"د افغانستان نومهالي ادبیات"

آواره

Image Description

لیکوال:: استاد عبدالرحمان پژواک


  ژباړه :  عبدالودود همت عمرزوی 

 

ښه دی؛ کله، کله فکر اوخیال زما لوري ته راځي او پيداکوي مې، دا دوه توکي(فکراوخیال)، زما د هستی نښي دي، په خپل غم او خوشحالي سره ما د( ژوند) لپاره ساتي، تر څو د هغه څه په انتظار کې چې لټون يې کوم ورڅخه ونه خوځېږم، اوهغه ځای چې (هیلې) زما لپاره ټاکلی دی هم‌هلته پاته شم.

اندیشه راځي او زما سره زنګون په زنګون کېني، اویا لاس په لاس کې په لاره یو ځای راسره درومي، 

زما سترګي په تیاره کې خلاصوي، په روښنایي کې زما د کتلو لوری تر هغو بدلوي، ترڅو چې زما سترګي رڼاته اړتیا لري، نه مې پرېږدي چې د بې ځایه وهمونو له وېري زه له پښو ولوېږم، او یا له تېرایستونکو هیلو څخه آزار و وینم.

 

خیال راځي او ما په غېږ کې نیسي او له هغه نړی څخه چې زه ورنه لېري یم، هغه را نيږدې کوي، زما باڼوګان یو له بل سره جنګوي، زما په وړاندي تیارې رڼاکوي، په هغو تاریکیوکې چې زما چارچاپېره خوري دي زه پکې ځلېږم، داسې احساسوم چې تود اوګرم یم، او زما دا ګرمي د هستی ساړه ستوري په شور راولي، کوم پيغامونه چې زه ترېنه غواړم راته راوړي يي او لولي يې، هغه ټولو شیانو چې زه يې رد کړی یم، بېرته زما خواته راځي او خپل په لوري مې وربولي.

یو يې زماخوبونه را خواږه کوي او خپل د ښو هیلو دريڅي مې پرمخ را پرانیزي، بل غواړي چې ما په ډيري نرمی او آرامی له خوبه را بیدار کړي، یو ماته په خوږو خوبونوکې زیری راکوي، ترڅو د هغه په لوري ورشم، اوبل مې د هغې ژورې آرامۍ خواته چې لرم يې ورټېل وهي.

اندیشه راته وایې چې د هیلو څخه ژوند خلق کړم، او خیال راته وایې چې ژوند د ارزوګانو د خلق کولو لپاره وقف کړم، کله چې خیال او اندیشه یو له بل سره یو ځای شي، ما هغه ځای ته وړي چې هلته د دوی سیوري او روښنايي د ژوند د ښکلا مثال د هغه له حقیقت او ښایست سره جوخت د طبیعت پر پاڼه لیکي، ترڅو زما سترګي د هغه له دیدارسره مینه وکړي او زړه مې هغه وپرستي، دلته نو زه هغه لټولی سکون اوخوښي د یو تفکري کیفیت په حال کې وینم، ښکلوم اوتنفسوم يې.

**

په دغسې یو خیال اوتفکرکې د لیمان* د سیند په غاړه لار وهم، داسې یو آواره مسافریم چې د ژوند ستړو او د هیلو تندو سرګردان اولالهانده کړی یم، هغه څه چې مې په ماضي کې شاته پري ایښي دي بغیر له هغو، وړاندي نور څه نه لرم، هغه غر چې په لمن کې یې ږېږېدلی یم، هغه ونه چې سیوري ته مې يې لوبي کړي دي، هغه بڼ چې پسرلي يې زما خیال پاللی دی، هغو وچو میدانونو چې ما ته يې د فکر کولو طریقه را ښودلې ده، دا ټول مې پرېښودل او ځان مې په داسې سمندرکې ډوب کړ چې څنډې اوساحل یې په پردۍ خاورې پورې نښتي دي،  ځان مې همدې ساحل ته و کښود، اوس چې ګورم ددې ساحل شاته هغه آشنا څېرې وینم چې د لیدلو له مصیبت څخه يې تیښته کوم، دوی د داسې ناآشنا صورتونو مخ اوشاته خوځېږي، چې نه شم کولای ور ورسېږم، له هغو آشنا څېرو څخه لېري کېږم او دې ناآشنا څېروته نه شم کولای چې ور نیږدې شم، په دې ځای کې تم کیدل ناشوني دي او مخ ته تګ هم ښه نه ښکاري، د بېرته ګرځېدو تصور که سخت نه وي، نو آسانه هم نه دی.

***

بلي په دغه خیال اوتفکرکې د سیند پر غاړه مزل وهم، داسې ځای چې ژوند ثابت دريځ نه لري، انسان نه پوهېږي چې چېرته دی او چېري درومي.

سپوږمی په خپل انځور سیند ډک کړی وو، د غرونو لرلید د هغې په شغلو کې دا کتنه له هر لوري نازول، غرونو د سپوږمی دا سپينتوب د خپلو لوړو څوکو پر هسک لکه سپینه هواره ځمکه داسې برېښوي، اوکښته يې په لمنوکې  سیوري له کَمرونو څخه په ظریفو نقره اي رنګونو را ځوړند وه.

د دې سیند پر څنډو د ژوند د سندرې سره د خپلو ځلاندو هیلو په تاو کې چې د طبیعت د ښکلاوو زېږنده دي یون کوم، هغه طبیعت ګورم چې د خدای تعالی (ج) د ارزو د تر سره کېدو مثال دی، جهان اوهغه ټوله هستي چې په‌کې خوره ده، په داسې ښکلا او مطلق قدرت سینګار شوي دي چې ساری نه لري.

خپل ځان د داسې خیال په غېږ او داسې حلقې په منځ کې ګورم چې د دغسې مطلقي ښکلا او وړتیا اغیز راڅخه چاپېر دی، ددې تاثر کیفیت لکه د نگین رڼا ده، لکه د لمر روښنایی چې د ژوند د سیوري پر مرکز لګېږي، اوپر آسمان ځلېږي، دې حالت زه له هرلوري داسې اغیزمن کړی یم چې فکر کوم هرڅه لکه قیمتي ګوتمی او ښکلي مرغلین غمي دي، داسې ګڼم چې آسمان ګوتمې ده او سپوږمی يې غمی دی، غرونه ګوتمی او سیندونه يې غمي دي،  سیند ګوتمۍ او کښتۍ يې غمي راته څرګندېږي، طبیعت اوښکلايې، جسم او روح يې، ویره او هیله يې، حال او راتلونکې يې، زړه او ارزويې اوپه ټوله کې هرڅه راته همداسې ښکاري.

دا د ژوند هغه خوښي ده چې لوري ته یې ور روان یم، زه هغه زړه یم چې هغه زما خواته را درومي، زه یو ځای او هغه بل ځای زېږېدلي یو او داچاره یې همداسې پري اېښې وه تر څو (یوبل ته رسېدل) او(انتظارکول)، رامنځ ته کړي، زمونږ په دې کار کې واک او اختیار نه وو اونه شته، زه په دې خوښ یم چې دا واک يې مونږ ته راکړی نه‌دی.

دا مې تجربه کړي دي؛ کله چې تصور کوم چې ځان مې خپله پيداکړی دی، داسې کوچینی کېږم چې فکر کوم په ډېر لږڅه بشپړ یم، اما په دې خلق کیدلو کې ډېر څه له ځانه اخلم اوډېره څه له لاسه ورکوم.

مطلق واک او قدرت مونږ خپله په خپل ځان کې ساتي،  ترځانونو نه شو کولای چې لوی شو، دا غوره ده چې د داسې چا په واک کې  پاته شو چې لویوالی يې پای نه لري، مونږباید خپل ګوهر د ابدیت په لمن کې را ونغاړو، ځکه دا ډول شپې اوشېبې ځي اوتېرېږي.

***

د سیند کنارته نیږدې ورو ورو لار وهم، کله هم ودریږم او ددې نازکي هواڅخه داسې ګوټ واخلم لکه چې پوره جام مې په یوار څښلی وي، داسې احساس کوم لکه زما سینه چې د طبیعت تر سينې ویړه اولویه وي، داسې ګڼم چې هغه څه چې د آسمان په منځ کې دي، او هغه څه چې د سیند په دننه کې اویا د آسمان ترڅنډو پورې رسېږي او هغه یې لکه یو جام ډک کړی وي، که دا ټول زما سینې ته ورشوه نه کړي؛ خوښ او خوشحاله به نه شم.

***

هغه هم د خیال او ښکلا په غېږکې ده، اوداسې ښکاري لکه طبیعت چې ځان وربخښلی وي، اوهغه بیاهرڅه په مسکاکې ماته بخښي، کله، کله پرته له کس نه څوک نه وینم، اوداسې ښکاري چې هيڅ څیز زماڅخه پټ نه دی، داسې احساسوم چې د یوڅه په لټون کې یم، پوهېږم چې څه شی دی اوچېري دی، پوهيږم اوکولای شم هغه ومومم، اما بیاهم لکه جادو شوی شخص چې د جادوګر ورغوي ته منتظر دی، داسې خاموش پاته کېږم ترڅو خبري پخپله پیل شي.

د هغې لیدل او اورېدل داسې دي لکه هغه څه چې مې له ځان اونورو سره نه لیدلي اونه اورېدلي وه، داسې مې حسول لکه ماته يې چې بیا اورول اوبیایې راته ویل.

هيڅکله نه شو کولای چې هرڅه له ځان سره ووینو، که چېري دوه لیدلوري یوله بل سره جوړ رانه شي، د هستی رنګونه یوله بله جلاپاته کېږي، هغه څه چې له دې رول څخه نه لېدل کېږي، نه شو کولای چې یوازي يې په سترګو ولولو، ژوند خپله ډېرعظیم دی او خورا مرموز نقشونه اودقیق انځورلري، سړی یوازي لکه ړوند ایسي اوښځه یوازي داسې ښکاري لکه د لیدونکي سترګي چې يې له سره کښلي وي.

انسان هرځای انسان دی، ښځينه اونارینه سره یو دي، اما د دوی تفکر اولیدلوری اوهغه څه چې د هستی او ژوند مظاهر له هغه څخه رنګ اخلي، دومره توپیر سره لري چې هیڅ وخت نه شو کولای چې دوه څيزه او یا دوه کسان یو ډول و وینو.

هغه ساده ګی چې زما لیدلوري نه وې میندلي هغه مې ددې له سترګولوستلې، هغه څه چې مې د ژورو اوپيچلو تلقیناتو له جملې څخه ګڼله هغه پاته وه، هغه ژورتیا اوپېچلتیا چې يې زما په سترګوکې لوسته، هغه یې په داسې ساده ګی کې لټوله چې د ژوند ښکلااو لطافت پرته له هغي څخه له منځه ځي.

زه په خاورکې زوکړی اوپه باخترکې پاته شوی یم، هغه په باخترکې زوکړې اوهمهلته پاته شوې وه، دا سمه ده چې ختيځ لکه د هستی د سیند تل او لویدیځ يې لکه مخ هسي دي.

ژوند زمونږ په نزد لکه معما ده، ځکه لا تر اوسه مو دا معما نه ده حل کړې، غربي وګړي ژوند ته په ډېر ساده لیدلوري ګوري نوځکه د معماپه حل باندي بریالي شوي دي.

د باختراوخاور د ساده ګیو او معماوو، خامی او پختګی د راتلونکي لیدلوري ته منتظري دي.

ختیځ اولویديځ دواړه د یو ګډي روحي اړتیا په دريځ کې ولاړ دي، او د انساني ارواحو د یو مطلق یوالي او د زړونو د هغه حقیقي وصال راتلوته سترګي په لاردي، چې د کایناتو په سینې کې ټوپونه وهي، او لکه ګرمي اوقوي ویني د ژوند د سیندونو په رګونوکې ترهغو حرکت کوي، څوچې د حقیقت په لوی سمندرکې دمه کوي، هغه سترګي او دا زړه د هغه آسمان پرلوړو نه پرانستل کېږي چې د لمراوسپوږمی په روښنايې يې خاور اوباختر پېژندل کېږي.

که زمونږ په لیدلوروکې توپير وي، دا تفاوت مونږ سره نیږدې کوي، زمونږ بېلتون لکه د شونډانو، یو له بله سره لېري کېدل په حقیقت کې یوله بل سره د یو ځای کېدو او وحدت هڅه ده، دا هڅه خبري زېږوي، فهم او احساس بیانوي، اوهغه څه دي چې په زړونو اوروحونوکې يې یو له بل سره یوځای کوي.

په دې توګه هغه چې د طبیعت په سینه او د شپې په زړه کې وه د اوبو پر ژبه روانیدل او د سپوږمی په ځلا کې روښانه کېدل، خبره داده چې دوه تنه په دې کې یوله بل سره ومومي، مونږ ختیځوال یوله بل سره ‌کېنو اوخبري اتري کوو، لکه دوې شونډي یو، چې یوله بله لېري کېږو، لویديځوال لکه دوي شونډي دي چې یوله بل سره نېږدې کېږي، زمونږ خبري د بېلتون ښکارندوی دي او د دوی مجلس د وصال بېلګه دی، مونږ یوله بله تيښته کوو، دوی یوله بل سره نېږدې کېږي.

سره ددې... هغه ټوله ښکلا لکه یو ښکلی صورت وو چې لیدل یې پاک دي، خپل ځان او روحي څرګندتیا پټه نه پرېږدي، د مهراومحبت، حیااو حرمت رنګ او د کتلوپاکي هغه صورت ته لکه د سینګارجامه ده، سکون اوحرکت يې داسې نازاوکرشمې بخښلې چې جهان يې ټول لکه ساز ږغونکی زړه په غېږه کې نیوی، او د روح په حضورکې یې ګډا کول.

 

***

د هغې سترګوته مي کتل کول، داسې کتل چې سړی يې د ښځي په لور کوي، نه په داسې تلقین چې ټولي ښکلاوي د هغې په سترګوکې دي، بلکه ددې لپاره مې ورکتل چې هغه سترګو کوم څه چې په دې ښکلي جهان کې نه وه، هغه يې ور زیاتول، ما له کایناتوڅخه اخیستنه کول اوهغې کایناتو ته ورکړه کول، د وصال راز دادی لکه څنګه چې ځان پیداکوو، همداسې يې له مظاهروسره د طبیعت غېږي ته  سپارل هم دي، مونږ تل هڅه کوو چې ژوندته د بېلتون رنګ ورکړو، خپله نه ځو چې د هستی له عظمتونو اولویوالي سره یوځای شو، اوتل دې ته منتظریو چې هغه راپسې راشي، چې هيڅکله هم نه راځي.

بېله هغې مې ګمان کوی چې طبیعت بشپړدی، پرهغې مې یقین وکړ، چې له جهانه بې ګټي اخيستو وه، د دوستی له ځلبلااو د عشق له آیت څخه لېري، ټولي هغه روښنايې پرته له هغو سیورو بله څه نه وې، هغه چې د حقیقتونو نښانې له منځه پکې ولاړي شي.

د شرق اوغرب بېلګه لکه د لمر مثال لري، همداسې لکه چې لمر د ختيځ له لوري راخېژي او په لودیځ کې آرام کوي، شرقي روح لا په لاره ده اوغربي روح خپل د سکون منزل ته نيږدې شوې ده، زمونږ لټون لاتراوسه په هغه آسمان کې دوام لري چې پر سر اولاري مو ايښی دی، اما لویديځوالو دا ساحه وهلې او د بلي فضا په لټه کې دي.

زمونږ د شرقیانو عشق او روح د ځان په خوا راچورلي، اما د غربیانو عشق او روح له ځانه بهر هڅه کوي، مونږ لکه اوبه په خپل ځان کې جذبېږو، اما هغوی لکه اور په جهان پورې نښلي، مونږلکه خاورې پرخپل ځای پاته یو اما هغوی لکه هوا ګرځښت کوي.

***

زه خپل په دننه کې ژور تلم اما هغې په خپلي سپکي روح زما پر سطحي لامبو کول، مونږ يې پټوو او پټېږواما هغوي يې څرګندوي اوښکارېږي، مونږ لکه غر پرځای ولاړیو او لمر، سپوږمی او ستوروته انتظارکوو، ترڅو چې هغوی راشي، پرمونږ وځلېږي اوبیا راڅخه تېرشي، اما هغوی لکه سمندر داسې دي، د لمر، سپوږمی اوستورو د لاري سرته په منډه ورځي، د هغوی ځلا مومي اوترې تېرېږي، زمونږ تصور او برداشت د ځان د سیند په ژوروکې ډوبېږي، اوپه دې سیند د هغه غرور پرتخت کېنو چې خپله مو ځان ته جوړ کړی دی، اوهغه ګوهرونه چې مو له ځانه په عاریت اخیستي دي، په هغو ځانونه د پوهي پر رشتو سمبالوو، ولي؛ هغوی د طبیعت زړه ته ورکوزېږي اود دې عظیم اوقیانوس له څاڅکو څخه ګوهرونه ترلاسه کوي، او په خپلواکه توګه لوبي پرې کوي.

شرق د خپل ځان اسیردی؛ اما غرب له ځانه آزاد دی.

***

اوريدلي مې وه چې لویديځوال د مادي نړی روزلي اوپاللي دي، اما کله چې زما روح دا تېروتنه درک او وموندل نو لاهم تیره شوه، مونږ دا عادت لرو هغه څه چې لرو داسې ویاړ اوغرور پرې کوو، چې هغوی چې ترمونږ لاهم زیات  لري د هغوی شته (هيڅ) نه ګڼو، چې دا...په ژوندکې زمونږ د حقیقي بریالیتوب له حقیقت څخه د تيښتي اسباب او وسایل دي، ځکه پوهېږو چې که د نورو له ټولو شته وو څخه انکار ونه وکړو، اوپه حسودانه توګه سترګي پرې پټي نه کړو، نو هغه څه چې مو ترلاسه کړي دي آن مونږته هم د قناعت، تسلی او قبول وړ نه دي.

ښایې علت يې داوي چې مونږ خوند اوګټه اخستل، مادي ګڼو، اوپه غم اودرد کې معنویت غواړو، بناً یا د معنويت په خوند نه یو پوهېدلي او یا د مادیت په درد نه پوهېږو، او یا داچې هيڅکله نه غواړو چې پوه شو، او نه شوکولای چې ددې مسلې معرفت وزغمو، اویا داسې ده چې د نوم ایښېدلوته مو لاسرسی شته، نو پرهرڅه چې هر نوم مو زړه غواړي هغه پرې اېږدو.

***

د سیند څپې د هوا له روښانه څپو سره یوځای کېدلې، د هغې زړه وړونکو وېښتیانو د سیند په هواکې خوځېدا او حرکت کوی، د لاس سپين بازويې د سپوږمی په ځلاکې داسې ښکاريدی چې تابه ویل لکه د رڼا یو کرښي چې د هوا د دوو متناسبو خطونوپه منځ کې یو منظم اوظریف شکل جوړ کړی وي، اود کتلو په وړاندي و خوځېږي.

دلته د طبیعت اود هغې د ښکلاوو په حضورکې د هغه روښانه روح او له برمه ډک روان پر وړاندي، د ډېرلږ پرتم ګمان کېدی، او د غره د لمني په ښکلااو سیند کې پرته  د فنا له تصوره بل فکر زړه اودماغ ته لار نه کوي.

اما... زه مسافر وم، د لویو غرونو او سپينو واورو خاطرو زه له ځان سره یوړم،  لیدل مې چې د پغمان غر او لوړي سپيني څوکي يې زما په خیال کې ځلېږي، اولکه ښکلې ناوکې چې ورمات شوي زړونه خپل په لور ور کاږي، ما هم همداسې وربلي، کله چې ورنېږدې کېږم پوهېږمه چې پرته له یو لويي ښکلي دښتي او اوږو يې بل څه نه دي، چې ددې هواریو څخه يې سراوغاړه راهسکه کړې ده، جسم يې ترلمني ورپرې کړی دی، داسې لمن چې د ژوند ګل یې نه دی لېدلی، د روح پالونکي باد د خوښی شمال لاهم پرې نه دی چلېدلی.

 

***

 

ددې غرونو په منځ کې کابل لکه ملغلره چې په خاوروکې پرته وي، همداسې زما د خاطرو په دوړو اوغبارکې ځلېږي، هغه ښار چې څنډې يې تنګي دي. اومات ډبرین  خطونه يې هوا او خاوره سره بېلوي... ښکلايې افساني لري، اما د زلمیتوب ورځي غمګیني پکې تېرېږي، اود بوډاتوب د ورځو تصور په‌کې غم آنګېزه دی. سوزانه لمر لکه زوی مړی بوډا د ګورستان په شااو خوا څنډوکې خپل د تندي د ګونځو اغیزپه خورا پرتم او تبحر ورښکته کوي.

کابل د لرغونتیا مات زړه دی، چې زمانې د یو لویې غم انګېزه خاطرې په حیث لا ساتلی دی، څنګه کولای شو چې هغه له زړه وباسو؟

پولادي غرونه يې داسې ښکاري لکه اوسپنیز امیل چې د خاورېني مجسمې په غاړه وي، د لیدونکي سترګي په خپل آغیز او دروندوالي ډکوي.

پرلوړو يې داسې حصار، کش سوی دی لکه ښامار پر اوسېدونکو يې حلقه وهلې ده، چې ویرې يې پر هیلو غېږ را ګرځولې ده، ارزوګانې او آزادۍ یې په دې ښارکې راټولي او محصورې دي.

کابل زمونږ ښار دی، هرڅه چې وو، زمونږ ښار وو، هرڅه چې دی زمونږ ښار دی، هرڅه چې کېږي همداسې به زمونږ ښار پايې، ډېر راضي او هیله من یم چې دا ښار همداسې وو، همداسې دی اوهمدا ډول به وي، طبیعت مونږ د هغه د ساتني لپاره ګمارلي یو، زمونږ عشق اومحبت د هغه د خاطرو ساتونکي دي، هغه خپل په زړه کې ساتو چې خپل د غمونو سره مینه لري، او د نورو په خوښیو ښه پوهېږي.

د هغه ښار ساتنه کوو چې خطرونه يې په داخل کې کلابند دي اوزمونږ ژوند يې د ساتني لپاره وقف دی، د تیارو خاطرې او د مرګ سکوت يې ماته لکه د لیمان په اوبوکې د سپوږمی شغلې تیاره کوي، او زما له لیدلوري د خوښی رنګ او روښنايې لري کوي، ددې ټولو څيزونو باوجود له دې ښاره چې زما د شتون اوهستی مرکزدی، د آواره ګی اوپردېسی فکر ما د ښکلو شېبو په غېږ کې هم لیونی کوي.

***

د خوښی اوعشرت روښنايي زما لپاره خاموشه کېږي، اودا هغه شېبه ده چې د غربي سترګي د شرقي په سترکو کې کتل کوي، اودا کتل يې د تعجب او مجهولي حیرانتیا کتل دي، هر څومره چې هغه وپېژني بیاهم سره بیګانه کېږي، لاهم په فکر کې لوېږي اوهغه یو معما تلقي کوي.

د هغه روح د رمز په یادونو کې ډوبېږي چې لرغوني ختيځ په هغه کې د ژوند رمزونه کشف کړي وه، اوداسې ګڼي چې لاتراوسه هم هغه افسانوي لمر د ختيځ له آسمانه سر را جګوي، اما په دې نه پوهېږي چې زمونږ رمز نن یوازي د قبر راز دی اوبس. داسې قبر چې د عارف سینه پکې خاورې شوې ده، اوتش دابهانه کوو چې په دې قبر کې خزانه ده ترڅوچې خیال او اندیشه په اهمیت ورته قایل شي.

غرب ښايي په دې وپوهېږي، اما شرق له دې بې خبره دی، چې هغه روح له دې تن څخه بېلتون کړی دی، اود تل لپاره به له منځه ولاړشي، بلي! کله چې غرب په دې مسله پوهېږي نو په خپل کتلو کې خواخوږي او د زړه سوي مراتب را لېږي، چې دا چاره زما زړه را رېبي او سوری کوي يې.

دلته نو زه دا هیله کوم چې خپل افسانه را پيل کړم، او رازونه مې په زغرده ووایم.

اما بیا هم زه شرقي یم پټوم يې اوپټېږم، تاسو ددې په تمه نه شئ چې زما افسانه به واورئ.

 

پای.

 

لیمان: په سویس کې یو سیند دی.

ماخذاوسرچینه: د کابل ناتهـ، Kabulnath انټرنیټي پاڼه.

٣٠\٩\١٤٠٣

د جمعې مبارکي شپه، ١٢:١٤

هرات.