"د افغانستان نومهالي ادبیات"

د پاینده محمد زهیر دوه نثرونه

Image Description

لیکوال:: پاینده محمد زهیر 


                                                                                                                           د شپېلۍ اواز 

د ښکلي پسرلي په یوه روځ هغه وخت چې نړۍ په راز راز ګلانو ښایسته او سمه او غر په ریدي او غاټول اراسته او سینګار وو. د سنبلو جوش، د عندلیبانو خروش، د بلبلانو نارې او د شاعر ترانې وې. 

هغه وخت چې د زهیرۍ دوړې لا نه وې راباندې پرېوتلې او د خواشینۍ سیلۍ لا نه وه راباندې لګېدلې، د یوه ځړوبي و پای ته چې ما غوندې ژړاند او سر یې د دنیا د ستونزو له لاسه د ډېر وامه د شپېلۍ اواز او دمینې ساز مې اورېده. 

ساز نه و، بلکې زما د خوږمن زړګي اواز و. 

ناله نه وه، بلکې زما د پټو خواشینیو ناره وه. 

شپېلۍ د نمانځلو او نازولو څخه په نارو وه او زه د شپې له باده په ترانو وم. 

ما د مینې سندرې ویلې او هغې د پټ راز بدلې. 

ددې له سندرو سره همنوا شوم، ټول(؟) مو د پاکې فضا په څپو کې خپور شو. 

پس له ډېرو اروېدا او غږېدو، د قال او حال په ژبه او د خیال په نړۍ کې شپېلۍ راته ویانده شوه: 

ای زهیره میینه! پاکه مینه، سپېڅلی زړه، رښتیا او حقیقت، زما او ستا د ژوند معیار او زما او ستا د روزګار کارو بار دی....

که پاکه مینه او رښتین زړه، که د صداقت او حقیقته ډک محبت نلرې، نو : 

مه ځان زهیروه او مه زما په رشتو او تارو ګوتې وهه! 

ځکه هغه ساز چې د محبت له تارو جوړ نه وي، 

هغه نارې چې د رښتینې مینې سوز ونه لري، 

او هغه ترانه چې د حقیقت او صداقت نغمې په کې ونه ږغول شي، نو هیڅ!

ځکه تل وایم چې: 

تل دې وي رښتینه مینه، 

ژوندی دې وي د مینې حقیقي سوز او ګداز!




                                                                                                          د ګلباز هیله 

د زړه په سوده کې مې د نرګس ګلان چې ستا د سترګو تمثال په کې برېښي، راټول کړي دي؛ 

 څو  یو ځنې واخلې!

د عواطفو په کواره کې مې د ګلابو ګلان چې ستا د ښایسته رخسار ممثل دي، راغونډ کړي دي؛

څو یو ځنې غوره کړې! 

د احساساتو په کپڅۍ کې مې سنبل چې ستا د زلفو په څېر دي، راټول کړي دي؛

څو یو ځنې واخلې! 

د هیلو او امالو د مینې او محبت په کټوري کې مې  یاسمن، نسترن، غاټول، ریدي او ریحان راغونډ کړي دي؛ 

څو یو ځنې غوره کړې!

واخله، یو ګل واخله! په دې ګړۍ کې چې ټول جهان ګلزار او تمامه نړۍ له ازهارو ډکه ده، په دې ورځو کې چې سمه او غر، باغ و راغ، چمن او انجمن، بوستان او ګلستان د ګل له جوشه اود بلبل له خروشه ناڅي، نو یو ګل واخله، د ګلباز زړه مه ماتوه، د ګل باز د امېد مزی مه شلوه، د میین زړه مه خپه کوه، واخله یو ګل واخله! 

دا ګلان ستا دپاره دي، 

دا ګلان ارزانه دي، 

بها یې هم زیاته نه ده، یوازې ستا مسېده؛ 

هو، یوازې ستا مسېده( موسېده)، ستا دیدار، ستا خواخوږي یې بها ده او بس! 

نو ومنه، دا مړاوی او ژړ ګل، دا زهیر او خازه ګل، چې زما د مینې او هیلو په بڼ کې غوړېدلی او زما د عشق د ګلبڼ شګوفه ده، او په ټولو ګلانو کې یې ستا د دیدار دپاره سر راپورته کړی دی. 

بوی یې کړه، وایې خله، ورته وخانده، ژړه بڼه یې د خپل ښایست او سره رخسار په ښکلي رنګ رنګ کړه او وجود یې په خپل دیدار، کتو او خواخوږۍ تازه کړه؛ 

دا وه د ګلباز هیله!