ما غوښتل چې مدیر شم

عبدالمنان ملګری
یوه زمانه وه، چې زه د دولت مامور وم، د مقام او منصب شوق خلک پسې اخیستي وو، زه هم د مدیر کېدو شوق لېونی کړم. ما ویل الکه دا څه خبره ده، واړه واړه شیرخورده هلکان مدیران کیږي او ستا ږیره ماش او برنج شوه خو له سرکاتب نه برکاتب درنه جوړ نه شو. له تاسې یې څه پټه کړم. ما دا ملامتیا په خپل ځان باندې بار کړه، مال چې زه په خپله ملامت یم، که نه، نو مدیر کېدل خو څه ګرانه خبره نه ده، چې واړه ماشومان ځان مدیران مقررولی شي او ته یې نه شې کوی؟ ارومرو دې خپل ورمېږ مات دی. جرات نه لرې، ډارن یې. نو هغه و، قربان چې یوه ورځ مې له ځان سره تصمیم ونیو، چې الکه نن که مړ هم شم، ځان نه به مدیر جوړوم. هغه و قربان چرت مې وواهه، چې باید ځانته د مدیرتوب لنډه لاره پیدا کړم. دوه چپړاسیان مې پیدا کړل. په ټولو دفترونو وګرځېدم، چې ځانته یو لوی مېز پیدا کړم. ځکه زه پوهېدم، چې ټول فساد په همدې لوی مېز کې دی. هرڅوک چې د همدې لوی مېز تر شا کېناست، نېغ په نېغه او بې تکلیفه مدیر دی. نو قربان دې شم، سر به دې څه خوږوم، دواړه چپړاسیان مې د خپل لوی مدیر کوټې ته ورننویستل، ځکه د هغه مېز زموږ د ټولو مېزونو نه لوی و. همدا وجه وه چې په موږ به یې اټکې پټکې کولې. ما ویل الکه که دغه مېز دې ورنه واخیست، نور ددې سړي د پټکو او تهدید نه خلاصېږې. خیر قربان دې شم، کله چې شعبې ته ورغلو، زموږ له طالعو لوی مدیر صیب تشریف وړی و، چپړاسیانو ته مې وویل:
-الکو پورته کړئ دا لوی مېز!
- دا څه وی، دا خو د لوی مدیر مېز دی.
- زه پوی یم، خو تر دې وروسته رانه نور دې مېز ته نه شي کېناستی.
- ته لکه چې لېونی شوی یې، دا مېز خو همدې مدیر ته خریداري شوی.
- ټول پسات په همدې مېز کې دی، که دا مېز نه وی، دې سړي په موږ دا مدیریت نه شو کولی.
- والکه مېرزا جانه درته وې وویل، چې دا مېز د همده په نامه اخیستل شوی.
- ته هسې چټي لګیا یې، دا سړی دې مېز ته اخیستل شوي.
-نه نه دا مېز دې سړي ته اخیستل شوی دی.
-چپ شه دا سړی دې مېز ته اخیستل شوی.
-الکه مېرزا ته اوس څه غواړې، څه مقصد لرې، مقصد دې ښایه.
-لنډه یې درته وایم، چې غواړم، ځان ددې مېز لپاره خریداري کړم.
-ښه اوس پوی شوم، تم غواړې، چې عمومی مدیر شې؟
-بلې بلې
هغه و قربان چې مېز مې لکه د مساپرو مړی چاردسته او چاراسپه په یو ترپ سره د لوی مدیر له کوټې نه وایست او په خپل دفتر مې ورننویست. شاته یې زه لکه د پيلمرغ غوندې کېناستم، یوه پښه مې په مېز واچوله او بله مې په څوکۍ، مال چې اوس مې ایله د زړه ارمان ووت....
داده که خیر و، اوس نو زه هم لوی مدیر شوم، مدیر کېدل خو کوم سخت کار نه دی. د خپل لوی مدیر د مېز لمبر پلېټ مې لرې ګوزار کړ او زر زر مې خپل نوم او تخلص په کاغذ ولیکه او د مېز په څوکه مې ودراوه، په اصطلاح خپل لمبر پلېټ مې په مېز باندې نېغ کړ.
مغرور ناست وم، چې زموږ پخوانی لوی مدیر له اتو تنو چپړاسیانو سره نېغ راننووت. ما چې په هماغه ساعت خپل ځان لوی مدیر کړی و، چرت مې خراب نه کړ، لکه څنګه چې ناست وم، هماغسې ناست وم. په بې پروایئ مې ورته وویل:
-خیریت و، کوم امرو خدمت؟
-(په غوسه)، ته لا د خیریت پوښتنه کوې، زما مېز دې ولې راوړی دی؟
-(په تمسخر)، ستا مېز؟ عجیبه ده، ته د مېز یې ، که مېز ستا دی؟
-(په توندۍ)، زه د مېز یم او مېز زما دی!
-اشتباه کوې، مېز د هغه چا دې، چې شاته یې ناست وي، نه ګورې، چې شاته یې څوک ناست دی؟
-(په حیرانۍ)، یعنې؟....؟
-دیانې او مانې مانا دا چې اوس زه ددې مېز شاته ناست یم او چې د مېز شاته ناست یم، نو زه په خپله غټ پټ او سوټه موټه مدیر یم، لالا ځان خبر که.
-ټولو راغلو چپړاسیانو وخندل، ما هغوی ته په بيړه وویل:
-(په وارخطایۍ): عجیبه ده، زما د خبرې کوم ځای د خندا وړ و؟ تاسو په ما پورې ولې خاندئ؟ تاسې لېوني یاستئ او که زه؟
هغو بیا وخندل او ما بیا وویل:
-ولې خاندئ..... ولې....؟؟
-موږ هم په تا خاندو او هم ستا په کار
-زه او زما کار څنګه د خندا وړ دی؟
-ددې لپاره، چې تش د یوه مېز په شاته کېناستو له چا نه مدیر نه جوړیږي!
-نوڅنګه کېدی شي، قربان چې زه مدیر شم؟
-(مدیر په موسکا)، د مدیر کېدو چل له مونږ نه پوښتې؟
-خامخا یې له تا پوښتم، که ستا چلبازي نه وای زده او د ګیدړې لکۍ درسره نه وای، نو ما غوندې به په شلو کالو کې هم مدیر شوی نه وای.
-ورشه له هغه چانه یې زده کړه، چې رییسان شوي دي!
-زه نه غواړم، چې د رییس کېدو چل زده کړم، بلکې غواړم، چې د مدیر کېدو چل زده کړم.
-چل دادی، چې لومړی د رییس صیب پنډکچي ځان مقرر کړه. د کوچنیانو چوشکونه یې ورته په خوله ورکوه، یو بوټپاک او درېشي پاک هم په المارۍ کې ساته.
-په بوټ پاک او درېشي پاک څه وکړم؟
-په دې به د رییس صیب بوټان او درېشي پاکوې. بیا به وزیر صیب ته پېشنهاد وکړي، چې وزیر صیب پېشنهاد ومانه، نو په هماغه ورځ درنه مدیر جوړیږي.
له دې سره زموږ لوی مدیر خپلو چپړاسیانو ته امر وفرمایه، چې دلوی مدیریت مېز دې بېرته خپل ځای ته انتقا شي. مېز یې رانه یوړ، خو زه بیا د خپل کوچني مېز شاته کېناستم او د پخوا په شان مېرزا کچکول پاتې شوم.
سخت قار راته راغی. ما ویل الکه لغړ وې، لغړ پاتې شوې. سخت قار راته راغی،مال راځه الکه د رییس سره خپل حساب خلاص کړه، سوګند مې کړی و، چې نن ځان مدیر مقرر نه کړم، نه کیږي.
پاڅېدم او بې ټکټکه د رییس په کوټه ورننوتم. د رییس له غاړې مې خپل لاس تاو کړ او په کاږه ورمېږ مې ورته وویل،
-قربان غواړم، چې مدیر شم، ته په کې څه وایې؟
-(په خندا): ماته هم راپور راغلی و، چې کچکول لېونی شوی، دادی په خپلو سترګو مې ولېدې، چې ته رشتیا هم لېونی یې.
-قربان، څوک چې غواړي، مدیر شي، هغه به لېونی وي؟
-نه مدیر لېونی نه دی، ته لېونی یې ته!
-که مدیر کېدل لېونتوب وي، نو بیا خو ته تر ټولو غټ لېونی یې!
-(په تېزۍ)، ځه ورک شه، والکه خانه سامانه، څه شوې؟ راشه دا سړی بهر که!
هغه و قربان، چې چېرته چپړاسیان مپړاسیان وو، مدیران وو که کاتبان وو؛ ټول په یوه چغه راغلل او زه یې لکه د لوی مدیر د مېز په شان د چارتراش غوندۍ ځنځولۍ کړی، د رییس له کوټې راوویستم او نېغ په نېغه یې د واز موټر باډۍ ته د کچالانود بوجۍ په رقم ګوزار کړم، څو مې چې ځان ښوراوه، بیا یې دارالمجانین ته رسولی وم او په زور یې بستر کړم. ما چې هرڅو چغې وهلې، چې الکو زه مدیر یم، نه ډاکټرانو غوږ نیوه او نه هم نرسانو. په دې ډول یې زه د لېوني په نامه په چپړکټ پورې ټينګ وتړلم. ما ویل الکه مېرزا کچکوله، چې بې چاپړوسۍ مدیریت غواړې، نو عاقبت به دې همدا وي!!