د وچې او اوبو کب

لیکوال:: سعدالدین شپون
مور مې راته په ګونډو شوه، د شنه پاج پګړۍ یې چې ول ول په غاړه رالوېدلې وه، په سر راوتړله او په دواړو مخو یې چپ کړم، بیا یې زما مخ په دواړو پستو لاسو کې ونیو او همداسې یې راته کتل، په سترګو کې یې اوښکې ډنډ وې، په ژړغوني ږغ یې وویل، ځه ورځه بچیه! زه پوهېدم چې ته د اوبو ماهي یې، ځه خپل همت دې مل شه!
زه اریان پاتې شوم، چې خدایه دا څنګه چل دی، په خپله خوښه مې کابل ته لیږي او بیا راته وايي، ته د اوبو ماهي یې!؟
خو نن چې له هغې ورځې نه دیارلس کاله تېر دي، د مور هماغه ږغ مې په غوږو کې لکه د ګونګرو داسې شرنګیږي.
اوس هم چې کال یو وار خان اباد ته لاړ شم، د مور په زنګانه سر ږدم او زارۍ ورته کوم چې: ادکو زه به سترګې پټې کړم، ته راته یوه شېبه للو وایه! ادې للو راته وايي او خویندې وروڼه راپورې خاندي، هیڅوک نه پوهیږي، چې دا لړزانده ږغ مې په زړه کې د اسرافیل د شپېلۍ په شان د عواطفو او احساساتو څه قیامت جوړوي. زه یې هم چاته نه وایم، ځکه نورو ته څه اهمیت لري، چې د پسرلي یوه ورځ مې ادې د ویالې په غاړه ویلني کول، زه یې په اوږو سپور وم او د لمدو خټو ، د بادام د ګلونو د ولې د تاندو لښتو او د پسرلي خاورین بوی سره یو ځای کېدل او د ټولو د ترکیب نه داسې یوه وږمه جوړېده، چې لکه هېر کړی خوب، غیر مجمسم وي او دا وږمه په ما لګېده. لیرې چرته د بوراګانو، بټيارو چې د وریو او غواوو رمباړو او د چرګوړو د چوڼ چوڼ سره یوځای کېده او داسې یو ږغ ترې جوړېده چې یوازې احساس یې اوري او همدا ږغ ما اورېده.
د ادې په للو مې په مخیله کې دا ټولې صحنې او ډېرې نورې چې خلکو ته تر دې نه هم بې اهمیته دي، رایادیږي.
کله چې د هندو کش د لړ نه دېخوا راپنا شوم، ځان مې داسې یو سیند کې ولید چې نه یې د جریان پلو ښکاره و او نه یې د ساحل څرک لګېده.
لامبه، غرقېږه، غرقېږه لامبه، دلته غرقېږه، په اوبو کې ډوب اوسه، ناڅاپي دې همت ملګری شه او هوغلته راووځه. د تېرو تیږو سره ټکر خوره او دپښو لاندې دې شګه رژېږه، ښویېږه او ښویېږه او تصادفي دې لاس د ونې یوې ريښې ته برابر شه، مونګولې په کې ښځې کړه، دا ریښه وشکېږه او بیا ډوب شه او لیرې چېرته بله د نجات کړۍ لاس ته درشه....
ورور مې لامبو زده کړه، د جریان سمت مې بیاموندو، د ساحل لیکه مې صحي کړه، غوښتل مې چې ساحل ته وروخېژم، خو چې مې کتل کب رانه جوړ شوی و. نور مې نو د وچې طاقت نه لاره، نور همزولي هم کبان وو، ځينې غټ، ځينې واړه، دریالس کاله په سیند کې اوسېدل د سړي نه کب جوړوي.
نو مې ځان بېرته لاهو کړ، اوس د نورو کبانو په قطار کې زه هم کب یم، لامبم، دورې کوم، غوټې وهم او داسې رنګینې پوګڼې په اوبو کې خورم، چې د نورو کبانو راته پام شي او دا ګرده مې پوښتي چې ته څوک یې، چې داسې رنګینې پوګڼې په اوبو کې جوړوې. زه وایم: همزولو ! زه هم ستاسو په شان یو کب یم، په قام هم کب یم او د هماغه اول نه کب وم... خو د زړه په ګوټ کې مې یوه تته شانې ارزو ده، چې کاشکې هډو دې سیند ته نه وای رالوېدلی او کب شوی نه وای او د ساحل د مرغۍ شنې لیکې نه څو غرونه هاخوا د خان اباد په چارتوت نومي کې مې یوې کولی، خو بیا مې د مور خبره سترګو ته راته ودریږي: « ځه، ورځه، زه پوهېدم چې د اوبو ماهي یې، همت دې مل شه». البته ماهي به یم نو!