"د افغانستان نومهالي ادبیات"

د درون دنیا ؛ د بیا بیا کتني په فکري محورکې

Image Description

لیکوال:: عبدالودود همت عمرزوی

                                                    


مونږ چې کله په علمي او تفکري لحاظ د انسان د درون پر رنځونو اوعلاج بحث کوو؛ نوپه ملي کچه مو لومړی علمي_تفکري ادرس، (پوهاندمجروح) دی؛ د پوهاند مجروح دغه علمي روایت اوتفکري درایت لاهم په لویه اوټولیزه کچه په افغاني ټولنه کې نه دی هضم شوی.

استاد مجروح مونږته په سمبولیکه، شاعرانه، علمي، فلسفي او آن کله هم په عامیانه ژبه زمونږ د دروني ویجاړتیا، منفي پایلو او ورسره جوخت د درملني او رغوني علمي غږ اوچت کړی دی، مونږته يي وویل چې (اوبه لا له ورخه نه دي تېري).

ځکه چې؛ دا مسله فردي ده؛ او هرکله چې مونږ د دغي دنیا د رنځونو شتون، درد او اثراتو ته متوجه سو نو د علاج تابیه کولای شو، که له همدا نن ورځي نه هم دغه مهمي ربړي ته پام وکړو؛ نو؛ همدايي د غم خوړلواورغولو ښه اونوي پيلامه کېدلای شي.

استاد مجروح کابو پنځوس کاله پخوا دغه انساني رنځ ته د تشخیص او درملني په پار علمي_ تفکري کاروکړ او په دې برخه کې يي د ادب اوفلسفې لمن ونیول، زمونږ د دغه برخي د رنځونو د فریاد ژبه يي په پښتني علمي مفاهیمو ښه په جهروږغول، او افغانانوته يي د ارواح شنني او روان ارزوني غوره فکرونه او مهم پېغامونه ورپېرزوکړه.

ددې بحث محوري موخه داده چې د پوهاند مجروح د پیل کړي فصل د دوام او د روان کړي روایت د بیا انتظام او راغږولي پېغام د عمل لاري چاري وپلټي.

زه؛ په دغه برخه کې د داسي ناهیلي او نه باور د دردمن احساس سره مخ یم چې؛ غواړم ووایم ددې دنیا د رنځ د درک اودوا حاکم وضعیت په ډېر خوارحالت کې واقع دی؛ ددغه فکر د بیا احیا اویو ځل بیاخوځښتیز رنسانس لپاره د نن عصر د غوښتنو مطابق ماته، تاته او هرچاته دا لازمه ده چې د خپل وجدان په هینداره کې د ګرېوان سره په تفکري دیالکتیک او مناقشه اي انداز حداقل یو نسبي محاسبه وکړو؛ خپل د خودخواهی خویونه وشمېرو او د ټولني په تناظر کې يي زیانونه اومنفي نتیجې و ارزوو؛ فرضاً؛ زه له ځان سره خپل د فردي غوښتنو اوځان لیدنو یو نوملړ یادښت کړم؛ زه په ښاري موټر کې د خپلو وطنوالو همسفره ملګرو سره څه ډول چلند کوم؟ په لاره کې د پلي تګ په وخت د نورو لارویو سره په سلام، مخکي او شاته تګ کې زمافردي چلند څه ډول دی؟ په مسجدکې د لومړي صف او ملاصاحب ته په نیږدې کېدو اودرېدوکې زما تلوسه اوځان غوښتنه په کوم حدکې ده؟ د نورو خلکو سره په خبروکې د هغوی احساساتو اونظریاتو ته څومره پام او احترام لرم؟ په ودو اویاد خوشحالی په نورو مراسموکې د نورو خلکو د ناستي، خوراک اوخبرو څومره خیال ساتم؟ پر هدیرې، جنازې اونورو اجتماعي اوډله ایزو مناسبتونوکې د خلکوسره زما چلند څه ډول دی؟ داسي کوم رفتار خوبه نه کوم چې تر نورو انسانانو د برتری روحیه؛ رنګ اوخوند لري؛ آن په خپلو لیکنوکې خوبه د نرګیسیت روحیه نه وړاندي کوم؟...
ځان غوښتنه اوځان خوښونه چې د دروني رنځونو له ډېرو عمده بېلګوڅخه دي له همدغسي وړو؛ وړو غلبو او تېریونه راپیل کېږي او که رام اوکنترول نه شي نو د آژدهايي مظالمو ترکچي ځان رسوي، مونږ هر وخت د ټولنیز زغم د نه شتون خبره کوو؛ پردې منفي روحیه ولي فکر نه کوو چې زما فردي غبرګون ولي تل انتقامي؛ منفي او بِلمثله عمل ترسره کوي؟ بلمثله عمل خو ډېرکله بدلاپسې ډېروي! ټولنیز ژوند د ښه او نېکمرغه سکون له خوږو هغه وخت برخمن کېدلای شي چې په بدو کې د بلمثل عمل پرځای برعکس عمل وکړو!(پربدو سر بېره ښه وکړو!)؛ اوکله چې مو دغه مثبته روحیه له فرده ترټولني عملي اورواج کړه هلته نو مونږ ویلای شو چې د درون دنیا مو د جوړېدو خواته ورنېږدې شوي ده! اوس خو له بده مرغه مونږ پرمنفي غبرګون بیاهم منفي غبرګون ورغبرګووچې پایله يي ټولوته بیاهم منفي اوناوړه ده.

د دروني دنیا د ناروغو وګړو یولویه علامه د یو اوبل (حق) ته نه درناوی او د هغه نه پېژندنه ده، کله چې په یو انساني ټولنه کې د حق نه منل په ټولیز ډول لکه یو عادي رواج داسي وګرځي هلته انساني زجر او زړه بدی رامنځته کېږي، عقدې او دښمنۍ ورځ تربلي زیاتېږي او اجتماعي اعتماداوټولیز نظم له ستونزوسره مخ کېږي؛ د(زه!) او(زه) ټکر په ډېره بې رحمه توګه ځان را څرګندوي.

ولي؛ د دروني دنیاله اړخه په روغي ټولني کې زغم، یو د بل د حق منل او د خواخوږی روحیه په ډېره لوړه کچه مروجه وي، دلته د(ته!) او(ته!) مهربانانه پیوستون د خپلو ټولو انساني ښيګڼوسره حکمفرماوي، او وګړي ددې پښتني فلکلوریکي لنډۍ پرمصداق یو له بل سره د ورورګلوی په مینه ناکه روحیه خپل ژوندتېروي.
(زه به داستا سم ته زما سه_راځه چې دواړه خپل وطن آبادوونه!).
هو؛ وطنونه د ولسونو په زغم اویوالي آبادېږي.
اودا زغم، ملي محبت او خپل منځي یوالی د درون د دنیا په بیا؛ بیا اصلاح او مداواکې نغښتی دی.

اوس بېرته ورګرځم د پوهاندمجروح مرحوم ددغي برخي کاراوزیارته؛  استاد مجروح مونږ ته دا کریغي لا د ناخوالو د طوفان د راتلو نه مخکي وهلي وې، اما! مونږ څومره پرغوږ نیولي دي؟ زه فکر کوم چې پرغوږ نیول خو لا پرېږده چې مونږ لا تر اوسه اورېدلي هم نه دي! دې مو غوږ نه دی ايښئ چې ددې وطن ددغي برخي رنځپوه مونږته د تداوی کومي نسخې اوڅه ډول فرمولې وړاندي کوي؟

د ډاکترصاحب مجروح د ارواپوهني او روان شنني د علمي آثارو بیا راشنل، غږول او ترټولني ور رسول د هر لوستي او قلموال وطنوال وظیفه او وجیبه ده، پردغې مسلې زما د ټینګار یوازنی علت دادی چې مونږ له بده مرغه له دې اړخ نه ډېر سخت ځپلي اوتاواني یو.
اودا تاوان لانور هم مونږ پسې زیانمن کوي، هغه د چاخبره: (تاوان چې هروخت راوګرځوو بیاهم وختي دی اوپه ګټه موده).
مونږ ترډېره بريده په ناخوداګاه توګه ددې رنځ په نهایت شدید حالت کې مبتلایو؛ اوبده لاداچې په همدې وخامت کې بیاهم؛ لا د ناروغی احساس نه کوو؛ په دې خاطرچې همدغه وضعیت عادي ګڼو؛ ولي له بده مرغه چې زمونږ دا دروني حالت ډېر په شدت سره ناعادي او کړکېچن دی.

مخکې مي عرض وکړ چې؛ نیمه پېړۍ وړاندي استاد مجروح مرحوم ددغي بدي بلا د بدو پایلو په وړاندي د بیداری اومخنیوي متفکرانه او استادانه اخطارونه راکړه! خو! افسوس...!

په دې برخي پوري د استاد اړوند آثار زمونږ د هیواد دادب اوڅېړني د برخي ځینو اوڅارو او اهل محقیقینو سره تر یوه بريده سره وڅېړل او په نوو اونورو بحثونوکې يي ورګډ کړل، چې په ډېر درناوي او قدروني د استادعبدالغفور لېوال، استاداسحاق نګارګر او استاد اسدالله غضنفر یادول اړین دي.
دلته به د بېلګي په توګه د استاد غضنفر د شنني ځيني اړخونه نورهم راوشنم: استاد غضنفر د خپل کتاب(جادوګرهنر) په یوې نسبتاً مفصلي اوجامع مقالې کې چې کابو دروپنځوس مخه ده د(پېغامونه پټ پراته په افسانوکې) ترسرلیک لاندي د پوهاند مجروح ددغي برخي پر اثر تم شوی دی، ما؛ دامقاله دوه ځله په پوره شوق اودقت لوستې ده اوپه هرځل لوستويي لانورهم د خپلي ټولني د شته ناخوالو ژوروته له دغه زاوې څخه ښه متوجه او ځېر شوی یم، استادغضنفرپه دې لیکنه کې د پوهاند مجروح د (ځانځاني ښامار) پر شعري قالب ډېر تمرکز لري؛ یعني د فرمولیزم له نظره دا اثر ارزوي، ولي؛ ورسره په څنګ کې د محتوايي او پېغام  محوره ټکو شننه او ارزونه هم د بېلګو په وړاندي کولو سره کوي، استاد ددې آزادشعر د کلماتود مانامفاهیم هم راته تشریح کوي او داراته په ډاګه کوي چې ددغي کلمې څخه د لیکوال مطلب دا مانااو دا افاده ده، یعني د کلمو پټي او استعاري ماناوي هم راسپړي.

استاد وايي: (چې ددې سمبولیک بیان څخه د شاعر مراد دادی ترڅو مونږته د انسان ذهن راوسپړي)، اما! زه په دې باور یم چې استاد غضنفر ددغي مفصلي لیکني په ترڅ کې مونږته د پوهاند مجروح د ذهن دغه برخه په ښه توګه راسپړلې اوشنلې ده، استاد د ځانځاني ښامار کیسه لانوره هم مونږته روښانه اوساده کړي ده.
استاد غضنفر؛ د خپل علمي اوکره کتنیز قوت په مټ  ددې اثر ټولیز تعبیر په هراړخيزه توګه بیان کړی دی، استاد په روایت کې روایت کړی دی او دا روایت يي د ډېرو ښو اوڅرګندو مقنع دلایلوسره جوخت وړاندي کړی دی؛ نوموړی ددې اثر د منځپانکي پر تحلیلي اړخ ترډېره بریده د انسان د درون پر یادو مرضونو بحث اوشننه کوي، ګڼ مثالونه او مصداقونه وړاندي کوي ترڅو یاده موضوع لاهم ښه وضاحت او روښانه روایت ومومي.

زه غواړم چې ددې لیکني د پایلي اونچوړ په توګه دمرحوم استاد مجروح روح ته په دعااو د ښاغلي استاد غضنفر کړي کار او کښلي زیارته په درناوي د یوڅو اړینو ټکو يادونه وکړم: ارواښاد پوهاند مجروح زمونږ د ټولیزو ناخوالو په لړکې دغه برخي ته زیاته توجه شعوراً کړې ده اودا حساسه مزمنه ساري ناروغي يي ډېره ښه تشخیص کړې او د علاج ښه نسخه يي ورته په ډاګه کړي ده؛ خدای تعالی(ج) ددې زیارښه اجرونه ورکړي.
استاد غضنفر په دغه ناروغي دنیاکې د مرضونو د سندروم او ټولیزشتون د اوسني تشخیص او تداوی تفکري_قلمي قدمونه اوچت کړي دي! اما! زماپه آند کافي نه دي، دلته به د یو دوستانه هیلي په توګه دا یادونه وکړم چې که شونې وي چې استاد په دغه برخه کې لانورهم خپل تفکري_قلمي هڅه اوهاند متمرکز کړي؛ نودابه هم (ثواب وي؛ هم خٌرما).

(جهنم نه چېرته لېرې دی نه پټ په بل جهان کې_ جهنم د هرانسان دی؛ هرانسان ته په خپل ځان کي).

هرات، افغانستان

٣٠\٥\١٤٠٤