مړاوی ګل

لیکوال:: میرا جان سیال
په دې نزدې وروځو کې مو د یوه صاحب د ناروغتیا واورېده، د هغه پوښتنې ته د یو دوه نورو ملګرو سره روان شوم. هلته چې ورسېدو، د دروازې د ټکولو سره سم د صاحب نوکر راغی او مونږ ته یې د انتظار د خونې رهنمايي وکړه. لږ ساعت وروسته بیا یو نوکر راغی او مونږ یې د صاحب ایېنه خانې یا ګلخانې ته بوتلو. دا ځای ماته بیخي نوی و، ځکه داسې ځای مې کله نه و لیدلی.
د کوټې سازو باز پرېده، عجیبه خو داده چې په دې سره ژمي او کړنګه څېله کې چې شین بوټی اډو نه ښکاري، دلته راز راز او ډول ډول ګلان او شنه بوټي وو.
زه دې عجیبه نظارې ته حیران شوم، چې دا ګلان څرنګه شنه او تازه پاتې شوي دي، خپلې دې حیرانتیا او بې خبرۍ پوښتنې ته اړ کړم، نو له یوه ملګري څخه مې پوښتنه وکړه، دا څرنګه چل دی؟ نور هرڅه وچ او دا ګلان شنه او تاند پاتې شوي دي؟ ملګري وویل چې لږشانتې سترګې وغړوه او وګوره چې ددې ګلانو د ساتنې دپاره څومره بندوبست شوی دی؟
د لاندې باندې دا د هندارې کوټه او په مینځ کې لګېدلې توده نۍ، دا خو ستا کور نه دی، چې ډاګ، ژرنده ترې ډېره ښه او سودمنده ده، دا خو د صاحب کور دی، ایمان دې نصیب شه!
خلک داسې ژوند کوي، ژوند خو دې ته وايي. دې کې صاحب د خپلو ګلونو په لیدلو او پلټنو پيل وکړ، خو نا څاپه یې په یوه مړاوي ګل سترګې ونښتې او موظف نوکر ته یې وویل چې دا ولې؟ ته د څه دپاره یې او دا ګل ولې مړاوی دی، څه پرې شوي دي؟ ښه ده بخت دې ویښ دی، چې دا مېلمانه ناست دي، چې دوی لاړ شي، بیا به زه له تا سره ګورم. صاحب په قهر کې ډوب و، ما ډېر ورو خپل ملګري ته په غوږ کې وویل، وګوره چې د ګل د مړاوي کېدو پوښتنه دا صاحب کوي، نو ددې سړي د زړه د مړاوي کېدو پوښتنه به لوی خاوند نه کوي څه؟
ملګري راته وویل، چوپ شه، دا څه لګیا یې؟ څوک به د ګل په مړاوي کېدو د مالیار نه پوښتنه نه کوي څه؟ ما ویل خو زه هم وایم، چې د سړي په مړاوي کېدو به پاک خدای څوک نه ترټي څه؟ هغه وویل:
ګل خو ګل وي او خاوند لري. ما ویل، دا هم سړی دی او د خدای مخلوق دی، که نه؟ او لوی خاوند لري. په دې کې صاحب ناڅاپه د مېلمنو خواته مخ راوګرځاوه او زمونږ د یوه ملګري سره یې مخاطبه شروع کړه، خو زه په دغه وخت کې د رنګ رنګ خیالاتو په توفان کې په دې فکر ډوب تللی وم او په زړه کې دا تېرېده، چې ارمان په دنیا کې د مړاوي ګل په اندازه د مړاوو او خپه زړونو پوښته هم کېدلی شوه، نو د مظلومانو او ظالمانو د کردار، د کرکې نه ډک او زړه غوڅوونکي مناظر به چا نه لیدل!
د مظلوم ژړا
د مظلوم په ژړا کې توفانونه شته دي، د مظلوم په اسوېلو کې دوزخونه شته دی، د مظلوم په اوښکو کې چپاوي سمندرونه شته دی، د مظلوم په چغو کې حیدري تکبیرونه شته دی، د مظلوم په مجبورۍ کې هیبتونه شته دی، د مظلوم په بې وسۍ کې دهشتونه شته دی.
د مظلوم په ژړا کې تسکین دی، د مظلوم په ژړا کې یقین دی، د مظلوم په ژړا کې تلقین دی، د مظلوم په ژړا کې اجر عظیم دی، د مظلوم په ژړا کې د عقیدې تمرین دی، د مظلوم په زړا کې د حق تامین دی.
د مظلوم په ژړا کې عجیبه راز دی، د مظلوم په ژړا کې د حق اواز دی، د مظلوم په ژړا کې د درد پرواز دی، د مظلوم په ژړا کې لوی اعجاز دی.
د مظلوم د ژړا نه حس انتقام جوړیږي، د ژړا نه انتظام جوړیږي، د مظلوم د ژړا نه به انجام جوړیږي، د مظلوم د ژړا نه د قبول مقام جوړیږي، د مظلوم د ژړا نه د غریب مرام جوړیږي، د مظلوم د ژړا نه د ظلم اختتام جوړیږي، د مظلوم د ژړا نه انقلابونه مدام جوړیږي، د مظلوم د ژړا نه د نجات اقسام جوړیږي.