ای ښاغليه انسانه!

لیکوال:: عبدالمنان دردمند
ای، چې د کایناتو په صحنه کې ستا شعور او بصیرت د فضا چت ښکلوي!
ای د خواهشاتو او خیالونو ډکه جسمه!
ای هره ورځ د نویو ارزوګانو او هیلو خاونده!
د مینې او محبت ښایسته نمونې!
ای په حسن او جمال میین روحه!
ای د پهلوانۍ او قهرمانۍ دعوه ګیره، د لوړ فکر خاونده، د خندا او ژړا کالبوته، د عشق او میینتوب جذبې!
چې کله په دنیا حکمراني کوې او کله د ژوند په فلسفه پسې د جهان قلندر شې!
ته دومره مستانه جذبه او رندانه احساسات لرې چې د افتخار ګټلو دپاره تا یو دم د قربانۍ میدان ته حاضر کړي.
اوف- دومره درد؟ داسې ناقراري؟ هومره ژړا؟ داسې خندا چې په اشارو او تبسم پسې درڅخه ځان هېر شي؟ ستا د ژوند رنګین داستان څومره خوږ او د لوستلو وړ دی، مګر ته یې نه شې لوستلی، ځکه ته هغه ممثل یې چې نور دې ننداره کوي. ستا هلې ځلې په دې امېد چې زحمت پسې راحت، په سختۍ پسې اساني، په بیلتون پسې وصال شته. رښتیا کامیابي له ناکامۍ څخه موندل کیږي او روغتیا بې د درد ګاللو خوند نه لري، نو ای ښاغلي انسانه سلام!
ستا لوی سرګذشتونه چې ښاپېرۍ دې له دېوانو څخه ازادولې او د خپل عشق په دام کې دې نیولې، ستا هغه غټ کارونه چې له ګامونو څخه دې ذرات د لمر په وړانګو کې ناقرار دي.
د یوه ښکلي جهان په ودانۍ پسې ارماني ګرځې، مدني ښارونه دې جوړ کړل، تهذیبي هنګامې دې ګرمې کړې، مګر بیا هم ستا روح او ستا ارزوګانې په بیدیا پسې سیلاني منډې وهي.
ایا دا په څه پسې دومره سلګۍ وهې؟ داسې غزونې او ناقراري کوې؟ خوښي وجود نه لري، که ستا څخه مروره ده؟
ای د روښانه ایندې په انتظار ښاغلي انسانه! چې کله پورته الوزې، کله لویې میرې ګزوې.
دا د ځان په فکر که د نورو د راحت دپاره؟ ستا عاطفې او زړه سواندۍ ته سلام!
ستا سخاوت او شجاعت ته سلام! ای د لویو ارزوګانو او ځوان فکر خاونده!
چې د زمکې په مخ او د اسمان په چت هم قانع نه یې، محدودیت او قیدیت ستا ارزو نه مني، اما دغه وسیعه دنیا دې په ځان تنګه کړې او د ژوند په مدارجو کې ستړی ستومانه یې. نو که غواړې ای شریف الوجوده، چې د موفقیت مقام ورسې او د فضلیت په فرش کېنې او دنیا ودانه کړې، نو هغه دنیا جوړه کړه چې هلته عدل او انصاف، کامله عقیده او صبر، لویه حوصله او ازاد قضاوت د برېښنا په شان رڼا کوي، پاک زړونه، سپېڅلي ضمیرونه او ویښ افکار، د مینې او محبت وي. په یو بل د علم او پوهې پېرزوینه وي، نه ظالم وي او نه مظلوم، نه غلا وي او نه دروغ، نو بېشکه ستا ارزوګانې به د ایمان او عقیدې په وزرو والوزي او ته به داسې جهان معرفي کړې، چې هلته به روح سلطان وي، عقل به وزیر وي او حسن او عشق به درته مبارکي وايي. دغه ژوند او حقیقي سعادت به دې نصیب شي. ځواني او شاعري به په کې ستا د ارزوګانو ترجماني کوي او ستا زحمت به د راحت عامل وي، نو ای ښاغلي انسانه، سلام ستا دې ناقرارۍ ته سلام!