د سراج الدین سعید

لیکوال:: سراج الدین سعید
زړه ته!
تر څو به د خپلې هوا او هوس دپاره دومره مشکلات زغمې؟
ته، هو ته، په یاد لرې؟ هغه خاطرات، هغه ورځې او شپې، هغه خواږه اشنایان، هغه د لطف او نزاکت او شوخۍ مجلسونه، افسوس چې ولاړل، تېر شول او تېریږي، یقین لرم، چې ته هغه له یاده نه شې ویستلی، ځکه هغه ستا په ژوند پورې پوره اړه لري...
ای زما زړه، پوهېږم، چې تلوسې او امېدونه لرې او د خپلو پرېشانیو له لاسه ځورېږې.
ای زما د ځان ملګری، ای د عشق مرکزه، هغه عشق چې تا د خلکو څخه پټ ساتلو، فاش او رسوا شو، ځکه چې ستا د عشق بهترین داستان د ریکاټ په ضمن کې ثبت او د موسیقۍ په دفتر کې ولیکل شو.
هو، ستا د ژوند خاطرې د کتاب د پاڼو په مخ او د رکاټ په ضمن کې وساتل شوې، لوستکي به یې اوري او پوهیږي به چې دا داستان د زړه عواطف او ملکوتي الهامات دي.
دا وطن، ملک، قام او قبیل د ملت د نهضت او پرمختګ دپاره امېدونه او هیلي دي.
دا د هغه ارمانونو معراج دی، کوم چې د ډېرو انتظارونو څخه وروسته په لاس راغلی دی.
ای زما ګرانه زړه، اوس، هو ، اوس عهد وکړه چې د ځان او د خلکو د خدمت دپاره د مینې او عشق جذبې ته ادامه ورکړې، تر څو هغه مخ کې تللې قافلې ته په ډېر زور او قوت سره ځان ورسوې.
ژوندیو ته!
ژوند د څه دپاره دی؟ که ژوند بې کاري وي، نو مرګ څه شی دی؟ ژوند واسطه ده او که نه غایه او هدف؟ ژوند ښه دی او که مرګ؟ زما په فکر ډېر ژوندي دي، چې د نورو ژوندیو برخه خوري.
بالعکس ډېر داسې خلک مړه شول، چې د هغوی د ژوند د ګټې او فایدې څخه تر اوسه خلک استفادې کوي.
حقیقتا چې د ژوند په راز هر څوک نه شي پوهېدلي، ژوند یوه لوبه ده، چې په دې لوبه کې سربېره پر منډه او ترړه په سلهاوو او زرهاوو هلې ځلې هم شته.
نو ژوند ته باید په عادي او سرسري نظر ونه کتل شي او نه دومره باید د غور وړ شي چې د یو با افتخار مرګ نه هم مهم وګڼل شي.
څېړنه، تجربه او مشوره د ژوند مزیت زیاتوي، جنبش او حرکت، جدیت او فعالیت د ژوند معنی ده.
پوه خلک باید د عامو خلکو سره د ژوند د ښودلو په مقصد کې مرسته وکړي.
محتاط ته!
تا خو څه غوښتل، مګر په تته ژبه، تا څه ویل مګر په زړه کې دې پاتې شول، تا څه اورېدل مګر په مغشوش ډول، تا څه احساس کولو، مګر باور دې پرې نه درلود.
تا د ذایقې په خوند کې هم بې خوندي محسوسوله، ځکه چې ستا افکارو ستا په حواسو تاثیر اچولی و، او تاته چې کوم مهم مرض متوجه و، هغه همدا چې مضر احتیاط دې کولو...
ستا مرض سودا وه، مګر تا به ورڅخه د پوهې تعبیر کولو، ځکه عواقب به دې ښه نه شو سنجولی، او کله یو څه خوش بین او خوش باوره هم وې.
نو ته باید ځانته متوجه شې، د خدمت او د عمومي نهضت په لیاره کې محتاط نه اوسې او زیات خوش باور....
مغرور ته !
ته نه پوهېږې، ځکه څوک نه شې پوهولی، ساده یې، ځکه څه نه شې سنجولی، ته د خودۍ په نشه کې د وخت له اقتضااتو او ایجاباتو څخه بې خبره یې....
ته ! هو ته ! په دې ولې نه پوهېږې، چې څه باید وکړو، درس نه وایې او وظیفه نه پېژنې، نو په دې حساب ستا ټول ژوند یوه خطرناکه ډرامه ده. هو داسې ډرامه چې احساسات پاروي، مګر ته نه پارېږې، ته د چا سره ولې په یوه لیاره نه شې تلی؟ او دا ولې د عمومي نفرت سره مواجه یې؟ که زما منې د غرور په ځای د مینې او محبت سره ځان عادي کړه!
ادیب ته !
زه نه پوهېږم چې ته ادب ته په علم قایل یې او که په صنعت، ته ادب حقیقت ګڼې او که تعبیر؟ ادب د ادب دپاره غواړې، او که په ادب سره د خلکو احساسات پاروې؟
ته، هو ته، ووایه چې ادب رنګیني او جلوه ده او که نه د حقیقت روښانول؟
زما دا پوښتنې د هغه ادیب څخه نه دي، چې هغه په صرف ادب نازیږي، بلکې زه د هغه ادیب نه معلومات غواړم، چې هغه په مطلب پوه وي، هدف ولري او د ادب څخه مطلوبه استفاده کولی شي.