ما او تا

لیکوال:: محمد ارسلان سلیمي
یو وخت مې څو ځلې د میږیانو د ځالې خوله په خاورو پټه کړه او دوی به چې د باندې پاتې وو، هغه به ټول سره ورغونډ شول او په ډېره بيړه به یې هغه د ځالې د خولې خاورې لرې او بیا به یې د ځالې لاره پاکه کړه، خو ما او تا...
سره ددې چې د یوه کلي کور او سره خپلوان یو، یو د بل کور ورانوو!؟
دوې توتکۍ په پسرلي زما خونې ته راغلې او په پیشتول کې یې ځای خوښ کا.
د ځای په جوړولو یې په ګډه پيل وکا، ځاله یې جوړه کړه، په پستو او نرمو وښو او بوټو یې فرش کړه، هګۍ یې په کې واچولې، چیچیان یې وایستل، لوی یې کړل، وایې لوزول، دا کارونه یې ټول په ګډه پای ته ورسول، د کور جوړول بیا د اولاد روزنه او لویول او د ژوندانه په ټولو کارو پوهول او ... څه خوشې او سرسري کارونه نه دي. یو عمر زحمت او تکلیف غواړي، خو دې وړو کوټو مرغیو دا ټول زحمتونه په ډېره مینه او شوق په ځان ومنل او خپل ګران زامن او لوڼې یې ډېر نېکخویه، زیارکښ او پوه وروزل او تربیت یې کړل.
خو ما او تا ..؟ هوکې، نه مو خپله مېنه جوړه کړه او نه مو ورور او تربور ته څه ګټه ورسوله. ګټه رسول خو لا څه کوې، بلکې زیار باسو د ورور کور ورانوو، مال یې خورو، تاوان وررسوو، بې پته کوو یې، که مو لاس ورباندې بر شي، وژنو یې لا هم. د خپل اولاد روزنه خو ایسته کښېږده، چې د خپله لاسه یې بدخویه، ناپوه او لټان لویوو...
باور وکړه، وطنوال وروره، زه خو پخپله چې هغه د مېږیانو اتفاق او ورورګلوۍ او هغه د توتکیو زیار او پوهه مې ولیدل او په کې ځير شوم، پخپل وجود باندې وشرمېدم، یقین لرم چې ته به هم زما په شان وې او.... ما او تا خو لکه چې راسره ښايي هغسې د خیر کار، ښه خبره، کوم نېک خوی، لږ ډېر زیار او کوشش نه دی کړی، د خپل ورور خیر مو نه دی غوښتی. تربره ته مو څه ګټه نه ده رسولې. قام او وطن ته مو څه نه څه خدمت نه دی کړی، خوشې بې ځایه باټې وهو، فیل په خبره چو کوو، اسمان په لغته نړوو، د ځان ساری په ټوله دنیا کې نه وینو، خو په حقیقت کې هیڅ نه یو، د خبرو مېړني یو او د عمل د میدان نه تښو.
ورځې شپې یوه په بله پسې راځي او تېریږي، لمر او سپوږمۍ هر یو په خپل ټاکلي وخت راخېژي او پرېوزي، ستوري هم په خپل وار خپل ځانونه راښکاروي، د مځکې د سر کایناتو ته د حیرانتیا په سترګو ګوري، خپله ټاکلې وظیفه سرته رسوي او تېریږي، اسمان په خپل طبعي او وضعي حرکتونو ګرځي، پسرلی، اوړی، منی، ژمی پیدا کوي او خپله مقرر وظیفه په انتظام او خورا ښه شان اجرا کوي، په خپل کار کې هیڅ تغیر نه کوي، په خپل لویوالي او عظمت هیڅکله نه مغرور کیږي او په دېره عاجزۍ د قدرت اوامر مني او په پای ته یې رسوي- څه کوي؟ زما او ستا خدمت.
هو! شپه او ورځ، لمر او سپوږمۍ، ستوري نمځکه او اسمان او ...دا ټول زما او ستا په خدمت کې لګیا او بوخت دي، خو ما او تا ...؟ هوکې، ما او تا هیڅ خپل کار او وظیفه ونه پېژندل، ونه پوهېدو چې څه شی وو او څه شوو؟ د څه دپاره راغلي یو؟ څه به کوو او څنګه؟ او په کومه لاره به ځو؟ په خپل کور کې د ورور او تره سره مرور یو، د خپل پلار او مور سره تېرې زیاتې او په کلي کور کې د تربرونو، همسایه ګانو خپلوانو او پردو سره جنګونه کوو، په خوشې ورکوټې خبره ویر جوړوو. ښه خبره اورو، کار مو نه زده، بدو خبرو او ناوړو کارونو ته په خاپوړو یو. ورځو جنګ په پیسو پیرو او اصلاح مو هیڅکله په زړه او ماغزو کې نه راګرځي او.... هغه ورور چې نن ورسره په خوشې او ورکوټې خبره مرور یم، هغه د تره زوی او تربور چې ورسره خپړې لګوم اوسر ورسره ماتوم، یو بل ته زیان سره رسوو، یو دبل په ژوبله او مرګ پسې ګرځو او....
هغه زما خواخوږی او خیر غوښتونکی وو، هغه خو زما لاس او مټ و، هغه خو ماته په بده ورځ، سخته ګړۍ، د اړې او احتیاج په وخت، په توره شپه، هر پله، هر اړو دوړ کې په ښه راتلل، په کار راتلل، هرومرو یې زما ننګه او ملګرتیا کوله، زه خو چې ورکوټی وم، هغوی به ټولو راته جان جان ویل، په غیږ کې به یې ګرځولم، مچې کولم به یې، که به ما لږ کوټي وژړل، هغوی به راته د هر شي نه تېرېدل، راته به یې ښې ښې جامې او ښایسته بوټونه پیرودل....
هغه وخت خو هغوی ته زه ډېر ګران وم او هغوی ماته ډېر ګران وو، هیڅکله مو ویر او جنګونه نه سره کول، نه سره خپه کېدو، نه مو د یو او بل کمه سره غوښته، یو د بل په تاوان نه خوښیدو، تل یو د بل په ننګه او ملاتړ وو او....
خو اوس !!.. هوکې اوس څه پېښه شوه؟ څه چل وشو؟ څه ماته ګوډه مو تر منځ شوې چې داسې شوو؟ نه مو هغه مینه او ګرانښت سره پاتې شو او نه هغه خواخوږي او همدردي، دا ولې؟
څه سبب دی؟ کوم دښمن او بدخواه مو ترمنځ کوډې تاویزونه وکړه...؟
نه، دا هیڅ نه دي شوي، نه مو ترمنځ ګوډه ماته شوې او نه چا کوډې تاویزونه راباندې کړي دي. ددې ټولو ورانو ګوډوو خواریو او بدبختیو، تاوانونو او ناکامیو، ورکو او بربادیو سبب او علت بس« ما او تا» یو. ما او تا راته دا ټولې بدبختۍ او ناکامې پېښې کړې او لا یې راته پېښوي. نو راشه چې «ما او تا» له منځه ورک کړو، راشه چې «زه» ته شم او «ته» زه. که داسې وشو، نو به د دنیا هر څه او هره نېکبختي لکه چې زما او ستا وه، بیا به هم زما او ستا شي. نو راشه راته په ټينګه قول راکړه او د زړې پښتونوالې بول راسره وکړه، څنګه؟ داسې چې « ما او تا» له منځه ورک کړو.