د گل پاچا الفت طنزی نثرونه

ګل پاچا الفت
ښه او بد
خدای خبر دی چې غل و که خوني، یا یې کوم ډېر د شرم کار کړی و، هرڅه چې و، خو خلکو یې مټې تړلې وې او حاکم ته یې راووست. هر یوه ویل: ډېر بد سړی دی، مونږ دده له لاسه ډېر په عداب یو، دی باید بندي شي او ډېره سخته سزا وویني.
حاکم هغه بد وګاڼه او زندان ته یې ولېږه. د هغه خپلوان اخونزاده صاحب ته ورغلل او هغه یې حاکم ته وروست. کله چې حاکم د اخونزاده صاحب له راتګه خبر شو، یوه ټوټه مخې ته ورغی، د هغه لاسونه یې ښکل کړل او په ډېر عزت یې خپل ځای ته راووست.
د اخونزاده صاحب له خبرې هیڅوک نه شو وتلی، حاکم هم دده امرته غاړه کېښوده او بندي یې خوشې کړ.
ما چې دغه حال ولید، په دې پوه شوم، چې دلته د ښو او بدو فرق نه شته، ځکه د ښه سړي لاسونه ښکلوي او د بدو سړو لاسونه تړي. مګر ټول د ښو او بدو په فرق یو شان نه دي پوه شوي. د همدې له امله هغه سړی، چې د خلکو په نظر بد و، اخونزاده صاحب ښه وګاڼه او له بنده یې خلاص کړ.
زما ملګري وویل: دوی د ښو او بدو په تمیز کې ډېر غولېدلي دي. وايي زمونږ ملک ډېر بد سړی دی، ځکه چې د غلو ملګری دی او غله په حاکم باندې خوشې کوي، مګر همدغه کار چې اخونزاده صاحب وکړ، هغه ته بد نه وایي.
هر کله چې خونیان او داړه مار بندیان شي، دده په برکت خوشې کیږي او د ګناهکارو شفاعت دده کار دی. دی یوازې له حاکمانو نه غله نه خلاصوي، که شکرانه غټه وه، په اخرت کې یې هم د خلاصولو ذمه کوي او پس له مرګه یې هم ملګری دی.
که یو حاکم یو غل د ملک په خوله خوشې کړي، دا کار دوی ته بد ښکاري، مګر که د اخونزاده صاحب په سفارش یې پرېږدي، نو بیا په ښه سړیتوب او دیندارۍ حسابیږي. د هرچا بدي که په ډېرو پردو او رنګونو کې پټه وه، هغه د دوی په نظر ښه سړی دی او که چا خپله بدي نه پټوله یایې نه شوه پټولی، دوی ورته بد وايي او په بد نامه یې یادوي.
دوی هغه څوک غل ګڼي، چې د سوداګرو قافلې وهي او د بډایانو په کورونو داړې غورځوي، مګر د هغه چا لاسونه او پښې ښکلوي چې په چل او فرېب د خیراتونو قافلې خپل کاله ته راګرځوي او د مسکینانو حق غصبوي.
میلونر خیرات خور
که څوک خپه کیږي، که خوشالیږي، زه خو څه وایم او خپله غاړه خلاصوم، ګوندې دا ساده مخلوق لږ غوندې پوه شي او فکر وکړي.
زه اروپا ته نه یم تللی، امریکا مې نه ده لیدلې، په افریقا کې نه یم ګرځېدلی او هېچېرې نه یم تللی، مګر یو عجیب مملکت مې لیدلی دی او عجیب مخلوق په کې اوسي. په دې مملکت کې ددې په ځای چې بډایان او مالدران خوارانو او غریبانو ته څه ورکړي، خوران او مسکینان د ډېر مال او دولت خاوندانو ته څه ورکوي او هغوی هم نه شرمیږي، اخلي یې.
ته به وایې، دی رشوت خواره ماموران او حاکمان یادوي، چې په لکونو روپۍ او بې حسابه جایدادونه لري، له یوه ډېر عاجز سړي نه هم په ډېره جزيي فقره کې تر څو سل دوه سوه روپۍ وانه خلي، نه یې پرېږدي.
نه، زه دغه بې رحمه، بې انصافه رشوت خواره نه ښيم. خیرات خواره ښييم.
په دې مملکت کې چې زه ورته عجیب مملکت وایم، میلونر خیرات خواره هم پیدا کیږي او ډېر غنیان د خوارانو او مسکینانو خیراتونه خوري.
په دغه وطن کې زما داسې خلک ولیدل، چې اسونه ورته ولاړ دي، موټر لري، قصرونه او باغونه، زمکې او پټي یې په هرڅای کې شته، ملګر له داسې خلکو نه خیراتونه او شکرانې اخلي، چې هغوی د خپل اولاد نفقې او جامې ته حیران دي او ددوی نوکرو ته هم نه رسیږي.
په دغه مملکت کې معکوس وضعیت دی او وږی، بربنډ یې له مړو او دولتمنو سره مالي مرسته او کومک کوي.
په کوم ځای کې چې د بېوزلو او خوارانو په خیراتونو او شکرانو غنیان او متمولین زمکې او جایدادونه، کورونه او باغونه، موټر او اسونه اخلي؛ ایا د هغوی په حال افسوس نه دی په کار؟
ای خوارو او بېوزلو پښتنو ! هرڅوک چې غني او دولتمن شي، میا وي که ملا، سید وي که پير او پېشوا، هغه د خیراتونو او ذکاتونو مستحق نه دی.
هغوی باید ستاسو غوندې عاجزانو ته ذکاتونه درکړي او په تاسې باندې زړه وسوزوي. که تاسې نه درېږئ او ارومرو نورو ته څه ورکوئ، د قصرونو او باغونو خاوندانو ته څه مه ورکوئ، بلکې ګوډ، ړانده، کونډې، یتیم، بندي او مساپر ته یې ورکړئ، چې په اخرت کې په ښه درشي.
ستاسې په خیراتونو په عمرو عمرو خلکو مزې، چړچې او ورمېږونه وکړل، که رښتیا وایم نو شرابونه هم پرې واخیستل شول او فحاشي پرې وشوه، لږې سترګې وغړوئ او لږ غوندې هوښیار شئ. اخر ړانده خو نه یاست، دا څه درباندې کیږي.
تاسې خپلو شکېدلو جامو، خپل فقر او مسکنیت او ددوی مال او دولت وګورئ !
که دوی نه شرمیږي او ستاسې خیراتونه قبلوي، بلکې غواړي یې، تاسې ددوی له حیثیت او شان نه وشرمېږئ او دوی تر قیامته او په قیامت کې مه شرموئ.
د کوم ځای دی؟
یو کور یې دلته دی، بل په کابل کې، بل په کوم بل ځای کې.
څه زمکه په کوه دامان کې لري، څه په بغلان کې، څه په یو بل ځای کې.
نغدې روپۍ یې په رشوتونو دلته پیدا کړې، مګر ګټه ورباندې نور بانکونه کوي په یو بل ځای کې.
ته ووایه، دا د کوم ځای دی؟
مینه یې له دې خلکو سره نه شته او د نورو ملکونو خلک ورته ډېر ګران دي.
ددې وطن له شعر او موسیقۍ نه خوند نه اخلي اود خارجي موزیک په صفت مړیږي نه. مونږ ته په نفرت ګوري او د پردیو مستخدمینو په مقابل کې تواضع کوي.
ته ووایه، چې دا د کوم ځای دی؟
دی د هیڅ ځای نه دی، ځکه چې هرځای دده دی او سړی ورته هرځايي ویلی شي.
هو، دا هغه مرغان دي، چې څلور فصلونه په څلورو مملکتونو کې تېروي او وطن نه لري. وطن نه پېژني، د یوه وطن په هوا کې نه الوزي او د وطن سړې او تودې نه شي تېرولی. دا هغه عیاشان دي، چې بې له عیش او راحت نه نور څه نه پېژني او له وطن سره هیڅ مینه او علاقه نه لري.
مونږ هغه کسان ددې وطن بللی شو، چې د وطن په کاڼو او بوټو سر ورکوي او په سختو وروځو کې د وطن په کاریږي. که څه هم پوله او پټه نه لري او په زړو کوډلو او جونګړو کې اوسي.
هو، زما په عقیده دا وطن د هغه چا نه دی، چې د ډېرو زمکو قبالې یې اخیستي دي، بلکې د هغه چا دی چې د وطن مینه یې په زړه کې ده او له وطن سره علاقه لري.
وښیه څوک دی؟
اصلي نوم یې نه شم اخیستلی، مګر رسمي نوم یې مامور صاحب دی.
په کار نه پوهیږي، مګر په خوشامندو او چاپلوسۍ ډېر ښه پوهیږي.
د لویو او معتبرینو په مخ کې د حاضر باش او خانه سامان کار کوي، مګر د خورانو او غریبانو سلام هم نه اخلي.
سواد نه لري، مکتب یې نه دی لوستی، مدرسه یې نه ده لیدلې، اخیار او کتاب نه شي لوستلی، مګر ماموریت کولی شي.
په درباري اوضاعو کې د ټولو استاد دی، مګر انسانیت او سړیتوب یې هیڅ نه زده. مکتوب نه شي لیکلی، مګر سطرنج کولی شي.
لیاقت نه لري، مګر ډوډۍ لري.
د خدای اطاعت ته یې ملا ماته ده، مګر د امرانو په اطاعت کې اول نمبر اخلي. دنیا یې ډېره ده، مګر همت یې کم دی.
تنخوا یې لږه ده او جایداد یې ډېر دی.
مسافر او فقیر ته یوه سوې مړۍ نه ورکوي، مګر مېلمنو ته هره شپه چرګان حلالوي.
غل نه دی، مګر له غلو سره سمه نیمه برخه لري، ساحر نه دی، مګر په یوڅو خبرو لوی لوی خلک ړانده او کاڼه کړي.
وښيه څوک دی؟
رشوت خوره ته راپه یاد شوې !
چا وویل: ټنډيږي، مګر مړیږي نه، ماته سمدلاسه ته راپه یاد شوې.
بل وویل، ګېډه خو یې مړه ده، مګر سترګې یې وږې دي، بیا ته راپه یاد شوې.
یوه وویل، قصاب نه دی، مګر ډېر خلک یې بې تېغه حلال کړي دي، دلته هم ته راپه یاد شوې.
هغه بل وویل، منګولې او پنجې یې د لېوانو نه دي او خونخوار دی، دا ځل هم ته راپه یاد شوې.
بې ګناه خلک مې په زندان کې ولیدل، ته راپه یاد شوې.
هغه ورځ چا پوښتنه وکړه، چې په غلو زهیر، د مجرمینو طرفدار، د مظلومانو دښمن، د ناحقې ملګری، د قاتلانو حامي څوک دی؟
ماته ته راپه یاد شوې !
څوک وايي؟
څوک وايي چې کوږ بار تر منزله نه رسیږي او د دروغو منزل لنډ دی؟
د دروغو مزل خو تر اخرته پورې دی او کاږه بارونه تر هماغه وخته مزله ته رسیږي.
څوک وايي چې بد ګرځې، بد پرزي. که دا خبره رښتیا وای، اوس خو به یو سړی روغ نه و پاته.
څوک وايي چې د دروغجن مخ تور دی، ما خو ډېر دروغجن ولیدل، چې مخونه یې تک سپین دي.
څوک وايي چې د شیطانانو دې کور وران شي.
څوک وايي چې د غله په غره کې ځای نه شته.
را دې شي ودې ګوري، چې ښارونه، بازارونه ترې نه دي ډک؟
څوک وايي چې غل نه یې له پاچا هم مه ډارېږه !
ایا د نا حقې له شاهدانو نه وېره نه ده په کار؟
څوک وايي چې په تشو خبرو کار نه کیږي؟ دلته په خبرو هرڅه کیږي او بې خبرو هیڅ نه کیږي.
څوک وايي چې د غله په ږیره خلی وي، ډېرغله شته چې بیخي ږیره نه لري.
څوک وايي چې ډېر وایي، لږ ترې خېژي، ما خو ولیدل چې هیڅ ترې نه خېژي.