"د افغانستان نومهالي ادبیات"

د پښتونستان ورځ 

Image Description

لیکوال:: عبدالله غمخور


د سنبلې نهمه ورځ د پښتونستان د ملت په نزد یو خاص اهمیت لري. دا ورځ د پښتونستانیانو په زړونو کې د غم او ښادۍ ولولې، په دماغونو کې د نوي ژوند د انقلاب غوغا او په سترګو کې یې د خوښۍ او ویر ګډې اوښکې یو شان په څپو راولي. ددې ورځې لمن د خاصو تاثرانو نه ډکه ده. په عین خفګان کې یو قسم خوشالي او په خوشالۍ کې یو ډول درد، خوږد درد د کیفیت نه ډک درد ورسره ملګری دی. دا خوشاله غم او غمجنه خوشالي پښتونستانیانو ته په دې ورځ کې ځکه پیدا کیږي، چې دغه ولس ته په ښکاره ډول د مرګ او ژوند لوی سوال لکه د غر په مخکې څرګند ولاړ دی. یو خواته یو داسې خونړی سیلاب ددوی د هېواد او قومي موجودیت د منځه وړلو دپاره په څپو او غورځنګونو روان دی، چې هغه د باچا خان خبره، که پښتونستانیان ويښ نه شول او د مال او سر په ښندنه کې یې ددې سیلاب مخه ونه نیوله، نو هرڅه به یې یو ځل لاهو کاندې. عزت، پښتو، پښتونولي او قومیت به یې واړه د خاورو لاندې شي او بیا به یې څوک نوم هم په خوله نه اخلي. 

دا اندېښنه ده چې پښتني زړونه، پښتني دماغونه او خواهشات د مرګ د هیولا او خپسې په پنجه کې د فشار لاندې دي او ځکه له دې غمه چا له خوب نه ورځي. ولې بل پلو د پښتونستان د ازادۍ په جهاد کې د پښتونستانیانو ثبات په مال، اولاد او ټول موجودیت د قربانۍ ورکولو افتخار، ددوی په زړونو کې دا احساس او تسل پیدا کوي، چې د ازادۍ د قربانۍ حصول وي. څرنګه چې زمونږ پلرونو او نیکونو د خپلو قربانیو په زور خپله خپلواکي ساتلې وه او د چا غلامي یې په ځان نه وه منلې، نو مونږ به څرنګه د خپلې ازادۍ نه څوک محروم کاندې؟ او څرنګه به د غلامۍ ذلیل جغ ته غاړه کېږدو؟ 

پښتونستان زمونږ میراثي کور دی، ددې کور واک او اختیار زمونږ حق دی. ددې کور باداري او مشري به مونږ کوو، که څه هم د سرونو په قیمت راته تمامه شي. 

ددې دواړو خاطرو د جمع کېدو ځای د سنبلې نهمه ورځ ده. په دې ورځ د ازادۍ د ناوې مینان، د ازاد پښتونستان نماینده ګان راټول شول، د پښتونوالې او افغانیت د تاريخي او لرغوني مرکز افغانستان په پایتخت کابل کې یې په ۱۳۲۸ کال د سبنلې په نهمه ورځ د خپل پوره یووالي او اتحاد قرارداد لاسلیک کړ او اعلامیه یې ټولې دنیا ته خپره شوه. د هغې ورځې نه راپدېخوا دا ورځ یوه لویه نېکمرغه ورځ وګڼل شوه او هرکال شل میلیونه خلک د زړونو په احترام او د لاسونو په سلام ددې تاریخي ورځې قدر او نمانځنه کوي. 

په دې نېټه کې د پښتونستان په خاوره د استعمار سره  د پښتونستان د ملت د مجادلې او ایماندارانه مقابلې تړون لاسلیک شوی دی. دا ورځ د پښتونستان د ملت په تاریخ کې ډېر لوړ مقام لري. په دې ورځ د ټولو پښتونستانیانو له خوا د خپل روښانه مستقبل د جوړولو د تاداو تیږه ايښودل شوې ده او د خپلواکۍ په نامه د پښتني موجودیت سور بیرغ پورته شوی دی، له هغې ورځې نه تردې وخته پورې ددې مجاهد ولس نرو ښځو او ماشومانو د هیڅ ډول قربانۍ نه څنګ نه دی کړی او د خپلې ارزو د کعبې نه د پتنګانو په څېر طوافونه کوي، که څه هم استعمار په دې موده کې د پښتونستانیانو ددغې پاکې جذبې د وژلو په غرض له هیڅ راز اقداماتو نه لاس نه دی نیولی، ولې ددې ټولو فشارونو او ناکردو سره ددغه ننګیالي ولس د ملي مقاومت اراده لاپسې پخه شوې ده او د یوې ورځې نه بلې ورځې ته دا نهضت مخ په زیاتېدو ور روان دی. د «چارسدې» قتل عام، د «ملا کیږدر» واقعه، د « ام دربند» خونړی یرغل، د باجوړ خونین واقعات او نورې داسې بې شمېره زړه دردوونکي پېښې چې په دې ملت باندې راغلي دي، دا ټول هغه حقایق دي، چې د خپلواکۍ په لار کې د پښتونستان د ملت د قربانیو شواهد بلل شي، چې څوک ترې سترګې نه شي پټولی، د زور ګیرو او زیاتي خورو په تورو زندانونو کې چې په زرهاوو ننګیالیو مجاهدینو په کلونه کلونه د مرګ سختې خوارۍ او زحمتونه وګالل او ګالي یې، په لاسو پښو کې یې د زولنو او هتکړو داغونه پیدا شول، داد څه د پاره؟ د پښتونستان د ازادۍ دپاره، د وطن شهید قاضي عطاالله خان او نور ډېرو خدايي خدمتګارو د زندان تورو کوټو کې د څه دپاره ساه ورکړه؟ 

د پښتونستان لوی زعیم باچا خان شپه ورځ ولې په ځان یوه کړې ده او د چا په غم کې ناست ولاړ ځانګي؟ د پښتو، پښتونولۍ او پښتو غم کې.

د جنوبي پښتونستان د ملي مشر خان عبدالصمد خان دومره هلې ځلې د چا دپاره دي؟ 

د پښتونستان د ناموس ساتلو دپاره. 

که استعمارچیان هرڅه وکاندې او یوه نېزه نمر نورهم په پښتونستانیانو راښکته کړي، ولې د پښتون نه د پښتو، پښتونولۍ غیرت نه شي هېرولی او نه دا د حق ادعا له منځه وړای شي. 

د پښتونستان ملت هیڅکله دا نه شي کولای، چې د خپلو زعیمانو حکیمانه لارښوونې، د خپل ژوبل احساس څړیکي، د زخمي غیرت غورځنګونه، د بې پلاره بې موره ماشومانو سوران، د کونډو د بې ارزۍ اوښکې، د قومي سوو جونګړو شنې لوخړې، یوه ګړۍ د زړه او سترګو نه وباسي. د پښتونستان ولس د استعمار په مقابل کې دې فیصلې ته رسېدلی دی، چې: 

یا به دا بې ننګه ملک باغ عدن کړو

یا به کړو د پښتنو کوڅې ویجاړې

زمونږ باور دی، چې په ننګ شریک ټول پښتانه به ددې شریکې حیا د ګټلو دپاره یو تربله سره لاسونه ورکړي او ددې تاریخي مسوولیت د لیرې کولو په غرض به هرڅوک خپل پښتني فرض ادا کړي. او د پښتونستان د ورځې نیمه خوشالي به په پوره خوشالۍ بدله کاندې. 

ژوندی دې وي پښتونستان او کامیاب دې وي د پښتونستان ملت!!