نښترو جګ سرونه ښکاري. 

××××

شاعر ددغو منظرو په جلال او جمال محوه او مست شي، 

د پرشورو احساساتو په سیند کې لاهو شي، 

ددغه څپاند سمندر د تل نه داسې مرغلرې وباسي، 

«باران د خدای رحمت دی....»

او په دې شان د خپل لیدلي خوب تعبیر په خپله وکړي!



د خپلواکۍ سندره 

زړی د تورو خاورو نه، د لمر رڼا او تودوالي پسې سر هسک کړ، 

د بوټي د ګورو پاڼو او تېرو اغزو له منځه غوټۍ جګه شوه او وې خندله، 

د تورو ورېځو له تورتمه یو څاڅکی ووت او دګل په مخ توی شو، 

د بلبل بچوړی، چې د هګۍ سپین او پاخه دېوالونه لا پخوا مات کړي وو، 

او د لومړي ځل لپاره د ګلو په څانګه ناست و، د خپلواکۍ سندره غږوله... 

ددې سندرې یوه کړۍ دا وه: 

د خوارۍ له خاورې سر هسک کړه، 

د خپلواکۍ له لمر نه رڼا واخله، 

د ژوند له تېرو اغزو نه ځان وباسه، 

خوله بېرته کړه او وخانده، 

تر هغه وخانده، څو چې د هسک نه سپينې مرغلرې درباندې تویې شي او د مینې استازی ستا په غولي کې د خپلواکۍ سندره ووايي!!