د یوې پښتنې پېغلې ارمان
لیکوال:: مېرمن حمیده
هلته د شنو بوټو په غاړه یوه توره کېږدۍ ولاړه ده، تورې پرښې طبیعت ازادې غورځولي او ازادې پرتې دي. د نښترو او د ګورګورو شنې ونې خواوشا ولاړې دي، شنه واښه په ګڼ سیوري د بوټو لاندې ولاړ دي، چې د لمر وړانګې یې نه دي لیدلي او پرخه پرې همېشه پرته وي.
شپونکی هلته لرې بربنډ ناست دی، شپېلۍ غږوي. په خوړ کې سپينې اوبه په مستۍ روانې دي، شور او غرهار کوي. د یوې پېغلې کیږدۍ څنګ ته ناسته په تبۍ جواری پخوي، سپين ټيک یې پرتور وربل لکه د سبا ستوری ځلیږي. تور کمیس یې په تن، سره زرغونه لمن ورته پرته لکه د بوډۍ ټال، زړه مور یې څنګ ته ناسته ده.
پېغله وايي:
مورکۍ زه چې ځان سره فکر وکړم، نو وایم ځار شم د وطن له تورو خاورو او تورو تورو غرونو نه، ترهغو سپينو ماڼيو او لوړو بنګلو نه چې واک یې د بل وي.
قربان شم ددې پاکې او ازادې هوا نه او سرمې لوګی شه د وطن د ازادۍ په لار کې مور نه. هابله ورځ تا راته چې د میوند د شهیدانو نکل کاوه، څومره ارمان مې کړی دی چې کاشکې هلته زه هم وای، چې دغو د ازادۍ شهیدانو ته مې په خپل سر د اوبو منګي وړای. ډوډۍ مې ور رسولې وای، کارتوس او ټوپک مې وروړای او ورسره اوږه په اوږه جنګېدلی...
مور یې ورته وایي: لورې خپه کېږه مه، او تېرو شویو خبرو پسې ارمان مه کوه، که خدای کول، د پښتونستان جنګ راتلونکی دی، دا هغه د ازادۍ جنګ دی، چې ستا زړه یې غواړي. د پښتونستان زلمو خدمت وکړه او خپل ارمان ترسره کړه.
پېغله وايي: آه مورجانې، دا به کله وي؟ زه به ژوندی یم چې پښتانه زلمي ځانونه جنګ ته تیار کړي او زه د شپې ټيکله پخه کړم او سهار د خپل ورور سره د زلمو په ډله کې د جنګ میدان ته روانه شم؟ او مورکۍ! ته خو به نه ژاړې، خوشاله به یې او دعا به کوې چې پښتونستان ازاد شي. ارمان مې دی چې داسې جنګ او مړي وشي چې د جنګ ډګر داسې سور شي لکه زما سالوګی او د زلمیو مونګلې د دښمنانو په وینو داسې سرې شي لکه دا زما لاسونه چې نکریزو سره کړې دي. څومره مې زړګی غواړي چې د پښتونستان بیرغ ماته څوک راکړي او د ټولو مخکې روانه اوسم او که د دښمن ګولۍ راشي چې اول زما په توده سینه ولګیږي! د پښتونستان زلمي به د جنګ نه بریالي راوګرځي، پښتونستان به یې ګټلی وي، په خاورو او دوړو به سپېره او په وینو رنګ وي، ته به خپله لور هره خوا لټوې، مګر بې فایدې، ځکه چې ما به خپل سر د پښتونستان نه قربان کړی وي او شهیده شوې به یم او خپلې ارزو ته به رسېدلې یم!