زه همزولی د زمان، ته سنګر د ژوبلورو

لیکوال:: اکبر کرګر
د پيړيو له درشله د پيريانو د ديوانو له وطنه را بهېږم.
زه په دغه کږو لارو، زه په دې ځيږو خوړونو، په ژورو پلنديو، ګرداوونو ور سميږم او تيريږم، د اغاز انجام کيسه مې باد کې نده، خو زمان زما همزولی زما سيال دی.
نوره اړه ورته نشته، چې په ژبه په ويناوو يې څرګند کړم .د عظمت او دشوکت کيسې مې ډېرې اوريدلې، که د لمر وه، که د غره وه، که هسکمن وه، دا مې ډېرې اوريدلې.
ما يي لاپي اوريدلې، ما يي شاپې اوريدلې او بيا مې ټولې دي زغملي، خو د ځمکې ادمیانو، ددې لارې لارويانو د هستيو مالکانو، د مغزونو او فکرونو خاوندانو افسانه شانته بلله:
د سيندونو د لوی سيند او د بحرونو د سالار او ددې ټول جهان د ځغاستو يو چې :
دبادار د عاجزۍ نه يي کيسه کړله.
دا ټول سيندونه وچيږي.
دوی راځي د لمر له کوره.
د کورونو او ځنګلونو له وجوده د سپوږمۍوريځو له ځالې، د اسمان له پلنو مورګو را کوزيږي او بيا درومي په دې لاره په دې سمو په دې غرونو.
په درو او ګړنګونو، په ورغالو، ورشوګانو، په خوړونو او ځنګلونو ور سميږي، د قبرونو، زيارتونو د جنډو لاندې تيريږي.
د دېرو، حجرو په خوا کې يي څپې را پورته کېږي، د ژونديو د کاروان نندارې وکړي او بيا درومي، د ناپايه افق لور ته هلته ذهن او تصور له کاره لوييږي.
يو ستر بحر، سمندر ته او هغه سمندر دومره را کوچنی او بيا را ټول شي، چې بيا نه ويني، خپل ځان، خپله ماضي او مستقبل هم.
هلته يو کوچنۍ د چرګې هګۍ زغمي سيلابونه.
دا سيندونه، دا بحرونه او دا ستر سمندرونه چې يوه ورځ ددې ستر بحر د لوي لمنې برخه، د هغې په خوله ور سمه دمه نشي، نو بيا چيغي د هغې خيژي اسمان ته.هغه لمر ته، هغه وريځو او د ستورو ستر دالان ته، نو به څوک په دې باور که، چې دا لوی سمندرونه دې بيا وچ شي، د غورځنګ او د څپو زدور دې يې ورک شي او د سترګې په اندزاه هګۍ دې وزغمي، دا لوی سمندرونه، دا څپانده شان سيندونه، دا خړ رنګه سيلابونه، دا د تالندو ورا او د پېښو سوغاتونه يا په بله ژبه وايم:
دا به کوم داسې ملک يا داسې خان يا کوم امير وي، يا چنګيز يا دې سکندر وي يا دې بل کوم يو زورګير لکه نرون او يا هټلر وي، چې خپل پوځ ته امر وکړي، چې زمان او وخت ته جوړ کړي ستر بندونه، چې تير نه شي هېڅ زما له قلمروه او چې يوه شيبه يي تير شي، زما د عمر د شان او د شوکت او دبدبې ښه ساعتونه، خو زمان او د هغه د رنګونه هېڅ په وس کې نه دی، د امير او د سلطان.
وخت يو سيند دی، زمان سيند دی، چې بهيږي او نه ودريږي په هېڅ شان.
زه را تير شومه د دنګو غرو له منځه
ګړنګونو، له ناوونو، کږليچونو ما هر وخت په ځيږو پرخو او کمرونو خپل ټټر دی سولولی، خپل سرود او ساز مې هم وې غږولی.
د هستيو، سر مستيو، د غمجنو اوازونو، د زګيرويو فريادونو خو هېڅکله په دې سوچ فکر کې نه وم، چې مغرور يم، ما غرور او کبر هله وليده، چې زه را تير له ګړنګو شوم، هم هغه زما اواز و، چې د غرو په سر کې تاو شو، هملته يي انګازې کړي، هلته يي جوړې اوازې کړې، خو بيا غر په ډېر غرور او کبر وايي:
دا خو زه يم، چې زما په سينه ښوييږي.
دا خو زه يم،چې زما په غيږ کې دانګي.
دا خو زه يم چې په زما سينه بستر دی، ستا د منډو، ستا د ترړو، ستا د سترو اوازونو!
زما سترې پرخې ګوره، زما ستر ځنګلونه ګوره!
زما ګڼ ځنګلونه ګوره!
دلته ډېر څاروي پر ما مړيږي، دلته نسل ژوندی کېږي، دلته هر څه ساتل کېږي.
بله دا چې:
زه سکون يم.
زه قرار يم.
تل تر تله، «په خپل ځای په خپل مکان يم»زما سر اسمان ته رسي، زما غيږ د وريځ زانګو ده، زما ژوند په خپل عظمت دی، ما هېڅوک وژلی نه شي، ما هېڅوک رټلی نه شي او ما هېڅ وس اوړولی نه شي.
زه يو غر يم.
زه ستر غر يم.
تر اسمانه مې سر رسي، تر ژورو مې پلي رسي.
او له دې ټوله بهتره چې ای سينده!!
هميش په ځغاسته منډه
زه هر وخت په تيريدنګ يم.
دا خو زه يم، چې زمرو ته ځولۍ کېږم، هر زورګيرنه سنګر کېږم او هر غاصب ته مورچل کېږم، ته خو درومي، ځي په لاره، زه ددې اولس لپاره خپله هره برخه واوره ،چې د ژوند په بيه ښايم، د دوی زور زما قوت دی، د دوی ساه زما نفس دی او د دوی ژوند زما انعام.
نو ته واوره:
ای لوی سينده!
د زمان او وخت همزوليه.
زه منمه، چې ته هر څه په ځوليو کې راوړی شي او له ځان سره يي وړای شي.خو دا ګوره سپيره خلک، دا سپيره سپيره تنونه، خو شخ بريتي نر ميړونه، دوی زما په غيږ کې ناڅي، دوی زما په لمن کې رغړي، دوی د پرخو سره يو ځای له کمرونو سره يو ځای، سيلابونو سره يو ځای، خو هېڅکله يې د خځلو او خاشاکو په څېر نه شول، چې د ستا په سرو ناڅي او يا زما په سر وناڅي.
دوی زما د ناوله تړي.
دوی د شنو ځنګلونو بيخ کې يو سنګر ځانته نيولی.
په هر ان يي غوږ نيولی، سترګې برندې د کوم ټک په پلو خوځي، نه چې ده باندې لومړی کوم يو زورګير شي.
هغه تيږې، زيږي تيږي.
هغه پرخې سترې پرخې.
هغه ونې، ګڼې ونې، ټولې دوی ته په سجده دي.
ټولې دوی ته درناوی کوي.
او ټول د دوی په تماشه دي.
خو:
زه مغروره په ځان نه يم.
زه مغروره په تن نه يم.
په خپل جګ سر مې سوګند دی، چې شمله مې د اسمان په غيږ کې رپي او په ولونو د پګړۍ مې ستورې نښلي، د سپوږمۍ وړانګې مې غيږ ته راکوزيږي او خپل سپين مخ زما له ولو بريښوينه چې په خپل مقام ساکن يم.
د بادونو، طوفانونو مخه نيسم.
د سيندونو، دريابونو اواز اورم.
خو له دې ټولو اوچت زما اواز هغه اواز دی، چې يي اورم، د زړګو ټوله درزانه،
د غرونو له عظمته، هيبتونو له هيبته ! او د راوي له روايته!