د سیماب له « تکلکده » څخه تکلونه (۲)

لیکوال:: ډاکتر شېرزمان سیماب
مچ
مچ داسې ځناور دی چې د هغه ټولو انسانانو سره یې واسطه راځي چې په ګندګۍ کې اوسېږي يا ترې چاپېره ګندګي اوسېږي، هر څو که یې څوک په پوزه نه پرېږدي خو دی به دې مار د پوزې د تاج محل په سر کېني په دې چې ددغې تاج محل دننه غلاظت دا د خورد بين يا د خودبين نظر خاوند ويني.
خوردبين نظر خو ځکه لري چې هغه نري نري جراثيم چې په لېبارټرو کې د خوردبين په ذريعه په نظر راتلی شي دا د بلا بچی پرې لکه د ډرون حملې نيغ ورځي او خپل ټارګېټ اچييو کوي او خودبين مې ورته ځکه اوویيل چې د خپل ځان نه علاوه بل څوک نه ويني او د خپل غرض نه علاوه په چا څه غرض نه لري، چې دا خوي یې د اکثر انسانانو سره شريک دی او يا به یې ددې نه زده کړی وي ـ ځکه خو که مچ بڼک نه هم وي خو د لاس د ګزار نه هم ډېر کم بچ کېږي او ځای نا ځای سر خوري.... او هم د ځان پورې دې محدود سوچ ( که ژوندی پاتې شي) په منګولو مروړلو مجبور کړی دی، البته دی د ګندګۍ په ډېري د ناست حضرت انسان د ټولو نه وفادار ملګري د ژبې په روزمره او محاوره هم خپل څانګونه داسې خواره کړي دي لکه څنګه چې په خپلو "خوږو" کې لړلي خوراکونه زمونږ د خُلو په لار زمونږ تر لړمون لاندې کوي، غرض دا چې لکه د امريکې یې زمونږ ژبې او خولې کنټرول کړي دي. ځکه خو یې خوشحال بابا که د الوت د اهميت نه منکر دی خو د څانګونو اعتراف یې کوي،
د شهباز او د عنقا برابر نه دی
مچ او ما شی که الوزي په وزرو
په ژبه څانګونه خورول مې هرګز دا مطلب نه دی چې لکه د پوزې د ژبې په سر هم ’’تشريف‘‘ ږدي، البته د دې نه علاوه چې ژبه په خوله کې د دوه دېرش يا څه کم ،غاښونو په قلعه بالاحصار کې پټه وي کنه دغه ځای ورله د ناستې دپاره لکه د سونی په سهاگه ثابتېدی شي په دې چې د پوزې په سرخو دې د خپلې فطري الې په سبب د ګندګۍ د دغه معدنياتو ادارک کولی شي او په ژبه کېناستل خو بس د بڑی مياں تو بڑی مياں چھوٹی مياں سبحان الله هغه قيصه ده، ځکه چې د ژبو نه دا کوم ګلونه دوړېږي نو دا ښه ده چې مچ د ساؤند د ادراک کومه فطري اله نه لري کنه د دغه ځای نه ورته بل کوم د ناستې دپاره شاهي ځای نه ملاوېدو او لا دا پرې دپاسه چې محفوظ به هم وه او که چا پرې لکه د پوزې په سر ګزار کوو هم نو خپله خوله به یې ماتوله کنه خپلې خولې له خو به یې ګزار ورکوه، لکه خلق چې وایي د خولې نرخ به درله وران کړم نو اوس به د هر سړي د خپله لاسه د خپلې خولې نرخ وران وه او دلته څوک د بل خولې له ګزار نه شي ورکولی نو د خپلې خولې خو سوال نه پېداکېږي کنه پکار ده چې هر سړی خپله خوله يو يو ګزار اووهي چې دا کوم ګلونه دوړوي خو د خولې څه قصور دی ګلونه خو ترې حضرت انسان دوړوي ، څه د هغه پېري د بادو او د بابا د ..... خبره خو نه ده.
ښه نو زما مطلب دا دی چې د ژبې په روزمره او محاوره کې یې هم پوره عمل دخل دی لکه د مچ منګولې مروړل، لکه د مچ بڼېدل او ځنې خلق خو ورته هيلي کاپټر هم وایي، دا هيلي کاپټر چې د مچ په نوم د پوزې په سر د څپېړې د دوه مخيزې چړې په ګزار د مرګ نه په ټرېک Trick ځان بچ کړي نو د مچ بڼک لاندې سا اخستل ورته لکه د حالاتو د چړې لاندې د ژوند شپې سبا کول وي، ډېر په قسمت بچ کېږي خو چې دا "مچيز شخصيت" یې په هيلي کاپټر بدل شي نو د چايو د پيالۍ په ولاړ رود نيل کې یې غرقېدل لازمي وي خو زما په خيال د هيلي کاپټر د خطاب دا نشان حېدر ده ته په دغه سوړ"چي" کې د شهادت نه پس ملاوېږي کوم چې دده په ژوند دده په هيڅ فائده نه وي راغلی او دده نه پس یې اهل و عيال څه کوي چې خطابونه اخلي د خطابونو شوقيان خو انسانان وي چې د تاج برطانيه ورکړي خطابونه اوس هم د ځان او خاندان دپاره ’’باعث مسرت و افتخار‘‘ ګڼي او د خدماتو یې کتابونه ګواه دي ولې د چا پرې څه؟ کتابونه څوک ګوري چې د دغه شاهي خدماتو نه خبر شي او خپل دغه "بهادر" او د "سر" کسان او پېژني.
خبره رانه بل خوا لاړه تاسو به وايئ چې دا څه د مچ نه کُچ اوباسي ، خو بس يوه کوم او بله پکې راځي ، کنه چرته مچ او چرته تاج برطانيه او دا نورې قيصې لکه
چرته انګرېز چرته چترال دی
بې ننګي زور شوه انګرېزان چترال ته ځينه
هسې دې خبرې ته مې فکر لاړو چې دې مچ به چرته په تاج برطانيه نشست و برخاست کړی وي که نه ـ خو يره هلته به مچان څه کوي ـ دا مچان د دومره يخنۍ نه دي دوي خو ځان له ګرمه ګورمه ګوري ـ البته که ملکه دلته راغلې وي او پاکستان يا هندوستاني مچ دغه جسارت کړی وي ځکه چې نور خو څوک ندارد ـ او که داسې جرات مچ پېدا شوی وې نو زما په خيال چې نېغ به په کوه نور ناست وي ـ او نشست څه چې ناشته به یې پرې کړې وي ـ ځکه چې کوه نور خو یې خپل دی که تاج د برطانيې دی ـ
د چا نه مې اوريدلي وو چې دا مچان زمونږ دوستان دي په دې چې دا زمونږ په ماحول کې د پرتې ګندګۍ نشاندهي کوي که مونږ هر څه پاک ساتو نو مچان به نه وي يا که مچان نه وي نو دا تسلي بخش صورتحال دی چې زمونږ ماحول پاک ساک پروت دی، دا خبره مې زړه ته پرېوته ما ویيل چې مونږ دې دا طمع قطعي کړو چې زمونږ په ماحول کې به مچان ختم شي دا هيڅ کله نه ختمېږي په دې چې څنګ انسان په ليکلي رزق پسې ګرځي داسې دا مچان هم په رزق پسې ګرځي او هغه زمونږ په ماحول کې ده ته ښه په ’’وافر مقدار‘‘ کې ’’مهيا‘‘ کېږي. خو يوې خبرې ته ډېر په شش و پنج کې يم لکه مطلب دا چې سم یې حېران کړی يم وایي چې ماشي او مچان وغېره په ګندګۍ او غلاظت کې پرورش کوي او دا هم وایي چې دا ډينګي په پاکو اوبو کې کېږي او چې داسې ده نو چې په لاهور او پېښور کې د دوی دا افزائش نسل څنګه کېږي خو ځه يره په دې به چرته د ډينګي ماشي په خبره کې خبره اوکړو خو د انوارمنټل سائنس والؤ نه به پکې مرسته ضروري وي کنه د سائنس دا فارمولا به یې فېل وي.
ښه نو خبره مو د خپل ماحول او د مچ د ’’رزق حلال‘‘ کوله نو چې دوی ته دا دومره په ’’وافر مقدار‘‘ کې ’’رزق حلال‘‘ تر لاسه کېږي لکه زمونږ خلق چې دې مار بهر ملکونو ته په منډه دي او د سختونه سختې مزدورۍ هلته کوي نو د دوی خو پرې دلته لاس و پښه هم نه خوږېږي خو بس د حضرت انسان د څپېړې نه دې ځان داسې بچ ساتي لکه خليج ته چې په غلا تلي خلق د پوليسو نه په ډډه ګرځي او کنه د پوزې په ’’قصرسلطاني ګنبد‘‘ دې د ’’نشېمن‘‘ خيال د زړه نه اوباسي او لکه د ’’شاهين‘‘ دې د لوړو غرونو په سرونو د ’’بسېرا‘‘ لار اختيار کړي، نو بيا به تش د وزرو د الوتو خاصيت نه لري بلکې د ’’باز او د عنقا‘‘ برابر به هم شي خو د ’’رزق حلال‘‘ د ’’حصول‘‘ د ’’عبادت‘‘ نه به محروم شي، مطلب دا چې د دې ’’قصرسلطاني‘‘ په دې ’’ګنبد‘‘ کې د دوی دا د ’’رزق حلال‘‘ د ’’حصول‘‘ دا ’’عبادت‘‘ ليکلی شوی دی،هن يوه خبره لا دا هم کېدی شي چې دا مچان خدای ټول ناجوړه کړي خو داسې مرض پرې راشي چې جراثيم ورله نه وي ښه يا که داسې هم نه وي خو چې شوګر خو یې ضرور شي نو بيا به ترې مونږ صفا ژوند تيروو، ګنې که داسې وي نو د چايو پيالۍ او د نګولي تالي به یې راسره شريک وي، ډوډۍ ته کلمه ویيلي شي چې شيطان پکې نه شريکېږي ولې دا د شيطان نه هم وراخوا دی په کلمه یې کار نشته يا به داسې اووايو چې کلمې ته هم نه ګوري ـ اګر چې د مچ بڼک سره الوزي خو
پلٹ کر جپٹنا جپٹ کرپلٹنا
دا د هوا بازۍ کرتبونه به کوي او عېن به پيالۍ يا پلېټ له رسي او ’’ټارګټ کلنګ‘‘ به کوي، بنده په خوراک پوهه نه کړي خو دلته د دې خبرې امکان هم کېدی شي چې دا مونږ ته زمونږ د چايو او ترکارۍ د ملاوټي اشيا نشاندهي کوي ، خو زمونږ د ملاوټي مزاج اندازه بيا هم دوی ته نه لګي کنه که پته ورته اولګېده نو په مونږ به راپنډ شوي وي اوس تاسو به وايئ چې هغه څنګه نو ګوره چې د چايو په پيالۍ کې پرېوزي نو مونږ یې واړؤ ځکه چې د چايو پيالۍ ارزانه وي خو دغه مچ چې پر ترکارۍ، پيو او غوړو يا په نورو داسې قيمتي اشيایې خورد نوش کې جام شهادت نوش کړي نو د قېنچي ګوتې په سر یې ترې په محتاط انداز لرې کړو او دا حديث ورسره اوفرمايو چې د مچ په يو وزر کې شفا هم وي نو غوپه ورکړه او بيا یې ګزار کړه، او لکه د دغه عملي ملاوټ نه پس دا مزاجي ملاوټ هم د کتو دی چې دغه قيمتي اشيای خورد و نوش استعمالولی يا نوش کولی شو زړه راته نه خرابېږي او چای راله بيا مزه نه راکوي خو دلته راته بيا دا حديث نه رامخې ته کېږي چې چا ملاوټ اوکړو هغه زمونږ نه نه دی، او مونږ خو يو ملاوټي ۔
بعضې پکې پړسپن مچ هم راشي هغه ددې active مچ نه هم زيات خطرناک بلکې کربناک وي ته به یې شړې خو دی لکه د يو رښتوني عاشق اجل راخستی وي لکه د ’’چاق و چوبند دستو‘‘ ’’کرتبونه‘‘ نه شي کولی بلکې په پښو کې یې دم نه وي او په انساني وجود کې د خپلې نرمۍ د برکته د تخنېدو هغه احساس راپېدا کوي کوم چې په بنده بد لګي او د يو ناڅاپي او غېر شعوري ګزار سره لمحه لمحه مخ کېږي، بلکې په هغه لمحه قتلېږي ـ نه چې ’’لمحه لمحه قتلېږي‘‘ـ خو ګوری دومره هم بې کاره نه يو ـ د نوي واده کړي هلک نه ښه يو ـ په دې چې يو نوی واده کړی هلک ورته وایي ـ بابا ته وېم چې تاله هم واده اوکړي ـ .
دګندګۍ په بعضې ځايونو کې خو دوی په دومره ګڼ شمېر کې وي چې لکه د دوی چرته د قومي لوبې فائنل مېچ وي او هغه هم چرته د روايتي حريفانو يعنې ماشو سره ، هغوي هم په يو بنګ لکه د دوی د غونګ حاضر وي، بس هر څه چې دي خو ولې مونږ بيا هم فې الحال په دې خبره متفق يو چې د ده په يو څانګ کې جراثيم دي او په بل کې شفا ده چې په څه کې ګزار شي نو غوپه ورله ورکول پکار دي، خو ښه ده چې اسلام دين فطرت دی.
امتحان
انسان د روز اول نه د امتحاناتو سره مخ شوی دی د عزازيل د سجدې نه انکار کول او د فرشتو سر بسجود کېدل د حضرت انسان دپاره د امتحاناتو تماشه کول وو، ددې دپاره چې په ائنده کې په ده کوم امتحانونه راروان دي چې ملاحظه یې کړي او بيا د ادم په کالبوت کې د سا پوکلو نه پس د حوا پېدا کېدل او د غنمو نه منع کېدل د امتحاناتو د دې جمع غفير ابتداء وه ۔ يا دې پر امن ولاړ تالاب ته کاڼی ګزارول وو، د کومې چپې او لهرونه څه چې هغه شور یې لا هم نه دی غلی شوی، بلکې د "زندگى امتحان ليتى ہی" په مصداق هره لمحه او هر قدم امتحان دی او هره سا د حساب کتاب سره مخ ده،
دلته دم او قدم دواړه په حساب دي
رحمان بابا هسې نه دي ویيلي، هوښياران وایي چې دا دنيا د امتحان ځای دی او تبليغي حضرات خو وایي چې په قبر کې درې سوالونه دي او هغه داسې دي لکه اوټ شوې پېپر مطلب دا چې انسان ترې خبر دی چې کوم سوالونه به ترې کېږي خو ټول انسانان لکه د نالائقه او کاهل طالب علم چې بسته یې د کندو سرته غورزولې وي او بې غمه ګرځي ـ حالانکې هر څو که بيا وایي چې راغی امتحان په سر خو اوبه د ورخه تېرې وي.
هسې خو دا ټول امتحانونه ډېر سخت وي د هرې موقعې او لمحې امتحان سخت وي ولې د طالب علمانو د امتحان خبره اوشوه نو دا ډېر سخت وي حالانکې د نورو امتحانونو وخت نه وي معلوم او د دې خو پوره ډېټ شيټ وي او يو لميټډ کورس وي چې تعين یې شوی وي خو ولې بيا هم په يخه يخنۍ کې د کنډيډېټ نه خولې اوباسي چې په پس منظر کې یې ’’کتاب دشمني‘‘ په نظر راځي ځکه چې د کنډيډېټس د جامه تالاشۍ په دوران کې شلېدلي کتابونه خولې خولې د بډو او ترخونو سره د ’’مخصوص مقاماتو‘‘ وغېره وغېره نه برامد کېږي ۔
دا خو د لاندې امتحانونو صورت حال دی په بره چې خلق ځي نو څنګه چې په مضامينو کې اختصار راځي نو داسې په امتحانونو کې اسانتيا راځي، مخکې به کليز امتحانونه وو، يعنې Annul system به وو اوس سمسټر سسټم دی خپل استاد خپله پرچه خپل چېکنګ بس خو خپل امتحان او خپل اختيار يا "میرا جسم میری مرضی" لا په دې کې هم ځنې بدقسمته فېل کېږي، هغه د يو محترم استاد خبره وې د يو کس راسره انټرويو وه نو سفارش له راغلی وه، ما ورته وې چې څه تپوس درنه اوکړم نو چې څه یې راته اوښودل هغه ورله بيا سبا په انټرويو کې نه ورتلل نو وې تقويم صېب ورته وې چې يه هلکه ته خو په خپل غولي کې را اوغورزېدې نو مطلب دا چې ممتحن ته کوم سوالونه اوښودلی شي نو چې هغه خو ياد کړی شي يعنې چې د هغې خو صحيح جوابونه ورکړی شي دومره قابليت خو پکار دی کنه لکه يو کنډيډېټس راته په خوشحالۍ او فخريه انداز کې د خپل قابليت په باره کې ویيل چې سر جي ته مې په مېسج کوم سوالونه لېږلي نو يو کم نور ټول یې رانه اوکړل او ورته مې ټيک ټيک جوابونه ورکړل ما ورته وې څو سوالونه دي ورلېږلي وو۔ ویيل یې درې ، نو ورته مې وې سوالونه یې درنه کوم اوکړل نو ویيل یې چې تپوس یې اوکړو چې حمزه په خېبر کې د کوم ځای وه، او بيا یې ویيل چې د هغه د پښتو پښتونولۍ يو شعر اووايه.
يو محترم راته ویيل چې( ما بقلم خود يو کنديډېټ ته څه سوالونه ښودلي وو نو يو سوال پکې زما نه مخکې بل ممتحن اوکړو نو چې هسې د سر پوره کولو دپاره ما يو اسان سوال ترې اوکړو چې کنډيډېټ ته مې نه وه ښودلی ’’يا یې ما ته نو وه ښودلی‘‘ نو تر اوسه یې را سره اغېړ دی چې زياتی یې راسره کړی دی. ښه نو چې امتحان په بره لاړ شي نو د تحقيق او څېړنې خبره پکې رامخې ته شي او بيا خلقو ته کتابونه پراته وي او د هغې نه ’’وایي چې‘‘ ليکي دا (وایي چې) ټکی مې د قاري اسلام ګوهر نه په ايم ای کې اورېدلی وه نو ما وې چې دا څه وي؟ د کتابچې وران شکل خو به نه وي بيا پوهه شوم چې موصوف دا د پي اېچ ډي مقالې ته وایي دغه وخت هغه په نعت ’’وایي چه‘‘ نه توبه د پي اېچ ډي مقاله ليکله، قلندر مومند صېب به ویيل چې يو نقل اوکړي نو هغې ته UFM وایي او چې ډېر اوکړي نو هغې ته PhD وایي.
عاشقى امتحان ليتى ہی عشق مينه محبت چې معنٰي یې!پوهان دانشوران هر څه چې کوي خو منبه یې يوه ده، او هغه د مينې جذبه ده، خو ځه زمونږ یې دومره د ژورې سره څه کار دی، خو خبره د عاشقۍ د امتحان کوو دا هم يو لوی امتحان دی په خصوصي توګه د مشرق د خلقو دپاره يا د بيک ورلډ Back world خلقو دپاره، مالدار خلق يا ترقي يافته خلق د understanding په نوم د مينې تجربې کوي او چې understanding رانه شي نو د هایې بایې نه پس د يو بل نه رخصت واخلي ولې په "غېر ترقيافته" معاشره کې د مينې په نوم خلق خپلې ځوانۍ زړوي ، مرګونه او قتلونه پرې کېږي د قبيلو او خاندانونو په مېنځ کې پرې جنګونه کېږي د دوؤ ذهنونو د هم اهنګۍ دپاره لویې هنګامې راپورته کېږي او نتيجه یې صفر وي، په دې چې قبيلې پکې لاندې وځي نو دشمني شي او دا جذبه "خوښۍ" له راولاړه شوې وي، نو دا لا بل امتحان شروع شي، په دې امتحان کې عجيبه کار دا دی چې د ورلډ کلاس چمپينز ټول "فېل" شوي دي، ګوری زما مطلب دا هم نه دی چې هر ناکام عاشق يا د يونيورسټۍ او کالجونو ټاميان ’’خواتين و حضرات‘‘ دې هم ځان ته د عشق ورلډ کلاس چمپينز اووایي هغوي په دې نه وي چمپينز چې مينې یې ګټلې وي ولې چې د يو چمپينز کارکردګي خو هم ګټه وي ولې دا چمپينز لکه د افريقې د کرکټ د ټيم هر وخت فېورټ وي خو د کوارټرفائنل او سيمي فائنل نه اخوا یې د تلو لارې بندې وي.
په وروستو پاتې معاشرو کې د مينې صورتحال هم عجيبه وي نواز طائر صېب راته ویيل چې د خليق صېب دوکان کې به اديبان راغونډېدل څه انګرېزان به هم راتلل دغه يو د پښتو د کتابونو اداره وه نو يو انګرېز ناست وه او رېډيو لګېدلی وه، چرته د احمد خان يا د هغه د "اسلوب" د بل کوم فنکار ريکارډ غږېده چې محبوب ته یې د ديدن ’’التجا‘‘ کوله په ژړغوني غږ کې یې ’’عرضي‘‘ وړاندې کوله انګرېز تپوس اوکړو چې دا ولې ژاړي نو چا ورته د هغه کلام ترجمه ’’فرمایيلې‘‘ ده نو انګرېز ویيل چې دې په رېډيو کې څه له ژاړي خو يا دې ورته ټيلفون اوکړي او يا دې ورپسې لاړ شي دا خو د انګرېز ماما سوچ وه کنه ده ته څه پته وه چې دا وخت عاشق نامراد د کوم امتحان سره مخ دی، يا د کوم امتحاني کېفيت نه تېرېږي.
امتحانونه ډېر دي او بلکې ټول امتحانونه دي هره لمحه او هره مرحله امتحان دی او چې څومره انسان ژوند کوي نو د امتحاناتو سره به مخ وي بلکې د تبليغي حضراتو هغه خبره د اوټ شوې پرچې امتحان هم لا په سر پروت دی چې زمونږ ورته هيڅ تياری نشته خو د مشرانو خبره چې مونږ دې خدای د هر امتحان نه اوساتي، لکه مطلب دا چې په مفتو کې دې د شهداؤ په مقام شو، چې مړ بل شي او شهيد زه.
کرسۍ
ما ویيل چې په دې کرسۍ به يو تکل ليکم بلکې د تکل ليکلو جسارت به کوم ځکه چې په کرسۍ خبره کول د سره تېرېدل يا سر په داؤ کول يو شی دی يعنې ’’دريواړه يو دي‘‘ که په داؤ کول شي او که ترې تېرېدل شي او په کرسۍ خو يو سر خامخا ناست وي او کله کله بلکې اکثر کرسۍ په سرونو ناسته وي او دا تکل ليکل مې د هغه وخت نه خيال وو چې کله زما خپله کرسۍ خرابه شوې وه او د ناستې قابله نه وه پاتې، د خدای کړه وو کنه دغه کرسۍ دومره زړه هم نه وه ځکه چې ارواښاد راج ولي شاه خټک صېب راته ویيلي وو چې دا زما کرسۍ وه او دا یې راته هغه وخت ویيلي وو چې کله زما اپوائنټ منټ اوشو او تازه ورځې وې نو يو ورځ راج ولي شاه صېب مې افس ته راغی نو ما ورته ویيل چې سر دلته کېنئ هغه زما په اوږو لاس کېښودل او راته یې وویيل چې دا ستا کرسۍ ده، ته ورباندې کېنه او ددې وېنا سره یې دا هم اوویيل چې دا زما کرسۍ ده ما پرې ناسته کړې ده او اوس ستا ده زه ډائرېکټر شوی ووم او ته به هم ډائرېکټر یې ، الله دې یې اوبخښي خو د هغه وخت کرسۍ وه چې لکه زما چرته جونيئر ريسرچ افسر وه ، او که لا هغه ته دغه کرسۍ د پردل خټک نه او پردل خټک ته د خيال بخاري نه پاتې شوې وي، او لا که د مولانا صېب نه خيال بخاري ته دغه کرسۍ رسېدلې وه نو زما په خيال به دا هغه کرسۍ وه کومه چې انورخان لالا يادوي چې مونږ اکيډيمي جوړه کړه نو يوه کرسۍ وه يو مېز وه او يو زه او يو مولانا عبدالقادر وو، مطلب دا چې دغه به د اکيډيمي باني کرسۍ وه خو ځه يره اوس دغه مرحومه کرسۍ چرته د ګودام په قبرستان کې په ځان د ناستو شخصياتو حساب کتاب ورکوي،خو زما سره یې د څو کالو د ناستې پاستې د وفادارۍ نه پس هډوکي کمزوري شوي وو نو د بدلولو تابيا مې اوکړه ولې دا خبره هر چاته معلومه ده چې کرسۍ بدلول څومره ګران وي اوبيا چې کرسۍ غواړې،نو څوک چاله کرسۍ ورکوي، بلکې په کرسۍ خو به دې خلق کري کور کړي، زه هم د کرسۍ په تکل شوم خو هره هڅه مې بې ثمره شوه د ډېرو دفترو چکرې مې اووهلې خو چې د پيوټا د سنډي کېټ يا سينټ اليکشن وو نو چې د پيوټا صدر عارف د ووټ غوښتلو له راغی نو ورته مې وې دا کرسۍ په دې حال د خپل شاندار تاريخ سره موجود ده هغه د پيوټا صدر وه خپل دم چُپ یې اوکړو او ماته نوې نوزې کرسۍ په سوزوکي کې دفتر ته را اورسېده زه پوهه شوم چې څوک چاله کرسۍ ورکوي نو هيڅ مشکل پکې نشته، او چې بيا صدر وي نو صدر ته خو استثنٰى حاصله وي ـ پخوا چې به د صدر سره ٥٨ټو بي اختيارات وو نو د ملک د پنځه واړو اسمبلو د کرسو نه به یې خلق په نيمه شپه پاڅول ـ ارواښاد فاروق لغاري خو په کې په چربانګۍ کې دغه ټپه کړې وه ـ دې سره مې دا خبره رامخې ته شوه چې د دې کرسۍ دپاره د زمانو نه جنګونه روان دي وژل روان دي دهوکې دهړکې روانې دي، سبقونه ویلی کېږي ډګريانې اخستلی کېږي ، شوګيرې کېږي، سختې تېرولی کېږي ، خو دا کرسۍ د هيچا نه شوه چې څوک ورباندې کېني د هغه ده، او چې ترې پاڅي نو بيا هغه سړی وي څوک ورته ګيا هم نه اچوي، مطلب دا چې د سړي قدر نه وي د کرسۍ قدر وي،او ځکه وي چې کار کرسۍ اوباسي سړی نه، ظفر بخشالی خو زمونږ د چوتي يار دی او ګپونه یې ’’د مردانه تر لغمانه او پغمانه‘‘ مشهور دي بلکې تر ايرانه ( دا محمد علي دينا خېل ته پته ده) هغه د يو ډېر غټ بيوروکرېټ خبره کوله وې اوس ريټائر شوی دی نو هر سحر د ګډ مارننګ ميسج رالېږي، مطلب دا چې کرسۍ لاړه، نو سړی وزګار شو او پته ورته هم اولګېده. چې اوس مې په لاس کې کار نشته او چې کار نشته نو پوهه شه چې سرکار نشته ځکه ،او چې سرکار نشته نو نه سر شته او نه کار بس دغه سحر پخېر او شپه پخېر مېسجونه به لېږو. نو دا د کرسۍ مېسجونه نه توبه وختونه ډېر د رعب داب او ناز و نعم وي ، برکتونه یې هم وي خو د ناست کس نظر کار نه کوي خلق وایي چې په کرسۍ د ناست کس يوه روغه سترګه وي او يو پټه چې د پټې لاندې راغلې نو مزې کوه خو زه وايم چې دواړه پټې وي، د دنيا و مافيها نه نه وي خبر او که پټې نه وي نو پټول یې هم ګران نه وي څوک د کلو بادامو وي او څوک د ګبين د بوتل غټ غټ قيمتونه هم وي خو دغه زمونږ د رېنج نه بهر وي ځکه چې د دومره غټو کرسۍ ناستو(کرسۍ نشين) سره مو واسطه نه ده راغلې او خدای مو دې ترې اوساتي، مونږ خو د بادامو او ګبين سود هم په چا نه دی کړی خو په خپل چاپېرچل کې دغه وينو، او زمونږ چاپېرچل هم دومره دی ، ګنې په اخبارونو او ټي وي کې خو د غټو غټو کرسو د تحفو او تحائفو اورو پلاټونه، ګاډي او لا چې ددې ډېرو قيمتي څيزونو واؤرو نو غونی مو ځيګ ځيګ شي، خو بيا په خپله کرسۍ نه رښتيا په خپل حالت شکر اوباسو، او شکر به خامخا اوباسو نو ځکه چې شکر نه اوباسو نو څوک چاله کرسۍ خو نه ورکوي، او زور خو د زورورو وي او چې زور وي نو بيا مخ ملازه پکې نه وي بلکې خلق که مخ ملازه کوي خبرې ته یې خلق غوږ وي په کنځلو او رټلو یې خلق خوشحالېږي خلقو ته هوښيار ښکاري لکه هغه يو غريب سړی مالدار شو نو چا ترې تپوس اوکړو چې څه فرق دې محسوس کړو نو دې نوي مالدار سړي ورته ویيل چې مخکې چې به مې خبره کوله نو خلقو به ویيل چې چپ شه ته په څه پوهېږې او اوس خلق وایي تاسو چپ شئ صېب خبره کوي، يره سر به مو څه خوږوم د کرسۍ ډېر خوند وي خو چې بنده پرې په خپله ناست وي او ولې تاسو څه د بل ځای نه خو نه يئ راغلي، يا به په خپله په کرسۍ ناست يئ او يا به مو ’’کرسۍ نشين‘‘ ليدلي وي، چې په کوم رعب کې ناست وي، د دې کرسۍ دپاره په تاريخ کې ډېرې جهګړې هم شوي دي، يوبل ترې غورځولی شوی دی، مرګونه پرې شوي دي، روڼه پرې خلقو وژلي دي، دروېش صفته اورنګزېب خپل پلار پابند سلاسل کړو او روڼه یې اووژل خو د کرسۍ حصول یې يقيني کړو او بيا یې د هندوستان په کرسۍ تر ډېرې مودې حکومت اوکړو او د اقتدار مزه یې دا شوه چې په دروېش صفته مشهور شو او وایي چې ټوپۍ به یې جوړولې او قران مجيدونه به یې ليکل په هغې ګزاره وه، او د لور د واده د جهېز یې څوک څه نه وایي چې په ټوپو او کتابت کې دغه څنګه ممکن شو، خو ځه د تاريخ متعلق ویيلي شي چې په تاريخ کې کردارونه رښتيا وي او نور هر څه دروغ وي او په افسانه کې کردارونه دروغ وي او نور هرڅه رښتيا وي او تاريخ کوم په لارو کوڅو کې ليکلي شوي وي، د چا سره به کاغذ چرته وه د ليکلو موقع چرته وه، خو په دربارونو کې به هم دغه ليکلی کېدل نو، او چې د کرسۍ په سيوري ليکلی شوې دي نو زمونږ د افغانانو ملګرو خبره حتماً به پکې د کرسۍ سېوري محسوسېږي.
کرسۍ د لرګي هم وي د وسپنې هم وي، دپلاسټک هم وي د کاڼي او سيمټو هم وي، د کاڼي کرسۍ زمونږ د ماشوموالي کرسۍ وې چې چا به ابادۍ له ګټې راوړې نو مونږ به پکې ځانله کرسۍ جوړه کړه، او چې د ګټو نه به دېوالونه اووهلی شول نو زمونږ کرسۍ به لاړې بيا به څو ورځې خفه وو نو يره چې په هغه کرسۍ پسې به مونږ خفه وو نو چې د چا نه د يوې پښې تاوېدو والا کرسۍ لاړه شي چې څه حال به یې وي، خو به هر حال دغه د مختلفو څيزونو نه کرسۍ جوړېږي او افلاطون وایي چې ارټسټ يا مصور د نقل نقل کوي مطلب دا چې دې حضرت انسان په عالم ارواح کې يوه کرسۍ ليدلې وه بيا چې یې دنيا ته تشريف راوړو نو دلته یې ځان دپاره کرسۍ جوړه کړه، او ارټسټ يا مصور د دغه نقل، نقل وکړو او تصوير یې جوړ کړو.
افلاطون ماما خو داسې وایي خو په عالم ارواح يا په عرش معلٰى کې چې کومه کرسۍ ده د هغې ذکر په قران کې په ايت الکرسۍ کې بيان شوی دی چې د رب کائنات لخوا د خپلو صفاتو بيان دی، او دغه حاکميت اعلٰي هم دی چې په ایين پاکستان کې یې هم تذکره شته د سر امن غواړم خو د ایين چې څنګه د نورو خبرو صورتحال ستاسو د وړاندې دی نو داسې دغه حال صورت هم په مملکت خداداد کې د ’’روز روشن‘‘ غوندې ’’عيان‘‘ دی، په دې چې په دغه ایين عمل کوونکي پارلېمان عدالت انتظاميه او بيا لاندې نورې ادارې د خپل تقدس سندرې وایي، لکه که بنده نور چا ته څه نه شي ویلی نو دا مظلوم سياست دانان چې د ملک په تورو سپينو یې د خپل سياست څادر غوړولی دی، چې اکثر دا نعره وهي چې د طاقت سر چشمه عوام دي حالانکې چې د اليکشن وخت راشي نو په علاقه يا په حلقه کې جاګيردار او سرمايه دار ګوري که عوام ورسره وي او که نه او عوام چرته دي رښتيا خبره دا ده چې مالدار اميداوار وي نو د اليکشن د ورځې پورې دېګونه خوراکونه او د ووټ چې قيمتي ورته وایي پوره پوره نغد قيمت هم دې عوامو ته ادا کوي نو دا د غريب سړي کار نه دی او غريب دې خپل ټټو په سيوري اوتړي چې ګنې د الېکشن دا شفاف عمل به په خپل ’’شفافيت‘‘ دوی ته څه ’’سهولت‘‘ فراهم کړي، د شېخ چلي خوبونه دي چې بس عوام یې ويني او هن دا خبره هم ده چې عوام هم پوهه دي چې اميدوار صاحب هم ځان کرسۍ ته رسول غواړي، خبره د کرسۍ ده پخوا د خالقداد اميد په ډرامه کې يو ډایېلاګ وه چې خبره د حساب ده نو دا خبره اوس داسې کول پکار دي چې خبره د کرسۍ ده ځکه چې کرسۍ راشي نو حساب ورسره راځي لکه زمونږ يو د کالج پرنسپل پروفېسر رادهي شام د مينګورې راته زما د خبرې په جواب کې ویيل چې اوس خلق وایي چې دولت پکار دی عزت په خپله راځي دا پخوانۍ خبره وه چې عزت پکار دی، دولت تلو راتلو والا څيز دی، نو مدعا دا ده چې دولت طاقت دی او دا طاقت د کرسۍ سره تړلی دی،پخوا چې دلته په دې سيمو به لا د کرسۍ رواج نه وه او يا به یې کېدی شي چا داسې استعمال نه کوو نو د پېرنګي د ر اتلو نه پس پېرنګي چې خپلو نزدې ’’فرمانبردارو‘‘ او چا چې به د سرکار د کرسۍ پوره پوره خيال ساتلو نو هغوي ته کوم منصبونه او مراعات يا عنايات عطا کول نو په هغې کې يو خطاب د کرسي نشين هم وه ـ چې سند به یې د هغه علاقې د ډپټي کمشنر په دستخط جاري کېدو هغه ’’محترم‘‘ به په سرکار ي تقريباتو کې په کرسۍ کېناستل ـ په دې چې دوي به ’’سنديافته‘‘ کرسي نشين وو ـ او په علاقه کې به ورته په هر څه کې د ’’عمل دخل‘‘ او ’’تړلو پرانستلو‘‘ اختيار وه ـ لهذا کرسي نشيني پکار ده، بيا ګورئ چې رشتې او تعلقات مو څومره وي، دومره به وي چې سوچ یې هم نه شي کېدی او که سوچ یې کوئ نو د ريټايرډ خلقو ژوند ته اوګورئ او ددې اولټه تصور اوکړئ.
د ټولو نه بې قدره او بې اختیاره کرسۍ د جلسو، تقریباتو او مشاعرو وي ـ چې تشې پرتې وي او ناستې له ورله څوک کتلې شي ـ لکه کرسۍ ډکول وي ـ سامعین پکار وي ـ چې پکې په کرایه هم ډېر بې روزګاره په روزګار کولی شي ـ دلته خو هسې هم څوک د چا خبره نه اوري د دې دپاره د کرايۍ سره د ښه ښه طعامونو بندوبست هم کولی شي چې کرسۍ ډکې شي ـ او د دغې ذکر اکثر په دعوت نامو کې هم درج وي ـ لکه د واده په کارډ کې چې یې خوړه لیکلې وي ـ او مونږ خو د درېمې دنیا بې وزله قام یو نو د جلسو د بریانو په پېکټو او د خوراک په مېزونو خپل جیتا جاگتا تصویرونه خو مو اوس د مخې دي ـ شادي هالونو اوس نوره هم خبره اسانه کړې ده ـ لکه څنګه چې کوربنو ته او په خصوصي توګه زنانهو ته ده ـ داسې مفت خورو او نابللو ته هم ده ـ د کور کلي په حجره جمات کې د خلقو پېژندګلو وي ولې په شادي هال کې خو که هر څوک راغلل ـ او ځنې شوقیان خو پکې د سل دوه سوه روپو هار په اخبار کې تاؤ راتاؤ کړي ـ وایي داسې یو ځای په شادي هال کې ډېره ګڼه شوه نو کوربه پوهه شو چې بې دعوته او نا بللي زیات شو او دا خو مشهوره خبره ده چې سل بللي ځایېږي او یو نابللی نه ځایېږي ـ نو کوربه اواز کړی چې د هلک د اړخه څوک دي هغوی راپاسئ نو یو شمېر کسان پاسېدلي دي بیا یې ویيل چې د جینۍ د طرفه څوک دي هغوۍ راپاسئ نو چې دا هم یو شمېر کسان پاسېدلې دی نو کوربه ورته وې چې په دغه مخامخ دروازه نېغ اوځئ دا سالګره ده ـ
البته په تقریباتو کې د صدارت او مشر مېلمه کرسۍ څه قدرې بااختیاره وي خو چې دغه ښاغلي او اغلي د ښه عهدې وي ګنې د مشاعرې خو د صدارت کرسۍ هم داسې وي لکه چې د اتلسم ترمیم نه پس د مملکت خداد ده ـ
کوڅه
وختي په کوڅه کې راروان ووم او ستاسو نه څه پټه پناه د تکل سوچ مې کوو چې ابله ورځې په ASRB کې په تکل خبره شوې وه او نېغ مې ذهن کوڅې ته لاړو چې په دې کوڅه خو هم يو ښه غوښن تکل رقم کېدی شي او چې بيا مې چاپېره کوڅې ته اوکتل نو د تکل لمن راته لنډه تنګه ښکاره شوه ځکه چې زمونږ کوڅه که هر څو تنګه خو کوڅه نه ده هم پارکنګ دی هم ګراؤنډ دی هم ډيران دی هم سبزي بازار دی هم هائپرمال دی هم مدرسه ده خو سر به مو څه خوږومه د ژوند ټول ضرورتونه،غرضونه او " تقاضې" په کې پوره کېږي ۔ د هر کور مخې ته که نه وي نو د پنځوس فيصده کورونو نه د زياتو مخې ته خپل ګاډي ولاړ وي او لاچې د مېلمنو ګاډي راشي نو هغوي خو چې کوم ځای ته او کوم طرف ته ګاډی اوتړو نه توبه پارک کړؤ او لا چې د رکشو او موټر سایيکلو غوېمه په کې جوړه شي نو لکه چې په سمه دمه مشاعره کې دا بعضې بعضې شاعران د ترنم ګستاخي اوکړي او د روانې مشاعرې ټول ردهم بلکې موډ خراب کړي ۔
په لاره تلونکي د ګاډو ،رکشو او موټرسایيکلو نه ځان بچ کوي را بچ کوي چې په دې کې یې ايله د پنډوسکي نه ککرۍ بچ شي او هغه پله اوګوري نو زر به ورته څوک د جاوېد مياداد يا شاهد اپريدي زوی وایي چاچا sorry په دغه وخت کې خو زه وېم چې دا سوباړی ورله ټوټې ټوټې کړم ۔ ما ته پته ده چې تاسو به په دې ټوټې ټوټې نه يئ خوشحاله خو وایي چې د تحرير دپاره د ښو الفاظو انتخاب پکار وي او هغه يوه لطيفه همايون هما صېب په تحرير کې داسې راوستې وه چې سړی په خوب کې په خله کې ګوته وهي نو خلقو ورته وې چې لطيفه دې غلطه کړې ده ۔ هما صېب چې راته دا خبره کوله نو ډېر مو خندلي وو ۔
د پنډوسکي دا ډز ډوز يوازې د سوباړي نه وي هره لوبه زمونږ په کوڅه کې کېږي تاسو د هرې لوبې نه بل څه مطلب وا نه خلئ زما مطلب Game دی خو دا لفظ Game هم اوس ډېر شريف نه دی پاتې لکه د Line نه چې اوس لېڼ جوړ شوی دی او اوس خو خلق لږ تعليم يافته شو ( لږ ځکه چې تاسو پرې پوهېږئ ) نو لنک هم د دې دپاره پکاروي او دا لنک Link به زما په خيال د انټر نېټ په وجه راغلی وي خو ځه يره دلته د لفظونو په لغوي او اصطلاحي معنو کوم غور کېږي هر څوک یې په خپله خوښه استعمالوي لکه جنټل مېن ته جنټرمېن وایي او په بېخي بدله معنٰي یې استعمالوي تاسو په دې استعمالوي ټکي خفه نه شئ ځکه چې ځينې محترم د دې دپاره پکاروي ټکی هم پکاروي يا استعمالوي ۔ نو مطلب دا چې خلق اوس لفظونه هم په خپله خوښه په کار راولي يا یې لکه د تړلي څاروي په خپله لار بوځي ۔ زه هغه هم نه وېم چې مېلمه د کوربه غويی وي چې په کومه یې بوځي د پروفېسر حميد الحق خاکسار صېب د رور مطيع الحق خبره چې يو ورځ یې چرته د مېلمه نه تپوس اوکړو چې څه خورو ، نو مېلمه ورته په متکلف انداز کې وې چې مېلمه د کوربه غويی وي د دې "حق برادران" برجسته کلامي خپل شهرت لري نو مېلمه ته یې ویيل چې غويی خو ترې ډېر ښه وي ـ او خاکسار صېب خو وایي چې موړ مېلمه د خدای نعمت دی ـ موصوف يو ورځ د دوکاندار نه د ماشو سپری اخستو نو ورته یې ویيل چې داسې سپری راکړه چې مچ ماشی او مېلمه وژني
ښه رښتيا نو خبره مو د لفظونو کوله زمونږ په کلي کې يو مشره زنانه وه نو خاوند به یې يادوو چې هغه خو چې ماښام ای بي سي ABC خبرونه نه وي اورېدلي نو نه اوده کېږي او داسې چې د مشرانو دې خبرو ته غوږ شو نو بلډپرېشر ته بليک پېشر، ډاټسن ته ډاک سن، هارټ اټېک ته اټ اټېک پروګرام ته پلوګرام او داسې بې شمېره نور ټکي ، ولې هغه خو مشران وو د تعليم کمی وه په ليکلي صورت کې یې دا ټکي نه وو ليدلي نو "لږ" تعليم يافته چې سرټيفيکېټ ته سابيټيکټ او سپرنټنډنټ ته سپرډنټ وایي او لائن مېن ته لړمېن ۔ خو يوه خبره ده دلته خو لفظونه وړه خبره خلق د قانون او ایين نه ځانله معنې اوباسي او د ځان دپاره یې تشريح کوي ـ او لا چا ته چې ځانله څه ښه تشريح او جواز په لاس ور نه شي نو وایي دا خو د کاغذ يوه ټکړه ده د ردۍ ټوکرۍ ته به یې اوغورزوم ـ دلته د قران او حديث سره هم دغه قيصه روانه ده
منفعت ايک ہی اس قوم کی نقصان بهی ايک
حرم پاک بهی اللہ بهی قرآن بهی ايک
ايک ہی سب کا نبی دين بهی ايمان بهى ايک
کچھ بڑی بات تهی ہوتی جو مسلمان بهی ايک
فرقہ بندی ہی کہيں اور کہيں ذاتيں ہيں
کيا زمانی ميں پنپنی کی يہی باتيں ہيں
ښه نو د لفظونو په چکر کې خبره لائن مېن ته لکه بيا لائن ته لاړه، بلکې داسې به اووايو چې بيا هغه لېڼ ته راغله خو سمه ملغوبه ترې جوړه شوه او ملغوبه څه چې سمه زمونږ کوڅه ترې جوړه شوه په رؤ ګودر یې پوهه نه شومه خو لکه چې هغه پنډوسکی مې د سر نه تمبک شوی وي او په اوتو بوتو یې سر کړی يم ۔ چې د دغه غوېمې نه بنده تېرېږي نو سوزوکي والا به په لاؤډ سپيکر د سبزۍ او فروټو داسې نثري قصيده شروع کړې وي چې ته به وې مازغه مې په غوږونو اوتو ۔ ولې د مزغو غم به دې نه وي خو په خله کې به دې اوبه راشي او ابله ورځ خو يو سېوان سېوان په يوه بهترينه قصيده کې ستایيل د پکي شور وه ماوې که کېنوان يادوي نو د پشکال په دې مياشت کې مې په خله کې اوبه راغلې ۔ مزغو مې کار اونه کړو چې په دې موسم کې کېنوان چرته وو خو يره په دې حالاتو کې مازغه کار چرته کوي ۔ دې ګرانۍ ، د سکول فيسونو بلونو خو د مازغو تارونه لکه د زوړ رباب د تارونو داسې وراسته کړي چې لکه د سرکاري دفتر د پکي هسې غونګ غونګ کوي چرته به ترې څه ښه وا نه ورې ۔
يره زه د کوڅې خبره شروع کوم او خبره په بله ځي ۔ لکه دا ځينې کوڅې چې په بله بله تلې وي او تلونکی هم نورو نورو سر کړي او يا نن سبا چې د ګوګل په نقشه بنده ځي او چرته په نورو سر شي ـ کنه دا خو لا ډېرې خبرې پاتې دي ۔ د مېدان جنګ قيصه که مې درته په کې اوکړه نو ۔۔۔۔۔ خو ځه يره هر طرف ته هسې هم د جنګونو خبرې او خبرونه دي دا به پرېږدو کله کله پکې ما بدولت هم خپل اظهار کوي يا به واړه بې ځايه ناست وي يا به چرته د روان ګاډي مخې له راشي يا به چا د ګند ډک شاپر د لار په مېنځ کې غورزولی وي نو بيا سړی ځان ته ګناه نه ويني او داسې چې څوک ځان ته ګناه نه ويني او ملامته نه وي نو بيا خو د مخامخ سړي سپېږمو ته وردانګي پښتانه خو ځکه وایي چې خدای دې چاته ملامته کوه مه او ځان ته هم چې دعا کوي نو وایي خدای مې دې د پړې او ملامتې نه ساتي ـ داسې چې د څو مياشتو نه د سویي ګېس محکمې کومې کندې جوړې کړي تر اوسه یې ورپسې بيا مخ نه دی راړولی دغه رنګ چې څوک نلکه اولګوي نو کنده په ځای پرېږدي نو که غصه حرامه ده خو انسان کمزوری هم وي ۔
رښتيا دا به پرېږدو په شعر و ادب کې هم د کوڅې خېر و شر دواړو ذکر کېږي ۔ لکه
دومره قرباني به ستا په مينه کې بل څوک اوکړي
ما چې ستا کوڅه کې خپل واسکټ ته تيلی ورته کړو
وایي چې بهادر شاه ظفر هم داسې وې چې :
دو گز زمين بھی نہ ملی کوی يار ميں
زما په خيال د پښتو په دې کلاسک شاعرۍ کې د کوڅې داسې څه ذکر نشته يا به زما د نظره نه وي تېر شوي خو پخوا به يا کوڅې نه وې يا به څوک د چا په کوڅه نه شو ورتلی ۔ هغه پخوا به یې چرته په کېسټ يا رېډيو کې دا کلام وې چې
په زړه به غټه تېږه کېږدم بيا به نه درځمه
دغه کوڅې به ياره پرېږدم بيا به نه درځمه
په فارسۍ او اردو شاعرۍ کې هم د کوڅې ذکر شته خو چې په انګرېزي شاعرۍ کې به وي کنه نه يم خبر خو انګرېزان په کوڅه څه کوي هغو سره خو محبوب پارک ته ځي يا به چرته کلب او هوټل ته ځي دا خو د مشرق شاعران يا عاشقان دي چې محبوب ته په کوڅه کې ولاړ وي ۔ مجنون د ليلا کوڅې له تلو ، رانجها د هير کوڅې له تلو او ادم خان د درخانۍ کوڅې له تلو او لا د ملنګانو په جامه کې ، بابر باچا هم د مورې غر ته د ملنګانو په جامه کې راغلی وو چې ساخت او جنګي لارې ګودرې یې معلومې کړي خو دلته یې بي بي مبارکه اوليده او د مينې داسې غشی یې په زړه اوخوړو چې خپل راوړي غشي یې د ځان سره بېرته يوړل او د کوڅې دغه "زخمي ملنګ" بادشاه بيا د هندوستان د تورو سپينو واکدار شو ـ او تر پيرنګي راتلو پورې یې خاندان قابض وو ولې د رومان يا رومانس دغه داستان یې هم په خاندان کې راروان وو چې تاريخ کې چرته د محلونو او چرته د مقبرو په عاليشان عمارتونو کې ښکاري ـ دغه ځانله يوه دنيا وه چې په سونو کاله د خپل جاه و جلال سره موجود وه ـ خو د هندوستان د اولس پکې ښاده ورځ نه وه ځکه چې د هغوی دنيا تر ډېرې زمانې د غوایي په خکر ولاړه وه
غالب هم ویيل چې
بدل کر فقيروں کا ہم بھيس غالب
تماشہ اہل کرم ديکھتی ہيں
او دغه اثر بيا په ټوله شاعرۍ شوی دی ۔ سایل صېب وایي چې
بيا به د ډېره غمه نه درځم په دغه کوڅه
دلته په مخ د يو بې ننګه زما سترګې لګي
او بل ځای وایي چې
ای زما نادان ملنګه ای زما پاګل ملنګه
پېښه په دې ورانو کوڅو بيا اوکړه يو ځل ملنګه
د دغه روماني او علامتي اظهار نه پس وایي چې
د پښتنو کوڅې خو داسې بې ايمانه نه وې
مړه ای زمونږه کوڅې د قيصه خوانۍ د پنساري دوکان دی ۔ هر څه پکې تر لاسه کېږي ۔ افګار ملاکنډ خو داسې وایي چې
ورانېږي به مو داسې مخ او څټ په دې کوڅه کې
تر څو چې ډبلۍ وي د کرکټ په دې کوڅه کې
ورک شوی پکې فرق د بالغ او نابالغ دی
يو شان له په لعنت دي کچ او غټ په دې کوڅه کې
دا زړه مې راته وایي چې کړه کندې پکې جوړې
لا ماته ممبران لګئ سيمټ په دې کوڅه کې
موګي په مېنځ کې خخ ، د دېوالونو سره وېخ کې
پرتې د چا څپلۍ د چا واسکټ په دې کوڅه کې
د ډېرو کم نصيبو پکې وس د موګي نه وي
نو ځان ته اودرولی یې وي ګټ په دې کوڅه کې
پرون د يو مېلمه ورپکې سر په ګوله مات شو
نن بيا د يو بوډا اولګېد مټ په دې کوڅه کې
دا حال وي هره ورځې د سحره تر ماښامه
تغړېږي هر ماشوم لکه ګونګټ په دې کوڅه کې
تر هغه دا کوڅه به ترې خالي نه شي افګاره
چې پلار یې اچولی نه وي کټ په دې کوڅه کې
هر څه چې دي دا زمونږ کوڅې دي زمونږه مينې دلته دي زمونږ رومانونه دلته دي زمونږ ارمانونه دلته دي او زمونږ د ژوند ټول خواږه تراخه دلته راغونډ دي چې مونږ پرې ژوندي يو ۔ زمونږ ژوند له حرارت راکوي محبت راکوي د پښتنو کوڅو رنګونه پښتانه رنګونه دي پاخه رنګونه دي ۔
یوه ورځ
ما وې چې یوه ورځ به د خپلې یوې ورځې دا مصروفیات په نظر کې ساتم چې واقعي مونږ دا ژوند فضول تېر کړو او د خېبر اپريدي خبره چې
د پښتنو به درته څه وایمه
په دې دنیا کې هسې شپې اړوي
او کنه چرته پکې قابل قدر خدمات هم ترسره کوو ـ یو خو هغه قابل قدر خدمات وي لکه دا نن سبا چې پرې خلقو ته تمغه حسن کاکردګي ورکړې کېږي ـ هغه نه یادوم ـ هغه ډېر درانه وي ـ او هغه مونږ نه شو اوړې ـ يا زمونږ اوږې بلکې سټونه هغه توان نه لري او يا زمونږ په سټونو څوک دغه اعتبار نه کوي او شايد چې زمونږ سټونه په هغې برابر هم نه وي ځکه چې تاسو ته پته ده چې په ښار ناپرسان کې خو به یې پهانسۍ پندې له هم سټ کتلو نو بيا د تمغې دپاره خو به لازم دغه صورتحال وي او رښتيا خبره دا ده چې دا خدمات هغه تمغه ورکونکو ته هم معلوم وي ځکه چې ټول ډاکومنټېشن او بیا د هغې ویريفیکېشن ورله کوي ـ او تماشبینو ته هم ټوله پته وي خو عجیبه دا وي چې کله کله بلکې اکثر اخستونکی نه وي خبر ـ او بیا د خاکسارۍ په ډایيلاګ کې وایي " یره زمونږ څه خدمات دي خو دا ظالمان هم بس راپسې وو ـ " او حقیقت هم دغه وي چې دا "خدمات " او "ظالمان" ټکي یې ښه په پوره لغوي معنو کې استعمال کړې وي نو ما هم د خپلو هغه قابل قدر خدماتو په لړ کې د یوې ورځې د جانچ پړتال د اخستو نیت اوتړو لیکل مې ځکه نه چې انسان کمزوری دی که څه دروغ مروغ پکې راشي نو په تحریري توګه خو به په دروغو کې ککړ نه شو کنه او هوایي خبرې خو هوایي وي کنه لکه یو پروفېسر صېب ویيل چې یره دا خلق بغېر کتاب نه اوده کېږي څنګه؟ ما دا خبرع حمیدالحق خاکسار ته اوفرمایيله نو هغه وې ته نه پوهېږې دې د خوب د ګولۍ په ځای دکتاب استعمال کوي ـ کنه ده چې کتاب کتلې نو د ده دا خوئ به داسې وو ـ نو بس هم د داسې هوایي ، نه نه سرسري جائزې اخستو ته مې ځان چمتو کړو او.وې مې چې د سحر نه به شروع کوم خو دا سحر پاسېدل ....... ځه دا به وي، ستاسو د دې سره څه کار خو یره چې دا به چا ویيلې وي چې نوکري د پلار هم نه وي ښه ـ خبره خو ډېره مشهوره ده لرغوني ښکاري ـ لرغوني مې ورته په دې اووې چې دا خبره لږه د ادبي درنښت په تول جوک پوره شي ځکه چې زمونږ لیکوال چې داسې ثقیل ټکي د فنپارې په څڼه سترګه کې ځای کړي نو ادبي فنپاره ورته وایي حالانکې دا هم وایي چې لیک د عام روزمرې او مطابق پکار وي خو څخ عام اولس خو لرغوني نه وایي خو ځه یره دغه قلمي جنګ په سر نه شم اخستی خو هسې سوالونه خو زړه ته راځي کنه چې رکشې والا ته اووې چې روغتون ته به په څو لاړ شې نو خولې ته به دې داسې په حېرانۍ ګوري لکه چې د ښار هغه شنه نسوار دې توکلي وی او په خوله دې لاس نه وي راښکودی ـ او که دې ورته هسپتال کړو نو د خبرې د ختمېدو نه مخکې به درته وائ ـ درې سوه ورکړه ـ خو دا چې چرته په تاکال یا فېز تهري کې یې ـ اخوا خو د رکشو والا خپله باچاهي وي چې په څو کې یې اووهلې نه توبه اورسولی ـ یره دا اوس محاورې دي نو خو ځه د څه سر به نیسو ـ ځه چې ځې سر نیول او سر خوږول وغېره نور یې تاسو په مطلب پوهېږئ خو زما نه د خپلې خبرې هغه سر په سر کې پاتې شو او په نورو سر شوم ـ
خبره مې د نوکرۍ کوله ،خلق ماښام ستړی وي او زه چې سحر راپاسم ستړی یم د خوب قیصه مې د وړوکوالي نه ګډه وډه ده ـ په منتونو هم نه راځي ـ لکه زما خوب هم سمه ناز پروره محبوبه ده ـ که چرته ناوخته مهربانه شي خو بیا سحر وختي د ډېوټۍ د ویرې په تېښته وي لکه په پخوانو روماني داستانونو کې به ، وایي چې د سحر د بانګ نه مخکې مخکې میينان جدا کېدل ـ کله کله خو به پکې د بانګ دپاره په داسې صورتحال کې دعا هم کېدله چې
ملا په تا به شي بانګ وایه
د زنې سر مې جانان کندې کندې کړنه
او د ډېوټۍ نه زیات غم د وړو سکول ته د رسولو وي ځکه چې د هغوی حاضري زمونږ نه وختي وي ـ ولې د یونیورسټي روډ رش او ګڼه ګوره ، دغه وخت ټول خلق ورته سم لکه د ماشو مېږو راپنډ شي ـ د سکولونو کالجونو واړه او د ډېوټۍ خلق ، بس هر سړی په منډه وي ـ چې د دغه هلې ګلې نه اوځم نو د دفتر مخه اوکړم ـ
داسې یو ورځ چې د اکېډمۍ مخې ته مې د ګاډي نه پښه کوزه کړه نو د یو ښاغلي شاعر کال راغی ـ وې یې تاسو دفتر ته څه وخت راځئ ـ ما ورته ویيل زه خو اکېډمي کې یم نو وې ستاسو افس خو بند دی ـ ما ورته وې هم دادی په پړوو کې درخېژم وې ښه راځه ـ ستا د دفتر مخې ته ولاړ یم ما وې بنده دراغی ـ د ورتلو سره مې بړه ګړه اوکړه خو د خدای شان وو بجلي نه وه ـ نو ورته مې ویيل زه افس کولاووم خو تیاره به وي او موسم بهر هسې هم ښه شوی دی ـ نو په هغه چمن کې به کېنو او شاعران خو هسې هم ټول عمر د ګلونو ارماني وي ـ وې ښه ده ـ د دفتر د بجلۍ بټنې مې راواړولې او بيا مې تاله اولګوله او چمن ته لاړو موسم ښه چرته وو پېښور کې خو چرته په نومبر کې موسم د بهر د کېناستو شي او دا لا د ستمبر میاشت وه نوره اندازه تاسو اولګوئ ـ د شاعر حضرت زړه هم ډک وو او خوله هم او غوږونه یې بېخي بند ښکارېدل ځکه چې زما یې یوه نه اورېده ـ او څادر کې ورسره هم ښه مضبوطه غوټه وه د پېژندګلو دپاره مې د خبرې سر کېښودل غوښتل او د راتلو په مقصد او مدعا مې ترې ځان پوهه کوو چې محترم پکې په خپله چابي تاؤ کړه ـ خپل تعارف د خپلې جرګې تعارف د ټولو پېژندونکو شاعرانو تذکره او بیا خپله ټوله ادبي جغرافیه یې بیان کړه ـ د ډېرو او سوات پورې یې مشاعرو ته په خپل تګ ښکلا بخښلې وه ـ ما وې ځه بنده واؤړېدې پرې ـ سحر سحر کې د داسې غېر ادبي صورتحال سره مخ کېدل او چې زما شان ټوله شپه د بې خوابۍ د لاسه په عذاب شوی وی بس خو د ذهني تشدد سره مخ شوی ووم ـ څو کلامونه یې په یادو اوویيل په مېنځ کې یې دا هم اوفرمایيل چې تاسو دومره ناوخته ولې راځئ دا خو ګوره د پښتو اداره ده ـ ما ورته وې اته بجې حاضري وي ـ د ماشومانو حاضري اووه نیمې بجې وي هغوی مې د خپل وخت نه مخکې په سکول کې کوز کړل ا و دا زه چې کوم وخت رااورسېدم نو پنځویشت منټه کم اته بجې وې ـ غم مه کوه لا اوس هم یو څو منټه پاتې دي ـ صېب بیا اوفرمایيل چې ما ډېره شاعري کړې ده خو بس د غربت مسلې دي پېسې نشته نو د چاپ نه پاتې دي ـ ما ورته ویيل څومره شاعري به دې کړې وي ـ وې چې دا شاعران چې کوم واړه واړه کتابګي چاپ کوي دا خو ترې اویا اتیا جوړېږي ـ بس غوږونو له مې ګوتې نه شوې وروړې ـ ځکه چې مخ د خدای د نوره دی خو په زړه کې مې توبه اوویيل ـ
ما زړه کې ویيل چې ښاغلی به د څادر دا غوټه کله راسپړي خو هغه د دې نه مخکې د زړه غوټه رااوسپړدله وې اوس دلته راغلی یم چا راله ستا نمبر راکړی وو چې پښتو اکېډمي ته به لاړ شې هغو به درله دا ټول دیوانونه چاپ کړي ـ ما ورته ویيل چې ځای یې درته ټیک ښودلی دی خو نمبر یې غلط درکړی دی ـ وې هغه څنګه ـ ما ورته وې صېب د کتابونو کار زما سره نه دی ـ دا اختیار ټول د ډائریکټر صېب سره دی ـ بس دا ویيل څه وو صېب چاپېره اوکتل لکه چې ما ورله سحر سحر کې ډېر قېمتي وخت خراب کړی وي اول خو یې ویيل ښه دا فلاني زما سره دهوکه کړې ده چې نمبر یې غلط راکړی دی ـ او بله دا چې دغه ډائریکټر صېب به کله راځي دا خو مشر دی پکار ده چې سحر وختي راغلی وې ـ (زړه کې مې ویيل چې تهجدو له دلته راغلی وی ) ما ورته وې هغه خو نن نشته اسلام اباد ته تلی دی، وې ځه چلېږه دا هم لا اوس څه خبره شوه ـ اول دې وې چې زما سره اختیار نشته او اوس وې چې د اختیار هغه سړی نشته ـ ما ورته هم سینه ښه لویه کړه ځکه چې د پېښې نه تېښته نه وي ـ ورته مې وې نو دا خو څه دومره مسیله نه ده خو زمونږ چې د کتابونو چاپ کولو کوم افسر وو پبلیکېشنز افیسر ورته وایي هغه ریټائرډ شوی دی نو دا مشر صېب اوس اسلام اباد ته تلی دی هلته د بل افسر د بهرتي کولو دپاره خبره کوي ـ چې نوی افسر بهرتي کړي نو بیا به کتابونه چاپ کول شروع کړو ـ وې ښه ښه خو ما خو دا دومره ډېرې کامپۍ ډکې کړې دي ( او د دې سره څادر رااوسپړدو) وې اوګوره که خدای مې نه خطا کوي نو څه دپاسه څلور کلو خو به وي ـ زه د دې اوسنو شاعرانو په شان نه یم چې یو څو غزلې یې لیکلې وي ـ (ما په زړه کې وې چې خدای به دې ولې خطا کوی ـ او دې سره د بوډۍ هغه خبره رایاده شوه چې په حج کې یې شېطان ویشتو چا ورته وې بس کړه ابۍ ویشتل پوره شو نو.وې نه نه مه کوه زویه ده زه ډېره خطا کړې یم) ما ورته وې ځه صېب چې زمونږ دغه د کتابونو د چاپ کولو افسر بهرتي کېږي نو تا به یو څلور پنځه کلو شاعري نوره هم کړې وي ـ ځکه چې د یونیورسټۍ سره د شته ملازمینو د تنخوا پېسې نشته نو ـ لا دا مې ورسره هم سېوا کړه چې دعا کوه چې د دې ډائریکټر صېب یو څو میاشتې پاتې دي نو چې په دې وخت کې دغه افسر بهرتي شي ـ مونږ چای څکله ګورې چې څه به نور فرمایيل خو په دې کې د ایم فل یو ستوډنټ راغی وې سر دا خاکه مې تیاره کړې ده دا زمونږ د علاقې یو شاعر دی ډېره شاعري یې کړې ده خو چاپ نه ده غریب دی مزدوري کوي کله کراچۍ کې وي او کله په کلي یا پنډۍ کې، مېلمه شاعر زر پيالۍ په چمن کې په کبل کېښوده ویيل یې هنع هن غریبي بده بلا ده ، څومره کامپۍ به یې ډکې کړې وي ـ ما ورته ویيل ولې څه کوې مقابله ورسره کوې که وې نه چې ستاسو دغه افسر بهرتي شي نو چې بیا یې زما د دې سره یو ځای چاپ کړئ ـ خېر دی که په خپله غېر حاضر دی زه به یې هغه صېب ته سفارش اوکړم ـ ما وې ځه دا لا په بله واؤړېدو ـ ورته مې وې ځه صېب چای دې اوڅکله زه به کلاس ته ورځم او بیا چې کله افسر بهرتي شي نو د خېره سره ګورو به ـ وې د هغه مشر ډائریکټر صېب نمبر خو راکړه ـ چې بیا ترې تپوس کوم ـ خو موبایيل ورسره رنګین دی که ساده ، ما ورته وې رنګین ـ وې ښه ښه زما دا خو ساده دی بس هغه نورې لانجې پکې نشته او دې سره یې د لاندې بنېن چېنچ له یو چغ ورکړو او موبایل یې ترې رااویستو وې دې کې راته نمبر اولیکه او راته اووایه چې څه نوم دې ورته اولیکو ـ خو نوم ورته په پښتو کې اولیکه ما وې رښتیا چې پښتو په هغو ده ژوندۍ چې کتاب نه پېژني ـ زړه کې مې وې ورته وېم چې نمبر زمونږ لائبرېرین سره دی او هغه هم نن نشته د صېب سره اسلام اباد ته تلی دی ـ په مونږه خو د اسلام اباد دا نوم هسې یو نفسیاتي دباؤ راولي ـ او رښتیا ده هم داسې ـ هغه خو ایرکنډیشن پاکستان دی ـ او د پاکستان اولس که د ترقۍ مخ لیدل غواړي نو د اسلام اباد چکر دې اولګوي ـ هلته د جمات نه هم پارک جوړ شوی دی ـ څوک پکې د مستقبل وعدې او لوظونه کوي څوک ګیلې مانې او څوک هسې دیدنونه ـ نو بس شاعر صېب د اسلام اباد د نوم نه ښه په پوره توګه متاثره شو ـ نمبر مې ورته په موبایل کې اولیکو او چې خپل موبایل یې د بنېن لاندې جېب ته کوز کړو چېنچ یې ورپسې په یو چغ رابند کړو لاس یې پرې اووهو او تسلي یې اوکړه چې موبایل هم محفوظ مقام ته اورسېدو او د مشر ډائریکټر نمبر هم ـ په تندي یې دا خوشحالي ځلېده چې اوس به دا څلور پنځه کلو خپله او داسې ورسره د هغه بل غېر حاضر شاعر یو څوکلو شاعري د پښتو اکېډمي نه چاپ شي ـ په دې نالیدلې خوشحالۍ کې مې شاعر صېب رخصت کړو ـ
شاګرد سره د ایم فل د ریسرچ په مجوزه خاکه خبرې شروع شوی هغه شاعر څه اولسي شاعري کړې وه او څه د نوي شاعرۍ په اصنافو کې هم غږېدلی وو ـ چاربېتې لوبې نیمکۍ بګتۍ او داسې نور ډېر اصناف سره د بې شمېره ټپو، ما ورته ویيل چې د دې سره به څه کوې وې سر کلیوال مې دی ورته مې وې چې څه کوې کلیوال دې دی نو ته ریسرچ کوې که کلیوالي ـ وې سر اسانه به وي راته ګرځېدل پسې نشته ـ ما وې دا موضوع ډېره طویل ده ـ ټول عمر به دې چاربېتو ته ناست یې ـ رباعیانې نیمکۍ او بګتۍ به ګورې ـ او د اباسین صېب خبره چې په پي ایچ ډي کې یو مقام راځي چې سکالر پکې اوژاړی نو بس بیا پي ایچ ډي اوشي ـ نو هسې نه چې ته دغې مقام ته په ایم فل کې اورسې ـ زوروره د دې شاعر په دې دومره ډېر کار کې یو اړخ یوه موضوع انتخاب کړه ته به هم ښه ریسرچ اوکړې او نور که څوک پرې کار کوي نو هم به د دې لیکوال حق ادا شي ـ دا اولسي اصناف اوس زمونږ سره کمېږي بلکې د دې لیکوال اوس چرته د ګوتو په شمېر پيدا کېږي ـ خو د شاګرد د خپل کلي سره مینه وه او غوښتل یې چې په لنډو کار اوکړم ـ خاکه کې مې ورته د موضوع تعین اوکړو او بیا پاسېدو د کمپوزر کمرې ته راغلو ـ بجلي نه وه خو هلته یو څو لیکوال هغه ته هم په قطار کې ناست وو چا مسوده کمپوزنګ له راوړې وه او چا په خپله کمپوز مسوده کې پروف کړی وو او دوباره یې راوړې وه ـ خبرې یې پرې کولې ما وې مونږه هسې ژړا انګولا جوړه کړې ده چې په پښتو کې څوک کار نه کوي دا دې د پښتو څو کتابونه دا وخت زما د وړاندې په پائپ لائن کې دي داسې د یو کمپوزر سره چې اوګورې نو بلا کار روان دی ـ که دا مې ګل محمد بېتاب ته اوویيل نو وایي به چې کار روان نه دی کار وران دی ـ هغه خو صحافي هم دی خاکه نګار هم دی تکل نګار هم دی ـ او داسې تکل نګاری چې بقول ډاکټر اسرار صېب هغه دا تکلونه د ده په شرارت لیکلې دي ـ او چې داسې شرارتونه وي نو د پښتو کار به روان وي که بېتاب ورته هر څه وایي نو بس بجلي نه وه شاعران د خپلو کمپوز او ناکمپوز مسودو سره د کمپوزر سترګو او خولې ته کتل ما هم ورته هغه شاګرد سره د خاکې پرېښودو او خپل دفتر پله روان شوم سویپر راته وې سرجي ستاسو افس د سحر نه بند دی بجلي هم نشته نو لائټ پکې نه دی لګېدلی ما وې که تاسو نه یئ راغلي ما ورته ویيل نایيکه زه په چمن کې ووم نایيک ورته ځکه وېم چې په هندوستان خو یوه زمانه پيرنګیانو حکومت کړی دی ـ نو وایي چې یو ورځ د کانګرسیانو جلوس وو نو چا د یو سویپر نه تپوس اوکړو چې دا څه چل دی ـ هغه ورته ویيل چې دا هندوستانیان زمونږ نه ازادي غواړي ـ
دفتر ته چې رارسېدم نو سپرنټنډنټ اواز اوکړو وې سر دا ستاسو یو خط او یو کتاب راغلی دی ـ هغه مې راواخستل په مېز مې کېښودل د موبایل ټارچ مې ان کړو خو په دفتر کې تیاره او ګرمي داسې وه چې زه یې ناستې ته پرې نه ښودم د نوکر نه مې د بجلۍ تپوس اوکړو چې څوک څه نه وایي د بجلۍ، نو وې سر پرمټ دی مازیګر به څلور بجې راځي ـ بس هغو هم پوهه دي چې څلور بجې چهټي کېږي نو بس بیا به یې راپرېږدي ـ خو زه پوهه نه یم چې دې ته به دا پرمټ ولې وایي ـ پرمننټ ورته ولې نه وایي ځکه چې یو لوډشیډنګ وي او دا به پرمننټ وي ـ دوی ته د پرمټ ضرورت زمونږ د یو ملګري خبره ہی نشته په دې چې نه خو دوی له څوک اجازت ورکوي چې تاسو ورځ له څه چې سیکنډ له هم بجلي بوځئ او نه دوي اجازت غواړي او نه زمونږ د اجازت څه محتاج دي دوی خو بې تپوسه د بجلي لاړه بجلي راغله اشر جوړ کړی وي ـ خو دغه ’’ګهنټه پس‘‘ ته دې لوډشیډنګ وایي او.د ګهنټې په مېنځ کې چې دوی کوم نټ پرکټس کوي هغې ته دې ټريپ کېدل وایي ـ او دا د سحر نه د ماښام پورې پرمننټ شو ـ ظالمان دي په لغت هم نه پوهېږي خو دوی زما په خیال په دې محاوره عمل کړی دی چې د سحر ورک چې ماښام کور ته راشي نو ورک نه دی ـ دا خو لا ښه ده چې مازیګر کور ته راشي ـ په بهر ملکونو کې به هم دا بجلي داسې ځي که نه ـ خو وایي چې په ترقیافته ملکونو کې بجلي لاړه شي نو خلق د بجلۍ دفتر ته کال کوي او په روستو پاتې ملکونو کې چې څوک د دې مسلې سره مخ شي نو خپله بجلي چیک کړي بټنې اوګوري بلبونه اوګوري او دلته چې بجلي لاړه شي نو خلق زر ماشوم ته وایي ورشه د ګاونډیانو نه تپوس اوکړه چې بجلي یې شته که نه ـ د دې سره که نور څه کېږي او که نه خو دا تسلي او اطمینان بنده ته حاصل شي چې ځه ګاونډي مې په سخته دی ـ لکه هغه یو سړي وې چې دعاګانې کوم خو قبلېږي نه نو وایي چې خدای پاک ورته وې چې ستا دا قبلوم خو دې ګاونډي له به دې د هغې په دوه چنده قبلوم ده وې چې بس ټیک ده خو چې څو ورځې شوې او ده څه غوښتل ګاونډي ته به یو په دوه ورکړې کېده ـ ده له قهر ورغلې وې خدایه په دې یوه سترګه مې ړوند کړی ـ نو د بجلۍ د دې تپوس هم دغه قوي وجه کېدې شي ـ خو دا بهر چې څوک لاړ شي او بیا راشي نو د بهر ملکونو په تعریفونو نه مړېږي خاص کر دا حاجیان صاحبان چې راشي نو د سعودي د فروټو ډېر تعریفونه کوي وایي چې داسې اوږدې اوږدې کېلې وي داسې شلتالان وي داسې مڼې وي ـ او ته ګوره د خدای قدرت ته د جون میاشت وه او دا دا سرې مالټې وې چې د پلۍ مالټې یې په ګړ کې هم نه راتلې ـ او لا دا ورپسې هم زیاته کړي چې ارزانې هم وې خو که خبره دې ورته د ریال او روپۍ حساب ته کړه نو او یا دې ورته دا اووې چې هلته هیڅ هم نه کېږي دا ټول هر څه زمونږ د ملګونو نه ځي خو مونږ په داسې وطن کې اوسو چې خبر ترې هم نه یو نو بیا به د حاجي صېب نه خلاص نه شې ـ نو بس داسې به د بجلۍ د تلو سره درته دا هم ارشاد کړي چې یره دومره ورځې مو تېرې کړي خو نه مو بلب مړ لیدلی او نه ای سي بند ـ بس دا ترې صرف پاتې شي چې " ته به وې چې لکه دا ټول خلق په واپډا کې دي ـ" چاپېره به رڼاګانې وې په نیمه شپه کې به پاسېدو او حرم شریف ته به لاړو ـ غرض دا چې حاجي صېب د وفات پورې په هره خبره کې د سعودي د څه څیز خبره رااچوي ـ خو هسې مې ویيل د بجلۍ دا خبره خو هر څوک کوي څه خوش قسمته خلق دي د بجلۍ د تلو راتلو نه نه دي خبر ـ
بجلي چې نه وي هم کار په ټپه ولاړ وي بلکې خلق ټپې وایي ځکه چې نور خو څه وی نه او د پخوا چې به مېلسونه کېدل او په حجرو کې به خلق د ناوخته پورې ناست وو نو دا بجلي نه وه ـ او چې بجلي شوه ، ټي وي شو نو خلق ځان ځانله شو ـ په يوه کوټه کې خلق څملاستل ـ تياره به وه د چا په چا څه کار غرض نه وه ـ چې رڼاګانې شوې کمرې ځانله شوې قيصې ځانله شوې او قطارې ځانله شوې ځکه خو زما یو ارشاد دی چې اوس د اب و هوا سره یوه بجلي هم ملګرې شوې ده ـ او چې نه وي نو ټول کارونه ولاړ وي ـ که چرته ځې نو جامې به دې استري نه وي او د زنانه و خو د سنبالښت صورتحال د دې نه هم زیات خراب وي ـ لا چې د بیوټي فارلر احتیاج لري ـ بلکې اوس خو هر چرې دغه حال دی ـ دا خو به یې په خوا ویيل چې د ښځو په نایي څه ـ
خبره د بجلۍ سره داسې لرې لاړ لکه چې دغه د پرمټ خبره شوه ـ ښه نو څلور بجې شوې د چهټۍ په نیت مو هغه بټنې بیا واړولې چې سحر مو بې ضرورته رااړولې وې د کور څه ټکه پکه کارونه راته هم د سحر نه سپارلی شوې وو ـ څه ګولۍ دوایانې څه سبزي وغېره او څه سود سودا ـ بس نېغ ټاؤن ته اول د دوایانو په دوکانونو ورپره شوم ـ دوایي اخستل خو ځانله یوه مسیله وي کنه ډاکټر به درته یوه دوایي اولیکي چې دوکاندار سره هغه نه وي نو وایي به درته چې دا واخله یوه فارمولا ده که ته ورته زرها وې چې یه روره دا ډاکټر لیکلې ده خو دې به وایي دا پکې د ډاکټرانو کمېشن وي نور یو شی دی ـ دومره به دې بیماري خفه نه کړي څومره چې دې دوایي اخستل خفه کړي ـ د دغه مسلې نه خو راتېر شوم او خبره دا وه چې کوم دوایانو والا مې اشنا دي نو هغو په دې پوهه دي چې زه بله دوایي نه اخلم خو چې د پېسو ورکولو خبره راغله نو حق دق پاتې شوم ـ وې پروفېسر صېب دا اوس ګراني شوې دي ـ ما ورته ویيل قېمت خو پرې دا لیکلی شوی دی ـ نو وې او دا خو دی خو مونږ له یې په نوي رېټ راکړې دي ـ ما وې هغه څنګه وې چې دا خو ورسره زوړ سټاک وو خو قېمتونه زیات شوې دي ما وې چې قېمت خو به د نوي سېوا شوی وي کنه دا خو زړې دي او قېمت پرې هم دغه دی ـ وې نه کنه ټیکسونه زیات شوې دي ـ داسې اریان دریان پاتې شوم چې د دې اوس څه جواب ورکړم ـ دا یو انجکشن چې مې دوه هفتې مخکې وړی وو نو په اووه سوه روپۍ وو او اوس په دیارلس نیم سوه روپۍ دی ـ پېسې مې ورکړې او پښې مې راسپکې کړې وې مې چې خدایه هغه زوړ ملک ښه وو ځکه چې په دې معاشیاتو مې سر نه خلاصېدو د هسپتال په شا دانش اباد مې بورډ بازار پله مخه کړه د سبزیانو په هله ګله وراغلم چغې سورې جوړې وې د سبزیانو فروټونو ډکې ډکې ګاډۍ ولاړې وې ـ په زمکه د قدم کېښودو ځای نه وو او چې لاندې ځای نه وو نو نرخونه اسمان ته ختلې وو ـ ولې دا خو زمونږ ژوند دی نو په خوا به ځنې سبزیانې کله کله ارزانې شوې زخیره اندوزي به د وچې غلې کېده اوس خو سرمایه دار په هر څه قابض دي ـ بورژوا د پرولتاریه په مرۍ غلې شوې دي ـ مزاحمتونه خاموش دي ـ سرمایه په زور کې ده ـ جاګیر جابر دی ـ جمهور مجبور دی ـ اصول مقتول دي ـ فکر جامد دی ـ سوچ مقبوض دی ـ د ودود ګل دادا خبره شعور اور دی ـ نو بس لکه د نور مارکيټ به د سبزیانو په مارکيټ هم غدۍ نسکوره وي ـ ځکه چې اوس یې د سټور کولو اعلی بندوبست موجود دی ـ مارکیټ ته دومره سپلایي کوي چې څومره یې ډیمانډ وي ـ او مونږ هم د خپل ډیمانډ دپاره د دوی هر ډيمانډ او ناپسنده په ځان اوړو ځکه چې بله لار مو نشته ـ او هغه د مشرانو خبره چې غریبانان کړې خدای یو او ....... بس نرخونه چې هر څه وو د خپل ډیمانډ اینډ سپلایي مطابق مې جېب اوګروو او رحمان بابا که هر څو وایي چې
د دنیا په بازار کېږي د هغې جهان سودا
نو ما پکې في الحال د دې جهان دپاره سودا اوکړه او د هغې جهان دپاره مې دا اوکړو چې ماښام بانګ نزدې وو بس مخ مې د کور په لور کړو او اذان شوی وو چې په کور ورننوتم ـ
تکلونه
حالي ويل چې
ہی جستجو کہ خوب سی ہی خوب تر کہاں
مطلب دا چې انسان چې پيدا دی نو د ښه نه د ښه په تکل دی ـ او په دې تکل تکل کې ده د ارتقاء ډېر اوږد مزل هم سر کړو ولې د منزل څه پته نه لګي بس چې چا څومره حاصله کړه هم دغه منزل دی ـ هوښیاران وایي چې دې اوخوړه او واغوسته دغه ستا ده ـ غرض دا چې ټول چکر هم دغه دی ـ چې هر انسان د خوړو څکو او اغوستو دپاره دا ټول تګ و دو کوي خو ځکه قانع کېږي نه چې په دغه اشیای ضرورت کې هم دې د ښه په تکل وي ـ او ځکه ورته د منزل پته نه لګي ـ او دا د ورکې سفر انسان د ډېرو کامیابو سره مخ کوي ـ کله کله داسې کامیابۍ هم وي چې نورو ته وبال وي لکه د کرسټو فر کولمبس ـ هغه چا ویيلي چې
په پړاؤ کې چې مې شپه وه ما وې دا جوړې منزل دی
نو چې انسان پړاؤ منزل او نه ګڼي نو د ارتقاء دا سفر به یې ټول عمر جاري وي ـ او زه خو وایم چې دا دده فطرت هم دی ـ او فطرت د انسان دپاره د ښې وي په دې چې د ده ذهنیت عادتونه د وجود ساخت دا ټول شیان که د فطرت مطابق کار نه کوي نو بیا وای چې د فطرت خلاف تګ یو طوفان پيدا کوي ـ په دې نو دا تکل د ده فطرت دی ـ او دې هم په دې ژوندی دی ـ هسې خو نه وایي چې په حرکت کې برکت وي ـ د زمکې د تل نه دا قېمتي معدنیات راویستل دا په هوا کې الوتل دا سیارو ته ختل غرض دا ټوله انساني ترقي د تکل په نتیجه کې ده ـ بیا ځنې فطرت د انسان ذاتي یا انفرادي وي او ځنې د ټولو انسانانو شریک وي اوس دا به ګرانه وي چې دا کوم خلق چې کامیاب وي نو چې دا د ځانګړي فطرت خاوندان وي او که نه دا د عام فطرت لرونکي کامیاب وي خو داسې ښکاري چې کوم خلق ځانګړی فطرت لري نو هغوی کارونه او تکلونه هم ځانګړي کوي ـ ځکه چې د ده ذهن سوچ فکر وجود عادتونه ټول ځانګړتیا لري ـ او د دغه ځانګړي فطرت مطابق دی د برتګ صلاحیت لري ـ دا سوال هم پيدا کېږي چې کوم خلق ناکام شي او یا د معاشرې دپاره څه ناسور جوړ شی نو هغوی خو هم په دغه حواله ځانګړي شی ـ خو زه فکر کوم چې دا به د فطرت ځانګړتیا نه وي خو خپل هغه عام یا مشترکه انسانی فطري صلاحیتونه به یې ضائع کړې وي ـ په جمالیاتو کې دا هم ویيلې شي چې فطرت کې د نور جمال دپاره هم کار کېدی شي لکه د بوټي شاخ تراشي ـ سیند یا خوړ ته که غاړې سمې کړې شي ـ په چمن کې د ګلونو ترتیب وغېره وغېره خو دغه هم د انساني فطرت په زور کېږي ـ او ما چرته هم په دغه لړ کې یو شعر ویيلې وو چې
د ګوتې ځای هم نشته د فطرت په دائره کې
تکمیل ته رسېدلی دی قدرت په دائره کې
خبره پسې خبره راشي او مونږ خبره د انسانی تکل کوله نو که په خپل چاپېرچل نظر واچوو نو ټول خلق چې په کومه شعبه کې هم دی خپل خپل تکل کوي ـ او هغه د حالي د خوب نه د خوب تر د جستجو غونډوری یې په مخه کړی وي رغړوي یې ـ
لکه سائنسدانان د خپل خپل میدان په دائره کې په دې تکل وي چې څه نوی ایجاد اوکړي او دنیا ته یې اوسپاري او نن چې انسان د ترقۍ کوم بام ته رسېدلی دی دا د دغه سائنسدانانو د محنت نتیجه ده ـ دغسې کاروباریان د خپل کاروبار او بزنس دپاره په تکل وي چې څنګه به خپل بزنس ته وسعت ورکړي ـ په مارکیټ کې به څنګه خپل پراډکټ ته ځای جوړوی ـ او سیاستدانان حضرات ځانله په تکل وي چې د اقتدار کرسۍ ته به څنګه رسي ـ د پارټۍ نه به ټکټ څنګه اخلي د عوامو نه به ووټ څنګه وصولوي د فارم ۴۵ او ۴۷ په پل صراط به څنګه اوړي ـ په پارلیمنت کې به د وزارت قلمدان څنګه حاصلوي ـ او بیا به پېسې څنګه راغونډوي خپل کاروبار به څنګه فراخه کوي خپلو خپلوانو له به غټې غټې نوکرۍ څنګه ورکوي ـ خېر که د قام د بچو مستقبل په تیاره کې وي د توت یا شنډۍ لاندې ناست وي او د لالچي سپي قیصه زوتوي د لالچ په خرابۍ سوچ کوی او د ټول عمر دپاره د لالچ نه توبه ګار کېږي ـ او د تږي کارغه په همت د راروان ژوند دپاره د هوایي جهاز سبق په ترنم کې وایي ـ خو د محترم سره د خپلو بچو د روښانه مستقبل فکر وي په اکسفورډ او هارورډ کې پرې سبقونه وایي ـ بېنک بېلنس هم د ملک نه بهر ساتي او بهر ځانله د رهائش تکل یې هم پایه تکمیل ته رسولی وي دلته صرف سیزن له راځي او هغه د اقتدار سیزن وي ـ
دې تکل له مالدار غریب نشته بادشاهان هم تکل کوي سکندر د یونان نه راخطا شو ـ ایران افغانستان او بیا په نواپاس ناوګۍ باجوړ دیر ته راغی ـ دې علاقو ته اوس هم د چا مخه نه کېږي خو سکندر چې د ټولې دنیا د اقتدار شوق راخستی وو نو په منډه وو ـ داسې که کوم بادشاهان په خپلو سلطنتونو کې په ټیکاؤ هم وی خو تکل یې مل وي ـ وایي چې خپل بادشاهت له به طول څنګه ورکوم ـ د رعایا غم نه کوي خو د خپلو درباریانو مشیرانو وزیرانو فکر کوي ـ چې دا خوشحاله وي او تاج و تخت ته خېر او پښې مې مضبوطې وي ـ په نني پارلیماني دور کې د اسمبلۍ د ممبرانو ورسره غم وي چې د ده حکومت پرې ولاړ وي ـ د روزانه په بنیاد ورله مراعات ورکوي او سېوا کوي ـ بلکې سل سل او دوه دوه سوه فيصده یې ورله زیاتوي ـ د دې دپاره چې د دوی مرګي حال حکومت ته د وینټي لېټر سهولت فراهم کوي ـ او داسې د دغه مراعات یافته ممبرانو په سر صېب په سر کې هم او په سُر کې هم ناست وي ـ چونکې د تکل دا فطرت د انسان سره راروان دی نو نوکران ملازمان او مزدوران هم په تکل وي چې ځانله او بچو له سېر اوړه پيدا کړي د خپل امروزه ژوند ضرورتونه پوره کړی د بچو د تعلیم او صحت مسلې حل کړي او کله کله چې یې ګذاره ګرانه شي بلکې د څادره پسې پښې اوباسي نو په دفترونو کې د "چایو شربت" په نوم د خپل محترم قائد په تصویر دغه ستونزې سموي ـ سر به پرې څه خوږوو خو هغه چا څه ښه ویيلې وو چې " انسان کسى حال میں خوش نہیں رہتا " بس وړاندې تګ سفر دی او دغه سفر تکل دی ـ جستجو ده منډه ده او دغه منډه چې په کوم ځای اختتام ته رسي ټولو ته معلوم دی ـ بلکې څوک خو وایي چې اوټ شوې پرچه ده
دوه ساګانې لنډې لنډې
دوه قدمه زندګي ده
استاذان شاګردان ځانله په تکل دی ـ استاذ د خپل پروموشن تنخواه الاؤنس او فنډ پنشن په چکر کې دی ـ شاګرد د نمبرو د پاس کېدو د پوزیشن د ډګرۍ او کامیابۍ په تکل کې دی ـ د عاشق او معشوق تکل پکې د بل قسم تکل دی ـ دا ډېر ’’بې غرضه‘‘ او ’’بې فائدې‘‘ تکل وي ـ لکه د دنیا څه سود زیان نه لري خو دا د پخوانو عاشقانو خبره ده ـ لکه فرهاد بس نور خبرې ته غوږ نه کېښودو او سوچ یې پرې نه کوو خو غر ته ورلاندې وتو ـ مجنون د خپلې قبیلې چشم وچراغ وو خو چې د لیلا په مینه کې پرې سترګې پټې شوې نو د خاندان د ارمانونو چراغ یې هم مړ کړو ـ رانجها د چناب د غاړې د تخت هزاره لوی جاګیردار وو خو په سیند پورې وتو او د هیر غوا مېښې یې څرولی ـ اوس خو هغه یوه ټپه کې وایي چې
کاغذ لیکلی ترینه واخلئ
د اوسنۍ زمانې یار دی ټګ به وینه
خو دا هم هسې تسلي کول دي ـ ګني دلته خو کاغذونه څه خلق د سټامپ پېپر نه هم منکرېږي او.دغه څه دلته خلق د قران نه مخ اړوي او دا په عدالتونو کې په زرګونو مقدمې په څه روانې دي خو ځکه چې څوک رښتیا نه وایي کنه که رښتیا خبره شي نو بیا غوېمې فېصلې د څه دي، چې یو د بل حق اومني او حق ته حق اووایي نو قیصه ختم ـ لا پاتې شوه د عاشق معشوق د کاغذ خبره ـ چې مینه صادقه وی نو هیڅ ته ضرورت نشته بس د رحمان بابا خبره
چې مجنون غوندې په مینه کې صادق وي
رحمان وایي په هغو باندې سلام
ګنې پښتو ټپه وایي چې
د هر ګجؤ رګ درګډ دی
پښتون سړی د یارۍ نه توبه کوینه
دا شاعران ادیبان هم د دې عاشقانو ښه ترجماني کوي ـ او په خپله ګورې هم دوی د خپل شعروادب په میدان کې هر وخت د تکل سره مخ وي ـ څه مسوده یې په مخه کړې وي د دې نه کتابي مسوّده مطلب نه دی ـ سوداګانې مدعا ده او که دغه ترې مراد اخلئ نو هم خېر دی ـ ځکه چې دا ځنې ځنې خو چې سحر پاسي نو چاپېره نظر واچوي چې نن کوم ځای مشاعره ده بیاض یې د ځان سره راخستې وي ـ او په دې تکل وي چې د کوم طرفه به راته د مشاعرې درک لګي ـ که څوک په فېسبک د مشاعرې خبر ورکړي نو دا ځنې به ورته اولیکي درځو به ـ دې نه علاوه شاعران ادیبان د لیک او تحریر دپاره هم په تکل کې وي ـ افسانه نګار ځانله تهیم تیار کړی وي کردارونه یې ورله منتخب کړې وي پلاټ یې بڼلی وي ـ تحریر ته خبره پاتې وي ـ د شېر دل کاکا د بوډۍ ښځې سوچه سوچه ټکي په زړه لیکي چې د خپلې افسانې د یو بوډۍ په مکالمه کې یې ځای کړي ـ ډرامه نګار د خپلې ډرامې د یو سین دپاره د خپل تخيل نه پرده پورته کړې وي او په تیار سټېج یې سيټ ډيزایينګ کړی وي ـ د کردارونو د مخامخ کېدو په تکل وي ـ داسې ناول نګار د کومې منظر کشۍ په تکل کې وي چې د ناول هیرو او هیروئن د اوږد بېلتون نه پس یو ځای شوې وي او چاپېره ونې بوټي په مستۍ کې وي مرغۍ سندرې وایي ابشارونه د خوده وتې وي ـ سپرلی په جوبن کې وي ـ او ناول نګار په دشتونو کې روان وي ـ محقق ځانله د نوو موضوعاتو او په هغې د څېړنې په تکل کې وي ـ شاعران خو د لفظونو د انتخاب تکل په مخه اخستي وي چې کوم لفظونه د خپل تخيل ’’رخت و زېور‘‘ کړي ـ
تکل نګار هم د تکل په تکل کې وي ـ او ډاکټر اسرار خو چې تکل نګاري کوله نو اول په دې تکل کې سرسین ګرځېدلی وو چې دا تکل نوم چا ټاکلی دی ـ او چې څومره به یې دا ورانه ماشوړه راسپړدله او زړه له به یې تسلي ورکوله چې ځه بنده که خېر وي دا ځل مې د تار سر رااونیوو نو هغه به ګل د کدو ګل وو چې یو به یې شوکوو ورلاندې به بل وو ـ خو اخر یې خبره سرته اورسوله ـ
ما بدولت چې دا تکلونه لیکلي وو نو دا په کاغذونو وو رښتیا دا ده چې ورپسې مې داسې څه ډېر تکل نه وو کړی خو د چرت خبره به وه ـ ولې چې کله مې راغونډ کړل او په یو رجسټر کې مې اولیکل نو یو تکل پکې " د مینې او خلوص سره " وو ـ کمپوزر پرې هم هغه اولنی نوم اولیکو ـ هما صېب د دغه نوم ذکر اوکړو او ډاکټر اسرار صېب چې تکلونه اولوستل نو ویيل یې چې دا نوم ورله بدل کړه ـ اګر چې دا ښه دی بد نه دی ـ ما ورته ویيل چې ما یې دا نوم نه دی کېښودی ـ نو هغه بیا وې چې نشته نو بس تکل زار ورله کېږده ـ د راج ولي د کتاب نوم سنګزار وو او دا به تکل زار شي ما پرې امنا اوکړه بیا بېتاب صېب ویل چې دا نوم شته نو ما وې چې اوس تکل پکار دی ـ ځکه چې د نوم د کېښودو خبره راغله څو نومونه مو تجویز کړه بلکې که د تکلیز اصطلاح ورسره جوړېږي او یا وي نو بس تکلیز مو کړو ـ چې پکې کوتره د تکل بڼ په سر کېناسته ـ په دې مې زړه په دې هم اوبه اوڅکلې چې د ډاکټر اسرار صېب هغه ویې به پکې هم پوره شي او د زار په ځای به بڼ دومره فرق او نه کړی البته فرق خو د بن سره راځي خو چې بن باس شي نو هم سمی خوري او هسې هم د مردان علاقه سمه ده نو زار ښه دی او زمونږ طرف ته بڼونه وی نو بڼ ښه دی ـ ډاکټر صېب ته مې اوویيل هغه پرې راسره دعای خېر اوکړو لیکل یې هم اوکړل او د تکل بڼ سېل یې هم اوکړو ـ په دې کې مې په فېسبک میرات مړی پوسټ اوکړو چې د چا چا د تکل مجموعې شائع شوې دي او څه څه نومونه یې دي ما وې چې دا خپل تکل بڼ به ورته ډالۍ کړم ـ چې په کمنټس کې د نومونو یو غر شروع شو ـ نو ګل بڼ هم ناڅاپي زما د نصیبه دغه وخت فېسبک ته ناست وو د تکل بڼ نوم یې رااویشتو او تندي له مې ټس ورکړو میسج مې ورته اوکړو چې دا چاپ دی ـ ویل یې او چاپ دی بس نور څه وو ـ بېتاب ته مې رجوع اوکړه چې اوس خو د بڼ نه اووتو او که دا په وخت نه وې خبر شوي نو د بڼو د وتو یره مو وه ـ زما په هغه مجوزه نومونو کې یو.نوم د تکل رنګ هم وو هغه مې ورته بیا دوباره وریاد کړو هغه راپسې کال اوکړو چې دا نوم به دا معنی ورکوي چې تکل نما ، نو دا نه دی ښه بس " تکلونه " نوم ورله کېږدوه ـ بس ما هم ویيل چې په خوله دې برکت شه بس دا خو سم خټه ګټه اولګېدو هسې هم د دې نوم دپاره مونږ بلا تکلونه اوکړل بلا سوچونه اوکړل دا ښه دی خو که بل څوک پرې رانه مخکې نه شو ـ خو چې د کمنټس سلسله په فېسبک داسې روانه وه لکه د الیکشن په ماښام له چې د نتائجو هغه پخوانۍ طریقه وه د یو ځای نه به نتیجه راتله او د بل ځای نه ـ مستنصر حسېن تارړ او طارق عزیز به ناست وو ورسره به څوک ښائسته جینۍ هم وه او ویيل به یې " یہ نتیجہ ہی شیخو پورہ 2 سی " نو داسې ګلبڼ یو بله نتیجه رااولېږله چې پکې د کراچۍ نه د ماښام خټک د کتاب دغه نوم وو ـ داسې چاپېره دغه سلسله روانه وه او مونږ پکې دغه نشست هم په بهاري اکثریت اوبایيللو ـ بیا مې ټوله شپه سوچونه کول بېتاب پکې خپل لیکل په دوباره بیا رااولېږل ما ناوخته اوکتل خو هغه وخت به بېتاب صېب یو پار د سکون خوب کړی وو ـ ما وې ځه سحر به ورسره ګپ لګوم ـ سحر چې پاسېدم نو اول مې ورته د بایيللي نشست خبر ورکړو او بیا مې ورته یو شمېر نومونه وراولېږل ـ چې اوس به په دې کې انتخاب کوو ـ بېتاب صېب هم د سکون د خوب نه پس لکه چې " نوم " بېتابه کړی وو ـ د مخې سره یې کال اوکړو وې یاره او کنه دغه نوم خو هم شته دی بس اوس په دې نومونو سوچ کوو ـ بېتاب صېب خو پکې ’’تکل رنګ‘‘ ته یوټرن اخستو خو ما ورته د تکل نما خبره برید کړه ـ د تکل پارې نوم مې د فن پارې په تتبع کې وړاندې کړو نو بېتاب وې چې نمک پارو ته نزدې کېږي او نمک پارې نمکینې وي ـ او دا خبره یې هم سېوا کړه چې ماټو خان خپلو افسانو له نمک پارې نوم کېښودی وو خو چاپ کړی یې نه دی ـ وې ګوری چې مړ دی که ژوندی څو کاله مخکې مې لیدلی وو نو وې چې یره افسانې مې ځکه چاپ نه کړی چې قلندر صېب مې مور ته ویيلې وو چې ستا زوی دا هلکان خرابوي ـ داسې په دغه یو شمېر نومونو کې یو تکل کده هم وو نو بس په دې مو صلاح راغله او په دې اورسېدم چې که ځې ځې ابازو له به راځې ـ که ډېر تکلونه مو اوکړل خو " کدې " ته مو کډه راوړه ـ او هوښیاران وایي کور دمه ده ـ ارواښاد نواز طائر د خپل کور نوم ټيکاؤ منزل ټاکلی وو او زما په کتاب د دار په سر کې یې لیکلي وو چې ما د دنیا سفرونه او پروازونه اوکړل خو اخر راغلم او په ټیکاؤ شوم ـ نو ما خو لا د طائر صېب غوندې سفرونه او پروازونه نه دي کړي ـ البته د تکلونو د نوم دپاره که تکلونه نه وو خو سوچونه او فکرونه مې بلا اوزغلول په خپله په ارام پروت ووم او نن سبا ده هم داسې خلق نور زغلوي او د نورو خلقو د زغلېدو نه فائدې اخلي ارام پسندي زیاته شوې ده او که دا وړمبی ’’الف‘‘ په ’’ح‘‘ بدل شي نو هم ډېره بده به نه وي ـ خو ما خپل سوچونه زغلولي دي ـ چې دغه د بدني او جسماني ستړیا نه زیات وي خو ځه دومره شوه چې که به بتکده کې د بتانو منونکو ته د خپلې عقیدې مطابق سکون حاصلیږي او په مېکده کې د میو څښونکو او سُرور اخستونکو ته، نو دلته د تکلونو د نوم په تکل تکل زه تر تکل کدې رااورسېدم ـ