ای نفسي خواهشه!

لیکوال:: عبدالقدوس پرهېز
مونږ دې دوستۍ په بلنه او پستو خبرو ډېر دوکه کړو،
ډېرې ناخوالې او ناپسندۍ دې راباندې تېرې کړلې، خو بیا هم ستا خوا سړه نه ده، خدایزده چې نور به لا راباندې څه کوې؟
تا مدام مونږ په ظواهرو غولولي یو او هر کله به دې راته ویل:
زه د ستاسو د تورو پور ضامن یم، تاسې به زما په قیادت او اطاعت د ژوند په خوندونو وپوهېږئ، زه به ستاسو په خواورینۍ(؟) کې کوښښ کوم، زه د ستاسو خواخوږی دوست او غمخوار یم، خو که تاسې ما ښه وپېژنئ او زما تابعداري او اطاعت وکړئ، زه به په تاسو باندې ډېر ښه عاملان مقرر کړم.
هغوی به ستاسو د ارامۍ او سعادت دپاره کار کوي، ستاسو د نېکبختۍ او افتخار وسایل به برابروي، هغوی به په هر کار کې ستاسو خوښۍ او خوشالۍ ته ګوري، هغوی به تاسو ته د ښه او مطمین ژوند لارې جوړوي. کنډې کپرې اواروي، تیاره ګوټونه به درته روښانه کوي.
پام کوئ چې زما د مخالفینو او معاندینو خبرې ونه منئ. هغوی به زما او زما د عاملینو په هکله تاسې ته ډېر څه ووايي، مونږ به درته ډېر بد معرفي کړي، مګر پام کوئ چې ونه غولېږئ!!
خو نه پوهېږم د کومې منحوسې زمانې راهیسې ستا افسون او سحري خبرو په مونږ تاثیر وکړ او د اطاعت سرونه مو درته ښکته کړل.
دا څنګه شومه او بده ورځ وه چې تا زمونږ د ادارې واګې په لاس کې ونیولې. د هماغې ورځې نه ستا عاملینو زمونږ سترګې پټې کړې دي. په پټو سترګو راباندې خپل خواهشات پوره کوې.
په عوض ددې چې د خیر او سعادت لارې چارې راته وښيې، په تپه تیاره کې یې په یوه ډېره مخوفه او خطرناکه لاره روان کړي یو. ددې لارې په هر قدم کې منګور او لړمان دي، لېوان دي او پړانګان دي، ګړنګونه او کندې دي. ددې لارې په خوا خوا کې یو عظیم الشان سیند بهیږي، چې خوني خوني ګردابونه او زخمې لري، له هرې څپې او موج نه یې توپانونه ولاړیږي، دلته په هرقدم کې د اور سرو لمبو ته لوېدل دي، دلته مرګ دی، انتحار دی، ګوزارېدل دي.
مونږ پوهیږو، چې ته په مونږ څه کوې او چېرته مو بیایې!؟
مونږ پوهېدلی شو، چې په دې خطرناکه لاره کې مو څه دپاره داسې سرګردانه ښکته پورته ځغلوې.
مونږ پوهیږو چې ستا عاملین په مونږ څه کانې کوي؟
تا زمونږ د بدبختۍ دپاره ډېر لوی پلانونه جوړ کړي دي، غواړې چې د بدیو، خواریو او بدبختیو سره مو همغاړي کړې.
همدا ته یې چې په مونږ کې د قبایحو میکروبونه ترزیقوې، دا ته یې چې په هره ورځ د خودکشۍ او انتحار وسلې راته په لاس کې راکوې.
زمونږ ډېرې پاکۍ نوموړې او د فخر وړې کورنۍ ستا د لاسه ورکې او سپکې شوې. زمونږ ډېر زلمي او زاړه، پېغلې او سپين سرې ستا د لاسه د ګوزڼ وهلو اعضاوو غوندې عاطل او بېکاره پاته دي، نو معلومه شوه چې ته پوخ غلیم یې، ته په مونږ هغه کانې کوې، کومې چې ابلیس لعین په حضرت ادم کړې وې.
اوس مو ښه وپېژندلې، نور به رانه نه غلطېږې.
پام کوه، چې نور زمونږ مخې ته رانشې. نور مو له تا کرکه کیږي، نظر مو درباندې ښه نه لګیږي.
خبر اوسه چې مونږ ستا د تبعید خبره غوټه کړې ده. نن سبا به دې کډه باریږي. د صحیح انسانیت سلطان ستا د امحا فرمان لاس لیک کړی دی. دغه دی، نن پرون ستا پر علیه په عمومي مجادله لاس پورې شوی دی.
نور دلته ستا شپې سبا کېدلی نه شي.
نور نو دا هغه محیط او هغه خلک نه دي، چې ستا ناجایزه اوامر او خواهشات په پټو سترګو ومني. کومې تورې پردې چې تا زمونږ په سترګو اچولي، اوس نو هغه ورو ورو لرې کیږي.
اوس، اوس زمونږ سترګې بینا شوي دي، احساس او شعور راکې پیدا شوی دی.
اوس نو ستا زړو منطق زمونږ د عقل او شعور په مخکې نه چلیږي، نور نو ستا سحر افسون او منترونه جزيي تاثیر هم راکې نه شي کولی.
ای د انسان او انسانیت غلیمه! همدغه عوامل دي چې ستا د موجودیت د شومې خېمې تنابونه شکوي اود فنا سیلۍ ته یې سپاري.
په دې ښه پوه شه، چې دا ستا د هستۍ وروستۍ شپې او دقیقې دي.
همدا اوس زمونږ درسره وداع ده.
نفرین او لعنت دې وي په تا، ای نفسي خواهشه!
تاته وایم، تاته!!