د دوست شینواري دوه نثرونه

لیکوال:: دوست شینواری
د زیارت ډيوه
د جمعې شپه وه، نه پوهېږم چې څه سودا واخیستم، خو له کوره ووتم. چېرته لرې مې څه رڼا تر نظر راغله او د یوه لېوني په شان په منډه منډه ورغلم.
لویه هدیره وه، زاړه قبرونه وو او د لوحو نه پرته نور څه په سترګو نه لیدل کېده.
هلته د کوم زاړه قبر سرته ډيوه لګول شوې وه، دا ډيوه به ښايي کوم داسې غریب او یا کونډې لګولې وه، چې خپل کور به یې تیاره و، خو هدیره یې رڼا کړې وه او په دې ذریعه به یې د مړو نه د ژوند مرادونه غوښتل.
دا کار که څه هم ګناه وه چې بې ځایه تاوان و، خو هغه ته خپلې عقیدې ثواب او ښه کار ښودلی و.
ما د زیارت ډيوه وليده، نو د ناپوه او نا رسېدلي قوم لیکوال او پوهان راپه زړه شول، د پوهو قومونو پوهان داسې مثال لري، لکه د کورونو ډيوې، چې ټولو ته یې رڼا رسیږي او رڼايي یې بې ځایه نه وي.
په نا پوهو قومونو کې پوهان د زیارت د ډيوو په شان سوزي، رڼا ورکوي او په سوزو ګداز مري، مګر قوم د مړو په شان ورنه فیض نه شي اخیستلای. هغه قوم چې پوهه نه لري، د پوهانو قدر هم ورسره نه وي. کله یې لېوني او مالیخولیايي بولي او کله یې له ځانه شړي. مونږ چې نه پوهېدو ځينې پوهان مو له ځآنه شړلي او کوم وخت چې پوه شو، بیا مو د هغو هډوکي بېرته راوړي دي.
د پلار وصیت
کوم وخت چې د هغوی د پلار وروستۍ سلګۍ وې او د ژوندانه له خوږو ترخو یې سترګې پټولې، خپل زامن یې راټول کړل او هغوی ته یې داسې وصیت وکړ:
زامنو نژدې ده چې د ژوندانه سره مخه ښه وکړم او د تل لپاره ځان د ابدي خوب غیږې ته وسپارم. تاسو ته به زما بیلتون ډېر تریخ او ستوغ وي، خو مه خپه کېږئ، زما د مړینې ورځ د لوی اختر د ورځې نه کمه مه ګڼئ او دوستانو او خپلوانو نه د فاتحې په ځای مبارکي وغواړئ، ځکه چې زما د مرګ ورځ هغه وخت دی، چې ستاسو د سړیتوب او لویۍ میاشت رادبره کیږي.
ده وویل، زوړ پلار داسې مثال لري، لکه په یوه باغ کې زړه ونه او زامن یې دهغو نیالګو په شان دي، چې ددغې ونې لاندې ولاړ وي.
تر څو چې دغه زړه ونه لرې نه شي، دغو نیالګیو ته د ودې او مېوې نیولو فرصت نه پیدا کیږي. قدرت په خپله ددغه باغ باغوان دی او زړې ونې ددغو نیالګیو د ګټې لپاره لرې کوي.
په دنیا کې د مرګ نه لوی خیر رسوونکی بل نه شته، ځکه چې له یوې خوان هغه ستړي بوډاګان چې له ژونده خوند نه شي اخیستلای او په کړاو وي، د ابدي استراحت په بستر کې ویده کوي او د بلې خوا نه نور خلک د هغوی د زحمت نه خلاصوي.
که د دنیا په مخ د مرګ سیلۍ نه لګېدای، نو اوس به خلک ددې وړې کرې په مخ هم نه شو ځایېدلی. د یوه مرګ د نورو وږو لپاره د مړښت زېری دی. په خپل ژوند کې چې مونږ څه لرو، اکثر یې راته له پخوانیو نه پاتې دي او که زمونږ پخواني نه مړه کېدلای، مونږ به ټول مسکینان وو. هیڅ به مو نه درلودای. مونږ به هغه وخت د خپلو زړو د پاره د مرګ سوالونه کول او یاد ځان دپاره....
نو اوس خو پوه شوئ چې ستاسو ژوند زمونږ په مرګ کې دی، نو زما په مرګ مه خپه کیږئ! هغه وویل ترڅو چې څوک زاړه کالي ونه باسي، نوي نه اغوندي، په یوه کور کې چې زاړه لوښي مات نه شي تر هغې څوک د نوو غم نه خوري. په یوه پټي کې هغه وخت نوی تخم کرل کیږي، چې زوړ ورنه ورېبل شي او....
مطلب دا چې نوو ته هغه وخت ځای پیدا کیږي، چې زاړه له مینځه لاړ شي. تاسو ځوانان یاست او زه زوړ ، نو زما تګ د خپل ځان دپاره خیر وګڼئ.
هغه وویل، زما مور او پلار دې خدای وبښي ډېره ساده ګان وو، ځکه زه چې کوم وخت پیدا شوم، هغه ډېره خوشالي کوله، خو اوس پوه شوم چې هغوی په هغه ورځ ستاسو دپاره د نن ورځې غم زېږولی و، نو تاسې د اولاد په زېږولو ډېر مه خوشالېږئ، ځکه چې دغه خوشالي به د بلې ورځې غم وي. او زما په مرګ هم ډېر مه خپه کیږئ، چې هغه به د یوې بلې خوشالۍ زېږوونکی وي. زما مړینه ستاسو دپاره خیر دی او په دې باره کې له ماسره ښه فلسفه شته، که هغه مې ټوله تاسو ته پخوا ویلی وای، ښايي تر اوسه به مو ژوندی نه وم پرېښی، خو همدومره درته وایم چې زما په مرګ مه خپه کېږئ!