د عبدالروف بېنوا نثرونه

لیکوال:: عبدالروف بېنوا
ژوندي بوتان
ماغزه نه لري، خو د نورو ماغزه خوري.
تر اوږو کښته ټوله خېټه او تر اوږو پورته مصنوعي کوټی.
په غاړه کې یې زنار نه سته، خو د پرتوګاښ تارونه یې د نورو د غاړې وندر وي.
خوله یې د ښامار، چې په چف مېنې سپېرې کوي، او خېټه یې دوزخ، هر څه چې نغړي، بیا هم د «هل من مزید» نارې وهي.
خپله د خولې ناړه چا خوار ته وړیا نه ورکوي، خو د خوارانو د خوارۍ ګټه په لمنو کې راټولوي.
د نورو هرڅه دده، خو دده هیڅ څه د چا نه.
د نورو هرڅه ده ته حلال، خو دده هرڅه نورو ته حرام.
په خپله په کار څه نه ګټي، خو د نورو د کار ګټې په بېکارۍ څټي.
په بازار کې دُرې وهي او په خلوت کې پيالې.
خپل شاوخوا وګورئ، داسې ژوندي بوتان به مو ډېر په سترګو سي.
په رنګ رنګ لباسو کې، په ډول ډول نیرنکو سره.
نو هڅه وکئ، د انسانیت په نامه دا بوتان مات کئ !
او په هرچا پسې مه ځئ.
( پرېشانه افکار، ۲ ټ، ۸۵ مخ)
چاته وژاړم...؟
په خواږه خوب بیده وم... هیڅ غم راسره نه و؟
داسې خوب، چې له خوبه هم نا خبره او نه په پوهېدم.
نه مې د بیلتون د اور لمبه لیدلې وه، نه چېرته د فراق په توره تیاره کې ننوتی وم...!
هیڅ نه و !
ستا د مینې لاس راغی، زه یې ويښ کړم...
خو، پوه نه شوم چې څنګه؟
شاوخوا مې وکتل، د خټو په تنګ کنډولي کې بند وم...
ورېږدېدم، مګر څه چاره؟
ستا د مینې واک ډېر دی، چې له هغه لا یتناهي فضا څخه یې په دې کنډولي کې ننه ایستلم...
اخ ! چاته وژاړم ؟
د خپل زړه په خوږ به څوک پوه کړم؟
هیچاته ! او هیڅوک !
خو ! هو تاته به ووایم !
( پرېشانه افکار، ۲ ټ، ۱۶ مخ)
----------
ويښ زلمیان غواړو
ددې لپاره چې خپل قوم او وطن ته خدمت وکړي.
ددې لپاره چې پښتانه د ناپوهۍ او جهل له تاریکۍ څخه وباسي.
ددې لپاره چې خرافات او ناوړه خویونه د قوم له منځه ورک کړي.
ددې لپاره چې بېکاره او لټ زلمیان پر کار راولي.
ددې لپاره چې له ځانه ازاد فکر وکړي او خپل خیرو شر وسنجوي.
ددې لپاره چې پښتنو مېرمنو ته ددوی مشروع حق وسپاري.
ددې لپاره چې د خپل متبوعه حکومت مټې سي.
ددې لپاره چې د ملت او حکومت ترمنځ اتحاد لا ښه ټينګ کړي.
ددې لپاره چې د رشوت، خیانت او ظلم سټه وباسي.
ددې لپاره چې د خپل مملکت صنعت او حرفت ته ترقي ورکړي.
ددې لپاره چې ملي ثروت د ملت د ګټې او ودانۍ لپاره صرف کړي.
بلاخره ددې لپاره چې افغانستان له هره حیثه اباد کړي.
او د افغانستان ملت ته نوی ژوند راوړي.
هو، موږ داسې:
ويښ زلمیان غواړو.
( پرېشانه افکار، دویم ټ، ۴۹ مخ)
پښتون څوک دی؟
چې خپله ژبه یې هېره کړې او دبل په ژبه ګړیږي.
د بل لپاره ځان وژني، خو د ځان لپاره اقلا فکر هم نه کوي.
په خپله د یوې لوېشتې مځکې خاوند کېدلای نه سي، مګر نورو ته کشمیر ګټي.
پاچاهي او وطنونه وګټي، خو دده په کې هیڅ.
ښارونه اباد کړي، مګر د یوې کوټې ځای هم په کې نه لري.
په خپل نس کې یې سوړسک نه وي، مګر نورو ته پلاوونه سنبالوي.
د نیکونو په ډنډوره یې دنیا ډکه ده، مګر دی د چا زوی نه دی.
د دنیا ويښ خلک زیار باسي، د اټوم راز یو له بله پټ لاس ته راولي، خو پښتون لالا د تربور خرې غلا کوي.
نور د علم او کمال له برکته په هوا الوزي، مګر ده لا تراوسه د ځناورو پوټکی اغوستی، په تورو غرو کې اوسي.
خلک په ډېرو لوړو لقبونو نه مړیږي، خو پښتون د حاضرباش په اورېدلو ځان وژني.
نور انسانان پردي دښمنان وژني، مګر پښتون د خپل تربور وینې څکي.
زوی مکتب ته نه استوي، خو یو مکتبي حاکم ته د مریي غوندې لاس پر نامه ولاړ او سلامونه کوي.
ځان ته خان وايي مګر د مېرزا نوکر وي.
«څوک یې په کلي کې نه پرېږدي، دی وايي، اس مې د ملک کره وتړه».
دوکانداري د ځان عار ګڼي، خو د یوه هندو دوکاندار لاس او پښې ښکلوي.
هومره غرور ! دومره پستي !
هۍ پښتونه ! افسوس پښتونه !
( پرېشانه افکار، ۲ ټ، ۵۰ مخ)
------------
بې شخصیته زلمی
چې په پټه د مرتجعینو ملګری دی، او په ښکاره د منورینو د ډلې مشرتوب غواړي.
چې په خپله هم کار نه کوي او بل هم کار ته نه پرېږدي، چې غله ته وايي غلا کوه او د کور خاوند ته وايي بیداره اوسه.
چې پر پیسه ولا تنقید کوي، مګر په خپله په پیسه نه مړیږي.
چې نور ملګري د خطر ځای ته رهنمايي کوي، خو په خپله د خیر پر غونډۍ ورته ناست وي، چې نورو ته د ملي کارونو توصیه کوي، خو ده ته چې د ملي وظیفې موقع ورکړه سي، نو ځان ځنې کاږي.
چې هم تسپې اړوي او هم د تسپو ولا غیبت کوي.
مخامخ د مرتجعینو سره پر یوه دسترخوان ډوډۍ خوري، خو پسې شاه ښکنځل ورته کوي.
د رپوټچي سخت دښمن ښکاریږي، مګر په خپله دده ګوزاره له همدې لاره څخه وي، دا بې شخصیته زلمی وپېژنئ، او دده په ظاهري له درده ډکو خبرو مه غولېږئ.
( پرېشانه افکار، ۲ټ، ۵۹مخ)