"د افغانستان نومهالي ادبیات"

لارویان (مریدنامه)

Image Description

لیکوال:: عبدالغفور لېوال


 

په بې‌زمانه زمانو کې...

د لټون پیل

 

زمانه ورکه وه. نن و پرون و سبا نه‌وو څرګند. لوړو غرونو پرېمانه زخمونه لرل او له هسکو څوکو یې د ویلې شوې واورې له شرشرو او رودونو سره کرښه کرښه وینې راتلې. خلکو ګومان کاوه، چې د غرونو له زړونو غمي راوځي. سره غمي لکه لعلونه. 

د هسکو غرونو له زړه څخه راوتلي لعلونه د دې زمکې د زخمونو څړیکې وې. دا څړیکې نه‌تمامېدې، زمانه نه وه، چې زخمونو او دردونو ته یې پای وربښلی وای. 

څوک نه پوهېدل، چې دا پرون و، که نن که سبا؟ خو دومره خبر شول، چې لاروی او لارښود په خپلې ورکې پسې ووتل. لارښود ببرې ایره‌يي څڼې لرلې او د هغه زدکوونکي و مرید (لاروي) داسې برېښنده سترګې لرلې، چې له هرو کتلو څخه یې پرېمانه پوښتنې پیدا کېدلې. لارښود د خپل لاروي سترګې لوستلای او پوښتنې یې په کې موندلای شوې. 

د یوه پسرلني باد پستو ګوتو د لارښود څڼې خوځولې، چې مرغیو له غوټیو څخه وپوښتل: 

د دوی ورکه څه ده؟ 

له غره څخه مسته شرشره چې په خپلو سپینو رګونو کې یې سرې وینې رابهولې – او خلکو ګومان کاوه، چې د غرونو له زړونو څخه لعلونه راوځي- د مرغیو پوښتنې ته ځواب ورکړ: 

دوی په «ریښتیا» پسې ګرځي. 

-        «ریښتیا»؟

-        هو «ریښتیا».

-        د څه شي «ریښتیا»؟ 

-        دا «ریښتیا» چې موږ ولې «داسې» یو؟

-        ښه نو دوی به په سلو منزلونو ګرځي، چې «ريښتیا» ومومي؟ ښايي دوی د دې پوښتنې ځواب تر سلو منزلو روسته ومومي، چې: «موږ ولې داسې یو؟» 

د مرغیو او غوټیو، د پسرلني باد او سپینې شرشرې ترمنځ دا خبرې هیچا وانه‌ورېدلې. پسرلني باد لا په پستو ګوتو د لارښود څڼې خوځولې او د لاروي سترګې له پوښتنو ډکې وې. 

غرونه ولې زخمي دي؟ 

د هسکو سردرو له زړه څخه په سپینو اوبو کې ولې وینې رابهیږي؟ او خلک ګومان کوي، چې لعلونه دي. دا وطن د لعلونو خزانه ده. 

یو شاعر یې ویلي: 

«اې زما وطنه د لعلونو خزانې زما...» 

دغه مستانه لیوني شاعر هم د دې غرنو د زړونو له زخمونو څخه رابهېدلې وینې لعلونه ګڼلي وو. 

-        ایا د خلکو زړونه هم زخمي دي؟ 

-        هو. 

-        دا د خلکو له سترګو څخه رابهېدلې وینې دي، چې غرونه یې لکه سره لعلونه له خپلو زړونو بهوي او د سپینو واورینو څوکو له هسک څخه په مستو رودونو او شرشرو کې رګ رګ رابهیږي او خلک ګومان کوي، چې لعلونه دي. 

-        ریښتیا زمانه ولې ورکه ده؟ د نن و پرون و سبا توپیر ولې نه‌شته؟ 

-        دلته خلک د زمان په یوه تړلې کړۍ کې راڅرخي. د دوی نن له پرون سره توپیر نه‌لري او سبا یې نه‌شته. دوی تل د پرون په حسرت و ارمان کې ژاړي، خو که یې وپوښتې کومه پرون؟ دوی یې نه‌پېژني، ځکه پرون یې هم لکه نن داسې وه. څو سوه کاله پخوا یې یوه بل شاعر ویلي وو: 

-         

«خدایه څه شول هغه ښکلي ښکلي خلک

په ظاهر په باطن سپین سپېڅلي خلک

هېڅ خندا مې له دې خلکو سره نه‌شي

ژړوي مې هغه تللي تللي خلک»

 

څوسوه کاله پخوا هم د دوی ملنګ شاعر د تېرې زمانې حسرت کاوه، نن هم دوی د خپلې پرون – چې نه شته- حسرت و ارمان کوي. هغه خلک چې تل د تېرې زمانې حسرت کوي، «نن» نه لري او هلته چې «نن» نه وي «سبا» هم نه‌شته. دلته زمانه ځکه ورکه ده، چې تېره زمانه ښه ښکاري او نن و سبا د دردونو، زخمونو او غمونو بلا غوندې وېروونکې ده. خلک د نن و سبا له ویرې پرون ته پناه وړي، هغه پرون چې لا ابل پرون ورته ښه ایسي. دلته زمانه نه‌شته، ځکه تر پرون نن او تر نن سبا ښکلې نه‌ده. تر پرون نن او تر نن سبا ځکه ښکلې نه ده، چې د ښکلي کولو ژمنه و اراده یې نه‌شته...

-         خو دا ولې؟ 

-        «ولې؟»

-        د همدې «ولې؟» ځواب خو هماغه ورکه «ریښتیا» ده کنه! 

-        ښه ښه ! هغه ورکه ریښتیا، چې اوس ببرسری لارښود او د هغه ځیرمن لاروی پسې په سفر وځي؟ 

-        هو، خو خدای خبر چې پیدا به یې کړي!؟ 

-        داسې مه وایه! دوی به سل منزلونه ووهي او ښايي «ریښتیا» به پیدا کړي. 

-        خدای دې وکړي. مګر وېرېږم چې د «بې‌زمانۍ» په کومه ګردله کې ترې بېرته ورکه نه‌شي. 

مرغیو او غوټیو واورېدل، چې پسرلني باد شرشرې ته وویل: زه به ورسره ملګرتیا وکړم او ګورم به چې ورکه «ریښتیا» چېرته پټه ده؟ 

او داسې پسرلنی باد لکه یوه پسته او خوږه وږمه د دوو لارویانو ملګری شو. 

 

 


 

په «ریښتیا» پسې مزل

لومړی منزل

د زړو ویاړونو څلي

 

سادو د وران شوي ښار په یوه زاړه برج ختلی و او د خپل ښار د زړو ویاړونو ترانه یې په خپل ځیږه غږ کې سندره کړې وه. 

 سادو ویل : نیکونو مې له چنګېزه تر انګریزه ټول وهلي دي زما ښار د ویاړونو ښار دی، دلته هر دوښمن مات شوی او دا ښار د یرغلګرو هدیره ده ....

سادو لګیا و او د ویاړ بدلې یې ویلې، ښاریانو ته دا بدلې سولېدلې او بېخونده وې، چا سادو ته یوه سکه هم نه ورکوله، لاروی ورته پښه نیولی شو، خو ببرسری لارښود په یوه ترخه موسکا ترې تېر شو او لاروي ته یې وویل : اوږده لاره په مخکې ده، خپلې راتلونکې ته په پام مخکې ځه او شا ته مه ګوره !

لاروي وپوښتل : 

مګر زاړه ویاړونه ؟ ...

ببر سري وویل : دا ټولې د نن او سبا د بېوزلۍ او حقارت عُقدې دي، چې نارې وهي. که د هدیره شوي ښار ښاریان د خپل ښار دننه جګړه ویاړ ګڼي نو هغه دوښمن چې د خپلو ګټو لپاره له اوو سیندونو او اوو غرونو را اوښتی او دلته جنګېده، دهغه ولس به ځان څومره لوی اتل ګڼي؟

اتلواله دا ده چې ته د خپلو ګټو لپاره په نورو سیمو کې وجنګیږې، نه دا چې خپل ښار د چا په هدیره بدل کړې. لاروي ګامونه چټک کړل او د سادو په بېخبرۍ او بېوزلۍ یې زړه وخوږېد.

 

 

دویم منزل

جلادانو ته ولاړ په نوبت خلک

 

لارښود و لاروی ستړي ستومانه پر یوه زاړه ښار ورننوتل، د ښار دروازې ساتونکي نه‌لرل، هر څوک ښار ته ننوتلی شول. 

ببرسري لارښود له کوښو څخه د لارې شګې وڅنډلې، یوڅه وړاندې ولاړل، که څه ګوري؛ د بنیادمانو سلاخي روانه ده او جلادان څوک سرې تورې او څوک تېره ساتولونه په لاس، لګیا دي د ښار د خلکو سرونه پرې کوي، ښاریان کتار کتار خپل وار ته په تمه ولاړ دي او جلادان ستړي ستومانه لګیادي، سرونه پرې کوي.  له سلاخۍ څخه د وینو رود مخ په وچ سیند روان دي. 

ببر سري لارښود کټ کټ وخندل، لاروی حیران شو،  خپل لارښود یې پوښت : خلک ولې سر وهلو ته په کتار کې ولاړ دي؟ 

ببرسري ځواب ورکړ: 

جلادانو دوی ته ویلي:  خدای  دښار جلادانو ته امر کړی، چې د خلکو سرونه پرې کړي او خلکو د جلادانو دا خبره منلې ده، چې ګواکې د خدای حکم دی. 

دا خلک پر خدای نه ، بلکې پر خپلو جلادانو مومنان دي. د دوی ستونزه دا ده، چې په خپله د خدای فرمانونه نه‌شي لوستلای، یا نه‌شي پرې پوهېدلای، بلکې دوی د خدای احکام د جلادانو له ژبې اوري. د دې ښار خلک په دې نه پوهیږي، چې خدای د ( انسان ) قتل حرام کړی دی. ښاریان جلادان خپل مقدس مشران ګڼي. 

لاروی له سلاخۍ په منډه تېر شو، له ښاره ووت ، د سارا هوا یې کش کړه، خو د وینو بوی یې لا په سپږمو کې پاتې و.

 

درېیم منزل

لکه مړي ویده خلک

 

ببرسری لارښود او د هغه ځيرمن لاروی همدا چې له کنډوه واوښتل، پراخه دښته په مخه ورغله، د دښتې په یوه اړخ کې د ویجاړو بانډو نښې لا پاتې وې، نوره دښته ټوله هدیره وه، وروستي مړي چا نه وو خښ کړي، هډونه یې پرزمکه پراته وو...

لاروي پوښتنه وکړه : دا څوک دي ؟

ببرسری موسک شوک : 

هغه قوم چې ووژل شو، خو راویښ نه شو. 

د دوی له منځه یوڅوغلو او وژونکیو د (عقیدو) بیرغونه راپورته کړل،  ویې وژل او لوټ یې کړل. ځینې دخیټې له غمه په دوی پسې شول او نور چې ویده ول، په خیټورو پسې ورغلل. یوه ورځ ټول د زړو خوبونو د ښامارانو له ویرې دلته راغلل او مړه شول. 

د ببرسري لارښود لمن د لارې په اغزیو کې څېرې شوه او له سوري څخه یې نرۍ دوړه ووته .

 

 

 

 

 

 

 

 

څلورم منزل

هغه څاه چې «خپله» نه‌ده

 

ببرسري د ښار څاه ته وکتل، بېرته یې سر هسک کړ، یوه قهرېدلې موسکا یې پر شونډو وه. لاروی اودس کاوه، لارښود په موسکا ورته وویل : پر دې اوبو دې اودس نه کیږي. 

لاروی کوزړۍ کېښوده، حیران شو ؟

ببر سري وویل :  

د دې ښار خلک له همدې څاه څخه اوبه څښي او بېرته پخپله په کې خځلې او ناولې اوبه اچوي. 

لاروی  بیا په سترګو کې ورڅخه د ( ولې؟) پوښتنه وکړه. ببرسری لارښود لا هماغسې موسکی و: 

ښاریان دا څاه (خپله)  نه ګڼي، ځکه دهغوی په کور کې نه ده کیندل شوې.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

پینځم منزل

ريښتیا څه ده؟

د نیکونو باور کوم و؟

 

ببرسري لارښود خپل شوریده لاروي ته وویل: 

-        نن د ( بنګساره نسلونو) د ښار له څنډې تیریږو، مزل ډېر دی، که د ښار له منځه تېرشو ښايي ډېرې پوښتنې درپیدا شي، خو که یې له څېرمه تېر شو، زه به د دغه ښار کیسه درته وکړم. 

لاروي وویل: 

کوربان لارښوده! 

زه نه‌غواړم په بنګساره پوښتنو واوړم، د دې ښار کیسه راته وکړه. 

لارښود خندل، ګواکې د بنګساره نسلونو د ښار خلک په یوه خنداوړ زمانه کې ژوند کوي.

لارښود په خندا کې وویل:

-        د دې ښار ځوانانو ته مې هم خندا راځي او هم ژړا. له یوې خوا حیران دي، چې د چا ومني او له بلې خوا دومره په حیرانتیاو کې سرګردانه دي، چې باور یې هېر شوی او ټول ژوند ورته د بې‌باورۍ یو سُراب ښکاري. 

لاروي وپوښتل:

-        اخر څه ورپېښه ده، چې د دوی ژوند یې په داسې سرګردانۍ او بې‌باورۍ اړولی دی؟ 

لارښود لاخندل: 

د «بنګساره نسلونو» د ښار په بر سر کې یو مزدک دی، چې ژېړکمیسي راهبان په کې د ښار زلمیو ته زاړه کتابونه وايي او د همدې ښار په کوز سر کې د حکمت د ښوونکیو یو داسې ښوونځی ودان دی، چې هره ورځ یې کتابونه نوي کیږي. د ښوونځي په کتابونو کې راځي چې:

« د نن پوهه تر پرونه بشپړه او د سبا هغه به لا ترنن پوره او کره وي. » 

خو د زاړه مزدک کتابونه هماغه د زرو پخوانیو کلونو افسانې تکراروي او نوي کول یې کفر ګڼي. د دغه ښار ځوانان سهار سهار مزدک ته ځي او څاښت مهال ښوونځي ته چې تر مازیګره هلته زدکړه وکړي. 

ښاریان خپل زامن دواړو ته استوي، ځکه هم د کار روزګار او ګټې وټې لپاره باید نوې پوهنې ترلاسه کړي او هم د خپلو پلرونو او نیکونو د باورونو په اړه زاړه کتابونه ولولي. 

ربړه دا ده، چې ځوانان نه پوهیږي، د چا ومني؟ د ښوونځي د نويو کتابونو؟ که د نیکونو د باورونو د زړو نسخو؟ 

د مزدک زاړه کتابونه وايي: 

-        «زمکه د غوايي په ښکر ولاړه ده، غویی په ماهي سپور دی او ماهي په اوبو کې روان دی. د غوايي په پوزه کې چې مچ ننوځي نو سر وښوروي، غويی چې سر وښوروي نو زلزله وشي.» 

د مزدک زاړه کتابونه بل ځای وایي: 

-        « په اسمان کې شیطانان چې یو له بل سره جګړه کوي، نو تورې او زغرې یې یو له بل سره ولګیږي، هماغه وي چې تالانده و برېښنا شي...» 

خو د ښوونځي نوي کتابونه وايي: 

-        « زمکه د لمریز نظام یوه پنډوسکی (کُره) ده چې پرځان تاویږي او تر لمره هم راڅرخي. چې پرځان څرخي نو شپه او ورځ او چې په لمر څرخي نو میاشتې و کال ترې رابریږي. د زمکې زړي ته نږدې لوړه تودوخه ده او اوبلنه لاوا بهیږي، د اوبلنې لاوا د خوځښت له کبله کله کله زمکه خوځیږي، چې زلزلې پیښیږي...» 

نوي کتابونه بل ځای وايي: 

-        د سړې و تودې هوا د ټکر له کبله د زمکې په اتموسفیر کې په اوبو متراکم جریانونه یو له بله سره په شدت لګیږي او تالانده وبرېښنا رامنځته کیږي...» 

د مذهب راهبان ټینګ دي، چې د دوی کتابونه ریښتیا وايي، ځکه د دوی پلرونه او نیکونه په همدې باور وو او زر کاله پخوا چې چا دا کتابونه لیکلي دي، د خدای دوستان او ښه خلک وو، ځکه یې باید خبرې ومنل شي... 

د ښوونځي ښوونکي وايي: 

-        د نویو کتابونو پوهه په تجربو ثابته شوې ده او د تجربو له مخې د پوهې وده هره ورځ نوې کیږي، موږ تر سل کاله پخوانیو خلکو ډېر پوهیږو او سل کاله روسته خلک به ترموږ هم په ډېرڅه پوهیږي...

ببرسری لارښود چې د کیسې دې ځای ته راورسېد، نو خپل لاروي ته یې د بنګساره نسلونو د ښار ړنګ  دیوالونه وروښوول او په خندا یې زیاته کړه: 

ښارونه او انساني ژوند په نوې کېدونې پوهه جوړیږي او پرمختګ کوي، دا ښار ځکه ړنګ پاتې دی، چې د زاړه مزدک راهبان او د ځوانانو پلرونه او نیکونه خپل ځوانان د زړو کتابونو باورونو ته رابولي او همدا ورته وايي، چې: 

« د خپلو پلرونو او نیکونو باورونه وساتئ!» 

ښايي له همدې کبله به دغه ښار د نیکونو او پلرونو د باورونو په شان زوړ او نیمګړی همداسې شاړ پروت وي. 

دا مهال لاروي ته د بنګساره نسلونو ښار داسې ښکاره شو، لکه د زروکلونو پخوا جوړ شوی افسانوي ښار چې ویني. 

 

 

شپږم منزل

په دعا پرېوللې هڅه

 

پر کلي ورننوتل، وبا ګډه  وه، د ماشومانو لویه هدیره جوړه وه، مشران ولږې او تندې پسې اخیستې وو، ویالې وچې وې، کلیوالو یو د بل غوښې خوړلې او زورورو د کمزوریو پر وینو خپله تنده ماتوله. 

چې اذان به وشو، کلیوال به ډلې ډلې ړنګ جومات ته ننوتل، اوږده اوږده لمونځونه به یې وکړل، ډېره شیبه به یې لاسونه لپه نیولي وو: له خدای (ج)  څخه یې  په ویالو او چینو کې اوبه، ښېرازي، سوله او یووالی غوښته، د وبا له شره یې د خلاصون دعا ګانې کولې . 

لاروي ببرسری وپوښت: ولې د دوی دوعا ګانې نه قبلیږي ؟ 

ببر سري د وچې ویالې بهیر وڅاره، تر غره پورې یې نظر وګانډه او ځواب یې ورکړ. 

دا ویاله تر دې غره هاخوا له یوه بند څخه را بېله شوې ده، اوس بند نړېدلی دی او سربند خټو بند کړی دی، لوی خدای (ج ) دې خلکو ته لاس او پښې بښلي، چې ولاړ شي سربند پاک کړي او بند ورغوي، په وچو ویالو کې به اوبه راشي، غنم به شنه او وبا به ورکه شي. 

خو لاروی قانع نه شو :  ما د دعا د اجابت پوښتنه وکړه. 

لارښود وویل: همدا ( هڅه ) د دوی د دعا اجابت دی !

 

 

 

 

 

اووم منزل

جګړه څه ده؟ راته وایه!

 

بیدیا وچه او لاروی تږی و. ببرسري لارښود په شګو کې د پاتې شویو ګامونو بهیر ته کتل. 

لاروي وپوښت : د جګړې په هکله راته ووایه ! 

ببرسري له شګوڅخه سترګې راپورته کړې : 

(( جګړه د انسان د حرص او ځواکغوښتنې د غریزې په مټ هغه کرغېړنه کړنه ده، چې دواړه لوري یې ( حق) ګڼي. جګړه د هوښیارو سیاستوالو تلقین دی، چې کمعقله وګړي په ولولو راولي او دوی ورته خپلې وینې نذرانه کوي. جګړه، همدا اوس، په دې بیدیا کې، زما وینو ته ستا تنده ده، چې که ته له تندې څخه مرګ ته نږدې شې، نو د څښلو لپاره زما د وینو د بهولو مشروع لاره په خپله عقیده کې لټوې.

 پوه شه !  جګړه د ګټو، واک او ځواک لپاره د انسان د وحشت تمثیل دی، چې د شرافت حماسي جامه ور اغوندي او د خونړي وحشت څېره د ( غیرت ) ترشا پټوي .  

لاروی تږی و، خو د ببرسري وینا یې تنده ترې هېره کړه، هومره چې په شګو کې یوه بهېدونې چینه یې هم ونه شوه لیدلای .

 

 

 

 

 

 

اتم منزل

کاشکې زه ښکلی مرغه وای

 

ببرسری یې وپوښت : 

څوکاله مخکې چې پر دې لاره تېریدو؛ روانې اوبه ، شنه بوټي او ګورې ونې ولاړې وې، د الوتونکیو غږونه وو او خوږه وږمه چلېده، خو اوس دلته کورونه او ډبرین دیوالونه دي، بد بوی دی، ایا انسان د طبیعت دوښمن دی؟ 

لارښود ځواب ورکړ: 

دا بد بوی د انسان د حرص ، کمعقلۍ او لنډپارۍ دی. 

طبیعت سخي دی. دهرڅه لپاره ځای لري. دا حضرت ( انسان ) دی، چې خپل عقل سم نه کاروي او په شنو سیمو کې کورونه او کلي جوړوي. د غرو لمنې، کوشنۍ غونډۍ او ډاګونه د اوسېدو لپاره دي او کروندې، ځنګلونه او ورشو ګانې د رزق،  ښکلا او سمسورتیا لپاره. 

دا مخلوق په خپل خیر نه پوهیږي، هغوی چې د خپلو ګټو لپاره یوبل سره وژني، پر طبیعت به نو څه رحم وکړي؟ 

لاروی، سوچ ته ولاړه او دڅو شیبو لپاره پر خپل هویت او ماهیت پښېمانه شو، هیله یې وکړه چې کاشکې یوښکلی مرغه وای نه  حضرت انسان !

 

 

 

 

 

 

نهم منزل

لاړ شئ!

ورکه عاطفه بېرته پیدا کړئ!

 

د ښار په دروازه کې خبر شول، چې د ښار خلک ناروغان دي، خو دا څه عجیبه غوندې ناروغي وه. د ښار خلکو عاطفه نه پېژندله او زړه خوږی یې هېر شوی و. خلک بنګساره وو، ګومان یې کاوه، چې د بل ښاري ځورول ( خیر مطلق ) دی. 

چې ښارته ورننوتل؛ یوه ډله ماشومان پرې راټول شول، ببرسري په مینه مینه ورته وکتل، یو ماشوم راغی او د لارښود له پښو یې غېږ چاپېره کړه، لارښود ورکوز شو او ښکل یې کړ، لاروي هم څو ماشومان په غېږ کې ونیول. خلک حیران شول، چې دوی څه کوي؟

 دا پردي مساپر ولې د دوی له ماشومانو سره مینه کوي؟

 ښاریانو مینه او پرماشومانو مهرباني نه پېژندله... 

لاروي خپل لارښود وپوښت: 

د دې خلکو د ناروغۍ علاج شته؟ 

لارښود په ډاډ ځواب ورکړ: 

هو! کله چې مشران ټول مړه شي او دغه ماشومان رالویان شي او بیا د دوی بچیان وشي او رالوی شي، مینه، عاطفه او زړه سوی به بېرته ورپه یاد شي. 

لاروي بیا پوښتنه وکړه: 

چا او څه شي دوی په دې ناروغۍ  اخته کړي دي؟ 

حلاله ګټه نه وه، یو لوی سیاسي کوډګر دوی ته خپل خپلوان کافران کړل، د کافرو شویو خپلو خپلوانو کور، ښځې، ماشومان، شته او زمکې یې ورته حلالې وګرځولې، دوی بله ګټه نه شوه کولای، بس د خپل ښار او خپلوانو په شتمنیو یې چور واچاوه، څوک یې چې مخې ته درېدل دوی به وژل.

 زورورو به دکمزوریو مال راخپلاوه. دې کار ورو ورو له دوی څخه عاطفه او زړه سوی هېر کړل، روسته بیا دا ناروغي ساري شوه، ټول ښاریان پرې اخته شول. 

عاطفه او زړه سوی د انسان طبیعي ځانګړنه ده، خو حرص او سیاسي واکغوښتنه یې دوښمنان دي، که عقیدوي جواز ورسره ملګری شي، بیا نو د دغو انساني ارزښتونو( عاطفې او زړه سوي) ریښې له بیخه  باسي. یا خو باید ټول بالغ ښاریان  له منځه ولاړ شي او نوی نسل له خپلې خدای ورکړې عاطفې سره رالوی شي او یا هم دې ښار ته نور ښاریان راوستل شي، چې لا یې د ( ګټې) لپاره د بل ښاري وژل او خوړل نه وي زده. 

خو پوه شه ! چې د دوی ناروغي پرمساپرو اغېز نه لري، ورته ځير شه او د خپل معرفت زېرمې ته ورڅخه زده کړه وکړه. 

لاروی ښاریانو ته حیران شو، د دوی په ناروغي یې زړه وخوږېد، خو د ماشومانو په معصومو څېرو کې یې د ناروغۍ نښې ونه لیدلې، د ښار ( سبا) ته یې هیله پیدا شوه.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

لسم منزل

د الهام له مغارو نه

 

لاروی د غره په ډډه کې د هغې مغارې ترڅنګ ناست و، چې ببر سری لارښود یې بېګاه د ذکر وعبادت لپاره ورننوتلی و. ښکته یې هغه ښار ته کتل، چې په‌کې څو زورورو د خلکو پر ژوند د زبېښاک جال غوړولی و او لکه خونخورې زنځې یې د ښاریانو وینه زبېښله. ناڅاپه د ښکالو غږ شو، غږ د مغارې له دننه څخه و، لاروی څک ودرېده، په حیرانۍ یې خپل لارښود ته وکتل، چې سترګې یې ځلیږي او موسکا پرشونډو راووت. 

لاروی وپوښت : څه وشول، چې دومره ژر راووتلې؟ نورکله خو به دې څلوېښت ورځې په مراقبه تېرولې....

ببرسري لارښود یې په خبرو کې ورولوېده : 

ماته الهام وشو، چې ښار ته ولاړ شم او څلوېښت ورځې د ښاریانو د روایښولو په عبادت بوخت شم. چې د خدای (ج)  د مخلوق د هوساینې او مړښت لپاره څه ونه کړای شو، نو خدای ج ته به څه خدمت وکړو؟ 

بېشکه چې هغه زموږ له خدمت څخه بې نیازه دی! 

راته الهام وشو، چې که د خدای بنده ګان په جګړه، ولږه او جهالت کې وي، زما عبادت به دهغو زورورو وژونکیو د سیاست په شان له ریا څخه ډک وي، چې خپل ښاریان د دین په نامه وژني او د وینو پر رود پاچاهي جوړوي. ماشومان وږي دي، کونډې له پردو ووتلې، ښار له مجبوریته د ګناهونو په ټاپو بدل شو.

 عجیبه دا ، چې ګڼ جنایتونه د ( عقیدې ) په نامه کیږي. څلویښت ورځې خواري بویه، چې خلک د وژونکیو، وینه څښونکیو په ظاهره سپین په باطن تورو زهادو په وړاندې راپاڅیږي، هغه دروغجن رهبران، چې ولس‌وژنه د خدای حکم ګڼي او غلا ته ( غنیمت ) وايي. ماته په الهام کې حکم شوی، چې د ښار حکومت هغو بنده ګانو ته وسپارم، چې د ښاریانو د ډوډۍ غم لري او د سیاست مخه او موخه یې په ښار کې د ماشومانو پر شونډو د خوښۍ موسکا خپرول وي. 

ببر سری په بېړه د هوارې خواته رهي شو، لاروي  ورپسې منډه کړه، خو د لارښود رفتار تر ده ډېر چټک و.

 

 

 

 

 

 

 

یوولسم منزل

ولې ویره له ځنګله نه؟

 

 دواړه په ځنګله کې روان وو. نا څاپه ببرسری ودرېد، لاروي ته یې وکتل، کټ کټ خندا یې وکړه، د ده له خندا سره په ونو کې وړې چوغکې والوتلې. لاروي په حیرانتیا وروکتل او لارښود وویل: 

پړانګ  د دې لپاره هوسۍ داړي، چې خپله ګېډه مړه کړي، د ځنګله په قانون کې دروغ نه شته، داړونکي ځناور خپل قرباني ته بهانې نه جوړوي، ځان ته دروغ نه وايي،  بلکې له ولږې څخه دځان‌ژغورنې لپاره یې خوري. د انسان توپير له داړونکي ځناور سره همدا دی، چې دی بل انسان د سیاسي ځواک، ګټې او ځان لوړاوي لپاره خوري، خو د انسان خوړلو لپاره خواږه دروغ وايي : دا ځناور (وژل) مقدس ګڼي، عدالت یې بولي، د جنت د ګټلو لار د ماشومانو د وینو له ګودره باسي،  هم ځان تېرباسي او هم خپل چاپېریال د دروغو په خیرو ککړوي.  

باخبر ! 

وینه هم په ښار کې بهیږي او هم په ځنګله کې. په ځنګله کې وینې بهولو ته دځان مړول وايي، خو په ښار کې همدې کار ته سیاست. 

سیاست د بل په وینو د ځان مړول دي، خو په یوه دروغجن تقدس. 

په ځنګله کې قرباني له خپل قاتل څخه تښتي او د خلاصون هڅه کوي، خو ښاري قرباني د خپل قاتل غاړې ته د ګلونو هار وراچوي، لاسونه ورته پړکوي او خپل مقدس رهبر یې ګڼي. 

ځکه خو ښار تر ځنګله ډېر ګواښمن او ویروونکی دی. که د «ریښتیا» موندنې مقصد نه وای، تر مرګه به همدلته په ځنګله کې دېره وای. 

لاروی ژوره ساه وکاږله، له ځنګله څخه ویره یې له زړه ووته. ځنګل ورته د امن کور ښکاره شو.

 

 

 

 

دولسم منزل

ها خدایان، 

چې یې ساتي بندګان

 

څڼور زلمیان تورې او ټوپک ترملا ډله ډله معبد ته ننوتل، روسته پاخه نارینه او سپین ږیري هم له وسلو سره ورغلل.  معبد ورو ورو ډکېده.  له زلمکیانو سره هم وسلې وې.  ماشومانو ځانونو ته د لرګیو وړې وړې وسلې جوړې کړې وې. ببرسري لارښود چې خلک له وسلو سره ولیدل، نو دی هم معبد ته  ورکوږ شو. لاروی حیران و، خو په خپل لارښود پسې یې ګامونه چټک کړل. دوی چې ورننوتل، نو د معبد لوی انګړ ډک شوی و، په وروستي کتار کې کېناستل. راهب  بر سر ولاړ و چې ببرسری لارښود او د هغه لاروی یې ولیدل . خلکو ته یې وویل: بېګاه مې خوب لیده چې :  زموږ معبد ته به یو لوی انسان  راځي، خوب مې ریښتیا شو، نو اې د ورکې «ریښتیا» پلټونکیه لارښوده! راشه او دې قوم ته نصیحت وکړه ! 

ببر سری مست ورپاڅېده، پرخطابه ودرېده او د وسله والو زړو ځوانانو په سترګو کې یې خپلې زرځې سترګې خښې کړې:

-         دا وسلې ولې له ځانه سره ګرځوئ؟ 

خلکو ورغږ کړل : 

-         خپل بُتان ساتو،  دین مو په خطر کې دی! 

ببرسري وخندل :

-          ایا ستاسو خدای خپل دین ساتلای نه‌شي ؟ 

که دین د خدای  ګڼئ، نو تاسو څوک یاست چې هغه به وساتئ؟  ریښتیا خو دا ده چې ستاسو د نفسونو بُتانو ته خطر پېښ دی ! 

اې خلکو ! تاسو پرخپل دین  ځان نه‌دی پوهولای، بلکې تاسو پردین غیرت کوئ ! 

دین باور دی او باور له پوهې څخه پیدا کیږي !  دین ستاسو تر غیرت ډېر،  ستاسو د زړه او ذهن روښانېدو ته اړ دی. پر دین د خپلوخلکو وینې مه‌بهوئ، پر دین خپل تیاره زړونه روښانه کړئ !

  تر دې روسته ببرسری او لاروی دواړه له معبد څخه ووتل.

 د راهب  له سترګو څخه یوه رڼه اوښکه را ورغړېده او خلکو ته یې وویل : 

د نن ورځې موعظه همدا وه !

 

 

دیارلسم منزل

غیرت څه دی؟

په قانون کې د ځنګلونو

 

 

ببرسری لارښود مخکې او پلټونکی لاروی ورپسې څاښت مهال له یوه ځنګله څخه ووتل او مخامخ په یوه شنه ورشو یې د غره لاره ونیوه. 

دوی څو ورځې پرلپسې په ځنګله کې مزل کړی و. د لاروي ګڼې پېښې په یاد وې، خو یوه خونړۍ پېښه یې ډېره سترګو ته درېدله؛ دوی ولیدل، چې یو وږی زمری په یوې ټپی هوسۍ پسې دی، څو ځلې زمري هوسۍ نېولې او په خپلو تېرو منګولو او غاښونو یې ټپي کړې ده، خو هوسۍ بیاځلې ځان خلاص کړی او په تُنده منډه ترې ځغلي... 

دا مهال ببرسري لارښود په موسکو شونډو خپل لاروي ته ویلي و، چې دا پېښه په یاد وساتي او بیا به يې په اړه خبرې وکړي. 

همدا چې لارښود و لاروی له ځنګله څخه ووتل، نو لاروي خپل لارښود وپوښت: 

-        د زمري غیرت ولې ډېر ستایل کیږي؟

لارښود ته دا پوښتنه په زړه پورې وه، ویې خندل: 

-        اول باید وپوښتو، چې دې پېښې ته په پام (غیرت) څنګه پېژنو؟ 

غیرت د ځواک هغه برید دی، چې موږ هر یوغواړو ويې لرو. د زمري غیرت د هغه په پیاوړو پلو، ځواکمن وجود، تیرو منګولو او څیرونکو غاښونو کې دی. که د هغه د لوږې په غریزه کې؟ 

د لوږې غریزه ټول ژوندي موجودات لري. هوسۍ واښه خوري، خو د وښو په خوړولو غیرتي نه ګڼل کیږي. ګل هم د تندې غریزه لري او له خاورې څخه اوبه څښي، خو ګل په ښکلا پېژندل کیږي، نه په غیرت. 

زمری چې هوسۍ ښکاروي، د لوږي لپاره او دا طبیعي خبره ده، نه د غیرت کمال. 

لاروي وپوښتل: 

-        بیا نو ولې زمری د ځناورو باچا ګڼل کیږي؟ 

-        ځکه تر نورو ځناورو ځواکمن دی. 

-        ایا ځواکمنتیا غیرت دی؟

-        د ځنګله په قانون کې هو. 

-        نو په بشري قانون کې څه ؟ 

-        په بشري قانون کې ګټور ځواک د غیرت یوه ځانګړنه ګڼلای شو. 

هوسۍ تېزه منډه اخلي او تر روستي بریده خپل ځواک د خپل ژوند د ژغورنې لپاره کاروي. د بشري قاعدې له مخې دا تر ټولو ګټوره ځواک‌کارونه ده. هوسۍ خپل ځواک د خپل ژوند د ژغورنې لپاره کاروي او زمری یې د یوه ژوند د اخیستنې لپاره. د ګټورتیا له مخې د هوسۍ ځواک کارونه غیرت دی، ځکه ژوند ژغوري. 

لاروی قانع نه شو. 

-        مګر زمری خو هم خپل ځواک د خپل ژوندژغورنې لپاره کاروي، ځکه که ښکار ونه‌کړي مري. 

لارښود وویل: 

-        همدا د ځنګله او بشري قانون توپیر دی. په ځنګله کې د غریزې خړوبول «ګټه» ده، خو په بشري قوانینو کې  د هر ژوند ژغورل ګټه ده او هر ګټور کار غیرت ګڼل کیږي. 

پلټونکي لاروي نورې پوښتنې هم لرلې: 

-        همنوعي به نه هېروو، مهمه ده. زمری هم د بل زمري غوښې نه خوري او انسان د پسونو او نورو ژویو غوښې خوري، پرته له دې چې د هغوی ژوند ژغورنه غیرت وګڼي. 

د لارښود سترګې وبرېښېدې، ویې خندل: 

-        هو د ګټورتیا له مخې د غیرت مانا همدلته بدلیږي، ځکه د انساني فکر توان دومره دی، چې په ځای‌ناسته (بدیله) ګټه فکر وکړي. 

انسان به یو مهال د لوږې غریزه داسې خړوبوي، چې بل ژوندي موجود ته تاوان پېښ نه کړي او همدا به د انساني غیرت تر ټولو لوړ معراج وي. 

لاروي د روستۍ پوښتنې په توګه وپوښتل: 

-        انسان به دې معراج ته ورسیږي؟ 

لارښود وخندل: 

هو! 

انسان څلور ځواکونه مجبوروي، چې ځان د ګټور غیرت دغه معراج ته ورسوي: 

عاطفه، اخلاق، ګروهه او قانون. 

د دې څلورو په اړه به یو مهال هرڅه درته ووایم. 

او لاروي بله پوښتنه ونه کړه. مخامخ غر  د لمر ځلا ته ښکلی ښکارېده. 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

څوارلسم منزل

له ګاونډه بلا بوټه

 

پر یوه کلي ورپېښ شول، چې خلک یې د ګاونډیوکلیو له بدماشانو څخه په تنګ ول، ګاونډیو کلیو د دوی اوبه ورڅخه ګرځولې وې، په چینو کې یې ورته ډبرې اچولې وې، د دوی د کلي غواګانې او پیورې وزې یې ورڅخه په زوره وړلې، پادوانان او شپانه یې وروژل او ژوندۍ رمې یې ورڅخه وړلې، د دې کلي کښتونه یې تر پښو لاندې کول او درمندونو ته یې اور اچاوه، کلیوال د ګاونډیو کلیو له بدماشانو خوراپازاب وو. لاروي له لارښود څخه وپوښتل : 

ولې کلیوال د ګاونډیو بدماشانو څه چاره نه کوي ؟ 

ببرسري وخندل : 

د دې بدمرغه کلي ملکانو او اخوندانو د ګاونډیو کلیو بدماشانو ته خپلې لوڼې ور واده کړي دي، دوی په ګاونډیو کلیو کې کورونه او خېلخانې لري، ملکان وايي د ګاونډیو پیران، راهبان او زیارتونه زورور دي. نو ځکه یې د هغوی بدماشانو ته لورګانې ورکړې دي. د بدماشانو ناروا ته غریب شپانه او خوار کلیوال یوازې پاتې دي. 

لاروی پوه شو، چې دا خیښي ډېره مرګونې ده، له لارښود څخه یې هیله وکړه، چې په بېړه له دې کلي څخه ووځي. 

... خو شاته لا هم له یوه درمند څخه لوګي پورته کېدل.

 

 

 

 

پینځلسم منزل

بې دیواله دروازې او زنځيرونه

 

غرمه وه، چې د ښار دروازه یې ورته پرانیسته، عجیبه وه، ښار دیوالونه نه درلودل، خو دروازه به یې تر غرمې تړلې وه. 

چې ورننوتل، څه ګوري ؟ د دروازې په دالان کې دوه پاسوالان ولاړ دي، تورې یې له تېکو راایستلې او په وینو ککړې، وړاندې ولاړل، چې د ښار په لومړۍ څلورلارې کې یې لوړ کله‌منار ولیده، لاروی وحشت ونیوه، هاخوا لویه ډله خلک په یوې جنازې پسې روان وو، لاروي یو ښاري وپوښت : څوک مړ دی؟ ښاري په پوزخند وویل : 

-        د ښار (قصاب) ! 

په کوشنۍ ویاله کې له اوبو سره ګډې وینې بهېدې، هاخوا په یوه لوی واټ کې ګڼې ښځې روانې وې، سرونه يې لوڅ او ببر وو، له خپلو ټیکریو څخه یې جنډې او بیرغونه جوړ کړي وو، په جنډو لیکلي وو: 

( موږ د ښځو حقونه غواړو !) 

ښځو د حقونو چیغې وهلې او خښمېدلې ښکاریدې ...

لاروي ببرسري ته مخ ورواړاوه : 

دوی څه وايي ؟ 

ببرسری لارښود له خندا په ملا مات شو، له ډېرې خندا څخه یې د ستما په منځ کې ځواب ورکړ: 

دوی له هغو نارینه وو څخه ، چې یو په بل پسې تورې ګرځوي، خپل حقونه غواړي. 

دا ښځې په هغه ښار کې، چې  ( ژوند ) نه شته، ( حق) غواړي ! 

پوه شه ! چې ( حق ) د ژوندیو خلکو غوښتنه وي، پر مرګ محکوم ولسونه (حق) نه‌شي غوښتلای! 

لاروی ښاریانو ته ځيروو، چې ټول دوه برخې شوي وو؛ نارینه د قصاب په جنازې پسې راون وو او ښځینه وو د خپلو   حقونو د غوښتلو چیغې وهلې.

 

 

 

 

 

 

شپاړسم منزل

د خیر و شر ترمنځ

همدا څلور بریدونه

 

نن لاروی خوشاله و. ببرسري لارښود ژمنه کړې وه، چې دی به د حکمت داسې یوه ښوونځي ته ورولي، چې هلته د خیر و شر ترمنځ څلور بریدونه وپېژني.  لارښود ورته ویلي و:

-        له ځنګله څخه د راوتلو په ورځ مې درسره ژمنه کړې وه، چې د خیر و شر تر منځ څلور بریدونه دروپېژنم. موږ هرڅه په «ښه» او «بد» ، «رڼا» او «تیاره» ، «خیر» و «شر»، «ګټه» یا «تاوان» پېژنو. له زړې زمانې داسې فکر کيږي، چې په انسان کې دا د عقل جوهر دی، چې د دې متضادو څیزونو ترمنځ توپیر کوي، مګر داسې نه ده، عقل انسان ته د « ګټې» و «تاوان» په اړه مخامخ درک وربښلای شي، خو په یوازې سر د خیر و شر ترمنځ د نیاومنې پرېکړې توان وربښلای نه شي. 

راځه نوره کیسه به د حکمت ښوونځي له ښوونکي واورې. 

لاروی په ډېره تلوسه په خپل لارښود پسې روان شو. له یوې شنې و سمسورې ورشو څخه واوښتل، چې په یو ښکلي بڼ یې سترګې ولګېدې، په باغ کې ګلونه غوړېدلي و او د سروې شنو ونو سیوري خواره کړي وو. مرغیو سندرې ویلې، ډله ډله پېغلې و زلمیان له خپلو ښوونکیو راتاو وو او د خیر و شر و عقل و ګټورتیا و فیزیک و متافیزیک په اړه یې نوي څه زده کول. 

د حکمت د ښوونځي مشر حکیم د ببرسري لارښود له ورتللو خبر شوی و، په خوښۍ یې د خپل پخواني ملګري هرکلي ته ځان راورساوه او د حکمت د باغ په دروازه کې یې لارښود او لاروی په غېږ کې ونیول. 

درې‌واړو په باغ کې قدم وهل پیل کړل. لارښود خپل حیکم ملګري ته وویل: 

-        لاروی غواړي پوه شي، چې د خیر و شر، ښکلا  و بدرنګۍ، ښه او بد ترمنځ څلورګوني بریدونه کوم دي؟

حکیم په خوښۍ سره کیسه پیل کړه: 

-        پخوا پخوا زمانو کې یو سړی خبر شو، چې د ډېرو سرو او سپینو زرو خاوند پانګوال ګاونډی یې ناڅاپه مړ شو او د هغه ښکلې کونډه او  اووه کلن ښایسته ماشوم یې د ټولو ورپاتې شتو له میراث سره په مېنه یوازې پاتې دي.  سړي په کور کې یوه تېره توره لرله، لنډپاري عقل ورته وویل: 

-        ښکلې او ځوانه کونډه مېړه غواړي،  که ته ولاړ شې او په دې توره ماشوم ووژنې نو کونډه به درواده کړې او بیا به د دې ټولو شتو خاوند شې... 

سړي توره واخیسته او د ګاونډي کور ته روان شو. لومړی یو پوځي په مخه ورغی. سړي وپوښت: 

-        څوک یې؟

پوځي ورته وویل: 

-        زه قانون یم او که ماشوم دې وواژه د قتل په جرم به دې ونیسم. 

سړی لږ پښه نیولی شو، خو لا هم په ژمنه ټینګ و. فکر یې وکړ: د سرو او سپینو زرو په مرسته به له قانون څخه ځان پټ کړم. څوګامه روسته یو نوراني سړی په مخه ورغی، ده بیا وپوښت: 

-        څوک یې؟ 

-        زه ګروهه (عقیده) یم، که له قانون څخه ځان پټ کړې، نو له څښتن څخه خو ځان پتولی نه شې. څښتن به دې د ماشوم په قتل مجازات کړي. 

سړی نور هم زړه نازړه شو او له خدایه ویره یې په زړه ورننوتله، مګر فکر یې وکړ: ښايي خدای به مې وبښي. د وړاندې تللو تکل یې وکړ، له لرې یې ښکلی اووه کلن ماشوم ولید، توره یې لاس کې ټینګه کړه، دا مهال یو ښکلی او مهذب سړی په مخه ورغی، ده وپوښت: 

-        ته څوک یې؟ 

-        زه اخلاق یم. غواړم دومره درپه یاد کړم، چې که ته د دې ماشوم پرځای وای او یا ستا په ماشومتوب کې چا غوښتی وای، چې په توره دې ووژني، نو تا به څه کول؟ 

سړی ورېږدېد، په وچویلي یې خوله راښکته شوه او ماشوم ته نږدې ودرېد، تور یې تر شا پټه کړه. څه ګوري، چې ماشوم ډېر ښکلی او معصوم دی، دا مهال یوه ښکلې پېغله راغله او د سړي مخې ته ودرېده: 

سړي وپوښتل: 

-        څوک یې؟ 

-        زه عاطفه یم. ته باید انسان نه، ان تر یوه ځناوره هم بدتر موجود اوسې، چې د څه ګټې وټې لپاره دا ښکلی او معصوم ماشوم قتل کړې. د هغه سترګو ته ښه وګوره! هغه مهال چې وغواړې ویې وژنې د هغه سترګې به څومره خبرې درته وکړي؟ ښايي ودې‌پوښتي، چې: ولې مې وژنې؟ ما څه ګناه کړې ده؟ تا ته مې څه بد در رسولي دي...

د سړي له لاس څخه توره ولوېدله، په ژړا شو او ماشوم یې په سر ښکل کړ. بېرته راوخوځېد او تر دې روسته یې بدن په دوو برخو وویشل شو: 

نیم تیاره و او نیم رڼا، نیمايي بدن یې داسې سپین ځلېده لکه ستوری. د سر ماغزه یې هم نیم تیاره ول، نیم رڼا. نیمه تیاره د ده د هستي هغه برخه وه، چې غوښتل یې د شتمنۍ لپاره قتل وکړي. نیمه رڼا یې هغه هستي وه، چې له دې پېښې څخه په راستنېدلو کې رڼا شوې وه. 

نیم تیاره عقل یې د بدۍ پرمهال لارښوونه کوله، خو نیمايي روښانه عقل یې د بېرته راګرځېدو پرمهال لاره ورروښانوله... 

ښايي حکیم به لا نور هم څه ویل، خو لاروی اوس پوهېدلی و، چې د خیر و شر تر منځ بریدونه همدا څلور دي:

قانون، اخلاق، ګروهه او عاطفه. 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

اوولسم منزل

میرغضب په لویه لاره

 

په لاره تېریدل، ناڅاپه دوړې شوې، خلک له لارې څنډې ته شول، لاره یې پرېښوده، د لارې دواړو غاړو ته کتار ودرېدل ټول په ملا مات شول او د یوه لوی درناوي لپاره یې ملاوې کړوپې کړې، ځینې ښاریان له ویرې رپېدل. 

یو بدرنګه میرغضب پر تور اس راورسېده، توره په لاس اردلیان یې ورپسې وو، ببرسری لارښود او پوښتونکی لاروی یې هک پک ولاړ ول. ناڅاپه بدرنګه سپور ورغږ کړ: 

-        لیونیانو ! 

ولې تعظیم نه کوئ؟  تاسو نه ګورئ، چې د لوی اتل زوی ( قهرمان ) ستاسو ترمخ ولاړ دی؟ 

ببرسري کړس کړس وخندل: 

-        دا څه ډول قهرمان یې، چې لسګونه وسلوال اردلیان درپسې روان دي؟ که ته اتل یې ورشه په خلکو کې یوازې وګرځه اوبیا ترې وپوښته، چې اتلولي دې مني که نه ؟ 

اتل غوسه شو، ویل : 

-        ټول ښار زما د راتللو د ښکالو په اوریدو د پاڼو په څېر رپیږي او ته مې لا قهرمان نه ګڼې؟ 

ببرسري ورغبرګه کړه : 

-        په ( اتلانو ) باید باور ولرو، له اتلانو څخه نه ښايي وډار شو. 

دا ښاریان له تا څخه ویریږي، خو په اتلولۍ دې باور نه لري. 

لاروی پوه شو، چې ښاریان د خپلې ویرې غلامان دي او که نه په ( اتل) کې د بادارۍ بل ارزښت نه شته !

 

 

 

 

اتلسم منزل

هغه دیو چې غره کې ناست دی

 

لرې یو غر ښکاریده، هسک او سهمناک. غره ته له ویرې څوک نه ورتلل، د هغه په اړه ډېرې افسانې وې. لاروي له ببر سري وپوښتل : 

په دې غره کې څه دي؟ 

لارښود سترګې پرغره ګنډلې وې : 

په دې غره کې د نړۍ ترټولو لوی دیو ناست دی، چې د دونیا لویه خزانه ورسره ده. دا دیو د پانګې دیو دی. دغه غره ته دوه ډوله خلک ورځي؛ ( مغرور پهلوانان) او ( هوښیارسیاستوال).

 مغرور پهلوانان له دیو سره د جګړې په نیت ورځي، خو ټول وژل کیږي، لاتر اوسه هېڅ مغرور پهلوان له دې غره څخه ژوندی راستون شوی نه‌دی. خو هر هوښیار سیاستوال له پریمانه سرو او سپینو سره ورڅخه راستنیږي.

 دوی چې له غره څخه راشي، نو دومره پانګه یې له ځانه سره راوړې وي، چې د خپلو کلیوالو او ښاریانو ژوند هم پرې جوړکړي.  بندونه، ویالې، کورونه او لارې پرې رغوي. خو مغرور پهلوانان هماغلته سر وخوري او ورک شي. 

لاروی پوه شو، چې د ده کلیوال به ټول له دې غره سره په سر جنګولو کې تباه شي.

-         هی ارمان! چې په دومره کلیوالو مغرورو پهلوانانو کې یې یو هوښیار سیاستوال هم وای. 

... او غر لاهم هسک او سهمناک ښکارېده.

 

 

 

 

 

نولسم منزل

خپلواکي دلته خرڅیږي

 

د ښار په څلورلارې کې سلګونه ځوانان د کار لپاره راغونډ شوي وو، چې څوک یې بوځي او ټوله ورځ یې ونښیځي او بېګاه ته د ده او د ده د بچو د وچې ډوډۍ پیسې په لاس کې ورکړي، دوی ته یې مزدورکار ویل، هر مزدورکار ته به چې چا د کار وویل، ورمنډه به یې کړه... 

دې نورو به هغه بختور وګاڼه. 

لاروي ببرسري ته وویل : 

د دې ښار ټولو حاکمانو د ( خپلواکۍ ) نارې وهلې، خو د دوی له برکته ټول ښاریان په مزدورۍ پسې راوتلي دي. د دې ښاریانو په ادبیاتو کې ( مزدوري) بد نوم نه و؟ 

ببرسري کټ کټ وخندل : 

ټول حاکمان هغه څه چې وايي، دهغه پرضد کړنې کوي. ځینو ویل : له فرد څخه د فرد استثمار به ورک کړو، اوس ټول ښاریان په دې پسې ځان وژني، چې څوک یې استثمار کړي. دلته لویه نېکمرغي دا ده، چې ښاریان د چا لپاره استثمار شي. 

بل ویل: خلک خپلواکي ته رسوم !  راغی او ولس یې د لوږې غلام کړ.  

پوه شه، چې (ولږه)  ( مزدوري ) زیږوي. 

په دې څلورلارې کې راټول شوي خلک خپله یوه ورځ خپلواکي د دې لپاره پلوري، چې د خپلو بچو ګېډې مړې کړي. 

دلته بدمرغي دا نه ده، چې خلک خپله خپلواکي پلوري. تر دې لویه بدمرغي دا ده چې څوک نه پیدا کیږي چې د دوی ( خپلواکي ) ورڅخه وپیري. 

دا ولږه ده، چې له ( کارګر) څخه ( مزدور) جوړوي. د کارګر او مزدور توپیر دا دی، چې کارګر حقوقي شخصیت لري او مزدور یې نه لري، مزدور ( اسباب ) دی او اسباب خو شخصیت او خپلواکي نه‌شي درلودلای. ښاریان په کار پسې نه دي راوتلي، دوی مزدوري غواړي. کارګر ته د کار خاوند ورځي او مزدورکار په کاروالا پسې ګرځي. 

سیاستوالو د مزدورانو د خپلواکۍ دروغجنې چیغې ووهلې، خو د مزدورانو د ګېډو د مړولو په اړه یې هېڅ ونه ویل، د دې ښار سیاستوالو ( ولږه ) نه پېژندله، دوی د ( ولږې ) د پېژندلو ( سواد ) نه درلوده. 

په هغه ښار کې چې بېسوادان سیاست کوي، خلک یې خپله ( خپلواکي) په بازار کې پلوري. 

 او لاروی د ښار خلک لیدل، چې لاهم په مزدورۍ پسې منډې وهي.

 

 

 

 

 

شلم منزل

«غم‌اباد» په څه اباد دی؟

 

پسرلی و، چې ( غم‌اباد) ته ننوتل، خلکو څوړ سرونه اچولي وو، د ماشومانو خندل هېر شوي وو، ښځو سینګار نه کاوه او د نارینه وو څېرې له غوسې پړسېدلې وې.

 لاروي یو ښاري وپوښت:

-         د دې ښار خلک ولې خپه دي؟

ښاري ځواب ورکړ: 

-        دا د راهب امر دی، راهب وايي، چې خدای امر کړی، چې په دې ښار کې خوښي حرامه ده. خندا  ګناه  او سینګار و ښکلا کفر دي. 

پخپله راهب په ښکلي کور کې اوسي، ګڼې ښځې او مینځې لري، دوی ته یې لوی سینګارتون جوړ کړی دی، د ښار سندرغاړي د شپې له خوا په پټه راهب ته سندرې وايي او زوړ راهب په خپله ږیره کې ښکلي ګلان او د سرو او سپینو زرو ګونګرې اچولې دي. راهب چې سندرو ته سر وښوروي، نو د ګونګرو شرنګا پورته شي. 

راهب د ښاریانو زمکې او شته ورخپل کړي وو.

 راهب ویل: 

-        دا د خدای امر دی، چې د ګنهکارو ښاریانو شته باید د راهب شي. یوازې راهب د خوشالۍ حق لري، ځکه دا حق خدای ورکړی دی او خدای چې چاته څه ورکړي، نو په دې کې خو د اعتراض ځای نه شته. 

ببرسري او لاروي د ښاري خبرې واوریدې، لارښود یوه ترخه خندا وکړه او لاروي ته یې وویل : 

پوه شه، چې د دې ښار خلک د خپل دین له حقیقته خبر نه‌دي ، تر هغو چې دوی د دین اواز د راهب په ږیره کې د زرینو ګونګریو له شرنګا څخه اوري، پر دوی هره خوشالي حرامه ده. 

 او لاروی لاهم نه پوهېده، چې ښاریانو ته څنګه د خوشالیو لار وروښیي.

 

 

 

 

 

 

 

یویشتم منزل

هغه غله چې یې پلورلې خپلې سپږې

 

په کاروان کې روان وو.  له دښتې تېرېدل، دښتي غله پرې برابر شول. غلو پر کاروانیانو خپلې سپږې وپلورلې او ویې ویل:

-         دا سپږې له ځانه سره وساتئ! په کار به مو شي. 

لوټ شوی کاروان روان شو، لاروي له لارښود څخه وپوښتل: 

د غلو او سپږو راز څه دی ؟ 

ببر سري وخندل، کټ کټ په ملا مات شو: 

پوه شه، چې ژر به همدا غله پر دې قوم واکمن شي. کاروانیان به ورته د دروغجن درناوي سرونه ټيټ کړي او هر چا چې ډېرې سپږې له ځانه سره ساتلې وې، له خزانې څخه به هماغومره زر وګټي او په سلطنت کې به بر ځای ولري. 

هغه قوم چې غله پرې خپلې سپږې پلوري، خپل مشران د سپږو د شمېر پر بنسټ ټاکي. 

د سپږنو سلطنت به د بنیادمانو په تاریخ کې یو ځانګړی باب وي. 

... او لاروی یو کارواني ولیده، چې په پوره پام یې څو دانې سپږې په خپله همیانۍ کې خوندي کړې.

 

 

 

 

 

دوه ویشتم منزل

چې بُتان یې ماتول، خپله بُتان شول

 

ماښام و، چې د بُت ماتوونکیو هېواد ته ورسېدل. د دې هېواد خلک مشهور وو، چې د خټو بُتان یې مات کړي دي. د بُت ماتوونکیو مشران اوس پخپله په کاغذي بُتانو بدل شوي وو. خلکو بُتان مات کړي وو، خو بُت پرستي یې نه وه پرېښې. د بُت شکنانو د لښکرو مشرانو، چې خټین بُتان مات کړي وو، اوس یې ځانونه په لویو لویو بُتانو بدل کړي وو او خلک یې خپلې لمانځنې ته په زور اړ ایستل. 

لاروي د ببر سري لارښود حیرت د هغه په سترګو کې ولوست، پوښتنه یې ونه کړه، خو د لارښود په موسکو شونډو یې د خپلې پوښتنې داسې چوپه زمزمه ولوسته، لکه له ځان سره چې خبرې کوي: 

تر بُت ماتولو، د بُت پرستۍ د فکر پرېښول مهم دي. هغه قوم، چې د انسانانو د ژوند د شرایطو د ښېګڼې شعور په سیاست او فرهنګ کې د اصلي محور په توګه ونه مني، له بُت پرستۍ به ځان خلاص نه‌کړای‌شي.

 

درویشتم منزل

راته وایه پوهه څه ده؟

 

لاروی لمر ته ځير و او یو لاس یې په سترګو سیوری نیولی و.  لارښود چې ولید ورته ویې‌خندل:

-        د لمر وجود حقیقت دی، له دغه حقیقت څخه ستا درک ستا پوهه ده، په سترګو ستا د لاس سیوری ستا عقلاني – غریزي غبرګون دی. البته ښايي ستا پوهه د ټول حقیقت په اندازه پراخه او هراړخیزه نه وي، خو پوهه نوې کېدونکې او پراخېدونکې ده. له لمر څخه ګټه اخیستل د هغه په اړه ستا د پوهې په اندازه ده او د هغه په وړاندې ستا اختیار تر هغو بریدونو پورې پراخ دی، چې ته پرې پوهېږې. تر دې بهر ته د لمر په وړاندې مجبور یې. 

د لمر حقیقت دا دی، چې هغومره رڼا و تودوخه درکوي چې ته یې د خپلې پوهې په مټ ترې غوښتلای شې.  پوهان وايي چې لمر هغه ناولتیا او جراثیم و ژني، چې انسان ته ناروغۍ ورپېښوي، ته چې دغه ناولتیا و جراثیم پېژنې، نو د لمر په دې ګټه خبرېدلای شې، دا ګټه ستا د پوهې تر بریده تا ته رسیږي. 

لاروی د خپل ببرسري دغو څرګندونو حیران کړ، د پوهې په اړه یې تلوسه لا زیاته شوه. ناڅاپه یې وپوښتل: 

-        اورېدلي مې دي، چې پخوا پخوا زمانو کې داسې ولسونه هم وو، چې لمر یې پرښته ( عبادت یې ورته کاوه) دوی د شمش (شمس) په نامه خدایګوټی درلود، چې د لمر په معبد کې یې د هغه بُت جوړ کړی و او پرښتنه یې کوله. ایا دغو ولسونو د لمر په اړه ډېره پوهه لرله؟ 

لارښود ځواب ورکړ: 

-        هغو ولسونو د لمر رڼا او تودوخه ولیده او د هغه لمانځنه یې پیل کړه، د هغوی لپاره لمر تر هرڅه پیاوړی، روښانونکی او ژغورونکی ځواک و. خو هرکله چې دوی د لمر پرښتنه پیل کړه او هغه یې مقدس وګاڼه د لمر په اړه یې د پوهې د پراختیا او نوي کېدو مخه ډب کړه. ګروهه یا عقیده د یو څه په اړه د پوهېدو مخه ځکه نیسي، چې ګروهمن انسانان د خپل خدایګوټي په اړه بدلون منلای نه شي. هرڅه چې جوهر یې بدلیږي، خامخا زوال لري او ګروهمن انسانان د خپل خدایګوټي کمال و وجود  تل ثابت ګڼي. د لمرپرښتونکیو پوهه د لمر په اړه په څو زره کاله مخکې زمانه کې ولاړه پاتې ده، خو د نورو خلکو پوهه نننۍ ده او ښايي سبا یا په لرې راتلونکي کې د لمر په اړه پوهه نوره هم پراخه شي او د راتلونکیو زمانو انسانان د لمر په اړه تر موږ په زیاتو څیزونو پوه شي. 

پوهه د تیارو رڼېدل دي، ګټه یې عامه ده او وجود یې سیال او بهېدونی دی، ولاړ نه دی. هغه «علم» چې په پخوانیو زمانو کې ولاړ پاتې وي یا زړې افسانې و روایتونه دي او یا هم د لرغونیو زمانو د خلکو ګروهې. هغه څه چې د نننۍ انسان له درک سره سمه ګټه وررسوي او سبا ته یې له درک سره د ګټې اړخونه لا پسې پراخیږي، پوهه ده. 

لاروی یوځل بیا لمر ته ځیر شو، سترګې یې وبرېښېدې او احساس یې وکړ، چې دا ځل لمر نور هم تود او روڼ ورته ښکاري. 

 

 

 

 

څلورویشتم منزل

ړوند ایمان د ژوند قاتل شو

 

ښار ړنګ و، چینې وچې او لارې شاړې. د پاچا ماڼۍ هم کنډواله وه او د پښ دوکان هم ویجاړ پروت و. تنرونه ساړه و او په شکریو کې ډوډۍ نه وه. خو د ښار په منځ کې لوی مزدک ( معبد) لا ودان و.

 څو مټور ځوانان تر مزدکه راتاو وو او د هغه ساتنه یې کوله. د مزدک د راهب امر ته یې غاړې کږې نیولې وې. لاروي حال وپوښت او ببر سری وموسېد: 

-        دا هغه قوم دی، چې له دوښمنانو څخه یې یوازې خپل مزدک وساته او هېواد یې بایلوده.ځوانان د مزدک ساتلو ته راټول شول او ژوند پای ته ورسېده، ماشومان خښ شول او مېرمنې له ولږې په هدیرو ننوتلې، ساتونکیو ځوانانو د مړوشویو انسانانو غوښې خوړلې او د مزدک ساتنه یې کوله. اوس هره ورځ همدا ځوانان راټولیږي، پچه اچوي او چې د هرچا په نامه وختله نو خپل هماغه ملګری قرباني کوي، غوښې یې  ویشي او ګېډې پرې مړوي . بیا نو ترسبا پورې د مزدک ساتنه کوي. 

لاروی نور هم حیران شو:

-         ایا د مزدک  ساتنه په دومره بدمرغۍ ارزي؟ 

لارښود ځواب ورکړ: 

-        چې دوښمن د ښار تر دیوالونو راورسېده، پښ وویل : 

-        هېواد او د ښاریانو ژوند ته ګواښ پېښ دی، ژوند وژغورئ !

خلکو دهغه خبره وانه ورېده.

خو کله چې راهب وویل : 

-        مزدک په خطر کې دی، ویې ژغورئ!

 خلکو هېواد هېر کړ او د مزدک ساتنې ته یې وسله پورته کړه. ښايي دوی نه پوهېدل چې که ژوند او هېواد نه وي، نو نه به مزدک وي، نه راهب. 

لاروی پوه شو، چې د مزدک وروستی ساتونکی ځوان به هم د راهب خوراک شي او ترهغه روسته به د راهب او مزدک وروستۍ ورځ راورسیږي.

 

 

 

 

 

 

پینځه‌ویشتم منزل

اووه بُتان اووه یې لښکرې

 

له یوه ښاري څخه یې واورېدل، چې پخوا په دې ښار کې اووه لښکرونه وو، چې اوس یې مشران یا مړه دي او یا هم په لویو ماڼیو کې د مرګ په تمه ناست دي. د ښار ځوانانو د همدغو اوو لښکرمشرانو خټین بُتان تراشلي او لیکه لیکه ورته ولاړ وي. 

غمیزه د دغو لښکر مشرانو لمانځنه نه ده، د خواشینۍ ځای دا دی، چې د ښار زلمیان د مړوشویو یا مرګ ته په تمه لښکر مشرانو په ستاینو او غندنو یو له بل سره لاس او ګریوان دي، هره ورځ یو د بل په وینو رنګ وي او د لښکر مشرانو پر سر یو د بل له ګېډو کولمې راباسي. 

لاروي ببرسری وپوښت : 

-        د دې طلسم راز څه دی؟

لارښود وویل: 

-        ځوانان بل ( ارزښت) نه پېژني چې پرې راټول شي. مړه یا مرګ ته په تمه لښکر مشران یوازیني محورونه دي، چې دوی یې په نومونو راټول شوي دي او دغلا - غدۍ ملګرتیا یې جوړه کړې ده. 

لاروي بیا وپوښتل : 

-        دا خلک به نو څوک له دې غفلته راپاڅوي؟ 

ببرسري کړس کړس وخندل : 

-        هوښیار ځوانان بویه، چې دوی خبر کړي: " مړه او ژوندي لښکر مشران د تاریخ په هدیرو کې خښ دي. د ښار د ښې نن او سبا لپاره سره یوشئ ! هم به یو د بل له څیرلو خلاص شئ او هم د لښکر مشرانو د خټینو بُتانو له لمانځنې " 

خو داسي به ترهغو ونه‌شي، چې زلمیان د لښکرمشرانو له لمانځنې ډوډۍ خوري او یا هم هغوی د خپلې عقیدې مشران ګڼي. 

لاروی لا نه وقانع شوی : 

-        نو لارښوده  ! 

که ولږه له منځه ولاړه شي، ایا زلمیان به راپه خود شي؟ 

لارښود لاهم خندل : 

-        هو، خو پوه شه ! چې د روح او سترګو ولږه د ګېډې تر ولږې ژوره او عقل توږونکې ده. د ښار د زلمیانو د ګېډې ترڅنګ د هغوی شعور او روح ته روزي ورکول بویه، نو ایله د لښکرمشرانو له لمانځنې لاس واخلي. 

او لاروی نن درې سره ولږې وپېژندلې.

 

 

 

شپږویشتم منزل

نه په کلي کې مېړه شته

نه کندوانو کې اوړه

 

د شاړو پټیو او ویجاړو ویالو له اړخه تېر شول. هیچا غنم نه وو کړلي، سیند ویالو ته اوبه نه ورکولې، د قولبې زغ او سپاره یوې خواته پراته وو او قولبه یي غوایان د ښار قصاب مخکې کړي وو. د کلا شاو خوا پر ټوله هواره زمکه یوه ونه هم نه وه ولاړه، غله دانه ورکه وه، پیورې غواګانې هم د قصاب ترچړې ورغلې وې او شپنو د وزو، مېږو او ورغومیو رمې نه پوولې، کلي تشېدل او کلیوال، بزګران، شپانه ان ژرنده‌ګړي او ملایان، باغوانان او میراوان د ډبرینې کلا خواته روان وو.  د ډبرینې کلا دروازو ته په زرګونو خلک ولاړوو، کلیوالو ډبرینې کلا ته ځان وررساوه او په ډبرینې کلاکې د دومره خلکو لپاره ځای نه و. 

لاروي وپوښتل : 

-        یا روښانه لارښوده  ! 

دا خلک ولې ټول د کلا خواته روان دي؟ 

لارښود د حیرانۍ خندا ته بډوډي نیولي وو: 

-        کلیوال خبر شوي، چې په کلا کې  د پاچاهۍ بوډا میرزا مړ شوی دی او پاچا نوی میرزا ټاکي، ټول خلک غواړي د میرزا ځایناستي شي، دا څووم کال دی، چې د میرزا پر منصب شخړه ده، پاچا هم حیران دی، چې په دومره خلکو کې څوک وټاکي؟ 

کلیوالو خپلې زمکې، غوایان، زغ و سپارې، بېلونه او څپرونه وپلورل، په کلا کې یې د پاچا وزیرانو او ندیمانو ته سود، سوغات او بډې برابرې کړې، خو لاهم میرزا  ټاکل شوی نه‌دی... 

لاروي ته هم خندا ورغله او ایله پوه شو، چې نن وي که سبا، د پاچا په کندوانو کې به هم غله و دانه خلاصه شي، بیا به نه میرزا په کار وي او نه وزیر، ځکه په ولږه خو پاچاهي نه کیږي.

 

 

 

 

 

اووه ویشتم منزل

د لمدو به څه لامده شي؟!

 

داسې یوه ښار ته ورسېدل، چې له بهرنیو سره د ډېرو جګړو له امله وران ویجاړ پروت و، یوه ښاري ورته وویل: 

-        هر کال یو نه یو پردی راشي او ښار ونیسي، ښاریان ووژني او هرڅه لوټ کړي، ودانۍ ویجاړې او د وینو تر ویالو بهولو روسته په خپله مخه ولاړ شي. چې د اسونو ګردونه یې پرزمکه کیني، نو ښاریان خوشاله شي، څټونه کاږه ونیسي او یو بل ته ووايي: دا دی یو بل مو هم وواهه او وشاړه !

لاروی حیران شو، خپل ببرسری لارښود یې وپوښت : 

-        زما لارښوده  !

د دې خلکو له حاله مې خبرکړه! 

لارښود دا ځل هم په کټ کټ وخندل او ځواب یې ورکړ: 

-        دا قوم له عقل څخه د کار اخیستلو په راز نه‌پوهیږي، ځکه په دې ښار کې د مشرۍ معیار وهل او رټل دي، هر زورور پر هر کمزوري وربلوسي. د پردیو زورورو همدا میراث دوی ته ورپاتې دی. 

دا قوم یوازې هغه ورځې لمانځي، چې پردي تر لوټ او وژنو روسته له ښاره ووځي. دوی هېڅکله د هغو ورځو په ارزښت نه پوهیږي، چې په هغو کې باید د ښار دیوالونه لوړ کړي، د ښار دروازې پخې جوړې کړي او هرکال د هر پردي له راتللو او ښارنیولو مخه ونیسي. 

د دې ښار د اوسیدونکیو هرڅه په مټو کې دي، په سرونو کې یې څه نه شته، دوی لا په دې نه پوهیږي، چې له دوښمنانو څخه تلپاتې خلاصون د ( سرونو ) کار دی او مټې یوازې د دې لپاره دي، چې کندوان له غنمو او دسترخوان له ډوډۍ ډک کړای شي.

 پېړۍ تېرې شوې، خو دا ښاریان پوه نه شول، چې  ځواکمن، پیاوړي، ودان او ماړه ښارونه هيڅوک  نیولای نه‌شي. 

لاروي ګامونه تیز کړل، ښايي د کوم بل پردي یرغلګر د اسونو د پښو اواز یې ترغوږه شوی و.

 

 

 

 

اته‌ویشتم منزل

نرواکۍ ځپلی ښار دی

 

د ښار په دروازه کې د یوه قهرجن سپور پژه ( مجسمه ) ولاړه وه، له تورې ډبرې څخه د دغې توږل شوې څېرې کرکه ښندله، ښار د ټنګ ټونګ له غږه ډک و، لاروی ولیدل، چې په ټولو هټیو کې د جګړې سامان جوړیږي، څوک توره تېره کوي او څوک له وسپنو زغرې اوبي. نارینه بړوس او قهرجن دي، په ښار کې د ماشومانو او ښځینه و غږ نه شته ... 

لاروي ته یو بل ښار ورپه یاد شو، هلته چې ورننوتل، نو د ښار پردروازه له سپینو مرمرو جوړه یوه دنګه ښکلې پېغله ولاړه وه، په یوه لاس کې یې د ګلانو ګېدۍ وه او په بل لاس کې له نیولي منګي څخه یې فوارې اوبه بهولې، ښار د ماشومانو له مستیو او خندا ګانوډک و. پر مینځل شویو واټونو ښځې بې پروا ګرځېدلې، هره خوا ګلان غوړېدلي وو، څو هیلیو د ښار په شنه ډنډ کې لمبل، د نارینه و څېرې له خندا ډکې وې... 

لاروی خپل لارښود وپوښت : 

-         لارښوده !

 دا ښار ولې داسې بړوس او غمجن دی؟ 

ببرسري لرې تور غره ته کتل، و یې موسل اوځواب یې ورکړ: 

-        دلته ښځې یوازې پوځیان زیږوي، د پوځيانو میندې د وسلوالو د زیږولو ژرندې دي، په دې ښار کې ښځې  ژوند نه کوي، بلکې دلته ښځې په مرګ محکومې دي. دلته په کور کې خور ومور د شرم و پېغور نښې ګڼل کیږي. 

دلته نارینه بل نارینه ووژني او په تاوان کې بیا یوه ښځمنه ورکړي. ښځې لا بشپړې انسانانې نه ګڼل کیږي. 

دا یو مذکر ښار دی، په مذکر ښار کې که ښځه ولیدل شي، نارینه یې په سترګو خوري او د ژبې په زهرو یې څټي، دلته میندو او خویندو، معشوقو او مېرمنو ته اجازه نه‌شته، چې خپلو نارینه و ته مینه ورزده کړي، عاطفه وروښيي او زړه سوی په کې وروزي. 

په مذکرو ښارونو کې مینه او عاطفه څوک نه پيژني، دلته یوازې د مرګ ژوبلې وسلې د نارینه وو ګاڼه ګڼل کیږي. 

مذکر ښارونه انساني ښارونه نه‌دي، په انساني ښارونو کې د ښځو سپین مړوندونه،  د لوڼو کوشنۍ مټې او د خویندو نیازبین لاسونه د نارینه وو دغاړو هار وي، نه تورې او زغرې... 

لاروی ایله پوه شو، چې : 

-        په مذکرو ښارونو کې نارینه له خپلو زغرو او تورو سره ژوند کوي، خو په انساني ښارونو کې انسانان د میندو له الاهو سره رالوییږي، د خویندو له اکوبکو سره ژوند کوي، د معشوقو له کټ کټ خندا سره سړي کیږي او د خپلو مېرمنو له مینې سره زړیږي. 

هو په مذکرو ښارونو کې نارینه او په انساني ښارونو کې انسانان اوسیږي.

 

 

 

 

 

 

نهه‌ویشتم منزل

دا منم چې ته پاچا شوې، 

خو د چا شوې؟

 

په دښته کې نرۍ لاره د ښار دروازې ته ورغځېدلې وه، لاروی او ببرسری لارښود یې ښار ته روان وو، چې ناڅاپه لوی لښکر ورنږدې شو، د لښکر مشر یو لوی میرغضب و، له قهارو سترګو څخه یې وینې توېیدې، لښکریانو تورې، نیزې او غشي نېغ نیولي وو، لارښود له لښکر مشر څخه وپوښتل:

-         چیرته ځئ ؟ 

قهار وژونکي ځواب ورکړ: 

-        ورځو، چې د دې ښار ټول وګړي ووژنو، دوی زموږ واک نه مني. 

ببر سري کټ کټ وخندل : 

-        چې ټول ووژنئ، نو بیا به خپل واک په چا ومنئ؟ 

دومره څوک خو ژوندي پریږدئ، چې ستاسو واکمني پرې جوړه شي !

لاروی هم موسک شو او ایله یې په دغه راز سرخلاص شو، چې پاچاهي په  ژوندیو کیږي، نه په هدیرو !

 

 

 

 

 

 

دېرشم منزل

هم ماتم دی، هم نڅاوې په دې ښار کې

 

 ښار نیم ودان و او نیم وران. چې ماښام شو، د ښار په ودانه برخه کې د ساز وسرود غږ شو، په میخانو کې رڼا ګانې بلې شوې، په کوڅو کې ځینو ښاریانو نڅا پیل کړه، خود نیمايي وران ښار دخلکو د ژړاوو غږ پورته شو.  ښځو په کریغو کریغو ژړل او نارینه وو خپلې ږیرې شکولې. عجیبه وه، یو ښار و، خو نیمو ښاریانو ګډل او سازونه یې غږول، نیمایي نورو ماتم نیولی و او کریغې یې وهلې. د نیم وران ښار ماشومان کوڅو ته راوتلي وو، د نیمايي ودان ښار جشن ته یې خولې خلاصې پاتې وې، دا ماشومان وږي وو او د جشن له سیمې څخه د کبابونو او پخو چرګانو بوی دوی ته عجیب ایسېده. 

لاروي خپل ببرسری لارښود وپوښت :

-        یا  لارښوده دا څه راز دی؟ 

لارښود کړس کړس وخندل، په ملا کوږ وږ شو: 

-        کلونه وړاندې د اوسني ودان ښار خلک د اوسني نیمايي وران ښار د اوسیدونکو له لاسه له ښاره وتلي وو، پردیو ورته وسلې ورکړې او په ښار راننوتل، بیا یې نو له نیمايي ښار څخه کسات پیل کړ، ویې وژل، لوټ یې کړل او بې عفته یې کړل. د دوی هرڅه یې راوړل او دلته یې پرې ځانونو ته ماڼۍ ودانې کړلې. دوی پر همدغې ورځ په ښار راننوتلي وو، پرهمدې ورځ یې لوټ او وژنې پیل کړې وې، همدا ورځ د لوټمارو د ابادۍ او مړښت د پیل ورځ وه. هغه ورځ چې ورور د خپل ورور وینه تویې کړه او د تره زوی د خپل تربور کور لوټ کړ. 

بس له هماغې ورځې راهیسې نیم ودان ښار جشن نیسي او نیم وران ښار ماتم. دا د دوی د هرکال عادت دی. د ودانو ماڼیو اوسیدونکي د خپلې سوبې جشن نیسي او د نیم وران ښار وږي ښاریان د خپلې تباهۍ کالیزې ته ژاړي.  د ماڼیو اوسیدونکي د کنډوالو خلک کافر ګڼي او د کنډوالو غمځپلي د ماڼیو اوسیدونکي غله، قاتلان او د پردیو غلامان بولي. 

د ښار دواړه برخې ټول کال لګیا وي، نیمايي جشن ته او نیمايي نور ماتم ته ځان چمتو کوي، د دغو ښاریانو ټول عمر په همدې ناندریو کې تیریږي، هېڅوک د ښار د راتلونکې لپاره څه نه کوي.

 دا ښار د جشنونو او ماتمونو ښار نومیږي.

 

 

 

 

 

 

 

یودېرشم منزل

هغه ښار چې په تیارو باندې ودان و

 

ماښام تېر و، چې د تیارو ښار ( تاریک‌اباد) ته ورننوتل،  ښار ټول تیاره و. په کورونو کې څراغونه نه‌ښکارېدل. دلته د سپوږمۍ رڼا هم نه وه، سپوږمۍ له دې ښاره په غلا تېرېده او په اسمان کې ستوري هم بخیل ښکارېدل، ښايي نه یې غوښتل دې ښار ته رڼا ورکړي. 

لاروی وپوښتل : 

-        لارښوده ! کوربان دې شم، د دې ښار قسمت یې ولې په تیارو لیکلی؟ 

ببرسري وخندل، په تیاره کې یې سترګې وځلېدې او ځواب یې ورکړ: 

-        د دې ښار اوسېدونکي د خپلو څراغونو د روښانولو اراده او پوهه نه لري. کلونه وړاندې یې له ګاونډیو ښارونو څخه رڼا د زرینو سکو په بیه اخیستله، ګاونډیو خپله رڼا پر دغو ښاریانو خورا ګرانه پلورله، نیمې پیسې یې په خپله خزانه کې اچولې او نیمې نورې یې په دې لګولې، چې د دې ښار اوسېدونکی د خپلو څراغونو د بلولو پوهه هېڅکله ورخپله نه کړي، ګاونډیو د دې ښار اخوندانو ته پیسې ومنلې، چې د خپلو (څراغونو روښانول ) ناروا وګڼي او له ګاونډیو څخه د ( رڼا ) ګدايي ته ثواب ووايي. 

ښاریانو له ګاونډیو څخه رڼا په بیه اخیستله او د زرو سکې یې ورکولې، د تیارو د ښار زورورو به رڼا وړیا غوښته او د غریبو ښاریانو د رڼا په حق یې خیټه اچوله، د ښاریانو زرینې سکې ورو ورو خلاصېدې او نور نو په ښار کې د رڼا اخیستلو لپاره زر پاتې نه شول، بیا نو ښاریان د ګاونډیو پر رڼا سره ونښتل او پر پردۍ رڼا یې یو د بل سرونه مات کړل، خو هیچا دوی ته د خپلو څراغونو د روښانولو چل ورو نه‌ښود. کلونه کلونه کیږي، چې د تیارو د ښار اوسېدونکي د پردۍ رڼا پر سر یو له بل سره دوښمن دي او ښار همداسې تیاره دی. 

لاروی د ( تاریک‌اباد) په هره څنډه کې بهانده رڼا ولیدله چې څنګه په پټه له دې ښار څخه وځي او د ګاونډیو ښارونو  کورونه، کوڅې او ذهنونه روښانوي، خو تاریک‌اباد لا هم تیاره دی.

 

 

 

 

 

دوه‌دېرشم منزل

ډوبېدل ستا په قسمت دي،

 زه یې وینم

 

توپان چیغې وهلې، د سمندر اوبو له بېړۍ سره پهلواني کوله. توند باد د څپو پر سر راپورته شوي څاڅکي د مساپرو پر مخونو ورشيندل.  بېړۍ، لکه په شرابو نشه پېغله، کاواکه یوې خوا بلې خوا ته کږېده. اسمان تورو وریځو پوښلی و او د بېړۍ د لرګیو خرپا ختله، توپان به یو ځل هووو کړ او بېړۍ به په څپو وروختله ....

په بېړۍ کې دننه مساپر په ډلو ډلو سره ویشل شوي وو، هر چا خپل قومیان او د خپلې ژبې ویونکي سره راغونډ کړي وو، یوه قوم بل ته ویل : 

-        د بېړۍ هغه اړخ چې موږ په کې اوسو باید ټینګ شي، نود بېړۍ د هغې بلې څنډې تختو ته اړتیا شته، موږ ورځو چې تختې رابېلې کړو.

 دوهم قوم ورته په غوسه وویل : 

-        موږ به هېڅکله پرې نه ږدو، چې زموږ برخه تختې رابیلې کړئ، دا برخه تختې زموږ دي. 

درېیم قوم ویل:

-         په بېړۍ کې زموږ ځای سم نه‌دی، زموږ شمېر زیات او ځای مو تنګ دی، موږ ته نور ځای راکړئ او که نه دبېړۍ دا برخه به ماته کړو. 

څلورم قوم ویل:

-         زموږ د ماشومانو ساړه کیږي، موږ به د خپلې برخې لرګینې تختې رابېلې کړو، چې اور پرې بل کړو او که نه ماشومان به مو یخني ووهي....

له مساپرو څخه هرې ډلې چیغې وهلې، سوکان یې اسمان ته پورته کړي وو او بله ډله یې ګواښله،  د ځینو ډلو مشران لا له پخوا څخه سره لاس او ګریوان شوي وو....

لاروی وارخطا و، پوهېده، چې که هرډله تختو ته لاس واچوي، نو د سمندر د څپو غرونه به په بېړۍ راننوځي او هر څه به د سمندر ګېډې ته ورننباسي. د خپل ببرسري لارښود لمنه یې ونیوله: 

-        زما لارښوده  ! 

راورسېږه ! دا څه وینم؟ 

لارښود کټ کټ وخندل، د خندا له لاسه لکه توپان وهلې بېړۍ کوږ وږ شو: 

-        دا خلک دا بېړۍ خپله نه بولي، یوازې هغه برخه خپله بولي، چې په کې سپاره دي. د دوی شعور لا دومره نه‌دی، چې پوه یې کړي؛ د بېړۍ ماته او ډوبېدا به دوی ټول ډوب کړي. دوی لا د دې پوهه نه‌لري، چې ټوله بېړۍ ژغورل بویه، نه د بېړۍ یو کونج. 

او لاروی پوه شو، چې:

ـ  ګواښ په توپان کې نه، بلکې د مساپرو په ذهنونو کې دی. 

ـ کمزورتیا په بېړۍ کې نه،  بلکې د بېړۍ والو په پوهه، ګډه اراده او ګډ شعور و عمل کې ده. 

ـ او خطر په سمندر کې نه، بلکې د بېړۍ د مساپرو په ځانځانۍ کې دی.

 

 

 

 

دري‌دېرشم منزل

یو سفر د طلسمونو تر درشله

 

ویروونکې دره وه، دواړو لوریو ته یې غرونو سرونه هسک کړي وو، د غرونو ترمنځ سیند په غوسه غړمبېده، پاس خونړیو ګوربتانو زمکې ته سترګې نیولې وې او په ښکار پسې ګرځېدل، دغو ګوربتانو  یوازې د بنیادمانو غوښه خوړله. د پړانګانو پلونه هم پر ډبرو ښکارېدل، لکه څوشیبې مخکې یې چې څوک داړلي وي. لاروی په خپل ببرسري لارښود پسې روان و، په دره کې ځای ځای د تورو مغارو ترمخ نارینه بنیادمان ناست ښکارېدل له چا سره تېرې تورې وې او له چا سره هم نیزې، دغو انسانانو لارښود او د هغه وېریدلي لاروي ته په شک کتل، د لاروي ویره شیبه په شیبه زیاتېده: 

-        زما لارښوده  ! 

دا کوم ځای ته راغلو؟ په دې خونړۍ دره کې خو هرڅه د مرګ بوی لري، هرڅه د وژلو تکل او هره شېبه د قتل لحظه ښکاري؟ 

ببرسری لارښود ډاډه و، ویې خندل، کټ کټ یې په دره کې انګازې وکړې : 

-        دا د امپراتورانو د مرګ دره ده !  د نړۍ د ځواکونو هدېره ! دلته هرڅوک چې په زور راشي، وژل کیږي.  دا خلک خپل حاکمان هم وژني. د دې درې د اوسېدونکیو زورور نه خوښیږي. پړانګان، بازان او لیوان خو یې لاڅه چې سیند او غر یې هم داړل کوي، دې درې ته په زور راغلي ژوندی نه‌شي وتلای، خو هر زورور او هر غل دې درې ته یوازې په چل او شیطاني طلسمونو راتللای شي. د دې درې تاوتریخجن خلک ډېر ساده او بېخبره دي. غله او لوټمار چې په چینګو داړو ورته راشي نو دوی د خپلو مېرمنو جامې هم وروبښي. چې څوک یې د دین په نامه په قتل پسې راشي نو دوی غاړې ورته کېږدي او چې څوک یې د مېړانې غورې او باټې ورته وکړي، نو دوی خپل شته ور وبښي. د دغو بنیادمانو ماشومان او ښځې نه خوښیږي. 

دوی له زده کړې څخه کرکه لري، دوی له هیچا د کورونو د جوړولو سبق نه اخلي او لاهم د غره په مغارو کې اوسیږي.  بس خپل هرڅه ورته تر ټولو ښه ښکاري. لاتراوسه له وسلو سره ژوند کوي، د ژویو په څرمنو بدنونه پټوي او خوراک یې د ځناورو غوښې دي، که ځناور ونه مومي، نو د خپلو وروڼو او تربرونو غوښې هم خوري. 

راځه ! 

 مه ویریږه!

 ما و تا د شیخۍ جامې اغوستي، دوی شیخانو ته څه نه وايي. 

لاروی حیران و او د لومړي ځل لپاره یې خپلو جامو ته په قدر وکتل، پوه شو، چې نن، د شیخۍ جامو د ده ژوند ژغورلی دی.

 

 

 

څلوردېرشم منزل

بد تربور، بده یې غوښه

 

د سړیخورو کلي ته ورسېدل، لاروي هدیره ولیدله، ویې پوښتل : 

-        که دا د سړیخورو کلی دی، نو دا قبرونه د چا دي؟ 

یوه کلیوال ځواب ورکړ: 

-        موږ د خپلو تربرونو د مړیو غوښې خورو او هډوکي یې په خورا درناوي خاوروته سپارو. 

-        یوازې د تربرونو ؟ 

-         هو! هر هغه تربور، چې په زمکه، پټي، اوبو یا بل ملکیت کې راسره شریک وي، نو که زور مو پرې بر شي، وژنو یې، او که نه په تمه یو، چې په خپل اجل ومري، بیا یې غوښې خورو او هډوکي یې خښوو. پخوا مو د تربرونو ځوانان خوړل، خو اوس د کلیوالو سترګې لا وږې شوې دي، د تربرونو د ښځو، بوډاګانو او ماشومانو غوښې هم خورو، هغوی هم وژنو او بس هډونه یې تر خاورو رسوو. هر تربور چې غوښې یې زموږ په حق ورسیږي، ښځې، یتیمان او ټول جایداد یې هم زموږ شي. 

لاروی ورېږدېده، وډار شو او د خپل ببرسري لارښود لمنه یې ونیوله: 

-        زما لارښوده  ! دا هرڅه ولې کیږي؟ 

لارښود موسک شو: 

-        د دې کلي خلکو په دود دستور کې د تربور دوښمني دومره ژوره ده، چې تربوروژنه یې د غیرت یوه برخه ګرځېدلې. ورو ورو یې دا هرڅه په مذهب کې هم ورشامل کړي دي. هر هغه دود چې د غیرت، مذهب او بل ( ښه سړیتوب) نښه وګرځي، که هرڅومره (بد) هم وي، پرې ګروهمنو ته ( ښه) ښکاري. 

د دې کلي په سندرو او ترانو کې د تربرونو د غوښو په خوړلو ویاړنې یادیږي، ښځې اوپېغلې هغه نارینه خوښوي، چې ډېرې وینې څښلای شي، په زانګوګانو کې د خپلوانو د وژلو او خوړلو للوګانې د ماشومانو په غوږونو کې انګازې کوي. 

که له دې کلي څخه هرچا د دغه ناوړه دود ( دودونو) په وړاندې څه وویل، نو کلیوال یې بې غیرته، ډارن، دود ماتوونکی او ان کافر ګڼي. ځوان کلیوال، چې د نورو ټولنو انسانان یې لیدلي، په دې پوهیږي، چې دا دودونه سم نه دي، خو له دې ډاره چې څوک یې کافر یا بې غیرته ونه ګڼي، پر ټولو ناوړه دودونو چوپ او د خپلو پلرونوـ نیکونو پر لارو روان دي.  

... او لاروی پوه شو، چې که وژل او د انسان د غوښو خوړل د غیرت یا مذهب برخه شول، دوه یا درې نسلونه کافرکړای شوي او دار ته ختلي بویه، چې ایله دا دود بدل کړای شي.

 

 

 

 

 

 

 

 

پينځه‌دېرشم منزل

په اخرت کې به نارې کړم...

 

دواړه د ( اخرت ) کلي ته راورسېدل. دلته چا کور نه جوړاوه، لارې نه وې، زمکې شاړې پرتې وې، ټول سینګار پر هدیرو شوی و، دنګې منارې په ښيښو او غمیو پوښل شوې وې. کلیوال له کلي څخه په تېښته وو. ځوانان لرې، چېرته د ژوند ښارونو ته پټ ورتلل، د ژوند ترښارونو پورې لارې سختې وې، څه کلیوال به په اوبو کې ډوب شول، څه به په لاره کې ښامارنو وخوړل، تورې بلاوې، د اوبو دیوان اوښاپیریان پریمانه وو، له زرګونو کلیوالو به یوازې څو تنه ژوندي ورورسېدل او هلته به یې د ژوند په ښارونو کې نوی ژوند پیل کړ. 

د اخرت په کلي کې به میندو په خپلو تللیو زامنو پسې ژړل، خو زامن یې دلته نه شوای تم کولای. پلرونو زمکې او باغونه پلورل، چې زامن پرې د ژوند ښارونو ته ولیږي. 

لاروي له خپل ببرسري لارښود څخه وپوښتل: 

-        دې کلي ته ولې د اخرت کلی وایي؟ 

لارښود وموسل : 

-        څوکاله پخوا دلته د سیاسي روحانیونو له خوا د اخرت په نامه تجارت او سیاست پیل شو، روحاني سیاستوالو په اول کې وړیا ډوډۍ، بیا روسته زمکې اوباغونه ترلاسه کړل، روسته یې د سیاست او پاچاهي شوق پیدا شو. کلیوالو ته یې ځانونه د اخرت واکمن وروپېژندل او د دونیا له ژونده یې د دوی زړونه ورتور کړل، کلیوالو خپله ټوله شتمني دوی ته وبښله او پخپله د اخرت په سودا کې وږي او بربنډ کېناستل. ځوانانو چې د ژوند هیله درلودله د ( ژوند ) د ښارونو لار ونیوله، ډېر یې په ( ژوند) پسې مړه شول او یوڅویې ور ورسېدل. 

دغو کلیوالو ته یې څو پېړۍ پخوا یوه شاعر بابا ویلي وو: 

ښه ده ښه ده دا دونیا

چې توښه ده د عقبا

له کلیوالو څخه اوس دا وینا هېره ده، دوی خاورې خوري او سیاسي روحانیون د دوی غوښې او وینې. 

دوی به تر هغو پورې همداسې وي، چې ژوند او ژوندتوکي ورته کفر ښکاري، ترهغو چې خپلې وینې او غوښې د اخرت لپاره، واکمنو روحانیونو ته په نذر کې ورکوي. 

لاروی وویرید او نا څاپه یې د شاعر بابا بله خبره ورپه یاد شوه: 

 

په دونیا کې ډېر حکمت دی

پرې پوهیږي حکما

په دونیا کې بدي نه شته

که بدي نه وي له تا

 

 

 

 

 

 

 

 

 

شپږدېرشم منزل

د باور د کاختۍ کال دی

 

داسې ښار ته ولاړل، چې هیچا پر بل باور نه درلوده، ښاریانو یو له بل څخه په هره خبره کې سند غوښت، د پاچا په کلا کې ټول خلک لاسلیکونو او مهرونو ته په کتار کې ناست و، ښځې به له مېړه څخه ضمانت غوښت او زوی له پلاره. وروڼو په خپلو منځونو کې یو بل ته عریضې لیکلې او د هرې عریضې تر شاه به د کوڅې د پینځه شپږو ملکانو مهرونه لګېدلي وو... 

ترڅو به چې درېيم او څلورم ملا اذان نه و کړی، چا روژه نه ماتوله او ترڅو به چې اخوند په خپله خبره لس قسمونه نه و خوړلي چا یې خبره نه منله. 

قاضي به هره ورځ حکمونه کول، خو خلکو به په شک ورته کتل، هرچا به ویل: خدایزده بیا یې څومره خوړلې دي؟ 

میرزایانو به ښاریانو ته په شک کتل او ښاریانوبه میرزایان بډي خواره، غله او لوټمار ګڼل. خلکو په خپلو کورنو پيرې کولې، چې سپاهیان یې لوټ نه کړي او هټیوالو خپلې هټۍ له کوټوالانو ساتلې. 

لاروي له خپل ببرسري لارښود څخه وپوښتل : 

-        زما لارښوده  ! 

پردغو خلکو ولې د بېباورۍ وبا لګېدلې ده؟ 

لارښود پر تشي لاس کېښود، کوږ شو او پښه یې پرزمکه ووهله، ښه یې وخندل او لاروي ته یې وویل: 

-        دلته، ملا او اخوند پر هغه څه چې وايي، پخپله باور نه لري! 

مشران فکر کوي، تر ټولو ښه سیاستوال هغه دی، چې تر ټولو لوی درواغ وویلای شي! 

پلورونکی فکرکوي، چې له قسم پرته یې څوک متاع نه اخلي!

درواغ د دې ښار قانون دی، دوکه یې هوښیاري او چل یې چالاکي، تر ټولو عزتمند ښاري هغه دی، چې ډېر خلک تېرایستلای شي. دلته د درواغو سیاست معافیت لري او وینا له کړنې سره توپیر ! 

قانون په  زورورو نه‌شي پلی کېدلای، ځينې زورور ترقانونه پورته دي!

لاروي بیا وپوښتل: 

-        دا هرڅه د سر په سترګو وینم، خو د دې ټولو سرچینه چېرته ده؟ 

ببرسري بیا وخندل :  

-        سرچینه دا ده، چې ښاریان سیاست ( د درواغو علم ) ګڼي او مذهبي پېشوایان سیاست کوي، نوخلکو په مذهبي پېشوایانو باور له لاسه ورکړی دی، ځکه دوی هغه څه چې وايي، نه یې کوي او هغه څه چې کوي، نه یې وایي.

 

 

 

 

 

اووه دېرشم منزل

... او که پوهه لاره بېله کړي له ګروهې

 

 

مخامخ یوه تکه شنه غونډۍ وه، د غونډۍ په ښي اړخ یو د لوړو منارو مزدک جوړ و او کیڼې خوا ته یې یوه تاوراتاو لاره په یوه ځنګله کې ننوتلې او ورکه شوې وه. 

لاروي خپل لارښود وپوښت: 

-        دا هماغه مزدک دی، چې دوه نومونه لري؟ 

لارښود وخندل او د خپل لاروي تلوسې او درک ته یې آفرین وویل: 

-        هو بالکل، دا مزدک په دوو نومونو یادیږي: 

د ګروهې روستی منزل

او 

د  پوهې دویم تمځای. 

کله چې ورورسېدو، په دې به پوه شې، چې دا یو ځای ولې غبرګ نومونه لري؟ 

لاروی پوه شو او بله پوښتنه یې په خپل ستوني کې کولپ کړه. دواړه د شنې ورشو ترمنځ مزدک ته په ورغلې لاره وروخوځېدل. 

د ماسپښین لمر سیوري کاږه کړي وو، چې مزدک ته ورورسېدل، په مزدک کې یو راهب ولاړ و، لاسونه یې لپه کړي وو او په زړه کې یې څه اوراد ویل، ګڼو نارینه او ښځو د مزدک مخې ته ګونډې وهلې وې او د راهب د دعا او ذکر په روحاني سمندر کې ډوب ول. 

مزدک ښکلی جوړ شوی و، خلکو خپلې ګاڼې او شته وربښلي وو، خټګرو په کې خپل اخلاص ښوولی و، نجارانو یې په لرګیو کې ښکلې میناتوري کړې وه او انځورګرو یې دیوالونه او دالانونه په سپېڅلو انځورونو ښکلي کړي وو. 

داسې ښکارېده، چې له مزدک څخه لږ وړاندې کیڼ لور ته لاره کږه وږه په ځنګله ورننوتلې او په ګورو او سمسورو ونو کې ورکه شوې ده. د دوه‌لارې پر سر او ځنګله ته په وربېله شوې لار کې یو ببرسری مجذوب ناست و، چې سترګې یې برېښېدې. لارښود او لاروی، چې مجذوب ته ورنږدې شول، د هغه د سترګو برېښنا وپړکېده او په خوښۍ یې وویل: 

-        راورسېدې؟ یه د ریښتیا پلټونکیه لارښوده! 

لارښود په مینه د برېښنده سترګو مجذوب په غېږ کې ونیوه او په خندا یې ورته وویل: 

-        ښېګڼه دې ستا مله وي، زما خوږه ملګریه! 

وینم، چې لا دې هم د خپل تللي ملګري لار نیولې، چې ښايي بېرته راوګرځي، هه؟ 

مجذوب وخندل:

-         هو! لا هم ورته په تمه یم. 

لارښود، مجذوب ته وویل: 

-        زما ملګری لاروی غواړي د دې مزدک او ځنګله ته د ورننوتلې لارې په راز پوه شي. دی پوښتي، چې ولې دا مزدک په دوو نومونو یادیږي؟

د ګروهې روستی منزل

او 

د  پوهې دویم تمځای. 

مجذوب لارښود ته درناوی وکړ او برېښنده سترګې یې د لارویانو ترشا د غرونو په لړۍ کې خښې کړې: 

-        نېکمرغه لارویه! 

کیسه د ډېرې پخوا زمانې ده، له هغې زمانې چې ژوند و فکر خپل مزل راپیل کړ، له لومړي منزل څخه یو پرښتونکی راهب او یو پوښتونکی ښوونکی د یوه ګډ منزل په لټون راووتل. د دوی د مزله لومړی منزل د درېیو ډبرلیکونو کلی و. په هریوه ډبرلیک یوه یوه جمله کښلې وه: 

۱ـ  څوک یو؟ 

۲ـ ولې یو؟ 

۳ـ روستی منزل څه دی؟ 

دوی تر ډېر مزله روسته دلته راورسېدل. پرښتونکی راهب او پوښتونکی ښوونکی تر دې ځایه ملګرتیا وکړه او یوې پایلې ته ورسېدل، هغه دا چې: 

-        یوه رڼا شته او هرکله چې له دې رڼا سره مخامخ شو، نو د خپلو پوښتنو ځوابونه به ومومو. 

ګډې پایلې ته تر رسېدو روسته، د راهب او ښوونکي لارې سره بېلې شوې، ځکه راهب دې عقیدې ته رسېدلی و، چې همدلته ولاړ پاتې شي او دعا وکړي، چې له رڼا سره مخامخ شي. مګر پوښتونکي ښوونکي فکر کاوه، چې رڼا خپله نه راځي، باید پسې ولاړ شو، ویې‌مومو او په ډبرلیکونو د کښل شویو پوښتنو ځوابونه ترې وغواړو. 

له هغې زمانې څخه راهب همدلته پاتې شو او تر نن پورې د رڼا لپاره دعا و پرښتنه کوي، چې ویې ویني. 

پوښتونکي ښوونکي همدلته له راهب څخه خدای پاماني وکړه او په ځنګله ننوت، چې ځان رڼا ته ورسوي. 

لاروي په بېړه وپوښتل: 

-        له پوښتونکي ښوونکي څخه کوم خبر بېرته راغی؟ 

د برېښنده سترګو مجذوب وویل: 

-        هو! 

خبرونه راځي، هروخت. 

پوښتونکی ښوونکی لاهم د رڼا په لور روان دی، ده د هستۍ ډېرې لوړې ژورې ولیدې، غرونه، ځنګلونه، اور، اوبه، هوا او خاوره یې وپېژندله، د مرغانو د سندرو په راز یې ځان پوه کړ، د کبانو خوبونه یې ولوستل، د بوټو او ونو د راشنه کېدو په راز پوه شو او د انسانانو د لا ښه ژوندون لپاره یې نوې نوې تجربې وکړې. برېښنا یې رام کړه، د انسانانو کورونه یې پرې رڼا کړل، له بوټو څخه یې درمل جوړ کړل او ناروغانو ته یې روغتیا وبښله، لیک لوست یې وپېژاند او انسانانو ته یې هم وروښود.  د الوتونکو په څېر یې انسانانو ته وزرونه ورکړل، چې والوځي او د کبانو په شان په اوبو کې ولامبي.  پوښتونکی ښوونکی د ټولو رڼاګانو په سرچینې پسې لا هم روان دی، د رڼا ډېر څرکونه یې موندلي او لاره یې پېژندلې ده، هره ورځ یې هیلې ډېریږي، چې اخر به ځان سترې رڼا ته ورسوي، چې په ډبرلیکونو د کښل شویو درېیو پوښتنو ځواب ترلاسه کړي، خلک وايي چې پوښتونکی ښوونکی لا ستومانه نه‌دی او پرمخ ځي.

خو راهب، پېړۍ پېړۍ کیږي، چې همدلته ولاړ دی، سترګې یې پټې کړې دي او تر شونډو لاندې څه وايي. هڅه کوي، چې رڼا یې خوب ته راشي یا یې په ویښه وویني، خو لا هم د رڼا څرک نه‌شته...

لاروی پوه شو، چې ولې دغه مزدک ته دوه نومونه ورکړل شوي دي: 

 د ګروهې روستی منزل

او 

د  پوهې دویم تمځای. 

لاروی په دې هم پوه شو، چې ګروهه ولاړه او پوهه روانه، نوېدونکې او پراخېدونکې ده. 

 

 

 

 

 

اته دېرشم منزل

د جلاد او قربانۍ دعا یوه ده

 

جلاد تږی و، شونډې یې وچې وې، لویه او درنه توره یې په لاسونو کې رېږدېده. د قرباني لاسونه یې شاته تړلي وو، قرباني هم تږی و، د هغه شونډوهم سپینه ښوره نیولې وه. هغوی چې راټول شوي وو او د جلاد و قرباني لوبه یې کتله، هم تږي وو، ټول روژه ول. 

قرباني د لوی خدای نوم یاداوه، په وروستیوشیبو کې یې لوی خدای ته زارۍ کولې، چې درد ونه زغمي، چې ماشومان یې پس له ده له ولږې مړه نه‌شي، چې مېرمن او پېغله لور یې د جلاد د ملګرو له خوا بې پته نه‌شي. قرباني په زړه کې د خدای له درباره غوښته، چې ځوانه کونډه یې څوک په زوره ورخپله نه کړي او د ده شرم خوندي پاتې شي. قرباني د خپل ژوند هره شیبه را په یادوله او د کوشنۍ لور موسکا یې تر سترګو کېده، د خپلې ځوانې مېرمنې څيرې ګریوان او شکېدلي ویښتان یې ورپه یادېدل.

جلاد خوشاله و، په مبارکو ورځو کې یې د خپلې دغې قصابۍ لپاره د خدای په دربار کې اجرونه لټول او باور یې درلوده، چې هلته به ابدي جنت ته ورسیږي. 

راټولو شویو خلکو هم د خدای نوم ډېر یاداوه، ځینو یې ځانونه د ( جلاد ) په څېره کې لیدل او خوشاله وو، چې وینه بهیږي، خو ډېرو یې ځانونه د ( قرباني ) په څېر ګڼل او رېږدیدل، چې سبا به همدا کیسه پردوی راروانه وي، دوی له دې ورځې څخه لوی خدای ته پناه غوښته . 

لاروي خپل لارښود وپوښت :  

-        یا  لارښوده ! 

ټول یو خدای یادوي، ټول له یوه ذاته مرسته غواړي، بیا نو د جلاد او قرباني د مخامختیا راز څه دی؟ 

لارښود وخندل : 

-        د دوی د مخامختیا راز په ( سیاست ) کې دی، جلاد قدرت غواړي، قرباني څه نه لري چې جلاد ته یې ورکړي، ځکه نو باید ووژل شي. جلاد خلک ډاروي او پرخلکو د خپل حاکمیت ترهه واکمنوي او قرباني د سرکښو خلکو لپاره د عبرت وسیله ده. ټوله کیسه د ( ګټې ) ده ! جلاد واک غواړي، خو له خدایه یې نه غواړي، د خپلې تورې له خرپه یې غواړي. قرباني پرته له خدایه د ژغورنې او غوښتنې بل څوک نه لري. او خلک یوازې نندارې ته راغلي، دوی هېڅ هم نه کوي، ترهغو چې یا پخپله د جلاد په څېر توره ترلاسه کړي او یا هم د قربانۍ پرځای لاس تړلي د خپل مرګ لپاره شیبې وشماري... 

لارښود لا خبرې کولې، چې خرپ شو...

او روژه ماته شوه، 

د جلاد روژه د قرباني په وینو 

د قرباني روژه د مرګ په خوند 

او د خلکو روژه له ایمانه په بې خبرۍ او بې تفاوتۍ ! 

... او سبا ته اختر و!

 

 

 

 

نهه‌دېرشم منزل

عاطفه یوه چینه ده

د خوږو میندو موسکا کې

 

چینې ته څېرمه یې دمه وکړه، لاروی ورکوز شو، چې خپل لارښود ته د څښلو اوبه راوړي. په چینه کې ښځمنو اوبه ډکولې. د لارښود له راتللو خبرې شوې او ټولې راغلې چې لارښود وګوري. پيغلې او ځوانې ښځې په لارښود راوڅرخېدې او ویې پوښته : 

-        زموږ لارښوده  ! 

نارینه مو مساپر دي، چې راشي خپل ماشومان نه پېژني. پېغلې په کورونو زړې شوې، زلمیان د ولور په پوره کولو پسې ورک دي. موږ له خپلو نارینه وو سره د ژوند په خوند ونه پوهېدلو. بل نارینه ته تش کتل هم د مرګ په بیه اخیستل دي. ووایه موږ څه وکړو؟ 

لارښود وخندل، په موسکا یې ځواب ورکړ: 

-        ستاسو نارینه په هغه څه پسې تللي، چې دلته هم شته. ستاسو نارینه د نورو خانانو نوکري عیب نه ګڼي، خو د خپل کلي خواري ورته شرم ښکاري. ستاسو نارینه د نورو ښارونو په سپینو او سرو ښځو پسې تللي دي، د دې لپاره ، چې تاسو ورسره پوره مینه نه کوئ. ستاسو نارینه دلته د ( شرم ) له دیو څخه تښتېدلي او ګومان کوي، چې هلته د شرم په نامه څه نه شته. 

تاسو خپلو نارینه وو ته پوره مینه نه ده ورکړې او هغوی تاسو ته. ځکه خو مو ماشومان مینه نه پېژني. ستاسو په لمنو کې د مینې کمی دی، ځکه مو ماشومان وسله اخلي او یو بل وژني. تاسو خپلې لمنې د وطن  یوه برخه نه ده ګرځولې، چې بچیان مو د مور او وطن په مینه پوه شي. تاسو د انساني عاطفې سرچینې یاست، که تاسو خپلو بچو ته عاطفه ورنه کړئ، راتلونکي زوزات به مو هم یو بل وژني. 

خبرې شئ ! چې انساني ارزښتونه د میندو په  لمنو کې پېژندل کیږي. 

ښځې او پېغلې فکر یووړې، یوه یوه روانه شوه او لاروي د کلي هدیرې ته وکتل. په ډېرو قبرونو جنډې ولاړې وې او د ډېرو قبرونو مړیو په خپلو کې سره وژلي وو. لاروی حیران شو، چې د ژوندیو ښځو لمنې خړې او بدرنګه، خو د هدیرو جنډې رنګینې او مستې وې!!!

 

 

 

 

 

څلویښتم منزل

ژوند یو راز دی چې مونده شي

د سپېڅلو ماشومانو په څېرو کې

 

د ماشومانو په یوه ډله ورپېښ شول. ببرسری لارښود ورته کیناست او له ماشومانو سره یې خبرې پیل کړې. ویې نازول، کیسې یې ورته وکړې، ورسره ویې خندل. لاروی هرڅه ته ځیر و.

ببرسري له ماشومانو وپوښتل : 

-        سیاست پېژنئ ؟ 

یوه ماشوم وویل : 

-        سیاست نه، خو سیاستمدار پېژنو. په مونږ کې دایو ( یوه هلک ته یې اشاره وکړه) ډېر کلانکار، ووقي، دروغجن او کبرجن دی. هلکان وايي دا سیاستمدار دی. 

ببرسري بیا وپوښتل:

-         جګړه څنګه ؟ 

یوې کوشنۍ ماشومې وویل : 

-        جګړه نه، خو جګړه مار پېژنو. موږ چې نانځکې کوو نو سیاستمدار یو زورور هلک راولیږي، هم له موږ نه نانځکې تښتوي، هم هغه ډوډۍ چې موږ له کورڅخه راوړې وي، نانځکې سیاستمدار ته ورکوي او ډوډۍ جګړه مار هلک خوري. موږ چې پوښتنه وکړو، ولې شخړه کوې؟ 

نو جګړه مار وايي : 

-        نانځکې ټيکری نه لري. تاسو او ستاسو نانځکې کافرانې یاست! خو موږ نه پوهیږو چې ( کافر ) څه ته وايي؟ یوازې دومره پوهیږو، چې جګړه مار او سیاستمدار په همدې نامه زموږ نانځکې او ډوډۍ رانه په زوره وړي. 

لارښود له کوشنۍ نجلۍ وپوښتل: 

-        سیاستمدار هلک نانځکې څه کوي؟ 

ټولې خپل کور ته وړي، خپلې ماشومې خور ته یې ورکوي، پلار یې د ده خور له موږ سره لوبو ته نه پریږدي او په کور کې یې بنده ساتي. د سیاستمدار پلاروايي :

-         د کوڅې ماشومان بد اخلاقه دي؟ خو موږ نه پوهیږو چې بد اخلاقه څه ته وايي؟ 

لارښود بیا له ماشومې وپوښتل : 

-        سیاستمدار ولې ستاسو نانځکې خپلې خور ته ورکوي؟ 

ماشومې وویل : 

-        د ده خور هره ورځ په کور کې ګوړه غلا کوي او چې سیاستمدار نانځکې وروړي، نو هغه ورته په پټه ګوړه ورکوي...

لارښود او لاروي د ماشومانو مرکه پرېښوده او روان شول. لاروی خپل لارښود وپوښټ : 

-        د سیاست او جګړې په اړه د ماشومانو پوهه ترموږ سمه او بشپړه نه ده ؟ 

لارښود کټ کټ وخندل : 

-        نه، بلکې دا (موږ) یو، چې ماشومانو ته مو هرڅه داسې تمثیل کړي دي.

 

 

 

یوڅلوېښتم منزل

چا مړ کړی دی ښامار؟

 

داسې یوه کلي ته ورسېدل، چې پخوا په کې یو سور ښامار وژل شوی و. د ښامار وژونکی اتل چا نه پېژانده، اتل د ښامار تر وژلو روسته په خپله مخه تللی و، خو د ښامار تر وژلو روسته ګڼو چالاکو او دروغجنو کلیوالو، د ښامار له پوټکي څخه ټوټې راپرې کړې وې او په جیبونو کې یې ګرځولې. کلونه کلونه کېدل، چې پرټول کلي همدغو کسانو راج چلاوه، دوی به د کلیوالو زمکې په زوره اخیستلې، د خلکو ښکلې مېرمنې،  پېغلې لوڼې او پۍمخي هلکان یې په زوره تښتول او زبرزنا به یې ورسره کوله. دوی په رڼا ورځ د کلیوالو شتمني لوټله او لارې به یې نیولې، که چا به ترې وپوښتل: 

-        ولې؟ 

نو دوی به د ښامار د سره پوټکي ټوټه له جیبه راوویسته او ځواب به یې ورکړ: 

-        که موږ ښامار نه وای وژلای، نو اوس به ته د ښامار په خیټه کې وای. 

د ښامار د پوستکي ټوټه د جرم جواز و. د کلي راهبانو هم د دغو زورور ملګرتیا کوله او د لوی معبد رسمي فتوا یې داسې ورکړې وه : 

-        له هرچا سره چې د ښامار د پوټکي نښه وي، هر کار کولای شي، دا بختوران ازلي او ابدي اتلان دي. 

لاروي خپل ببر سری لارښود وپوښت : 

-        ایا دا کلیوال به د دغو زورورو تر مرګ روسته وژغورل شي؟ 

ببرسري لارښود وخندل : 

-        نه ! ځکه زورور چې زاړه شي، نو د ښامار د پوټکي ټوټه خپلو زامنو ته په میراث پرېږدي او بیا یې زامن تر دوی ډېر ظلم راپیلوي. دوهمه ستونزه دا ده، چې د دې کلي زلمی نسل له عقله لرې او اتل پرستان دي، دوی  هر هغه څوک چې د ښامار پوټکی ورسره وي خپل مشران ګڼي او تر مرګه یې پالي. 

لارښود په لرې غره کې د ښامار په توره لیکه سترګې وګنډلې : 

-        غم د اتلولۍ دروغجنه دعوه نه ده، غم دا دی، چې زمکې، ښځې او شتمنۍ په خلاصېدو دي او د پوټکي د نښو خاوندان، چې خپله شتمني په کمېدو وویني، نو په خپلو منځونو کې سره نښلي. کلیوال زلمیان لکه ړانده ورپسې منډې وهي او یو د بل په وینو ځانونه لمبوي.... 

... او لاروی پوه شو، چې : ریښتینی اتل ورک دی او د غلو له لوري د ښامار د وژلو دعوه هسې دروغجنه افسانه ده، چې دوی د خپلو ګېډو، غریزو او جیبونو د ډکولو لپاره جوړه کړې ده او بس !

 

 

 

 

 

دوڅلوېښتم منزل

د سیالۍ د زخم څړیکې

 

له دوو داسې کلیو څخه تېریدل، چې یو د بل تربرونه وو. د یوه ورور اولاده په یوه او د بل زوزات په بل کې اوسېدل. د دواړو کلیو خلک په سخته تربورګلوۍ او سیالۍ سره اخته وو. شین کلي په خپله هدیره کې یو زیارت درلوده، چې د خړ کلي خلک هم ورته راتلل، د شنه کلي خلکو به د خړکلي تربرونو ته پېغور ورکاوه چې :

-         وشرمیږئ ! خپل شهید نه لرئ ! راځئ او زموږ د شهید زیارت کوئ.  

د خړ کلي اوسېدونکي له دې پېغوره پازاب وو. 

یوه شپه، د خړ کلي یو ځوان د غلا لپاره، د خپل یوه کلیوال کورته ور واوښت. د کور خاوند پرې راویښ شو او غل یې په ټوپک وویشت. 

سبا ته د کلي خلک راټول شول او د غله د خښولو پرمهال یې وویل: 

-        همدی زموږ شهید دی او باید زیارت پرې جوړ کړو، تر دې روسته به خپل زیارت ته ځو او د شنه کلي له احتیاج او پېغوره به خلاص شو. 

په خړ کلي کې یوه هوښیار سپینږیري خپلو کلیوالو ته وویل : 

-        دا کار مه کوئ ! که مو پر دغه غله زیارت جوړ کړ، بیا به مو تربرونه نوی پېغور درکوي:

-         شهید مو نه درلوده، چې ایله پیدا مو کړ، هغه هم غل وخوت. 

لاروي خپل ببرسري لارښود ته وویل : له دې رازه مې خبر کړه ! 

لارښود کړس کړس وخندل، په ملا کوږ وږ شو: 

-        چې سیالي او تربورګلوي په مړیو او زیارتونو پالي، د ژوندیو خلکو له مړښت او د کورونو له ودانۍ یې خلاص وګڼه ! 

ایله  تر دې خبرې روسته، د لاروي پام د کلي کنډرو کورونو او د کلیوالو نهرو نسونو ته ورواوښت.

 

 

 

 

دري‌څلویښتم منزل

چېرته مړیو ته هېواد شته؟

 

د یوه عجیب هېواد پولې ته ورسېدل، دې ته یې د هدیرو هېواد ویل. دلته کلي او ښارونه نه وو، ټول خلک په هدیرو کې اوسېدل او د خپلو نیکونو قبرونه او هډونه یې ساتل. د ژوندیو رنګونه هم د مړیو په څېر وو، سپېره مخونه  اوکوړاغې کوړاغې سترګې. ماشومان یې بربنډ د قبرونو ترمنځ په لوبو اخته وو، هر چا د څو قبرونو ترڅنګ یوه د لوخو او اغزیو جونګړه جوړه کړې وه او همغلته یې د خپلو نیکونو او خپلوانو قبرونه ساتل. 

لاروی یو هدیره ساتونکی وپوښت : 

-        قبرونه له چا ساتئ ؟ 

هغه په حیرانتیا ځواب ورکړ: 

-        له خپلو دوښمنانو څخه، دلته هر قوم غواړي د بل قوم قبرونه ونړوي او د خپلو نیکونو قبرونه جوړ کړي. په هدیرو کې ځینې قبرونه خوار او سپېره وو، خوځینې نور یې ښکلي، پسوللي، له دنګو منارو او ګومبدو سره، هدیره ساتونکي وویل:

-         ښکلي قبرونه د هغو خلکو دي، چې پلویان یې د نورو قبرونو د ساتونکیو کورونه لوټي او ژوندي وژني، دوی خپله ټوله شتمني په قبرونو لګوي.

 هدیره ساتونکي لرې څو غونډیو ته ګوته ونیوله :  

-        هاغه سمسورې غونډۍ د دې وطن د وسله والو زورواکو دي، هغه یې لا په ژوند د خپلو قبرونو لپاره په زوره نیولې دي، د دوی ټول قوم اوس هاغه غونډۍ ساتي او پر قبرونو یې پيرې کوي.

لاروی حیران شو، خپل ببرسری لارښود یې وپوښت، چې د دې هېواد راز ورته ووايي. 

لارښود له خندا نه تاوراتاو شو، په بډوډو یې لاسونه کېښول : 

-        خبر شه ! چې د دې هېواد اوسېدونکیو د ژوند چینه ورکه کړې ده، له هماغې ورځې څخه راپه دې‌خوا دوی په داسې ناروغۍ اخته شوي، چې راتلونکې یې هېره ده. د دې هېواد د اوسېدونکیو له حافظې څخه د ( نن) او ( سبا) ټکي او مانا توږل شوي او په دې نومونو څه نه پېژني. د دوی لپاره هرڅه ( پرون ) دي، پرون د دوی ویاړ، ژوند او د ژوند هدف دی. ځکه خو مړه نیکونه او پخواني خلک چې د ( پرون ) استازي دي، په دوی حکومت کوي. 

او لاروی پوه شو، چې دا خلک به ایله هغه وخت له دې ناروغۍ څخه ورغیږي، چې د ژوند چینه بیا مومي.

 

 

 

 

څلورڅلوېښتم منزل

دلته څه دي؟ بې له بدو

 

له یوه ښار څخه په بېړه ووتل، ببرسري لارښود خپل لاروي ته وویل : 

-        دلته مه تم کېږه، دا د ( غل‌واکانو) ښار دی، تر دې مخکې چې د ماښام ستورى راوخیژي، باید د بیابان لاره ونیسو، ځکه په بیابان کې شپه د هغه ښار تر شپې ښه او خوندي ده، چې خلک غله په کورونو کې ساتي. 

د لاروي خوله، له حیرانتیا خلاصه پاتې وه، چې ببرسري یې د څېرې په کرښو کې پوښتنه ولوسته او وارله واره یې ځواب ورکړ: 

-        هو، په دې ښار کې څو قومونه اوسي، هر قوم خپل لوچکان، غله، بدماشان، وژونکي او ځناورخویه ببرسري په خپلو سیمو کې ساتلي، لمانځنه یې کوي، پر اوږو یې ګرځوي او تر ټولو ښه خواړه ورکوي، چې مړه شي ټول قوم راټول شي او په ډېر پرتم یې په یوه لویه غونډۍ کې خښ کړي، واټونه یې په نومونو کړي او خپل اتلان یې ګڼي. 

لاروي په بېړه وپوښت : 

-        دې کار ته یې اړتیا څه ده؟ 

ببرسري لارښود ځواب ورکړ: 

-        هر قوم له بل سره په دې کې سیالي او رقابت لري. په دې قومونو کې بله سیالي نه شته، د قومونو د عزت او شرف نښه دا ده، چې ډېر، نامتو او ګواښمن ( خطرناکه) غله او بدماشان ولري. هر غل یا د غلو ډله خپل قوم لوټي، عزت یې داړي او رنګارنګ ظلمونه پرې کوي، خو قوم یې د نورو قومونو له ضده لاهم اتل بولي او نه غواړي، چې سیوری یې له سره کم شي. 

په هرقوم کې چې هوښیار ځوانان پیدا شي او قوم د غلو له ګواښه خبر کړي، پوهنې، زده کړو، کار او د غنمو کرلو ته یې وهڅوي، ریښتینولۍ او پرمختګ وستايي او د خلکو د ویښتیا هڅه وکړي، د غلو شریکباڼه یې کافر او زندیق بولي، بې غیرته یې ګڼي او ډارن ورته وايي. 

ځکه خو له هغه ښاره وتل بویه، چې سیالي او د شرف نښه یې د وینه زبېښونکیو غلو زیاتوالی وي. 

لاروی لا حیران و، چې د بیابان پر شګو یې ګام کېښود، د دمې ساه یې کش کړه او په مخامخ اسمان‌څنډه یې د ماښام ستوری ولیده.

 

 

پینځه‌څلوېښتم منزل

چې دې ګټه په کې نه وي

 

له یوې تنګې درې څخه تېرېدل، د درې په منځ کې لوړ او لوی ډبرین دیوال جوړ شوی و، چې د درې بله خوا نه ورڅخه ښکارېده، وړاندې ولاړل، ها خوا د اوبو یو بند و، چې اوبه یې کوزې خواته بندې کړې وې. 

د بند او ډبرين دیوال په جوړولو ډېره خواري شوې وه، خو لاروی یې په ګټه پوه نه شو، خپل ببرسری لارښود یې وپوښت: 

-        دا لوی دیوال او د اوبو د غه بېځایه بند ولې دلته جوړ شوي دي؟ 

لارښود بیا وخندل، ښه چې ستړی شو، ځواب یې ورکړ: 

-        دره توده او وچه وه، له کوزې خوا به باد مخ پورته لګېده او له پورته څخه یو نری سیند مخ‌ښکته بهېده، پورتنیو دره والو په‌ کوزنیو خلکو اوبه بندې کړې، بند یې جوړ کړاو پرته له دې چې د ډنډ اوبو ته اړتیا ولري، بس له بخیلۍ څخه یې اوبه په  کوزنیو وچې کړې. کوزنیو هم د باد مخه په دیوال ډب کړه، لوی دیوال یې جوړ کړ، چې په پاسنیو باد ونه لګیږي. 

اوس پاسني دره وال، له ګرمۍ  کړیږي او کله چې اوبه ډیرې شي، نو ډنډ د دوی تر کورونو پورې ور پورته شي، ماشومان او څاروي ورڅخه ډوب کړي او کورونه او زمکې ترې یوسي. کوزني دره وال بیا په یوه څاڅکي اوبو پسې مري، کروندې یې وچې دي او کورنه یې د راتاوېدونکیو توپاني بادونو له لاسه ویجاړ پراته دي. 

همدومره خواري، چې په دغه بېځایه دیوال او بند اېستل شوې ده، که د دې پرځای کوزنیو بند جوړ کړی وای او پورتنیو دره والو بادي ژرندې جوړې کړې وای اوس به دواړه ولسونه خوشاله، ارامه، ماړه او ودان وای. 

لاروی ایله پوه شو، چې سمه وداني ګټوره هغه ده.  که له ( ودانۍ ) سره عقل او لورېینه مل نه وي، تر ټولو لویه وراني پېښولای شي. هغه وداني چې د بل وراني له ځانه سره لري، د ځان‌ورانونې پیل دی.

 

 

 

 

شپږڅلوېښتم منزل

د ځنګله قانون

 

په ځنګله کې باد په شغهار تېرېده، ځانګې به باد ته په ځګیروي کږې وږې شوې.   پر یوه څانګه بوم ناست و، سترګې يې په شپه کې هم ځلېدې، بوم ناڅاپه غږ ویوست:

-         اوووووو کوک کوک کوک!!! 

او لاروی له دې ویروونکي غږ سره ولړزېد. 

ببر سري لارښود چې د خپل لاروي ویره ولیدله کړس کړس په خندا شو، لاروي ته یې وویل: 

-        مه ویریږه ! په ځنګل کې څلوربول او څيرونکي ژوي اوسيږي، پر څانګو مرغان ویده دي.   باد او ونې یو له بل سره مینه کوي. 

دلته یوازې ولږه ده، چې له کبله یې زورور کمزوري څیري او خوري.  پوه شه!  چې ویده ځناور په ولږه نه وي خبر. نو اوس موږ ته هېڅ ګواښ نه پېښوي.  یوازې بوم ویښ دی او موږ ته ښه راغلاست وايي.   هغه چې ویښ دی، موړ دی او هغه چې وږي دي، ویده دي.  په داسې ځای کې چې وږي ویده وي او ماړه ویښ، پردیو ته ګواښ پېښېدلای نه‌شي. 

لاروی ډاډه شو او د ویښو مړو او ویدو وږیو په اړه ژور فکر ډوب کړ، داسې ډوب چې هغه کنګل او ولږې ځپلی مار یې هم ونه لیده، چې د ده تر پښو لاندې پروت و.

 


 

اووه څلوېښتم منزل

چې پاچا یې هم سوالګر وي

 

له بیابانه تېرېدل، له لرې څخه لوی کاروان راښکاره شو، چې دوی ته مخامخ راروان وو، ببرسری لارښود او لاروی یې کاروان ته تم شول.  د کاروان مشر د ویاړونو د هېواد سپین ږیری پاچا و، چې څه خدم وحشم ورپسې روان ول. پاچا زهیر، ستومانه او خپه ښکارېده، خو سترګې یې ویښې او د کلکې ارادې او ژمنې نښې یې په څېره کې وې.  په وجود خوار پاچا ببرسري لارښود ته سلام وکړ، ورته ویې ویل: 
   - که تږي یاست، له موږ سره په کاروان کې اوبه شته. 
 ببرسري وخندل: 
 -  ولس دې بېوزلی او خوار دی، خو ته لوی زړه لرې، سر دې سلامت!  لکه چې بیا د خپل ولس د ولږې لپاره په خیرات او مرستې پسې راوتلی یې؟ 
 پاچا چې مخامخ په یوه لرې ځای کې سترګې خښې کړې وې، ځواب ورکړ: 
 -  د خپل وطن په اوبو پریمانه زمکې شنې کولای شم، د خپل هېواد له کانونو او شتمنیو څخه خبر یم، خو خلک مې نه پریږدي.  خلکو په خپلو زمکو کې د خپلو نیکونو په نومونو د ویاړونو څلي درولي دي، تمامه ورځ د خپلو مړو نیکونو د څلیو عبادت کوي او د خپلو نیکونو په نوم یو له بل سره په خونړیو جګړو اوښتي دي، زما ولس په تاریخ کې جنګیږي.  د خاورو څلي لمانځي او د خټو په مقدساتو باندې وینې بهوي.  دوی کرکېلې، اوبه لګولو، تولید او کار ته وزګار نه‌دي ، زما خلک له مانه ډوډۍ په تیاره غواړي، ځکه دوی جګړه کوي، دوی راته وايي: 

-         موږ په یوه مقدسه جګړه اخته یو.  ستا کار همدا دی، چې موږ ته ډوډۍ پیدا کړې. 
 لاروی حیران شو، چې دا نو عجیب ولس دی، له خپلو ټولو تاریخي ویاړونو سره سره کار نه کوي او خپل سپینږیری پاچا په سوال او خیراتي ډوډۍ پسې لرې زمکو ته استوي. 
 کاشکې دا ولس پوهېدلای، چې په نوروملتونو کې څوک، د دوی تاریخي ویاړونه، نه پېژني.  نور ولسونه یې د نیکونو د ویاړ خټین څلي نه ویني.  نور ولسونه یوازې د دوی هغه لاسونه لیدلای شي، چې د ډوډۍ سوال ته اوږده دي.

 

 

 

 

اته‌څلوېښتم منزل

څه دې زده کړل له تاریخه؟

 

د پاچایانو پر هدیره تېرېدل، په دې هدیره کې یې وژل شوي پاچایان په یوه کتار او په خپل مرګ مړه شوي پاچایان په بل کتار کې خښ کړي وو.  د هر پاچا پر شناخته یې د هغه د ژوند وروستی پیغام لیکلی و.  وژل شويو پاچایانو د خپل دوښمن په اړه یو څه ویلي وو او په خپل مرګ مړه شويو د خپلې کورنۍ یا میراث سپارښتنه کړې وه. 

ببرسری لارښود د یوه پاچا شناختې ته ودرېده، ویې لوسته، بیا یې ولوسته او کټ کټ یې وخندل، لاروی حیران شو او په ځیر یې د دغه پاچا شناخته بیا ولوستله : 

-         زما لپاره د تاریخ تر ټولو لوی درس دا و: 

ځان پیاوړی کړئ، چې هیڅوک مو په هېواد بلوسلو او یرغل ته زړه ښه نه‌کړای‌شي! ترهغو چې په کور دننه کمزوري یاست او خپلو کې شخړې کوئ، یو پردی به په دروازه درننوځي او بل په کړکۍ.

لاروي خپل ببرسری لارښود وپوښت : 

-        د دې شناختې د پیغام توپیر له نورو سره څه دی؟ 

لارښود بیا وخندل او ځواب یې ورکړ: 

-        ښه ځیر شه، د وژل شویو پاچایانو د قبرونو شمېر تر هغو ډېر دی، چې په خپل مرګ مړه شوي دي، د دې هېواد د واکمنو ټول عمر د واک پرسر په شخړو کې تېرشوی دی، یو بل یې سره وژلي او ژوبل کړي دي، بس چې کمزوري شوي، بیا بهرنیان راغلي او پرېمانه مرګ ژوبله یې کړې ده. 

په دوی کې تر ټولو هوښېار پاچا همدا دی، چې له تاریخه یې اخیستلی درس په خپله شناخته لیکلی دی. 

لاروی چې ځیرشو، په حیرانتیا یې ولیدل، چې د وژل شویو پاچایانو د قبرونو کتار ډېراوږد دی، دومره اوږد چې اخر سر یې نه ښکارېده.

 

 


 

 

نهه‌څلوېښتم منزل

له بې‌آبو اوبه مه‌غواړه لارویه!

 

یوې سمسورې درې ته ورسېدل، لوړ غرونه او شنه ځنګلونه، په منځ کې یې مست سیند بهېده.  د درې خلکو په پټه د ځنګلونو لرګي وهل او په غلا یې ګاونډي هېواد ته د پلورلو لپاره وړل.  لاروي  یو کلیوال وپوښت : 

-        دا ځنګلونه د چا دي؟ 

کلیوال ورته وویل: 

-        زموږ خپل ځنګلونه دي؟ 

لاروی بیا پوښتنه وکړه:

-         نو ولې یې ونې په غلا وهئ ؟ 

کلیوال ورته وویل: 

-        شرمیږو، خو څه وکړو؟ که دا لرګي ونه پلورو له ولږې مرو. 

-        نو له سیند څخه اوبه ولې نه غلا کوئ؟ 

کلیوال د لاروي لیونتوب ته حیران شو، لږ یې وموسل او په حیرانتیا یې وویل: 

-        د سیند اوبه ولې غلا کړو؟ سیند خو چې څومره اوبه وغواړو راکوي يې. 

لاروي وویل: 

-        نو ولې یې نه ترې غواړئ، چې له لوږې مو وژغوري؟ 

کلیوال وویل: 

-         دا زموږ کار نه‌دی. 

ببرسري لارښود خپل لاروی پراوږه وټپاوه او ورته ویې خندل: 

-        له هغوڅخه، چې له ځانه غلا کوي، اوبه مه غواړه، هغوی همداسې (بې‌ابه)  ښه دي.

 

 

 

 

 

پنځوسم منزل

دلته هرڅه پرخپل ځای دي

 

له ښاره چې ووتل، د شنو پټیو او ورشو ګانو ترمنځ لاره یې ونیوله، په لاره کې یو ښکلی کلی په مخه ورغی، کلیوالو کرکېله کوله، ځای ځای یې په شنو ورشو کې په رمو او پۍورو غواګانو سترګې خوږې شوې.  شنه غنم د هوا څپو ته داسې ورو ورو اوښتل را اوښتل لکه د اتڼ په پیل کې چې زلمي اتڼچیان څڼې غورځوي.  کورونه پر کوشنیو غونډيو آباد وو، د غرمې د تنرونو لوګیو دا ښووله چې کورنیو غلمینه ډوډۍ پخوله. 

ببرسري لارښود وموسل، ودرېد او خپل لاروي ته یې وویل: 

-        دا کلی د هوښیارو خلکو هستوګنځای دی، هرڅه پر خپل ځای دي، دوی په شنو پټیوکې خټين او ډبرین کورونه نه دي ودان کړي، دوی د کروړ زمکه پېژني ځکه په نس ماړه او په تن پټ دي.  وګوره ! 

هېڅ برجوره لویه کلا نه شته ، ټول کورنه د اړتیا تر بریده پراخ جوړ شوي، خو نه لوړې پخڅې لري او نه هم داسې برجونه، چې له تیرکشونو څخه یې څوک وګواښل شي، له دې نه ښکاري، چې د دې کلي اوسیدونکي دوښمني او تربورګلوي نه پېژني.  په لښتیو کې اوبه روانې دي، لارې له ډبرو او خنډونو پاکې دي، پلونه او ګودرونه جوړ دي او د کلي ژرنده او جومات اخېړ شوي دي، داسې ښکاري، چې دا خلک لاهم اشر کوي او خپلې ګډې شتمنۍ په خپله ساتي. 

لاروی یو کلیوال د کلي د ودانۍ او هوسایینې له رازه وپوښت، کلیوال ځواب ورکړ: 

-        بل راز نه شته، یوازې هرڅه پرخپل ځای دي : 

خان مشري کوي، خو ټوپک او کوتک نه لري، ملا یوازې په جومات کې وي عبادت کوي او خلک سمې لارې ته رابولي، ملا او خان یو د بل په کارونو کې ګوتې نه وهي.  د کلي خلیپه یوازې سرونه جوړوي، د ودونو او خیراتونو پخلی کوي او په خوښيو کې ډول وهي، د ده له سیاست سره کار نه شته.  هو ریښتیا یوه بل خبره دا ده، چې په کلي کې یوه مشره مورا ده، هغه لوستې او هوښیاره ښځه ده، د کلي ټولو ښځو ته یې سبق ویلی دی، د کلي ټول نارینه د لوستیو ښځو په لمنو کې رالوی شوي دي، هوښیار، زړه سواندي او مهربانه دي، هيڅوک په غلو او داړه مارو پسې نه ځي، زموږ د کلي خلک غله خپل اتلان نه ګڼي. 

ببرسري، چې دا هرڅه واورېدل ویې خندل، ښه بېدریغه یې وخندل او بیا یې د کلیوال له لاسه د یخو اوبو کوزړۍ واخیستله، دی تږی و او اوبه خوږې.

 

 

 

 

 

 

یوپنځوسم منزل

دا دونیا زموږه نه‌ده؟!

 

کنډرکلي ته ورسېدل، یوه کلیوال ورته وویل : 

-        د دې کلي خلک د یوه داسې پير لارویان دي، چې چا یې مخ  لیدلی نه‌دی.  د کلیوالو پیر په یوه کنډواله کې ناست دی او تور څادر پرې راخور دی.  پیر تر څادر لاندې خلکو ته وعظونه کوي.  د کلیوال پیر طریقه په ورانۍ ولاړه ده، دغه پیر خپل کلیوال لارویان له ودانۍ څخه ویروي او په کنډوالو کې یې ژوند ته هڅوي. پیر وايي: 

-        ودانۍ ورانې کړئ او خپلې کنډوالې وساتئ، برکت په خاورو کې دی، پرزمکه ویده شئ ! نیمه سپوره وخورئ او په ودانۍ پسې مه ګرځئ ! دا دونیا د کفارو وداني ده، زموږ نه‌ده!

په تور څادر کې پټ پیر، خلک له کار او کرنې ویروي او د پاکو رڼو اوبو څښل ناروا ګڼي. خلک له خندا څخه منع کوي او د ماشومانو لوبې یې خوښې نه دي. 

څو کلیوالو یوځل د خپلو ماشومانو لپاره د زده کړې یوه ښکلې سپینه خونه جوړه کړه، خو تر تور څادر لاندې پټ پیر پرې خبر شو او خپلو مریدانو ته یې حکم وکړ، چې سپینه شوې خونه ړنګه کړي.  سبا چې ماشومان سبق ته راغلل، که ګوري، چې له سپینې خونې تور لوګي پاڅيږي او ړنګه بنګه سوزي....  

ببرسري لارښود، د کلیوالو په سلوک وخندل، ښه په کړس یې وخندل اوخپل لاروي ته یې وویل: 

-        په توره پرده کې پټ پير به تر هغو پېشوا او مرشد وي، چې خلک په کنډوالو کې ژوند کوي، وداني د دغه دروغجن پیر- مریدي پای ته رسوي، نوله دې کلي څخه باید په منډه ووځو، په داسې کلي کې پاتېدل نه ښايي، چې پر وراني ( اعتقاد) لري.

 

 

 

 

 

دوپنځوسم منزل

د سپېڅلیو خونړیو ښار ته راغلو

 

لمرلوېده (د مقدسو ګنهګارانو) ښار ته ورننوتل، لاروی هرڅه ته ځیر و، ښار تیاره، کوڅې لړلې او ښاریان خوار و ډنګر ښکارېدل، د ښار فضا غمجنه وه، تر کورونو هدېرې لویې وې، هر چا خپل څيزونه له بل څخه ساتل او ماشومانو هر نارینه ته په وحشت کتل.  ښځې خېرنې او ترهېدلې وې اوخلکو کورونو ته غټ غټ کولپونه اچول. 

لاروی لومړنی ښاري، چې د ده له څنګه تېرېده، ودراوه او پوښتنه یې ترې وکړه: 

-        ولې دې ته (د مقدسو ګنهګارانو) ښار وايي؟ 

ښاري په وېره وېره ځواب ورکړ: 

-        د دې ښار مشران وژونکي او غله دي، د ښار ښې زمکې او ښه کورونه د دوی دي او دا نور ټول ښاریان د دوی مرییان دي. 

وژونکي او غله خپل ټول کړه وړه مقدس ګڼي او ښاریان یې په دې قانع کړي، چې هر هغه څه چې دوی کوي، ښه کوي او همدا د دین امر دی. د دوی هر عمل ثواب دی او دوی مقدس وګړي دي.  ښاریان چې خپل هرڅه یې د همدې مشرانو د کړنو له کبله له لاسه ورکړي دي، لا هم همدا مشران مقدس ګڼي او باور پرې کوي.  د دوی وژنې، غلاوې او نارواوې هېروي او شپه و ورځ د دوی لپاره دعا ګانې کوي. 

له نورو ښاریانو سره د دوی توپیر همدا دی، چې دوی خپله هره ګناه مقدسه ثابتولای شي. 

ببرسري لارښود کړس کړس وخندل او د خپل لاروي پر اوږه یې لاس کېښود : 

-        په یاد ولره!  هغه ښاریان، چې وژونکي او غله مقدس راهبان ګڼي، هغوی به تر ابده د ګناه له ویرې مرییان پاتې شي. 

بل‌خوا، هغوی چې خپل جنایتونه د مقدسو کړنو په نامه پرخلکو تپلای شي، تر ابده به باداران وي. 

او لاروی یوې پټې ویرې ولړزاوه...

 

 

 

 

دري‌پنځوسم منزل

له دوښمنو سلا غواړې؟

 

له یوې وچې او جل‌وهلې دښتې تېریدل، ناڅاپه د تاریخ په هدیره ورپېښ شول.  په دښته کې د خاورو یوه لویه ډیرۍ وه او پر سر یې زړې جنډې رپېدې.  قبرونه نه‌ومعلوم، داسې ښکارېدل، لکه پر یو لوی قبر چې ورپېښ شوي وي.  د ډېرۍ ترڅنګ یوه وچه ونه ولاړه وه او د ونې ډډ ته یوه لویه دړه ایښې وه، لاروی د هدیرې ډبرلیک ته ورغی او دایې په کې ولوستل: 

-        « دلته یو لوی قوم خښ دی، یو غیرتي قوم، چې زرګونه کاله تاریخ یې درلوده، یو مېړنی او اتل قوم، د زمریو په څېر زړور او د شاهین په څېر لوړهمته قوم...  یو وخت یوه ګاونډي قوم دلته ورته یوه لویه کنده و ایستله، د غیرتي قوم څو وګړي ور ولوېدل او بیا د قوم نور وګړي د تربورګلوۍ او خپلمنځي بدیو په ټېل کې ورټېل وهل شول، لویه کنده ګاونډیانو لا پسې پراخه کړه او غیرتي قوم خپلو کې سره داسې ښکېل شو، چې یو بل یې ورټېل وهل. کلونه روسته ټول قوم په کنده کې و.  د قوم څو هوښیارانوخپلې جامې یوه له بلې سره وتړلې او له ټولو جامو څخه یې  یوه زینه جوړه کړه، چې له کندې څخه قوم پرې راوباسي، ګاونډی راغی او له پاسه یې ورغږ کړ: 

-        له جامو څخه زینه جوړول لوی کوپر( کفر)  او ستره ګناه ده، ځکه که جامې وباسئ، مومنان به بربنډ او لغړ شي.

  پوه شئ ! چې لغړتیا لویه بې حیايي او ګناه ده.  بیا بل ګاونډی راغی او دوی ته یې ګوګړ وروغورځول، فتوا یې ورکړه او ځینو غیرتیانو له جامو څخه جوړه شوې زینه د ثواب په نیت وسوزوله ... 

ګاونډیو چې د زینې لوګي ولیدل، ښځو او نرو د کندې ترغاړې له خوښۍ بربنډ ونڅېدل. 

 بل ځل ګاونډیانو په کنده کې د غیرتي قوم غیرت راوپاراوه او دوی یو د بل د غوښو خوراک ته وهڅول. د ګاونډیو فتوا وه او په کنده کې راګیر قوم یو د بل د غوښو خوراک پیل کړ...  تر دې چې ټول همدلته پوپنا شول او ګاونډیو قومونو د تل لپاره خاورې پرې ورواړولې او خښ یې کړل»  

لاروی وارخطا شو او د خپل ببرسري لارښود لمن یې ونیوله. چې:

-         دا څه دي؟ 

لارښود کټ کټ وخندل او غږ یې په دښته کې تاوراتاو شو: 

-        هغه ولسونه، چې د دوښمن په دروغجنې ملګرتیا تېروځي او د خپلې تباهۍ فتوا ورڅخه غواړي، همداسې به د تاریخ تر ډېریو لاندې ورکیږي.

 

 

 

 

څلورپنځوسم منزل

یو سړی لکه د ستورو روان سیند

 

ببرسري لارښود خپل لاروی ودراوه او پرې‌یې‌نه‌ښوده، چې د خونړي ښار خواته وړاندې ورشي. د خونړي ښار د هسکو دیوالونو له شا د تورو او جګړو چکاچاک راته، د ښار له ځينو برخو به ناڅاپه لنبې او تور لوګي پورته شول. تورو نه د ماشوم سینه کتله او نه د ښځو ټټر بس پورته کېدې او ښاریان یې وژل...

لاروی ودرېده، له ښاره پورته شوو لنبو یې په سترګو کې رڼا وبرېښوله، له خپل ببرسري لارښود څخه یې پوښتنه وکړه: 

-        زما لارښوده!

 دلته څه کیسه تېره شوې ده او څه روان دي؟ 

لارښود دا ځل کړس کړس ونه خندل، یوازې موسک شو: 

-         د خونړي ښار خلک په یوه توره ناپوهي او جهل کې ډوب وو، لوی خدای پر دوی یو هوښیار او نوراني روحاني مشر ولوراوه، روحاني راغی خلک یې د جهل له تیارو راوایستل، ښاریانو ته یې سوله، مینه او عاطفه وروبښل... یو وخت ناڅاپه روحاني له ښاره ورک شو، ښاریانو ګومان وکړ، چې روحاني مړ شوی دی. ښاریانو د هغه لارښوونې، پندونه او دعاګانې د دین په څېر ومنلې او د هغه د لارې په پاللو کې یې تعصب پیل کړ. بیا روسته دوه درې ډلې شول، هرې ډلې ځانونه د روحاني ریښتیني پیروان او مومنین ګڼل او بله ډله یې د روحاني له سمو لارښوونو څخه بېلارې او کافران ګڼل، د تکفیر ټاپې زورورې شوې او بالاخره په شخړو واوښتې. اوس پېړۍ واوښتې او دوی د مینې، عاطفې او سولې د روحاني په نامه یو بل سره وژني او د کفر و ایمان تلې یې په لاسونو کې دي. 

لاروی نور هم له ښاره د پورته کېدونکیو لنبو ځلا ته ځیر شو، ببرسري لارښود دا ځلې یوه ترخه خندا وکړه: 

-        خواشیني خو دا ده، چې څو کاله روسته د مینې مبلغ روحاني بېرته ښار ته راستون شو، هیچا ونه پېژانده، ده خلکو ته وویل: 

-        تاسو زما لاره پریښې ده، ما تاسو ته سوله او مینه راوړې وه، تاسو ولې د کفر و ایمان په نامه یو بل وژنئ؟ 

خلکو په لارښود پورې وخندل، د هغه لاره یې په وینو سره کړه او د ده په سوله ییز ژوند پسې یې د تورو، حماسو او وژنو دروغجنې افسانې وتړلې. روحاني ناهیلی له ښاره ووت او د تل لپاره ورک شو. 

ښاریان بېرته سره ونښتل او دا دی تر نن پورې د روحاني د ریښتینې پلوۍ په نامه سره وژني. 

له ښاره پورته کېدونکو لنبو دا ځل د لاروي پر مخ هغه رڼه اوښکه وځلوله، چې د ده له ځلانده سترګو څخه رارغړېدلې وه. 

 

 

 

 

پینځه‌پنځوسم منزل

کتیبې دي د ویلو، 

دا ډبرې ولې پرښتئ؟

 

د زیارت سیمې ته ورسېدل.  ښځېنه و نرینه په یوه زړه ودانۍ کې راټول شوي وو.  په ودانۍ کې دننه په یوه لرګین بکس باندې په سلګونو سرې او شنې ټوټې پوښل شوې وې، بکس نه ښکارېده، په زري او رنګارنګ ټوکرو کې پټ و.  زیارت کوونکي خوار او رنځور ول، د ټولو ګېډې د ملا په تيرونو نښتې وې، زېړ زبېښلي وو او ایله په لاره تلل. 

لاروي له یوه زیارت کوونکي وپوښتل : 

-        دا خلک ولې خوار و نهر دي او دا زیارت څه نومیږي، په بکس کې څه دی؟ 

سړي ځواب ورکړ: 

-        د دې سیمې خلک کاختۍ ( قحطي) وهلي وو، هېڅه یې د خوړلو لپاره نه لرل، ولږې او وبا هره ورځ ماشومان او بوډا ګان وژل او ځوانان یې له پښو غورځول... 

یوه ورځ یو نوراني سړی راغی، په لاسونو کې یې څو ډبرلیکونه ( کتیبې) وو. سړي وږیو او نهرو خلکو ته وویل : 

-        په دې ډبرلیکونو کې ستاسو د ژغورنې لارښود لیکل شوی.  د ډبرلیکونو په لارښود عمل وکړئ او ځانونه له ولږې وناروغۍ وژغورئ...!  

 نوراني سړي ډبرلیکونه د همدې زیارت په تش ځای کې په یوه ډبره کېښودل او پخپله ورک شو.... 

په وږیو او نهرو خلکو کې اوازه شوه، چې هرڅوک په ډبرلیکونو لاس وموښي، یا یې ښکل کړي نو په ولږه نه پوهیږي، ناروغي یې جوړیږي او داسې مړیږي، چې خوړو ته یې زړه نه کیږي... 

بس ډبرلیکونه په لوی کمر ایښي وو او خلک ډله ډله راتلل او ښکلول یې.  ورو ورو یې پرې زیارت جوړ کړ او له هغې زمانې تر نن پورې زیارت کوونکي راځي، د تبرک لپاره زیارت ته څېرمه واښه او د ونو پاڼې خوري په ډبرلیکونو شونډې او سترګې موښي او بېرته ځي.... 

لاروی خپل لارښود ته سترګې ورواړولې ، ببرسري لارښود چې د خپل لاروي په سترګو کې پوښتنې ولوستې، نو کټ کټ په خندا شو، داسې یې وخندل، چې زیارت کوونکي یې حیران کړل، بیا یې وویل: 

-        دې خلکو هیڅکله، ان یوځل هم ډبرلیکونه ونه لوستل، له ولږې د خلاصون په لارښود پوه نه شول، خو په پټو سترګو یې د پیر لمانځنه پیل کړه... 

نو پوه شه!  دا خلک ځکه واښه او پاڼې خوري، چې د ولږې لارښود یې ونه لوست، ځان یې پرې پوه نه کړ، بلکې له هغه یې زیارت جوړ کړ.

 

شپږپنځوسم منزل

په خوب پرېوتل او ډوب شول

 

په ښار کې ماتم و. څو ورځې وړاندې سیلاو راغلی و او ډېر ښاریان یې وړي وو، ښاریې نړولی او ودانۍ یې غورځولې وې. یوه غمجن ښاري چې سیلاو یې کورنۍ ورڅخه وړې وه، لاروي ته وویل: 

-        پاچا ته مو وویل، چې د اوبو بند جوړ کړي، خو پاچا زموږ خبره ونه منله، اخر سیلاو تباهي وکړه، پاچا خو په ماڼۍ کې بېغمه ناست دی سیلاو موږ تباه کړو.... 

لاروي خپل ببرسري لارښود ته مخ ورواړاوه او پاچا یې په کرکه یاد کړ. 

ببرسري لارښود وخندل او په کړس کړس خندا یې ښاري ته وویل: 

-        ستاسو ستونزه دا ده، چې د سیلاو له ګواښه خبر وئ، خو لا هم پاچا ته په تمه وئ، پاچا په دې پوهېده، چې سیلاو خلک وړي، نه د پاچا خاندان. 

ښاري وپوښتل :

-        یه لارښوده!  نو موږ باید څه کړي وای؟ 

ببرسري لارښود دا ځل مخامخ د ښاري سترګو ته وکتل او په تونده لهجه یې ځواب ورکړ: 

-        همدا تا باید پیل کړی وای، هر ښاري باید رامخکې شوی وای، تاسو باید سره یوځای شوي وای او په ګډه مو بند تړلی وای، همدا تا باید ښاریان راټول کړي وای، چې بند وتړي او که تا دا همت کړی وای نن به ریښتینی پاچا ته وې، نه په شاهي کلا کې هغه  ناست سړی.

 

 

اووه‌پنځوسم منزل

لیونتوب ته هم مزدک شته

 

د جنوني مزدک سیمې ته ورسېدل.  مزدک زوړ و او اوس څوک له ویرې نه ورتلل.  ببرسری لارښود او د هغه لاروی مزدک ته وروختل، چې څه ګوري؛ پر دیوالونو یې د جګړې شیبې انځور شوې دي.  په انځورونو کې یوې ډلې د بلې پرسینو نیزې خښې کړې وې او هاخوا دې بلې ډلې له خپلو سیالانو څخه سرونه غوڅول. 

لاروي د ببرسري لارښود لمن ونیوله، چې د مزدک راز ورته ووايي. 

ببرسري لارښود د مزدک برسر کې تورې تیږې ته سترګې ځیر کړې وې او ناڅاپه يې کړس کړس وخندل، د لارښود خندا د مزدک په تشې او تیارې فضا کې داسې انګازې وکړې، چې لاروی وډار شو، ناڅاپه لارښود مخ راواړاوه او دخپل لاروی په سترګو کې یې سترګې ورخښې کړې: 

-        دغه مزدک عجیب طلسم درلوده، چې څوک به په ښي لاس پرې راتاو شو، هغه به یې دومره ګروهمن (معتقد)  کړ، چې د مزدک په مینه کې به یې توره له تېکې راوکښله، خو که زیارت کوونکی به په کیڼ لاس ترې راتاو شو، نو دومره به یې د مزدک په وړاندې کرکه او کفر زیات شو، چې نیزه به یې راپورته کړه او د مزدک پر ګروهمنو به یې ورهی کړل. 

په  جنوني مزدک ګروهمنو او ناګروهمنو لسیزې لسیزې یو بل سره ووژل، خو هېڅ هوښیار پیدا نه شو، چې د مزدک په برسر کې هغه توره ډبره وپلټي، چې د دې طلسم راز په کې وموندلای شي.  جنوني مزدک د زرګونو انسانانو وینې وبهولې او چارپېره کلي تش شول. 

اوس لیوني بادونه په تشو کنډوالو کې تاویږي راتاویږي او په هغو انسانانو پسې سندرې وايي، چې د مزدک د بې بریده مینې یا دوښمنۍ په لیونتوب کې د یوبل د تورو او نیزو خوراک شوي دي.

 

 

 

 

 

اته‌پنځوسم منزل

توره سمڅه کې ښامار دی

 

لاروي، ناڅاپه د خپل ببرسري لارښود لمن ټینګه کړه او د هغه حکیم په اړه یې ورڅخه وپوښتل، چې ویلي وو: 

-        « د انسان په اروا کې یوه ژوره او بېپایه توره سمڅه ده، غریزې، عقدې او شاته وهل شوې غوښتنې په دې سمڅه کې د وړو وړو چینجیو په څېر یو بل خوري، زورور او غټ چینجي واړه او کمزوري هغه تر کومي تېروي او لا پسې چاغیږي او غټیږي، ورو ورو د چینجیو شمېر کمیږي، خو ژوندي پاتې شوي چینجیان په غټو غټو مارانو بدلیږي... په پای کې یو لوی مار چې تر ټولو زورور دی وروستي ژوندي پاتې شوي ماران خوري او په خپله په یوه لوی ښامار بدلیږي، همدغه ځانځاني ښامار دی، چې یو وخت له تورې سمڅې څخه راوځي او د وجود ښار ته مخه کوي... » 

ببرسري لارښود ورو وموسل، فرزانه حکیم ورپه یاد شو او د خپل لاروي ناڅاپي پوښتنې حیران کړ، یوازې یې دومره ځواب ورکړ: 

-        موږ او تاسو د هغو خلکو ښار ته ور روان یو، چې د همدغو چینجیو په څېر یو بل سره خوري، خو د ستر حکیم له تمثیل سره د دوی توپیر دا دی، چې دوی نه خلاصیږي، ځکه د هر خوړل شوي چینجي په بدل کې درې نور زیږي او رالوییږي... 

دا چینجي به تر قیامته همداسې یو بل خوري او هيڅکله به د وجود ښار ته راونه وځي.  دوی د خپلو باورونو په سمڅو کې بندیان دي، دا چینجي له سمڅې بهر رڼا څخه ویریږي، دوی له رڼا څخه کرکه لري. دا چینجي نه غواړي پوه شي، چې له سمڅې بهر بله نړۍ هم شته، یوه روښانه او ستره نړۍ، چې یو د بل له خوړلو پرته هم په کې ژوند کېدلای شي.  دې خلکو ټوله هستي د خپلو باورونو تر کوشنۍ سمڅې پورې راتنګه کړې ده.  د دوی سرشت او طبیعت له همدې درې حقیقتونو څخه جوړ دی : 

-        په تیاره سمڅه کې ژوند، 

-        یو د بل خوړل 

-        او له رڼا څخه کرکه. 

لاروی ولړزیده او زړه نا زړه د نوي منزل په خوا وروخوځېد. 

 

 


 

نهه‌پنځوسم منزل

هغه څانګه،

چې وه ماته

درویزه یې د رڼا کړه

 

د نیمې وچې ونې مزدک ته ورسېدل، د یوې شنې غونډۍ پرسر یوه ونه ولاړه وه، څه برخه شنه وه او ښکلې پاڼې یې درلودلې، خو یوه لویه برخه یې وچه وه او له څانګو څخه یې د اور وړې وړې سپرغۍ پورته کېدې، د وچې برخې له څانګو څخه تور لوګي اسمان ته پورته کېده.  پر مزدک راټول شوي زیارت کوونکي ګرد له ونې څخه تاوېدل، چې هغه شنه برخه یې وګوري، خو ونه هم له دوی سره ګرده تاوېده او خپله شنه برخه یې د دوی له سترګو پټوله، زیارت کوونکي ستړي ستومانه وو، خو یوازې یې د ونې هغه وچه اورورینه او په لوګیو توره برخه لیدلای شوه. 

لاروی هک حیران شو، له خپل لارښود څخه یې د دې عجیبې ونې راز وپوښت. 

ببرسري لارښود وخندل، داسې چې په سترګو کې یې اوښکې وځلېدې: 

-        ډېر کلونه پخوا په دې کلي کې ناپوهي او جهالت و او خلک په شخړو او ظلم کې ډوب وو، یو نوراني سړی راغی او دوی ته یې د ژغورلو لار وښووله.  نوراني سړي د ظلم او شخړو هوا بدله کړه او کلیوال یې مینې، رحم او عاطفې ته راوبلل او د بشپړې سولې تر راتلو روسته غیب شو.  خلکو ویل: 

-         نوراني سړی همدلته د همدې غونډۍ پر سر کلیوالو ته خپلې وروستۍ خبرې وکړې، هغوی یې مینې او عاطفې ته راوبلل او بیا غیب شو.  پر هغه ځای، چې دی د وروستي ځل لپاره لیدل شوی و، دغه ونه راشنه شوه، چې ښکلې پاڼې یې درلودلې او لمر ته به تکه شنه ځلېدله.  خلک به د ونې زیارت ته راتلل او د نوراني سړي کیسې به یې کولې.  ورو ورو یو څو کسان راپیدا شول او ځانونه یې د نوراني سړي شاګردان وبلل، دوی نورو کلیو ته هم ولاړل، چې د نوراني سړي پیغامونه خپاره کړي، خو دوی د مینې او عاطفې پیغامونه له ځانونو سره نه درلودل، بلکې دوی د نوراني سړي په استازولۍ له ځانونو سره تورې او نیزې وړلې او د خواوشا کلیو خلک یې د پیغامونو د خپراوي په نوم وژل او لوټول.  د نوراني سړي شاګردان شتمن کېدل او واکمني یې پراخېده، د دوی له داسې کړنو سره د ونې یوه یوه څانګه ژېړېده، وچېده او د پاڼو پر ځای د اور لنبې پرې زرغونېدې. کلونه روسته د نوراني سړي شاګردان په خپلو منځونو کې سره ونښتل او پر شتمنیو او واکمنۍ یې جګړې پیل کړې، کلیوال یې سره وویشل او بدمرغي پیل شوه.  د نوراني سړي د مینې او عاطفې پیغامونه هېر شول او ځای یې کرکې او جګړو ونیوه. 

د ونې لویه برخه څانګې د اور په نغریو بدلې شوې او له هماغې ورځې روسته دا ونه خپله کوشنۍ شنه برخه د زیارت کوونکیو له سترګو پټوي. 

لاروی لا هم حیران و، خو د ډېرو لوګیو تر شا یې د ونې یوازې څو شنې پاڼې لیدلای شوې....

 


 

شپېتم منزل

دلته مه پوښته پوښتنې

دلته نه شته ځوابونه

 

د ځوانانو په ښار کې ګرځېدل، چې په ګونګه مدرسه ورپېښ شول.  دې ښار ته یې ځکه د ځوانانو ښار وایه، چې مشرانو او سپینږیرو یې یو بل سره وژلي او خلاص کړي وو.  د مشرانو د خپلمنځي وژنو په کلونو کې د هغوی کوشني یتیمان پاتې شول، چې په تېرو څو کلونو کې اوس را زلمي شوي وو.  دوی په دې نه پوهېدل، چې پلرونو یې ولې او د کوم ارزښت لپاره یو بل سره وژلي وو، خو د دومره پوښتنو په منځ کې حیران او سرګردانه لاروي خپل ببرسری لارښود وپوښت، چې د ګونګې مدرسې په راز یې خبر کړي. 

لارښود چې وخندل، نو د مدرسې له دروازې سره د ونې له څانګو څو وچې پاڼې په لاره راپریوتلې، مستانه ببرسري ځواب ورکړ: 

-        دې ته ځکه ګونګه مدرسه وايي، چې د) ولي؟(،) څنګه؟( ،) چا؟ )  او ( دڅه لپاره؟) پوښتنې په کې منع دي.  هېڅ زده کړیال نه‌شي کړای د نړۍ، پېښو، تاریخ او پوهنو په اړه د ( ولې؟) پوښتنه وکړي. 

د ( ولې؟)  پوښتنه جرم او ګناه ده، چا چې وویل : ولې....؟ نو وژل کیږي. 

لاروی بیا وپوښتل:

-         نو د ولې؟ په وړاندې ولې قدغن لګېدلی دی؟ 

لارښود بیا کټ کټ وخندل او ځواب یې ورکړ؟ 

-        د دې ښار مشران دوه برخې شوي وو، یوې برخې به پوښتنې کولې، چې:

-         ولې خلک ناپوهه، خوار، وږي او ناخبره دي؟

دوهمې ډلې چې د خلکو له ویښتیا، پوهې او خبریدو ویریدل او په دې کې یې خپل واک وځواک ته ګواښ احساساوه، له پوښتونکیو سره دوښمني پیل کړه او شخړه ونښته، جګړه د ( ولې؟)  په سر پېښه شوه او یو نسل ټول تباه شو. 

ځوان نسل، چې د ( ولې؟)  په سر د جګړې د بلهاریانو یتیمان دي، له دې ډاره چې بیا ونه وژل شي، نور د ( ولې؟)  پوښتنه نه‌شي کړای. 

زده کوونکي په ښوونځي کې لولي : 

-         (ډوډۍ، اوبه، هوا)،  خو که چا وپوښتل، چې ډوډۍ له کومه کیږي؟ اوبه ولې شته؟ او هوا څه ده؟ نو د دې پوښتنو لپاره خپل ژوند له ګواښ سره مخامخولای شي.  د همدې لپاره په دې مدرسه کې یوازې ښوونکي خبرې کوي او زده کوونکي باید ګونګه روژه ونیسي، یوازې د ښوونکیو خولو ته وګوري او بس. 

لاروی، چې له پوښتنو څخه ویریدلی و، بل ځل یې پوښتنه ونه کړه، چې:

-         ولې؟

 

 

 

 

 

 

 

یوشپېتم منزل

داسې خلک،

چې رڼې اوبه څښل په کې ګناه ده!

 

د لیوني کان ښار ته ورسېدل . دا ښار د یوې لویې غونډۍ په سر ودان و،  ښاریان بېوزله او نهر خلک ول، لاروي واورېدل، چې  تر هغې غونډۍ لاندې ، چې ښار پرې جوړ و،  د سرو زرو یو لوی کان پروت دی.  د ښار یوې څنډې ته له ګڼو چینو څخه د پاکو او رڼو اوبو لویه ویاله رابهېده، خو د ښار خلکو د څاه ګانو چینجنې او خړې اوبه څښلې او د سپینو چینو له رڼو اوبو سره یې کار نه‌درلوده، د چینو اوبه په لویه ویاله کې تر غونډۍ ښکته ګاونډي ښار ته وربهېدې . 

لاروی دې طلسم ته حیران شو، چې د وږیو، تږیو او نهرو ښاریانو ژوند د سرو زرو په کان ولې دومره خوار دی؟ او د چینو په داسې  پرېمانه رڼو اوبو کې ولې د څاه ګانو خوسا او خړې اوبه څښي.  

لاروی له خپل لارښود څخه د دې  طلسم راز وپوښت. 

لارښود د چینو په اوبو سینه سړه کړه او بیا یې په کټ کټ وخندل، د لارښود له خندا څخه د ښار په کنډوالو کې انګازې وشوې :

-        د دې ښار خلک د ګاونډي ښار د څو کوډګرو زاهدانو له خوا طلسم شوي دي. کیسه دا ده، چې د ګاونډي ښار زاهدانو ـ  چې د لیوني کان ښاریان کلکه عقیده پرې لري ـ  په دې ښار کې اوازه ګډه کړې، چې  د سرو زرو کان او د رڼو اوبو چینې دواړه پیریان او شیطانان لري. نو که د ښار خلک د کان راایستلوهڅه یا د چینو له اوبو څخه  څکه وکړي، ټول ښاریان به د شیطانانو په ګناهونو کې ډوب شي او مخامخ به دوزخونو ته ولېږل شي.  په اونۍ کې یوځل د ګاونډیو زاهدانو استازي راځي او د لیوني کان د ښار په کوڅو کې د پیریانو او شیطانانو افسانې په لوړ غږ تکراروي او ښاریان ویروي. 

د رڼو چینو اوبه پاکې او پوره له دې ښاره تیریږي او د ګاونډي ښار خلک یې څښي او کروندو ته یې ورسموي. همدا راز د ګاونډ ښاریان په تمه دي، چې د لیوني کان د ښار خلک له ولږې، ناپوهۍ او ناروغیو څخه ومري یا دومره کمزوري شي، چې د کان راایستلو وس بیخي وبایلي، هله به بیا د ګاونډیو ښارونو خلک د سرو زرو کان د خپلو ښارونو لپاره راوباسي. 

لاروی هک حیران ودرېده، د لیوني کان د ښاریانو ساده‌ګۍ او د ګاونډي ښار د زاهدانو هوښیارۍ ته یې ګوته په غاښ وچیچله .  

 

 

 

 

 

 

 

دوه‌شپېتم منزل

کومې نښې دې ساتلي د لېوانو؟

 

د یوه لوړ غره په لمن کې یو ښار پروت و، چې د زړو کنډوالو پر بنسټونو یې نوې ودانۍ روغول شوې وې.  د ښار په دروازه کې داسې هټۍ وې، چې په کې د لېوانو پوټکي، لکۍ  او داسې څېرې ( نقابونه ) خرڅېدل، چې کله به چا په مخ کېښودل نو د لیوانو په څېر ښکارېدل. لاروی حیران شو، چې په دې ښار کې  ولې خلک له لېوانو سره دومره مینه لري؟  له خپل ببرسري لارښود څخه یې وپوښتلک

-         د دې ښار اوسېدونکي له لېوانو سره څه اړیکه لري؟ 

ببرسري یوه قهرېدلې موسکا وکړه ویې ویل: 

-        دغه ښار ته له څېرمه درې څخه کلونه وړاندې څه خلک راغلل، چې د لېوانو نقابونه یې په مخونو لګولي وو، ځینو یې شاته لکۍ هم تړلې وې، دوی دغه ښار لوټ او ویجاړ کړ او خلک یې وداړل. ښاریان د لوی زغم خاوند خلک ول، صبر یې وکړ او ورو ورو یې ښار بېرته جوړ کړ. د لېوانو له سیمې راغلي خلک یې هم په خپل ښار کې وزغمل او  په کراره  یې د ښاري کېدو په لارو او رودو  وپوهول. 

خو د لېوانو مینه والو د کال یوه ورځ د ځان لپاره ځانګړې کړه، چې په هغه ورځ د ښار د ویجاړولو او تباهۍ خاطره په شان و شوکت ولمانځي. په دې ورځ څه شمېر خلک د لېوانو نقابونه اغوندي او په ځانونو پورې لکۍ تړي، د ښار کوڅو ته راوځي او ښاریان ځوروي . ښاریان د کال په دغه ورځ په کورونو کې پاتې کیږي او چې ډېره اړتیا پېښه نه وي، له کورونو نه راوځي. ښاریان د خپلو کورنو له کړکیو د دغې ورځې د پېښو ننداره کوي او د ښار د ویجاړیو او تباهۍ د زمانې ترخې تجربې راپه یادوي. 

لاروي د هټیو پر دروازو د لېوانو پستو لکیو ته ځېر شو، چې وړۍ یې د باد بهیر ته خوځېدې، خو دنقابونو په خولو کې د تېرو غاښونو له څوکو ووېرېده او په خپل لارښود پسې ، چې نور د ښار له دروازې څخه وتلو ته نږدې شوی و، په ځغاسته له ښاره ووت. 

 


 

 

دري‌شپېتم منزل

ګونګوسې دي، اوازې دي

د چا غوښې یې په خولې دي

 

(غیبت‌اباد)  ته چې ورسېدل، نو لاروی حیران ودرېد، ښار ړنګ او ګډوډ و. کوڅې له خځلو ډکې وې او د ونو پرپاڼو ګرد ناست و. ښاریان هر کونج کې دوه دوه یا څوڅو سره ناست ول او ټولو خبرې کولې.  لاروی چې ښه ځير شو، څه ګوري، چې ټول د ښار د سیاستوالو په اړه خبرې کوي او هر یو په بده  یادوي.  خبرې ګرمې وې، هر یوه د ښاري واکمنو په اړه په دومره جزیاتو او دقت خبرې کولې، چې لاروی یې د معلوماتو ژورتیا او پراخوالي ته حیران شو. 

لاروي خپل ببرسري لارښود ته مخ واړاوه او د تل په څېر یې وپوښت : 

-        د دې ښار او ښاریانو له رازه مې خبر کړه. 

ببرسري لارښود دا ځل د زړه له تله وخندل، داسې چې سپېرې څنې یې ورېږدېدې او له سترګو یې د اوښکو راڼه څاڅکي راورغړېدل: 

-        دا (غیبت اباد)  دی، ټول د خپل ښار  په واکمنو او سیاستوالو کې غږیږي، دوی په دې پوهیږي، چې کوم سیاستوال  څو مېرمنې او بچي لري، په دې هم خبر دي، چې د کوم یوه سابه خوښیږي او د کوم یې د اوزې د غوښې کباب. ښاریان خبر دي، چې د کوم سیاستوال مېرمن ښکلې ده او کوم یو یې په کور کې له مېرمنې پکو او پازاب دی؟  د غیبت اباد خلک خبر دي، چې کوم سیاستوال غل او دروغجن دی، کوم یې ظالم او وژونکی دی او کوم یو یې خاکسار او بې کبره .... 

خو د دې ښاریانو لویه ستونزه دا ده، چې په ښو او بدو ټولو سیاستوالو پسې خبرې کوي. د عمر ټوله برخه یې د همدې واکمنو په تول وترازو، څنډلو، غندلو، ستاینو او دګلو تېر شو. بله ستونزه دا ده، چې که څو زره ښاریان وي، نو د سیاست او سیاستوالو په هکله نظرونه هم د همدوی په شمېر دي، ځکه خو د یوه شخص، پېښې، سیاست او حللارې په اړه لس کسان سره یوه خوله او یو نظر نه شې موندلای.

 سیاستوال پوهیږي، چې ښاریان دوی ته زیان نه‌شي رسولای، ځکه ټول ایله په غیبتونو بوخت دي او  د ظلم، غلا، ناروا او تیري مخه  نیولای نه‌شي، دا خلک د عمل خلک نه‌دي. دا ښاریان  خپلې کوڅې، کورونه او لارې نه پاکوي، ځکه په تمه دي، چې بدورګي سیاستوال د دوی له بدو غیبتونو څخه وشرمیږي او راشي د دوی ښار ورته پاک کړي.  نه خو ښاریان په غیبتونو ستړي شول او نه هم واکمن وشرمېدل، کیسه همداسې روانه ده...

لاروی په دې منځ کې وپوښتل : 

-        زما لارښوده  کوربان دې شم، د دې طلسم د ماتېدو راز څه دی؟ 

لارښود بیا وخندل او ببرې څڼې یې وخوځولې: 

-        هرکله که لس یا سل ښاریان په یوه خوله شول، په یوه فکر سره راټول شول او د حللاره یې وموندله ، نو دا طلسم ماتیږي. تر څو چې څو ښاریان په یوه لاره ګډ تلل سره ونه ازمويي دا کیسه به همداسې روانه وي. د خندا بله خبره خو دا ده، چې ښاریان له خپلو واکمنو تمه لري، چې دوی سره راټول او په یوه لاره روان کړي، هغه څه چې هيڅکله به پېښ نه‌شي. 

لاروی دا وخت تر یوې ونې لاندې دوو ښاریانو ته ځیرشو، چې د کوم واکمن پر غندنه یا ستاینه یې یو بل له مرۍ سره نیولي او دواړه بېلو بېلوخلکو ته ښکنځلې کوي .... 

او دا لومړی ځل و، چې لاروي هم دې نندارې ته کړس کړس وخندل . 

 

 

 

څلورشپېتم منزل

چېرته چې «بازي» ده، په دې «ځي» ده!

 

 ببرسری لارښود او د هغه مخلص لاروی د خپل سفر په لاره څلورشپېتم ښار ته ورسېدل. د ښار د ړنګې  دروازې په سر د دوو زمریو څېرې جوړې وې، چې یو بل یې له څټونو رانیولي او جنګ کوي، همدا چې په دروازه ورننوتل، نو د دروازې پاسبانان یې ولیدل، چې د زرکانو قفسونه یې پرانیستي دي او زرکان جنګوي، د زرکانو مشوکې او ډډې په وینو سرې وې. د ښار په لوی میدان کې ګڼ خلک راټول شوي وو، لاروي ګومان وکړ، چې د ښار پاچا به خبرې کوي او خلک به یې اورېدلو ته راټول وي، په تلوسه ورغی، خلکو نارې وهلې : 

ـ  ویې نیسه ! 

ـ  هله پلاره ! له ستوني ونیسه ! 

ـ  خړی یې ګټي ! شرط دی ! 

ـ  نه برګی ګټي ... 

لاروي د خلکو د کړۍ ترمنځ دوه غټ سپي ولیدل، چې یو په بل یې د وینو لیښتي رابهولي دي ... لاروی خواشینی له ګڼې ګوڼې راووت او په خپل لارښود پسې یې منډې کړې. ببرسري لارښود په کرکه د خلکو بلې کړۍ ته وکتل، چې چرګان یې جنګول او هاخوا ګڼ نور خلک راټول ول، چې د مړځانو په جنګولو شرطونه وتړي...

یو ښاري په بېړه روان و، لاروي ورمنډه کړه چې د ښار راز  ورڅخه وپوښتي، ښاري مخ ترې واړاوه او دومره یې ورته وویل : 

-        وروره ته وزګاریې، زه بېړه لرم، چې ماښام ته سازیان پیدا کړم. 

لاروی خوشاله شو، چې دا یو لږ ترلږه د هنر مینه وال ښاري دی، ګوندې د جنګوونکیو د ښار د طلسم راز ورښکاره وي، نو له روان ښاري یې وپوښتل : 

-        کوم واده لرې، چې په ساز پسې ځې ؟ 

ښاري بدې بدې ورته وکتل : 

-        نه ماښام د ( بچه بازۍ) مجلس دی، ما په خپل ( هلک) شرط تړلی، ورځم چې د خپل هلک په غوښتنه برابر سازیان ومومم ....

د لاروي تر پښو لاندې زمکه وتښتېده او سر پرې وګرځېد...

دا څه ډول ښار ته راغلی یم، چې هرڅه ( بازي ) او هرڅه ( جنګي ) دي، له مرغ جنګي و سګ جنګي نه نیولې تر (بودنه بازي ) او ( بچه بازي ) پورې؟

وارخطا او ساه نیولی خپل ببرسري مرشدلارښود ته ورغی د هغه په لمن یې لاس پورې کړ، چې : 

-        زما لارښوده  ! دا څه اورم او دا څه وینم؟ 

لارښود دا ځل هېڅ ونه ویل،  نه یې خندل ، ان چې لاروي ته یې لا ونه کتل، یوازې یې د خپلو ژورو سترګو په اشاره د ښار یوه څنډه وروښووله. 

لاروي د خپل ببرسري لارښود نظر پسې واخیست، د هغه د اشارې لوري ته یې وکتل: 

هلته د واټ ترڅنګ یو تړلی کتاب‌پلورنځی و، لاروی تړلي کتابپلورنځي ته ورنږدې شو، وره ته د کلونو زوړ کولپ پروت و، چې د غڼو په تارونو کې یې رنګ نه ښکارېده، د کتابونو د هټۍ هیندارې ماتې وې او په دوړو پټ څو کتابونه پراته ول. داسې ښکارېدل، چې  له ماتو هیندارو څخه څوک د کتابونو دغلا هڅه نه کوي. د هټۍ د یوې هیندارې شاته په یوه زاړه کاغذ لیکل شوي وو: 

" زما ښاریان د کتاب اخیستلو پیسې نه لري، خو د جنګي سپیو او نڅېدونکیو هلکانو په سر دومره پیسې شیندي، چې د څلوروګاونډیو ښارونو کتابونه هم پرې اخیستل کېدای شي. زه  ـ د دې ښار  بوډا کتاب پلورونکی ـ د خپل حکیم استاد دلیدو په پار څېرمه ښار ته ځم، چې ترې وپوښتم : 

-        زما د ښار خلک بېوزلي دي، که احمقان ؟ "

 


پینځه‌شپېتم منزل

موسیقي؛ لکه رڼه چینه روانه...

 

په کلي وبا ګډه وه . ډله ډله کلیوال مړه کېدل، په هرکور کې دوه درې کسان د وبا له لاسه رنځېدل. د ماشومانو بېله هدیره جوړه شوې وه، د وړو وړو قبرونو کتار هره ورځ اوږدېده . کلیوال د خپلو مړیو خښولو ستومانه کړل. ته وا، په ویاله کې د اوبو په ځای زهر بهېدل او هرچا به چې د ویالې اوبه وڅښلې وبا به وواهه. 

له کلي څخه لرې، د غره په یوه څنډه کې، یوه رڼه او پاکه چینه بهېده، خو د کلیوالو ورته پام نه و، چې اوبه یې د کلي خواته راسمې کړي او کلیوال د ککړې ویالې له اوبو څخه خلاص کړي.

یوه ورځ ناچاره کلیوال د مزدک مشر راهب ته ورغلل، دعا یې ورڅخه وغوښته او له وبا څخه یې د خلاصون چاره ترې وپوښتله. راهب په ډېر غرور له څادر څخه خپله څېره راښکاره کړه او کلیوالو ته یې وویل: 

-        درې ورځې مراقبه کوم، چې چاره مې وموندله، نو روسته به یې دروښیم. 

په درېیمه ورځ بیا کلیوال راهب ته ورغلل، په دې ورځ ببرسری لارښود او د هغه لاروی هم د خلکو په وروستي کتار کې ولاړ  ول، چې وګوري راهب څه چاره ښيي؟ 

راهب  د مراقبې له صومعې څخه راووت په سر راکوډۍ شوی څادر یې لږ پورته کړ او خلکو ته یې وویل: 

-        تاسو د سندرو په غضب ککړ شوي یاست. په کلي کې وګرځئ! هر ځای مو چې د ښځمنو چمبه (دایره) وموندله ماته یې کړئ! 

د خلیپه ګانو ډولونه وڅيرئ او پرې وخیژئ! شپيلۍ د شیطان تولۍ ده  له ټولو شپنو څخه شپېلۍ راټولې کړئ او په اور کې یې وسیزئ! 

 ټولې هغه مرغۍ چې ښکلی غږ لري ووژنۍ او له کلي یې وشړئ! 

هغه پېغلې چې په  ودونو کې ټپې وايي ګونګۍ کړئ! رانجه ورکړئ، چې غږونه یې ټپ شي ... 

د لاروي رنګ والوت ځير ځير یې  خپل لارښود ته وکتل، چې زما لارښوده  دا څه اورم ؟ 

ببرسري پير د خپل اوږده کوڅاو لستوڼی خولې ته نیولی و او خندل یې، ورو یې لاروی ته وویل: 

-        د ککړې ویالې اوبه له ټولو هېرې دي او په غره کې د رڼې چینې پاکې اوبه د هیچا نه دي په یاد، خو راهب  له سندرو ځوریږي.  وبا په ډولونو او چمبو کې نه ، په ککړو اوبو کې پټه ده... 

دا مهال د غره د رڼې چینې له څنګه د کوم شپانه د خوږې شپېلۍ غږ  راغی، راهب په کرکه وروکتل، څادر یې بېرته په مخ راخپور کړ او د صومعې په توره دروازه کې ورک شو. 

ناڅاپه، د شپېلۍ خواږه غږکلیوالو ته رڼه چینه ورپه یاد کړه. 

شپږشپېتم منزل

بې‌رحمۍ د عقیدې لمن کړه څېرې

 

د طلسم شوي پاچا ښار ته ورسېدل، خلکو زوړ پاچا په یوه ماڼۍ کې کېنولی و او هره ورځ یې د خپلو دسترخوانونو ډوډۍ ورسره ویشله، نوي پاچا یې هم د مشرۍ او سپینې ږیرې په خاطر عزت کاوه. خو زوړ پاچا به د شپې له ماڼۍ راووت، د وړو ورکیو له څرمنو څخه جوړه خولۍ به یې په لاس کې ونیوله او په هدیرو کې به د وژونکیو او بدماشانو په قبرونو ګرځېده، هر قبرته به یې دعا وکړه، جنډې به یې پرې سمې کړې او په ځینو قبرونو به یې اوبه وشیندلې.  تر شونډو لاندې به یې نوي پاچا ته ښېراوې وکړې او بېرته به خپلې ماڼۍ ته ورستون شو. 

لاروي چې دا حال ولیده، نو په حیرانتیا یې خپل ببرسری پير وپوښت:

-          زما لارښوده  دا څه کیسه ده ؟ 

ببرسري لارښود ښه د زړه له تله وخندل، داسې چې په سپېره مخ کې یې وینه وګرځېده او رنګ یې سور شو: 

-        کیسه داسې ده، چې زوړ پاچا له ویرې او یا خدای خبره له ښه نیته د خپل ښار پخواني وژونکي او ډاکوان ونازول او هرڅه يې وروبښل، خلکو ته به یې هم نصیحت کاوه، چې له دوی سره ښېګڼه کوئ، خدای مهربانه‌ دی ورو ورو به ښه شي او غلاغدۍ، وژنې او تیري به پریږدي. له دوی سره ګوزاره د ښار په ګټه ده. 

زوړ پاچا د بدوګیوغلو په پاللو کې دومره زیاتی وکړ، چې دا یې عادت وګرځېد او روسته روسته یې په خپلو کړو باور پیدا کړ، باور یې په عقیده بدل شو او د مړو شویو بدماشانو زیارت یې د عبادت یوه برخه شو.  له هماغې زمانې تر ننه، زوړ پاچا د کوشنیو ورکیو له نازکو پوستکیو جوړه خولۍ په لاس، د غلو او تیريګرو په  قبرونو ګرځي، دعا ګانې ورته کوي او له ارواوو یې مرسته غواړي.  زوړ پاچا نوي واکمن ته په غوسه دی، چې د ده پیران یې ونه پالل، ځکه نو ځینې مړه شول او ځینې یې هم د خلکو له غوسې څخه له ښاره ووتل. 

لاروی حیران شو، چې د زاړه طلسم شوي پاچا ستومانې اروا ته وخاندي که وژاړي؟ 

 


اووه شپېتم منزل

د اروا له سترګو هم اوښکې راڅاڅي

 

د " لکړې وادۍ"  ته ورسېدل. 

د ببرسري لارښود سپېرې څڼې باد خوځولې، لاروی ورپسې و، چې لارښود یې ژوره ساه راوایستله ، د هغه سترګې پټې وې ، په څېره کې یې لومړی د خوښۍ او بیا د یوه ژور خپګان او غم کرښې ښکاره شوې. لاروي د خپل لارښود لمن ونیوله او ویې پوښت : 

-        زما لارښوده ! 

له هېڅ ښار یا کلي سره دې داسې ژور  روحي تړاو نه و ښوولی.  پوه مې کړه، چې دا کومه وادي ده او ولې یې د لکړې وادي بولي؟ 

لارښود سترګې پرانیستې، په غمجن غږ یې ورته وویل: 

-        پېړۍ پېړۍ پخوا دلته یو روښانه، زړور او مهربان مشر اوسېده، چې زوزاتو یې ( بابا) ګاڼه. بابا د دې وادۍ د اوسېدونکیو نیکه و، چې د دوی لپاره یې دغه وادي ودانه کړې او په میراث پریښې وه. 

ویل کیږي، کله چې بابا مړ کېده، نو خپله لکړه یې خپل یوه هوښیار زوی ته ورکړه او خپلو بچو ته یې وویل: 

-        دا زما لکړه به ستاسو لارښوونه کوي، له هرچا سره مو چې زما لکړه ولیده، د هغه ملګري اوسئ او دخپلې وادۍ له دوښمنانو سره د همغه په مشرۍ جګړه وکړئ، چې واک مو خپل وي. 

بابا مړ شو، اوس یې د دې وادۍ پریوه لوړه غونډۍ قبر جوړ دی،  یوه پېړۍ روسته د بابا لکړه ورکه شوه، خو چا یې غل ونه مونده. د هغه اولادونه په جګړو او قربانۍ ورکولو کې مشهور ول، ځکه نو د ګاونډ څلورو ښارونو په خپله ګټه د دوی د جنګولو هوس درلوده. د ګاونډیو ښارونو هوښیارو پاچایانو د بابا د لکړې په څېر لکړې جوړې کړې او د لکړې د وادي ځوانانو ته به یې په کال کې یوځل ورښوولې، چې:

-          دا ده، ستاسو د بابا لکړه له موږ سره ده او موږ په حقه یو، راځئ له موږ سره ودریږئ!

 په وادي کې د بابا زوزات په څلورو برخو وویشل شول او د ګاونډیو ښارونو د پاچایانو لښکرونه یې جوړ کړل. دوی وړیا او د غیرت په نامه جنګېدل،  ډېرځله د ګاونډ پاچایانو په زمکو، زرو او مینځو جګړې کولې او وژل کېدل به په کې د لکړې د وادي ځوانان. دا کیسه تراوسه لا روانه ده او هر ګاونډی پاچا د وادي د زلمیو لښکرونه جنګوي.  دلته په وادي کې یې میندې، خویندې، مېرمنې یا واړه کوشنیان ورته په تمه وي، خو د ژوندیو جنګیالیو په ځای یې جنازې یا مات وګوډ بدنونه راستانه‌شي. په دې وادي کې تر کلیو هدیرې لویې دي او په هره کورنۍ کې د وږیو او نهرو کورنیو سترګې په لار دي، چې له کوم ګاونډه به یې د عزیز جنازه راستنیږي ... 

زه چې دلته راورسېدم، نو د بابا له خوا مې په اروا غیبي غږ وشو، بابا ژړل او پر خپلو بېخبره غیرتیانو یې ساړه اهونه ایستل. زه د بابا د اروا لیدلو ته خوشاله شوم، خو روسته مې یې د ژړا په اورېدو ځان د خپګان په سمندر لاهو ولېده. 

لاروي د پراخې وادۍ په منځ کې کنډر کورونه، پراخې هدیرې او شاړې کروندې لیدلې، چې خاوندانو یې د بابا د لکړې په نامه د پردیو جګړو په ډګرونو کې یو د بل وینې بهولې. 

 


 

اته شپېتم منزل

موږ د وږیو له ټبره؟

 

د یوه ساړه  ژمي په  ګردجن سباوون کې ، ببرسری قلندرلارښود مخکې او مجذوب لاروی ورپسې یوه بې‌نومه هېواد ته ورسېدل.  هېواد ځکه بې‌نومه و، چې اوسېدونکي یې په یوه نامه  نه سره جوړېدل.

د هېواد په یوه څنډه کې پخوا د شنو اوبو لوی ډنډ و ، د دغه ډنډ په شاو خوا پرتو خلکو ټینګار کاوه، چې:

-         هېواد دې یې ( ډنډاباد) ونومول شي. 

 په بل کونج کې لوړ غرونه ول، چې په سر یې ځنګلونه  باد ته کاږه واږه کېدل، د ځنګلونو خلکو ویل :

-         هېواد باید (ځنګلستان) ونومیږي . 

په هېواد کې یوه برخه خلک دې ته غره ول، چې د هېواد خورا پخواني اوسېدونکي دي او د غنمو کروندې لري، ځکه یې خوښه دا وه، چې بې‌نومه هېواد ته  د ( غنمرنګو هېواد) نوم ورکړي.  شپنو او چوپانانو ویل: 

-        دوی به هېڅلکه دغه هېواد له (شپون ورشو) پرته په بل نامه ونه نوموي.  

لاروی د بې‌نومه هېواد په اړه همدومره پوهېده، خو کله چې د ژمي په ترخه سهار ورننوتل نو دا هېواد یې لکه سړه هدیره داسې بې‌روحه او بې‌خونده وموند. د خپل ببرسري لارښود لمن یې ونیوله او د هغه ترمخ یې زنګون کېښود:

-        زما مبارکه لارښوده ! راته ووایه، چې په دغه هېواد څه ټکه لوېدلې ده. 

لارښود وخندل، ببرې څڼې یې د واورو او کنګل یخې سیلۍ ته ونڅېدې او لاروی ته یې وویل:  

-         د بې‌نومه هېواد د خلکو ترمنځ  د نوم اېښوولو لانجه اوږده شوه او خبره دوښمنۍ  ته ووتله، تر دې چې دوی ډله ډله،  تورې او دبي په لاس کې، په یوبل پسې راووتل. د ځنګلونو اوسېدونکي راغلل او د اوبو د شین ډنډ یو دیوال يې ونړاوه، چې اوبه د ګاونډي هېواد خواته وبهیږي او ډنډ وچ شي، بیا به نو د ډنډ اوسېدونکي د خپل ډنډ نوم په دوی نه تپي. د ډنډ شاوخوا هېوادوال له لویو ارو او تبرونو سره په ځنګلونو ور تویې شول او د ځنګلونو ونې یې ورېبلې، چې له ځنګله سره یوځای د ځنګله نوم هم خاورې ایرې شي. شپنو او چوپانانو د غنمرنګو درمندونه وسیزل او  غنمرنګو د شپنو او چوپانانو په رمو پسې د قصابانو چړې ګرځولې، تر دې چې ټولو خپلې شتمنۍ وبایللې، خو بې‌نومه هېواد د نامه خاوند نه شو. 

لارښود لا کیسه کوله، چې په لومړۍ کنډواله کې لس ـ شل وچ  ډنګر ببرسري په مخه ورغلل، د دوی ګېډې د ملا په تیرونو پورې نښتې وې، لینګي یې لړزېدل او سترګې یې کوړاغې کوړاغې راوتلې وې.  دوه ـ  درېیو یې د جوارو وچې توکې شپېلولې. دوی چې لارښود او حیران شوی لاروی ولیدل ورته رامنډې یې کړې، ودې شي که کومه مړۍ ډوډۍ ورڅخه بود کړي . 

لاروي په حیرانۍ له دوی څخه وپوښتل: 

-        تاسو څوک یاست؟ 

د ډنډ که د ځنګلونو، غنمرنګي که شپانه ؟   

وچو ډنګرو لاروي ته په وحشت وکتل، او ایله یې  دومره ځګیروي له خولې ووتل : 

ـ  موږ  وږي یو !  

 

 


 

نهه‌شپېتم منزل

دا هماغه لیونی دی

په ریښتیا ريښتیا خبرو

 

 

ببرسري لارښود د لوړو غرونود کلي په درشل کې، ناڅاپه خپل لاروي ته مخ ورواړاوه او ویې پوښت : 

-        تا کله د لیوني بابا زیارت نوم اورېدلی دی؟ 

لاروي ژر ځواب ورکړ: 

-        کوربان شم زما لارښوده ، نه مې دی اورېدلی.  

ببرسري لارښود وخندل: 

-        همدې کلي ته چې ورځو، د ویالې کیڼې غاړې ته د یوې غونډۍ په سر د لیوني بابا زیارت دی، همدا چې له مزاره یې درې ځلې راتاو شو نو بیا به یې کیسه درته وکړم. 

لارښود وړاندې او لاروی روسته درې ځلې له یوه اوږده مزاره راتاوشول، د قبر پر شناخته لیکل شوي ول: 

-        « دلته هغه څوک خښ دی، چې خپلو کلیوالو ته یې د ورپاتې باورونو او انګېرنو په وړاندې د عقلاني چلن سپارښتنې کولې، له همدې کبله په خلکو کې په لیوني بابا مشهور شو... »

لاروی تر زیارت روسته، د خپل لارښود لمن ونیوله او د شناختې لیک د رمز و راز پوښتنه یې وکړه. 

لارښود د زیارت دننه کړس کړس وخندل، د زیارت په چت کې یوې شین وزرې کوترې ځاله کړې وه او د لارښود له خندا سره له زیارته ووتله، لارښودخپل لاروی ته وویل: 

-        په دې کلي کې باور داسې و، چې کروندې د مزدک او په مزدک کې د ناست راهب په برکت شنې کیږي او حاصلات کوي، ځکه نو کلیوالو دوه باورونه اودوه  دودونه درلودل. 

-        لومړی: 

د حاصلاتو یوه لویه برخه یې هرکال مزدک ته په زکات کې ورکوله او ایله دومره یې ځانته پرېښوده، چې له لوږې مړه نه‌شي. 

-        دویم: 

بل دود دا و، چې هرې کورنۍ به خپل مشر نارینه اولاد، هر کال د مزدک په دروازه کې قرباني کاوه، چې راهب یې وینه وڅښي او د قرباني د قبلېدو دعا ورته وکړي. که به چا نارینه اولاد نه درلوده، نو خپله پېغله لور به یې د مزدک راهب ته ور مینځه کړه.

 یو کال ناڅاپه په کلي کې دغه لیونی بابا راپیدا شو او خلکو ته یې وویل : 

-        راهب، مزدک، کروندې او حاصلات هرڅه ستاسو د بچیانو د نېکمرغه ژوند او خوشالۍ لپاره دي، نه دا چې کروندې او ستاسو زامن یا لوڼې د راهب و مزدک لپاره.   عقل وايي، چې دا رابطه سرچپه ده. خپل اولادونه د راهب د خوښۍ لپاره مه حلالوئ، بلکې له کروندو او عقیدو څخه د خپلو کورنیو د خوښۍ او هوسایینې لپاره ګټه پورته کړئ. 

د لیوني بابا خبرو خلکو ته ټکان ورکړ، پر خپلو ایمانونو وډار شول، په مزدک زلزله راغله، راهب د خپلو مینځو ترمنځ بربنډ ناست و، همداسې بربنډ راووت او پر کلیوالو یې غږ وکړ، ستاسو عقیده په خطر کې دی، دغه بې‌حیا لیونی له خپل کلي وشړئ. لیونی بابا ناڅاپه ورک شو، کلیوالو د راهب بربنډ بدن ته پام ونه کړ، خو د هغه په وینا لیونی بابا ریښتیا ورته بې‌حیا ښکاره شو. 

ځینوکلیوالو کلونه کلونه د لیوني بابا پرخبره فکر کاوه، چې راهب، مزدک او کروندې د دوی د ښه ژوند لپاره دي او که د دوی اولادونه او حاصلات د مزدک او راهب لپاره؟؟؟

یوه ورځ لیونی بابا مړ پیدا شو، هيڅوک ونه پوهېدل، چې ولې مړ شوی؟  خو د کلي څو ځوانانو، چې د هغه په خبرو یې باور دلوده، د لیوني بابا مړی د شین وزرو کوترو په همدغې غونډۍ کې خښ کړ. له هغې ورځې راروسته دې زیارت ته د لیوني بابا زیارت وايي. 

د لاروي له سترګې یو څاڅکی اوښکه را ورغړېده او شین وزرې کوتره بېرته خپلې ځالې ته ستنه شوه. 

 


اویایم منزل

د انسان جوله کې پټ ښاماران پرښتي!

 

ماښام و او ستوري یو یو په افق راهسکېدل، چې د خونړي ښامار د پرښتونکیو (عبادت کوونکیو) ښار ته ور ورسېدل. 

ښار غمجن و او له ماښام سره سم چوپتیا او ویره خوره شوې وه. په کوڅو کې د ښامار د مزدک څو راهبان لرو بر کېدل، له تېکو وتلې تورې یې راایستلې وې او د ویښو ښاریانو لټون یې کاوه.  ښاریانو په خپلو کوډلو کې له ویرې څراغونه  نه بلول، مه شه چې راهبانو ته ویښ ښکاره  شي. 

ببرسری لارښود له راهبانو ونه ویریده او  د ښار په چوپو کوڅو کې یې د کړس کړس خندا غږ تاوراتاو شو، ښه په لوړ غږ یې خپل لاروی ته وویل : 

-        د دې ښار له کیسې دې خبر کړم؟ 

لاروی لاس په نامه کړ، په ملا کړوپ شو او ویې ویل :

-        احسان به وکړې، زما لارښوده  ! 

ببرسري لارښود وویل: 

-        پېړۍ پېړۍ پخوا،  په دې ښار کې یو کوډګر اوسېده، چې د انسانانو وینه به یې څښله او د دې لپاره چې وږی پاتې نه‌شي، نو په ښاریانو به یې کوډې کولې. د کوډګر کوډې داسې وې، چې یوه ښاري ته به بل ښاري کافر ښکارېده او بس هر چا به د یوه کافر ښاري د وژلو او ثواب ګټلوهڅه کوله. ښاریان به چې ووژل شول،  نو د کوډګر مرییانو به یې جسدونه په شا کړل او کوډګر به  یې وینې وڅښلې. داسې ګونګوسي ول، چې د کوډګر مرییانوهم  په لاره کې په پټه  د وژل شویو ښاریانو له وینو څخه یو نیم ګوټ کاوه. 

یوه ورځ ناڅاپه په اسمان کې برېښنا شوه او له لویدیځه یوه سپینه رڼا راغله. روسته څه شور جوړ شو او ویروونکي غږونه واورېدل شول، هغه شپه خورا درنه او ویروونکې وه. سبا ورځ خلکو واورېدل، چې بېګاه یو ښامار راغی او کوډګر یې له ستوني تېر کړ. ښامار د ښار خلکو ته پیغام پرېښود، چې هېڅوک کافر نه‌دی او په دې نامه باید څوک ونه وژل شي. خلک له ښاماره وویرېدل او بیا یې یو بل سره ونه وژل . که یو ښاري بل ته کافر هم ښکارېده، خو توره یې نه پرې پورته کوله او د څه مودې لپاره سوله ټینګه شوه، خلکو به په خپل مرګ مړه شوي ښاریان په عزت خښول او چا یې وینه نه څښله . 

څو کاله سوله وه، خو یومهال څو کسان بیا راټول شول او د ژغورونکي ښامار  د پرښتنې ( عبادت) مزدک یې جوړ کړاو خلک یې د ښامار بنده ګۍ ته راوبلل. د مزدک راهبانو ویل : 

-        ښامار ستاسو ژغورونکی دی او له تاسو څخه قرباني غواړي .

 راهبانو د ښامار سوله‌ییز پیغام پټ کړ او یو دروغجن پیغام یې ـ  د ښامار په استازولۍ ـ  تبلیغاوه، چې ګواکې له خلکو یې قرباني غوښتله. 

د تکفیر وژونکي عادت بیا سر راپورته کړ او خلکو به هر ورځ څو ښاریان لاس‌تړلي تر مزدکه راوستل او هلته به یې تورې پرې سرې کړې، د مزدک راهبانو به مړي  ــ چې تازه وینه به ترې راروانه وه ــ  ننه ایستل او هلته به یې په پټه وینې ورڅخه وڅښلې. دا راهبان د پخواني کوډګر مرییان ول، چې د وینو په څښلو عادت شوي وو. ښارایانو به هر هغه ښاري کافر او د وژلو وړ ګاڼه چې په تیاره کې به ویښ و، کتاب به یې لوست او له حقیقته به خبر ول. ويښو ښاریانو د مزدک راهبان پېژندل او وپوهېدل، چې دوی خونخواره دي، د ښامار سوله‌ییز پیغام یې غلا کړی او له ځانه یې د ښامار په نامه یو خونړی دین جوړ کړی دی، ځکه خو د نورو ښاریانو په فکر ویښ وګړي کافران او د مزدک په درشل کې د حلالولو وړ ول. 

د ببر سري لارښود په سترګو کې کوم څه وځلېدل او په خندا یې خپل لاروی ته وویل: 

-        له هغې زمانې څخه تر ننه،  دا کیسه روانه ده. ویښ ښاریان د خپلو عزیزانو له خوا قرباني کیږي او د مزدک راهبان یې وینه څښي. 

لاروي وپوښتل : 

-        ایا راهبان ملامت  دي؟ 

ببرسري لارښود بیا وخندل او ویې ویل : 

-        نه، ملامت ښاریان دي، ځکه سوله‌ییز دین یې خوښ نه‌دی او ګومان کوي، چې له وینو بهولو پرته د دوی عقیده بشپړه نه‌ده.  

-        پوه شه!  ترهغو به راهبان وینې څښي، چې ښاریان په وینو بهولو عقیده ولري. 


 

 

یو اویایم منزل

روښانتیا د ور کیلي ده

د نېکمرغه انګړ خوا ته

 

ببرسری لارښود مخکې او شوریده لاروی یې ترشا، یوه کوشني کلي ته ورسېدل. کلی سمسور و او په ونو کې مرغۍ چغېدې، رڼې ویالې بهېدې او په چینو کې سړو اوبو ستومانه لارویو ته د سینې سړولو ستونه  کول. د غره لمن په ورشو ګانو شنه وه. په پټیو کې کرګر په لو و لور بوخت ول. د اوبو ژرنده ټکېده او خلک خوشاله ول. غواګانو شیدې کولې او بزو درې ـ څلور مرغومي راوړل. په باغونو کې د مڼو او انګورو پریماني وه. 

ښایسته مېرمنو خپلو زیارکښو مېړونو ته د غرمې ډوډۍ زمکو ته وروړه او د ویالې څنډې ته یوه پېغله خپل مین ته په تمه وه. 

ماشومانو ویره نه پېژندله اوپه شنه ورشو کې په لوبو بوخت وو... 

لاروي ته دا د نېکمرغۍ کلی ښکاره شو، له پاکې هوا يې ژوره ساه راوکښله او له خپل ببرسري لارښود څخه یې د کلي د نېکمرغي راز وپوښت. لارښود ښه په زوره وخندل، د سترګو په کونجونو کې یې خوشالۍ ځل وکړ او خپل لاروی ته یې وویل: 

-        لسیزې پخوا دا کلی داسې نېکمرغه نه و.  په هاغه بره غونډۍ یو مزدک و، چې په کې یو لوی قهرجن بُت  ولاړ و. خلکو به دغه بُت پرښته (عبادت یې کاوه).  هغه وخت په کلي کې وچکالي وه او د څارویو ناروغي ګډه وه. خواړه کم ول او خلکو به په غله دانه له یوبل سره شخړې کولې او هر مالت د بل دوښمن و.

 د پسرلي یوه ورځ وه، چې یو روښانه سړی راغی. کلیوال یې د مزدک ترڅنګ راټول کړل او ویې پوښتل :

-        په مزدک کې ولاړ بُت د چا دی؟ 

کلیوالو وویل: 

-         دا زموږ ستر نیکه دی، چې موږ ټول ترې رازېږېدلي یو، موږ له هغه پیدا یو ځکه یې پرښتو. 

روښانه سړي بیا وپوښتل :

-         ایا ستاسو نیکه خدای و؟ 

دوی ورته وویل : 

-        نه بنیادم و. 

روښانه سړي بیا وویل : 

-        نو تاسو څوک یاست ؟ 

کلیوال: 

-        موږانسانان یو. 

روښانه سړي وویل:  

-        نو د ژوندیو انسانانو د پالنې او هوساینې پرځای ولې د مړو شویو بنیادمانو ډبرې پرښتئ؟

 بنیادمان د عبادت وړ نه دي، بلکې باید د ښه ژوند هڅه یې وشي. تاسو د خپل دین او عقیدې منطق سرچپه کړی دی. ژوندي انسانان نه ښايي د مړو ارزښتونو لپاره قرباني ورکړي، بلکې ارزښتونه او ان دین د دې لپاره دی، چې انسان نېکمرغه کړي. د پرښتنې اصلي ارزښت په تاسو کې پټ دی. خپل زړونه، خپله عاطفه او مینه ولمانځئ. یو بل ته د ښه ژوند لاره هواره کړئ، خپل چم ګاونډ نېکمرغه کړئ، انسان له بدمرغۍ راوباسئ، ترټولو غوره پرښتنه ( عبادت) همدا دی. 

کلیوال ، لکه له خوبه چې نوي راپاڅېدلي وي، د روښانه سړي خبرو ته ځيرشول. هغه ریښتیا ویل، خو کلیوال په دې نه پوهېدل، چې د خپلو کلیوالو انسانانو د هوساینې لپاره څه وکړي؟ 

دا راز یې له روښانه سړي وپوښت. 

هغه وویل : 

-        د ډبرین بُت دا مزدک ړنګ کړئ او په خپلو زمکو اوبه راولئ، له طبیعت څخه د ځان مړولوقلنګ واخلئ، چاپېریال سمسور کړئ او ژوي وروزئ. ستاسو د کلي زمکه، غر، چینې، ورشوګانې او هوا تر دې سړې او تورې ډبرې د خیررسولو ډېر وس لري. 

ژوندي انسانان وپالئ! چې تر خپلې طبیعي مړینې پورې نېکمرغه ژوند ولري. ترمړینې روسته به د هغوی لمانځل نه هغو او نه تاسو ته ګټه وکړي. 

کلیوالو د روښانه سړي خبره ومنله، ړندې شوې ویالې یې ورغولې، چینې یې پاکې کړې، د ځنګله د ونو وهل یې بند کړل، ورشو ګانې یې وروزلې او د غواګانو، رمو ساتل یې پیل کړل. 

له هغې ورځې ترننه، مزدک ړنګ او کلی ودان دی. د کلیوالو باور دا دی، چې هره هڅه باید د ژوندي کلیوال انسان د هوساینې لپاره وي؛ همدغه باور د دې کلي د نېکمرغۍ راز دی. 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

دوه‌اویایم منزل

عقلستان او غیرتستان

 

د زړو تورو هېواد ته ورسېدل . 

دا هېواد د عقلستان مستعمره و. کلونه کېدل، چې عقلستان ښکېل کړی و.  عجیب هېواد و، ځینې مټور ځوانان او خیرن څڼور سړي لګیا ول او زړې زنګ‌وهلې تورې یې په تیږو موښلې، چې پاکې یې کړي. 

هېوادوالو  به د ورځې له خوا د عقلستان خیراتي سړه ډوډۍ راټولوله ، بیګاه ته به د زړو تورو خیرنو څڼورو دغه  ډوډۍ ترې وخوړله او د دوی ماشومان او ښځې به یې په زړو پڅو تورو حلال کړل، وینې به یې ترې وڅښلې او بېرته به غرونو ته وختل، چې زړې تورې په تیږو وموښي. 

لاروی له دې وحشته ورېږدېد، د خپل ببرسري لارښود لمن یې ټینګه کړه، پرحلالو شویو ماشومانو او ښځو یې  ژړا راغله او په غریونیولي غږ یې خپل لارښود وپوښت، چې دا څه دي؟ 

لارښود وخندل، د خندا غږ یې ترهغو غرونو ولاړ، چې هلته خیرنو څڼورو خپلې زړې تورې په ډبرو موښلې. لارښود وویل: 

-        پېړۍ پېړۍ پخوا پخپله عقلستان هم دلته و. د دې کلیوالو نیکونو د خپلو تورو په زور،  عقلستان له خپل هېواده وشاړه، خو له دروازې وتلی عقلستان د عقل په زور له کړکۍ بېرته راننوت او د دې هېواد یو شمېر وږیو او محتاجو خلکو ته یې سړه ډوډۍ وویشله. 

یو شمېر نارینه وګړیو ته، چې سړه ډوډۍ ونه رسېده، نو د نیکونو زړې ـ  زنګ‌وهلې تورې یې راوویستلې او غرونو ته وختل، چې ګواکې موږ هم د خپلو نیکونو په څېر له عقلستان سره جګړه کوو، خو دوی هيڅکله د عقلستان په وړاندې مخامخ ونه جنګېدل، بس له هماغه وخته تر نن پورې لګیا دي او زړې زنګ‌وهلې تورې په ډبرو موښي، تورې چې لږ  پاکې شي، خیرن څڼور کليو او ښارونو ته راکوز شي، خپلې تورې په ماشومانو او ښځو وازمايي، د خلکو سړه ډوډۍ ترې په زوره واخلي، د ماشومانو او ښځو وینې وڅښي او بېرته غرونو ته پورته شي. 

عقلستان له دوی سره کار نه لري، خلکو ته وايي موږ تاسو ته ډوډۍ درکوو، د خیرنو څڼورو په وړاندې خپله راپاڅئ. خو هرهغه هېوادوال، چې د څڼورو دپوهولو هڅه وکړي، نو څڼور یې د عقلستان پلویان بولي او په خپلو زړو زنګ‌وهلو تورو یې حلالوي. 

د زړو تورو د هېواد هوښیار ځوانان، خیرنو څڼورو ته وايي: 

-        د عقلستان وسله ( عقل) دی او له دوی سره له ( عقله ) پرته جګړه نه کیږي، خو څڼور دوی هم د عقلستان مرییان ګڼي او په هوښیارو ځوانانو خپلې زړې زنګ‌وهلې تورې ازمايي. 

ځینې خلک وايي، چې دا خیرن څڼور له عقلستان سره پټه ملګرتیا لري او د دواړو خبره یوه ده. عقلستان د زړو تورو د هېواد خلک له دغو څڼورو ویروي او د همدې ویرې ترسیوري یې دا هېواد ښکېل ساتلی دی. بس د دې هېواد کیسه په همدې کړۍ کې راڅرخي او ټول پردۍ سړې ډوډۍ ته ناست دي. د هېوادوالو سړه ډوډۍ وچه ده، خو خیرن څڼور یې د ماشومانو اوښځو په وینو لمدوي او خوري یې ... 

لاروي تر دې هاخوا، د خپل ببرسري لارښود خبرې نه شوې اورېدلی.  ویرې او حیرانتیا داسې ډوب کړی و، چې په ژوره چوپتیا کې یې له مخامخ غره څخه، پر ډبرو د زړوـ زنګ‌وهلیو تورو د مښودلو غږ له ورایه اورېده. 

 

 

 

دري‌اویایم منزل

که دوښمن دې هم انسان دی،

نو جګړه د څه لپاره؟

 

په یوه سمسوره لاره مخ په لمرخاته روان ول.  د لارې دواړو خواوو ته رڼې اوبه بهېدلې او د پراخو شنو کروندو په پولو د ګلونو بوټو عطرونه شیندل. 

د لارې په سر د یوه دنګ سرتیري انځور هسک شوی و، د سرتیري لاس په غاړه کې پروت او سر یې په ټوټه تړل شوی و. لاروی د سرتیري انځور ته ودرېد، ښه شېبه یې ورته وکتل، د سرتیري څېرې او ستومانه انځور پرې اغېز وکړ، د څو شېبو لپاره یې سفر هېر شو.  لارښود روښان چې خپل لاروی داسې ولیده، نو لږ تم شو، وړاندې ورغی او د لاروي په اوږه یې لاس کېښود: 

-         دا دسولې سرتیری دی.

لاروی حیران شو: 

-        څه !  دسولې سرتیری؟ زما لارښوده ، د دې کیسه خو راته وکړه. 

لارښود بیا موسکی شو: 

-        کلونه پخوا د دې لویې سیمې خلکو په خپلو کې جګړه کوله، پردیو د دوی ترمنځ د کوډو توره کرښه راکاږلې وه، هریوه لوري فکر کاوه، د شیطان له لښکر سره جګړه کوي. 

د جګړې په بهیر کې یوه ورځ  همدا سرتیری د خپل دوښمن په سیمه کې ټپي او بې‌وسلې یوازې پاتې شو. له دې ویرې، چې وسلوال دوښمنان یې ونه وژني، د یوه کور دروازه یې وټکوله. کوربنو ناڅاپه د دروازې شاته، د دوښمن یو ټپي سرتیری ولیده او په کور کې یې پناه ورکړه . سرتیری د خپلو کوربنو چلن حیران کړ، هغوی یې په ټپونو پټۍ کېښودې، ډوډۍ او اوبه یې ورکړل او ده ته یې موسکا وبښله.  سرتیری چې لږ ښه شو، نو راووت.  مخامخ خپلو خلکو او لښکرو ته ورستون شو، په مات لاس او تړلي سر یې د خپلو خلکو، مشرانو او جګړه مارو د هر کور دروازه وټکوله، شپه او ورځ یې همدا چیغې ووهلې : 

-        یه خلکو!

هغوی، چې تاسو ته دوښمن ښکاري، همداستاسو په څېر انسانان دي. هغوی شیطانان نه دي، ما د هغوی په کور کې ژوند وکړ. ما هلته یوه مور ولیدله، چې د خپل وژل شوي سرتیري زوی په مرګ یې اوښکې تویولې. ما هلته کوشني ماشومان ولیدل، چې هره ورځ یې د خپل تللي پلار راتللو ته لاره څارله. یوې ځوانې کونډې له ما پوښتنه وکړه : 

-         زما مېړه مو څنګه وواژه ؟  ایا په وروستیو شېبو کې یې زما نوم یادکړ؟ د هغه په غاړه کې زما انځور ځوړند و، پوه نه شوئ، چې هغه انځور څه شو؟ 

ما د دوښمن په کور کې یو سپینږیری پلار ولیده، چې په خپل ورک زوی پسې یې له ډېرې ژړا سترګې سپینې شوې وې او اوس یې څه نه لیدل. سپینږیري ویل:

-         زه لاهم خپل زوی په خوب کې وینم. 

ما هلته یوه لیونۍ شوې خورولیدله، هغې لا هم د خپل وژل شوي ورور لپاره دسمال خامک کاوه. 

یه خلکو! 

-        ستاسو دوښمنان هم هماغه خدای پرېښتي ( عبادت یې کوي) ، چې تاسو ورته سجده کوئ، په همدې ژبه خبرې کوي، چې زه له تاسو سره غږیږم، هماغه ډوډۍ خوري چې موږ یې خورو. 

ستاسو دوښمنان هم نه پوهیږي، چې ولې جنګیږي؟  ستاسو دوښمنانو ته هم موږ د شیطان لښکر ښکاریږو، حال داچې موږ ځانونه د خدای لښکر ګڼو. نه موږ دلیل لرو او نه هغوی چې ولې یو بل وژنو؟ 

یه خلکو، 

یه خلکو....!

دغه سرتیري ډېرې دروازې وټکولې، هرچا ته یې خپله کیسه وکړه، هرچا ته یې وژړل. یو وخت یې ولیدل، چې د ده په خلکو کې هم د غوښې زړونه په ټوپونو دي. د ده له کیسو سره میندو وژړل، ګواکې خپل ورک بچي ور یاد شول. د ده کیسو ته سپینږیرو پلرونو غوږ ونیوه، ماشومان پرې راټول شول او پېغلو خویندو خپل خامکي دسمالونه په نښه ورکړل. 

د دې سرتیري خبرو عجیب اغېز درلوده، پوځ‌مشران یې په فکر کې ډوب کړل او هریوه له ځانه وپوښتل: 

موږ ولې جنګیږو؟ 

سرتیري خپل دردونه او زخمونه هېر کړي ول، له سر څخه یې وینې بهېدې او لاس یې پړسېدلی و، خو دی لا هم په لمدو سترګو کور په کور ګرځېده او خپله کیسه یې کوله....

له ورځو یوه ورځ د سرتیري ستړیو اغېز وکړ، سرتیری بریالی شو، دواړو خواوو سوله وکړه او د ټپي سرتیري سترګې په سوله کې پټې شوې. دواړو لوریو د خپل ګډ قهرمان جنازه په یوه هسکه غونډۍ خښه او د دې سمسورې لارې په سر یې د هغه یادګاري انځور هسک کړ. 

له هغه روسته کروندې شنې شوې، بوټو ګلان وکړل او په ویالو کې رڼې اوبه روانې شوې. 

اوس د دې سیمې خلک باور لري، چې د سولې د ټپي سرتیري ستومانه اروا هره ورځ په دغې لارې تیریږي او خلکو ته وايي: 

-        " تر دې مخکې چې جګړه پیل کړئ، اول فکر وکړئ، چې ستاسو ارزښتونه، غوښتنې او موخې د انسانانو په وینه بهېدنه ارزي که نه ؟ "

 

 

 

  

 

 

 

ځلوراویایم منزل

راهبان د شیطان وروڼه

 

ببرسری لارښود او د هغه نیازمن لاروی نن د هوښیار پاچا مېلمانه ول. لاروی خوشاله و، خو لارښود په چورتونو کې ډوب ښکارېده، نن ببرسري لارښود خپل لاروی له پوښتنو منع کړی و، تر دې مخکې چې د هوښیار پاچا دربار ته ننوځي، نو لارښود خپل لاروي ته وویل: 

-        هېڅ مه پوښته، یوازې واوره چې زه له هوښیار پاچا څخه څه پوښتم، د هغه له ځوابونو به په هرڅه پوه شې. 

لاروی په تمه و، چې لارښود به یې له هوښیار پاچا څه پوښتي. 

چې مجلس پیل شو، نو ببرسري لارښود پاچا ته وویل : 

-        ستاسو او د ګاونډي ښار ترمنځ یو شریک مزدک ( معبد) دی، ستاسو او د ګاونډي ښار راهبان په شریکه په مزدک کې دېره دي، بیا نوولې هلته په عقیده جنګ روان دی، خو دلته  د دین  جګړه نه شته؟ 

څنګه ګاونډی ښار بدمرغه او بېوزلی دی، خو تاسو هوسا، ماړه او په سوله کې ؟ 

پاچا وخندل او ځواب یې ورکړ: 

-        هو مزدک مو شریک او په کې ولاړ بُت مو ګډ دی، خو ګاونډي ښار شیطان له خپل ښاره شړلی او موږ منلی. شیطان اوس زما په دربار کې زما وزیر دی او زموږ ټوله نېکمرغي، هوسایینه او سوله د همدې شیطان له برکته ده. 

لارښود بیا وپوښتل: 

-        نو تاسو ته شیطان څه مشوره درکوي، چې داسې نېکمرغه یاست ؟ 

پاچا بیا کړس کړس وخندل او کیسه یې وکړه: 

-        د شیطان اوله مشوره دا وه، چې د ګاونډي ښار راهبان باید راخپل کړو، د خپلو راهبانو شاګردان یې کړو او ویې روزو، بیا یې باید په خپلو ګټو کې راشریکان کړو، همداسې مو وکړل.

د ګاونډي ښار راهبان مو په تنخوا، خوندورو خوړو، ښکلو ښځو او سرو و سپنیو ونازول او د دوی په مرسته مو د ګاونډیو ترمنځ جګړې پیل کړې.  اوس نو کلونه کیږي، چې د ګاونډي ښار خلک د مزدک لپاره خپل بچي د قربانۍ په نیت حلالوي، پخپله ډوډۍ نه خوري، خو مزدک ته سره او سپین راوړي،  پخپله تږي دي، خو په ښار کې روان سیند یې مزدک ته نذر کړی دی، د خپل ښار ټوله شتمني یې لوټ کړې او د مزدک خزانه یې پرې دکه کړې ده. 

خو موږ د شیطان په لارښوونه  او د ګاونډي ښار د راهبانو په مرسته، ځانونه تر دوی ښه مومنان ګڼو،  د سیند اوبه د مزدک ترڅنګه وړیا موږ ته رابهیږي او موږ یې په خپلو کروندو کې لګوو، هغه سره و سپین زر چې د ګاونډي   وږي ښاریان یې مزدک ته راوړي، نو موږ يې د ګاونډي ښار د راهبانو په مرسته  ـ چې اوس زموږ مرییان دي ـ  خپلې خزانې ته راوړو او خپل ښار پرې جوړو، خپل لښکر پرې پیاوړی کوو او ځانته پرې خپل ماشومان او زلمیان روزو. مزدک ته د دوی له خوا نذر شوي خواړه او شربُتونه وړیا راوړو او خپلو سرتیرو ته یې ورکوو، یوڅه برخه د دوی پلورل شویو راهبانو ته هم په کې ورکوو. 

شیطان او د دواړو ښارونو راهبان په ګډه، شپه و ورځ لګیا دي، چې د ګاونډي ښار خلک هوښیارېدلو ته پرې نه ږدي، دوی ته شپه و ورځ د مزدک او په مزدک کې د اېښوول شوي بُت احکام بیانوو او د دوی ټول فکر و ذکر و عمل او غیرت مو تر مزدک او بُت پورې راکوشني کړي دي. له دوی څخه خپل ښار، اوبه، هوا، زمکه، ځوانان او شتمني هېر ساتو . موږ دوی ته د مزدک او بُت ریښتیني استازي یو او تر دوی ښه مومنان ګڼل کیږو. 

په دوی باندې زموږ د پیاوړتیا راز همدا دی، چې موږ  د مزدک، بُت او شیطان درې واړو اختیار له ځان سره ساتلی دی او د ګاونډي ښار په خلکو کې مو د عقیدې جګړه توده ساتلې ده...

لاروي چې د هوښیار پاچا دا خبرې واورېدې، نو د ګاونډیو ښاریانو په ناپوهۍ او مظلومیت ودردېده او د خپل ببرسري لارښود لمن یې ونیوله : 

-        زما لارښوده  ! 

له هغه ځایه مې لرې بوځه، چې پاچا او خلکو یې د خپل اقتدار لپاره مزدک، بُت او شیطان په ګډه استخدام کړي دي.  زما له دې ځایه ویره کیږي. 

 

 

 

 

 

پينځه‌اویایم منزل

که قرباني نه وای، 

جلاد به نه و...

 

 

لاروي خپل ببرسري لارښود ته وویل: 

-        ماته د هغه وطن کیسه وکړه، چې د خلکو د ایمانونو د ساتنې دعوېدارو په خلکو لوبې کولې، خو خلکو د ایمان د زوال له ویرې هغوی لاهم په خپلو اوږو سپاره ګرځول. 

لارښود خپلې اوښلنې سترګې پټې کړې او لاروي لومړی ځل د خپل لارښود ژړا ولیده. 

لارښود څه نه ویل، خو لاروي د ایمان‌ساتونکیو جلادانو ګونګ غږونه اورېدل، چې ښاریانو ته وايي:

-        د خپلو ګټو لپاره وجنګېدو او تاسو مو په زرګونو ووژلئ، ستاسو ښار مو ړنګ کړ او ستاسو خویندې میندې مو بې ستره کړې، خوتاسو موږ ته هېڅ ونه ویل، ځکه تاسو په خپلو ایمانونو ډارېدلئ. 

بیا مو د خپلو ګټو لپاره تاسو سره وجنګولئ،  لاهم تاسو موږ په خپلو اوږو سپاره وساتلو. 

دا ځل د خپلو ګټو لپاره سره ملګري شوي یو، چې تاسو به څه ووایاست که نه؟

-        ولسه ! 

موږ څه وکړو چې تاسو راته یو څه ووایاست؟

لارښود وژړل او ويې ژړل، د سلګیو تر منځ یې بس همدومره وویل: 

-        هی ارمان، چې دې ولس له خپلو جلادانو پوښتلي وای، چې:

-         پروني جنګونه مو په څه؟ او نننۍ انډیوالي مو د څه لپاره ده؟

هغه ولس، چې د خپلو جلادانو د اختلاف او اتفاق  لامل د خدای حکم ګڼي،  بې ایمانه له دونیا ځي.

 

 

 

 

 

 

 

شپږاویایم منزل

ژوند ښکلی دی

 

ببرسری لارښود د چینې ترغاړې کېناست. لاروی لا ولاړ و. لارښود اشاره وکړه، چې کیني.  لاروی لاهمداسې ولاړ و، چې لارښود پر سړې چینې ټټر سوړ کړ او لرې ځنګلونو ته ځیر شو. 

دواړه له پراخو ځنلګونو څخه راوتلي ول او د غره په ډډه یې لمرخاته لوري ته مزل کاوه. 

لاروی پوښتنه وکړه: 

-        زما لارښوده!

 په ځنګله کې مو مزل کاوه، په یاد مې دي، کله چې باد د یوې ونې ځوانه څانګه په خرپ ماته کړه، ودې ویل: 

-        "ځينې انسانان اشرف المخلوقات دي، خو ټول نه ."

-        بل ځلې مو د غره په لمن کې پړانګ ولیده، چې هوسۍ یې له غاړې نیولې ده او کشوي یې، نو بیا مو همدا جمله تکرار کړه : 

-        "ځينې انسانان اشرف المخلوقات دي، خو ټول نه ."

-        په دې ځایونوکې مو ولې داسې وویل؟ زما لارښوده د دې راز څه دی؟ 

لارښود لاهم لرې ځنګلونو ته کتل. څېره یې موسکۍ وه: 

-          په ځوانه څانګه ودردېدم، پرښتنه (عبادت) یې کوله. 

لاروی هېښ شو، څه؟! 

-          زما لارښوده ! 

ایا بوټي هم څښتن پرښتي ؟ 

د لارښود موسکا د هغه پر شونډو لاپسې خوره شوه : 

-          هو څښتن پرښتي، خو هيڅوک پرې نه پوهیږي، ځکه بوټي (ریا)  نه پېژني او د خدای په پرښتنه  نه سیاست کوي او نه هم سودا. 

هو!

  لارښود هغه بنیادمان، چې خدای لمانځنه د سیاست و سودا لپاره کوي، اشرف المخلوقات نه ګڼي. 

ژر یې وپوښتل : 

-        زما لارښوده ، نو د پړانګ و هوسۍ کیسه څه وه؟ 

لارښود موسکا راټوله کړه، غمجن شو: 

-        ځناور تر بوټو بد دي، ځکه بوټي یو بل ته زیان نه رسوي، خو ځناور (ژوند) وژني.   یا نور ځناور ښکاروي او یا هم ژوندي واښه خوري . 

خو ځناور، ان داړونکي هغه هم تر ګڼو بنیادمانو غوره دي. 

لاروی ساه نیولی شو: 

-        هغه څنګه ؟ 

ببرسري سترګې ورواړولې: 

-        پړانګ هوسۍ ښکار کړې وه او خپلو بچو ته یې کشوله، خو دروغ یې نه ویل. پړانګ او بچیانو یې خواړه غوښتل، وږي ول. ځکه یې هوسۍ ښکار کړې وه. پړانګ داسې نه ویل، چې هوسۍ یې د څښتن د خوښۍ لپاره ښکار کړې، پړانګ نه ویل، چې د هوسیو ښکار د خدای امر دی. 

هغه ریښتیا ویل، چې وږی دی، ځکه یې هوسۍ ښکار کړې ده.

-        نو پوه شه، چې بوټي (ژوند) ته ترټولو ګټور دي، ځکه خو پرڅښتن هم نازولي باله شي. موږ انسانان او ژوي چې مړه شو، خاورې شو، نو دڅښتن په حکمت له خاورو سره یوځای د بوټو خوراک شوو...

لاروی په ژورو سوچونو کې ډوب و، د لارښود روستۍ خبرې یې سمې نه اورېدلې، لکه  د لارښود روستۍ خبرې چې باد وړې وي... 

لاروی پوه شو: هغوی چې د نورو بنیادمانو په وژلو ځان مړوي یا واک ورخپلوي او بیا دا انسانوژنه د څښتن امر بولي، تر داړونکيو ځناورو ډېر بد دي...

هو ! 

 

"ځينې انسانان اشرف المخلوقات دي، خو ټول نه ."

اشرف المخلوقات هغوی دي، چې (ژوند) یې خوښ دی او ژوند ته ګټه رسوي. 

 

 

 

 

اووه‌اویایم منزل

راروان دي

تور ماران دي

څه یې سپین دي

د ګاونډ له مغارو نه

 

د مارانو مقدسه مغاره 

کلیوال سره ویشل شوي ول؛ د سپینو ډله، د تورو ډله، د لنډو ډله او د اوږدو ډله. 

کله، چې ببرسری لارښود وړاندې او پریشانه لاروی ورپسې، دغه کلي ته ورسېدل، نو لاروی حیران شو. څه ګوري، چې هره ډله کلیوال یو بل ته نېغ دي او په سپینو، تورو، لنډو او اوږدو یې سره جنګ دی. 

لاروي خپل ببرسری لارښود وپوښت: 

-        زما لارښوده! 

څه تور دي او څه سپین؟ کوم لنډ دي او کوم اوږده؟  د دوی شخړه په څه ده؟ 

لارښود له خندا شین شو، سترګو یې اوښکې وکړې او لاروي ته یې نکل پیل کړ: 

-        لسیزې وړاندې په دغه کلي کې یو ښامار واکمن و، چې هره ورځ به یې د دې کلي خلک تر کومي تېرول. هغه وخت د کلي یوه ځوان اتل خلک سره راټول کړل او ښامار یې پسې واخیست. زخمي ښامار لمرخاته لوري ته په یوه توره سوړه ننوت او هلته ورک شو. 

یو وخت  د کلي څو تنه ږیرور راهبان، چې ځوان اتل یې کافر ګاڼه، لمرخاته خوا سوړې ته ننوتل او له هغې خوا یې په لمنو کې د سروزرو سکې راوویستلې. 

په کلیوالو کې ګنګوسه شوه، چې دا سوړه مقدسه ده. ځکه راهبانو د ( دین مغاره ) ګڼلې ده. راهبانو دا اوازه هم ګډه کړې وه، چې د خلکو ایمان په خطر کې دی، دین په خطر کې دی. ځوان اتل خلک کافران کړي دي، هرڅوک دې خامخا د دین ساتنې او ایمان تازه کولو لپاره، د مقدسې مغارې زیارت وکړي.  

له هغې ورځې را په دې خوا دغه مغاره مقدسه ده. 

له هغې زمانې  تر ننه ، هره ورځ له مغارې څخه ماران راوځي، څه تور وي، څه سپین، څه اوږده او څه لنډي. ماران راشي، خلک وچیچي، ماشومان او ښځې ووژني او بېرته لمرخاته سوړې ته ستانه ‌شي. مګر کلیوال هيڅ نه‌شي ورته ویلای. ځکه د مقدسې مغارې ماران هم  مقدس بلل کیږي. 

د خلکو شخړه په دې نه ده، چې د مارانو او سوړې چاره وکړي، شخړه په دې ده، چې سپین ماران ښه دي، تور بد. بله ډله وايي، چې نه لنډ ماران ښه دي او اوږده کرغېړن. 

د کلیوالو هره ډله دخپلې خوښې ماران لمانځي او له بلې ډلې سره یې دوښمني په همدې ده. په سپینو او تورو مارانو یو ډول لیکې دي. له یوې سوړې راوځي، یو ډول زهر لري . اوږده او لنډ ماران دواړه کلیوال هلاکوي. 

مګر راهبان اوس هم سوړې ته ننوځي او له هاخوا زرینې سکې راوړي او بیا خلک سره جنګوي، چې تور ماران تر سپینو ډېر مقدس دي یا لنډ ماران تر اوږدو زیات د دین او ایمان ساتنه کوي. 

کلیوال هره ورځ له تورې مغارې چیچل کیږي، خو دوی لګیا دي، چې سپین ملامت دي که تور؟ 

لنډ ایمان ته ګټور دي که اوږده؟ ...

لاروي چې له لرې تورې مغارې ته کتل، د کلیوالو په جهالت یې هم وژړل او هم یې وخندل. 

لارښود، چې اوږدې څڼې یې باد ته خوځېدې، لاهم موسک و.  

 

 

 

 

اته‌اویام منزل

ډبرلیک کې کرښه کرښه

د دې خلکو برخلیک دی

 

د کنډوالو منځ کې روان ول. ببرسري لارښود چټک چټک ګامونه اخیستل او لاروي ورپسې منډې وهلې.

  پر لار یې سپېره کلیوال له کولنګونو او بېلونو سره په مخ ورتلل، ځینو یې لارې ورانولې، ځینو یې مزدکونه ویجاړول، د روښانه ښوونکیو ټولګي یې لوټل،  پلونه یې په ملا ماتول او څه نور کلیوال لګیا ول یو د بل کورونه یې کنډواله کول... 

لاروی حیران شو، خپل ببرسری لارښود یې له لمنې راونیوه او په سیلولې ساه یې وپوښت: 

-        زما لارښوده  ! دا څه کیسه ده؟ 

لارښود و موسل، د یوې پټې خندا څپو یې اوږې وخوځولې او لاروی ته یې وویل: 

-        دوی د خپل تقدیر ډبرلیک لټوي. 

لاروی لا پسې حیران شو: 

-        ... نو،  د لارو په ړنګولو، د کورونو په لوټلو او د کلي په ویجاړولو؟ 

لارښود ورته لرې یوه ګڼه ګوڼه وروښووله: 

-        هو!  دوی لا نه پوهیږي. 

د دوی د تقدیرډبرلیک هلته دی، همدا اوس به یې پیدا کړي. بېړه وکړه، چې ویې ګورو. 

دواړو ځانونه ګڼې ګوڼې ته ورورسول. 

څه ګوري، چې کلیوالو څو پوړه زمکه کیندلې ده او څه کسان یې لګیا دي، په روستي پوړ کې خاورې په لاسونو یوې خوا بلې خواته  کوي. 

ببرسري لارښود، چې سترګې یې ځلېدې، غږ وکړ: 

-         ستاسو د تقدیر ډبرلیک همدلته دی! 

ټولو لارښود ته  وکتل. 

دا مهال، په روستي پوړ  کې بوختو کلیوالو تر خاورو لاندې د یوې توږل شوې تورې ډبرې څنډه ولیدله...

کلیوالو په څه خواریو ډبرلیک له کیندل شوې کندې څخه راویوست، خاورې یې ترې وڅنډلې. ناڅاپه یوه لیکه په کې راښکاره شوه، چې هيڅ کلیوال لوستلی نه شوه. 

پر توره ډبره په کوم نااشنا لیک څه کښل شوي وو.

ټولو بیا ببرسري لارښود ته سترګې ورواړولې. 

لارښود موسک شو، ویې خندل او سترګې یې وځلېدې: 

-        دلته یې ستاسو د برخلیک مانا لیکلې ده، ستاسو ټول تقدیر یوه کرښه ده: 

" هغه رڼاوې، چې تیارې یې په ګېډو کې دي! "

د لاروي خوله له حیرانۍ پرانیستې پاتې وه، کلیوال هم پوه نه شول، چې د ډبرلیک کرښه څه وايي؟

 د لارښود په لمن یې منګولې ټینګې کړې، چې :  

-        یه  د سترڅښتن دوسته! دا نو څه مانا؟ 

لارښود ورته وویل : 

-       تاسو ښکېل وئ، د خپلواکۍ لپاره مو پاڅون وکړ. پاڅونوال مو خپله د پردیو مرییان شول او ستاسو خپلواکي یې وپلورله. تر بدو په بدترو یې وپلورله.

   دا یوه رڼا چې تیاره یې په ګېډه کې وه. 

-       تاسو وږي وئ، وزګار وئ، زورورو زبېښلئ. یوه ډله مو راپاڅېدله، بېوزله او خواریکښو ته یې د کار او ښه ژوند شعارونه پر سر ونیول، خو داسې ونه شول. دوی هم خواریکښ د قهر او اور په لنبو کې لوخړه کړل، دا یې بله رڼا وه، چې تیاره یې په ګېډه کې راوړه. 

-       پردیو ووېرولئ، چې غله راغلي او ستاسو ګروهه او ایمان درڅخه  لوټي. ځينې راپاڅېدل او تاسو ته یې وویل: 

-       چې موږ ستاسو ایمانونه ژغورو! 

خو ژر دوی هم وپلورلئ او په زرګونو زرګونو یې ووژلئ، لوټ یې کړئ، تالا یې کړئ، ویجاړ یې کړئ. ستاسو ایمانونه يې ونه ژغورل او خپل ایمانونه یې هم وپلورل. نو دا یې بله رڼا، چې تاسو یې په تمه وئ. 

-       بل ځلې د سپین ایمان دعواګر راغلل، چې  ګواکې تاسوبه د لومړیو ایمان پلورونکیو له شر و فساده وژغوري، خو داسې ونه شول دوی هم لوټ او تالان پیل کړ، وژل یې ډېر کړل او د وژلو نوې لارې یې وازموېیلې. دوی ستاسو کړکۍ، دروازې او د تاریخ نښې هم لوټ او ویجاړې کړې. ایمانونه ونه‌ژغورل شول او یوې بلې رڼا هم په ګېډه کې تیاره راوړله. 

-       ښه  ډېرچې ووژل شوئ، کلي مو کنډواله شول، نو څه نوي خلک  راغلل چې موږ دا کلي بېرته رغوو. له پردیو یې د سرو سپینو خیرات وغوښت، خو پر خیرات سره وران شول او داسې سره ونښتل لکه د ګور چینجي... داسې، یوې بلې رڼا هم تیاره وزېږوله...

همدا ده ستاسو د تقدیر په ډبرلیک کې د لیکل شوې کرښې مانا.  

کلیوالو په اوښلنو سترګو ببر سري لارښود ته وکتل. ګواکې په سترګو کې یې پوښتل، چې:

-        نو څه وکړو؟ 

د لارښود له شونډو خندا ولاړه، په څېره کې یې غوسه ښکاره شوه، سترګې یې لاپسې وځلېدې او ورته ویې ویل: 

-       دا  تور ډبرلیک مات کړئ ! 

دا ډبرلیک ستاسو دوښمنانو لیکلی دی. را ټول شئ او په ګډه یې مات کړئ!

 ولاړ شئ، له خپل غره نه د سپین مرمر یوه ځلنده ډبره راوړئ او پر خپله ژبه او خپل لیکدود پرې ولیکئ : 

" پر دې ټولو تیارو به

 موږ پخپله رڼا راولو،

 رڼا راولو!!! "

 

 

 

 

نهه‌اویایم منزل

« هغه باد چې کابل‌خېز دی

په ما واړه عنبر بیز دی»

 

د مڼو خوږ وږم لګېده.

 ببرسری مخکې او ستومانه لاروی یې ترشا د بابا لیدو ته په چټکو ګامو ور روان ول. خوشال بابا  درې نیم سوه کاله مزل کړی و، چې د خوږو مڼوعطر بیا وڅښي.

د مڼو د یوه تږي باغ په کوڅه کې ببرسري لارښود او بابا سره مخامخ شول، لاروی په ادب لرې ودرېد او د حال و قال د دواړو سترو پوهمنو میینانو خبرو ته غوږ غوږ شو: 

ببرسري لارښود وموسل او د بابا په ځیږو، ژورو او ځلنده سترګو کې یې خپلې تږې او تلوسمنې سترګې خښې کړې او غلي  یې وپوښتل: 

-         بابا څنګه دي؟ بدل شوي که نه؟ 

د خوشال څېره ناڅاپه ونښېځل شوه، د ببرسري په لیدو راخوره موسکا یې ناڅاپه ونغړله او هسې یې له خولې ووتل: 

-        نه ! هماغسې. 

لارښود لا خندل او په حیرانتیا یې وپوښت: 

-        څنګه هماغسې؟ 

خوشال وویل: 

-       هماغسې، بې ارادې، بې اتفاقه، ضدي، ناپوه، پردیو ته په تمه ناست، وږي او بې عاطفې. 

-       پوهیږې لارښوده؟ 

زما درد دا نه‌دی، چې د خلکو لپاره مې پردي په پردیو مېنو کې بدې او خونړۍ پرېکړې کوي. 

زما د زړه درد دا دی، چې زما ولس لا هم دا نه دي زده کړي، چې پخپله راپاڅي، سره یو شي، اراده وکړي او ځانته واک و ځواک، وطن و برخلیک وټاکي. 

 لا مې هم د ولس ګیله دا ده، چې پردي پرې رحم نه کوي، پردي يې په غم کې نه دي، پردي ورسره ریښتیني نه دي... 

زما ناهیلي دا ده، چې دا خلک لا هم پوه نه شول، چې پردي پردي دي ! 

د ببرسري لارښود د خندا لوړ غږ د مڼو د باغ په کوڅه کې تاوراتاو شو: 

-         بابا! 

بیا له خپلې تورې سره راشه او ادب یې کړه! 

خوشال په ناهیلۍ ورته وویل: 

-       ویښ خلک به ادب کړې، له ویدو سره څه کوې؟  

تورې ته اړتیا نه شته، دوی هر یو لګیا دي، خپل بچي پخپله حلالوي، خپلې ښځې وژني، خپلو کې لکه د ګور چینجي یو بل خوري. نه زما بېرته راتلو ته اړتیا شته او نه مې تورې ته. 

زمانه نوې شوې، په مڼو کې عطر نه دي پاتې، باغونه تږي دي، خو مغول هماغه دی، لاهور هماغه  دی او فرنګ هماغه !  

دوی په تمه دي، چې مغول او فرنګ به په لاهور کې داځل پر دوی رحم وکړي. 

-       زما لارښوده ! 

راته ویلی شې، چې څومره نور باید ووژل شي؟  ایله که دا زده کړي، چې ترهغو دوی پر ځان رحم ونه کړي، نو مغول و فرنګ و لاهور خو پرېږده، ان خدای به هم رحم پرې ونه کړي؟ 

او ناڅاپه بابا په سلګو شو، د ببرسري لارښود په غاړه کې یې لاسونه واچول: 

-         ووایه لارښوده  ! 

ووایه ! څومره ؟ څومره باید نور ووژل شي؟ 

لاروي ته هم ژړا ورغله، لاروي د مڼو عطر څښل، خو په دې نه پوهېده، چې خوشال بابا ولې د مڼو عطر څښلی نه شول ؟ 

ولې یې ویل، چې : 

-       په مڼو کې عطر پاتې نه‌دي ؟! 

 

 

 

 

 

اتیایم منزل

د قربانیو پڅې غاړې

تیروي د جلاد تورې

 

ببرسری لارښود د (قربانیانو) له ښاره چوپ تېر شو. هغه پخوانۍ موسکا یې نه وه، چټک ګامونه یې نه اخیستل، ځوړند سر، لوېدلې اوږې او له مرموزې چوپتیا ډکه څېره روان و. 

 لاروی یې ورپسې و او دخپل لارښود مرموزې چوپتیا ته خواشینی و. 

د لاروي زړه راډک شو او ناڅاپه یې خپل لارښود وپوښت: 

-       زما لارښوده ! 

ولې چوپ یې؟ 

لارښود لا هم چوپ و او کله چې د قربانیانو له ښاره ووت، لاروي ته یې وویل: 

-       زما چوپتیا له ویرې نه، بلکې له ناهیلۍ ده. 

زه په دغه ښاره کې ناهیلی شوم.  

دې نه یم ناهیلی کړی، چې د جلادانو په زړه کې ولې رحم نه شته؟  ناهیلي مې د قربانیانو د تسلیمۍ لپاره ده، تا ولیدل چې  د ښار ټول خلک د قربانۍ په کتارونو کې ولاړ دي او دې ته په تمه دي، چې کله به یې د سلاخۍ وار رارسیږي؟  جلادان هم لګیادي  او له دوی یې سرونه رېبي.

تا ولیدل، چې قربانیان بیخي ډېر او جلادان لږ ول، که قربانیان یوازې بنګېدلي هم وای، جلادان یې کڼول او یوازې یې که د (نه منم !) غږونه پورته کړي وای، نو د جلادانو له غوږونو او سپږمو به یې ماغزه را بهولي وای.

خو پوهېږې دوی ولې اعتراض نه کاوه؟ 

لاروی په تنده ځواب ورکړ: 

-       یا لارښود بزرګه ! راته ووایه، د قربانیانو د اطاعت راز څه دی؟ 

ببرسري لارښود داسې پټه موسکا وکړه، چې دا ځل لاروی هم ونه لیدلای شوه، لارښود وویل: 

-       قربانیان د جلادانو له تورو، چړو او ساتورونو نه ویریږي، بلکې دوی له خپل ناسم باور څخه ویریږي. 

جلادانو د قربانیانو باورونه ترې اخیستي. په قربانیانو یې دا منلې، چې جلادان د خدای استازي دي او هغه څه چې کوي، د خدای غوښتنه ده... 

په دې ښار کې خلک په جلادانو او قربانیانو وېشل شوي دي، ژغورندوی نه شته. 

که ژغورندوی را پیدا او  قربانیان قانع کړلای شي، چې جلادان  یوازې جلادان دي بس. دوی نه خو د خدای استازي دي او نه یې هم  کړنې د خدای غوښتنه ده !  نو په ښار کې د وینو روانې ویالې وچېدلای شي. 

پوه شه، چې د دې ښار برخلیک، غمیزه او تاریخ د دغه باور په بدلون پورې تړلي دي!

 

یواتیایم منزل

تور طاعون ، تورطاعون

 

د لاروی زبون وهل شوی و.  ببرسری لارښود یې هم په خود نه ښکارېده، هېڅ یې نه موسل. 

لاروي یې لمن ښکل کړه او په ژړغوني غږ یې وپوښت: 

-       یا لارښوده ، 

د هغه ښار کیسه راته وکړه، چې په تور طاعون اخته شو.

د لارښود په سترګو کې یوازې تور و سپین ول، رنګونه یې لیدلای نه شول ،

 ببرسري لارښود ته  دونیا توره و سپینه ښکارېده... خندلای یې نه شول:

-       پوه شه، چې تور طاعون هیچا نه پېژانده، خو ټول پرې پوهېدل.

-        ماړه پرې نه اخته کېدل خو وږي یې وژل. تور طاعون د وږیو ښاریانو دوښمن و. 

-       ماړه لږ ول، یوازې د ګوتو په شمېر، خو وږي زیات ول، لکه ټول چې وږي شوي ول. 

 د ښار واکمن ماړه ول، دوی پر تورطاعون نه اخته کېدل، خو خلکو ته یې تورطاعون لېږداوه. 

لاروی په اوښلنو سترګو وپوښتل: 

-       یه د لارښوونکیو لارښوده!

نو د ښار ژغورندوی چېرته و؟ 

لارښود لږ موسک شو، لرې یې کتل، خو لا هم نړۍ توره و سپینه وه...

-       د ښار ژغورندوی  ډېرې چیغې وکړې، چې خلک راویښ کړي او د تور طاعون له راتللو یې خبر کړي، خو خلک نه ویښېدل، نه سره یو کېدل او نه راوتل .. 

خلکو ویل: 

-       ماړه واکمن باید موږ و ژغوري، دا د هغوی مسئولیت دی. 

-       هرڅه باید واکمن وکړي... 

-       واکمن 

-       ماړه واکمن...

ژغورندوی چیغې وهلې : 

-       ماړه واکمن پخپله تور طاعون لېږدوي، په تاسو کې همدوی تور طاعون خپروي...

راویښ شئ او یوڅه وکړئ، 

خو خلکو بډایو واکمنو ته سترګې نیولې وې او تور طاعون چټک خپرېده...

ببرسري لارښود په لرې بیدیا پورې سترګې ګنډلې وې، بیدیا توره او سپینه وه، رنګونه په کې نه ول...

لارښود د خپل لاروي روستۍ پوښتنه ځواب نه کړه، چې : 

-       ایا ژغورندوی له ښاره ووت، که په تور طاعون اخته شو؟

دښته لا توره و سپینه وه ...

 هیڅه نه ښکارېدل. 

هیڅه ...

 

 

 

 

 

 

 

دوه‌اتیایم منزل

هغه ژرنده، چې لاڅرخي په اوهامو

 

لاروی له لوړې غونډۍ د یوه لرغوني کلي د ژرندې کنډواله ولیدله او د خپل لارښود لمن یې ښکل کړه، 

-       زما لارښوده !

د هغې ژرندې کیسه راته وکړه، چې د اوبو پرځای د خلکو په اوازو ګرځېدله، 

لارښود وموسېده، 

-       عجیبه کیسه ده،

په هغه ورځ د سیمې خلک غوسه ول، چې د حاکم زوی هغه یوازينۍ چینه د خپلې ماڼۍ برخه ګرځولې وه چې د سیمې خلکو ترې اوبه څښلې. خښمېدلي خلک له لرګیو او ډبرو سره را ټول شوي وو او ویل یې: چې له تندې مرو ښه به دا وي چې د حاکم او د هغه د زوی په وړاندې په پاڅون کې مړه شو، بچیان خو به مو له تندې نه مري. 

حاکم خپل هوښیار اردلی وپوښت : 

-       چاره څه ده؟ 

اردلی څو شېبې روسته خلکو ته د حاکم له فرمان سره راووت، په فرمان کې راغلي وو:

-       هغه شپه چې ژرنده ګړی په ژرنده کې و، د ګاونډۍ سیمې کوم لـَوَنډ په پټه راغلی او د هغه له ښځې سره یې یارانه کړې ده، اوس د ژرنده‌ګړي زوی پیدا شوی، چې د پلار پر ځای د ګاونډ لونډ ته ډېر ورته دی. 

تږیو قهرجنو خلکو چینه او اوبه هېرې کړې او له ډبرو سره د ژرندګړي کور ته روان شول. په لاره کې سره په شخړه واوښتل، ځکه نیمو ویل: 

-       اول به ګاونډی لونډ سنګساروو، بیا به د ژرنده‌ګړي کور سیزو. 

دویمې ډلې ویل: 

-       نه! 

اول به د ژرنده‌ګړي زېږېدلی ماشوم ګورو چې څېره یې چاته ورته ده؟ بیا به هماغه سړی وژنو... 

شخړه زیاته شوه او خلک په خپلو کې سره اړم شول. حاکم، د حاکم زوی، چینه، تنده او د تندې له امله مرګ و هرڅه یې هېر شول...

له هغې زمانې روسته دا ژرنده د خلکو په اوازو تاوېده، ځکه له چینې څخه اوبه نه راتللې...

ببرسري لارښود کیسه خلاصه کړه، خو لاروی د اردلي هوښیارۍ ته هک‌پک و، چې:

-        اوبه چېرته او د ماشوم څېره چېرته؟ 

 

 

 

 

 

 

دري‌اتیایم منزل

د شیطان لمنه ډکه له خدایګوټو

 

ګردله وه. لاروی په خپل ببرسري لارښود پسې چټک چټک ګامونه اخیستل، چې ترې ورک نه‌شي.  ناڅاپه یې خپل لارښود وپوښت: 

-       کوربان دې شم، قلندرکلي ته څومره مزل پاتې دی؟ او ولې یې قلندر بولي؟

ببرسری لارښود په ګردله کې داسې روان و، لکه پښې یې چې پر زمکه نه وي او پر وریځو مزل کوي، خو لاروی یې د موسکا کرښې ولوستلې:  

-       تر همدې پیچومي چې ورواوړو، قلندر کلی راپیلیږي.

د قلندرکیسه دا ده، چې دلته دوه ګاونډي کلي ودان ول.  یو یې خورا بډای و، جنګیالي خلک یې لرل، ښې زمکې او پریمانه اوبه یې وې، ورشو ګانې یې ښېرازې او غواوې یې پۍورې وې، مګر خلک یې خورا ساده او ریښتیني ول. بل کلی، چې ګڼ و، زمکې یې لږ او غواوې و رمې يې خوارې وې، خو شیطان یې ملګری او خلک یې چلباز او دوکه مار ول. د دوکه مارانو په کلي کې د شیطان څو هوښیارو ملګرو یو صندوق جوړ کړ او په هغه کې يې په یوه ډبره ګډې وډې کرښې وکاږلې او د ریښتینو کلیوالو سیمې ته یې ورولېږله، چې دا د خدایانو پیغام دی او موږ به یې تاسو ته لولو: 

-       د خدایانو احکام دا دي، چې تاسو به زموږ مرییان یاست، پر خپلو زمکو به غله تاسو کرئ، خو حاصل به یې موږ خورو، غواوې به تاسو پیايئ خو شیدې یې زموږ دي. ویالې به ستاسو وي، خو ژرندې به زموږ پرې ګرځي. خدایانو تاسو مرییان پیدا کړي یاست. 

د ریښتینو کلیوالو زبون ووهل شو، د خدایانو له ډاره یې د ګاونډ کلي مرییتوب پیل کړ، د غواګانو پۍ، رڼې روانې اوبه او د زمکو او باغونو حاصلات د چلبازو کلي ته ور روان شول... کلونه کلونه واوښتل، تر دې، چې د ریښتینو ساده ګانو په کلي کې یو قلندر راپیدا شو. هغه د ګډو وډو کرښو ډبره راوایستله او راغونډو شویو کلیوالو ته یې وویل: 

-       نن زه دغه ډبره درته لولم، دلته یې لیکلي : 

باطل خدایان هغه دي، چې هوښیاران یې خبرې پخپله ګټه، خو د کمزوریو او ساده ګانو په تاوان تفسیر وي. 

هوښیارانو دغه خدایان د شیطان په مرسته پخپله جوړ کړي دي. 

-       نو یه خلکو!

خپل ریښتینی خدای، پخپله وپېژنئ او د پېژندنې لپاره یې د نورو مرییتوب مه کوئ! 

لاروی ناڅاپه خپل لارښود له لمنې راونیوه، زما لارښوده ! 

-       بیا څه وشول؟ آیا خلکو د قلندر دغه خبره ومنله؟ 

ببرسري لارښود کړس کړس وخندل او ویې ویل: 

-       نه، هماغه وخت نه. 

خلک غوسه شول او قلندر یې د کفر په تور سنګسار کړ. خو کلونه کلونه یې خبرو د خلکو په غوږونو او ذهنونو کې انګازې کولې، ورو ورو خلکو د قلندر په خبرو فکر وکړ، پرې پوه شول او رڼا یې وپېژندله...

یوه ورځ داسې هم راغله چې کلیوالو د قلندر پر سنګسارځای باندې زیارت جوړ کړ او تر هغې ورځې روسته، د دې سیمې نوم قلندرکلی شو.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

څلوراتیایم منزل

د رڼا کتاب کې څه وو؟

 

د سوي معبد د زاړه ښار دیوالونه ړنګ ول.  د نورو کلیو او ښارونو واکمنو به په غلا غلا د سوزېدلي معبد له ډېرۍ څخه ایرې او خاورې له ځانه سره خپلو کلیو او ښارونو ته وړلې. 

ببر سری لارښود، سهار مهال، په بېړه د سوي معبد زاړه ښار ته روان شو. لاروي ورپسې په سوې ساه ګامونه اخیستل او د خپل لارښود و مراد د بېړې او چټک مزله په راز نه پوهېده. 

ناڅاپه یې د خپل لارښود لمن راښکله، چې:

-         زما لارښوده !  

دومره بېړه ولې؟ 

د سوي معبد راز څه دی؟ 

او ولې د چم ګاونډ ښاریان له سوي معبد څخه خاورې او ایرې په غلا وړي؟ 

لارښود لږ پښه نیولی شو، لرې افق ته یې سترګې وګنډلې او بیا یې وخندل: 

-       هممم! درې پوښتنې ! 

راځه!  مزل به کوو، ځکه د سوي معبد له ښاره باید په ورځ کې ووځو، که هلته مو شپه راغله او ویده شو، بیا نو تر قیامت پورې راوېښېدل نه شته. 

لاروی د خپلې لومړۍ پوښتنې ځواب واخیست، خو دا ځواب داسې و، لکه تږي ته چې مالګوبی ورکړې او تنده یې لا پسې زیاته شي. 

-       کوربان دې شم، لارښوده! 

نورې پوښتنې هم  راپيدا شوې، هیله ده راځواب یې کړې. 

لارښود وویل: 

-       پخوا په سوي معبد کې داسې راهبان اوسېدل، چې خلکو د خپل دین ساتندویان ګڼل. راهبانو چې د خلکو سادګی او ریښتینولي ولیده، نو خونړي او روي شول، د واک و ځواک تنده او حرص یې ورځ په ورځ زیاتېده. تر دې، چې د ښار خلک یې یرغمل کړل. له خلکو به یې خواړه خوړل او لوڼې و زامن به یې د خپلو هوسونو په ژرنده کې دل کول. د سوي معبد راهبانو خلک طلسم کړي ول. د خوبونو کیسې به یې ورته کولې او د خوبونو د کیسو په زور یې تل ویده ساتل. راهبانو د خپلې پاچایي زوال د خلکو په راویښېدو کې لیده، ځکه خو یې د خلکو له راویښېدو څخه ویره تل په زړه کې وه.  بس دوی وو او  د درواغجنو خوبونو کیسې وې، کله به په خوبونو کې ارواوې راتللې او  د ارواوو د خبرو او څېرو نکلونو به ښاریان لا پسې ویده وساتل. 

یو مهال څو تنو ځوانانو د یوې چینې تر غاړې د رڼا یو کتاب ومونده. عجیبه د رڼا کتاب و، چې خلاص به دې کړ ، پلوشې به ترې راووتې. د رڼا دغو پلوشو  د معبد طلسم مات کړ. د طلسم د ماتېدو نښه دا وه، چې  د چینې ځوانان به  د خوبونو د کیسو په اورېدلو نه ویده کېدل. 

ویښو پېغلو او ځوانانو یوه شپه، د رڼا کتاب له ځانه سره په پټه معبد ته یووړ. همدا چې د رڼا له کتاب سره یوځای معبد ته ورننوتل، نو معبد اور واخیست. لنبې بلې شوې، راهبانو چیغې کړې، هره خوا یې منډې کړلې. له کلیوالو یې مرسته وغوښته، خو کلیوال ویده ول او نه راویښېدل.

کلیوالو زړې ارواوې په خوب لیدلې او راویښېدن یې نه و. 

شپه تر سبا معبد وسوزېد او د راهبانو طلسم مات شو. دوی چې له رڼا ډارېدل، سهار سهار ورک شول. له هغې ورځې را په دې خوا د سوي معبد خلک له ډاره نه ویده کیږي. د ورځې کومه سترګه خوب وکړي، خو ټوله شپه ویښ وي. دوی ډاریږي، چې که ویده شي، نو بیا به یې راويښېدل نه وي. 

د چم ګاونډ هوښیار واکمن راځي او په غلا غلا د سوي معبد خاورې او ایرې له ځانه سره وړي. دوی هره ورځ دغه خاورې او ایرې د عبرت لپاره خپلو خلکو ته ورښيي او ویښ یې ساتي. هوښیار واکمن خلکو ته وايي: 

-       راهبان خپل ښار ته مه پرېږدئ، خبرې یې مه منئ. دوی دروغ وايي. خوبونه یې دروغ دي. دوی په ارواوو پسې هم دروغ وايي. دوی غواړي تاسو د ابد په خوب ویده وساتي او ستاسو وینې، ستاسو ډوډۍ، ستاسو پېغلې او زلمکیان ورخپل کړي. دوی ستاسو په ویده ساتلو کې خپل جنتونه لټوي. 

-       د سوي معبد دا خاورې وګورئ!

-       د سوي معبد دا ایرې وګورئ !

-       د راهبانو خوبونه او د دوی درواغ مه هېروئ! 

ببر سري لارښود کټ کټ وخندل، لا پسې چټک شو. د لاروي ساه سوزېدلې وه، ایله یې په خپل لارښود پسې منډې وهلې. 

دومره متره په کې نه وه، چې خپل لارښود وپوښتي: 

-       د سوي معبد د ښار خلک اوس په څه حال کې دي؟ 

 

 

 

 

 

 

 

 

پینځه اتیایم منزل

شیخ ولاړه!

خدای دې خونه کړه ویجاړه

 

لاروی په دغه سهار د خپل ببرسري لارښود اېرنۍ څڼې لیدلې، چې باد ته ناڅي، ببرسري مرشد کوم لرې افق ته سترګې ګنډلې وې او تر ژبې لاندې یې ویل: 

-       «شیخ ولاړ! » او بیا به یې وخندل...

لاروي ته دا په زړه پورې وه، وپوهېده، چې د (شیخ ولاړ ) دښتې ته ورځي، ده پخوا هم د (شیخ ولاړ) د وچې او سپېرې دښتې په اړه څه څه اورېدلي وو. پوهېده، چې هلته اوبه نه شته، شین بوټی نه شته، سیوری او خواړه هېڅ هم نه شته... خو بیا هم باید پرې تېر شې او مقصد ته تر دې دښتې له تېرېدو پرته بله لاره هم نه شته.  

خو دا لومړی ځل و، چې د (شیخ ولاړ) د نوم په اړه وسوسه ورولوېده، نو له واره یې وپوښتل: 

-       زما لارښوده ! کوربان دې شم، شیخ ولاړ څوک و؟ 

لارښود په لرې افق کې ګڼدلې سترګې لا پسې ځیر کړې، ښه په کړس کړس یې وخندل: 

-       (شیخ ولاړ) د شیخۍ په جامه کې یو غل و... 

راځه چې د سهار په یخنۍ کې له دښتې تېر شو... 

لارښود وړاندې او مجذوب لاروی ورپسې، مزل پیل شو، خو لاروی خپل لارښود بیا وپوښت: 

-       کوربان مو شم، شیخ ولاړ راوپېژنه...

لارښود بیا وخندل : 

-       شېخ ولاړ د یوې ډلې زلمیانو مشر و، چې ده خپل شاګردان ګڼل، شاګردانو کتابونه له ځانه سره راوړي وو، خو د شیخ له کتابونو سره جوړه نه وه، ده خپل شاګردان د کتابونو په اولو مخونو کې درولي وو... ځکه دی (شیخ ولاړ) و. د ځوانانو د کتابونو پاڼې ژېړې شوې وې، خو دوی لا په هماغه لومړیو پاڼو کې ولاړ پاتې ول. (شیخ ولاړ) خپلو شاګردانو ته تورې او چړې ورکړې، د تورو او سپینو لنګوټیو په شملو یې مولونه ورووهل او ورته ویل به یې: 

-        (هيڅوک مو ونه پېژني! )

ماته په خوب کې همداسې حکم شوی دی! 

شیخ ولاړ او شاګردانو یې د وچې دښتې پر سینه د تېرې شوې لویې لارې څنګ ته کندې وویستې او هماغلته پټ شول، بس چې کاروان به راورسېد،  دوی به ودراوه! چړې او تورې به یې وروویستې او که به د کاروان ساتونکیو شخړه کوله ، نو دوی به ووژل، تر دې روسته به کاروان په ورځو ورځو، اونیو او ان میاشتو ولاړ و. که به چا وپوښتل:  -   څه دي؟ 

نو ورته وبه ویل شول: 

-       شیخ ولاړ ته په خوب کې حکم شوی، چې هرڅه دې ولاړ وي! 

په دښته کې نه سیوری و، نه اوبه  وې، نه شنه بوټي او نه ډوډۍ. نه د اوښانو، اسونو او خرو د تړلو یا سیوري ته درولو ځای.

 شیخ به هره ورځ د کاروان د سړیو څېروته کتل، پر ښځو به یې د اوښانو، اسونو او خرو کتې وربار کړې، شیخ ولاړ نه غوښتل ښځې له کتو، ځلونو او زړوکو نه راووځي. 

شیخ ولاړ او شاګردانو یې د نارینه وو د ایمان تول و ترازو کاوه، 

د شیخ ولاړ یوه پوښتنه وه: 

-       "ایمان څه دی؟ "

بس شیخ ولاړ و او کاروان یې درولی و، له هر چا یې همدا پوښتل، چې:  ایمان څه دی؟ که هر چا هر ځواب ورکاوه، ده نه منله، ویل :

-        غلط!  

سم ووایه، ایمان څه دی؟ 

تر هغو به دلته ولاړ یاست، چې سم ځواب پیدا نه کړئ!

شیخ له نارینه و ایمان پوښت  او ښځې به تر کتو، ځلونو او زړوکو لاندې ناستې وې. ماشومانو ته د لوبو اجاز ه نه وه، شیخ ولاړ له لوبو کرکه درلوده، او ماشومانو ته یې ویل: 

-       ودریږئ!

 لوبې ایمان خرابوي!  بس ودریږئ! هرڅه دې ولاړ وي! 

شیخ ولاړ ته په خوب کې حکم شوی دی. 

شیخ او شاګردانو یې له کاروانیانو سره راوړې اوبه څښلې، خواړه یې ترې خوړل او د ښځمنو ګاڼې، د سوداګرو وریښمین ټوکر، قیمتي عطرونه او غمي يې ترې اخیستل او ورته ویل یې: 

-       دا ټول د ګناه څيزونه دي! ماته په خوب کې حکم شوی دی! 

ایمان وپېژنئ!

ودرېږئ !

هرڅه باید ولاړ وي! 

شیخ او شاګردان به یې هغه وخت له کاروانه ولاړل، چې نور به په کاروان کې د خوځېدو متره نه وه او همداسې په ولاړه به یو یو راپرېوتل او مړه به شول... 

شیخ ولاړ او شاګردان به یې ترې وخوځېدل، خو د کاروان مړژواندیو کاروانیانو ته به یې ویل : 

-       ودریږئ! مه خوځیږئ! 

شیخ ولاړ ته په خوب کې همداسې حکم شوی دی... 

شیخ او شاګردان یې ډاډه ول، چې بل کاروان به راشي او دوی به یې بیا ودروي، او یوه بله میله به پیل شي! 

شیخ ولاړ هم یو کتاب درلود، خو هیچا لوستلی نه و، هیچا لیدلی نه و، د کتاب هسې آوازه وه... یوه شاګرد به یو څه ویل ، بل به بل څه ویل، خو هيڅوک نه پوهېدل، چې کتاب شته که نه؟ څه په کې لیکل شوي دي که نه ؟... 

ببر سری لارښود چوپ شو او نور څه یې ونه ویل. 

لاروي هم نور څه ونه پوښتل، ځکه دی خبر و، چې د شیخ ولاړ په کتاب کې څه لیکل شوي و؟ 

لاروي یو مهال د (شیخ ولاړ) کتاب لیدلی و، چې یوازې یوه جمله په کې وه. 

هو ! 

یوازې یوه جمله : 

-       " تر هغو چې کاروانیانو ته حرکت (کفر) ښکاري!  او بل چاته د خپل ایمان په اړه د پوښتنې اجازه ورکوي، کاروانونه  به همداسي ولاړ وي!"

 

 

 

 

 

 

 

 

 

شپږاتیایم منزل

« اې زما وطنه

د لعلونو خزانې زما!»

 

ببرسری لارښود  "سنګساردرې" ته په لار ودرېد او دوه ډبرې یې راپورته کړې، ورته ځیر شو او بیا یې یوه خپل لاروی ته ونیوله: 

-       هه! په سنګسار دره کې به دې په کار شي! 

لاروی ورېږدېده او خپل مرشد ته یې وویل: 

-       کوربان شم لارښوده،

زه به هیڅکله د کوم انسان خوا ته ډبره ګوزار نه کړم، دا مې په کار نه ده. 

لارښود ښه په زوره وخندل، داسې چې له مخامخ غره نه یې د خندا غږ راستون شو: 

-       ځکه خو دا ډبره واخله. دا د غره د کیڼې ډډې ډبره ده، د ښۍ ډډې ډبرې شرقي جوګي طلسم کړې دي. موږ به دغه ډبرې په جیبونو کې ساتو، چې د شرقي جوګي له طلسم څخه ځان وژغورو. 

د لاروی تلوسه زیاته شوه: 

-       کوربان دې شم لارښوده ؛ سنګسار دره، شرقي جوګي، د غره ښۍ ډډه، د ډبرو طلسم؟ دا هرڅه څه دي؟ او د سنګسار درې راز څنګه دی؟ 

لارښود لا خندل:

-       پېړۍ پخوا د غمیو هغه سوداګر سنګسار درې ته راغلل، چې په غوایانو به سپاره ګرځېدل، یو بل یې د غوايي زامن بلل او سره سره بریتونه یې لرل. دوی په سنګسار دره کې غمي وموندل، لعلونه، یاقوت، سره او شنه او رنګ رنګ غمي. د غوايي زامنو دغه کلی د لعلونو خزانه ونوماوه او بېرته ستانه شول، چې نور غوايي له ځان سره راوړي او د غمیو کانونه راوسپړي. اول یې دا معلومه کړه، چې د سنګسار کلي له ګاونډیو سره څه وکړي؟  د لعلونوخزانې مهم ګاونډي ژېړ ښامار، د یېږو کنګلتون او شرقي جوګي ول. 

 د غوايي زامن لا وتلي نه ول، چې د کنګلتون یېږې، شرقي جوګي او ژېړ ښامار د لعلونو د خزانې له راز څخه خبر شول او ټولو ورته سترګې سرې کړې. 

ښامار سر راپورته کړ، له ځان سره یې وویل: 

-       خزانې د ښامارانو وي، دا خزانه اخر  هم زما ده ، زه تر ټولو زوړ او تر ټولو لوی ګاونډی یم، په نس کې مې د اورونو دوزخونه غړانګې وهي، کنګلتون به ویلي کړم، د غوايي زامن به ونغړم او شرقي جوګي مې هسې  هم د غاښ چینجی دی. ښامار سر کېښود او په تمه پاتې شو، خو هرڅه یې څارل...

د کنګلتون یېږو د خپلو غاښونو او منګولو تیره کول پیل کړل، چې د لعلونو خزانې ته راشي. د غوايي زامن خزانې ته په لار د شرقي جوګي مېلمانه شول او له هغه یې مرسته وغوښته. شرقي جوګي د خپل طلسم راز وروښود، چې:

-        د لعلونو خزانه به د سنګسار په کلي بدلوي. د غوايي زامنو ورسره ومنله او په نورو غوایانو پسې ولاړل. 

شرقي جوګي راوخوځېد اول یې ښامار ته ډاډ ورکړ، چې د کلي تر افیوني طلسم روسته به خزانه تاته درسپارم، خو ماته به خپله برخه راکوې. 

بیا ورغی د کنګلتون یېږو ته او له هغوی سره یې هم یارانه جوړه کړه، ټولو د خزانې ګټلو چاره شرقي جوګي ته وسپارله. 

شرقي جوګي د ارواوو له زاړه معبد څخه د افیونو طلسم را پیل کړ او سپین و تور لوګي یې د لعلونو خزانې سیمې ته راولېږل، طلسم داسې و، چې د لعلونو د خزانې کلیوال یې خوبولي کړل. خوبولو کلیوالو به هره ورځ یو کلیوال سنګساراوه. 

لاروی په لنډه ساه وپوښتل: 

-       زما لارښوده ! څنګه او ولې یې سنګساراوه؟...

لارښود بیا وخندل: 

-       کلیوالو به هر سهار یو نارینه او یوه مېرمن له خپله کوره راایستل، په هغو به یې د بدلمنۍ تور پورې کاوه او  د کلي د مزدک تر مخې به یې وتړل. بیا به کلیوال د شرقي جوګي هستوګنځای ته نږدې د غره له ښۍ ډډې څخه په لمنو کې ډبرې راپنډ کړې، کتار کتار به راغلل او تړل شوې ښځه و سړی به یې تر هغو په ډبرو ویشتل، چې په وینو کې لژند به تر ډبرو لاندې خښ شول. کلیوالو به کله کله د ښځې  و نارینه ماشومان هم سنګسارول . بس همدا د کلیوالو ټول ژوند او د ټول ژوند مرام و. نه چا پټي کرل، نه په ویالو کې اوبه راتلې، نه چا درمندونه بادول او نه هم د لعلونو خزانې د چا په یاد وې. ټولو کلیوالو یو بل په کفر او بدلمنۍ تورنول، د شرقي جوګي له ډاګه یې لمنې لمنې ډبرې راوړلې او هره ورځ یې یوه – یوه  کورنۍ سنګساروله... 

له هغې ورځې را په دېخوا د "لعلونو خزانه"  "د سنګسار دره" شوه. د غوايي زامن، ژېړ ښامار او د کنګلتون یېږو د غمیو کانونو ته سترګې نیولې وې او شرقي جوګي د افیونو تورې و سپینې لوخړې را شړلې... 

د لاروي په وجود کې سړې سړې اوبه ورغړېدې، لارښود ورکړې ډبره یې په خپل موټي کې کلکه ونیوله او په خپل ببرسري مرشد پسې یې ګامونه پورته کړل... 

د سنګسار دره نن هم د افیونو په لوخړو کې پټه وه، کلیوالو یوه کورنۍ تکفیر کړې وه او لمنې یې له ډبرو ډکې وې... 

 

اووه‌اتیایم منزل

د ژوندون د چینو ښار ته!

 

لاروی له خټین منګي څخه  د خپل لارښود لپه په رڼو اوبو ورډکه کړه، ببرسري څو غوړپه وڅښلې او نورې یې مخ ته وشیندلې، خپل لانده لاسونه یې پر ټنډه کش کړل، د سړو اوبو لندبل یې دمه ورجوړه کړله... لرې ځير شو، چې د لاروي پوښتنې راهېښ کړ. 

-       لارښوده ! کوربان شم، د هغه ښار کیسه راته وکړه، چې له چینو یې د ژوند اوبه راوتلې، خو ښاریان یې له تندې  مړه کېدل...

لارښود ته، چې  (د ژوند د چینو ښار) وریاد شو، نو کړس کړس ویې‌خندل او ویې ویل: 

-       هو دا هغه ښار و، چې  تندې یې د ښاریانو عقلونه ورسیزلي وو... 

لارښود بیا وخندل، د اغېزناکه برېښنده سترګو له کونجونو يې اوښکې راغلې. لاروی پوه نه شو، چې لارښود له خندا اوښکې تویولې، که د ښاریانو د سوزېدلو عقلونو وریادېدلو اوښکې وروستلې وې؟ 

لارښود کیسه وکړه: 

-       کلونه وړاندې  په  ټوله سیمه کې اوبه ورکې شوې. شاوخوا کلي او ښارونه جل ووهل. اوبه تر زمکې لاندې ننوتلې. څومره چې خلکو څاه ګانې ژورولې، نو اوبه هماغومره په زمکه ننوتلې، یوازې په همدغه ښار کې چینې او څاه ګانې له اوبو ډکې وې، شپه او ورځ به د ژوند چینې بهېدې او پر زمکه یې د رڼو اوبو ډکې ویالې تر لرې لرې ځایه روانې وې... د ګاونډیو کلیو او ښارونو خلک خبر شول، ان له لرې لرې سیمو هم تندې رااخیستو خلکو دغه کلي ته پام واړاوه. دا کلی عجیب بختور ورته ښکاره شو، په ټوله وچکالۍ کې دلته پرېمانه اوبه بهېدې. د ګاونډیو ښارونو او کلیو هوښیار ملکان په دې پوهېدل، چې د ژوند د اوبو د ښار خلک له پردیو کرکه لري او له دوی څخه په زوره هیڅوک اوبه وړلای نه‌شي...

لرې د ځلاګانو د ښار یوه هوښیار کوډګر یوه لار وسنجوله، د تږیو او جل وهلیو ښارونو او کلیو له هوښیارانو سره په ګډه یې خپلې کوډې پیل کړې. 

یوه ورځ د ژوند د چینو ښار ته له لمرخاته لوري یو اخوند راغی، اوږده چپن او تر نامه پورې راځوړنده ږیره یې وه، څو ژېړ ژېړ کتابونه یې په تخرګ کې وو، اخوند د کلي په زاړه زیارت کې دېره شو او په خلکو کې یې د کراماتو او بزرګۍ اوازې خپرې شوې. اخوند به کله سپینه او کله توره ټوټه له سره تاو کړې وه او د زاړه زیارت تر څنګه له راوتلې چینې به یې هره ورځ اوبه څښلې... 

د ژوند د چینو ښاریان به چې ورغلل، نو اخوند به ورته همدا ویل: 

-       د چینو او څاه ګانو رڼې اوبه حرامې دي. په بله دونیا کې تاسو ته د کوترو د ډنډ اوبه په نصیب رسیږي، ځکه خو د دې دونیا اوبه مه څښئ، د دې دونیا اوبه د کفارو لپاره دي او د سړي ایمان پرې خرابیږي، ستاسو دا چینې او څاه ګانې ستاسو د امتحان لپاره بهیږي او که مو وڅښلې، نو کبیره ګناه به مو کړې وي او په بله دونیا کې به د کوترو له ډنډ څخه محروم شئ! 

له دې ورځې روسته ځینو ښاریانو له اوبو څخه روژه ونیوله او د رڼو اوبو له چینو او څاه ګانو یې اوبه نه څښلې... ځینې خلک چې نور له تندې مړه کېدل، اخوند ته راغلل او ویې پوښت: 

-       کوربان مو شم اخوند صاحب، موږ له تندې مرو. اخوند ورته وویل: تورې راواخلئ، تورې! 

هر هغه ښاري مو چې  لا هم له چینو اوڅاه ګانو څخه اوبه څښلې ویې وژنئ او وینې یې وڅښئ. هغوی چې له رڼو چینو او څاه ګانو اوبه څښي، کافران دي، وژل یې فرض دي، بس وژنئ یې او وینې یې څښئ، ستاسو به تنده ماتیږي او په بله دونیا کې به د کوترو له ډنډ څخه ډېره برخه اوبه درکول کیږي... 

همداسې وشول، ښاریانو تورې راواخیستلې او خپلې ښځې، ماشومان او نارینه، چې له چینو او څاه ګانو یې اوبه څښلې وژل او په  خوند خوند به یې وینې څښلې، ښاریان خوښ و چې هم غزا کوي او هم یې تنده خړوبیږي. 

بس ښاریان په دې بوخت شول او د شاو خوا کلیو او ښارونو خلکو تر زمکې لاندې اوږده اوږده سوري ورووېستل، د ژوند د چینې له ښاره یې په دغو تونلونو کې د رڼو چینو او څاه ګانو اوبه تر خپلو کلیو او ښارونو پورې وروبهولې، له هغه راهیسې د ژوند د چینو ښاریان د خپلو چینو او څاه ګانو اوبه څښل کبیره ګناه ګڼي، په بله دونیا کې د کوترو له حوض څخه د ډېرو اوبو د څښلو په تمه ډېرې وینې بهوي، خو د دوی د ښار رڼې چینې او څاه ګانې تر زمکې لاندې روانو ویالو کې د چم ګاونډ لرې او نږدې کلیو او ښارونو ته وررسیږي. 

هغه اخوند چې  کله توره او کله سپینه ټوټه له سره تاووي اود زاړه زیارت تر څنګ له روانې سړې چینې اوبه څښي، په ښاریانو د تبرک لپاره تیرې تورې ویشي او تږي ښاریان د کوترو د حوض په حرص کې نورې وینې غواړی...

 

 

 

 

اته‌اتیایم منزل

وچې وینې او رڼه بهانده پوهه

 

لاروي د خپل لارښود په لاس کې یو زوړ کتاب ولیده، چې پر شا یې د صلیب نښه وه. لاروی حیران و او خپل لارښود یې وپوښت: 

-       کوربان دې  شم زما لارښوده ! 

د مسیحیانو په دې زاړه  کتاب کې دې څه ولیدل، چې درې - څلور ځله دې ورته وموسل؟ 

لارښود، چې په پټه خوله خندل او لاروی یې د اوږو له خوځېدو پوه شو چې خاندي، وویل: 

-       د لوړو او زړو کلیساګانو له ښارونو یې خبر کړم: 

یو متفکر کشیش کلونه کلونه په صلیب د مسیح راځوړند انځور ته ځیر و او کتل یې، چې د هغه له مېخ شویو لاسونو څخه رابهېدلې وینې ځلیږي، خو کښته نه راڅاڅي...
 یوه ورځ یې قلم راواخیست او ویې لیکل: 

-       «څو پېړۍ وشوې، چې موږ کشیشانو او د پاچا دربار لاسونه سره یو کړي او د مسیح د وینو په نامه د خلکو وینې زبېښو، موږ د مسیح د شکنجې په نامه خلک شکنجه کوو او پرې حکومت چلوو، یوه ورځ به دا خلک پوه شي، موږ به وشړي، سپک به مو کړي، 
خو اې مسیح! 
 تا ته حیران او خپه یم. خلک به له تا څخه هم خپه وي، ملامت به دې کړي، - خاورې مې پر خوله ـ درواغجن به دې وګڼي... راکوز شه او دا څرګنده کړه، چې موږ درواغ وایو او ستا په نامه مو ډرامه روانه کړې ده او په حقیقت کې  واک و ځواک غواړو... 

دوه یا درې پېړۍ روسته، بل متفکر کشیش د کلیسا په کتابتون کې د یوه کتاب پر څنډه دغه لیکنه ولوسته، حیران شو، مخامخ یې د کلیسا پر محراب د مسیح انځور ته وکتل، ریښتیا هم وینې ځلېدې، خو نه راڅڅېدلې...
 دویم کشیش وویل: 

-        د کلیسا کتابونه زیات شوي دي، بهر د ښار د میدان هاغاړه، کلیسا ته مخامخ یو کتابتون جوړ کړئ، دا کتابونه هلته یوسئ، پرېږدئ، چې خلک يې ولولي او (پوه شي)، موږ کشیشان هسې هم نه غواړو چې (پوه شو!). 

تر دې روسته په هرښار کې، کلیسا ته مخامخ یو یو کتابتون جوړ شو، خلک به راتلل او کتابونه به یې لوستل او پوهېدل به... 
 څو پېړۍ روسته یوه انځورګر په کتابتون کې د لومړني کشیش په یادښت ورپېښ شو، هغه یې ولوست، وموسېد او تر یادښت لاندې یې ولیکل: 
 -      " ده ریښتیا لیکلي، ځکه د هېڅ کلیسا د هېڅ مسیح له هېڅ لاس څخه وینې نه رابهیږي، بلکې دا زموږ انځورګرانو کمال دی، سور رنګ مو داسې کارولی، چې هر (مؤمن) ته د مسیح وینې ښکاري او ورته ژاړي، له کشیش څخه د جنت کیلي په پیسو اخلي او د کلیسا واکمني ته غاړه ږدي. ما د کشیشانو په فرمایش لسګونه داسې انځورونه کاږلي دي. موږ ټول (مؤمنانو) ته درواغ وایو. څوک خبر دي، چې ریښتیا په مسیح څه پېښ شوي؟ دا هغه کیسه ده، چې کشیشانو د خپلې واکمنۍ لپاره جعل کړې ده."
 څو پېړۍ روسته کتابتونونه لوی شول، کتابونه زیات شول، ښارونه هم پراخېدل، انسانان تر کلیسا ګانو کتابتونونو ته زیات تلل، کلیسا ګانې یوازې د ښارونو د ډول او تاریخي ښکلا لپاره ولاړې وې، لکه موزیمونه. خلک کتابتونونو او پوهنتونونو ته ورمات ول...
 یوه ورځ یو تاریخپوه فیلوسوف، د یوه لرغوني کتاب پرڅنډه د لومړني کشیش او انځورګر پر یادښتونو ورپېښ شو، ویې موسل او ترې لاندې یې ولیکل: 

-       « خلک ځکه تر کلیسا ګانو زیات کتابتونونو ته راځي، چې په کلیسا کې د راځوړند انځور له لاسونو څخه رابهېدلې وینې وچې شوې دي، نه بهیږي، خلکو یې ماهیت پېژندلی دی، چې وینې نه، بلکې د انځورګر د مویک رنګ دی، خو په کتابونو کې لا پوهه بهیږي، هره ورځ جاري وي، نوې کیږي. 

انسان ژوندی موجود دی، تر وچو وینو بهاندې او روانې پوهې ته ډېر تږی وي»

ببرسري لارښود لا خندل، خو لاروی په خپلو سوچونو کې ترې ورک شوی و...

 

 

 

 

 

 

نهه‌اتیایم منزل 
مرتاضان په شنو ځنګلو کې


لاروی د قهارو مرتاضانو ځنګل ته په ننوتو ووېرېده، د ځنګل فضا داسې وه، لکه د هر بوټي شاته، چې یوه بلا پټه وي. خو لارښود بېغمه روان و. په څېره کې یې هېڅ‌راز بدلون نه ښکارېده. هماغسې موسکی و او د ځنګله د ونو ترمنځ نرۍ لاره یې داسې وهله، تا به ویل ټول عمر پر همدې لارو تللی دی. 
 لاروی له ویرې او اضطرابه چټک شو، یو مهال یې کتل، چې د خپل لارښود لمن یې نیولې وه: 
 -  کوربان دې شم، زما لارښوده ! 
 د قهارو مرتاضانو د ځنګله له کیسې مې خبر کړه. 
 لارښود ناڅاپه وخندل، له څېرمه بوټو څخه کوشنۍ مرغۍ والوتې. لارښود خپل لاروی ته وویل: 
 -  راځه! وبه یې ګورې. 
 دلته په ځنګله کې څو قبیلې اوسیږي، چې د ژېړو جامو او ژېړو کتابونو مرتاضان پرې واکمن دي. د قبیلو خلک نه پوهیږي، چې د قهارو مرتاضانو په ژېړو کتابونو کې ریښتیا څه لیکلي؟
 دا کتابونه په پردیو ژبو دي، په قبیلو کې یې پرته له مرتاضانو بل څوک لوستلی نه‌شي. قهار مرتاضان کتابونه پرانیزي، ساعتونه ساعتونه یې اوږدې اوږدې ږیرې ښوري او کوم څه وايي، خلک په ویره ورته ولاړ وي. 
 د ځنګله په خلکو کې اوازه ده، چې دا د کوډو کتابونه او ارواح یا پیریان یې ترفرمان لاندې دي، څوک وايي په کتابونو کې د مرتاضانو د پخوانیو مشرانو خبرې دي. قهار مرتاضان د کوډو د ژېړو کتابونو په زور په قبیلو واک چلوي. د قبیلو د خلکو ښه خواړه، ښه کورونه، ښکلې ښځې او ښې میوې د مرتاضانو دي. مرتاضانو د قبیلو خلکو ته ویلي: 
 -   «موږ خدای رااستولي یو، چې پر تاسو حکومت وکړو.»
 لارښود تر لنډې چوپیا روسته وویل:
 خو ماته د مرتاضانو د ماتې راز څرګند دی. 
 لاروی نور هم سیله‌ولی شو:

-       زما لارښوده کوربان دې شم، هغه راز څه دی؟ 

لارښود بیا وخندل: 
 -    کلونه کلونه پخوا یو پر اس سپور ځوان پیدا شو، هغه کوم وخت له ځنګله وتلی و، چېرته په کلیو او ښارونو ګرځېدلی اونور خلک یې لیدلي وو. په دې پوهېده، چې په دونیا کې د ځنګله له قبایلو پرته نور انسانان هم اوسیږي. ځوان د نورو انسانانو ژبې زده کړې وې او په ډېرڅه پوهېده. 
 قهارو مرتاضانو دغه ځوان تکفیر کړ او ځوان ځنګل پرېښود، خو د لوی چینار تر ونې لاندې یې یوه لیکلې دړه خښه کړه. زه او ته به نن وګورو، چې په دې دړه یې څه لیکلي؟ 
مازیګر و، له لرې لرې د قبایلو د تګ راتګ غږ راته. ببر سري لارښود او لاروی یې د زاړه او لوی چنار اړخ ته له ژورې کندې د اس والا ځوان لیکلې دړه راایستلې وه او لوستله، لارښود لا موسک و خو د لاروی سترګې رډې رډې راوتلې وې: 
 پر دړه لیکلي وو: 
 -   کلونه، لسیزې او پېړۍ پخوا یوه ډله وږي مرتاضان له خپلو کتابونو سره د قبایلو مېلمانه شول. قبایلو یې اوږدو ږیرو، ژېړو جامو، په غاړو کې پرتو زنارونو او تر تخرګونو لاندې ژېړو کتابونو ته وکتل او پر دوی یې د ښو خلکو ګومان وکړ، مېلمانه یې کړل. مرتاضانو بله ورځ قبایلو ته وویل: 
 -  موږ ته ډوډۍ راکړئ، موږ به تاسو ته دوعا وکړو، زموږ په کتابونو کې راغلي، چې هرڅوک موږ ته ډوډۍ راکړي، خدای به ترې خوشاله شي.  خلکو د خدای د خوشالۍ لپاره مرتاضانو ته ډوډۍ ورکړه او پېړۍ واوښتې. 
 ورو ورو مرتاضان زړور شول او خلک یې له کتابونو وډار کړل، د خلکو ناخبرۍ، ډار او له کتابونو څخه د مرتاضانو مبهمو ویناوو داسې ورځ راوسته، چې قهارو مرتاضانو د خدای د استازولۍ دعوه وکړه او قبایلو ته یې وویل: 
 -   موږ خدای رااستولي یو، چې پر تاسو حکومت وکړو. که چا زموږ ونه منله، په حقیقت کې هغه د خدای نه مني او کافر دی. د کافر سزا مرګ ده او یا به له ځنګله څخه وځي. او داسې د قهارو مرتاضانو واکمني پیل شوه او ورو ورو یې قبایل خپل مرییان کړل... 
 د مرتاضانو طلسم په دوو پوښتنو ماتیږي: 


اول:

چې قبایل ورته ووايي، که تاسو د خدای په استازولۍ پرموږ واکمن یاست، نو موږ ته یې ثابته کړئ!  خدای نو څنګه خپله پاچایي ستاسو په مرسته چلوي؟


دوه:

 پر موږ ستاسو له واکمنۍ خدای څه غواړي؟ چې نه په‌کې زموږ خیر شته او نه هم د ځنګله، نو خدای ولې تاسو ته پر موږ د واکمنۍ حکم کړی دی؟ 
 
مرتاضان د دې پوښتنو ځواب نه لري، په هماغه ورځ ځنګل پریږدي او قبایل به ازاد شي. 
 که هغه وخت پخوانیو قبایلو مرتاضانو ته وړیا ډوډۍ ورکړې نه وای، نو نن به ...
 دړه نیمايي نوره ماته وه، لاروی پوه نه شو، چې اس والا ځوان نور څه لیکلي؟...
 د بوټو شاته یې په لرې ورشو کې د مرتاضانو ژېړې جامې ولیدلې، ووېرېد او خپل ببرسري لارښود ته ورنږدې شو، خو لارښود لا هماغسې خندل او سترګو یې په خاورو کې د دړې دویمه نیمايي لټوله...

 

 

نوي‌یم منزل

د پیریانو طلسمونه

 

لاروي له خوبه سترګې وغړولې، د سهار روستی ستوری لا پرېوتلی نه و. خپل لارښود یې په مراقبه ولید.

مراقبه وه که ژور تفکر؟

خو لاروی د نوي رابرېدونکي سهار نقره یي رڼا ته ولید،  چې د لارښود سترګې پټې دي او د مخ یوه پله یې خوځیږي... 

لاروی، داسې لکه له ځان سره چې غږیږي، وګوڼېډ: 

-       د لویې خېلخانې سپين ږیری بابا مې په خوب لیده، هغه چې ټوله خېلخانه یې د پيریانو په طلسم اخته ده...

لارښود سترګې خلاصې نه کړې، ویې موسل، بیا یې داسې وخندل، چې لاروي یې غږ نه اورېده، خو د خپل لارښود د اوږو خوځېدل یې لیدل، چې خندا ښورول...

ببرسري لارښود له مراقبې ورته وویل: 

-       د لویې خېلخانې بابا به نن وګورې او پوه به شې، چې څنګه خپلې خېلخانې ته ځوریږي؟ 

مازیګر قضاو، چې ببرسری لارښود او ورپسې لاروی یې د لویې خېلخانې د بابا کوډلې ته  ورننوتل. 

-  السلام علیکم! 

- لارښوده ! سترګې مو روښانه چې راپېښ شوې! (سپین ږیري وویل)

لاروی یوې څنډې ته په ادب ودرېد. 

سپین ږیري بابا له لارښود څخه لاروي ته سترګې ورواړولې: 

-       په خوب دې ولیدم؟ 

لاروی ورېږدېد ( - له ځان سره- دا څنګه خبر شو؟) 

بابا دوام ورکړ: 

-       زما لویه خېلخانه ده، زامن او لورګانې، د زامنواو لورګانو زامن او لورګانې، د هغوی بیا او بیا او بیا زامن ولورګانې... 

خو ټول په پيریانو اخته دي. 

لاروي مخامخ ورته وویل: 

-       دا څه ډول پيریان دي؟  

بابا وویل: 

-       د پرنګ له ماښامونو راغلي دي. زما ټول بچي یې طلسم کړي، طلسم دا دی، چې ټوله خېلخانه مې ویده ده، په خوب کې ګرځي، په خوب کې خواړه خوري او په خوب کې بچي زېږوي، خو راویښیږي نه. په خوب کې یو بل ورته کافر ښکاري او په خوب کې یو بل وژني... زه چې د راوېښېدو غږ پرې وکړم ، نو سترګې راواړوي او راته ووايي:

-       غلی شه کافره ! 

خپله توره پورته کړي او زما په بدن یو بل زخم جوړ کړي. زما چې څومره خېلخانه لویه ده، هماغومره مې په بدن زخمونه ډېر دي... 

لاروی بیا وپوښتل: 

-       پيریانو څنګه ستا خېلخانه طلسم کړه؟ 

بابا وویل: 

-       پيریان راغلل او د شپې یې زموږ له مېنو څخه کتابونه غلا کړل، ډیوې یې ووژلې او په چینو کې یې اوبه زهرجنې کړې... 

ما یو کتاب پټ وساته، یوه ډیوه مې چېرته غلې کړه او یو منګی اوبه مې زېرمه کړې، هره شپه پټه ډیوه ولګوم کتاب  ورته ولولم، سبا ګورم چې منګی بېرته له اوبو ډک شي او په دې بڼه تل ځان ویښ ساتم، د پرنګ د ماښامونو پيریان دلته راتللای نه‌شي، خو بچي مې، خېلخانه مې هره ورځ د تورو او چړو یو نوی زخم رابښي... 

هره ورځ نارې ورته وهم: 

-       راویښ شئ! 

دوی هر ځل راته وايي: 

-       غلی شه کافره! 

ببرسري لارښود بابا ته وکتل او په خندا یې ورته وویل:

-        دی (لاروی) غواړي پوه شي، چې ولې له دې ځایه نه ځې او خپله خېلخانه همداسې ویده نه پرېږدې؟ 

د بابا په سترګو کې د اوښکو څاڅکي راوروڼېډل: 

-       خېلخانه مې ده، بچي مې دي، څنګه یې پرېږدم؟ هره ورځ غږ پرې کوم، چې راویښ شئ، ګوندې کوم یو راویښ شي. 

ما په تورو او چړو وهي، ماته کافر وايي، ما ځوروي، د یو بل پر وژلو مې هر وار وژني، خو څه وکړم؟ بیا هم راباندې ګران دي، بچي مې دي...

بابا ژړغونی شو، خو د لارښود کړس کړس خندا وخوځاوه، سترګې یې ورواړولې او په اوښلنو سترګو موسک شو...

ببر سري لارښود ورته وویل:

-       د خېلخانې د راویښولو لاره به دروښییم او بیا به زه او زما ملګری (لاروی) درڅخه ځو. 

د لویې خېلخانې د بابا سترګې وځلېدې او ببرسري لارښود ورته وویل: 

-       پټې ساتلې ډیوې ته له خپلو هغو وینو چې د بچیانو له چړو څخه دې پر بدن رابهیږي، نوې ډیوې روښانه کړه. 

خبرشه! چې ستا د وینو په څاڅکیو ډیوه بلیږي. 

قلم د خپلو وینو په څاڅکو رنګ کړه او کرښه کرښه کتاب په  وچو پاڼو ولیکه او د ډیوې رڼا ته یې کېږده. 

خپله لپه کې د خپل منګي څو څاڅکي اوبه وساته او همدا چې کوم بچی دې راغی، چې تا په چاړه ووهي، اول اوبه وروشینده، بیا لیکل شوې پاڼه د ډیوې رڼا ته وروښيیه، چې ویې لولي. هماغه شېبه به دې بچی راویښ شي. تر راویښېدو روسته لومړۍ خبره دا ورته وکړه: 

-       د خپلو خویندو او وروڼو په راویښولو کې مې ملګری شه او له تکفیر څخه مه ویریږه! 

بل قلم، بله ډیوه، بله پاڼه او د اوبو نور څاڅکي هغې / هغه ته ورکړه او بل ځلې دوه کسان راویښ کړئ... 

همداسې هر یو خپلې لوڼې وزامن او بیا دهغوی لوڼې و زامن او بیا، بیا، بیا ... 

دا وخت د لویې خېلخانې بابا راپاڅېد، څرخ يې وخوړ او د لارښود وچویلی یې ښکل کړ: 

-       پوه شوم یا د لارښودو لارښوده!

 پوه شوم

لاروی وډار شو: 

-       د بابا له زخمونو راروانې وینې لکه بهانده رڼا ډیوه ډیوه کېدې، د کتاب له کرښو هم پړکنده برښنا خورېده او د منګي اوبه لکه روانه چینه سپینې روانې وې... 

د بابا بچیان تورې او چړې په لاس راروان وو، لارښود او لاروی په بېړه راووتل... 

لارښود خپل لاروي ته وویل: 

-       شاته مه ګوره! 

لاروي یوازې د بابا رېږدېدلی غږ واورېد، چې ویل یې: 

-       راویښ شه! 

دا ولوله! 

دا وڅښه!

د خپلو خویندو او وروڼو په راویښولو کې مې ملګری شه او له تکفیر څخه مه ویریږه!

 او له تکفیر څخه مه ډارېږه! 

لاروي ډېر غوښتل شاته وګوري، چې څه پېښيږي؟

 خو د خپل لارښود حکم یې مات نه کړ. 

 

 

 

 

 

 

 

یونوي‌یم منزل

پاڅه مات کړه!

 د تیارو تور طلسمونه

 

مجذوب او موسک لارښود د لمرلویدو منظرې ته ځیر ولاړ و. لاروی حیران شو، چې ډوبېدونکی لمر څنګه د ببرسري لارښود سترګې نه برېښوي؟ 

خپل لارښود یې وپوښت:

-       ماښام راروان دی، ښه به نه وي، چې وخوځيږو؟ 

لارښود وخندل، سترګې یې لاهم لمرپرېواته ته وې: 

-       هلته چې ځو، تل شپه وي. 

موږ د تیاروښار ته روان یو. 

په مزله کې لارښود لږ مخکې و. لاروی وپوښتل: 

-       د تیارو ښار ورځ نه لري؟

لارښود داځل په لوړ غږ  وخندل: 

-       نه، ځکه د تیارو د ښار خلک پر ورځ باور نه لري، رڼا ګناه بولي او لمر ته د لوی کفر په سترګه ګوري. 

د لارښود دې وینا لاروی هم حیران کړ او هم یې تلوسه زیاته شوه، لارښود یې وپوښت: 

-       د تیارو ښار په څه بلا اخته دی؟ 

لارښود په موسکا کیسه پیل کړه: 

-       د دې ښار خلک له پخوا زمانو څخه رڼا بده ګڼي، څراغ ورته د شیطان نښه ښکاري او له اور څخه کرکه لري. 

پېړۍ وړاندې لمر خبر شو، چې د دغه ښار خلکو پر تیارې ایمان راوړی، نو ځان یې ترې پټ کړ. له هغې زمانې لمر پر ټوله نړۍ راخیژي، خو دلته خپله رڼا په څادر کې نغاړي، چې د تیارو د ښار وګړي د ګناه احساس ونه کړي. 

د تیارو د ښار وګړي دوه برخې دي. نیمايي یې په بشپړه تیاره کې اوسي او اوږدمهالو تیارو ړانده کړي دي. دوی ته چې څوک ووايي: انسان سترګې لري او هرڅه لیدلای شي، نو دوی کړس کړس ورپورې خاندي او سترګور احمقان ګڼي، په سترګورو یې زړه سیزي، لوی ګنهکاران ورته ښکاري. دوی وايي: 

-       خدای بنیادمان ړانده او په تیارو کې ډوب پیدا کړي. له تیارو وتل لویه ګناه ده، لوی جرم دی! 

د ښار نیمايي نور خلک سترګې لري، خو دوی هم هرڅه سم نه ویني. د ښار نیمايي سترګورو وګړیو په خپلوغاړو کې هیندارې راځړولې دي. دوی هیڅه او هیچا ته مخامخ  نه ګوري، هرڅوک او هرڅه په خپلو هیندارو کې  ویني. د دوی هیندارې د دوی د کرکې او مینې انځورونه ورښيي. د ښار بینا خلک په خپلو غاړو کې راځړېدلې هیندارې یو بل ته ونیسي او ناڅاپه چیغه کړي: 

-       اوه! 

ته خو له پلانۍ خېلخانې یې! 

ستا ژبه خو پردۍ ده! 

ستا وینه دوښمنه ده! 

په دې کې تورې او چړې راوباسي او یو د بل وینې وبهوي. 

د تیارو د ښار ټپ ړانده وګړي ځان بختور ګڼي، ځکه په کرکجنو هیندارو کې یو د بل څېرې لیدلای نه‌شي او ړانده په خپلو کې یو د بل وینې نه بهوي. 

هغوی چې سترګې لري، او یو د بل څېرې، ژبه، خېلخانه او زات و زوریات په خپلو هیندارو کې ویني په دوښمنیو اخته دي ، ځکه خو دلته  د تلپاتې تیارو واکمني له دواړو هېره ده. دوی له خپل ښار بهر رڼا نه مني، دوی ته د لمر شتون یو لوی دروغ او د شیطان وسوسه ښکاري. دوی پر تیارو ایمان راوړی. 

دا مهال لارښود او لاروی د تیارو ښار برید ته ورسېدل، لاروی وېرېده، ژر یې وپوښتل: 

-       د تیارو طلسم څنګه ماتېدلای شي؟ 

لارښود کړس کړس وخندل: 

-       تر هرڅه وړاندې باید د ښار سترګور په خپلو غاړو کې راځړېدلې هیندارې ماتې کړي او یو بل ته مخامخ په خپلو سترګو وګوري. که دوی یو بل ته په انساني سترګو وکتل، طلسم ماتیږي. دوی به بیا د ښار دویمه نیمایي خلکو ته ووايي، چې: 
 -   رڼا ګناه نه ده! 

                   لمر شته!

                 څراغ د شیطان نښه نه ده! 

او خدای انسان ته سترګې ورکړي، چې هرڅه وویني، په هرڅه پوه شي او باور وکړي، چې له دې ښاره بهر لویه دونیا شته، چې لمر یې روښانوي. 

که د دوی باورونو او ایمان ته رڼا راغله، په هغه ورځ به لمر خپلې وړانګې په دغه ښار خورې کړي. 

لارښود او لاروی دا وخت د تیارو ښار ته ننوتلي وو. 

لاروي په ډېره ویره، یوه خوا د تورو او چړو شور او د بدو ردو غوغا واورېده او بله خوا یوه ژوره ویروونکې چوپتیا، چې د تیارو په یوه بېپایه سمندر کې ډوبه وه. 

 

 

 

 

 

 

دوه نوي‌یم منزل

تر قفسونو بهر هم یوه دونیا شته

 

لمر لا راختلی نه و، چې ببرسري لارښود خپله خامتا په اوږو راسمه کړه، د لمرخاته له خوا سپینې رڼا ته ځیر شو، سترګې یې ځلېدې. 

لاروی مزل ته چمتو و، خو د قفسونو د  ښار په اړه یې په ذهن کې پوښتنې ګرځېدې. 

لارښود و لاروی مخ په لمرخاته وخوځېدل، لاروي له خپل شوریده لارښود څخه وپوښتل: 

-       د قفسونو ښار ولې په دې نامه یادیږي؟ 

لارښود وخندل، همداسې یې ختیځ ته کتل: 

-       د قفسونو د ښار هر ښاري په یوه مقدس قفس کې رالوییږي. هرماشوم تر پینځه یا شپږ کلنۍ روسته  په کاغذي قفسونو کې زنداني کوي. دغه قفسونو د افیونو او زعفرانو له ژېړو کاغذونو څخه جوړ او په دغو کاغذونو تورې ګډې وډې کرښې راکاږل شوي، چې ماشومان یې په مانا نه پوهیږي. په ژېړو کاغذونو د ګډووډو تورو کرښو په مانا یوازې د ښار لوی راهب پوهیږي. تر هغه واړه راهبان چې له ژېړو کاغذونو څخه د ښار ماشومانو ته قفسونه جوړوي، د تورو کږو وږو کرښو پا مانا ډېر نه پوهیږي. 

عجیبه دا ده، چې واړه راهبان کرښې لوستلای شي، خو په مانا یې سم نه پوهيږي. یوازې لوی راهب، چې د ښار واکمن دی او ډېرې ښځې لري، د کرښو په رمز و راز خبر دی. 

واړه راهبان هم څو څو ښځې لري او شپه و ورځ لګیا وي، په ژېړو کاغذونو تورې کږې وږې کرښې راکاږې، په مانا یې ډېر نه پوهیږي، خو دا یې زده دي، چې څنګه یې په توره سیاهي پر ژېړو کاغذونو رسم کړي او ماشومانو ته ورنه قفسونه جوړ کړي. د قفسونو طلسم دا دی، چې ماشومان ټوله نړۍ د کاغذي قفسونو تر اندازې پراخه ګڼي. ژېړ کاغذونه او تورې کرښې ماشومان نه پرېږدي تر قفسونو بهر فکر وکړي، اسمان وویني، لمر وپېژني، د ستوریو او پراخو کایناتو په اړه پوه شي، د لوبو، خوښیو، مستیو او خنداګانو په خوند پوه شي. ژېړ کاغذونه او تورې کرښې ماشوم ته دا ورښيي، چې د ده له قفس بهر هرڅه شیطاني او کفري دي، شر دی او په اړه يې خبرې او فکر کول لویه ګناه او معصیت دي. هرچا ته خپل قفس مقدس دی.

لارښود په موسکو شونډو  د کیسې دې ځای ته رسېدلی و، چې لاروي پوښتنه وکړه: 

-       کوربان دې شم زما لارښوده ! 

دا ماشومان تر څه وخته په قفسونو کې ساتل کیږي؟ 

لارښود یوځل بیا وخندل او ویې ویل: 

-       عجیبه دا ده، چې ښاریان تر مرګه په قفسونو کې ژوند کوي، خو د قفس شکل و بڼه بدلیږي. ماشومان چې بالغ شي، نو له وړو قفسونو راایستل کیږي. تر بلوغ روسته د ښځینه ښاریانو لپاره کرښې کرښې لویې کڅوړې جوړیږي او وراغوستل کیږي. دغه کڅوړې تر مرګه د ښځو مقدس قفسونه دي، چې هرځای ورسره ځي. د ښځوټوله نړۍ د همدغې کڅوړې په اندازه ده. د ښځو لپاره تر کرښې کرښې کڅوړې بهر هرڅه کفر او ګناه دي. 

د نرینه وو لپاره قفس کوشنی کیږي او یوازې یې سر په قفس کې بند وي. د نرینه لپاره تر خپل قفس بهر فکر کول کفر ګڼل کیږي، خو لاسونه او پښې یې  د جګړو او وژنو لپاره پرانیستي وي. 

نارینه وو ته د ژېړو کاغذونو او تورو تورو کرښو څخه د ورپه سرکړيو قفسونو بهر فکر کول، څه لیدل او څه ویل کفر ګڼل کیږي. 

لارښود د کیسې دې برخې ته رسېدلی و، چې دواړه د قفسونو ښار ته ننوتل. لاروی ولیدل، چې کرښې کرښې کڅوړې روانې دي او د نارینه وو سرونه د داسې ژېړو کاغذونو په قفسونو پوښلي، چې په توره سیاهي کرښې لري، خو هیڅوک یې په مانا نه پوهیږي. 

ښاریانو د لارښود او لاروي په لیدلو منډې کړې، دوی له بې قفسه پردیو وډار شول. د لارښود و لاروي سرونه په قفسونو کې بند نه وو، ښاریانو باور درلود، چې دغو پردیو ته کتل او هرکلی لوی کفر دی. 

لارښود ډاډه روان و، خو لاروی ډېر سخت ډارېده. ده فکر کاوه:

-        هغوی چې سرونه یې په طلسم شویو قفسونو کې بندي وي، خو لاسونه او پښې یې خوشې وي، هر راز وحشت پېښېولای شي. 

ببرسری لارښود د خپل لاروی په ویره پوه شو، په کړس کړس یې وخندل او لاروي ته یې وویل: 

-       مه ډارېږه، دوی له هغو سرونو څخه ویریږي، چې په قفسونو کې زنداني نه دي.

 د قفسونو ښاریان په دې خبر دي، چې له قفسونو خپلواک سرونه تر دوی پیاوړي دي.  

 

 

 

 

 

 

 

دري‌نویم منزل

لورېینه د څښتن،

 ستا تر هیلو ده لا لویه !

 

لاروی د ښار د زړې او نیمړنګې دروازې پر سر  ډبرلیک ولوست:

 « هغه څه غواړو، چې لرو یې !

 خو،

 هغه څه نه پېژنو، چې نه یې لرو!»

ببرسری لارښود له دروازې څخه ښار ته په ننوتو و، چې لاروي له لمنې ونیو او ویې پوښت: 

-       زما لارښوده ! 

دا کوم ښار دی او راز یې څه دی؟

لارښود یوه غلې خندا و کړه، لا موسک و او خبرې ته یې خوله جوړوله، چې نیم‌بربنډ او وږي ماشومان له دوی دواړو راتاو شول. ماشومانو لارښود او لاروي ته د سوال لاسونه نیولي وو او له هر نوي راغلي مساپر یې د خوړلو لپاره څه غوښتل.

 لارښود له خپل انډي څخه څه وچه ډوډۍ او توتان ورکړل، لاروي هم له ببرسري څخه په لاسنیوي، خپله برخه پر ماشومانو وویشله، خو د وږیو ماشومانو خلاصی نه و، ورپسې څو مخپټیو ښځو را منډې کړې او بیا لړزېدلي سپین‌ږیري د سوال په نیت راوخوځېدل... لارښود و لاروی خپلې تشې خوړځينې وروښودې، ښاریان ناهیلي و رېږدېدلي  بېرته ستانه شول... 

لارښود لا موسک و. لاروي ته یې وویل: 

دا د « ویاړ» او «ایمان»  ښار دی. 

ویاړ او ایمان د دوو راهبانو نومونه دي، نیم ښاریان د یوه او نیم ښاریان د بل په برخه رسېدلي. د دې ښار خلک طلسم شوي دي، یوازې راهبان او د هغوی اوږدکمیسي شاګردان له طلسم څخه خلاص دي. 

لاروي ښار ته وکتل، ړنګ کورونه، ناروغ او وږي ښاریان، په شخړو او وهلو بوخت ځوانان او سوالګر ماشومان. د ښار په دوو خواوو کې دوه لوړې ودانۍ وې، چې له هر ځایه ښکارېدې. لاروی لوړو او شاندارو ودانیو ته ځیر و، چې لارښود ورزیاته کړه: 

-       دا دوه ودانۍ د «ویاړ» او « ایمان» مزدکونه دي. دواړه راهبان همدلته اوسي. خلک ګدايي کوي او څه چې ګټي یوه برخه خپله خوري او درې برخې راهبانو ته ورکوي. راهبان او اوږدکمیسي شاګردان یې ماړه او مست دي. 

طلسم دا دی، چې ښاریان د خپلې نیستۍ په راز نه پوهېږي. نیم ښار د ورځې پینځه ځلې چیغې وهي: 

« موږ ایمان غواړووووو!!!!» 

نیم نور بیا د ورځې پینځه وارې چیغې کړي: 

« موږ ویاړ غواړووووو!!!» 

هیڅوک ډوډۍ، اوبه، زمکه، کرونده، ښوونځی او پوهه نه غواړي، هیڅوک د طلسم له خوب څخه راویښېدل او هوښیارېدل نه پېژني. دوی یوازې دوه راهبان ، چې ویاړ او ایمان نومیږي، پېژني او همدا غواړي. ښار د ایمان او ویاړ له حضوره ډک دی، د ایمان او ویاړ د مزدکونو لوړ منارونه له هرځایه ښکاري، خو ښاریان لا هم چیغې وهي: 

موږ ایمان او ویاړ غواړوووووو!!!

کلونه پخوا یوه فیلوسوف شاعر د ښار د دروازې په سر په یوه دړه ولیکل: 

« هغه څه غواړو، چې لرو یې !

 خو،

 هغه څه نه پېژنو، چې نه یې لرو!»

راهبانو چې دا ډبرلیک ولید، شاعر یې کافر وباله او ښاریانو ته یې امر وکړ، چې سنګسار یې کړي، ښاریانو هر یوه د ثواب لپاره خوار شاعر په ډبره وویشت او د هغه په وینو لژند بدن همداسې د ډبرو تر بارې لاندې خښ پاتې شو، خلک وايي د ډبرو له بارې څخه تر نن پورې یوه نرۍ چینه رابهیږي، خو خلک یې اوبه نه څښي، ځکه فکر کوي، چې د کافر شاعر له وژنځای څخه د راوتلې چینې اوبه څښل کفر دی. 

راهبانو ډېره خواري وکړه، چې ډبرلیک مات کړي، خو بریالي نه شول. اخر یې د خلکو ذهنونه طلسم کړل، خلک اوس د شاعر په تورو نه پوهیږي او هیڅکله یې نه لولي. 

د طلسم د ماتېدو راز دادی، چې خلک د فیلوسوف شاعر په خبره پوه شي. 

ویاړ او ایمان شته، خو که ډوډۍ، زمکه، اوبه، ښوونځي او پوهه وغواړي، نو نیستي به ورکه شي. 

راهبان له دې ورځې ډاریږي، دوی ګومان کوي، چې که خلک ډوډۍ، کرنه، اوبه، ښوونځي او پوهه وغواړي، بیا به د دوی نومونه «ویاړ» او « ایمان» هېر کړی...

لاروی له ښاریانو وډار شو، په ترهېدلو سترګو یې خپل لارښود ته کتل، چې ناڅاپه د ښار له دواړو لوریو چیغې پیل شوې: 

« موږ ایمان غواړووووو!!!!» 

« موږ ویاړ غواړووووو!!!» 

لاروي په لړزېدلو ګامونو په خپل لارښود پسې منډه کړه، چې ژر له دې ښاره ووځي. 

 

 

 

 

 

څلورنوي‌یم منزل

چوپتیا هم یو لوی سبق دی

 

نن ببرسري لارښود خپل لاروی ته ویلي وو، چې له دوو کلیو څخه به خاموش تېریږو، لاروی دې څه نه پوښتي، بس هر څه به په سترګو ویني. لاروی لږ سودايي شو، خو د خپل مراد و مرشد خبره یې ومنله او په ببرسري مستانه پسې روان شو.

د ځنګله د بوټو له منځه چې ووتل یوه پراخه شنه ورشو په مخه ورغله، په ورشو کې پۍورې غواګانې او مېږې څرېدې. لاندې ګڼ باغونه وو. په ونو کې مڼې، اینځر او رنګارنګ میوې ښکارېدې، تاکونو پرېمانه انګور نیولي وو. د کلي چاپېره زمکو کې د غنمو بې پایه کروندو زرینې وړانګې ښندلې. په کلي چې تېرېدل؛ ماړه، خندانه او په مستیو چالاک ماشومان یې ولیدل، چې لوبې یې کولې. 

لارښود و لاروي تر مازیګره د کلي نېکمرغه خلک ولیدل، خوشاله او ماړه وو. مازیګر مهال لارښود یوه لوی او ښکلي باغ ته ورننوت، لاروي ته یې اشاره وکړه، چې د یوې ګڼې و سمسورې ونې تر څانګو لاندې غلی شي او د باغ په منځ کې د چینې په غاړه پنډو کلیوالو ته غوږ ونیسي. 

لاروی حیران و، مستې دنګې پيغلې په چینې راټولې وې او د مینې ترانې یې ویلې.  په دغو ترانو کې د پوهو، ښکلیو او کاریګرو ځوانانو ستاینه کېدله او نجونو په خپلو ترانو کې له ماشومانو، پلرونو او میندو او د خپل کلي له ټولو انسانانو سره مینه ستایله، د خپل کلي د باغونو مڼې او ښکلاوې یې یادولې. د پېغلو غږونه ښکلي وو. د داسې غنم‌لو د جشن یادونه یې کوله، چې هلته پېغلې خپلو میینو لوګریو ته یخې اوبه وروړي او په خپلو سپینو لپوکې اوبه ورکوي.  د دوی غږونه چې په هوا کې خپرېدل، د ونو میوې زیاتېدې، غنم لا پسې طلايي کېدل، په چینو کې اوبه زېاتېدلې او د غواګانو او مېږو غولانځې له شیدو راډکېدې...

لاروی لا د دغې نندارې په لیدو موړ نه و، چې لارښود له باغه ووت او د خړ ماښام په څادر کې نغښتی څېرمه کلي ته ورواوښت.

دوی ټوله شپه په ځنګله کې مزل وکړ.  سهار و، چې د ځنګله بلې څنډې ته ووتل، هلته ونې بل ډول وې، د ونو څانګې لکه نیزې او تورې داسې خونړۍ ښکارېدې او د پاڼو په ځای په کې چړې راځوړندې وې، له چړو څخه وینې راڅڅېدې. 

د نیزو، تورو او چړو له ونو څخه چې تېر شول، د غنمو یوه کرونده یې ولیده، چې ډنډرونه یې د غنمو و، خو د وږیو په ځای یې په سرونو کې د مارانو نېښونه او غاښونه ښکارېدل. لاروی وډار شو،  خو غلی زبون وهلی پخپل لارښود پسې روان و، وچ واښه او اغزي هره خوا ولاړ  وو.  په اغزیو کې نه غواوې ښکارېدې نه مېږې. څو ستومانه او ډنګرې کچرې هلته دلته څرېدې، د کچرو ملاوې زخمي وي او له زنګنو یې وینې بهېدې. د کلي په کنډرو کوڅو کې څو وږي، ژېړ زبېښلي ماشومان پراته  وو او له هر لاروي څخه یې یوه مړۍ ډوډۍ غوښته. څاه ګانې وچې او ژرندې ړنګې وې. د کلي د مزدک مخې ته ژېړکمیسی راهب ولاړ و او په غوسه یې يوه ډله نارینه وو ته څه ویل، د نارینه و په مخونو د تورو او چړو زخمونه له ورایه ښکارېدل، څېرې یې لمر او ولږې سیزلې وې، راهب  د کومې بلې جګړې لپاره وعظ ورته کاوه. 

ببر سری لارښود له دې ځایه وړاندې ولاړ، دا ورځ هم مازیګر ته نږدې وه، څېرمه غونډۍ  زقومو او غټو اغزنو بوټو پوښلې وه.  لارښود او زبون‌وهلی لاروی  یې تریوه غټ زقوم لاندې غلي شول.  شېبه روسته څو ډنګرې، وږې مېرمنې راښکاره شوې، چې سر تر پښو په تورو ټوټو کې نغښتې وې او یوازې دوه دوه سترګې یې په ژورو ګوګونو کې کوړاغې کوړاغې ښکارېدې. د مېرمنو کتار داسې روان و لکه په جګړه کې نیول شوي مرییان. د مېرمنو په پښو او لاسونو کې زنځیرونه و زولنې پرتې وې او په یوه اوږده زنځیر یې ټولې سره تړلې وې. د زنځیرپېچو مېرمنو کتار رانږدې شو، ټولې د زقوم  تر یوې لوړې ونې لاندې راټولې شوې او په رنځورو غږونو یې ساندې پیل کړې. 

لاروی پوه نه شو، چې مېرمنې پر کوم مړي ساندې وایي، که کومه غمجنه سندره بولي؟ خو دومره یې واورېدل، چې ښځو د تورو او جګړو ستاینې کولې، جګړه مار نارینه یې اتلان ګڼل، زوړ راهب یې د خدای استازی باله او  د خپلو څښتنانو اتلولۍ یې خپل ویاړ ګاڼه. 

ناڅاپه  د یوې ښځې کریغه پورته شوه او د دوښمنو له غاړو څخه یې د وینو د  لکې دارې ننداره د ژوند تر ټولو ښه خاطره یاده کړه...

لاروي ولاړو اغزنو ونو ته وکتل، چې څنګه د ښځو له ساندو یا سندرو سره یې څانګې د اوږدو نیزو او تورو په شان خونړۍ کېږي او په تېرو څانګو یې  د پاڼو پرځای تېرې چړې او غشي راڅرګندیږي. 

لاروي ویرجنې سترګې خپل ببرسري لارښود ته – چې خندل یې – داسې ورواړولې، تا به ویل، ورته وايي: 

-       زما لارښوده ! 

ژر مې له دې ځایه وباسه!

 

 

 

 

 

 

پينځه‌نویم منزل

ژوند مزل دی،

ناپوهۍ څخه د پوهې تر درشله


ببرسری لارښود په خندا سپینې سپوږمۍ ته ځير و، ناڅاپه یې خپل ستومانه لاروی وپوښت: 
 له ناپوهۍ تر پوهنې د مزله کیسه مې درته کړې وه؟ 
لاروی هېښ راکېناست: 
 -   زما لارښوده ! 
 کاشکې یې اوس راته وکړې، تل مې په دې اړه تلوسه ده.
 لارښود کټ کټ وخندل: 
 -  کیسه داسې وه:
 پينځه وږي و نهر ملګري په یوه کنډواله کلي ورپېښ شول. تر لږ دمې روسته ولږې وارخطا کړل، ټولو د یوه دیواله تر شا په خپلو کې خبرې پیل کړې. 
 ناپوهي (جهل):
 -  لومړی کس یوازې دیوال پېژني او نه پوهېږي، د دیوال تر شا څه دي؟

 وايي: 

-       دلته له دیوال پرته نور څه نه شته.

دا ناپوهي (جهل) دی. 
 کتنې ( مشاهده) = تجربه: 
 -  دویم کس وايي، زه شېبه مخکې په دیوال پورته شوم او له ورایه مې د دیوال شاته یوه غټه ولاړه ونه ولیدله. 
 معلومات: 
 -  درېیم کس د کلي په اړه یو کتاب موندلی، وايي: 

-       په کتاب کې یې لیکلي، چې د دغه دیوال تر شا یو کوشنی نیالګی ولاړ دی، څه چې په کتاب کې راغلي همدا حقیقت دی، نو د دیوال تر شا یو نیالګی دی. 

فیلوسوفي:
 -   څلورم کس یوازې پوښتنې کولې:

-        ولې يې نیالګی د دیوال شاته کېنولی؟ ولې یې نیالګي ته دیوال جوړ کړی؟ 
ولې یې د نیالګي په اړه په کتاب کې لیکل کړي دي؟
 د دغه نیالګي توپیر د لارې د سر له بې ثمره ولاړو ونو سره څه دی؟  

دوی څلور و په خپلو کې شور جوړ کړ، ناپوهي ویل:

-        له دیوال پرته بل څه نه شته، زه یوازې دیوال وینم. 

دویم، چې پر خپله کتنه باوري و، ټینګار کاوه، چې:

-        هلته یوه غټه ونه ولاړه ده. 

درېیم کس ویل: 

-       کتاب د پوهې خزانه ده او زه یوازې په کتاب باور لرم، په کتاب کې یې لیکلي: «هلته یو کوشنی نیالګی دی.» محض حقیقت همدا دی. 

څلورم (فیلوسوفي) لاهم پوښتنې کولې:

 دا نیالګی له نورو سره څه توپیر لري؟ 
پوهنه (علم): 
 ټولو پینځم کس ته وکتل، چې تراوسه لا چوپ ولاړ و. پینځم ملګري کتاب وغوښت او لومړی مخ یې وکوت، یو څه فکر یې وکړ او بیا یې وویل: 
 کتاب لس کاله مخکې کښل شوی دی، حقیقت له زمان سره بدلیږي، لس کاله مخکینی نیالګی باید اوس یوه لویه ونه وي. نو د کتونکي (تجربې) خبره سمه ده!

د فیلوسوفي پوښتنو زه دې فکر ته اړ کړم، چې ولې یې د دې نیالګي په اړه په کتاب کې لیکلي؟ پایله دا ده، چې دا پخوا د کلي عمومي باغ و او نیالګی باید د میوې ونه وي، د دې لپاره چې میوه خوندي وي، دیوال ورته جوړ شوی دی. د دغې سیمې هوا او د تاوده اوړي دا ورځې ښيي، چې ونه میوه لري.  موږ وږي یو او په ونه کې میوه شته، باغ هرو مرو د ورننوتلو یوه لار لري.  زما سپارښتنه ټولو ته دا ده، چې د خپل ژوند ژغورلو لپاره تر نور شور و بحث وړاندې باید عمل وکړو. پر دیوال راوګرځئ او باغ ته د ننوتلو لار پیدا کړئ. باید له ونې میوه راواخلو، ویې خورو او د ټولو (ژوند) وژغورو. 

ټولو پینځم ملګري ته د پوهې (علم) نوم ورکړ. 

میوې د لومړي ملګري (ناپوهۍ = جهل) خېټه هم مړه کړه او ژوند يې وروژغوره. 
 
 لاروي د خپل ببر سري لارښود کیسې ته پرانیستې خوله غوږ نیولی و. د سهار ستوری روڼ ځلېده.

 

 

 

 

 

 

 

شپږنوي‌یم منزل

ها چینجي چې ګروهه وخوري،

 ښامارن شي

 

ټوله شپه یې مزل کړی و. لاروی د خپل ببرسري لارښود اندېښمنې خو موسکې څېرې ته ځیر شو، لارښود په خندا ورته وویل: 

-       تر دې وړاندې چې زخم‌اباد ته ورننوځو باید په دغې چینې کې ولامبو، دا مهال یې د لارې کیڼ اړخ ته یوه بهانده چینه وروښوله. 

لاروی د خپل لارښود حکم ومانه او جامې یې له تنه بېلې کړې... 

-       شېبه روسته لارښود هم خپلې لمدې څڼې باد ته وسپارلې او لاروي ته یې په خندا ځواب ورکړ: 

پر زخم‌اباد طلسم شوی، چې هروګړی یې له ګناه څخه یوه ګونګه او مبهمه ویره لري، هیڅوک نه پوهیږي، چې دا کومه ګناه ده، خو ټول یې له ویرې په ځان باندې زخمونه او دردونه ګالي. اوس چې موږ دواړو په دې چینې کې ولامبل، نو ښار ته ننوتلای شو، پرته له دې چې طلسم په موږ اغېز وکړي. 

سهار رڼا خپره شوې وه، خو لمر لا راختلی نه و، چې لارښود او لاروی ښار ته ورننوتل، څه ګوري، چې د ټولو خلکو اوږې او ډډې زخمي دي، له زخمونو یې وینې و زوې رابهیږي او په زخمونو کې له وینو ډک واړه واړه سوري شته، چې په کې چینجي وځي و ننوځي.  

لاروي له دې منظرې وحشت وکړ، په رېږدېدليو لاسو یې د لارښود لمن ونیوله او ویې پوښت:

-        زما لارښوده !

 له دې رازه مې خبر کړه!

لارښود بیا په خندا وخوځېد او ځواب یې ورکړ: 

-       ډېر کلونه وړاندې په دغه ښار یو قهار سړی واکمن شو، چې ځان یې خدای او ښاریان یې خپل بندګان بلل. ښاریانو په نوبت د ځانبللي خدایګوټي  خدمت کاوه او د هغه روان تخت به یې په خپلو اوږو ګرځاوه. په دې کې څوتنه ښاریان چې د خدایګوټي تخت یې ډېر په اوږو ګرځولی و، په خپلو اوږو کې ټپونه ولیدل، روسته دغو ټپونو چینجي وکړل، ټپونه تر ملا او خېټو پورې وراسته شول او د خدایګوټي صادقو خدمتګارانو نیمايي بدن له چینجیو ډک شو. خدایګوټي وویل: 

-       یوازې دا بندګان ریښتیني مؤمنان دي او تر مړینې روسته به تلپاتې ژوند ورپه برخه شي. هغوی چې په بدن کې یې زخمونه او په زخمونو کې یې چینجي نه وي، لوی ګنهکاران دي او په تلپاتې عذاب کې به کړیږي. 

د خدایګوټي له دې وینا روسته ښاریانو د ګناه له ویرې په خپلو بدنونو کې سوري جوړ کړل او له صادقو خدمتګارانو یې  مقدس چینجي په پور وغوښتل... 

دا کیسه همداسې روانه ده او تر ننه ښاریان په خپلو بدنونو کې زخمونه او چینجي ساتي، چې ریښتیني مؤمنان وګڼل شي. 

د خدایګوټي استازي راهبان د ښار واکمنان دي، دوی په لویو خټینو مټیو او منګیو کې وینې زبېښونکي  مقدس چینجي ساتي او هر ښاري، چې اووه یا لس کلنۍ ته ورسیږي، خپلې اوږې او ملاوې زخمي کوي او بیا راځي له واکمنو راهبانو څخه چینجي غواړي، چې له ګناه څخه پاک پاتې شي. 

ښاریان کار و کرنه کوي، واکمن راهبان عیش کوي. ښاریان وږي دي، خو راهبان په ماڼیو کې ښه خوري او ښه څښي، هره شپه له ښکلیو ښځو سره په وريښمینو کټونو کې پریوځي او سبا ته نویو ښاریانو ته چینجي ورکوي، چې په خپلو زخمونو کې یې وروزي. 

په ښاریانو له ګناه څخه د ویرې یو عجیب سیوری پروت دی، دوی همدغه ګروهه منلې ده، چې د خدایګوټي او راهبانو په خدمت کې دې د دوی بدن زخمي وي او مقدس چینجیان دې د هغوی غوښې خوري. دوی وايي: 

-       د دونیا ټولې نورې ګروهې او مذهبونه دروغ او باطل دي، یوازې زموږ ګروهه سمه ده. 

دوی وايي:

-       هغه بنیادمان، چې په دې اړه شک یا پوښتنه کوي، د خدایګوټي او راهبانو له محبت څخه محروم دي. 

لاروي په لړزه وویل: 

-       دوی څومره بدمرغه دي؟ 

لارښود کړس کړس وخندل: 

-       خو د دوی په نظر زه او ته د نړۍ تر ټولو بدمرغه بنیادمان یو، چې په اوږو او ډډو کې نه زخمونه لرو او نه چینجیان.  

ببرسری لارښود روسته په اندېښمنه څېره یوه لرې افق ته ځیر شو او ورو ورو یې تر شونډو لاندې څه وویل. لاروي په ډېر زحمت د خپل لارښود خبره واورېده، چې ویل یې: 

-       «هغه بنیادمان، چې د ګناه له ویرې د خپلو تلپاتې بدمرغیو، رنځونو او کړاوونو په اړه فکر نه‌کوي ټول د زخم‌اباد ښاریان دي، د چا زخمونه و چینجي په اوږو او ډډو کې دي او د چا په زړونو، ذهنونو او ارواوو کې. »

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

اووه‌نوي‌یم منزل

موږ لیکلي دي په شناختو برخلیکونه

 

لاروي له خپل ببر سري لارښود هیله وکړه، چې د قبرونو د وطن په اړه یې خبر کړي. 

د لارښود سترګې د سهارني افق تکو سپېنو څنډو ته موسکې وې، همداسې چوپه خوله د مخامخ غره کنډو ته ځیر شو، ورو یې وویل: 

-       لمربه یوه نیزه راپورته شوی وي، چې د قبرونو وطن ته ورسیږو، هلته به هرڅه ووینې، خو تر هغو وررسیږو، خبر شه چې د قبرونو د وطن خلک په دې ویاړي، چې وطن یې هدیره ده. دوی په دې هم فخر کوي، چې وطن یې په ټوله دونیا کې د هدیرې په نامه پېژندل کیږي، « د زورورو هدیره». 

لاروی نور هم حیران شو:

-        « د زورورو هدیره!»  

لارښود خپلې ببرې ایره‌يي څڼې د باد منګولو ته ورپرېښودې او ویې موسل: 

-       هو، د قبرونو د کلي ختیځ ته د سروزرو د مرغیو ښار ودان دی، هلته  د یوه زاړه مندر له تل څخه د سرو زرو مرغۍ الوځي. د نړۍ زورور د دغو مرغیو په ښکار پسې راځي او د قبرونو په وطن تیریږي.  د زورورو لښکرونه  هم چې ځي او هم چې راځي همدا یې لار ده.  د قبرونو د وطن خلک فکر کوي، چې خدای دوی یوازې همدې ته پیدا کړي، چې د همدې  تګ راتګ  پرمهال د زورورو  د لښکرونو یوه برخه  ووژني او قبرونه پرې جوړ کړي، بیا نو د بېوزله مینجاورو په شان همدا قبرونه ساتي او کپ ډوډۍ ته یې د سوال لاسونه اوږده دي. 

لارښود چوپ شو، لاروي د خپل مرشد څېره پېژندله، د هغه شونډې موسکۍ وې، خو سترګې یې جدي برېښېدې، لاروی پوه شو؛ باید چوپ پاتې شي. 

لمر لا یوه نیزه ولاړ و، چې لارښود او سیلولی لاروی ورپسې د روانو مړیو د وطن په شاړه دروازه ورننوتل، د دروازې اړخ ته په یوه څو زره کلنه دړه لیکل شوي وو: « د زورورو هدیرې ته لومړی ځل په خیر راشئ!» 

لاروی حیران شو، «لومړی ځل؟» لارښود یې په ذهن کې پوښتنه ولوسته، کټ کټ یې وخندل: 

-       هو، د زورورو هدیرې ته دویم ځل څوک نه راځي. ولې راشي؟ 

له شاړې دروازې د هغه وطن دننه، چې نه ښار و، نه کلی، نه بشپړه هدیره وه او نه هم کرونده یوه کږه وږه لاره تېره شوې وه، د لارې ترڅنګ واړه، غټ، خاورین، ډبرین، مرمري او ګومبزي قبرونه او زیارتونه وو. لومړني مینجور لارښود او لاروي ته په مسخرو وخندل، لارښود له خپل ګوډي  څخه لږ ډوډۍ ورکړه، مینجور ګویا شو:

-       هاغلته د یونانیانو قبر دی، ورهاخوا د عربو زیارتونه دي، مغول، انګریز... دا وخت له یوه صلیب لرونکي قبرڅخه یو تور کارغی والوت. 

د قبر ترڅنګ یو ماشوم  د زړې شناختې له شا راښکاره شو، لارویو ته یې بد بد وکتل، خپله لرګینه توره یې د دوی خواته نېغه ونیوله. 

مینجور ورغږ کړ:

-       غلی شه اتله! دوی زورور نه دي.

مهربان لارښود هغه ته هم څه ډوډۍ ورکړه، ماشوم په یوه بل لرګي سپور شو او چوووووو یې وویله، په خپل لرګین اس او نېغه توره د قبرونو تر منځ ورک شو...

لاروي  د خپلو بېشمېره پوښتنو ځوابونه وموندل. 

پوه شو، چې د قبرونو وطن به د زورورو لپاره هدیره وي، خو د خپلو بېوزله هستوګنو لپاره هم جنت نه‌دی. 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

اته نوي‌يم منزل

د جنت یوه چینه راغلې دلته

او رڼه رڼه بهیږي

زموږ د میندو له دوه سترګو

 

ببرسري لارښود ناڅاپه لاروی وپوښت :

-       زه خبر یم، چې مور بي بي دې په سترګو بینا وه. ووایه تا د خپلې مور په سترګو کې څه څه لیدل؟

لاروی حیران شو، د هغه لارښود عجیبه پوښتنه کړې وه، یوځل بیا یې خپل لارښود ته وکتل، د تل په شان موسک و. دا ځل یې لرې افقونو ته نه‌کتل، بلکې سترګې یې د لاروي په سترګو کې خښې کړې وې، لاروی لږ راهېښ شو او ویې ویل: 

-       کوربان دې شم  زما لارښوده! 

ما د خپلې مورکۍ په سترګو کې بې‌پایه مینه و مهرباني لیدله. موربه مې چې هرځل راوکتل، نو زمابه پر انسانیت باور زیات شو، عاطفه به مې زده‌کړه او هر بل انسان به راته د مهربانۍ وړ موجود ښکاره شو...

لاروي به لا نور څه هم ویل، خو لارښود ناڅاپه وپوښت:

-       هیلې څنګه؟ 

د مور په سترګو کې دې هیلې هم لیدلې؟ 

لاروي وویل: 

-       هو، زه لا هم چې د ژوند د سختیو په وړاندې مات شم، د خپلې مورکۍ له سترګو څخه هیلې په پور اخلم... 

لارښود وخندل، خندا یې په تنګه دره کې تاوراتاو شوه، 

-       لارويه! 

چې داسې ده، نو تر دې درې وړاندې تا داسې کلي ته بیایم، چې ټولې میندې یې ړندې دي او دې ځای ته د ړندو میندو وطن وایي.

لاروی ورېږدېد، تا به وېل زبون یې وهل شوی دی. غوښتل یې وپوښتي: 

-       ولې د ړندو میندو وطن؟ 

خو له خپلې پوښتنې وویرېد... 

د سهار لمر ته لا سیوري اوږده ښکارېدل، چې په یوه ړنګ او بېوزلي کلي ورننوتل، همدا د ړندو میندو وطن و. 

لاروی ژر خبر شو، چې د ړندو میندو په وطن کې نارینه  هم رڼا ته کتلی نه‌شي. د نارینه‌وو مهرباني هېره ده او هیلې نه پېژني.  ماشومان د میندو په تقلید لاسونه تپوي او تیندکونه خوري. نجونې له موره ړندې زیږي او هلکان له رڼا څخه کرکه لري، ځکه سترګې یې وربرېښوي. د کلي خلک فکر کوي، چې ټوله نړۍ همدومره ده، لکه د دوی سیمه  او په ګاونډ کې د معبد د کلي خلک  تر دوی غوره دي، ځکه خدای هلته معبد جوړ کړی دی. 

لارښود او لاروی دواړه د کلي ژرندګړي ته ورغلل. ژرندګړی د کلي خلکو ته  سیال نه ښکارېده، خلکو ویل: په ایمان کې یې خلل دی. کوډګر غوندې دی. مور یې ړنده نه وه، دی هم له رڼا نه ویریږي او زړې پاڼې لوستلی شي. خلکو ژرندګړی اصیل نه ګاڼه، ځکه له سترګورې مورڅخه زېږېدلی و. 

ژرنده په اوبو تاوېده او د مېچنو غرهار و، چې ژرندګړي خپل مساپر مېلمانه د اوبو په غاړه ناستي ته راوبلل. 

زبون‌وهلي لاروي ژرندګړی وپوښت: 

-       د ړندو میندو د کلي کیسه څه ده؟

ژرندګړي، چې سترګې یې په لرې زمانو کې ګنډلې وې وویل: 

ډېرکلونه پخوا موږ د معبد د کلي له خلکو سره په بدۍ وواوښتو. د معبد کلي خلکو له کوم مغربي کوډګر څخه زموږ د کلي د اېل کولو چل زده کړ او په خپل کلي کې یې یو معبد جوړ کړ. کوډګر په معبد کې له خاورې سره تک‌سره مرچ ګډ کړل او زموږ کلي ته یې راوشیندل، ناڅاپه د ټولو ښځینه‌وو سترګې ړندې شوې او د نارینه وو په زړونو کې مهرباني او هیلې له منځه ولاړې. د معبد د کلي کوډګرو زموږ له کلي څخه ښېرازې زمکې لاندې کړې وې او اوازه یې ګډه کړې وه، چې دلته معبد خدای جوړ کړی او دوی تر موږ غوره دي. 

له دې روسته د معبد د کلي راهبانو اوازې ګډې کړې، چې د ړندو میندو د کلي ټولې ښځې باید ړندې وي او که نه بې حیايي به کوي، دوی ویل: بینا ښځې کنچنۍ وي. راهبانو ویل: د خدای امر دا دی، چې نجونې او ښځې دې ړندې وي او نارینه دې له رڼا ډاریږي. راهبانو ویل: مهرباني او هیلې، چې له بینا میندو څخه زده کیږي، لویه ګناه ده! تر دې روسته هر نارینه چې مهرباني و هیلې پېژندلې، دوزخ ته د تللو لایق دی. 

له هغې ورځې تر نن پورې زموږ د کلي ښځې ړندې دي او دا یې منلې ده، چې ړندې ښځې پاکې او حیاناکې وي. نارینه له رڼا ډاریږي او د معبد د کلي خلک تر ځان غوره ګڼي. د معبد د کلي خلکو ښېرازه زمکې ورخپلې کړې او هره ورځ چې د ړندو میندو په کلي کې لمر روڼ ځلیږي، نو هغه ورځ  نارینه ډېر ویریږي، همدا مهال د معبد د کلي خلک راځي او زموږ له کلي څخه میوې، غلې، غمي او لرګي غلا کوي.  زموږ نارینه له رڼا څخه ویریږي او ښځینه ړندې دي، هیڅوک نه پوهیږي، چې د معبد د کلي خلک څه څه غلا کوي؟ 

ژرندګړي وړاندې وویل: 

-       زما مور ړنده نه وه، زه له رڼا نه ډاریږم، زه هرڅه وینم. زه وینم چې د معبد د کلي خلک زما کلی لوټي، خو هرکله چې څه ووایم، نو خپل کلیوال مې  سپکوي، پیغور راکوي، چې ګواکې مور مې پاکه ښځه نه وه، ځکه په سترګو یې هرڅه لیدل، کلیوال مې د معبد د کلي په تورنولو کافر ګڼي، راته وايي: 

-       ته اصیل نه یې! ستا مور بده ښځه وه... 

له لاروي څخه  د ژرندګړي د کیسې بهیر پرې شو، په سترګو یې توره شپه شوه. د خپل لارښود په لمن یې منګولو ولګولې: 

-       یه زما مرشده!

یه سپېڅلیه لارښوده! 

ژر مې له دې کلي وباسه! 

غواړم ساه وکاږم ،

غواړم ژوندی وپایم. 

 

نهه‌نوي‌یم منزل

چې لمر وخیژي، ډاډه شه

چې څښتن دې مهربان دی

 

د مني ژېړې و سرې پاڼې یوه یوه له ونو راپه نڅا وه. لمر خوږ لګیده. د لاروي ډډې تودې شوې او خپل ببرسري لارښود ته یې وویل:

-       قربان زما لارښوده!

بېشکه، چې لمر پر موږ د څښتن لویه لورېینه ده. لمر رڼا ده، تودوخه ده او ژوند دی...

ببرسري لارښود وخندل، د خندا لوړ غږ یې واورېدل شو. بیا مخامخ د لمر زرینې بېړۍ ته ځیر شو، چې د اسمان په لاژوردین سمندر کې خرامانه روانه ده.

لارښود لا موسک و، لاروي ته یې وویل:

-       څښتن هرڅه وړیا پنځولي دي؛ رڼا، هوا، اوبه، اور، خاوره، خوند، ښکلا او مینه.

خو د هغه لیوني له کیسې خبر یې، چې د څښتن پنځونې ټولو انسانانو ته وړیا غواړي؟

لاروي له خپل لارښوده په تلوسه وغوښتل:

-       د هغه لیوني له کیسې مې خبر کړه، چې «د څښتن مهرباني یې پېژندلې ده.»

لارښود وویل:

-       تر دې ځنګله چې واوړو، نو هغه زندان ته رسیږو، چې د انسان د سرکوپړۍ غوندې ده او هغه لیونی په کې بندي دی، چې «د څښتن مهرباني پېژني. »

غرمه وه، چې د دوی د مزله لاره له زرین او مني‌وهلي رنګین ځنګله ووته.

لاروي ناڅاپه د ځنګله د روستیو څانګو شاته پر یوه ډبرینه غونډۍ د انسان د کوپړۍ په شان لوی سپین زندان ولید.

 هو! لکه د انسان کوپړۍ چې د سترګو په کوړاغو کې یې پنجرې لګېدلې وې او د ویتې خولې په مغاره کې یې د غاښونو پرځای سیخان داسې نېِغ شوي وو، چې لیونی ترې تښتېدلی نه شو. د انسان د کوپړۍ د زندان سترګې لرې، چېرته کوم نااشنا افق کې خښې وې. لاروی د انسان کوپړۍ ته ورته لوی زندان  څخه ووېرېد، خو د لیوني لیدو ته یې تلوسه وه، ځکه یې وېره هېره شوه... 

ورو یې له ځان سره وویل: 

-       هغه لیونی، چې « د څښتن مهرباني پېژني!» 

لمر په غړغړ و، خو تودوخه یې لاهم د لاروي په ډډو ښه لګېده، چې د انسان د کوپړۍ په شان زندان ته ورورسېدل. دواړه ستومانه لارویان د کوپړۍ له زنې سره ودرېدل او لارښود وخندل، د ده خندا د زندان د سر د کاسې په ګومبزه کې تاوراتاو شوه او انګازه یې وکړه... ناڅاپه د کوپړۍ له ښۍ سترګې څخه د پنجرو ترشاه لیونی راښکاره شو. لیونی خیرن او ببرسری نه و. اوږدې ایره‌يي څڼې یې پاکې او ږمنځ کړې وې، سترګې یې نېغې په زړه ننوتلې. له پاسه یې راغږ کړ: 

-       په ریښتیا پسې ورکه ملګریه! 

پردېسه لارښوده ښه راغلې! 

لارښود ځواب ورکړ: 

-       پر تا دې وي ښېګڼې!

 اې زما زنداني ملګریه ! 

له ماسره مې لاروی ملګری هم شته، هغه چې تل پوښتنې کوي او نن یې راڅخه د څښتن د بې‌پایه مهربانیو په اړه پوښتلي، چې ته یې ځواب ورکړې.

د کوپړۍ په سترګې کې ولاړ لیوني هم هغه افق ته وکتل، چې د کوپړۍ کوړاغه سترګه ورته ځیر وه، ویې ویل: 

-       بېشکه چې د څښتن مهرباني بې‌پایه او وړیا ده! 

څښتن هستي داسې پنځولې، چې مهرباني یې وپېژندل شي. د هغه د مهرباني پېژندل د ده د ذات پېژندل او په حقیقت کې د ده پېژندل دي. 

د څښتن د مهرباني د پېژندو هینداره ځينو ځانخوښیو او د قدرت لیونیو انسانانو د درواغجنو دعوو په ګردونو لړلې ده. هغه راهبان او زاهدان چې وايي:

-       « موږ د څښتن استازي یو!»

چې وايي: 

-       « د څښتن په ژبه یوازې موږ پوهېږو!»

چې وايي: 

-       «موږ د څښتن پیغام خپروو!» 

چې وايي:

-       «زموږ واکمني ومنئ، چې له دوزخه وژغورل شئ!» 

دوی د څښتن‌پېژندنې او خلکو ترمنځ پرده اچولې ده، د ځانځانۍ، واک، خېټې او حرص پرده.

دوی وايي: 

-       د ځان‌هېرېدنې اوبه مه څښئ! چې د هستۍ راز ته به مو پام شي!

د لمر تودوخه مه ستايئ! چې لمرپرښتنه ده. 

ښکلا ته مه ګورئ! چې له حیا وځئ!

د طبیعت موسیقي مه اورئ! چې د څښتن له یاده غافل کیږئ! دوی خبر نه دي، چې د طبیعت سندره د څښتن یاد دی. 

دوی وايي: 

-       ښځه بده ده! خو دا یې هېر دي، چې دوی هم یوې ښځې زوکړي دي!

دوی وايي: 

-       هغه څه چې خوند لري، ناولي دي! خو پخپله د ټولو خوندونو د څکلو لپاره په ځان، په خلکو او ان په څښتن پورې هم درواغ وايي.

دوی وايي: 

-       توپان او ورېځې د څښتن غوسه ده، خو کله چې له ورېځو باران راوري، هله بیا دا هېروي، چې باران د څښتن لوی نعمت دی. 

دوی وايي، چې : 

-        اور د شیطان نښه ده.  شیطان له اوره جوړ دی، خو کله چې اور تودوخه وربښي، خام خواړه ورپخوي او په تیارو کې رڼا وربښي، هله یې په نورو دغه تودوخه او رڼا نه لوریږي. 

د کوپړۍ په سترګه کې ولاړ لیوني تر لږ ځنډ روسته زیاته کړه: 

ما وویل: 

-       د څښتن مهرباني بې‌پایه او وړیا ده!

ما ورته وویل: 

-       د څښتن مهرباني د ټولو لپاره ده! 

د څښتن مهرباني له څښتن پرته د هیچا نه ده او هیڅوک یې د ویشلو اختیار نه لري. 

څښتن د خپلې مهربانۍ د ویش لپاره هیڅ راهب یا شیخ رااستولی نه‌دی! 

هغه د ریا په چپنو کې پټ زاهدان او راهبان درواغ وايي، چې ګواکې څښتن د خپلې مهربانۍ د ویش اختیار ورکړی دی! 

هغوی درواغ وايي، چې ګواکې د څښتن په خبرو یوازې دوی پوهیږي. دوی دا هېره کړې ده، چې د څښتن ژبه د هغه مهرباني ده او په مهرباني ټول پوهېږي. ان ماشومان او لیوني هم مهرباني پېژني. 

هغوی درواغ وايي، چې د خپل واک و ځواک لپاره د څښتن له مهربانۍ څخه خلک ویروي!

هغوی درواغجن دي، چې د څښتن د مهرباني او د خلکو ترمنځ پردې اچوي! 

دوی د څښتن له مهربانیو څخه د انسانانو د وېرولو له امله د څښتن پېژندنې هینداره ګردجنه کړې ده. 

دوی هم د څښتن دوښمنان دي او هم د خلکو...

دا هرڅه مې وویل... خو د څښتن د مهربانیو غلو زه ونیولم او په دغې کوپړۍ کې یې زنداني کړم. د څښتن د مهربانۍ غله او لاروهونکي واکمن شول او زه د هغه کفر په تور بندي کړای شوم، چې ګواکې: « د څښتن د مهربانۍ راز مې پټ نه ساته!» 

دوی د خلکو په زړونو کې د څښتن له مهربانۍ څخه وېره لویه کړه او د هغوی ټول وجود یې له ویرې ډک کړ... او هغه څوک چې د څښتن مهرباني يې پېژندله په کوپړیو کې زنداني پاتې شو... 

د لیوني خبرې دلته رارسېدلې وې، چې ناڅاپه لاروي سترګې پرانیستې، داسې لکه له درانه خوبه چې راویښ شوی وي. 

ناڅاپه وپوهېد: 

چې لیونی ریښتیا وايي: 

-       موږ ټولو د څښتن د مهربانۍ د لاروهونکیو په خوله د څښتن له مهربانۍ دومره ویرول شوي یو، چې هرچا خپل هغه لیونی په خپلو خپلو کوپړیو کې زنداني کړی، چې: « د څښتن وړیا، بې‌پایه، نه تمامېدونې او د ټولو لپاره بې‌پولې مهرباني پېژني او د ټولو لپاره یې د څښتن لورېینه ګڼي!» 

لاروی پوه شو، چې راهبان درواغ وايي. 

لاروی تلوسې واخیست: چې خلکو ته نارې کړي: 

-       له کوپړیو څخه هغه لیونی ازاد کړئ، چې : « د څښتن مهرباني پېژني!» 

د څښتن تر ټولو ستره مهرباني د انسان ازادي ده!

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

سلم منزل

بیا له سره

پوړۍ پوړۍ مزل دی

د ریښتیا تر منزلونو

 

په سلم منزل کې لارښود او لاروی هغه ښار ته ورسېدل، چې د تاریخ د حافظې د نندارتون دروازه په کې جوړه وه. 

لاروی د یوه خورا لرغوني تاق په لیدو حیران شو. زوړ تاق پوخ او کلک جوړ شوی و. له دواړو خواوو یې زینې تاوشوې وې، خو هېڅ ځای ته نه رسېدلې. 

لاروي خپل لارښود وپوښت:

-       د تاریخ د حافظې د نندارتون له دروازې څخه مخ پورته دا زینې ولې جوړې شوې دي، چې لوری لودن یې نه ښکاري؟

لارښود وخندل، زړو زینو ته یې وکتل او بیا یې وویل:

-       دا زینې د ورک عدالت د پلټنې هڅه ده ، چې بشریت د تاریخ په اوږدو کې جوړې کړي، خو هیڅکله وررسېدلی نه‌دی. 

لاروی نور هم حیران شو:

-       نو ولې زینې مخ پورته جوړې دي؟ بشریت په عدالت پسې اسمان ته ځي؟ حال دا چې بې عدالتي په خپله ده کې ده. 

ایا د عدالت منزل دا نه‌دی، چې بشریت (ظلم) پرېږدي؟

لارښود دا ځل په لوړ غږ وخندل:

-       هو. د ظلم له منځه وړل عدالت ته رسېدل دي، خو د بشریت بدمرغ برخلیک داسې دی، چې د ظلم د له منځه وړلو په هڅه کې په بل ظلم لاس پورې کوي او په همدغې کړۍ کې تاویږي.

بشر دومره بیچاره دی، چې پخپله له ظلم څخه لاس نه اخلي، خو عدالت له اسمانه غواړي. ځکه خو دا زینې مخ پورته جوړې شوې دي، مګر هېڅ ځای ته نه رسیږي.

خبر اوسه اې لارویه!

 چې د دغو زینو هره پوړۍ د بشر په تاریخ کې د ظلم ورکاوي یوه لویه هڅه ده، مګر ژر د دغې هڅې پلویان پخپله د ظلم په سرچینو بدل شوي دي.

لاروي وویل:

-       یا زما روښانه لارښوده! له دې باطلې کړۍ مې وباسه، چې زړه ته مې رڼا راشي.

لارښود وویل:

-       راشه او وګوره!

لاروی ځیر شو، څه ګوري چې د زینو په هره پوړۍ د یوه لوی پیغام‌راوړونکي نوم لیکل شوی دی. 

لارښود وویل:

-       هرځل چې د انسانانو تر منځ ظلم، بې عدالتي او بېرحمي زیاته شوې ده، نو یوه پیغام راوړونکي هڅه کړې، چې له ظلم څخه د خلاصون لار روښانه کړي. هریوه خپل پلویان او باورمندان موندلي او لارویان ورپسې روان شوي دي. تر پیغام راوړونکي روسته یې پلویانو د هغه د پیغامونو د خپرولو لپاره هڅې پیل کړې دي. دوی هڅه کړې ده چې د هر پیغام راوړونکي عدالت غوښتونکي پیغامونه نورو خلکو ته ورسوي. ځینو په داسې مقدسو هڅو کې تورې کارولي، خلک یې وژلي او د عدالت د ټینګښت لپاره یې بیا ظلم راپیل کړی دی. 

د بشریت په تاریخ کې د لرې دښتو د یوه پاچا د سوداګرۍ لپاره د ښه نیت پلاوی او استازي د یوه بل مغرور پاچا له خوا ووژل شول، تاریخ وايي:

-        شمېر یې پینځه سوه کسان وو. د لرو دښتو پاچا چې خبر شو، نو وخښمېد او لښکر یې راټول کړ. ده خپلو لښکریانو ته وویل:

-       زما د استازیو وژل لوی ظلم دی. عدالت به هغه وخت راشي، چې له ظالم پاچا څخه د دغه ظلم کسات واخلو... د لرې دښتو پاچا په دې عادلانه دعوی راووت او نیمه نړۍ یې ونیوله. نیمه نړۍ یې ونه نیوله، بلکې ورانه یې کړه، ویې سیزله او د نیمې نړۍ ټول انسانان او ان ژوي او بوټي یې هم له ژونده وویستل.  میلیونونه انسانان یې ووژل او ودان تمدنونونه یې ویجاړ کړل... د هغه دعوه هم د عدالت د ټینګښت دعوه وه.

د دغو زینو هره پوړۍ په وینو مینځل شوې، حال دا چې نیت یې د وینو تویولو مخنیوی و.

د هر پیغام راوړږنکي پلویان د عدالت ټینګولو په نامه واک و ځواک ته رسېدلي ، بیا یې خپله لاره د عدالت لاره بللې، د عدلت ټینګولو په نامه یې خپله دبدبه پاللې او په دې عصبیت کې یې د نوي ظلم بنسټ ایښی دی.

یوه پیغام راوړونکي خپلو پلویانو ته ویل:

-       خپلې پوزې او سپږمې بندې ساتئ! په هوا کې واړه ژوي ستاسو د ساکښلو له لاسه مري او دا ظلم دی.  د دغه پیغام راوړونکي پلویانو تر ده څو لسیزې روسته د ده د شریعت ټینګولو لپاره چې د رحم و عدالت لاره یې بلله، د وینو ویالې وبهولې.  دوی د خپل عدالت غوښتونکي شریعت د عامولو او خپرولو لپاره نور هېوادونه ونیول او د خپل عاطفي پیغام راوړونکي لویې لویې مجسمې یې جوړې کړې. په لویو ګاګرو او غرونو کې يې د هغه څېره له ډبرو وتراشله او د هغه پیغام یې په ډبرلیکونو کې ولیکه:

-       « په انسانانو، څارویو او ان خزندو رحم وکړﺉ ۔ دا عدالت دی. د ژویو غوښې مه خورﺉ۔ یوازې سابه وخورﺉ! ځکه غوښه خوړل ۔ چې څاروي وژني۔ ظلم دی. » 

د پیغام راوړونکي دغه عادلانه پیغامونه هم د لکونو انسانانو د وژلو په زور خپاره شول.

...او داسې دا کیسه تر نن پورې راروانه ده او د زینو دغه پوړۍ مخ پورته لوړیږي.

بشریت عدالت له اسمانه غواړي، خو لا هم نه پوهېږي، چې عدالت د ده په زړه کې ورک دی.

لاروي ، چې د زینو روستیو پوړیو ته ځیر و، ورو له ځانه سره وویل:

-       هو!

عدالت او ظلم هره ورځ همدلته یو له بل څخه زیږي او بېرته همدلته یو د بل په لاس وژل کیږي.