د حفیظ الله تراب طنزونه (۱)

حفیظ الله تراب
ستاسې پال
وری:
ستاسې په زړه کې کله کله دا ګرځي، چې څه د خدای کاڼه او بېړاګان په مفتو کې امريکا او اروپا ته ورسېدل؟! په دې مياشت کې د زېږېدلو نارينو ښايسته نجونې ډېرې خوښېږي، خو د دنيا له شرمه ور سره اړيکې نه شي جوړولای . ږيره پرېښودل يې نه خوښېږي، خو له مجبوريت او وېرې يې پرېږدي. هغه ښځې چې په دې مياشت کې پيدا شوې وي، داسې جامې يې خوښې وي، چې د نورو نه وي . د دې مياشتې په خلکو د الوګانو نه د پسه غوښه او د وطني چرګانو يخني ډېره ښه لګېږي، خو که څوک يې برخه وخوري، نو ډېره غوسه ورځي.
غویی:
د خپل ملګري سره چې ناست يې او د بل غيبت کوې، سخت خوند درکوي. د دې مياشتې خلک، چې په لمانځه ودرېږي، نو پخپله پرې هم نه پوهېږي، چې څه وايي؟! تل يې دا خوښېږي، چې په جېب کې يې پیسې ډېرې وي او د کرايي کور پر ځای د خپل کور خاوند شي. په اوړي کې يې د ام یخ جوس او کله کله هندوانه هم خوښېږي. که چا ورته له بهر نه پیسې حواله کړې، نو د زړه له تله ترې مننه کوي.
غبرګولی:
په غبرګولي کې پيدا شوي کسان پرتوګ ډېر پورته تړي، تر څو د لمانځه پر وخت يې ښنګري ښکاره شي. په ديني مسايلو کې ورته خپله خبره د کاڼي کرښه ښکاري او که چا ورسره دليل ووايه، نو لومړی يې زړه وي، چې په ګېډه يې وخېژي او که دا کار نه شي کولای، نو بيا پر کس د کفر ټاپه لګوي. د دې خلکو پرته له ځانه د بل عزت نه خوښېږي. شيطان يې دومره قوي وي، چې په مفلسۍ کې هم غواړي، چې د څلورو ښځو خاوند شي. د اوبو لګښت يې ډېر زيات او په خوراکونو کې يې غوښه او سهار کې يې حلوا خوښه وي. دې خلکو ته ځانونه د لقمان حکيم زامن ښکاري.
چنګاښ:
د دې مياشتې خلک محافظه کار او موخه يې يوازې دا وي، چې پیسې څنګه پيدا کړي؟! د دوی د لاسونو منګولې ډېرې پستې او د ښه مکر وړتيا خدای ورکړې. دا ډول خلک د ټولنې ساده ګان ډېر ښه تېر ایستلی شي او داسې يې ړانده کاڼه کړي، چې د دوی يو ډول فرېب هم ورته نه ښکاري او د غندنې پر ځای يې تل ستايي. د دې خلکو مېلمه پخپله ډېر بدې شي او په چل چل کې تل د نورو مېلمه وي. خو سره له دې ټولو استاديو يو وخت په ټولنه کې د باد بڼکه کېږي.
زمری:
دا سمه ده، چې تاسې وړتيا لرئ، خو دومره مه مغروره کېږئ. تاسې د ښکلي مخ د ليدو د ټينګې نه یاست. د دې لپاره، چې هر ځل زړه ونه بايلئ، ښکلو ته هېڅ مه ګورئ. د سختو ورځو د زغملو هېڅ زغم نه لرئ. د کمزورو او بې استعداده خلکو سره مو ناسته ولاړه هېڅ نه خوښېږي، خو چاره نه لرئ. تاسې بايد د خبل هېواد د بې شمېره لېونو او ډرناګانو سره تطابق وکړئ، ګنې روغتيا به مو نوره هم خرابه شي. تاسې چې له خپلو خلکو کومه هيله لرئ، نو دا ځکه سمه نه ده، چې دوی تر پنځه سوه کلونو پورې هم لارې ته نه راځي. يوه ورځ به مو يو دوست د پسه يو ښه کړايي درباندې وخوري، خو له اوسه ورته ډېر انتظار مه کوئ!
وږی:
ستاسې دا خوښېږي، چې يوه ارامه کوټه مو وي او بې له وېرې په کې مينه کولای شئ. د ماشومانو ډرسک او چغې مو ډېرې بدې شي. اوس په خپل عقل ډېر پښېمانه ياست، چې ولې مو دومره اولادونه راوړي دي؟! پر لاره چې ځئ، نو ډېر پام کوئ، هسې نه چې له ډېرو سوچونو کومه ورځ يوې کندې ته ولوېږئ. شين چای او د کامې ګوړه مو له غوړ خوراک نه وروسته ډېره خوښېږي. تل مو زړه وي، چې په اختر کې لوی غويی قرباني کړئ، خو کله چې ورکوټی سيرلی واخلئ، نو ډېر خپه شئ.
تله:
که ستاسې وس وای، نو هغه خلک يا هلکان، چې په ږيرو او سرونو کې لارې جوړوي، تور بنګړي په لاس کوي او يا د تېزو رنګونو جامې اغوندي او يا ګېبي پرتوګونه اغوندي، په ټوپک مو ويشتل. ستاسې هغه ښځې هم ډېرې بدې شي، چې بهر ته د تللو سره سم، پتلونونه واغوندي او ځانونه تر بهرنيو ښځو ډېرې پرمختللې ښيي. کله کله مو دا هم ډېر ځوروي چې د دنيا ټول پساتونه ولې په مسلمانانو کې دي؟! يوه بله مسئله چې کله نه کله تاسې ډېر ځوروي دا ده، چې بهرنيان ځانونو ته مدنيان او موږ ته وحشيان ولې روزي؟! دا چې ستاسې هېوادنۍ مينه ډېره او فکر مو عالي دی، نو ځکه خلک درسره مړی ژوندی نه کوي، خو هغه دنيا مو ښه ده.
لړم:
تاسې ته شاعران او ملايان پر ټولنه بار خلک ښکاري. تل مو دا هيله وي، چې دا دواړه طبقې بايد يو څه کسب او کمال زده کړي. همدارنګه دا مو تل ځوروي، چې پېړۍ وشوې، چې مفتيان خپلو کې په دې نښتي دي، چې فلانی حديث سيي فلانی غلط يا کمزوری دی. هيله مو دا ده، چې ټول دې راپاڅي او کمزوري دې له قوي نه بېل او مسلمانانو ته دې يو واحد کتاب په لاس ورکړي او اسلام دې نور د نړيوالو له نومبدۍ د خدای د رضا لپاره خلاص کړي. تاسې دا هم ځوروي، چې له پنځوسو کلونو راهیسې همدا د قبر د عذابونو مسئلې اورئ او نوره د مسلمان د کمال او د غلامۍ نه د خلاصون لاره څوک چا ته نه ښايي. څه موده وروسته به درباندې رڼا راشي، خو صبر پکار دی.
ليندۍ:
دې ته نور ډېر فکر مه کوئ، چې د افغانستان اصلي دښمنان پخپله په افغانستان کې دي. ستاسې نظر سم دی، خو چاره څه ده؟! دلته د څه له پاسه څلوېښتو کلونو سیاسي واک تل د نورو هېوادونو له جاسوسانو سره وي. دا خبرې او دا چارې ستاسې تر سويې لوړې دي. هڅه وکړه، چې نور هم پوروړی نه شې. که زما منئ، دوه زامن دې له ښوونځيو وباسه او د مستري سره يې ځکه شاګردان کړه، چې ستا په وطن کې زده کړې په درد نه خوري او تر يوه لوستي د نالوستي د ژوند کولو چانس ډېر دی. خدای دې درباندې غيبي رحم وکړي.
مرغومی:
تاسې تل په دې فکر کې یاست، چې وچه ډودۍ دې وي، خو له عزت سره. په همدې فورمول کې تاسې لسیزې تېرې کړې. چاپلوسان او بې استعداده خلک مو ډېر زیات بدې شي او تل دا ګيله لرئ، چې کار بايد اهل کار ته وسپارل شي. خو اوس چې تاسې ګورئ، نو نور مو صبر له زغمه وتلی دی. حیران یاست، چې کوم لور ته وتښتئ، خو په خواشينۍ سره د وتلو هېڅ ستو درته نه ښکاري. ښه خبره دا ده، چې په راروانو ورځو کې به مو يو دوست درته درې منه الوګان راوړي او په دې مياشت کې به مو يو څه ګوزاره وشي. کله کله له خدايه په دې ګيله من یاست، چې په ټوله نړۍ کې همدا موږ ولې د خدای په قهر ککړ يو؟! تاسې په دې هم پوهېږئ، چې مو تل د دین په نامه سپکېږو، وژل کېږو او پسې ورکېږو.
تله:
په راروانو مياشتو کې مو بيا د يوه نږدې خپل واده دی. تاسې که له اوس نه د کرايې د پيدا کېدو هڅه و نه کړئ، نو په هغه ورځ به تګ ته هک پک ولاړ ياست. د لوی اختر خيراتي غوښو ته په تمه نه شئ، ځکه اوس ورته په زرګونو خلکو له مخکې نه پاټکونه اچولي دي. د دې لپاره چې د نرۍ وريجو د خوړلو اوږده هيله مو پوره شي، کله کله ځينو ودونو ته پخپله ورځئ. په داسې ټېل کې څوک په چا نه پوهېږي.
کب:
ـ تاسې ته د ډېرو خلکو نيمګړتياوې مالومې دي، خو خير دی اوسېله وکړئ. خبرې ورپسې مه کوئ، هسې نه چې همدا خلک مو له کوره تری تم کړي. که غواړې، چې ژوندی پاتې شې، هر چا ته مولانا صیب او ښاغلی وايه. په يوه ځای کې چې قانون نه وي، نو بايد انسان د يوه وړوکي چورګوړي غوندې غلی چېرته پټ وي. زه پوهېږم، چې ته خپل عبادت ته هم خپه يې او دا يو عادت ځکه ګڼې، چې په هر لمانځه کې ستا خپلو پوروړو او د کور خرڅ ته سودا وي. دې ته مه اندېښمن کېږه، د ډېرو مسلمانانو هر څه تش په نوم اسلامي او ريايي دي. خدای دې غيبي پر دې ناخبره مخلوق رحم وکړي!
امین یا رب العالمين .
مجله چاپوم
رښتیا چې د پښتو ژبې د شاعرانو او ليکوالو غور نيکه خوشحال بابا ښه ويلي دي:
چې غوټې پسې وهې په لاس به درشي.
په پای کې ايله لږې ورځې مخکې د مجلې د مسوول مديريت پر نازولې چوکۍ کېناستم. د دې لپاره چې د مجلې وزن دروند شي، راته پکار وه، چې په داسې چارو سم له واره لاس پورې کړم، چې تر هر څه اړین وي. تر ښه سوچ وروسته مې هغه دوکاندار خپل مرستيال وټاکه، چې له پنځه څلوېښت مياشتو راهیسې يې پوروړی وم. د دې لپاره چې مجله لا پسې درنه ښکاره شي، نو يو کتنپلاوی مې خنجر ګل، چې د تورخم په دروازه کې تر ټولو کلک سترګی ملېشه و او زه يې د منتونو سره سره په درې زره روپو د پېښور لوري ته اړولی وم، وټاکه او بل مې هم يو کتاب پلورونکی، چې کله نه کله به يې زما کتابونه په خپلې هټۍ کې اېښودل، غوره کړ.
پېښور ته په رسېدو تر لږې دمې وروسته مې له ځانه سره پرېکړه وکړه، چې له همدا اوسه د ملګرو شاعرانو او ليکوالو سره بايد ووينم. سرک ته لا پوره نه وم رسېدلی، چې ښاغلی مصروف صیب د خپلو دوو کسو ملګرو سره مخې ته راغی. زړه کې مې وويل، رښتيا چې ( له زړه نه زړه ته لار وي). زموږ تر منځ د ليکوالۍ د مکر نه ډکه ستړي مه شي پيل شوه. له واره مې ورته وويل:
ـ همدا اوس مې په زړه کې ګرځېدې!
هغه بله خبره په بې صبرۍ خوله کې را وچه کړه:
ـ ما په اسمان غوښتې، خدای په ځمکه راکړې، په راروانو دوو ورځو کې به راته يو ښه طنز ليکې!
ـ په طنز څه کوې؟
ـ مسلمانه! خبر نه يې، چې مجله چاپوم! بيا يې خپلو دواړو ملګرو ته لاس ونيو:
ـ دوی خو پېژنې؟
ـ ولې نه، ښه يې پېژنم.
ـ دا دواړه مې کتنپلاوي دي! په دې وخت کې د هغه رنګ والوت، خو ما ورته وويل:
ـ ما هم ستا د کتنپلاو غوندې کتنپلاوي ټاکلي دي، که ودې ليدل، نو په ځان به شکر وباسې!
کور يې اباد بده يې و نه ګڼله او موسکی شو.
زه هم ګرم نه وم، ځکه د مصروف صیب يو کتنپلاوی قصاب او بل يې نانوايي و. له دې ځايه د کمپيوټرونو او ليکوالو ځالې ( ګل حاجي پلازا) ته لاړم.څيړنيز، ديني او ادبي مضامين مې له ملګرو ليکوالو، چې هره ورځ همدلته د زينو په طواف بوخت وو، بايد تر لاسه کړي وای. د درېیم پوړ په پوړيو کې لا روان وم، چې ښاغلي څېړنمل صیب سره مخامخ شوم. په دومره مينه يې په غېږ کې ونيولم، لکه څوک چې خپل شپږ کلن زوی په سينې پورې جوخت نيسي. په تلوسه يې وويل:
ـ طنز خو همدا اوس راوباسه او بل به دې په بل نامه خپروم!
ـ چېرته يې خپروې؟
ـ ولې خبر نه يې، چې مجله چاپوم؟! حيران شوم چې څه ورته ووايم؟! هغه په ټينګار وويل:
ـ نور هر څه تيار دي، يوه لنډه کيسه او يو طنز درنه غواړم! ما ورته وويل:
ـ ښه زما لپاره به مضمون څنګه شي؟!
بلې ګڼې ته به ګورو!
له دې ځايه برېښنادوست ته ورغلم، چې د کمپوز خبره ورسره له مخکې نه وکړم. د هغه له کبره چې څومره وېرېدم، برخلاف په پوره مينه يې راسره روغبړ وکړ او له واره يې وويل:
ـ خبر يې چې مجله چاپوم؟
ـ ډېر ښه، دا خو ښه زېری دی، خو زه د مجلې د کمپوز لپاره راغلی يم.
ـ سيي ده، خو يو طنز به راوړې!
له دې وروسته په ټول پېښور کې په يوه پښه وګرځېدم، خو چا د خدای د رضا لپاره هم يو مضومن را نه کړ. د مجلې د چاپ ورځې ورو ورو رانږدې کېدې، پوه شوم، چې په خپلو غورو کې پاتې راځم. د کتابونو په ملګري پسې لاړم، ما هوډ کړی و، چې مجله چاپوم. له هغه مې امانت کتابونه راواخيستل. زر زر مې ترې مطالب راوکښل، برېښنا دوست ته مې په يوه منډه وروړل او د خپل لنډ تنګ وخت مجبوريت مې هم ورته ووايه.
له وعدې سره سم په سبا مازيګر ورغلم، خو چې ومې کتل، مرور صیب او څېړنمل صیب هم ناست وو. د خپلو مطالبو بيا بيا پوښتنې نور په زړه ستړی کړم. په خپلو پروفو پسې مې نورې سترګې ووتې. اخر مې ورته وويل:
ـ وروره خبر يې زه مجله چاپوم!
هغه په تروه ټنډه وويل:
ـ ولې ته نه پوهېږې چې زه يې هم چاپوم؟!
مرور او څېړنمل صاحبان په خپلو چوکيو لکه ماران تاو راتاو شول او په غبرګو غږونو يې وويل:
ـ ته خبر يې، چې موږ هم مجله چاپوو. يوه میاشت وشوه، چې د پروفو پسې نور زکام شو. نور نو صبر نه شو کولای.
هغوی هم ګرم نه وو. يوه له سوداګره روپۍ اخيستې وې او بل د معياري ادب او هنر د لاپې په نامه کوم ښاغلی غولولی و. ټولو په شريکه او جدي لهجو ښاغلي برېښنا دوست ته وويل:
ـ يوه اونۍ وروسته يې درنه غواړو بيا به ګيله نه کوې!
له دې ځايه په غوسه راووتو. يوه اونۍ وروسته زه له نورو وختي ورغلم. برېښنا دوست تر نازونو وروسته په هندي ادا پر خپلې چوکۍ کېناست. په پرېنټولو يې چې پيل وکړ، نو نږدې مې له خوښۍ ښکل کړی و. پرېنټ لا سر ته نه و رسېدلی، چې مرور او څېړنمل هم ساه و تيګاه راننوتل. پرېنټ چې پای ته ورسېد، نو له واره څېړنمل لاس ورتېر کړ. فکر مې وکړ، چې ګنې ګوري يې. همدې کې مې په مودبانه ډول ورته وويل:
ـ اوس يې راکړه، چې مجله چاپ شوه، بيا به يې وګورې! هغه ته زما خبره ټوکه ښکاره شوه، په وتلو کې و، چې مرور صیب له لاس نه ونيو او ورته يې وويل:
ـ څه کوې، پردي پروف وړې؟
هغه ورته سترګې وربرګې کړې:
ـ پردي څنګه دي؟!
ـ ولې ته سترګې نه لرې، دا د چا دي؟!
ما ورته وويل:
ـ وروره! تاسې دواړه لکه چې په ما ریشخند وهئ؟! او له دې سره مې پروف ترې راکښل. د راکښلو سره خبره ګوزارونو ته ورسېده. د برېښنا دوست صیب له دوکانه د سترګو په رپ کې د تورخم دروازه جوړه شوه. په لږه شېبه کې ډېر پاخه پاخه ګوزارونه تبادله شول. سپېږمې ماتې شوې، ګرېوانونه وشکېدل او د پروفو پاڼې د نندارچيانو په پښو کې دهلېزونو ته ورسېدې.
په پای کې خلکو ډنډولۍ کړو. مازيګر موده وه، چې د هېواد نوميالي اديب څنډل يار صیب زموږ ستونزه حل کړه او له خندا سره يو ځای يې د هر يوه مخې ته خپل خپل پروف کېښودل. رښتيا هم چې زموږ د درې واړو پروف لږ څه کم يو ډول وو او هغه داسې:
عين سرمقاله، ديني مضمون، زړه لنډه کيسه، د نازيه اقبال سره مرکه، فلمي دنيا، پخلی، د ژورليدونو د کتاب خبرې، د سرو زرو له صندوق څخه مالومات، د ملا نصرالدين ټوکې، د غور ولایت او داسې نور .
پوه شو، چې يو هم ګرم نه دی. لږ وروسته مو سترګو کې يو بل ته خړ خړ وکتل. وروسته مو يو بل ته د شاعرانه احساس او مينې له مخې غاړې ورکړې. له سره مو وپتېيله، چې له برېښنا دوست نه نور پرېنټونه وغواړو. دویم ځلي مې زړه کې ژمنه وکړه، چې که درې سره مجلې هم يو شان وي، باک نه لري، خو مجله خامخا چاپوم!!
۲۰۰۲ ـ پېښور
د ګرداړي کوټ
ماخوستن چې کله کوټې ته ننوتم، نو د دفتر ملګري مې په عجيب حالت کې ناست وو. د چا د سر وېښته ولاړ ښکاره کېدل او د يوه نیم په کې د ګرېوانه تڼۍ شکېدلې وه. ګرداړی له نورو لږ وړاندې ناست، خو نن شپه يې سترګې داسې خړې غوندې وې.
دواجان چې په غياب کې موږ ګرداړی باله، د خدای په عظيم الشان قدرت عجيب او غريب انسان و. له سره تر پښو يې بدن داسې و، چې په تمامه مانا پرې د باميانو د يوه بې ترتيبه کچالو تسل په اسانۍ کېده. هغه به د خپلې ونې د ټيټوالي د پوښلو لپاره د لويو پوندو بوټان په پښو کول او داسې مزل به يې کاوه، لکه د افغانستان ټول جنایتکاران چې يې په رڼا ورځ وژلي وي.
هغه دوه مياشتې مخکې رانازل شو. په لومړي سر کې يې دا دنده وه، چې دفتر ته ګلپيان، الوګان او نور خوراکي توکي راوړي. د خپلوۍ دې کور اباد وي، دوه مياشتې وروسته د دفتر د مشر په اسلامي لورينه برناحقه منیجر شو. منيجري نه، د نعمتونو او امکاناتو يو ډنډ و، چې ګرداړي په کې چټکه لامبو پيل کړه. د خودۍ جوهر خو يې لا له پخوا نه پياوړی و، خو منيجرۍ ترې سم یاغي آس جوړ کړ.
له دې وروسته نو ګرداړی هغه پخوانی ګرداړی نه و. د ګلپیانو، لوبياو او الوګانو خوراک يې موږ ته پرېښود او پخپله به يې بې له چوپان کباب، انرژیانو، شاتو او نورو جنتي نعمتونو نور څه تر ستوني نه تېرول. د هغه په لباس، حرکاتو او ډېر څه کې بدلون راغی. ږيره برېت به يې هر سهار خرييل او د سپرويو ډډزو به يې ټول دهلېز پر سر راخيستی و. هغه مصنوعي کبر هم پيل کړ. له چا سره به يې په اسانۍ خبرې نه کولې، خو د خدای کارونه وو، چې دا هر څه ورسره پردي ښکاره کېدل. ګرداړي که به هر څومره ځان عصري عصري کړ، خو خدای چې څوک په طبعي توګه څه ته نه وي جوړ کړی، کله جوړېدی شي؟! که داسې وای، نو زراعتي چورګوړي به په دومره وزن اوس زموږ په ټولنه کې د وطني چرګ مقام لرلای.
د ژمي د موسم په رارسېدو سره ګرداړي وغوښتل، چې خپله سليقه لا پسې ښکلې کړي. ښار ته لاړ او خدای خبر په څو زره افغانيو يې يو کوټ واخيست. د کوټ په اغوستو سره له ګرداړي نه سم د مېلمنو بالښت جوړ شو. لنډه ونه، تنګ کوټ او بيا داسې چې يو څوک دې خېټا هم وي او ورپسې يې د کوټ ټولې تڼۍ هم تړلې وي، تاسې خپله فکر وکړئ، چې څنګه به ښکاري؟! د ګرداړي کوټ، کوټ نه، سم د کبر او پوکۍ خورجين و. هغه به تر کوټ وروسته په داسې حال کې چې غټ سر به يې بې ضرورته ښورېده، په شمارلو ګامونو د هر چا خونې ته ورننوت. د دفتر کارکوونکي به هم ورته پاڅېدل، خو چې کله به له دروازې ووت، ټولو به له ځانونو سره افسوس وکړ او بيا به يې په خپلو کې د هغه قوارې او اوسنۍ زمانې پورې وخندل. لنډه دا چې له کوټ نه وروسته د ګرداړي حرکتونه د زغملو نه وو. له دې وروسته به د دفتر کارکوونکو د هغه پر ځای په زړونو کې د هغه کوټ ته ښېرې کولې او دا يې د ټولو ناخوالو پلار باله. خو نن شپه حالات بېخي بدل غوندې ښکاره کېدل. د ورځې به ګرداړي په اسانۍ چا سره خبرې نه کولې، خو نن شپه په عمومي کوټه کې بې کوټه غلی او خړ سترګی ناست و. ما لا د سترګو لاندې ملګرو ته کتل، چې په همدې کې د خندا يو زورور پخ شو. د پخ سره داسې خنداګانې شروع شوې، لکه د چا نه چې څوک په تخنولو ساه باسي. یار محمد خو راپرېوت، خپل تشي يې له خندا نه ونيول او په زوره يې وويل:
ـ واه مورې مړ شوم.
حیران شوم، چې دا څه لوبه روانه ده؟! دې کې ګرداړي صیب په غوسه هغوی ته وويل:
ـ زه به تاسې سره ګورم او له دې سره په بيړه ووت.
یوه زوروره او لېونۍ خندا تر ډېره روانه وه. اخر مې ورته په جدي لهجه وويل:
ـ اخر خبره څه ده؟ تاسې خو رشخند راخيستی دی؟!
په داسې حال کې چې لاړې يې له خولې بادېدې، هغه وويل:
ـ وئ وئ مړ شوم. دا د لېوني زوی ګورې؟ په داسې حال کې چې د خندا اوښکې يې وچې کړې، ګرداړی درته یادوم. ماښام راغی، چې تاسې کې چا زما کوټ پټ کړی دی. زر يې راوباسئ! موږ ټول ورته حیران شو، چې دا سړی څه پرتې وايي؟! بيا يې وويل:
ـ ګوره ښه به درته نه شي. له دې سره يې زموږ مېزونه او بیکونه لټ په لټ کړل، خو کوټ يې و نه موند. اخر مې ورته وويل:
ـ ګوره ستا په کوټ به موږ څه وکړو؟! دا د ماشومانو خبرې مه کوه. مازيګر دې اغوستی و، موږ خو څه ماشومان نه يو، چې کوټ دې پټ او وایې غوندو. بس یاره د ماشوم خبره نه وه، د ټوپک ډز و، ګوزار يې کاوه، لاس مې ورته ونیو. ښه و، نورو سره خلاص کړو. بيا مې ورته وويل:
ـ ګوره وروره، ستا کوټ خو زموږ په تخرګ کې هم نه ځايېږي. ته فکر وکړه، ښار ته تللی وې، چېرته به درنه ورک شوی وي!
ښه و سړی لږ غلی شو، تر لږ سوچ وروسته يې وويل:
ـ رښتيا په ښار کې مې په غاړه و، خو د پل خشتي جومات له مخې چې راتېر شوم، نو کوټ مې په ځان نه و. اشنا دا خبره نه وه، سم د خندا ډز و.
ګرداړي نه د پل خشتي کيسه برانو د خلکو په ټېل کې په ژوندينې کوټ ايستلی و، خو دعوه يې په موږ وکړه.
خدای شته، د یار محمد په دې خبره ما ته هم خندا راغله، خو زه دې سوچونو په مخه کړم، چې رښتيا هم افغانستان کڼو کوترو وخوړ!!
او دا خبره کره ده، څوک چې څه ته جوړ نه وي، نو په پتلونونو او کوټونو ترې په يوه ځای کې هم څه نه شي جوړېدای!!!
یارانه په شاعرۍ کې
هغه ته جنۍ څه چې سړي کله هم په ناپامۍ کې خندلي نه و، بلکې کله چې به ماشومان نه ويده کېدل، نو میندو به يې په دې وېرول، چې دلبری راغی. له دې سره به هغوی داسې غلي شول، چې سپڼ به يې هم نه کاوه. دلبری نه لېونی و، نه بل څه. يوازې دا عیبونه يې وو، چې مخ يې تور، پوزه يې پلنه، د ملخ غوندې کلکې سترګې او په ونه لږ څه دربړ و. خو له دې سره سره دلبري بيا يو داسې صفت درلود، چې ډېر خلک يې نه لري او هغه صفت د هغه شاعري وه.
رښتیا چې ( په وچو ويالو خدای اوبه راولي)، ايله څو ورځې به کېدلې، چې دلبري د پېښور ښار په يوه لرې کلي کې کور په کرایه نیولی و او يو ماښام چې په يوه ځنځولي کټ کې خور ور پروت و، نو د مخامخ بام پر سر يې د برېښنا په تته رڼا کې يوه تکه سپینه پلنه جنۍ وليده. لومړی خو جنۍ په هغه دغه ځان مصروف ښوده، خو لږه شېبه وروسته يې سترګې د دلبري د سترګو سره وجنګولې او له دې سره يې هغه ته يوه خوږه موسکا وکړه. دلبري په ژوندينې جنت وليد. له ډېرې خوښۍ ورته کټ کې په زنګنونو کېناست او د ماشومانو په څېر يې خوله تر ډېره بېواکه پاتې وه. جنۍ لږه نور هم په بام وګرځېده، خو کله چې کښته کېدله، نو د باد څپې يې په سره کميس داسې لوبې وکړې، چې د دلبري د زړه پر کور يې زلزله راوسته. لږ وخت وروسته په داسې حال کې چې هغه کنډو ته سترګې څلور کړې وې، يو سپين لاس راښکاره شو او له دې سره يې دلبري ته کاغذ راوغورځاوه. دلبری په منډه ورغی او چې کاغذ يې پرانيست، نو دا بيتونه په کې ليکل شوي وو:
ستا سترګې د شاعر دي ای زما خوږه اشنا
واه واه واه
بادام مې ډېر خوښېږي هم مې خوښ دي شلتالان
راځي ورته توتيان
د بیتونو په لوستو د دلبري د خوشالۍ اندازه نه وه. کاغذ يې تر ډېره په زړه پورې کلک ونیو. هغه خوشاله په دې و، چې خدای پرې شاعره مینه کړه. لومړی يې زر زر په ايينه کې خپلو سترګو ته وکتل، بيا سنجيده شو، و خپل تخيل ته يې وويل، چې پاڅه! همدا دې وخت دی. هغه قلم راواخیست او په جواب کې يې ورته وليکل:
د سترګو نه دې زار شم د کېلې غوندې پسته يې
څه ښکلې مندسته يې
سبا شپې ته راوخېژه د بام سر ته په مینه
خلته به د بادامو دلبري ايښې وي سپينه
ګوزار که شلتالان کړمه په بام نو خرابېږي
د بام په ځای خلته به دروازه کې ځوړندېږي
د شعر تر ليکلو وروسته په منډه منډه لاړ او کاغذ يې د جنۍ کور ته وغورځاوه. د شپې بام او کنډو تر ډېره وڅارل، خو هغه بیا راښکاره نه شوه. د نورو شپو پر خلاف يې په دې شپه رنګا رنګ خوبونه وليدل. هغه سبا ورځې ته ډېر لېوال و. د هغه په څلوېښت کلن ژوند کې دا لومړی ځل و، چې يوې پېغلې ترې بادام او شفتالان غوښتي وو. سهار له خوبه وختي پاڅېد . په کور کې يې په ډېرو شیانو نظر واچاوه، خو کور يې د کنډۍ جومات و. بې د زړې مور له ګاڼې چې هغې ته يې د نیا له نیا نه پاتې وه، په بل څه يې سترګې خوږې نه شوې، نو خکه يې مور ته وويل:
مورجانې په ما ګرانې اوس هغه وختونه لاړل
چې خوار و زار به ناست و په خپل کور کې دلبری
شاعره پرې مینه شوه په ده پسې اوس ژاړي
په مینه کې دلبر نه شلتالان او بادام غواړي
چې مور يې په دې خبره پوه نه شوه، نو زر يې ورته دا بیت ووايه:
انږور دې مبارک شه زما مورې بختورې
روپۍ زما پکار دي ګنې زه ورپسې مرم
هغه چې له دېرو مرکو او د دلبري د ګورار له لاسه نوره پوزې ته راغلې وه، نو د دې شعر په اورېدو يې غېږ کې کلک ونیو، څو واره يې ښکل کړ او ورته يې وويل:
زويه نور خو هېڅ هم نشته، دغه ګاڼه دې له سره زار ده. همدا ستا کوژدې ته مې ساتلې وه. خدايه شکر چې زما په دلبري دې جنۍ مينه کړه. دلبري د مور د سپينو زرو ټوله ګاڼه وپلورله. ښې ډېرې روپۍ يې وکړې. په ښار کې يې نیم من بادام او يو من شفتالان واخيستل. ماښام يې بادام د بام سر ته وغورځول او شفتالان يې د جنۍ د کور په دروازه کې کېښودل او پخپله ورته مخامخ کټ کې پرېوت. لږ وروسته جنۍ د بام سر ته راوخته او چې کښته کېدله، نو په داسې حال کې چې د بادامو خلته يې په تخرګ کې نيولې وه، دلبري ته يې د مننې لاس څو ځله وښوراوه او د پناه کېدو سره سم يې يو کاغذ ورته راوغورځاوه. دلبری په منډه ورپاڅېد. په کاغذ کې دا اشعار ليکل شوي وو:
په سره جوړه کې به له تا سره اوسېږم
جانانه زه شرمېږم په دغسې خبرو
سره جوړه، خندېږم، شرمېږم، د داسې نازکو او خوږو خبرو په لوستلو دلبری په جامو کې نه ځايېده. لږه شېبه کې خيال د ناويېتوب په جوړه کې وروښوده او بيا يې دا وانګېرله، چې ګنې له ده يې سره جوړه غوښتې ، سبا ته يې په ښار کې د زرو روپو سره جوړه رانيوله. له ډېرې خوشالۍ يې د جامو سره نورې زر روپۍ هم کېښودې او ورسره يې دا شعر ورته وليکه:
د وصال وعده دې وکړه په ما ګرانې
د ديدن په خټو مخ زما اخېړ کړه
ما مې مور خبره کړې ده له تا نه
د کوژدې نېټه راوښايه اسانه
د معمول په څېر جنۍ ماښام د بام سر ته بيا راوخته. د جامو په ليدلو دومره خوشاله شوه، چې د کښته کېدو پر وخت يې هغه هوايي ښکل کړ. د دې صحنې په ليدلو نږدې بې هوښه شوی و. دلبری تر ډېره خومار ناست و، چې ښه ساعت وروسته په کاغذ وويشتل شو. هغه چې کاغذ پرانیست، نو په دې نظم يې سترګې ولګېدې:
دا ستا مور هم زما مور ده دلبر جانه
خو خبره دې کړه ولې یارانې نه
خدای به کار پخپله سم کړي صبر وکړه
څوک خبر نه کړې نور دغې پندانې نه
په دې شپه هم دلبري تر ډېره کنډو ته وکتل، خو هغه بيا راښکاره نه شوه. سهار بيا ښار ته لاړ، په پاتې روپو يې بنګړي، شامپو، مېخکي لنډه دا چې د ځان جوړونې لپاره پرې څه کېدل، هغه يې واخيستل او ورسره يې دا بيتونه هم ورولېږل:
اول دې نوم راته راوښايه پخپله
ته يې وړه بلبله زما سپينې کوترې
نور مې طاقت د صبر نشته بې له تا نه
زما ښايسته جانانه نور ما ته را په شا شه
تر دې وروسته هغه تر ډېرو ورځو پورې و نه ليدل شوه. دلبري ډېرې ورځې د هغې د ديدن په تمه خواري مزدوري و نه کړه. د ګاڼې روپۍ يې هم خلاصې شوې، خو لس ورځې وروسته چې يو ماښام د هجران په غمونو کې ډوب ناست و، يو کاغذ ورته راوغورځېد. کاغذ يې زر زر واخيست او چې يې وکوت، نو په دې اشعارو يې سترګې ولګېدې:
زه د خپلوانو کره تللې مېلمنه وم
چې کور ته په ستنه وم راولوېدم پټي کې
ز ما نامه ده نور بي بي
در به کړي خدای تا ته بچي
سوچونه مه کوه چټي
درې ورځې وروسته راته جوړه مرکه کړه
ته ختمه دا کیسه کړه له شونډو دې قربان شم
د شعر په لوستلو خدای خبر هغه څومره خوشاله شو؟! خو ورسره يې دا فکر هم وکړ، چې د نور بي بي پښه به د راغورځېدو سره ډېره ژوبله شوې وي، نو هماغه و، چې سهار د چرګانو د اخيستو په فکر کې شو، خو په دې خپه و، چې نورې يې روپۍ نه لرلې. رښتيا چې د مينې لمبو ته مفلسي څه ده؟! د کور ټولې کاسې، چایجوشونه، ديکچي، ستلونه او ټيمان يې سره له دوو بکسونو سره په کباړي خرڅ کړل. ښار ته لاړ . څلور دانې پاک کړي چرګان يې واخيستل او ماښام يې د بام سر ته له دې شعر سره يو ځای ګوزار کړل:
درې ورځې وروسته مې جرګه ده در روانه
زما ښايسته جانانه کوژدنه ضروري ده
جنۍ ماښام بام ته راوخته. د چرګانو خلته يې واخيسته او په سترګو کې يې دلبري ته د مينې خندا وکړه. لږ وخت وروسته په داسې حال کې چې دلبري کنډو ته سترګې څلور کړې وې، د پخوا په څېر ورته کاغذ راوغورځېد او په دې نظم يې نمانځلی و:
د الوګانو نه مې خوښ دي ډېر چرګان
همدا مې دی ارمان ـ واده کې به يې هم خورو
درې ورځې وروسته مې کوژدنه کړه تیاره
زما خوږه دلداره پنځه سپين ږيري بس دی
د دې شعر په لوستلو دلبری له ډېرې خوشالۍ نه په دوه دوه لګېده. په مور يې زېری وکړ. په درېو ورځو کې يې روپۍ په ډېر تکليف په پور پيدا کړې. پنځه کسه سپين ږيري يې لومړی کور ته راوستل.
نن د هغه د ارمانونو د پوره کېدو ورخ وه. نن هغه ورخ وه، چې دلبري يې ډېر ارمان کړی و. په زړه کې يې ويل، چې تر واده وروسته به زه هغو خلکو ته چې زما مور يې تشه ځولۍ رالېږله، ووايم، چې ای خلکو! زه هم انسان وم. ګوره ستاسې له لورګانو خدای سپینه او انداموره جنۍ راکړه. په لسګونو داسې ورته سوچونه هغه په لږه شېبه کې وکړل. ماسپښين مهال و، چې د نور بي بي کاله ته روان شول، خو هلته چې ورسېدل، نو دلبری هک پک ودرېد. د نور بي بي کور ته لوی قلف اچول شوی و. هغه لومړی له ډېرې حيرانتيا سپين ږيرو ته وکتل او بيا يې چې لاندې ځمکې ته وکتل، نو د دروازې سره يې يو کاغذ وليد. هغه يې راواخيست او چې يې پرانيست، نو دا په کې ليکل شوي وو:
دلبره زه چې ستا اشنا وم
باور دې وشه چې ايجړا وم
خدای دې نصيب کړه يوه ښکلې ماه جبینه
زما یاره شېرينه ـ مټيزه درنه لاړم
پېښور ـ ۱۹۹۹
د شرافت حراميتوب
له هغې ورځې نه چې دې خاوره کې ګډوډي جوړه شوه، نو له هماغه وخت مې د ورځې په تېرېدا سره د ذهن بېړۍ د ژوندانه ناخوالو دومره ښورنده کړه، چې د ژونديو په کتار کې په ډېره خوارۍ حسابېدم، خو په حقېقت کې مې د بدن هر رګ د سيتار د تار په څېر اهتزاز کاوه.
د وژنو، ظلمونو او نورو نادودو سره خو معتاد شوم، خو ځينې نارواوې مې با الکل نه شوې زغملی. ما ډېر ژرنده ګړي، نالوستي او د خدای په قهر ککړ خلک وليدل، چې له ډېرو خواو نه ستر خلک شول، هغه خلک چې د ولږې له امله به ورکره موږکان په دايمي زکام اخته وو، د وخت په تېرېدو سره يې اولادونه د نړۍ د نازولو په کتار کې ودرېدل. د دوی دغه سترتوب يوازې له مادي پلوه نه وو، دې ډول خلکو دا چانس هم درلود، چې پر سترو سترو چوکيو کېني او د ډېر وخت لپاره پر خلکو باداري وکړي.
په کور کې به يې په همدې پېغور راکاوه، چې د دومره زده کړې، خدمت او هلو ځلو سره زموږ ژوند د زيړي بابا له ملنګانو نه ښه نه شو. داسې پوهه دې په توپ والوځي، چې په درد نه خوري، له يوې نه دې دوه نه کړه او ....
د کور خبرې چې به مې واورېدې، نو د افغانستان د سياسي وضعې په څېر به ورته ناځوابه شوم. زه هم حيران وم، چې څه ووايم، څو ځله مې په وسو وسو وويل:
ـ نور څه وکړم، خپلې هلې ځلې کوم، کار کوم او په حلالو پيسو ايله همدومره کېږي چې ژوندي پاتې شو. نور حراميتوب مې زده نه دی او د شرافت په ژوند کې دلته انسان ته ايله کچالو او ډوډۍ ورورسېږي.
راته وويل شول، چې په اوس وخت کې حراميتوب يو عام رواج دی، د دومره پوهې او زده کړې نه خو لږ حراميتوب او چالاکي ښه ده!
خبره يې بده نه وه، خو د دې کار لپاره هم فطري وړتيا اړينه ده. که څه هم دوه ځله راته د غلا طلايي فرصتونه پيدا شوي وو، خو چې رښتيا درته ووايم، په خپل ضمير بريالی نه شوم.
کله کله چې به مې خپل پخواني سپېره، مګر اوسني شتمن ملګري وليدل، نو په خندا کې به مې ورته وويل:
ـ ياره! لږ د غلا او حراميتوب چل خو ما ته هم وښاياست. هغوی به د ځواب پر ځای وخندل او بيا به غلي شول. زړه کې به مې ويل، چې زموږ به هېواد کې خو د هر ډول ظرفيتونو د لوړولو ورکشاپونه او کورسونه جوړ او لا جوړېږي، کاشکې داسې يوه اداره پيدا شي، چې ما کې د دروغو، چاپلوسۍ او غلا وړتيا پیدا او په دې برخه کې مې داسې وروزي، چې د نورو په څېر زه هم د احساس او وجدان سره د تل لپاره د نن وخت د عاطفې په څېر خدای پاماني وکړم.
په همدې فکر کې وم، چې ناببر مې پر داسې يوې لوحې سترګې ولګېدې، چې نوم يې حيران او بيا خوښ کړم.
( په شرافت کې د حراميتوب د زده کړو مرکز)
په خوشالۍ مې د مرکز کوايف له چوکيدار نه وپوښتل:
ـ وروره په دې مرکز کې هغو خلکو ته زده کړې ورکول کېږي، چې تر اوسه يې غلا، تالان، بې وجداني، غوړه مالي يا بل کوم ټيټ کار نه وي کړی او له اقتصادي پلوه لا د خدای په قهر اخته وي.
سړی راته ډېر مخلص ښکاره شو، ورته ومې ويل:
ـ خو د دې ټولو سره سره يو ژوندی وجدان په کې څنګه وژل کېدای شي، زه خو دا ستونزه لرم.
په حکيمانه انداز يې وويل:
ـ په لومړي سر کې هر انسان همداسې وي، د دې کورس استاذان له مختلفو تاکتيکونو نه کار اخلي، هر څه په تدريج سره پر مخ ځي او پخپله به که خدای کول درنه په لږ وخت کې لوی انسان جوړ شي.
بيا مې وپوښت:
ـ د چاپلوسۍ تدريس په کې هم کېږي؟ خو ما ته د غلا نه هم دا ډېر سخت کار ښکاري.
ويې خندل:
ـ وروره! دلته چاپلوسي په ډېر هنري انداز او د يويشتمې پېړۍ سره سمه د دېموکراسۍ په رڼا کې ښودل کېږي. دې مرکز کې هغه استاذان چې په چاپلوسۍ کې ډاکټري لري او د دې هېواد ستنې دي، ښودل کېږي.
له خوشالۍ نه موسکی شوم.
ـ ښه يانې ما نه هم چاپلوس او غل جوړولی شي؟
ويې ويل:
ـ ډېر په اسانه، بس لږ همت په کار دی، خدای پاک وايي ته حرکت کوه، زه په کې برکت اچوم.
ـ ښه نو وروره مياشتنی فيس يې څومره دی؟ دا ستاسې ځای خو مې ډېر خوښ شو، زه خو خپل وجدان د پلۍ پړک ته کېنولم.
ـ د مياشتې پنځه سوه ډالر.
په حيرانۍ
ـ پنځه سوه ډالر؟!
سترګې يې برګې کړې:
ـ ولې دا تا ته وړه خبره ښکاري، چې غلا او چاپلوسي هم وکړې، خو دا هر څه په شرافت کې وي، څوک درته غل او چاپلوس ونه وايي.
له دې سره د فيس له وېرې يو لوی ګام شا ته شوم، خو ورسره د ښار په يوه ژور ناولي لښتي کې روالوېدم او په حراميتوب کې د شرافت احساس مې په هماغه ککړو اوبو کې چوکيدار ته پرېښود!!
مات غاښ
زه پوهېږم، چې زما په ليدو د ډېرو په زړونو کې دا تېرېږي، چې ګواکې زه يو مسلکي ژورناېسټ نه یم، خو بيا هم په لږ وخت کې د کورونو، د ډېرو نومرو او نورو شتو خاوند شوم. له لويو چارواکو سره مې په لږ وخت کې اړيکې جوړې کړې. داسې شپه به نه وي، چې په راډېو يا تلوېزون کې زما نوم نه يادېږي.
زه د دغو خلکو له ټولو خبرو سره همغږی يم . زه ورسره دا منم، چې د لوېديزوالو تر راتګ دمخه دلته د ژورنالېسټ له نامه سره څوک بلد نه و، خو دا د دنيا اصول دي، چې د هر شی تقاضا ډېره شي، نو د موادو پيدا کېدو ته يې اړتيا وي. په داسې وخت کې پکار وه، چې زما غوندې خلکو هم د وخت له غوښتنو سره ځان برابر کړی وای. زه خو ښه وم، څه سپین تور مې ليکلی شو، هغو ته ګوره، چې خپل مسلکونه يې دې کار ته پرېښودل. تاسې پوهېږئ، چې ما باندې په دې لار کې څومره ناکوبۍ تېرې شوې دي؟! زه چې اوس د کوم دولت او شهرت خاوند یم، نو دا په داسې اسانۍ نه دي پیدا شوي. ما په دغه مزل کې دومره ستړې ګاللي، چې حتی په دې سپېڅلې لاره کې مې خپل مخامخ غاښ د حقايقو په څرګندولو کې له لاسه ورکړی دی.
په هغه روځ چې مې په ځان ګوتې ووهلې، نو ږيره مې نوره هم بونډۍ کړه. سپينې جامې مې واغوستې او د کميس په تخرګونو کې مې د قصه خوانۍ عطر وموښل. د عطرو له بوی سره مې ارواښاد رېدی ماما چې ډېر کلونه پخوا له وطن نه لرې په حق رسېدلی او څو ورځې وروسته يې کلي ته راوړی و، ځکه سترګو ته نېغ ودرېد، چې له هغه هم هغه وخت همداسې لوخړې په غرغړو وې.
څو ساعته وروستخه اوطو کړی د نغمې بي بي کور ته ورسېدم. له دروازې سره مې خپله وړه ايينه له جېبه راوکښله او پر سترګو او مخ مې لاس راتېر کړ. ورپسې مې خپله ساه جوړه کړه او بيا مې په زړه کې د خپلې پېژندنې تکراري جملې لا پسې ګردان کړې. دا زما لومړی ځل و، چې نغمه به مې له نږدې ليدله. په زړه کې مې په دې هم ګوړې ماتولې، چې هغې زما يو شعر هم په ډېر مست انداز کې ويلی و. لږ وروسته مې د دروازې تڼۍ کېکاږله، خو څوک رانغی. بيا مې تڼۍ ته زور ورکړ، بيا هم څوک رامالوم نه شو، خو په درېيم ځل چې مې څنګه کېمنډله، يو پلن سړی راووت او په تروه ټنډه يې وويل:
ـ څوک يې، څنګه راغلی يې؟
ما ځان داسې وروښود، لکه له پخوا نه چې ورسره بلد یم. موسکی شوم:
ـ زما نوم پ لالهاند دی. د بوډۍ ټال د مجلې د مرستيال، مرستیال مرکچي يم.
ـ ښه یانې ته مرکې ته راغلی يې؟
ـ هو همداسې يې وګڼئ!
پهلوان مخکې او زه ورپسې شوم. انتظارخونې ته يې بوتلم. په کوټه کې يو بل بدغونی ځوان هم ناست و . هغه ته يې په ورو وويل:
ـ يو خو راغی او له دې سره بلې کوټې ته ننوت. ما د نغمې لارې ته سترګې څلور کړې وې . د دې لپاره چې د نغمې د ښکلا تر اغېز لاندې رانشم، نو د يوه ديپلومات په څېر کېناستم. خو لږ وخت لا تېر شوی نه و، چې پهلوان د يوه کوتک سره راباندې رامنډه کړه. يو ګوزار ، پسې بل، پسې بل . بيا يې هغه بل ته قومانده ورکړه:
ـ ته لا ورته ګورې؟!
ما نه چې پهلوان د افغانستان فرضي پوله جوړه کړې وه، نو دواړو په ډېرې اسانۍ له پښو او لاسونو ونیولم. زړه کې مې وويل، چې ګوندې کټ کې مې اچوي. اخر د قام سترګې يم، خو دغو ظالمانو د حوېلۍ ډنډ ته د دزنبېل غوندې يووړم. خدای خبر چې په يوه دقېقه کې يې څومره غوټې راکړې؟! اوبو مې ساه بنده کړه. په لویه تنه مې د ماشومانو غوندې رمباړې پيل کړې. د رمباړو په لړۍ کې مې يو وخت په خواږه غږ واورېدل:
ـ بس دی نور يې پرېږدئ! ما خو درته په اوبو کې د ننويستو نه و ويلي، اخر کومه توده سندره خو به يې ليکلې وي. پهلوان ورته په غوسه وويل:
ـ بي بي ده سره همدا مناسب و.
ـ ښه، ځه ښه مو کړي، اوس يې کوټې ته کړئ اخر ژورنالېسټ دی . نورې جامې ورته راوړئ!
ـ ز ... م .. زما بکس څه شو؟
پهلوان سترګې سرې کړې:
ـ ډېر مه ګړېږه. بکسګی دې لا غاړه کې زانګي.
تر فزيکي ترميم وروسته راکې ايله يو ساعت وروسته ساه غځونې وکړې . له وېرې مې د پهلوان لوی کميس واغوست، خو د پرتوګ د اغوستو يې هېڅ چاره نه کېده او په هماغه خپل مې قناعت وکړ. ما سر ټيټ کړی و، چې راته وويل شول:
ـ زه نوره له دې مرکچیانو پوزې ته راغلې یم. يوه ورځ نه ده. هره ورځ هره ورځ مرکه. او بيا داسې چې زه يو څه وايم ليکي راپسې بل څه.-ځينې خو مې لا ليدلي هم نه وي، خو هوايي مرکې يې راسره کړې وي او ځينو خو د لتا منګېشکر استاذه او یا هم په شاعرۍ کې رانه نازو انا جوړه کړې وي. د خدای لپاره نوره مې په کراره پرېږدئ!
د نغمې له کوره به لا يو څو ګامه وړاندې نه وم تللی، چې پوليسو ونیولم. لومړی يې له سره تر پښو په حیرانتیا راوکتل او بيا يې په اردو کې رانه وپوښتل، چې څوک يې او دلته څنګه ګرځې؟
ـ می ايک ژورنالېسټ هو. دلته نغمې کې سات مرکه کرتاهو.
هغوی ګرم نه وو. کمېس او اردو ژبه مې يو له بله ډېر خندوونکي وو. په تعجب يې پوښتنه وکړه:
ـ کيا جرنلېسټ ایسا هوتا هی؟
ـ دوه ساعته پهلی می سيي ژورنالېست تا، مګر انونې مجې سختې غوپې دیا او دا کميس هم همارا نهی هی. له دې سره مې خپل بکس پرانيست او ورته مې وويل:
ـ می په خپل ټول ژوند کې دروغ نهي بولتا. يه ټيپ ديکو. يه خاص مرکو کيلی هی.
کور دې اباد وي، نور يې راته څه ونه ويل.
پېښور ته چې څو وررسېدم، نو له ځانه سره مې کلکه پتېيله وه، چې خير نغمه نه سيي، نازیه اقبال خو رانه چا نه ده وړې. تر هغې ځوانه ده او د مجلې ښکلا پرې له بل هر چا ډېرېږي. په پوښتنه پوښتنه مې د هغې کور پيدا کړ. ورمې ټک ټک کړ. څه وخت وروسته یو برېتور سړی په قهر راووت:
ـ سينګه راغلی يې؟
ـ غواړم چې له نازيه جانې سره انټروي وکړم.
ـ د سه شی انټروي؟
ـ د رسالې لپاره.
ـ ښه ته همدلته ودرېږه!
ما په خپل بکسګي ګوتې وهلې، چې سړی ناڅاپه د ګولټېر سپي سره راووت. سپي چې زما سره بکس وليد، نو يې راباندې راټوپ کړ. زه مخکې او سپی په کوڅه کې راپسې. سپي سمې خپړې لګولې. اخر يې له کيڼې پايڅې ونیولم. له وېرې مې پرې د بکسګي ګوزار وکړ. له دې سره سپي پرېښودم، خو بکسګی يې رانه په خوله کې ونیو او نېغ د نازیه اقبال پر کور ورننوت. حیران شوم، چې څه وکړم؟! زړه نه زړه کور ته لږ وروسته ورغلم، خو له دروازې نه ډېر وړاندې ودرېدم . د سپي له وېرې مې غږ نه شو کولای. د کوڅې يو یو سړي چې به ليدم، نو زما د يوې پايڅې په ليدو به هک پک درېده. خلک شېبه په شېبه ډېرېدل. په هغوی کې د يوه سپين پټکی پر سر و. په عاجزۍ مې له هغه نه د خپل بکسګي د تر لاسه کولو مرسته وغوښته. چار دې ښه وي، په خپل حکمت يې بکسګی په دې شرط ما ته راکړ، چې بيا به سندر غاړو ته د مرکې لپاره نه راځم. ما هم داسې ومنله، لکه څوک چې د نصوحا توبه وباسي .
زړه کې مې وويل، چې راځه د خدای د لارې له دې نېک بنده سره مرکه ولې نه کوې؟! له هغه مې غوښتنه وکړه، ويې منله. د خپل عادت له مخې مې له ځانه سره پرېکړه وکړه، چې باید داسې مرکه ورسره وکړم، چې لوستونکو ته په زړه پورې وي. په يوه سماوار کې ورسره کېناستم او ترې ومې پوښتل:
ـ قاري صیب ! زیاتره قاريان ولې ړانده، بېړاګان او یا هم کاږه واږه وي؟ مطلب مې دا دی، چې روغ خلک په دې لار کې ډېر لږ وي، چې دا ولې؟
ـ ته مرکه کوې، که قاريانو پورې ملنډې وهې؟! خوله سمه خوځوه!
قاري صیب هغه نه دا سيي:
ـ ستاسې له ملګرو سره چې کله څوک پر دسترخان کېني، د ملګري خيال نه ساتي او له واره په غوښه حمله ولې کوي؟
هغه په غوسه په خپله ږيره لاس راتېر کړ:
ـ هلکه اوسېله مې درته نوره ختمېږي!
ـ پوی شوم بس دا اخري پوښتنه:
ـ ښه به نه وي، چې د خان او غريب مړي ته په يوه سترګه وګورئ؟
زما پوښتنه لا پوره شوې نه وه، چې کړنګ شو. نوم يې څپېړه ، خو داسې وه، چې خپلې مخې ته مې وکتل، نو د خولې مخامخ غاښ مې په وينو سور پروت و. اوس تاسې انصاف وکړئ، چې د څه شی لپاره د انسان غاښونه وتلي وي، نو هغه بايد څه څه و نه کړي؟!
۲۰۰۲ ـ پېښور
مرکه
ګرانو لوستونکو!
دا دی ستاسې د ډېرې خوښۍ لپاره مو د پښتو ژبې له يوه چوټ انداز، بلا پسې او بې پروا شاعر ښاغلي سملاسي صیب سره لنډه مرکه کړې. هيله ده چې خوښه مو شي.
ـ سملاسي صیب پېژندګلوۍ ته خو مو ځکه اړتیا نشته، چې په ټولو ادبي ټولنو، مشاعرو، مجلو او ورځپاڼو کې ماشاالله ستاسې د هنر او فن سندرې غږېږي، خو که بيا هم راته ووایاست، چې کومې انګېرنې شاعرۍ ته وهڅولئ، خوښ به شو.
ـ وروره! دا چې زه يو ريالېسټ شاعر يم او دروغ نه شم ويلای، نو رښتیا خبره دا ده چې کلونو کلونو اوزګارتیا چې کله پوزې ته راوستم، نو په زړه کې مې وويل، چې راشه شاعري شروع کړه. بس هماغه ورځ شوه، چې شاعرۍ ته مې لاس وراچولی، بيا مې نه ده پرېښې.
ـ ستاسې د خبرو دا مانا شوه، چې شاعري مو په شعوري توګه پيل کړه؟
ـ نه شعور معور نشته، پخپل همت مې پيل کړې ده.
ـ سملاسي تخلص مو د ځان لپاره څنګه غوره کړ؟
ـ دا خو په ادبي بنډار کې يوه ورځ ناست وم، چې يوه ملګري د رحمن بابا دا نیم بیتی ووایه، چې:
د ګوهرو پيوستون په نري تار شي
نور چې ورته هر څومره تاو راتاو شول، هېڅ يې ونه کړل، خو ما سملاسي پاتې نیم بیتی داسې ورپوره کړ:
چې څوک بند شی په کوټه کې نو ايسار شي
له همدې سره ټولو ملګرو سملاسي په يوه خوله د سملاسي لقب راوباښه.
ستاسې د دومره لوی شهرت اصلي راز په څه کې دی؟
ـ لکه چې مخکې مې وويل، چې زه دروغ ويلی نه شم . اصلي خبره دا ده، چې زما لومړۍ شعري مجموعه ( د پتنګ لړمون) چې کله چاپېده، نو د هېواد نامتو اديب و ليکوال ښاغلي سریزمل صیب چې پرې کله سريزه وليکله، نو هماغه ورځ شوه، چې د شهرت پر بام يې وخېژولم. اوس که هر څه وایم، نو هغه د بخشي پله د کباب غوندې مشهور یم. رښتیا بل علت يې دا دی چې په مشاعرو کې چې کله کلام وایم، نو له يوه او بل کونجه مې خپل ځانګړي ملګري په داد او چکچکو نمانځي.
ـ سملاسي صیب دا راته وواېې، چې په شاعرۍ کې له چا نه متاثر ياست؟ او په کلاسيکو او اوسنيو شاعرانو کې مو د چا شاعري خوښېږي؟
ـ يره وروره! چې رښتیا درته ووايم، زه يوازې له خپل خيال نه متاثر یم. په کلاسيکو شاعرانو کې مې چې کله فکر جوړ وي، د ارواښاد خيال الدين بابا يو نیم بیت راباندې دومره بد نه لګېږي او په اوسنيو کې هر څوک چې زما سبک تعقيب کړي، ښايي شعر ته يې غوږ ونیسم.
ـ خوشحال خان خټک د شاعرۍ لپاره علم او پراخه مطالعه لازمي ګڼي، تاسې په دې هکله څه نظر لرئ؟
ـ د خوشحال خان دا خبره هغه وخت سيي وه، خو نن د کمپيوټر زمانه ده . اوس هر شاعر خوشحال خان دی.
ـ وايي چې ستاسې د شعر په مانا څوک نه پوهېږي. د بېلګې په توګه دا بیتونه مو څنګه مانا کوئ؟
د شفق له سترګو راغلل سره جامونه د خومار
بیا به جوړ کړي په سبوږمۍ کې د مين د زړه ابشار
بلبلان چې په خندا شول بيا په سترګو کې موسکي شول\
دوی پيدا کړلو په خوب کې د لیلی د زلفو تار
ـ وروره ! شعر همدې ته وايي، چې څوک يې په مانا پوه نه شي. د شعر مانا د شاعر په ګېډه کې وي. که د شعر په مانا څوک پوه شي، نو دا خو بيا (شعر) نه ( مېر ) دی او پاتې شوه د پورته شعر مانا؟! دا خو دومره توضېح او تشرېح غواړي چې بل کتاب پرې ليکل کېدای شي. ښه به دا وي، چې بل وخت راسره تماس ونیسئ.
ـ زما موخه دا ده، چې په شاعرۍ کې د مانا تړون ضرور دی. هر څه بايد منطقي وي که څنګه ؟
ـ شاعري په منطق او مانا پورې هېڅ اړه نه لري. دا د تخيل پرواز دی. د خيال مرغه چې پر هر شي کېناست او هر څه يې وويل، بايد درناوی يې وشي.
ـ خبر شو، چې ستاسې دیارلسمه شعري ټولګه هم چاپ ته تیاره ده. دا ټولګه مو څه نومېږي او په دومره لږ وخت کې مو څنګه وکړای شو، چې دومره ډېره شاعري وکړئ؟
ـ وروره! الفت صیب وايي، چې شاعر د جرګو او مرکو سړی نه دی. زما ناسته ولاړه، خوراک، خوب، لنډه دا چې هر څه شعر دی، نو ځکه دا کومه د حیرانتیا خبره نه ده. تر اوسه بايد ما دوه انډي کتابونه چاپ کړي وای، خو افسوس چې ټول وخت مې هسې تېر شو . زما ديارلسمه ټولګه ( د مچۍ لری) نومېږي، چې ډېر زر به د لوستونکو د خولې خوند ښه کړي.
ـ که ګرانو لوستونکو ته خپل تازه کلام واوروئ، خوښ به شو.
په دواړو سترګو. دا غزل مې لږ ساعت مخکې ليکلی، چې عنوان يې دی:
د رانجو اوازونه
بیا دې سترګې کړلې تورې په رانجو د اوازونو
ستا د شان سره نه ښايي تنګې خولې د سرو ګلونو
ستا په غوږ کې به ځای نیسي خلاصېدای شي رانه کله
څرمښکۍ د همت ګرځي ستا د لاس په دېوالونو
ډيوه مړه کړه په خندا شه په خندا کې شه بيا ورکه
ښاپېرۍ دې درته ناستې سرې او شنې په توشکونو
ای د اوښکو سمندره بيا د خيال کښتۍ کې ګرځې
ما هم ځان سره ويده کړه په دې دنګو چنارونو
سملاسي به زه درځمه په هوا کې لکه ستوری
څومره ښه ښکاري جانانه ستا اشنا په تعويذونو
ـ که شعر مو نه وای ويلای او شاعر شوی نه وای، څه احساس به مو کاوه؟
ـ والله څه ووایم؟! خبره دا ده، چې که په دغه شعري بيروبار کې مې برخه نه لرلای او نوم مې نه يادېدای او خلکو مې د نوم سره صاحب نه ويلای، خدای شته د زړه په سر به مې پولۍ ولاړې وای، خو اوس د خدای رحم دی
ـ که د شعر د جوړولو په اړه راته ووایاست، خوښ به شو؟
ـ دا يٍو پېچلی کار دی. ځکه چې لومړی څو قافيې لکه بار، کار، ښار، ډار، مار، لار، شالمار او داسې نورې راټولې کړم او په کاغذ يې وليکم. بيا نو ډول ډول کليمې او خبرې ورپسې واچوم او غزل ترې جوړ کړم. که چېرته پوه شوم، چې د ارمونيې سره خوند نه کوي، ايسته نوی شعر ترې جوړ کړم، چې هغه خو نو بیا بېل حساب دی.
ـ که د نوي کول شاعرانو ته څه پيغام لرئ، مهرباني وکړئ!
ـ ولې نه. پکار ده چې ځوان شاعران په خپلو شعرونو کې نوې نوې تشبیه ګانې، استعارې او شعري ښېګڼې وکاروي او د پخوانیو سره مخه ښه وکړي. اوس نوې زمانه ده. دوی کولای شي، چې سمندر ته غوږونه، پتنګ ته برېتونه او بورا ته واسکټونه په ښکلې پېرایه کې وکاروي. د چا له انتقاده دې نه وېرېږي. تخيل د هر څه د استعمال اجازه لري او که څوک يې نه مني، نو ما ته يې راولېږئ، چې په خپل منطق يې قانع کړم.
ـ سملاسي صیب تاسې نه ډېره مننه چې مرکه مو وکړه.
ـ تاسې نه هم مننه، چې زه مو د څه وخت لپاره د خيال له دنیا نه راکښته کړم او خپل وخت مو ضايع کړ.
۱۳۸۰ ـ پېښور
د الوګانو ورځ
څو ورځې وړاندې يو سهار چې راتلم په ټوله مانا مو په کور کې د غرمې لهپاره د کتغ درک نه و. په تېرو څو ورځو کې خو مې مېرمنې ماشومان په هغه او دغه تېرایستل، خو نور د هغوی د غولولو لهپاره هيڅ بانه نه وه. تر ټولو دوو کوچنیو اولادونو خو مې په چيپسو پسې نورې دومره چغې پیل کړې لکه د افغانستان خلک يې چې د انتقالي عدالت لهپاره وهي.
چاره نه وه، د يوه بشپړ ناکام پلار په څېر له کوره راووتم. په دفتر کې راباندې تر غرمې پورې وخت د کال په څېر اوږد تېر شو، د غرمې د ډودۍ پر وخت مې یو یو ماشوم، په تېره تر ټولو ډېر هغه دوه کوچني اولادونه سترګو ته د مجسمو په څېر ولاړ وو. د وریژو هره ګوله به مې په ستونې کې له خپګانه داسې ونښته لکه وریجې نه، د خښتو مساله چې مې تېره کړې وي. هڅه مې وکړه چې ډوډۍ ته ناست ملګري مې پر ځان پوه نه کړم.
خپه دې ته وم چې د ډالرو په دې نااشنا پیر کې په دې کله هم و نه توانېدم چې اولادونه مې په مړه ګېډه په الوګانو ماړه کړم. ځان ته د ملامتي په همدې سوچونو کې وم چې ملګري مې ټلوېزيون روښانه کړ. په ټلوېزيون کې لویه غونډه پیل شوې وه، غونډه نو څه داسې غونډه نه وه چې هسې تشې ککرۍ دې ورته راغلې وي، وزیران، د لویو لویو بنسټونو استازي، تر ټولو ستر ستر مدني فعالان او د نن وخت تر ټولو وتلي او پر هېواد تپل شوي سیاستوال.
غونډې ته نور هم ځير شوم، لږ وروسته پوه شوم چې غونډه د داسې څه په برخه کې ده چې ما ته پوره د حیراني وړ ده. له دې سره مې د کور سوچ د یوه وخت لهپاره له ذهنه والوت. غونډه د تشناب د نړیوالې ورځې د نمانځلو په برخه کې وه. حیران په دې شوم چې دا نوم راته ډېر حیرانوونکی و. وروسته مې فکر وکړ چې رښتیا هم تشناب ډېر ارزښتمن ځای دی، د انسانانو حاجت پکې رفع کېږي، که تشنابونه نه وای، خلکو به څه کول؟ له ناکامه به د سرکونو پر څنډو کتار ناست وو، ځکه له هر څه سره يو څه کېږي، خو د دې اړتیا مخنیوی تر فساد هم ګران کار دی.
همدارنګه تشناب د روغتیا ساتلو په برخه کې هم ستر رول لري، خو رښتیا چې د «وږي تر غوږه د ډوډۍ ټپار وي» له ما سره دا فکر پیدا شو چې يو څوک د خوراک لهپاره څه نه لري، د تشناب نمانځل به ورته څه ارزښت ولري؟
په کار دا ده چې دلته د اوړو د بوجۍ، د بورې او بلې اړتیا ورځ نمانځل کېدای، دلته خو د دې هېواد د نفوس ډېره برخه له لوږې سره لاس و ګرېوان ده، لومړی د هغې غم خوړل په کار دي.
له دې سره مې بیا خپل وږي او دالوګانو ارمانجن ماشومان سترګو ته نېغ ودرېدل، روانه غونډه راته هسې چټیات ښکاره شوه.
د ماسپښین درې بجې به وې چې د دروازې ټک ټک شو، له ځوان سره مې لنډه ستړې مهشه وکړه، هغه هم لکه چې کار درلود، يو پاکټ يې راکړ او تر لنډو خبرو وروسته په منډه ولاړ.
پاکټ ته مې تلوسه وه، زر مې پرانیست، په خیال کې مې هم نه ګرځېدل چې داسې څه دې پکې ووینم چې تر هر څه مې ورته ډېره اړتیا وه، له پاکټه مې د پنځه سوه افغانیو نوی نوټ راوويست، کور دې يې اباد وي، درې میاشتې وروسته يې راته د لیکنې حق الزحمه راولېږله. نور نو په ځان نه يم پوه شوی چې له دفتر څومره ژر ووتم او دوه منه الوګان مې څومره ژر کور ته ورسول!؟
الوګان نه، په هغه ورځ يې زموږ په کور کې تر لالونو ډېر ارزښت درلود، مېرمن مې د الوګانو په لیدو موسکۍ او ماشومانو مې داسې خوشالي پیل کړې لکه لوی اختر چې پرې راغلی وي. له واره يې په پاکولو او رژولو پیل وشو. ما چې د خپلو اولادونو خوښي وليده، يوه دردمن فکر په مخه واخیستم، له دې سره مې تخیل راته وويل چې د تشناب ورځ باید د الوګانو په ورځ بدله کړم، هماغه و چې د شعر ښاپېرۍ مې لاندې نظم ولیکه او بیا مې په ډېر اخلاص الوګانو ته ډالۍ او دا ورځ مې داسې ونمانځله؛
د الوګانو ورځ
بېوزلانو ته چرګان دي الوګان
خو خوارانو ته لا ګران دي الوګان
چې پرده پرې د سړي هر وخت پټېږي
څومره ښه څومره اسان دي الوګان
چې حالت يې د خوراک پر وخت ووينې
د وړو خو ماماګان دي الوګان
کبابونه خو له موږ ځنې پردي دي
له هر چا نه مو خپلوان دي الوګان
د الو ورځ دې نېکمرغه د غریب شي
نن مو کور کې شهزادګان دې الوګان
برېتوره!
ياره هغه ورځې چې مې اوس هم رایادې شي، نو زړه کې ووايم، چې رښتيا موږ د سين د کاڼو غوندې کلک او سوليدلي يو. د دنيا کومې نادودې وې، چې ومو نه ليدې؟!
سره له دې چې د پېښور د کلونو پر مهال د مېږې غوندې بې ازاره وو، لاره به مو پوکوله او پرې تللو به ، خو که به مياشت نيمه کې د هغه ځای پر پوليسو خدای وربرابر کړو، نو د پوليس لوري ته غوږ به مو له وېرې رپېدا پيل کړه. که ور وبه دې کتل، نو په دې به يې نيولې، چې ولې دې راوکتل او که به دې نه ورکتل، زړه کې به مو ويل، چې ور ونه ګورې، نو د بل څه ګومان به درباندې وکړي، بيا دې هم نه پرېږدي. لنډه دا په کتلو او نه کتلو دواړو کې په غم اخته وو. زما د یوه ملګري خبره هغه وخت هم د کاڼي کرښه وه، هغه به ويل:
ـ که نوره هېڅ ګناه هم درکې نه وي، نو د پېښور پوليس درته دا بانه کوي، چې پوزه دې ولې پيته او يا يې سر نری دی. زر شه تاڼې ته ځو.
موږ په هغه زور او قوت چې مو درلود، له يوه غونجي او پوډري غوندې پوليس سره دا استدلال هم نه شو کولای، چې هلکه ستا يې زما د پوزې د سر او يا نرې غوږ پورې څه؟!
بس همدا ګناه مو وه، چې موږ يې پردي ګڼلو او په پردي وطن کې د انسان عزت نه وي.
يو وخت داسې راغی، چې ډېره موده د پېښور د پولیسو له شره خدای په امان کې ساتلی وم، په ښار کې روان وم، زړه کې مې وويل، ډېر وخت کېږي، نيولی يې نه يې، راځه نن خو په پوليسو ځان پخپله ونيسه. له نېکه مرغه يو خوارنجوکی پوليس په ارت زاړه پتلون کې د جوارو د پټي د هغه ګوډاګي غوندې ولاړ و. کله چې يې له څنګه تېرېدم، نو په متبسم انداز مې وروکتل. له دې سره يې په تروه تنډه وويل:
ـ هلکه کابليه ودرېږه!
ودرېدم او هغه په پلټنه پيل وکړ. لاسونو ته مې په ځير د دې لپاره ورکتل، تر څو په کوم جېب کې مې چرس وانچوي. چې څه يې ونه موندل، نو په تونده لهجه يې وويل:
ـ سه کار کی؟
په نرمۍ مې ورزياته کړه:
ـ ډاکټر يم.
له دې سره يې په ريشخند ځواب راکړ:
ـ يار مهاجر به څه يي او ډاکټر به يې څه يي؟!
خدای شته په دې سپکاوي ډېر خپه شوم، د تللو پر وخت مې لږ بد بد وروکتل. خو هغه راته د يوه جنګسالار په توګه وویل:
ـ راګوره مه، چې اوس به دې تاڼې ته بوځم. د تاڼې د غږ په اورېدو مې دوه خپلې او دوه پردۍ کړئ.
د هماغې ورځې پر ماسپښين جلال اباد ته ورسېدم. تلوېزون نوی فعال شوی و، د مرکې بلنه يې راکړه. د خپرونې پر وخت د کوربه د ټولو پوښتنو پر مهال به مې د هغه پوليس خبرې سترګو ته درېدې، ما ته د هغه او د دې ځای په غبرګون کې د اسمان او غره هومره توپير جوت شو. په همدې ورځ زه يو بې رتبې پوليس هلته توهينولم او په خپله خاوره کې مې دومره درناوی کېده، چې د يوه معزز مېلمه په څېر يې زما درناوی وکړ. ځکه نو وايم چې (پردی کټ تر نيمو شپو او تيږه پر ځپل ځای درنه ښکاري). سبا به تاسې سره هم داسې چلند کېږي، که نور هېڅ نه وي، نو په دې به مو ونيسي، چې سمه ده، ږيره خو دې اوږده، خو دا برېت دې ولې ببر دي؟!کابليه مخکې شه!
نو ځکه وايم، چې نور راځه! ګوره ما ډېر برېتور او تورزن وليدل، چې په پای کې د خپلو خوشباوريو له امله له اوږدو برېتونو نه پرديو خلاص او د هغوی هر څه يې لنډي بوچي کړل!! ګوره نه به دې بیا دا جاښه ږيره وي او نه دا ببر برېت!
سپی که اولاد؟!
له ډېرو ورځو نه مې په زړه کې يوه پوښتنه وه. پوښتنه له دې نه راته پيدا شوې وه، چې هره ورځ به مې له سړیو، ښځو، نجونو او هلکانو سره سپي ليدل، چې په مینه به يې روان کړي وو. په تېرو څو ورځو کې راته دا جوته شوه، چې د دې ځای د خلکو د اوزګارتیا ډېره برخه له سپیو سره تېرېږي. یاد سپي، چې عجیب او غریب ډولونه په کې شته، دوی ته دومره ګران دي، چې ځینو نجونو په خپلو ټټرونو پورې داسې جوخت نیولي وي، چې انسان ورته حیرانېږي. دلته چې څومره د سپیو شمېر ډېر دی، نو همدومره ماشومان لږ او حتا زموږ په ګاونډ کې خو تر اونیو اونیو پورې نه د کورنو مخې ته او نه هم پر سرکونو کوم يو ښکاري.
په هغه ورځ مې د کور د مخې په چوکۍ کې ډېر وخت تېر کړ، خو اخر مې زړه تنګ شو. پارک ته په دې هیله لاړم، چې ښايي کوم ماشوم وګورم. پارک تش و، پر يوې چوکۍ فکرمن کېناستم، خو پنځه دقېقې به لا شوې نه وې، چې د پاخه عمر يو کس هم له يوه ښکلي سپي سره پارک ته راغی.
ما يې سلام ته ځواب ورکړ. سړی له څېرې نه مینه ناک ښکاره کېده. سپي ورسره ښه شېبه مینه او لوبې وکړې. کله کله به يې ما ته هم په سترګو کې وکتل. کله، چې ستړی شو، نو پر مخامخ چوکۍ کېناست. لږ وروسته د سړي موسکا زړور کړم او ورته ومې ويل:
ـ دا ښه نه وه، چې يو زوی دې لرلی، له هغه سره به دې ساعت تېر وای؟ دلته چې زه ګورم، نو د ماشوم پر ځای له هر چا سره سپی وي. داسې ښکاري چې دلته څوک اولادونه نه راوړي؟ د هغه په څېره کې داسې تاثر پيدا شو، چې زما د پوښتنو ځواب مفصل راکړي:
ـ په دې موږ پوهېږو، خو زه غواړم، چې د اولاد او سپي په برخه کې درته څه ووایم. د هغه خبرې ته زه هم سنجیده شوم، پر خپل سپي يې لاس تېر کړ او ويې ويل:
ـ دې کې شک نشته، چې اولاد به ډېر خوږ وي، خو څومره چې خوږ وي، غمونه يې تر دې ډېر درانه او ترخه دي، خو سپی د خوښۍ او همدردۍ سمبول دی.
ماشوم، چې دې وشو، نو له لومړۍ ورځې به ورسره لالهانده يې. ناولتیا به يې پاکوې او ټوله ورځ به يې د پیمپرو په بدلولو کې مصروف يې، خو سپی داسې نه کوي، کور دې نه ناولی کوي او چې کله يې اړتیا پيدا شي، بهر له يوه بوټي سره پښه جیګه او خپله اړتیا رفع کړي. اولاد چې دې لږ لوی شي، نو بیا به يې د شيدو ورکولو په لانجه اخته يې. چوشکونه، سیریلاک، بل کار به دې نه وي، دا به ورته که مرې که چوې برابروې، خو سپی درنه دا نه غواړي. چې لږ نور هم غټ شي، تا به ورته خوراک اېښی وي، خو هغه به نخرې شروع کړي، چې دا خورم او دا نه خورم. سپي کې بیا دا خبرې او نازونه نشته. ورپسې د ښوونځې او نورې لانجې. بل کار به دې نه وي، که واوره او که باران وي، وړې او راوړې به يې، بده يې لا دا، چې دا يې هم مالومه نه ده، چې څه به ترې جوړ شي او که نه؟!
اولاد، چې دې لږ نور هم غټ شو، نو بیا به درنه ایفون موبایل غواړي. که پیسې درسره وي، خو ښه ده، که درسره نه وي، نو هره ورځ به ورسره په شر اخته يې، خو سپی درنه نه ایفون غواړي او نه سمسېنګ. له دې نه وروسته د یارانۍ، نشو او د ملګرو سره يې د ګرځېدو لړۍ پیل شي. په مور او پلار سکون حرام کړي، خو سپی بیا دا کارونه نه کوي. د اولاد نادودې په دې ځای کې نه ختمېږي. د سپي خاوند دې وخت کې خپلې عینکې سمې کړې او بیا يې راته وويل:
ـ د افغانستان راته ښکارې! ورته ومې ويل:
ـ هو بالکل.
ـ زه د افغانستان په برخه کې ډېر مالومات لرم، هغه وويل:
ـ خبره د اولاد وه. تر ټولو خو يې بده دا ده، چې زوی دې قاتل یا ځانمرګی شي. د لسګونو بې ګناه انسانانو ژوند به واخلي، خو سپی داسې کارونه نه کوي؟
مور وپلار به په څومره کړاونو لوی کړی وي، خو چې د شتو خاوند شي، نو پلار و مور ته به دومره څه نه ورکوي، چې مناسب وي. د مور او د پلار پر ځای به ټوله ورځ له خپلې ښځې تاوېږي او یا به هم د خپلې خسرګنۍ غلام وي.
د سپي خاوند چې دا خبره وکړه، نو بېخي راته داسې ښکاره شو، لکه زموږ په هېواد کې چې يې کلونه تېر کړي وي. هغه بله خبره کوله، چې سپي يې د مینې نه په اوږو کې خپلې پښې واچولې. هغه د سپي پښې لرې کړې او ويې ويل:
ـ يو سپی که ډېر بد هم وکړي، يو کس به وداړي، خو که اولاد دې د بل هېواد جاسوس او مزدور شو، نو ټول هېواد او تاريخ به دې وران او بد کړي، خو له سپي دا خطر کله هم نشته.
ـ سپي ډېر صفتونه لري، خو لنډه به يې درته ووایم، چې زه اوس په داسې حالت کې يم، چې يوه ملګري ته اړتیا لرم. ما سپورت ته همدا سپی بیايي. له سرکه د همده په مرسته تېرېږم. د کور ساتنه مې همدا کوي. که ډېر اهل اولاد دې هم وي، نو د تل لپاره درسره دومره مرسته نه کوي. تر ټولو بده يې دا ده، چې اولاد ته به هر څه تا ښودلي وي. ټول بریالیتوب به يې ستا د تجربو له برکته وي، خو په پای کې به له تا ځان هوښيار ګڼي، خبرې ته به دې ارزښت نه ورکوي، تر دې چې کله کله به درسره نېغېږي هم. خو سپي کې بیا داسې منفي خاصیتونه نشته. هغه ستا هره خبره او امر په مینه او پرته له ځنډه مني. د سپي خاوند يو اسوېلی وکړ او بیا يې وويل:
ـ زما که په دې عمر کې سپی نه وای او د اولاد په تمه وی، نو په ډېر یوازیتوب کې به راګېر وم. د انسان له هغه چا ډېره د ښوتمه کېږي، چې ډېره مینه يې ورسره کړې وي او چې کله يې ترې ونه ګورې، نو دا د نړۍ تر ټولو وژونکی درد دی،له اولاد نه دا تمه عبث ده. کېدای شوه، چې په کال کې يې يوه ورځ یا څه موده زما پوښتنه کړې وای او بیا به په خپلو معاملو کې ورک وای. له دې سره به مې د خپلو دردونو سره يو ځای د هغه یا هغې د جفا درد هم ګاله، خو په سپي لږه ښېګڼه هم مالومه وي. اوس چې زما د ژوند اخري شپې ورخې دي، زما سپی د يوه ډېر وفادار دوست غوندې تر پایه راسره دی. چې کله مړ شم، نو زما له مړینې به زما همدا ملګری تر ټولو دمخه پولیس خبروي او په مړینه به مې ژاړي، خو که اولاد مې وای، نو هغه به يوه ورځ نیمه خواشیني ښودلې وای، خو ډېر زر به يې زه هېر کړی وای. نو زه خو وایم، چې سپی مې تر نورو د سختو ورځو ښه ملګری کېدای شي. اوس نو ته ووایه، چې سپی ښه دی که اولاد؟!
له قبره راووتم
مرګ د هر ژوندي بدې شي. که داسې نه وای، نو هغه د خلکو خبره موسی ( ع) به حضرت عزرائيل په څپېړه نه واهه . رښتيا ده، چې « له پېښې تېښته نشته». ما که هر څو له تګه ځان ساته، خو نصیب کابل ته وروستم. ما کابل ته ځکه زړه نه ښه کاوه، چې هلته به ډېر خلک پخپلو وینو هره ورځ لمېدل. خدای خدای مې کول، چې د اجلونو له ښاره خپلې پښې زر سپکې کړم. رښتيا چې انسان له خپله نصیبه خبر نه وي او يوه ورځ چې د ښار په يوې څلور لارې کې روان وم، نو ناببره مې د پښو سره يو ړوند توغندی وچاود او لږه شېبه کې مې هغه پښې، چې د روسانو پر ضد يې په جهاد کې ډېرې مزلې کړې وې، بې ګناه په وینو رنګ رنګ شوې. ما کې د حرکت هېڅ متره نه وه. د خلکو دې کور اباد وي، چې روغتون ته يې يووړم. تر سرسري معاینې وروسته ډاکټرانو وويل:
ـ مړ دی.
ما ډېر کوښښ وکړ، چې څه ورته ووایم، خو افسوس چې هېڅ خبره مې نه شوه کولای.
خلکو له روغتونه رهي کړم. په ټوله لار کې هغه کار ته ډېر خپه وم، چې په ژوندينې ترې هم ما امان غوښت. زما د مړي غسل ډېر بد راته. دا کار راته خپله بې حیايي ښکاره کېده، نو د شهادت مرګ مې ځکه خوښېده، چې غسل په کې نه وي.
زما جنازه کېښودل شوه. په زړه کې مې ډېر کوښښ وکړ، چې چغه کړم او خلکو ته ووایم، چې د خدای لپاره زه لا ژوندی يم! غسل مه راکوئ، خو ژبې مې بيا راسره ناځواني وکړه او هېڅ يې و نه ويل. زه لا د غسل په غم کې وم، چې دې کې ملا صیب وويل:
ـ خبرې يې نه دي کړي، غسل مه ورکوئ! د دې خبرې په اورېدو مې په زړه کې په خپل ټول ژوند کې له ملا صیب نه د لومړي ځل لپاره مننه وکړه. تر دې وروسته مې د لمانځه مراسم سر ته ورسېدل او چې څنګه په لحد کې کېښودل شوم، نو د اخري ځل لپاره مې ډېره هڅه وکړه، چې خلکو ته په چغو چغو ووایم:
ـ د خدای لپاره ما مه خښوئ، زه لا ژوندی يم خو افسوس چې ژبه مې بيا هم ګونګه پاتې شوه.
لږه شېبه وروسته مې د لحد د بندېدو کار پيل شو، خو د لرګو یا تيږو پر ځای مې د کباړشویو اوسپنو اوازونه واورېدل . داسې مې وانګېرله چې زما لحد د فابریکو او دولتي موټرو د اوسپنو په کباړ بند شو. وروسته راباندې خاورې واړول شوې.
څه شېبه وروسته اسماني پوښتونکې راغلې. څرنګه چې ژوند مې په مظلومیت کې تېر شوی و، نو ازموینه مې ډېره ښه تېره شوه. د دې په بدل کې زما د لحد ښي اړخ ته يوه کړکۍ جوړه شوه، ډېر خوشالوونکي څيزونه مې په کې وليدل، خو لږ وروسته مې داسې څيزونه هم تر سترګو شول، چې له وېرې يې زما وېښتان نېغ نېغ ودرېدل. ما د خپلو ګاونډيو مړو هر څه ليدل. زما ډېری ګاونډیان د هېواد خاینان او غداران وو. د دوی د هر يوه سزا ډېره وېروونکي او نه زغموونکي وه. په پای کې مې چې د سختې سزا په مقابل کې د پرديو د يوه غلام سزا ته پام شو، نو هغه يې له درد او هيبته يوه نااشنا او وېروونکي کړيکه وکړه. د کړيکې له اورېدو سره مې له خپله ځايه ټوپ کړ، خو سر مې له دېوال سر داسې ولګېد، چې له ډېره درده يې له خوبه نېغ پر خپل ځای کېناستم.
۱۹۹۴
پېښور
د شاعري تباهي
د ښار د ګڼې ګوڼې په برخه کې روان وم چې پر يو سړي مې سترګې ولګېدې. مخې ته يې د اوږدو تسپو لړونه اچولي وو او داسې ښکاره کېده چې ډېرې تسپې يې له لرګي جوړې وې.
سړي ته چې پر پیاده رو ناست او څادر يې تسپو او مسواکونو ته غوړولی وو، نور هم ځير شوم. زما ګمان سهي وخوت، په ځاني صاحبزاده صيب وو.
د دې لپاره چې رانه و نه شرمېږي، مخ مې بل لوري ته واړاوه او له افسوسه مې له ځان سره داسې څه وويل چې په مانا يې زه هم پوه نه شوم. لا پوره روان شوی نه وم چې راسره ملګري مې راته وويل؛
پوه مې کړه، څه خبره ده؟ دومره دردمن اه دې وکړ؟!
ملګري ته مې انکار نه شوای کولای او نه مې هم بايد کړی وای، ورته ومې ويل؛
دا زموږ پخوانی ملګری وو، خو شاعري تباه او برباد کړ. په حيرانوونکيو سترګو يې راته وکتل.
ـ شاعري څنګه تباه او برباد کړ؟! د چايو سماوار کې کښېناستو.
- ښه شاعري نو څنګه تباه او برباد کړ؟
ـ په پېښور کې يو وخت د مهاجرو شاعرانو بازار ډېرګرم وو. داسې اوونۍ به نه وه چې د شاعري کومه ټولګه به نه چاپېده. په کوم دوکان کې به چې موږ کښېناستو، نو د فرهنګيانو به پرې د مچانو په څېر ګڼه ګوڼه وه. يوه نيمه ورځ به صاحبزاده صاحب هم دوکان ته راته. د شاعرانو او ليکوالو خبرې به پرې ډېرې ښې لګېدې. څه خو يې ښايي خپله وړتيا او څه هم د چاپېريال اغېز وو چې بله ورځ صاحبزاده صاحب هم خپل يو نوی ليکلی شعر راووړ. زړه نه زړه يې ملګرو ته ارشاد کړ.
که څه هم د مانا او ښکلا له پلوه پکې هيڅ هم نه وو، خو له نېکه مرغه قافيه کې يې دومره جمپونه نه وو. ملګرو وهڅاوه، تر څو شاعري ته دوام ورکړي.
هڅونه نه وه، سم په اور باندې د عراق پټرول وو. په موږ ټولو کې د صاحبزاده صاحب ژوند له اقتصادي پلوه ښه وو.
په پېښور کې يې دوه سوزوکي او درې ريکشاګانې لرلې، په هغه وخت کې ډېره لويه خبره وه، خو د ملګرو هڅونې ترې له دنيايي ګټې سره مينه په لږ وخت کې واخيسته او هغه يې په خپلې شاعري مين کړ.
تر دې وروسته به صاحبزاده صاحب په اوونۍ کې يو ځل راته، خو لږ تر لږه به شل دوه ويشت شعرونه ورسره وو.
نور يې نو خپل ځان ته هم د پخوا په څېر پام نه وو، د جامو پخوانۍ ښکلا يې د خپلو غزلو رنګينيو په مخه کړې وه. يو څو مياشتې لا تېرې شوې نه وې چې د دوکان پر ملګري يې د خپلې مجموعې د چاپېدو زېری وکړ. موږ ټولو له مخکې مبارکي ورکړه او صاحبزاده صاحب په برېتونو کې يوه خوندوره موسکا وکړه.
په خبرو خبرو کې مالومه شوه چې هغه د شلو کلونو شاعري په څلورو مياشتو کې پوره کړې او د مجموعې د پاڼو شمېر يې اته سوه نولسو مخو ته رسېده. موږ ټول يې هک پک کړو.
د دوکان ملګري چې ورته حساب وکړ، نو په ښه کاغذ د زرو ټوکو د چاپ ۴لکه او دېرش زره کدارې کېدې.
ناست خلک نور هم حيران شول، ځکه د هجرت په هغو شپو کې به د اوسنيو وزيرانو په جېبونو کې ایله اتيا کلدارې په تکليف پيدا کېدې. صاحبزاده صاحب هم لومړی لږ فکرمن شو، خو وروسته يې وويل؛
سهي ده بس چاپ يې کړه، خو بيه ورته څو وټاکو او له دې سره يې د حساب وړوکی ماشين له جېبه راوويست. ۴ لکه او دېرش زره يې چې پر زرو تقسيم کړې، نو د هر ټوک بيه ۴۳۰ کلدارې شوه، خو صاحبزاده صاحب ورته وويل؛
د يوه ټوک بيه پنځه سوه وليکه! دوکاندار ملګري ورته وويل؛
سمه ده وبه شي.
موږ حيران وو چې صاحبزاده صاحب به دومره روپۍ له کومه کوي؟! خو په کومه ورځ چې يې د شعرونو ټولګه چاپ شوه، نو د واسکټ له دننه جېبونو يې بنډلونه راوکښل، هغه د دې فرهنګي قربانۍ لپاره په لږو ورځو کې خپلې موټرې او ریکشې پلورلې وې.
د کتاب په چاپ سره ټولو د زړه له تله مبارکي ورکړه. هغه ډېر خوشاله شو، ټکنده غرمه وه، صاحبزاده صاحب د کتاب په شېرېني کې له هوټله يوه مسته کړايي راوغوښت.
د شعرونو د ټولګې څو ټوکه دوکان ته رارسېدلي وو، په کار وه چې ټولګه نه، د شعرونو پنډ ورته ويل شوی وای، ځکه شپږ کلن ماشوم او اويا کلن بوډا خو نه شو پورته کولای.
له چاپ وروسته، صاحبزاده صاحب د خرڅلاو لپاره په دوکان کې د کتابونو د اېښودو غوښتنه وکړه.
د ملګري دوکان مو تنګ او کتابونه ډېر درانه وو، خو مجبور وو، ښه يې ورته وکړه، سل ټوکه يې په دوکان کې په ډېره خوارۍ کېښودل او د نورو يې کور ته د وړلو تابيا وکړه.
د صاحبزاده صاحب په اند که ټوک په پنځه سوه پلورل شوی وای، نو هغه ته يې اويا زره کلدارې ګټلې.
تر دې وروسته به د هرې مياشتې په پای کې هغه يو ځل دوکان ته سر راښکاره کاوه، خو په دريو مياشتو کې د ثواب لپاره يو هم خرڅ نه شو.
د ملګري په غوښتنه يې بيه راټيټه کړه، خو په کال کې يې بيا هم چا پاڼه
وا نه ړوله. دواړو ته بله لار پاتې نه وه، بیه وار په وار راټيټېده.
پنځه کاله وروسته خبره اخېر دې ته راغله چې د يوه ټوک بيه شل کلدارې وټاکل شوه، دې کې هم شپږ مياشتې تېرې شوې، چې د پښتو د شاعرۍ دښمنانو د صاحبزاده صاحب يو کتاب هم وا نه خيست.
نور نو د صاحبزاد صاحب ژوند له اقتصادي پلوه په ټپه ودرېده. د ګټې وټې وسيلې يې لاړې او د کرايې له کوره يې نوره کډه هم په تلو وه.
خوارکي له دوکاندار سره په تول خبره وکړه. په پای کې په دې سره سلا شول چې زموږ دوکاندار ملګری ترې يو من کتابونه په شل کلدارې واخلي.
په بله ورځ په داسې حال کې چې صاحبزاده صاحب د خپلو خيالونو او ارمانونو نه ډک نهه سوه ټوکه کتابونه په اوږده کراچۍ کې په خپله راکشول، د دوکان له څنډې موږ ته ښکاره شو.
پر مخ يې خولې راروانې او سکمونه يې کول چې له بده بخته د ښار يوې ژورې ويالې کې پرې کراچۍ چپه او کتابونه پرې د پاسه راپرېوتل.
په يوه منډه ورغلو، صاحبزاده صاحب مو له ناولو اوبو راوويست. تر پنځو لوټو اوبو کارونې وروسته مو ايله د هغه مخ وليد.
يو نيم، نيم ککړ کتاب مو هم ورته له لښتي راوويست، خو د ځينو د پاکولو هيڅ چاره نه وه، صاحبزاده صاحب مو له لاسه ونيو، هغه داسې روان وو، لکه ځنګون چې يې ډېر خوږ شوی وي.
لږ وروسته ودرېده او بيا يې د تګ پر وخت پاتې کتابونو ته په داسې نظر وکتل، لکه شاعري چې ترې ټول ژوند اخيستی او هغه يې د تلپاتې تباهۍ پرلاره روان کړی وي.
پلاسټیکي زمری
له ډېرو هلو ځلو وروسته چې يې د دفتر مخې ته ورسېدم، نو له حيرانۍ داسې وم لکه ساه چې رانه ختلې وي.
د شاندارې ماڼۍ مخې ته يې په لسګونو برچپک عسکر ولاړ وو. د دفتر ګرد چاپېره يې د نورو کارکوونکيو په لاسونو کې مخابرې وې او له سلیقې داسې ښکاره کېدل، لکه د کوم هېواد د بهرني وزارت کارمندان چې وي، د ډېرو تورې عينکې په سترګو او داسې ښکاره کېدل، لکه د هغه خدمت چې خپل تر ټولو وياړلی ارمان ګڼي.
د تېرو وختونو دورې ته لاړم، د هغه، هغه پخوانۍ څېره مې داسې سترګو ته ودرېده، لکه همدا نن چې مې ليدلی وي.
رحمت، چې د جبهې ډېرو خلکو به رحمتی باله، له هماغه وخته يو چالاک هلک و. د مرکز د خلکو لاس به پرې سپک و. له لېرې ځايه په بوشکو کې په خرو اوبو راوړل سره له دې چې يو ستونزمن کار و، خو هغه به دا چاره په اخلاص کوله.
د دې په بدل کې به يې دا امتياز درلود چې جنګ ته به نور تلل او دی ترې معاف و. سره له دې د جبهې نورو غړيو ورسره دومره خواخوږي نه لرله. د هغه په سترګو کې يو ډول مرموزه لوچکه چالاکي او شيطانت ښکاره کېده، ښايي په همدې به د نورو نه خوښېده.
يوه ورځ يې له يو بل مجاهد سره په څه شخړه شوه، نږدې و چې د رحمت کار تمام کړي، په منځ کې يې ورولېدم او په لږ څه کې مې له مرګه وژغوره.
تر دې وروسته به پر هغه نور هم ښه لګېدم او بيا داسې وخت راغی چې په کلونو کلونو سره بېل، خو د قسمت سپرو څه باندې دوه نيمې لسيزې وروسته د هغه محل ته راوستم.
په همدې فکرونو کې وم چې دوه لوکس کسان راغلل، زه يې د جنت په څېر ماڼۍ کې د هغه د خونې تر دروازې بدرګه کړم او راته يې وويل:
ـ مهرباني وکړئ! له دې سره هغوی لاړل او ما کوټې ته سر دننه کړ. کوټه نه وه، داسې څه وو، لکه هر څه چې يې د نړۍ ډېرو سترو او نومياليو زرګرانو او هنرمندانو جوړ کړي وي، د چت له سره رنګارنګ قنديلونه راځوړند و، پردې، چوکۍ، لنډه دا هر څه داسې ښکلي، منظم او مرتب وو، لکه د فرانسې نجونو چې برابر کړي وي.
رحمت له داسې يوې چوکۍ په موسکا راپورته شو چې کټ مټ پرې د پخواني روم د امپراطور د تخت ګمان کېده.
په لومړي ځل راته د هغه په وړاندې ځان وړوکی ښکاره شو. ګرم نه وم، د هغه په يوه خبره به اوس په لسګونو رسنیو په ساعتونو ساعتونو تبصرې کولې، هغه اوس د ټول هېواد په برخليک کې اساسي ونډه درلوده، خو کور يې اباد هغه په پوره اخلاص غاړه راکړه.
لکه مړی په چوکۍ ورته مخامخ کښېناستم. يو ځل مې د هغه بوشکې او خر سترګو ته ودرېد، خو ژر مې له ځانه سره ولاحودو کړه.
ما بايد همداسې کړي وای، رحمتی اوس له هره اړخه د يوه با سلیقه ولسمشر په څېر ښکاره کېده. چای راته واچول شو، خو کارکوونکی ډېر ژر ووت.
ـ ښه ژوند څنګه تېرېږي، څه وختونه وو، لاړل. له ځانه سره مې غيرارادي موسکا وکړه:
ـ هو والله، بس ژوند دی کله څنګه او کله څنګه. خو ټولو نه مخکې درته د دې هر څه مبارکي وايم. په اوږه يې وړوکی ټپ راکړ:
ـ خو ستا هغه ښه مې اوس هم په ياد دي، ګنې خدای خبر اوس به مې د شهادت څوومه کلېزه وه؟! او له دې سره يې وخندل:
ـ خو ډېر سپين ږيری شوی يې. او زه څنګه يم؟
ـ ته خو ماشا الله اوس هم ايله پنځه ويشت کلن ښکارې. له دې سره نور هم خوشاله شو.
ـ ښه زه اوس څه خدمت وکړم؟ دنده غواړې، که نور څه؟
ـ مننه، زه بس تش يوې پوښتنې ته راغلی يم، نور هيڅ هم نه غواړم، خو که د دې پوښتنې سهي ځواب دې راکړ، نو داسې به خوښ شم، لکه خپله نيمايي شتمني چې دې راکړې وي.
رحمتی حيران شو.
ـ ښه بس تش يوه پوښتنه، نه پیسې او نه دنده؟!
ـ هو، بس دا زما لپاره هر څه دي، داسې وګڼه، لکه د دې پوښتنې په سهي ځواب چې تا زما د هغو ښو پور اداکړی وي، زه له تا نور هيڅ هم نه غواړم. رحمت نور هم سنجيده شو:
ـ وعده ده چې سهي ځواب به درکوم، خو که زه پرې پوه شم.
ـ پوښتنه اسانه ده، باور لرم چې پرې پوهېږې. موسکی شو:
ـ بس بسم الله که. ما ځان لږ راټول کړ:
ـ پوښتنه دا ده چې ته ځينې وختونه لوی لوی ګواښونه کوې، ډېرو خلکو ته د نن وخت زمری ښکارې. په رښتيا هم ته زمری يې؟
ـ عباس خانه له تا نه مې دا تمه نه وه چې په داسې خبرو دې ته هم پوه نه شې. خير ما دې د پوښتنې د سم ځواب وعده کړې ده. له دې سره سنجيده شو:
ـ ګوره! له ژونده هغه څوک لاس اخلي، چې د ژوند لپاره څه نه لري او يا تر بېوزلي ژوند مرګ غوره ګڼي. يو څوک چې ميليارډونه ډالر ولري، اولادونه يې په لندن او پاريس کې چکرې وهي، دلته په نعمتونو نور تر سپږمو پورې پړسېدلی وي، ايا هغه به دومره احمق وي چې په خپل سر يا ټټر باندې د يوه کارتوس په لګېدو دا هر څه له لاسه ورکړي؟!
ـ ښه نو دا خلک درباندې څنګه باور کوي؟ لږه وړه خندا يې وکړه:
ـ خلک احمقان دي. هغوی لا تر اوسه په دې نه پوهېږي چې په تاريخ کې تورې او مېړانې بېوزلو کړې دي، شتمنو ته تر هر څه خپله پانګه ګرانه وي، زموږ خلک احساساتي او ساده دي او چې داسې ده، نو هغوی ته کله کله يو پلاسټيکي زمری هم يو رښتينی زمری ښکاري. څنګه پوښتنه دې ځواب شوه، که نه؟
له دې سره ترې راپاڅېدم:
ـ مننه، ستاسې قيمتي وخت مې ونيو، خو په دې ځواب درنه دومره خوښ يم چې حد نه لري، ځکه نو نور ځم.
د پاتې کېدو يې ډېر ټينګار وکړ، خو زه کله پاتې کېدم. له دې سره پاڅېد، د خپل مېز المارۍ يې پرانیسته. د ډالرو يو پنډ بنډل يې راته ونيو.
ـ مننه. تاسې چې ما ته کوم ځواب راکړ، هغه تر دې ډېر لوړ او ارزښتمن دی.
ـ ګوره په کار به دې شي، مه شرمېږه. واخله. ډېر ټينګار يې وکړ، خو مجبور شوم، د خدای پامانۍ پر وخت مې ورته په خندا وويل:
ـ اخيستې به مې وې، خو چې رښتيا درته ووايم زه کله هم د پلاسټيکي زمريو پیسې نه اخلم.
د پوهاند صیب کڅوړه
زه چې اوس هم خپله څه چې د بل لاس کې کومه خلته یا کڅوړه ووينم، نو له واره مې په زړه داسې يو څه وشي، لکه يو وړوکی ماشوم، چې د يوه شي په ليدلو بې واره او تلولی شي . زه ښه پوهېږم، چې په اوسني وخت کې هر راز کڅوړې زموږ په ژوند کې ډېر ارزښت لري، خو کله مې چې په خپل لاس کې کومه خلته یا کڅوړه وي، نو له ځانه مې بوږن کېږي او چې تر کوره رسېږم، نو داسې انګېرم، لکه پوهاند صیب چې مې په کڅوړه کې اچولی وي . په ټوله لاره کې مې د هغه د کڅوړې کیسه داسې سترګو ته درېږي:
په هغه سهار په ما ناوخته و. زر زر مې ږيره برېت وخرييل. چایو ته مې هم صبر و نه کړ، خو کله چې مې د کور د وره په دړۍ پښه کېښوده، له دې سره د ټيلیفون زنګ راغی:
ـ هېلو!
ـ هېلو!
ـ ګل اغا سره خبرې کوم!
ـ هېلو پخپله ګل اغا یم.
تر دې وروسته چې مې ملګري څه راته وويل، نو په يو دوو کې حیران پاتې شوم. ډېرې ورځې کېدې، چې د ناروغتیا له امله کار ته نه وم تللی . نن نو داسې ورځ وه، چې نور يې له کاره شړلم. يو ځل خو مې زړه کې وويل، چې راځه مه ځه، خو بيا راته په دې پرېکړه ځان ناځوانه ښکاره شو . زه هم ګرم نه وم. په لوېديزه نړۍ کې پرته له کاره ژوند کول ډېر ګران کار دی.
په موټر کې چې کېناستم، نو د پوهاند صیب څېره، خوږې او تللې خبرې، له هېواد سره مینه، لنډه دا چې هر څه مې سترګو ته نېغ ودرېدل . سره له دې چې هغه ډېره زده کړه په بهر کې کړې وه، خو بونډۍ ږيره، پنځه وخته لمونځ او شنه مزارۍ چپنه يې هغه څه وو، چې د هغه مینه يې له خپل کولتور سره ښودله . پوهاند صیب به هر وخت په خپلو خبرو کې د هېواد ډېر څه په مینه یادول او تر ټولو به دې ډېر ځوراوه، چې ولې يې له يوې بهرنۍ سره واده کړی و؟! د هغه له همدې ښځې دوه زامن هم وو، چې پوهاند صیب پرې زړه دومره نه تاړه.
که څه هم هغه د جنت په څېر يوې ماڼۍ کې اوسېده، خو زه چې به کله د هغه پوښتنې ته ورغلم، نو دومره به خواشينی و، لکه په يوې سارا کې چې چا لېوانو ته يوازې پرېښی وي. د هغه له خبرو دا مالومېدل، چې په خپل کور کې ورته چا د پلارولۍ او مېړه ولۍ په سترګه نه کتل او چې کله مې يوه ورځ د هغه د ناهيلۍ په برخه کې ډاډ ورکړ، نو په مات زړه يې راته وويل:
ـ اغاجانه! زامن که مې راسره ډېر ښه وکړي، نو په يوه ښه نرسري هوم ( د سپين ږيرو د اوسېدو دولتي ځای) کې به مې داخل کړي . له هغوی نه نوره هېڅ تمه نه شی کېدای . ایا ته ووایه د دومره منډو ترړو او مينې چې يو پلار يې له خپل اولاد سره کوي، همدا پايله ده، چې په اخره کې دې خپل اولاد خپل پلار د انسانانو په يوه فارم کې بندي کړي؟! هغه تر يوه ژور اسويلي وروسته وويل:
ـ اغاجانه! ګوره چې د وطندارۍ او دوستۍ پت به راسره وپالې!! زه له خپل انجامه ډېر وېرېږم.
په همدې سوچونو کې وم، چې هغه ښار ته چې پوهاند صیب په کې اوسېده، ورسېدم. ښه و په سټېشن کې راته ملګري انتظار کاوه. دواړه په يوټيکسي کې کېناستو. ملګري مې راته وويل:
ـ زه هم څلور پنځه ساعته وروسته د پوهاند صیب له مرګه خبر شوم. ورته ومې ويل:
ـ څنګه د قبر غم مو کړی دی؟
په تادۍ يې وويل:
ـ اوس به يې کوو کنه!
پرېکړه مو وکړه، چې ښه به دا وي، چې لومړی د پوهاند صیب دوی کور ته لاړ شو او له زامنو سره يې په ګډه تصميم ونیسو. کېدای شي، چې پوهاند صیب د خپل مړي په برخه کې وطن ته د وړلو وصیت کړی وي. کله چې ورسېدو، نو د کور دروازه يې پرانیستې وه. د هغه دوه زامن له دوو نورو کسانو سره په لويه خونه کې ناست وو. د خپګان تاثر مو پر څېرو راښکاره شو. له واره مې د يوه سورت په تلاوت پيل وکړ. سورت لا خلاص شوی نه و، چې يو يو افغان یا اسيايي به سالون ته راننوت. تر دعا او څه شېبې چوپتیا وروسته مې په خواخوږۍ د هغه مشر زوی ته مخ ورواړاوه:
ـ مسټر جان پوهاند صیب به چېرته دفن کړو؟
زما له دې خبرې سره هغه له ځایه پاڅېد، په يوه لوړ ځای ودرېد، په موسکو شونډو او فاتحانه انداز يې وويل:
ـ زې له تاسې دېل ټینکس کوم. مای ډيېر پلال واز ويري کاينډ . موږ ته هر وخت په چايلډهوډ کې مينې لاکولې . د هغه په زړه کې لا نورې خبرې وې، چې ما ورته وويل:
ـ خدای دې پوهاند صیب وبښي، ډېر مینه ناک انسان و، خو اوس مو تصمیم څنګه دی، پوهاند صیب چېرته خاورو ته وسپارو؟
له دې سره لومړی موسکی شو او بيا يې په خواږه ډول وويل:
ـ مسټر ګل اغا تينکس .
We have already completed everything.
( ښاغليه ګل اغا! مننه، موږ هر څه له مخکې نه بشپړ کړي دي).
له دې سره په منډه کور ته لاړ او يوه توره پلاستيکي خلته يې راوړه او زموږ په مخکې يې په دواړو لاسونو په ډېر ادب کېښوده او بيا يې وويل:
ـ دا ډېډ دی موږ ته ډېل ګلان و!
په خلته چې مې لاس وواهه، نو ايرې وې . حيران شوم، چې دا کومه لوبه ده؟! په تلوار مې ورته وويل:
ـ په اسلام کې د مړي ډېر ساتل ګناه لري او هسې هم دلته خلک وخت نه لري!
له دې سره يې خلتې ته لاس ونیو:
We have burnt him early.
( موږ هغه وختي سوځولی دی).
ناستو خلکو په ډېرې حیرانتیا ور وکتل او ما ورته وويل:
ـ ولې ظالمه! پوهاند صیب مو ولې سوځولی دی، هغه خو مسلمان و، پنځه وخته لمونځ به يې کاوه، داسې څوک کوي؟!
هغه د دې پر ځای، چې د موضوع په ارزښت پوه شي، په خپلو خبرو کې دا جوته کړه، چې زموږ ټول ګاونډیان خپل مړي سوځوي. دا خو کوم نوی کار نه دی؟!
له دې سره ناست کسان د څه شېبې لپاره غلي وو او هر يو په دې فکرمن و، چې پوهاند صیب يې زامنو د هندوانو د رواج په ټېل کې سوځولی دی. لږه شېبه کې مې د پوهاند صیب هغه اندېښنه چې تل به ورسره وه، راياده شوه.
له کوټې نه د راوتو پر وخت مسټر جان د پوهاند صیب د اېرو کڅوړه په مېخ کې ځوړنده کړه، خو خدای خبر چې د پوهاند صیب د ايرې خلته به تر اوسه هلته ځوړنده وي او که د تبرک لپاره به يې د ګنګا په سیند کې لاهو کړې وي؟!
۲۰۰۲
لنډه پېژندنه
د شنو غرونو تر ټولو دنګه څوکه کې چې ورېځې په خندا شوې، نو د سهار په لومړيو پلوشو کې شينکي جان تبسم د پيدايښت لومړۍ موسکا وکړه. هغه له کاڼو سره ورو ورو لوبېده او د طبعیت حسینې پرېښتې يې پر زړه لاسونه راکښل، چې ناڅاپه په څلور کلنۍ کې يې په شعر ويلو او ليکوالۍ پيل وکړ. د ښاغلي تبسم شاعري يوازې د فطرت په رنګينيو کې ګېره پاتې نه شوه، بلکې د وخت د تېرېدو سره يې کمپيوټري شاعري هم شروع کړه. د تبسم جان شاعري د پښتو د اوسني ادب ساه ده او ګومان نه کوم، چې پرته د ده له ونډې دې د پښتو ادب نيلی يو ګام هم واخلي. تانده دې وي د تبسم د خيال خيالولې پېغله.
سرڅېړونکی ( سوټکوری).
د تبسم په هکله د پوهانو نظرونه:
۱ـ ځوان تبسم يو ډېر ښه سپین ږيری هم دی. هغه هر سهار له خوبه پخپله پاڅېږي او بيا مخ هم پخپله مينځي.
استاذ رانجه ګل (رانجه).
۲ـ تبسم نه يوازې دا چې ځوان دی، بلکې د انګلیسي کورس کې هم دا څو ورځې کېږي، چې سبق وايي. زه يې په ليدلو ډېر خوشالېږم.
تار تار ګل ( بې تار).
۳ـ تبسم چې شاعري پيل کړه، نو ډېر ښه يې وکړه. رښتیا چې ځوان تبسم شعرونه پخپله کتابچه کې ډېر ښه خوندي کړي. هيله ده، چې نور افغانان هم د ده په پله پل کېږدي.
(غریق الغم).
۴ـ شينکی جان هېڅکله نه خاندي، خو چې زه ورته په خندا شم، نو هغه هم راته په خندا شي.
( استاذ په شا شوی).
۵ـ د تبسم په څېر ډېر کم لیکوالان او شاعران شته، چې يوازې په شعر ژوندي وي. ژوندی دې وي پخپله تبسم.
ارواښاد ( سرګړی).
۶ـ ما چې په لومړي ځل تبسم وليد، نو ګومان مې نه کاوه، چې په رښتيا دې دا هماغه تبسم وي، خو اوس چې ګورم، نو په رښتيا چې په ځاني پخپله همدا تبسم دی.
(مرور صیب).
۷ـ تبسم نه دا چې يوازې يو پوخ شاعر او ليکوال دی، بلکې د دې تر څنګ په بازار کې هر رنګه سودا په ارزانه بیه هم اخیستی شي.
ن ( وتلی).
۸ـ زه ځوان شاعر او ليکوال تبسم له پخوا نه پېژنم او ما هم پېژني. خدای دې وکړي، چې نور هم سره بلد شو.
خاورې ( پردی).
د لیکوال او شاعر اثار
» ستړي مه شي ... د خدای بښلي میم زرما سره پنځه دقېقه يي کتنه.
» اخر به راشم ... د والد صیب وصیتنامه، چې د اوس لپاره ترې هېره ده.
» غمجن ماشی ... ناول . اراده لري، چې ويې ليکي.
» سوزني (ژباړه) که ستونزمن لغاتونه يې مانا شي، نو خامخا يې ژباړي.
» زرګونه سياسي، علمي، هنري، انفرادي، تجارتي، چريکي او انتظاري مقالې، چې زړه کې يې خوندي دي.
و من الله التوفيق.
ګردی مېز
د رادېو درزا ګرانو اورېدونکو!
سلامونه او نېکې پېرزوينې مې ومنئ!
زموږ د نن شپې د ګردي مېز مېلمانه دي، په جرمني کې حقوقپوه ښاغلی ګرېدلی صیب او په فرانسه کې زموږ مېلمنه سیاستپوهه اغلې سميتا جان ده.
زړه ته بېحده نږدې اورېدونکو! زموږ د ټيلیفون شمېره د: اته ځلې يو شپږ صفره يولس يولس او په اخره کې صفر اعشاريه يو.
زموږ د نن شپې موضوع ده، په ډېموکراسۍ ولې بني آدمانو ته سمه خندا نه ورځي . تاسې کولای شئ، چې په همدې موضوع له ګرانو مېلمنو نه پوښتنې وکړئ!
دا دی د دوبۍ نه حاجي صیب سوټا خان په لین کې دی. سوټاخان صیب مهرباني وکړئ!
سوټاخان:
ـ الو، الو!
ـ مهرباني وکړئ، پوښتنه وکړئ!
ـ اواز مې درځي که نه؟
ـ هو غږ مو سيي راځي!
ـ داسې نه چې ګوره سم نه درځي؟
ـ سيي راځي، خو پوښتنه وکړئ، چې نور اورېدونکي هم په لین کې دي.
ـ تا او خدای چې سيي درځي؟
ـ قسم په خدای چې سيي راځي، پوښتنه وکړه!
ـ ښه چې سيي درځي، نو د سميتاجانې نه به زه پوښتنه وکړم، خو که ستا خوښه وي؟
ـ سوټاخان صیب زما بېخي خوښه ده، خو ته پوښتنه وکړه!
ـ خدای دې ډوډۍ يخه او اوبه ګرمې لره، زما د سويتاجانې نه دا پوښتنه ده، چې دا پنځلس کاله کېږي، زه په دوبۍ کې يم، خو داسې ښایسته خوب نه راځي.
کوربنه:
ـ سويتا جان! تاسې په دې هکله خپل نظر څرګند کړئ!
سويتاجان:
انسان کې دېل المانونه دي، چې په تا کې المان توپونه وهي، نو کې خوب به څنګه درشي؟! دېموکراسۍ کې همدا ګته ده، کې هر چا ته ښې خوب ولشي .
کوربنه:
سوټا خان:
ـ زه خو د دې په خبره هېڅ پوی نه شوم، د دې مطلب څه دی؟
کوربنه:
ـ مطلب پسې بیا د شپې پخپله ګرځه. له کابل نه ګيتابالي جانه په لین کې ده، بالي جانې مهرباني وکړئ!
ـ زې کې تاسې تولو کې سلامونه وایم. زما پوښتنه له ګلېدلي ( ګرېدلي) صیب نه دا ده، کې زه پخپله خوښه واده شوې وم، خو اوس ما ته خپل مېله (مېړه) سمه خندا نه کوي. ایا په دېموکراسي کې ما ته کې خندا حق نشته؟
کوربنه:
ـ کيتاجانې ته که ګرېدلی صیب تاسې مالومات ورکړئ، چې هغه ته يې مېړه ولې سمه خندا نه کوي؟
ـ دې خور ډېره ښایسته پوښتنه وکړه. دا چې ښځې او نران مساوي حقوق لري، نو خنداګانې هم يو بل ته باید وکړي . د نن وخت تحقیق دا ښودلې، چې په شپه او ورځ کې ښځه او خاوند بايد يو ساعت يو بل وتخنوي، له دې سره خامخا بیا دوی ته خندا ورځي. کرزی صیب مجبور دی، چې هر چا ته خندا ورولي. افغانان خندا ته ضرورت لري . ګیتا جانې دا ستا حق دی، چې مېړه دې درته وخاندي او که چېرته نه خاندي، د بشر حقوقو ته مراجعه وکړه. تر څو به افغانان د غفلت په درانه خوب ويده وي؟!
کوربنه:
ګرېدلی صیب! ستا د هر اړخیزو مالوماتو نه بورۍ بورۍ مننه. دا ستاسې بدمرغي ده، چې نن شپه د ټيلیفون لینونه ډېر خراب دي، که په اخره کې تاسې دواړه په دې رڼا واچوئ، چې په افغانستان کې به د دېموکراسۍ پېغله کله خوشاله شي، نو مهرباني به مو وي.
ګرېدلی:
تاسې ته پخپله مالومات دی، چې پېغله څومره مهم شی دی. پېغله خو پېغله وي او بیا د ډېموکراسۍ پېغله. د هرې پېغلې ډېر عزت پکار دی. دا موږ چې د خدای په قهر اخته یو، د پېغلو قدر موږ سره نشته. زما په نظر د هر با احساسه افغان دا مسوولیت دی، چې د ډېموکراسۍ پېغلې ته داسې شرایط برابر کړي، چې هغه ښه ډېر اولادونه راوړي. ما ته يوه پخوانۍ لنډۍ رایاده شوه:
که چا لونګ ليدلي نه وي
پېغله خوله کړئ د لونګو بوی ترې ځينه
کوربنه:
ـ یاره ګرېدلی صیب! په دې لنډۍ خو دې زه هم خرابه کړم. که ژوندي و، بلې خپرونې ته به مو بیا راوغواړم، چې په دې موضوع علمي مالومات ورکړئ.
دا چې زموږ د خپرونې وخت پوره شو، نو تاسې ټولو ته چوز ... بای . د خندا نه ډکه شبه ولرئ!
ډېموکراټيکې خپرونې
ټنګ، ټنګ او ورپسې د رادېو د پروګرام د پيلېدو یو بل اوږد ټنګ وشو:
ـ ډېرو ګرانو او زما د خپرونې ټولو مینانو اورېدونکو!
ستاسې د خواږه پروګرام د چلوونکې ريتا جان تبسم ګرم ګرم سلامونه په ترنم کې ومنئ. خوشاله یم، چې يو ځل بيا د خپلو مینه والو په خدمت کې يم. رښتیا نن مو ستاسې لپاره يوه ښکلې او په زړه پورې موضوع ټاکلې، پوهېږئ، چې موضوع څه ده؟
تبسم لا خپله خبره پوره کړې نه وه،چې دې کې د ټيلیفون ټر شو.
تبسم:
وروره تاسې دا ټرار لږ بند کړئ. ځه خیر دی ټراری دې هم وي. نننۍ موضوع د لېټۍ په برخه کې ده. ستاسې په نظر لېټۍ د افغاني ټولنې په جوړولو کې څومره ارزښت لري؟ له دې سره لومړني زنګ وهونکي ته مخاطبه شوه:
ـ ښه ورور جانه ستا نوم څه دی او له کومه ځايه خبرې کوئ؟
ـ زما نوم مشکولا خان دی او فعلاً یوه بوساړه جوړوم او د هغې له منځه خبرې کوم.
ـ ډېر ښه. بوساړه دې څنګه ده مشکولا خانه وروره؟
ـ ښه ده، بوساړه ګوزار کئ. ستا څنګه ده، د نورو څنګه دي؟
ـ ټول ښه دي، تا ته ډېر ډېر سلامونه وايي.
مشکولا خان:
ـ زما سلامونه ورته هم ورسوه!
ـ سمه ده او رښتیا ترنم دې څنګه دی؟
ـ والله دومره بد نه دی، خو اوس مې په بوساړه کې ترنم لږ کمزوری غوندې دی، ترنم سهار وختي کې ښه وي.
ـ وئ، خدای دې نه کي، ښه ورور جانه! اوس راته ووایه، چې لېټۍ زموږ د ټولنې په جوړولو کې څومره ارزښت لري؟
ـ لېټۍ مېټۍ پرېږده، يوه د نازیه اقبال سندره راته نشر کړه!
لېټۍ څنګه پرېږدې؟! موږ بايد خپل فرهنګي ارزښتونه ژوندي وساتو.
مشکولاخان:
ـ خبره ده سيي ده، خو نورې مې يونټې خلاصېږي.
ـ خير دی، همدا خبره راته په ترنم کې وکړه!
ـ په خدای دې باور شته، چې نن مې د ادې د هګیو چرګه خرڅه کړه او د موبايل کارت مې واچاوه. بله ورځ به بيا په ترنم کې خبرې وکو، اوس د خدای لپاره نازیه اقبال!
تبسم:
ـ خير دی د لېټۍ په برخه کې خو څه ووایه کنه، پليز! ګوره څومره ټرار دی، نه بښنه غواړم، ډېر زنګونه راروان دي.\
مشکولاخان:
ـ لېټۍ يو خوږ او پوست شی دی، ما ته خو د حلوا ترورزۍ ښکاري. د زړو ښځو ځکه خوښه ده، چې له ستوني پخپله تېرېږي. لېټۍ د هغو ښځو چې په سترګو کې يې سور رنګ اچولی وي، ډېره خوښېږي. ښه اوس خو راته نازيه اقبال واوروه! همدا اوس په ټولو رادېوګانو کې د نازيه اقبال سندرې دي، خو زما ستا له رادېو نه ډېره خوښېږي.
تبسم:
ـ په خدای چې نازيه اقبال درباندې اورم، خو مشکولا وروره! دا راته ووايه، چې زموږ ټولنې ته لېټۍ څه ګټه لري او له حکومت نه دې څه هيله ده؟
مشکولا خان:
ـ حکومت ته پکار ده، چې به کليو کې د لېټۍ ډيګۍ ګانې جوړې کړي، تر څو واړه او زاړه يې په اسانۍ وخوري. له دې سره به د ټولو زړونه نرم شي او له جنګونو نه به لاس واخلي، ګوره د خدای لپاره نازیه اقبال!
تبسم:
ـ مشکولا خانه! کوم مالومات چې تا ورکړل، نو له دې نه بايد د افغانستان ټول خلک، په تېره بیا مدني فعالان اعظمي استفاده وکړي. ښه نازيه اقبال يوازې همدا ته اورې او که چا ته يې ډالۍ کوې هم؟
مشکولا خان:
ـ یاره بېشک چې د ساتلو ښځه يې. اخر دې زما خبره ومنله. زما له خوا دې ټولو هغو انسانانو ته، چې نه په کټ، نه په چوکۍ، نه په ځمکه او لنډه دا چې هېڅ چېرته يې بې د نازيه اقبال نه طاقت نه کېږي، ډالۍ وي.
د مشکولا خان لا نورې خبرې په زړه کې وې، چې دې کې يې يونټې خلاصې شوې. د تبسم، تبسم ډېرې نارې يې وکړې، خو ځواب يې وانورېدو. د هغه لا د ژور اسوېلي لړۍ ختمه نه وه، چې په دې کې ورته د بوساړې سپین ږيري ملګري په غوسه وويل:
ـ د نازيه اقبال زویه! ښه به نه وي، چې په ۳۰ افغانیو د نازيه اقبال يوه سي ډي واخلې او تر هغه يې اورې، چې کانګې دې نه وي کړې، خو زه پوهېږم، چې ته نازيه اقبال نه اورې او د زرګونو نورو اورېدونکو غوندې په تبسم مین يې؟!
سریزه
هغه نن عجیبه خبره اورېدلې وه. په دفتر کې يې يو ساعت له ځانه سره پرې فکر وکړ. هغه ته دا چاره هم يو ډول ناځواني او په ضمن کې يو مناسب کار هم ښکاره شو. هغه اورېدلي و، چې د پښتو ژبې ځينې مشران د سریزو په ليکلو له ليکوالو او یا شاعرانو نه اجوره اخلي. د همدې کار لپاره يې سریزې له مخکې نه ليکلي، په لاسي بکسونه کې ورسره او يوازې د نومونو په بدلولو سره نور ټول کار له مخکې جوړ وي.
ماخوستن چې ستړی ستومانه له دفتر نه کور ته لاړ، نو ورور يې لیک ورکړ او چې يې پرانیست، نو په کې ليکل شوي وو:
عزتمن تېره صیب!
تر ډېرو سلامونو وروسته عرض دا دی، چې زه په سریزې پسې راغلی وم؟ ناول چاپ ته تیار دی، خو يوازې سریزې ته ایسار دی. څرنګه چې په ډېرو نږدې ورځو کې بېرته امریکا ته روان یم، نو هيله ده، چې سبا سهار اته بجې به سریزه راکړئ. زه به مو له دفتر سره اته بجې ولاړ یم.
والسلام
ستاسې ورور شاوړی.
چې ليک يې ولوست، نو هک پک شو. هغه دوه میاشتې مخکې شاوړی صیب د لږې شېبې لپاره، چې د ده له دوست سره راغلی و، ليدلی و او د تګ پر وخت شاوړي صیب ورته ويلي و، چې پر کتاب به يې ورته سريزه لیکي او هغه په داسې حال کې، چې نورو فکرونو په مخه کړی و، نو ناپامه يې ورته ښه کړې وه.
شاوړي صیب ښاغلي (تېره) ته تر دې خبرې لږې ورځې وروسته د هغه د دفتر تر وره لاندې درز له لارې خپل ناول د ( لمر اننګي) هم ورشت کړی و، چې د دویم ځل چاپ لپاره پرې هر اړخيزه سریزه وپنځوي، خو تېره صیب د يو څو پاڼو تر لوستو وروسته ناول خپل يو دوست ته ورکړی و.
هغه چې ليک ولوست، نو حیران و، چې څه وکړي؟! هغه نه د برېښنا بېل، د دوکاندار پور او د کور کرايې وار و پار خطا کړی او چې خبره د سريزې د ليکلو شوه، نو دې يې نور هم پسې فکر ګډوډ ځکه کړ، چې د ناول له يوې جملې نه هم خبر نه و او چې د شاوړي صیب تپل شوې وعده او غوښتنه وریاده شوه، نو حیران شو، چې سريزه څنګه وليکي؟!
لږه شېبه وروسته له کوره په منډه ووت او د بازار ټيليفونځي ته چې ورسېد، نو په ټيلیفوني ځواب کې ورته وويل شو:
ـ هېلو هېلو، هېلو تېره صیب! خيریت دی، څنګه یاست؟ خیر خو به وي! خپه غوندې راته ښکارئ؟!
ـ واقعاً جې د خپګان خبره ده، وروره! په يو مصیبت اخته یم. خیر نوره خو راته اسانه ده، دا راته ووایه، چې هغه ناول خو تاسې لوستی دی.
ـ کوم ناول؟
مسلمانه هغه د لمر اننګي!
ـ هو بالکل، بالکل، امر کوئ!
امر څه کوې، لنډه يې راته ووایه، چې څه يې په کې لیکلي؟ زه پرې سریزه لیکم. هغه غټ ِټ ټکي يې راته زر زر ووايه، چې د ټيلیفون بیل راباندې ډېرېږي!
ـ ښه، شاباس لیکه! يو هلک په يوې جنۍ مينېږي او اخره کې کیسه په تراژيدۍ پای ته رسېږي.
ـ هغه تراژيدي راته لنډه واضح کړه! زر کول چې بیل ډېرېږي.
ـ ښه صبر وکوه، چې زه لږ فکر وکړم...... هو، تراژيدي يې دا ده، چې جنۍ هلک ته هر وخت زارۍ کوي، چې واده ورسره وکړي، خو هلک ورته وايي، چې زه لا ورکوټی یم. په دې خبرو لا نه پوهېږم، خو جنۍ ورته وايي، چې دروغ ولې وايې؟ ته خو غټ يې! خو اخر جنۍ تنګه شي او له بل چا سره واده وکړي.
ـ هيلو؛ اواز دې سم نه راځي، څه دې وويل؟ ګوره بیل ...
ـ ما وويل، چې جنۍ له بل چا سره واده وکړي.
ـ ښه واده وکړي؟
ـ هو، چې واده وکړي، نو هلک (اتل) جنۍ ته ورځي او ورته وايي، چې ما خو هسې ټوکه کوله، تا واده ولې وکړ؟
ـ وروره، اخره يې څنګه کېږي؟ زر شه بیل ډېرېږي!
ـ بس اخر يې دا دی، چې هلک د جنۍ کور ته مخامخ په کوڅه کې دوکان جوړوي او هره ورځ له ډېره غمه ممپلي خوري.
ـ ښه یانې په همدې داستان ختمېږي؟
ـ هو بالکل، بس سریزې ته دې درز ورکړه!
ـ سيي ده، خو تلوسه او ژبه يې څنګه ده؟ خو زر يې راته ووايه، چې بیل ډېرېږي!
ـ بس تلوسه يې داسې وګڼه، لکه ستا چې د سريزې اجورې ته تلوسه وي او ژبه يې داسې ده، چې ته ترې ډېر ښه يې.
ـ ښه وروره ډېره مننه، چې مالومات دې راکړل، نور بیل ډېرېږي.
تېره صیب تر خبرو وروسته جېب ته لاس کړ او لس روپۍ يې د ټيلیفون څښتن ته ونیولې، خو هغه په ترخه خندا ورته وويل:
ـ دوه سوه روپۍ کېږي، دوه سوه! موبایل دی، موبایل!!
ـ د څه شي دوه سوه؟!
ـ سړيه! ټول ناول دې واورېده، ته لا وايې، چې د څه شي؟! هله زر کوه، چې نور خلک خبرې کوي. هغه د اسوېلي سره دوه سوه روپۍ، چې د کور د ډېرې ضروري اړتیا لپاره يې ساتلې وې، ورکړې او چې کور ته راته، نو ځمکه ورته نه ښکارېده. هغه چې کله د سريزې ليکلو ته پلتۍ ووهله، نو د دکاندار پور، د برېښنا بيل او د دوه سوه روپو تاوان يې پر ذهن منګولې لګولې، چې په همدې جنجال کې يې یوه لنډه سريزه وليکله. زر زر يې په پاکټ کې بنده کړه او سهار وختي، چې لاړ، نو شاوړی صیب ورته د دفتر په مخکې لکه کولنګي چرګ په يوه پښه ولاړ و او پاکټ يې ورکړ.
څو ورځې وروسته ناول چاپ شو او چې څو ټوکه يې ده ته ورسېدل، نو د کتاب په پرانیستلو سره يې له واره سترګې پر خپلې سریزې ولګېدې.
سریزه
ناول لیکنه يو ګران فن ځکه دی، چې په دې شرایطو کې د برېښنا بيل ډېر راځي. موږ چې څومره ليکوالان لرو، نو هر يو د کور کرايه په ډېر تکليف ورکوي. هو! خبره مو د تلوسې کوله، په رښتیا چې دا ناول شهکار دی او سبا به د دوکاندار سره بیا څه کوم؟! له هغه ځایه چې د داستان په کیسې پورې اړه لري، نو شاوړي صیب د اتل د ممپلو په برخه کې کمال کړی دی. د جنۍ د کور مخې ته دوکان جوړول او بيا په خپګان سره ممپلي خوړل، د ناول تلوسه لا پسې ډېره کړې ده. دا هغه هڅه ده، چې پرته له ښاغلي شاوړي صیب يې بل څوک نه شي پنځولی. د ټولو نه بله ضروري خبره دا ده، چې دروند شاوړی صیب د سريزې د ليکلو روپۍ هم ډېرې زر ورکوي، نه خدایه توبه! زه که له يوې خوا د لمر اننګي په پښتو ادب کې يوه نوې ساه ګڼم، نو له بل پلوه يې تاسې ټولو ته په امريکا کې هم مبارکي وايم. هيله ده، چې شاوړی صیب به د ايډګرایلن پو ځای ونیسي. خو ګوره وروره، چې امريکا کې مو هېر نه کړې!
خدای دې درسره ښه وکړي.
چ . تېره
پېښورـ پښتونخوا
د څپرې میاشت د غويي کال
د کمود فریاد
کور مو اباد، چې په دې ګډوډۍ کې زما درناوی لا هم در په یاد او نړیواله ورځ مې نمانځئ! دا کار ستاسې د وفا او مینې استازیتوب کوي، ګنې په نن وخت کې څوک د پلار یا سکه ورور ورځ هم نه نمانځي.
که رښتیا ووایو، ستاسې هم پرته له ما بله چاره نشته، ځکه مې نو ستاسې په مینه کله نه کله شک پیدا شي. خیر، زه له ډېرو ګیلو تېرېږم او په دې مو بښم، چې تاسې خپل ډېر رازونه له خپلو خپلوانو، دوستانو او ولس نه پټ کړي، خو ما سره په مینه کې دومره اخلاص لرئ، چې فرهاد لا له شېرینۍ سره نه درلود.
زه په رښتیا هم ستاسې تر ټولو ډېر پرده دار او رازدار ملګری يم. ستاسې تر ټولو مصئون ځایونه زما نه پټ نه، بلکې داسې ښکاره دي، چې د دومره لوی اخلاص بېلګه په هېڅ يوه بشردوسته هېواد کې هم نشته.
خو زما صبر او اوسېله به ګوره هم منئ! ستاسې د ګېډې د ماشین هر ډول ناخوالو ته مې سینه د افغانستان په څېر سپر کړې، ګنې کومې نادودې چې ځينې وختونه ستاسې له لوري له ما سره کېږي، په يوه کتاب کې هم روا نه دي. کله مې ټول چاپېریال بمبارد کړئ او کله مې هم د افغانستان د خلکو په څېر ستونی بند.
له دې وروسته نو ستاسې د نادودو لړۍ پيل شي، څوک راپسې اوږده لرګي راواخلي او په ستوني کې مې وهي او ځينې خو مې خوله له زهرجنو تېزابو ډکه کړي. تا او خدای د داسې یوه خدمتګار سره چې ستاسې هر څه ورته په پوره جزئیاتو مالوم دي، دا مناسبه ده؟!
په داسې حال کې چې د دې هر څه ګناه ستاسې، خو سزا يې ما ته راکوئ. که دغو ښاغلو او اغلو د خپلو ګېډو سره انصاف کولای، نوهم به زه او هم به اشرف المخلوقات د دې نادودو سره مخ نه و.
بله نادوده مو دا ده، چې ستاسې د پر له پسې انداختونو، چې زه ورسره مخامخ یم، بیا مې لا خوله په لوټو هم بندوئ؟! څوک راکې پلاستیکونه منډي او ځینې خو مې ساه په دستمالونو او زړو جرابو بندوي. پوښتنه نشته، ګنې د يوه محسن سره داسې چلند خو په خدای که پکار وي؟! اخر زه هم نور تنګ شم. د ساه اخیستنې لپاره بله لار نه لرم، مجبور یم، چې ګل مو په مخ ستاسې ډالۍ بېرته کانګې او دريې کړم!!
که په دې وخت کې ورته فکر وکړئ، نو درمالومه به شي، چې ډېرو ته خو د ژوند تر پایه هم لويي او غرور نه دی پکار؟
که لږه هڅه وکړئ، د دغې عمليې مخنیوی تاسې په لږه خوارۍ کولای شئ. د خدای لپاره تر هر څه لومړی پر ما سم کېنئ! تر کېناستو مخکې د اوبو غم کوئ. تر ډالۍ وروسته مې په خوله کې اوبه ډېرې اچوئ، تر څو مو تولیدات په یو څه اسانۍ تېر کړم.
ګرانو دایمي دوستانو!
دا چې نن ورځ مو زما په نامه نړیواله کړې، نو په پای کې د خپلو حقوقو په لړ کې یو وړاندیز لرم، هغه دا چې زه ستاسې هر ډول ناخوالې په ورین تندي منم، له لوټو، تيږو او تېزابو نیولې تر بلې هرې ستونزې پورې مو دوست زغم ته حاضر دی، خو د خدای لپاره له هغو خلکو چې د نورو حقونه يې خوړلي، حرام کبابونه او نعمتونه خوري. د خدمت په نامه د نورو وينې څښي، د هغوی د موادو په تش بوی مې نوره زاره چوي. هیله لرم، چې په راتلونکې کې زما په وړاندې د دې ډول خلکو پر راتګ بندېز ولګوئ. زه هر ډول سپکاوی زغملی شم، خو پر ما باندې د دوی کېناستل راته نور په يوه قانون کې هم د منلو نه دي. که تاسې يې د جنایتونو مخه نه شئ نیولای، نو لږ تر لږه زما او زما د عزیزانو دروازې خو پرې بندې کړئ!! له دې سره به تاسې د هغوی له شره خلاص او زه به يې د نه زغمونکو بویونو له عذابه خوندي پاتې باتې شم. ظالمانو دا توره خو وکړئ کنه!!
کره کتنه
انانسر: نننۍ غونډه مو د هېواد د نوموتي او فلسفي لیکوال ښاغلي ( غرګي) صیب لیکنې ته ځانګړې کړې ده. زه اوس هغه ته ځولۍ نیسم، چې د خدای لپاره سټېج ته تشریف راوړي او په خپله لیکنه د غونډې ګډونوال ونمانځي!
له دې سره چکچکې شوې.
غرګی صیب: خپل اعصاب په لاشعور کې پلي کړئ. د کیسې نوم دی: * هغه تشریف وفرمايه*
وارخطا صیب:
په دې سپور ستوني د دومره غلیظو الفاظو استعمال ته څه اړتیا وه؟
انانسر:
وارخطا صیب! تاسې اوس خير دی، خپل تار لږ راکاږئ، چې کیسه تمامه شوه، بيا راودانګئ!
غرګی صيب:
هغه تشریف وفرمايه. هو هغه د سپوږمۍ په ټالونو د فطرت د مخ ننداره وکړه او د وږمو په پاڼو کې يې د ښکلا رازونه وتخنول، تر څو د نور له سمندره د ابد لپې د تلوسو پر نه فنا کېدونکي اور واړوي او د خومار لېونیان پرې مدهوش کړي. هو! په همدې کې و، چې په مات زړه يې خپل له غروره ډک سر ته وويل:
د قاف ښاپېرۍ تا ته منتظره ده. کېږده دا د خودۍ سمبول او هېرې کړه هغه نښې نښانې، چې ستا سړیتوب پرې وياړي.
هغه دا هر څه وکړل، خو د ښکلا ملکې په يوې موسکا له پښو وشاړه او هغه تشریف وفرمايه، خو خدای زده چې اوس به چېرې وي؟!
مننه
چکچکې شوې.
لومړی کس:
شاهکار و، شاهکار.
دویم کس:
نه شاهکار و او نه ماهکار.
درېیم:
نو دا څه شی و؟
بل:
بس يو شی و.
انانسر:
لکه چې منطقي صیب د مشوړې غوټه پرانیزي!
منطقي صیب: په لاشعور کې يې کاینات تخنولي وو. په رښتیا چې د کمال حد يې له عقله ماورا و.
رقیق صیب:
زه خو فه والله که فه دې خبرو فوی شوی یم. دا څه د فېريانو ژبه وه؟! فکار خو دا وه، چې منطقي صیب ساده خبرې فېرزو کړې وای.
منطقي صیب:
موږ نه شو کولای، چې د چا د تخيل وزرې وڅنډو. تا ته په خپل فطرت وير پکار دی!
رقیق صیب:
دې فیکوړه پوزي ته ګوره! نه يې فه خبره څوک فوهېږي او نه يې څه د لوستو دي. لانت دې وي فر دغه شان چټياتو!
منطقي صیب:
بېسواده غلی کېنه! په فطرت مې دې قسم وي، چې له کایناتو دې ورکوم.
رقیق صیب:
فه کومه به رانه ځې؟ فه والله چې د تخيل نه دې همدا نن خلاصوم!
منطقۍ صیب:
دا دی د هستۍ نه ورکېدونکيه درغلم!
رقیق صیب:
رافرېيېږدئ، رافرېيېږدئ!
انانسر:
د خدای لپاره دا دواړه هستۍ چې زموږ ادب ورباندې ژوندی دی، کلک ونیسئ! هيله ده چې ټول پر ځای کېنئ. جدي يې وایم، چې منطقي صیب او رقیق صیب دې فعلاً د ګوزارونو نه لاس واخلي. دوی کولای شي، چې په لاره کې پر يو بل خوا سړه کړي.
درنو حاضرینو!
د کره کتنې نننۍ علمي، پرتمينه او هنرپاله غونډه په عاجله توګه د منطقي او رقيق صاحبانو په شهکاریو پای ته ورسېده. راتلونکې غونډه کې به دا دواړه ښاغلي د سولې په فضا کې د کره کتنې پاتې برخې ته په ترنم کې ادامه ورکړي.
خدای دې دا دواړه سټې پښتو ژبې ته همداسې خنډينې لري.
امین
یا رب العالمين
۲۰۰۲ پېښور .
ژوندی مړی
ما چې به کله د خپل زړورتوب کیسې خپلو اولادونو ته کولې، نو په هغه ورځ ټولې دروغ شوې. کور ته چې رسېدم، نو ځان پسې مې پښې راکښلې. په جوړ شوي کټ کې اوږد اوږد پرېوتم. پر زړه مې د بېوسۍ داسې يوه څپه راغله، لکه ايله چې اوس د درېو کلونو ماشوم يم. خپل دوه نازولي ماشومان مې سترګو ته له واره ودرېدل، چې ښه دا خواران به مې له مرګه وروسته څه کوي؟! دواړه مې ځان ته رانږدې کړل او په داسې ډول مې ور وکتل، لکه له هغوی سره مې چې وروستی دیدن وي.
له وېرې مې زړه وار په وار ډوبېده. لږ وروسته چې مې خپلې مېرمنې ته وکتل، نو خپلو سترګو ته يې څادر نیولی و او په پټه خوله يې داسې ژړل، لکه د مرګ لومړۍ ورځ چې مې وي.
موږ دواړه ملامت نه وو. کله کله پوهه هم انسان ته بلا شي. موږ ته چې نن ورځ ډاکتر صیب د لابراتواري معایناتو تر کولو وروسته څه وويل، نو پکار وه، چې په چغو چغو مو ژړلي وای. ډاکټر صیب چې د معایناتو پاڼې او عکسونه وليدل، نو يې راته وويل:
د زړه يو وال دې پوره بند دی. ځيګر دې هم نږدې دی، چې کار پرېږدي. کیڼ پښتورګی دې ډېر کمزوری دی او سر دې هم داسې ښکاري، لکه دماغ ته چې دې پوره وینه نه رسېږي. وینه دې داسې ده، لکه د دريو کالو دماغي ملاریا چې هم لرې.
لنډه دا چې د ډاکټر صیب د وینا له مخې زه په ټوله مانا يو داسې ګنج الامراض وم، چې پرته د خدای له لورینو شونې نه وه، چې زه دې تر يوې اونۍ پورې هم ژوندی پاتې شم.
ډاکتر صیب وويل:
هن! دا نسخه به زما له درملتونه واخلې او که نصیب دې و، نو يوه میاشت وروسته راشه، چې دوا دې بدله کړم. د درملو اخیستنې هم د څټ له لوري حلال کړم. پوره نیمه بوجۍ دوا يې چې ډېر پړسېدلي سېرومونه هم په کې وو، راکړل.
ماښام مې ښځه په زهير ځان پاڅېده، لومړی يې راته سپلني لوګی کړل او بيا يې پر لمانځه سربېره پوره يو ساعت زما د ژوندانه د دوام لپاره نفلونه وکړل. د هغې سترګې له اوښکو ډکې وې، خو کله کله به يې په داسې مظلومانه انداز پټ راوکتل، لکه زما او د هغې چې اخرنۍ شپه وي.
د شپې راته سېرومونه يو په بل پسې چالان شول. بې شمېره ګولۍ مې له ستوني تېرې کړې او په پای کې مې هغه نیمکول، چې ډاکټر صیب راکړي وو، هم په يو جام اوبو کې وڅښل.
د شپې مې يو يو خپل سترګو ته ودرېد، د ژوند هره خوږه او ترخه مې سترګو ته يو په بل پسې راتلله، خو چې هر څومره به مې زړه کلک کړ، مېرمن او اولادونه مې له سترګو نه پناه کېدل. نه پوهېږم، چې په دغو ناهيليو کې څنګه خوب يووړم؟!
سهار چې مې وکتل، نو مېرمنې مې خپل وړوکی دستکول تیار کړی و. پاکې جامې يې راته راواخیستې. حيران شوم:
په دې څه وکړم؟
پېښور ته!
د څه لپاره؟
هغې که هر څومره ټينګار وکړ، خو ورسره مې و نه منله. زړه کې مې ویل، دغه لګښتونه چې تر پېښوره يې کوم، ښه دا ده چې یادې روپۍ مې خوارو اولادونو ته پاتې شی. اخر مې وويل:
ښځې! ( د ګور شپه نه پر کور کېږي) . هسې هم مرم. که يو څو ورځې ژوند مې وي، ښه دا ده چې له تا او اولادونو سره يې تېر کړم، خو مېرمنې مې قسم کړی و. اخر يې دليلونو ته تسليم شوم.
په پېښور کې چې تر څو د ډاکتر د معاینې وار رارسېده، نو د ارادې په لحاظ په بشپړ ډول يو ارواښاد وم. اخر يې زما نوم واخیست. په زنګېدلو ګامونو ورغلم. چې کېناستم، نو لومړی مې د درملو لويه بوجۍ ورته مخې ته کېښوده او د دې لپاره چې زما د رنځونو په تشخیص کې ورسره مرسته وکړي، ورته ومې ويل:
جي دغه دوایانې مې هم خوړلې دي. خو ما چې څو بوجۍ خلاصوله، هغه راته وويل:
کېده، کېده! دې ته ضرورت نشته. تر لنډو پوښتنو وروسته يې راته التراسونډ او نور معاینات وليکل. مېرمنې مې له لاس نه ونیولم. ښه و، هلته نوبت و. پر مېز يې څملولم. ګېډه يې راغوړه او په معایناتو يې پيل وکړ، خو لږ وخت لا تېر شوی نه و، چې په ژړغونې انداز مې ورته وويل:
ډاکتر صيب! د زړه وال مې ډېر بند دی که لږ؟ هغه لږه شېبه وروسته په جدي بڼه وويل:
چا درته ويلي؟ ستا زړه خو ټيک ټاک دی. له خوشالۍ نه مې له چپرکټه داسې ټوپ کړ، چې ګومان يې وکړ، ګنې زه يې وهم. سړی ووېرېد، خو راته ويې ويل:
څمله!
چې پرېوتم، نو ورته ومې ويل:
ډاکتر صیب لکه چې يوه پښتورګي مې کار پرېښی؟
هغه څه ونه ويل تلوېزون ته يې کتل:
پښتورګي دې له ښه نه هم پسې ښه دي.
نږدې مې له خوشالۍ نه غېږه کې کلک نیولی و.
لږه شېبه وروسته يې په ليکلو پيل وکړ. زه مې ځيګر ته ډېر خپه وم، ځکه د دې له لاسه ډېر ځوانان د خاورو مېلمانه شوي وو، خو چې کاغذ کې مې وليدل، نو ځيګر ته يې هم نارمل ليکلی و. زړه مې و، چې له خوشالۍ نه د کابل د لارې کرایه هم ورکړم، خو په وسو وسو يې زما نه پنځه سوه کلدارې زما په ډېر ټينګار شیريني واخیسته.
د باندې چې راووتم، نو داسې وم، لکه نوی چې دنیا ته راغلی وم. په مېرمنې مې زېری وکړ. د هغې له ډېرې خوشالۍ نه له سترګو غوټۍ غوټۍ اوښکې روانې شوې. د زړه له اخلاصه يې خدای ته شکر وکړ، خو لا مې نورو معایناتو ته سودا وه.
یو ساعت وروسته مې نور معاینات هم راغلل. د معایناتو د لوستو پر وخت مې د ډاکتر څېرې ته سترګې څلور کړې وې، چې راته يې وويل:
ستاسې د ډاډ لپاره به معمولي دوايي درته وليکم. مبارک شه، هر څه دې ټيک ټاک دي.
په عاجزۍ مې ورته وويل:
ډاکټر صیب! خدای دې درسره دین په دنیا ښه وکړي. زه خو هلته په مړ حساب وم. چې ډېر ژوندی وای، ايله یوه میاشت به مې دنیا کې اب و دانه وای. ډاکټرصیب! تا خو راسره دومره ښه وکړل، لکه له سره چې ژوندی شوی یم!!
ډاکتر موسکی شو:
کابل جانه! دا څه نوې خبره نه ده. تا غوندې ډېر ژوندي مړي له هغه ځایه موږ ته روزانه راروان وي!!!
رومانټيک منيجر
سره له دې چې د کار په ځای کې مې ټوله ورځ له ډېرې خوشالۍ نه د شېبې غوندې لنډه تېرېږي. معاش مې هم ښه دی، خو يو شی جې کله نه کله مې د شپې ډېر ځوروي، هغه د رومانتيک منيجر راتپل شوی لقب دی.
په هغې ورځې چې کله موسسې ته تلم، نو له درې ورځو راهیسې داسې ناارامه وم، لکه په يوې کلکې عصبي ناروغۍ چې اخته شوی يم. اخر د هغې ورځې شپه هم راورسېده، چې زما له هر څه بدې راتله او که د مجبوريت خبره نه وای، نو زه به دې ته کله هم حاضر شوی نه وای، چې د يوه بندي غوندې دې چا ته کېنم او هغه دې رانه پوښتنې وکړي. د شپې مې یو ځل بيا غټ غټ کتابونه مخې ته کېښودل او په وار وار مې ترېنه ځينې اړمن شیان د يوه ښه حافظ په څېر په یادو زده کړل. سره له دې چې پر خپلې پوهې مې پوره باور و، خو خوب راسره د انټروۍ له غمه ناځواني کوله. اخر مې د خوب غبرګې ګولۍ له ستوني تېرې کړې.
سهار وختي مې راته مېرمنې د لمبا ټول شیان پرته له جامو په تشناب کې ايښي وو او وړانديز يې دا و، د دې لپاره چې ماشومان یې راته خيرنې نه کړي، بايد له چايو يې وروسته واغوندم. خو له دسترخوانه لا پوره پورته شوی نه وم، چې مېرمنې خوارکۍ مې راته د اوتو شوي سپین کمیس تڼۍ پرانیستې او لږ وروسته يې راته تور واسکټ هم د يوې ښې خدمتګارې په څېر پر اوږو راواچاوه. ايينې ته چې ودرېدم، نو د وېښتانو په جوړولو کې مې دومره تجربه نه وه، کور يې اباد په دې کې يې هم راسره لازمه مرسته وکړه او بيا يې هغه سپری چې د خپل ناويېتوب له وخته يې ساتلی و، په ډېر اخلاص څو ځايه راپش کړ او د کور له وره چې راوتم، نو يې په ډېر نرم او خواږه اندازه بسم الله راچوف او بيا يې راپسې نیم ستل اوبه هم راشت کړې.
نه پوهېږم چې د نورو ورځو په پر تله مې ګامونه ولې شمارلي وو او په همدې حالت کې چې کله موسسې ته ورسېدم، نو په ډېرو بونډيو، اوږدو، نرو او پېړو مې سترګې ولګېدې، چې هر يو خپل نوبت ته ستړی انتظار کاوه او د سترګو له کونجونو يې جوتېده چې د بنو په څېر په يو بل ښه نه لګېږي.
تر يوه خفیف سلام وروسته پر اوږدې چوکۍ غلی کېناستم. لږ وخت لا تېر شوی نه و، چې د زړه درزا مې پيل شوه. يو خو کسان ګڼ وو او بله دا چې ډېر پوه او مسلکي خلک ورغلي وو. انټروي پيل شوه. تر څه ځنډ وروسته چې به هر يو راووت، نو له څېرې به يې داسې ښکارېده، لکه له چا سره يې چې جنګ کړی وي او پرته له دې چې څوک ترې پوښتنه وکړي، احساسات به يې دومره پارېدلي وو، لکه له ځانه سره چې چا ته د زړه له تله کنځلې کوي. په همدې ډول به هر يو راووت او بې له دې چې لږ تم شي، د شيتۍ غوندې به د موسسې له ودانۍ ووت. ما چې دغه خلک وليدل، نو په خپل راتګ پښېمانه وم. يو ځل مې زړه و، چې راووځم، خو د ماسپښین دوه نيمې بجې به وې، چې غږ شو:
پنبه ګل! له دې سره مې ځواب ورکړ:
صیب درغلم!
زر زر مې خپله شا ته لمن سمه کړه او د انټروۍ په کوټه ورسم شوم. لومړی مې په مودبانه انداز دروازه وروټکوله او چې اجازه يې راکړه، نو مې په خورا خوږ او مهين غږ سلام وکړ. له دې سره راته يوې پري مخې مخامخ چوکۍ ته د کېناستو اشاره وکړه او زه هم د چاپېريال په نظر کې نیولو سره پرې په شاعرانه ډول کېناستم، چې له دې سره يې زما ناسته په څنګ کې بلې جنۍ ته په خوږو کتلو سره تائيد کړه. د جنۍ خوا کې يوه بله د پاخه عمر ښځه او لږ وړاندې ترې يو ملولا غوندې سړی ناست و. لږه شېبه وروسته پري مخې په داسې غلچکي نظر راوکتل، لکه چې زه يې نه وینم او بیا يې د راني جوس نیم ګيلاس شربت راکړ، چې ما هم ترې مننه وکړه.
د شربت تر څښلو وروسته راته د يوه مانادار تبسم سره يو ځای پري مخې وويل:
که خوښه دې وي، انټروي به پيل کړو؟! ما هم ځان راټول کړ او ورته ومې ويل:
مهرباني وکړئ، خو تر هغې چې پري مخې پوښتنه کوله، نو وارخطا ځکه وم، چې زړه کې مې ويل، چې د يوې موسسې د داسې لوړ پوست لپاره د پوښتنو ځوابول، زما غوندې سړي د وس خبره نه ده. همدې سوچ کې وم، چې هغې لومړی يو عاشقانه اسوېلی وکړ او بيا يې ورو وپوښتل:
مینه دې کړې ده؟
لومړی مې ګومان وکړ، چې ګنې پري مخې راباندې يو ډول ریشخند وواهه، خو لږ وروسته يې په خوا کې جنۍ رانه وپوښتل:
لکه چې پوښتنه سخته ده؟
حیران وم، چې څه ورته ووایم. لومړی خو مې زړه و، چې راووځم، خو بیا مې برېکړه وکړه، چې صبر ښه شی دی، همدې کې راباندې پخې ښخې غږ کړ:
ځان نه ماشوم مه جوړوه، ولې شرمېږې؟
ما هم ورته وويل:
نه، تر اوسه لا د دې تجربې نه نه یم تېر شوی.
پري مخې بیا په رومانټيک انداز کې رانه وپوښتل:
دوه داسې لنډۍ ووايه چې په هغوی کې د مین له خوا ډېره مينه او ارمان څرګند شوی وي!
زه بيا حیران شوم، حیران په دې وم، چې زه منيجرۍ ته انټروي ورکوم او که د یارانو استاذۍ ته؟! د دې لپاره چې بې مطالعې ورته ښکاره نه شم، نو مې په ښه راديويي غږ او دردمن انداز کې ورته وويل:
زما د پېغلې په شان یاره
په ناچارۍ به رانه پاتې شې مينه
لنډۍ نه وه، لکه بېخي چې احمد ظاهر راژوندی شوی وي. له دې سره له هرې خوا د ډېر ښه، غږونه پورته شول. ملولا هم خپله کنډاسه خوله په خندا پرانیسته. پري مخې په ډېر خواږه اهنګ کې راته وويل:
ډېر سوز او درد په کې دی. هغې بلې جنۍ:
ارمان يې ډېر سپېڅلی دی.
پخې ښځې:
رښتیا چې مین په کې ډېر مجبور ښکاري او ملولا وويل:
زما په زړه خو سمه راننوته. د هغه لا بله خبره په خوله وه، چې پري مخې وويل:
هله ما ته يوه بله خوندوره لنډۍ!
چاره نه وه او څه خو هم د هغوی هڅونه وه، چې په خوشالۍ سره مې وويل:
په تمه تمه به دې مړ کړم
نه به دې یار کړم نه به درکړم ځوابونه
د دې لنډۍ په اورېدو خو د پري مخې په سترګو کې داسې يو خومار پيدا شو، لکه له ورځو چې څوک تږی وي. په ډېره مینه ناکه بڼه يې وويل:
ډېره ښکلا او مینه په کې نغښتې ده. پخې ښځې وويل:
ته څنګه وايې چې مینه دې نه ده کړې؟
هغې بلې جنۍ ورته وويل:
عمر ته يې وګوره، ايله اوس د شلو کالو ښکاري، ته خو لږ صبر وکړه.
ملولا وويل:
زه نور نه پوهېږم، هله ما ته د مینې شعر ووايه!
د هغوی احساساتو پر ما هم اغېز وکړ او نور مې ځان بېخي داسې ګاڼه لکه کلونه چې مې ورسره تېر کړي وي، نو مې ورته وويل:
د خوشحال بابا شعر دی، چې :
مینه واړه کار د اور لري خوشحاله
که لمبه يې پتوی لوګی يې وینې
شعر نه و، سم پر تولو يې اور بل کړ. پري مخه خو په لږ وخت کې راسره داسې شوه، لکه له کلونو چې راسره بلده وي. هغې بلې جنۍ راته په ډېر خواږه کتل، پخې ښخې خو له سترګو نه ایستلم او ملولا خو راپاڅېد، په غېږ کې په زړه پورې جوخت ونیولم.لږ وروسته رانه هغوی د مینې په برخه کې غوښتنه وکړه، چې پوره پرې وغږېږم. ما هم د یارانې، مینې او عشق په برخو کې تفصیلي مالومات ورکړل. د ماښام موده و، چې پخې ښځې وويل:
مينه د ْښکلو څنګه کېږي ما ته چل نه راځي، خير دی دا خو راته هم په ترنم کې ووايه، چې غږ دې هم واورو!
د اوزګارتيا مجبوريت و، ورته ومې ويل:
د دې پر ځای به درته يوه بله ووایم، چې شعر يې ښه دی. ټولو راته په يوه غږ وويل:
سمه ده، خو ما ورته وويل؛
زه لږ شرمېږم، خیر دی تاسې راته مه ګورئ!
ټولو سترګې کْښته کړې، خو پري مخې په ورو هغې بلې جنۍ ته وويل:
وئ جان! په رښتیا چې تر اوسه يې مینه نه ده کړې. ما هم غاړه صافه کړه او له سوزه په ډک غږ کې مې د خاطر دا غزل پيل کړ:
باد شومه د عشق د ګړنګونو په سرونو
پرېوتم د لرې وطنونو په سرونو
درېغه چې دا ستا د اننګو خوله هم زه وای
پرخې ته چې ګورم د ګلونو په سرونو
شعر نه و، سم کیمياوي ګاز و، چې ومې کتل، نو ټول داسې مدهوشه شوي وو، چې سترګې يې پټې او اورمېږونه يې پر يو بل پراته وو. لومړی خو د هغوی له حالته ووېرېدم، خو لږ وروسته چې يې سترګې پرانیستې، نو پوه شوم، چې د دېرو مهجورو عاشقانو مخې ته ناست یم. پري مخې تر يو دردمن اسوېلي وروسته وويل:
موږ څومره خوشبخته یو، چې تا غوندې رومانټيک منيجر مو نصیب شو. هغې بلې جنۍ وويل:
له اوس نه دې نوې وظیفه مبارک شه! پخې ښځې وويل:
خو داسې نه چې بيا موږ ته ګورې هم نه؟! ملولا زیاته کړه:
چې سنګيتا جانې مقرر کړې، نو د چا پلار دې هم له دې ځایه لرې کولای نه شي.
ما چې د هغوی بې کچې اخلاص وليد، نو په تبسم سره مې ترې مننه وکړه.
لږ وروسته راته پري مخې ( سنګيتاجانې) په مینه وويل:
ماښام ته زموږ مېلمه يې! په دې وخت کې ما ته هم هغه سندره رایاده شوه:
چشم سیاه داری قربانت شوم من
خانه کجا داری مهمانت شوم من
خو زما خيال چې څنګه و، داسې و نه شوه، بلکې ماښام ټول يوه لوکس هوټل ته لاړو. تر ډوډۍ وروسته رانه پاکستانۍ رادېو جوړه شوه او د مینې او یارانو کومې لنډۍ چې مې زده وې، په خپل سر مې هغوی ته ارشاد کړې.
په بله ورځ چې موسسې ته لاړم، نو په بریاليو کې همدا زما نوم و. هغوی په لومړۍ ورځ راته د موسیقۍ يو ښه پروګرام جوړ کړ او بیا يې د منیجرۍ پر چوکۍ کېنولم. په لومړيو ورځو کې خو له دغې نااشنا دندې سره نابلده وم، خو د سنګیتاجانې دې خدای ځواني همداسې تانده لري، چې هر څه يې په ډېر لږ وخت کې راوښودل او په لږ وخت کې ټول داسې شوم، لکه له هرې پلې او رګ نه مې چې د مينې او یارانې نغمې راوځي.
دا دی اوس د مینې په پروپوزلونو او فعالیتونو لګيا یم. زموږ پروژې په دې متمرکزې دي، چې یارانه څنګه باید پيل شي، په څو ډوله ده، کامیاب مین څوک دی، غماز څنګه پېژندل کېږي، چاره يې څنګه پکار ده؟! له سترګکه بايد په کوم وخت کې ګټه واخیستل شي؟! دا او دې ته ورته مسايل دي، چې زه يې چارې په پوره اخلاص پر مخ وړم او که رښتیا درته ووايم، نو ښه په بري په کې مخ ته روان یم، ځکه په دې برخه کې هر څوک په اسانه فنډ راکوي. له اقتصادي پلوه ښه خوښ یم او هم مې د مينې سيریال په کې دوام لري، خو يو شی چې کله نه کله مې ډېر ځوروي، هغه په کوڅو کې د ځینو حرامیانو او لوچکانو اوازونه او شپېلي دي، چې وايي:
او هو، رومانټيک منيجر، په خير په خير!!!
مطبوعاتي کانفرانس
د پرنس هوټل مخې ته ګڼه ګوڼه ډېرېده، یو یو لوکس موټر به يې د دروازې په اوږدو کې ورو ورو درېده. په لوی ليک د ښه راغلاست له لوحې سره څو تنه اوږده، ټيټ، نري او پلن ځوانان د مېلمنو هرکلي ته ولاړ وو. د هوټل لوی سالون په حماسي شعارونو ښکلی شوی و. دوه کسه پتلوني ويديويي کمره وال لکه کمندويي عسکر ولاړ وو او د هر غوړ مېلمه سترګو ته به يې په ځير کتل. له دوی نه لږ اخوا یو بل وچ کلک زلمي د عکسونو کمره غاړې ته اچولې وه.
سټېج ډېر ښکلی جوړ شوی و. مصنوعي ګلان او شنې پاڼې د لوی مېز پر شاوخوا راځړېدلې وې او پر منځ يې د تازه ګلانو غټه ګېډۍ د اوبو د ښکلي جګ او ګیلاس تر څنګ اېښودل شوې وه. د ګڼو ورځپاڼو او راډېوګانو استازي او خبريالان له کمرو او وړو وړو ټيپونو سره هوټل ته راروان وو. خلک شېبه په شېبه ډېرېدل. دوه درې څوکۍ به لا تشې نه وې پاتې، چې يو خېټا عينکي سړی، چې تر نورو ډېر خوښ او تازه ښکارېده، د يو ګروپ خلکو په بدرګه سالون ته راننوت. له واره کمره والو خپلې خپلې کمرې د زيګاويک د ماشيندارو په څېر پسې راوڅرخولې او له بلې کمرې د تالندې د برېښنا غوندې د فلش رڼاګانې پورته شوې. ورپسې يو بل ځوان خپلو لاسونو ته پړک ورکړ. له دې سره چکچکو هوټل پر سر راواخیست. چکچکې لا پای ته نه وې رسېدلې، چې يو بل کس د خلکو له منځه ناڅاپي پاڅېد، ځان يې ترينګلی کړ او په دومره زور لکه چا چې په تشو کې کلک نیولی وي، په لوړ او اوږده غږ يې داسې کړيکه کړه:
ژوندی دې وي د سولې او سوکالۍ ستر لارښود! ژوندی دې وي د هېواد ستره هستي! خدای خبر چې د هغه زړه به څومره ډک و، خو لکه څنګه چې پکار وه، هغسې بدرګه نه شو، نو غلی کېناست. مشر مېلمه د سټېج پر سر ولاړ و او په موسکا يې خلکو ته د مننې لاس ښوراوه. هغه لا پر خپلې څوکۍ سم ناست نه و، چې په دې کې يې سکرتر راغی او ويې ويل:
درنو مېلمنو او ښاغلو خبريالانو!
تر ټولو دمخه زه تاسې ته ښه راغلاست وایم او ورسره د ا فغانستان د روغې جوړې، اسلامي، افغاني، کولتوري او حقيقي تنظیم مشر ښاغلي انتظارشاه ته بلنه ورکوم، چې نننی کانفرانس په خپلو حکیمانه خبرو پرانيزي. بيا يې ګويا د هغه مخې ته نږدې کړه. هغه خپلې عینکې سمې کړې او تر يوه کوچني ټوخي وروسته يې وويل:
زه ډېر خوشاله یم، چې تاسې په خپلو سترګو وینم. تاسې ته هم د ډېرې خوشالۍ ځای دی، چې ما وینئ. په دې دنیا کې خلک يو بل ته ښکاري. که زه تاسې ته ښکارم، نو د خدای فضل دی تاسې هم ما ته ښکارئ. که خدای کول موږ او تاسې به تر ډېره يو بل ته ښکارو. اوس که کومه پوښتنه کوئ، نو بسم الله کړئ، خو پوښتنه به لنډه او ځواب به يې يو وي.
د خلکو له منځه يو پاڅېد او ويې ويل:
زه د ساتول ورځپاڼې خبریال یم. انتظارشاه صیب! زما پوښتنه دا ده، چې افغانتسان کې تر ۳۰۰ ډېر سیاسي حزبونه دي، ښه به نه وه، چې د دې پر ځای مو له يو بل سیاسي جريان سره مرسته کړې وای؟!
دا په ما پورې اړه نه لري، غلی کېنه، توشله سترګيه!! هلکه ته دې پوښتنه کوه، همداسې اېغ نېغ کېږې!
د اسمانڅکې ورځپاڼې خبریال:
هيله ده، چې د خپل حزب پر ځانګړتیاو رڼا واچوئ!
ډېر ښه، ډېر ښه. تنظیم او حزب دواړه يوه مانا لري. هر تنظیم يو مشر او څو نور مشران لري. له نېکه مرغه زه پخپله د خپل تنظیم مشر یم.
د خبرو په پای کې خبریال ته موسکی شو او بيا يې د لاس په اشارې سره يوه ته وويل:
وکه، په زړه باد مه پرېږده، پوښتنه دې وکه!
د پتاسې مجلې خبریال یم:
که تاسې ته سیاسي واک درکړل شي، نو څه به وکړئ؟
ډېر ښه، ډېر ښه. دا ده پوښتنه! که ما څوک مشر کړي، نو زه به د احمدشاه بابا غوندې برما، پولېنډ او الجزاير ونیسم او هلته به د افغانستان نوم روښانه کړم.
احمدشاه بابا خو هند او ايران نیولی و، پولېنډ او الجزاير خو د د دنيا په نورو سرونو کې دي؟!
دې کې سکرتر په ځانګړۍ چالاکۍ وويل:
د انتظارشاه صیب مطلب دا دی، چې ( هر ملک، ملک ماست).
د چريکي خپرونې خبريال:
صیب! تاسې ته فنډ څوک درکوي؟
موږ خو جواليان نه یو، چې پنډونه به ګرځوو؟! له دې سره سکرتر ډېر زر وروړاندې شو او چې غوږ ته يې خوله ورنږدې کړه، نو خبريال ته يې په خندا خندا وويل:
اه، پوه شوم. ستاسې مقصد بوديجه ده. کوربان دې سم، چې سرونه وي، نو خولۍ ډېرې. هغه رحمن بابا څه ښه ويلې دي:
و اسمان ته به د شعر زينې کېږدي
چې صاحب د کل اختیار دی رب زما
زه اميد کوم، چې مشکل به مو حل شوی وي. اوس هغه بل ته چې ستا شا ته ناست دی، نوبت ورکړه!
صيب! د هېواد د فرهنګ د پياوړتیا په برخه کې مو نظر څه دی؟
برخورداره! افرين، افرين. ښه پوښتنه دې وکړه. ته به هم خبر يې چې د فرهنګ په برخه کې موږ څومره زیانونه وزغمل؟! يوه ونه پاتې نه شوه. پخوا به له افغانستان نه په زرهاو ټنه وړۍ بهر ته تللې، خو اوس به په ټول کاشکوټ کې يوه د الوچې ونه هم څوک پيدا نه کړي. همدارنګه هغه معدنیات چې اوس په بې رحمۍ خوړل کېږي، د دې مخنیوی هم زما د حزب لومړنی کار دی. موږ به هېچا ته اجازه ور نه کړو، چې د افغانستان تېل څوک بهر ولېږي.
ښه، له همدې سره اوس اجازه راکړئ، خو د خدای لپاره چې په ورځپاڼو کې راپسې هغه او دغه ونه ليکئ. زه له تاسې سره په دې شعر خدای پاماني کوم. هيله ده چې ټول يې راسره په ګډه ووايئ:
په جهان د ننګيالو دي دا دوه کاره
ما ليدلی دی رفتار د دروېشانو .
تحریک ته ښه جوړ شوې
څه و، چې ومې نه ليدل؟! د هجرت ناخوالې، په جهاد کې بمبارونه، ولږې تندې، د وینو سیلابونه، د زورواکو جنایتونه، لنډه دا چې په دې څو لسیزو کې چې راباندې کومې نادودې تېرې شوې، په حساب يې د دواړو جهانونو خدای پوهېږي.
ورپسې مې د اسلامي نظامونو او ډېموکراسۍ خوندونه هم تر ستونې تېر کړل، خو د دواړو تر منځ توپير هغه د کفن کش کیسه وه. د يوه هم پر خپلو خلکو او هېواد زړه ونه سوځېد، خو دا يوه خبره به مې له هر چا اورېده، چې موږ پنځه زره کلن تاریخ لرو. څو ځله مو هند او ايران فتح کړی. ځینو به ويل، چې له جاپان سره په يوه ورځ ازاد شوي يو او انګرېزانو ته په لومړي ځل موږ ماتې ورکړې ده.
زه چې پر وطن مین انسان وم، روانو ناخوالو ته مې کله نور صبر کولای شو؟! له بلې خوا مې داسې خلک وليدل، چې هغه د چا خبره د اس او خره اوربشې يې سره نه شوې بېلولی، خو د نامالومې وړتیا له مخې لوړو څوکیو ته ورسېدل. دغه کار ما ته دا زړه راکړ، چې زه هم باید د هېواد په سياسي برخليک کې داسې څه وکړم، چې په لږه موده کې د هېواد ناخوالې له يوې مخې جارو کړم!!
د سياسي ګوند د جوړلو فکر کې مې څومره هم وکړ، په پای کې له ناکامۍ سره ځکه مخ شوم، چې دلته راته د ايديالوژۍ کمی ښکاره شو. په زړه کې مې وويل، چې راشه ګوند نه، يو تحريک پيل کړه، ښايي دا به دا ګټه ولري، چې افغانان د غفلت له خوبه راويښ او په دې هڅه کې شي، چې نور د خیرات خوړلو له عادته لاس واخلي او پر خپلو پښو پخپله ځانونه ودروي.
سره له دې چې په لومړي سر کې لږ فکرمن وم، خو زر مې ( ګاندي) سترګو ته ودرېد، چې په يوازې ځان يۍ خپل تحريک څنګه بریاليتوب ته ورساوه؟!
کور ته چې راننوتم، د نورو ورځو په خلاف مې په څېره کې په بشپړ ډول بدلون و. سره له واره پخلنځي ته لاړم. دالنخود، نسک، تور مرچ او میاچې په لاس راغلې، دا خو مې په ډېره منډه د حوېلۍ لويې کندې ته په بد انداز وغورځولې. په منډه بیا لاړم. د ګاز ډبه، اوتو او منقل مې په بيړه راواخیستل. ښځې مې چې زما حالت وليد، په هیبت يې راته وويل:
دا ولې په دې څه کوې؟
خبره مې و نه کړه او نېغ حوېلۍ ته لاړم. د ډبې ګاز چې مې هوا ته خوشې کړ، نو مېرمنې مې رامنډه کړه، زما لاس يې ونیو، خو له سرو سترګو مې زر ووېرېده. ګاز چې خلاص شو، نو ډبې، اوتو او منقل ته مې يو چارک تيږه ونیوله. لږ وخت لا تېر نه و، چې د پاکستان فابریکو ته مې د هېواد د وسلو په څېر ښه چيت پیت کړل. مېرمنې مې ګومان وکړ، چې ګنې په کومې عصبي ناروغۍ اخته شوی یم. راته يې وويل:
سړيه دا تا څه راخيستي دي؟
په غوسه مې ور وکتل:
منډه کړه، له بړستنو مالوچ راوباسه، هله چټک!
له وېرې کوټې ته لاړه. زه بلې خونې ته ننوتم. المارۍ مې خلاصه کړه، پتلونونه، نېکرونه او د درېشۍ کمېسونه مې له سیمي کوټبندونو نه راواخیستل او د حوېلۍ منځ ته مې وغورځول. ورپسې مې خپله ترکۍ قالينه راټوله کړه. پردو ته چې مې وکتل، نو هغه هم زموږ د ملک نه وې. سره له راډونو مې راوغورځولې. له دې سره مې مېرمن بيا راغله:
اخر ما خو پوی کړه، دا په تا څه شوی دي؟ ټول کور دې تباه او برباد کړ؟!
په داسې حال کې چې غېږه مې له شیانو ډکه وه، ورته ومې ويل:
ښځې زه روغ و جوړ یم. زه دا تحريک له خپله کوره پیلوم.
دا شیان مې هم حوېلۍ ته وغورځول، خو چې بېرته راغلم، مېرمنه مې توشکونو ته هسې ناسته وه، زړه يې پرې نه کېده. له دې سره مې تلوېزون له کړکۍ حوېلۍ ته وغورځاوه او ټوټې ټوټې شو.
د مېرمنې مې نوره اوسېله تمامه شوه:
دا تا له ځانه ولې لېونی جوړ کړی دی، د خدای لپاره دا ولې؟
ګوره ښځې موږ پنځه زره کلن تاريخ لرو. څوک چې دومره اوږد تاريخ ولري، نو د بل خيرات ته لاس نه اوږدوي او نه لاپې کوي. نور بايد د دې ځای خلک پخپله ځانونو ته شیان جوړ کړي. زر کوه د توشکونو نه پوښونه وباسه!
د هغې په سلو رګونو کې يو هم دې کار ته جوړ نه و، خو وېره بد شی دی.
زه لاړم، رادېو، موبایلونه، د تشناب سامان الات، پلاستيکي پاکستانۍ سترنجۍ، کمپلې، لنډه دا چې په څه شی مې سترګې لګېدې او د بل ملک راته ښکاره کېده، ټول مې حوېلۍ ته راوايستل او په داسې حال کې چې مېرمنې مې راته په ژړغونو سترګو کتل، هر څه ته مې تيلی ورته کړ. له سامان نه لومړی لوګی او بیا لمبې پورته شوې.
له دې کاره چې ډاډه شوم، د يوه ستر فاتح په څېر په خونو بيا ورسم شوم. ښه و پرته د سوکړکانو له اوړو، زړو مالوچو، زاړه تبرګي، دوو منګیو، يوې زړې جارو او لږو کورتو، چې هغه مې د خپل هېواد توليدات وو، په نور هېڅ هم سترګې ونه لګېدې.
مېرمنه مې دهلېز کې ژړغونې ناسته وه. نږدې ورغلم، هغې راته وويل:
دا ولې تا خو هر څه د اور خوراک کړل، لېونی به هم داسې ونه کړي؟!
په سړه سینه مې ورته وويل:
ګوره ښځې! زه پوهېږم چې په دې به ته ډېره خپه شوې يې. ښځو ته د کور سامان د خپلو اولادونو په څېر ګران وي، خو دا هر څه ما د يو لوی او سپېڅلي هدف لپاره وکړل.
په پوښتونکو سترګو يې راوکتل، خو ما ورته بیا وويل:
ګوره تر هغه چې موږ د نورو له احتیاجه خلاص نه شو، په دې وطن کې خپلواکي او خوشالي نه شي راتلای. پکار ده چې ټول خلک له ما سره يو لاس شي. د نورو له کبابونو د خپل وطن سوکړکان ښه دي. ګوره د غلامۍ تر ټولو لوی علت ولږه او احتیاج دی!
مېرمنې مې سترګې وچې کړې:
دا ښه خبره ده، خو پکار دا وه، چې اول تا د خپل وطن شیان راوړي وای. تا خو د خپله لاسه کور د کنډۍ جومات کړ. ته وګوره په کور کې څه پاتې شول؟! يو ځانوچونی دې هم پرېنښود!!
چې داسې ونه کړو، نو په دې لټۍ کې خو په دې خلکو کلونه تېر شول. انسان چې مجبور شي، نو بيا لاس و پښې وهي. مېرمنې مې د پېغور په ډول راته وويل:
چې داسې ده، نو بيا دې کورتۍ او پتلون هم وباسه!
رښتیا چې ځان ته مې وکتل، نو په همدې کې پټ وم. زر زر مې هر څه له ځانه وايستل. خو لږ وخت لا تېر شوی نه و،چې هغې له خندا نه خپل مخ پر زنګنونو ايښی و. حیران شوم، لومړی مې هغې ته او بیا مې ناببره لويه ايينه چې په دهلېز کې ځوړنده او په ناپامۍ کې رانه پاتې شوې وه، ور وکتل. په ايينه کې له خپله ځانه ووېرېدم. په ترورتيا مې ورته وويل:
هله جامې مې راوړه!
مېرمنه مې په منډه المارۍ ته لاړه، خو لږ وروسته يې په خواشينۍ وويل:
جامې خو دې ټولې سوځولې دي. په خواخوږۍ مې ور وکتل:
خير دی دا څادر دې لږ راکړه!
چې څادر درکړم، زه به څه کوم؟!
ما دې خدای له تحریک نه وساتي، اوس بهر ووځه، چې خلک دې ننداره وکړي، ايله خو اوس تحريک ته جوړ شوې!!!
پــــــــــــــــــــــــر
لویانو به سرونه کښته کړل او د خپلو لاسونو نوکانو ته به ځير شول، چې که خندا يې غلې شي. ښځو به د پړونو پيڅکي خولو ته ونیول، خو ماشومان د ناروغ د عیادت په ادابو څه پوهېدل؟! او چې پاينده ګل به څنګه د پر کليمه له خولې راوايسته، نو هغوی به د کاله له هر کونجه د پر پر په نارو پيل وکړ. مېلمنو که به هر څومره د خولو تنابونه راکښل، خو اخر به يې د صبر پولې ونړېدې، څوک به په شونډو کې موسکي شول او ځينې به خندا داسې په مخه کړل، چې له سترګو به يې اوبه وبهېدې. د پاینده ګل ناروغي نه وه، د چم ګاونډ خلکو ته يوه نه ختمېدونکې کومېډي وه او پر ماشومانو خو د پر کليمې دومره اثر وکړ چې نورې ټولې بې سرۍ يې پرېښودې او د ځغاستې پر وخت به يې د پر په چغو کوڅې په سر راواخيستې او چې هلته به هم صبر نه شول، نو کور ته به راننوتل، لويې دروازې سره به ودرېدل او د پر پر په نارو به يې پاينده ګل ونمانځه. هغه به ورته په خپل کټ کې په زنګنونو شو او د لاس په جګولو به يې خپل اوږد پر د ماشومانو له پر سره غبرګ کړ.
د ماشومانو د هره ورځ پر سره خو ګل مینه روږدې شوې وه، خو چې کله به يې کوم خپلوان له پاینده ګله د هغه د روغتيا پوښتنه وکړه او هغه به ورته د ټولو خبرو ځواب په يوه پر ورکړ، نو د هغې پر مخ به د خجالت توره څپه خپره شوه. هغه په دې پوهېده، چې په پنځه ورځني پر کې څومره لوی سپکاوی پروت دی؟! په زړه کې به يې ويل، چې د غره هومره دروند سړی و، د خپله لاسه مې سپکه وړۍ کړ. زما د نورو ښځو له سيالۍ سره څه وو؟! زه دې له لوږې مړه وای، خو چې خاوند مې د پر له پېغوره خلاص وای!
درې مياشتې مخکې هغې خپل خاوند په دغې خبرو تنګ کړ:
د پلاني ښځې ته ګوره، چې څومره ګاڼه لري؟! سپېره زرجانه د موټر خاونده شوه او کډه يې حیات اباد ته روانه ده. يو ته يې چې ورځ دې نه سمېږي او ...
پاينده ګل که به هر څو ورته وويل:
ښځې! زه غلا نه شم کولای، تا لپاره د بل کور نه شم ورانولای او بله دا چې د هر چا خپله خپله برخه ده، په دې هم درته شکر په کار دی، خو زرينې به ورته همدا ويل:
ولې ته نر نه يې؟ شرمېږې نه، هغوی خو به ټول عمر له موږ نه سوال کاوه، خو چې څو ورځې يې مېړونه افغانستان ته لاړل، نو اوس موږ خپل مزدوران نه ګڼي، ولې تا کې همت نشته؟
د پاینده ګل دليلونه که هر څومره پر ځای وو، خو ګل مينې هغه د چا خبره شل ګزه ژبه رايستلې وه. هغه ځان ډېر ټينګ کړ، خو اخر يې د مېرمنې خبرو ته خپله وسله وغورځوله. هغه چې څومره د خپل فکر مراندې ترينګلې کړې، نو د يو ځلي ډېرو روپو د پیدا کولو درک يې و نه موند. پاټکونه يې جوړ کړل، پردۍ جایدادونه يې وپلورل، ډاکې يې واچولې، ځنګلونه يې خرڅ کړل، خو څه پرې؟! دا ټولې هغه خيالي نقشې وې، چې زړه يې ورته د کولو خوښه نه ورکوله.
ناببره يې داسې خبره رایاده شوه، که رښتيا شوې وای، نو د ښځې ټول ارمانونه يې پرې پوره کېدل او هغه يې ډېره زر د سيالانو سیالولی شوه. هغه د کور ټول هغه سامانونه چې روپۍ يې کولې، وپلورل او څه روپۍ يې په پور پیدا او د مرغانو په ښکار پسې رهي شو.
هغه لا د ښکار ځای ته نه و رسېدلی، چې مېرمنې يې دا خبره لکه د ځنګله اور په ټول ګاونډ کې خپره کړه. لويې لويې خبرې يې پيل کړې او داسې يې ګڼله لکه خاوند چې يې تر ټولو قيمتي مرغه همدا اوس نیولی وي، خو چې کله يې د درېو مياشتو خرڅ په شلو ورځو کې وخوړ، نو بيا به يې هره ورځ د کاله وره ته سترګې څلور کړې وې. هره ورځ به يې د پاينده ګل د راتلو لار څارله. کله کله به يې په تصور کې هغه وليد، چې له ډېر ارزښتناک مرغه سره کور ته راننوځي، خو داسې اميدونو درې مياشتې لنډې کړې.
پوروړي به هم هره ورځ د کور ور ټکاوه. پاینده ګل په ډېرو ډاګونو او غونډيو وګرځېد. ډېرې مزلې يې وکړې، بې شمېره ستړې يې وګاللې، خو د هغه لاس تورې سپۍ څټلې و. تر درې میاشتو لالهانديو وروسته يې له ملګرو سره خدای پاماني وکړه. په تش لاس او مات زړه کور ته راروان شو. تر څو ساعته مزله وروسته د يوه پاڼ پر څنډه کېناست. په خپلو ستړياو او منډو ترړو يې منګولې مروړلې.
د پور خلاصون يې پر زړه د غم لړې راوستې او چې کله يې د ګل مینې اوږده ژبه رایاده شوه، نو له حسرته يې اسمان ته داسې وکتل، لکه له خدایه چې په ډېر نیاز سوال کوي. ښه شېبه يې اسمان ته وکتل، خو د ساړه او اوږده اسويلي لړۍ يې لا پای ته نه وه رسېدلې، چې ناببره يې شر تر غوږ شو، له دې سره ترپ شو او چې په هیبت يې ښي اړخ ته وکتل، نو داسې مرغه يې وليد، چې کوتره او نور څه هم ورسره ښکاره کېدل. په منډه ورغی، څادر يې پرې خپور کړ او په غېږ کې يې ونیو. دا لا کور ته نه و رسېدلی، چې د عربي شېخانو استازي تر ده دمخه خبر شوي وو او ان په لاره کې يې ترې په لکونو کلدارو وغوښت. شا وخوا د اخري ماډل موټرې ولاړې وې، يو نیم شېخ په کې له ورايه ښکاره کېده. د لکونو روپو خبر د سترګو په رپ کې ګل مینې ته ورسېد. په يوه شېبه کې يې کور له ښځو ډک شو. هغه له ډېرې خوشالۍ له کوره راووته او پاينده ګل خو پنځوس لکه روپۍ د شيانو د اخيستلو لپاره مخکې له مخکې له ځانه سره وشمېرلې. سره زر، موټر، کور او هر څه يې واخيستل او څو لکه کلدارې لا ورسره پاتې هم شوې. دا حسابونه يي ذهن په لږه شېبه کې وکړل. له ډېرې خوښۍ يې له سوداګرو سره ناندرۍ و نه کړې. د پنځوس لکه روپو په اورېدو هغه بېواکه شو او بې له دې چې په خوله څه ووايي، مرغه يې د خرڅ لپاره اخیستونکي ته وړاندې کړ، خو د هغه لاسونه دومره کاواکه شوي وو، چې له ورکولو سره يې مرغه له ګوتو والوت او اوس بې له پره په بل څه نه پوهېږي!!!
د تمدن لکۍ
خورې! زه خو په بانو ستړې شوم. څنګه شو ایمل جان مقرر شو؟ زما خو وراره دی، څانګه مې پر بل چا نه لورېږي، خو پلار يې وايي چې هغه نه وظیفه لري او نه بل کار. زما همدومره وسه وه، نورې دا مرکې زه نه شم تم کولای.
ـ ستا دې خدای پرده وکړي. د قسسمت خبره ده، ګنې ایمل خو راته په کلکه ویلي و، چې ټولو نه يې نومرې ښې وې. انګلیسي يې هم ښه یاده وه، خو ظالمانو ورته هسې بانه جوړه کړه.
ـ د څه شي بانه يې ورته جوړه کړه؟
ـ ورته يې ويلي و، چې نور په هر څه پوهېږي، خو تمدن نه پېژني!
ـ خورې دا تمدن يې لا څه شی دی؟
ـ والله که يې زه هم پېژنم، خو زما په فکر لکه چې ډېر ضروري شی دی!!
ـ هۍ هۍ، کاشکې مونږ کره راغلې وی، ما به لټولی وی، زمونږ خو ډک کور دی هر څه په کې شته.
دوی لا خپلو کې خبرې کولې، چې ایمل کور ته ورننوت او چې څنګه کېناست، نو د څانګې مور ترې پوښتنه وکړه:
زه خو دې مقررۍ ته غوږ په اواز وم، خو اوس مې راته ورندارې وويل، چې د میرات مړي تمدن د لاسه دې کار ونه شو؟! ولې لکه چې دا تمدن ډېر سخت شی دی؟ د څانګې د پلار نه به دې پوښتنه کړې وی!
ـ ترورې! دوی چې کوم تمدن یادوي، په هغه ټول پوهېږي. دوی دې ته تمدن وايي چې نارینه ږيره او برېت وخرييي، پتلون واغوندي او سر يې لوڅ وي. خو يوازې په دې يې هم تسل نه کېږي، بلکې يو ښه متمدن هغه ته وايي چې ښځه یا خور يې لوڅ مخ په سرو شونډو ورسره هم کله نه کله ګرځي. په دفتر کې ښه متمدن هغه دی، چې رئیس ته يې هر وخت له چاپلوسۍ نه برناحقه خوله چینګه نیولې وي او که نور په هېڅ هم نه پوهېږي، خو چې د شاهرخ خان غوندې جمپونه او موسکا يې زده وي. که خدای کول دا ځل به ګورو!
ـ څنګه لکه چې چا درته د کار ويلي دي؟
ـ هو ترورې! یوه ملګري مې راته د يوې ډېرې ښې دندې خبر راکړی. په اونۍ کې دننه به مې خدای کار وکړي.
ـ کاشکې. زه به دا څو ورځې نور هم د څانګې پلار په هغې دغې بانې د ورکړې نه ایسار کړم، خو که دا ځل دې هم کار ونه شو، چې بیا دې له ترور نه ګیله ونه کړې. زما همدومره وسه وه.
ـ بالکل سمه ده.
څو ورځې وروسته ازموینه راورسېده. ایمل ټولې پوښتنې سمې ځواب کړې. په پای کې يې هره کرښه بیا بیا په غور سره ولوسته. د هغه ټول ځوابونه داسې وو، لکه د څانګې د دعاګانو برکت چې هم په کې پروت وي. کور ته چې لاړ، نو ترور ته يې د خپل بریالیتوب خبر ولېږه. په سبا ته يې د انټروۍ ورځ وه. د کمپ يوه حمام ته لاړ. وېښته يې کم کړل، خو چې آيینې کې يې خپلې ږيرې ته وکتل، نو فکر یووړ. اخر ورته خلیفه وويل:
ـ وروره څنګه د ږيرې سره څه وکړو؟ هغه لکه لېونی له خیاله ویښ شو. زړه يې و، چې د وظیفې لپاره ږيره وخرييي. له وظیفې سره څانګه هم ور یاده شوه، خو چې په آيينه کې يې یو ځل بیا خپلې ږيرې ته وکتل، نو ښویه مخ ورته ډېر بد ښکاره شو. په کرار يې وويل:
ـ استاذه کمه يې کړه!
له دې ځایه زر زر کباړي بازار ته لاړ. ټولې اویا روپۍ ورسره وې. په ډېرې خوارۍ يې يو ارت پتلون په پنځوس روپۍ واخیست. په تلوار تلوار د انټروۍ ځای ته ورسېد. حیران و، چې پتلون چېرته واغوندې؟! ښه و، چې ويې کتل، نو د موسسې سره نږدې جومات و. پتلون يې په بیړه واغوست او د انټروۍ ځای ته ورغی. هغه بل رقیب نه درلود. له دېرشو کسانو نه ورته همدا غوره شوی و. چې دفتر ته ورننوت، نو درې کسه ناست وو. د يوه پوښتنه به لا پوره ځواب شوې نه وه، چې بل به ترې پوښتنه وکړه. د هغوی ټولې پوښتنې يې چې ځواب کړې، نو هغه او دغه پوښتنې يې ترې پیل کړې. ایمل يې هره پوښتنه داسې ځوابوله،چې پخپله هغوی ته هم نوې وې. هغه چې کله له دفتر ووت، نو په ورو يې له هغوی وپوښتل:
ـ صیب بیا کله راشم؟ يوه ورته وويل:
ـ سبا يې پوښتنه وکړه!
پر ټوله لار ډېر خوشاله و. کور ته چې ورسېد، نو مور ته يې ډاډ ورکړ. څانګه چې يې له بریالیتوبه خبره شوه، نو د هغې مخ هم لکه د سهار ګلاب لا پسې تازه شو پلار يې مرکې ته د سبا ورځ د هو او نه لپاره ټاکلې وه.
په ایمل دا شپه ډېره اوږده تېره شوه. سبا ورځ يې د مینې د بریالیتوب او ناکامۍ اخرنۍ نېټه وه. د سهار نهه بجې به وې، چې په منډه منډه موسسې ته ورسېد. خپل ملګری يې په چمن کې ولید، خو د ایمل چې پر هغه سترګې ولګېدې، نو د هغه په سترګو کې يې څه بل ډول خپګان وليد. په ورو يې ترې خپله نتیجه وپوښتله. هغه سترګې ځمکې ته ونیولې او بیا يې په داسې ډول لکه خوله چې يې بنده وي، په تاثر وويل:
ـ افسوس کوم... مقرر يې نه کړې!!
له ایمل نه لکه چې چا زړه ایستلی وي. ټول بدن يې داسې شو، لکه ساه چې په کې نه وي. تر لږې چوپتیا وروسته يې په هیبت ترې پوښتنه وکړه:
ـ اخر ولې؟
ـ هغوی چې تا کې هېڅ خو پيدا نه کړه، نو دا بانه يې وکړه چې تمدن ته دې په سپکه کتلي وو! له دې سره ایمل په ژړغوني او وارخطا انداز وويل:
دا څنګه؟ ما خو تمدن اغوستی و؟!
ملګري يې وويل:
ـ سيي ده چې تمدن دې اغوستی و، خو د انټروۍ په ورځ چې ته له کوټې وتلې، نو شا ته لمن دې نیمايي له تمدن نه راوتلې وه. هغوی داسې وانګېرله، چې ګنې تا تمدن ( پتلون) پورې خندلي او درناوی دې يې نه و کړی.
په دې خبره د ایمل سترګو ته څانګه ودرېده او داسې ورته ښکاره شوه، لکه د زړه ټوټه ترې د پتلون په ګناه کې همدا نن د بل کور ته څوک په زور وړي!!!
د پنجاب امام
طنزيه کيسه
انسان هم عجيبه وړتيا لري. کله کله يې د کلونو مخکې خبرې يا کارونه داسې سترګو ته ودرېږي، لکه پرون چې تېر شوي وي. همدا لوبه راسره هغه بله ورځ مازيګر وشوه، د شپږويشتو کلونو مخکې خبره!
هغه وختونه رایاد شول، چې په پېښور کې مهاجر وم. د کړاوونو او محروميتونو داسې وختونه، چې کتابونه پرې ليکل کېدای شي، هغه نادودې، چې د پاکستان حکومت افغانان داسې ساتلي وو، چې د مرګ او ژوند په پوله ناست وو، په میلياردونو ډالر به يې د همدې مهاجرو پر سرونو راټولول، خو په خروار کې به يې ایله د يوې اوربشې په اندازه موږ ته راکوله. په هغه وخت کې د پاکستان ټول ښارونه د ناولتيا او بېوزلۍ نړيوال سمبولونه وو. تنګ سرکونه، په يوې پيسې پسې لس خېزونه وهل او د فلاکت انتها! خو په لږه موده کې يې د همدې افغانانو د سرونو د سوداګرۍ په پايله کې د هر څه رنګونه بدل کړل.
په هماغه کلونو کې مې يو ملګری راپسې راغی او پنجاب ته د تللو يې راته وويل. تللو ته مې زړه نه کېده، خو ملګری مې راباندې ګران و. له ناکامه ورسره روان شوم.
پنجاب ته تر رسېدو پورې مو په اورګاډي کې عجيب او غريب څيزونه وليدل، دننه په ډبو کې د خلکو او ښځو دومره ګڼه ګوڼه چې ښځې به په کې لويې ګېډې بې خاره پرتې او د نارينوو پښې به ورسره لګېدې، خو هغوی پرې ری هم نه واهه. د اورګاډي له کړکيو د پنجابي خلکو سيل بله ننداره وه، دې خلکو هېڅ ډول اخلاقي او انساني اداب نه پېژندل او ښکاره به يې خلکو د سرک پر غاړو خپله اطراحيه اړتيا رفع کوله.
زموږ د رسېدو ځای د ساهيوال ښار و، چې له مخکې مې ملګري د منشيتوب درک په کې کړی و. زما لويه ستونزه دا وه، چې په ټکي اردو او پنجابي نه پوهېدم.
دواړه په يوه شرکت کې منشيان شو، خو زما دنده د شپې له خوا وه. سهار وختي به د شرکت لوی پانګوال څښتن راغی او له هوټله به يې ډېره نرۍ بدرنګه شنه پيتي راغوښته او داسې په مينه به يې خوړه لکه ايمان يې چې پرې راوړی وي.
په څو ورځو کې راته مالومه شوه، چې پنجابيان، د ورځپاڼې د لوستو، شيطانت او نورو حراميتوبونو سره ځانګړې دلچسپي لري. د اتيا سلنو پورې د نارينو نومونه يې اوس هم د هندوانو دي. هغه خلک يې چې په لمانځه پوهېږي، په نشت حساب دي، روژه خو د هغوی خپله خبره ده چې وايي ( رمضان جاڼې، پټان جاڼې) هوا او اوبه يې له نارينه نه ښځه جوړوي، ځکه خو نو هر پنجابی له واده وروسته بېرته په اسانۍ کور ته نه ځي، خو د دې لپاره چې ګناهګار نه شم، نو د دې ويل هم ضروري دي، چې د پنجاب په هر ښار کې لويې لويې فاحشه خانې د جوماتونو په خوا کې په رڼا ورځ فعالې خدمت خلق کوي. له دې ټولو بې ننګيو سره سره، پنجابی په کې لوی لوی برېتونه پرېږدي او د بد معاشانو اکټونه کوي.
لږه موده وروسته يې له دې ځایه موږ يوه ساحوي دفتر ته تبديل کړو. دا ځل یې نو يو برېتور چاغ پنجابی، چې د هغه ځای د یوه وزير په څېر ښکاره کېده، هم زموږ ملګری کړ. د شپې به مو د سپيو له وېرې يو کوتک سر ته اېښوده. په دغه ځای کې مو د دويمې شپې يو ماښام و، چې برېتور پنجابي مې له ملګري سره مرکه پيل کړه، هغه هم ورسره په اردو کې خبرې کولې، چې پنجابي د يوه خطرناک غږ په ملتیا ګازات خوشې کړل. ډېر حيران په دې شوم، چې د برېتونو او باډۍ سره يې راته دا کار ډېر بې مناسبه ښکاره شو. ملګري چې مې زه ښه پېژندلم، نو په داسې حال کې چې پنجابي ته يې شا، ما ته يې مخ او او له پټې خندا يې نور زړه چاوده، ما ته د غلي کېدو اشاره وکړه. ما هم ځان غلی کړ، خو لس دقېقې به لا تېرې نه وې، چې پنجابي له لومړي په پورته اندازه د ګازاتو د ايستلو يو بل خطرناک غږ وکړ. نور مې نو صبر تمام شو، د بالښت لاندې کوتک ته مې لاس کړ او په غوسه مې ورته وویل:
ـ که ته د نر زوی يې بل واچوه، چې زه درسره څه کوم؟!. پنجابي په وېره زما ملګري ته وويل:
ـ چې دا خان راته خطرناک ښکاري، ما ته ولې په قهر دی؟!
ملګري مې په داسې حال کې چې له خندا يې نورې له سترګو اوښکې روانې وې، جواب ورنه کړ، خو ما بيا ورته وويل:
ـ زما خبره ورته ترجمه کړه او ورته ووايه، چې که بل ځل دې دا کار وکړ، نو خوښ به دې شم.
لنډه دا پنجابی پوه شو، د سهار چای مې لا نه وڅښلی، چې مرکزي دفتر ته وغوښتل شوم او هورې يې راته وويل:
ـ تاسې نور دلته کار نه شئ کولای، ستا د لاسه شکايت شوی، شېخ یاسين ویل، چې خدای وساتلم، ګنې بېګاه يې وژلم.
په داسې حال کې چې مياشت مې لا پوره شوې نه وه، د شېخ ياسين د ګازاتو د اخراج له امله يې د انفکاک خبر راکړ. ورته ومې ويل:
ـ زه به هم ډېر خوشاله شم، چې د دې ګازي وطن نه مې خدای پښې سپکې کړي. نه پوهېږم، چې څو روپۍ يې راکړې، خو تېر ماسپښين و، چې يوه جومات ته ننوتم. د اوداسه ځای ته چې لاړم، نو نږدې مې کانګې کړې وې، هر يوه ګل مو په مخ خپلې د ګېډې ټولې اړتياوې همدلته رفع کولې. په ډېره خوارۍ مې اودس وکړ.
جومات ته چې ننوتم، نو امام د جومات انګړ جارو کاوه، يوې غاړې ته ودرېدم، خو لا مې سبحانه پوره نه وه ويلې، چې امام صيب يو خطرناک اواز وکړ، داسې چې په لږ وخت کې يې بوی ما ته راورسېد، سلام مې وګرځاوه، له ځانه سره مې کنځلې وکړې او بیا مې وويل:
ـ خدايه دا څه حال دی؟! له دغو اوازونو خو يو ځای هم په امن کې پاتې نه دی، آن د خدای پر کور هم دوی دا ګازي مېزايل را اوروي.
د دې خطرناکو واقعاتو نه کلونه کلونه تېر شول، خو اوس مې هم هغه امام په ياد دی، حيران دې ته يم، چې اوس لا هم د جهاد فتواوې د داسې امامانو له لوري، زموږ هېواد ته راځي ، چې خپل ګازونه د خدای په کور کې هم نه شي کنټرولولی ؟!
زه ښکلې پټاقۍ يم
طنزيه کيسه
چې کله د تلوېزون پر ښيښه راښکاره شي، نو ټول له خوښۍ چغې کړي:
ـ هله ده راغله، چپ شئ! د کور ټول خلک يې سندرې او اداګانو ته غوږ غوږ او خوشاله شي، خو زه له حيرانۍ نه له ځانه سره وړې وړې توبې وباسم. د خدای دې کړو ته حيران شم، چې په ځينو انسانانو کې څنګه په لږ وخت کې دومره بدلون راولي، چې که چا ته يې کيسه د قسمونو سره وکړې، نو هم به باور پرې ونه کړي.
يو کا ل مخکې چې به هغه کله موږ سره د دفتر په موټر کې ناسته وه، نو په ټوله لار يې بې د خدای له ياد او ذکره بله خبره نه کوله، که کوم ځوان به هسې له ځانه سره وخندل، نو مرخڼۍ به له مخکې سيټ نه په غوسه مخ راواړاوه:
ـ ګوره زه له هغو جنکو نه نه يم. که چا بد راوکتل، نو پوستکی به يې وباسم. له دې سره به ټول د اوسنيو پښتنو غوندې غلي شول.
مرخڼۍ به نه يوازې، په ټوله لار اذکار ويل، بلکې پرته له ناغې به په اونۍ کې دوه ځلې روژه هم وه. خدای شته کله نه کله به مې پټ پټ زړه پرې ډېر خوږېده. پړسېدلی زوړ کوټ، خيرن بې مورده پتلون او داسې بوټان لکه لارۍ چې پرې ختلي وي، د هغې د بېوزليتوب استازيتوب کاوه. هغې سره د ښايست ملکې هم دښمني کړې وه، مخ به يې کټ مت داسې ښکاره کېده، لکه پيشو چې د نغري ايرې پر سر باد کړي وي، وړې سترګې او بونجۍ پوزې يې بدرنګي لا ډېره کړې وه.
خو اوس، اوس پرې د چا پلار هم يقين نه شو، کولای، چې هغه دې هماغه پخوانۍ مرخڼۍ وي. داسې نازک کميس چې تخرګونه به يې ترې ښکاره کېدل، په پرتوګ خو يې د پرتوګ ګومان چا نه شو کولی او رښتيا خبره خو دا وه، چې اوس په کې ميک اپ جادويي بدلون راوستی و. په سترګو کې اشارې، په اندامونو کې ادا، د الفاظو په ويلو کې نازکي دا هر څه يې داسې زده کړي وو، لکه د مرخڼۍ نيا چې لا د هنديانو په هولي کې کلونه کلونه ګډون کړی وي.
مرخڼۍ په لږ وخت کې دومره مشهوره شوه، چې دوبۍ خو نوره ورته د کوټه سنګي نه نږدې ښکارېده، تلوېزونونو پرې جنګ شروع کړ او چې کله به پر سټېج راښکاره شوه، نو د ځوانانو سره به بوډاګانو هم ورته په ټوپونو بسم الله کړه.
د دومره پرمختګ سره سره هغې د سندرو تر ويلو وروسته پټاقۍ تخلص پر ځان ايښی و. د هغې تخلص زما حيراني دوه برابره کړې وه. لومړيو ورځو کې به چې پر تلوېزون راښکاره شوه، نو د هغې د تقوی او دعاګانو وخت به مې سترګو ته ودرېده او داسې به مې انګېرله، چې د مرخڼۍ په څېره کې يو ډېر پرهېزګار او با تقوی انسان سندرې وايي، اداګانې کوي، خو اوس چې د هغې د دومره سندريز استعداد او چالاکۍ سره د پټاقۍ نوم اورم، نو حيران په دې شم، چې د پټاقۍ د تخلص پر ځای يې د يوه لوی بم تخلص په ځان ايښی وی، نو غوره ورته په دې وه، چې د مرخڼۍ هر ورون د يوه نوميالي باډي بلډر نه کم نه و. ما داسې فکر کاوه چې د تخلص د غوره کولو پر وخت هر څوک بايد لږ تر لږه لومړی له خپل ځان سره دا سوچ وکړي، چې تخلص يې د کړو وړو سره څومره تړاو لري. داسې نه چې يو څوک د پوکڼۍ د ټس سره بې هوښه کېږي او پر ځان يې بيا باتور تخلص ايښی وي.
زړه کې مې ويل، که قسمت ورسره کله مخامخ کړم، نو لومړی به ترې همدا د پټاقۍ د تخلص پوښتنه کوم.
د خدای کارونه وو، ډېره موده وروسته يوه تلوېزوني پروګرام ته وغوښتل شوم. زړه کې مې تېر شول، چې کاشکې پټاقۍ هم راغلې وي. غونډه روانه وه، چې په يوې برخې کې يې پټاقۍ د سندرې ويلو لپاره راوبلله. له سندرې نه يې په ليدو ډېر خوشاله شوم.
د غونډې په پای کې مې په چل چل کې ځان ورورساوه. کور يې اباد پخواني وختونه يې په سترګو کې وو، د اداګانو په جامو کې نغښتی روغبړ يې راسره وکړ، خو سره له دې يې ځانګړې کلانکاري کوله. د هغې دا حق و، چې ځان لوړ وګڼي، ځکه اوس يې ډېر لوی لوی رئیسان، پانګوال او د ادارو مشران د صحبت او انډيوالۍ تږي وو. د خبرو په يوې برخې کې مې ترې وپوښتل، که خپه کېږې نه، يوه پوښتنه درنه کوم!
په ځانګړې ادا يې وېښتان خپل مخ ته وشيندل او په خندا يې وويل:
ـ سولېدلی صيب ګوره ته ډېر وران يې، سخته پوښتنه به نه کوې؟
ورته ومې ويل:
ـ سخته به نه وي، خوښ يم، چې ماشا الله ډېر پرمختګ دې کړی، خدای مو اخره خاتمه ښه کړه، خو د دومره پرمختګ سره دې ډېر وړوکی غوندې تخلص پر ځان ايښی، دا پټاقۍ بدلوی نه شې؟
لومړی لږه خندا ورغله، خو بيا سنجيده شوه:
ـ دا تخلص ما پخپله په ځان نه دی ايښی، دا خلکو راکړی. د خلکو مينې ته څنګه په سپکه وګورم؟!
حيران شوم:
ـ خلکو څنګه درکړی، خلک دې خدای خوار کړي، چې ته يې پټاقۍ کړې؟
بيا خندا ورغله:
ـ سولېدلی صيب! دا خو زما د يوې سندرې لومړی بيت دی. د خلکو دومره خوښ شو، چې اوس راته ټول له ډېرې مينې پټاقۍ وايي.
ـ عجيبه ده، دا خلک هم عجيب مخلوق دی، خو که هغه بيت راته ووايئ، نو ما به مې جواب پوره موندلی وي.
د لاس د سرو بنګړی يې په بل لاس ونيو:
ـ حيران دې ته يم چې تا غوندې مشهور شاعر او فرهنګي انسان تر اوسه زما دا شاهکار سندره څنګه نه ده اورېدلې؟!
ـ بښنه غواړم، خير دی اوس يې ووايه! بل ځل به داسې نه کوم.
ـ سندره داسې ده چې :
ډبله غوندې ښکارم خو په زړه باندې نرۍ يم
زه ښکلې پټاقۍ يم زه ښکلې پټاقۍ يم
له ناکامه مې ورته وويل:
تاسې پخپله په دې خوشاله ياست؟، ځکه پټاقۍ خو يو وړوکی غوندې درز هم کوي.
خندا ورغله:
ـ پټاقۍ نوره توره وي، که سپينه؟! چې کله خلکو کې راښکاره شم، نو هغوی داسې شي، لکه انفجار چې مې په کې کړی وي، خو زما انفجار خلک نه وژني، بلکې بې هوشه کوي يې. نو اوس ته ووايه، چې زه پټاقۍ يم که نه؟!
ورته ومې ويل:
ـ بلکل چې پټاقۍ يې، خو ما ته اجازه راکړئ، هسې نه چې زه دې هم د پټاقۍ په مجروحينو کې حساب شم!!
شامي قبر
طنزيه کيسه
ناڅاپه مو په دفتر کې شور او ځوږ شو. د د فتر له کړکۍ چې مې سر ورښکاره کړ، نو خلکو د زخميانو په تذکره کې صاحبزاده صيب راروان کړی و. پنځه دقېقې به لا تېرې نه وې، چې په لويه خونه کې يې د يوه بشپړ مړي په څېر کېښود او خلکو يې د زړه په مښلو پيل وکړ.
د صاحبزاده صيب کړه وړه د يوه رښتيني مړي و، له مخ نه يې د ژوند تازه ګي الوتې وه او داسې ښکاره کېده، چې ساه به په کې نه وي. د دفتر همکارانو يې د ژوندي کېدو خواري کوله، خو ما ته يې يو نيم درجن ماشومان سترګو ته ودرېدل او په زړه کې مې داسې دعاګانې ورته کولې:
ـ خدايه په خپل قدرت په کې ساه پيدا کړې. ماشومان به يې څه کوي. دې خوارکي خو به، چې کومه ورځ بانجان واخيستل، نو څومره به ورته خوشاله و، خو اوس به يې کورنۍ د تدفين او مراسمو لپاره پيسې له کومه کوي؟! د مړي ښخول، خو هم د بې عدالتۍ په دې پير کې کومه اسانه خبره نه ده. خدايه ته يې په خپل حکمت خپلو ماشومانو ته بيا راژوندی کړې.
زما لا د د عاګانو لړۍ سر ته نه وه، رسېدلې، چې د صاحبزاده صيب له خولې نه ورو وویل شول:
ـ شامي، شامي!
د شامي د ټکي په اورېدو د ټولو پرمخونو د خوښۍ څپې راښکاره شوې. په زړه کې مې تېر شول، صاحبزاده صيب لکه چې چېرته شامي کباب خوړلی او ټوله لانجه به ورته له همدې نه پيدا شوې وي. رښتيا هم د هغه غوښه له خپل ځان او له جهانه نه خوښه وه.
د هغه د پښو د مښلو لړۍ لا همداسې روانه وه، چې سترګې يې وغړولې. لږه وروسته يې موسکا وکړه او ورپسې يې سر راپورته کړ.
يوه ملګري اتومات په خوله کې جېنسېنګ انرژي ورواړوله او لا يې پوره نه وه، څښلې چې صاحبزاده صيب با الکل نورمال شو. موږ ټول د هغه په رغېدنه د زړه له تله خوشاله شو، د تخرګونو نه مې لاسونه ورلاندې کړل او خپلې کوټې ته مې بوت او پر چوکۍ مې د يوه نوي وزير غوندې په احتياط کېناوه.لږه وروسته مې ترې وپوښتل:
ـ انشا الله اوس خو صحت ياب يې کنه؟
يوه شرمېدونکې موسکا يې وکړه. الحمد لله. خو تاسې راسره په تکليف شوئ!
ـ تکليف دې سر وخوري، خو چې ته بېرته خدای خپلو ماشومانو ته جوړ کړې.
ـ بس د همدې ماشومانو لپاره راباندې داسې لوبه وشوه.
حيران شوم:
ـ د ماشومانو لپاره، ولې خيريت خو به وي؟!
ما خو داسې فکر کاوه چې شامي کباب تاسې دې حالت ته رسولي وئ.
په لږ څه شرمېدونکي ډول:
ـ شامي کباب مې په سترکو نه دې ليدلی، مسلمانه نږدې په رښتيا هغه جهان ته رسېدلی وم.
زه نور هم حیران شوم:
ـ یاره صاحبزاده صيب! په موږ خو دې له وېرې مرګ تېر کړ. ماشومان دې راته سترګو ته نېغ ولاړ وو.
ـ د همدې ماشومانو د لاسه خو نږدې برناحقه مړ شوی وم. پرون راته د يوه تلوېزون د يوې خپرونې مسوول زنګ وهلی او ما هم ورسره ومنله، د قبر یوه خپرونه، زه د قبر مېلمه وم.
ـ د قبر مېلمه؟! خدای دې د هغوی کور وران کړي، دلته خو بې له هغې هره ورځ خلک په خپلو وينو کې لامبي، ټول هېواد مو له يوه لوی قبر نه کم نه دی. په کار ده چې د ژوند سره د مينې لپاره خپرونې جوړې کړې، ياره صاحبزاده صيب عجیب څه اورم.
ـ په لومړي سر کې خو زه همدې فکر کې وم. دا يقين مې و، چې دې خلکو د قبر پروژه يوازې د همدې لپاره اخيستې چې افغانان کاهل او بېکاره کړي، که په چا کې د ژوند لپاره لږ څه هم پاتې وي، په دې ډول خپرونو يې ترې وتروړي، خو بس مجبوريت بد شی دی.
ـ ولې هغه کوم مجبوريت و، چې تا ورسره ومنله؟
په تندي يې لږ لاس راتېر کړ:
ـ ياره يو نيم زر افغانۍ حق الزحمه يې ورکوله. زړه کې مې وويل، چې هر څه وي، د کور يوه سوړه خو به پرې بنده شي.
سره له دې ما داسې ګڼله چې يو مصنوعي قبر به وي، په خوا کې به يې ناست يم. د قبر دعاګانې، سورتونه او مسئلې خو مې بې له هغې هم زده دي، يو ساعت خپرونه ده، خدای به يې تېره کړي.
خو چې ورغلم زما ګومان غلط وخوت. د تلوېزون د ودانۍ په لاندې برخه کې يوه تياره خونه وه، په تمامه مانا يو رښتينی قبر چې شاوخوا يې خاوره پرته او هر څه تیاره وو، زما د راتګ انتظار کاوه. سم له واره يې په داسې حال کې په کې کېنولم، چې درې کمره وال راته پاس ناست او زما يوازې په قبر کې سر ښکاره کېده. دغو د ظالم زامنو د قبر شاوخوا يو څو شمعې بلې کړې وې. لږ وخت وروسته يې نکير منکر راولېږل. له ما يې پوښتنې پيل کړې. د ځوابونو د ورکولو پر وخت مې روحي حالت شېبه په شېبه خرابېده. سره له دې چې ما ډېر مړي لمبولي، خو داسې لوبه مې کله نه وه ليدلې. د پوښتنو او ځوابونو دې لړۍ ډېر دوام وکړ، په اخرو شېبو کې خو خپل ځان راته يو مکمل مړی ښکاره کېده په خپلو راتلو ډېر پښېمانه وم، خو د تېښتې چاره نه وه، همدې وخت کې مې هم يو نيم زر افغانۍ سترګو ته ولاړې وې. د سوال ځواب د لړۍ په خلاصېدو مې زړه خوشاله شو، خو همدې کې راته ډايرېکټر له پاسه وويل:
ـ حالی ديګه فاتحی خوده بيګه!
د سورت په ويلو چې مې څنګه پيل وکړ، نو وار په وار مې خپل حواس له لاسه ورکول. خپل يو يو ماشوم مې سترګو ته ودرېد. د هغوی جامې، څپلۍ، قلمونه او کتابچې چې کله هم ما ورپوره نه کړل.
خو سره له دې به مې زړه راټينګ او يو نيم زر روپۍ به مې سترګو ته ودرولې. په وسو وسو مې د سورت ويل پای ته نږدې کړي وو، خو د قبر تيارې او د خپل ځان د فاتحې اخيستلو کار مې نوره په زړه تیاره راوسته. چې ومې کتل نو يو لاس رااوږد شو، په موټي کې يې يو نيم زر افغانۍ ما ته رانږدې کړې، تر دې وروسته نو زه نور په ځان نه يم پوه شوی، ښايي همداسې شا ته بې هوښه لوېدلی يم. ښه ده، چې لحد نه و، قبر شامي و، ګنې اوس به مې په رښتيني د دنيا کړاوونو ته خپل واړه بچي يوازې پرېښي وای!!
رښتينی ستاينلیک
د دفتر حاضري چې مې څنګه لاسليک کړه، نو ملازم مې د کور د کرايې غوندې نېغ شا ته ولاړ و:
ـ رئيس صيب غوښتی يې!
حيران شوم، چې په دې شنه سهار کې ورته څنګه ګران شوی يم. دروازه مې وروټکوله او ورغلم.
ـ االسلام عليکم ورحمت الله وبرکاته!
سړي سپېږمې د پېښور د کوڅو غوندې تنګې او تندی يې د تايمني د اوبو په څېر تريو کړ. زړه کې مې وګرځېدل، چې ښايي په دې خپه شوی وي، چې دومره اوږد سلام مې ولې وکړ، اوس خو شاټ کټ زمانه ده، هر څه په يوه يا دوو ټکو کې خلاصه کېږي. په احترام مې وويل:
ـ صيب! لکه چې تاسې غوښتی يم؟
سړي سترګې داسې راپورته کړې، لکه پلار چې يې همدا ما په ډېرې بې رحمۍ په شهادت رسولی وي:
ـ ته ړوند يې که عقل در نه چا پټ کړی دی؟!
حيران شوم، چې دا څه په ګډو وډو سر دی.
بيا يې وويل:
ـ دا زما تېروتنه ده، چې تا غوندې انسان ته مې په خپله اداره کې دنده ورکړه، اوس دې په موږ پورې هم خندا شروع کړه !
خدای شته د ړوند او عقل نه خلاص په ټکو مې خوا ډېره بده شوه، زه غريب وم، خو د داسې خبرو د اورېدو اوسېله مې نه لرله، سره له دې مې په کرار ورته وويل:
ـ تاسې خو ما په خبره پوه کړئ، چې څه تېروتنه رانه شوې ده؟!
په کلانکارۍ يې په مېز پروت يو پلن کلک کاغذ لاندې راوغورځاوه:
ـ ته به داسې ستاينليک ليکې!؟ ما ته خو له لومړي وخت نه ډېرو ويلي و، چې دا سړی مقرر نه کړې، دا يو بېباکه انسان دی، د رښتيا په ويلو کې د ماشي غوندې د انسان په سترګو کې ننوځي.
د ستاينليک په ورځ پرونۍ ورځ راياده شوه.
په هغه ورځ چې زه د دفتر يوې کوټې ته ننوتم، نو تر اوياو ډېر ستاينليکونه مې وليدل، چې دېوالونو ته ځوړند وو. دا ستاينليکونه د عجيبو او غريبو خلکو له خوا نه زموږ ادارې ته ورکړل شوي وو، لکه ملکان، د جومات ملايان، د پروژو شريکان، دوکانداران، ولسوالان، سرمعلمان، نجاران، خياطان، قصابان او داسې نور.
د ستاينليکونو په ليدو په دې حيران شوم، چې رښتيا هم زموږ په هېواد کې پسات دومره لوړ ټکي ته رسېدلی، چې پورته ترې نور پرته له هوا بل څه نه شته. پخوا به په سلو کسو کې ايله يوه ته د يوه ډېر غوره کار له امله ستاينليک ورکول کېده، خو اوس له هر چا سره په بوريو بوريو ستاينليکونه پراته او ښايي ډېرو خپلو ستاينليکونو ته په ترکاڼانو ځانګړي بکسونه جوړ کړي وي. په زړه پورې خو دا چې د دغو ستاينليکونو په خلکو کې بې شمېره غله، نالوستي، لېونډرتان او حتی لېونیان د دې لړۍ د کتار په سر کې راځي.
د ستاينليکونو په ليدو مې سوړ اسوېلی وکړ، خو همدغه تاثر مې ټوله ورځ پر ذهن حاکم و، چې د ستاينليک په ليکلو مې پيل وکړ.
په همدې کې راباندې رئیس غږ کړ:
ـ ايا ستاينليک همداسې وي، چې تا د خريدارۍ امر صيب ته ليکلی دی؟
ته يې ولوله!
له سوچه راويښ شوم او د ستاينلیک په لوستلو مې پيل وکړ:
د افغانستان د خلکو د ذهني وړتيا د سولولو موسسه
ستاينليک
په الهي عذاب ککړ د خريدارۍ امر صاحب!
السلام عليکم.
د وياړ ځای دی، چې تاسې غوندې فعال او په ما ميين چالاکه انسان د پېرزوينو او عاطفې نه اينجانب بې حده مستفيد شوی او لا يې د فيوضاتو لړۍ دوام لري. له هغې نېټې نه چې تاسې دلته په خپلې سپېڅلې دندې پيل کړی، نو له اقتصادي پلوه، زما او زما د ټولې کورنۍ په ژوند کې قسم په خدای حيرانوونکی بدلون راغلی. په لږه موده کې مو د کورونو، ګرانبيه موټرو او د خدای د بې شمېره نعمتونو خاوند کړم. دا ستاسې برکت او ځانګړې مهارت دی، چې حتی يوازې د کور د لګښتونو لپاره پرته له معاشه ما ته د مياشتې ديارلس نيم زره ډالر په منظمه توګه په پاکټ کې په شريفانه ډول ږدئ. ستاسې د ستاينې وړ بل ټکی دا دی، چې د چا پلار مو هم کله په حسابۍ کې کمی نه شي پيدا کولی. رښتيا هم زموږ په هېواد کې دا ډول استعدادونه ډېر لږ پيدا کېږي. ځکه نو تاسې ته په ډېر ادب دغه ستاينليک درکوم او همدارنګه مالي څانګې ته سپارښتنه کوم، چې د لا هڅونې لپاره تاسې ته د عمرې شريفې ټول لګښتونه برابر او د خير په دغه کار کې عاجل اقدام وکړي. زه یو ځل بيا يادونه کوم، چې رښتيا هم دا هېواد تا غوندې شريفو او په اصولو پوهو خلکو ته شديده اړتيا لري، دې ځای کې لازمه ګڼم، چې د هغه هوښيار هغه خبره ياده کړم، چې ستاسې غوندې خلکو ته يې په عجيب انداز کې ويلې ده:
په دنيا ښه راسره وکړه
په اخرت کې د هر چا بېل دي کورونه
ستاسې د لا برياليتوب په هیله
( )
الحاج مير تنور الدين
د سولېدلې موسسې مشر
طنزي کیسه
د سېک جنازه
شيری لا له پخوا څخه د غل، قاتل او داړه مار په نامه په خلکو کې مشهور و. هغه دومره ځیرک مجرم و چې ترپايه پورې سره د دې چې د ډېرو کورونه يې وران کړل، دولت ونه شو کړای، چې هغه ونيسي، خو د هغه د غلاګانو دا سلسله هغه وخت پای ته ورسېده، چې مجاهدین راپيدا شول. پخوا که به شېري د کلي ولس په کمزورو خلکو کوم ظلمونه کول، نو هغوی خو بې وسلې وو، خو اوس چې د هر چا په اوږه کلاشينکوف و، نو ځکه د شېري له ټوپکه څوک نه بېرېدل.
هغه دوه ځله د مجاهدینو په شتون کې هم غلا وکړه، خو هغوی ونيو او که د کلي د سپينږیرو منتونه او زارۍ نه وای، نو د شېري د مرګ به خدای خبر دا څووم کال و. خو هغوی پرې توبه وکښله اوشېري هم له ناکامه خپله سيمه پرېښوده او له ځانه سره يې ټينګ عزم وکړ چې له دی وروسته به نه غلا کوم او نه هم مرګ. مزدورۍ ته یې مټې ونغښتې او له غلاګانو سره يې نوره خدای پاماني وکړه.
شېري ډېر کلونه مزدوري وکړه. دی لا په خپلو کارونو او غريبۍ کې بوخت و، چې د کابل سياسي حالاتو له يوي مخې بدلون وکړ. دولت له منځه لاړ، نظم ورک شو او خپل سرۍ، خپل حاکميت پر ټول ښار ټينګ کړ. د غلاګانو بازارتود شو، دولتې شيان تالا شول، په شخصې کورونو حملې اوج ته ورسېدې، لنډه دا چې دلاس بري کار و. د کابل له دي ګډوډيو نه شېری هم خبرشو. هغه چې په پوره اندازه د مزدورۍ نه تنګ شوی و او له بلي خوا چې به يې د ځينو خلکو خبرې واورېدې، نو د کابل د تللو هيله به يې نوره هم ګړندۍ شوه.هغه واورېدل چې کابل په دې وخت کې له کويټه کم نه دی. د پېړیو غريبان په کې په څو ورځو کې له غريبۍ خلاصېږي. د دا ډول خبرو تراورېدو وروسته شيري هم هغه پخوانۍ توبه ماته کړه او د کابل د تللو تکل يې وکړ.هغه په زړه کې وویل:
دا چې نورو د چور او تالان بازار ګرم کړی او زه چې د دي کار متخصص يم، څنګه غلی کېنم؟! داسې وخت خو کله کله وي زه بايد خپل مهارت د غلاګانو په دې طلايي چانس کې ښکاره کړم. تردا ډول سوچونو وروسته کابل ته رهي شو دا چې هغه يو تجربه کار غل و، نو هغه طلايې پونډ کوم چې يې ځان ته د ژوند د سختو شېبو د آسانولو لپاره ساتلی و، هم په خپل جېب کې کېښود، خو افسوس چې د کابل تګ يې ډېر بې وخته و او هغه ځکه چې د دولتي ودانيو ټول قيمتې سامانونه او د فابريکو اودستګاه ګانو ارزښتناکه پرزې او ماشينونه تر ده دمخه نورو تالا کړي وو،خو بيا هم یو نيم ځای کې چورجريان درلود. شيري چې هر څومره پر شيانو سترګې واچولې، څه يې هم خوښ نه شول. هغه په دی پوه شو، چې د کارڅيزونه نورو وړي دي اوهسي کباړ ده ته پاتې شوی دی. هغه له خپله بخته ډېر ګيله من و.زړه کې به يې دا ګرځېدل چې مسلکي غل زه وم، مګر دعمل په وخت کې راڅخه نورو دغلا مډالونه وګټل.
يوه ورځ چې د ښار په يوه برخه کې په همدې سوچونو کې رهي و، ناببره يې خپل درې کسه پخواني دوستان وليدل.ترخبرو وروسته معلومه شوه چې هغوی په کافي اندازه له خپل چوراو تالان نه راضي وو.
يوه په کې شېري ته وويل: شېری استاد! که مونږ هرڅومره مال پيدا کړی هم وي، ستا درجې ته کله رسېدی شو. آخر ته خو زمونږ استاد يې. په هغه دا خبره لکه د ټوپک ډز بده ولګيده، خو په خوله يې څه ونه ويل اوزياته يې کړه: څنګه ځای می شته؟ هغوی ټولو ورته وويل: شيری استاد! فوق العاده کوټه مو نيولې ته به هم راسره يې.
د شپې شېري خپلو ملګرو ته د کابل له ناوخته راتګ څخه شکايت وکړ او ويې ويل: زما د هر آمر مننه به په سهې ډول کوئ.هغوی هم ورته دپخوانې پاس په نسبت د پوره اخلاص وعده ورکړه. بله ورځ شيری سهار وختي ښار ته لاړ. هغه چې هر څومره کوښښ وکړ، چې د روپو د پيداکولو کومه نوې طرېقه اختراع کړي، بريالی نه شو.هغه لا په دې ډول فکرونو کې روان و، چې يو سېک يې وليد. سېک له ظاهري بڼې نه ښه مالداره ښکارېده،هغه په خپله ځانګړې چالاکۍ سېک ته وويل:
لالا! پونډ آخلې؟ هغه ورته وويل:هو! د پونډ تر ليدلو وروسته شېري ورته وويل: ما له عربستانه اتيا پونډونه راوړي دي. دا چې اوس لا هم د محصول خبرې کېږي اوله بلې خوا که چيرته يې وړم، نو وېرېږم چې څوک مې مړ نه کړي. ګټه زه نه کوم، که په خپل قيمت يې اخلې، نو په تا به يې خرڅ کړم. سېک چې هم په ګټې اوپيسو پسې سم ليونۍ و، نو د هغه په سودا کې ورته پوره ګټه ښکاره شوه. تر لږو نورو خبرو وروسته يې له شېري څخه بشپړادرس واخيست او ورته يې وويل:
زه به همدا نن مازيګر درشم. د پونډونو قيمت او سودا به هلته وکړو. شېری د خوشالۍ نه په جامو کې نه ځايېده. په ډېره توندۍ يې ځان د ملګرو کوټې ته ورساوه، هغوی هم ټول په ځای وو. هغوی ته يې کيسه وکړه او يوه ته يې د تابوت د راوړلو آمر وکړ. هغه هم بی له ځنډه لاړ او تر يوه ساعت وروسته يې تابوت راوړ. شېري تابوت په خاصه ځيرکتيا په کوټه کې پټ کړ او ورسره يې د سيک دوژلو ټول سامان هم د هغه له راتګ څخه دمخه تيار کړ. هغه خپلو ملګرو ته وويل: مونږ بايد ډېر کوښښ وکړو، چې د سېک غږ د باندې څوک وانه وري. دوه کسه يې د همدې کار لپاره مؤظف کړل. د سېک د وژلو ټول پلان بشپړشو. مازيګر مهال وچې سېک کوټې ته راغی. کوټې ته په راننوتلومؤظفو کسانو په سېک ورټوپ کړ او هغه يې د سترګو په رپ کې څملاوه. نورو يې خوله وربنده کړه او شېري پرې د چاقو کلک کلک ګوزارونه وکړل. لږ وخت لا نه و تېر شوی، چې سيک خوارکی يې د دنيا له کړاونو نه د تل لپاره خلاص کړ. هغوی چې د سيک جېبونه تالاشې کړل، نو ښې ډېرې افغانۍ يې په کې وموندې. د شېري ملګرو د هغه په لارښوونه سيک په تابوت کې کېښود. تر لږې دمې او ځينو ځايونو نه د وينې تر پاکولو وروسته يې تابوت په کټ کې واچاوه.شېري او يو بل تن مخکې او نورو دوو تنو دکټ وروستنۍ پښې ورپسې ونيولې او د جومات لور ته يې سيک روان کړ .د لارې په اوږدو کې له معمول سره سم شاوخوا هر سړي کوښښ کاوه چې د ثواب دپاره جنازه واخلي. تر يو څه مزله وروسته چې د خلکو ګڼه ګوڼه نوره هم ډېره شوه، نو شېري او ملګرو يې جنازه نورو خلکو ته پرېښوده او پخپله يې ترې پښې سپکې کړې. خلکو هم پخپل سر جنازه روانه کړې وه او جومات ته ورسېدل.جنازه کېښودل شوه او خلکو د لمانځه ترتيبات ونيول. تر ښه ځنډ وروسته خلک حیران شول، ځکه د جنازې د کولو لپاره نه کوم ملا و او نه هم د مړي څوک خپلوان. تر ښه انتظار وروسته خلک نور تنګ شول او ډيرو له ځانونو سره وويل:
دا څنګه مړی دی، چې نه يې څوک د لمانځه شته او نه هم د بل څه. تر نور انتظار وروسته خلک متردد غوندې شول او يوه په کې په زور غږ وکړ: وروره ! مونږ کار لرو. د دې مړې وارث څوک دی؟ ځينو به ويل:عجيب مردم هستند مارا از کار کشيدند. که خلکو هر څومره چيغې وکړې، څه ګټه يې ونه کړه. هماغه و چې يوه په کې وويل:
راځئ چې ځو دا څنګه مړی دی؟خلکو د بيرته تللو تکل وکړ، خو يو کس يې تابوت ته ورغی د تابوت د سر په خلاصولو هغه وليدل چې په وينو ککړ سېک په کې پروت دی.د سيک په ليدلو هغه په رېږدېدلي آواز چيغه کړه:آز برای خدا سیک وګورئ!.دا دې لا بله. په دې ډول به هر يو راته او د سېک تر ليدلو وروسته به يې له ځانه سره توبې ايستلې او ويل به يې:
هر څه مو ليدلی وو، خو د سيک جنازه مو کله هم په جومات کې نه وه ليدلې!!!