د سیماب له « تکلکده» څخه تکلونه (۱)

لیکوال:: ډاکتر شېرزمان سیماب
ډاکټر
د ډاکټر د نوم اخستو سره د بنده د خيال په ایينه د مصيبت يو رنګين عکس جوړ شي خو دابه هغه چا ته معلوم وي چې د ډاکټر سره یې واسطه پېښه شوې وي. که کلينک کې وي او که په او پي ډي کې خو ډاکټر ډاکټر وي. فرق یې صرف دومره وي چې په کلينک کې به ستا انتظار کوي او په او پي ډي کې به یې ته دغه قرض ورګرځوې خو سره د سوده. ځکه چې او پي ډي ته د نر زوی په يولس بجې د خپلو مصروفياتو نه ځان وزګار کړي چې راشي چای اوڅکي او بيا ځان ريلکس کوي نو د تبې د مريض تبه د يو سل درې نه بره روانه وي او بلډ پرېشر هم په خپل جوبن کې وي.
يره خدای مو د او پي ډي سره او يا د کلينک سره، مړه خو دا به اووايم چې خدای مو د ډاکټر سره هيڅ قسمه واسطه مه راوله خو دا نه شي کېدی ځکه چې تبه ټوخي ټول لرو او چې دا لرو نو د ډاکټر سره به واسطه خامخا راځي ـ رېښتيا د يو بل قسم ډاکټر ذکر مې هېر شوتاسو به هم حېران شوي يئ چې ولې ډاکټران هم خپل قسمونه لري خو زما هغه مطلب هم نه دی چې په پيريډ کې استاد يا لېکچرر د خپل مضمون په حواله د ټيچنګ په دوران کې لګيا وي او لکه وایي چې د فلاني څيز دومره قسمونه وي ـ هن رېښتيا د ډاکټر هغه قسمونه رانه هېر شو ـ هغه يو قسم دی د ايمرجنسي ډاکټر، دا څه نوي ډاکټر نه وي دا هغه د او پي ډي يا کلينک ډاکټر وي خو په تندي یې هر وخت دولس بجاؤ وي او بشره یې هر وخت د ايمرجنسي تصوير وړاندې کوي- (چې کله په ايمرجنسي کې حاضر وي) ګنې دی هم خپل روايات نه شي ماتولی حاضري یې لګېدلې وي خو د ايمرجنسي نه واحد غائب وي او ايمرجنسي یې د خدای نه وروستو د بابو صېب او يو کلاس فور نيم په نوم سپارلې وي- کله کله را اورسي هم خو هغه وخت چې کله فيشنټ د ژوند باؤنډري لائن کراس کوي- کله کله خو صرف د پمپنګ ثواب حاصل کړي ـ او د خدای بخښلي په سينه د خپلې ډاکټرۍ زور وازميي ـ او بيا هغه کوپړۍ چې پنځه کاله یې په ميډيکل کالج کې د انساني خدمت د جذبو نه ډکه کړې وي- صرف اوړقوي او د شونډو په سر اووایي "ايکسپائر" يره هوښياران وایي چې د پوليس نه دوستي ښه ده او نه دشمني خو زه وايم چې د ډاکټر نه دوستي ښه ده او نه دشمني، دشمني په دې چې ضرورت ورته پيښېږي او دوستي په دې چې ته به یې په طمع یې او دی به په پرایېوټ ايمرجنسي پسې تلی وي- د دې نه ښه خبره دا ده چې د دوي فيس ادا کوو او علاج کوو ـ ځکه چې د دوی به فيس کېږي او زمونږ علاج ، وایي چې د اردو مشهور مزاحيه اداکار لهري بیمار وو نو یو ورځ ترې معین اختر په یو پروګرام کې اوپوښتل چې نن سبا ډاکټر له ډېر ځې را ځې ولې؟ هغه ورته ویيل چې ډاکټر هم ژوندی ساتل دي کنه ، معين اختر ورته بیا اووې چې دوایانې هم اخلی نو لهري ورته وې او ـ معین اختر ورته وې ولې ، نو هغه ورته وې میډیکل سټور واله هم ژوندی ساتل دي کنه ـ معین اختر ترې بیا اوپوښتل او بیا دوایانې خورې هم هغه ورته وې نه ـ وې ولې نو لهري ورته وې ځکه چې ځان هم ژوندی ساتل غواړم ـ
د پېښور د ډبګرۍ د ډاکټرانو ذکر خو هر ځای خاص و عام کېږي ـ بلکې ذکر خېر او ذکر شر دواړه کېږی ، هلته خو یو دا ده چې د هر مروجه مرض د علاج بندوبست کېږی ـ تاسو به وايئ چې په مرض کې لا مروجه هم وی او نو دې خبرې له درله راځم خو دا بله را نه پاتې کېږي ـ نو علاجونه هم شته سهولیات هم شته نو ځکه یې هر ځای په دې وجه ذکر خېر کېږي خو د فیسونو داسې ترخې او تېره انجکشنې هم پکې شته چې د ذکر شر چکو ته یې د بېټنګ پیچ هر وخت تیار وي ـ ښه نو هغه مروجه مرضونه مې ځکه یادول چې د دغه ډاکټرانو سره د کومو دوایانو د کمپنو په شپېته اویا فیصده خبره جوړه وي د هغوی دوایانې لیکی نه مریض ته ګوري او نه مرض ته ، په مېز د دوایانو کلېنډر ، د چایو کپ ، بال پوائنټ ، پېډ ، ګلدستې ، او په مخامخ دېوال لګېدلي د کمپنۍ ګهړیال ته ګوري ـ په دې هرڅه د کمپنۍ نوم وي او دغه د مریض د مرض دپاره د کمپنۍ په هغه پېډ تحریر کېږي چې بره یې پرې لیکلې وی " هوالشافی "
چې د بلې مو خبر کړم خو یره تاسو ټول ددې نه خبر يئ ځکه چې د تبې ټوخي خبره اوشوه په مونږ ټولو راځي نو خبره دا ده چې د ډاکټر نوم ګورې ډېر عام شوی دی چې سرنج په لاس کې اخلي نو ډاکټر یې ورسره تړلی وي پخوا به یې لا په کلیو کې کمپوډرانو ته ډاکټر ویيل نو ځه یره د دې خو څه توک جوړېدو ډاکټران نه وو هسپتالونو کې به دغه کمپوډران وو د جیومېټري بکس غوندې یو لږ ژور شان بکس به ورسره وو او پکې به د شیشې یو سرنج او څو ستنې ( نیډلز) وو ـ په ګرمو اوبو کې به یې خوټکول او هر چا ته به یې پرې ستنې وهلې دا ډسپوزېبل سرنجونه نه وو ـ خو پخوا دا ناکاره بیمارۍ هم نه وې پاک ساک خوراکونه وو او پاکې بيمارۍ وې اب وهوا صفا ستهره وه ملاوټي څیزونه نه وو سوچه غوړي وو،ماسته وو، ټینګ خټه پۍ وو ، شوملې وې ، ساګ وو ، او بیا چې د بازار غوړي ماسته او پۍ شو نو هم دومره قدرې اوشوه چې په پيو کې د پاکو صفا اوبو ملاوټ اوشو کومې چې صحت له دومر مضر نه وې او مونږ په مضر څه کوو او څه پرې پوهېږو کنه د سیګرټ په ډبي یې لیکلې نه وي څه ـ او دومره بې پروا یو چې وایي یو سړي سیګرټ واخستل نو په ډبي یې لیکلي وو چې دا جنسي کمزوري پيدا کوي نو زر یې واپس کړل دوکاندارته یې وې چې هغه کېنسر والا راکړه ـ لکه کېنسر خېر دی خو دغه کمزورۍ ته نه وو تیار او ځکه خو زمونږ د دې نفسیاتي بیمارۍ اشتهارونه په هر دېوال د " مردانه کمزوري کا مکمل علاج " په شکل کې داسې لګېدلې چې لکه هغه چې وایي پرتوګ یې راله د اینګرو په چینار اچولې وي ـ ویلی شي چې دومره د يونان ابادي نه ده څومره چې یې دلته يوناني دواخانې دي خو ځه یره د ښځو هم د " حسن بېمثال کریم " ايډورټائزمنټ ښه په درز کې روان دی ـ که په نور څه کې ښځې او سړي برابر وو او کنه خو په هر دېوال مو د اشتهارونو مقابله کې برابري روانه ده او که کوم دېوال د دوي نه خالي پاتې شي نو بيا پرې د سیاسي جماعتونو د رنګارنګ جنډې او اولس ته د شنو باغونو د ښودلو پُرکشش نعرې په بهترينه خطاطۍ کې رقم وي ـ او که د دېوال سره خواته د سختې ګندګۍ او بوئ د لاسه څوک نه شي ورتلی نو په هغې یې لیکلي وي ـ " یہاں پیشاب کرنا منع ہی" پخوا به د جمات په دروازه کې د اودس ماتی ځای وو او په حجرو کې به هم داسې د تش اودس ماتي دپاره انتظام وو اوس واش رومونه شو خو د ګندګۍ قیصه د زمکې لړمون ته کوزه شوه ـ چې څکلو هغه پاکې اوبه چې په پيو کې یې ملاوټ بيا هم قابل معافي وه اوس په خپله د څکلو نه وتي دي غرض دا چې اوبه هم صفا نشته او هر حکومت د پاکو اوبو د مهيا کولو يقين دهاني کوي او هغه پۍ غوړي او ماسته چې په پېکټو کې بند شول خو د څه نه جوړېږی؟ دا پته یې نه لګي ـ د پوډرو پۍ خو عام دي په غوړو کې خدای خبر څه اچوي که هغه ساګ او سبزیانې وي نو هم په مصنوعي سرو باندې کېږی هغه خوند یې نشته ډېرانونه چرته وو ـ فېنسی واش رومونو دغه ملاوټي او مصنوعی څيزونو ته کېنولو ـ غرض دا چې څه هم صفا پاتې نه شو لکه زړونه او نیتونه چې څنګ خیرن دي څوک هم د چا په سترګو ښه نه لګی ـ خو بس وایي چې ’’عالم روزګار‘‘ دی ـ خود غرضي دومره عامه شوه چې څوک د چا په خوږ ګوته متیازې نه کوي ـ او ځکه دا بیمارۍ داسې ګنده شوې چې اول صرف د جسمونو د بیمارو خبره وه اوس روحونه بیماران دی ـ چې څوک بیمار شي نو لوښي لرګي ورله د خلقو نه بېل کړي ـ پخوا به چرته په یوه ټي بي کې داسې کېدل نورې داسې درنې غټې او قېمتي بیمارۍ نه وې دا درنې غټې او قېمتي بیمارۍ لکه د مالدارو خلقو ، خلقو ته خوله اچوي ځکه چې زورورې وي او وایي چې د زورور غوایي په لوړه خېژي ـ نو ځکه د سرنجونو دا استعمال جدا شو ـ خو ځه سکه د ابۍ دادا راوړي جدا کېږي نو سرنجونه څه خبره ده چې د هسپتال ایمرجنسي ته ورشې نو اول به درته وایي سرنج راوړه بنده حق دق پاتې شي چې دا دومره غټ هسپتال او د دوه روپو سرنج پکې نشته ـ خو دلته د علاج نور کوم سهولتونه دي ځکه خو زمونږ په لارو کوڅو کې دوایانو والا ټول ډاکټران وي او مونږخو ددغه ارزان او اسان سهولت نه مستفيد کېږو او که نه اوچ توت ورته اوخورو چې نور په دې ډاکټرانو علاج نه کوو نو بله لار مو کومه ده ـ د هسپتالونو او ډاکټرانو خرچې خو سړي له د ٩٧درجه حرارت تبه نېغه ١٠٣ ته رسوي ـ او بيا تاسو ته پته ده چې د تبې د تاوه خو سړی غږېږي ـ نو بس غږېږو به ـ په غږېدو څه کېږي په لويو لويو احتجاجونو د چا په غوږ سپږه قدرله نه رغړي نو ’’چا‘‘ مې ځکه اووی چې د حاکم وقت نوم اخستل نو ځانله کار کتل دي نو ـ یو ملګري مې وې چې زمونږ په کلي کې یو سړی مړ وو مور مې وې چې ښځې یې راته ویيل چې فلانی ډاکټر مو ورله راوستو خو بس خورې د سړي پوره وه ـ او "فلانی" د دوایانو د هول سیل ډیلر سره سیل مین وو ـ بل زمونږ په کلي کې یو سېنئر ډاکټر دی هغه وخت یې د کلي په هسپتال کې ډېوټي وه نو ماسخوتن ورپسې څوک وراغلل سرنج او بوتل ورسره وو وې چې ډاکټر صېب دا انجکشن راته اولګوه هغه ورته وې چې دا درته چا لیکلې ده ـ سړي ورته ویيل چې دا راله غرمه فلاني دوایانو والا راکړې وه ـ یوه یې راله اووهله او دا بله یې راته وې چې ماښام به یې درله څوک اووهي ـ ډاکټر صېب هغه له انجکشن اوهو او ځان له ستن ـ ـ ـ ځان له یې ښه لرې ټرانسفر اوکړو ـ
د نیم حکیم خطره جان هغه خبره خو راته څه دروغ ښکاري لکه څنګه چې د نيم ملا خطره ايمان هغه ده ځکه چې زمونږ په لارو کوڅو کې چې دا کوم د نیم نه هم کوم کم حکیمان ناست دي نو د "خطره جان " هډو څه رپورټ نه درج کېږي ـ خو هر څه په " پوره " باندې ور اړوو ـ او دغه د لارو کوڅو ډاکټران دومره بولډ ( دبلا بچي ورته نه وېم ځکه چې دوی یې پلاران دي په دې چې بلا خو د دوی نه پيدا کېږي) دي چې بي پي سیټ او سټېسکوپ ورسره وي او لا یې سپين اوورال هم اغوستی وي ـ (حالانکې چې ډاکټران یې د افسرانو وزیرانو وغېره د راتلو د ورځ نه علاوه په بله ورځ نه اغوندي) د نوم سره یې ښه به بې تکلفه انداز کې او په جلي حروف ’’ډاکټر‘‘ لیکلی وي ـ وایي چې یو داسې ډاکټر د ځان سره په " بې قاعده " توګه MBBS لیکلی وو نو چا ترې تپوس اوکړو چې دا دې کله کړی دی نو هغه ورته ویيل چې ستا نظر نه لګي لاندې مې ورسره لیکلي دي چې " سی اچها ہی " ـ دا یې ورسره واړه واړه لیکلې وو ـ او یو داسې ډاکټر ته چا اوویيل چې تا څه کړې دي نو ده ورته ویيل چې" ایم بي بي ایف "ـ هغه ورته ویيل چې د دې څه مطلب دی نو ښاغلي ورته ویيل چې میټرک باربار فېل ـ وایي چې څه کسان په یو اشنا پسې هسپتال ته تلې وو هغه اشنا ورته ویلې وو چې زه هلته په فلاني هسپتال کې ډاکټر یم نو هغوی هلته تپوسونه کول خلقو ورله د هغه نوم ډاکټران راوستل خو هغو به ویيل چې زمونږ هغه اشنا دا نه دی ـ اخر کې یو سړي د مریض سټرېچر په مخه کړی روان وو مېلمنو ناڅاپي چغې کړې چې دغه دی فلانی زمونږ هغه اشنا ـ رشتیا خبره داده چې په هسپتال کې هم د ډاکټر او کلاس فور پته نه لګي خو دغه مروجه مرضونه او مروجه دوایانې دي ، هم کلاس فور ته معلومې دي او هم ډاکټر ته ـ که د ډاکټرانو دا خط لږ ښکلی وې نو مونږ ته به هم دغه دوایانې معلومې وې او ددې فائده به دا وه چې مونږ به د کمېشن نه بغېر یو بل ته تجویز کولی ـ ولې چې د چا په مخکې د بيمارۍ نوم نه شې اخستی هر سړی ډاکټر دی لکه اوس چې د شین کاغذ او سور کاغذ ګولۍ عامې دي ـ زمونږ د يو ملګري نيا وه چې دغه شنې سرې پلتې به ورسره په جېب کې وې هغه ویيل مجال شته که د نيا په مخکې مې څوک د تکليف خبره هم کولی شي ګولۍ یې نېغه د پلتې نه راويستې وي ـ زمونږ د کلي یو ډاکټر مریض ته دوایي لیکله نو اردلي ورته غوږ ته خوله ورنزدې کړې وه او ورته یې ویيل چې د سر د چکر دپاره ورته دا اولیکه د دردونو دپاره ورته دا اولیکه د سایيډ ایفکټ دپاره ورته دا اولیکه او داسې دغه اردلي ډاکټر صېب ښه پوره پوره ’’ګایيډ‘‘ کوو ـ او د هرې دوايئ سره به ورته ډاکټر صېب په ’’ډاکټري غصه‘‘ کې بد بد کتل خو د مریض د مخې یې څه نه شو ویيلې ـ ولې د برداشت هم حد وي او د ډاکټرانو خو برداشت د میډیکل سټډي ځای ته رسولی وي نو بس کاغذ او قلم یې ورته غورزولي وې ته یې ورته اولیکه ـ خو په دې ډاکټرانو شکر اوباسئ ځکه چې که د دغه ډګري هولډر په ځای په داسې بې پېونده قصابانو واؤړېدئ نو ( قصابان خو دواړه وي خو) لکه د هغه بیزې قيصه به مومي چې د مرګه پټېده او د قصاب کره یې شپه شوه ـ
13 اکتوبر 1997ء
زه څوک يم
چې واړه وو او سرګیر به ګرځېدو،چې په کوم طرف به لاړو پته به مو نه لګېده نه به مو وخت ته خیال وو او نه به مو د چایو ډوډۍ فکر وو ـ په لوبو به سر وو په چکرو به ګرځېدو خو چکریان نه وو د کور د خوا غر خو مو په ګامونو کړی وو په یوه منډه به ورته ختلو ـ ماښام تیاره به شوه په کلي کې به رڼاګانې اولګېدې لکه چې اسمان لاندې په زمکه راکوز شوی وي او مونږ بره، د غره د سر نه به مو دغه نظارې کولې ـ نه مو ځان پېژندو نه مو په ځان کار وو او نه مو ځان ته ځان ویيل ـ او رښتیا خبره دا ده چې په دې خبرو پوهېدو هم نه ګني که مونږ ځان ته ځان نه ویيل نو مور خو به راته سحر ماښام دا پټۍ ویله او ګويې به یې کوو چې ځان وپېژنه، ځان ته ځان اووایه خو زمونږ ځان کله په ځان کې وو ـ د ځان نه بې خبره د ځوانۍ په درشل ودرېدو او د ځوانۍ په درشل اودرېدل یا په ځوانۍ کې داخلېدل خو د ځانه د بې خبرۍ هغه دور وي ـ چې د عجیبه کېفیتونو دورې په خلقو راځي ـ روح ځانله مستي غواړي او وجود ځان له سرور، دا د ځان مان قیصې پکې نه وي ـ البته د "من" خبره پکې وي، من من وزن اوچتول ورته هم څه نه ښکاري نور د چا د یو کوږ نظر بوج وړو ته سم نه وي اګر چې د پلار من من کنځل برداشت کولی شي ـ خو مور او پلار یې په ناړو هم نه شي رایسارولی ـ خوش قسمته مور پلار به وي یا خوش قسمته اولاد چې د ځوانۍ په دغه بې لګامه دوره کې د " قابو " پاټکي ته اړام شي ـ بنده خوش قسمته وو خو دومره هم نه ، خوش قسمتي یې دومره وه چې د شعروادب سره یې څه لږه ډېره علاقه لرله خو د مور طبیعت پرې ښه نه وو او دې شجر ممنوعه له لاس وروړل ورته د خپل مزاج خلاف ښکارېدل حالانکې په دې قیصو یې به نفس نفیس رااړولی ووم هغه وخت چې په کور کې به یې وفات نامې جنګنامې او رشیدالبیان په خوږ اواز وې ـ او اوس مې هم یاد دی چې رشیدالبیان زوړ شوی نو نوی مې ورله په کوڅه کې د قران شریفونو والا نه په وچ کلک اتانیز اخستی وو ـ خو چې بیا ما ځانله د لیلا مجنون یوسف خان شېربانو مومن خان شېرینۍ ادم خان درخانۍ بخت منېر قیصۍ او د سید اکبر صابر دلاور سېلاب او د جمال د سنګر عقل تمام د ټپو کتابونه واخستل او د بړستنو سر ته به اوختلم او په خیال کې به مې د ځان نه خیال محمد جوړ کړو او په ترنم کې به مې شروع اوکړه نو بس راشه که تودېږې ـ فنکاره نه وه کنه بیا به مې پرې د ’’پروفیشنل جیلسي‘‘ ګمان څه چې یقین شوی وو خو د دغه قیصو د مرض نه بې غمه وه خپل بلا مرضونه ورپېښ وو شوګر بلډ پریشر او د زړه رنځ ـ دې د ’’های سوسائټۍ‘‘ د بیمارو نه بې خبره وه خپل تلاوت به یې کوو او دغه کتابونه به یې خلقو ته ویيل دا ورته نه وه معلومه چې په دې کې څومره قیصې دي او څومره پېسې دي ـ هن چې کله به مې د یوسف علیه السلام قیصه ویيله نو بیا به مې سره د نیا په طبیعت کې وه او غوږ به یې ورته اېښی وه ـ خو دغه نورې ټپې چاربېتې پرې ښه نه لګېدې دا داسې هم نه وه د دنیا ټپې متلونه ورله ورتلل يوه ورځ مې د ماښام د ډوډۍ سره د تره زوي په غږ غر وهل نو شاته یې راپسې دا متل را اوشغوه چې ’’نمړۍ په خوله او صحرا په زړه ‘‘رېډیو به یې ښه په درز کې اورېد د اردو په ډرامو هم پوهېده بلکې مونږ به یې پوهه کولو خو دغه به یې وې چې دا وخت ستاسو د دې نه دی دا سندرې غارېبې پرېږدئ ځان وپېژنئ د ځان نه څه جوړ کړئ ـ
خو بنده به د خپل فطرت سره څه کړی وې نور شکر دی کاغذونه صفا وو خو دغه د شعرونو کاغذونه به مې جېب کې پراته وو او دې شعرونو او کاغذونو که د دنيا د ډېرو کارونو نه ويستلی ووم نو د ځان د پېژندو هغه قیصه یې راته هم رو رو رادوڅاره کړه او په شعرونو کې به مې د خلقو نه اورېدل چې زه دا یم او زه دا یم لکه زما په خیال مې اول اول د ځان پېژندنې په لړ کې دا اورېدلې وو چې
بې ګناه چې ګناهګار وي هغه زه یم
په قسمت چې خواروزار وي هغه زه یم
او دا اورېدل څه وو چې تر اوسه دغه قیصه روانه ده ـ د ځان پته راته او نه لګېده خو هم دغسې ده ځکه چې د بې ګناهۍ او خواروزارۍ دا توق چې د چا غاړې ته پرېوزي نو بنده یې په بند نه پوهېږي ـ او چې لا دا قسم شعرونه به پکې راغلل چې
په ګلونو به بهار وي زه به نه یم
نو وې به مې چې یه خدایه دا خو پکې لا بله راپېښه شوه ـ
استاذانو نه به مې اورېدل چې ځان پېژندل پکار دي سکول کې به هم دا بیان وو او بیا په کالج کې هم دغه قیصه ـ د جمات د استاد خو پکې دا خبره ’’د ځان د معرفت ‘‘ نوره هم ډېره ګرانه وه او په حقيقت کې په دې خو سر خلاصېدل بلا ګران هم وو ـ ځکه چې دې خو تزکیه نفس غوښتو او د تصوف د څلورو درجو شریعت طریقت حقیقت او معرفت مراحل سر کول د ما غوندې کار نه وو ـ په شعرونو کې به مې کتل یا لوستل ، وې به یې دا صوفیانه شاعري ده ـ
وایي چې د مولانا رومي په مثنوي کې یو حدیث بیان شوی دی چې شریعت زما د اقوالو نوم دی ـ طریقت زما د اعمالو نوم دی ـ حقیقت زما د باطیني کېفیت نوم دی ـ او معرفت زما راز دی ـ د پير روښان د سلوک په مقاماتو کې د معرفت مقام د نبيانو د راز مقام دی او په دې موقع سالک د حق ديدار کوي ـ رحمان بابا وایي چې
معرفت د خدای څرګند دی په هر څه کې
سترګې اوخوره چې دا هومره نظر نه که
بل ځای وایي چې
که په ځان باندې قدم کېږدې رحمانه
افلاکونه به دې لاندې تر قدم شي
خوشحال بابا وایي
د خدای عرفان مې اوشو په عرفان د محمدﷺ
پاک دی محمدﷺ پاک دی سبحان د محمدﷺ
او د عربۍ دا مقوله خو نزدې نزدې هر ځای په خبرو کې راځي چې
من عرفه نفسه فقد عرفه ربّه
چا چې خپل ځان وپېژندو هغه خپل رب وپېژندو ـ
او دا هم ویلې کېږي چې منصور دغه مقام ته اورسېدو نو د انالحق صدا یې پورته کړه ـ او بیا نور خلق په دغه راز نه پوهېدل شېخ جنېد بغدادی یې هم ویيلې شی چې په مخالفینو کې ولاړ وو او خپل استاذ ورته هم د ګیلې په جواب کې اووې چې ته حق یې خو زه دا وضاحت نه شم کولی ـ مطلب دا چې استاذ یې هم لا هغه درجې ته نه وو رسېدلی ـ غني خان وایي چې :
نه وه لېونی منصور زړه کې یې دلدار اوخوت
څه خو یې ليدلي وو ځکه خو په دار اوخوت
نو دا څومره ګران کار دی ـ د ریاضت دا سختې مرحلې سر کول خو د سلوک د لارې د پاکانو او صوفیانو کار دی ـ د ځوانۍ په دغه مسرور کن لمحو کې د چا د وسه ده ؟
په دنیاوي جوړله چې هم څوک ځان وپېژني نو هغوی هم د ښادې ورځې خاوندان کېږي ـ ځکه چې رب کاینات خو دا کاینات د هر چا دپاره مسخر کړې دي ـ او هر څوک حق لري چې محنت اوکړی نو د ترقۍ لار ورته بېرته خوله نیولې وي ـ دا کوم خلق چې نن سپوږمۍ ته ختلې دي نو دوی هم ځان پېژندلی دی ـ هر څو که زمونږ په جمات کې د اور انګيټۍ ته ناست بابا چې په پټو سترګو تسبې اړووی او دا نه منی بلکې چې مونږ اووایو چې بېګا خو بیا ختلې دی نو کنځل شروع کړي او ښه په تسلسل سره هم تسبې روانې وی او هم کنځل ، وایي د پیرنګیانو بچي يئ کنه ـ نورې کنځلې مې په خوله نه راځي ځکه چې که هغه عاجز د جمات د ادابو نه نه دی خبر نو ماله خو ستاسو نه حیا راځي کنه ـ وایي چې هغه یو صاحب چرته ویيل چې دوی دې سپوږمۍ ته هسې د ختلو پروپيګنډې کوي ـ دا دروغ وایي ـ ځکه چې دا خو دومره خوینه او مهینه ده چې څوک پرې ټینګېدې نه شي ـ نو دوی ورته خېژي څنګه ـ صاحب داسې په کلک یقین لګیا وو لکه چې دی اوس اوس تازه تازه د سپوږمۍ نه راخویيدلی وي نه توبه راغلی وي ـ دا مې هم اورېدلي چې په لاوډ سپیکر د " حرام" فتویٰ لګېدلې وه او کله چې دې وطن ته هوایي جهاز راغی نو هم پرې د " لاندې نه " دا ډزې کېدې چې دې کې سفر حرام دی ـ ځکه چې لاندې جماتونه دي او قران مجیدونه دي ـ حالانکې روستو خو بیا زمونږ د سکول په کتاب کې په لسیزو لسیزو د راغی هوایي جهاز او لاړو هوایي جهاز صوَت وو ـ نو خبره دا ده او سر یې هغه دی چې چا چې ځان پېژندلی دی نو هغوی د ترقۍ مزلونه سر کړې دي خو بنده تر اوسه ځان او نه پېژندو
نہ ادھر کی رہی نہ ادھر کی رہی
بلکې تر اوسه وایو چې ’’ستا منزل مزلونو کې یم‘‘ ځکه چې زه د مټقور ژوند تپ وهلي بوټۍ يم ـ اکثر رانه ملګري هم تپوس اوکړي ـ هلکه صدبره ته څوک یې؟ نو زما د خولې نه کشتۍ جوړه شي او د سر نه کدو ـ په دې کې زما څه ګناه ـ خو هر سړی د خپل ځان سره خپل خېل ليکي ـ او زه صدبر بد نصېب ـ بد نصېب هم يم ځکه چې لا خپل ځان هم نه پيژنم خو دې خپلو ملګرو ته حېران يم چې يره زه د ګېډې غم اوکړم او که د نوم ـ که دغسي د ګيډې غم کوم ، (لکه چې کوم) نو د ملګرو دا خنداګانې به راپورې ټول عمر وي ـ او که د نوم غم کوم نو واړه د لوګې مري ـ هغه بله ورځ چې ملګرو په حجره کې ډېر اوزپلم کورته راغلم په فکر کې بوخت شوم چې زه څوک يم ـ مشری ماشوم راغی ویيل تختۍ مې نشته ـ هغه مې روان کړو- هغه کشري هم منډې راوهلې خو خيال مې ورته نه وه- ځکه چې هغه مشری مې هم د ګوتې په ځای د مټ نه نيولی وه خو چې کشري عېن په دوکان کې د لمنې نه کلک را اونيولم ـ زړه مې درز اوکړو- ما ویيل ګنې لېونی سپی دی چې اومې کتل نو دا خبره یې بيا نيمې ته رسولې وه، زما دوات هم نن مات شوی په واپسۍ راتلو کې راته يو ملګري د مشاعرې بلنه راکړه ـ په تور ټکي خو زه هم لکه د ..... په شان نه پوهېږم خو تپوس مې ترې اوکړو ـ د چا ځای کې او د کوم صاحب دلې پروګرام دی ـ ولې چې اوس خو په پلؤنو او محلو کې څلور پنځه ټولنې د ادب سترګې توروي.
شپه خو د وړو د مور د لاسه په ګورېدو او د منږوړو د لاسه په ګرېدو تېره شوه ـ سحر مې د خپلې کویېدنې هغه سپينه جوړه راواخسته ـ کومه چې زه په خاص موقعو اغوندم تور واسکټ مې واغوستو او د وړو د مور سور دسمال مې ورله په بره جېب کې ور اومنډو او ورسره مې بال پېن کېښودو ـ څه که زه په تور ټکي نه پوهېږم ـ سر مې د شړ شمو په تېلو ډوب غوړکړو او د لرګي منږوز مې ورپسې راواخسته که د سترګو نه یې راله اوښکې اوبيولې ـ خو زه یې نه پېژندم لار مې پکې اوويسته ، او د خوشحالۍ خو مې دوه وجې وې يو خو ما پسې د دومره غټې مشاعرې بلنه راغلې وه او بله مې د شپې سوچ کړی وه چې زه څوک يم او زما د مظلوميت اندازه هغه وخت اولګېده چې کله ما دا شعر اووي:
زه صدبر هم داسې بد نصېب به يم
غم چې د خپل نوم په خپله نه کړمه
16 اکتوبر 1993ء
په شکريه د مياشتنۍ "ښکلا" پېښور مارچ،اپرېل 1994ء
اچار
د اچار د نوم سره په خوله کې اوبه راشي او بيا چې د هاړ روژه د مرۍ نه سړي له وچ لرګی جوړ کړي ـ نو د ګُړې د شربت نه اچار زيات کار امد شی دی ـ زمونږ د يو ملګري خبره چې اچار نه سخا کېږي ـ د اخبره په خپل ځای صحيح ده خو خوند یې بدلېږي ضرورـ (چې بيا یې مونږ نه شو خوړلی).
د خالقداد اميد خبره چې "زما به څه وایې " زه به دا اووايم چې زمونږ به څه وایې چې کله ام، نيمبو،ګاځره، مرچکي وغېره سخا کړو ـ نو بيا د هغې نه يو بل ډش جوړ کړو ـ حالانکې چې د ملک وزيراعظم نواز شريف د ون ډش په ضرورت زور ورکړی دی ـ يره په خبره کې خبره جوړېږي ـ د "ضرورت " دا ټکی هم دومره زيات شو او دومره زيات زور ورله ورکړی شو چې يو ورځ زما نه يو تن تپوس اوکړو چې دې خبرنامې ته کېنم نو د هر سړي په خبرو کې شامل وي چې فلانکي صېب د فلاني څيز په ضرورت زور ورکړو- يا زور ورکړی دی ـ ویيل یې چې يره ددې به څه کېږي ـ چې هر څيز له دومره زور ورکېږي او بيا د ضرورت خو یې پښتۍ ماتې کړي ـ ما ورته دومره قدرې وویيل چې دا هر څه ټيک دي. خو دوی ضرورت له د ضرورت نه زيات زور ورکړی دی او اوس ددې خبرې ضرورت له زور ورکول غواړي چې دې ضرورت له نور زور نه وي ورکول پکار نو خبره مونږ د ون ډش د ضرورت کوله خو مونږ خو هغه قوم نه يو کنه ـ مونږ ته چې کوم څيزونه سخا شي نو هم ترې ځان له ون ډش جوړولی شو او که بيا زمونږ قوم د خپل وزيراعظم په دغه وېنا ون ډش عمل اوکړو نو بيا خو اچار هم پوره دی ـ او دا یې لا څه کړې چې مونږ صرف په اچار ګزاره کوو او د نورو ډشونو خرچه په قرض اتارو سکيم کې ورکوو نو ستاسو څه خيال دی ـ ملک به په يويشتمه صدۍ کې ښه په پر وقاره طريقه نه داخلېږي؟
خو خيال کوئ د وزيراعظم صېب په خبره عمل هم ضروري دی خو خپل جېب ته هم کتل پکار دي، ځکه چې نن سبا اچار هم ځان ته څه وایي او بيا په روژه کې... دا خو ستاسو په علم کې ده که نه او خواه مخواه به وي خو زه به مو پرې هسې خبر کړم ـ د ملا نصيرالدين هغه کار نه شم کولی چې دا خبر خلق نا خبره خبر کړل او زه درنه لاړم ـ دا به اوس تاسو وايئ چې د روژې ددې خبرې نه خو مونږ خبر يُو ځکه چې مونږ ټول د روژې د مياشت متاثرين يو خو د ملا نصيرالدين په خبره مو خبر کړه ـ نو وایي چې ملا نصير الدين يوه ورځ چا تقرير له راغوښتی وه نو ده چې تقرير شروع کړو نو ویيل یې چې زه ویيل غواړم تاسو ته پته ده خلقو ویيل او ، نو ملا ورته ویيل چې بيا زه څه کوم درنه لاړم ـ څو ورځې پس خلقو بيا رضا کړی دی نو چې راغلی ویيل یې چې زه څه ويم تاسو ته پته ده خلقو صلاح کړې وه نو ټولو په يوه خوله ویيل چې نه ـ ملا ورته ویيل چې ځه به اوده سپي په ډانګونو نشم وهلی ـ زه درنه لاړم ـ په درېم ځل خلقو چرته بيا په منت زارو رضا کړی دی چې راغلی ویيل یې تاسو خبر يئ چې زه نن تاسو ته څه ویيل غواړم نيمو خلقو ویيل اوو او نيمو ویيل نه ـ ملا ورته ویيل دا خبر ناخبره خبر کړئ او زه درنه لاړم ـ نو تاسو ټول خبر يئ چې روژه د برکتونو مياشت ده او وایي چې ټول ثوابونه يو په لس شي ـ نو اوس چې ثوابونه يو په لس کېږي برکتونه نازلېږي نو نرخونه يو په لس شي نو دا خو څه عجيبه خبره نه ده چې مونږ هسې اسمان په سر راخستی وي ـ په ثوابونو کې يو په لس زياتی منو او په نرخونوکې ورته نه يو تيار سم لکه د نوم یې نشته کلي مياګانو يو خپله فائده پېژنو وایي چې درځو څه به راکوئ او چې راځئ څه به راوړئ ـ
زمونږ يو استاد يوه ورځ کلاس ته راننوتو تپوس یې اوکړو هلکه د څه شي پيريډ دی ـ يو ملګري ورته اوویيل د اردو، استاد بيا تپوس اوکړو د څه شي؟ هلک ځواب ورکړو د اردو، استاد اوویيل چې دا اردو نه دی اُردُو دی، په دال او واو باندې پېش دی او بيا د اُردُو ژبې په تاريخ او جغرافيه شروع شو په دې کې دومره ژبې شاملې دي، دا د دې ضرورت تر مخه په وجود کې راغله ، دومره موده یې اوشوه دې ته لشکري زبان وایي ـ هغه استاد چې لاړو ما ملګرو ته اوویيل چې د دې په ځای دې ته اچار زبان ولې نه وایي ـ ملګرو ویيل هغه څنګه؟ ما ویيل بلا ژبې پکې شاملې دي. او په اچار کې هم بلا څيزونه سخا شي نو اچار شي. يو ملګري ویيل چې اُردو ته خو ژبې او د ژبو نه ټکي راغلي دي ـ ما ورته ویيل چې ټکي ورته راغلي دی خو سخا شوي پکې هم دي او ځينو پکې خپل خوند هم بدل کړی دی، سخا شوي پکې دا ټکي دی لکه د مثال په توګه د هندي ژبې دېش ټکی داسې سخاشوی دی چې دېس ترې جوړ شوی دی، او د پښتو ټکي پکې خپل خوند هم بدل کړی دی لکه ’’کمينه‘‘، مونږ کمينه د ښه په معنٰي کې استعمالوو لکه ویلی شي (پلاني له خدای کمينه خوي ورکړی دی ـ اخون دروېزه په مخزن کې داسې وایي "دروېزه ته کمينه شه، پس روي کړه اختياره ـ چې پاک رسولص پس روهوری پېش رؤ دی "
او رحمان بابا وایي:
کميني يو نادر کار دی
چې کمال ځنې اظهار دی
چې اختيار یې کميني کړه
په دانه کې پټ خروار دی
چرګ په دوه پېسې حلال شي
باز په سل روپۍ مردار دی
او يا لکه بې باک مونږ بېباک بې شرم او بې حيا ته وايو او په اُردُو کې یې بهادر او غېرتي ته وایي ـ دې ته اوس اچار نه وایې نوڅه وایې.
خو اوس دا ’’اچاري اثرات‘‘ زمونږ په ژبه هم شوي دي، پښتانه چې پښتو وایي نو که پنځه اويا فيصده نه وي نو پنځوس فيصده خو پکې اچار وي، لکه يو ورځ راته اباسين يوسفزي صېب خبره کوله چې صدر ته تلی ووم د يو دوکاندار نه مې د ټوکې تپوس اوکړو ، هغه راته ویيل چې (د دې رېټ هایي دی) په دې کې چې مونږ اوګورو نو پنځوس فيصده انګرېزي ده او پنځوس فيصده پښتو ده خو د دې سره دا هم سوچ کول دي، چې د يو دوکاندار په ژبه کې پنځوس فيصده پردۍ ژبه راننوتې ده نو چې د دې کوټ پتلون والا تعليم يافته او سوشل زلمو به څه حال وي، چې د داجي په ځای ورته په ډېډ خوله ښه ښکاري او چې د مام په ځای په مور ستړي کېږي، پکار خو داده چې مونږ راپاسو او ددې دپاره هلې ځلې شور کړو چې زمونږ د ژبې توري ورک نه شي ګنې نو بيا به چرته په بله ژبه کې يو ټکی هغوي بې غېرته، بې شرمه او د بې حيا دپاره استعمالوي او مونږ به یې خپلو قامي مشرانو او اتلانو ته وايو۔
4 دسمبر 1997ء
لېوني
ښاغلی م ـ ر شفق د ډاکټر اسرار د کتاب ( د ژوند نغمه) په سريزه کې د نوميالي فلسفي خليل جبران دا خبره را اخلي چې ( شاعر د تخت نه راکوز شوی شهنشاه دی ، د غرغنډه شوې ماڼۍ په ورانو کنډرونو کې د ايرو په ډېرۍ ناست ـ د ايرو ټوپونو سره لوبې کوي او قسما قسم شکلونه او صورتونه ترې جوړوي).
نو دې ته به سړي څه وایي خو لکه د ډاکټر اسرار تکل شو چې د تصور د سنېما په پرده لکه د فلم راشي نو د خندانه د بنده کلمې خوږ شي ، شاعران واقعي چې لېوني دي، په دې که څوک زما سره اتفاق کوي او که نه خو دا کومې خبرې چې شاعران کوي په ايمان یې وايئ، دا روغ خلق کوي؟ ګنې راځئ چې اویې ګورو، ای دا شاعران زلفو ته ټالونه وایي ـ نو دا اوس د روغو خبره ده، نن سبا خو ويښته هسې غورزېږي ـ چې هيڅ علاج نه لري ـ ګنې اکثر ډاکټران خو بذات خود ...... که لا په ويښتو کې ټالونه هم واچولی شي . نو څه مو خيال دی . د ککرۍ د پاسه خو لا ويښته څه کوې چې ککرۍ به سم لکه د ټرېکټر په (ايوه) اوړېدلی پټی شي.
ځنې شاعران شونډو ته چوارې وایي، نو چوارې خو يا دومره پستې شي چې خرما ترې جوړه شي او يا دومره کلکې شي چې لکه د غوز به ماتول غواړي ، نو حېران يم چې دا شاعران په کومه خوشحالۍ کې شونډو ته چوارې وایي، او دا یې لا څه کوې، غاښونو ته ملغلرې هم وایي د ګرانۍ دې دور ته ګوره او شاعر د محبوب غاښونو ته ملغلرې وایي، خدای شته که د هيرو غله (ہيروں کا چور) ترې خبر شو، نو د شاعر د محبوب دوه دېرش غاښونه به یې مات کړي وي، لکه د يو دوه کسانو جګړه وه ، هغه يو بل ته وویيل اوس به دې دا څلور دېرش غاښونه مات کړم، په دې کې يو دريم ګړي اواز ورکړو ’’غاښونه خو دوه دېرش وي‘‘ هغه وړومبي ورته اوویيل ’’ماته پته وه، چې ته به هم پکې شړت شړت کوې، دوه مې پکې ستا هغه شمار کړل‘‘.
ښه نو خبره مو د شاعر د لېونتوب کوله لائق صېب يو ورځ خبره کوله چې "شاعران به ټول جنت ته ځي" رحمت علي رحمت صېب موجود وه . ما ویيل هغه څنګه؟ ویيل یې چې ’’شاعران لېوني وي او چې څه وایي هغه ټول لېونتوب وي‘‘ ما ورته ویيل چې شاعران خو سمې دمې خبرې کوي، هغه ویيل ’’ځه ته خپل يو شعر اووايه‘‘ ما ورته اوویيل:
چې په واورينو اننګو دې کړه خوره لوپټه
کم عقلې سوزي په لمبو دې اونيوه لوپټه
په خندا شو ویيل یې "دا اوس ته د روغو خبرې کوې؟ په اننګو کې دومره اور وي چې لوپټه اوسوزوي؟ يره دا خو یې رښتيا ویيل ، ځکه چې نن سبا خو په ښاريو کې د سویي ګېس په پائپونو کې دومره ګېس نه راځي چې چای، نګولی پوخ کړي. ما اومنل چې واقعي شاعران به په دې خپل ( معصوميت) بخښلی کېږي، او جنت ته به ځي، او ښاغلي رحمت شاه سایل خو ښه کلک ویيلي دي، چې:
لائق شو د بخښنې د حساب کتاب نه اووت
سایل د اداګانو په قيامت کې لېونی شو
لېوني به جنت ته ځي خو د سایل صېب دې لېونتوب ته مو خيال نشته چې د اداګانو نه یې قيامت جوړ کړی دی.
ویلی شي چې د لېونو نه غرونه يرېږي چې اور به راباندې پورې کړي، زما په خيال کې په دې کې اوس لږ جدت او بدلون راوستل غواړي ، او هغه داسې چې ’’د شاعرانو نه غرونه يرېږي چې اور به راباندې پورې کړي‘‘ ځکه چې د بټ خېلې باچا سعيد سعيد خو ورپسې تلی دی...
هغه سعيد لاړو په غر اولګېد
تاسو ته دا پته شته چې شاعران خلق په زامنو کې هم نه حسابوي ، لکه وایي چې د يو سړي څلور زامن وو ، چا ترې تپوس اوکړو، چې ستا څو زامن دي، هغه سړي اوویيل چې درې ـ تپوس کوونکي بيا تپوس اوکړو چې کوم کوم ؟ سړي ویيل "فلانی ، فلانی او فلانی" تپوس کوونکي اوویيل
چې ولې هغه فلانی دې هېر شو څه؟ سړي اوویيل هغه پرېږده مړه شاعر دی، دې تپوس کوونکي ته مې هم قهر راپېدا شو ، چې هلکه ستا پکې څه کار دی، او چې دا فلانی پيژنې نو څه تپوسونه دې جوړ کړي دي، خو په خپله مخه ځه، ځکه چې پلار یې هغه په زامنو کې نه حسابوؤ ، او دې یې ورته لا يادوي، خدای شته د دغه شاعر عاجز به ماښام بده برخه وه، هسې نه چې ستاسو خيال د عاجز سره احمد علي عاجز ته لاړشي، ما هسې دغه شاعر ته عاجز اوویيل ، ځکه چې بيا هم پيټي بند مو دی، ګنې د احمد علي عاجز سره خو داسې ټوقه شوې وه چې د اختر په ورځ د چا مبارکۍ له ورغلي وو ماشومانو ته یې اوویيل چې ورشئ پلار ته مو غږ کړئ چې عاجز راغلی، ماشوم واپس راووتو ویيل یې چې ماما پلار مې نشته او مور مې وایي چې مونږ سرسايه ورکړې ده، هو! چې دغه شاعر عاجز ماښام کور ته راغلی دی، نو که پلار ورپسې د وهلو ګواښ نه وي کړی نو د بدو ردو تڼۍ به یې ورپسې خامخا شلولې وي، يره دا د شاعرانو ژوند وي، څوک یې په خروار لېټۍ کې نه حسابوي او ده به لکه د چتي پښې اسمان ته نيولې وي چې ګنې اسمان ده راټينګ کړی دی، نو مونږ خبره د شاعر او لېوني کوله رښتيا داسې به اووايو چې د شاعر او شاعر مو کوله ، ځکه چې مونږ خو هسې هم لکه د جيومېټرۍ د مسیله فېثاغورث په دې نتيجه اورسېدو چې شاعر کومې خبرې کوي هغه د لېونتوب وي او لېوني خو وې لېوني، نو لهذا شاعر مساوي لېونی.
لکه اوس تاسو دې تخلصونو ته اوګورئ، څنګه څنګه وي ، سم دم سړی به وي او پروانه به یې تخلص وي، جک جوړ به وي او ځان ته به ديوانه وایي، او لا خپلو خبرو ته به اوتې بوتې هم وایي ، د ګرېوان تڼۍ به یې ښه په شمار کې پوره وي ، او لېونی به یې تخلص وي، لکه زما به یې د جمات دروازه د اختر په ورځ هم نه وي ليدلې او عابد به وي، د انې انې حساب کتاب به ترې نه خطا کېږي او سودایي به وي، او رښتيا روغ لېونی، دا لا څنګه تخلص دی، چې روغ شو نو لېونی څنګه شو او چې لېونی شو نو روغ څنګه شو، ما ته يو ورځ يو ملګري اوویيل : ستاسو دا شاعران څه لېوني دي او څه روغ، روغ څه دي خو کېدی شي هغه زما څه مخ لحاظ کړی وي، ښه نو هغه ویيل چې څوک روغ دي او څوک لېوني دي، نو تاسو ګزاره څنګ کوئ، ما ورته وې چې جواب درکوم، خو يوه طبقه درنه پکې هېره شوه، او هغه د "روغ لېوني" چې روغ رمټ لېونی وي څه کمی کوزی پکې نه وي او کېدی شي چې روغ په شا منظر کې هم دا معنٰى لري، او که ځان ورته پوره لېونی ښکاري نو بيا خو به ورته اکمل لېونی يو نيم او يا ..... لېونی ښکاري وایي چې د ارواښاد ډاکټر شېر زمان طائزي صېب پخوا غمجن تخلص وه نو بس دی مخکې او غمونه ورپسې وو چې اخر یې د ’’طائزي‘‘ په کرښه ورواړو ـ داسې قيصه د اله ډهنډ ډهيرۍ د سيد غمګين هم ده خو هغه ورته ټوله شاعري پرېښوده او بس د ’’ہر مشکل کا حل ۔ بستر لیکر رایونڈ چل‘‘په خبره یې عمل کړی دی ـ خدای بخښلی محمد اسلام اجملي هم پخوا غمګين وه ـ
نه يمه شاعر نه شاعري او وزن پېژنم
دا د غم چپې دي په غمګين زړګي چې زياتې شي
خو نه يم خبر چې بيا یې دغه تخلص ولې بدل کړی دی ،هن رښتيا هغه ملګري ته مې جواب ورکړو چې ته یې د ګزارې غم څه کوې ، د ګزارې غم خو ښځه خاوند کوي.
غني خان به هم ځان ته لېونی ویيل ، داسې مې اورېدلي چې په يو محفل کې غني خان ناست وه چا د هغه په حواله د عقيدت په توګه دوه، درې، ځله لېونی غني اوویيل هغه په قهر شو ویيل چې هلکه لېونی به ته یې زه خو ښه روغ رمټ يم.
مونږ د شاعرانو د شاعرتوب (لېونتوب) هغه شعرونه ځېرل چې په خپل لېونتوب کې څنګ څنګ خبرې کوي. ښاغلي حبيب الرحمن افګار ته اوګورئ:
د سر تاوان ته پکې نه ګوري څوک
چې شي خبره د پښتو زړګيه
خلق په پښتو پېسې ګټي او دی پکې سر تاوانوي څومره لېونی دی او بالکل سنديافته لېونی دی، ځکه چې د ښاغلي په کتاب ’’غرېو‘‘ کې لائق صېب د ’’لېوني افګار‘‘ په سرخط يو نظم ليکلی دی. او ده ورته څه نه دي ویيلي خو دا لائق د کومې روغ دی.
دا يوه خبره سپينه راته اوکړه
خپل لائق درته ښکارېږم او که نه
دا لېونی نه دی په دې ارمان خو خاطر اپريدي د وينو باقۍ اوکړلې ـ
خاطر د وينو باقۍ وکړلې
دا یې د ژوند د ختمېدو ورځې دي
د ډاډر د سينوټوريم کټونو یې ډډې اوخوړلې خو دغه ارمان یې د خپل قياس په رڼا کې په زړه پاتې شو، او نري رنځ تر مرګه اورسوؤ.
افسوس چې ستا په خيال به څه ښکارمه
دغه ارمان به مې په زړه پاتې شي
دا شاعران لېوني هم وي خو ښه سياڼه هم وي، لکه د فضل معبود صائم دې شعر ته اوګورئ.
مړ مې کړه خون ما درته بخښلی دی
پړ د چا په وړاندې خو يو ځل مې کړه
ښاغلی وایي چې مړ مې کړه ما درته خپل خون بخښلی دی ، ځان له داسې نمبرې جوړې کړې خو بيا غلي غوندې وایي چې ’’پړ خو مې کړه کنه‘‘ محبوب ورته لمسول غواړي چې شعر ترې په کاغذ اوليکي، دويمه مصرعه ترې اوشلوي او په وړمبۍ ښه پوره کاروایي اوکړې، يو عدالت ورته هم څه نه شي ویيلي، ځکه چې ده ورته خون بخښلی دی او فاضل عدالت له دغه ثبوت پوره دی بلکې که څه قانوني سقم پکې نه وي ځکه چې زه په قانون دومره څه چې بېخي نه يم خبر ـ نو دا بيان ’’بيان نِزع‘‘ ته هم وکيلان صاحبان نزدې کولی شي ـ ځکه چې شاعر د زلفو نه ټال جوړولی شي نو وکيل خو روغ سړی ـ ـ ـ ـ ـ ته رسول د کچې ګوتې کار دی او رښتيا د فاروق شاه ساحر دې سياڼه توب ته اوګورئ.
که دې راواړوې ساحر ته سحر ګرې سترګې
مغرورې وايه چې په تا به فرق څه پرېوزي
سړيه ته چې محبوب له دومره کلکه تسلي ورکوي چې څه فرق نه پريوزي نو که تاته اووایي "چې زه درسره مينه او نه کړم نو په تا به فرق څه پرېوزي".
او دې ښاغلي اباسين صېب ته مو خيال نشته کنه ، دی خو ځان ته هم ښه لېونی وایي ، او هم محبت غواړي، او بيا د ځان دپاره د محبت فېصله په قاضي کوي، چې د ګوتې نيولو ځای پاتې نه شي، او بيا دغه په ځان د چا احسان هم نه ګڼي، بلکې احسان پرې زبادوي چې مونږ به په محبت سم شو او که خبره دار ته شوه نو حالات به خراب شي چې ددې نه مو هم خبر کړم چې اباسين صېب شاعر هم دی او لاء یې هم ویيلې ده ـ او لا دپاسه پرې د ادبياتو استاد هم دی نو راشه کو تاؤدېږې ـ د خپل شعر نه علاوه د نورو د شعرونو هم تشريحات او توضيحات کوي ـ خو اپريشن نه ، کوم ته چې ډاکټر اسرار چرته اشاره کړې ده ـ شعر ته یې اوګورئ ـ
لېوني تل په محبت سمېږي
قاضي ته وايه چې په دار نه کېږي
او چې کله یې دغه د همکي امېزه لهجې کار نه دی کړی، نو په خپله وایي بلکې اعتراف جرم کوي خو لاء یې ویيلې ده نو د ځان د بچ کولو په چل هم پوهېږي :
ته به هم ياره کله کله زړه کې داسې وایې
دا د ژوندون ستړی مزل راسره دا لېونی
بانو قدسيه چرته ویيلي وو چې د محبت دپاره لېوني کېدل ضروري وي ـ عقلمند خلق محبت نه کوي تجارت کوي چې خساره اوويني نو لاره بدله کړي ـ
نور هم په پښتونخوا کې داسې لېوني شته، څه که اجمل صېب ورته " ښائسته" وایي ځکه چې هغه خو هم "شاعر" دی کنه.
د اجمل هېواد به ولې ګلزار نه وي
پښتونخوا کې ډېر ښائسته ښائسته ځوانان دي
اجمل صېب د خپل لېونتوب د مرض نه خبر دی، د کوم چې یې تشخيص هم کړی دی
چې د يار نوم یې څوک اخلي ورپسې ځي
په اجمل کې دا مرض د لېونو دی
شیکسپيئر وایي چې د درې کسانو تخيل یو شان وي ـ پاګل، عاشق او شاعر په هر طور خدای دې د دوی شمار نورهم زيات کړي، ځکه چې لېوني ډېر ښه وي د غرض، لالچ او مطلب نه پاک وي، چې څه یې په زړه وي هغه یې په خوله وي که بهر ډېر خيرن خچن وي، خو زړونه یې عبادت خانې وي، او بيا چې روغ لېوني وي ـ
زما په تشه خندا مسته
که خوله مې درکړه لېونی به شې میينه
پېښور 1998ء