په تکل د تکلونو

لیکوال:: د پښتونخوا بېلابېل لیکوال
د تکل پېژندنه
لیکوال: سيد فريد الله شاه حساس
تکل څه ته وايي ؟
پښتو ادب کې چې کوم صنف ته مونږ تکل وايو دې ته په اردو ژبه کې انشاييه او په انګرېزۍ ژبه کې اېسی (Essay)، پرسنل اېسی (Personal Essay) يا لائټ اېسی (Light Essay) ویلی کېږي.
په پښتو ژبه کې تکل يو داسې خوب دی چې هر چا یې په خپله خوښه بېل بېل تعبير کړی دی، دا د شامېلاتو هغه خاوره ده چې څوک تپوس پوښتنې واله یې نيشته، د چا چې کله او کوم ځای خوښه شوه بس په خپله خوښه یې روانه کړي، د تکل سره دا الميه صرف په پښتو ژبه کې نه ده، بلکې د انګرېزۍ ژبې اېسی (Essay) او د اردو ژبې انشايي ې سره هم دغه لوبې په شروع کې شوې دي، خو د ډېر شواخون او ستړو نه پس په دغه دواړو ژبو کې تکل اوس ځان ته يو نوم او مقام جوړ کړی دی، خو د بدقسمتۍ نه په پښتو ژبه کې تکل اوس هم بې والي او بې وارثه دی، دا د سوال هغه تيکه ده چې هر څوک یې په خپله خوښه او خپله طريقه اور ته نيسي او خوندونه ترې اخلي.
حقيقت دا دی چې د ګوتو په شمېر د څو کسانو نه علاوه، زمونږ ډېرو ښو ښو اديبانو، دانشورانو، ليکونکو او نقد کوونکو ته هم د تکل باره کې صحيح او پوره معلومات نيشته، د تکل باره کې د هغوي پېژندګلو هم دومره کمه، ناقصه او سطحي ده څومره چې د هغه شپږو نابيناؤ کسانو د هاتهي باره کې وه، دغه شپږ نابينا چې کله د هاتهي ليدو ته تلي وو، نو شپږو واړو د هاتهي په يو يو اندام لاسونه وهل او د هاتهي باره کې به یې د خپلې خپلې رایې څرګندونه کوله، ړومبني نابينا چې د هاتهي په لوی او اوږد بدن لاس راښکلو نو په چغه یې وویل د ترور ځويه دا خو ما ته د يو غټ دېوال غوندې ښکاري، دوېم نابينا چې د هاتهي په بهرني غاښونو یې لاس وهلو نو هغه ویل نه د ماما ځويه غلط شوې ما ته خو دا د نيزې غوندې تېره ښکاري، درېم ړوند چې د هاتهي په خړتم یې لاس وهلو ویل یې واه د کم عقل بچو دا هاتهي خو ما ته بالکل د يو غټ مار غوندې معلومېږي، څلورم د هغه نه خبره واخسته او د هاتهي په پښه یې لاس وهلو نو ویل یې تاسو درې واړه په غلطه یې ما ته خو دا هاتهي د غټې ونې غوندې ښکاري، پينځم نابينا چې د هاتهي په غوږ لاس وهلو وې ویل ما ته خو دا هاتهي د يو غټ ببوزي غوندې ښکاري او شپږم نابينا چې د هاتهي په لکۍ یې ګوتې وهلې هغه چغه کړه ویل نه منم تاسو کې د يو هم نه منم، دا هاتهي په حقيقت کې د يوې رسۍ غوندې دی.ـ
بالکل دغه حال د پښتو د تکل هم دی څوک یې د يو خصوصيت يا جز نه خبر دي، هغوي وايي تکل دا دی د هغوي دا شوملې که ډېرې هم تروې دي هغوي وايي نه دا خوږې دي، بل ټولي ځان له آلو په شلتالو پېوند کړی دی او هغوي د تکل د بل جز يا خصوصيت نه خبر دي او هغوي وايي نه، تکل دا دی، بعضې په کې ځانله تشې شوملې شاربي او د دغه تشو شوملو نه د تکل کچ راوښکلو ناکامه کوششونه کوي، دوي د کوم اديب، دانشور، يا پوهان نه د تکل په حقله څو خبرې او معلومات اورېدلي دي نو بس دوي هم د دغه معلوماتو په بنياد ځانله د تکل يوه پېمانه جوړه کړې ده، او دوي په دغه پېمانه خپل تکل ليکي او په خپل دغه سوچ مضبوط او محکم ولاړ دي، د تکل باره کې د دغه جزوي، معمولي او سطحي معلوماتو وجه ده چې پښتو کې د تکل شمېره د نيشت برابر ده، پوره د تکل باره کې ډېر کم ليکونکي او تکونکي صحيح معلومات لري، د تکل په نوم ډېر څه ليکلي شوي دي خو هغه د تکل د هېئت، فني اصولو، نزاکتونو او خصوصياتو نه ډېر لرې څيزونه معلومېږي، هم دد غه بې غورۍ، کم علمۍ او عدم دلچسپۍ په وجه تکل نه په پښتو ادب کې د خوارو هغه بيزه جوړه شوې ده چې ګوډه هم ده او ړنده هم ده، يا د مرغابو نر ترې جوړ شوی دی چې نه بانګ وايي او نه اګۍ اچوي، دا نه چا ته تين ښکاري او نه تېره خو چې بس څوک اوزګار وي او څه کار یې نه وي نو وايي راشه څو کرښې تورې کړه، څه کوز کړه څه پاس کړه، او ځان ترې خلاص کړه، د تکل نوم ورله ورکړه او د خېره تکل تيار شو، خو حقيقت کې داسې نه ده تله د چا لحاظ نه کوي چې کله دا قسمه تکل نقد کوونکي د معيار او اصولو په تله وتلي نو هغه بيا د تکل نه ډېر لرې يو څيز وي هسې یې په پښو اغږلي وي او په دېوال یې ورتپلي وي.
مشرانو ډېر پخوا ویلي وو چې اوړه که تمام دي پېمانه خو یې شته، دغه پېمانه، اصول او ترتيب د ژوند د هر کار د پاره ضروري او اهم دي، چرته چې دا نه وي هلته بيا خوند د ژوند او د کار نه وي، دا هم دغه پېمانه ده چې اوړه په موټي کې ، غوړي په ګوتو کې ، توتان په لپه کې او انګور دانه دانه راخستې شي، دا هم دغه ترتيب او اصول دی چې مرغابۍ هم په هوا کې والوځي نو د قطار نه نه بهر کېږي، د مرغابو دغه قطار نه چې کومه مرغابۍ بهر شي نو هغه ورکه شي، بې نومه، بې نشانه شي، بالکل دغسې پېمانه، اصول او ترتيب د تکل د ليکلو هم دی، تکل که څوک ليکي نو پکار ده چې د دغه ضابطو او اصولو مطابق یې وليکي کوم چې د نړۍ پوهانو، دانشورانو او د ادب استاذانو د دې د پاره جوړې کړې او ټاکلي دي.
د تکل د پاره چې کوم خصوصيات زيات اهم او ضروري دي په هغې کې د ټولو نه وړومبی شرط دا دی چې تکل به صرف هغه ليک ته ویلی شي په کوم کې چې ليکوال يا تکونکي د خپل ذاتي ژوند د يو اړخ ننداره ډېره په فنکارانه او هنرمند انداز کې پېش کړې وي، تکونکی به دغه ذاتي تجربو کې خپل لوستونکي هم داسې انداز کې ځان سره شاملوي چې هغه ته هم ځان د دغه ماحول او واقعاتو يوه حصه ښکاره شي، په اسانو ټکو کې مونږ دا خبره داسې کولی شو چې په تکل کې به د تکونکي ذات مخ په مخه ښکاره او واضح وي يا که دغسې نه وي نو چې لوستونکی په تکل کې د هغه د ذات سيوری ځای په ځای محسوس کړي، دا ليک به مختصر وي، خود کلامي به وي پکې ، تازګۍ او شګفتګۍ سره سره به نيمګړتيا هم پکې وي ، تکل به په يوه موضوع وي او دغه موضوع به د تکل مرکز وي، تکونکی به د خپل ليک محور او مرکز هم دغه موضوع ساتي، خو په خپل ليک کې به د دغه مرکز نه ګرېز هم کوي، مطلب دا چې تکونکی به د موضوع باره کې خبره کوي بيا به ورو ورو د ليک دوران کې ډېر په کمال سره د دغه موضوع يا مرکز نه لرې ځي او بيا به ډېر په هنر سره واپس خپل مرکز يا موضوع ته راځي، مرکز او د مرکز نه دا ګرېز به ټول تکل کې جاري او روان وي، د تکل د پاره بل شرط دا دی چې د تکونکي د ليک انداز به غېر رسمي او فطري وي، د هغه په ليک کې به څه مصنوعيت او بناوټ نه وي، او د ټولو نه اهمه خبره دا ده چې دپورته ذکر شوي اجزاؤ به خپلو کې يو داخلي وحدت، تړون او ترتيب هم موجود وي، چې کله دا ټول څيزونه د يو تکونکي په هنر او کمال په خپل خپل ځای صحيح استعمال شي نو بيا ترې تکل جوړ شي، ګني نو که په دې ټولو اجزاؤ کې چرته د يو جز کمی هم وي نو مونږ بيا دغه ليک ته تکل نه شو ویلی.
اوس دا خبره واضحه ده که ژوند د هوسۍ په ښکر ګډا ده نو تکل هم د فن په باريکو او ګرانو لارو داسې مزل دی چې په دې کې که د تکونکي لږ هم قدم بې لارې شي نو ليک به یې يا مضمون شي، يا به د مقالې رنګ واخلي او يا به د افسانې خدوخال ته برابر شي او د تکل د چوکاټ نه به بالکل بهر شي.
هم دغه وجه ده چې پوهان وايي چې د يو ښه تکل د ټولو نه لويه پېژندګلو دا ده چې د هغې د لوستلو نه پس د لوستونکي په سوچ او فکر باندې يو خوشګوار سرور او تازګي غوندې خوره شي او بله دا چې هغه د دغه تکل سره تړلو څيزونو او نقطو باندې په خپل انداز کې هم سوچ او فکر شروع کړي.
د دې پورته شوې ټول بحث نه دا خبره څرګندېږي چې تکل ليکل څه دومره اسان نه دي چې ګنې د حلوا نوړۍ ده، خلې ته یې واچوه او بې شخونده یې تېره کړه او دومره ګران هم نه دي چې ګنې د اوسپنې نينې دي او غاښونه پرې ماتېږي، بس يو هنر دی، چې مينه غواړي، پوهه غواړي، جذبه غواړي ډېر زيات مشق غواړي، او کله چې مينه وي، پوهه وي او مشق وي نو تکل پسې تکل بيا دومره تکل نه غواړي
۱
لیکوال: ایوب صابر
ازادي
مونږه آزاد يو که نه يو؟
د اديب قلم آزاد دی که نه دی ؟
د خطيب ژبه آزاده ده که نه ده؟
دا يو څو سوالونه دي چې زما په ذهن کې کله نا کله پخپله راپورته شي او کله نه کله څوک ملاقاتي دا سوالونه پورته کړي او نه زه خپل ځان په مناسبو ځوابونو مطمئن کولی شم او نه خپل ملاقاتيان ـ
په دې ځائ د اردو د لوئ شاعر يوه لطيفه راياده شوه ـ بيانوم یې شايد خوندور وي، هرکله چې مرزا غالب د فرنګيانو له قيده آزاد شو نو د کالي صاحب په کور کې دېره شوـ هره ورځ به ملاقاتيان مبارکي ته ورتلل ـ يوه ورځ يو ملاقاتي پرې زېری وکړو چې حضرت! له قيد نه خلاصي دې مبارک شه ـ غالب ځواب ورکړو چې ‘‘څوک وايي چې زه آزاد يم ـ وړومپۍ د سورمخو قيدي وم ، اوس د کالي صاحب قيدي يم’’
دا قيصه نن ځکه راياده شوه چې مونږ ټول د غالب په شان يو، وړومبۍد فرنګيانو غلامان وو او اوس د خپلو روڼو غلامان يوـ زمونږ حاکمان وړومبۍ فرنګيان وو او هغو به راباندې د تحرير او تقرير پابنديانې لګولې ـ اوس زمونږ حاکمان زمونږ خپل روڼه دي ـ او په رنګ کې زمونږ په شان دي ـ يعني کالي صاحبان دي ـ اوس دغو کالي صاحبانو غلامان ساتلي يوـ په خوا په مونږ پردو حکم چلولو اوس راباندې خپل خپلوان حکم چلوي ، نو ځکه زه دا وايم چې نه مونږه پخوا آزاد وو، نه نن آزاد يو ـ
زمونږ په پخواني او اوسيني حالت کې فرق دا راغلی دی، پخوا به مونږ کې جرات وو، غير ملکي حکمرانانو ته به مونږ ځواب ورکولائ شو، اوس راکې جرات نشته دی ـ خپلو هغو رونړو ته چې په مونږ هر جائز او ناجائز حکم چلوي، ځواب نشو ورکولائ او اوس مونږ په دې پوهېږو هم نه چې مونږ ته څه کول پکار دي او د خپلو دې رونړو د قيد نه به څنګه خلاصېږو ـ قيد که د پردو وي که د خپلو وي، قيد آخر قيد وي او له هرقسم قيد نه خلاصېدل د هر انسان بنيادي حق دی ـ مونږ هغه آزادي نه غواړو چې مادر پدر آزاد ورته ویلې شي ـ خو هغه آزادي ضرور غواړو چې د هر شريف سړي حق دی ـ
پخوا ملک زمونږ خپل ؤ خوحاکمان پرې پردي ووـ اوس ملک هم زمونږ خپل دی او د ملک حاکمان هم مونږ پخپله يو ـ خو نه پوهېږم چې دا احساس د کوم ځائ نه راپيدا شو او چا راپيدا کړو چې اوس مونږه مفلوج يو زمونږ ذهنونه شل دي ـ زمونږ قلمونه پڅ دي ـ زمونږ ژبې ګونګې دي ـ اوس په مونږ کې د رښتيا وينا جرات نيشته دی ـ مونږ د پردو غلامي نه وه قبوله کړې ـ د خپلو غلامي مو قبوله کړې ده ـ او اوس چې مونږ نه دا تپوس وکړي چې څومره موده شوې ده چې مونږ آزاد شوي يو نو مونږ صحيح ځواب نشو ورکولائ ـ شايد مونږه وېرېږو، صحيح ځواب راځي خو چا ته یې ورکولائ نه شو او دا وېره د غلام ذهن بخښنه ده ـ د يو پابند ذهن علامت دی او دا وېره مونږ دې فيصلې ته نه پرېږدي چې مونږ آزاد يو که پابند يو، زمونږ قلمونه آزاد دي که پابند دي ـ زمونږ ذهنونه آزاد دي که پابند دي او زمونږ ژبې آزادې دي که پابندې دي ؟
زما خيال دی چې اوس زمونږ قلمونه مکمل نه سهي، تر ډيره حده پورې آزاد دي ـ ځکه خو زه آزادي سره هره ورځ تراخه کالمونه ليکم ـ او تر اوسه پورې چا ټوکلی نه يم ـ خو زمونږ په قلمونو او زمونږ په ژبو د مصلحتونو جندرې لګېدلې دي او دا مصلحتونه د غلامۍ نخښې وي ـ او د غلامۍ دا نخښې مونږ ته يوازې حکمرانان نه راپه غاړه کوي ـ په دې کې څه نه څه لاس زمونږ د سياست هم دی او دا ماته په خلاص تندي منل پکار دي چې زمونږ سياست ناقص دی ـ زمونږ حکومت زمونږ سياست، زمونږ حزب اقتدار، حزب اختلاف زمونږ هر څيز ناقص دی ـ نو ځکه مونږه دا محسوسوو چې مونږ آزاد نه يو ـ زمونږ قلمونه آزاد نه دي ـ زمونږ ذهنونه آزاد نه دي ـ زمونږ ژبې آزادې نه دي ـ
آزادي يو نعمت دی ، آزاد قلم او آزاد ذهن يو نعمت دی ـ خو دا نعمت کله څوک راپيرزو کوي ـ آزادي د الله رحمت دی، خو د الله له دغه رحمت نه مونږ تر اوسه پورې ولې محروم ساتلي شوي يو ؟ آزادي د ژوند علامت دی ، خو دا علامت به زمونږ په ادب کې کله ځائ مومي ؟ او زمونږ په روزمره ژوند کې به کله اثر غورزوي؟
دا يو څو سوالونه چې ما راپورته کړل زه د دغو ټولو ځوابونه غواړم او وېرېږم هم چې هسې نه څوک راته ګستاخ او بې ادب اووايي ـ زه ګستاخ نه يم بې ادبه نه يم ـ زه خو يو اديب يم او په ډېر ادب دا تپوس کوم لګيا يم ـ زما په زړه کې چې کومه وېره ده، دا هم د غلامۍ يو علامت دی ـ له دغې غلامۍ نه ما خلاص کړې په ما کې د رښتيا ليکلو جرات پيدا کړې تر څو چې ما کې دا جرات نه وي پيدا شوی تر هغه وخته زه غلام يم، آزاد نه يم ـ
(۲۵ نومبر ۱۹۸۶ء جلد نوبر ۱۳۲شماره ۳۴۲)
۲
لیکوال: مشتاق مجروح يوسفزی
ټوخي پسې ټوخی
عبدالکافي اديب راته وې چې ګوره ډاکټر اسرار صېب په ټوخي تکل ليکلی دی او زما ټوخی یې بېخي هېر کړی دی حالانکې زه ورسره څو ځله ناست پاست يم او په مخکې یې ټوخېدلی هم يم. ما وې خبره دې په ځایې ده ځکه چې هغه خپله خبره د ګل نه شروع کړې ده. ګل شاعر دی او ته اديب یې او صرف اديب هم نه یې بلکې تخلص دې هم اديب دی او هسې هم چې څوک د شاعر اديب ذکر کوي نو پکار دي چې ستا ذکر خامخا کوي او ډاکټر صېب له خو پکار وو چې ستا د ټوخي یې پوره تشخيص کړی وې ځکه چې کال وشو او ستا ټوخی د ښه کېدو نوم نه اخلي.
د اديب صېب دې ګيلې زما د ډاکټر صېب تکل ته پام کړو. ډاکټر صېب واقعي ډېر ښه تکل ليکلی دی خبره پکې نه کېږي سېوا د دې نه چې د اديب صېب د ټوخي ذکر پکې نشته. ډاکټر صېب د ټولو ټوخو نه اګاهو د ګل د ټوخي ذکر کړی دی او ما ته په وړومبي ځل دا پته ولګېده چې ګل هم ټوخېږي حالانکې ګل سره زما يو ځایې ناسته پاسته شوې ده خو دا پته راته نه وه او نه راته هغه پخپله چرته ویلي وو چې ګني زه ټوخېږم. سوچ مې کولو چې يره سترګه ور خلق ښه وي هر څه ته یې پام وي او په دې هم پوه شوم چې په ما او ډاکټر صېب کې څه فرق وه.
په ټوخي د ډاکټر صېب د ليکلو نه پس ليکل پکار نه دي خو ما وې راشه بنده يو خو به د خپلې کم فهمۍ اعتراف وکړې او بل به د ډاکټر صېب په ځایې د اديب صېب ګيله لرې کړې ځکه چې ډاکتر صېب مې کليوال دی او اديب صېب مې يار دی او يوه ضمني خبره پکې دا هم ده چې ډاکټر صېب ځنې ټوخي قصداً پرېښي وو ما وې د هغې ذکر به هم وشي ځکه چې د هغې ټوخو په نه يادولو ادب ته عموماً او ټوخو ته خصوصاً د نقصان پېښېدو ويره وه. بل هسې هم هر څه تاريخي طور محفوظول پکار دي چې راتلونکي نسل ته څه خو پاتې شي کنه.
د ټولو نه وړومبی به د عبدالکافي صېب ټوخی واخلم. دا ټوخی هر څو که ايله د يو کال دی خو دومره سپور او تېره دی چې د عام سړي خو څه چې د ډاکټر او حکيم پرې سېوا د ډاکټر اسرار صېب نه د شل کلني ټوخي ګمان کېږي او زما په خيال دغه وجه ده چې تر اوسه یې تشخيص ونه شو. دا ټوخی دومره تېز دی چې هغه په درېم چت کې ټوخی وکړي نو سړی وايي چې ګني زما په غوږ کې یې ټوخی وکړو او که څوک ورسره په خوا کې اوده وي حالانکې د هغه په خوا کې د اوده کېدو تصور هم نه شي کېدی نو د هغه ټوخي سره به سمدستي له کټه دانګي ځکه خو اديب صېب د خوشحال بابا دا شعر د معمولي ردوبدل سره کله کله وايي :
لا په خوب کې په لړزه پرېوځي له کټه
چې د چا تر غوږ زما د ټوخي کړنګ دی
څوک دې زما دا خبره مبالغه نه ګڼي زما خو ورسره روزګار دی ټوخی هغه کوي او مرۍ زما خوږېږي. بل دومره سپور او غېر مترنم دی چې د سړي د خلې خوند خرابوي.
دوېم ټوخی چې ډاکټر صېب قصداً پرېښی دی هغه ټوخی اکثر د ډاکټر په وېنا کولی شي. کله چې ډاکټر مريض ګوري نو سېټېسکوپ ورله کله په ملا او کله په سينه ږدي او ورته وايي لږ وټوخېږه. خدایې زده چې د ډاکټر ترې نه څه مراد وي خو مريض ورته ټوخېږي.
دغسې يو بل ټوخی هم شته چې د غلا په وخت پکارېږي. دا ټوخی داسې وي چې کله څوک غلا کوي يا بل داسې کار کوي کوم چې د شريفو خلقو په نظر کې نازېبا وي نو يو تن په څوکۍ ودروي او ورته دا هدايت ورکړي چې که څوک راتلل نو ټوخی کوه او دغسې د ټوخي نه د خطرې د سائرن کار اخلي او ښه کامياب دی.
بل يو ټوخی د دروغو د مقدار کمولو دپاره پکارېږي. کله چې يو سړی ډېر ناروا دروغ وايي نو بل ملګری ورله ټوخی ورکړي او هغه د دروغو په مقدار کې حسب توفيق کمی راولي. يو روايت دی چې يو ځل يو سړي دغه شان دروغ ویل او چې کله یې تجاوز شروع کړو نو ملګري ورته ټوخی وکړو نو دې لږ راکم شو خو د هغه ملګري په خيال اوس هم د منلو نه وو نو هغه بل ټوخی وکړو دې لږ نور هم راکوز شو خو هغه ته بيا هم ډېر ښکارېدل نو هغه ورته بيا ټوخی وکړو نو دا ځل دروغ ويونکي دا سوچ وکړو چې که دا ځل راکم شم نو د ټولو به راباندې دا ګمان راشي چې ګني زه دروغ وايم نو هغه خپل ملګري ته یې په غصه کې ووې ټوخي مه کوه نور نه راکمېږم.
يو ټوخی د ځان ښودلو او د اجازت غوښتو دپاره پکارولی شي. که چرې تاسو د چا مړي دعا له تللي يې نو ليدلي به مو وي ځکه چې زمونږ په وطن کې د مړي وارثانو ته د خپلې حاضرۍ لګولو دپاره دوه طريقې پکارولې شي يوه د ټوخي او بله د "يوه دعا به وکړو". دا ټوخی هم تر ډېره حده کامياب دی خو په دې شرط چې چا ته کولی شي هغه کوڼ نه وي.
يو بل ټوخی چې ډېر مشهور او معروف دی ځنې خلق ورته پوخلی او ځنې ورته ټوخلی وايي اردو دانه طبقه ورته کالي کهانسي وايي . دا ټوخی لويو بنديانو ته نه لګي سېوا د عبدالکافي اديب نه. دا ټوخی په کف سيرپونو نه ښه کېږي البته پښتانه د دې علاج په وړو مهيانو کوي.
يو د ساه بندۍ د مريض ټوخی دی د دې ټوخي کمال دا دی چې ډيورېشن يعني دورانيه یې ډېره وي. سپوروالی یې د نورو ټوخو په نسبت کم وي. کله چې د ساه بندۍ مريض ټوخېږي نو سړی وايي ګني څوک چيلم څښي. خو وفادار دومره دی چې يو ځل د چا سره وملي نو بيا یې ورسره تر مرګه پالي.
يو ټوخی د چرسيانو ټوخی دی. دا ټوخی د چرسو او سکارو د لوګي راښکلو نه پېدا کېږي. دا ټوخی انتهايي سپور او تېز وي. مثال یې د کلاشنکوف وي چې تر څو یې پوره چارجر نه وي تش کړی غلی کېږي نه. ډاکټران نه چرسيان وايي چې دا ټوخی زړه او بلغم دواړه ازادوي او چې کوم چرسي په چيلم ونه ټوخېږي نو هغه بيا چرسو ته بدرد وايي چې ښه نه وو وې نه ټوخولم.
د تکلدستې نه اقتباس
۳
لیکوال: لعل زاده ساګر
خارښ
خارښ چې ځينې خلق ورته کيخی هم وايي . خو په حقيقت کې دا خارښ هم د کيخي نه پېدا کيږي . پخوا به چې کوم ماشوم ډېر شرارتونه کول ، نو پلار به پسې څپلۍ ته لاس کړو ، وېل په تا کې کيخی دی . دغسې شرارتي ماشوم به چې د ونې نه راپرېوتو ، نو ډاکټر به هم د کيخو دوايي ورکوله .
خبره مې د خارښ کوله . نو يو سړی فالګر له ورغلی وو . وېل لاسونه مې خارښ کوي . هغه وېل ښه ګڼ دولت دې لاسونو له راروان دی . وېل ښپې مې هم خارښ کوي . هغه وېل لرې لرې ځايونو ته به سفرې کوې . داسې يو څو اندامونه یې ورته نور هم ياد کړل . فالګر وېل پاڅه پمنه ، خارښ درباندې لګېدلی . چرته د خارښ دوايي ځانله راواخله .
ستر خوشحال بابا وايي
د دنـيـا مـيـنـه پـه مثل د خـارښت ده
هيڅوک نه وينم خالي له دې خارښته
د دغه شعر په آيي نه کې بلکې د ۱۹۷۳ء د آيي ن په تناظر کې خو بيا مونږ ټول خارښتيان يو . خو بل خوا پښتانه وايي ، چې يا د پم نری خارښ دی يا د خواښې مشغولتيا ده . او د پم دغه خوږ خارښ دومره خوند کوي ، چې چا له به یې په لنګه غوا هم ور نه کړې . د بدن ځينې ځايونه که ډېر هم خارښتيږي ، خو د خلقو مخکې ګوتې نه شې وروړلی . دغه اجازت صرف د کرکټ باولرانو ته وي . د سلګونو کېمرو او زرګونو خلقو په وړاندې هم د بال نه د چمک ويستو په بانه خارښتي ځائ ګرولی شي . که ته غواړې چې ستا خارښ ته دې هم خلق " الرجي " اووايي . نو د هغې لپاره محنت وکړه . لکهونه روپۍ وګټه . ګاړی واخله ، حج وکړه .
نن سبا سياسي خارښ هم ښه په شور او په زور کې دی . هر يو خارښتي سياستدان د " خارښ زپلو " ووټرانو د ګرولو لپاره په بوجو بوجو د تشو وعدو شېتۍ ځان سره ګرځوي .
اګرچې د خارښتي سړي نه خلق ځانونه داسې ساتي ، لکه څو کاله مخکې به یې چې د کرونا د مريض نه ځانونه ساتل . خو يوه خبره ده ، چې يو خارښتي سړی په بل خارښتي سړي د سرکاري رشوت نه هم زيات خوږ لګي . او د سرکاري رشوت دغه خارښ تقريباً ټولو سرکاري ملازمانو بلکې خارښتيانو ته لګېدلی دی .
پخوا به د جسماني خارښ ښه کولو لپاره خلقو د شړشمو په تېلو کې ګوګړ اچول . خو ځينې داسې خارښتونه وي ، چې دغه علاج پرې هم څه اثر نه کوي .
د زياتو خارښتونو تعلق د خولې سره وي . څوک د غيبت ، چغلۍ او منافقت په خارښ شخوند وهي . چاله د کنځلو او کردارکشۍ خارښتونه مزه ورکوي . زمونږ يو ملګری وو ، د هغه دا خارښ وو ، چې دوه کسان به یې په شر اچول . چې په خپل خارښ کې به کامياب شو ، نو بيا به یې د خوشحالۍ نه په کارپټ يو څو سرکونډۍ واړولې . د شر ذکر راغلی ، نو د سامراجي قوتونو د مفاداتو له برکته دغه د شر اچولو او شر جوړولو خارښ د پخوا نه قومي او بېن الاقوامي حثيت اختيار کړی دی .
حاجي صېب وايي چې د غم غلطېدو لپاره موسیقي اورئ . نور هسې هم حکومت اولس د ګرانۍ په ځان وژونکي خارښ اخته کړی دی . که ډېر دې هم د ښه څيز خوړلو ته زړه اوخارښتيږي . خو چې خالي جېب وګروې ، نو د زړه او معدې دواړو خارښ دې خود بخود داسې غایب شي لکه د الېکشن ګټلو نه پس چې د قام انتهايي غمخوار سياستدان غایب کيږي . خبره پکې د موسيقۍ راغله ، نو ياران وايي چې موسيقي د روح غذا ده . خو مسله دا ده ، چې د اورېدو سره یې د انسان په بدن کې خارښ پېدا کيږي . ځينې خلق خو ښه وي . هغه خارښ په ګډا سوړ کړي . خو چې کومو مظلومانو ته دغه " شی " زده نه وي ، نو هغه به څه کوي؟
تاسو نه څه پرده ، شعرونه ویل او ليکل هم يو خارښ دی . که څوک یې نه مني ، هغه به بيا ګل مرجان وي . د ځينې شاعر دغه خارښ خو دومره تېز وي ، چې په مشاعره پسې شپاړسمې ضلعې ته هم ځان رسوي . که د بده مرغه يا د بده خارښته ورته د خارښ د سړېدو موقع ميلاؤ نه شي . نو تاسو څه وايي ، چې د هغه شاعر خارښ به چپ پاتې شي . ژوندي خو پرېږده ، د منتظمينو مړي به یې هم د خارښتي " قطعو " نه په امان پاتې نه شي . بيا په تېره تېره ځينې شاعر ته دا خارښ لګېدلی وي ، چې په خپل ممکنه چاپ کتاب باندې د لس اته ادبي اتلانو نه ليکلو پسې یې دماغ خارښ شروع کړي . هغه ادبي اتلان په مسيجونو او ټيلي فونونو دومره تنګ کړي ، چې مجبوراً یې د خارښ رفع کېدو لپاره په مسوده څه نا څه ليکل وکړي .
بهرحال د هر چا خپل خپل خارښ وي . څوک د چاپلوسۍ او ګوډاګيتوب په خارښ فخر کوي . څوک د مشهورو خلقو سره د سېلفیانو اخستلو په خارښ فخر کوي . څوک د زنده آباد او د مرده اباد په خارښ ککړ وي . څوک د شهرت خارښ آرام ته نه پرېږدي . څوک د ځان ښودنې په خارښ اخته وي . بيا په چل چل کې د خپل ګاړي ، بنګلې ، دولت ، روزګار او د غټو شخصيتونو سره د تعلق ذکر هم ښه په هنر سره کوي . ځينې سړي حج کړی وي ، خو څوک ورته "حاجي صېب" نه وايي . هغه غريب په خپله مخاطب ته د خبرو په دوران کې وايي . فلاني ته به وايي ګنې دا حاجي صېب په زياته پسې انښته دی . فلاني بيا به خلق وايي ، چې دا حاجي صېب وږی خوي کوي .
د نورو خارښتونو تر څنګ د سوشل ميډيا استعمال هم بذاتِ خود يو لوي خارښ دی . کله کله په غېرارادي توګه سترګې او ګوتې هغه ځائ هم وګروي ، چې نه ګريږي يا یې ګرېدل مناسب نه وي . په سوشل ميډيا ځينې خلقو د ټک ټاک د لارې هغه خارښتونه هم ښکاره کړل ، کوم به چې هغوي په معاشره کې پټ هم نه شو کولې .
دې نه علاوه د چا نه په اداکارۍ څه بود کول هم د خارښ يو بې خونده شکل دی . که لږه ترقي دې وکړه ، نو د يارانو او خپلوانو زړونه به درته بيا خارښتيږي . بس دغه خارښتيان به د اداکارۍ د خارښ نه کار اخستل شروع کړي . ځينې وخت کې به پرې ښه پوهېږې هم ، چې خارښ دی . خو د انسان مخ د خدای له نوره وي . د دغه خارښتیانو له برکته سړی اخر په خپله هم خارښتي شي . که دغه خارښتیانو ته بيا په سخت وخت کې ودرېږې ، نو ستا د خارښ ورته بيا داسې احساس نه کيږي لکه تورابان ډلې ته چې د خپلو ظلمونه احساس نه وي .
۴
لیکوال : ګل محمد بيتاب
خبرې
څومره چې انسان زوړ دی، دومره خبرې هم زړې دي ولې چې د دنيا وړومبي انسان حضرت ادم علېه السلام خبرې کړې وې. د نړۍ ځينې هغه ساینس دانان چې انسانان هم د ځناورو يو قسم ګڼي وايي چې انسان د نورو خوبو سره سره ناطق هم دی يعنې خبرې کوي. د ځينو مقررينو مليانو نه اورو چې حضرت ادم علېه السلام به په اوياؤ زره ژبو خبرې کولې. کېدی شي دې کې به پښتو هم شامله وه خو دا خبره به محقيقينو ته پرېږدو. هر ژوندی انسان خبرې کوي او خپل ضرورتونه د خبرو په ذريعه پوره کوي. ماشوم چې لا خبرې نه شي کولی هغه په ژړا دغه مقصد پوره کوي. مطلب دا دی چې ژړا د خبرو يو قسم دی. دغه شان کله چې څوک د چا نه څه غوښتنه وکړي او په جواب کې یې بل بنده وخاندي نو سوال کوونکی یې د خندا نه اندازه ولګوي چې مطلب یې څه دی.او دې نه معلومېږي چې خندا هم د خبرو يو قسم دی بلکې ځينې خلق خو ټوخی هم دخبرو يوقسم ګڼي.
د خبروډېر قسمونه دي لکه ښې خبرې، بدې خبرې، فضول خبرې، لنډې خبرې،اوږدې خبرې، د غرض خبرې، خوږې خبرې، د خوشحالۍ خبرې، د غم خبرې، د دين خبرې، د دنيا خبرې، د کور خبرې، د پردې خبرې، د امن خبرې، د شر خبرې او يوبل پسې هم خلق خبرې کوي.
زه تا پسې خبرې او ته ما پسې خبرې
دنيا کوي لګيا ده په دنيا پسې خبرې
حضرت ادم علېه السلام چې په جنت کې يواځې ؤ او د خبرو ورسره څوک نه وو نو تنګ شوی ؤ خو چې کله بي بي حوا پېدا شوه نو بيا یې دا ګيله ورکه شوه خو د هغې سره په خبرو کې داسې ډوب شو چې هغه بوټی یې په هېره وخوړو د کوم نه چې منع کړی شوی ؤ، او په نتيجه کې یې دنيا ته راغلو او دلته یې بيا ټول عمر د بي بي حوا خبرې اورېدې.
ښځې د سړو نه زياتې خبرې کوي. بلکې مشهوره ده چې ښځې هډو چپ پاتې کېدې نه شي. هر وخت او په هره موقعه څه وايي . زمونږ يو ملګری يوه ټوقه کوي چې دوه ښځې شلو کالو پورې يوځای جېل کې وې، په کومه ورځ چې دواړه د جېل نه ازادې شوې نو يوې بلې ته یې د رخصت په وخت ووې نورې خبرې به بېګاه له په ټيلي فون کوو. اوس خو لا د هرچا جېب ته موبايي ل فون رسېدلی دی نو بس هر څوک خبرې کوي او د ورځې په کروړونو روپۍ په خبرو الوځي. پخوا به چې چا د ځان سره خبرې کولې نو خلقو به ورته سودايي ویلو. په دغه حساب اوس په هر سړي د سودايي ګمان کېدی شي ځکه چې په لاره به روان وي ځان سره به خبرې کوي، خاندي به او يا به ښکنځل کوي خو چې ورنزدې شې نو پته ولګي چې په موبايي ل فون لګيا دی خبرې کوي.
د دنيا په هر ادب کې د خبرو په موضوع ډېر څه ليکلی شوي دي بلکې ټول ادب هم خبرې دي. په پښتو ادب کې که د خبرو په موضوع ليکلی شوي شعرونه راغونډ کړی شي نو څو ضخيم کتابونه به ترې جوړ شي. ولې چې دا موضوع شاعرانو په قسم قسم بيان کړې ده. لکه يو شاعروايي :
ما ته د دې خلقو د دنيا خبرې مه کوه
ماله چې راځې نو د دنيا خبرې مه کوه
مطلب یې دا دی چې خپلې خبرې مو ډېرې دي پردۍ خبرې به نه کوو، سر دې وخوري او خاطر اپريدی وايي :
ډېرو شپو له راشه چې د يو بل نه خبر شو
چرته په يو شپه د ډېرو شپو خبرې نه شي
په خبرو باندې پابندي هم لګي لکه سېف الرحمان سليم صېب وايي :
زما خبرو نه قدغن لرې کړه
نو افواه ګانې به څوک نه خوروي
نور خو لا څه کوې چې "د خبرو ملکونه" هم شته چې فتح کېږي هم لکه خوشحال بابا وايي ۔ ۔ ۔
په پښتو ژبه چې ما علم بلند کړو
د خبرو ملک مې فتح په سمندکړو
خبرې اخستې کېږي او خرڅېږي هم لکه حمزه بابا وايي :
خبرې سل او سر یې يو حمزه
چې خرڅې نه کړې په پېسو خبرې
کله کله په خبرو کې بنده خرابېږي هم لکه خېبر اپريدی وايي :
غريو مې ويستي الفاظ راسره نه وي
زه رقيب ته په ښکنځلو کې خراب شم
زه خېبر خو خبرلوڅ د زمانې يم
وشوه تا ته په ویلو کې خراب شم
نه پوهېږم چې په دې دوېم شعر کې د "خراب شم" څه معنٰي ده خوځه دا بحث به پرېږدو. خوشحال بابا خو لا يو ځای داسې وايي چې د دې جهان ټول کارونه په خبرو پورې اړه لري:
بندوبست د کائنات دی په خبرو
يو تر سلو صدقه شه سل تر زرو
بلکې دا بابا د څو کسانو خبرو يعنې صلاح مصلحت له دومره اهميت ورکوي چې بنده ورته حېران پاتې شي. وايي :
د مانځه تر قضا ګرانه دا قضا ده
چې قضا شي د څلورو مصلحت
خلقو پسې پشي شا ښې او بدې خبرې کېږي. لکه د بدو خبرو يعنې رسوايي د خبرو په حقله نوموړی شاعر مراد شينواری وايي :
مجنون چې مشهور کړمه هم تا کلي په کلي
خبرې اوس زمونږ کېږي لېلا کلي په کلي
خو کله کله خلق داسې خبرې هم کوي لکه چې ايوب صابر وايي :
دا خبرې کېږي اوس زما د کلي جونو کې
سپين وېښته زرغون شو د صابر غريب برېتونو کې
د پښتو اولسي ادب لکه چاربېتو، ټپو، سندرو، بګتو او داستانونو کې هم د خبرو ذکر بېخي ډېر دی. يوه ټپه داسې ده ۔ ۔ ۔
خبرې لنډې لنډې وايه
د لارې سر دی څوک به ځي څوک به راځينه
خبرې په خله کېږي او په غوږونو اورېدلې شي، د خولې او غوږونو تر مېنځه فاصله کمه ده خو د زړه او خولې ترمېنځه ډېره فاصله ده خو بيا هم مشهوره ده چې خله د زړه ترجمانه وي څه چې د چا په زړه کې وي نو د خبرو نه یې معلومېږي. په خله يعنې خبرو بنده ځان له دوستان هم پېدا کوي او دښمنان هم. په ښو خبرو هرڅوک خوشحالېږي او په بدو خبرو خفه کېږي. د خبرو په حقله د پښتو په متلونو او محارو کې هم ډېر څه موندلی کېږي.
لکه "خبرې سل او سر یې يو"، "خبره زر کېږي او وخت پسې تېرېږي"، "ډېرې خولې او ډېرې خبرې" يا "چې څومره خولې دومره خبرې"،"خپله ژبه هم قلا ده هم بلا ده"،"خله په واک خوزول"، ځينې خلق وايي چې "د خولې برغولی یې نشته"، دا محمد دلسوز وايي :
زه به کوم کوم له برغولی جوړومه
يوه نه ده په لنډۍ کې ډېرې خولې دي
خبرې د ژوند علامت دی او ژوندي انسانان ضرور خبرې کوي، ښې وي او که بدې. ځينې خلق خبرې ډېرې کوي او بېخي غلې نه شي پاتې کېدی. ځينې خو په کې هډو بل ته غوږ نه ږدي. مراد شينواری دې خدای وبخښي هغه به وې داسې خلق د چرچڼو او د خاروګانو د ذاته دي. هغوي هم چې د ماښام په يوه لويه ونه کې را غونډې شي نو ټولې په يوه مخه چغېږي يو بل ته غوږ نه ږدي. کله چې به مونږه قيصه خوانۍ کې اوسېدو او چرته د پاکستان د کرکټ ميچ به ؤ او و به یې ګټلو نو د ښار اکثره خلق به بيا د شپې هوټلونو ته را ووتل، قهوې او تورې چای به یې څښکلې او خبرې به یې کولې خو يو به هم بل ته غوږ نه اېښودو. تر دې چې ورسره به په لاسونو هم شروع شول، څوڅو ځله په دې عمل کې په ګرمو چايو سوځېدلي هم وو.
د ځينو خلقو دا عادت وي چې د خولې سره سره په لاسونو، پښو او سترګو هم خبرې کوي بلکې ځينو شاعرانو خو لا د بڼو خبرې هم ذکر کړي دي لکه حمزه بابا وايي :
ستا د بڼو خبرې نېغې وي تل
داسې وي تل د پښتنو خبرې
او کوم خلق چې په لاسونو او پښو خبرې کوي خوشحال خان خټک د استاد په حواله وايي هغه احمقان دي. ځکه هغه ته خپل استاد څو د پند خبرې کړې وې او په هغې کې یې ورته د احمقانو يوه نخښه دا هم ښودلې وه ۔ ۔ ۔
يو هغه سړی احمق بللی بويه
چې خبرې کا په پښو او په لاسونو
ځينې خلق په خوب کې هم خبرې کوي او اکثر هغه څه په کې وايي څه چې یې د ورځې شغل وي لکه ډرايي وران په کې سورلو يا د ټرېفک پوليس سره خبرې کوي. کلېنډران په کې چغې وهي او دوکانداران په کې د ګاهکانو سره لګيا وي، چې ورسره نزدې خلق تنګېږي او بيا عجيبه خبره دا ده چې داسې خبرې بنده ته يادې نه وي.
په نشه کې هم خلق خبرې کوي او هغه څه وايي چې په عام حالت کې یې نه شي ویلی يا یې نه وايي خو په نشه کې یې بې اختياره د خولې نه هغه څه ووځي کوم چې یې په زړه وي.
کوم خلق چې خبرې نه شي کولی يعنې ګونګيان وي نو دوي په غوږونو هم ورسره کاڼه وي. په دې نه پوهېږم چې د دوي ژبه او غوږونه دواړه کار نه کوي او که د يو په وجه بل کار نه کوي خو ځينې ماهران وايي چې د دوي ژبې روغې وي خو غوږونه یې کاڼه وي دوي اوري نه نو ځکه څه ویلی نه شي او د ویلو د پاره اورېدل ضروري دي.
کوم خلق چې ډېرې خبرې کوي نو عام طور سره خلق دا ګڼي چې د داسې کسانو مازغه ډېر وي خو د ماهرينو وېنا ده چې د دوي په اصل کې مازغه کمزوري وي. خو زما خپل خيال دا دی چې داسې خلق چې هرڅنګه وي خو په خپلو ډېرو خبرو نورو له مازغه خرابوي.
داسې هم ځينې خلق شته چې هغوي خبرې ډېرې کوي خوخلق پرې نه تنګېږي او د دوي خبرې اوري او ځينې داسې هم وي چې خبرې دومره ډېرې نه کوي خو خلق ورته بور کېږي او د هغوي متعلق مشهوره وي چې دوي خبرې ډېرې کوي ځکه د دوي خبروکې د بل د اورېدو د پاره هېڅ نه وي. زما يو ملګری وايي د ځينو خلقو مرۍ ترخه وي نو خبرې یې په خلقو بدې لګي اګر که خبرې کمې کوي.
بعضې خلق دومره زر زر خبرې کوي چې بنده یې هېڅ په حساب نه پوهېږي او ځينې دومره په قلار قلار خبرې کوي ته به وایې جوړ چا ته ډکټېشن ورکوي. دغه شان د ځينو خلقو اوازونه ډېر ټيټ وي او ډېر په مشکله یې بنده خبرې اوري او ځينې اوازونه دومره وچت وي چې بنده له د غوږونو پردې شلوي. لا ځينې د خبرو په وخت چغې وهي. خو ډېر عجيبه صورتحال هغه وخت رامخته شي چې د غټ پټ سړي اواز د ښځو غوندې نری وي او يا ديوې ښځې يا جينۍ اواز د سړوغوندې دروند وي. يو ملګري راته قيصه کوله چې يوه ورځ د يو بل ملګري کور ته ورغلی وم. دروازه مې وټکوله. هغه خوا نه راته په غټ مردانه اواز وویلی شول څوک يې؟ ما ورته ووې فلانی يم او د فلاني تپوس کوم. هغه خوا نه اواز وشو هغه خو کور کې نشته ما ورته ووې که هغه نشته نو لالا ته راوځه او دا د الوچو کرېټ واخله دا ورله ما راوړی دی. هغه خوا نه اواز وشو چې زه څنګه در وځم؟ ما له هم غصه راغله او سره د الوچو د کرېټ واپس راغلم. څه وخت پس چې هغه ملګري راته ټيلي فون وکړو چې تاسو راغلي وئ خو زه کور نه وم. ما ورته غصه کې ووې او درغلی وم خو ستاسو مشر ورور يا پلار ته مې د الوچو کرېټ ورکولوخو هغه راته ووې چې زه بهر نه شم دروتلی. هغه ملګري راته په خندا کې ووې دغه مې پلار يا ورور نا بلکې کور ودانه وه خو د هغې اواز لکه د سړو دی او دې سره زما ټوله غصه په خندا بدله شوه.
د خبرې نه خبره راوځي. زمونږه سياسي ليډران د خبرو ډېر مړني وي او په داسې انداز کې خبرې کوي چې بنده ورته حق حېران شي. او په خپلو جلسوا و جلوسونو کې دروغ په داسې ښکلې طريقه وايي چې د بنده پرې سل فيصده د ريښتياؤ ګمان کېږي که دا ټول د خولې مهارت نه دی نو څه دي. په مېلو کې مداريان د خولې په زور په خلقو رعب اچوي، دوي د خولونه ډېر تېز وي او ډېر ساده ګان صرف د خولې په چالاکۍ تېرباسي او خپل بلا بتر پرې د دارو په نامه خرڅوي.
داسې مې اورېدلي دي چې هر ګڼ کپ او غل سړی د خبرو ډېر مړنی وي او په دوه څلور منټه کې د ځان متعلق د خلقو ښه رايې جوړه کړي او بيا یې لوټ کوي.
دڅاروو منډيو کې دلالان که چا ليدلي وي نو هغوي هم د خبرو په فن کې لوی کمال ته رسېدلي وي او په ډېرو خلقو یې اوچې غوا مېښې په بلاربو او لنګو خرڅې کړې دي.
ځينې خلق داسې وي چې هغه د شکل او صورت نه ډېر عام غوندې بنده ښکاري خو کله چې خبرې شروع کړي نو معلومه شي چې دا خو ډېر خاص بنده دی خو ورسره داسې خلق هم شته چې د شکل صورت نه ډېر لوی فلاسفر او بارعبه شخصيت ښکاري خو چې کله خوله پرانزي نو هغه بېخي د دې اپوټه وي.زمونږه يو داسې پېژندګلو تن ؤ چې په وړومبي نظر به هغه چا وليدو نو د شخصيت رعب به یې پرې خامخا پرېوتو خو چې کله به یې خبرې شروع کړې نو هغه د يو ملګري خبره په خپله نوراني څهره به یې ځانله په خپله کرښې راښکلې تردې چې د بنده به ترې نفرت پېدا شو.
د خبرو په موضوع لکه چې ما وړاندې ویلي دي د دنيا د هرې ژبې په اديبانو کې ډېر څه شته . په نزدې ژبه اردو کې هم ليکوالو او شاعرانو په دې حقله ډېر څه ویلي او ليکلي دي. لکه يو شاعر ویلي دي:
دل سی جوبات نکلتى هی اثر رکهتى هی
او تر دې چې دغلته هم په يوه وړه غوندې خبره د عمرونو تعلقات خراب شوي او ختم شوي دي.
اک ذرا سى بات پر عمروں کی يارانی گئی
دا وړه غوندې خبره د پښتو يو شاعر داسې بيان کړې ده ۔ ۔ ۔
هسې پرې خفه شولې وړه غوندې خبره وه
مينه مې غوښته درنه ساده غوندې خبره وه
مخکې د دې نه چې لوستونکي زما په خبرو تنګ شي غواړم چې خپلې خبرې راغونډې کړم خو زمونږه د ليکوالو او شاعرانو متعلق مشهوره ده چې دوي تشې خبرې کوي او ښې ډېرې کوي. ښه شاعر او ليکوال هغه دی چې ډېرې خبرې وليکي هغه که په نظم کې وي او که په نثر کې . د اعتراض کوونکو اعتراض په خپل ځای خو يو شاعر سره بغېر د خبرو نه نور څه وي او شعر خو د مبالغې نوم دی نو چې څومره زياته مبالغه ارايي څوک په شعر کې وکړي هغه به وچت شعر وي.
لکه خپل محبوب له په ښائست کې د سپوږمۍ سره تشبيهـ ورکول. ځان ته پتنګ ویل. خپل اخلاص مثالي ګڼل او محبوب د جهان بې وفا ګڼل. د غم نه هره ورځ څوڅوځله مړ کېدل. د محبوب د زلفو په ذکر کې دا مبالغه ارايي رحمان بابا داسې کړې ده ۔ ۔ ۔
زلفې دې د ډېرې درازۍ نه يا یې تر سر دي
ياد بنفشې لختې پرتې په صنوبر دي
خو اوس د دې قسمه مبالغه ارائۍ زمانه تلې ده، خلق حقيقت پسنده شوي دي ځکه خو نوموړی شاعرايوب صابر وايي :
د عمل قوت پېدا کړئ په خپل ځان کې
په خبرو خو قامونه نه جوړېږي
او خوشحال خان خټک ډېر پخوا دې حقيقت ته رسېدلی ؤ چې تش په خبرو کار نه کېږي بلکې عمل پکار دی:
مرد به نه شي په ګفتار
څو پېدا نه کړي کردار
هم دا قسمه مضمون د پښتو يوه ټپه کې په لږ ډېر بدلون داسې چا بيان کړی دی ۔ ۔ ۔
سړی په رنګ نه سړی کېږي
سړی هغه دی چې یې خويي د سړو وينه
لنډه دا چې خبرې ډېرې دي چې ترڅو ژوند وي خبرې به کوو، خبرې به اورو، خبرې به ليکو او خبرې به چاپ کوو. بس هم دلته خپلې خبرې راغونډوم.
۵
لیکوال: حمزه شینواری
الفلاح پښتو ايډيشن ۱۹۵۵ فروري (ص – ۲۷)
د مچ خبرې
بنګ بنګ بنګ ، دا زما د وزرو غږ دی ـ واوره ـ زه د آګۍنه پيدا يم ـ خو داسې ګول مې مه ګڼه ـ زما الوت د حکمت نه خالي نه دي ـ تا ما ته د زړه په سترګو نه دي کتلي ـ نه پوئ نه ګرم ايله دومره کوې چې له ځانه مې شړې ¬ خو زه بيا راځم ـ چې بيا مې اوشړې بيا راځم ـ ته راته بې شوم وایې ـ ولې خبر نه یې چې غل د لارې اوړي خو اوږی د لارې نه اوړي ـ خو زه په دې نه پوهېږم چې ته بې شرم وایې څه ته؟ که د ژوند دپاره پرله پسې جګړه کول بې شرمي وي نو بني آدمه ستا نه لوئ بې شرم خو هډو شته نه ـ بنګ بنګ بنګ ، نو ستا په څير د بهنګو اموخته نه يم چې کله کله په هلو بلو سر شم ـ ما ته حريص وایې ـ اوتې بوتې ستا په فطرت کې اغږلې شوې دي ـ وايه خوله دې خپله ده ـ ته وایې چې مچ تل په خوړو وي ـ خو تل نهر وي ـ رښتيا وایې خو په مطلب پوهه نه یې هله به خبر شې چې تارو جبې له ور شې ـ واوره خبره واوره چې زما عمر ډېر کم او کار ډېر زيات دی ـ زما د عمر ټوله ټاله زمانه دغه پنځلس شپاړس ورځې دي ـ په دې عمر کې ته فکر وکړه چې زه د اګۍ د دنيا نه هم را اوزم ـ د هلکوانې بې قرار وختونه هم تېر کړم ، د ځوانۍ بې خوده پسرلي هم راشي ـ د نيم زالې د خزان برندې سترګې هم اووينم ـ د زړبوډۍ رپندی هم اوزغمم نو بيا د خپل کار د ختم کولو نه پس خپل ژوند ته په مخه دې ښه اووايم که ته دې ته حرص وایې چې زه همېشه په خوراک بوخت يم نو دا ستا ناپوهي ده ـ خفه کېږه مه ناپوهه مې درته کله وویل چې ته به یې حريص همېشه بې کوره وي او د مچ هم کور نشته ـ نو زه به درته اووايم چې ته لازما د دنيا نه بې خبره یې ـ د دومره لږ عمر د پاره کور جوړول څه معنا لري ـ ته چې ځان د پاره کور جوړوې نو صرف د جمع او پنګه کولو عادت یې ـ حرص ستا د فطرت يو نه جدا کېدوونکی صفت دی ـ ستا حرص دا نه دی چې په کور کې به ټول جوند تېر کړې ـ او زما ، زما کور ته څه ضرورت دی ـ ځکه چې ذخيره کولو حاجت نه لرم ـ مونږ مچان ستاسو د بني آدمو په څېر د ضرورت د څيزونو دپاره د يو بل وينه نه څښو ـ تا به مونږ ته فکر کړی وي که نه ! مونږ په يو څيز په ګڼه کې نو، په مزه یې خورو او يو بل سره جګړه نه کووـ مونږ همېشه خپله مچ واله پالوـ خو تاسو هيچرې سړي واله سره اونه پالله ـ په مونږ کې د جمع جوړولو ــ او انفرادي ملکيت ساتلو ليونتوب او حرص نشته ـ دا دې د ستاسو مبارک وي زمونږ د پيداوار په څيزونو کې هډوکمي راځي نه او که په تاسوکې هم دا خونړی حرص نه وی نو هيچرې به په تاسو لوږې بلا حملې نه کولې ـ ځکه چې په دنيا کې د هر جنس د ضرورياتو څيزونه په لارو پراته وي ـ صرف پيرزونې ته ضرورت دی او هغه په تاسو کې نشته ـ تاسو په خوله دا وایې چې خداي رازق دی خو د عمل په ژبه د دې نه انکار کوئ او دا مو خيال دی چې که مونږ جمع جوړه نه کړو نو د لوږې به مړه شو ـ لا دا پرې د پاسه چې ځان ته اشرف المخلوقات هم وایې ـ شرم نه درځي ـ اوښايه کنه ؟ چرې دې په شريکه او پيرزويي نه په خپلو کې تقسيم کړی دی ـ ـ ـ
بنګ بنګ بنګ ـ ته غصه شوې کنه ! زما په څير دې منګلې اومروړلې، زه هم منګلې مروړم ـ خو ستا په څېر نه چې زه په لاس نه درځم او ته رپندي اخستی یې ـ زما منګلې مروړل زما د جوند ساز يو اهم حرکت دی چې دا زما خالق زما جبلت کې ايښی دی ـ زه د دې نه د لاسونو پښو دوه کارونه اخلم ـ دا همېشه د خوراک په څيزونو ابته دي ـ په مروړلو صفا کيږي او ما ته په الوتو کې آسانتيا پيدا کوي ـ خو دا اوس یې صرف ستا په ناپوهۍ مروړم چې په غصه کې لګيا یې ـ وایې چې ارمان دی توره مچه په لاس به را نشې نوـ ولې به نه وایې سپينې خبرې کوم که نه ـ خو منګلې اومروړه زه په ګوتو نشم درتلی ـ څه دې وویل زما هغه ؟ نه نه ـــ دا ستا غلطي ده ـ زما وزر مروړل خو صرف زما د بدن توازون قائم ساتي ـ دا ټول زما د چالاکو خپو کمال دی ـ که يقين دې نه کيږي نو زما وزرو ته په غور اوګوره ـ دا همېشه نېغ ولاړ وي ـ د مارغانو په څېر دا زه نه راغونډولی شم او نه ورله يو خوا بل خوا حرکت ورکولی شم ـ البته په خپل ځائ ولاړ رپېږي ضرور ـ ـ ـ ـ زما حرکت ته حيران شوې ؟ ـ واوره ـ ـ ـ ـ د حرکت قوت په ټولو حيواناتو کې نزدې نزدې يو شان دی ـ صرف د حرکت آلې مختلف وي زما د حرکت آلې ډېرې چالاکې دي ـ ډير زر زر کار کوي ـ هم دغه وجه ده چې تا ته په لاس نشم درتلی ـ بهزّ ؟ څه دې اوويله ؟ زما په علاج صرف يو شهد پوهيږي ؟ هو هو ؟ زه په شهدو کې نښلم ـ او داسې مرګ زما د پاره معراج دی ـ ځکه چې زما د تخليق مقصد صرف خوړل دی ليکن ته خو انسان یې ـ يا مسلمان یې ـ او بيا ورپسې پښتون هم یې ـ ستا دنيا دې زما په شان تنګه ولې وي ـ ستا مقصد دې صرف ګېده ډکول ولې وي ـ ته دې په يو محدود ماحول کې ولې راګېر شې ـ ته دې يو معمولي خواهش په شهدو کې ولې اونښتلې ـ ته ، ته په کومه خوله ما ته د حريص او بې کوره پيغور کوې ـ که ته په رښتيا مسلمان یې نو ته به جهان بان یې ـ د جهان بان دپاره د کور جوړولو سودا څومره د شرم خبره ده ـ خفه کېږه مه ـ د تندي ګنجې دې هوارې کړه زه په دې کندوکې نه پرېوزم ، غصه حرامه ده ـ مطلب مې دا نه وو چې ته ګنې کور مه جوړوه ـ کور جوړ وه او ډېر په ښه شان یې جوړوه ـ زما مطلب خو دا وو چې جهان بانه په کور کې اوس خو بې کوره اوسې ـ بنګا بنګا بنګا ـ زما د شړلو کوشش مه کوه ـ تر څو چې مړ نه يم ارو مرو به ستا په طعام کېنم ـ که ستا کار وژل دي نو زما کار خوړل دي ـ ته هم مجبور یې او زه هم ـ ـ ـ ـ ـ ښه ! !دا خو ډېره ښه خبره ده چې ستا کار زما وژل نه دي ، بلکې زما د زهرو نه ځان ساتل دي ځکه چې زه ستا هضم کېږم نه ـ ها ها ها ها ـ اشرف المخلوقاته ! څه به درته وايم مطلب دا شو کنه چې که زه ستا هضم کيدی شوی نو زما په خوړلو هم اړ نه وې ـ خو دا زما نه هضم کيدونکی وجود زما د جوند محافظ شو ـ ښه ډېره ښه ! خو د لوئ دعوې نه ډکه بې خبره بني آدمه ! خبر یې چې ته ما ولې نشې هضم کولی ـ واوره چې پوهه دې کړم ـ زه په هر څيز کېنم او هر څيز خورم ـ زه د هر څيز سره اموخته يم ـ زما په طبيعت کې د هر څيز د پاره ځائ شته ، زما مزاج هر څيز قبلوی شي نو ځکه ستا نه هضم کېږم ـ د دې وجه دا ده چې ته همېشه د خپل عادت مرئی یې ـ د خاصو خاصو څيزونو اموخته یې ـ د ځان دپاره دې يو خاص ماحول جوړ کوی دی ـ د خپل جهان بان او منتظم فطرت په غاړه کې دې د عادت ژغ نيولی دی ـ په دې وجه ستا طبيعت کمزوری او مزاج محدود دی ـ هغه د خپل ماحول نه سيوا نور هيڅ نشې قبلولی ـ بني آدمه ! که ته د ځانه خبر شوې ـ حيران به پاتې شې ـ هن ّ ؟ زه څه نه ولې خبر نه يم ـ ما د داسې بني آدمو خبرې اورېدلې وې ـ هغه د حيوانيت نه انسانيت او د انسانيت نه د ملکيت ته رسيدل غواړي ـ د هغه خبرې پکار نه دي ـ ـ ـ ځکه چې زه بني آدم نه يم ـ دا خبرې ستا د پاره ډېرې ضروري دی ـ واوره ، ته د دې مادي دنيا يوه کامله مجموعه یې ـ ته حېوان یې، ته نبات یې، ته جماد یې ، ته اور یې، ته اوبه یې، ته باد یې ، ته خاک یې، ته د ايټمي طاقت سرچينه یې ـ ستا په ژورو کې د هايي ډروجن ګېس پټ پروت دی ـ اوسپنه په تا کې ده ځکه طاقتور یې ـ ستا دا بې قراري د دې خبرې ثبوت دی چې پاره ستا د وجود برخه ده ـ سره او سپين زر ستا د خېټې په خمير کې موجود دي ¬ـ ستا په هډونو کې د چونې جوهر موجود دی ـ ته د فاسفورس بټۍ یې ، سوډيم ستا د ژوند سره ملګری دی ـ ته د خپلې ارادې چپې د يو ملک نه بل ته په زرګونو ميله لرې رسولی شې ـ ځکه چې په لا متناهي فضا کې خور ايتهر ستا وفادار ملازم دی ـ حېرانېږه مه – ته د ارتقاء په آس سپور د دې ټولو څيزونو په ماحول کې انسانيت ته رارسېدلی یې ـ تا د دې څيزونو حقيقت د ځان سره راوړی دی ـ ځکه چې ته د دې منتظم یې ـ ته اشرالمخلوقات یې ـ
بنګا، بنګا، بنګا ـ څنګه اوموسېدې ! خبره خو واوره ! لا خو ما په سېر کې پوړي هم نه وو رېشلی ـ ما دا ویل چې ته ډيرو څيزونو مجموعه یې ـ ته د مادي دنيا يو کامل پيکر یې ـ ته خالق د هر څيز د پاره منتظم او مرّبي پيدا کړی ښې ـ ځکه ځکه خو یې هم د امتزاج قبلولو طاقت هم در کړی دی ـ ځکه خو یې درته وې چې (سَخَرَ لَکم مَا فِی السّٰموَات، وَمَا فِي الاَرضِ ) ستا کار خو دا دی چې د دې ټولو څيزونو حاکم ثابت شې نه محکوم ـ ته فکر وکړه ـ ته دې په دې ټولو شيانو کې د يو څو خاصوڅيزونو ولې ځان عادت کړې ـ په تا ولې د څيزونو اثر زور راوړي ـ ستا طبيعت خو زما په شان همېشه نهر پکار دی ـ چې هر څه داسې اونغرې چې هډو بد هضمي درته پيداشي ـ اوس خو به ته زما په مطلب پوهه شوی یې کنه ، چې که تا خپل طبيعت د هر څيز سره روږدی کړو نو زما په شان به تا هم هيڅوک نشي هضم کولی ـ او د دې فائده دا ده ـ ته به لا خبر یې لا نه چې خبر دې کړم ـ زما فضله د بد هضمۍ دپاره يوه سمدستي دوا ده ـ ـ ـ ـ ـ ـ او نو ـ ـ ـ ولې خاندې ولې ؟ دا یې ګز دا یې ميدان ـ اوس ازمېښت وکړه ، اوس ته اووايه چې ستا طبيعت د هر څيز سره روږدی نه دی ـ ـ ـ ـ ـ ـ - ـ ــ ـ ـ څه دې اوويل ؟ مرضونه خورَوم؟ زما په ښپو پورې جراثيم نښتي وي ـ دا خو دې رښتيا اوويل ـ خو د خبرې په دواړو اړخونو فکر زغلول په کار دي ـ د حقيًًقي انسان هم دغه لويه نخښه ده ـ زما په دې مدامي خوراک کې چې کوم حکمت دی ـ هغه هم دا دی چې زه مرضونه خوروم نه بلکې ورکوم یې ـ هغه د چا خبره خره نه ژاړي بارونه ژاړي ـ زه ستا په خدمت کې بوخت يم او ته مې اپوټه ـ
ستا نه چې د خوراک کوم ګند اوخسا څيزونه پاتې شي هغه خورم ـ يوازې دا نه چې د مريضانو بلغم او بول هم زما خوراک دی ـ کوم چې د خطرناکو جراثيمو نه ډک وي ـ ستا خو دومره توفيق نه وي چې هضم یې کړې ـ هم ستا د بې غورۍ نه پاتې شوي وي ـ ـ ـ ـ ـ بېشکه رښتيا وایې ـ هغه جراثيم زما په بښو پورې نښتي پاتې شي ـ ځکه زه منګلې مروړم او تر خپله وسه یې خورم خو بيا هم څه نه څه ورپورې نښتي پاتې شي ـ او بيا چې ستا د خوراک په څيزونږ کې نم نو ضروري خبره ده چې هغه جراثيم به ستا د خوراک څيزونو سره يو ځائ شي ـ خو دا قصور د چا دی ؟ چې بل ته ګوته نيسې څلور تا ته در واوړي ـ خپل څيزونه پټ ساته کنه ـ زه خو هر څه غواړم د تازه او خسا پروا نه کوم هم دا زما کار دی ـ دا خو ته یې چې طبيعت دې د خاصو څيزونو سره اموخته کړی دی ـ ګنې که ته هم زما په شان وی ـ نو هيڅ جراثيموبه ستا په صحت بد اثر نه غورزولی ـ جراثيم خو څه مضر څيزونه نه وي ـ ستا په وينو کې ستا په خپله جراثيم موجود نه وي څه؟ د هر وجود جراٍثيم د هغه وجود د ژوند سامان وي ـ د هر چرند پرند وجود جراثيم لري او په هغه جراٍثيمو کې د هغه وجود ټول خواص موجود وي، د کوم وجود نه چې پيدا شوی وي ـ دا کوم څيزونه چې ته خورې دا ټول ستا په معده کې د انهضام نه پس جراثيم پيدا کوي ستا په وينه کې خورېږي خورېږي تر څو چې ستا دا خپله وينه هم په حقيقت کې د جراثيمو يوه بهېدونکې وله ده ـ هم دغه جراثيم ستا د جوند ضامنان وي ـ نو که تا د هر څيز سره مزاج اموخته کړو د هر څيز جراثيم به ستا د ژوند ملګري شي ـ
بنګ بنګ بنګ : حېران غوندې شوې، صبر وکړه ـ هن ؟ هو! رښتيا دې اوويل ـ ځنې څيزونه داسې هم شته چې زه یې نه خورم خو که تا فکر وکړو نو پوهه به شې چې د هغو څيزونو خوراک سمدستي زما په جوند بد اثر غورزوي ـ هغه څيزونه زه بالواسطه خورم ـ زه مالګه نه خورم، خو چې ته یې اوخورې نو ستا د فضلې نه یې پورته کوم ـ دغه حال ستا دی ـ ډېر څيزونه ته هم مېده کوې ، د هغو نه نشې جوړوې ـ کوم څيزونه چې زما په ژوند بد اثر غورزوي هغه زه بالواسطه خورم او په دې شان ورو ورو ورسره ځان اموخته کوم ـ څه وایې ؟ ـ ـ ـ ـ په څيزونو کې فرق ؟ ولې نه ! ته به په دې خبرې حېران شې چې زه درته وايم چې زما سترګې دوه نه دي بلکې زه په زرګونو سترګې لرم ـ ـ ـ ـ ـ ـ ښه ! ته د دې حقيقت نه ايله اوس خبر شوې ؟ په دې کې هيڅ شک نشته چې زه د ذرې ذره هم ليدی شم او هم د دې دپاره پيدا شوی يم چې د ذرې ذره هم رانه پاتې نشي ـ ځکه چې هم په دې وړو ذرو کې ، کومې چې تاسو نه شې ليدی ، داسې جراثيم پراته وي چې د انساني ژوند دپاره د اېټمي طاقت نه کم نه وي ـ تاسو ته پکار دي چې زما قدر وکړې، تاسو اپوټه زما د فنا کولو کوشش کوئ ـ ستاسو دا کوشش نه بلکې جاري جنګ دی ـ او خبر یې چې څوک د قدرت په کار کې شک لري د هغه نتيجه څه وي، شکست او فنا ـ تاسو زما هغه مضر اړخ ګورئ او مفيد ته هډو خيال نه کوئ ـ او په حقيقت کې زما هغه مضر اړخ هم ستاسو د بې غورۍ نتيجه وي ـ ګنې زه ګړې په شان يم چې له هرې ډډې مې څکې خوږ يم ـ خو بيا هم د ضرر يو اړخ لرم ـ خو قدرت د دې علاج هم کړی دی ـ زه یې هم آزاد نه يم پريښی زما د پاره یې هم څه داسې دښمنان پيدا کړي دی چې ما هضم کولی شي ـ او زما نه چې د ضرر کومه خطره ده په هغې کې ډيره کمي راوستې شي ـ هغه يو دښمن خو مې مچ پړانګ دی ـ ظالم داسې ورو ورو او په زمکه پورې ليو راشي چې نه یې وينم او نه یې ښکالو اورم ـ او بيا حمله یې هم داسې وي چې ما ته هډو د الوتو وخت په لاس را نشي
۶
لیکوال: مشتاق مجروح يوسفزی
رقيب
هغه کسان چې له پاکستان نه مشران دي او يا د هغه زمانې دي په کومه کې چې ټرانسسټر، رېډيو، ټېپ ريکارډ، ټيلي وژن، وي سي آر او وډيو ګېمز نه وو هغوي اکثر وايي چې پخوا دا شی نه وه او پخوا دا نه وو. خو زه چې د کوم څيز خبره کوم هغه پخوا هم و او اوس هم شته او بيا به هم وي او هغه دی رقيب. د امير کروړ نه واخله تر ابدال خان سرتور پورې ټول د رقيب نه په سره اور کې ولاړ دي. ولې رقيب هغه اسراییل دی چې نه د عاشقانو د اقوام متحده مني او نه د ميينانو د سلامتي کونسل خبرې ته غوږ ږدي او لګيا دی د عشق په فلسطينيانو ظلم او جبر کوي. مطلب دا چې ده نه زمونږ اسلاف په قلاره پرېښي وو او نه مونږه معاف کوي او لکه د شېطان چې زمونږ د نيکه سره یې دښمني وه او اوس یې مونږ سره هم ښه په نره پالي دغه شان رقيب هم دی بلکې د يو منقطع روايت نه معلومېږي چې دا رقيب هم هغه شېطان دی. روايت داسې دی:
رقيب ستا په کوڅه تېر شو عجب کار دی
چې خناس په دغه لاره د جنت لاړ
د وخت تېرېدو سره چې څنګه هر څه ترقي کوي دغه رنګ رقيب هم وده کوي او په خپل زور او ظلم او رقابت کې کومه چې د ده اصل وظيفه ده د نوو علومو او ساینس په رڼا کې قسم قسم تجربې کوي کومې چې سل په سل کاميابېږي او مونږ يو چې لکه د خپلو اسلافو د عدم تشدد په پاليسۍ عمل پېرا يو چې ډېره توره وکړو نو لکه د کنډو ورته کنځل يا ښېرې وکړو.
رقيب په هره زمانه کې خپل فرض بغېر د څه کوتاهۍ نه ادا کوي. خو زه دلته رقيب صرف د شاعرۍ په حواله پېش کول غواړم چې تر ننه پورې د کومو شاعرانو سره د ده واسطه راغلې ده او څه څه نازېبا کارونه یې کړي دي. غالباً چې په دې موضوع سعدالله جان برق صېب هم مټ کتلی دی خو چونکې رقيب شاملات دی او هر څوک پرې ليکل کولی شي ځکه نو ماته هم حق حاصل دی او هسې هم د شاعرانو د نظم زمکې خو مې ليدلي دي خو د چا د نثر زمکه مې نه ده ليدلې.
ښه نو راځم رقيب له. د خوشحال بابا هم يو رقيب وه او هغه غريب ترې ډېر تنګ وه. خو حېران په دې يم چې هغه مغل سره جنګ کولو، بنګشو او يوسفزو سره به هر وخت اړم وه او رقيب ته یې مزه نه وه. حالانکې د هغه رقيب به د هغه سره ډېر زياتی کولو او اکثر به یې محبوب هم د هغه د رقيب په پره کې ولاړ وه او په دې خوار به یې تورې نورې جوړې کړې وې. مونږ ته به څه پته لګېده خو هغه په خپله يوه ورځ د خپل محبوب دغه بې خوندي وليدله نو دا شعر یې ووې:
رقيبانو وته نرم شي له مومه
و خوشحال وته زړه سنګ کړه هغه يار
او په يو بل ځایې کې خپل محبوب ته داسې پرهېز ښيي چې:
د رقيب خبرې مه نغوږه اې ياره
چې رقيب هغه شېطان دی لکه و
او کېدی شي چې محبوب یې دغه پرهېز نه وي کړی ځکه چې پرهېز ګران کار دی. حالانکې مشران وايي چې پرهېز د سلو علاجونو نه ښه وي. د خوشحال بابا د دې شعر نه هم د هغې خبرې تايي د کېږي چې رقيب شېطان دی. که شېطان نه وې نو د رحمان بابا په شان ملنګ او صوفي به یې په قلاره پرېښی وه. رحمان بابا غريب که يو خوا ته د مغلو او عزيز خانانو نه په سور اور کې ولاړ وه نو بلې خوا ته پرې رقيب هم چپاوونه کول او لکه د خوشحال بابا د محبوب د رحمان بابا محبوب به هم د رقيب له برجه په هغه ډزې کولې لکه چې رحمان بابا د هغه شکايت په دې ټکو کوي:
د رقيب له بده خويه به څه وايم
ترو لا ګوره چې مې يار ورسره مل شي
رحمان بابا تر اخره وخته پورې بدبخته رقيب سره دښمني کړې وه خو د رقيب قسمت یې دا ځایې ښه وه چې چرې مخامخ شوي نه وو ګني رحمان بابا يو ځل د ګڼو خلقو په مخکې دا خبره کړې وه چې:
د رقيب او زما صلح سره نشته
که مو لاس چرې په يو بل باندې بر شي
ولې که د علي خان د رقيب له حاله خبر شوئ نو توبې به وباسئ او دغه وجه ده چې هغه رقيب دومره ډېر ځايه په خپلو شعرونو کې رټلی دی چې حساب یې نشته او پکار هم وه ځکه چې د عمل ردعمل وي. علي خان ورته کله سپی ویلی دی او کله خناس او کله خنزير. لکه په يو شعر کې وايي :
پورته به رقيب راته ونه ګوري که خدای کړه
پورته کاته نه دي څښتن ايښي په خنزير کې
او لکه چې د هغه د دې شعر نه ښکاره ده د هغه رقيب يواځې د وراني غازي نه و بلکې د خبرو هم غازي و او رقيب یې يو هم نه و لکه چې د دې شعر نه یې اندازه لګي:
زه د کوم يو جواب وکړمه حېران يم
هر رقيب مې بې اندازه ويتکی دی
د علي خان د کلام نه دا پته لګي کله چې پوره وکتی شي چې د هغه د صبر کاسه یې بېخي ډکه کړې وه خو هغه خوار کمزوری وه او يو ځل نيم خو یې ډېر په ارماني انداز کې ویلي وو چې:
زه رقيبان پېژنم بنياد به مې یې وښکو
درېغه که په لاس کې مې يو فوځ وی شڼولی
هم په دغه ورځو کې د پښتو نازک خياله شاعر د چا شاعرۍ ته چې فارسيبان ګوته په خوله وه هم ژوندی وه. هغه هم د رقيب زيرِ عتاب وه او دومره سخته دښمني یې ورسره لرله چې هغه ورته کله يزيد وی او کله هندو. دا زه نه وايم دا د هغه ديوان وايي :
په رقيب له ما نه مهر مزيد مه کړه
د حسېن په مرګ مدد د يزيد مه کړه
او يو ځایې کې ورته سپی هم وايي :
فرښتې د سپي له بويه لرې تښتي
ولې تا رقيب له ځان سره خمسور کړو
او زما د علم مطابق حميد بابا وړومبی شاعر دی چې رقيب ته یې د هندو خطاب ورکړی دی لکه چې وايي :
ربه زړه د رقيب نرم په احسان کړې
دا هندو راباندې څه خو مسلمان کړې
د هم دغه زمانې بل شاعر کامګار خان خټک خو رقيب دومره ځورولی وه چې خپل محبوب ته ورنزدې کېدی هم ترې نه شو او له ډېرې مجبورۍ نه به یې ځان له په نه څه زړه ښه کولو لکه چې فرمايي :
که رقيب مې نزدې نه پرېږدي محبوب ته
د يوسف د قميص بوئ بس دی يعقوب ته
د دوي نه وروستو ډېر بلا شاعران نور هم تېر شوي دي او اوس هم د خدایې فضل دی چې څومره ماشي دي دومره شاعران دي ولې يو هم پکې د رقيب د جواب نه دی. زمونږ په نوو شاعرانو کې ځنې کسانو د علي خان او حميد بابا سنت ژوندي کړي دي يعني رقيب ته یې د سپي او کافر خطاب ورکړی دی خو چا هم له مينځه لرې نه کړی شو. خو ځه يره لرې کول یې پکار هم نه دي ځکه چې شاعري به په ټپو ودرېږي سېوا د يو څو ترقي پسندو شاعرانو نه چې د هغوي لکه څنګه چې د واحد صيغې سره نه لګي دغسې یې د رقيب توري سره هم ډېره مينه نشته. د هغوي رقيب خو سامراج او بادار وغېره دي.
۷
لیکوال: محمد اعظم اعظم
کتاب: لشې
د چرګانو المیه
د ژبو لغات ولټوئ، د دنيا لایبرېرۍ ورپسې چاڼ کړئ۔ د زړو نسخو کرښو کې یې وګورئ د نوو ادبياتو کوي کې ورپسې تا وکړئ خو د “چرګ” هغه معنیٰ به په ګوتو در نه شي کومه چې زمونږ د کالجونو په رواياتو کې لوی وړوکي ته يوه مثالي هستي په ګوته کوي۔
دې هستۍ يو کامل شخصيت راقابو کړی دوي چې هم “عجيب وي هم غريب” په دې چې داسې عجيب الخلقت مخلوق به په “پېداوښت” کې بيا نه وينئ او غريب ځکه چې دومره مظلوم قام به د انساني تاريخ په ورکو پاڼو کې بيا نه مومئ۔
دې ټپو ته به هر هغه کس خوله جوړوي چې چرګ پېژني او “چرګ” نه پېژني۔ چې اخر دا لا د چرګانو کوم ذات دی۔ او دا ذاتي چرګان دومره حېرانونکي په څه دي او داسې زړه دړدونکي حالت کې ولې دي؟ او د دې جواب د ورکولو نه مخکې ماته د خپلې انساني همدردۍ پټه جذبه مخامخ اودرېږي او چې دېخوا ګوروم نو زره مې نه غواړي چې د چرګانو په زړه پرېکوونکي داستان د چا زړه پرې کړم۔ او هغه غټه وجه چې قلم ته مې پښې ږدي دا ده چې ضمير مې په دې خبره ملامته کوي چې هغه خلق دې هم د “چرګانو” د شخصيت څخه خبر کړم کوم چې لا تر اوسه بې خبره دي۔ او په خبرولو کې یې د دې مظلوم اولس د پاره د همدردۍ د ډېرې وړوکې طمعې سره سره د نوو ستمونو لويه خطره هم پټه ده۔
خو نن که هر څومره د “بهترۍ” زړه ته صدمه رسي “شېخ فريد” چپه خوله نه شي پاتې کېدی نتيجه که هر څه وي دا داستان د دنيا په مخکې دی۔
ښه نو ای اوښيار اولسه اوږ شئ، ای بې خبره عالمه خب شئ، قصه به د سترګو ليدلې کوم۔ په اوريدلو باندې هر څوک باور نه کوي۔ د سکول زمانه ايله په لس کاله کې ختمه شوه لسم پاس شه او ټولو استاذانو يو ځل په خپلو لاسونو کې د خوند مضبوطو چوکو ته اوکتل، او بيا یې يو د ارمان نه ډک نظر په مونږه پسې اوزغلولو، خو ولې مونږه په يو زغل د کالج په لوري روان وو۔ هغوي هم يو سوړ اسويلی وکړو او مونږه هم ښه د مزې يوه ساه راښکله، د هغوي په خپلو زړو شاګردانو باندې د جدايۍ ښې ورځې پېرزو نه شوې۔ او چې خپلو چوکو ته به یې خيال شه نو زمونږ ارمان به ورغی۔ او ژړا ژړا ورتله۔ مونږ نه د کلونو غلامي د سکول په چارديوارۍ کې بنده پاتې شوه، او اوس راته د کالج ازاد ژوند د هر کلي غېږه خوره کړې وه، د اسلاميه کالج په لويه دروازه ورننوتو سره زړونه په درزېدو شول او روحونه په ګډا شول بس چې د کالج په وړومبي سټاپ اودريدو نو څه ګورو چې چاپېره رانه زاړه کالجيان ولاړ دي او ستړي مشي راته وايي ۔ ۔ ۔
سبحان الله څومره درانه پښتانه دي۔ څه ښکلې سوسائټي ده۔ څومره مهذب هلکان دي، په ژوندوني جنت دی۔ د اسلاميه کالج په حقله چې مو څه اورېدلي وو هغه خو د اوسه نه دا دي رښتيا کېږي۔ خو دا يو پکې څه وايي “چرګان شته چرګان؟” “خانه مونږ خو د ځان سره کتابونه راوړي دي چرګان نه خرڅوو” هں دې بل ته غوږ کېږده “هم دا چرګ دی؟” د ده اشاره خو جوړې ماته ده! “وروره! لېونی خو نه یې، زه خو ځان ته سړی وايم ځه ته راته هلک وايه، دا چرګ په کومه کاته کې شوم” يا پاکه ربه! دوي خو ما پورې خاندي”
“شابه بانګ اووايه نو درته به معلومه شي چې ته چرګ یې”
“په خدای چې ملګرو! دا درته چا دروغ ویلي دي چې د ده نوم چرګ دی۔ ما له خو مور پلار۔ ۔ ۔”
“پرېږده چې مور پلار درله څه نوم ايښي وي۔ دا اووايه چې مېټرک دې په کوم ډويژن کې کړی دی”
“ده به هلکه پېښور ډويژن کې کړی وي”
“پرېږدئ ظالمانو ګرېوان راله شلوئ، دا هغه ستاسو مېلمستيا وه، يه ښه ګزار مه کوه، هن! بانګ ته مې غاړه جوړه کړه”
او دغه شان مونږ په پته پوهه شو چې اوس مونږ انسانان نه يو چرګان يو۔ او په دې فلسفه اورسېدو چې “خاکي” بنده په خپل “عمل” بانګي کېدی شي۔ د “نورې” نه نارې” کېدی شي او د جنتي نه دوزخي هم جوړېدی شي۔ او زمونږ د بدعملۍ د دې نه بل لوی عملي ثبوت څه کېدی شه چې مېټرک مو کړی وه او بيا د علم او تمدن په دروازه ننوتي وو۔
قربان د کالج اوسېدنکو!
مرګ مو نه وی د کالج چلونکو
اباد اوسۍ د کالجونو ابادوونکو
چې په وړومبۍ ورځ په کالج کې دسړي نه چرګ جوړېږي۔ نو خدای ی خبر څومره مودې به پکې اوړي چې دا چرګان سړي کېږي؟
څومره منټونه چې په مونږه اوړېدل هغه د معشوقې د انتظار د ګړو نه هم سخت وو۔ او ساعت په ساعت مونږه په يو عجيبه شان نفسياتي کيفيت کې راګېرېدو، چې د هغې له کبله مو داسې محسوسوله چې مونږ هډو په هېڅ نه پوهېږو۔ په سرونو کې مو د مغزو په ځای بوره پرته ده۔ په نورو ټکو د کالج زاړه “چرګان” يا سينيي ر هلکان د افلاطون او ارسطو پاتې شوې زړې نخښې وې او مونږ د هغوي په وړاندې په “زوړ يوناني” معيار پاګلان ولاړ وو۔
په مونږ څه څه او نه شول؟
مونږ وهل اوخوړل چې د تپوس مو څوک نه وو۔ سولۍ راباندې اودرېدې چې په بې سولو اوړېدلي وو۔ په مخونو مو د پالشونو پېړ لېوونه اوشو ګني چې د “تبت سنو” کاروبار ختم شي۔ د ترکارۍ په هره رکېبۍ کې راته چيټاکۍ چيټاکۍ مالګه زياتي واچولی شوه۔ چې د خلې خوند مو ښه شي۔ او د هغوي نمک د زړه د اخلاصه اوخوړو او د نمک حلالۍ په احساس کې ايله د هغوي د پسې چړې حلالې ته جوړ شو۔ په زور راباندې د “لېټرين سکرټرو شپ” کاغذونه ډک شول چې د ژوند په مېدان کې د اوسه به هرې امتحاني مقابلې ته تيار شو۔ سترګې پټولو ته چا پرې نښودو چې هر وخت راسره د بېدارۍ احساس وي۔ “او دغه د ژوند فلسفه ده” قسما قسم بانګونه راباندې وویلی شول ځکه چې “مونږ چرګان وو”
خو بيا هم د چرګانو په حال چا اوښکه قدرې تویې نه کړه، بيا هم چرګانو ته د نيتونو اوبه خړې په خړې پاتې شوې۔ ګورې که د علامه اقبال د شکوې دا مصرعه هم چرګانو ته اشاره وه۔
پھر بھی ہم سی یہ گلہ ہی کہ وفادار نہیں
“چرګان” د خپلې رنګ جوسې د ځان له والي او مخصوص والي له کبله هم په هور کې ولار دي، او که ډېر ځانونه پټوي، ډېر ښکاره کږي۔ او د رنګ روغن دی ځلق بلق او يو شان والي د چرګانو هر ښکاري ته د نظر باز او نښانه باز خطاب وربخښلی دی۔ او هر نوی ښکاري که راغی نو ورته به له ورايه اوښکاري چې هم دغه چرګ دی۔
د يو مسکين خو متين شکل نه چې د ظرافت ډکی سنجيدګۍ څرمن چاپېره شي او په تابعدارۍ ماموره شرافت یې بڼی شي۔ سادګي یې قوقله او حماقت یې مښوکه شي۔ او د کمرې په يو ګټ کې ټوغ کېني۔ هم دغه شی به د کالجيانو په نزد د چرګ د شخصيت نقشونه راجوت کړي۔
عجيبه خبره خو دا ده چې سره د دې دومره بې عزتو او د دې سختو او بې قدرو هم په مونږ کې چا د الوت ورزې نه کولې۔ او که چرې يو انقلابي چرګ به وزرې څنډ وهلې هم، نو ايله هغه د ځان نه به یې دوړې وڅنډلې او دومره به یې څرګنده کړه چې د “چرګانو” د ذاته دی۔ هسې دا نه چې چرګانو هډو د سره د خپلې ازادۍ کوشش نه دی کړی۔ مونږ هم يو ځل دا نعره پورته کړه او د زړه تاؤ مو په خوله کې په دې سوړ کړلو چې
نه کلونه د غلام په غلامۍ کې
نه ساعت د آزدۍ که ځنکدن وي
او يو ورځ چې مونږ د سينيئر هکانو د فولنګ نه تر پوزې راغلو نو څو خود دارانو پوزې تروې کړې۔ نيت یې خراب کړو۔ او ټولو چرګانو ته یې وویل چې “په خپلو کې بدنيتي پرېږدئ، راغونډ شئ، د کالج افسران خو هسې هم زمونږ په حال ځان نه خبروي خو راځئ چې د ځان خبر واخلو خو دي اوپېژنو او د بندګۍ مقام ته اورسو”
ټولو چرګانو په خوږو سرونو کې دا شعر واړولو
خودی خو کر بلند اتنا کہ ہر تقدير سی پہلی
خدا بندی سی خود پوچھی بتا تیری رضا کیا ہی
خېر د چرګانو خود داري رامېدان ته شوه، خودي د کوره وه او حوصلې هسکې غړۍ روانې وې۔
په چرګانو کې يو مشر چرګ په اوچت اواز اویل چې د بې لاسو بې پښو چرګانو دا غونډه په جمع د بنيادي حقوقو غوښته کوي۔ پس له دې چې د کالج کوم غوباړی په مونږه لاس اوچتوي دا ننګيالي چرګان به ټول يوه مښوکه کېږي او په يوه ټونګه به ورله کار تماموي”
تقرير جاري وه چې له ورايه د سينيي ر هلکانو يوه ډله راښکاره شوه۔ مقرر صېب مښوکه څنډ وهله۔ هغه سره د ليډرۍ وړاندې او د چرګانو ګومونه ورپسې سره د خودۍ د بې خودۍ په کوڅو کې تس نس شول۔ او په دغه وخت ما ته د منږکانو هغه تاريخي جلسه راياده شوه کومه چې د پيشو په غاړه کې د خبردارۍ د جرس اچولو بل پاس شوی وه۔ او د پيشو د تصور بؤ يو نر منږک هم دې ته پرېښود چې پيشو ته جرس ور په غاړه کړي۔
په خوارو چرګانو به څوک څه ملامته اووايي ۔ دا مرحومې جلسې خو د ډېرو سياسي ډلو نه پاتې شوي دي۔ دې د تشو دارو ډزو خو ډېر مقرران مشران کړي دي۔
د بې وسۍ دغې بې کسو ورځو مونږ ته دا سبق راکړلو چې دا په “فسټ ايي رانو” پورې ټوقې کول په ګناهونو کې د ټولو نه لويه ګناه ده۔ او دا ګناهګاران به نه خدای معاف کړي او نه مونږه۔
هم دغه د غريب الوطنۍ ورځې وې چې مونږ د وطن خواخوږو او د خوږو زړونو خاوندانو په خيالي معاهدو فرضي دستخطونه وکړل چې مخې کال له به مونږ د کالج په سرزمين يو انقلابي قدم اوچتوو۔ او هغه دا چې د راتلونکي يو فرسټ ايري نه به چرګ نه جوړوو۔ او نه به رانه څوک دې کار ته ځان جوړ کړي۔ د کالج د يو باوقاره او عزت مند طالب علم په حېثيت به يو “ګرګ” او “چرګ” د يو شان او يو هومره بنيادي حقوقو اختيارمند وي۔
ولې دا د چا نه پوره نه شوه۔ نه زما نه او نه د بل نه۔ انسان چې کله کمزوری وي نو دی د هر کمزوري ملګری وي۔ دی چې لږ طاقت اونيسي نو د ټولو نه اول خپل مټ په يو بل کمزوري اوګوري بنده هغه وخت په ولوږه ايمان راوړي چې پخپله نهر وي۔ کله چې په خپله ګېډه موړ شي نو بيا یې د لوږې د هر کتاب نه عقيده پاسي۔
مونږ ترقي پسند کال د چرګانو د راتلونکو نسلونو غمخواران او د هغوي مرستيال چې لږ په ښه بده پوهه شه۔ د کالج د چمنونو يو موسم هوا مو اوخوره، د هاسټلونو په بمبو مو يو کال اوبه اوڅښلې، د جرګۍ نه ګرګۍ ته نزدې شو۔ د وړومبي کال نه مو دويم کال ته پښه اخسته، نو هغه زړه مينه مو په کرکه، هغه ټوله غم خوري په غصه او هغه واړه همدردۍ مو په بې دردۍ بدلې شوې۔
د چرګانو د المیې د زنځير کړۍ يو تر بله جختې په جختې پاتې شوې۔ د چرګانو د قسمت په سترګو کې ورځ په ورځ د يوې اوښکې زياتی کېده۔
هائی هائی د چرګانو بده قسمته!
افسوس دی د دنيا د هر کمزوري او خوار اولس په حال۔
يو اړخ ته لا مونږ د چرګانو د راتلونکي نسل د حقوقو د حفاظت او د “عزتِ نفس” د سنبالي منصوبې تړلې چې د پاسه د کال په اخره د هاسټلونو د رخصتي پارټۍ غوېمه راغله۔ زړو چرګانو د “فولنګ” رسۍ اوشلولې۔ پکار خو دا وو چې د هر راتلونکي دور د پاره یې سوزولی وی۔ خو څنګه چې د هغوي د پو نه اووتلې، د راتلونکو چرګانو د پښو تړلو د پاره یې سنبالې اوساتلې غلام د خپلې غلامۍ په دور کې د بل د ازادۍ هم قدر کوي۔ هغه د ازادۍ د نوم لېواله وي خو کله چې ازادۍ سره مخ شي نو دا مينه یې دومره سېوا شي چې په بل یې دا هم پېروز نه شي چې د ازادۍ نامه قدرې واخلي۔ دا رخصتي پارټۍ کال په کال کېږي او په دې کې د هر څه نه په اخوا چرګان هم حلالېږي او د هر کوربه او مېلمه په سر يو يو چرګ رسي۔ زمونږ (زړو) چرګانو چې د خوراک د چرګانو واورېدل نو د خپل “انفراديت” او “برترۍ” په احساس کې ماته راوزغلېدل زه ورته شاعر ښکاره شوم او راته یې فرمایش وکړلو چې په دې درنه پارټۍ کې چرګان سپک کړه، او په يو نظم کې ورپورې فرمایشي خندا وکړه۔ زه خو حېران ووم چې دې ته د حېرانتيا مقام اووايم که د افسوس؟ وې مې “ای چرګانو وروڼو مونږه او تاسو چرګان نه يو څه، په ځان پورې خلق اوخندوو؟
وې یې چې “اوس زمونږ د چرګتوب زمانه ختمه ده، مونږ به د نورو نه چرګان جوړوو”
تپوس مې ترې وکړو، چې “تاسو خپله زړه جامه دومره زر ايستل غواړئ”
جواب یې راکړو چې “هر نوي لباس کې زړه راښکون زيات وي”
زه ورته اوقهرېدم چې تاسو د خپلو رواياتو او تېرو وعده سره بې وفايي کوئ تاسو ته د چرګانو خلاف د يو قدم پورته کولو حق هم نشته۔
هغوي راباندې راسره شول، ما ته یې د قدامت پرست خطاب را اوبخښلو، ما هغوي اوبخښل او د هغوي د ترقي پسندۍ مرسته مي وکړه او د پارټۍ شپې له مې د چرګانو غزل تيار کړو۔
د چرګانو غزل
پخوا به ملکيت وه ډېرانونه د چرګانو
اوس کال په کال ډکېږي هاسټلونه د چرګانو
چې نوی نوی راشي بل څه کار کسب یې نه وي
پېشه وي د چرګانو اوازونه د چرګانو
وي ورځ یې وړومبنۍ خو څوک ډاکټر څوک بېرسټر وي
وړې وړې مښوکې، لوی خيالونه د چرګانو
په هر تالي کې پښې وهي بللی نابللی
په هر ځای کې بې ځايه وي ټوپونه د چرګانو
پوډر یې د ښائست د تجلو د پاره جوړ شي
څه ډېر مخونه ښکل کړي پاشونه د چرګانو
د ژمي يخ سحر یې نيکرونو کې کوکله کړي
قسم دی د کتو دي ګوری زړونه د چرګانو
تېرې تېرې مښوکې او په وينو سرې ججورې
يادېږي مې په خپلو کې جنګونه د چرګانو
ګرم نه دي که هر چا ته نن وهي دوي پتونونه
“چرګانو” دي خورلي پتونونه د چرګانو
انسان به د انسان په غوښو ولې لګيا نه وي
“چرګانو” چې شروع کړل خوراکونه د چرګانو
اعظم په خيالونو مې ټونګې وهي لګيا دي
تراخه دي ډېر خواږه خواږه يادونه د چرګانو
دې غزل خو ګوری چې د هغې شپې محفل له څومره ګرمي ورکړه خو د چرګانو په مستقبل یې ډېر غم غرض اولره۔ او مخې له چې په کالج کې د چرګانو نوی فصل را اوټوکېده نو د هر يو په درانوي کې به د چرګانو غزل د سپاسنامې په شکل وړاندې کولی شه۔
دا غزل چې د کالج په “خېبر مېګزين” کې چاپ شه نو د پاسه پرې د ليکونکي نوم نه وه راغلی خو نوم یې اخلم۔ خدای دې ژوندی لري “ملنګ شېر” په هغو ورځو کې د فسټ ايي رو يو خوا خوږی ليډر وه۔ (دا بېله خبره ده چې هغه پرله پسې د خپل قوم په غم کې فېل شه، نو د چا پرې خوا خوږه نه شوه) راغی او ما ته یې اویل چې “وروره! دا سړی به راته او نه ښایې چې دا بکواس یې کړی دی۔ زمونږ د چرګانو په سپينو بڼو یې د سياهۍ تور داغونه لګولي دي۔ ژوندی یې نه پرېږدم”
ما خو په دې پوهه نه کړلو چې سړی څوک دی په دې مې پخلا کړلو چې دا به د هغه او د هغه د قوم څو ورځې پس په ښېګره راشي۔ او د راتلونکو چرګانو د “اعمالنامې” په دود به یې پکاروي او د هغې ورځې نه د چرګانو دې محبوب ليډر په زړه اوخوړه چې هغه چرګ نه دی۔ څو ورځې پس ګرګ کېدونکی دی۔ او د چرګانو د حلالولو د پاره یې د خيالونو چړې تېرول شروع کړل۔
د “چرګانو الميه” به د شکسپيئر د الميو په وړاندې د فن په تله ډېره سپکه اوخېژي۔ دا الميه به د ناقدانو په خيال کې هډو د سره د الميیې مقام نه لري۔ خو دې له که د يو مسیلې شکل ورکړی شي او دا مسیله بيا يو بېن الاقوامي علمي ادبي کانفرنس ته وړاندې کړی شي نو دنيا به قایله شي چې د دې ځوانې خندا د شوخۍ په شاه يوه بوډۍ ژړآ بوټ وربوز ولاړ دی۔ او د دې مسکي ګلاب په سينه يوه چاؤدې غوټۍ زخمي زړه او زوړند سر سلګۍ وهي۔ او زه که د دنيا “عالمان او اديبان” هېچرې هم په يو موږي نه شي راغونډېدی، او د هغوي نظرياتي اختلاف د زمکې په يوه ټوټه هم نه ختمېدونکی وي۔ نو بيا دا مسیله مونږه د انجمن اقوام دفترو ته ورشغالوو۔
ای د دنيا ژوندو قومونو
ای د کمزوري مخلوق ملاتړو
ای د سلامتي کونسل غړو
خېر دی په عمر کې يوه ورځ د لويو طاقتونو لوی کشالې يوه خوا ته کړئ۔ يو څو ګړو لره د دنيا نه د “مسیلو” مسیله ختمه کړئ۔ يو ساعت له د روس او امريکې هېبت ناک ديوان هېر کړئ او د بې کسۍ په دېوال نست د بې اسرې چرګانو خبر واخلئ، خو ولې وېرېږم۔ چې چرته دا لوی سټې د دې وړې مسیلې نه ډېره لويه جوړه نه کړي۔ او په کلونو کلونو یې ديکه نه کړي۔ او د مشکلاتو په دې اوږد زنځير کې د ګرانو څو نوې کړۍ هم زياتې نه شي۔ ځکه چې ماته د چرګانو بده برخه ښه معلومه ده۔ او يوه قيصه راته رايادېږي چې په کوم کال مونږ د چرګانو په صفونو کې روان وو په هغه ورځو کې د “جماعت اسلامي” له اړخه د کالج د ګرګانو په نوم چاپ شوی “اپيل نامې” اولګېدې۔ په دې کې یې د کالج د دغه بد رسم ډېره غندنه کړې وه۔ او د ستم زپلو چرګانو په حال یې ډېرې اوښکې بهه ولي وې نو د هغې د ردعمل په شکل کې په چرګانو يو نوی مصيبت راغی۔ خلقو ته د خندا يوه نوې ټوقه په لاس ورغله۔ هغه اشتهار نامې به بيا يو يو چرګ ته په غاړه کې اوېزانېدې او ورسره به یې ویل “واخلئ د چرګانو د پاره خوشخبري”۔ او چا ته څه پته لګيده چې دغې ښه خبر بد هغوي د احساس مخ له څومره بدې بدې څپېړې ورکړي وي۔
او د دغې ورځې نه چرګان د هر همدرد د همدردۍ نه توبه ګار شول، د طمعې هر ځای ته یې خالي وویل، د اعتبار په هر لستوڼي کې ورته پټه غونډه ښکاره شوه او هر يو پړی یې مار اوګڼلو۔ او په دې کې چرګان هډو هم ګرم نه وو۔ که د چرګانو په حقله دا مشهوره شوه چې “چرګ که بدو له نيسې هم ټغ تغ او که ښو له نو هم ټغ ټغ” او چې دېخوا مې خيال شي نو د ډېرې بې وسۍ نه اووايم، ژوندی اوسې د چرګانو المیې چې په ژړا کې دې خندا ده۔
۸
لیکوال: محمد اعظم اعظم
کتاب: لشې
فېشنځپلی
فېشن “په خپل ځان جوړ” څه شی نه دی۔ سيالي او نمایش د فېشن مور پلار دي او دا دواړه جذبې چې سره يو شي نو د فېشن ماشوم د “عدم آباد” نه “آدم اباد” ته راپورې اوځي د فېشن دا ګوډاګی چې په خپلو پښو ودرېږي نو د دغې نه مخکې د عالمونو د سيالۍ په زانګو کې ښه زنګېدلي وي او د اولسونو د نمایش په بازار کې یې پاپلې پل کړې وي۔
د نمایش دا پېدایش جذبه نه تشه د انسانانو ښيوه ده نه ځان له د مخلوقاتو فطرت دی هډو په ځان که د خالق مثال واخلو (په لوړو او پاکو معنو کې ) نو هغه هم په هر څه کې ځان څرګند کړی دی۔ (دا بېله خبره ده چې څوک د هغه د سيالۍ شته نه)
هغه خلق چې د فېشن ملګري دي کېدی شي چې د دې حقيقت تفسير په دې ډول وکړي چې الله پاک په مظاهرو کې ځان ظاهر کړی نه پټ کړی یې دی۔ نو په دې کې مونږ څه نه شو ویلی۔ دغه “پټ والی” هم خوشحال بابا په ډېره ښه طريقه ښکاره کړی دی۔
په هر څه کې ننداره د هغه مخ کړم
چې له ډېرې پېدایې نا پديد شه
په تېره تېره چې په بنيادمو راتېر شو نو په دوي د نمایش دا نمر ډېر ښه لګېدلی دی۔ او دې بوټي که څو ورځې د نمر سترګه او نه ليده نو څو ورځې پس به یې څوک په ستررګو او نه ويني په ټسه به اوچ شوی وي۔
د نمایش ډېره نزدې خپله سيالي ده او څه وخت چې نمایش فېشن ته ځان ورنزدې کوي نو د دغې نه اګاهو سيالۍ د دواړو تر مينځه د خبرو اترو اوړو راوړو ذمه واري سر ته رسولې وي۔ او هم دغه حقيقت دی چې د سيالۍ دلاله که د فېشن په میېنانو هر څه کول غواړي کوي يې۔ او هر ميي ن د خپلې مينې په قدر او د خپل وس په اندازه د سيالۍ په مېدان کې د نمایش اس زغلوي او د نمایشي اسونو په دې زغل کې چې کوم سور وړاندې اووت هغه بری يوړو۔ او هغه د فېشن مير ته ورسيد، په دغه ځای فېشن يو مقام بيا مومي۔ خپله “ډېره” ښخه کړي او فېشن زپلي له هره ځايه ځان د فېشن دې زيارت له رارسوي۔ د فېشن بابا مريدان ډېرې منښتې وکړي۔ ډېره ورکره وکړي، چې مقام فېشنيت اوګټي خو مدام داسې شوي دي چې فېشن زپلي خپله هر څه عبث دوړه کړي او د فېشن پير په ګټه کې پاتې شي۔
مونږ د فېشن نوم واخست نو ډېرو به ګمان کړی وي چې مونږه په لباس پسې راخستې ده، د فېشن خوړده تشه د ريښمي لوپټې پيلکسي پورې تړلې نه وي۔ د فېشن ناوې ځان يواځې په “سوچه نوو جامو” سنګارول نه غواړي۔ تاسو په جامه لباس پسې ولې شوي يئ۔ ۔ ۔ ؟
لباسي خندا، لباسي مينه، لباسي مېلمستيا، لباسي غم خوري، لباسي ښېګړه، لباسي غريب پروري، لباسي امداد، لباسي شاګړدي، لباسي استاذي، لباسي پيري، لباسي مريدي، لباسي علميت، لباسي ادبيت، لباسي سياست، لباسي عبادت، لباسي ږيرې، لباسي برېت هر څه مو هېر کړل؟ د دې ټولو په رګونو کې د فېشن وينه خوټکېږي۔ خو بيا هم په دې واړو په يو ځل څه ویل ګران دي۔ او په دې ټولو توکو کې د لباس توکی مشترک دی۔ نو دا به روغه وي که په لباس سره خبرې اترې وکړو۔
که د جامې د تاريخ سر چينې پسې د ماضي په کندو کپرو سر شو نو د مطلب شونډې به مو څه نا څه لوندې شي۔ او کله چې هم دغي حقيقت ته د خيال او فکر شيشه اونيسو نو د غارونو د انسان شکل ته سړی حريان دريان پاتې شي۔ چې د نمود او نمایش دغې اوږي بنده اخر په غارونو کې چا ته ځان ښودلو؟ او دغه د زمکې لاندې سرګرمۍ (Under Ground Activities) د کومې جذبې د لاندې روانې دي؟ هغوي رامېداني کېدل ولې نه چې د دنيا مېله یې ګرمه کړی وی۔
د دې ټولو سوالونو يو ساده جواب دا کېدی شي چې دغه مخکېينی انسان چې لا په هر لحاظ وروستو وو يو خوا د ځان د حقيقت نه بې خبره وه۔ او بله خوا د دې حقيقت نه باخبره وه چې د پوه ماه يخني هم سړی چيچي او د هاړ پشکال نمر هم بنده خوري، په دغه اولنو ورځو کې خو چې به یې چرته د يو سوري نه سر رابهر کړلو نو بهر دنيا به ورته يوه خوشې بيديا، يو ويروونکی ځنګل او يو بؤ بلا ښکارېده خو چې څه موده یې د ګمنامۍ او ورکې په غارونو کې داسې واړوله ۔ د بهرنۍ خطرې ناسور یې پوخ شه، نو د خپل ماحول په تيارو کې اوبوږنېده۔ د ويرې تعوېز یې په ګاړه کړو، د يخنۍ او ګرمۍ مقابلې ته را اووت۔ او ونو بوټو پاڼې یې له ځانه چاپيره کړې ۔ څه یې د غېرت تورې شوې څه د حوصلو ډالونه او څه د حيا عزت زغړې۔ هر څه چې وو د دغې اولني انسان د لباس ابتدا که د ځان پټولو غړض کړې وه خو چې خبره انتها له راتله، نو په پټه پټه یې ځان ښکاره کړی وه۔
هغه چې څومره په تېزۍ د ترقۍ پوړۍ وهلې دومره په تندۍ یې د دې عقيدې پخلی کېده چې دا دنيا يو ورک غار، يوه اوچه بېديا يو خوشې نګل نه دی۔ دا خو يوه سنګار خانه او فېشن خانه ده، او د هر سنګار شروع چې د يو ګوټ نه اوشوه خاتمه یې بل ګوټ اوليده۔
دغه وجه ده چې د جامې سنګار په معامله کې قبله او نمرخاته سره او يک شريک راغلي دي۔ او که فېش له چرته قميص قبلې جوړ کړی دی نو پرتوګ ورته نمرخاته اغوستی دی۔ هم دغه شان که قميص یې نمرخاته له اړخه ريښی شوی دی نو پرتوګ ترې د قبلې غاړې نه وتلی دی۔
چې خبره شلمې صدۍ له رارسېده نو د چکر دا مزې د قبلې له اړخه را اوږد شه۔ او د ګړدې دنيا نه یې لاس راچاپېره کړه۔ د فېشن دې نوي قبليي ز باد د ژوند په هر اړخ، ناسته ولاړه، جامه پېزار، رنګ روغن، ډول ډال او خوراک څښاک په طريقو قبضه وکړه۔ دا نوی بد چې د بدن په هره بربنډه ټوټه اولګېد، هلته د فېشن يوه نوې ټکړه راوټو کېده۔ او د “فېشني لېلا” په عشق کې که د “نمایشي مجنون” د تهذيب او تمدن زړه ټوټې ټوټې شه خو د جنون دا مسته سودا یې د تاوان او نه ګڼله او په دې نېکه لاره کې یې هر زيان ته غاړه کېښوده۔ د نني دور تعليم يافته سوسایېټۍ د دې عامو مثالونو د پاره هر چاته ځان مخکې مخکې کوي۔
يو سرکاري نوکر چې هره ورځ د دفتر تلو نه مخکې څومره وخت د خپل “سوټ بوټ” برابرولو او ډول سنګار د سره ځاروي هغه د هغې وخت نه ډېر زيات وي کوم یې چې د سحر پاسېدو او د دفتر د خلاصي تر مينځه مقرر وي۔ د هغه ګړۍ کله هم د هغه خبره نه مني او په کومه ورځ چې هغه د غاړې د ټايي په جنجال اخته شي، او په هغه ورځ خو د ګړۍ سنتې څو څو ځله (د احتجاج په طور) د يو بل د پاسه صليبي نخښې جوړې کړې خو دې پرې نه پوهېږي او هله ورته د وخت اندازه اولګي چې وخت پرې تېر وي۔ او چې په خوارو زارو د فېشن د بلا نه خلاص شي نو بيا یې په دفتر کې د خپل مشر افسر نه خلاصی نه وي۔
زنانه د ناريناؤ نه زيات په فېشن مړې وي۔ خو د ښځو د “فېشن د غشي” نخښې بيا هم سړي شي او داسې “کور پوره” خو نن سبا ډېر کم کور بيا موندی شي چې د کور ناستو د فېشن د غوښتنې او ډول سنګار د ضرورتونو نه به په اور کې ولاړ نه وي او بيا هر کله چې دغه کور ناستې له کوره رابهر شي او د “کور بهرو” خطاب بيامومي۔ بيا خو که ښاغلی څښتن ډېر بهر دننه شي خو د بېګم د ساړۍ سېنډلو او سرخۍ پوډرو هره تقاضا به پوره کوي او که د غريب څښتن د هغه ذهني او بدني اسوده والي خبر مو واخست کوم چې به د تيارو صدو يوې بې تعليمه، پواړې او بې تهذيبه مثالي ښځې ورکولی شو نو په حال به یې خپلې قيمتي اوښکې د اوبو په شان ويړيا او په فراخدلۍ اوبهوئ۔ په دې حقله “خواره مېرمن” هم د ګرمې نه ده۔ ځکه چې هغه غريبه بې وسه ده چې د څليرشتو ګنټو په “شواروز” کې د يوې ګنټې زياتوالی راولي۔ او دغه شان د هغې وختونو نه د خپل خاوند ارام او سکون ته هم د زکواة په شکل کې څو لمحې وراوبخښي کوم چې د هغې د خپل ارام اوبو خوړو، سر څڼې کول، د فېشن د برابرېدو او د فېشن د نمایش د پاره هم بس نه دي۔
هر شی چې د ترقۍ معراج ته په کوم رفتار ورخېژي هم په دغه چال د سترګو نه ورکېږي۔ او يو ځای داسې راشي چې د سره بې درکه شي۔ د غر مثال واخلئ چې د هرې بلندۍ څوکې ته په ختو کې خپل پيړ وجود څومره نری کړي۔ او دغه شان د خپلې قجيري ځوانۍ څومره لوی توهين وکړي که څوک دا مشاهده مني نو د دغه وړومبي حقيقت ملګرتيا به وکړي۔ خو نه بل خوا چې سړی څومره غر ته نزدې کېږي غر ورته خپله لويي ښايي او چې هم دغه سړی د غر سر ته اوخېژي نو د هغه د عظمت او مرتبې نور هم قایله شي او پوهه به شي چې غر که غرور کوي نو په ځای یې کوي، که لوی لوی وايي نو څه لويه خبره نه ده۔ دا بېله خبره ده چې د غره په لمن کې پرتو خلقو ته به د خپلې کم نظرۍ او احساس کمترۍ له کبله د غره په څوکه ولاړه دغه لوی نظری انسان د يو “غټ مچ” هومره ښکاري۔
نه پوهېږم چې زه هسې يو غر په بل غر ولی اولم۔ د مطلب ټکي له ولې نه راځم۔ رښتيا خبره خو دا ده چې د نني دور ډېر نوی فېشن “ټيډي ازم” له راشي او بنده د ټيډي جامې تصور وکړي نو هسې په ځان کې کچه کچه شي داسې حساب وي لکه چې د بنده مخي ته ناګهانه يو څو بربنډ راشي او ډېره حېراني یې ګم سم اودروي نه ورته کتی شي او نه ترې سترګې اړولی شي چې دا ولې؟
د ټيډي ازم د خورا ډېرو معنو نه که د خپل مطلب دغه يوه د “تنګ او چست لباس” راواخلو نو هم دا يوه خوله د ډېرو خبرو نه صبرېږي نه، لکه چې د هر فېشن ابادی د نمایش په ستنو ولاړ دی۔ د ټيډي جامې د شوق دا جذبه هم د دغه حقيقت په رڼا کې پړق وهي۔ هم دغه د ازلي حسن ابدي فطرت چې په هر دستور ځان څرګندول غواړي دلته هم ځان ښاځي۔ د ښائست د ناوې په ښکلي مخ که سل د حيا پړدې واچوئ خو هغه به د هرې پړدې نه سر را اوکاږي۔ او د هجران په “سوکړه زپلو” به د دين د پلوشو پونه وروي (دا بيا د زمنې کار دی چې د ديدن “آبِ حيات” نه د سپېځلې مينې په سترګو کې تل عمري اوښکې جوړې کړي) او که دغې ته یې ګورې نو په دغه تنګه جامه بد ویل د تنګ نظرو کار دی۔
رښتيا خو دا ده چې دا تنګ لباس که هر څومره چست شي او دا چسته جامه که هر څومره تنګه شي د دې فېشن زپلو زړونو له یې ویلې ده چې ورته تنګېږي۔ نه۔ او د “تکلف” دا وړوکی ټکی چې ترې لرې کړې نو نزدې ده چې د حسن د مرمرين بدن نه به د حيا دا نری پوټکی هم لرې شي۔
او د سره هډو د تکلف وجود نه دي منل پکار۔ ځکه چې هم دا تکلف هډو بعضي وخت د ډېر تکليف موجب اوګرځي، ګني که څوک ډېر چست شي (يا ډېره چسته شي) په دغه تنګه جامه کې به په ارټ مټ څنګه اوګرځي۔ د زمانې سره اوږه په اوږه تګ څنګه اوکري۔ او د ترقۍ د نيلي سره په کومو پښو منډه اووهي؟ يا خو سر د لاندې راپرېوتل دي او يا د جامو شليدلي دي۔ او په دواړه حالته کې د خلقو يوه خندا ده۔
نو ګني دا به ښه نه وي چې حقيقت په مخ هډو د حيا دا جالۍ پاتې نه شي؟ حسن خپل حقيقي رنګونه اونولي۔ د تهذيب او اخلاقو دا “لباسي پړدې” د همېش د پاره څيرې شي۔ انسان د خپل حقيقت څخه بلد شي۔ د غارونو د ژوند سادګۍ خوندونه واخلي۔ او د خپلې سادګۍ نه پوره پوره فائده پورته کړي! د ارتقا يو اپوټه چکر پوره کړي او دا وېنا رښتيا ثابته کړي چې دنيا د ارهټ لوټکی دی چې له کومه ځايه ځي هغې له بيا راځي۔ داسې به دی نه يواځې د خپلې وفادارۍ ثبوت ورکړي ورسره ورسره به ورته د ذهني سکون يوه نوې خوشحالي په لاس ورشي۔ ولې چې يو ډېر نوی کار به سر ته اورسوي او يو فېشن به تر سره کړي۔
د دنيا د بازار هره سودا د ګټې تاوان په تله کېږي۔ د فېشن دا جنس هم په تجاري کاڼو صفا شوی دی۔ د “لباس” دا ټوکی چې هم په دغه ګزونو ګز کړو نو واضحه شي چې د هر نوي لباس په فېشن کولو کې د دنيا د مشهورو درزيانو لوی لاس وي۔ او چې سړی ورپسې لاس اووهي او وړاندې ملکونو Advance Countries ته ورپسې لږ وروړاندې شي نو دا حقيقت په ډګه شي چې دغه اوچتو درزيانو د خپل کاروبار اوچتولو په غرض او د فېشن زپلو د پاره نمایشي پېغلې (Model grils) ساتلي دي۔ او که خدای مه کړه دغه ښائسته مخلوق نه وی نو دا نوې جامې به هم نه وې۔ د فېشن په ليبارټرو کې هره نوې تجربه اول هم په دغه پېغلو اوشي۔ او هر کله چې د فېشن دغه ژوندۍ نمونې د نمایش په هر بازار تيرېږي نو د کرايې مسټران ورته په هر پړاؤ لاس په سينه ولاړ وي (بلکې اودرولی شوي وي) او هغوي د خپل تازه راټوکېدلي عشق د تودو سړو اسويلو په پوکو کې د نوي فېشن دا حوا د دنيا ګوټ ګوټ ته اولېږي۔ څه وخت چې دا باد د فېشن په سوچه پتنګانو اولګي نو هغوي د شمعې د سره خپله ټوله سرمايه لوګی کړي۔ او لکه څنګه چې د هر عاشق ښېوه (يا د زمانې مجبوري) ده۔ خپلې مينې له عجيبه عجيبه جواوزونه ګوري۔ لکه د تنګو جامو د خوښۍ يوه غټه وجه د کپړې بچت هم ښودلی شي او دا به هم د کاروبار يو فېشن وي چې په ګزونو کې بچت يوې غاړې ته اوشي او په پېسو کې بچت بلې غاړې ته اوځي۔ خېر د فېشن د پتنګانو مدعا دا نه ده هغوي د فېشن په کار کې په کاروباري سترګه هډو د سره کتل پريښي دي۔ هغوي دې ته نه ګوري چې هغوي په کومه جامه کې ګرځي دا د هغه خوښې ته پرېوځي که نه هغوي دا ګوري چې بل څوک ورته ګوري که نه، او چې رښتيا یې جامو ته چا اوکتل ۰عام طور بدبد) نو دوي بيا په جامو کې نه ځایېږي۔
که دنيا د اغوستن د فکر نه ازاده شي۔ او د جهان نه د “جامې چيړی” دا غم پاسېد، نو بيا څه دي خو يوه خېته؟ او کله چې د خېټې ذکر راشي نو د يو عام انسنا په خيال کې د خوراک ټوپکي اودرېږي۔ د هغه ولوږه ورو غوندې سر راپورته کړي خو د فېشن اوږي په خوراک کې هم فېشن کوي او چې خوراک کوي نو هغه هم په فېشن کې ۔
مونږ ډېر د فېشن وږي د ډک شکري نه تشه ګېډه پاڅېدلي ليدلي دي۔ دا فېشني مېلمانه د خدای په چا مېلمانه کوي نه۔ ځکه چې ځان خو تر مرۍ مرۍ ډک نه کړي خو بل پوزې پوزې له راولي۔
اول خو چې په دسترخوان څومره پخ کړي اوويني نو هر يو ته به داسې بد بد وګوري لکه چې ډېر بد یې ورسره کړي وي۔ حال دا وي چې دې کې هر يو تالی د ده معده، زړه او دماغ ځان ته راکاږي۔ خو د ده په لاس کې د فېشن زنځيرونه پراته وي۔ چې رپ ترې نه شي وهلی۔ او د شروع کولو نه مخکې به د پولاؤ د مجمې نه لاس چاپېرول غواړي۔ خو که په دغه وخت بل چا د ده نه وړاندې د پولاؤ نمړۍ واخسته نو دی پولاؤ په ځان حرام کړي۔ تندی به تريو کړي، د خلې خوند به تريخ کړي او په خوږه ژبه به اووايي معافي غواړي۔ “پولاؤ سره مې نه لګي” او هم په دغه ناتار هغه شي ته ګوتې کړي چې د ټولو د نظره پاتې شي۔
د خوراک په وخت کې هر “فېشن زپلی” د بدھ مذهب” پېروکار شي او چې نمړۍ له ګوتې وروړي نو د دې خبرې ډېر خيال ساتي چې نمړۍ چرته خوږ نه شي او تالي ته چې نمړۍ ورښکته کول غواړي نو د دواړو تر مينځه د فېشن هومره فاصله خامخا ساتي۔
د چړې کانټې استعمالچيان خو نور هم په غضب اخته وي۔ او هر هغه څوک چې د خوراک په وخت چړې او کاشغې په لاس کې ګرځوي په خوراک کې ډېر کم څه په لاس ورځي۔ او د فېشن په دې خونړي جنګ کې يا د کانټې (غاښۍ) په ګاښونو چک اولګوي، يا په تشه کاشغه ژبه تېره کړي ولې بيا هم په ځان څوک پوهوي نه۔ د فېشن وقار په ځای ساتي۔ او که په څه ځای نيم پرې ولوږه زور وکړي او دغه خلقو نه په غلا چرته د غوښې پوټی په لاس خلې ته ورولي۔ نو دا څه د عېب خبره نه ګڼي۔ ځکه چې د غېبو حال يواځې خدای ته ښکاره وي۔ او په پټه که يوه ګناه اوشي نو دا د فېشن په مذهب ناروا نه دي۔
فېشن پرسته ډله د هر چا نه زياته فلم پرسته هم وي۔ خو د دوي فلمي زده کړه او فلمي ځله هم ديسي نه وي بديسي وي۔ يا تاسو داسې اووينۍ چې کورنی نه وي بهرنی وي۔ او که چا په غلطۍ کې د دوي په وړاندې د اردو د يو اوچت نه اوچت فلم صفت وکړلو۔ نو دوي یې په يوه خبره په خوله کې خبره اوچه کړي چې “د اردو فلومونو هم څه سټينډرډ وي خبرې د انګلش کوه” او سره د دې چې دغه د انګريزي فلمونو کې د ديسي پتنګانو نه يو انګريزي فلم هم نه خطا کېږي۔ که د يو فلم د پوره قيصې تېرولو ورته اووايي نو پوره به ترې نه شي۔ خبره به اخوا دېخوا کړي او ځان به درنه په دې خلاص کړي چې “سټوري څه کوې د هالي ووډ د اداکارانو ايکټنګ او ډائريکټرانو خواري اوګوره په يو يو سين کمال کوي۔ او که بد نه ګڼي نو دوي د انګرېزي فلم نه دومره قدرله پوهه رابهر کړي څومره چې په درېمه برخه کې ناست ۔ ۔ ۔ د هغوي او د دوي فلمي پوهه او علمي زده کړه د انګرېزي فلمونو په حقله يو هومره وي۔ د “صوفيه لورن”، راک هډسن، الزبهت ټېلر، وکټرميچور، ټيکني کلر، او “ټوئسټ ډانس” نامې دوي له هم ورځي او هغوي هم يادې کړې وي۔
د فېشن د يارانو د سګرټ “برانډ” هم د هر چا نه جدا وي۔ بلکه دوي د هر چا سره په برانډ کې ارپک شريک وي او د دوي په قيمتي سګرټ بکس (Cigarette case) کې به په يو ځای د کنګ سټا، قينچي، کيپسټن او تهري کېسل هر يو نمونه اووينئ۔ دغه خاص سګرټ بکس د سګرټونو يو بين الاقوامي نمایش اوګني چې پکې هر يو د خپلې کمپنۍ نمائندګي کوي۔ او د دغې سګرټو د استعمال خپل خپل ځايونه وي۔ په دې بيا د فېشن ياران ښه پوهېږي چې کيپسټن چا ته وړاندې کړي او قېنچي کوم ځای اوچلوي۔
د سګرټو په دغه شريک بکس يعني بين الاقوامي ثقافت کې د کم قيمته ثقافتونو شمېره په نورو ورتېر وي۔ او کله کله خو داسې اوشي چې د “ګولډ فلېک” په غونډه ډبي کې د “بګلاؤ” اکثريت د اقليتونو حق د سره هډو اووهي۔
فېشن زپلو په فېشن سر ورکړی دی۔ او خدای دې نه کړي که نن يو د فېشن مجنون ته خپلې فېشني لېلا په ټوقه کې اویل چې “قربان ستا د دې کانډي غاښ نه په خوله کې څومره خوند کوي” نو سبا له به یې يو امبور تاوان کړی وي او بله ورځ به یې کړشپه خوله اوويني۔ او د دې په جواب کې که مجنون د ليلا په وړاندې د يوې بلې نازنينې د بونجۍ پوزې صفت شروع کړو نو څو ورځې پس به لېلا د فېشن په اسپتال کې د کامياب اپرېشن نه پس د خپلې لوړې پوزې دنګې مورږې اوارې کړې وي۔ او د سيالۍ په نګار خانه کې به د پلاسټک چيته پوزه وړاندې وړاندې کوي۔
او د قربانۍ دغه عجيبه تماشه چې د دنيا د نندارتون په تندي راشي نو ډېرې خلې بې غاښونو واخله او ډېرې پوزې پرې کړې۔
۹
لیکوال: لعل زاده ساګر
ډاکتر
په ډاکټر او نايي تنقيد کول هم د مرګ سره لوبې او د پيريانو کور ته کاڼي ويشتل وي. ځکه چې انسان اکثر د دوي د چړو او د قينچيانو سره مخامخ وي . او چې بيا دې په ډاکټرانو کې تعلق ملګرتيا هم سېوا وي ، نو د ګيلې خفګان خطره هم وي . بهرحال ډاکټري يوه معززه پېشه ده . چې ځينې خدا ترس خلق پرې د انسانيت لوئ خدمت کوي . که وګورو نو د ډاکټر او ډرائیور سړي ژوند ډېر لالانده وي . نه يې د ورځې څوک آرام ته پرېږدي او نه يې د شپې څوک خوب ته پرېږدي . يعنې څلور ويشت ګهنټې سروس يې وي . ډاکټر هغه چاته وايي ، چې د مستند ادارې نه يې د اېم بي بي اېس يا اېم ډي ډګري تر لاسه کړي وي . پي اېچ ډي سند والا هم ډاکټر وي . خو د هغه د علاج معالجې سره څه پوله پټی شريک نه وي . ځينې نورو کارونو کې د قابل سړي متعلق هم ياران وايي ، چې هلکه دې کار کې فلانی سم " ډاکټر " دی . بله دا چې په چا تېره شي ، هغه هم ډاکټر وي . يو هغه ډاکټر وي، چې په جنګ لانجه کې مخالف ته ګواښ وکړي . چې ګورو به ، زه به دې علاج وکړم . خو مونږ ته د هر چا نه ګران او دلعزيز د کلي ډاکټر "پرېکټشنر " وي . او زمونږ په کار هم زيات دغه سړی راځي . اګرچې په دغه ډاکټرانو کې هم ځينو صرف د بې روزګارۍ نه ځانونه خلاصېدو او وخت پاسۍ لپاره کلېنک پرانيستی وي . نور که په علاج دومره پوهيږي او که نه . زمونږ په وطن کې دا يو رواج جوړ شوی دی . چې د پلار يې دا غټ ارمان وي ، چې په ځوي د ډاکټرۍ تعليم وکړي او لوئ ډاکټر ترې جوړ کړي . که نور څوک ورله علاج له راځي او که نه راځي . خو د کور د مريضانو علاج خو به فري کوي . او سحر ماښام به د بابا او آبۍ بلډپرېشر هم چيک کوي .
د پلار سوچ يې په ځائ وي . ځکه چې سپېشلسټ ډاکټر به ترې په ګټه کېږدو ، هغه سره به روستو د " تورګل " پشان حساب کتاب کوو . او کليوال ډاکټر " پرېکټشنر " به ترې رامخکې کړو . اګرچې ټول کليوال ډاکټران به په روپو ګټلو کې دومره ماهره نه وي. خو ځينې مشهور او خوصوصاً د زنانوؤ په ميډيا کې مشهور ډاکټران په دوه درې کلونو کې دومره ډېرې روپۍ پېدا کړي ، چې ځانله ګاړي هم واخلي او پاخه کورونه هم جوړ کړي . څه موده پس پکې حجونه عمرې هم وکړي . او ولې به يې نه کوي ، چې فارمېسۍ والا د ګولو کوم ډبی په څلوېښت روپۍ ورکړي ، نو ډاکټرصېب يې په اووه سوه روپۍ خرڅوي . ځکه چې قيمت يې پرې اووه سوه روپۍ ليکلی وي . او چې لږ چالاکه ډاکټر وي . نو پنځوس روپۍ ګټه د مريض نه نوره هم واخلي . وايي دغه خو يې خپل قيمت دی ، ولې دغه لږه منافع زما حق نه جوړيږي څه . دومره به څوک تورغوږي هم نه وي ، چې د کلي د ډاکټر جائز ګټې ته په بد نظر ګوري .او د خدمت خو يې هر سړی قایل وي . ځکه چې د ګڼو خلقو کار پرې ساز وي . دغه وجه وي چې د کلي ډاکټر په هر چا نيازبين هم وي . په کوژدن واده ، د ماشوم نوم سنت ګرۍ او نور ښادوخوشحاليو کې يې خصوصي جواب او برخه وي . د غوښو ډونګه او د ورېژو غوری هم کور ته ورليږي . د کلي ډاکټر په دې ښه وي ، چې په هر مرض کې سپېشلسټ وي . دومره قدرې ښېګړه کافي ده کنه ، چې د هسپتال د خرچو نه دې بچ کوي . د وسيع تجربې په بنياد يې پوهه هم زياته وي او ډاډه هم وي ، نو ځکه مونږ زياتره علاج هم د کلي په ډاکټرانو کوؤ .
يو ډاکټر ملګري مې خبره کوله ، وېل د " ټچ موبایل " د ټولو نه زياته فائده زمونږ ډاکټر طبقې ته وي . هغه وېل " ټچ موبایل " د ټينشن کارخانه وي . او چې په خلقو کې څومره ټينشن زيات وي ، هغه هومره ورسره د مختلف قسم بيماريانو شرح هم زياتيږي . وېل ټينشن تقريباً په هر انسان کې زمونږ د ډاکټرانو لپاره کار پېدا کوي . او که دوه ټينشيان په خپلو کې وران شي او په يو بل سرونه او پوزې ماتې کړي . نو دغه زمونږ لپاره اضافي بونس وي . خو ډاکټر د سړک په ايکسيډنټ کې د زخميانو علاج اکثر خدای جاتي کوي .
ملګري تور لګوي ، چې ډاکټر صېب کوم مريض له د کلي نه بهر علاج له ځي ، نو د پېدل مزل وخت هم پسې چارج کوي . چې په دومره وخت کې به ما دوه مريضان نور هم فارغ کړي وی . او چې ګاړي کې ورله لاړ شي ، نو د پټرولو روپۍ هم پسې چارج کوي . د کلو ډاکټران د خلقو په دې خوښ وي ، چې علاج ورله په قرض روپو کوي . نغدې روپۍ خو هر وخت چا سره نه وي . چې په يو يو کور قرضه پنځوس شپېته زره روپو ته ورسوي ، نو د ټولو "قرضه وړو" لِسټ ځان سره وليکي . او په سېزن کې پسې پنجاب ته اوګرايي " ريکوري" لپاره لاړ شي . هلته ورته څوک د روپو ورکولو نه انکار نه شي کولی . روپۍ هم ورکړي ، عزت مېلمستيا يې هم وکړي او د خپل وس مطابق ورله تخفې هم واخلي . اوس دا معلومات په خپله د ډاکټرانو نه وکړئ ، چې د کرايا او خوراک څښاک بِل ورپسې حسابوي او که نا .
څنګه چې افسر رشوت ته خوشحاليږي . دغسې ډاکټر هم مريض ته خوشحاليږي . او د فضول خلقو ناسته يې کلينک کې نه وي خوښه . او چې بيا د ډاکتر ابراهيم پشان په ملګري واوړې . نو که په صوفه کې دې هسې هم ډډه وهلې وي ، نو ډريپ درته کوي .
يو ډاکټر ته مريض ویلي وو ، چې په يخنۍ کې مې سخته يخني کيږي او په ګرمۍ کې مې سخته ګرمي کيږي . نو هغه ورته وېلي وو ، چې ته خو سمه تېمرګره يې .
حاجي صېب وايي ، يو ډاکټر د ځان صفت کولو ، چې ماله کوم مريض راغلی دی او ما ورله علاج کړی دی ، په دوېم ځل مې خوا له نه دی راغلی . چا ورته اووېل ، چې مړ شي ، په دوېم ځل به دې څه خواله راشي . دغسې يو ډاکټر به چې کله په اديره تېرېدو نو مخ به يې په رومال پټوؤ. چا ترې تپوس کړی وو ، چې ډاکټرصېب داسې ولې کوې؟ هغه وېل ماله د دوي نه حيا راځي . دوي کې ډېر خلق زما د لاسه دلته راغلي دي .
د مزغو نه کريک ډاکټران هم پکې وي . يو ډاکټر چې د مريض علاج کړی وو ، نو مريض ورته وېلي وو ، ډاکټرصېب که خوښه دې وي ، نو مونږ به کور ته لاړ شو . هغه وېل؛ نه کېنئ کېنئ ، ګونزاخي درله کوم ، بيا به لاړ شئ .
زما په خپله د ډاکټرانو سره واسطه ډېره وي . ځکه چې په خپله په ډېرو مرضونو اخته يم . د مرضونو اخته کېدو نه چې غلط مطلب وانخلئ . د معدې ، سر درد او د ګيټو د درد ښکار يم . وزن مې هم لږ زيات دی . ناشنا سړي سره چې ميلاؤ شم ، نو د ټکه رانه پښتنه کوي ، په پوليس کې خو نه يې؟ پته نه لګي ، چې د دې تپوس محرک زما غټه خېټه ده که بل څه دي . ځکه چې د زياتو پوليسو والا خېټې غټې وي .
خبره رانه بل خوا سرګيره شوه ، نو د مذکوره بيماريانو نه علاوه د امين صېب پشان کال دولس مياشتې زکام هم زما مېلمه وي . او زه د سخت پرهېز په شکل کې د زکام مدار هم ډېر کوم . دغه وجه وي چې زکام د تللو هډو نوم نه اخلي . ډاکټران وايي ، چې زکام بيماري نه ده او مونږ يې د لاده باده اوويستلو . ځکه خو وايو
نه هسپتال کې شرمېده وی
نه ډاکټرانو له چې تله وی
تش په اوبو چې روغېده وی
چې پوزه وی او زکام نه وی
خدايا په در کې به دې څه کم شوي وونه
د ډاکټرۍ د افاديت اندازه له دې نه لګولی شي ، چې څلورم پاس هم راوتلي دي ، د يو څو ګولو ، شربتونو نومونه يې ياد کړي وي ، د انجکشن لګېدو چل يې زده کړی وي . په بازار کې يې کلينک پرانيستی وي او ساده مريضان حلالوي . او د ټولو نه زيات رش هم په دغه څلورم پاس ډاکټر وي . چې دا خلق نه پوهيږي که ډاکټر صېب پرې څه جادو منتر پوکلی وي . زمونږ هم کله کله زړه وخارښتيږي ، چې راشه د يو څو ګولو او شربتونو نومونه زده کړه او د کوم دکان مخې ته په ټوکرۍ کې دوايانې خرڅوه . نور هسې هم هر سړی نيم ډاکټر وي . د هر مرض د ګولۍ نوم ورته ياد وي .
پښتانه وايي ، تکړه ډاکټر هغه وي چې د لاسه يې څلور پينځه مريضان مړه شي . ډاکټرانو نفسيات هم لوستلي وي . مريض په داسې نفسياتي طريقه راګېر کړي ، چې هغه ښه په خوشحالۍ جېب ته لاس کړي او د پينځه زره روپو نه کړپ وباسي . زمونږ اجتماعي او قومي عادت جوړ شوی دی . چې کله بيماران شو نو د کلي د ډاکټرانو نه واخله د حکيمانو پاچاګانو او مليانو پورې په ځان بلها روپۍ اولګوو . چې مرګ ته اورسو ، نو بيا هله ښه ډاکټر ته ځان اوښايو . نن سبا څوک سرکاري هسپتال ته د تلو مشوره هم چاله نه ورکوي . ځکه چې په سرکاري هسپتال کې ډاکټران ، بابوګان ، کلاس فور او بلډنګ سرکاري وي ، نور څه پکې سرکاري نه وي . هر څه به په خپله خرچه کوې . يوه ستونزه بله ده. اوس دا پته نه لګي چې ډاکټران ناراسته دي ، که پوهيږي نه او که ايمبولنس والا سره يې خپل کمېشن مقرر کړی وي . خو مريض چې هسپتال ته ورشي ، نو مخې سره يې وارثانو ته وايي ، مريض سيريس دی ، پېښور ته يې رسوئ . په هسپتال کې چې دې بيخي دروند تعلق نه وي ، نو علاج هم په آسانه نه شې کولی . په هسپتال کې چې کوم ډاکتران ډيوټي کوي . هغوي "او پي ډي" بطورِ بارګېن استعمالوي . مريض د سرکاري علاج نه يروي او خپل پرائیوېټ هسپتال ته يې جوړوي . چې هلته به دې ښه په تسلۍ سره چېک اپ او علاج وشي . او پرائیوېټ هسپتال هم ماشاءاللّه سمه قصاب خانه وي . هلته دې هم د فېشن او پوزيشن مطابق علاج کيږي. که په خړ پړ لباس کې ډاکټر له ورغلې ، نو دوه غېرضروري ټسټونه درته ليکي . که لږ غوړ پړ او ښه لباس کې ورغلې، نو څلور غېر ضروري ټستونه درته ليکي . ځکه چې د مخصوص ليبارټريانو والا سره يې خپله برخه وي . دوايي درته د دوه زرو روپو په ځائ د لس زره روپو ليکي . او هغه ګولۍ شربت درته ليکي . په کومو چې د ميډيسن کمپنيانو نه درانه کمېشنونه اخلي . ډاکټر چې د کوم وخت پورې په سرکاري ډيوټۍ کې وي ، نو ځان ورته خاص په سنټرل جېل کې ښکاري . چې ډيوټي يې ختمه شي ، نو داسې تروتازه شي ، لکه طوطي چې د پنجرې نه آزاد شي . ډاکټر سرکاري تنخواه هم د حکومت نه بطورِ مراعات اخلي . نور خپل تجارت او موج مستيانې کوي . تنخواه ته يې داسې ډېر ضرورت هم نه وي . ځکه چې د ورځې پرائیوېټ دېرش مريضان وګوري او د مېډيسن کمپنيانو نه درنې کمېشنې او مراعات اخلي نو تنخواه ورته هسې ګپ ښکاري .
بهرحال بحث به په دې ختم کړو ، چې د کوم وخت نه دا صحت کارډ راوتلی دی نو د پرائیوېټ هسپتالونو والا مزې چرچې شروع شوي دي . که د اپرېشن ضرورت وي او که نا ، بس مريض اپرېشن ټهېټر ته دننه کوي . د خپل لالچ لپاره يې ټول روغ جوړ خلق بې وخته سوري وري کړي .
۱۰
لیکوال: اقبال کوثر
ډالۍ
د شاهانو ورکړه لعل و جواهر وي شاعران د خپلو فکرونو پلوشې ويشي او مليان صاحبان د علم رڼا خوروي د دومره ډېرې رڼا په سبب د اولس زياته برخه نابينا شوې ده هېڅ رؤ ګودر ورته نه ښکارى چې په کومه لاړ شي بايد رڼا لږه کمه شي مستشرقین وايي پښتانه په خپلو وسايلو اختيار لري که نه خو شاعرانه ذوق خامخا لري په هره موضوع د ټپو شتون د دوى د جمالياتي ذوق هندارې دي مثلاً د ډالۍ په اړه دا ټپه
ياري د لرې ځائی مزه کړي
هره ډالۍ یې د اختر په شان راځينه
هر څو که د مندرجه بالا ټپې مندرجات په ظاهره د ممکنه خوشحالۍ خدوخال بيانوي خو د ما بعد جدیدیت عالمان د ټکي په ټاکلې او مستعمله معنا قناعت نه کوي وايي هېڅ يو لفظ د يوې مروجه معنې پابند نه دی لهذا د ټپې د متن لفظونه د تېرو تجربو په بنياد سنجول په کار دي يعنى د مستقبل ټول امکانات بشمول د ماضي نقصانات په نظر کې ساتل مهم دي مونږه بحیثیت هجوم د جدلياتى فلسفې غير شعوري منونکي هم يو نو متقدمین دلاسه راکوي وايي په مونږ د خدای ی پاک فضل دی هر يو کس په هره حواله د جدا جدا نظر خاوند دی يعني اتفاق زمونږ په سرشت کې نشته نو دويم فريق وايي
د سيند نه پورې ياري مه کړه
يا به باران وي يا به خوړ راغلی وينه
قلم ويل د ټپې په نفس مضمون زما اعتراض دی
ما'ل ته جمالياتي حس نه لرې ګني سيند باران او خوړ څومره ښائسته منظر دی د تاکيد او نصيحت سره سره څومره رنګيني لري
هغه ويل د يا تکرار دا تاثر ورکوي چې ګوندې دا دوه جدا جدا منظرونه دي حالانکې مصرعه ايکي يو حالت بيانوي هلکه چې باران وي نو خوړ به راشي او چې خوړ راځي خو په بارانه کې به راځي وچ خوړونه خو مدام نه راځي
ما'ل پروفېسر سلمیٰ شاهين په ټپه تحقیق کړی تپوس به ترې وکړو چې ستاسو د تحقیق په دوران کې په نورو ټپو کې چرته وچ خوړونه راغلي وو ؟ نېز د ډالۍ ذکر په کې وه که نه؟
ويل سمه ده خو د چم ګاونډ په يارانو هم اختلاف دی بعضې خلکو ته ګاونډيان د خويندو وروڼو په شان ښکاري البته مبارز وايي دا د کليوالې مينې مخنيوی او کفران نعمت دی دوي د لرې ډالۍ نه ماسخوتني پټ پټوني او مازيګری ديدن په سل برخې غوره ګڼي د مثال دپاره د شمس الزمان شمس د غزل دغه مطلع راوړي ته چې په بام باندې ولاړه وې تا نيا ته کتل خلق زما په ننداره وو چې ما تا ته کتل وايي د دې منظر خوند د سلو ډاليو نه په هر صورت زيات دی
ډالۍ د تمدن ورکړه ده که د فطرت بخښنه خو زړه راښکونکی دستور دی د جذبو دا باوقاره اظهار تقریباً د نړۍ په هره ټولنه کې شته د ډالۍ د ورکړې راکړې دستور ډېر زيات مبارک دی د دې سره د زړونو ترميان مينه زياتېږي او يوه ښه ټولنه تشکیل مومي
دې ته سوغات تحفه پيشکش او نذر هم وايي انګرېزان ورته ګفټ وايي زمونږه ټولنه هم د ډالۍ نه بې برخې نه ده خو دا قدر د ادب په ميدان کې ډېر عام دی د غزل،نظم، ټپې نثرم سندرې، او هايي کو ډالۍ وخت په وخت په اولس پېرزو کيږى
د کتاب د ډالۍ رواج هم ډېر زيات شوی ليکونکي شل شل کاله خپله وينه وچه کړي شعر تخليق کړي افسانې ډرامې ناولونه وليکي تحقیق وکړي تنقيدي تهيورۍ راوړي خو چې کتاب چاپ کړي اقبال وايي زما برخه کتاب رانغلو
ډالۍ په هر حال ډالۍ ده د افادیت نه یې انکار نه شي کېدی، د کلک نه کلک زړه موم کولی او د لوی نه لوی افسر رام کولی شي او ټهېکدار پرې خپل کار وښکلی شي
يونس بټ پخوا په خپل کتاب کې د ځنو خطرناکو ډاليو ذکر هم کړی وه خو د ډاليو محصلینو وزارتونه لرل نو چا یې خر د لارې وا نه ړؤو بلکې داسې ليکل پکار دي چې چا خره د لارې وا نه ړؤل
د ايوانونو او ډاليو رشته د نصاب نه لږه په څنډه خو د تاريخ په اوږدو کې د زمانه قديم نه په سلګو راروانه ده د بازار حسن څخه په دغه ضمن کې د يوې ډالۍ انکار حبيب جالب داسې ستایلی وه
تو کہ ناواقف آداب غلامی ہی ابھی
رقص زنجیر پہن کر بھی کیا جاتا ہی
د کنيز،ليز او بيز، ډالۍ هم شته او د هرې ډالۍ خپل قدر و قيمت ټاکلی وي کنيزې د شاهانو نوابانو دپاره مياندو راوړي وي ليز د اشرافيه تحفه او د صحافيانو د چپ کولو سرکاري حربه، بيز په وخت د ضرورت افسرانو ته د ثواب په نيت ډالۍ کيږى افسران که بيا څه منډه ترړه وهي هغه خالص مخلص د ډالۍ کؤونکي د ښو اخلاقو په وجه وهي غلط ګمان جائز نه دی
مملكت خداداد د ډالۍ په ورکړه راکړه کې چټي بدنام دی په دغه لړ کې به زمونږ په نيتونو شک تاريخي بد نيتي وي معين قريشي په امريکه کې کافي څښله مونږ ورته وزارت عظمیٰ وړاندې کړه د هغه دې هم چار ښه وى قبوله یې کړه ګني مونږ سره په شپاړس کروړه مخلوق کې بل اهل کس نه وه بيا مو شوکت عزیز راوغوښت د اټک نه مو په دؤو حلقو پاس کړو او وزير اعظم شه هغه دومره مهرباني وکړه چې د بنکونو سود یې کم کړو د زمکې نزخ یې اسمان ته ورسولو د ټاونونو سوساټيو مالکان یې خوشحاله کړل بيا په چپه خوله دوه لاسه او دوه پښې جهاز ته وخوت لاړو، ډالۍ ورسره مزدورانو جهاز ته يوړې هغه نه وړې دا د 'حل جزا الاحسان الاحسان" ښکلې نمونه وه
د توشه خانې د ډاليو او ګهړيو ذکر ته مخالفين هوا ورکوي دا خبره بې معنې ده چې ډالۍ خرڅول د سيالو قومونو روش نه دی عجیبه مخلوق دی د سيالۍ دعویٰ د ٢٣ مارچ او ١٤ اګست د پرېډ د ورځې نه علاوه نور کله او چا کړې ده؟ او دلته څه نه خرڅيږي چې خزانه خالي وي لکه چې مدام وي مونږ په ډاليو څه کوو؟ روپۍ ښې دي چې رانغدې شي وايي لس اته اربه روپۍ دي نو که درې څلور ترې د قرضدارو په مخ ور اوولو خوند به وکړي
ډالۍ هر څوک هر چا ته ورکولی شي پلار بچو ته بچي پلار او مور ته، ښځه مېړه ته مېړه ښځې ته، ورور خور ته خور ورور ته، دنیا په خپلو خپلوانو هم نه ده ودانه يارانو دوستانو او پرديو له هم بده نه ده بلکې د مجاهد ملت سترګې څارل به مهم وي ګينې غير مذهبو او لامذهبو ته ورکول نور ښه اثر پرېباسي زما لکه د تبليغيانو اراده ده چې تؤقير ابشار ته د ترجمې قرآن مجید يا بخاري شریف ډالۍ کړم
چې هلک وم خپل پلار يوه ډالۍ راکړې وه دېرش کاله مې لکه د خوږ ګوتې وساتله دغه ډالۍ شپږ بيش بها تحفې نورې راکړې چې شکر به یې د شپېته څه چې د شپږ سوه کالو په بندګۍ هم پوره نه کړم ګنى فرياد مې هم د محسن بھوپالی په دې شعر کې په ژړا دی
مدت گزری ایک وعدی پر آج بھی قایم ہیں محسن
ہم نی ساری عمر نبھائی اپنی پہلی مجبوری
د يوه ديو مالايي طرز مافوق الفطرت نظم روايت دی چې يوې محبوبې خپل عاشق ته اووې که ته رشتيا په ما میېن ېې نو زه د ګودر غاړه اجاره نه غواړم ستا د مور زړه غواړم هلک مجبور شه د مور سينه یې وڅيرله او زړه یې ترې وويست محبوبې ته یې وړه په لاره یې تيندک وخوړه راوړي وايي د مور زړه په ورغوي کې ټوپ کړه ويل په قلاره زويه خوږ خو نه شوې دا د مابعد طبیعیات ډالۍ زوړ قسم وه بيا اندېش صاحب اووې
يار له ګلونه د دکان د ګل فروشه ليږي
ځار د دې دؤر د میېنو له روزګاره شمه
بختور وه هغه وخت چې د ډالۍ ابتداﺀ وشوه او که شادوګي راته نه په نخره کيږى نو زه ګيني وايم چې تر ټولو ښائسته ډالۍ خالق مخلوقات حضرت آدم له هم دغه حوا ورکړې د چا په برکت چې په ژوند کې رنګونه الوځي را الوځي
زه فيمنسټ نه يم خو زمونږ د کلي شوکت سودايي د ملازمت لپاره په يوه انټرويو کې د شعبې افسر ته د اقبال د دوه جدا جدا شعرونو مصرعې دغسې تړلې وې
وجود زن سی ہی تصویر کائنات میں رنگ
کہ یہ کتاب ہی باقی تمام تفسیریں
۱۱
لیکوال: ارباب سکندرخان خليل
زړې وهۍ
‘‘هندو چې خوار شي نو زړې وهۍ راواخلي’’
يوه ورځ د حجرې په ګپ شپ کې مې دا وېنا تر غوږ شوه ، زړې وهۍ او ما د ځان سره اووې چې يره د دې څه مطلب دی؟ ‘‘هندو چې خوار شي نو زړې وهۍ راواخلي’’
ځواني ديواني ده ـ د ځوان سړي په نړۍ کې هيڅ غم غچ نه وي ـ خو کله نا کله د غم بزه واخلي او خواه مخواه ځان له غم راپيدا کړي او بيا یې په علاج نه پوهېږي ـ
مطمئن ژوند او دماغي انتشار نه آزادي د خدای (ج) په نعمتونو کې دوه لوئ نعمتونه دي او کوم کس ته چې خدای پاک (ج) دا نعمتونه ورکړي هغه خوش بخته او خوشحاله انسان ګڼلی شي ـ خو خبره صرف هم دومره نه ده بلکې که لږ په فکر وکتلې شي نو دا خبره نوره هم جوته شي چې ناهل او بې علمه خلق اکثر زيات مطمئن او د ذهني انتشار نه آزاد ليدلې شي ځکه چې دوي ته په روزمره څيزونو کې يو څيز هم د توجه قابل او عسير الفهم نه معلوميږي ـ دوي د خپلو حواسو په شهادت هيڅ قسم د نقص کله هم شکايت نه کوي او ځکه دوي د تشکيک د ټولو خطراتو نه په امن وي خو چې انسان څومره څومره د حسي او طبعي رجحاناتو د رهنمايي نه جدا شي او ځنې برتر اصول يعنی د عقل په رڼا کې د څيزونو د ماهيت په باره کې مطالعه شروع کړي نو د ده شکوک او مشکلات نور هم سېوا شي، د ذهني او دماغي انتشار تخم یې په مغزو کې زرغون شي خو دا هم نه ده ـ ذهني او دماغي انتشار او څرګند مشکلات او شکوک که هر څومره وي خو که د عقلياتو او حقائقو د مطالعې په بنا راپيدا شوي وی نو که دا مشکلات خلقو ته په ظاهره هر څومره ګران ښکاري خو د يو مفکر د پاره په خپله د دې ظاهر کيفيت ردِ عمل بل وي ځکه چې کوم خلق خپل ټول عمر او د محنت زياته برخه د فکر په ارواح خرڅ کوي نو د هغوي نفس ته د دې مشکلاتو نه ډېر زيات آرام او سکون ميسر کيږي ـ
هو ـ ـ ـ ـ ـ نو ما ویل چې ‘هندو خوار شي نو زړې وهۍ راواخلي’ دا وينا زما نه علاوه نورو ډېرو خلقو هم واورېده خو په يو غوږ یې واورېده او په بل یې وويسته ـ ولې ما داسې ؤ نه کړی شول ـ باوجود د کم عمر او کم عقل دا خبره زما له بله غوږه ؤ نه وته ، شک خراب مرض دی ـ هيڅ بې هيڅه سم دم سړی لېونی کړي ـ ولې له دې خلاصی نشته ـ دا نړۍ خو هم په شکيانو آباده او ودانه ده او ما فکر کولو چې د دې وېنا په لفظي پرده کې يو اهم او لوئ مطلب پټ دی ځکه چې مشرانو هر څه ویلي دي د ډېرو تجربو نه پس یې ویلي دي ـ نو ضروري ده چې د مشرانو هره خبره په خپل يو خوالي او سنجيدګۍ کې د کاڼي کرښه وي ـ
د فطرت عجيبه نظام دی سړی پيدا شي او مړ شي خو څوک په ماشوموالي کې ، څوک په ځوانۍ او څوک خوند شروع کړي لکه يوه ميي نه چې په ناڅاپي وصال کې د مودو مودو د بيلتون نه پس چې خپل ميي ن ته د هجران د دور خپل سرګزشت بيانوي ـ د انسان فطرت هم عجيبه غوندې دی ـ کله چې ناڅاپه او غير متوقع طور دوه ميي ن سره يوځاي شي نو د بې انتها خوشحالۍ نه د يو بل له سترګو اوښکې بهېږي ولې د عام سړي د خيال نه خلاف دا زاړه کنډرونه او پخوانۍ ورستې پرستې نخښې نښانې خو څه جامد او ګونګ سونګ شی هم نه دی ـ په خوله کې داسې ژبه لري، داسې فصيحه او بليغه وېنا کوي چې اوريدونکی ورته حق حېران شي ـ ولې خبره دا ده چې د دوي په ژبه هر کس و نا کس نه پوهېږي ـ دوي صرف هغه چا سره د راز خبرې کوي چې څوک یې په لټون کې وي او مينه ورسره لري ـ ‘ زړه نه زړه ته لار وي’ دا څه نوې خبر نه ده ـ
يوه زړه واقعه راياده شوه زه لا وړوکی ووم، د خپل نيکه سره په يو باچاهي سړک روان ووم ـ زمونږ سره يو بل ملګری هم وو خو باوجود د غټو غټو سترګو د ليک لوست په معامله کې ړوند ووـ زما حال د هغه نه لږ مختلف وو، په تلو تلو کې نيکه راته اووې ‘بچی تا ته معلومه ده چې کاڼي هم خبرې کوي ـ ’
زه حېران شوم ـ ـ ـ ـ ـ ـ هغوي پوهه شول او دغه شان زما د حېرانۍ سيوا کولو د پاره هغوي بيا اووې :
‘ ولې حېران شوې دا ګز او دا ميدان، راځه هغه مخامخ کاڼي له دې بوځم ـ که چرې هغه تا سره خبرې وه نه کړې نو بيا مه منه کنه ـ ’
ما ته دا خبره ټوقه غوندې ښکاره شوه، خو دې سره سره د کاڼي سره د خبرو تلوسې زما رفتار تند کړوـ څه وخت چې تر کاڼي لږ ورنزدې شو نو کاڼی په چونه تک سپين ؤ ـ او داسې ښکارېدو لکه چې چرته د يو کلي ملک د سړک په غاړه په سپينو کړې شويو جامو کې چرته د چا لاټ صاحب سلام له روان وي ـ
با با راته بيا اووې ـ ـ ـ ـ ـ ‘دا کاڼی خبرې کوي ـ ’
زه کاڼي ته ورنزدې شوم ـ په کاڼي مې آواز وکړو خو کاڼي هيڅ جواب رانکړوـ بابا راته يو ځل بيا اووې ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ‘داسې نه ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ دې کاڼي نه پښتنه وکړه چې کاڼيه دلته نه ميچنۍ څومره لرې ده؟ ’
ولې کاڼی هم هغسې خاموش وو ـ بابا رانه تپوس وکړو چې ‘په دې کاڼي څه تور تور وينې؟ ’
ما ورته اوويل چې ‘ هو’
‘ته اوګوره چې څه دي؟ ’
‘پېښور اته ميله او ميچنۍ اووه ميله ’
با با راته په خندا شو او وې ویل ‘نادانه! اوګوره کاڼي درسره خبرې وکړې ’
‘ولې بابا دا کاڼی زمونږ دې بل ملګري سره ولې خبرې نه کوي ؟ ’
‘بچيه کاڼی د انسان غوندې فضول او بېکاره شی نه دی، ړندو سره د خبرو کولو هيڅ مطلب نه وي ’
‘با با د ملګري خو مو غټې غټې سترګې دي، ړوند خو نه دی، په لار باندې هم زمونږ سره نېغ روان دی ’
‘نا بچيه! دی ړوند دی، د زړه سترګې یې ړندې دي ـ داسې خلقو سره خو پوهه خلق هم د خبرو نه ځان ساتي’
نو هم داسې زاړه، پخواني، وران ويجاړ کنډرونه ښاپې نخښې نښانې وغيره هم صرف هغه خلقو سره خبرې کوي چې څوک یې په ژبه پوهېږي او د چا د ز ړه سترګې چې بينا وي ـ دغه بينا خلقو ته د آثار قديمه ماهران ویلې شي ـ دا علم خو نن صبا يو ساینس منلی شوی دی ـ صرف د نړۍ تاريخ نه فلسفه ، ساینس ، تهذيب و تمدن ، رياضي، جغرافيه، فلکيات، نجوم او ماحول وغيره ټول علمونه چې د کومو په برکت نړۍ نني مقام ته رارسېدلې ده ـ د دې زړو ماتو ګډو کنډرونو او نخښو نښانو احسان منه ده ـ دا خو د زړو ماتو ګډو کنډرونو نخښو نښانو حال دی نو لا که د سړي زړو کتابونو او دستاوېزونو سره دوستي پيدا شيوه نو عجيبه نه ده ځکه چې آخر چا سره خو دوستي پکار ده کنه ، دوستي د سړي نه کامل سړی جوړ کړي ـ د زړو کتابونوچې د چا سره مينه شي نو پټې او ورکې خزانې ورته رابرسېره کړي ـ سړی د فقير نه امير کړي ـ کيميا او اکسير د ده قدمونه ښکل کړي ـ د نړئ سره سپين د ده جولۍ ته راشي ـ هما یې په سر سيوری وکړي او عنقا یې د کور په بلۍ کې ني ـ دغه زاړه او رېمن کتابونه او دستاوېزونه هغه مرغوبې محبوبې دي چې ليلٰی او د ليلی غوندې ډېرې ميي نې ترې زار شه ـ
د هښيارانو او مشرانو بلا دې نه وي ـ داسې خبرې یې کړې دي چې د عقل او دانش د خوږو ډک ګبينونه دي، دغه متل د حکمت بحر دی چې خپل تهل کې د مطلب او فهم بې شمېره ملغلرې لري ـ زړې وهۍ سړي ته خپل ځان لکه د هندارې ښايي ـ غربت خوپرېږده که په ځنکدن کې هم سړي خپل ځان اوپېژندو او په حقيقي ډول یې ځان ته د کتلو کوشش وکړو نو پوهه شه چې تاوان یې ونکړوـ يوه ګټه یې وکړه ـ لوئ ډګر یې فتح کړو او لويه کارنامه یې وکړه ـ دا سړی د حېوان نه انسان او ظالم نه رحمدل شي، خودغرضی یې په خوددارۍ بدله شي ـ زړه ته یې تسکين ورسي او نفس یې قابو شي ـ د پښتو متل دی ‘‘هغه سړی څه دی چې د ځانه خبر نه دی’’ نو چا چې ځان اوپېژندو هغه جهان اوپېژندو هغه حقيقت اوپېژندو او هم دغه د انسان د پيدایش مقصد دی چې هغه د نړۍ د مختلف رنګونو په شيش محل کې اوسېدلو باوجود په دغه رنګونو تېر نه ووځي بلکې د دغه منعکس شويو رنګونو د حقيقت منبع په نظر کې وي ـ
*****
۱۲
لیکوال: حمدالله جان بسمل
غاښونه
د يو مشهور حکيم قرطاطاليس وينا ده چې د انسان په بدن کې زړه نه پس دويم نمبر سخت شی غاښونه دي بلکې دا خو تحقيق ته رسېدلې ده چې څومره د چا زړه سخت وي نو هم دومره به هغه سړی خوله کې هم سخت وي ـ او چې يو ځل خوله بوخته کړي نو تر څو چې دې ورته لکه د بولټېر په غوږ کې د اوبو کوزه نه وي اړولې، خوله نه اوباسي ، من جمله د نورو کارونو نه بالمحمل په غاښونو باندې د چيچلو کار زيات کيږي ، څوک پرې چڼې چيچي ،څوک وږي چيچي او څوک پرې يو بل چيچي، ځکه خو علامه عبداالعلي ویلي دي چې ؛
لکه سپي چيچلی بد له اوبو يوړې
زه سړي چيچلی بد له آيينې اوړم
اردو کې غاښونو باندې ډېر خلق د اوسپنې چڼې هم چيچي ، خو ډېر بدقسمته داسې هم وي چې غاښونه یې وي نو چڼې نه وي او چې چڼې راشي نو بيا غاښونه نه وي ، هم دغسې يو د غاښونو نه خلاص او چڼې په لاس سړي دا ټپه ویلې ده ؛
چې د ديدن نصيب یې نه وي
په يوه کوڅه کې سره وړاندې روستو شينه
کوڅه ده غالباً خپلې خولې ته ویلې ده چې غاښونه او چڼې پکې وړاندې روستو شوې وې، د چيچلو نه علاوه غاښونه خوړل هم کوي ، خورول هم او داړل هم ، خوشحال خان خټک غالباً هم د داسې معياري غاښونو د خاوند متعلق ویلي وو؛
چې داړل، خوړل ، خورول کا خان هغه
خو دا درې واړه کارونه صرف د تېرو غاښونو خاوندان کولی شي ـ لکه سمګلران، ټېکداران، ملاوټيان او غل بازاريان او زمونږ نوموړي حاکمان وغيره خوړل کوي او خپل عاقبت پرې روښانه کوي، او مد مقابل یې کميشن، رشوت، ډالۍ او ټپالۍ خوري او شپېلۍ وهي ، او دا ځکه چې د هر څيز خوراک سره شپېلۍ وهل ډېر خوند کوي الا ستوان ـ
او پاتې شوه د داړلو خبره نو غاښونو باندې داړل هم کېږي خو دې له بيا تېرو سره سره مضبوط غاښونه هم پکار وي ، داړل د غاښونو هغه عمل دی چې نه ترې سړی مري او نه رغېږي او کوموخلقو له چې قدرت د داړلو توفيق ورکړی دی نو په هغوئ کې د وړو مور، نا اهله افسر، دوکاندار او د بس کلينډر اوچت مقام لري ـ د تاڼېدار نامه مې پکې د قصده پرېښوده او که نه څه وکړو يار سړی دی کنه ، که صبا یې ګېر کړم نو دوي هرچا ته خپله مادري ژبه کې مخاطب کېږي ، مورنۍ ژبه کې ـ
دې نه علاوه غاښونه نور هم ډېر د کار شی دی کله کله سوچ کوم چې که دا غاښونه نه وی نو چې دې ډاکټرانو غريبانانو به څه ويسته اوس خو هغه د چا خبره چې وايي ؛
ډاکټره دوه سودا دې وکړه
يو دې غاښ يوړو بل دې واغستل فيسونه
خو ما دا هم اورېدلي دي چې وايي بهر ملکونو کې ډاکټران غاښونه نه اوباسي علاج یې کوي خو څه اووايو هغوئ به مصنوعي جامې نه جوړوي نو، ګنې چې غاښونه نه اوباسي نو هغه جامې به بيا خرڅوي په چا، او يا که زړو مېښو له جامې جوړوي او د منډۍ په دلالانو یې خرڅوي نو بېله خبره ده ـ والله اعلم بالصواب ـ
د سپينو غاښونو د فېشن نه وړاندې به خلقو د غاښونو نه د سرو پاڼې تاوؤلې او داسې سړي به چې اوخندل نو خولې نه به یې سم د زرګر د دوکان شوکېس جوړ شو ـ خو اوس د ټوت پېسټ د کمپنو رزق زمونږ غاښونو کې نښتی دی ، نو چا له چې خدای سپين غاښونه ورکړي دي د هغوئ مزې دي او د يو خندا هم ورله کمپنۍ د خپلې مشهورتيا د پاره بلا پيسې ورکوي ، او بيا هم هغه ټوت پېسټ چې څوک واخلي او استعمال یې کړي نو هم دا فرياد کوي چې ؛
ستا د يوې ورځې خندا وه
زه په پيسو پسې دلګير تر عمره يمه
۱۳
ليکوال: ډاکټر اسرار صېب
کیلپټو مینیا
دا به د انسان د لا شعور او يا د لازيات ID کار روايي وي,يا به څه بله وجه وي, چې دا خبره منل شوي ده, چې په هر انسان کې د غلا کولو ماده په څه نا څه شکل کې وجوده وي۔
صحت مند ذهن لرونکی انسان د خپل شعور انا او فوق الانا په مرسته دا ناوړی خواهش ودي ته نه پرېږدي او قابو يي ساتي۔
بيا هم ډير ښه او معتبر خلق کله کله غلا کوي; لکه چرته د غم ښادئ ډوډۍ کې يا هوايي جهاز په سفر کې کاشوغه راپټه کړي, يا د چا نه قلم يا کتاب راچپه کړي , يا څه بل څه داسې وړوکی غوندې څيز په بډه وهلی; خو کله چې د غلا کولو دا خواهش شديد وي او غلا عادت شي ; نو دې حالت ته بيا د نفسياتي طب په اصلاح کېی کيلپټو مينيا (kleptoania) يعني د غلا رنځ وايي ۔ چې علاج يي يا د نفسيياتي ماهيرونو سره او يا د جيل تورو تمبو سره وي۔ دا عادت بیا ډېر په ګرانه پريښودی شي ځکه خو رحمان بابا ويلي دي چې:
خدای دې نه کاندي په بده چار عادت څوک
معاشي او چاپيرچلي مجبورۍ هم د غل په جوړولو کې لوي لاس لري; خو هغه عبد الکبر خان اکبر ویلي دي چې:
حق خو ښه دی خو زور حق دی
چــــې زور نـــلري ساز غـــــل دی
نو دغه د دې جبر يو بل قسم غل ته اشاره ده, د غل جوړيدو به ډېرې وجې وي; خو اصلي او بنيادي ورانی خپل د انسان په ذهن کې دی, که چرته د انسان د ذهن په ځمکه کې د غلا د تخم د زرغونولو خاصيت نه وی, نن به په دنيا کې چا د غل نوم هم نه پېژندلی۔
د غلا دا زڼی په ډېرو ښو او لويو لويو ذهنونو کې هم زرغون شوی دی۔
شهادتونه مؤجود دي چې مشهورو عالمانو او سايي نسدانانو هم د يو بل نه د علم فارمولې او نظريې پټې کړي دي۔
افلاتون غوندې سړی هم د دې الزامه بچ نه دی پاتي شوی نو که يو طالب علم د امتحان په کمره کې نقل وکړي او يا ما غوندې يا تا غوندې د چا د پټي نه وږی رامات کړي نو دا څه دومره لويه خبره نه بريښي; خو غلا بيا هم غلا وي لږ هم چور وي او کګ هم چور وي۔
که خپل ضمير یې نه ملامته کوي خو نور خلق پورې ضرور خاندي۔
که څوک د چا د کور کنډر کوي که پردي جيبونه وهي که د بجلئ غلا کوي که د ابو غلا کوي; که خپلې مېښې له پردي بوس راوړي که د انکم ټکس نه ځان بچ کوي, که د دفتر نه کاغذ پنسل پټوي که سرکاري ګاډي او فنډونه په ناجائز طريقه استعمالوي نو دا ټولې غلاګانې دي صرف نومونه او رنګونه یې بدل دي خو ځينې غله دومره زورور او ځيګرور وي چې بيا دا کارونه ښه په زور او ښکاره کوي لاري شوکول غدئ پريباسل خلق تښتول موټرې تښتول خو دوي ته بيا د ډاکوانو نوم ورکول شوی دی, چې د انساني ټولنې نه یې يو اجتماعي غل جوړ کړی دی; د دې اجتماعي غل د علاج دپاره رنګ رنګ علاجونه تجويز کړی شوي دي خو لا تر اوسه څه مجربه نسخه په لاس نه ده راغلې۔
۱۴
لیکوال: اقبال کوثر
لوټې
قلم ته مې ويل په فېسبک شپه او ورځ لګيا ېې شلغاتي راکاږې خو هېڅ د کار خبره درنه راونه وته
ويل زما د نوټيفيکيشنز دا سور ګينګړی خوښ وي چې فيسبک چالو کړم او ګينکړی سور وي دومره خوشحاله شم لکه چې د خيراته جواب راغلی وي
ما'ل نو سم ليکل خو کوه نامړه
لکه څه وليکم؟
ما'ل په روانو حالاتو تبصره کوه د پښتنو په بې ننګۍ د تنقيد سره تنقيدي شعور وده مومي هغه کوه توره بهرام خانه نوابه، پوسټ کولو ته څه ضرورت وه څڼې خو چې غوړې شي درنې شي په باد نه رپي، ګني د تنقيدي نظر نه تپوس وکړه د هغه څڼې هم د ګنډاپور نه اوږدې دي
ويل تنقیدي بصيرت در کې نشته د ماه جبين دغه سندره په خپل متن کې يوه ډوبه معنا لري په پټه خزانه کې ېې ذکر نشته خو په قصص الشعراﺀ کې مفصل درج دي چې د تور بهرام هنرونه کرشماتي دي مثلاً چې هر څه غوړ کړي رپي په تېره تېره د باتور ملت څه ځائی، چې بيا ورپورې د عقل څاڅکی نه انښلي ميډم ماه جبين ځکه وايي چې بس څڼې دې غوړې کړه غوړ منګي ګڼ شی دي
ما'ل د پطرس بخاري خبره صحیح ده چې د ديرينه ملګرى خاموشي مسرت بخښونکې وي خبرې نه، خو په دې دومره شفاف انتخاباتو کې په راغلو ښاغلو څه ولې نه وایې ؟
ويل زه په لوټو څه وليکم؟
ما'ل د ضرر په ځائی دې نظر وي خو موضوع ښه ده تکل پرې وليکه دغه فيشن ډېر عام شوی
ويل هغه فعل امکاني دی زه په نغدو ستونزو غږېده غواړم او هغه ليکلی نه شم
ما'ل نو چا درنه ژبه پرېکړې ليکه کنه
ويل حالاتو دومره وېرولی يم چې لوټه خو پرېږده د سادين په لوټه هم څه نه وايم د مامدين تصور مې روح په لوټو راکاږي
ما'ل په ګلبدین خاکه وليکه اسانه امامتي ده
ويل زه مرم د غچې او ته بيا وایې غچې
ما'ل ګوره د تکل مثال د تش ديدن دی او په تش ديدن به دې څوک نه حلاوي تؤکل په خدای ی په لوټه سترګې ور پټې کړه
ويل په لوټه کې څه خوبي ده چې زه یې وليکم؟
ما'ل زه درته تمهيد تړم ليکه چې زما په نيت شک حرام دی خو کوزه او لوټه دواړه د څښکوري حامل لوښي دي البته د کوزې غړۍ اوږده وي صراحي غاړه به تاسو اکثر د شاعرانو په فرموداتو کې اورئ بعضې بې ذوقه حاسدین کوزه په داسې معنو هم استعمالوي چې د هغو ذهنونه او خراب نيتونه ښايي دراصل کوزه ډېر بې ضرره تخلیق دی په نرمۍ لکه اوبه د تشریف مقام ته رسېدلې پخوا به کوزه ګرو د خټې نه جوړولې سلېمان عليه السلام به په کې نافرمانه پيريان او دېوان قيدول د سردرو شهزادګۍ په داستان کې راوي ته دېو قصه کوي ما په خپله نه وه اورېدلې بټياري راوى ته ویلي وو او هغه شاعر ته ټوله قصه بيس په بيس کړې وه چې
دې لوټه کې مې دوه زره کاله تېر شو
دا په ما باندې يو قيد د سلېمان وه
همېشه به د باچا نه نافرمان وم
سلېمان راباندې ايښی دا زندان وه
ويل اوس خو نيم صنعت د پيريانو په لاس دی نو لوټې دې جوړوي او د سلېمان عليه السلام منونکي دې په کې بندوي
ما'ل د ماښام په رنګ دا توره مښوکه دې د لارۍ د پله لاندې شه ورپسې ځه کنه
څنګه چې هر پښتون افغان دی خو هر افغان پښتون نه دی لوښي په کې شته دغسې هره لوټه لوښی دی خو هر لوښی لوټه نه ده څمڅۍ، هرکاره کاشوغه وغيره وغيره خو د لوټې صنعت ډېره وده وکړه سرې شنې تورې سپينې لويې وړې مذکر مؤنث لوټې مارکېټ ته راغلې پخوا به د تانبې او پيتلو درنې کوزې وې خو زمونږ په وخت کې به اوبه د ګوړې شربت او شومله په پلار پسې پټي ته وړو د سلورو په لوټه کې وړله پښتانه دا باک نه کوي د اودس په لوټه کې هم اوبه پټي ته لېږي خو پنجابيان دا عمل بېخي نه خوښوي چې کومه لوټه يو ځل د اودس دپاره استعمال شوه د هغې نه اوبه قطعاً نه څښي کرکه ځنې کوي بيا ټول عمري د غسل خانې شي
د کوزه ګرو کوزې به د خاورې وې اوبه به يې راښکلې څښکوري یې تنګ وو بدي به ښکارېدلې د متمدن دؤر صنعتکارو د خاورې کار د پلاسټک نه واخست، د دې ايجاد ژوند کار او زیار هم د خاورې د کوزې نه بدل نه وه هر وخت او هر څنګه رغښتی شوې که په لفظي منطق پسې ځو نو لوټه د لوټ شوي مترادف معنا هم ورکوي په مساوي معنو کې ايم اين دی ايم پي ای د فېسبک ډېر ملګري او سياسي کارکنان هم راځي فقير ګل خالص پرې د پردي شپاله نه ډزې کړي وايي
په چرت کې دی د چا چې کاروبار دی د لوټې
خرڅيږي په ښه بيعه ښه روزګار دی د لوټې
بازارد د ددرويشانو ورته هم وپسخيده
په دې دور کې ښه ګرم بازار دی د لوټې
چې تشه وي بې وزنه وي ټينګيږي په ځای نه
بس رغړي او را رغړي دغه کار دی د لوټې
هر غل به اوس په دغه لوټه ځان له وينځي سر
ښه پوهه په دې لوبه خريدار دی د لوټې
وتلی دی په ګشت اوس به راجوړ کړي نغد جمات
امير صاحب مو ښه پورا فنکار دی د لوټې
د حاله یې خالصه شو تمام عالم خبر
د ذکر نه نن ډک پورا اخبار دی د لوټې
د زړې کوزې به خپل خوند او د قړ قړ به یې خپله مزه وه د جماعتونو په چاړچوبيو کې به پرتې وې اکثر به د جمعې په ورځ سحر په لاس نه راتللې د مامد ناړۍ جبار دې خداې پاک اوبخښى هغه به ويل په کوم کال چې د تماکو نرخ جګ شي او خاوند یې لکه د سياسي اميدوار د شپې د مخې لافه وکړي په هاغه مهال هم د کوزو موندل ګران وي
د وخت وخت خبره وي چې د تانبې پيتلو او سلورو ذخيرې هم لکه د زهرمهرې د مارانو په قبضه شوې او هغوي نرخونه وخېژول نو صنعتکارو د ضرورت د خېټې نه پلاسټکي توکي ايجاد کړل پلاسټکي لوټې په دې هم ارزانې وې چې د استعمال شوي شاپرو نه جوړه دانه ارزانه پرېوته بله د الودګۍ ستونزه هم ورسره ختمېده نو زمونږ کارخانه دارو د ډېرانونو نه استفاده په لوی کچ شروع کړه او د پلاسټک لوښي رایج شو دې يوه ګټه دا راوړه چې د ميډيکل د شعبې روزګار وده وکړه او ابادي هم لکه د جمهوريت بې کنټروله نه شوه
۱۵
لیکوال: زاهد خان شيدا
مېله
شکسپیر به ويل چې ژوند یوه ډرامه ده هرسړی په سټیج خپل کردار ترسره کوي او ځې؛ خو زهء وایم چې نه ژوند یوه مېله ده او بیا په دې مېله کې نورې بلها بلها مېلې دي. د مېلې د لفظ په اوریدو د انسان ذهن ته د "مېلو"هیبت ناک تصوٌر راواړاندي شي او دغسې انسان د مېلې نه د مېلو په لار په ځنګل سر شی پخوا به میاندو واړهء هم د مېلو، زمرې او سپې په نومونو اودهء کول او دغه یره د انسان په زړهء کې تر مرګه وی ځکه خو بیا دا خیال راپورته کیدل یو فطری امر دی چې دنیا یو ځنګل دی دلته به دې څلیرشت ساعته د مختلفو ځناورو سره واسطه راځې د دؤ ښپو د څلورو ښپو د ښکرَورو د بغیر ښکرو د لکو والا او د بغیر لکو والا! ژوند نهء دی سمه مېله ټیله ده پخوا به په اختر کې د جنکو مېلې کیدی چې خلقو به ورته جنګۍ نامه اخسته خو اوس هغه عمل هلاکان د ټیک ټاک په نامه کوي او که رښتیا راباندي وايي د هلاکانو مېله وی د سپو ، غوایانو، اوښانو او ګیدړانو مېلې خو مونږ ټول پیژنو خو اوس یوه بله مېله ښهء درز کې روانه ده چې د پښتو مشاعرو نوم ورکول کیږی خو مشاعرې داسې نهء وي ځکه ورته زهء د ادبي مېلې نوم ورکول جائز نهء ګڼم نهء د مشاعرې البته ټک ټاک شو ورته وئیلی شو دا دې په وجه په زرګونو خلق هره ورځ د شعر په دنیا ورګډیږی نهء پوهیږم چې دا لوبه په اردو ادب کې هم داسې په غورځنګ ده کنه دا صرف د پښتو بدبختې ده خو دا خبره ده چې په اردو او پښتو کې دا یو قدر مشترک دی چې د کار خلق ګوشه نشین دي او شهرت پسند خلق په سکرین دي په سوشل میډیا خو هاغه بکواسیات خوریږي چې توبه!د شپږو کالو هلک نه به یي یو لويي شی جوړ کړی وی د پښتو کتاب رساله اخبار خو څوک د ثواب په نیت هم نهء ګورې بلخوا د پښتو کتابونه مارکیټ ته داسې راروان دي څنګه چې په "پو ما"کې د ګنو ټرالۍ او ټرکونه شوکر مېلونو ته روان وي او زمیداران خواران ورته په انتظار ناست وي دغه حال زمونږ د شاعرانو هم دی چې دوکاندار د پښتو شاعرۍ کتاب ځان سره نهء اږدي خو په دې اولړ کې یوه بله ډرامه دا هم ده چې په دویم ځل چاپ او په دریم ځل چاپ که رښتیا راباندی وايي ټول پښتو ادب د مېلې څو خاصو شاعرانو نه رښتیا مداریانو یرغمال کړی دی خو د دفاع د پاره سدوم ته شین دی!پښتو بیا کاکاجی او کامل ته بقې سترګې نیولی دي او د وخت مداریانو ته وايي چې د ملا په سپکه او د شرابو په درنه به ترڅو د خلقو په سترګو کې خاوري نولئ ادب خو د خلقو د خندا د پاره نهء دی نهء پروپیګنډه ده ---بس څهء به وایم خو لوبه ټوله ګنده ده ادب هم د نوم او نمائیل د پاره کیږي په فیس بک خلقو یو غوبل جوړ کړی دی بلخوا اولس هم هغه دی چې ما مهء شمیره ورګډ یم والا قیصه ده مرۍ به دې وچه شی خو هغه د هاتې خبره ده چې ماشې يي په غوږ کې شپه تیره کړه چې سحر تلو هاتې ته وایي زهء لاړم هاتې ورته وئیل نهء دې په راتلو خبر شوم نهء په تلو زمونږ نوی کول هم د هاتې په شان دی نظم او نثر خو هسې هم وو خو اوس په کې نثرم هم میدان ته راودنګل او یو خاص ډله يي پلویان دي بلکې ځان يي بانیان هم ګڼې څنګه چې د مزکر او مونث په مینځ کې مخنث پیدا شو داسې د نظم او نثر په مینځ کې نثرم ولاړ دی او خلق یي په شا ټپه وي په تعارف او تعریف یي یو شمیر څیزونه منظر عام ته راغلل خو هغه د رحمان بابا خبره چې
هر بلبل به دې ثنا کا که تهء ګل شوی
په خپل ځان خپله ثنا څهء پکار نهء ده
د ثنا د لفظ سره ماته د آشا لفظ رایاد شو هاغه د ډاکټر اسرار خبره چې"د پښتو په دې کتابونو کې هره آشا پیښږی"ځکه خو یي سنجیده لیکوال پریلانه کړی دي څنګه چې قام ټوټې ټوټې شو داسې ژبه او ادب هم د تنزل په لور روان دی د بل په زمکه غزل لیکل خو اوس لری خبره ده صرف د یو لفظ په اضافه کولو هم پوره غزل چپه کول یو آسان طریقه واردات دی خپل نزدی ملګری به هم ستا د خیال زاړهء عطر په خپله نوي شیله کې بند کړي او بیا به یي هم ستا سپیږمو له دروړي چې څنګه دي فن پوهنه شعر پوهنه نشته صرف توک بندی ده د قافیو او ردیفونو تړل دي د فیس بک د مرکو په دې شور شغرب کې د ادبي جرګو په دې هجوم کې د یو حساس شاعر او نظریاتې ادیب احساسات به د خپل اولس په حواله څهء وي خو هم دغه څنګه چې رحمان بابا وايي
په دوکان د نابیناؤ جوهریانو
خرمهري لعل او ګوهر درې واړه یو دي