رښتیني ښایست

لیکوال:: امین الله زمریالی
هغه څوک چې پر ښایسته او ګلالیو مخونو میین دی او پر سرو نریو شونډو ځان ورکوي او غواړي چې د دلبرانو د نیم کښو سترګو د مینې په ډيوه تل د زړه خونه رڼا کړي، ودې پوهیږي چې:
د کړوپ والي او زړوتیا وخت به راسي، هغه د تاوه ډک او لګېدلی اور به مړ سي او هغه تودوالی به په سوړوالي بدل سي.
سړی ته ښايي چې د سپېڅلي زړه او پاکو فکرو خاوند وي او سم هوښیارتوب سره تخڼک (میل) ولري. په هغه زړه کې چې داد خدای امانت د سپېڅلې مینې سره ګډ سي، نو د خاوند تعالی د مینې اور په کې بل سي او هیڅکله نه مري.
که زما د زړه باغ دې د مینې د ګلانو په ښایست ښایسته نه وي، هیڅکله به سره شونډان غوره نه کړم او خمار د سترګو ته به بها کښېنږدم او د ښایستو سره او تازه باړخوګان به پر ما اغېزه ونه کړي او ټول به هیڅ وګڼم!