د محمد دین ژواک دوه نثرونه

لیکوال:: محمد دین ژواک
دعا
هلته چې د سوداګرۍ بازار ډېر تود وي او په هر سلام کې سل غرضه پټ وي،
هلته چې احسان د انسان د مريي کولو دپاره وي،
هلته چې عزة النفس لکه جوار او وربشې خرڅيږي،
هلته چې علم فروشي او فضل فروشي رواج لري،
هلته چې معنی د مادې غلامي کوي،
هلته چې افتخار په ذات حاصلیږي او سرلوړي په سر ټيټۍ پیدا کیږي،
لویه خدایه ! ته زما د ژوند بستره په دغسې ځای کې مه غوړوه، ځکه چې زه په دغسې ځای کې «ژواک» نه غواړم!
زما زرغونې لورې!
ستا د اختر په کالیو زه په هغه شان نه شم هوسېدلای، لکه ته چې هوس په کولای شې. ځکه ستا د کالیو د هوس کولو سره سم و ماته هغه ماشومان راپه یاد شي، چې ستا په کالیو اغوستلو د یو ډول مایوسیو سره مخامخ کېدلای شي.
زما زرغونې لورې، زه د هوس کولو په عوض یو ډول عذاب هم حسوم، که څه هم و تاته نه شي معلومېدلای.
ته خو پوهېږې، مګر زما حال د ډېر زړه سوي دی، ځکه زه د دوو مختلفو جذبو په منځ کې واقع شوی یم، زما دا وقوع د ژرندې د دوو پلونو ښه مثال دی، ځکه له یوې خوا نه ستا هوس کول ستا کالیو راوړلو ته ما مجبوروي، مګر له بلې خوا ستا د کالیو اغوستلو په وخت زما زړه د یو ډول سوز او سوځلو سره مخ کېدونکی دی. ځکه د نورو بېوزلو ماشومانو مایوسانه کتنې ستا د کالیو د لیدنې په اثر زما په دماغ کې خطور کوي، د همدې خاطرې خطور ما ډېر سخت معذوبوي او دا عذاب تر هغه لذت ډېر دروند او معذب دی.
زما ګرانې لورې، ته خو زما د زړه غوښې بلل کیږې، مګر زه ستا د هوس سره سم عذاب هم حسوم او هغه هم په همدې وخت کې چې تا ګلالي کالي واغوستل ته وځې او اوس سمدستي د باندې وځې، و نورو ته همدا رنګین کالي ښکاره کوې، مګر د همدې ښکاره کولو سره سم زما پرېشانه خاطرات ستا د هوسونو سره ملګري دي او هر کله بچی!
که ته پوهېدلای او دادې حسولای شوای، چې زما پلار په همدې هوسونو د سخت عذاب سره مخامخ کېدونکی دی، تا به زما د زړه دپاره هم دې ډول بېوزلو ماشومانو ته خپل کالي نه ښودلای، د خپل پلار په حال به دې رحم کولای، مګر ته خو نه پوهېږې او د خپل پلار زخمي زړه ته نه شې ترمیمولای او د همدې ډول زخمونو التیام ته دې هیڅ فکر نه شته.
ته هوس کوې او هغه هوس چې ستا د پلار زړه په زخمي کیږي، ته خاندې او هغه خندا کوې، چې د پلار تر سترګو دې دهمدې مظلومانو او بېوزلو له خاطره اوښکې توییږي.
لورې، ستا پلار د ډېر رحم وړ دی، ځکه له یوې خوا ستا د هوس پوره کېدل خپله وظیفه بولي او د بلې خوا ستا د نویو کالیو ښکاره کېدل نورو بېوزلو ته ستا پلار ډېر سخت په عذابوي. اوس نو ستا خوښه ای زما د زړه ټوټې او زما د عذاب موجبې!!