"د افغانستان نومهالي ادبیات"

د وينې اثر (ډرامه‌ګۍ)

Image Description

لیکوال:: ګل محمد بېتاب (پښتونخوا)


 

 

کردارونه


(1) مرسلين:     (د کلي سړی عمر یې تقريباً 55 کاله)

(2) درخانۍ:    (د جهانزیب  ښځه عمر یې تقريباً 20  کاله پورې)

(3) جهانزېب:    (د مرسلين ځوان زوی، عمر یې تقريباً 22 کاله    

پورې)

(4) ډاکټر:                   (د ښار يو ډاکټر عمر یې تقريباً 40 کاله پورې)

(5)  وزګاره بې بې:      (د کلي يوه مشره ښځه چې د هر چا په غم، ښادۍ  

      کې شريکه وي، عمر یې تقريباً 50 کاله دی  

      خلق ترې مشورې اخلي خو دا هر چرته او په هره  

      موقعه خپلې فایدې اخلي)

 

 لومړۍ پرده 


مرسلين ساه ساه کېږي، درخانۍ يه درخانۍ هله زر راشه۔

درخانۍ:                (په هېبت کې)  دا ولې؟ او دا په جهانزېب څه چل اوشه۔دا خو ټول په وينو سور دی، دا ولې؟

مرسلين:                 دا دلته د کلي اډې سره ايکيډنټ کې زخمي شوی دی۔ هله ته زر دا کټ راکاږه۔

درخانۍ:                ای هن دغه مخامخ کټ کې څملوئ، او دا ولې؟ دی خو جوړ بې هوشه دی۔

مرسلين:                 او، او، اوس یې ډاکټر له بوځو، ته هغه بکس نه زر پېسې راواخله۔

درخانۍ:                (په هېبت کې، هغه وزګاره بې بې نه خبروم؟

مرسلين:                 او او ورشه، او وزګاره بې بې راوله، شابه زر زر

( د قدمونو آواز درخانۍ ځئ، معمولي غوندې وقفه درخانۍ او وزګاره راځي۔) 

وزګاره:                                 دا ولې خېر خو دی کنه؟

مرسلين:                 دا جهزنزېب ايکسيډنټ کې زخمي شوی دی۔

درخانۍ:                               وزګارې بې بې دا چرته بوځو۔

وزګاره:                  ښاپېرو بابا جي له نور چرته، کتاب کې ګوري خورې کتاب کې۔

مرسلين:                 نه ، نه چرته ډاکټر ته رسول غواړي، دا اوګوره بې هوشه دی او وينه هم ترې ډېره تلې ده۔

وزګاره:                  (څه سوچ نه پس) زه خو ويم چې دا ښاپېرو بابا ښه وه خو چې تاسو خامخا ډاکټر له ځئ نو ځئ چې ځو!

 (د ګاډي د سټارټ کېدو او روانېدو اثر)

معمولي غوندي وقفه

ډاکټر:                   دا ولې ده نه خو ډېره وينه تلې ده۔

مرسلين:                 ډاکټر صېب ايکسيډنټ کې زخمي شوی دی او وينه ترې ډيره تلې ده۔

وزګاره:                  ډاکټر صېب چې سم علاج یې اوکړې۔

ډاکټر:    (څه سوچ نه پس ته) نور ټيک دی خو ده ته د وينې ضرورت دی، هلئ زر وينه ورکړئ۔

مرسلين:                 ډاکټر صېب ما کې خو وينه نشته، مزدورو خوړلی يم، خو دې وزګارې بې بي نه دغه پوکڼۍ ډکه کړه۔

وزګاره بی بی :      (ويرېدلی شان) ډاکټر صېب ما کې پردو غمونو وينه اوچه کړې ده، څه بل څه غم ورله اوکړه، خېر دی پېسې  به درکړو۔

ډاکټر:    په دې به مو ګورې ډېرې پېسې لګي۔

مرسلين:                 هر څه چې کېږي هغه به درکړو خو چې اوس مې خدای زوی روغ کړي۔

ډاکټر:    ښه ده نو مريض دې بلې کمرې ته راولئ چې وينه ورته اولګوم۔

مرسلين:                 ای بس دا دی زه یې راوچتوم، (ای هن) 

(د قدمونو اواز)

 

دویمه پرده 


دُرخانۍ:                ای هن جهانزېبه دا چائی واخله، پيالۍ مې درته ډکه کړې ده۔

جهانزېب:    

               (د فلمي ولِن غوندې انداز کې) نه څښکم دا د ګړې چائی، لرې کړه زما د مخې نه دا لوښی ګني نو اوس به یې ناګمان ته اورسوم

        (مرسلين راځي + د قدمونو اواز)

مرسلين:                 (هېبت کې) دا شور د څه دی، دا ولې؟

جهانزېب:             (طنزيه انداز کې) شور د څه دی؟ چې پلار مې نه وی کنه نو اوس به مې درته د اسمان ستوري ښودلي وی، (خندا)

مرسلين:                 جهانزېبه بچی دا په تا څه چل اوشه؟

جهانزېب:             (غصه کې) چپ شه بوډا، چپ شه، او تا ايله بيله ما له په ټول ملک کې درخانۍ کته، لاړ شه او ما له چرته زما د معيار ښځه اوګوره، اوځه۔

درخانۍ:                (ژړغونې شان) جهانزېبه دا په تا څه  چل اوشول؟

جهانزېب:             (په تېزه خندا) په ما څه چل اوشه په ما باندې ژړا او کړيکې ښې لګي چغې اووهه، کړيکې اووهه چې دا زړه مې ښه شي۔ (خندا)

مرسلين:                 دا ته څه وایې بچی۔

جهانزېب:             (غصه کې) چپ شه بوډا، چپ

مرسلين:                 هله درخانۍ ته ورشه او وزګاره بې بې راوله۔

درخانۍ:                دا دی لاړم، اوس به یې راولم۔

جهانزېب:             (غصه کې) او وزګاره راولئ چې د هغې نه هم دا پوزه پرې کړم، 

(معمولي غوندې وقفه درخانۍ او وزګاره راځي)

وزګاره:                  دا ولې؟

جهانزېب:             (غصه کې) زه به تا ژوندۍ پرې نه ږدم، زه به ستا نه د ټول کلي د ظلمونو بدل اخلم۔

مرسلين:                 جهانزېبه بچی چپ شه، دا څه وایې۔

جهانزېب:             (غصه کې) زه درته ويم ته چپ شه بوډا، ګني نو دا څټ درله ماتوم،

مرسلين:                 وزګارې بې بې څه اوکړو؟

وزګاره:                  ځئ چې هغه ډاکټر له لاړ شو۔

(د ګاډي د سټارټ کيدو او روانېدو اثر معمولي غوندې وقفه)

ډاکټر:    اوس مريض څنګه دی، ښه غوندې ښکاري، زما علاج جوړ کامياب شه۔

جهانزېب:             (په تېزه خندا) مريض څنګه دی هن، خپل خېر غواړه غوږو۔ راکړه زما قلنګ ډېر خلق دې لوټلي دي۔

ډاکټر:                   دا خو پاګل، لېونی ښکاري

مرسلين:                 نه ، نه ډاکټر صېب دغه وينې سره پرې دا چل اوشه۔

ډاکټر:     ( څه فکر کوي ) او، او راياد شو، دا دلته هغه ورځ يو فلمي ولِن چا له وينه ورکړې وه دا د هغې وينې اثرات دي۔

وزګاره:                  ډاکټر صېب دغه وينه ترې لرې کوه ګني نو ټول کلی به اووژني۔

ډاکټر:    بې غمه اوسئ، مريض څملوئ چې نور څه غم یې اوکړو۔

مرسلين:                 خو چې دا ځل ورته سمه وينه اولګوې۔

ډاکټر:    ښه، ښه پوی شوم۔

 

درېیمه پرده 


جهانزېب:             (ځان سره ترنم کې) کله به زه ستا د غاړې هار شم،

 تا نه زه قربان شم تا نه ځار شم۔

 

درخانۍ:                (خندا کې شان) شکر دی چې هغه ګډې وډې دې پرېښودې۔

جهانزېب:             ړوند شومه په سترګو بينا بينا باندې، 

تېروتمه ځکه خو په تا تا باندې

هغوي د کوره بهر خوښ وي 

چې اوړېدلي په بلا بلا باندې

مياشت پرې تر نيمې نه رسېږي

تندر راپرېوځه په  تنخوا ´ تنخوا باندې

 

(د قدمونو اواز مرسلين راځي)

مرسلين:                 دا بيا پرې څه چل اوشه؟

جهانزېب:             ژامنې  دې دواړه مصنوعي دي

 ښکته غورزېږي په خندا خندا باندې

 

مرسلين:                 هله درخانۍ وزګاره راوله۔

( د قدمونو اواز درخانۍ ځي، معمولي غوندې وقفه وزګاره راځي)

وزګاره:                  (حېرانۍ کې) دا بيا څه قيصه ده؟

جهانزېب:             

چې د زړو په ګېډه دړد شي

اکثر رغېږي په  حلوا حلوا باندې

 

وزګاره:                  يره څه حقيقت دې اووې۔

درخانۍ:                وزګارې بې بې څه چل اوکړو۔

وزګاره:                  څه چل اوکړئ، خو حلوا پخه کړئ او شعرونه اورئ نو۔

درخانۍ:                وزګارې بې بې حلوا به بېشکه پخه کړم خو شعرونه نشو اورېدی دا یې د وختي راسې پنځوسم غزل شه، پوره پنځوسم، مازغه مو شلېږي۔

وزګاره:                  زما خيال دی چرته د دريابي شاعر وينه ورته لګېدلې ده۔

مرسلين:                 خبرې پرېږدئ خو ځئ چې ډاکټر له ځو۔

(د ګاډي د سټارټ کيدو او روانېدو اثر معمولي غوندې وقفه)

ډاکټر:    دا بيا مو څله راوستو۔

مرسلين:                 دا به اوس ته خپله اووينې۔

جهانزېب:             اوس هم لا ځوانه ښځه غواړې

پخپله ګرځې په همسا، همسا باندې

 

وزګاره:                  ډاکټر صېب دا ځل ورته داسې د کمزورې غوندې سړي وينه اولګوه۔

مرسلين:                 او کنه ډاکټر صېب ډېر تنګ شو۔

ډاکټر:    (څه سوچ نه پس) او، او بس دا به ښه وي مريض دېخوا راولئ۔

 

څلرمه پرده 


جهانزېب:             (د کلاسيکل موسيقۍ په طرز) سا۔ ۔ ۔ ری، ګا، ما، پا، داني، سا۔ تر څه وخته لګيا وي۔

درخانۍ:                (حېرانۍ کې) دا لا په دې سړي څه چل اوشه۔

مرسلين:                 جهانزېبه بچی هوش کې راشه۔

جهانزېب:             جهانزېب نه جهانزېب استاذ وايه، دې راګ کې یا تان سين کار کړی دی او پاما۔ ساری ګاما۔ ۔ پا۔ ني۔ سا۔

 مرسلين:                (غصه کې) بس کړه، هسې به راباندې هغه تان سين ته هم ګډې وډې اووایې۔

جهانزېب:             خيال کوه ګوری هغه زما روحاني استاذ دی۔ او څومره خوند دی  پکې واه، واه۔ 

( د قدمونو اواز وزګاره راځي)

وزګاره:                  هلکه جهانزېب دا څه غړ غرې کوې هن۔

جهانزېب:             (طنزيه انداز کې) دا غړ غړې دي او که سرګم، (ساری ګا ما پا دا ني سا)

وزګاره:                  خاموش، خاموش

جهانزېب:             وزګارې بې بې اکبر بادشاه به په داسې راګونو خلقو له لوی لوی جاګیرونه او  انعامونه ورکول۔

وزګاره:                  والله که زه خو درله پرې اتانيز هم درکړم، بس کړه خواره ته خو سم مړزان الوځوې۔

مرسلين:                 او، او بس غلې  شه۔ راګ به رانه ګډ وډ شي ۔ 

جهانزېب:             ما مه غلی کوئ ګني نو هغه راګ به شروع کړم چې د هغې نه به اور بل شي  او  ټول به پکې لمبه شئ۔

درخانۍ:                خدايه خېر۔

مرسلين:                 ځئ چې بيا ډاکټر له ځو۔

(د ګاډي د سټارټ کېدو او روانېدو اثر معمولي غوندې وقفه)

ډاکټر:    ولې بيا پرې څه چل اوشه؟

وزګاره:                  (طنزيه) څه شل شوی دی هن ته یې خپله واوره۔

جهانزېب:             (ساری ۔ ګا  ۔ ما  ۔ پا  ۔ دا ني ۔  سا)

مرسلين:                 (غصه کې) دغه شی دی نو۔

ډاکټر:    (هېبت کې) هله زر یې راولئ که دا اوازونه نورو مريضانو واورېدل نو ټول به اوتښتي۔ هله زر کوئ، زر۔

 

پینځمه پرده 


جهانزيب:             (د هيجړاګانو مخصوص انداز کې) درخانۍ وه درخانۍ دا چرته ورکه شوې، تا ته ويم کنه۔

درخانۍ:                               (حېرانۍ کې) جهانزېبه  ولې؟  او ستا په دې آواز څه چل اوشه۔

جهانزېب:             جهانزېب نه جهانزېبۍ وايه، جهانزېبۍ، ته راوړه هغه سرخي پوډر چې لږ ځان خو سمبال کړم۔

درخانۍ:                (پرېشانۍ کې) ای سړيه دا په تا څه چل اوشه۔

جهانزېب:             ولې په ما څه چل شوی دی سم دم يم، هغه ښادۍ هم ملک کې ورکې شوې چې ورغلی وی ته اولګوه دا د ساز کېسټ چې لږ ورزش مې اوشي۔

(د ګډا ساز او ورسره د جهانزېب د ګډا اثر+ د قدمونو اواز مرسلين راځي)

مرسلين:                 (هېبت کې) هلکه جهانزېبه دا څه تماشه ده۔

جهانزېب:             بابا جي جهانزېب نه جهانزېبۍ وايه، جهانزېبۍ۔

درخانۍ:                بابا جي بس خو چې د خوبه راپاڅېدو نو آواز یې هم بدل شه او خبرې یې هم۔

(د قدمونو اواز وزګاره راځي)

وزګاره:                  اوس جهانزېب څنګه دی؟

جهانزېب:             جهانزېب نه جهانزېبۍ وايه، وزګارې بې بې چرته ښادي نشته چې دواړه ورشو۔

وزګاره:                  ولې نه، ولې نه، خو ګوری چې ما هېره نه کړې، ايله به مزې اوکړو۔

مرسلين:                 (غصه کې) مونږ په څه يُو، او ته په څه یې وزګارې بې بې۔

درخانۍ:                (هېبت کې) هلئ د خدای په خاطر سړی ډاکټر له رسوئ۔

(د ګاډي د سټارټ کېدو او روانېدو اثر)

ډاکټر :     { حیرانۍ کې } بیا په جهانزیب څه چل  اوشو ۔ 

جهانزیب :            (طنزيه انداز کې ) جهانزېب نه اسمان، جهانزېبۍ وايه، جهانزېبۍ ۔  او ولې ډاکټر صېب تاسو کې ښادي ده څه؟

وزګاره:                  د دوي خو هر وخت ښادي وي۔

مرسلين:                 (طنزيه) او ، او دا ډلې ډلې بيماران چې دوي ويني نو هم دغه د دوي بنياد وي۔

ډاکټر:    (پرېشانۍ کې) نو زه څه اوکړم؟

مرسلين:                 (غصه کې شان)  په پنډونو روپۍ دې رانه واخستې او ته څه اوکړې هن؟

ډاکټر:    بس د دې مسئلې حل دا دی چې خپله وينه ورکړئ۔

وزګاره:                  نو تا له خو مونږ د هرې وينې باقاعده پېسې درکوو۔

ډاکټر:    (طنزيه) نو زه خو هم ورته باقاعده  وینه لګوم خو د هغې اثرات ستاسو نه خوښېږي نو تاسو  دوارو کې يو تن څملئ چې وينه درنه اوباسم او ده ته ې اولګوم ۔ 

مرسلين:                 ډاکټر صېب ما کې خو يو څاڅکی هم نشته، دې وزګارې بې بې نه یې اوباسه۔

وزګاره:                  (ويرېدلې شان) هغه خو ټيک ده خو زما د وينې اثرات به ورته نور ډېر مشکلات پېدا کړي۔

مرسلين:                 بس بيا یې پرېږده۔

ډاکټر:    نو بيا زه څه اوکړم۔

وزګاره:                  ډاکټر صېب دې خپله وينه ورکړي۔

ډاکټر:    (ويرېدلی شان) ځه ، څه زه ولې وينه ورکړم۔

مرسلين:                 او، او يو خو به مو دا پېسې راسر شي او که د ډاکټرۍ اثرات پکې پېدا شول نو کلي کې به خلقو علاج هم کوي۔

ډاکټر:    (ويرېدلی غوندې) نو داسې خو که مونږ مريضانو له وينې ورکوو نو دا خو به ډېره ګرانه شي۔ بل څه غم به درله اوکړم۔

وزګاره:                  (غصه کې) خلاصېدی رانه چرته شې، څمله دې کټ کې او واچوه دې خپل لاس ته دې دا ډراپ ګني نو زه یې درله دې ګېډې ته اچوم۔

ډاکټر:    (ويرېدلی شان) ته اودرېږه زه د دې بلې کمرې نه هغه بل ډراپ راوړم۔

 ( د قدمونو اواز ډاکټر ځي معمولي غوندې وقفه) 

وزګاره:                  (په هېبت کې) هله ډاکټر خو اوتښتېدو، هغه دی اوګوره منډې وهي، خدای به دې په ګوتو رانکړي چې يو څاڅکی وينه هم درکې پرې نه ږدم۔

مرسلين:                 راځئي چې را ویې نيسو۔

جهانزېب:             تښتي به رانه چرته، ما ته هم جهازېبۍ وايي، جهانزېبۍ، والله که رانه د مور په غېږه کې هم خلاص شي۔


پای