د باز خاطرې

لیکوال:: بازمحمد عابد
افغان ادبي بهير څنګه رامنځته شو؟
موږ څنگه يو بل پيدا کړل؟
څنگه مو بهير جوړ کړ او له کومو پړاوونو څخه را تېر شوو؟
د ١٩٩٢ ز کال خبره ده چې پېښور کې د وحدت ورځپانې په لوستو روږدی شوی وم. تر هر څه د مخه به مې په کې ادبي پاڼه کتله او کله نا کله به مې مات گوډ شعر هم ليکه. په ورځپاڼه کې به مې چې د کومو يارانو شعرونه لوستل نو دې خبرې ته به مې غړي وتخنېدل چې زما شعرونه دې هم په ورځپاڼو او مجلو کې چاپ شي. دوه درې ځلې د وحدت ورځپانې دفتر ته ورغلی وم، غزلې مې ورکړې وې او چاپ کړې يې هم وې. د ادبي پاڼې چلوونکی پريشان داودزی و. یوه روځ راته هغه وويل چې په همدې خيبر بازار کې د زيارت (پنجشنبې) په ورځ د ((ساهو ليکوونکيو مرکه)) اونيزې غونډې لري، دلته راځه، له شاعرانو سره به هم وپېژنې او تنقيدي بحثونو سره به هم اشنا شې.
په لومړي ځل چې مرکې ته ورغلم نو د پېښور د سيمې مشهور ليکوال او شاعران مې لکه مرحوم قلندر مومند، سيف الرحمن سليم، رحمت شاه سایل، اکرام الله گران، اباسين يوسفزی، مشتاق مجروح، زبېر حسرت، حنيف خليل، میا فاروق فراق او.... وپېژندل. له نېکه مرغه په همدې غونډه کې مې استاد محمد آصف صميم هم په لومړي ځل وليد او پېژندګلو مو سره وشوه. د استاد له ليکنو سره مې له ډېر وخته آشنايي لرله.
غونډه کې حنيف خليل د يوې بلې غونډې بلنه راکړه چې (( پيښور پښتو ادبي جرگه )) نومېده او د پېښور په سپينه وړۍ کې يې مياشتينۍ غونډې کولی.
د پيښور ياران خو مې د وحدت ورځپاڼې او پريشان داودزي له برکته وپېژندل، خو د افغان ليکوالو او شاعرانو له نومونو سره د سپېدې، قلم، خپلواکۍ مجلو او وفا جرېدې له لارې بلد وم. د استاد شاعر پسرلي، پير محمد کاروان، نورالحبيب نثار، امان الله نصرت، عبدالمتين تسکين، ارواښاد برکت الله کمين، شعرونه، د مرحوم استاد حکيم تڼيوال، استاد حبيب الله رفيع، استاد محمد آصف صميم کره او په تول پوره مقالې، د استاد شپون، زرين انځور، اسد الله غضنفر، ايمل پسرلي، اجمل پسرلي او نورو لنډې کيسې او نقدونه مې په پورته يادو شويو مجلو کې لوستې او خوند به مې ترې اخيسته.
تر دې دمه ما يوازې استاد آصف صميم او نورالحبيب نثار سره ليده کاته کړي وو او نور مې يو هم نه و ليدلی، خو تل مې د دوی د خپلوۍ احساس کړی و او تل مې دا هيله لرلې وه چې کاش دې ښاغليو سره له نېږدې نه وپېژنم.
خدای (ج) کول چې يو ماسپښين نورالحبيب نثار، په پېښور صدر بازار کې زما د سگريټ خرڅولو د کراچۍ تر څنگه تېرېده، غږ مې پرې وکړ، له روغبړ وروسته مې د نثار صاحب ترخ ته پام شو چې يو کتاب يې په کې نيولی و. له مخې سره مې لاس وروغځاوه او کتاب مې راواخيست. څنگه مې د کتاب نوم باندې سترگې ولګېدې «له ماښامه تر ماښامه» نو خدای شته وغوړېدم، نثار صاحب ته مې وويل چې کاروان صاحب زما د خوښې شاعر دی دا کتاب يې ماته راکړه، خو هغه وخت ماته دا پته نه وه چې د نثار صاحب نه کتاب اخيستل دا مانا لري لکه د ملا له کوره چې خيرات راووځي. هغه راته وويل چې له مانه يې مه اخله، يو خو يې ماته ډالۍ کړی دی او بل ورشه کاروان صاحب د وفا په دفتر کی دی، ورسره به وپېژنې هم او کتاب به هم درکړي. بس له نثار صاحب نه مې د وفا جرېدې دفتر پته واخيسته او د بورډ تاکال مزدا ته وختم. په مزدا کې د استاد محمد آصف صميم صاحب سره مخ شوم، هغه ته مې هم وويل چې د کاروان صاحب ليدو ته ورځم خو تر اوسه موږ يو بل سره نه دي ليدلي، صميم صاحب وويل، کاش چې ما په بورډ کې چا سره وعده نه وه کړې، زه به هم درسره تللی وم، خو ځه خير دا زما خط کاروان صاحب ته ورکړه. په خط کې يې له سلامه پس ليکلي وو چې کاروان صاحب! عابد خو به لږ و ډېر تاسو هم پيژندلی وي، خو زما برخه يې هم وپيژنئ.
د صميم صاحب په خبرو لا موړ شوی نه وم چې ټاون تم ځای راوسېد او نېغ د وفا جريدې دفتر ته ورغلم. هلته مې په دروازه کې د دفتر له يوه همکار نه چې ارین نومېده، د کاروان صاحب پوښتنه وکړه. هغه زما د نوم تپوس وکړ او په حويلۍ ننوت، چې بېرته راغی زه يې له ځان سره د کاروان صاحب دفتر ته وروستم. د کاروان صاحب عکسونه مې په مجلو کې ليدلي وو، دې خبرې ته حاجت پيدا نه شو چې د دفتر ملازم راته ووايي چې دا کاروان صاحب دی. بس له مخې مې گامونه چابک کړ او ورترغاړې وتم. کاروان صاحب ته مې وويل چې زه عابد نومېږم او ستا د شعرونو سخت مينه وال يم او د همدې مينې په اساس دا دی راغلم چې له نېږدې نه دې ووينم. له کاروان صاحب سره په دفتر کې يو بل ځوان هم د کمپيوټر تر شاه ناست و. هغه راته کاروان صاحب راوپېژندو، ويل يې دا ظاهر بابري دی.
کاروان صاحب سم له واره له مانه پوښتنه وکړه چې يوازې شعر خوښوم او که شاعر هم یم؟
ما ورته ويلي وو چې بس پوزه مې توره کړې ده.
کاروان صاحب رانه د شعر ویلو غوښتنه وکړه، ما هم په يوه غزل ورته پيل وکړ او چې څنگه مې دویم بيت ورته ووايه، کاروان صاحب ډېر خوښ کړ.
هغه بیت دا و:
زما خټې تمنا د ميکدې د جام لرله
خو کوزه يې د جومات کړم په لمسون کلال د چاو؟
کاروان صاحب واه واه وویل، نور شعر ته یې غوږ کېنښود او راته کړه چې ستاسې ډېرنوموتي پيښوريان شاعران دلته راځي، خو ايماني درته وايم چې تر ډېرو يې ستا شعر قوي دی.
زه کاروان صاحب ته موسک شوم او ورته مې وويل، زه خو د ننگرهار يم. له دې خبرې سره کاروان صاحب وغوړېدو له چوکۍ يو ځل بيا را پورته شو او کلک يې په غيږ کې ونيولم. ما هم د کاروان صاحب له مينې من ، من غوښه واخيسته، هغه سم له واره د خپلو کتابونو گيډۍ ته لاس کړ، يو کتاب يې ترې نه راواخيست او راته يې پرې وليکل:
گران خوږ ژبي او غزلبول شاعر بازمحمد عابد ته په دې هیله چې روح يې د تږو زړونو له پاره د ميکدې جام شي، نه د ريا د زهد کوزه.
له کاروان صاحب سره په خبرو کې په دې پوه نه شوم چې څنگه راباندې ماښام شو. اجازه مې ترې واخيسته. په سبا يې د پيښور پښتو ادبي جرگې غونډه وه، سپينې وړۍ ته ورغلم، هلته مې استاد حبيب الله رفيع سره وليدل او سره ومو وپېژندل. په دې ورځ ډاکټر اقبال نسيم خټک د غونډې مشري کوله او يوه ښايستوکي ځوان چې تازه تازه يې ږيره بريت راغلي وو، د قلندر او ميرا په تلپاتې فلکلوريک داستان او مينې يې يوه څېړنیزه مقاله کره کتنې ته وړاندې کوله. ما چې کله د ځوان جرائت وليد، خدای شته گوته په غاښ شوم، حنيف خليل نه مې پوښتنه وکړه چې دا ځوان څوک دی؟ هغه راته وويل چې غونډه خلاصه شوه پېژندگلو به دې ورسره وکړم. کله چې غونډه خلاصه شوه، حنيف خليل له لاسه ونيولم او غږ يې کړ چې سالک صاحب دا عابد دی. ستاسې د جلال آباد دی، سالک راتر غاړې وت او په لومړي ملاقات کې دومره سره خواږه شوو لکه کلونه، کلونه وړاندې چې مو سره پېژندل.
سالک صاحب ته مې د کاروان صاحب نه وويل چې بايد په گډه ورسره وگورو. بله ورځ سالک، حنيف خليل او زه د کاروان صاحب ليدو ته ورغلو او وعده مو ترې واخيسته چې صدر بازار ته به راځي او هلته به بنډار جوړوو.
بله ورځ له ژمنې سره سم ټول ياران د نثار صاحب په شمول زما کار ځای ته راغلل او د چايو په يوه زاړه هوټل کې کيناستو او په ادبي بحثونو او شعرونو ويلو مې وخت تېر کړ. د هوټل مالک هم شعري ذوق لاره. بس هره ورځ به په همدې هوټل کې سره راټولېدو او په معاصر ادب به مو خپل نظرونه سره شریکول. په دې دوران کې سید شاه سعود، راشد خټک او کلیوال خټک هم زموږ د واړه بهیر غړي وو. کله کله به سایل صاحب او صاحب شاه صابر هم واړه بهیر ته راتلل. تر دې چې په فی البديهه مشاعرو مو پيل وکړ او دا مشاعرې به مو بيا په وحدت ورځپاڼه کې خپرولې. څو مشاعرې چې مو سر په سر خپرې کړې، نو د پيښور په شاو خوا سيمو کې نورو شاعرانو هم زموږ شيوه خپله کړه او د هغوی مشاعرې به هم په ورځپاڼه کې خپرېدې او وضاحت به يې پرې ليکلی و چې دا سوژه موږ د کاروان صاحب دوی نه اخيستې ده. دولس ديارلس مشاعرې به مو خپرې کړې وې. دا داسې وخت و چې کله ناکله به موږ يوه غرمه نيمه په استاد پسرلي اړوله، يوه غرمه چې ساهو مرحوم موږ ټول ياران د غرمې ډوډۍ ته بللي وو، نو هلته تر موږ دمخه استاد مجاور احمد زيار، استاد حبيب الله رفيع او استاد محمد آصف صميم هم موجود وو، دوی موږ ته مشوره راکړه چې خپل شعري قوت په فې البديهه مشاعرو صرف نه کړو او د يوې منظمې غونډې د جوړېدو په هڅه کې شوو. دا نو داسې وخت دی چې په پېښور کې د تنظیمونو بازار مخ په سړېدو و او په هيواد کې د قدرت پر سر په جنگ او يا هم په چور او تالان اخته وو. په پېښور کې يې فعاليتونه د نشت برابر وو او هيڅ داسې ادبي ټولنه نه وه چې افغانان شاعران
دې په کې خپله ادبي تنده خړوبه کړي. کله کله به د قلندر صاحب مرکې ته په گډه سره تلوو.
خو خپله ټولنه مو نه لرله.
څه د مشرانومشورې وې او څه موږ د قلندر مومند مرحوم نه په دې خبره خپه وو چې هغه په يوه اخبار کې په يو کالم کې ليکلي وو:
ـ په پاکستان کې ټوله بد امني، راهزني، او معاشرتي بداخلاقي د افغانانو له وجې زياتې شوي دي. موږ دا خبره د مرحوم قلندر مومند صاحب سره ياده کړه چې ډېر افغان شته چې تاسې ته او ستاسې هنر ته احترام لري، چې د هغو له جملې نه موږ هم يوو. خو هغه وويل چې دا يې زما په کالم کې تشبث کړی دی او زه به د دې خبرې ترديد کوم.
موږ پوره دوه اونۍ وار وکړ او چې قلندر مومند مرحوم ترديد ونه کړ، موږ له مرکې سره بايکاټ اعلان کړ او د پيښور په صدر بازار کې چې د پيرمحمد کاروان کوټه وه، هلته مو يوه بې نومه مقدماتي غونډه وکړه چې د پسرلي صاحب « ماته شپيلۍ» تازه له چاپه راوتلې وه او د تبرک له پاره مو وغږوله. په دې کره کتنه کې نورالحبيب نثار، پير محمد کاروان، پريشان داودزی، حنيف خليل، مصطفی سالک او ما برخه لرله. گزارش يې نورالحبيب نثار د افغان ادبي بهير د گزارشونو په لومړي ټوک کې چاپ کړی دی.
دقيقه نيټه خو يې راته نه ده مالومه خو د ١٩٩٤ز کال د جولايي مياشت وه خو د نثار صاحب په کتاب
کې يې دقيقه نيټه هم شته دی.
له دې غونډې پوره يوه اوونۍ وروسته استاد محمد اسماعيل يون د هیلې مجلې له خوا په پيښور پريس کلب کې د لوی پښتون محمد گل خان مومند يو لوی سيمينار جوړ کړی و چې د کوزې او برې پښتونخوا مشهور شاعران او ليکوال يې ورته بللی وو. کله چې دا غونډه پای ته ورسېده، نو مازيگر مهال چې موږ د څو تنو مشرانو سره يو ځای مرحوم امان الله ساهو د کاروان صاحب کوټې ته په موټر کې راورسولو. په دې ډله کې استاد پسرلی، استاد حبيب الله رفيع، استاد مجاور احمد زيار، استاد آصف صميم، استاد اسماعيل يون، پير محمد کاروان، استاد لعل پاچا ازمون، محمد هاشم غمشريک، حنيف خليل، مصطفی سالک، نورالحبيب نثار، مرحوم امان الله ساهواو راقم الحروف وو. بس له دغې ورځې مو اول د افغان
ادبي کاروان په نوم چې دا نوم کاروان صاحب خوښ نه کړ او د کاروان نوم یې په بهير واړوه، بیناد کېښودل شو. د بهير مشر محترم پسرلی صاحب وټاکل شو او مرستيالان یې پيرمحمد کاروان او حنيف خليل وټاکل شول. د بهير منشې نورالحبيب نثار او مرستيال يې مصطفی سالک وټاکل شول. همدا رنگه د بهير وياند امان الله ساهو او د مالي چارو مسوول يې زه وټاکل شوم. پورته ياد شوي ښاغلي ټول د بهير بنسټگر ونومول شول. په دې لومړۍ غونډه کې پرېکړه وشوه چې د بهير غونډې به اونيزې وي او پسرلي صاحب په ميلمه ځای کې به ترسره کيږي.
څلور پنځه غونډې مو چې د پسرلي په ميلمه ځای کې وکړې نو بهیر ياران مخ په زياتېدو شول او د پسرلي صاحب مېلمه ځای ورته ناکافي شو. د پريشان داودزي په مرسته مو د پيښور په خيبر بازار کې د اردو ساينس بورډ لائبريري د غونډو له پاره وغوښته په دې لایبرېري کې د ساهو ليکوونکيو مرکې هم خپلې غونډې کولې. موږ هم خپلې اونيزې غونډې په اردو ساينس بورډ کې پيل کړې. دلته زموږ غونډې په ښه درز کې روانې وې. زموږ د غونډو طرزالعمل داسې و چې اول به مو د تېرې غونډې گزارش د نقد له پاره وړاندې کولو، بيا به مو هغه موضوع چې له مخه انتخاب شوې وه د نقد له پاره وړاندې کوله او په اخره کې به مو آزاده مشاعره کوله. هاغه وخت نثار صاحب د افغان ادبي بهير د غونډو گزارشونه ليکل، امان الله ساهود ستيج چارې مخ ته بېولې او ما به په کې د چايو پيالې په مشرانو او يارانو ويشلې. په غونډه کې به د برې پښتونخوا له ليکوالو او شاعرانو پرته د کوزې پښتونخوا هغو هم گډون کاوه. اروا ښاد الهام صاحب هم په پيښور کې و او د هغه له پرېکنده او رغنده نظرونو به مستفيد کېدو. کله ناکله چې به شپون صاحب پېښور ته راپيښه وکړه، هغه به هم بهير ته راته او خپل عالي نظريات به يې څرگندول. دلته زموږ غونډو تر ډېره دوام ونه کړ، څو مياشتې چې تېرې شوې، نو د پيښور صدر بازار په ودود سنز کې يوه زورداره چاودنه وشوه چې ډېره تباهي يې رامنځته کړې وه. د پاکستان حکومت د افغانستان د هغه وخت په حکومت چې استاد رباني يې صدر و، تور ولگاوه او بله ورځ چې موږ اردو ساينس بورډ ته د غونډې لپاره ورغلوو، نو په دروازه يې راته ليکلي وو:
د افغان ادبي بهير له درنو گډونوالو څخه هيله کيږي چې نور د غونډې د اجرا په خاطر اردو ساينس بورډ ته رانه شي.
له دغه ځايه نو زموږ بهير د افغانانو د ژوند په څېر کډه په سر شو، څه موده مو د بهير غونډې په ټپه ودرېدلې. دلته د يوې خبرې سپيناوی بايد وکړم چې موږ به په اوونې کې پینځه ورځې لازمي د صدر په هغه زاړه د چايو هوټل کې راټولېدو او په دې ناستو ته مو د واړه بهير نوم ايښی و. دلته نه به مو د بهير له پاره د ځای ځايگي د پيدا کولو هڅې هم کولې. تر دې چې دې وړوکي بهير ته دومره ډېرو يارانو مخه وکړه چې نېږدې وو چې د بهير غونډې مو په همدې د چايو په هوټل کې په رسمي ډول پيل کړې وې. دلته چې موږ راټوليدو نو اوه اته کسان داسې هم زموږ خواته راتلل چې سواد يې نه لرلو، خو د شعرونو اورېدو او د يارانو له خبرو نه يې خوند اخيستو او تر هغې به ناست وو، څو چې به موږ هلته وو. کله نه کله به زموږ يار سندرغاړی انجنير ايشان مومند چې اوس په امريکا کې مېشت دی، هم راته. هغه چې زموږ په ستونزه پوه شو، نو له واره يې وويل چې زما د موسيقۍ په دفتر کې هم تاسې خپلې غونډې کولای شئ.
وايي چې ړوند له خدايه څه غواړي، ورسره مو ومنله او بله ورځ مو پسرلی صاحب هم له ځانه سره کړو او په جهانگير آباد کې د ايشان مومند د موسيقۍ دفتر ته وختوو او په غونډه مو پيل وکړ. دا ځل نو د بهير په وروستي پېر کې يوه پارچه موسيقي هم مله شوه چې ايشان مومند به په خواږه اواز راته غزلې اورولې. دلته چې مو څلور پنځه غونډې وکړې، دا ځای هم تنگ شو، کله چې موږ وپوهېدو چې زموږ غونډې نور د ايشان مومند په ځای کې نه شي کېدای، نو نثار صاحب د ډاکټر نصير کاموال سره کوم چيرته ليدلي وو او د بهير د ځای د نشتوالي يې ورته ويلي وو.
هغه ورته ويلي وو چې ماسره ښه پراخه حويلۍ په شاهين ټاون کې شته چې د شاه دوشمشيره ليسه ده او د يکشنبې په ورځ بيخي وزگاره وي. بس خپلې غونډې مو دلته پيل کړې. له دغه ځايه د افغان ادبي بهير يو زرين دور پیلېږي. دلته موږ ډېر زيات ياران وموندل. هرې غونډې ته به تر سلو زيات شاعران،
ليکوالان او د ادب مينه وال راتلل.
او تر هغې چې موږ دلته خپلې غونډې کولې، نو پينځه شپږ سوه بهيروال مو موندلي وو. دلته چې به د افغان پوهنتون، يا له دعوت الجهاد له پوهنتون څخه د ادبياتو شاگردان راتلل، دوی به اعتراف کولو چې په پوهنتون کې يې دومره څه په دوه يا درې کلونو کې نه دي زده کړي لکه چې په بهير کې يې په دوه درې مياشتو کې زده کړل. په دې وخت کې ما د بهير گزارشونه ليکل او امان لله ساهو به د ستيج چارې پرمخ بېولې، د يادونې وړ ده چې کله نثار صاحب گزارش ليکل سالک صاحب ته پريښودل. سالک صاحب هم څو مياشتې د بهير گزارشونه وليکل چې اوس ورسره ناچاپ پراته دي او نثار صاحب خو د بهير د گزارشونو يو کتاب هم خپور کړی دی. کله چې به امان الله ساهو وياندي کوله زه به يې له ځان سره د مرستيال په توگه هم ساتلم، مثلاً که بهير ته به څوک نا آشنا راغلل او په لست کې به يې د نوم ليکلو اړتيا وه نو دا لست به يې په ما جوړاوه، همدا رنگه د مشاعرې برخه به يې ما ته پرېښوده چې زه يې د ستج چارې سر ته ورسوم او داسې نور.
خو يوه ورځ مرحوم ساهو په ستيج ودرېد او ويې ويل:
ورونو زه د دوه درې مياشتو له پاره په يو سفر ځم، تر هغې چې زه بېرته راځم د ستېج چارې به عابد پر مخ بيايي.
بس دا خبره څه وه چې دوه ورځې پس د ساهو د مرگ اواز د پيښور ښار په گوډ گوډ کې خپور شو. هغه ځواني مرگ د خپلې کورنۍ سره د سوات بحرين ته د دوه درې مياشتو د تېرولو په خاطر تللی و خو يوه شپه يې هم نصيب نه شوه او د زړه د حملې له امله په حق ورسېده. بس د بهير ستېج يې ماته پريښی و. د گزارش ليکلو له پاره اول صمد مومند او چې د هغه له وسه پوره نه شو نو بيا يې عنايت ساپي ته وسپاره. داسې مو د بهير غونډې د څلورنيمو کلونو له پاره د شاه دوشمشيره په ليسه کې وکړې. دلته هم يوه ستونزه را پيدا شوه. د هيواد د خپلواکۍ خدای خبر څومه کليزه وه چې موږ په ډېر شوق سره نمانځله، د مکتب د چارواکو نه يوه رامخته شو او ويې ويل چې دا يو مکتب دی او مکتب کې بايد سياست ونه شي. رفيع صاحب د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت خبرې کولې چې مزاحمت رامنځ ته شو. او غونډه مو په نيمايي کې پرېښوده او په هماغه شاهين ټاون کې مو د چلينجر انگليسي او کمپيوټر کورس ځای کې خپلې غونډې پيل کړې او تر هغې چې د په افغانستان کې طالبانو واکمني وه، موږ په چلنجر کورس کې خپلې غونډې په ډېر شوق او ذوق سره کولې.
زموږ په غونډو کې د روايتي او تنقيدي غونډو پرته د کتابونو مخکتنې، سيمينارونه، د خپلو مشرانو کليزې، د ملې ورځو نمانځنه او د هيواد په حريم د تېريو غندنه هم شامله وه.
د ٢٠٠٢ع کال په سپتمبر کې چې موږ کابل ته راوکوچيدو نو دلته مو د بهير غونډې پيل کړې.
يوه خبره بايد سپينه کړم چې بهير نه په پيښور او نه هم په کابل کې د سياسي او يا هم د چا د شخصي غرضونو ښکار شوی، نه يې په فنډ پسې منډې وهلي او نه يې له چا مرستې غوښتي دي، که غوښتې يې دي د خپلو فرهنگي يارانو څخه يې غوښتي او يا يې خپله خدای وس چنده کړې ده او بهير يې تر یو ځايه رسولی دی.
تر دې چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال چې ملا اميرخان متقي د اطلاعاتو او کلتور وزير و، نو بهير ته يې يو پلاوی راليږلی و چې دا پلاوی لومړي بهير ته راغلو يو کس يې په بهير کې د خپلو خبرو په دوران کې وويل چې د بهير پینځه تنه سرکرده گان سبا ته قونسلگرۍ ته دعوت ياست. پسرلی صاحب ورپورته شو او ويې ويل چې بهير سرکرده گان نه لري، که دا گرد سره دعوت کولای شې، ښه ده. که نه موږ پينځه کسه نه يوو. هغه کس خپله خبره داسې ترميم کړه چې تاسې ټول دعوت ياست، تاسې ته به د ملا اميرخان متقي پيغام اورول کيږي، ستاسې موافقه به حاصلوو او تاسې به هلته مشاعره کوئ او چکې به هم آزادي وي.
په سبا يې چې موږ د قونسلگرۍ په لور وخوځېدو، د پسرلي صاحب په شمول نثار صاحب هم له موږ سره په ډله کې و. کله چې قونسلگرۍ ته ننوتو نو پاکستاني پوليسو زموږ جيبونه لټول، چې په نثار صاحب دا عمل ښه ونه لګېده قونسلگرۍ ته د تلو نه يې بايکاټ وکړ. يو تن موږ ته د متقي صاحب پيغام اورولو چې ځينې مهم ټکي يې دلته رانقلوم:
ـ بهير به په پيښور کې يوه حويلۍ ولري.
ـ بهير به يوه مياشتينۍ خپرونه ولري.
ـ بهير به په پيښور کې د افغاني ادب او فرهنگ نماينده گي کوي.
ـ په دې نماينده گی کې به پينځه کسه دپلوماټيک مامورين وي او شه معاشونه به ولري.
ـ بهير به په پيښور کې داسې ښوونځي پرانيزي چې افغاني ماشومان او ځوانان په افغاني روحيه خپلې زده کړې وکړي او داسې نور....
کله چې دا پيغام واورول شو، نو ځينو دوستانو خو د مننې په ترڅ کې وويل چې که دا هر څه بې قيده او بې شرطه وي، نو موږ ته په سر سترگو قبول دي.
خو صميم صاحب چې وار ونيو نو ويې ويل:
عجيبه خبره ده، په هيواد کې دننه د ښوونځيو دروازې تړل کېږي، نصاب يې بدلېږي، او دلته ورته ښوونځي پرانستل کېږي، په هيواد کې د پوهنتون ليليه په جنگي سنگرونو بدلېږي او دلته د ځوانانو د افغاني روحيې خبرې کوئ. افغان ادبي بهير د پورتنيو امتيازونو نه تير دی خو د خدای روی ومنئ چې ښوونځي په مدرسو مه اړوئ او د ليليو نه د جنگ سنگرونه مه جوړوئ. موږ همداسې در په در ښه يو خو په هيواد کې دننه د ښوونځيو دروازې مه تړئ.
٢٠٠٦/ ٠٩/ ٢٦
تلپاتې سندره
زما کور د جلال اباد ښار د بهسودو پله څخه لمر خاته ته په یو کیلو میترۍ کې د سیند غاړه په غاړه جوړ دی. که څه هم د کابل سيند زما د کور تر شاه په سل میترۍ کې روان دی، خو
د کور تر شاه مې سیند غاړې ته مې یوه فرعي دروازه لګولې او هر ماخوستن او سهار تر څه وخته د دروازې تر شاه د زیني په پاټکي کېنم او د سیند د چړ له شوره خوند اخلم. ارواښاد ګل پاچاالفت دې شور ته تلپاتې سندره ویلې او پر ځای یې ویلي دي.
په افغانستان کې د ثور تر کودتا له مخه چې زه په ښو او بدو پوه شوی یم، اوږده کلونه د خپل بام په سر د دې شور په تلپاتې نغمې ویده کېدم، سهار پرې له خوبه راویښېدم او خپلې سترګې به مې د بام له سره د کونړ په څپاند سیند او د کامې ولسوالۍ په ښکلي طبعیت وینځلې.
پخوا به کابلي او کونړي سیند زموږ کلي ثمر خېلو کې غاړې ورکولې، خو د اوبو رنګ یې یو شان و. داسې نه وې لکه د اټک په پله چې اوړې، نو وبه وینې چې د اباسین د اوبو رنګ سپین او نه پوهېږم چې هغه نورې اوبه به له کوم ځایه سرچینه اخلي؛ تور رنګ لري.
یوازې د سیند سندره نه وه چې ما ترې مزه اخیستله، بلکې د دې سیند په اوبو زموږ ټول کلی ډول ډول تغذیه کېدو. د کروندو لپاره پرې سربندونه جوړ وو، او زموږ اکثره کلیوال د همدې سیند په اوبو رالوی شوي دي.
ګودرونه پرې اباد وو. ښه مې په یاد دي چې زما د هغه وخت ځوانې مورجانې به د کور د نورو کارونو او غوجلې پاکولو تر څنګ سهار او مازیګر دوه منګي چې یو به یې په سر او بل به یې په ترخ کې و، راوړل. تر نولس کلنۍ پورې ما د همدې سیند اوبه څښلي دي.
اوس چې مې عمر څه باندې نیمې پېړۍ ته رسېدلی، د الله تعالی شکر ګذار یم چې د سیند پر غاړه یې د خپل کور خاوند کړی یم.
د سیند دې غاړې ته نه یوازې دا چې زموږ شا اوخوا ګاونډیان د سیل او ساعتېري لپاره ورټولېږي، د ښار له نورو برخو هم ورته ډله ډله ځوانان راځي او کله نه کله ګوجران او کوچیان خپل مالونه د څرولو لپاره هم دلته راوړي او زلمکیان په کې وخت نه وخت د کریکټ او فوټبال لوبې هم کوي.
ما وویل چې پخوا به همدا اوبه موږ څښلې او په قتغ کې به مو هم کارولې، خو اوس د اوداسه لایقې هم نه دي. هغه شرکتونه چې له ښاروالۍ یې د ښار د پاکوالي قراردادونه اخیستي، کله نه کله نه پوهېږم چې د بهسودو پله هغې او که دې غاړې ته؛ له روغتونونو او کورونو راټول کړی ګند چې زیاتې په کې غوټه شوې د غولو کڅوړې وي، پخوا به یې د ورځې له مخې په سیند کې را خوشې کولې او اوس فکر کوم چې د شپې له مخې دا کار کوي.
زما د معلوماتو له مخې دې راټول شوي ګند ته باید چېرته لېرې دشته کې کنده وایستل شي او په پټ شي.
دا ګند چې د شپې لخوا په سیند کې واچول شي، ډېره برخه یې د اوبو په کمېدو سره د سیند په غاړه، غاړه ځای ځای د نور ګندونو تر څنګ د غولو غوټې هم پرېږدي. پرون موږ د خپل ناستځایه بې شمېره ګنډې راټولې کړې او ځان ته مو ځای پاک کړ.
د شرکتونو دا ناوړه عمل مې د جلال اباد ښاروال او مخلص ملګري انجینر اباسین بهیر سره نېغ په نېغه شریک کړی او هغه اطمنان راکړی چې شرکت یې جرمانه کړی او له دې وروسته به داسې نه کېږي.
رښتیا کابو اته ورځې کېږي چې په سیند کې د ښار ګند نه دی راغلی، خو د بهسودو د پله تر څنګ د هوټلونو ګند چې د ګډورو او څېرلیو کولمې او نورې بلا او بترې وې؛ په کې راځي. زه چې کله د سهار لخوا د سیند لپاسه د بې شمېره ټپوسانو چتر چتر ووینم نو له ځانه سره ووایم چې د بهسودو د پله تر څنګ د هوټلونو ګند سيند راوړی دی.
البته له دې سیند نه یوه ډېره بده خاطره دا لرم چې د دې تېرې روژې په میاشت کې یې زما د ګران دوست او د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس اورنګ صمیم کشری زوی له ځانه سره یوړ او پوره لس ورځې وروسته یې په ورسک کې جسد وموندل شو.
دې واقعې دومره خفه کړی اوم چې د یوه روژه ماتي په خوند یې نه یم پوه کړی. اوس چې کله هم د کور فرعي دروازه پرانېزم او په سیند مې سترګې ولګي، نو اوبو وړی نصرت الله چې په تنکي زلمیتوب کې د اخلاقو نمونه وه، سترګو ته ودرېږي او ورسره سم هغه مازیګر رایاد شي چې سباوون صمیم له ډله خپلوانو او خواخوږو سره د همدې سیند په غاړه په ژړغونې غږ راته وویل چې له یوې بجې راهیسي مې کشر ورور نصرت الله له سبزاباده اوبو وړی دی.
ګران استاد اورنګ صمیم او ټولې کورنۍ ته دې الله تعالی د دې بدې واقعې صبر په برخه کړي.
آمین
د ۲۰۲۱ کال د جون ۲۲مه
ملنګ شاعر اکمل لېونی
د ۱۹۹۰ ز کال خبره ده. پېښور صدر بازار شفیع مارکېټ کې زما د سګریټو د ګاډي تر څنګ اخبار پلورونکی و. هر سهار به مې وحدت ورځپانه کتله. سیاست سره مې کار نه و، سرټکي به مې ولوستل او بیا به یې منځپاڼې ته لاړم، ادبي کالمونه، د مشاعرو ګزارشونه او شعرونه به مې په کې لوستل.
یو سهار چې مې په ورځپاڼه کې د رحمان بابا د کلنۍ مشاعرې د پیلېدو خبر ولوست، نو له باړې نه راغلي لایني بس ته پورته شوم او په ګنج کې ترې ښکته شوم. هغه وخت سټاپ دولس انې و. تر ګنجه یې رانه یوه نیمه روپۍ واخیسته. بیا د بابا تر مزاره چې په هزارخوانۍ کې و، پیاده ولاړم.
که څه هم هماغه وخت ما مات ګوډ شعر لیکه، خو جرات مې ونه کړ چې د مشاعرې انانسر ته چې مرحوم شېرشاه ترخوي و، خپل نوم د شعر ویلو لپاره ورکړم.
د بابا د مزار تر څنګ یو خوشمزاجه کس د کتابونو سټال لګولې و او څو تنه ورسره ناست وو، او کتابپلورنکي چې به هره خبره کوله، ناستو کسانو به بېدریغه خنداګانې کولې.
په لومړی ځل مې له دې سټال نه د حمزه بابا " غزونې" او د مرحوم قلندر مومند "سباوون" شعري ټولګې په بیه راونیولې.
ښه مې په یاد دي چې د پیسو ورکولو پر مهال راته کتابپلورونکی په بریتو کې موسک شو او راته یې وویل:
بچوړیه! تا خو داسې کتابونه خوښ کړل چې د اعلی درجې شاعري ده. چېرته اسانه شاعري ولوله چې پرې پوه خو شې کنه!
ما ویل کاکا همدا مې خوښ شول.
دا کتابپلورونکی اکمل لېونی و.
بیا چې ما پېښور کې ادبي غونډو او جرګو مرکو ته لاره وموندله، نو د پېښو ژبې نامتو لیکوالو او شاعرانو سره مې مخه شوه. د اکمل لېوني په شمول مې وتلي شاعران او لیکوال نېږدي ملګري شول.
په هماغو کلونو کې چې به له پېښور نه علاوه، په سوات، دير، ملاکنډ، مردان، نوښار، چارسده او ټل کې لویې مشاعرې جوړېدې او زه به هم له ملګرو سره تلم، نو اکمل لېونی به هلته و او د کتابونو سټال به یې لګولی و.
یو کال چې په سخاکوټ کې ارواښاد صاحب شاه صابر مشاعره جوړه کړې وه، ارواښاد خیبر ابریدي په کې اناسري کوله.
اکمل لیوني ته یې د شعر ویلو بلنه ورکړه.
هغه چې ستېج ته ودرېده، نو اول یې د خیبر اپریدي په لهجه کې د هغه په سټایل او انداز شعرونه وویل، بیا یې د حمزه بابا پیروډي وکړه او بیا یې د رحمت شاه سایل صاحب انداز بیان خپل کړ او د هم هغه په شان يې خپله غزله په ترنم کې راونیوله. په هغې غزله کې د یو بیت معنا څه دا شان وه:
لاره تیاره، کوڅه چقړه وه او شړق باران و
کش شو چې ترخ نه مې یو دوه جوړه جامې پرېوتې
او دې سره د سایل صاحب په شمول د مشاعرې ټول ګډونوال له خندا شنه پراته وو.
سایل صاحب هغه وخت د درزیتوب دوکان لرلو.
یو ځل چې قصه خوانۍ بازار ډکي نعلبندي کې د دانش لالا مرکز ته ورغلم، نو له اکمل لېوني سره مخ شوم. د دانش خپرندویه ټولنې نوي چاپ شوي کتابونه یې یو انبار مخې ته پراته وو، ویل یې نشترهال کې د پښتو نړیوال سیمینار دی. دا کتابونه به هلته خرڅلاو ته ږدم.
ما ورسره په کتاب بازار چې د ده روزګار و، خبرې کولې، هغه یو دم لین واړولو او راته یې کړه:
عابده!
ښځه مې بېګاه له مرګه تېره وه
ما ویل خدای دې خیر کړي، څه ناروغه وه او اوس څنګه ده؟
ویل يې:
ښه وه چې په پښو کې مې راګېره وه
یو ځل چې له نورو نوموتو شاعرانو لکه، نورالبشر نوید، اباسین یوسفزي، ارواښاد عمردراز مروت، سایل صاحب، راشد خټک او ... سره کونړ سیند مشاعرې ته راغلی و، زه هم کونړ سیند کلنۍ مشاعرې ته له کابله راغلی وم. له کونړه چې مازیګر مهال جلال اباد ته راورسېدو، استاد پوهاند لعل پاچا ازمون راته وویل چې کابل ته مه ځه، بېګاه ته په ښاروالۍ مېلمستون کې مشاعره او موسیقي لرو.
په دې شپه د مشاعرې انانسري طاهر ځلاند او نقیب احمد اتل کوله.
اتل صاحب د مشاعرې په دې منځومانه کې ارواښاد عمردراز مروت ته د شعر ویلو بلنه وکړه. مروت صاحب خو به تاسو لیدلی و چې اوږد قد یې لرلو او د زېړ پاج شل میترۍ پګړۍ به یې د مشر وکیل نادر خان کټوازي په شان په سر تړله.
مروت صاحب څو غزلې وویلې او چې له ستېجه کوز شو او چې ځلاند ستېج ته ودرېده، نو اکمل لېوني پرې غږ وکړ:
ځلانده! دې نه پس د کجوري دې ونې ته بلنه ورکړه چې راشي او عمردراز مروت ته په قد کې ماته ورکړي.
ما چې د کجورې(خورما) ونې ته وکتل، داسې راته ښکاره شوه، لکه عمر دراز مروت چې ولاړ وي.
د مروت صاحب دې الله تعالی مغفرت او د اکمل لېوني دې اوږد عمر په برخه شي..
۲۰۲۱ زېږديز کال د مې څلورمه
جلال اباد خپل کور
پالشي
جلال اباد مېشتو یارانو ته پته ده چې زه د تېرو یوولسو کلنو راهیسې د دفتر او کور کارونه د سایکل په ذریعه تر سره کوم.
دا ځکه چې په دې ګڼ میشته ښار او د ریکشو په بیروبار کې د موټر له سپرلۍ هم خپل منزل مقصود ته سړی ژر رسېدای شي.
خو یوه ستونزه په کې دا وي چې د ریکشه چلوونکي له سایکل سپور نه هیڅ حیا نه کېږي. حق ناحق به یې یو دم مخې ته راوتاو شي او بیا به داسې ورو ورو روان وي، لکه ناوې ته چې سازنده اهسته برو تال نیولی وي.
کابو درې کاله د مخه چې پېښورۍ ریکشې جلال اباد کې چلېدلې، یوه ریکشه چلوونکی مې داسې په ایکشن مخې ته راتاو شو، نېږدې و چې له سایکله سره یې تر لاندې کړی وم.
ما ته هم غوسه راغله او له خولې مې ورته ووتل:
. ـ د پالیشي بچیه، خیال کوه، اوس به دې راباندې ریکشه خېژولې وه
ریکشه وان چې تازه یې خط و بریت راغلی وو، پرته له دې چې ما ته وګوري، په تادۍ سره یې سوچ بورډ ته لاس ورښکته کړ او ویلپانه یې راواخیسته. غوښتل یې چې په ویلپانه مې ووهي
زه چې د سایکل په زین ناست وم، یوه پښه مې په سرک لګولې وه، ما یې لاس په مړوند کې ونیوه او ورته مې وویل:
خیر خو دی، څه کی، په ویلپانه مې وهې؟
ویل یې، هو.
ما ویل د ظالم بچیه! زه خو ستا د سوک د ګوزار تاب هم نه لرم، تا را پسې ویلپانه را اخیستې ده.
ویل یې ماما که مشر نه وې، نو په دې ویلپانه مې درته دا سر څوڼۍ څوڼۍ کولو.
ما ویل ولې؟
ویل ډېره سپکه کنځل دې راته وکړه.
خور به دې راته یاده کړې وه، خو پالشي به دې راته نه ویل:
او دې خبرې سره مې ترې بخښنه وغوښته.
۲۰۲۱ ز کال
له هراته تر پېښوره
له اوږدو کلونو راهيسې د افغانستان په هرات ولایت کې هر کال د هریوا کلنۍ مشاعره جوړېږي. دې مشاعرې ته د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو څخه نسبتاً نوموتې شاعران بلل کېږي. په ۲۰۱۷ ز کال کې زه هم دې مشاعرې ته بلل شوی وم. له بېلابېلو ولایتونو څخه د شاعرانو د راغونډولو چارې مشر فرهنګپال اول الرحمن رودوال صاحب په غاړه اخېستې وې. دقیقه نېټه يې راته اوس نه ده یاده، خو دومره مې یاد دې چې د مۍ مياشت وه. موږ ټول په کابل کې د حامد کرزي هوايي ډګر ته سره ورټول شوو. په دې سفر کې له مشر رودوال صاحب نه علاوه، شرر ساپی، عنایت دیدار، نوراجان بهیر، ممنون مقصودي، مطیع الله تراب، ممتاز ارمان، ډاکټر ظاهر شکېب او يو شمېر نور ملګري همسفر وو.
دا نو زما په ژوند کې لومړنی هوايي سفر دی. په الوتکه کې د سفر وېره هم راسره وه. خو کله چې د الوتکې دورازې وتړل شوې او د ماشين ګرمېدو ته پيلوټ انتظار ایسته، نو ما ته له پېښوره زما مشري زوی دوست محمد زنګ راوواهه. له اوکی نه مخکې مې په زړه کې وویل
ځدایه خیر!
له هیلو سره سم مې راته زوی وویل:
پلارجانه! نن ملا اذان چې مور بې هوشه شوې وه، هسپتال ته مو راوستې، خو تر اوسه هم بې هوشه ده. ډاکټران وايي چې د بچ کېدو چانس يې کم دی. ته همدا اوس راشه.
له دې خبرې سره مې په تندي مړه خوله راماته شوه. ملګرو سره مې دا خبره شریکه کړه او ورته مې وویل چې که ممکن وي، زه به پاتې شم. مېرمنه مې مرګونې ناروغه ده. زه باید پېښور ته ځان ورسوم.
دا نو د غرمې يوه بجه کېدونکې وه. رودوال صاحب وویل چې امکان خو لري چې د الوتکې له عملې هيله وکړو چې هغه د زینې موټر بېرته راوغواړي او ته پاتې شې، خو دا چې اوس دې د سفر نیت کړی، ټول به ورته دعا کوو، خدای به خیر کړي.
زوی ته مې زنګ وواهه او د خپل سفر حال مې ورکړ او سپارښتنه مې پرې وکړه چې يو، یو نیم ساعت وروسته راته زنګ ووهه او یا هم وخت په وخت راته فېسبوک ميسج کوه او د مور له حاله دې ما خبروه.
کله چې د هرات په هوايي ډګر کې له الوتکې ښکته شوو، موبایل مې راواخيسته او د زوي تازه رالېږلی غږیز پېغام مې واورېده. ویل يې چې مور یې لا هم بې هوشه ده.
له میدانه چې راووتوو نو پينځه شپږ موټره چې د تورو شيشو لنډکوزرې هم په کې وې، موږ يې له ځانه سره واخیستو او يوه دفتر ته چې ښه لوکس کور و او د هرات لیکوالو او شاعرانو ملګرو ترې د فرهنګي کارونو لپاره ترې ګټه اخیسته، بوتلو.
له چايو او نوشابو له څښلو وروسته هرات مېشتو فرهنګي ملګرو بیا د موټرو کاروان جوړ کړ او د اختیارالدین د کلا ننداره يې راباندې وکړه. د اختیارالدین کلا په دیوالونو او خونو کې اوس هم د څو پېړیو پخوانۍ دبدبه او برم څرګونه وهل. د کلا له هره کونجه ټول ښار د يوې ښکلې منظرې په ډول ښکارېده. خو دا چې زما په ذهن د مېرمنې د مرګونې ناروغۍ سیوری خپور و، د دې ښکلاګانو ننداره به يې رانه کله کله تته کړه او د څو شېبو لپاره به يې له ژور خفګان سره مخ کړم.
دا نو مازیګر مهال دی، خو تر ماخوستنه به مې زوی سره د تيلفون او مسنجر له لارې لس دولس ځلې اړیکې نیولې وې او هر ځل به يې ویل چې حالات يې له يوه ساعته تر بله مخ په خرابېدو دی.
په دې دوران کې به ملګرو هم پوښتلم چې د ناروغ وضعیت څنګه دی؟ زما ځواب به دا و چې ښه نه دی.
له ماخوستن له لمانځه وروسته مشاعره پيل شوه، پينځه شپږ تنو شاعرانو چې شعرونه وویل، بیا مقصودي صاحب ته وخت ورکړل شو. هغه د شهید پوهاند بهاالدین مجروح صاحب مشهور شعر «د وطن مور» په ښکلي تمثیلي بڼه واوراوه، که څه هم دا شعر ما څو ځلې نور هم له مقصودي صاحب نه اورېدلی و، خو هر ځل يې ژړولی وم او په دې شپه خو هسې هم زه اندېښنو په مخه کړی وم او متل دی چې:
د لمدو خټو دارو لږې اوبه وي.
نو سم يې ژړولی وم.
څو تنو نورو شاعرانو هم شعرونه وویل، خو د اورېدونکيو ډېره غوښتنه دا وه چې تراب صاحب دې شعرونه ووايي، خو انسانسر تراب صاحب اخر ته ساتلی و او هغه هم په څو خودجوشه نظمونو د مشاعرې له ګډونوالو پرېمانه داد واخیست.
بیا مو يوه پارچه موسیقي هم واورېده. څه باندې دولس بجې وې، د هرات مېشتو فرهنګي ملګرو په ملتیا په هرات کې د سرحدي لوا د رييس ارکان الکوزي صاحب په غوښتنه د هغه هوجرې ته ولاړو، تر دوه نيمو بجو پورې مو کیسې سره کولې. دلته نو له دیوالونو سړه هوا راتله او ټول هال يې ښه سوړ کړی و. زما په کې ساړه وشول، تر نورو د مخه مې کمپله پر سر راواړوله. د سهار څلور بجې وې چې موبایل مې وکړنګېدو، زوی مې له پېښوره زنګ راوهلی و، په ژړغونې غږ يې ويل:
پلار جانه مور مې په حق ورسېده.
ما چې په هال کې وکتل، ټولو ملګرو کمپلې کش کړې وې. ما غوښتل چې نورالله سلېمانزی چې يو فرهنګپال ځوان دی، راپيدا کړم او خپل غم ورسره شريک کړم. خو دا جرات مې ونه کړ. تر کمپلې لاندې مې له خپلې مېرمنې سره تېر دوه ۳۳ کلن ګډه ژوند چې د يوه فلم غوندې د ذهن په پرده چلېده، د کډوالې سختې او له غربته ډکې شپې او ورځې رایادې شوې او د خپلې مېرمنې چې د تره لور مې وه، حوصله او ناریتوب مې مخې ته ودرېدو چې له ۲۰۰۳ ز کال نه چې په کابل کې مې د بي بي سي تعلیمي پروژو سره همکاري لرله، او په میاشت دوه کې به کور ته تلم، نو په هغو څوارلسو کلونو کې يې زما په نشتون کې زما بچو ته د زما مینه هم ورکړې وه، ګردو باندې يې تعلیمونه کړي وو او د ټولو د جامو او روغتيا خيال يې ساتلی و.
دا هر څه مې مخې ته ودرېدل او ښه ډېر مې وژړل. اوه بجې وې چې په هال کې يو نیم ټوخی پیدا شو. دې وخت کې ما غږ وکړ. سلېمانزی صاحب، هغه له کوټې نه اواز راکړ:
دا یم عابد صاحب امر کوه.
او زما زړه تينګ نه شو، ښه په چيغو چيغو مې وژړل. ټول ملګري مې په خپله ژړا له خوبه راپاڅول.
ملګري رانه راتاو شول او حوصله يې راکوله. ما ورته ویل چې زه باید هم نن پېښور ته ځان ورسوم. که جنازه رانه تېره شي هم خیر دی، خو نن شپه باید زه خپلې کورنۍ ته ځان ورسوم
سلېمانزي صاحب ویل چې تا ته يې کله د مړینې خبر راغی؟
ما ویل څلور بجې.
هغه راته کړه:
ـ کاش چې هماغه وخت دې خبر کړی وم، له هراته کابل ته د سهار لخوا شپږ بجې پرواز وي او دویم هغه يې دولس نیمې بجې دی.
ما ویل اوس راته د دولس نیمې بجو د ټکټ غم وخوره.
سلېمانزي صاحب چا ته ټیلفون وکړ او په اریانا الوتکه کې يې راته ټکټ واخیست. څه باندې لس بجې وې چې شرر ساپي راته ویل چې له ملګرو سره خداي پاماني وکړه. زه او ته له نعیم افغان سره چېرته ځوو. بیا به هماغسې هوايي ډګر ته ولاړ شوو او تا به رخصت کړو.
زه او شرر صاحب له نعیم افغان سره په موټر کې سپاره شوو. د هرات له لویو سرکونو یې دورې راکړې او د هر بازار نوم به يې راته اخیسته. یوې مغازې ته ودرېده. هغه او شرر صاحب ورننوتل او زه يې په موټر کې پرېښودم. بېرته له يوه کارتن سره راستانه شول. بیا يې د هرات جامع جومات ته چې کابو پينځه سوه کاله پخوا جوړ شوی و، هغه يې راباندې ګوډ په ګوډ وکوت، او بیا يې له هغه کارتن سره په هوايي ډګر ورننویستم، هلته يو کس ولاړ و، کارتن يې رانه واخیست. ما ته يې ټکټ راکړ. له افغان صاحب او شرر صاحب نه مې په ډکو سترګو خدای پاماني واخیسته. تر ترمینله راسره هغه ځوان کارتن یوړو. په ترمینل کې د ننګرهار د زراعت د رييس استاد رفیع الله په شمول څو تنه نور د زراعت ریاست مامورینو سره هم مخ شوم. د یوه خبریال په توګه ټولو پېژندلم. هغوی سره مې لږ ساعت ناسته وکړه او بیا الوتکې ته پورته شوو.
کله چې الوتکه په کابل کې د حامد کرزي په هوايي ډګر کې ودرېده، نو ما خپل بیک اوږې ته واچاوه. د دروازې پر لور مې حرکت وکړ. په دې وخت له هر تېرېدونکي سېټ کسانو ما ته کتل، خو زه په خپلې سهوې نه پوهېدم. کله چې دروازې ته ورسېدم، و مې کتل چې هغه موټر کابو سل میتره فاصله کې د الوتکې پر لور ډېر وروـ ورو راروان دی چې الوتکې ته زینه ږدي. په دې وخت کې راباندې يو ځوان غږ وکړ:
عابد صاحب، خدای دې خیر کړي څنګه پرېشانه يې؟ ته راځه دلته کینه، زینې راتلو کې وخت شته.
له هغه سره څنګ کې سيټ خالي و. ورسره کېناستم او له مخې سره مې ورته خپله دردناکه کیسه وکړه. هغه ډېر خفه شو. خو ما ته يې حوصله راکوله. کله چې ما په هوايي ډګر کې له کارګو له دورې نه خپل کارتن راخیسته، نو هغه ځوان راته اشاره وکړه چې تر ترمینله بهر ورته انتظار وکړم.
ما چې خپل کارتن د سکرین ماشین باندې د پلټنې لپاره کېښود او بېرته مې را اخیسته، له مسوولو کسانو راته یوه وویل:
په دې کارتن کې څه دي؟
ما ویل نه پوهېږم.
هغه موسک شو او ويې ویل:
ولې نه پوهېږې؟
ما ویل چا راته سوغات اخیستی او ما سره وخت نه و چې زه کارتن وسپړم او وګورم چې په دې کې څه دی؟
هغه راته ویل چې په دې کې په ټیمي قوتیو کې څه شی بند دی چې زموږ سکرین نه دي پېژندلي. دا کارتن خلاصول غواړي.
ما ویل مهرباني وکړئ، خلاص یې کړی. کارتن چې يې خلاص کړ. ومې لیدل چې د ډول ډول هراتي میوو او تولیداتو سوغات په کې راټول وو. پلټوونکو بخښنه وغوښته او زه په خپله مخه روان شوم.
په یوه اوږه مې بیګ او په بله اوږه مې کارتن ایښی و او د ترمینل له لومړۍ دروازې ووتم او هغه ځوان ته مې انتظار ایسته.
لس دولس دقیقې منتظر وم چې هغه ځوان خپل بیګ په یوه لاس ګاډي کې اچولی. زما کارتن يې هم په کې واچاوه او تر ټيکسي پورې يې یوړو.
په لاره راته وايي چې اوس خو څه باندې دوه بجې دي، که وغواړې پېښور ته رسېدلې شې.
ما ورته ویل چې جنازه د پېښور پر وخت په څلورو بجو ادا کېږي. پاسپورټ کې مې وېزه شته، خو فکر کوم چې نن شپه جلال اباد کې وکړم او سبا سهار وختي ولاړ شم.
خو ځوان راته کړه، چې اوه بجې د تورخم دروازه بندېږي. او تر اوه بجو ډېر وخت دی. بل دا چې ته یو ملنګ سړی یې، بندې دروازې درته خدای تعالی خلاصوي. راځه چې د تورخم درته دربست کړم.
له یوه عرب ډریور سره يې خبره وکړه چې تر اوه بجو نه مخکې به مې تورخم ته ورسوي. ډرېور په سينه لاس کېښود او ويې ویل:
بلکل به يې ورسوم.
ځوان له مخې سره ډریور ته دوه زره افغانۍ ورکړې. ما يې لاس ونیوه ورته مې وویل چې دومره پسې راسره شته چې پېښور ته پرې ورسېږم. او بله دا چې جلال اباد کې مې هم صراف سره پیسې شته. په منډه به يې ترې راواخلم.
هغه راته کړه چې نن جمعه ده صرافي بنده ده. بیا يې بټوې ته لاس کړ او دوه سوه ډالر يې زما په جېب کې په زوره راننه ایستل. ما له جېبه بېرته پیسې راوایستې او د هغه په ګوتو کې مې کېښودې. خو هغه قسم کړی و چې بېرته يې نه اخلي. دې وخت کې مې زړه راټینګ کړ او ورته مې وویل:
سمه ده پیسې اخلم، خو تر اوسه مې والله که پېژندلی یې. هیله ده چې ځان راوپېژني.
هغه راته خوږه موسکا وکړه او ويې ویل:
زه الیاس مبارک یم. خسر مې راته ویل چې داسې فکر وکړه چې عابد صاحب زموږ کشر ورور دی.
ـ ستا خسر څوک دی؟
ـ عزیز ګردیوال.
او دې سره مې ترې کلکه غاړه واخیسته، په تندي مې ښکل کړ او موږ د تورخم پر لور حرکت وکړ.
عرب ډریور قسم کړی و چې له ماښامه مې مخکې تورخم ته رسوي. یو ځل خو په ګوګا منډه کې د وسله والو له تهدید سره هم مخ شوو. د پارلمان کوم غړی جلال اباد ته روان و، د شخصي وسله والو یو موتړ ترې مخکې او بل ترې وروسته روان وو. وسله والو زموږ موټر ته اجازه نه ورکوله چې ترې مخکې شوو. خو اخر هم عرب ډریور له شېشې سر وروایست او ورته یې وویل:
ـ راسره ناست ملګری د وفات شوې مېرمنې جنازې ته ځان رسول غواړي.
نو بیا د مخکې کېدو اجازه راکړه.
یو لنډ سټاپ مو په مخابراتو چوک کې وکړ. په منډه دفتر ته وختم او پاسپورټ مې راواخیست.
کله چې زه په تورخم دروازه اوښتم، نو ورسره سم د ماښام اذان پیل شول او څو چې د شپې نهه بجې کېدلې، زه له یو عالم دردونو سره په کور ننوتم او ټوله کورنۍ مې راسره په ژړا شوه..
خو شکر دی، د ۲۰۱۸ ز کال د سیپټمبر په دویمه نېټه مې د وفات شوې مېرمن له کشرې خور سره واده وکړ چې اوس مو یونیم کلنه لور سنبل سره د دواړو ښه ساعت تېر دی.
۲۰۲۱ ز کال د اپریل ۱۸ مه
نقلي چارسدوالې
او
اصلي ملګرتیا
په جلال اباد کې له مخابراتو نه تر صرافي مارکېټ پورې په اکثرو دوکانونو کې چترالي پکولونه، سواتي پټوان او د چارسدوالو څپلیو ډول ډول نمونې په دوکانونو کې خرڅلاو ته ایښودل شوي. زه چې کله هم تالاشي چوک لور ته ورځم، نو همدغه غاړه ځکه خوښوم چې د پېښور د قصه خوانۍ بازار تنده مې پرې ماتېږي.
په هغې بله غاړه مې تګ ځکه نه خوښېږي چې ښې خاطرې ترېنه نه لرم. تاسو ته به سوال پیدا شوی وي چې ولې ترې ښې خاطرې نه لرم؟
ځکه چې په زلمیتوب کې به چې له ښوونځي نه په تفریح کې سینیما ته د فلم لیدو په خاطر راوتوو، نو دومره پیسې به راسره وې چې ټکټ پرې واخلو او کلي ته یې د لارې کرایه کړو.
نو تالاشي چوک ته په دې لاره چې د کباب کړایان به لګېدلي وو، بوی به یې سم لیوني کولو، خو دومره پیسې به نه وې چې یو ټیکلی کباب مو پرې نوش جان کړی و.
دا نو بیا بېله خبره ده چې اوس په سایکل پښه واړوم، کور ته روان شم او چې د ادم خان کبابي راباندې تصادفاً نظر ولګي، دواړه لاسونه تر تندي پورته کړي بیا د کبابو د کړایي تر څنګ شاکرد ته وروګوري، مخکې تر دې چې زه سایکل په سټاین کړم، شاګرد څلور پینځه ټیکلي په چینایي اخبار کې راتاو کړي وي او لفافه یې زما په لاس کې راکړي وي.
خبره مې د نقلي چارسدوالې څپلي کوله. هسې خو هر کال ما ته زما ورور تاجبر له پېښوره اصلي چارسدوالې څپلۍ رالېږي، خو کورونا یې په خیر کړې، سږکال وړوکي اختر کې ترې محروم شوم.
له وړوکي اختره دوه ورځې وړاندې جلال اباد کې د یوه ملګري د زوی دوکان ته چې څپلۍ، پټوان او پکولونه خرڅوي، ورغلم او ورته مې وویل چې ښې مظبوطې چارسدوالې راکړي.
د هغه په خپله خوښه مې نارنجي رنګ څپلې پښو ته راواچولې او نغدې چغدې پینځه نیم سوه افغاني یې راڅخه واخیستې.
خو یوه هفته به لا د اختر تېره نه وه، چې یو وندنی یې وشلېدو. له کوره مې په سایکل پښه واړوله او مخابراتو چوک کې د پیپل ونې لاندې مې موچي ته ورکړه او هغه وګنډله. موچي ته مې وویل چې هغه بل وندنی هم وګنډي، خو هغه ویل چې هغه مظبوط دی.
خو دوه درې ورځې پس یې دا بل وندنی هم وشلېدو.
کابو یوه میاشت وړاندې چې مې د خپلو غلا شویو سکېچرو په اړه خاطره شریکه کړې وه، زما د فیسبوک ملګري انجینر بکتاژ هوتک راته ولیکل چې د پښو ناف ورکړم چې چارسدواله جوړه راته ډالۍ کوي. ما هسې ګپ ګڼله خو هغه بله ورځ یې رانه په مسینجر کې د موبایل نمبر وغوښت او دا دی نن یې تر کوره دوه جوړه اصلي چارسدوالې چې راډالۍ کړې
داسې خواخوږي دوستان دې الله تعالی تر ډېره ژوندي لري.
۲۰۲۱ زکال د جون ۱۲مه
څه شو چې خور تې والم
زما ډېرې خاطرې په پېښور صدر بازار پورې تړلي دي. هسې خو دا روډ د ټیپو سلطان په نوم دی او شفیع مارکېټ په کې د انګرېزانو له وخته جوړ و. میا محمد شفع د میا محمد اقبال پلار و او د ضیاالحق د مارشلا په دور کې صوبايي وزیر هم و او يو ورور يې نه پوهېږم چې څه نومېده، له جنرال ضیاالحق سره د الوتکې په حادثې کې ومړ. اوس چې په دې روډ په لسګونه مارکېټونه جوړ دي، خوبیا هم دا کوڅه په شفیع مارکېټ یادېږي. پنجابیان ورته باړه مارکېټ وایي او دا ځکه چې اکثره توکي په کې بهرني تر لاسه کېږي او باړه چې هغه وخت علاقه غیر کې شمېرل کېدله، له افغانستانه به ورته بهرني توکي وروړل کېدل او له باړې به صدر شفیع مارکېټ ته په قاچاق راوړل کېدل.
زموږ اکثره کلیوال او خپلوان په شفیع مارکېټ کې له اوږدو کلونو راهیسې د رخت دوکانونه لري.
موږ چې د کډوالۍ په لومړنیو کلونو کې د کار لپاره صدر بازار ته ووتو، نو د شفیع مارکېټ تر څنګ په کې دوه درې نور مارکېټونه هم تازه جوړ شوي وو، نوره ټوله کوڅه استوګنځایونه وو
که مو پام وي، د پېښور په محلو کې اکثره کورونه کوڅې یا هم فرعي سرکونو ته د بیټک (هوجرې) دروازه ساتي.
زموږ اکثرو کلیوالو به دا بیټکونه په زر دولس سوه روپیو د میاشتې په کرایه نیول. یوه بیټک ته به څلور پینځه ملګري یو ځای شوي وو. د شپې به یې په کې د رخت هغه ګنډې ساتلې چې د ورځې له مخې به یې د سرک پر سر خرڅلاو ته اچول او د ورځې له مخې به یې په کې د چای او ډوډۍ خوړلو تر څنګ نوبتي خوبونه هم کول.
د کوڅې په سر کې قاضي مارکېټ چې پخوا کور و، بیا یې د مارکېټ جوړولو په نیت وران کړ، کال یو نیم یې همداسې تش پلاټ کې کابو دېرش تختونه درېیو دېوالونو ته ولګول او په منځ میدان کې یې هم شل تختونه شا په شا ولګول او زموږ کلیوالو ته یې د میاشتې په درې زره روپیو په کرایه ورکړل. دا ځای په چوپړۍ مارکېټ ونومول شو.
په صدر شفیع مارکېټ کې هر مارکېټ ځانله صدر یا مشر لري. بیا نو هغه ته صدر صاحب وایي.
چوپړۍ مارکېټ هم صدر لرلو او د پېښور له نوتهيې سره يې تعلق لرلو. بې حسابه تش او ډک سګریټ یې څښل. که څه هم په نوتهیه کې د ننګرهار د پچيرو بدمعاشي روانه ده خو ده ته هم ځان بدمعاش ګوټی ښکارېده.
دا چې چوپړۍ مارکېټ له ښاروالۍ بورډ سره رسميت نه لرلو، وخت نا وخت به ترې کمېټې تختونه او کله کله رختونه هم وړل چې بیا به د جرمانې په بدل کې هفته لس ورځې وروسته ورکول کېدل.
خو بیا د شفیع مارکېټ عمومي صدر له کنټمنټ بورډ سره په دېرش زره روپیو ماهواري خبره وکړه چې تر یوه وخته چوپړۍ مارکېټ د کمېټۍ له عذابه خلاص و.
خو کله چې به ماهواري پر وخت ورنکړل شوه، نو بیا به یې په مارکېټ چاپه ووهله.
یوه ورځ یې چې په مارکېټ چاپه وهلې وه، نو د مخې څلور پینځه تختونه یې ګاډي ته اوچت کړي وو. د کمېټې ګاډی له مارکېټه کابو دېرش مېتره شفیع مارکېټ لور ته تللی و چې دې وخت کې د چوپړۍ مارکېت بدمعاش ګوټی صدر راغی. د پرتوګ دواړه پیانسي یې په کیڼ لاس د پښو له غوزانو کابو یو لوېشت پورته کړې، زیړ لینګي یې ښکاره کړل او ویې ویل:
ـ دا چا؟
کوم یو ورغږ کړ:
ـ دا کمېټۍ والا
صدر صاحب په دې وخت کې له وښکي سګریټ ګوتو ته کړ او ویې ویل:
ـ څه شول، چې خور ترې والم.
په دې وخت کې د مارکېټ تر څنګ د کمېټۍ د پرسونل مشر افسر ولاړ و. یو دم یې مخ ورواړاوه او ویې ویل:
ـ څه دې وویل؟ هن!
صدر صاحب ورته داړې چینګې کړې او په خوشمزاجۍ یې ورته وویل:
ـ چې خور ورکم جي!
په دې وخت کې افسر د صدر صاحب چینګي خولې ته لږه شېبه ځیر پاتې شو او بیا یې ترې مخ واړاوه.
د ۲۰۲۱ ز کال د مۍ ۲۰مه
د باز غوښې
په ۲۰۰۲ ز کال د مارچ په ۱۲ نېټه مې د افغانستان لپاره د بي بي سي راډیو تعلیمي پروژو د نشراتو څانګه کې دنده پیل کړه او په ۲۰۰۳ کال زموږ ټول دفتر کابل ته راانتقال شو. زه هم ورسره راغلم.
په دې دوران کې زموږ دفتر ته یونسیار د بازګشت یا بېرته ستنېدو یوه پروژه هم ورکړه. دا داسې پروژه وه چې نوي کسان یې ورته جذب نه کړل، بلکې اکثرو ځوانو ښځینه او نارینه همکارانو ته یې مني ډسکونه ورکړل او هغه نر و چې له ایران او پاکستانه راستانه شوي کډوال پیدا او واکسپاپ ترې واخلي.
د میاشتې په دوران کې هر همکار کولای شول چې شل واکسپاپونه یې خپاره شي او د هر واکسپاپ په بدل کې ورته لس ډالر ورکړل شي.
د دې پروژې لپاره زموږ یار محمود کوچی ایډېټر ټاکل شوی و. خو بیا هم زما نه یادېږي چې په کومه میاشت کې دې زما شل واکسپاپونه خپاره شوي وي.
په کومه میاشت کې به نهه، په کومه کې لس او په کومه کې یوولس خپرېدل، دا هم اصافه کارۍ کې غنیمت وو.
زه به هره میاشت له کابله پېښور ته تلم او اکثر وخت به له زاړه اشنا انجینر ستانه مېر زهیر سره همسفر وم.
یو ځل چې زه او انجینر صاحب دواړه په رخصت پېښور ته تللي وو، د انجینر صاحب زهیر زنګ راغی ویل یې:
ستاسو د بازګشت خپرونې ایډېټر محمود کوچی پېښور ته راغلی، دانش خپرندویه ټولنه کې ناست یوو، وایي چې عابد راوغواړه.
ما تندي ته ټس ورکړ. له ځانه سره مې ویل چې اوس دې په پینځه شپږ زرو کې سر ماتېږي.
یوازې کوچی صاحب او انجینر صاحب خو نه دی چې سپوږمۍ هوټل کې پرې وریتې او لړلې وخورم، د دانش لالا دفتر کې ناست دي او هلته خو بیا د یارانو سم انډوخر جوړ وي.
پرې د مخه شوم او ورته مې وویل:
ـ انجینر صاحب، کوچی صاحب خو ستا همکار هم دی، تر ما د مخه یې ته موندلی یې، سپوږمۍ ته یې بوځه او وریته پرې وخوره. ته خو د خدای بېغمه يې، زه سبا ته کابل ته روان یم، لږه ټکه ټوکه کارونه راته پراته دي.
انجینر صاحب مسته خندا وکړه او زیاته یې کړه:
ـ نه مړه خلاکه یې رانه په خولم کېږدي، حق الذامې تا ته حواله کوي او وریته به پرې زه خورم، سوال نه پیدا کېږي. راشه کنه کوچی صاحب وایي چې د بازګشت د حق الذامیي لست نه یې نوم وباسم او مني ډسک ترې هم اخلم.
که څه هم ما سره پیسې وې، نورې مې کور کېښودې یوازې زر روپۍ مې جېب کې پرېښودې. ما ویل چې قسم به ورته وکړم چې یوازې زر روپۍ راپاتې دي او دا هم سباته د کابل پورې کرایه ده.
کله چې ورغلم او له خپل پلان سره سم مې انجینر صاحب ته وضاحت ورکاوه، نو هغه نه یوه کړه او نه دوه. کوچي صاحب ته یې مخ ورواړاوه او ورته یې وویل:
ـ عابد ته شپږ زره کلدارې ورکړه، چې معاش یې واخیست سل ډالره به نغد چغد درکړي.
کوچی صاحب دې هم خیر یوسې، ناراستي یې ونه کړه، شپږ زره کلدارې یې راکړې او ویې ویل:
ـ مجبور یم چې در یې کړم، د مشر امر دی نو.
په هغه ماښام نمک منډۍ کې د انجینر صاحب زهیر او کوچي صاحب په شمول دانش لالا، ذبیح شفق، انګار صاحب او دوه درې نورو ملګرو زما په غوښو ښه سټونه کړي وو.
او کله چې مې په کابل کې د سټنډرډ چارټر له غرفې میاشیتنې معاش کېش کړ. د بانک په خوله کې راته کوچي صاحب مخه نيولې وه او سل ډالر چې هغه وخت ترې شپږ زره افغانۍ جوړېدې، په شخو سترګو واخیستې.
کله چې له دې کیسې زموږ په دفتر کې کاتب پاڅون، بریالی باجوړی او پیرمحمد کاروان خبر شول، زموږ شبعې ته راغلل او فې بدیهه مشاعره يې پرې وکړه د پاڅون صاحب يو بیت راته اوس هم یاد دی.
خلک وايي چې بازان غوښې خواړه دي
خو زهیر وخوړې غوښې د بازانو
۲۰۲۱ ز کال د مې ۱۹مه
جلال اباد خپل کور
له قانونه وېره
زموږ په کلي ثمرخېلو کې د ننګرهار کانال ریاست اړوند، د باغدارۍ تر څنګ د مالدارۍ ( د چرګانو فارم) نجارۍ، ویلډینګ کارۍ، د زیتونو او سیخ ګول کارخانې وې او په زرګونو کارګرو ته په کې د کار زمینه برابره وه.
موږ هغه وخت ماشومان وو، له ښوونځي وروسته به کرنیز فارم ته د خاشاکو ټولو لپاره له نورو خپلوانو سره تلم. اکثر وخت به مو بوجۍ د ناجو له بوره او وړو ډکو ډکوله. ځکه چې موږ ته د کرنیز فارم ساتوونکي ویلي وو چې شنې څانګې به نه ماتوو خو وچې څانګې وړلی شوو. زموږ په ډله کې یو کلیوال چې بیا د جهاد په کلنو کې د کامې له یوه سرګروپ سره، مجاهد شو او بیا په کې ځوانیمرګ شو، ډېر شوخ او زوړ هلک و. هغه به هره ورځ د ناجو یوې ونې ته وختلو او یوه څانګه به یې په لور نیمه پرې کړه. هفته وروسته به څانګه په ژیړېدو شوه او چې نیمه وچه به شوه، بیا به ناجو ته وختو او څانګه به یې ترې راماته کړه.
بله دا چې موږ مکتبیانو ته اجازت راکړل شوی و چې د مالټو له هغو باغونو څخه چې شوروي ته به ترې په زرهاوو ټنونو مالټې تللې، اجازه راکړل شوی وه چې له بوټي څخه باد غورځولې مالټې یوه لمنه کور ته وړلی شوو. خو دا راته په کلکه ویل شوي وو چې که له بوټي مو یوه مالټه راشکولې وه، تاسو ته به سزا درکول کېږي او ټوله لمن مالټې به درنه اخیستل کېږي. په موږ یوه کې هم دا جرات نه و چې له بوټي دې مالټه راوشکوو، ضرورت یې هم نه و، ځکه هر بوټي لاندې به اوه اته تازه غورځېدلې مالټې پرتې وې، خو زموږ ځوانیمرګ کلیوال به یوه نیمه مالټه له بوټې شکوله.
یوه ورځ مې ورته ویل، یره، د بوټي لاندې خو هم تازه مالټې پرتې دي، ته ولې د منع کېدو سره سره له بوټي مالټې شکوې؟
ویل یې د دې شکولو ځانله خوند وي.
دې یار به د مالټو د راوړلو په خاطر د پلار کمیس اچولو، ځکه لمنه یې لویه وه او زموږ د درېیو لمنو مال یې په کې راوړلای شو.
هغه باغونه روانې جګړې له خاورو سره خاورې کړي دي.
خو زه چې په تېرو یوولسو کلونو کې په ننګرهار کې مېشت یم او دا شپږ اوه کاله کېږي چې د مالټو په سیزن کې هر کال یو ځل دوه ځل له نورو خوږو یارانو سره په کامه کې د استاد محمد داود وفا د مالټو باغ ته تللی یم، په بیا بیا ماشوم شوی یم او اکثر وخت مې هغه مالټه په چاړه څلور ترازې کړې چې تر بوټې لاندې به پرته وه.
تېر کال مو د استاد وفا د باغ د مالټو په خوړلو کې نصیب نه و، خو سږکال به پرې میینه له یارانو سره وردانګوو.
خزانه
په ۱۳۶۵ل کال زه پېښور ته یوازې کډوال شوم. په دې وخت کې زه له يوولسم ټولګي څخه دولسم ټولګي ته بریالی شوم وم. هغه وخت يې د دولسم ټولګي شاګردان په حوزو کې په عسکرۍ ګمارل او د حوزو عسکر به يې جبهو ته لېږدول. دې شاګردانو ته به له یوه کال خدمت وروسته د دولسم ټولګي تصدیق ورکول کېده.
د همدې عسکرۍ له وېرې زه خپلې کورنۍ پېښور ته ولېږلم. کورنۍ مې راته واده په ۱۳۶۲ل کال د تره له لور سره کړی وه. زه چې پېښور ته کډوال کېدلم، نو مور او پلار سره مې زما مېرمن او یوه لور چې کابو یو کلنه وه، په کلي کې پاتې شول.
لا مياشت تېره نه وه چې کورنۍ مې مېرمن او لور راپسې راولېږله. هغه مهال زما د ترور او تره زامنو په ګډه پېښور کاکشال، قاید اباد کې د لالي باغ هديرې ته مخامخ يو کور په ۱۵۰۰ روپیو په کرایه نیولی و. په کور کې پینځه کوټې وې، څلورو کې هغوی ځای پر ځای وو او کومه کوټه چې يې د بیټک (هوجرې) لپاره کاروله، هغه يې ماته راکړه. دوه درې میاشتې بې کاره بې روزګاره پاتې شوم. څه شومه چې راسره وه، هغه رانه په کور کې د ټکې ټوکي په پوره کېدو او د کور په خرچو ولګېدلې. په همدې بې روزګارۍ کې مې بله لور هم وزیږېدله. خدای شته ما سره يې د لګښتونو درک نه لګېده. مېرمنې مې بکس خلاص کړ او د ناویتوب له وخته غونډې کړې پیسې يې زما په لاس کې راکړې. اکثره يې افغانۍ وې، لوټونو د خپل خوږ بوی تر څنګ په بکس کې د عطرو بوی هم اخیستی و. اول مې پوزې ته ونیولې او خوشبو مې زړه ته ښکته کړله. افغانۍ مې چوک یادګار کې کلدارې کړې او د ماشومې د پيدايښت په لګښتونو مو ولګولې.
زموږ د کرایه کور په دویمه کوڅه کې د ماشومانو يو شخصي ښوونځي و. د ښوونځي اکثره ماشومان به زموږ د کور له مخې تېرېدل. ماشومانو به اکثر وخت د کور ترڅنګ دوکان کې ژاولې او چاکلېټونه اخيستل. دوکاندار هم ما غوندې کډوال و. د دوکان تر څنګ يې تخت اچولې و. خو کار يې ترې نه اخیسته. اکثر وخت به پرې ډله بې روزګاره راټول وو. دوکاندار چې زما بې روزګارۍ ته کتل نو راته و يې ویل:
ـ له دې اوزګارخېلو نه تنګ شوی یم. د پالودې یو ماشين واخله، په دې تخت يې ولګوه، زه به له اوزګارخېلو خلاص شم او ته به پرې کور ته ښه په مزې سره خرچه برابروې.
په ۳۰۰ روپۍ مې د فالودې واخیست او په محله کې نېږدې د یخ له یوې فابریکې سره مې د ورځې له مخې د یوې کوندې قرارداد وکړ.
هره ورځ به يې راته د غر غوندې يوه کونده؛ چې فکر کوم جلال ابادۍ به ترې پنځوس کوندې جوړېدلې، په شین سهار په تخت کوزوله او ۶۰ کلدارې به يې رانه اخیستې. یوازې پالوده نه چې د دوه او درې روپیو یخ به هم راته خلکو کورونو ته وړلو. هغه وخت یخچالونه هر کور کې نه وو، د هر درېیم کور یخ ضرورت و. يوه میاشت نیمه مې په کې ښه ساعت تېر و، خو زه څه خبر وم چې ښوونځي به رخصتيرې او زما د پالودې ګاک به کمېږي.
ورځ تر بلې مې روزګار خرابېده او بیا خو داسې يوه هفته هم راغله چې مسلسل په کې بارانونه وو. په هغه هفته کې زما د پالودې تخت د یخ له کوندو ډک و. د یوې ورځې کوټه به لا له نیمايي زیاته پرته وه چې بله کونده به يې راته واچوله. یو خو مې د ښوونځيو د رخصتیو له وجې د پالودې ګاک له لاسه ورکړې و او بل له بارانونو سره هوا ښه شوې وه. کورونو ته هم خلکو هغه شان یخ نه وړو چې تر بارانه مخکې به يې وړلو.
کومه نیمه روپۍ به مې چې وګټله. هغه به رانه د ورځې په خرچې ولګېدله. خو چې میاشت راورسېده، د کوتې کرایه چې ۳۰۰ کلدارې کېدلې، راسره نه وې. زما د تره زوی چې اوښی مې هم و، زما پر ځای کرایه ورکړې وه. خو په یوه هفته کې يې زما د مېرمنې په خولې رانه درې ځلې غوښتلې وه، چې بیا ورته زما مشرې لور خپله خاورینه خزانه ماته کړې وه او کرایه يې پرې کړې وه
اوس چې په جلال اباد کې زموږ په محله کې زما یو ګاونډي د خپلې وړې غرفې تر څنګ د پالودي ماشین هم لګولی، نه یوازې د ماشومانو پرې بېروبار وي، بلکې پرون خو ورته موږ څو تنه کوڅه وال هم په نمبر کې ناست وو او د پشه کال د ګرمۍ زور مو پرې ماتولو.
:
۲۰۲۱ز کال، د مې ۱۸ مه
خپل کور جلال اباد
چې نه کار هلته څه کار
دې متل به په ډېرو مواردو کې د ډېرو ملګرو په کردار صدق کړی وي، خو يوه ورځ يې پر ما سخت صدق وکړ چې بیا يې پښېماني هم عبث وه.
په ۲۰۰۲ ز کال ما په پېښور کې د افغانستان لپاره د بي بي سي تعلیمي پروژو سره په کار پیل وکړ او په ۲۰۰۳ کال کې چې حامد کرزی د موقت دولت مشر و، په پاکستان کې د افغانستان لپاره کارکوونکې موسسې کابل ته راوکوچېدې. زموږ دفتر هم کابل ته را انتقال شو. په همدې کال د افغان کډوالو لړۍ له پاکستان او ایران څخه خپل هیواد ته پیل شوې وه. د کډوالو او بېرته ستنېدونکو نړیوالې ادارې ( یونسیار) زموږ دفتر ته د «بازګشت» یا ستنېدنې پروژه ورکړې وه چې په دې برخه کې راډيوي برنامې جوړې کړي. زموږ دفتر د دې پروژې د پلي کېدو لپاره نوي کسان ونه ګمارل، بلکې ما غوندې ځوانو هلکانو او نجونو همکارانو ته يې مني ډيسک، یو ډول تبتوونکي الې وې چې په فلافي کې به يې خبرې ثبت کېدلې دا د دې لپاره وې چې د راستنو شویو کډوالو د ستونزو په اړه له هغو ایکچولټي راټولې کړو. د هرې ايکچولټي په سر چې د خپرولو قابله به وه، لس ډالره موږ ته اضافه کاري راکول کېدله، چې په میاشت کې به لس دولس وچلېدلې، نو په کافي اندازه د جیب خرڅ به يې رابرابرولو.
زما کور په پېښور کې و او چې په رخصت به کور ته تلم، نو مني ډیسک او لپټاپ به مې له ځانه سره پېښور ته وړل. هغه وخت د تورخم دروازه د افغانانو پر مخ خلاصه وه. پاسپورټ او وېزې ته اړتیا نه وه.
يوه ورځ چې په رخصت کور ته روان وم، د تونس موټر په دویم سېټ کې د ښيښې خواته څوکۍ باندې ناست وم، چرتونو په مخه کړی وم، د کابل ـ جلال اباد په لویه لاره د تنګي په سيمه کې؛ چېرته چې د ملا بورجان قبر دی، د راکټ دروند غږ زما د چرتونو لړۍ وشلوله. مخامخ چې مې وکتل نو د سل یو نیم سلو ميترو په واټن کې د تېلو له یوه ټانکره د سيند غاړې لور ته د اور یوه اوږده لمبه پورته شوه. زموږ موټر چلوونکي بريک ته پښه واچوله، موټر څو جوله وخوړل چې څنګه درېدو ته نېږدې شو، تر راکټ هم څو برابره دروند غږ پورته شو او ورسره زموږ تونس موټر څو ځلې داسې ټالۍ وخوړلې لکه لس دولس نفره چې ورته تنبه شوي وي او ټالۍ ورکوي. دا نو د ټانکر د انفجار زور او سوزېدو ننداره وه چې زموږ پر وړاندې تر سره شوه
شاه ته مې چې وکتل له مخې سره په لسګونه موټر زموږ د تونس پسې درېدلي وو.
په تنګي کې د ملا بورجان قبر په داسې موقعیت کې دی چې د غر او سرک تر منځ د سیند پلنوالی بېخي کم شوی دی. او په کومه نقطه کې چې ټانکر په راکټ لګېدلی و، دواړو لورو ته يې په یو کیلو میترۍ کې امنیتي پوستې پرتې وې.
کله چې ټانکر په سرو لمبو کې راګېر شو، موږ ولیدل چې د غره په ناو کې دوه تنه وسله وال په یوه غټ ګټ ودرېدل. یوه د ټوپک خوله اسمان ته ونيوله او پوره شاجور يې د ټانکر د سوزېدو په خوشحالۍ کې تش کړ، څادر ته يې څنډ ورکړ او په اطمنان سره په ناو کې مخ په بره روان شول.
دواړو امنیتي پوستو غره ته ختوونکو وسله والو باندې د توپونو ډزې کولې خو هدف يې نه ویشته، کله به يې د ناو یوه څنډه او کله به يې بله څنډه وویشته. په داسې حال کې چې په کلاشینکوف هم وسله وال لګېدلې شول.
په دې وخت کې د يوې پوستې قوماندان راغی، د ټانکر نه چې ډرېور او کلینر ځانونه سیند غاړې ته ارتولي ول، هغه يې ولچک کړي پوستې ته روان کړي ول چې په دې وخت کې ما د بي بي سي کارت او ریکارډر راویست، قوماندان صاحب ته مې ځان وروپېژندو او پوښتنه مې ترې وکړه:
ـ کومو وسله والو چې ټانکر وویشت، تاسو کولای شول چې په یوه کلاشینکوف يې هم له منځه يوسئ، خو د توپونو خطا ډزې مو پرې وکړې، هغوی په ناو کې په اطمنان روان وو او ځانونه يې خوندي ځای ته ورسول. دا څه معنا؟
هغه راته په بریتو کې موسک شو، کلینر او موټرچلوونکی يې دوه عسکرو ته حواله کړل، زه يې له لاسه ونیولم او د سیند په پاڼ يې ودرولم او راته يې وویل:
ـ دا شی ګڼي دې جېب کې واچوه، کنه له دې پاڼه دې سیند ته ارتوم که اوبه دې یو نه سي نو د سیند په غاړه دا ګټان دې هم وژني.
زه له ځانه سره خجالت شوم، قوماندان زما لاس خوشې کړ، په خپله مخه ولاړ او په زړه کې راتېره شوه چې هوښیارانو ښه ویلي دي
چې نه کار هلته څه کار!
د ۲۰۲۱ ز کال د مۍ ۱۷ مه نېټه
خپل کور جلال اباد
د دین پتنګان
زموږ د کلي په هغه جومات کې چې زموږ د دوکان تر څنګ و، په افغانستان د روسانو د اشغال پر مهال به په کې پینځه وخته جمع کې مجاهدینو ته چې د دین پتنګان به بلل کېدل، د بریالیتوب دعاګانې په جار کېدلې.
زموږ په جومات کې اکثرو مشرانو ځانونه د حکمتیار پلویان بلل او مکتبیانو ته به یې د حقارت په سترګو کتل. په هماغه وخت کې زموږ د کورنۍ مشران او د تره زامن د خدای بخښلي شمس الهدا شمس سره د کورنۍ دوستۍ په تړاو افعان ملتیان یادېدل او بیا داسې وخت هم راغی چې زه هم افغان ملت ګوند ته جذب شوم.
موږ څو تنو ملګرو به چې د کوم مازیګر لمونځ په جمع کولو نو، حکمتیار پلوه مشران به خپل منځو کې پسېدل او ویل به یې دوی ټول دستوري لمونځونه کوي. په اصل کې افغان ملتیان هم د روس درېیم ورور دی.
بیا په ۱۳۶۷ ل نیمایي کې چې روسان وتلي وو، له تورخمه تر سرخدیوال پورې سیمه د دین د پتنګانو په واک کې وه. یو ځل خو له څو تنو ملګرو سره د مجاهدینو تر واک لاندې سیمو ته له پېښوره په چکر راغلو او لوی ارمان مو دا و چې د غازي اباد فارم د مالټو باغونه ووینو، خو د باغونو پر ځای مو سپېره ډاګونه ولېدل او داسې معلومېدل چې اور ورته اچول شوی و.
زموږ کلي ثمرخېلو کې د کانال ریاست اړوند د مالټو او زیتونو باغونه، د زیتونو د پروسس فابریکه، د نجارۍ فابریکه، او د چرګانو فارمونه د کانال د جوړېدو سره سم جوړ شوي وو، د ډېزلی برېښنا غټه فابریکه هم د دې نورو فابریکو د چلولو لپاره جوړه شوې وه. کله چې د ډرونټې د برېښنا بند جوړ شوی و نو زموږ کلي ته د دې کانال له برکته برېښنا راغلې وه او ټول کلی د رڼا له نعمته برخمن شوی و. بیا د کارمل او نجیب د واکمنیو پر مهال تقریباً هر کور کې ڼلویزیون، زیل مسکو یخچال او جنرال ایرکنډېشنونه لګېدلي وو. هغه وخت ثمرخېل بیخي ښاریه وه.
د ۱۳۶۹ ل کال په اوایلو کې چې د سرخدیدوال د مجاهدینو لومړی خط و او د ثمرخېلو د غره څوکه کې د نجیب د حکومت ځواکونه ځای په ځای وو، د کیهان په نوم سنګر یادېدو.
مجاهدینو په دې سنګر حمله یوړه، سنګر یې ونیوه او چې کلي ته راکېوتل، خلکو ته یې وویل چې پښې سپکې کړي، ځکه چې دوی بیګاه ته په یوولسمې فرقې؛ چې د سیند پر غاړه یې موقعیت لرلو او لږ شان پوځ په کې و، حمله کوي.
هر چا خپل ډک کورونه او مالونه پرېښودل او د سر ساتلو په پار یې د تورخم په لور چې ښځې او ماشومان هم په کې وو، پیاده منډې وهلې.
بله ورځ معلومه شوه چې د فرقې عسکر مجاهدینو نیولي وو او د جبه خاني د کیلي د ورکولو په بدل کې یې معاف کړي وو.
نه یوازې دا چې مجاهدینو د جبه خانې کیلي تر لاسه کړې وه، بلکې ټول کلی یې لوټلی و او په تورخم کې یې د بادپکو، ټلویزیونونو، یخچالونو او ایرکنډیشنونو لوی بازار هم لګولی و او د تورخم خوړ کې یې د مال لویه منډۍ هم جوړه کړې وه چې غنیمت شوې غواګانې او مېښې به په کې اخیستل کېدې او خرڅېدې.
زموږ د کلي په جومات کې چې کوم مشر حاجي صاحب د دین د پتنګانو زیات حامي و، نه یوازې دا چې په جار به یې د هغوی د بریالیتوب دعاګانې کولې، بلکې په اوونۍ کې به یې خامخا ورته چنده هم راټولوله. دې حاجي صاحب دوه مېرمنې لرلې، خو له یوې یې هم اولاد نه و. البته لس دولس سره مېښې یې لرلې چې پر شېدو مستو سربېره یې زیړ غوړي هم پلورل.
مخکې له دې چې کلي ته مجاهدین راکېوزې، حاجي صاحب ته یې عزیزانو مشوره ورکړه چې دا مېښې منډيي ته یوسې او خرڅې یې کړي، خو هغه به ویل چې خدای تعالی دې د دین دا پتنګان راولي، زه به ورته یوه یوه مېښه حلالوم.
مجاهدین کلي ته راغلل. پینځه شپږ تنه چې په کوڅه کې راښکاره شول، حاجي صاحب ورته په ورین تندې ښه راغلاست ووایه. حجرې ته یې دننه کړل. کټونو کې یې ورته بالښتونه ډډو ته کېښودل او ورته یې وویل.
ـ څو کاله مسلسل مې ستاسو د بریالیتوب دعاکانې کړي، ځایي جبهو ته مې چندې راټولې کړي او نن مې تاسو ته شپږ اوه کورني چرګان سره کړي، دا به په ګډه سره خورو.
حاجي صاحب له حجرې نه کور ته ننوت، و یې لیدل چې مېرمنې یې د دیګ مخته کاسې ایښي او انتظار باسي چې غوښه پخه او کاسو کې یې واچوي. حاجي صاحب مېرمنو ته وویل چې لاس خوځوې چې د دین پتنکان مې نن مېلمانه دي.
په همدې وخت کې پرې ډله مجاهدین د کور حوېلۍ ته راننوتل.
حاجي صاحب ولیدل چې د کور حریم یې ورمات کړ. نو په عاحزۍ یې وویل:
قوماندان صاحب دا کور دی، ګوره دا سپین سرې مېرمنې مې تاسو ته اب و نمک تیاروي. تاسو هوجره کې کېنئ، بس ډوډۍ په تیارېدو ده.
خو د ګروپ قوماندان صاحب ورته وویلي وو:
ـ هاخوا شه بوډا مخه پرېږده.
دې کوټه کې څه دي؟
هلکه ورشه د دې بکسونو قلفونه مات کړه چې څه په کې دي؟
دې وخت کې حاجي صاحب وارخطا غوندې وویل، په بکسونو کې د زنانه وو جامې دي.
خو قوماندان یوه مجاهد ته ویلي وو چې د دې بوډا په خوله لاس کېږده کنه په مرمۍ ورته خوله ټپوم.
په دې وخت کې له غوجلې نه د مېښو د رمباړو غږونه پورته شول.
حاجي صاحب چې غوجلې ته سر ورښکاره کړو. ویې لیدل چې څلور پینځه تنه رسۍ په لاس په غوجله کې مېښې یو له بل سره مهار کوي او کله چې یې مهار شوې مېښې د تورخم په لور روانې کړې، حاجي صاحب په لړزېدلي غږ له ځانه سره وویلي وو:
رب مو هلاک کړه..
۲۰۲۱ د اپرېل ۲۵ مه
خوی سري
« داسې نېټ مې لګولی چې په يو ټک سره شی را اړوي»
یو وخت چې موږ په پېښور کې اوسېدو، نو تازه تازه پاکستان کې انټرنېټ فعال شوی و، خو ډېر عام ځکه نه و چې لا داسې موبایلونه نه وو راغلي، چې انټرنيټ دې په کې فعال شي او نه هم په انټرنېټ کې فیسبوک، واټس يپ، ټویټر، ایمو او نور بالا او بتر وو، چې اوس ورسره موږ او تاسو لاس او ګرېوان یوو. هغه وخت به موږ یوازې د هوټمیل او یاهو میسینجر له لارې او بیا څه موده وروسته د سکایپ له لارې په نړۍ کې خورو، ورو یارانو سره اړيکې نیولې او تر څنګ به مو ټول افغان پاڼې ته سر ورښکاره کولو. ټول افغان ویپاڼه د هيواد د مشهور شاعر سېلاب ساپي لمسي شېرزاد کاموال جوړه کړې وه. هغه وخت ټول افغان د پښتو لومړنۍ پاڼه وه چې د نېټ په نړۍ کې چلېدله. بیا څه موده وروسته بینوا ویبپاڼه هم پر لیکه شوه. د دې اړیکو، سرګرمیوو او ایمیلونو د چيک لپاره به انټرنېټ کلب ته تلو او هلته به يې په یوه ساعت غوټې پنځوس روپۍ اخیستې او چې له یوه ساعت نه به مو پينځه مينټه واړول، د دوه ساعتونو پیسې به يې رانه ګرځولې چې دې عمل زما غوندې يو بې روزګاره کس ته سخته اقتصادي ضربه رسوله.
زه به که هره ورځ نه و، نو یوه ورځ پس خو به خامخا قصه خواني کې د دانش لالا مرکز ته تلم. یوه ورځ چې په مرکز ورننونم، نو هغه د خپل دفتر په واړه مېلمه ځای کې چې کله کله خو به په کې فرهنګي یاران بیخي ولي په ولي ناست وو، یوازې د خپل کمپیوټر تر شاه ناست ولید. ما له ذبیح شفق او حبیب الله کاکا سره روغبړ کاوه چې د دانش لالا په قهقها خندا مې پام ور واړاوه او ورسره جوخت يې راباندې غږ کړ.
ـ راشه کنه، عابد جانه! داسې قوي نېټ مې لګولی، چې په يو ټک سره شی را اړوي.
له دانش لالا سره له روغبر وروسته هغه بېرته خپل کمپیوټر ته کېناست او له مخې سره يې د مطیع الله تراب هغه مشهور نظم چې:
داسې څوک شته چې له راغلیو نه پوښتنه وکړي
چې دوی مونږ ساتي او که مونږه باندې ځان ساتي
چالان کړ.
کله چې نظم پای ته ورسېدو، دانش لالا ما ته موقع راکړه چې خپل ایميل چيک کړم. هوټمیل مې چې پرانیست، ځینې انګریزي ايمیلونه مې ډیليټ کړل، یو نیم ته مې ځواب ووایه او بیا هوټميل میسنجر ته ورغلم او له څو تنو په لیکه یارانو سره مې خواله کوله چې په دې وخت کې د پښتو ژبې وتلی او منلی شاعر رحمت شاه سایل هم مرکز ته راننوت. له ده سره له روغبر وروسته راته دانش لالا وویل:
ـ عابد جانه! هغه د تراب صاحب نظم خو په سایل صاحب هم واوروه.
سایل صاحب زما تر څنګ کېناست او د تراب صاحب نظم ته غوږ شو.
کله چې په نظم کې دا بند وویل شوو چې:
دا په شرشمو غوړ سرونه کوزني خوی سري
دا اجمل خېل او سایل خېل او دراني خوی سري
نو سایل صاحب راته وویل:
ـ هلکه عابد جانه! ته دا شی ودروه.
ما ویډیو ودروله.
سایل صاحب دانش لالا ته مخ ور واړاوه او و يې ویل:
دانشه! دا خوی سري خو موږ دله ګانو ته وایوو.
دانش لالا ورغبرګه کړه:
ـ سایل صاحب! موږ يې هم دله ګانو ته وایوو.
او له دې سره موږ درېوارو په قهقا سره وخندل:
د لیکلو نېټه
د ۲۰۲۱ ز کال د مې اومه نېټه
دردونکي خاطره
په جلال اباد کې په کابل بانک باندې له وروستي بريد نه دوه ورځې وروسته راته شاه محمود شینواري ټيلفون وکړ، ویل يې ګريګ ته ځم او د هغو څلورو تنو قربانیانو د کورنيو له پاتې غړيو سره د ازادۍ راډيو لپاره خبرې کوم او ويډيو ريپوټ پرې تیاروم.
دې خبرې سره مې ترې وپوښتل چې په ګريک کې دې د امنیتي وضعيت پوښتنه کړې؟ ویل يې هو، هيڅ خبره نه شته. خو ما بیا هم پرې تاکيد وکړ، چې که کوم بل ملګری درسره ځي، ښه ده کنه زه دې ملګرتیا کوم.
دې خبرې سره راته شینواری صاحب په خپل تکلم کې راخوږ شو او راته يې کړه چې واله په تا خو زه ډېر ډاډه یم خو پوهيږم چې د کتاب پروف دې د لاس لاندې دي. ما وی زه هم نه غواړم چې تاسو د يوې ولسوالۍ دومره لرې پرتې سيمې ته یوازۍ لاړ شئ چې نوم دې هم تازه اورېدلی وی. هغه ویلې چې ایمل مړوند ورته ویلي چې ملګرتیا يې کوي، خو راته يې کړه چې مجیب جان،[ چې د ډاکټر بشیر احمد پرهر، استاد نصیر ښاد صاحب او جاوید غفور کشر ورور] سره موټر شته، هغه هم راروان دی، راځه چې ګډ ورسره ولاړ شو. ما هم خپل لپټاپ اوږې ته واچاوه او د شینواري صاحب د دفتر مخه مې ونيوله. له بي بي حوا ليسې نه تر سلطانزي پلازې پورې په لاره هيڅ نه يم پوه شوی، دا چې زه او شینواری صاحب د نورو ډېرو خبریالانو سره يو ځای تر ډېره د پيښې په ځای کې پاتې شوي وو، او د بې ګناه انسانانو ټوټې ټوټې وجودونه مو لیدلي وو، يو ځل بیا هغه صحنه هو به هو مخ ته دريده چې شینواري صاحب ته مې ویل، چې دا په لسګونه جوړه چپلکې او شلېدلې او پيوندي پلاستيکې بوټان ګورې، دا ټول په دې ځای کې د غریبکارو ماشومانو د بې وسۍ او بې کسې تصویرونه دي، چې مور او پلار يې ورته په لاسونو کې د خرڅلاو لپاره پلاستيکي خلتې او یا هم د کباړ ټولو لپاره بوجۍ ورکړې وې..
دا ټوله صحنه مې د ذهن په پرده د ايینې په شان ښکارېدله او ورسره مې د هغه ځوان خبرې هم مخې ته ودرېدې چې ويل يې زموږ د کورنۍ څلور تنه شهیدان شوي چې دوه تنو ورونو يې د حمل په ۲۱ نيټه ودونه کړي وو. د همدې غمځپلې کورنۍ له غړو سره شینواري صاحب د ويډيوي مرکې په خاطر ګريک ته تلو.
زه چې د هغه دفتر ته ورسېدم، هغه له هوټل نه قابلي پلاو راغوښتې و، خو نه پوهيږم چې ولې يې راباندې د کندهار د يوې مشاعرې نه داسې يو ويډيوي شعر اوريدل غوښتل چې خپله خو يې ورته ژړلي وو، خو زه يې هم ورته ژړېدلی غوښتم. شعر په يوه ځانمرګي بريد کې د قربانيانو په ارمانو لیکل شوی و چې يو کندهاري ځوان چې خدای خبر نوم به يې څه وي، په ډیر جانانه انداز تمثیل کړی و. څو وارې يې غوني رازیګ کړ او هيله به مې ترې وکړه چې دا شعر بند کړه چې په ډوډۍ خوړلو يې پوه نه کړم، يو ځل خو يې بند کړ خو کله چې مې ډوډۍ په زوره زوره ورتمامه کړه نو شینواري صاحب بيا شعر چالان کړ او تر کومه ځایه چې مو وکتلو په رښتبا هم چې ډېر دردونکي و او ډېر ښه يې تمثیل کړی و. زما سترګې هم ورته راډکې شوې، خو ورسره جوخت مې خپل یو شعر ورته ووایه چې کابو اتلس کاله پخوا مې لیکلی و:
دومره بلد له حادثو سره یم
چې اوښکې هم چېرته په غم نه راځي
او ورته مې وويل چې دې شعر کې ما سخت درواغ ويلي دي او هغه دا چې له ماشومتوبه تر اوسه چې زه يوه معمولي عاطفي صحنه ووینم هغه که د غم وي او که د خوشالۍ نو سترګو ته مې اوښکې راځي، خو شینواري صاحب ويل چې دا خو ته خپله يو عاطفي انسان يې خو شعر د مانا له لحاظه ډېر اوچت دی.
په همدې چرت کې وم چې د ملګري امجد شهزاد د يوه شعر مطلع رایاده شوه چې تازه يې د جلال اباد وروستۍ غميزې ته ليکلی و.
د خپلې بې وسۍ ځانله پېغور دی پکار
په سترګو کې د اوښکو په ځای اور دی پکار
په دې کې د مجیب جان ټیلفون راغلو چې دی د درمسال د ونو سيوري ته له موټر سره ولاړ دی.
په دې وخت کې راحت ګل زیارمل هم ټيلفون وکړ، شینواري صاحب ورته ويل چې موږ په وتو يو، د ښيوې ولسوالۍ ګريک کلي ته روان يوو. هغه ويلې پينځه مینټه کې دررسيږم، زما تر درتګه وار وکړئ چې د کوټي کلي نه لري، څو چې موږ له مارکېټ نه راکېوتو، زیارمل صاحب هم راورسېدو، دعا مې ترینه وغوښته، هغه هم په مستانه انداز په سر لاس راتېر کړ او ويې ويل: ـ ورځئ! په رب مې سپارلۍ یئ.
او چې ما ورکتل په همېشنۍ ډکه موسکا يې ونازولم، زه له مجیب سره په مخکې سيټ کې کېناستم او شینواری صاحب وروسته کيناستو او د کريګ په لور مو سفر پیل کړ. له بهسودو لا نه وو وتلي چې شینواري صاحب چا ته ټیلفون وکړ او د قربانيانو د کورنيو د یو تن مشر نوم او ټیلفون نمبر يې ترینه واخیست. دا مشر کاکا حنیف نومېده. هغه سره مو خبرې وکړې، د لارې د امنیت ډاډ يې راکړ او ويې ويل چې د کامې د پله شرقي څنډه کې چې کوم کچه سړک دی، دا نېغ ګريک ته رارسېدلی دی.
له دې وضاحت نه مخکې ما اسلم امید ته چې د ښیوې ولسوالۍ د ځوانو د فلاحي او اصلاحي ټولنې مشر دی، ټيلفون کړی او غوږ په اواز ناست و چې ښيوې بازار ته ورسېدو، نو هغه به له ځانه سره اخلو او د قربانيانو کلي ته به راسره ځي، خو کله چې لاره بدله شوه، هغه ته مو احوال ورکړ. خو هغه ټینګار کاوه چې ښيوې ته ورشو او هغه هم له موږ سره ملګری شي.
يوه نیمه بجه وه چې د کامې له پله په کچه سرک مو د ګريک کلي مخه ونيوله. لږ چې مخکې ولاړو په يوې شنې او سمسورې سيمې مو سترګې ولګيدې، چې له يوې مخې په کې غنم کرل شوی وو، د دې منظرې ليدو خوند راکړ، جاوید جان موټر غاړې ته ودراوه او زما د موبايل په کامره يې عکس واخيست، سره له دې چې موږ په لاره د دغې ړومبي کلي د نوم پوښتنه له خلکو نه وکړه، خو داسې اویستايي غوندې نوم يې و، (کوټه تاران) د خلکو ژبه يې پشه يي وه، خو ټول په پښتو ژبه پوهيدل. تر هغې چې ګريک ته رسيدو، په لاره فکر کوم څلور کلي راغله چې په يوه ځای کې مو زیارخان یاد له خپل کيمره مين سره هم مخې ته راغلل، دوی سره مو روغبړ وکړ، دوی هم دې غمځپلې کورنۍ ته ورغلي وو او د ژوندون لپاره يې ورسره مرکې کړې وې. په لاره د يو کلی د کچړې په نوم مخې ته راغلو. د کچړې نوم ما د مشهور هنرمند او حاضر ځوابه کیسه ګوی، حضرت باز استاد له نوم سره جوخت اوریدلی و. هغه ناوخته مهاجر شوی و. په داسې حال کې چې راشن پاس يې هم نه لرلو خو د مياشتې په سر کې چې د کچه ګړۍ خلکو په ترخونو کې بوجۍ نيولې او ډله ډله به کمانډرۍ ته د راشن لپاره تلل، نو دی هم روان شوی او په کتار کې درېدلی و. هلته به پوليسو هر چا ته ويل چې پاس ښکاره کړه. د حضرت باز استاز نوبت چې رارسېدلی نو پوليس ورته ویلي چې بوډا پاس وښايه. حضرت باز استاز ورته ویلي وو چې پاس خو نه لرم که لاندې ګورې چې درته يې وښيم.
په دې کې ورته پوليس په تونده لهجه ويلي وو، چې ته خو ډېر کچه سړی يې. باز استاز ورته په ځواب کې ويلي وو چې کچه خو ځکه يم چې په وطن کې د کچړې يم او دلته په کچه ګړۍ کې اوسيږم او اوس د يوه کچه پوليس مخې ته ولاړ یم..
ويل کيږي چې دا پوليس بیا د حضرت باز استاز اشنا شوی و او راشن پاس يې هم ورته جوړ کړی و.
په کيسو کيسو ګريک ته ورسېدو. هلته يوې غټې کلا ته چې د دعا مراسم په کې تر سره کېدل، ننوتو. له روغبړ نه وروسته مو يوه مشر کاکا ته ځانونه وروپېژندل. دغه کاکا سره شینواري صاحب ټيلفونې اړيکې نیولې وې، موږ يې هم وپېژندو، ازادۍ او مشال راډيو يې دواړه اورېدلې، زموږ له غږونو سره اشنا وو، سره له دې چې د وير په ټغر ناست وو، خو زموږ ليدو او هغوی سره غمرازۍ ته ډېر زیات خوشاله شول. له مخې سره شینواري سره له قربانانيانو د کورنيو غړيو سره ويډيوي مرکې پيل کړې، چې ما خو يې د اورېدو تحمل له لاسه ورکړی و.
حنیف کاکا د هغو دوه ورونو د يوه خسر و چې تازه يې ودونه کړي وو. هغه راسره د خپل درد او د هغو ناویانو درد شریک کړو، چې لا يې هم لاسونه د واده د شپې په نکريزو سره وو. د هغوی د پرکالۍ او وخت پر وخت بيهوشۍ کيسې يې وکړې چې ډېرې دردونکي وې. د يوه بل قرباني شوي ځوان په اړه راته وويل شول چې پلار يې فالج وهلی او اته سره بچي ترې پاتې شول چې جینکې په کې ډېرې دي، يو زلمی زوی يې په لسم کې سبق وايي. خو له دې وروسته به خپلو یتيمو ورونو خوېندو او کونډې مورته د نفقې پيدا کولو په خاطر مکتب پرېردي.
کله چې مو يوه پياله چای وڅښو نو له کلا نه راووتو او د کورونو تر څنګ د سرک په غاړه هديرې ته ورغلو چې څلور واړه شهيدان يې څنګ په څنګ ښخ کړي وو چې د يوه پلار په قبر يې ګڼ ماشومان ورټول وو او په ډکو سترګو يې د شینواري صاحب پوښتنې ځوابولې.
له دې خلکو سره مو ژمنه وکړه چې باز خیریه بنسټ چې د قربانیانو د کورنيو سره د مرستو غږ کړی، د دغو څلورو شهيدانو د وارثانو برخه به ضرور کوي.
څه باندې څلور بجې وې چې له ګريک نه مو د جلال اباد په لور حرکت راوکړ.
په دغه پېښه کې پر ټپیانو علاوه څلوېښت تنه ځوانان چې اکثره يې د ملي اردو سربازان وو قرباني شوي وو.
له دغو قربانیانو له کورنیو سره د مرستې د غږ به لا یوه اوونۍ نه وه وتلې چې څه باندې پينځه سوه زره کلدارې مو له خواخوږو دوستانو تر لاسه کړې وې.
د شپې مې له ځانه سره چرت واهه چې په دې پیسو خو به خوراکي توکي واخلو او د قربانیانو کورنیو ته به يې وروسوو، خو هغه دوه خویندې چې لا يې یوه اوونۍ ودونو نه وه پوره شوې او جسدونه يې ورته مخ ته کېښودل، هغوی ته به څه ورسېږي؟ ایا یوه مړۍ ډوډۍ؟ د روزۍ خو خدای تعالي ذمه وار دی. د دوی په ژوند کې به نسبي سکون څنګه راځي؟ دا هغه پوښتنې وې چې له ډېر ساعت وروسته مې ورته ځواب موند او هغه دا چې د څلور سوه زرو روپو به څلويښت خوراکي بستې جوړې کړو او پینځوس پنځوس زره روپۍ به هغو دوه خوېندو ته ورکړو.
سبا ته چې د شینواري صاحب دفتر ته ورغلم، هغه نه و، اکرام الله اکرام، شریف الله ناصري او امین الله زهیر په دفتر کې موجود وو. دوی سره مې خبره شریکه کړه. ویل يې دا کار کله کوو، ما ویل همدا نن.
نه پوهېږم چې د شریف الله ناصري او که د اکرام الله اکرام کرولا موټر ته ورپوته شوو او کله چې ګریک ته ورسېدو، د يوې کونډې خور پلار، د قرباني هلکانو پلار، د کلي ملک او دوه درې تنه نور په یوه هوجره کې چې تازه يې د سرک پر غاړه په دویم منزل کې جوړه کړې وه او د فرش په ځای يې په کې کټونه اچولي وو، کېناستو. یوه دوه تنکيو زلمو د چايوو پیالې ډکولې چې ما خپله خبره پیل کړه.
کاکا موږ خو د دې پېښې قربانیانو کورنیو ته خوراکي توکي ورکوو، چې تاسو به هم ورته راغواړو، خو اوس موږ دې دوه خوېندو ته هر يوې ته پنځوس پنځوس زره روپۍ راوړي خو په ډېرې بخښنې سره موږ به څنګه ځانونه مطنین کړو چې دا پیسې دې خویندو ته ورسېږي؟
حنیف کاکا وویل، دا یوه خو زما لور ده او بله مې خورزه ده. موږ دومره ظالمان نه یووچې د هغو غمځپلو حق هم وخورو. او که ستاسو باور نه راځي، نو راځئ په خپلو لاسونو يې ورکړئ.
په دې وخت کې هغو دوه تنو زلمکيو چې د چايو پیالې يې راډکولې، په منډه له زینې ښکته شول او چې ما له کټ نه د سرک پر لور وکتل، هلکان د غمځپلي کورنۍ د کور پر لور په منډه وو.
ما حنیف کاکا ته وویل چې بس زموږ اندېښنه ختمه شوه. دا پیسې هغې کونډو خوېندو ته رسېږي.
کله چې موږ له هوجرې راښکته شوو او د سرک پر غاړه په دېره کې ولاړ موټر ته پورته کېدو، نو ومو لیدل چې د غمځپلې کورنۍ لس دولس تنه سپین سرې او تور سرې د بلې سر ته ختلې وې او ټولو خپل پلونه اسمان ته نيولې وو. موږ پوه شوو د دعا په پار د خپلو لاسونو پر ځای د الله تعالي حضور ته پلوونه نيولي دي..
تاسو په الله تعالی باور وکړئ، له هغې وخته تر دې دمه چې کله هم په ما د پرېشانۍ حالت راغلی او اندېښنو په مخه کړی اوسم، ناخوداګا مې د هغو سپین سرو او تور سرو خویندو میندو دعا مخته درېدلې او پرېشاني او اندېښنې مې له منځه وړي دي.
دا خو په رښتیا هم دیدار دی
پېښور قصه خوانۍ بازار ډکې نعلبندي به د هندي سینیما د وتلیو هنرمندانو دلیپ کمار او کپور خاندان په کورونو چې اوس یې د خیبر پښتونخوا د کلتور اداره د تاریخي ورثو په نوم ثبتوي، دومره مشهوره نه وي، لکه څومره چې دانش خپرندویه ټولنې په خپلو لسګونو زرو چاپ کتابونو کې مشهوره کړې ده.
زه که په پېښور کې مېشت وم او که د وظیفې په دوران کې به له کابله کورته په رخصت لاړم، نو ډکې نعلبندي کې به مې دانش خپرندویه ټولنې ته سر ورښکاره کولو او پر دانش لالا سربېره به مې په دې مرکز کې د لر او بر لیکوال او شاعرانو سره چې پخوا به مو په نومونو سره پېژندل، مخامخ ملاقاتونه کېدل.
یوه ورځ چې د پشه کال ګرمۍ په قصه خوانۍ بازار کې وارخطا کړم، نو ژر مې د دانش لالا مرکز ته پناه یوړه، د مرکز په دویمه کوټه کې مې چې د یوه چوکاټ په ذریعه مېلمنو ته ځانګړې شوې وه، په یوه نوښېزه زلمي سترګې خوږې شوې. دانش لالا خپل کمپیوټر ته ناست و او زه یې له هماغه ځایه څارلم. شاید زلمکي ته زما په رندانه انداز کاته یې نوټ کړي وو. ما دویمې کوټې ته قدم ورواخیست، دانش لالا په قهقها راولاړ شو، کلک یې غېږ کې ونیولم، بیا یې د تل په څېر په دواړو غومبرو کلک ښکل کړم او راته یې وویل:
دومره دې واله که خپلې مور په ژوند کې ښکل کړی یې لکه زه چې دې هر وخت ښکلوم. اوس چې مې هم چېرته دانش لالا وګوري، همدا چل راسره کوي.
ده چې پرېښودم، ومې لیدل چې ښابستوکی زلمی له ماسره د روغبړ لپاره راولاړ شوی و، له هغه ما کلکه غاړه واخیسته. خو د ښکلولو جرات مې ونه کړ. په دې دوران کې راته دانش لالا ویل:
ـ دا پېژنې، دا دیدار دی.
کله چې له غاړې لاسونو ته خبره راغله او څهرې ته يې مخامخ شوم، ناخوداګاه مې له خولې ووتل:
ـ واقعاً چې دیدار دی.
دانش لالا مسته خندا او دیدار حیاناکه موسکا وکړه.
ګپ ته سره کېناستوو، دانش لالا ویل، دیدار ښه شاعر دی، کورنۍ یې کابل ته کډه شوې، ده ته زه وایم چې ته همدلته څه وخت نور هم پاتې شه، انګرېزي کورسونه ووایه، څه نورې ډګریانې واخله او بیا ځه. خو دایې نه مني.
افغان ادبي بهیر ته به درځي، پام پرې کوه.
ما ویل خدای دې راولي.
دیدار ته مې په کابل کې د بهیر د غونډو د ځای پته ورکړه.
هغه وخت د بهیر غونډې د تایمني اتمه کوڅه یار موسسه کې کېدلې.
په همدې اوونۍ کې چې بهیر ته ورغلم، د څو تنو نورو ځوانانو په ګډون دیدار هم راغلی و.
دې دوران کې ما د بهیر ویاندوي کوله. نومونه لیکل مې پیل کړل، کله چې مې د غونډې اجنډا ترتیبوله، ذهن ته مې د شوبز سره تړلي مارکېټینګ ته پام ور واوښت، له ځانه سره مې وویل، له پېښوره واخله تر کابله پورې چې په سلګونو مشرانو او کشرانو د بهیر د ویاند په توګه په دې سکاڼه څېره زغملی یې، کور یې ودان. اوس وخت راغلی چې دا ستېج داسې ځوانانو ته حواله شي چې هم استعداد ولري او هم لږ تر لږه تر ما څو برابره ښکلی وي.
د بهیر غونډه پیلېدونکي وه. په دې ورځ استاد عبدالغفور لېوال کومه علمي موضوع باندې لکچر لرلو. هعه ویل چې ۴۵ مینټه وخت نیسم.
استاد غضنفر، استاد نثار، لېوال صاحب او کاروان صاحب مې بېل کړل. ورته ومې وویل:
ـ که ستاسو اجازه وي، زه د دې لکچر په دوران کې پینځه شپږ تنه ځوان استعدادونو سره په دې کوټه کې د ستېج چلولو تجربې شریکوم او بلې اوونۍ ته یوه ته ستېج حواله کوم.
استاد غضنفر راته کړه:
وه عابده، ته څنګه کولای شې چې د لسو کلونو تجربې په ۴۵ مینټو کې نورو ته انتقال کړې؟
ما ویل، لالا ستا دعا په کار ده، نیم ساعت هم ډېر دی..
عنایت الله دیدار، هارون حکیمي، جاوید اوربل، نورګل شفق، همایون هیواد او دوه درې تنه نور چې ټول د عمر په لحاظ په یوه ردیف کې راتلل، یوې کوټې ننوتو او د ستېج چلولو لومړیتوبونه مې ورته وښودل. همدلته مې پر ټولو د ستېج چلولو ازمېښت هم وکړ او ورته مې وویل چې ستاسو له ډلې چې هر څوک بلې اوونۍ ته وخته راغلو، سپین کاغذ دې راواخلي او بهیر کې د ګډون والو لست ترتیب کړي، هماغه د بهیر ویاند شو خو د درېيو میاشتو لپاره به وي او بیا به له تاسو کوم بل ځوان رامخته کېږي او ویاندي به کوي.
بله اوونۍ چې زه د غونډې ځای ته ورسېدم، د دیدار لاسونو کې مې پرچې ولېدې، له روغبړ وروسنه یې په اولسم نمبر کې زما نوم ولیکه او ورسره جوخت یې وویل:
عابد صاحب شعر وایې؟
زه ورته موسک شوم او هغه زما له نوم سره د شعر ویلو نښه وکړه.
که څه هم د ویاندۍ موده درې میاشتې وه، خو فکر کوم دیدار تر یو نیم کال پورې د بهیر ویاند پاتې شو.
د نوموړي په ستېج د ډېر پاتې کېدو ما ته دوه وجې ښکارېدې.
یو دا چې بااستعداده ځوان و، د غني خان د شاعرۍ حافظ و او شاعران به یې تل د هغه په شعرونو ستېج ته بلل. بله وجه یې د ده له ښکلي سیرت سره ښکلی صورت و. نه یوازې ښکلی و، بلکې سوټ بوټ یې د خانانو، خو، خوی یې د دوهۍ د ملنګانو و..
او دا خو رحمان بابا هم ویلي چې:
ښکلي مخ ته په کتو کې ګناه نشته.
کابو څو کاله مخکې چې دیدار صاحب شمشاد سره فلسفي ادبي خپرونه چلوله، ما به باقایده کتله او له زړه به مې داد ورکولو.
یوه ورځ راته دیدار صاحب زنګ وواهه.
ویل یې لالاجي جلال اباد ته راغلی یم، شمشاد ټلویزیون ته یوه مشاعره ثبت کوم، ځواب صاحب مې هم پیدا کړی، ځان تیاروه چې درغلو.
کامه کې یې د یاسیني صاحب په ځای کې مشاعره کوله.
د هوجرې په یوه لویه میدانۍ کې یې کټونه اچولي وو، پر شاعرانو سربېره ورته زیات کلیوال مشران، ځوانان او حتی ماشومان هم راغلي وو.
کله چې دیدار صاحب زه شعر ویلو ته وغوښتم، نو زما دا بیت یې ووایه:
چا پسې ورک زما نظر ګرځي
ښکلي چې ګورم په ما سر ګرځي
او له مخې سره یې وویل:
نوی شعر خو به درنه ضرور اورو، خو ته اول دا ووایه چې د ښکلو په لیدو درباندې دا سر ولي ګرځي؟
ما سره د دې خبرې ځواب نه و، خو خدای خبر ولې مې ورته له خولې ووتل:
دیداره ګله! ته مې چې هم په ړومبي ځل لیدلی وې، سر راباندې ګرځېدلی و.
دې سره یې یوه جانانه او مسته خندا وکړه او ما په شعر ویلو پیل وکړ.
خو د دیدار اخلاقي جرات او جسارت ته هغه وخت ګوته په غاښ شوم چې ګران ملګري اباسین بهیر راته زنګ وواهه، ویل یې شمشاد کې مشاعره ګورو، دیدار ته دې زبردست ځواب ورکړی. ههههههههههههه
۲۰۲۰ د سپټمبر لومړې نېڼه
جلال اباد، خپل کور
اعتراف
افغان ادبي بهیر په ۱۹۹۴ز کال پېښور کې جوړ شو، اوونیزې غونډې یې ښه په درز کې روانې وې چې پر افغان شاعرانو او لیکوالو سربېره ورته د کوزې پښتونخوا وتلي لیکوال او شاعران هم ورتلل او د دانش لالا مرکز هم په پېښور قصه خواني ډکي نعلبندي کې فعال و. دانش لالا کتابپلورنځی چې بیا د کتاب خپرولو په یو لوی مرکز واوښت. د لر او بر لیکوالو داسې یو غښتلی او پیوندي مرکز و چې اکثرو برنو او کوزنو لیکوالو او شاعرانو په کې نه یوازې دا چې یو بل وپېژندل، بلکي غم ښادۍ یې هم شریکې شوې.
نه پوهېږم چې د کوم کال خبره ده، د استاد شاعر رحمت شاه سایل د مشر زوی سلیم شاه واده و او سایل صاحب په کې موږ ته هم د ګډون بلنه راکړې وه.
واده د سایل صاحب دوی په کلي ملاکنډ، درګۍ "ورتېر" کلي کې و.
زه، کاروان صاحب، نثار صاحب، سالک صاحب او شهزاده هډوي په یوه دربست موټر کې له پېښوره سپاره شوو او مازیګر مهال ورتېر ته ورسېدو. ورتېر د دنګو غرونو په لمن کې د خوړ پر غاړه پروت کلی دی. هغه وخت په کې ډېر کورونه خام او تنګې تنګې کوڅې وې. د ماښام له لمانځه وروسته د واده خوړه ورکړل شوه او بیا موږ پینځه واړه یاران په خوړ کې د غره پر لور کابو نیم کیلو ميتر له کلي لیرې ولاړو او هلته په ادبي بحثونو کې ونښتو. یو وخت ګورو چې له کلي نه ټولې هغه موټرې چې خلک په کې واده راغلي وو، یو په بل پسې په وتو دي.
موږ چې د واده ځای ته ور ورسېدو، سایل صاحب، ارواښاد خالق زیار، علي اکبر سیال صاحب او د ماهر استاد په نوم یو خوش خویه کس چې هرې خبرې سره به یې خندولې، موجود وو.
سایل صاحب وویل چې کلي کې څه غم پېښ شوی، مېلمانه او کوربانه ټول سخاکوټ کالج ته ولاړل، د موسیقي پروګرام هلته دی. که تاسو موسیقي اورې چې د موټر غم درته وکړم او که موږ سره پاتې کېږئ، غورې به وکړو.
کاروان صاحب ورغبرګه کړه چې تاسو سره غورې زر ځله له موسیقۍ نه ښه دي.
یو ساعت خو ماهر صاحب په لطیفو او پوچو ټوکو ښه وخندولو او بیا ورو ورو مشاعرې ته لار هواره شوه. دې مشاعرې د نورو عامو مشاعرو سره فرق لرلو. یوه دوره به چې پای ته ورسېده، بله به پیل شوه. په یادو ښاغلیو کې له ما نه پرته ټول د ټاپ شاعران وو او هر یو به هڅه کوله چې یو په بل پسې ښه شعر ووایي. له بده شامته د شعر ویلو دا دوره به په سایل صاحب ختمېده او په ما به پیل کېده. ما به په وېره وېره شعر وایه خو سایل صاحب او اکبر سیال به پرې پرېمانه داد راکاوه. زه به وارخطا غوندې شوم، زړه کې به مې ویل چې ریشخند راباندې وهي.
د شعر ویلو او یا دا چې د شعر د سیالۍ دا لړۍ کابو دوه ساعته وغځېده
کله چې مشاعره پای ته ورسېده، نو سایل صاحب وویل:
تر اوسه خو موږ سره دا تاثر موجود و چې بره پښتونخوا په نثر لیکنه کې مخته ده او کوزه پښتونخوا په شعر کې.
خو تاسو نن د دومره اوچتو خیالونو شعرونه وویل چې زموږ دا تاثر یې غلط ثابت کړو.
زه اوس په ډاګه دا ویلی شم چې بره پښتونخوا د نثر لیکوونکیو تر څنګ پیاوړي شاعران هم لري.
د لیکلو نیټه
۲۰۲۱ د مې درېیمه
د کاټن جامې
کاټن چې د پښتونخوا د چارسدې خلک ورته نخ يا نخي ټوټه وايي، په ګرم سېرو سيمو او په ځانګړې توګه پېښور کې يې زاړه او ځوانان استعمالوي او هغو ننګرهاریانو چې په پېښور کې کلونه کلونه وخت تېر کړی او اوس ننګرهار ته راستانه شوي، دلته هم په اوړي کې د کاټن جامې اغوندې.
کاټن ټوټه یوازې له مالوچو جوړېږي. د نورو ټوټو غوندې په کې لیلون تار نه ګډېږي، نو ځکه د اوړي په ګرمۍ کې بدن نه سوزوي او د پشکال په موسم کې چې په خولو لوند خيشت شوی وي، د باد يوه نرۍ څپه چې له کومې راوالوزي، نو بنده داسې انګېري چې د ايرکنډېشن هوا پرې ولګېده.
خو د دې جامو عمر ډېر نه وي. یوازې یو سیزن استعمالېدی شي. بله دا چې که په ازغي کې هم درنه د لمنې کومه پيڅکه ونښلي، نو بیا له اغوستو نه ووځي.
ما چې ډېر کلونه په پېښور کې تېر کړي، د کاټن جامو په استمعال روږدی شوی یم. که څه هم له دې جامو ښه خاطرې نه لرم، خو بیا مې هم خوښېږي. یو ځل چې مې نوې جوړه اچولې وه، له کارخانو مارکېټ نه مزدا ته وختلم. تاکال ته چې راورسېدو، نو ما د ښېښې اړخ ته څوکې پرېښوده او دې بلې څنډې ته چې د څوکيو تر منځ کوڅه ده، کېناستم. په تاکال تمځي کې یو پهلوان غوندې ځوان راوخاته. دا چې ما سره څوکۍ کې ځای و، راغلو او اشاره يې راته وکړه چې ښېښې خوا ته وړاندې شم او ده ته ځای پرېږدم.
خو ما کيڼه پښه پر ښي راواړوه، اوږه مې کږه کړه او هغه د ښيښي خواته کېناست.
زه په کوم چرت کې تللی وم، د کلينر دې اواز چې صدر سټېډیم واله په کې شته. پام ورواړه او چې کله له خپله ځای په ټول قوت راپورته شوم نو نيمايي لمنه مې د پهلوان تر کوناټو لاندې پاتې شوې وه.
سخت يې خفه کړم. یو خو راته دا جوړه چا په تحفه کې راکړې وه او بل مې پرې هغه وخت پوره پینځه سوه روپۍ ورکړې وې او ښه په شوق يې راته ګنډلې وې.
بس له مخې سره ريکشې ته پورته شوم، کور ته مې ځان ورسوو او بله جوړه مې په تن کړه.
څو کاله وړاندې چې شاه محمود شینواری ازادي راډیو کې د خبریال په توګه دنده پیل کړه. یو ورځ يې راته کړه چې ازادي راډيو خپله کلیزه لمانځي او حمید مومند راته ویلي چې عابد صاحب هم درسره راوله.
دا چې زه د مشال راډيو د خبریال په توګه په ننګرهار کې د کار کولو اجازه ولرم، نو ازادي راډيو د ننګرهار چارواکو ته د خپل خبریال په توګه د یوه رسمي مکتوب له لارې ورپېژندلی یم، نو حق يې جوړېدو چې زه دې په کلیزه کې ګډون وکړم.
په دې ورځ مې هم کاټن جوړه اچولې وه او يو بهاري جاکټ مې پرې د پاسه هم اچولی و. د ازادي راډيو په حویلۍ کې چې کوم چمن و، ګرد چاپېره ترې د ګلاب بوټي ولاړ وو. د دې پر ځای چې زه چمن ته په ورغلي لاره ورشم، له ګلونو د بوټی مې قدم واړاوه او چې بل قدم مې پسې ورواخيست نو د ګلاب په ازغي کې مې شاتینۍ لمنه نښتې وه او تر نیمايي يې زیاته يې راشکولې وه. سخت وارخطا شوم. دلته نو پر نارینه همکارانو سربېره ګڼې ښځینه همکارانې هم وې چې له ټولو سره روغبړ کول هم ضروري وو، د کابل غوندې په ښکلې موسم کې راباندې خوله راماته شوه، هاخوا دې خوا مې وکتل، د هيچا راته پام شوی نه و. په یوه دفتر ننوتم، هلته ګران همکار اجمل تورمان په خپل لپټاپ کې څه لټول. له هغې مې سینجاق راواخیست او څو ځایه مې پرې لمنه سینجاق کړه. او تر هغې په چوکۍ ناست پاتې شوم، څو پورې چې غونډه نه وه خلاصه شوې.
ما فکر کولو چې زما شلېدلې جامې به کوم ملګري نه وي لیدلي او نه هم ما خپل د څنګ ملګري شینواري صاحب ته ویلي وو، خو د شپې چې جلال اباد ته راورسېدم، یوې همکارې راته زنګ وواهه او په خبرو خبرو کې یې راته وویل:
عابد صاحب! سخته درته خواشیني شوم چې ازغو دې لمن درڅېرې کړه. او بیا يې دا پسې غبرګه کړه چې ته چې له یوه ولایته بل ته ځې، ولې یوه جوړه دوه جامې له ځانه سره نه وړې؟
ما سره يې د دې خبرې ځواب ځکه نه و چې هغه وخت زه مسافر وم او پوره يوه اوونۍ به مې په تن کې جامې ساتلې.
په ۲۰۱۸ ز کال مې په پېښور کې د مشال راډيو لپاره د ګران همکار او وتلي هنرمند هارون باچا د هنرمندانو تذکره چاپوله. هره ورځ به پېښور جنګي محله کې نديم ټریډ سنټر ته تلم. دا کوڅه شاید اوس هم ډېر بيروبار ولري. هغه وخت به په کې اکثره مزدورانو په سر د کاغذونو بنډولونه، چاپ کړې نسخې او کتابونه له يوه ځایه بل ځای ته روان کړي وو، او په همغې تنګې کوڅه کې به ځینو مزدوارنو په لاسي کراچيو کې چاپ کړې کتابونه او نور بلا و بتر اچولي وو چې د مزدورانو دې کراچيو به پلي تلوونکيو ته مشکلات پیدا کړي وو. زما مخ ته چې به په کتابونو یا کاغذونو بار کراچۍ راغله، نو بیا به مې کوښښ کولو چې په یوه سوړه ترېنه ځان وباسم. یوه ورځ په همدې ګڼه ګوڼه کې چې ریکشو او کراچيو د پلي تلوونکيو لاره بېخي بنده کړې وه، ما له دې ګڼې ګوڼې ځان ایستل غوښتل. له بده مرغه په دې ورځ مې هم د کاټن جوړه چې بو ځل وینځل شوې وه، په تن وه. له یوې کراچې مې لوړ ګام واخیست او چې دا بل ګام مې اوچت کړ، نو د کاټن جامو شاتینۍ لمنه مې د کتابونو په کراچۍ کې پاتې شوه.
سږکال اختر ته مې راته ورور بیا د کاټن دوه جوړه جامې اخیستې وې، خو راونه رسېدې، ځکه چې د قرنطین له وجې تورخم باندې تګ راتګ بند شوی او زموږ په عزیزانو کې څوک د اختر د لمانځلو لپاره ننګرهار ته رانغلل.
د لیکلو نېټه
د ۲۰۲۱ ز کال د مۍ ۱۶ مه نېټه
دا خو ګل ببو راغله
د لږې شېبې لپاره به ګل ببو همدلته پرېږدو، په سر کې به له ما سره په تصویر کې ولاړ ځوان باندې درسره لږه خواله وکړم.
دا ځوان حیات الله وړ نومېږي. ښه شاعر دی. زه یې د تېرو ۲۵ کلونو راهیسې د ځوان کهول د نماینده شاعر په توګه پېژنم. دی او د ده والد صاحب استاد عبدالله صداقت نیازی مې پېښور کې د افغان ادبي بهیر په غونډو کې پېژندلي وو. وړ صاحب د کډوالۍ پر مهال په جلوزو کیمپ کې په کوم افغاني ښوونځي کې زده کړې کولې. هغه وخت غربت هم ډېر و. افغان ادبي بهیر ته به له استاد عبدالمعيد هاشمي، ګل رحیم نیازمند، عزت الله پامیر، زبیح الله احساس او شرر ساپي سره یو ځای په ډله راتلل. ما ته د دې خبرې اندازه لګېدلې وه چې هغه وخت دې تنکیو ځوانانو د ښوونځي له خرڅ نه پیسې بچ کولې او د بهیر غونډو ته به یې ځانونه رارسول.
هغه وخت ما د بهیر ویاندي کوله او دغو ځوانانو ته به مې د مازیګر د لمانځه له وقفې مخکې د شعر ویلو نمبر په دې خاطر ورکولو چې جلوزو ته بېرته ورتګ ور په غاړه و. بیا داسې وخت هم راغلو چې په جلوزو کیمپ کې یې یوه ادبي ټولنه جوړه کړه. اوونیزې غونډې یې کولې او بهیر ته راتګ یې هم نه قضا کولو.
دا تصویر له وړ صاحب سره په کندوز ولایت کې د رېدي کل په نوم د کلنۍ مشاعرې د بنیاد ایښودو پر مهال اخیستل شوی دی.
وړ صاحب همدلته پرېږدو او زما په تن د هندي سټایل دې جامو ته تم کېږو. البته ګل ببو ته به د لیکنې په اخره کې سر ورښکاره کړو.
په ۲۰۰۴- ۲۰۰۵ ز کلونو کې چې د میډیا یرغال افغانستان ته راغلو، نو د چاپي او غږیزو رسنیو تر څنګ په لسګونو شخصي ټلویزیونونو هم په فعالیت پیل وکړ. د اکثرو هغو پروډکشن تر خبرونو پورې محدود و. اکثرو به هندي سریالونه چلول. تولسي ډرامه ما هم تعقیبوله. په هغې ډرامه کې به نارینه کرکټرونو دغه شان شوخ او خامک لرونکي جامې په تن کولې. بیا به چې زه کوم واده ته وبلل شوم، نو اکثرو ځوانانو به د تولسي ډرامې نه په تقلید جامې جوړې کړې وې. دغه ډول جامې دومره دود شوې چې بیا به په مارکېټونو کې تیارې هم خرڅېدې. زما نه خوښېدې، خو که ووایم چې دا تیارې جامې ما ته زما یوې همکارې اخیستې وې، نو ویرېږم چې د شاعر ملګري راشد خټک د هغه نظم په څېر؛ چې د خپلې محبوبې لخوا یې له ځانه ځانته خطونه لیکل او د چم ګاونډ خلک پرې پوهېدل چې (دیوانه زنده خوش است.)
او خپلو کې به یې یو بل ته اشارې کولې چې دا خو هم غټ استاد دی.
دا جامې زما همکارې ما ته په دې خاطر نه وې اخیستې، چې ګوندې زه یې خوښېدم او نه ما دومره طالعې لرلې چې ځوانه جینۍ دې ما خوښ کړي. دلته یوه ټوکه رایاده شوه:
کوم ماشوم په منډه جومات ته ورغلی او له ملا صاحب نه یې په وارخطایي پوښتنه کړې وه چې
ـ ملا صاحب، ملا صاحب، زما مور خو دلته نه ده راغلې؟
هغه ورته په ځواب کې ویلي وو:
ـ ملا او دومره طالعې!
بلکې د دې په خاطر یې اخیستې وې چې، زه به چې کله هم په رخصت پېښور ته لاړم، نو دې همکارې ته به مې خامخا یو کیلو دوه د رځړو میټایي راوړل. او که نه یې منئ نو زموږ د هغه وخت له همکار انجینر ستانه میر زهیر نه یې وپوښتئ.
ګل ببو ته نېږدې شوي یوو، خو له هغې مخکې به یوه بله خبره وکړم.
زه چې د لس دولسو کلونو په عمر وم او په خپل کلي ثمرخېلو کې مو ارام او اسوده ژوند لرلو
هغه وخت کلیوالو مېرمنو بورقې نه اچولې، په پوړنې به یې د ضرورت په وخت مخ پټولو. خو د میاعلي بابا زیارت ته به چې له جلال اباده ښځې راتلې نو ګردو به یې نیله بورقې اچولې وې. زموږ دوکان د میاعلي بابا زیارت نه لاندې خوړ غاړه کې و. کوم ملګري به له لېرې غږ وکړ:
ـ زیارت ته بورقه والې راغلي دي.
بیا به نو موږ څو تنو همزولو دوه خپلې او دوه پردۍ کړې، ځانونه به مو زیارت ته ورسول.
زیارت کې به چې ښځو ته میاصاحبانو تاویزونه او ساختونه ورکړل نو بیا به ډله ښځو د تړلو لېونیانو کوټو ته له ورایه سرونه ورښکاره کول. هغوی به د لېونیانو او موږ به د ښځو چې د بورقې د مخ پرده به یې پر سر اړولې وه، ننداره کوله.
اکثرو لېونو به خپل کمیسونه شلولې وو او یو نیم به په کې لوڅ لپړ هم ولاړ و.
یو نیم لېوني به چې ډله ښځې ولېدې، ناشایسته کلمې به یې هم له خولې وتلې خو ننداره کوونکو ښځو به ورته په ډکو خولو خندلې.
زه چې کله هم کلي ته ولاړ شم، یو ځل خامخا د میاعلي بابا زیارت ته سر ورښکاره کوم، د لېونیانو په کوټو ګرځم، خبرې ورسره کوم او ارزه برزه ترې اورم.
فکر کوم د ۲۰۰۶ ز کال خبره ده. کلي ته د یوه واده په مناسبت له کابله تللی وم. او همدا هندي سټایل جامې مې په تن وې. یاسر ثمرخیلی چې په کابل کې زما د کوټې ملګری و، هغه هم کلي کې و او دواړه زیارت ته ورننوتو.
په زیارت کې ټولتال درې لېونیان وو چې دوه یې پرهېز کړي وو، میاصاحبانو څوک نه ور پرېښودل چې خبرې ورسره وکړي.
د زیارت جنوب لور د یوه لېوني د کوټې مخته لس دولس تنه هلکان ولاړ وو او لېوني ورته په لوړ غږ د خپل مینتوب کیسه رانیولې وه.
موږ دواړه هم د ډلې هلکانو په لور ور وران شوو. لس دولس میتره چې لېوني ته ورنېږدي شوو او د هغه په موږ یې سترګې ولګېدې، خپله کیسه یې پرېښوده او یو ناڅاپه یې چیغه کړه:
ـ اخ، ما ترې زار کړې، دا خو ګل ببو راغله.
ما ته خپل ماشومتوب رایاد شو، شا ته مې وکتل چې ګوندې لېوني به کومه ښځه لیدلي وي
خو لېوني راباندې بیا غږ کړ.
ـ شا ته شا ته مه ګوره تا ته وایم، ګل ببو! له کومې خوا راغلې؟ هاهاهاها
او دې سره یې د لاسونو دواړه پنجې یو ځای کړې، په چپ کوناټي یې کېښودې او درې څلور جوله یې کوناټو ته ورکړ او راته یې کړه:
ـ ځه کنه ګل ببو! شروع وکړه او که نه چې د کلي ډم درته له ډوله سره راوغواړم.
په دې وخت کې چې ما د لېوني نندارې ته ولاړې ډلې ته وروکتل، ټولو راته په داسې انداز کتل لکه زه چې په رښتیا هم هجړا یم.
د لیکلو نېټه
۲۰۲۱ د مۍ ۱۳ مه
خپل کور جلال اباد
قمر نړیوال او د هغه بې نظیره نظم
خدای خبر ولې راته په دې حقه روژه کې د پښتونخوا له چارسدې سره تعلق لرونکی ارواښاد قمر نړیوال رایاد شو.
نړیوال صاحب مې په ۱۹۹۲ز کال پېښور خیبر بازار کې د «ساهو لیکوونکيو مرکې» په یوه غونډه کې لیدلی و. په قد لږ اوږد، په بدن خوار، له رنګه تور، ټکي ټکي مخ او توره قره قلي به يې هم تل په سر وه. مینه ناک انسان و. له مرکې نه علاوه به چې د پښتونخوا په خاوره چېرته هم لویه مشاعره جوړېدله، نړیوال صاحب به په کې حاضر و او دا چې مشر شاعر و، نو د وتليو شاعرانو او لیکوالو په ډله کې یې ځای لرلو.
په هماغه وخت کې یې له مشر شاعر او نقاد سلیم راز صاحب سره په « انجمن ترقي پسند مصنفین» تحریک کې سرګرم و. دا تحریک چې نظریاتي بحثونه په کې مطرح کېدل، ارواښاد صنوبر حسین کاکاجي يې بنیاد ايښې و.
خبره مې د قمر نړیوال د شهرت کوله. نوموړی چې د چپي نظریاتو پلوي و، د ژوند په وروستیو کلونو کې يې يو غزل ویلی و چې بیا ترې په پنځم کال هم په لویو مشاعرو کې د تازه کلام په نوم اورېدل کېدو. ما ترې په یوه کال په ملاکنډ سخاکوټ کې چې ارواښاد صاحب شاه صابر يوه لویه مشاعره جوړه کړې و، اورېدلی و. په بل کال مې بیا په مردان کې چې پروفیسر زبیرحسرت او ملګرو يې لویه مشاعره جوړه کړې وه، هلته مې ترې هم اورېدلی و او په درېیم کال مې ترې په صوابۍ کې په یوه لویه مشاعره کې اورېدلی و.
د هغې شعر عنوان و:
بې نظیره.
دا نو د غزل ردیف و. نړیوال صاحب چې به د شعر ویلو لپاره ستېج ته وغوښتل شو، نو د مشاعري سلګونو ګډونوالو چې اکثره به يې د کالج زده کړیالان وو، د هغو د لاسونو په پړقا کې ستیج ته تللو.
هغه به چې د شعر ويلو لپاره په ستېج ودرېده، شاوخوا به يې مشرانو ته په خنده رویه موډ کې احترام وړاندې کړ، یوه جوړه چشمې به يې له سترګو لېرې کړې او بله جوړه به يې سترګو ته واچولې، کتابچه به يې خلاصه کړه او چې څنګه به يې وویل:
ـ یو تازه کلام دی.
نو د هال نه به د اورېدونکیو اوازونه پورته شول.
بې نظیره، بې نظیره!
نړیوال صاحب ورغبرګه کړه:
ـ او جې او، بې نظیره.
دا چې نړیوال صاحب اوږده کلونه د اشتراکي نظريې خاوند پاتې شوی و او د دې غزل په وروستي بیت کې يې بیا خپله تسلیمي وړاندې کړې وه، نو د ژوند تر پایه یې همدا بې نظیره شعر ویلو.
د غزل مطلع خو راته هو به هو نه ده یاده، خو مطلب يې څه دا ډول و
له ډېرې سنجیدګۍ نه پس قمر په دې باور شو
په دواړو جهانونو کې رحمان دی بې نظیره
ماسل
ماسل، هغه چا ته منسوب نوم و، چې د سردار داود خان د واکمنۍ تر مهاله پورې به په علاقه داريو کې د دې لپاره ساتل کېده، چې سرکار ته مخبري وکړي.
ماسل به کليوالو ته د علاقه دارۍ له لورې ورپېژندل کېده، که چا به په علاقه دارۍ کې په کوم چا دعوه لرله، نو همدې ماسل ته به د علاقه دارۍ له خوا د جلب پاڼه ورکول کېده او هغه به نېغ د کلي د ملک هوجرې ته ځان رساوه، مطلوب شخص به په لږ وخت کې حاضرېدو او ماسل به له ځانه سره علاقه دارۍ ته بوتلو.
زموږ په کلي کې به ماسل ته د قدر او احترام په سترګه کتل کېدل. د کلي خانانو او ملکانو به هم ورته ناز ورکولو او ځینو خلکو خو به ترې په دې ډډه کوله چې ګوندې مخبر دی، هسې نه چې په غم يې واړوي.
کابو ۴۴ کاله وړاندې مې له ارواښاد پلارجان سره د نوروز مېلې ته چې له هوايي ډګر تر څنګ مقام خان کې به د سخي صاحب په نوم جنډه جګېدله، تللي وم. هلته مې د پاخه عمر يو تور رنګی سړی، چې پخنه قرقلي يې په سر وه، په پوزه يې زخې ولاړې وې، وکوت. دغه سړي په مېله کې له فرعي دوکاندارانو نه لس، لس افغانۍ راټولولې. په دې وخت کې يې زما په پلار سترګې ولګېدې، سلام کلام يې ورسره وکړ. کله چې هغه په خپله مخه ولاړو، ما مې له پلار نه پوښتنه وکړه چې دا سړی څوک دی او ولې له دوکاندارانو پیسې راټولوي.
هغه راته ته په لنډو کې وویل چې دا مختار نوميږي او د علاقه دارۍ ماسل دی.
د نوروز ميلې نه به لا درې څلور ورځې نه وې تېرې شوې چې زموږ په کوڅه کې شور پورته شو، چې مختاري ماسل لست راوړی او د کلي هغه ځوانان چې عمرونه يې دوه ويشت کلنۍ ته رسېدلي وي، د عسکرۍ لپاره علاقه دارۍ ته جلب کړي.
زموږ په کوڅه کې هم له هغو کورونو څخه د ښخینه وو ژړاګانې پورته شوې چې د بچو عمرونه يې دوه ویشت کلنۍ ته رسېدلي وو. شپه په شپه کې يې نايي راوغوښت او په هغو ټولو يې سرونه او برېت وخرېيل چې په جلب کې يې نومونه راوتلي وو.
په سبا سهار عسکرۍ ته جلب شوي ټول ځوانان زموږ د دوکان مخې ته راټول شول، تر نیمايي کلي زیات خلک يې خدای پامانۍ ته راوتي وو او هر چا ځوانانو ته ډاډ ورکولو چې دا دوه کاله خدمت به درباندې د سترګو په رپ کې تېر شي.
هلته يوه لارۍ ولاړه وه، مختاري په يوه لاس کې یو کوتک او په بل لاس کې د جلبیانو لست نیولی و، د هر چا نوم چې به يې واخېست، هغه به په ډکو سترګو له خپلې بسترې سره لارۍ ته پورته شو.
اخ، موږ ۴۴ کاله پخوا څومره مهذبه ټولنه لرله! قانون ته څومره پابند مشران مو لرل!
په يوه کوتک به یوه ماسل څلوېښت کسان روان کړي وو. خو اوس په يوه مجرم پسې څلوېښت تنه زغره وال ورشي، خو په ناکامۍ سره ترې راستانه شي.
یا ربه قانون......
له بهیر سره تړلې یوه خاطره
«هغه برمیال چې په بهیر کې ورته زما په خلاف ستا ملاتړ حاصل و.»
ما به په نورو لیکنو کې هم چېرته دا وضاحت کړی وي چې له پیله به مې په افغان ادبي بهیر کې د غونډې په ګډونوالو د تورو چايوو پیالې ویشلې، بیا مې ګذارش لیکنې ته لاره وموندله او بیا چې په کې ویاندوی ته ورسېدم، نو تر ډېرو کلونو مې سنګرکلک نيولی و. د بهیر یارانو هم کله داسې هڅه نه وه کړې چې زما پر ځای دې بل انانسر وګماري. کله کله به مې ځان سره ویل چې، ته خو چندان قواره هم نه يې او نه هم ښکلې ادبي قریحه لرې، نو بیا دې څله دا ستېج قبضه کړی دی؟
دا نو ۲۰۰۰ ز کال خبره ده چې افغان ادبي بهیر پېښور شاهین ټاون کې د میرویس احمدزي، یاد دې په خیر وي؛ په چلنجر کورس کې خپلې غونډې کولې. موږ سره د بهیر له پیله تر هغه وخته چې بهیر خپلې غونډې پېښور کولې، نجیب عامر او ذاکر برمیال پاخه بهیروال وو. دا دواړه هم ښکلي وو او هم په ډېرو ادبي مسایلو پوهېدل.
پرته له دې چې د بهیر له مشرانو سره خبره شریکه کړم، د غونډې اجنډا مې جوړه کړې وه، مخکې له دې چې اجنډا اعلان کړم، و مې ویل:
ګرانو مشرانو او د بهیر ګډونوالو
له اوږدو کلونو راهیسې تاسو د بهیر واګې زما لاس کې راکړي او هره اوونۍ په ستېج نېغ نېغ کېږم. تر دې مو برداشت کړی یم چې ستاسو پر وړاندې رانه کله دا بې ادبي هم وشي چې د انسانسرۍ پر مهال سګریټ ته تیلی ورته کړم، او زه باور لرم چې که وغواړم چې د بهیر انسانسرۍ ته دوام ورکړم، تاسو مې مخالفت نه کوئ، خو زه نور نه غواړم چې د بهیر انسانسري وکړم. دا ځکه چې تر ما وړ او تعلیم یافته ځوانان له موږ سره شته، چې په ښه توګه انسانسري کولای شي. ممکن دلته موجود ډېر ځوانان علاقه ولري چې د بهیر انساسري وکړي. نو زه همدا نن د غونډې اجنډا نجیب عامر ته سپارم، د نقد برخه به دی انانس کړي او د مشاعرې برخه به يې ذاکر برمیال پر مخ یوسي.
عامر صاحب ته مې د ویاندوۍ لپاره بلنه ورکړه، هغه زړه نا زړه یو خوا بل خوا اوتر اوتر وکتل، یو ډول حیرت کې لاړ. په دې وخت کې خدای بښلي استاد محمد صدیق پسرلي سکوت مات کړ ويې ویل:
عابد جانه، موژ درسره نه يوو تنګ او که دا ستا خپله پرېکړه وي، نو درسره منو يې.
ما له مخې سره بیا نجیب عامر ته د ویاندوۍ بلنه د لاسونو په پرقا کې ورکړه او هغه هم تاند تاند تر ستېجه راغلو او اجنډا یې راڅخه تر ګوتو کړه.
لومړۍ برخه چې د کوم ملګري په کیسه نقد و، عامر صاحب مخته وړله. په دې وخت کې برمیال صاحب زما خوا ته راغلو او په سپينه پاڼه يې رانه د ستېج لپاره د څو شعرونو د نوټ کولو هیله وکړه. يو څو شعرونه مو ورته ولیکل او سپارښتنه مې ورته وکړه چې د هر شاعر شعر چې يې خوښېږي او ښکلی وي، شاعران پرې رابوله، خو له دوه بیتونو به زیات نه وايې.
که څه هم ما انسانسري دغو ښکلیو زلمیانو ته پرېښې وه، خو اجنډا جوړول مې له لاسه نه وو ورکړي. دا نو یو معمول جوړ شو چې عامر صاحب به د نقد برخه وړاندې کوي او برمیال صاحب به مشاعره مخته وړي. دا نو ما ته پته نه وه چې عامر صاحب دا تنده لرله چې کله به زه برمیال ته د نقد او عامر ته د مشاعرې برخه ورسپارم، ما به هر ځل د مشاعرې برخه برمیال صاحب ته سپارله. زما دې عمل نجیب عامر ته خوند نه ورکاوه.
څو کاله وړاندې ذاکر برمیال له اطرېش نه پراګ ته په چکر تللی و او هلته د څه وخت لپاره له نجیب عامر سره پاتې شوی و.
په هماغه وخت کې عامر صاحب له برمیال صاحب سره يو ګډ عکس خپور کړ او ورسره يې ولیکل:
زه او برمیال په پراګ کې.
ما ورته د تبصرې په خونه کې له شوخې نه ولیکل:
نجیب جانه دا کوم برمیال دی؟
هغه راته په ځواب کې ولیکل:
دا هغه برمیال دی چې په بهیر کې به ورته زما په خلاف ستا ملاتړ حاصل و.
لیکلو نېټه
د ۲۰۲۱ ز کال د اپرېل ۱۹ مه
د سپینې وړۍ خاطره
د ۱۹۹۲ ز کال خبره ده. ما تازه تازه په شعر لیکلو پیل کړی و او د کاروان صاحب، نثار صاحب او سالک صاحب تر څنګ مو حنیف خلیل، سید شاه سعود او راشد ختک سره موندلي وو.
افغان ادبي بهیر لا نه و جوړ، خو زموږ ادبي ناستې به په صدر شفیع مارکېټ کې د چایو په یوه زاړه هوټل کې کېدلې.
کله نا کله به زموږ په دې ناستو کې استاد شاعر رحمت شاه سایل، جادوګر لیکوال نورالبشر نوید او کره کتوونکي پرېشان داودزي هم برخه اخیستله.
دا نو زموږ له پښتو شعر او ادب سره د لېونۍ مینې د انتها دور و.
په یوه ساعت، دوه ساعته ناستو مو ادبي تنده نه خړوبېدله. د پښتونخوا ټل، مردان، نوښار، چارسدې، ملاکنډ، سوات او تر دیره پورې به لویو مشاعرو ته ګډ تللو او د هرې جمعې شپه به مو یا د کاروان صاخب شاعرانه کوټه کې رڼوله، یا به زموږ بیټک ( هوجرې) کې وو او یا هم د سالک صاحب دوی په هوجره کې چې سپینه وړۍ کې وه، پاتې کېدو.
هغه وخت سپینه وړۍ کې د هستوګنې کورونه کمې او کرنیزې ځمکې زیاتې وې.
د سالک صاحب دوی د هوجرې تر څنګ هم په څو کوراړو کې شوتل کرل شوي وو.
ما ته له ماشومتوبه د شنو کروندو ننداره نه یوازې دا چې خوند راکوي، بلکې د شوتلو وږم خو مې سم نشه کوي.
نورمحمد سالک چې تر مصطفی سالک یې مشر ورور دی، ډېر کلونه د افغانستان په ملي راډیو ټلویزیون کې نیوز کاستر یا ویاند پاتې شوی او کابو دولس کاله وړاندې که مو په شمشاد ټلویزیون په ننګرهار کې په امان الله خان ښارګوټي کې د هستوګنې لپاره د پلاټونو یا نومرو اعلان په شد و مد اورېده، د همدغه نورمحمد سالک غږ و.
د سپینې وړۍ کلیوالو به په نور باله.
یو مازیګر چې د سالک صاحب دوی هوجرې ته ورسېدو، کاروان، نثار او حنیف خلیل په کټونو کې ډډه شول او ما نور محمد له ګوتو ونیو او د کروندې خواته روان شوو.
زه له هماغه وخته د سګریټ څکولو بد عادت لرم.
هلته چې په پوله کېناستو، نو په لږه شېبه کې دوه تنه پوډریان چې د سپینې وړۍ وو؛ له کومې خوا راغلل او له موږ سره په پوله کېناستل.
په دې وخت کې نورمحمد ډک سګریټ ته تیلی ورته کړ.
یوه پوډري نورمحمد ته وویل:
ـ نوره! بیا مو څوک مېلمانه دي؟
نورمحمد ورته وویل:
یو خو دا عابد دی، بل نثار دی، بل هغه زموږ او ستاسو کلیوال حنیفی دی او بل کاروان صاحب دی.
په دې وخت کې دویم پوډري خبره ونیوله:
ـ دا کاروان یې لا په کې کوم انجروت دی چې صیب دې ورسره وویلو؟
نورمحمد چې څو ځواب ته خوله جوړوله، لومړنی پوډري پرې ورغږ کړ:
ـ شوده خړپه ته کاروان نه پېژنې؟ کاروان صیب خو سم د دې زمانې رحمان بابا دی.
ده به لا نور څه هم ویل خو دویم پوډري یې خبره ونیوله او ویې پوښتل:
ـ ولې رحمان بابا ګونې څه پېغامبر نه و؟
لومړني هغه غوږونو ته ګوتې وروړې او د استغفرالله کلمه یې څو ځلې تکرار کړه.
د لیکلو نېټه:
د جون ۱۳مه ۲۰۲۱ ز کال
د سایکل یوه بله ګټه
د دې تېر ژمي په سر کې راته دیدار احمد مایار زنګ وواهه چې د ننګرهار علمي او فرهنګي مرکز (میدیو تیک) د ځوانانو شبکه یوه ډله ځوانان د ژورنالېزم له لنډ مهالي کورسه فارغوي، که مهربانۍ وکړئ او تاسو هم ورسره خپلې تجربې شریکې کړئ.
زړه نا زړه وم، ما چې څو د انکار لپاره بهانه او کلمات په ذهن کې راجوړول، نو هغه را د مخه شو او ویې ویل:
ـ اباسین بهیر او سرحدي ځواک هم غونډې ته خبرې لري او فکر کوم چې بیا کوم واده ته په ګډه بلل شوي یوو.
ما هم نوي سکېچر بوټان پښو ته واچول، سایکل مې له غوږه ونیوه، پښه مې پرې واړوه او په يو پاو وخت کې په شېشم باغ کې د زراعت اړوند پخوانۍ میکانیزې ته چې د میدیو تیک دفتر په کې دی. ورسېدم..
د دفتر د غونډو د تالار مخته په لسګونه جوړه بوټان له پښو ایستل شوي وو. ما هم خپل نوي اوګلالي، تېز نیله رنګ سکېچر له پښو وایست او د دېواله غاړې ته مې په دې خاطر کېښودل چې څوک پرې له خاورو ډکې پښې کېنږدي. د هال مخته په دروازه کې څلور پینځه تنه چې تنکي زلمیان وو، د مېلمنو ښه راغلاست ته ولاړ وو.
دا چې کورونایي حالت وو، ټولو پر خپلو سینو لاسونه کېښودل او احترام یې پر ځای کړ.
غونډه پیل شوه. زما د خبرو کولو نوبت هم تېر شو. د اباسین بهیر تر څنګ ناست وم، هغه او سرحد ځواک هم خبرې وکړې. بهیر صاحب مې غوږ ته خوله رانېږدې کړه ویې ویل:
د ناصر حلیمي د ورونو ودونو ته په ګډه بلل شوي یوو.
ما ویل زه ووځم، سایکل په ماما روغتیا پلازه کې دروم، ما به هلته نه اوچت کړئ.
هغه سر وښوراوه.
زه چې له هاله راووتم، هغه کونج ته مې وکتل چې ما په کې خپل سکېچر ایښي وو. خو په نظر مې رانغلل.
د دروازې په خوله کې مې په لسګونه جوړه پرتو بوټانو او څرمني څپلکو نظر تېر کړ. ومې نه موند. په دروازه کې د ولاړو زلمو راته پام شو. یوه وویل:
استاده! بوټان درنه نادرکه دي؟
ما ویل، هو.
هغه ویل چې چا به پښو ته اچولي وي، بهر به تشناب ته تللی وي. را به شي..
زه ورته موسک شوم، ومې ویل:
نه، تشناب ته چا نه دي وړي، بلکې کوم زلمی پرې میین شوی او پښو ته یې اچولي او بیا یې پښې سپکې کړي دي.
دې وخت کې رانه په دروازه کې ولاړو څلورو واړه زلمو پوښتنې شروع کړې:
ـ څه ډول بوټان وو؟
ـ کوم رنګ وو؟
ما ویل ډول او رنګ یې څه کوئ، هغه " دختر کَش او بچه لرزان" اصطلاح خو به مو اورېدلې وي بس دغسې یو شی و نو.
.
یوه یې وویل:
استاده! هر یو چې دې خوښ شول او په پښو کې دې جوړ وو، په پښو یې کړه. او ته هم پښې سپکې کړه..
ما ویل، نه، دا سپک کار مې په ټول عمر کې نه دی کړی. کنه زه د خپلو نویو بوټانو دومره مینه وال وم چې په ماشومتوب کې به مې په بړستنه کې له ځان سره ویده کول.
زه لا د بوټانو په سودا کې وم، چې بهیر صاحب راووت او ویې وویل:
عابد صاحب ته لا دلته يې؟
ما ویل هو، بوټان مې چا تښتولي. هغه حیران شو او ویې ویل، چا به پښتو ته اچولي وي، رابه یې وړي. خو ما ورته وویل چې هغه د بېرته راوړلو شی نه و، بس نوش جان یې شه.
هغه چا ته وویل چې بهر دوکانونو کې څپلکې واخلي او راته یې راوړي. خو ما ویل زه په سایکل پښه اړوم، خپله یې اخلم، تر کوره ځم او نور بوټان پښو ته اچوم، که تر ما مخکې تاسو مخابراتو ته ورسېدئ، زما لږ انتظار وکړئ.
بهیر صاحب ویل چې دې تجربې ته په کتو باید موږ یوه جوړه چپلکې په موټړ کې ولرو. خو فکر کوم تر اوسه یې دا کار نه دی کړی.
هغه وخت زما په پښو د زېبرا د څرمنې په څېر جرابې په پښو وې.
په سایکل مې پښه واړوله. شېشم باغ کې چې ښي لاس ته څو دوکانونه وو، هلته مې چپلکې ونه موندلې. د سرک بلې غاړې ته پسې وانه اوښتم. د عیدګاه مخامخ قصبه کې مې هم په دوکانونو کې ونه موندلې. په سایکل مې پښه ټینګه کړه او د بري باچا هدیرې لاره مې ونیوه. دا زموږ محلې ګول جومات ته شاټ کټ لاره ده. په لاره مې درې څلور تنه ملګري هم ځای ځای مخته راغلل، له ورایه به مو سلام کلام وکړ او په مخ به تلم. یو کس خو داسې هم مخې ته راغلو او راته تم شو چې بریک واخلم، روغبړ او خواله ورسره وکړم، خو هغه مې هم اګنور کړ.
د بري باچا هدیرې مخامخ یو دوکان کې څرمني څپلکې خرڅېدې، خو بې کیفیته راته ښکاره شوې
له دې ځایه مې بیا سایکل ته پښه پونده کړه. د خپل کور کوڅې ته چې سیخ شوم، نو دوه ماشومې خویندې چې زما د لورکۍ سنبل کرارېدو ته به موږ کره وخت ناوخت راتلې، هغوی مې په مخه راغلې او چې هغې یوې پښتینکې زما په پښو نظر پرېوت، بلې خور ته یې خوله ور وړاندې کړه او ویې ویل:
ـ وئ، د عابد صیب نه چا چپلې پټې کړي.
ښه نو ګرانو ملګرو!
د لیکلو نېټه د ۲۰۲۱ ز کال د مې ۲۵ مه
جلال اباد
له انګاره د موبایل انعام
سره زر ویلي کوم د چا د سپیني غاړې هارته
په مړو ایرو کې لاس وهم انګار چېرته ګورم
پخوا چې په پېښور کې ما د افغان ادبي بهیر ویاندي کوله، کله کله به مې به شاعران یاران شعر ویلو ته په فې البدیهه بیتونو راغوښتل. په پورتني بیت مې زموږ خوږ ملګري زاهد شاه انګار شعر ویلو ته رابللی و.
دا شعر په انګار صاحب ښه لګېدلی و او کله کله به چې په کابل کې سره چېرته په خورو څښو محفل کې یو ځای شوو، اکثر وخت به مو په ادبي بحثونو او يادښتونو تېراوه، نو انګار صاحب به خامخا غوښتنه کوله چې هغه بیت ورته یو ځل بیا ووایم چې دی مې پرې شعر ویلو ته رابللی و.
هسې خو شینواري نمکین ته د وریتي خوړلو لپاره زه په بېلابېلو ډلو کې تنظیم وم، چې يوه ډله د بي بي سي تعلیمي پروژو د یارانو وه، چې لست يې انجینر زهير شینواري جوړ کړی و او د هرې میاشتې په پای کې به چې معاشونه واخیستل شول، نو د لست له مخې به يې لس پینځلس تنو باندې شینواري نمکین کې کراهي او وریته خوړله. اکثر وخت به یارانو زهير صاحب ته ویل چې شینواري نمکین کې خو یا شریک يې او یا هم حق درکوي. زهیر صاحب دا خبره يوازې په خندا تېروله.
بله ډله د عزیز ګردیوال په مشرۍ کې وه چې په هغې کې د لطف الله مشعل او د عبدالله پیکار په ګډون څو تنه نور ملګري هم شاملېدل
خو کله چې به زاهد شاه انګار له خوسته کابل ته راغلو او انجینر صاحب زهیر به خبر شو، نو بلاناغه به يې پرې حکم وکړ چې ماښام ته مو په شینواري نمکین کې تر چړې لاندې نیولی یې. د عابد هم د سرای زرداد د کوټې ملګرو سره په الوګانو او هګیو ټېپۍ شنه شوې، او داسې سوء تغذي شوی
او دا چې د سولې پېغام راډيو ته دې نوې پروژه هم ګتلې ده.
په دې ډله کې به له زهیر صاحب نه علاوه، مصطفی سالک، ډاکټر نورالحبیب نثار او عزت الله شمسری هم راسره وو.
یو ماښام چې مو د انګار صاحب په خرچه د شنیواري نمکین وریته او کړاهي نوش جان کړه، نو انګار صاحب بیا وغوښتل چې ده ته ویل شوی بیت ورته ووایم.
دا داسې مهال دی چې د کابل مارکېټونو ته ټچ موبایلونه نه وو راغلي، یوازې د نوکیا کمپنۍ يو څو ماډلونه راغلی وو چې انګار صاحب یو ښکلي موبایل ځانته اخیستې و.
کله چې انګار صاحب موبایل له جېبه راویست، زما خوښ شو. له مخې مې ورته وویل چې د سولې پېغام راډیو لپاره چې دې د پي ار ټي نه نوې پروژه اخیستې، په شېرینۍ کې به یې دا موبایل ماته راکوې.
ویل يې موبایل ته مې د بل سیم کارت نه شمېرې کاپي کړي، وعده درسره کوم چې همدا شان درته بل موبایل سبا ته اخلم. خو ته راته هغه بیت یو ځل بیا ووایه.
انګار صاحب ته مې وویل ته یوازې د بیت ظاهري معنا ته ګوري، هغه دا چې له سرو زرو چې هار جوړېږي، نو د انګار ضرورت ورته پېښېږي، خو باطني معنا ته يې نه يې رسېدلی.
هغه شله شو چې د بیت باطني معنا ورته وکړم.
هسې مې له خولې ورته ووتل، تر تا مخکې چې کاروان، نثار، سالک او یا هم نورو شعرونه ویلی وو، هغه ټول مې درته مړې ایرې کړې وې، تا غوندې د یوه اور ژبې شاعر شعر اورېدلو ته اړتیا وه.
دې سره انګار صاحب، لاس را اوږد کړ او راته یې کړه:
پنجه کړه بازه!
له مخې سره یې له بټوې څخه سل ډالر راواخيستل او راته يې کړه چې د پامير سینیما تر څنګ د موبایلونو دوکان دی، ورشه او زما په شان موبایل ځانته واخله. په شپږ شلې يې وايي، خو په سلو ډالرو يې درکوي.
نه پوهېږم چې انګار صاحب به اوس هم هغه شان خراباتي وي او که څنګه؟
ځکه چې زما ټچ موبایل کابو اوه کلن شوی، تر نیمې ورځې هم چارج نه ساتي.
یا ربه توفیق
داړې مه چينګوه!
د استاد شپون ارواه دې الله تعالی ښاده لري، له پېښوره واخله تر امریکې او له امریکې راونیسه تر کابله مې ورسره د زړه له ژورو ملګرتیا پاللې، له زړه نه راباندې ګران و او له زړه پرې ګران وم.
په دې وروستیو لسو کلونو کې چې زه د وظیفې په سلسله کې له کابله جلال اباد ته راغلی یم، استاد شپون هم امریکه کې زیات پاتې کېده، خو هر کال به د اوړي په موسم کې د میاشت نیمې تېرولو لپاره کابل ته راتلو او نېږدې ملکري به یې په خپل راتګ خبرول.
ما ته به یې هم هر کال زنګ راوهه او له روغبړ وروسته به یې راته کړه:
توره بازه بچیه زه کابل ته راغلی یم..
استاد به وخت ناوخت راته توره باز ویل.
زه به ورته موسک شوم، هغه به په مینه راوکتل او نور به یې خبره په بله واړوله.
په وروستي کال یې زه له راتګه درې څلور ورځې وروسته خبر شوم.
موبایل کې یې راسره شمېره وه، زنګ مې وروواهه خو کمپوټر پرې راغی، ویل یې دا شمېره په سستم کې نشته.
د استاد ازمون دې یاد په خیر وي، په کومې ادبي تذکره کې یې زما سوانح لوستي او په دې پوهېدلی چې تر هغه څو کاله مشر او د استاد یون همزولی یم.
د تېرو اوږدو کلونو راهیسي په لوی او واړه اخترونو تر لمانځه وروسته حتماً زنګ راوهي او د اختر مبارکي راکوي، د دې نه علاوه پخوا به یې چې ننګرهار کې سیمینارونه جوړول، ماته به یې څو ورڅې د مخه زنګ راوهه او د سیمینار اجنډا به یې راسره شریکوله.
بله ورځ راته استاد ازمون زنګ وواهه، ویل یې استاد شپون سږکال موبایل ورک کړی، شمېره نه لري، وضعیت یې هم چندان ښه نه دی، ته یې څو وارې یاد کړې او چې خدای پاماني مې ترې اخیسته ویل یې، تور باز ته وایه چې نیکه دې راغلی، خدای خبر بل کال ته مړ او که ژوندی راځي.
له مخې سره مخابراتو چوک ته ووتم او د کابل په موټر کې سپور شوم.
څه باندې درې بجې وې چې مکروریانو کې مې د اپارتمان دروازه وروټکوله.
لږه شېبه وروسته یو ښایستوکي پهلوان ډوله زلمي دروازه بېرته کړه او له مخې سره یې سلام وکړ
ورته ویل مې استاد شپون ته راغلی یم.
هغه راته لار پرېښوه، ومې کوت چې استاد دا ځل په چپر کټ کې جوخته تکیه وهلې وه. څو چې یې راجګېدو ته ځان جواړاوه، زه ور ورسېدم او غبرګ لاسونه مې ورته ښکل کړ.
په رښتیا هم په دې کال استاد ډېر کمزوری شوی و، لاسونه یې رېږدېدل، زېزمې یې راپرېوتې وې، او سترغلیو یې نیمایي سترګې ورټولې کړې وې..
ورو خبره یې هم نه شوه اورېدای. موږ لا د یو بل په لیدو نه وو ماړه شوي، چې پهلوان زلمکی د کوټې پر درشایي کې ودرېده.
ما ور وکتل، استاد ویل، دا مې د خورزې زوی دی. زما خدمت ته یې رالېږلی دی.
ورته ویې ویل:
ـ هله بچیه تور بچي ته بوتل راوړه.
هلک اشپزخانې ته ورغی. په دې وخت کې ما استاد ته داسې په رندانه انداز ور وکتل چې له خوشحالۍ نه مې وښکي تر جامنو رسېدلي وو.
استاد راته په مینه ناک قهر وویل:
داړې مه چینګوه، د اوبو بوتل درته راوړي.
استازه خپله ورته نه کېنې؟
زموږ کورنۍ د ۱۳۶۷ کال په لومړیو کې چې ننکرهار کې کورنی جنګ اوج ته رسېدلی و، پېښور ته په کډه ولاړه. له مشر کاکا سره مو په شریکه پېښور لالي باغ کې یو کور په کرایه ونیوه. دا چې د پېښور ګرمي له حده زیاته وي، پکي، کولرونه او حتی ایرکنډشن هم په کې سم کار نه کوي او مشر کاکا مې دې الله تعالی وبخښي، د زړه ناروغ وي او ډاکټر ورته سپارښتنه کړي وي چې په سړه او معتدله هوا کې واوسېږي، نو زموږ کورنۍ مجبوره وه چې نیمایي یې له مشر کاکا سره د سوات کالام، مدین یا بحرین ته ولاړ شوو او د ګرمۍ سیزن هملته تېر کړو. تر هغې مو چې کاکا ژوندی و، موږ څو کاله سر په د سوات بېلابېلو سیمو ته د اوسېدو لپاره تللو. د ۱۹۹۸ ز کال خبره ده. په دې کال مو د سوات بحرین بازار سره نېږدې یو کور د څلورو میاشتو لپاره په ۱۲۰۰۰ کلدارې کرایه کړ. زما ورونه او د تره زامن چې په صدر بازار کې یې دوکانونه لرل، پېښور کې ياتې شول او زما په شمول د کورني اکثره ښځینه او نارینه غړي په بحرین کې مېشت شول.
کور مو په داسې یو غونډې باندې و چې که د بام سر ته به وختلم، نو د بحرین چوک او بازار به د یوې نظارې په بڼه ښکارېدل.
یو ماخوستن د سګریټ څښلو او موج اخیستلو لپاره د بام سر ته وختلم. نری نری باران هم تازه پیل شوی و. لا د بام پرده دېوال ته نه وم نېږدې شوی چې په خواږه غږ کې د موسیقي له ساز سره د مرحوم صاحب شاه صابر دا غزله پیل شوه.
ورېځې راوله، باران راوله
زلفو له څنډ ورکړه توپان راوله
دا سندره مې تر دې د مخه د استاد ګلزار عالم په غږ کې وخت نا وخت اورېده او خوند مې ترې اخیسته.
کله چې د تبلې اواز لوړ شو نو په کټ کې ټینګ نه شوم. پرده دیوال نه د پنجو په څوکو شوم، ومې لیدل چې د بحرین چوک په منځومانه کې یو باجه مار او تبله یي نه ډله سیالانیان راتاو دي.
ما هم دوه خپلې او دوه پردۍ کړې او بحرین چوک ته مې ځان ورسولو.
و مې لیدل چې د لالي باغ د هنرمندې کورنۍ دوه تنه ورونه دي چې یو یې باجې ته او بل یې تبلې ته ګونډې وهلي دي.
زه هم د سیالانیانو په کتار کې ودرېدلم. کله چې سندره خلاصه شوه، سیالانو چا پنځوس، چا سل او چا شل کلدارې په باجې ور واچولې. خو سیالانیانو تمه لرله چې نورې سندرې هم ورته ووایي. په دې وخت کې د باجه مار په ما نظر ولګېده، له مخې سره راولاړ شو او له ډېرې مینې راغاړې وت او د خبرې لاندې یې هم او د خبرې باندې به یې هم راته استاد وایه.
ټولو سیالانیانو موږ دواړو ته په ځیر ځیر کتل.
له ډېر جان جي نه وروسته مې باجه مار ته وویل چې دا ځوانان منتظر دي چې څو نورې غزلې هم درنه واوري. مهربانه وکړه ساز شروع کړه.
هغه بیا هم په سینه غبرګ لاسونه کېښودل، په ملا مات شو او څو قدمه وروسته ولاړ او راته یې وویل:
ښه استاز جي په سترګو.
هغه باجې ته کېناست، لا یې په پردو ګوتې نه وې ایښې چې د سیالانیانو له ډلې یو ځوان راته کړه:
استازجي که زحمت نه وي او خپله دې یو غزل دوه ویلی وی، چک به یې لګولی و..
ما ورته په موسکا وویل:
ساري، مرۍ مې خرابه شوې، سندرې نه شم ویلی.
هغه بیا خوله چنګه کړه خو ما یې په خوله کې خبره وروچه کړه:
ـ درته مې وویل چې مرۍ مې خرابه ده اواز نه شم ایستلی.
او دې سره باجه مار ساز پیل او زما د ملګري شاعر هلال کږوال دا سندره یې پرې سوره کړه:
د شنو سترګو هلکه
تندی هر وخت پیچه که
زارې درته کوم چې یارانه راسره وکه
د شنو سترګو هلکه
په دې وخت کې زما په یو تنکي زلمي چې شنې سترګې یې لرلې، نظر پریوت او هغه خپلې سترګې په ځمکه وګنډلې.
د جولای ۶ مه ۲۰۲۰
جلال اباد
جهادي خاطره
د ۱۹۹۰ کال خبره ده. ثمرخېلو غر چې دولت په کې د کیهان په نوم پوسته ځای په ځای کړې وه او
مجاهدینو د ثمرخېلو سرخ دېوال کې سنګرونه جوړ کړي وو چې په سر کې یې عرب وو. دا یې لومړی خط و.
کابو کال یو نیم د مجاهدینو د لومړي خط ساتوونکي له افغان سرتېرو سره په جګړه اخته وو، خو نه مجاهدینو کیهان پوسته ونیوله او نه هم افغان سرتېرو لومړی خط مات کړ.
په دې دوران کې به هر هغه چا چې مهاجر وو او که انصار، کولای شول چې له پېښوره په موټر کې سپاره شي او د ننکرهار رودات، هسکې مېنې، کوټ، بټي کوټ، اچین، سپبنغر، نازیان، دور بابا، مومنددرې او لالپوري ولسوالیو ته ازادانه تګ راتګ وکړي.
زه هم په تنکي زلمیتوب کې پېښور ته په کډه شوی وم او د پورته ذکر شویو ولسوالیو نومونه مې اورېدلي وو، خو لیدلي مې نه وې.
په هزار ناو او شاوخوا سیمو کې د ټولو تنظیمو د جبهو مرکزونه وو او په د جلال اباد د نيولې تیاریانې روانې وې.
قوماندان نادرجان زما د ترونو سره یې راشه درشه لرله، د ملي محاذ د یوې جبهې قوماندان و چې بیا په هماغه کلونو د پېښور کبابیانو کې ترور شو او د جبهې قوماندې يې ورور ظاهر جان ته پاتې شوه.
ظاهر جان په همدې دوران کې پېښور ته راغلی و دا چې زما ارمان و چې یادې ولسوالۍ وګورم، موږ درې سره د تره زامن یې په وین سوزوکي کې له ځان سره سپاره کړو او ماخوستن مهال یې هزار ناو ته چې د هغه کلی و او مرکز یې په کې پرانستی و، راورسولو او له مخې سره یې کلاشینکونه راپسې قید کړل.
موږ جهاد ته نه، بلکې د پورته ذکر شویو ولسوالیو د لیدو لپاره راغلي وو.
سهار وختي یې راسره پینځه شپږ تنه په اصطلاح مجاهدین په یوه ګاز ۶۶ کې سپاره کړل او ډریور ته یې وویل چې تر هغې چې دا مېلمانه دلته وي هرې ولسوالۍ ته چې یې زړه غواړي، رسوه یې.
موږ پینځه شپږ ورځې په ټولو ولسوالیو وګرځېدو او د وطن ورانولو ښې ډېرې منظرې مو وکتلې.
په همدې دوران کې د ټولو تنظیمونو جبهو د کیهان پوستې د نیولو او په هوایي میدان د یرغل کولو ایتلاف هم کړی و. مجاهدینو ته دا پرېکړه هم اورول شوې وه چې د لومړي خط عرب باداران وایي چې که عسکر یې ورته ژوندی راوستو دوه لکه کلدارې او که صاحب منصب یې ژوندی راوست، پینځه لکه کلدارې انعام ورکوي.
دې پرېکړې ته د ټولو جبهو مجاهدینو اتڼونه اچول.
زموږ د جبهي یو ټوکي ځوان چې زر نومېده، دې پرېکړې ته تر نورو زیات خوشحاله و، ویل یې دا څویم کال دی چې چنغله یې د پلار په کور ناسته ده. یو صاحب منصب چې یې راوست واده یې تر سره کېږي.
ما له زر نه پوښتنه وکړه چې عربان ولې عسکر او صاحب منصبان په دومره ډېرو پیسو اخلي، غلامان کوي یې که نه کومه بله کیسه ده؟
هغه راته کړه چې په هر څه پوه یې خو ځان دې بیستو کې وهلی.
ما ویل قسم دی نه یم پوه.
ویل یې کوم عربان چې په اول خط کې پراته دي، هغوی د انسانانو د وینو تږي دي، یو ډول ناروغان دي. دوی بیا دا عسکر او صاحب منصبان حلالوي او له دې عمل نه سخت خوند اخلي.
دې خبرې سره مې یو ټکان وخوړ او د ملګري شاعر عبدالله پیکار یو بیت چې هغه وخت یې تازه لیکلي و، ذهن ته راغی:
داغونه د عجم د وینې وینځي له لمنې
یو تور عرب ولاړ دی له زمزم سره په خوا کې
د مازیګر او ماښام تر منځ مهال و، ظاهر جان ته مو وسلې حواله کړې او له تورخم پورې یې په ۶۶ ګاز کې او بیا په پلینکوچ کې تر پېښوره ولاړو.
کابو لس کاله وړاندې حصارشاهي صنعتي پارک پرانستل کېده. دلته کابل کیمپ هم دی چې د تنظیمي جګړو له امله ورته له کابل او شمالي ولایتونو خلک راکډه شوي وو او تر ننه په کې دېره دي.
له یوه مشره سره مې د راډیو د کور کلي د خپرونې لپاره خبرې کولې. هغه راته په خبرو کې دا هم ویلي وو، کله چې دوی تازه په دې ډاګ کې واړول، هره شپه به له هغې پورې ناو نه شغلې پورته کېدلې. یو سهار په جومات کې له لمانځه وروسته څو تنه مشران د جومات د ملا په شمول ناو ته وختلو. هلته مو د انسانانو سلګونه کوپړې او هډوکي وموندل او بیا مو تر خاورو لاندې کړل او جنډې مو پرې ودرولې.
لیکلو نېټه
د ۲۰۲۰ ز کال د سیپټمبر ۱۲مه
وطنه مور يې زموږ
د ۱۳۹۶ ل کال ۲۸ م اسد ته لا څو ورځې پاتې وې، وطنپالو ځوانانو د جلال اباد ښار واټونه او څلور لارې د ستر غازي امان الله خان په انځورونو او ملي بیرغونو ښکلي کولو ته مټې رانغښتې وې.
سپین غر هوټل کې کومې غونډې ته تللی وم. د غونډې له ځایه چې راوتم نو مخامخ مې د هسک انجینیري خدمتونو دروازه وروټکوله. زاهد چاچا چې دروازه راخلاصه کړه، غوړېدلې موسکا یې وکړه او له مخې سره یې وویل:
د مرګې هېر شې، ښه وخت کې راغلې. نن مو ستا د خوښې دال پاخه کړي دي..
د ډوډوۍ خوړولو او لمانځه وروسته له هسکه راووتم او د خپل دفتر مخه مې ونیوله. د وطنپاله ځوانانو هغه سرخلاصی موټر چې په ملي بیرغونو یې ښکلی کړی و، د سپین غر هوټل له مخې تېرېده او دا ترانه په کې په لوړ غږ غږېدله:
وطن عشق تو افتخارم
وطن در راهت جان نثارم
خوند یې راکړ او څو لسیزې وړاندې د خلقیانو وخت یې رایاد کړ، هغه وخت به چې عملیاتو بکتربند ګاډي روان وو، همدا ترانه به په کې په غټو لاډسپیکرونو کې غږېدله.
د ګرمې زور لا نه و اوبه شوی. د دېواله سیوري ته مې لاره وهله. د امیر شهید بڼ دروازې نه په تېرېدو کې اوم چې د وطنپالو ځوانانو په بیرغونو سینګار شوي موټر نه مې د جاوید اميرخېل په غږ کې له لېرې نه د کاروان صاحب د «وطنه مور یې زموږ» د ترانې اواز اورېده. د امیر شهید بڼ په پلي لار روان اوم. په دې وخت کې مې د نارنج د بوټي سیوري ته یو بابا په خپل څادر پر لمانځه ولاړ ولید او تر څنګ یې یوه مور چې د درملو لفافه یې خوا کې پرته وه، مخ یې په پوړنې کې نغاړلی و، د شورنخوردو قاب یې مخ ته ایښی و، یوه قاشوغه یې خپله او بله یې د ماشوم خولې ته تېروله، ولیدل..
يه همدې وخت کې مې تر څنګ د وطنپالو ځوانانو سینګار شوی موټر تېرېده چې د یادې ترانې دا بند مې تر غوږو راورسېده.
ته مو څادر د لمانځه
د ډوډۍ شکور یې زموږ
وطنه موريې زموږ، وطنه مور يې زموږ
یو دم مې له خولې ووتل:
کاروانه یاره! ستا غم خو دې و نه وینم. ستا په بزرګۍ کې خو شک پاتې نه شو.
د لیکلو نېټه
د ۲۰۲۰ز کال د اګست ۲۲مه
ودونه او میداني سیالونه
«په ډکو خولو مو وخندل او سترګې مو له اوښکې ډکې شوې»
د ثور له کودتا د مخه موږ په افغانستان کې یوه سوچه مذهبي او کلتوري ټولنه لرله. مذهبي عقیده مو پر باورونو ولاړه وه او کلتوري ارزښتونه په ښه شان او شوکت سره پالل کېدل. جومات مو په عبادت ښکلی و او هوجرې مو په جرګو، مرکو، مېلمه پالنې او رباب منګي ښایسته وې. که به په چم ګاونډ کې څوک په طبعي مرګ هم ومړ، نو تر ډېره به ورته خلکو خپلې ښادۍ ځنډولې. دا دې لپآره چې پخوا به په کلیو او بانډو کې په ودونو کې خامخا محلي موسیقي وه.
زه چې تر نولس کلنۍ پورې په خپل کلي ثمرخېلو کې له خپلې کورنۍ سره اوسېدلم. نو مرحوم پلار جان مې په کلي کې دوکان لرلو او زموږ د دوکان له برکته چې د دوه خوړونو په منځ کې و، جومات او دېره څنګ په څنګ جوړ شوي وو. دا دېره به زموږ عزیزانو د غم ښادۍ لپاره کاروله او دا چې هغه وخت په پخواني کلي کې ژوند ژواک و، کورونو به ډېرې کوټې نه لرلې، نو اکثرو ځوانانو به له کورونو بالښتونه راوړل او همدلته به په سپین ډاګ تر ونو لاندې ويده کېدل. ما به له ښوونځي وروسته له پلار سره په دوکان کې کار کولو. خو کله چې به زموږ په عزیزانو کې د چا واده و، نو خامخا به يې په کې هنرمندان رابلل. هغه وخت به زموږ عزیزانو په ودونو کې منور استاد، سید محمد، سید عالم، نواب استاد، حضرت باز استاد. محمد شاه استاد، شاولي استاد په نوبت نوبت رابلل. بیا به نو یوازې دېره د سیال د میدان لپاره ناکافي وه، نو موږ هلکانو ته به يې یو یو چاکلېټ راکړو او د میدان اندازه به يې راته وښوده، چې غټ او واړه کاڼې له خوړ نه ټول کړو او میدان سيال ته جوړ کړو.
که څه هم زه به په دې مناسبتونو کې ډېر له پلار سره په دوکان کې پاتې کېدم، خو کله چې به سيال شروع شو، نو بیا به ورته د کلي ځوانانو ټيپونه کېښودل او سندرې به يې ثبتولې. ما ته به مې هم پلار پنج صد سي ټيپ راکړو، ستن به مې ورته پورته کړه او مایک به مې ورپورې وتاړه.
تر کومه حده چې میدان له کاڼو پاک شوی و، د هغې اندازې پورې به يې څلور خواوو ته کټونه اچول شوي وو، په منځ کې به هنرمندانو ته ځای جوړ شوی و او سندرغاړي به باجه غاړې ته اچولې وه، سندرې به يې ویلي او دوه ښایستوکي هلکانو ته به يې د جینکو جامې اغوستې وې، په پښو کې به يې ورته ګونګروګان اچولې وو، ساختګي ویښتان به يې ایښي وو او په پاک شوي خوړ کې چې اکثره ځايونه يې شګه شوي وو، لوڅې پښې ګډېدل. په کټونو کې به ځای ځای له مېلمنو سره کوربانه هم ناست وو. ښه مې په یاد دې چې په دې کټونو کې به درانه درانه مشران چې په سنت به هم برابر وو، تر هغې به سیال ته ناست وو چې ختم شوی به نه و. ګډېدونکی هلک به په لخچګ لخچک د هغو سیال بینو خواته تلو چې یا به يې ورته اشاره کړې وه او یا به يې د پېښورو په خبره سوټ بوټ جوړ و. بیا به نو هلک د یوه کټ مخې ته پېړونه خوړل او له ننداره کوونکيو به يې په اشاره د پيسو غوښتنه کوله. یوازې ګډېدونکي به په کټونو نه ګرځېدل، بلکې د سندرغاړو جوړې به هم باجې غاړې ته واچولې، یو غزل، لوبه، یا چاربیته به يې وویله، بیا به يې داستان شروع کړو د داستان په منځ کې به يې ټپې هم ویلي او بیا به په کټونو ګرځېدل. هلته به يې د با رسوخه سیال بینو نومونه په ټپو کې اخيستل او هغوی به ورته په باجه کې پنځوس یا سل افغانۍ کېښودلې. یو ځل منور استاد دا سندره په ډېر وجد کې ویله چې.
زما د رنځ څه دعا نشته طبیبانو سره
زه ژوبل شوی یم د ترکو له چشمانو سره
تر اوسه پورې مې هغه صحنه سترګو کې ولاړه ده.
زموږ پخوانی کلی داسې جوړ و چې له کوز سره چې زموږ د عزیزانو کورونه وو، تر منځ کلي پورې د ډېرو کورونو دیوالونه سره لګېدلي وو او له یوه بامه به بل ته په اسانۍ سره تګ راتګ کېده. د سیال دا میدان به د کلي د کورونو څخه نېږدې سلو مترو فاصله کې و. دې میدان ته نېږدې کورونو ته به د نیم کلي تور سرې هم راتلې او له بلیو به يې د میداني سیال ننداره کوله.
کله چې به میداني سیال ختم شو، اکثره خلک به خپلو کورونو لاړل خو د واده واله د کورنۍ غړو او عزیزانو به يې د هوجرې سیال هم جوړولو چې دلته به بیا سندرغاړو یو تيکه ملنګ جاني شعرونه ویل او اهل ذوقو به ترې کیسټې ډکولې. او په سلګونو افغانیو به يې هنرمندان نازول. د هوجرې دا مجلس به د ملا په اذان سره بس شو.
د ورځې سیال هم په کې شرط و. لس بجې به بیا هنرمندانو د جومات تر څنګ دېره کې سازونه سًر کړل او تر دولسو بجو پورې به يې سندرې ویلې او نېږدې مازیګر چې به ډولې راوړل کېدله، دولچي او سورناچي به تر کوره په ډنګ او ډونګ رسوله او بیا به یې سندرغاړي په عزت او ناز سره رخصتول.
مخکې مو د دوه ګډېدونکو هلکانو ذکر وکړ چې نزاکتاً نومونه يې نه یادوم، خو یو په کې په قد او جسامت زما هومره و. زموږ يو عزیز چې اوس داسې فکر کوم چې ښایسته هلکان به يې خوښېدل. له دې نه يې هم خوند اخیسته، چې کوم ښآیسته هلک بل همزولي ته په غېږه وروړي. هغه وخت غېږ نيول یو ښه ساعتري وه. دوه ځلې يې یو ماته په غېږه راوړی و چې دواړه ځلې مې څملولی و. په دې وروستي ځل چې مې څملولی و نو راسره یغ نېغ شوی و او خبره تر سوکانو رسېدلې وه. هغه مې تر سینې لاندې و که زه به يې یو ګوزار وهلم، ما به دوه درې وهلی و. بیا رانه خلکو په کشکولو خلاص کړی و.
په دې وروستیو کلونو کې ما ډېر وخت په جلال اباد کې د مشال راډيو لپاره د ادبي او کلتوري خپرونو په لړ کې له هنرمندانو سره مرکې کولې. داسې اوونۍ به نه وه چې زه دې د هنرمندانو دېرو ته ولاړ نه شم او ښې ډېرې مرکې دې ونه کړم. یوه ورځ مې بي بي حوا لیسې ته څېرمه د هنرمندانو په دېرو کې له کوم سندرغاړي سره مرکه وکړه او چې له مارکېټ نه راښکته کېدم، نو د زینې تر څنګ مې د موسیقۍ له یوه دفتره د رباب خواږه تر غوږه شول. ورته تم شوم. له کړکۍ نه مې وکوت چې یوه زېړ زبېښلی د پاخه عمر کس رباب په زنګون ايښی. دروازه مې وروټکوله او ورننوتم.
هغه په ډېر تعظیم سره راولاړ شو او ستړې مه شي کې يې غاړه راکړه.
ما ورته وویل:
بازمحمد عابد یم. د مشال راډيو لپاره ادبي، کلتوري او هنري خپرونې جوړوم.
ویل يې امر وکړه.
ما ویل امر نه دې خواهش دی. ستاسو د رباب نغمې تر تاسو راوستم غواړم چې د رباب د زده کړې په اړه درسره مرکه وکړم. ویل يې په سترګو ولې نه.
ما ویل یوه نغمه وغږوه چې زه يې ریکارډ کړم، بیا به مرکه پیل کړو.
هغه د رباب غوږي، ښکته پورته تاو کړل، له یوه یوه تار يې ټنګ ایسته او غوږی به يې تاواوه. شهباز يې ګوتې ته واچوو او له مخې سره يې دا نغمه راونیوله
وطن جنت نشان دی ګلان به کې کرمه
نغمه چې پای ته ورسېده، مایک مې ورته خولې ته ونیو او ورته مې وویل:
استاده، نوم دې واخله، له کوم ځای سره تعلق لرې او څو کاله کېږي چې د رباب زده کړه دې کړې ده؟
هغه له مخې سره وویل:
زما نوم ...... دی.
د نوم په اورېدو، زما ذهن کابو اوه دېرش اته دېرش کاله پځوا وخت ته تم شو.
هغه په دې دوران کې ماته خپل ځای ځایګی او د رباب د زده کړې کلونه ښودلي وو، خو زه پرې نه وم پوی شوی، هغه نو اوس په دې انتظار ما ته راګوري چې بله پوښتنه ترې وکړم.
ریکارډر مې بند کړ او ورته مې وویل:
ـ کوم .....؟
هغه وویل:
...... یم کنه.
ـ ښه ښه وبخښه. ته خو هغه نه يې چې منور استاد سره به زموږ کلي ثمرخېلو ته په ډله کې راتلو.
ویل يې:
ـ هماغه یم کنه.
ـ زه دې وپېژندم؟
ـ نه والله.
ـ د خوړ په منځ کې دې هغه دېره او میدانی یادېږي چې سیال به په کې جوړېدو؟
هغه وویل:
ـ هو، هو، هلته چې د شهزاده ماما دوکان و.
ـ بلکل هغه دوکاندار زما پلار و.
ـ دا څه وايي، ته بازی یې؟
ـ هو زه بازی یم.
ـ سړي رباب په توشک کېښود او کلک يې په غېږ کې ونیولم. او راته يې کړه.
یو ځل چې یې زه او ته په غېږه وروستي وو، زه خو درنه ستا عزیزانو خلاص کړم. اوس به تا له ما نه څوک خلاصوي؟
هاهاهاهاهاهاهاها.
د لیکلو نېټه:
د ۲۰۲۱ ز کال د اپرېل ۲۴ مه
ملي سرود څنګه جوړ شو؟
نن مې د ګران استاد عبدالغني هاشمي په فېسبوک پاڼه یوه لیکنه ولوسته چې د عبدالباري جهاني صاحب د کومې ليکنې په تناظر کې يې کړې وه.
په لیکنه کې یو ځای لولو چې کابو دوه سوه فرهنګيان چې د بېلابېلو ولایتونو څخه وو، په وزیر اکبر خان کې د حاجي ظاهر قدیر حویلۍ ته ورټول شوي وول او هلته د ملي سرود لپاره د کاندیدو شعرونو په کتار کې د ډاکټر محمد اکبر اکبر شعر د رايو په اکثريت ملي سرود ته غوره شوی و.
استاد هاشمي چې د کوم وخت خبره کوي، هغه مهال زه هم کابل کې وم، افغان ادبي بهير هم فعال و، خو متاسفانه چې له دې غونډې خبر شوی څه چې تر اوسه هم خبر نه وم چې د ظاهر قدیر په حویلۍ کې دې د ملي سرود د انتخاب په اړه غیر رسمي غونډه شوې وي.
کله چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي فرهنګي سلاکار استاد زلمي هیواد مل په بېلابېلو مناسبتونو کې ارګ ته د تلوونکو فرهنګیانو لست جوړاوه، له ښه مرغه زما نوم هم په هغه لست کې شامل و او له ۲۰۰۳ نه تر ۲۰۱۰ ز کال پورې چې زه په کابل کې وم، که په ارګ کې به کومه ادبي او فرهنګي غونډه جوړېده، نو ما ته به هم په کې کارت راتلو. هغه وخت ما د بي بي سي راډيو د تعلیمي پروژو سره کار کاوه.
کله چې د ملۍ سرود لپاره د ولسمشر په حکم د ادیبانو، نقادانو او شاعرانو څخه څلوېښت کسیزه کمېټه جوړېدله، نو زموږ د دفتر د څو تنو په کتار کې لکه کاتب پاڅون، استاد بریالی باجوړی، انجينر ستانه مير زهیر، پیرمحمد کاروان .... او زما نوم هم و. د دې کمېټې مشري د درې فارسي ژبې وتلي لیکوال استاد رهنورد زریاب کوله.
د کمېټې غړي به هره شنبه ارګ ته تلل او هلته به يې د ملي سرود لپاره په ورلېږل شويو شعرونو کې سلیکشن یا انتخاب کاوه. ما ته يې دا وظیفه په کې راسپارلې وه چې د کمېټې په غړو رالېږل شعرونه وویشتم او بېرته يې ترې راټول کړم.
په سر کې به له سلو شعرونو لس انتخابېدل، بیا به له هغو لسو څخه یو انتخابېدو. د انتخاب دا لړۍ څو اوونۍ سر به سر دوام وکړ. هغه وخت سره به د شنبې په ورځ په ارګ کې لوبیا او ساګ پخېدل او موږ مجبور وو هر د ارګ له مینو سره يې په چوپه خوله وخورو.
خبره نه اوږدوم، د انتخاب په وروستي پړاو کې له لسو شعرونو څخه درې شعرونه د ملي سرود لپاره سر ته راووتل. یو د ډاکټر اکبر اکبر، بل د پېرمحمد کاروان او بل هغه يې د عبدالباري جهاني و.
د دې درې شعرونو څخه د یوه شعر د غوره کولو لپاره فکر کوم پینځه کسیزه کمېټه وټاکل شوه چې استاد حبیب الله رفیع، استاد بریالی باجوړی، استاد کاتب پاڅون، استاد اسد الله غضنفر او بل يې رانه هير دی.
بلې اوونۍ ته چې سره راټول شوو، د ډاکټر اکبر اکبر شعر یې د ملي سرود لپاره غوره کړی و، خو دا چې د قومونو نومونه په کې نه وو، ذکر شوي، کمېټې پرېکړه وکړه چې ډاکټر اکبر ته دې سپارښتنه وشي چې په همدغه پینځه څپه ييز بحر کې دې په کې د ټولو قومونو نومونه په مناسبو الفاظو ذکر کړي.
د ډاکټر محمد اکبر اکبر د سرود وروستی بند تر اوسه ماته یاد دی:
سر د وطن بر
نښه مو محراب ممبر
الله اکبر
استاد زریاب هغه وخت د طلوع ټلویزیون عمومي ایډېټرو. تر بل هر ټلویزیون وړاندې د طلوع په خبري سروس کې استاد زریاب د ډاکټر اکبر اکبر شعر د ملي سرود په توګه اعلان کړ او زیاته يې کړه چې ډاکټر اکبر ته سپارښتنې وشوې چې د قومونو نومونه په کې ورزیات کړي.
په سبا يې استاد رباني او امثالها پخواني ولسمشر حامد کرزي ته ورغلي وو او په زغرده يې ورته ویلي وو، چې:
ما این سروده قبول ندارم، چرا کې اکبر او طرف مرز از دير پاکستان است. دا اوازه په ټول هیواد کې انګازه شوه.
کرزي صاحب دا ځل پرته له دې چې کمېټه راوغواړي، رفیع صاحب يې وروغوښت. هغه ته يې ویلي ول چې د بینوا صاحب سرود کې د قومونو نومونه او الله اکبر په څه چل هنر ورزیات کړي. استاد رفیع دې خير یوسې. دا کار يې وکړ او د هغه شعر هم د رسنیو له لارې د ملي سرود په نوم اعلان شو.
خو په دې وخت کې جهاني صاحب د ملي سرود په اړه خپل اظهارات په یوه اوږده برېښنايي لیکنه کې وکړل چې د کرزی صاحب حیا يې هم په کې ګيا کړې وه.
کرزي صاحب د استاد رفیع شعر هم مسترد کړ، د جهاني صاحب شعر يې د ملي سرود لپاره ومانه.
هغه وخت دعوت جرېدې چې له ناروی څخه ډاکټر طارق بزګر خپروله او په انټر نيټ يې هم خپروله. د ملي سرود په اړه د یوې ځانګړي چپټر په توګه بلا ډېرې مقالې خپرې کړي چې د جهاني صاحب مقاله هم په کې پرته وه.
دا زما د سترګو لیدلی حال او برداشت دی. له ښه مرغه ما چې د کومو استادانو نومونه په دې لیکنه کې ذکر کړي، فکر کوم تر استاد زریاب پورې ټول ژوندي دي.
ملحد، ملحد
په دې تصویر کې د کاروان صاحب تر څنګ پروفیسر ډاکټر حنیف خلیل ناست دی. زما او د کاروان صاحب د سرونو تر منځ تر ما کشر ورور خیبر جان دی
خیبر په یوه پېښه معیوب دی. خو له هماغه معیوبیت له وخته د منصوعي پېښې په مرسته اوږده مزلونه کولی شي.
خیبر څنګه معیوب شو؟
زموږ کلی ثمرخېل پخوا د بهسودو ولسوالۍ اړوند و او اوس د ښاري پراختیا په پروګرام کې د نهمې ناحیې جز شو.
د روسانو د یرغل پر مهال زموږ د کلي شرق ته چې د ثمرخيلو د غره لمن او د کونړي او کابلي سیند پراخه غاړه وه، شورویانو په کې د ختیځ زون قرارګاه جوړه کړې وه.
د کلي د کانال سرک اخر ته؛ چې د سیند غاړه وه، د قرارګاه قره ول یا دروازه وه.
د همدې دروازې په امتداد د زیتونو د فابریکې تر حدوداتو پورې روسانو خپلې قرارګاه ته د نیمه ازغن تار کوڅه جوړه کړې وه او د کوڅې په منځ، منځ کې یې ځای، ځای ضد پرسونل بمونه نیمه ښخ کړي وو. دا بمونه به له لېرې هم ښکارېدل او خلکو ته يې ښودله چې که د ازغن تاره ورواوړئ، نو په بم الوزئ.
کله کله به د روسانو ذريدار ټانګ د کانال په سرک ودرېده او په خوړ کې چې به زلمکیو د فوټبال او یا هم والیبال لوبه کوله، هغوی به يې له ورایه ننداره کوله.
روسانو که څه هم یرغل کړی و، خو د دښمن او ولس تر منځ یې فرق کولی شو.
کله نه کله به زلمکیو لوبه پرېښوده، د ټانک په لور به یې منډې کړې او د سترګو په رپ کې به د ټانګ په سر یوه ګله ماشومان ورټول شوي وو. بیا به یې کوښښ کولو چې د ټانګ دننه هم کله کشک وکړي او معلومه کړي چې په ټانګ کې دننه څه دي؟
دا ډله ماشومان به بیا روسانو په کنسلوا (تیمي قوتیو کې بنده د کبانو او غوایانو غوښې، لوبیا او پینېر) نازول. د هغه وخت ماشومان هم د اوسني وخت ماشومانو په څېر نه وو، چې یو څيز ورکړې بیا درنه په سپین سترګۍ بل هم غواړي او که نه یې ورکوې، نو چپټه درباندې وهي
" البته په ښارونو کې پېشه ور او ګمارل شوي ماشومان یادوم."
هر چا ته به چې په لاس څه هم ورغلل، غنیمت یې ګاڼه.
وبخښۍ چې د خیبر جان د معیوبیت خبره مې ډېره وځنډوله.
د ۱۳۶۶ ل کال خبره ده چې ماخوستن ناوخته کور ته زما یو عزیز راغی او په خبرو خبرو کې یې راته وویل چې خیبر د روسانو په بم الوتی، له مرګه بچ دی، خو یوه پښه یې ترې غوڅه کړې.
له دې خبرې سره مې یوه جیټکه وخوړه. د خبرو او پوښتنو کولو ادراک را کې پاتې نه شو، له مخې سره یې د ۱۳۶۳ ل کال هغې حادثې ته بوتلم چې تر خیبر مشر ورور مې دوست محمد چې هغه وخت دولس کلن و او د سراچې پله مخکته نغلو دوسرکې سره د کلي یوه ترپالي موټر ته د روسانو بیردوم ټانګ دیکه ورکړې وه او د غز له ونې سره یې سریخ کړې وه، په دې موتر کې یوازې هغه کسان زخمیان شوي وو چې د ترپالي په سر ناست وو، زما د ورور دوست محمد په شمول په سیټونو کې ناست دولس تنه شهیدان شوي وو.
زما ورور د دواړو سیټونو تر منځ کوڅه کې ناست وو. زخم یې نه معلومېدو. د هغه شهیدانو تر لاندې یې ساه وتلې وه چې له ټکر سره په ده راغورځېدلي وو. دا درد ناکه کیسه بل وخت ته پرېږدم.
د خیبر د ټپي کېدو سره راته دا پورته صحنه مخته درېدلې وه او بې هوشه شوی وم.
خو چې په هوش راغلم کیسه یې راته وکړه چې پرون مازیګر خیبر د روسانو د بېز قره ول سره نېږدې. د کنسلوا د پنېر ډبي پسې له جاله اوښتی و او هلته په ضد پرسونل ماین الوتی و. هغه ویل چې بیا ورپسې روسانو کرین راوړ او یو روسي عسکر د کرین خنجک په یوه لاس ونیو او کله چې یې دا بل لاس خیبر ته ورسېده، تر جال یې واړاوه. اوس هملته کلي کې د روسانو په کلینیک کې دی. پلار دې هم ورغلی و او خبرې یې ورسره کړي خو مور دې نه قرارېږي، د روسانو روغتون ته ورتګ شرم ګڼي او ضد یې نیولی چې هلک راوباسئ چې پېښور ته یې د علاج لپاره یوسو.
د دې پېښې په درېم مازیګر یې خیبر په دې نیت د روسانو له روغتونه را وایست چې زخمونه یې تازه وو او په پانسمان یې په روسي ژبه لیکلي وو چې هر شپږ ساعته پس باید زخم پانسمان شي.
په سبا یې د پېښور په لور راروان کړی و خو په دې ورځ د تورخم لاره په شلمان کنډو کې مجاهدینو بنده کړې وه. ټوله ورځ یې له غره نه په حکومتي ځواکونو ډزې کولې.
خیبر یې بېرته کور ته وړی و او چې بیا په بل ماخوستن تر پېښور راورسول شو، نو زخمونو یې سخت بد بوی کړی و.
زما د ترور د لور خاوند ګل محمد چې د هډې اخونزاد کلي و، د مولوي یونس خالص بابا د ورور مولوي محمد اسحاق سره ډریور و. هغه د تنظیمي اړیکو په اساس د مهاجرو په روغتونونو کې بلدتیا لرله. ګل محمد بیا د حاجي قدیر د ولایت پر مهال د بړو په دښته کې چې اوس په کې امان الله خان ښارګوټی جوړ دی. نامعلومه کسانو وواژه چې بیا یې ډاډسن موټر په خوست کې موندل شوی و.
هغه مو راپیدا کړو چې په ټاون کې د افغان مهاجرو لپاره البدر روغتون کې یې راته داخل کړي.
تېر ماخوستن چې مو په یوه ترپالي سوزوکي کې خیبر په ټاون کې البدر روغتون ته ورننه ایست نو د روغتون په انګړ کې د زخمي مجاهدینو ډله پیوزان راتلل، ترپالي ته به يې سر ورښکاره کولو او پوزو ته به یې دستمالونه نیول او بېرته به تلل. هغه مهال په افغانستان کې د ځاځیو او مارو په نوم د روسانو او مجاهدینو تر منځ سخته جګړه روانه وه. په دې وخت کې له یوه افغان کمپوډر سره دوه تنه چهلتاریان عربان زموږ په لور راغلل، پوزو ته يې ماسکونه اچولي وو، د د ترپالي تر شاه ودرېدل او چې کمپوډر په کټ کې پروت بې وسه او بې پښې ماشوم ته بجلي واچوله، خیبر له تېزې رڼا سترګې پټې کړې او عربانو چې په پانسمان روسي لیک وکوت، یو بل ته یې وکتل او په لوړو غږونو یې وویل:
"ملحد، ملحد"
هغوی لاړل او موږ ته افغان کمپوډر وویل چې ستاسو ناروغ دوی نه داخلوي وایي چې کوم بل روغتون ته یې یوسئ.
دا خبره چې ګل محمد واورېده، لکه د لوګي شین او سور شو، شور یې جوړ کړ چې د روسانو په بم الوتي او هغوی ورته عملیات کړی. نور دوی مجاهده کورنۍ ده.
زه یې ور وښودم چې دا یې مشر ورور دی او د عسکرۍ نه کولو له وجې مهاجر شوی دی.
د سوزوکي شاوخوا ډله کسان راټول وو. شور لا نه و غلی، چې یو لوړ دنګ کابو څلوېښت کلن ځوان چې سور سپین مخ و له خپل دفتره راووت او په اردو ژبه یې وویل: زه مایکل یم. د دې روغتون سرجن یم. دا شور ولې جوړ دی؟
ما ورته په ماته ګوډه اردو وویل ورور مې ټپي دی. خو عربان یې په دې روغتون کې نه داخلوي.
هغه د درېشي جېب نه بجلې راوایسته د سوزوکي باډۍ ته ورغلو او چې څنګه یې د خوسا شوي غوښې بوی حس کړ، بجلې یې د خیبر په وجود پانسمان ته ونیوله. له مخې سره یې وویل:
له ټپي سره دې ورور پاتې شي. نور ټول له روغتونه ووځئ.
همداسې وشول. دې جرمني ډاکتر زه یوې کوټې ته ننه ایستم. چپن، ماسک، دستکشې او د ویښتو پټولو ټوټه یې راته راکړل. د هغه په لارښوونه مې هر څه په تن کړل او له ځانه سره یې عملیات خونې ته بوتلم.
د خیبر خو یوه پښه تر زنګانه لږ لاندې کټ شوې وه. خو دا روغه پښه یې له کوناټي لاندې تر پنجو پورې لمبو وهلې وه او کوم ځای چې پانسمان شوی و، هغه ټوله غوښه خوسا شوې وه.
مایکل به په رور رور د هغه له زخمونو پټې لیرې کوله او ما به پرې له یوې بوشکې نه د ګلسیرین په نوم غوړې اوبه اچولې.
خیبر ته یې انستیزې نه وه ورکړې د پټۍ د خلاصولو پر مهال به یې د ها غوندې یوه چیغه هم کوله. ما مایکل ته ویل چې انستیزي ورکړه. خو هغه لنډ وویل چې ضرورت یې نشته.
کابو درې ساعته مایکل د خیبر له روغې پښې غوښې توږلې. خو کله چې یې له پوندې ورته پټۍ لیرې کړه نو د څو ثانیو لپاره یې د پوندې ژورې کندې ته په ځیر ځیر کتل او چرت کې پسې لاړ.
د خیبر د روغې پښې پونده هم بم الوزولې وه او تر ننه په کې کنده جوړه ده.
په کوم واټ کې چې خیبر بستر و، هلته پایوزانو ته هغه وخت اجازه ورکول کېده چې د ټپیانو تشې او ډکې میتیازې لیټرین ته یوسې. خو ماته مایکل داسې کارت جوړ کړی و، چې شپه او ورځ ورتلی شوم، بلکې هملته له خیبر سره په چپرکټ ویده کېدم.
په شروع، شروع کې به د ټپي مجاهدینو پایوزانو هم راته د کمونیست په سترګو کتل، خو کله چې ما هوډ وکړ چې د ټولو ټپیانو خدمت به د خپل ورور په څېر کوم، نو بیا مې ډېر ژر د ټپیانو تر څنګ د هغوی د پایوزانو زړونه هم خپل کړل.
په دې وارډ کې لس چپرکټه پراته وو، هر ټپي به له یوې اوونۍ تر لسو ورځو په دې وارډ کې ساتل کېده او بیا به یې عمومي وارډ ته لېږداوه. خو موږ یې په کې پوره درې میاشتې ساتلي وو. دا وارډ تر نورو هغو ډېر مجهز و.
مایکل به په شپه او ورځ کې درې څلور ځلې د ناروغانو لیدو ته راوتلو. له خیبر سره خو به یې څو دقیقې خبرې کولې. هغه په اردو نه پوهېده، یوازې به ورته موسک و. مایکل به کله خیبر بازار او کله په خیبر مارکېټ باله.
کله چې مایکل خیبر له چپرکټه په غېږ کې راواخیست او په کراره یې د روغې پښې تله ورته په ځمکه کېښود او ورته یې وویل: سرګرداني خو پرې نه راځي؟ او چې مطمین شو، نو اسمان ته یې وکتل، د "ټیانکیو مای ګاډ' ناره یې له خولې وایستله. له بټوې یې د سلو کلدارو لوټ راوایسته او یوه کمپوډر ته یې وویل چې میټایي راوړي.
مایکل ویل" د خیبر له پوندې د ویښته په څېر هغه هډوکي له منځه تللي چې حرکت پرې کېږي او زه ډېر خوشحاله شوم چې د خیبر روغه پښه روغه پاتې شوه."
له هغې راهیسې دا دې څلور دېرش کاله واوښتل خو د خیبر د پوندې له کندې اوس هم وخت نه وخت چرک راووځي او هغه یې په ګلسیرینو وینځي او پټۍ کوی یې
د لیکنو نېټه
۲۰۲۱ د جون ۲۰ مه
خپل کور جلال اباد
ګنګسیت
په ۲۰۰۲ز کال د مارچ په ۱۲ مه نېټه مې د افغانستان لپاره د بي بي سي تعلیمي پروژې سره د نشراتو په څانګه کې کار پیل کړ. تر دې د مخه مې په عرفان کلچر سنټر چې اوس په کلید ګروپ اوښتی، د "سپېده" په نوم مجلې کې د پښتو د برخې د ايډېتر په توګه دوه کاله کار کړی و.
افعانستان کې د طالبانو د واکمنۍ د ختمېدو سره سم هغه ټولې موسسې چې په پېښور کې یې د افغانستان لپاره کار کولو؛ باید افغانسنان ته راغلې وې.
زه هم په ۲۰۰۳ ز کال له دفتر سره کابل ته ګوښی راغلم. هغه وخت په افغانستان کې یوازې افغان بیسیم مخابراتي شبکه فعاله وه او دا چې له خپل ظرفیت نه یې زیات سیم کارتونه توزیع کړې وو، اکثر وخت به یې سیګنلو کار نه ورکولو. بیا د مخابراتو وزارت اعلان وکړ چې یاده شبکه نور سیم کارتونه نه شي توزیع کولې.
هغه وخت زموږ کیسه مار یار احسان الله ارینزی په افغان بیسیم مرکزی دفتر کې غټ چارواکی و. له هغه مې د سیم کارت د اخیستو غوښتنه وکړه. هغه راته داسې یو سیم کارت زما په نوم کړ چې د کوم طالب چارواکي په نوم و او د هغوی تر واکمنۍ وروسته یې بند کړی و.
هغه وخت به په ۲۱۰ ډالرو د یوه اوږد موبایل سره سیم کارت ورکول کېده.
هماغه خښته موبایل راته دومره ګران و، چې ټوله ورځ به مې په لاس کې په دې خاطر ګرځولو چې له جېبه مې غل ونه وهي.
یوه ورځ په پل باغ عمومي کې پښتني بانک تر څنګ مې د سګریټو له کراچۍ نه سګریټ واخیستل. لا مې پیسې نه ورکړې چې موبایل ته مې زنګ راغی. هغه مې ځواب کړ. څو ګامه چې د سګریټو له کراچې د منډیي په لور روان شوم، ناڅاپه مې د کورتۍ جېبونه یو په یو ولټول، خو موبایل مې په کې ونه موند. په بېړه د سګریټو کراچۍ ته ورغلم او پلورونکي ته مې په درې ژبه وویل:
لالا جان ده يی کراچي موبایل مه مانده.
هغه له پښو تر سره راوکتل او ویې ویل:
ـ اینجا موبایل تان نه مانده، جېبهای تان بفال.
ما ویل جېبونه مې ولټول، نشته او لېرې هم نه یم تللی. زه په یقین سره وایم چې موبایل مې همدلته کراچۍ کې رانه پاتې شو.
هغه دا ځل په ستوغ انداز راوکتل او ویې ویل:
ـ شماره یی تان بګو
ما ورته شماره وویله او چې هغه زنګ راووهه په کیڼ لاس کې مې د سګریټو تر قوطۍ لاندې له موبایله زنګ راووت.
سګریټ پلورونکي راته په تمسخر وویل:
نګفتمت که موبایل تان پیش ما نه مانده!؟ کله ګنګس.
۲۰۲۱ز کال، د جون اولسمه
درېیم چانس ازموینه
د ۲۰۱۳ کال خبره ده. له استاد محمد داود وفا سره د میدیو تیک په انګر کې په چوتره ناست وم، چې درې سره تکه ځوانان چې ښه سوټ بوټ کې وو؛ راغلل او له روغبړ وروسته راته استاد وفا راوپېژندل. دریواړه د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د وروستي کال محصلین وو او د استاد وفا په مضمون کې دوه چانسه ناکام شوي وو، په درېیم ځل ورپسې له کوم بل ولایت نه راغلي وو چې ازموینه ورکړي.
د وفا صاحب دفتر ته ټول سره ننوتو او له مخې سره وفا صاحب ما ته سپینه پاڼه راکړه چې پینځه پوښتنې ورته ولیکم.
ما استاد وفا ته ویل چې راباندې خاندې که څه؟ درس تا ورکړی او ته په دې چل هم ښه پوهېږې خپله یې ولیکه. ما ته ستا د درس څه پته ده؟
هغه راته کړه چې درس خو دوی نه دی زده کړی چې دا دی په درېیم چانس ترې امتحان اخیستل کیږي. مثلاً یو سوال دا ولیکه چې رحمان بابا د چا زوی و؟ او داسې نور هم درواخله.
ما ویل چې داسې ده نو زه ترې یوه پوښتنه کوم، که ځواب یې سم و نو د پینځو ځوابونو نمرې به ورکوې.
استا وفا راسره ومنله.
ما ورته دغه پوښتنه قلم بند کړه:
پینځه یې ګانې په پینځو مناسبو جملو کې وکاروئ.
پاڼه چې مې څنګه د ځوانو محصلینو مخته کېښوده نو په لوستو یې درېیواړه حق حیران پاتې شول.
استاد وفا د خپل مېز تر شاه زما لیکل ولوست او په قهقها یې وخندل او زیاته یې کړه:
عابد صاحب په پیر دې رحمت شه.
له محصلینو څخه دوه تنو پر مېز پرتې پوښتنې ته وکتل. دواړو په یو ځای په داسې انداز لاړې تېرې کړې چې د مریو ګنډې یې ښکته پورته لاړې او دا بل یې راولاړ شو او لمنه یې راته ونیوه او ویې وویل:
استازه واله بااله چې دوه ځلې همدې یاګانو ناکام کړي یوو، دا درېیم چانس مو لاسه مه وباسه چې یو کال به نور هم وځنډېږو. دوی داسې وانګېرله چې ګوندې استاد وفا ما ته ویلي وو چې ته به دا ډول پوښتنه لیکې. خو داسې نه وه. استاد وفا ته مې وویل چې زما د پینځو سوالونو نمرې درېیواړو ته ورکړه او هغه راسره ومنله.
د ښوونځي ارمان
د شپږو کلونو به وم. زموږ په کلي ثمرخیل کې منځنی ښوونځی د کلي په یوه جومات کې و. موږ څو تنه خپلوان پرته له دې چې کورونو کې ووایو، په خپل سر ښوونځي ته ولاړو او په دروازه کې ولاړ چپړاسي زاهد ګل بابا ته چې زموږ د کلي و مو وویل، موږ ځانونه مرتب کې اچوو. هغه راپسې لکړه رانېغه کړه. په دې وخت پرې د جومات دننه یوه معلم غږ کړ چې پرېږده چې راشي.
موږ چې ورغلو نو معلم صاحب راته ویلې ځئ بچیه صنف ته مو ورشئ.
ما ویل معلم صاحب موږ نوي ځانونه اچوو.
په دې وخت کې پرې چپړاسي غږ کړ. چې دوی په خپل سر راغلي، پلرونو سره یې ما خبرې کړي ، په ښوونځي کې یې نه اچوي.
معلم چپړاسي ته وویل، چې د دوی خوښه وي او عمرونه یې برابر وي ، پلرونه یې حق نه لري چې له ښوونځي یې منع کړي.
معلم صاحب موږ ټولو ته وویل چې ښی لاس د سر لپاسه راتېر کړئ او چپ غوږ پرې ونیسئ.
زموږ له ډلې نه د څلور تنو لاسونه غوږ ته ورسېدل. زما لاس نه رسېده. سر مې ورسره کوږ کړ. معلم صاحب راته وویل، بچو ته لا اوه کلن شوی نه یې. بل کال ته راشه.
او د هغو څلورو نورو نومونه یې ولیکل او چپړاسي ته یې وویل : د ښوونځي له رخصت نه وروسته به د دوی پلرونو پسې ورشې او ورته ووایه چې سبا ته یې د تختې او سیاهي سره راولېږي او که راویې نه لېږل نو د ټولو پلرونو پسې د علاقه دارۍ نه جلب لېږم.
هغوی یې رانه ایسار کړل او زه یې په سرو سترګو رخصت کړم. سباته چې زموږ خپلوانو تختې په ترخ کې نیولې وې او ښوونځي ته روان وو، سخت یې خپه کړی وم او سخت مې ژړلي وو.
په همدې ورځ د کانال د رییس کور ته چې زموږ کلي کې د کونړ سیند په غاړه جوړ و. ډېرې زیاتې موتړې راغلې.
اوازه شوه چې ظاهرشاه پاچا راغلی دی. ټول کلی نر او ښځه، لوی او واړه د خوړ په غاړه سرک ته د پاچا د لیدو لپاره راووتل. یوه زړه نیا چې زموږ د خپلوانو له جملې نه وه هغه هم له لکړې سره راغله. عریضه یې په لاس کې وه. خلکو ته یې همدا یوه خبره تکراروله چې په کوم موټر کې چې پاچا و ، ما ته یې وښیئ.
د دې زړې نیا زوی چې ډریوري یې کوله له کوم ترافیک سره یې لاس اچولی و چې بیا پرې شپږ میاشتې بند ختلی و.
کله چې د کانال د رییس له کوره د موټرو کتار رامات شو نو په ورو ورو روان و. په سرک ولاړو نرو ښځو به موټرو ته لاسونه ښورول او په موټرو کې سپرو کسانو به هم ورته لاسونه ښورول. په دې کې زړې نیا ته چا وویل چې پاچا په دغه امپاله موټر کې ناست. موټر چې تر نیا رارسېدو، نو هغه یې مخې ته ودرېده او له عریضې ورکولو سره یې ورته وویل: زوی مې پولیس سره ګوتې اچولې وې او شپږ میاشتې بند یې پرې خېژولی دی.
پاچا له خندا په ډکه خوله عریضه واخیسته او نیا ته یې په فارسي کې څه وویل.
شپږ ورځې وروسته د زړې نیا زوی له بنده ازاد او کور ته راورسېدو.
له واقعې نه لا دومره ډېر وخت نه و تېر شوی چې داود خان په ظاهر شا بابا کودتا وکړه او جمهوریت یې اعلان کړ.
له هماغه وخته تر اوسه چې د ظاهرشاه بابا نوم څوک واخلي ، ما ته یې له خندا نه د ډکې خولې تصویر مخته ودرېږي چې زموږ زړې نیا سره یې د زوی د خوشې کېدو رښتینې ژمنه کړې وه.
دا خاطره نېږدې ۴۴ کاله وروسته رایاده شوه.
په ما يې ولې د غل ګمان کړی و؟
تېره شپه له ډاکټر صاحب ښالېز، انجينر اباسین بهير او انجینر اغاګل شاهد په ملتیا له مزل راډيو څخه د مخابراتو په لور د بهير صاحب په موټر کې راتلو چې د میا اسلم پلازې تر څنګ استقلال پلازه کې د یوه سوپر سټور مخې ته بهير صاحب موټر ودراوه، ویل يې الکوزي چای کې بېلابېلې ذایقې راوتي که دلته وي نو اخلو يې. په څه پسې چې تللي وو، هغه په سټور کې نه وو دوکاندار ویل چې هغه د دوبۍ لپاره جوړوي. زه په لومړي ځل دې سټور ته ننوتی اوم. دوره مو په کې ووهله، د ژوند د اړتیا سره سم ښه ډېر توکي يې خرڅلاو ته ایښي وو. ډاکټر صاحب ښالېز د کور لپاره څه ټکه ټوکه راواخيسته او ما ته يې د غنمو د بکسټ ډبي راواخیست، ویل يې کله که دې د شپې ډوډۍ نه شوه خوړلی او ناوخته وږی شوې، نو يو پیس دې شيمه جوړوي. اول يې همدا بسکټ دوکاندار ته ورکړ او هغه د نرخ معلوملولو الې ته ونیوه، ډاکټر صاحب له مخې سره ما ته حواله کړ.
په دې کې انجینر صاحب بهير له خپلې لفافې نه د وچ انځرو پاکټ راوایست او راته کړه يې چې دا مې تا ته راواخیست، په دوبۍ کې کوم عرب استاد ازمون ته ویلې وو چې دا هر سهار درې دانې خوره، قوت باء ته ښه دي. د دې پاکټ قیمت شپېته افغانۍ و. بهير صاحب د خپلې سودا حساب په کاونټر باندې دویم دوکاندار ته ورکړی و. کله چې راوتو، نو زلمکي بې تجربې دوکاندار ما ته وویل چې دا تا په لاس کې څه نیولي دي؟
ما به لا ځواب ته خوله جوړوله چې انجینر صاحب بهير ورته وویل چې ستا تر څنګ اکاونټر ته مې د دې حساب ورکړی او ډاکټر صاحب ښالېز ورته وویل چې د دې بسکټو حساب ما درپرې کړی دی.
خدای شته ما ته سخته غوصه راغله، ورته مې وویل چې که زه درته اوس ځواب درکوم نو ممکن د ځان په صفت کې راشي، خو ځه یار دا بړاس به د خاطرې په لیکلو سره وباسم. په هماغه شپه تر ناوخته په کار بوخت وم او کله چې به راته دا بې تجربې دوکاندار مخې ته ودرېدو، سخت به مې چرت خراب شو، په کمپله کې مې هم تر ډېره چرت خراب و. سهار چې مې په نهره د انځرو پاکټ خلاص کړو او د بهير صاحب د فرمودې په اساس مې ترې درې دانې راواخیستل، بيا مې بې تجربې دوکاندار مخې ته ودرېدو، په انځرو کې د بهير صاحب د مینې بې حده خواږه پراته وو، خو د انځرو خپل خوند د بې تجربې دوکاندار شک پیکه کړی و.
هسې ما ویل که کله په سهوه کې په دغه سټور وربرابر شوئ، نو پام مو وي چې په اوداسه کې اوسئ، هسې نه چې د بې ځایه شک لاندې راشئ، او د خولې خوند مو درخراب کړي.
د ۲۰۱۷ کال د فرورۍ دویمه نيټه
په موبایل کې د نوم ثبتولو ګټې
زه له اوږدو کلونو راهیسې دغه موبایل فون کاروم چې تاسو یې په تصویر کې وینئ. یو خو چې یو ځل چارچ شي، پوره پینځه ورځې کار کوي او بل دا چې پینځه سوه شمېرې په موبایل کې او پینځه سوه نورې یې په دوه سیم کارتونو کې ثبت کېږي. خو اوس چې بازار ته دې ورته په کم قیمت داسې فونونه راغلي چې که شمېره دې ورسره ثبت نه وي، مصروف یې ښيي او نه شې کولای چې خبرې ورسره وکړې. دا سهولت نه لري.
ما نه چې څوک نمبر اخلي نو د ثبت کولو هیله ترې کوم.
په فون کې د نوم ثبتولو ډېرې نورې ګټې هم شته. که خدای مه کړه څوک له کومې حادثې سره مخ شي، خلک یې په فون کې د ثبت شوي نومونو په ذریعه اقربا او دوستانو ته خبر ورکولی شي.
د افغان بیسیم شرکت په ۲۰۰۸ ز کال د ټولنې د نورو قشرونو تر څنګ په ټول افغانستان کې په سلګونو لیکوالان او ژورنالستان وړیا سیمکارتونو، فونونو او هره میاشت د ۵۰۰ افغانیو په کړېډټ ونازول. هغه وخت ما په کابل کې د افغانستان لپاره د بي بي سي تعلیمي پروژو سره کار کولو. ما ته هم په کې برخه رارسېدلې وه. هغو سیم کارتونو ته تر ۲۰۲۰ ز کال پورې هره میاشت کړېډټ راتلو او بله ګټه یې دا وه او ده چې د دغې سیمکارت لرونکو چې په خپلو منځو کې خبرې کولې په یو مینټ کې به ۵۰ پوله او د افغان بېسیم عامو شمېرو ته یوه افغانۍ لګښت راتلو.
یو وخت راته د ننګرهار پوهنتون استاد او د ولایت مالي او اداري مرستیال پوهنوال ببرک میاخېل زنګ راغی. ما له او کی سره سم ورته وویل:
میاخېل صاحب سلام.
والیکوم سلام، خو زه میاخېل نه یم. دا موبایل مې دلته جلال اباد ښار کې وموند، ورته ووایه چې خپل نمبر ته زنګ ووهي چې زه یې ورته حواله کړم.
له مخاطب نه مې مننه وکړه، د استاد بله شمېره راسره نه وه. استاد محمد اصف شینواري ته مې زنګ وواهه چې میاخېل صاحب ته ووایي چې فون دې سره له سیمکارته پیدا شوی، چې جلال اباد ته درغلم، چپلي کباب به راباندې خورې.
دا عمل ما ته په دې زمانه کې د خپل نوعیت لومړۍ پېښه ښکاري. له دې وروسته له ما هم دوه درې فونونه ورک یا غلا شول، ما هم تمعه لرله چې بېرته به لاس ته راشي، خو...
د مشر میاخېل صاحب هغه سیمکارت اوس هم د میاخېل صاحب زیرک او خبرلوڅ برخوردار انعام الله میاخېل کاروي. انعام الله دې الله تعالی تر ډېره ژوندی لري، د ننګرهار د رسنیو ګروپ کې چې څوک د چا نمبر وغواړي، انعام الله میاخېل یې ورته د قرې د توس غوندې په میدان راوولي.
۲۰۲۱ د جولای ۱۴ مه
د کابل یادوونه
حمزه بابا څه ښه ویلي دي
څه به يې د زلفو د رخسار درته کيسه کړم
بس خو لنډه دا ده چې به ساه ورته اوږده کړم
کیسه به اوږده وي خو هیله ده چې ساه مو ورته لنډه نه شي.
ما په خپلو نورو خاطرو کې هم دا یادونه کړې چې له ۲۰۰۲ ز کال نه تر ۲۰۰۹ ز کال تر پای پورې مې د افغانستان لپاره د بې بې سي راډيو د تعليمي پروژو په دفتر کې د نشراتو په څانګه کې دنده تر سره کړې ده. په دې اتو کلونو کې مې که په خپرنیزو چارو کې خپله انرژي مصرف کړې، نو په بدل کې مې ډېره تجربه هم تر لاسه کړې ده.
زموږ څانګې به بروشورونه، کلیزې، د نوي کور نوي ژوند ډرامې کارتونې مجلې او د ماشومانو لپاره تصويري کیسې خپرولې. د نشراتو د څانګې مدیر د کابل پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي استاد پوهاند بریالی باجوړی و. الله تعالي دې ژوندی لري، څومره زده کړه چې ما له استاد باجوړي کړې، شاید په پوهنتون ویلي کې مې نه وه تر لاسه کړې. د مجلو او کتابونو د چاپ لپاره نړیوالو ادارو فنډ ورکولو او توافق داسې و چې نیمايي به پښتو او نیمايي به فارسي چاپیږي. او هریو به لس ـ لس زره چاپیدله. مجلې به مو بیا په سلګونو هغو موسسو ته ورکولې چې زموږ دفتر ته به يې فنډ ورکولو. او کله به چې د سروی لپاره کوم ولایت ته سفر برابر شو، په زرګونو مجلې به مې په کې د وړیا ویشلو لپاره بار کړې.
خو کتابونه باید خرڅ شوي وای او په پوره یو ډالر خرڅ شوي واي.
موږ به چې هر کتاب چاپ کړ هغو نړیوالو او کورنیو ادارو چې په تعلیمي برخه کې يې کار کولو فارسي کتابونه اخيستل خو پښتو به يې نه اخيستل. اغا خان فونډيشن زموږ تر ټولو غت پیریدونکی و. خو قسم يې کړی و چې یو کتاب پښتو هم وانخلي. یوه ورځ مې ورته یاده کړه چې ولې پښتو کتابونه نه اخلي؟
درته وویل، زموږ اکثره ښوونځي د افغانستان په شمال کې فعالیت کوي، هلته پښتانه نشته نو اخیستل به يې بې ضرورته وي.
ما ویل خو تاسو ولې په هغو ځایونو کې فعالیت نه کوئ، چې پښتانه په کې مېشت دي؟
راته کړه چې زموږ ټارګېټ ولسوالۍ دي او د پښتنو په سیمو کې په ولسوالۍ کې پر امنیت ډاډه نه یوو.
نو کتاب به شل زره چاپ و، لس زره فارسي بس خرڅ شول او پښتو به ایله زما په رندۍ په ځینو موسسو په لږ شمېر کې تین کړي وو. یو وخت چې مې بنډلونه شمارل نو تر دوه سوه زره زیات کتابونه برابرېدل چې ایله دېرش زره په کې درې وو او نور ټول پښتو وو. دا ارقام مې د دفتر د هغه وخت شېراز الدین صدیقي سره د یوه اوږد لست په شکل په ايمیل شریک کړل او هغه په کابل کې د یونیسف د مشرې سره لست شریک کړو، هغه ایمیل کې يې زه هم سي سي کړی وم. له هغې ښځې يې غوښتنه کړې وه چې کتابونه تر په بیه واخلي، چې دوی پرې د ماشومانو لپاره نور کتابونه چاپ کړي. بیا يې دا مشوره هم ورکړې وه چې د پوهنې وزارت ته به کتابونه ورکړي چې هغوی يې په زده کوونکي وویشي.
همداسې وشول. هغه وخت د پوهنې وزارت مالي او اداري معین صدیق پتمن صاحب و. د منظورۍ له یوې اوږدې پروسې نه وروسته يې د کتابونو تسلمول ومنل. بله ورځ له پوهنې وزارت نه دوه کسیز هييت دفتر ته راغلو، زموږ له رييس سره يې یو قرارداد ولیکه، او په سبا يې ما دوه مزدا لارۍ کرایه کړې، هغه دوه کیسز هییت هم زموږ دفتر ته په يوه کورولا موټر کې راغلل، مزدا پر کتابونو بار شوې وې، د حرکت پر وخت له دوه کسیز هییت نه راباندې يوه غږ وکړ:
عابد صاحب بیا تو کتی ما بیشه.
ما ویل نه زه به يوې مزدا ته پورته شم. خو هغه له مټه ونیولم او د کوروالا په دویم سيټ يې ورننویستم او ویې ویل:
پيش کتابها مزدورها او ملازمای دفتر تان ششتن.
موټر کې ورسره کيناسستم غېږ کې مې قرارداد پاڼه په یوه فایل کې ايښې وه. په دې فایل زموږ رييس صدیقي صاحب او باجوړي صاحب امضا کړې وه او د معارف له څلور کسیز هییت څخه باید دوه تنو د تسلیمۍ امضا وکړي.
د خیرخانې قلعه نجارا نه چې تایمني چاراهي ته راورسېدو، له مخکې سېټ نه يې یو تن کېوتو، ريډ بول انرژي يې راواخیستې، د مغازې مخته ولاړ وو او انرژي مو نوش جان کوله، چې یوه راته وویل:
ـ در این فایل حمتن قرارداد تسلمي میباشه.
ـ بلې.
ـ تو نشان بتې.
ـ چیش میکنی. در ګدام های وزارت معارف نشان میتم او امضا دوه نفر هییت تعین شده را میګیرم.
ـ ما همو دو نفر استیم که امضا برت ميکنم.
ـ درست است لاکن امضا شما در ګدام های وزارت معارف ميګیرم.
ـ اوجا هم ما امضا میکنم، مرا که همین جا کارت خلاص کنم او حق ته بیتم.
ـ حق چي؟
او دې سره یې جیب ته لاس کړ، د لس زرو ډالرو بنډل يې راوخیست او ویې ویل:
ـ چقه بس ات میکنه.
ـ چه میګي، بخاطر چه؟
ـ بخاطر حقت.
ما له جیبه موبایل راواست او ورته مې وویل:
ـ نی سری ما تاکید است که امضا در ګدام های وزارت معارف میګیري. ما کار غلط نه میکنم. و اګر شما قبول نداري ما به دفتر خود و معین صاحب مالي و اداري پتمن صاحب را زنګ میزنم.
هغو بیا زما د رضا کولو هڅه وکړه ويې ویل:
ـ پنج هزاز حق ته بتم قبول داري.
ـ نې.
او دې سره يې د لسو زرو ډالرو بنډل د جمپر په جیب کې را تخته کول چې ما يې لاس ونیوه او دروازه مې خلاصه کړه چې ټیکسې ونیسم او ځان د پوهنې وزارت ته ورسوم چې دوی بیا زما د رضا کولو هڅه پیل کړه او بلاخره راسره يې ومنله چې د پوهنې وزارت په ګودامونو کې به رانه کتابونه تسلیموي. بلا خره کتابونه مې د پوهنې وزارت په ګودامونو کې ور تسلیم کړل.
زما عادت جوړ شوی و چې زه به اکثر وخت د سټاپ له موټر نه په ده افعانانو کې کوزېدم، د اطلاعاتو فرهنګ وزارت مخامخ به مې د شريف زوی درملتون ته چې د مشر اول رحمان رودوال صاحب دوی و، سر ورښکاره کاوه، دا نو د فرهنګيانو د ملاقاتونو دېره وه، بیا به نو د پشتني بانک مخې ته د سرک په سر د کتابونو په غزفو تېرېدم او هرې غزفې ته به په دې خاطر تم کېدم چې کومې غرفې کې پښتو کتابونه شته او د چا، چا دي. خو اکثره کتابونه به ایراني فارسي وو، پښتو په کې د نیشت برابر وو. یوه ورځ مې پام شو چې زموږ کتابونه چې وزارت معارف ته مو ورکړي وو، کوټه کوټه په یوه غرفه کې پراته دي. د کتاب قمیت مې وپوښته، ویل يې لس افغانۍ. دوکاندار ته مې وویل چې دا مو له کوم ځایه تر لاسه کړي، هغه راته کړه چې تا ته يې څه چې له کومه مې تر لاسه کړي که اخلې واخله کنه ځه خپله لاره دې وهه.
ده سره مې لا جر و بحث نه ختم شوی چې په نورو غرفو کې مو هم زموږ کتابونه ولیدل. له ده روان شوم، هغه وخت ما سره يو ساده موبایل و، بلکې که ووایم ځیرک موبایلونه لا نه وو، راغلي خو له بیګ نه مې کېمره راواخسته او په یوه بله غرفه کې مې خرڅ ته ايښودل شوي موډ کې د کتابونو تصویرونه واخستل او په سبا مې باجوړی صاحب ته تصویرونه وښوول او ورته مې وویل چې کتابونه خو بازار ته راوتی دي او په لس افغانیو يې خرڅوي.
هغه یوه همېشنۍ موسکا وکړه، غاړه يې تازه کړه او ویې ویل:
ښه خبره ده، موږ خو هسې هم پښتنو ماشومانو ته نه شول رسولی، تر یوه حده خو به له دې لارې ماشومانو ته ورسېږي.
د لیکلو نئټه
۲۰۲۳ ز کال، د اپرېل ۱۳ مه نېټه
بې ادبي معاف
د ۱۳۶۳ کال خبره ده. د ثمرخيلو لیسې په نهم ټولګي کې مې زده کړې کولې. له ښوونځي وروسته مې په جلال اباد چپلک فروشۍ کوڅه کې د چپلکو د توک د خرڅلاو دوکان لرلو. هره ورځ به له رخصتۍ وروسته جلال اباد ته راتلم او تر مازيګره به مې خپله دوکانداري کوله. کله کله داسې هم کیدل چې له تفریح وروسته به له ښوونځي په پټه او يا ښکاره ووتم او ځان به مې دوکان ته ورساوه.
د جدي په سړه هوا کې يوه ورځ چې د ښوونځي نه راووتم، په پاخه سرک راته زموږ د کلي يوه د پاخه عمر ډیور چې نوم يې نه شم ښودلي، د کلي په لاین يې ترپالي موټر چلاوه، موټر يې راته ودراوه او ويې ويل:
تشو کې راوتی یم، په لاره که مې سورلۍ راپورته کړې، کرایه هم درسره راتوله کړه.
لږ مخته چې ورسیدو، نو يوه سړي چې ښځه هم ورسره وه او ماشوم يې د پوړنې لاندې په سينې پورې جوخت نیولی و، لاس ورکړ. موټر يې ودراوه. ما ژر مخکې سيټ ته منډه کړه، خو دروازه يې قید وه. ډریور ماما ته مې وروکتل، هغه راته په برندو سترګو د لاس په اشاره وویل چې شا ته يې وخيژوه.
ما چې مخ راوګرځاوه نو سړی او ښځه دواړه زما تر شا ولاړ وو. ما بیا ډریور ماما ته له بندې دروازې اواز وکړ :
قيد خلاص کړه چې دا سورلۍ سيټ ته وخيژي، ناروغ ورسره دی.
خو دا ځل يې راته داړې په کنځلو پرانستې، ګير يې بدل کړو او د پپړو شونډو له ښوريدا يې داسې مالوميدل چې راته وايي،
شا ته يې پورته کوې او که تا هم ورسره پريزدم؟
سورلۍ مې د ترپالي باډۍ ته پورته کړې او خپله د کلينډر غوندې په پټې پورې ونښم، یخ شمال لګيدو. د سراچې پله ته نارسيده، دوه تنه چې د پاخه عمر ځښتنان وو، لاس ورکړ. هغوی ته يې له مخې سره اشاره وکړه چې مخکې سيټ کې ورسره کينې.
تر ښاره چې رسيدو، نو موتر يې د لارې له سورلیو ډک کړی و، او ما هم ورته ښه په ایماندارۍ کلینډرې کړې وه. کله چې ښار ته ورسيدو، او راټوله شوې کرایه مې ډريور ته ورکوله، نو پوښتنه مې ترينه وکړه :
ماما، د نغلو په دوسرکه کې دې ولې هغې ښځې خاوند ته سيټ کې ځای نه ورکولو، هغه ماشوم يې سخت ناروغه و.
ډريور ماما سره له دې چې زما کلیوال و ژبه يې هم پښتو وه. خو خدای خبر ولې يې راته په فارسي ژبه وويل :
چطور او را میشاندم؟ بچې طالم ده همو دقه یقه پسکي ترش انداخته بودم که دل خود ما راکفيده بود.
ترجمه:
څنګه به مې کينولي وو؟ د طالم بچیه، په همغه شیبه مې داسې تروه پسکۍ اچولې وه چې زما خپل زړه يې هم خراب کړی و.
خواږه ياران او خواخوږي
نن څه باندې دوه بجې وې چې له فنليڼد نه راته زما د فيسبوک خوږ ملګري جبار باجوړي ټيلفون وکړ او راته يې وويل چې د عبدالجبار په نامه يو تن چې ۲۲ کاله عمر لري او د ننګرهار د روداتو ولسوالۍ د بړو کلي د هزاربوزو قوم سره تعلق لري، په حق رسيدلی دی. ملګري يې وايي چې د جلال اباد ښار په ۱۶ فاميليو کې يې کور دی، که ته د ننګرهار په کومې راډيو کې د هغه د مړينې اعلان ورکړې چې کورنۍ او خپلوان يې خبر شي، موږ په دې کوشش کې يو چې د سفارت له لارې يې مړی کابل ته دروليږدو.
ورته مې وی چې راډيو ته هيڅ ضرورت نه شته. زه يې اوس په خپل وال خبرتيا پوست کوم خدای مهربانه دی څوک به يې پيدا شي.
کله چې ما خبرتيا خپره کړه، دوستانو پرې خواخوږي او مشورې راسره شريکې کړې، نيم ساعت به لا تير نه و چې د ننګرهار د سرې مياشتې ريس ننګيالي يوسفزي راته فون وکړو او ويې ويل:
عبدالجبار يې د نيږدې دوستانو له جملې څخه دی، کورنۍ يې دا اوس ما خبره کړه، ورور يې هم راسره دی، موږ ته د جبار باجوړي نمبر راکړه چې اړيکې ورسره ونيسو.
يوسفزي صيب ته مې د باجوړي صيب نمبر ورکړو. لږه شيبه وروسته راته باجوړي صيب وليکل چې د ځوانيمرګ له ورور عبدالغفار سره يې خبرې وشوې.
که څه هم د هغه مسافر ځوانيمرګ په مړينه خواشينی وم، خو په دې خوشحاله شوم چې کورنۍ يې د فيسبوک له لارې پيدا شوه.
نن ماخوستن چې مې سکايپ خلاص کړو، تر هر څه د مخه راباندې ګران کشر جبير منظر چې هغه هم د بړو کلي دی او په بلجيم کې ميشت دی غږ وکړ، په خبرو خبرو کې يې عبدالجبار د مړينې خبره راياده کړه، ويل يې چې ستا د خبر په لوستو زه دې ته انديښمن شوم چې کيدای شي ځينې دوستان او خپلوان يې فکر وکړي چې ګوندې خدای دې نه کړي جبير ......
موږ لا په همدې بحث کې وو چې موبايل مې وشرنګيدو. په ښيښه د روح الله انوری نوم راغی، انوري صيب هم د بړو کلي دی خو په کونړ کې ازادۍ راډيو سره بند دی. هغه همدا خبره کوله چې په بلجيم کې يې د جبير منظر په نامه يو تن کليوال اوسيږي، هسې نه چې هغه ځوانيمرګ دا نه وي؟
ما سم له واره د موبايل غږ لوړ کړو او ورته مې وويل چې ستا کليوال راسره د سکايپ په پرده په غړيدلو سترګو او ډکه خوله خبرې کوي، دا دی ته هم ورسره خبرې وکړه.
او په دې ترتيب د دواړو انديښنه له منځه لاړه.
د مارج ۱۳ نيټه، ننګرهار ميديو تيک
فاسق او فاجر
شاه و خوا ۱۷ کاله پخوا چې مصطفی سالک تقریباٌ هر مارزیګز زما کار ځای يانې صدر بازار شفيع مارکيټ ته چيرته چې ما د سګريټو کراچۍ درولې وه راتلو، دې بازار ته به ګڼ شمير ښځينه روزانه راتلې. سالک صيب به ويل چې په دې بازار کې تخيل ډيره وده کوي، يو مازيګر چې زه او سالک د سګريټو د کراچۍ تر څنګ په چوکۍ ناست وو، نو استاد حبيب الله رفيع او د هغه نازولی زوی زکي جان د همدې بازار نه په وتو وو چې په ما او سالک يې سترګې ولګيدې، له روغبړ وروسته استاد رفيع دغه سملاسي شعر ووايه
چې سالک او عابد هم بازار ته راغلل
څه ګيله ده له فاسق او له فاجره
او دې سره موږ څلور واوړو ښه په زوره زوره وخندل.
هغوی چې رخصت شول نو ما له سالک صيب نه پوښتنه وکړه چې استاد به دا فاسق او فاجر څوک ښودل؟
هغه راته کړه چې زه او ته خو سالک او عابد يو، نور خپله پوه شه چې فاسق او فاجر څوک کيدی شي؟
او ځل موږ دواړو په بړق بړق سره وخندل.
خنجر لاسونه
نن مې له سالک صيب سره تړلې يوه خاطره په ليکه کړې وه. له نيکه مرغه هغه پرې هم پيښ شوی و او دوه ځايه يې پرې ليکل کړي وو. په خپلو خبرو کې يې راته زما په يوه غزل کې د داسې دوه بيتونو يادونه هم کړې وه چې تخيلي نه، بلکې تصادفي وو. کيسه داسې وه:
کوم ځاي کې چې ما د مزدورۍ لپاره کراچۍ درولې وه، هلته د سرک سر ته يو رنځير اچول شوی و او يوازې هغو موټرو ته به خلاصېده چې ډېر به نازولي وو. يوه ورځ مې يوه موټر ته رنځير خلاص کړ، موټر چې له زنځيره واوښت نو ما په کيڼ لاس د رنځير هغه دوه سره نيولي وو چې له کړۍ راتاو وو او په ښي لاس مې قلف د زنځير په خدايزده څويمه کړۍ کې اچولې و، خو ښي اوږه مې ورپسې په ټوله مانا ورټيټه کړې وه. چې څنګه مې رنځير راکش کړ يو شرنګ يې وکړ او د شرنګ سره مې په يوه ډله ښځو چې له ځوانو نجونو تر سپين سرو پورې په کې وې، نظر پريوت. دا ډله مارکيټ ته په راننوتو وه. يوه ځوانه نجلۍ چې لاسونه يې تر مټو پورې بربنډ و، په شوخ نظر راوکتل، په امرانه انداز يې لاس راوغځوو، د شهادت ګوته يې راته نيغه ونيوه او ويې ويل:
ـ وغورځوه!
زه ورته يغ نېغ پاتې شوم، د څو شېبې موږ دواړه سترګې په سترګې شوو.
ـ ښه جي دا دی ومې غورځاوه.
نجلۍ په رندانه انداز راوکتل، د سترګو په ځمب يې راڅخه مننه وکړه او سم له واره يې دغه بيت راکړ چې:
د کوم مين په قتل پسې وتي ده له کوره
په ناز په کرشمه لکه خنجر غځوي لاس
پورته بيت مې لا ذهن ته نه و سپارلی چې ورپام مې شو چې په رنګه رنګه تارونو کې يې د غووندې ستنې ټومبلې وې. لکه کوم ماشوم ته چې يې خولۍ جوړوله، دا انداز يې هم راته په زړه پورې وبريښيده او دغه لاندې بيت مې ورپسې سم له واره وتاړه چې:
د چا د ګريوان تار تار يې په ګوتو کې نيولی
دا شوخې شېوه ګرې خو اکثر غځوي لاس
او اوس هم چې کله زما په تصور کې دغه بيتونه راتازه شي، هغه شوخه شيوه ګره مې مخې ته نېغه ودرېږي او يو ځل بيا د خنجر غوندې لاس راوغځوي او په زړه يې را ښخ کړي.
د مارچ ۱۴ نيټه د شپې ۱۱ بجې
د ننګرهار د رسنيو کور ميديو تيک
د خاطرو د لړۍ اته لسمه کړۍ
نعم البدل
سره له دې چې سږکال په کابل کې د تيرو کلونو په څېر هوا دومره سړه نه ده خو ما غوندې په تن بدن خوار کس بايد ځان ګرم وساتي. د قوس په ١٥ نيټه د يوه ګرم جمپر يا کوټي د اخيستو په خاطر يوه مارکيټ ته ورننوتم. ښه ګرم، ګرم جمپرونه مې وليدل. اول خو به کې زما د خوښې ډيزاين نه پيدا کيده او چې پيدا به شو نو قيمت به يې له اسمان سره خبرې کولې. دومره ګران چې ما په هغومره پيسو پوره مياشت خپله خيټه چلولی شوه. پريکړه مې وکړه چې په کباړ کې ځان ته يو کوټ او يا هم کرتۍ واخلم. پل باغ عمومي ته ورپسې لاړم. دلته هم هماغه د سايز خبره وه، هيڅ کوټ مې پيدا نه کړ چې زما په تن دې جوړ وي. يوه دست ګردان چې ښې ډېرې کورتۍ يې په اوږو سپرې کړې وې، يوه کورتۍ يې له اوږو راخلاصه کړه او ويل يې چې: (( همي ده جانت درست ميايه.)) ما هم کورتۍ راواخيسته او لاندې باندې مې وکتله. د کرتۍ په ليدو راته د يوه خپلوان خبره راياده شوه چې ٢٥ کاله پخوا به يې د ورور کرتۍ واغوسته، نو بيا به يې موږ ته شاه راواړوه او ويل به يې چې لږه لږه خو بيټلي ده. کرتۍ مې د جوړښت له لحاظه خوښه شوه، په تن مې کړه، لستوڼي مې کش کاږل، په سينه کې راته لويه ښکاره شوه. خرڅونکي ته مې وويل چې کمی کلان است. هغه راته چپه ګردن جوړ کړ کرتۍ يې کش راکش کړه او ويې ويل: ((چند روز بعد هوا سرد ميشه، حتمن جاکت ميپوشي، همي درازي ګم ميشه و نامخدا د جانت بسيار خوب ميګه)) کرتۍ يې په درې سوه بيه کړه خو په ١٥٠ افغانۍ سره جوړ شوو زه په خپله مخه روان شوم. څوګامه چې وړاندې لاړم، کرتۍ مې په تن کې ورو، ورو اوږديده، په زړه کې مې وګرځيدل چې راځه بيرته يې ورکړه ځکه چې په ځان مې جوړه نه ده. د خرڅونکي په لور مې مخ ورواړاوه، فکر کوم هغه هم په دې خبره پوه و چې کرتۍ خو لويه ده او ويريدو چې واپس يې نه کړم. ورغلم او کرتۍ مې له تن نه ايستله او هغه ته مې ويل چې بيادرجان يي کرتي ده جان ما کلان است. مه نميګيرم. خرڅونکي مې زنې ته لاس کړ او ويې ويل خير ايقدر کلان نيست، و ده تمام روز همي دستلاف ما است. ١٥٠ افغانۍ يې راته په زنه کيښودې او ويې ويل قربان سر تان.
زما هم پرې زړه خوږ شو او يوه لفافه مې ترې وغوښته او کرتۍ مې په کې بنده کړه له ځانه سره مې وويل چې چا ته يې خدای جاتي ورکړم. سګريټ مې خلاص شوي وو يوه کراچۍ ته وروګرځيدم سګريټ خرڅونکی يو مشر سړی و چې هغه هم په تن بدن ما غوندې خوار و خو قد يې تر ما اوږد و. هغه ته مې کرتۍ ونيوله او ورته مې وويل چې کاکا دا کرتۍ ما اوس واخيسته، خو لږه راباندې لويه ده، که غواړې چې تاته يې هسې درکړم. سړې اول راته لاندې باندې وکتل، بيا يې کرتۍ له پلاستيکي لفافې را وايسته او مخ او سټ يې ورته وليدو او ويې ويل (( ګرچی بهاريست، ليکن خوبست.)) بس يوه څه مې زړه تسيکن شو. او د سرای زرداد په لور روان شوم. دلته زما ډېر خپلوان او کليوال د بوټانو، لونګيو، څادرونو او .... دوکانونه لري او ما ورسره پوره اوه کاله په سرای کې شپې ورځې سبا کړي دي. په سرای چې ننوتم نو يوه ځوان چې زه يې د ماماخيلو له جملې څخه يم. راباندې غږ کړ چې ماما راځه چې شنې چای تيارې دي. ورسره کيناستم او د هغه چې زما په بوټانو سترګې وليګدې وپوهيدو چې دتيرکال زاړه بوټان مې په پښو دي نو. ويې ويل ماما بوټانو دې د تير کال په پښو کړي دي، بد ښکاري، ونيسه ډېر ښه بوټان راغلي دي، په ٤٠٠ افغانيو موږ ته پريوتي دي او په ٦٠٠ افغانيو په منډه خرڅيږي دا پښو ته واچوه. هسې هم ستا خو هر کال له موږ سره يو جوړه بوټ رسيږي.
بوټان چې مې پښو ته واچول، نو کرتۍ خرڅونکی او سکريټ خرڅونکی دواړه مې سترګو ته نيغ ودرېدل.اوپه دې خبره مې ايمان نور هم قوي شو چې که يو څوک د خدای د رضا په خاطر يو څه ورکړي، نو خدای تعالی يې يو په څو اجر ورکوي.
۲۵/۱۰/۲۰۰۹
کابل افغانستان
د حمزه بابا یو بیت
ما په پخوانیو خاطرو کې دا ویلي دي چې په لومړني ښوونځي کې مې د زده کړو په دوران کې له پېښور راډیو نه خپرېدونکي سندرې په کتابچه کې نوټ کولې، هغه د کشور سلطان، معشوق سلطان، خیال محمد، هدایت الله، ګلرېز تبسم، زرڅانګې، ماه جبین قزلباش او نورو مشهورو سندرغاړو په اوازونو کې به وې.
بیا چې څه موده پس زما مرحوم پلار جان ۵۳۰ ټیپ واخیست نو د کلي په ودونو کې مو د میداني مجلسونو کیسټې ډکولې.
هغه وخت به زموږ کلیوالو منور استاد سید محمد، سید عالم، محمد شاه، ایوب استاد، نواب استاد، شاه ولي استاد، هیکل او حیات الله خپلو ښادیو ته بلل.
د میدانونو مجلسونو ثبت کول زما په غاړه ځکه و چې پلار مې د خوراکي توکو دوکاندار او میداني مجلسونه به هم زموږ د دوکان مخې ته میداني کې جوړېدل.
کله کله به مې د میداني سیلونو له کیسټو هم غزلې لیکلې.
زه په لومړي ځل د حمزه بابا له نوم سره شاید په ۱۳ کلنۍ کې د نواب استاد له برکته اشنا شوم.
د هغه له خولې ویل شوې د حمزه بابا یوه غزله مې نوټ کوله چې له هماغه وخته تر اوسه پورې مې د هغې غزلې مقطع په ذهن سپره ده او اکثر وخت راته د خپل کلي ورشو رایادوي چې زموږ د کلي کوچیانو به په کې رمې پولې.
د غزل مقطعې نه هغه وخت زما تصور همدومره و چې په تصویر کې یې ګورئ:
وخت د پسرلی دی، هر یو شی راغی دباندې
اوس به حمزه واړه د دیدن اوږي ماړه کا
د نوروز مېله
په افغانستان کې د ثور له کودتا نه مخکې کلونو خبره ده. شاید زه به یوولس کلن وم. ښه مې په یاد دي چې د ننګرهار هوایي ډګر تر څنګ مقام خان کې به د کال په لومړۍ ورځ د نوروز مېله لګېدله. مقام خان زموږ له کلي ثمرخېلو نه کابو نهه کیلو میتر لمر پرېواته ته فاصله کې پروت دی. هغه وخت موټر دومره نه وو، د کلي ډله ډله خلکو به د سهار له اذانه مخکې پلی مزل وهلو او لا به لمر زموږ د کلي له غره سر نه و راپورته کړی چې زموږ د کلي خلک او د شاوخوا نورو کلو او ولسوالیو خلک به په مېله ورګډ شوي وو.
دې مېلې ته به له ځینو ولسوالیو خلکو شپه جلال اباد ته رارسوله.
په مېله کې به لویې لویې خېمې چې تجیر هم ورته وایي، لګېدلې وې او تر هر تجیر لاندې به ډول ډول خوراکونه تیارېدل.
چېرته به د ځلوبیو او قجرو پخلی روان و،. چېرته سماوار لګېدلی، چېرته د کبابو او چینانکي خوراکونه.
هغه وخت ټیپونه دومره نه وو خو ځای ځای به له تجیرونو د سندرو اوازونه په لوړ غږ راوتل. دا هندي سندره له هماغه وخته زما په ذهن سوره ده چې:
یې زنده کے مېلے، دنیا مین کم نه هونګے
افسوس هم نه هونګے.
چېرته به د تجیر لاندې د ډېس په نوم یو ډول د بخت ازمایلو لوبه چې په یوه تخته به یې د دیوالي ساعت شکل پرې رسم و او بېلابېل کورونه یې لرل، په هر کور کې به خلکو د افغانیو لوټونه کېښودل، بیا به یې د ساعت غوندې غټې ستنې ته حرکت ورکاوه او دا ستن به چې په هر کور ودرېده، هغه به خوشبخته و او د خپلو پیسو څو برابره پیسې به ورته د ډېس چلوونکي لاس په لاس ورکولې.
زه چې په لومړي ځل د تره او ترور زامنو سره له خپل کلي پیاده تر نوروز مېلې تلم، کاکا مې دې خدای وبخښي نوې پنجه داره څپلۍ یې راته له پېښوره راوړې وې.
زموږ کورونه د کلي کوز سر کې وو، موږ لس دولس تنو د کلي بر سر کې د خپلوانو کور ته یوړه. زموږ دا خپلوان حاجي غلام علي نومېده چې په حاجي تحلویدار مشهور و. اروا یې ښاده اوسه په ننګرهار او کونړ کې یې ډېر شناخت لرلو. ملا لا اذان نه و کړی چې حرکت مو وکړ. لا پاخه سرک ته پورته شوي نه وو چې زما دواړې پښې راته د څپلیو وندنو ووهلې. او څومره چې مو مزل کولو د پوندې له پاسه پلې چې موږ کلیوال ورته د تیز رګ هم وایوو زخمي شوې وې او درد یې په زیاتېدو وو ، خو ځان ته مې په دې تسلي ورکوله چې نوې بوټان او څپلۍ له خلکو خپل قصور یا بدل اخلي.
چاره نه وه، څپلۍ مې لاسونو کې ننه ایستې او په لوڅو پښو مې کش ولګولو.
د هوایي میدان کوز سر ته ورسېدو، رڼا په خورېدو وه او د پاخه سړکه د جر په غاړه خام ته شوي وو چې زما د ترور زوی حاجي ګل راپام شو.
ویل یې والکه بازه دا څپلې دې څنګه د پښو پر ځای لاسونو ته اچولي دي؟
ما ورته د نوي کالیو پایسې تر لینګو راپورته کړې، او د پوندو په سر زخمي پلې مې وروښودې. په زخمونو یې وینه وچه شوې وه. پایسې مې هم په وینو شوې وې.
حاجي ګل راته کړه چې څپلې پښو ته واچوه، وندنې یې مه تړه او راځه مېله کې به واسلین راواخلو او غوړې به یې کړو.
لمر د غره له سره راپورته شوی و چې مېلې ته ورسېدو په یوه سماوات ورننوتو، د پراټو سره سره مو له شنو چایوو سره په مړه خېټه ځلوبۍهم نوش جان کړې.
ویل یې لس بجې به جنډه جګېږي. تر هغې چې جنډه جګېدله، موږ د مېلې ټول تجیرونه لټولې وو او تر هغې مو د خاکي شاه مداري د کرتبونو نه خوندونه اخیستل چې د جنډې د جګېدو ډولونه، نه وو وهل شوي.
د لیکلو نېټه
۱۴۰۲ کال د حمل لومړۍ نېټه
" بچیم دست ما محرم است"
په ۱۳۶۲ ل کال زه د ۱۶ کلونو اوم او په همدې تاند زلمیتوب کې راته مور او پلار د تره له لور سره واده کړی و.
د واده په ورځ یوه ډله همزولې چې اکثره په کې زما خپلوان وو، یوه ترپالي موټر دربست کړ او جلال اباد ته یې سقاوې ته وروستم. هغه وخت لوی ویښتان پرېښودل مود وو. د هفته ګل په نوم یوه نایي راته ویښتان جوړ کړل. کله چې سقاوې ته ننوتم نو زموږ یو دوست چې یارولي نومېده او په جلال اباد ښار کې یې د پهلوانۍ کلب لرلو ، هغه وویل چې موږ ډېر یوو او غسلخانې څلور دي، دا چې هر یو جلا جلا غسل کوو، ډېر وخت مو ضایع کېږي، راځئ چې عمومي حمام ته ولاړ شوو. یارولي چې غالباً په ۲۰۰۶ م کال کې د زړه د حملې له امله وفات شو. الله دې ورته مغفرت وکړي د ښار په بدمعاشانو کې یې هم نوم لرلو او هر وخت به یې پنج ټقه چاقو او بوکس پنجه په جېب کې ګرځوله. له ده سره ملګرتیا راته زما د مشر تره زوی ارواښاد مامور غلام نه راپاتې وه. هغه مهال مامور صاحب تازه تازه پېښور ته کډوال شوی و. هفه د افغان ملت د برجسته غړو څخه و او ارواښاد یارولي هم د افغان ملت ګوند غړی و.
له سقاوې نه راووتو او د ښاروالۍ مخامخ چې اوس په کې د ښاروالۍ د تنظیفاتو مدیریت او د موټرو تمځی دی، دلته د ښاروالۍ حمام و.
حمام ته له ننوتو سره سم یارولي یوه د پاخه عمر کس ته برینج او ماش لنډه ږیره یې وه، په فارسي ژبه وویل:
کاکا بیادر ما خوب صحیح کیسه کو که امروز عروسیش است.
کاکا ما ته په رندانه انداز راوکتل، په سینه یې غبرګ لاسونه کېښودل او ویې ویل:
بچشم.
په دې وخت کې زما د ترور زوی موسم خان راته کړه چې:
اوهو دا کاکا خو راته سخت د غره ښکاري.
هغه وخت چې موږ هلکان وو او چا به راته له ورایه په بد نظر وکتل، موږ به خپلو کې ویل چې د غره دی.
یعنې دا چې له غره راکېوتی او که سپینه یې ووایم. سخت بچه باز دی.
دا نو حمام ته ورتګ زما لومړی ځل دی. په دې هم نه پوهېږم چې کیسه څه ته وایي؟
کیسه مال موږ ټولو ته لنګونه راکړل، جامې مو د شمېرلو پیسو سره په کاونټر ناست یو بریتور ماما سره جمع کړې، زما نور ملګري هر یو د ځان په مینځلو لګیا شول، خو کیسه مال کاکا په یوه ستل کې اوبه راواخیستې، زه یې کېنولم او نیمایي ستل یې راباندې تش کړ او بیا یې د جرابې غوندې یو شی په ښي لاس کې واچاوه او زما له سټ نه یې د ښیرو په توږلو پیل وکړ. اول کې راباندې کیسه بده لګېده، کیسه مال کاکا ته مې د اهسته اهسته نه وویل، هغه راته کړه چې بیا خو ښیره نه پاکېږي. ما ویل سمه ده، خپل کار کوه.
یو ښه شېبه یې راته ملا کیسه کړه، بیا یې لاس زما مخ، غاړې او سینو ته راتېر کړ. تر دې دمه زه ناست وم، څو وارې یې راته ویلي وو چې چپه شو، خو ما به پرې غوږونه کاڼه کړل.
کله چې یې خېټه د سپغزو پورې راته کیسه کړه، کیسه مال کاکا پړمخې وغځېده، ښي لاس یې تندي ته بالښتګی کړ او ویې ویل:
بچیم به یه قسم خوده بانداز.
زه هم ورته شاه کړی پرېوتم.
اول یې راته ښي پښه له پوندې نېولې تر ورانه او بیا یې چپه پښه له پوندې تر ورانه ښه سمه کیسه کړل. دې وخت کې مې کیسه مال ته وویل:
چطور کاکا خلاص نشده؟
هغه راته کړه:
خلاص است فقط کمی مانده.
په دې وخت کې پرې یارولي غږ وکړ چې کاکا خوب صحیح کیسیش کو.
او دې سره یې زما د کوناټو شاوخوا کیسه مالي شروع کړه او همداسې لږ لږ کوناټو پلو تېز تېز لاس ښوروي، له یوه کوناټي بل ته واوښت هلته یې هم یو مینټ دوه ښه تېزه کیسه مالي وکړه. چې خدای ته ښکاره وي، د کیسه مالۍ دا پړاو راباندې ډېر بد لګېده. په همدې چرت کې وم چې اوس به کله راته وایي چې پورته شه او له هغې ډنډوکي په ځان اوبه واچوه چې یو دم یې د کوناټو په منځ کې په اوږدو لاس راتېر کړ او چې څو یې بېرته لاس د ملا له طرفه ورنو ته راتېراوه زه لکه د کپچه مار په څېر راتاو شوم او یو الهي شرق مې ترې وایسته. دې وخت یارولی رامنډه کړه ویل یې ولې دا دې څه وکړل.
ما ورته ویل، دا کاکا خو بچه باز دی. د کوناټو منځ کې یې لاس راتېر کړ.
یارولي یوه مستانه خندا وکړه خو کیسه مال کاکا په خواره خوله راته کړه:
بچیم دست ما محرم است.
نوټ دا تصویر په هماغه ورځ محبوب عکاسخانه کې اخیستل شوی و.
د لیکلو نېټه
۱۴۰۲ کال د حمل ۵ مه نېټه سهار شپږ نیمې بجې
د روژې مبارکې درېیمه
زېري کې شریک یوو
هسې خو له اوه کلنۍ نه مې له پلار جان سره د کلي په دوکان کې په کار وم. له ښوونځي وروسته به تر تېر ماخوستنه ورسره په څه نه څه شکل په کار بوخت وم.
خو له شپږم ټولګي نه تر یوولسم ټولګي پورې به مې په اوونۍ کې درې ځلې له لواړګي نه تر جلال اباد پورې د رخت د ټوکو ګنډیماري هم کوله.
دا نو داسې وخت دی چې زموږ ډېر هغه خپلوان چې عمرونه یې عسکرۍ ته جوړ وو، کورونه یې کلي کې وو خو په لواړګي کې یې په بټیو ( سرایونو) کې کوټې نیولې وې او زموږ د هغو کلیوالو رختونه به یې په کمېشن لېږل چې په جلال اباد ښار کې یې د رختونو توکپلورنځي لرل. ګنډه مار به هم اکثره زموږ د کلي ثمرخېلو او خوشګنبد کلي کونډې او بې سرپرسته ښځې او ما غوندې د ښوونځي ماشومان وو. زه به چې په کومه ورځ ګنډې پسې تلم، نو په تفریح کې به مې له هغو ښوونکو څخه اجازت اخیستو چې له تفریح وروسته ساعتونه یې راباندې لرل.
زموږ د هغه وخت ښوونکي اوس هم اکثره ژوندي دي، په تېرو کلونو کې به مې ورسره وخت نا وخت لیده کاته کېدل.
د ټولو ښوونکو د مینې پوروړی یم. ښوونکو ما ته په دوه وجو اجازت راکولو، یو دا چې زموږ اقتصادي حالت ورته معلوم و او بل دا چې هغوی پوهېدل چې نن چې کوم درس ورکوي، هغه مې زده کړی دی.
زموږ د ماما خېلو نه هم په لواړګي کې پینځه شپږ تنه اوسېدل، یو په کې اسمعیل نومېده چې څو کاله وړاندې پېښور کې وفات شو. ډېر ښه سړی و الله دې وبخښي.
د هغه مشر زوی پیدا شوی و او پخوا به چې د چا ړومبی هلک پیدا شو، په خپلو خپلوانو به یې زیري کېدل او زیري کوونکي ته به زېری یعنې پیسې ورکول کېدې.
هسې خو زموږ له کلي نه هر سهار لمرخاته مهال له ګنډه مارو څخه د صنم استاد او مرحوم سیف الرحمن استاد بنسونه تورخم ته لاندې باندې ډک تلل، خو ما مې له شپې نه مور جانې ته وویل چې سبا ته به مې له ملا اذانه مخکې پاڅوې، مکتب ته نه ځم، سرک ته وختي ووځم چې د ټولو مخکې ځان لواړګي ته ورسوم او په اسمعیل ماما مې د زوی زېری وکړم.
سهار ملایانو بانګونه پیل کړي وو چې د خوړ په غاړه مې د پاخه سړک په لور حرکت وکړ. کله چې پاخه سړک ته ورسېدم، هلته مې یو بل تربور ګل افضل ولیده چې د پله په سر ناست و او تازه یې ډک سګریټ ته تیلی ورکړی و. له مخې سره یو په بل وپوهېدو چې زېري ته روان یوو. ګل افضل ته مې وویل:
والکه خیر خو دی څنګه وختي راوتی یې؟
ویل یې ولا ما ته خو خوب نه راتلو، خو ته څنګه وختي راوتی یې؟
مالی ما ته هم خوب نه راتلو.
موږ لا د یو بل پوښتنو ته معقول جوابونه لټول چې د نجیب په نوم د یوه تېز چلانه زلمي ډریور ترپالي راورسېده. ټول په کې د خوشګنبد ګنډه مارې ښځې، سړي او ماشومان وو. موږ یې هم چت ته ورپورته شوو.
اوه نیمې بجې وې چې تورخم ته ورسېدو. اوس چې د جلال اباد اډې سره کومه دروازه ده. دلته به زنځیر پروت و او دا زنځیر به پوره اته بجې خلاصېده. ډله خلک د زنځیر شاوخوا راټول وو. په دې وخت کې ما نه ګل افضل ورک شو. ډېر مې هاخوا دې خوا وکتل خو پیدا مې نه کړ. وپوهېدم چې د ګمرک د ودانۍ تر شاه د شمشاد غره په غاړه یې پښې سپکې کړي دي. ما هم همغه لار ونیوه. د پاکستان لوري ته ملېشه چې اکثره یې لواړګیني شینواري وو، ټولو پېژندلو. یوه خو له ورایه راغږ کړ چې:
د روس بچو راغلئ!
کله چې د لواړګي اډې ته ورسېدم، ګل افضل مې ونه موند خو اډه کې سورلۍ نه وې. او دا ځکه چې لاره لا هم بنده وه. له اډې نه په پټه پټه لږ ښکته روان شوم. ما ویل هغه جمپ ته ځان رسوم او کومې تشې لارۍ ته خېژم. جمپ ته چې نېږدې شوم ومې لیدل چې ګل افضل هم هلته تشې لارۍ ته ولاړ و. موږ دواړو یو بل ته غرضي موسکا وکړه. لارۍ راغله او چې جمپ ته ورو شوه موږ دواړه یې شاپټې پورې ونښتو او ور واوختو.
په لاره مو له یو بل سره خبرې نه کولې، حاجي خان بلډینګ ته چې ورسېدو او بازارګوټی شروع شو، د لارې نه د کوزېدو په وخت کې ګل افضل کېوتو خو ما چې څو له شاپټې پښه را اړوله، لارۍ موړ وهلی و او ګېر یې هم پسې بدل کړ. په دې وخت کې ګل افضل د سرک په غاړه ولاړ و او زما ننداره یې کوله چې له روانې لارۍ نه مې پرې غږ کړ.
ورځه ورځه، په زېري کې شریک یوو.
زه د لارې باډۍ ته بېرته ورښکته شوم. د ډرېور سيټ مې په زوره زوره وډباوه، د سیټ لخوا د لارۍ باډي ته وړه کړکۍ خلاصه شوه او د لارۍ کلینډر را ته څو ستغې کنځلې راوشغولې. لارې ودرېده او ترېنه کېوتم.
کله چې بټۍ ته ورسېدم. ګل افضل د اسمعیل ماما په شمول په لس دولس کسو خپلوانو زېري کړي وو، خو د زېري پیسې ما راټولې کړې.
۱۴۰۲ د حمل ۵ مه ماخوستن ۱۰ بجې
په کراره ځه د خووور هغه ......
تېره ورځ مې د ګنډه مارۍ په اړه خاطره خپره کړې وه چې په اوونۍ کې به درې ځلې خامخا لواړګي ته د رختونو په قاچاق پسې تللو، خو د اوړي په رخصتیو کې به مو کابل ته د رختونو ګنډه ماري کوله.
که څه هم د خلقیانو حکومت قاچاق ډېر بد ګڼلو خو دا چې موږ متعلمین وو او د متعلمۍ سره کارتونه د ختیځ زون تنظیمه رییس خدایداد بشرمل په امضا راکړل شوي وو، نظامیانو به یې قدر کاوه. پلچرخي تالاشۍ کې به اکثر وخت د قاچاق امر له خپل ګروپ سره راغلی و او پاکستاني درمل، رختونه او چپلکۍ به یې نیولې او ضبط کولې. خو کله چې به یې زموږ ګنډې د سپرلیو تر سیټونو لاندې را ایستلې، د مکتب سره کارتونه به مو عسکر ته وښودل او ورته به مو وویل:
متعلم یم، پلار مې ستا غوندې سرباز و، اشرارو راشهید کړ. موږ مجبور یو چې د کور د خرچو پوره کولو لپاره په دې درې میاشتو کې څه کار وکړو.
سره له دې چې موږ به د پلار د شهادت په اړه سرباز ته دروغ ویلي وو، خو باور وکړئ چې دومره زړه سواندې پولیس وو چې زموږ درواغ به یې هم رښتیا ګڼل.
په کلي کې به یې زموږ څو کورونو ته چې په یوه کوڅه کې وو، بانډه ویله. د کوڅې یو سر او بل سر ته دوه غټې غټې دروازې لګېدلې او د ماخوستن له لمانځه وروسته به بندېدلې.
زموږ یو بانډه وال محکم نومیده. د ده د ترور زوی ځاځی استاد یو اوږد دېرش سیټه بینز لرلو او د کابل په لین یې چلولو، ځاځي استاد چې تر موږ لس دولس کاله مشر و خو په مخ یې ږیره نه وه کوسه و اوس هم ژوندی دی او هماغه بینز موټر ورسره دی خو د سپرلیو پر ځای په کې کابل ته ګوپیان او نوره سبزي وړي.
محکم له ده سره خبره کړې وه چې کرایه به نه اخلي او موږ به ورته د کلینډر وظیفه سر ته رسوو او خپلې ګنډې به په کې کوو.
د روسانو په وخت له سرخکانو واخله تر ماهیپره پورې ټول سرک کنډې کندې و. هر ځای چې بمي چاودنو کندې جوړې کړې وې، همداسې کندې پاتې شوې وې. له جلال اباده به کابل ته اوه اته ساعته لاره وه. واړه موټر خو هغه وخت یو نیم په ښارونو کې وو، خو د لویو لارې مسیر کې ټول غټ موټر چلېدل.
د لغمان دو سرکه کې تالاشي وه او په دې تالاشۍ کې به له پولیسو پرته د خاد او ملي اردو منسوبین هم وو . خو په دې تالاشۍ کې یوه ډله چې د روسانو په وخت کې مجاهدین وو او بیاد ډاکتر نجیب الله د اشتي ملي پروګرام کې حکومت سره یو ځای شوي وو، د سرخکانو په تالاشۍ کې یې وظیفې لرلې. دا ډله ګرد سره د لغمان د خیرو خېلو کلي وو.
د کابل - جلال اباد لاره د همدې سرخکانو له تالاشۍ نه کنډ کپره پیلېده. په دې ورځ ما ته د بینز په سر د سپرلیو څخه کرایه راټولېدل راسپارل شوي وو، خو محګم چې له سیټونو یې کرایه راټوله کړې وه، سرخکانو کې د بینز چت ته راوختلو او له ما سره په څنګ کې د رخت په ګنډه یې کونه ولګوله.
په دې وخت کې له هغه تسلیم شویو مجاهدینو څخه هم دوه تنه د بینز سره ته راختلي وو او د بینز په چت د ګول سيخونو په جنګله یې کونې لګولې وې.
ځاځي استاد چې څنګه حرکت وکړ له مخې سره یې دویم ګېر ته واچاوه او ورسره سم په کند وکپر سرک سم شو چې دا عمل په تسلیم شوبو مجاهدینو ښه ونه لګېده، یوه یې داسې له جنګلې د ډرېور خواته سر ګوږ کړ او په ټینګه او یتوغه ویې ویل:
په کراره ځه، د خور هغه .......
دا ستوغه کنځل په محکم ښه ونه لګېده، سرتېرو ته یې مخ ورواړاوه او ویې ویل:
وروره کنځل ولې کوئ خو غږ وارواچوه چې په کراره لاړ شي.
سرتېرې چې د کونو هډوکي یې د جنګلې اوسپنو جقولې وو، خپلو کې وکتل او یوه بل ته وویل:
واله دا یې کلینډر دی، رانیسه یې.
دا خبره څه چې یوه سرتېري محکم له دوه لاسونو قید کړو او بل یې له بډې ټې ټې تمانچه را ویسته او د تمانچې په کنداغ یې په دا مخ مخ وهي او له هر ګوزار سره یې په مخ کې د هډوکي بوغمه جوړېږي. محکم چې کله هغه یوه سرتېرې د دواړو لاسونو قیداوه، ما او هغه سترګې په سترګې شوي وو، هغه په سترګو کې پوه کړی وم چې ته به ځان غلی کړې.
خو محکم چې یې د تمانچې په کنداغ په مخ او تندي درې څلور ګوزارونه وواهه، زما پرې زړه درد وکړ او د هغه سرتېرې پښو او زنې ته مې لاس کړ او زارۍ مې شروع کړي چې محکم یې له لاسونو قید کړی وو.
بس دی ماما، وبال دی، نور یې مه وهئ.
په دې کې د تمانچې واله سرتېري خپل بل ملګري ته وویل:
واله دا هم ورسره دی او څنګه چې یې په ما برید کاوه.
ورته مې وویل:
واله بلا که یې پېژنم، خو وبال دی ډېرم وواهه.
سرتېري خیروخېلو کې ښکته شول.
سروبي ته ورسېدو، ځاځي استاد د هوټل مخې ته بینز ودراوه. کله چې یې محکم ولیده، یو دم یې وویل:
اوهو محکمه دا ولې، دا مخ دې څنګه غوټي غوټي شوی؟
هغه ورته په لنډو کې وویل چې د لغمان ټکټ کې هغه سرتېری تا ته کتځلې وکړې او چې ما ورته ګیله وکړه، دغه شی یې رانه جوړ کړو.
ځاځي ورته وویل:
خو ما ته به دې ویلي وو کنه!
په دې وخت کې ما په ځاځي استاد غږ کړ:
استاده! لکه چې دا خویه مخ دې په ځان پېرزو نه و؟
د لیکلو نېټه
۱۴۰۲ ل کال د حمل ۷ مه
مازیګر ۴ بجې
د کابل یادوونه
د ۲۰۰۹ ز کال تر پای پورې په کابل کې د افغانستان لپاره د بي بي سي راډیو تعلیمي پروژو کې پر دنده اوم او د کابل منډوي سرای زرداد کې ډېر کلونه له کلیوالو او خپلوانو سره اوسېدلی یم.
سرای زرداد د جمهوریت په وروستیو کلونو کې اور اخیستی و. د سلګونو میلیونو افغانیو مالونه په کې خاورې ایري شوي وو. خو وایي که کور مې اور واخیستو، نو دېوالونه یې پاخه شول.
سرای زرداد بیا په شپږو منزلونو کې په اساسي بڼه جوړ شو، پخوا دوه منزله و چې د دوکان لپاسه کوټه به د دوکان ملکیت وه او زه مې له یوه خپلوان ملګري خان محمد سره په کوټه کې څو کاله مسلسل اوسېدلی یم.
اکرام الله اکرام چې هغه مهال یې ننګرهار ملي راډیو کې دنده لرله او د ستورو کاروان اوونیزه ادبي خپرونه یې چلوله، اکثر به یې د ټیلفون په کرښه خپرونه کې په دې بهانه مېلمه کولم چې ګوندې اورېدونکی راته زنګونه وهي او غوښتنه کوي چې تاسو مېلمه کړم.
دا نو داسې وخت دی چې اکرام صاحب مې یو ځل دوه ځل په هغو سیمینارونو کې سرګرم لیدلای و چې د ختیزې سیمو د لیکوالو او ژورنالستانو ټولنې به هر کال په بېلابېلو ادبي موضوعاتو جوړول.
خو دې کې شک نشته چې د ستورو کاروان ادبي خپرونې له برکته ما پر ننګرهار سربېره لغمان شریف کې هم خاص مینه وال پیدا کړي وو چې دا نو بیا بېله کیسه ده، بل وخت ته به یې پرېدو، اوس به راشم باب دی په بیان د اکرام الله اکرام.
یو مازیګر اکرام صاحب زنګ راوواهه او له مخې سره یې وویل چې کابل ته راغلی یم، شپه مې هم له تا سره ده او په اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کې مې څه کار دی، واسطه به هم راته پیدا کوې، چېرته درشم.
اکرام مې د پل خشتي جومات مخې ته راوغوښته او هملته سره یو ځای شوو او کوټې ته لاړو.
دې وخت کې اکرام له شرق راډیو سره کار پیل کړی او د شرق راډیو مسوولینو د نرګس په نوم د مېرمنو لپاره د بلې راډیو جواز او فریکونسي د اکرام پر مټ تر لاسه کوله.
د دې کارونو د تر سره کولو لپاره قوي واسطه او یا هم پیسه په کارېدله.
اکرام ته ما وی چې دا کار باید هغه څوک وکړي چې په دې برخه کې پانګونه کوي، خو هغه راته ویلي وو چې اوس یې زما غاړې ته را اچولی باید منډې پسې ووهم.
دا نو داسې وخت دی چې په اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کې استاد نجیب منلی د مشاور په توګه دنده لري، د اکرام صاحب په موجودیت کې مې ورته زنګ وواهه او هیله مې ترې وکړه چې زما او ستا په امید راغلی.
استاد منلی دې الله تعالی تر ډېره ژوندی لري، له مخې سره یې ویلې زما شمېره ورکړه او سبا ته یې لس بجې راولېږه.
همداسې مې وکړل. بیا اکرام دوه درې ورځې د نرګس راډیو لپاره د جواز او فریکونسي اخیستو په لړ کې په کابل کې پاتې شوی و. د ورځې به خپل کار پسې ګرځېدو خو شپه به یې سرای زرداد ته رارسوله.
په دې وخت کې په کابل کې افغان ادبي بهیر هم فعال و او هره اوونۍ به بهیر ته دوه درې عنوانه نوي چاپ شوي کتابونه د وېش لپاره راوړل کېدل او زما په لاس به د بهیر په یارانو وېشل کېدل، نو په کال دوه کې مې په لسګونه عنوانه کتابونه لاس ته راغلي وو او په کوټه کې د تلویریون څنګ و څټ ته مې ځای په ځای کړي وو.
زه به سهار اوه بجې له کوټې وتلم او اکرام به په کارونو پسې نهه بجې له کوټې وتلو.
درېمه او که څلورمه ورځ وه د اکرام زنګ راغی ویل یې کار مې خلاص شو، د کوټې نه مې خپل بېک واخیست، کیلي مې ستا د کوټې ملګري ته پرېښوده او زه جلال اباد ته روان شوم.
ما وی ځه په مخ دې ښه.
هفه مهال د کابل برقونه زیات وخت نه وو، اکثر وخت به مو د شپې لخوا لډو کوله. خو کله چې به د لډو ملګري کم وو، نو ما به بیا د ګېس رڼا ته کوم کتاب مطالعه کوو.
په همداسې یوه فارغه شپه مې غوښتل چې د صفیه حلیم نوی کتاب چې په هند کې د پښتنو د مشتېدا په اړه یې څېړنه کړې وه او تازه له چاپه راوتی و مطالعه کړم.
په کتابونو کې مې لټون پیل کړ خو لاس ته رانغی. په همدې لټون کې مې پام شو چې اوه اته نور مهم کتابونه هم د کتابونو په منځ کې نشته. د کوټې ملګری مې هم پېښور ته تللی و. ما وی اوس له چا وپوښتم چې کتابونه چا وړي دي.
څو ورځې پس چې مې ملګری له پېښوره راغلو هغه ته هم نه وه معلومه چې کتابونه چا وړي دي.
په کوټه کې په مې چې په کتابونو سترګې ولګېدې، چرت به مې خراب شو خو بلاخره هېر مې کړل چې کتابونه مې نادرکه شوي دي.
بیا څه ډېر کلونه پس چې له مشال راډیو سره ننګرهار ته راغلم، نو اکرام راته د نورو ملګرو پر وړاندې وویل :
عابد صاحب یو وخت مې ستا له کوټې نه په پټه لس دولس د خوښې کتابونه راوړي وو، راته یې وبخښه.
دا خبره راته اکرام پر داسې مهال وکړه چې ختیځ خپرندویه ټولنې په کار پیل کړی و او په لسګونه عنوانه پښتو کتابونه یې خپاره کړي وو.
ورته مې وویل، په یو شرط یې درته بخښم چې د ختیځ خپرندویه ټولنې له خپرو شویو کتابونو یو یو جلد راته راکړې، ویل یې په سترګو.
خو مجال شته چې تر ننه یې یو جلد هم راکړی وي. سره له دې چې اکرام په دې هم پوهېده چې دانش لالا به پېښور کې او ارواښاد نصیر مومند او بیا له هغه وروسته نجیب مومند د خپلو تازه خپرو کړو ادبي کتابونو یوه نسخه د تبرک لپاره ما ته راکوله.
اوس تاسو ووایاست چې اکرام صاحب ته له ما نه غلا شوي کتابونه وبخښم او که څنګه؟
د لیکلو نېټه
۱۴۰۲ ل کال د حمل ۹ مه
۲۰۲۳ ز کال د مارچ ۲۹ مه
سهار ۷ بجې
د پینځلسي مېله
دا درې ورځنۍ مېله به زموږ په کلي ثمرخېلو کې د میاعلي بابا د زیارت لمرخاته ته د خوړ په غاړه د برات میاشتې په نیمایي کې لګېدله. اوس د خوړ هغه غاړه په لویو قلاګانو اوښتي ده.ۍ
په دې مېله کې به هم د لویو خېمو یا تمبوانو لاندې ډول ډول خوراکونه لکه ځلوبۍ، قجورې، چپلي کبابونه، قابلي پلوونه، او د چایوو سماوارونه لګېدلي وو. دې مېلې ته به د شاوخوا کلیو تر څنګ د یو شمېر ولسوالیو څخه خلک له خپلو ماشومانو سره راتلل او په خوراکونو سربېره به یې د ضرورت وړ نور توکي هم اخیستل. تر خېمو لاندې به د ډیسونو د جوارۍ تختې هم لګېدلې وې. دا عمل خلکو په مېلو کې بخت ازمایي ګڼلو. هغه وخت زموږ د ماشومانو لپاره په کې هم د بخت ازمایي لپاره په یوه تخته باندې د ظاهرشاهي سیکو د شانزدا پولي، غیران، روپۍ، دوه روپو او پینځو روپو عکسونه رسم شوي وو او په پینځه روپۍ به یې لس بنګړي راکول، بنګړی به مو د یو نیم میتر فاصلې نه د تختې په لور اچاوه او د بنګړي په حلقه کې به چې د هرې سیکې عکس راګېر شو، هغه به مو ګټه وه. خو ما په دې لوبه کې کله هم ګټه نه وه کړې.
په دې درې ورځو کې به زموږ پر هغو کلیوالو سربېره چې غره ته د ختلو توان لرلو، د شاوخوا کلیو نر او ښخې به په جلا جلا ډول غره ته ختل. د غره سر ته به چې وختل،. دلته د کاڼو یوه باره هم وه چې هر ختوونکي به پرې یو کاڼی وراچاوه. دې بارې ته یې سلامزی وایه. له دې ځایه به پر جلال اباد ښار سربېره، د کامې، بهسود او سره رود ولسوالۍ ښکارېدې او هر لور ته به یوه ښکلې متظره جوړه وه. د غره لمر خاته، ته د خواجه نفي په نوم زیارت چې اصلاً زیارت نه و، خو خلکو به زیارت باله. دلته یو غار و چې شاوخوا نیم میتر سوری یې لرلو. د خلکو باور دا و چې د خواجه نفي په نوم یو زبرګ له کفارو سره په جګړه کې محاصره شوی و، بیا ژوندی جاړ په دغه غار ننوتی و او غایب شوی و.
په دې سوري کې به زموږ د کلي میاګانو لمن لمن واړه واړه کاڼې اچول، بیا به چې هر څوک دې سوري ته مخامخ شول، لاس به یې دننه کړ، هر کاڼی چې به یې لاس ته راغلو، هغه به یې کور ته راوړو او د وړو په پیټار کې به یې تر میاشتو میاشتو د تبرک لپاره ساتلو. د دې کاڼي شکرانه هم زموږ د کلي میاګانو اخیستله. له کاڼي را اخیستو وروسته به بیا خلک د ګردي کڅ کلي لور ته په اسانه لاره ثمرخېلو ته راښکته کېدل. دلته د غره په لمن کې یوه چینه وه. دا بزرګه چینه نومیده، دلته به خلکو د تبرک لپاره ښې ډېرې اوبه څښلې او اودسونه به یې کول.
دې زیات ته به ځینې خلک د شپې لخوا د لالټین په رڼا ختل. ما چې به غره ته ختوونکي د شپې د لالټین په رڼا ولیدل، له ځانه سره به مې ویل لکه د اسمانه چې ستوري راښکته شوي وي.
خو کله چې په افغانستان روسانو یرغل وکړ، او زموږ د کلي د غره غاړه کې د ختیځ زون په کچ د روسانو قرارګاه جوړه شوه. له هغې وروسته بیا نه په کلي کې د پینځلسي مېله جوړه شوه او نه هم څوک د غره زیارت ته وختل.
د لیکلو نېټه
د۲۰۲۳ ز کال
د اپرېل ۵ مه
ماخوستن لس نیمې بجې
برکتي وخت
د ملګري ډاکتر حنیف حیران په مخپاڼه مې یوه لنډۍ ولوسته:
نن چارشنبه که پنجشنبه ده
که پنجشنبه ده، جانان ولې نه راځينه!؟
دا چې د دې لنډۍ تر شاه د کومې مېرمنې انتظار پروت دی، تاسو ټول پرې پوهېږئ. خو زه یې د سردار داود خان د واکمنۍ کلونو ته یوړم. زما د یوه کلیوال او ټولګیوال پلار، نه پوهېږم چې د تورخم په ګمرک او که ترانسپورټ کې وظیفه لرله چې بیا د خلقیانو په حکومت کې تقاعد شو او بیا ومړ. اروا ښاد به د هرې پنجشنبې په مازیګر له تورخمه کلي ته راتلو او له ځانه سره به یې د انګورو په سیزن کې د انګورو کرېټ، مڼې او د خټکیو په موسم کې خټکي راوړل. که څه هم هغه وخت په وطن کې مېوه ارزانه وه، خو پیسې نه وې، تر دغه مهاله به هم اکثرو کلیوالو په هګیو او غنمو له دوکانداره سودا رانیوله. البته پر امنه او له صمیمیت نه ډک ژوند و.
زه به د هرې پنجشنبې په مازیګر له خپل ټولګیوال سره چې د ورورۍ لاس مو هم سره ورکړی و، له کلي نه پاخه سرک ته تلم او د هغه د پلار انتظار به مو کولو. هغه وخت تورخم ته ډېر تګ راتګ نه و او نه دومره پرېمانه موټرې وې. له جلال اباد نه تر تورخم پورې پرتو ولسوالیو ته به یو نیم بس چلېدو چې سهار به یې سپرلۍ ښار ته رارسولې او ماسپښین قضا به له ښار د ولسوالیو په لور خوزېدل.
له تورخم نه به ترانزیټ لارۍ راتلې چې د ګمرک، ترانسپورت او په تورخم کې د نورو اړوندو ادارو مامورین به په کې راتلل.
زموږ دا انتظار به ځکه اوږد شو چې کله به شل مینټه او کله به نیم ساعت وروسته یوه لارۍ د ثمرخيلو حق العبور چې کلیوالو به قولو بور باله؛ راتېره شوه، موږ به د خوړ د پاسه پل باندې له ناستې راولاړ شوو او فکر به مو کولو چې مامور صاحب به دې لارې کې ناست وي، خو له ورایه چې به لارې له دویم نه درېم ګېر ولګوو نو طمعه به مو غوڅه شوه.
بلا خره نېږدې ماښام به یوه لارۍ د ثمرخېلو په پله ودرېده او مامور صاحب به ترینه راښکته شو، زموږ به وښکي تر غوږو ورسېدل. د لارۍ کلینډر به د مامور صاحب راوړی سوغات د سرک په غاړه کېښود، مامور صاحب به خپل کشری بچی په دواړو مخونو ښکل کړو، زما په سر به یې هم د شفقت لاسونه تېر کړل او موږ به د مامور صاحب راوړي سوغات ته په خوښۍ خپلې نازکې اوږې ورکړې. د کابو نیم ساعت پیاده مزل وروسته به مو خپلې اوږې د مامور صاحب د کور انګړ کې سپکې کړې.
ښه مې په یاد دي، مامور صاحب به د کریټ نه یوه تخته لیرې کړه، ښه غټه غوشه کشمش انګور به یې زما لمنه کې واچول او له جېب نه به یې یوه ظاهرشاهي سیکه یی پنجه زما ګوتو کې کېښوده. هغه پنجه به زما تر بلې پنجشنبې پورې خرچه وه.
برکتي وخت و.
د لیکلو نېټه
د اکتوبر ۲۶ مه ۲۰۲۳ ز کال
د لته بند د لارې خاطره
د حامد کرزي د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې د کابل - جلال په تخریب شوي او کند و کپر سرک د قیر کېدو کار پیل شو. د ډرونټې له تونله تر سروبي پورې یې لومړی فاز و. دوه درې ځایه یې د پخېدو چارې روانې وې خو چېرته چې هم سرک پخېده، هلته به د زیاتو موټرو او بار وړونکو لاریو له امله لاره هم اکثر بندېدله.
خو له سروبې نه بیا تر کابله د دویم فاز د جوړېدو طریقه بدله شوه او تر هغې چې کار یې نه و بشپړ شوی، تګ راتګ به د لته بند په لاره کېدلو.
هغه مهال زما کور پېښور کې او دنده مې کابل کې وه. مجبور اوم چې له هر معاش اخیستو وروسته کور ته لاړ شم او له درې یا څلورو شپو وروسته بیا کابل ته لاړ شم. اکثر وخت به چې پېښور ته راتلم، زموږ د خاصې ډلې مشر انجینر ستانه میر زهیر سره به همسفر اوم. هغه وخت زه او انجینر صاحب د بي بي سي د نوي کور، نوي ژوند ډرامې د دفتر همکاران وو. خو د هغه فوقیت په دې کې و چې پینځلس ورځې به یې په کور تېرولې خو زه بیا دومره خوشبخته نه اوم.
رښتیا په هرو درېیو میاشتو کې زموږ د دفتر ډاریکټر د ملاکنډ د تاڼې اوسېدونکی او د نامتو ادیب او څېړونکي ارواښاد پروفیسر نواز طایر وراره احسان کمال به چې هم کور ته په رخصت تلو نو ما ته به یې یوه اوونۍ مخکې ویل چې کار دې راټولوه چې راتلونکي جمعې ته به ځو له خیره.
له ده سره سفر به بیا ډېر ګټور و. یو خو به تر کوره بې له دې چې یوه روپۍ مې په کرایه مصرف شي رسېدلم. بل به مو په سروبي کې په مړه خېټه کبان خوړل، د نوشابو د شمار پته نه لګېده او له ګوره قبرستان سره نېږدې به یې یو جنرال سټور ته موټر ودراوه، د شل پینځه ویشت زرو روپو وچې او تازه میوې به یې ځانته او د څلور پینځه زرو روپو به یې ما ته واخیستلې. خو انجینر زهیر صاحب بیا داسې نه و. تر پېښوره به یې یوازې اوبه راباندې څښلې او اکثر به یې په ما را اخیستلې. غټه بانه به یې دا وه چې په سفر کې د لارو خواړه صحي نه وي.
خبره مې د انجینر زهیر صاحب سره د سفرونو کوله. یوه ورځ د باګرامیو له اډې کرولا کې سپاره شوو. تر موږ د مخه دوه تنه ځوانان هم ناست وو. ګرمي وه. د کرولا ایرکنډیشن کار نه کولو. تر یو ځایه مو شيشې خلاصې پرېښې وې خو کله چې د لته بند په خاورینو غونډیو ور ننوتو نو د ګردونو له امله به مو تر سروبې پورې کله شیشې بندولې او کله خلاصولې. د لارې په اوږدو کې به یوازې کړوخیلو کې موټر درېدو چې دلته کلی، بازار او د روانو اوبو ویالې وې. بیا به تر سروبي پورې موټر له یوه موړه وتو او په بل به ننوتو.
کله چې د لته بند نه راکیوتو او هوار خامه سرک ته شوو، ټولو خپلې شیشې ښکته کړې. زموږ موټروان لا څلورم ګېر نه و لګولی چې په موږ پسې بلې کرولا زموږ په موټروان اشترینګ وواهه، زموږ موټر یوه انداز د سرک له حدوده ووتو او د سرک د غاړې واړه واړه راټول شوي کاڼې، زموږ سيټ ته په شدت راننوتل، د چا په اوږه، د چا په مخ او څوک په سر ولګېدل. ټولو هغه بد اخلاقه ډريور ته په بدو ردو ویلو پیل وکړ. د مشر انجینر په شمول ټولو موټروان ته وویل چې چابک شه، راګېر یې کړه چې سابه یې په مالګه کړو.
زموږ موټروان ورپسې ډېره هڅه وکړه خو کرولا واله پښې سپکې کړې وې.
له تنګي نه په وتو وو چې موټروان ورو شو او ویې ویل:
دا دی هغې کرولا خو ټایر پنچر کړی، څنګه مو خوښه ده، سبق ورکوو؟
هغه دوه ځوانان شله وو چې ودروه د دې داسې داسې وکړم چې دا غاښونو پرې مات کړل.
خو مشر انجینر صاحب حوصله ورکړه او ویې ویل، دا د لارې ډریوران ټول همداسې دي، د چا چا خوله به ماتوې. په خدای یې وهوو.
ډریور اکسلیټر ته پښه پونده کړه.
هغه وخت اکثر کرولا موټر پاکستاني لاس وو. عزیز خان کڅ کې د الفت صاحب له ارامګاه چې راتېر شو زموږ موټروان غوښتل چې له یوه اوږده تش ټیلر نه چې ښه موشم کې روان و، مخکې شي، خو په مخکې سېټ کې ناست ځوان ورته وویل چې مه مخکې کېږه بل ټیلر راروان دی. زموږ ډریور پښه سسته کړه. د مخکیني ټیلر شاه یې ونیوله او یوه بله کرولا په تیزۍ سره د ټیلر نه د مخکې کېدو په حال په یوه شنګ سره زموږ له موټړه مخکې شوه. له مخې سره پرې له هغې خوا ټیلر له موړه راووتو، د کرولا ډریور د دوه قلاګانو تر منځ پټي چې له سرکه تر یوه میتر زیات ټیټ و، اشترنګ کټ کړ. دا صحنه زموږ د موټر سپرلیو په خپلو سترګو ولیدله چې پټي ته لویدلې کرولا له ځمکې درې څلور وارې داسې پورته او ښکته شوه لکه چا چې په کې پړي اچولې وي.
تر بل هر چا موږ د حادثې ځای ته مخکې ورسېدو، ومو لیدل، همغه ډریور چې زموږ په موټر یې اشترنګ وهلی و، سر یې شلېدلی و او تازه یې دم ختلی و. په مخکې سیټ کې ناست کس هم په کې مړ و، خو وروسته سیټ کې دوه زنانه سختې ژوبل وې. د یوې زنانه د غېږې ماشوم روغ رمټ و. مړ کس د دې زناوو د کور سړی و.
د کلي خلکو زخمیان او مړي په یوه سراچه موټر کې واچول او د ننګرهار حوزوي روغتون ته یې بوتلل.
په لاره کې مې مشر انجینر صاحب ته ویل:
مشره، دا خو راته معلومه وه چې دعا دې هیڅ اثر نه کوي، خو دا راته نه وه معلومه چې ښېرې دې لګي.
انجینر صاحب په غم انګېزه انداز راوکتل او په چرت کې لاړ.
د لیکلو نېټه
د اکتوبر ۲۴ مه ۲۰۲۳ ز کال
عاطفي خاطره
په جلال اباد کې په کابل بانک د برید له امله چې باز خیریه بنسټ په خواخوږو هیوادوالو د مرستې غږ شوی و، نو یو شمېر ملګري چې په هیواد کې دننه اوسېدل، زما په اکاونټ یې ۱۳۷۰۰۰ افغانۍ رالېږلې وې.
یوه ورځ د مرستو د پیسو د را ایستلو لپاره بانک ته ولاړم. د افغانيو کیشر غرفې ته په کتار کې ولاړ اوم. کله چې مې د پیسو د ایستلو وار راغی، نو کیشر راته یو لک افغانۍ زرګون او ۳۷ زره زاړه سلګون او پنځوس ګون په کوانتر کېښودل.
هغه وخت راکړه وکړه په کلدارو وه او افغانۍ به ما له صراف سره په کلدارو بدلولې چې د زړو سلګونو او پنځوس ګونو نرخ د زرکونو په مقابل کې غټ تو پیر و. کیشر ته مې وویل:
- صاحبه، دا د کابل بانګ د پېښې د غمځپلو کورنیو لپاره د مرستو پیسې دي. اول خو دا وړې او زړې افغانۍ بدلولو ته صراف زړه نه ښه کوي او که ښه یې هم کړي، په کم قیمت یې بدلوي. دا هم زرګون راکړه چې دا د خیرات پیسې دي ته به هم ثواب کې شریک شي.
خو کیشر راته وویل:
- وروره دا د بانک اصول او لایحه ده. زه نه شم کولای چې ټول زرګون درکړم.
ما ویل چاره یې څه ده، چا ته خپل فریاد ورسوم؟
ویل یې د بانک مینجر ته ورشه چې هغه یې راته ستا په دې اویز ولیکي بیا به ټول زرګون درکړم.
د بانک د مینجر ښیښي دروازه مې ور وټکوله. د هغې خوا غږ راغی:
- مهرباني.
دروازه مې ورخلاصه کړه. د مېز تر شاه په څوکۍ ناست یوه خوږ اروا ځوان لاس را اوږد کړ او ویې ویل:
- عابد صاحب ستړی مه شې، امر خدمت وایه.
- هیله کوم امر نه دی خواهش دی. ما خپله مدعا له مینجر سره شریکوله چې دې وخت کې یو بل ځوان د مینجر دفتر ته راننوت او د مینجر مخامخ کوچ باندې دوه باحجابه خویندې ناستې وې چې یوازې سترګې یې ښکارېدې، د هغوی مخته یې اویزونه کېښودل او هفوی پرې امضاګانې وکړې او خپلې پیسې یې تر لاسه کړې. ما به د خپلې مدعا لپاره مینجر ته نور دلیلونه هم ویل، خو مینجر صاحب راته وویل:
ستاسو فعالیونه زه څارم، وضاحتونو ته اړتیا نشته، زه کیشر ته زنګ وهم، ټول به زرګون درکړي.
دې وخت کې ورته موسک شوم، و مې وویل:
مننه، کور ودان. تاسو خو ما پېژنئ، خو زه هیله لرم چې تاسو هم وپېژنم.
هغه راته موسک شو او ویې وویل:
- ستاسو خدمتګار.
زه کیشر ته بې نمبره ورنېږدې شوی اوم او اویز مې ورته په کوانټر ایښی و. چې چپه اوږه مې کوم چا د شهادت په ګوته راوټکوله. چې ور ومې کتل، هغه دوه حجاب پوښه خویندې مې تر شاه ولاړې وې او دواړو په پاکټونو کې د خپل معاش نه صدقه د دې غمځپلو کورنیو لپاره زما لاس کې کیښوده. بانک کې ډېر زیات رش و. زه دې خویندو سره د بانک نه د ښکته کېدو تر زینې پورې راغلم، مننه مې ترې وکړه او ورته مې وویل:
خویندو، ما ته چې د بې وزلو لپاره څوک هم مرسته رالېږي، زه یې په خپله پانه د نورو د تشویق لپاره د هغوی په نومونو اعلانوم. خو که څوک نه غواړي چې نوم یې څرګند شي نو بیا لیکم چې یوې خواخوږي خور یا ورور دومره مرسته کړې.
یوې یې راته وویل چې دخواخوږو خویندو په نوم یې ولیکه.
کورودانی مې ورته وایه چې دې وخت کې د بانک کېشر په لوړ غږ څو وارې وویل، بازمحمد بازمحمد ...
پیسې مې له کېشره وشمېرلې ټول زرګون وو. همدلته مې له پاکټونو پیسې راوایستې. په دواړو کې پینځه پینځه زره افغانۍ وي.
له دې پېښې ډېر کلونه وتي، خو هر ځل او هر چېرته چې زه داسې حجاب پوښه خویندې وګورم چې یوازې دوه سترګې یې ښکاري، ما ته د بانک په زینه کې هغه خواخوږې خویندې رایادې شي او له زړه نه ورته دعا وکړم.
د لیکلو نېټه
د اکتوبر ۲۴ مه ۲۰۲۳ ز کال
ته په ولاړه نه ښکارې نو په ناسته به څه ښکاره شې؟
د ۲۰۰۴ کال خبره ده. د کابل منډيي په زرداد سرای کې له ترورزي سره د هغه په کوټه کې اوسیدم. هر سهار اوه بجې به پښتونستان واټ کې د ارګ بندې دروازې لمرخاته به مې د بی بي سي د تعليمي پروژو د دفتر د موټر انتظار کاوه. زموږ د سټاپ(عملې) موټر به پاوباندې اوه بجې زما تم ځای ته رارسيدو.
د ژمي د وچې څيلې شپې ورځې وې، له سرای نه چې د منډيي کوڅې ته راووتم، سوزوونکي سوړ شمال په دې مخ څپېړه راکړه. ګلو بند مې له غوږو او نيمايي مخ راتاو کړ. ځی، ځی د دوکانونو مخته لمده زمکه داسې کنګرک شوې وه چې زما په پښو د خويه تلیو چينايي بوټونو بريک په کې نه لګيدو. کله کله به يې داسې کاواکه غوندې کړم. تم ځی ته چې ورسېدم، پينڅه باندې اوه بجې وې، او د پښتونستان په واټ کې چې څلور خواوې يې کوڅه يي سرکونه لرل، داسې ستوغ شمال په کې لګېدو چې بنده يې سیخ و بريښ کاوه. پاو باندې اوه بجې شوې خو موټر رامالوم نه شو. اوه نيمې شوې، ډريور ته مې زنګ وواهه، موبایل ټیلفون يې بند و. ځو وارې مې په وقفه وقفه کې ورته زنګونه وهل خو بیا هم بند و. پاو کم اته بجې وې چې ډریور ټيلفون واخیست او ويې ويل:
عابد جان مه خو اینه نزديک دفتر شدیم، شما خو در ایستګای خود نبودی؟
ډریور راته دا خبره په داسې حال کې وکړه چې زه هيځ له ځایه نه یم خوځيدلی، البته کله کله به په کې د ډيرې سړې هوا له امله کېناستم او لاسونه به مې په ګرمو تخرګونو کې ورننه ایستل.
د بي بي سي د تعليمي پروژ مدیر استاد نبي پور چې خدای شته زه پرې ډیر ګران وم او اوس خو ورته لا ډير ګران شوی یم؛ هغه ته مې ټيلفون وکړ او خپلې ټولې بدې شېبې مې ورته وژړلې. په ټيلفون کې مې د ډریور د څو نورو بې تمیزیو یادونه هم وکړه او ورته مې وويل چې زه به پرې لیکلی شکایت درکوم.
هغه راته يوه جانانه خندا وکړه او راته يې وويل:
عابد جانه په يوه داسې ټيکسي کې کینه چې ګرمه بخاري په کې لګېدلي وي، تر هغې چې دفتر ته راځې ..... جانې! به درته دفتر ښه ګرم کړی وی.
همداسې مې وکړل او چې دفتر ته ورسېدم، لپ ټاپ مې لا شا ته پروت و چې نېغ د استاد نبي پور دفتر ته چې یوازې دی مېز يې او دوه تنه ورسره په کې په مشکله ځایدل؛ ورغلم، او له روغبړ وروسته مې ورنه هيله وکړه چې ډریور راوغواړي دا يې اول څل نه دی چې ما په سړې هوا کې له قصده پریږدي، بلکې داسې يې راسره څو وارې نور هم کړي دي.
استاد نبي پور مخکې له دې نه چې ډریور راوغواړي د ټيکسي د کرایه پاڼه يې تیاره ډکه کړې وه او راته يې ویلي ولیکه څو روپۍ درنه ټیکسي اخيستي.
ـ استاده روپۍ دې سر وخوري، دا چې زه پوره یو ساعت هغې ستوغ باد ته درېدلی یم، د هغې قمیت به څوک ادا کوي؟ ډریور راوغواړه او زما په وړاندې يې قسمي کړه چې بیا به ما سره قصد نه کوي.
هغه ډریور یې راوغوښت، څنګه چې رامخامخ شو نو ورته مې وويل:
- ولې دې زه د سرک په سر پرېښي يم او ټيلفون دې ولې بند کړی و؟
دا پوښتنه ما په ستوغه لهجه کې ترینه وکړه.
په دې وخت کې استاد کاتب پاڅون هم راننوت. ډریور راته وویل:
عابد جان ما آمدم، فيکس هفت و پانزده بود. يګان نيمې دقیقه بریت انتظارم کشیدم، خودت در جای خود نبودی.
دروغ وايي! زه بېخی له ځایه خوزیدلی هم نه یم.
پاڅون صیب چې زما غوصه او ژړغونې انداز وکوت نو مداخله يې وکړه او ويې ويل:
امان استاد به دروغ نه وايي، کېدای شي ته اخوا دې خوا شوې يې او ده نه يې سهې کړی.
استاده زه بېخی بل خوا تللی نه یم، خو کله چې به په ولاړه شخ شوم، د زنګونو په سر به کېناستم او د پنبې د ونې ډډ ته به مې ملا ولګوله.
دې سره پاځون صیب موسک شو او راته يې د سر په ښورولو سره وويل:
عابد صاحب، خپه نه شې، ته ولاکه په ولاړه ښکارې، نو چې کینې بیا خو له امان استاد نه ګيله مه کوه. ّد هغه هم سر په څټ کې ننوتی وي.
هههههههههههههههههه
په دې کې چې مې امان استاد ته وکتل، موسک شو او راترغاړیوت.
د اکتوبر ۲۳ نيټه ۲۰۱۴ ز کال
د ننګرهار علمي او فرهنګي مرکز
د ښوونکي د ورځې په مناسبت
د جلال اباد مخابراتو څلور لارې ته څېرمه کابل بانک باندې دویم او وروستي برید کې په لسګونو ټپیانو سربېره د ملي اردو د هغو سرتېرو په ګډون چې میاشتیني معاشونو یې تر لاسه کول، څو تنه هغه ماشومان هم شهیدان شوي وو چې د بانک مخې ته یې د موبایل کارتونه پلورل. د شهیدانو شمېر په کې ۴۰ تنو ته رسېده.
د غمځپلو کورنیو سره د ولسمشر پر دفتر سربېره، ولایتي ادارې او د افغاني سرې میاشتې ادارې هم نغدي او د خوراکي توکو مرستې کړې وې. باز خیریه بنسټ هم د دې غمځپلو کورنیو لپاره د مرستې غږ پورته کړی و. هغه وخت ننګرهار کې راکړه ورکړه په کلدارو وه.
په یوه اوونۍ کې په کور دننه او بهر خواخوږو دوستانو تر پینځه سوه زرو روپو پورې مرسته رالېږلې وه.
په دې پېښه کې د کوز کونړ ولسوالۍ د ګریک کلي څو تنه ځوانان هم شهیدان شوي وو چې دوه په کې سکني ورونه وو او دواړو یوه اوونۍ د مخه ودونه کړي وو.
د بنسټ له غړو سره په مشوره مو ۵۰ - ۵۰ زره روپۍ هغو تازه کونډو شویو خویندو ته ورسولې. "دا دردونکې خاطره مې له تاسو قدرمنو ملګرو سره تېر کال شریکه کړې وه. نن درته د هماغې پېښې د یوه بل قرباني په اړه یو څه ویل غواړم."
څلور سوه زره روپۍ مو د ژوند خیریه ټولنې او المواسات خیریه بنسټ سره په ګډه د خوراکي توکو بستې جوړې کړې او د وېش لپاره مو ورځ وټاکه.
د غمځپلو کورنۍ لست مو د هغه وخت د سرې میاشتې له رییس ننګیالي یوسفزي نه تر لاسه کړ. د ښاروالۍ مخامخ ډاکتر ایمل بې ریا سره په بې ریا غاښونو کلینک کې ناست اوم او په لست کې نومونه مې په زړه کې لوستل چې ډاکتر ایمل په یوه نوم ګوته کېښوده او ویې ویل:
دا زلمي د څوارلس پینځلس کلونو په عمر و. له ښوونځي به چې رخصت شو، دلته به یې د موبایل کارتونه خرڅول. پلار یې معلم دی خو ډېر سپین ږیری دی او د اووه خویندو لپاسه یوازینی ورور و.
اوس رانه د زلمی شهید نوم هېر دی خو پلار یې عبدالصمد نومېده، ولسوالي بهسود او قریه یې ورسره خوشګنبد قلعه اسحاق لیکلی وه.
سخت یې خواشینی کړم خو ژر مې ځانته کاذبه تسلي ورکړه چې بس دا وژنې خو زموږ مقدر دی.
بله ورځ مو په زړې څارنوالۍ سیمه کې چې المواسات خیریه بنسټ په کې نادارو محصلینو ته لیلیه جوړه کړې وه، د خوراکي توکو د ویش لپاره د غمځپلو کورنيو غړو ته په ټېلفون د ځای ادرس او وخت وښوده.
کله چې به هم موږ توزیع لرله، د مرستو مستحقینو به په اسانه ادرس نه شو پیدا کولای، د توزیع په ورځ به هر کس څو څو ځله زنګ راوهه.
د عبدالصمد په نوم دې سپین ږیري معلم خو راته په یوه ساعت کې لس ځلې زنګ راوهلی و. د مرستو د وېش ځای ته رالنډ شوی و چې زه ورپسې له حویلۍ سرک ته ور ووتم. داسې پنځوس میتره فاصله کې یو تن سپین ږیری ولاړ دی. ما ورته زنګ وواهه او چې هغه اوکی کړ نو لاس مې ورته وښوراوه او هغه د امسا په مرسته په ناموزون حرکت زما په لور راروان شو.
سپین ږیری چې داسې شلو میترو انداره کې رالنډ شو، شکل یې راته اشنا غوندې راښکاره شو. ورته ښه ځیر شوم او چې په ذهن مې زور راوړ، نو د ثمرخېلو لیسه کې راته د ځوان او والیبال شوټ وهوونکی معلم صمد مخې ته ودرېده او چې ښه رانېږدی شو. شک مې په یقین بدل شو. هغه ستړي مه شې ته لاس راوغځوو، ما یې اول لاس ښکل کړ. بیا سترګې په سترګې شوو، زړه مې راډک شو او د معلم صمد سینه مې په اوښکو لمده کړه.
نېږدې ۳۵ کاله وروسته مو سره ولیدل.
معلم صاحب راته په ځیر ځیر کتل او زما د پېژندو کوښښ یې کوو. یو دم غریو ونیوه او په رېږدېدلي غږ یې راته کړه:
بچیم! بازمحمد ولد شهزاده نیستي؟
ما ورته د سر په ښورولو هو وویله.
هغه سینې ته راجوت کړم او په دري ژبه یې راته وویل:
" بالای هفت دخترم یک بچهء قندولک مارا ظالما شهید کرد."
معلم صمد په ثمرخېلو لیسه کې څو کاله سر په سر زموږ نګران او د جغرافیه ښوونکی و. له نورو څلورو پینځو تنو معلمانو سره یو ځای هره ورځ له خوشګنبد نه تر ثمرخېلو لیسې پورې به یې په سایکل تګ راتګ کاوه.
اوړم کال خبر شوم چې له اوږده رنځه وروسته وفات شو.
د ښوونکي ورځ دې د معلم صمد د اروا تر څنګ ټولو ښوونکو ته نیکمرغه وي.
زنځیر وغورځوه چې منوری دی
زه چې تازه پېښور ته کډوال شوم نو له یو څو میاشتو وروسته مې صدر شفیع مارکېټ کوڅه کې د سګریټو او د ماشومانو د خوړو توکو ګاډي ( کراچۍ) کې ورځ مزدوري پیل کړه.
د مارکېټ د دوکاندارانو اتحادیې د دې ګڼ بازار سر ته زنځیر ولګاوه، ما ته یې د قلف کلي او د یو شمېر موټرو نمبرې راکړې او په کلکه یې سپارښتنه راته وکړه چې د دې نمبر پلېټ لرونکو موټرو نه علاوه به بل موټر ته اجازه نه ورکوې چې دننه راشي او که چا بدمعاشي کوله، ته ورسره څه مه وایه دا مخامخ د یونین سکرتري ته وایه، دا به ورته قناعت ورکوي.
امتیاز یې دا و چې ما به نه پولیس او نه هم کنټومینټ بورد (ښاروالي) په عذابوي.
که څه هم دا یوه ننګونکي وظیفه وه، خو په دې خاطر مې ورته زړه ښه کړ چې د ښاروالۍ او پولیسو له عذاب به په امن کې اوسم.
زما تر څنګ د اخبارونو ستال هم و. په اوزګار وخت کې به مې د وحدت ورځپانې تر څنګ د بېلابېلو اردو ورځپانو په خبرونو سربېره کالمونه هم لوستل.
تازه تازه طالبانو کابل نیولی و او ډاکتر نجیب الله په دار ځړېدلی و. د اکثرو اخبارونو سرخي د ډاکټر نجیب په دار ځړول وه. د زنځیر تر څنګ څوکي باندې ناست یم او د استاد نورالبشر نوید ماته غوږ شه کالم لولم. ده هم په ډاکټر نجیب کالم لیکلی و، دا خبره دلته پرېدم، اصلي خبرې ته راځم او هغه دا چې تېره ورځ مې یوه لنډه کیسه خپره کړې وه چې د هماغې وخت د کډوالو سازینده ګانو د روزګار یوه صحنه په کې ښودل شوې وه. په هغې کیسې یوه ملګري چې هماغه وخت پېښور کې کډوال و، د ډبنګي حواله ورکړې وه.
ډبنګی او څو تنه نور لکه منوری، درازی، ډکی او .... وو چې پېښور کې یې یو ډول نه یو ډول راج چلاوه. دا نو د هغه وخت نامي بدمعاشان وو. زما د کار ځای تر څنګ زموږ په لسګونو کلیوالو دوکاندارانو به وخت نه وخت د دوی د راجونو کیسې کولې خو ما لا یو هم نه و لیدلی. زه د استاد بشر نوید د کالم په لوستلو بوخت اوم چې د زنځیر خولې ته د پیجارو موټر مښوکه راورسېده او یو تریخ هارنډ یې هم وواهه. زما عادت جوړ شوی و چې د زنځیر خولې ته چې به هر موټر ودرېده، ما به یې نمبر پلېټ ته کتل.
نمبر پلېټ شناخته نه و، د لاسونو په ژبه مې ورته وویل چې زنځیر نه خوشې کوم.
بل هارنډ یې وواهه او ورسره سم ډریور شېشه خلاصه کړه او په خوش خویه لهجه یې وویل:
زنځیر خلاص کړه رواره، لږه شېبه کې راووځو. ما چې څو خپل معذرت وړاندې کوو، له مخامخ دوکان نه، الله تعالی دې وبخښي، زموږ کلیوال حاجي مقدس چې دا تېره اوونۍ له اوږده رنځه وروسته وفات شو، چابک چابک راغی او راته یې وویل:
زنځیر خلاص کړه، د کمبخت بچیه حاجی صاحب منور دی.
د منوري د نوم اورېدو سره مې سم زنځیر خلاص کړ او له ناستې راولاړ شوم. ما ویل چې بخښنه ترې وغواړم خو ډرېور یې راته د شیشې بندېدو سره خوږه موسکا وکړه په خپله مخه لاړ. خو ما ته شاوخوا دوکاندارانو او زما تر څنګ ورځ مزدورانو ډول ډول اندېښنې را اچولې. یو به یو څه ویل او چا به بل څه.
یوه خو ویل چې یو کس ورته هم ستا غوندې لاره نه ورکوله، بیا یې په ډک بازار کې د کرولا په ډاله کې اچولی و او دومره یې وهلی و چې جمعه پس یې هم د مخ پړسوب نه و ښه شوی. دا شکل یې ورته اړولی و.
خو زه په دې ډاډه اوم چې ما سره ټول یونین ولاړ و.
نیم ساعت به لا تېر نه و چې پیجارو واپس ورو ورو زموږ په خوا راروانه ده. دې وخت کې ارواښاد حاجي مقدس هم زما خواته راغلو. موټر به لا لس میتره فاصله کې و چې ما زنځیر وغورځاوه او تر هغې چې موټړ رارسېده، زه په خپل ځای درېدلی اوم او د بخښنې لپاره الفاظ لټوم چې موتړ نیمایي له زنځیره اوښتی و. شیشه خلاصه شوه. زه هم د موتر دروازې ته ورنېږدی شوم.
د لږو ببرو څڼو، کونډې ږیري، شخ بریتونو او ګرد مخ غنمرنګه سړی راته له خندا شین دی. زه ورته له مخې سره وایم چې معذرت غواړم حاجي صاحب، ما ستاسو موتر ونه پېژندو او ما ته په کلکه ویل شوي چې ناپېژندل شوي موټر به نه ورپرېدم.
هغه راته کړه چې نه، نه، زه خو ستا غوندې ایمانداره ډیوټي والا خلک ډېر خوښوم.
منوري دویم سيټ کې یو بل ځوان ته وکتل، هغه یې ګوتو کې د زرو لوټ کېښود، منوري په لوټ کې په مستطیله بنه کرښه وایسته، په دوه ګوتو کې یې نېغ ونیو او ویې ویل:
واخله رواره، دا ستا انعام دی.
ما یې له اخیستو انکار وکړ.
هغه وویل:
واخله رواره دا ستا د جرات انعام دی.
ما ویل حاجي صاحب انعام خلک په داسې انداز نه ورکوي لکه په محفل کې چې ګډېدونکو ډمو ته ورکوي.
منوري یوه مستانه خندا وکړه، لوټ یې په منځ راقت کړ زما د ښي لاس ورغوي کې یې کېښود، له غومبوري یې کش کړم او ویې ویل:
ته نه یوازې دا چې په ایماندارۍ سره خپله ډیوټي کی، بلکې چالاکه او هوښار هلک یی.
د لیکلو نېټه
د سیپټمبر درېمه ۲۰۲۳ ز کال
د لغمان یادونه
د "نوي کور، نوي ژوند" د ډرامې د انکشافي پړاو لپاره به ولایتونو ته د سروی څانګې غړو سفرونه کول، په کلیو او بانډو به ګرځېدل، له هغو کسانو سره به یې د ډرامې په اړه مرکې کولې چې دا ډرامه به یې تعقیبوله.
یو نیم سفر کې به د سروی دفتر له ټیم سره د ډرامه لیکوونکو او نشراتو څانګې څخه هم یو یو تن غاړه کېده.
یو ځل چې د ننګرهار او لغمان ولایتونو لپاره د سروی ټیم سره د یادو څانګو نه یو، یو تن غوره کېده، زموږ د نشراتو څانګې مشر پوهاند استاد بریالي باجوړي صاحب زما نوم ورکړی و.
زه دې سفر ته په درې وجو خوشحاله شوم، یو دا چې د دفتر په خرچه او سربالا پرې د شواروز ۲۵ ډالره فرډیم. بل دا چې سفر مشرقي ته دی او مهمه دا چې په جلال اباد کې به خپلوان او فرهنګي یاران په منډه منډه وګورم.
د سروي د تیم مشري تمیم شریف زي چې زموږ د اجمل تورمان د تره لمسی؛ کوله دې سفر کې له موږ سره دوه تنه ښځینه همکارانې او د ډرامې له څانګی د درې برخې لیکوال استاد منصور نسیمي و.
د دې سفر یوه جالبه خاطره خو د باز خاطرې کتاب کې خپره شوې، خو اوس چې کومه خاطره لیکم له یوه جالب کرکټر سره په کې مخ شوي وو. د هغه د خبرو یوه برخه به یې درسره شریکه کړم.
زموږ په خیال سروی بشپړه شوې وه. د ډرونټې له تونله چې ووتو، د ماهیانو پروژې ته نېزدې وو چې د دفتر د هغه وخت ځوان رییس شفق حکیمي زنګ تمیم صاحب ته راغی. هغه ورسره په تفصیل سره وغږېده. ورته یې ویلي چې د ښځینه مرکې کمې دي، باید پوره شي.
خبره چې تر موږ راورسېده، ما وار ونیو او ومې ویل:
- غم مه کوئ، دا مخې ته د لغمان مربوط کڅ دی. خلک یې اکثره تعلیم یافته دي او موږ سره مستورات هم برجسته دي. همدلته خپل کار خلاصوو.
کڅ ته چې ورسېدو، د یوه درملتون مخته مو موټر ودراوه، په مستوراتو کې د یوې د سردرد ګولئ په کار وې، ګولۍ مې راواخیستې. د درملتون مخته دوه درې څوکیو کې ځوانان ناست وو. کله به یې ماته کتل او کله زموږ پیجارو موټر ته.
همدا یې وخت و. ورته موسک شوم، سلام مې پرې واچاوه او له مخې سره مې ورته وویل:
په دې کلي کې څوک له بي بي سي راډیو نه د نوي کور، نوي ژوند ډرامه اوري؟
درېواړو ځواب ته خوله راجوړه کړه، خو یو د مخه شو:
- نر او ښځې یې اوري.
- ډېر ښه.
یره موږ د ډرامې لپاره سروی کوو او د کلیوالو سیمو د اړتیاوو په اړه له خلکو سره خبرې کوو، زموږ ښځینه وو قرغیو ولسوالۍ تره خېلو کلي کې مېرمنو سره د هغوی په ستونزو خبرې کړي، اوس غواړو چې یو بل کلی هم د سروی برخه شي. نو که زموږ زنانه همکارانو سره مرسته وکړئ چې درې څلورو کورونو باندې وګرځي او هغو خویندو، میندو سره خبرې وکړي چې ډرامه اوري.
یوه وویل:
- کورونو ته به ضرورت نه وي. که څه هم ښوونځي رخصت دي خو د ګل پاچا الفت لیسه کې څلوېښت جینکو ته چې د یوولسم او دولسم ټولګیو زده کوونکي دي، یونما په پارلماني ټاکنو کې د دندې د اجرا کولو ټریننګ ورکوي.
ما ورته وویل:
دا به ډېره ګرانه وي چې موږ له یو مهم ټریننګ څخه پینځه شپږ نجونې د نیم ساعت لپاره محرومې کړو.
خو ځوان وویل:
- اسانه ده. پلار مې د لبسې مدیر دی. دا زمینه درته زه برابروم.
مدیر صاحب اسدالله خان که ژوندی وي اوږد عمر دې ولري. زمینه یې برابره کړه. زموږ همکارانې مدیر صاحب خپلې شعبې ته بوتلې، شپږ اووه نجونې یې ورته راوستې.
موږ د څو تنو ښوونکو سره د ګڼو ونو تر سیوري لاندې په پلاستیکي تاري سترنجي کېناستو او د شنو چایو ګیلاسونه راته د سنترو سره مخې ته کېښودل شول. په دې ښوونکو کې یو تن چې د علوم دیني استاد و، قاري بابا نومېده، په دواړو سترګو ړوند و، نېږدې لس کلن زوی یې څنګ ته ناست و، د شونډو په شپېلي به یې ورته څه وویل او هلک به هغه عمل اجرا کړ.
قاري بابا وویل چې نوی کور نوی ژوند ډرامه چې له کله نه پیل شوې، قضا کړې یې نه ده. له زر جوړه زیاتې بالټۍ یې پرې سوزولي دي. تر دې چې د ناظر او نورو هغو ټولو کردارونو سره یې ملګرتیا ده چې دوه اوونیو کې له پېښوره د ډرامې د ثبت لپاره کابل ته درځي او چې بېرته پېښور ته ځي که ډوډۍ نه وي نو یو پیاله چای خو ورسره خامخا نوش جان کوي.
قاري بابا ته مې ریکارډر ونیوه او د ډرامې د انکشاف لپاره مو ترینه وړاندیزونه ثبت کړل.
قاري بابا یو دم له ډرامې راووت او پوښتنه یې وکړه:
تاسو خو په جلال اباد کې دفتر نه لرئ، نو شپې مو چېرته کولې؟
ورته مې وویل:
سپین غر هوټل کې مو درې کوټې نیولې وې.
- نو تاسو خو دومره ډېر نه یئ، چې درې کوټې مو نیولې. ولې مو یوه کوټه نه نیوله؟
ورته مې وویل:
قاري صاحب یوه کوټه مو مستوراتو ته نیولې وه. او دوه کوټې موږ څلورو تنو ته وې.
قاري بابا رندانه موسکا وکړه او ویې وویل:
دا کوچیان چې اوس ځایي شوي او دې ورشوګانو کې یې کلي جوړ کړي، نو جومات ته یې یو ملا نیولی و چې متقي یې تخلص و.
مقتدیانو ته یې دا سوال پیدا وو چې متقي څه ته وایي؟
یوه ورځ ورته لس دولس تنه مقتدیان ناست دي او له ملا صاحب یې د متقي د معنا پوښتنه کړې.
هغه ورته په ځواب کې ویلي وو چې متقي پرهېزګار ته وایي.
مقتدیان په پرهېزګار هم نه پوهېدل. یو مشر ملا صاحب ته ویلي وو چې دا پرهېزګار یې لا په کې کومه بلا ده؟
ملا صاحب ورته ویلي وو:
داسې فکر وکړه چې یوه ښایسته بربنډه نجلۍ درسره ټوله شپه کوټه کې پرته ده او ته هیڅ ور ونه ګورې، دې ته متقي وایي.
مشر مقتدي خوله پرانیسته او ملا صاحب ته یې ویلي وو:
ښه، ښه، ایزک یعنې هجړا ته وایي.
دې خبرې سره زما په شمول ټولو ناستو کسانو په ډکو خولو وخندل، خو ډېر ژر مې پام شو چې قاري صاحب خو موږ ته د هجړاګانو خطاب وکړ.
د لیکلو نېټه
د سیپټمبر ۱۹ مه ۲۰۲۳ ز کال
خوږه خاطره
فیسبوک عجیبه دنیا ده او له عجبه مخلوقات سره به مخ شې. زه د فیسبوک په ملګرو کې یو تن پېژنم چې د نجونو په نوم دوه نور اکاونټونه هم چلوي، ښه شعرونه او تر یوه حده معقولې خبرې، نظریات او انتقادونه خپروي.
زه دا نه وایم چې ښه نه کوي. هر څوک چې ښکلی پېغام او معقول نظریات خپروي او ټولنې ته پکې مثبت پېغام ورکوي، په ملګرتیا ارزي.
څو کاله وړاندې چې باز خیریه بنسټ د معلولینو لپاره د ویلچیرو د برابرولو تر څنګ په بېلابېلو برخو کې بې وزلو ته مرستې راجلبولې، د قاري عبدالرحمن سعید په نوم یو تن تعقبولم او په هر پوست به یې تبصره کوله. کله نا کله به یې راسره چټ هم کولو. یوه شپه یې هیله وکړه چې د موبایل فون شمېره ورکړم.
له شمېرې ورکولو وروسته یې راته ولیکل چې سبا راته زنګ وهي او خپله ستونزه راسره شریکوي.
سبا ماسپښین مهال راته له نااشنا نمبر زنګ راغی. له اوکی سره سم مې سلام وکړ.
- علیک سلام عابد صاحب ښه یاست!
ښځینه غږ و.
مننه ښه یم خو بخښنه غواړم ځان تاسو؟
زه ...... یم او ننکرهار اریانا پوهنتون ولادي او نسایي څانګه کې محصله یم.
- ښه ښه ما سره مو څه کار دی او زما شمېره مو څنګه پیدا کړه؟
- شمېره خو تاسو د شپې ناوخته مسینجر کې راکړه.
- بېګا خو ما نه یو تن قاري صاحب موبایل شمېره اخیستې وه.
- هو، هو هغه ای ډي زما ده.
یوه شېبه حیرت کې شوم خو ژر مې پوښتنه ترې وکړه:
- ما ته مو زنګ د څه لپاره وهلی؟
- رښتیا به درته ووایم، زه د یوه سپین ږیري معلم لور یم، له دولسم نه وروسته مې ارمان و چې ډاکټره شم او په خپل کلي د خپلو خویندو میندو خدمت وکړم. د پلار معاش مې زموږ د کورنۍ خرڅ هم نه شوو پوره کولای. ورونه مې تر ما کشران دي او ښوونځي ته ځي. ماما مې زما د ترانسپورټ او د پوهنتون د فیس لګښتونه په ځان ومنل، خو هغه هم نور زما د لګښتونو تاب نه لري او وروستي سمستر ته باید درې سوه ډالر مخکې تحویل کړم.
یوه شېبه چرت کې لاړم. نجلې بېا خبرې پیل کړې:
- عابد صاحب زما په خبرو دې باور ونه وشو؟
- نو زه به څنګه مطمین شم چې تاسو واقعا" مرستې ته اړتیا لرئ.
-.تاسو زما پلار سره پېژنئ او زموږ په ستونزو لږ و ډېر خبر هم یاست. زه د معلم ..... لور یم.
په رښتیا هم چې معلم صاحب ته سره جاله ور ترغاړې وه او په افغانستان کې د معلم معاش تر ما تاسو ته ښه معلوم دی.
ورته مې وویل سمه ده، وعده نه شم کولای خو زه ستاسو ستونزه له کوم خواخوږي افغان سره شریکوم.
"خان کاکا" حاجي خان کاکا چې باز خیریه بنسټ سره یې په بېلابېلو برخو کې مرستې کولې، د خورکۍ ستونزه مې ورته په خپل غږ کې مسیج کړه. یو ساعت وروسته یې راته د صراف نوم او موبایل شمېره مسیج کړې وه او لیکلي یې وو چې همدا اوس ورشه او د دې خورکۍ ستونزه هواره کړه.
پیسې مې تر لاسه کړې او خورکۍ ته مې زنګ وواهه چې ماما روغتیا پلازې ته راشي او ورسره مرسته شوی رقم تر لاسه کړي.
ویل یې: کلي کې ده. سبا سهار لس بجې به مې له کشر ورور سره درشم، هغه تا پېژني.
سبا لس بجې مې د باز خیریه بنسټ فعال انجینر راحتګل زیارمل هم راوغوښت. نجلۍ له خپل کشر ورور چې ۱۲- ۱۳ کلن به و، راغله. زیارمل صاحب هم رارسېدلی و او په ماما روغتیا پلازه کې سینا طبي لابراتوار ښځینه تمځای کې مو د زیارمل افغان په لاسونو د خان کاکا مرسته ور ورسوله. نجلۍ په خبرو کې دا هم وویل چې تاسو دواړه په مزل راډیو کې د ژورنالیزم په کورس کې زما استادان هم پاتې شوي یاست. خو نه یې موږ هغه وخت او نه هم د مرستې تر لاسه کولو پر وخت مخ لیدلی و.
څه موده وړاندې خبر شوم چې هغه نجلۍ اوس په خپل کلي کې یوازینۍ ښځینه ډاکتره ده، خپل کتنځای لري او له کلیوالو مېرمنو ډېر کم فیس اخلي.
د لیکلو نېټه
د سپټمبر ۱۸ مه ۲۰۲۳ کال
او په یوه ورڅ کې مې پاسپورت تر لاسه کړ
په ۲۰۱۰ ز کال جنوري کې مې د بي بي سي تعلیمي پروژو سره دنده پرېښوده او د فیبروري په لومړۍ نېټه مې د ازادې اروپا ازادي راډیو له مشال څانګې سره د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د خبریال په توګه کار پیل کړ. هغه وخت د مشال راډیو مشر امان الله غلزی و. څو میاشتې مسلسل مې له جلال اباد نه کار وکړ، خو خدای خبر ولې راته د راډیو مشر کرښه وایستله چې زه باید پېښور ته ولاړ شم او هلته نه ادبي او کلتوري موضوعاتو باندې راپورونه جوړ کړم. که څه هم خوښه مې نه وه، خو له مجبوریته مې ورته غاړه کېښوده او پېښور ته ولاړم. په دې دوران کې مرکزي دفتر پرېکړه وکړه چې هره میاشت دوه تنه خبریالان پراګ ته ورغواړي او د دوه اوونیو په دوران کې د راډیویي ژورنالیزم په برخه کې هراړخیزې زده کړې ورکړي. په لومړۍ دوره کې د خالد خان خویشکي او خداینور ناصر نمبر و. خو دا چې ناصر صاحب لا پاسپورت نه و جوړ کړی، له کویټې زموږ بل همکار نیاز موسی خېل پراګ ته لاړ.
په دې دوران کې موږ ټولو ته شریک ایمیل وشو چې فرد فرد باید پاسپورت ولري.
زه له پېښوره جلال اباد ته په پاسپورټ پسې لاړم. هغه وخت کتابچه یي پاسپورتونه وو. په ګوتو به لیکل کېدل. د ننګرهار امنیه قوماندان علي شاه پکتیاوال و. هغه سره مې په کابل کې د لطف الله مشعل په وساسط ملګرتیا جوړه شوې وه او څو ماښامونه مو سره شریک شوي وو. مشعل هغه وخت د کورنیو چارو وزارت ویاند و.
د پکتیاوال صاحب شمېره راسره وه او زما شمېره هم ورسره د ملګرتیا له پیله چې هغه وخت د کابل امنیه قوماندانۍ کې د جنایي جرمونو پر ضد د مبارزې مدیر و، ثبت وه.
مازیګر مهال مې ورته زنګ وواهه. له سلام کلام وروسته مې ورته وویل چې پاسپورت مې په کار دی او په یوه ورځ کې مې په کار دی. هغه راته کړه چې سبا سهار نهه بجې زما دفتر ته راشه.
په سبا سهار چې یې د دفتر مخته ورغلم، د پی، ار، ټي دوه ټانکونه هم ولاړ وو. ساتوونکو یې ویل چې پکتیاوال صاحب له خارجیانو سره میټینګ لري. منتظر شه.
د دفتر مخامخ د اګلیټس ونې سیوري ته ولاړ اوم چې د مخامخ ساتونکو په ډله کې د پکتیاوال صاحب په ګارد چې ما سره یې هم اشنایي جوړه؛ نظر پریوت او له مخې سره مې پرې غږ کړه:
- وه ګډ وډه!
دا د پکتیاوال صاحب د اکا زوی و او څنګه چې په ګډوډ مشهور شوی و، هماغه شان ګډ وډ و. نامنظم ویښتان او ږیره، خلاصې تڼۍ او د یوه په ځای به یې دوه پرتلې په ملا پورې تړلې وې. هغه رامنډه کړه او کلکه غاړه یې راکړه.
هغه ته مې خپل د هویت کار ورکړ چې پکتیاوال صاحب ته یې وښيي. خو هغه زما د کارت په ځای له لاسه ونیولم او نېغ یې د پکتیاوال صاحب په دفتر ورننه ایستم.
په رښتیا هم هلته یو امریکایي جنرال ناست و. دواړو سره له روغبړ وروسته یې زه امریکایي جنرال ته د یوه شاعر، لیکوال او ژورنالست په توګه وروپېژندم. عریضه یې راته امضا کړه، ګډ وډ ته یې ورکړه چې له نورو شعبو یې هم راخلاصه کړي. ما چې څو یوه پیاله چای نوش جان کولو، ګډ وډ عریضه د دوه تعرفو سره راوړه. پکتیاوال صاحب شله و چې غرمه ورسره پاتې شم خو ما ویل چې نه، زه باید همدا نن د پاسپورت بیروني کارونه خلاص کړم او نن راته پاسپورت هم راکړې.
ګډ وډ راته ویل چې دا یوه تعرفه به سرې میاشتې ته یوسې دا د لسو افغانیو ده او دا بله به مستوفیت ته یوسې دا درنه اخلي او بله تعرفه درکوي، بیا به هغه بانک کې پیسې جمع کوې. خو پام دې وي چې په احصایه کې دې تذکره تصدیق کړې.
له قوماندانۍ چې راووتم، د سرې میاشتې په دفتر ننوتم. هلته مې له لیرې وکتل چې شپږ اووه تنه په پلاستیکي درۍ ناست، دسترخوان خور دی، د خوړل شویو سبزیو پلیټونه لا په دسترخوان پراته دي او یو زلمی په ګلاسونو کې چای اچوي.
څو کامه ورنېږدې شوم، په لوړ غږ مې سلام واچاوه. ټولو زما پر خوا راوکتل، خو یو ښایستوکی ځوان چې تازه یې ږیره بریت خریلې وو، راولاړ شو، له علیک سلام سره سم یې سینې ته جوخت کړم او ویې ویل:
- عابد صاحب ستړی مه شې. له پېښوره کله راغلی یې؟
ما ورته په سوالیه انداز وروکتل. هغه وویل:
- ننګیالی یوسفزی یم.
دې خبرې سره ما سینې ته راجوت کړ او د یوې شپې چټ یې رایاد شو چې په میسنجر کـې یې راته ویلي وو چې د سرې میاشتې رییس دی.
له جېب نه مې سرې میاشتې تعرفه راوایسته او هغه یو زلمي ته ورکړه. زلمي لږه شېبه وروسته بله تعرفه راکړه. لس افغاني تحویلي یې پرې لیکلې وه. ما جېب نه لس افغانۍ راوایستې هغه زلمي ته مې ورکولې چې یوسفزي صاحب نری غوندې موسک شو او راته یې وویل:
ته لکه چې د افغانستان اداري مقرراتو سره بلد نه یې، دا بانک کې تحویلیږي.
ما ویل نه کنه، خامه خوله کډوالۍ ته مجبور شوي وو.
یوسفزي صاحب خپل ډریور راسره کړ او په یوه کرولا موټر کې لومړی احصایې ولاړو. څه کم یوه بجه وه. ټول مامورین له څوکیو پورته شوي وو، خو یو مامور زه وپېژندم، پرته له دې چې د بهسودو ولسوالۍ اړوند کتاب راواخلي، عریضې سره نښتې د تذکرې د کاپي په څنډه یې تاییدي ولیکه او ټاپه یې پرې ووهله.
مستوفیت ته چې ورسېدو څه باندې یوه بجه وه. لږ انتظار مو وکړ او چې تر هغې یوه نیمه بجه کېدله، تعرفه یې راته لبکلې وه. دوه نیمې بجې مو تحویلي وکړه او د یوسفزي صاحب ډریور نېږدې درې بجې د قوماندانۍ مخته ورسولم او رخصت یې رانه واخیست.
بیا مې ګډوډ پیدا کړ. هغه راسره د پاسپورت امریت ته ننوت او یو سپین ږیري مامور په ښکلي خط زما نوم په پښتو او انګریزي ولیکه. ګوته مې ولګوله او پاسپورټ ګډوډ پکتیاوال صاحب ته یوړو، هغه امضا کړ او داسې مې په یوه ورځ کې پاسپورټ تر لاسه کړ.
نوټ: څه باندې یو کال کېږي چې د پاسپورت مرکزي دفتر ته مې د دوه بچو لپاره ان لاین اپلای کړې، خو تر اوسه یې نمبر نه دی راغلی. زما په ملګرو کې به داسې څوک وي چې د اپلایي بارکوډونه ورولېږم چې نمبر راته واخلي؟
پېښور کې له څو میاشتو کار کولو وروسته بېرته جلال اباد ته راولېږل شوم او د قرارداد مطابق مې پر ننګرهار سربېره، کونړ، لغمان او د نورستان ولایتونو څخه مې د ۲۰۲۳ کال دسمبر پورې مهم موضوعات راپور کول.
د لیکلو نېټه.
د ۲۰۲۳ ز کال سیپټمر ۲ مه نېټه
سنتګري
له نن څخه نېږدې پینځه لسیزې وړاندې د پښتنو په دود دستور کې د هلک له پیدایښت سره ځانګړي مناسبتونه تړلي وو. کله چې به په کور کې هلک پیدا شو. د کورنیو په نېږدې غړو، خپلوانو او حتی دوستانو باندې به زیري کېدل او داسې هم کیدل چې نورو کلیو ته د نایي په ذریعه زیری ولېږدول شي.
زیری کوونکي به خلکو په نغدو پیسو او نورو تحفوو نازول.
که لږ دري ژبی رګ به په کې و د شو شش په نوم به پرې خپلوان او دوستان ورټولېدل، مکلفه ډوډۍ به پرې خوړل کېدله او د تنګ ټکور کلیوالي بنډار به پرې هم جوړېدو. د دې شو شش ځای فکر کوم اوس عقیقې نیولی دی.
بیا به چې داسې کال نیم ته نېږدې شو، د سرکلي په نوم به پرې د چم ګاونډ ښځمنې راټولېدې، پتاسې او ممپلي به پرې ویشل کېدل او ښځو به له چمبو سره سندرې او ټپې ویلې.
بیا چې به هلک شپږ کلن یا اووه کلن شو نو د کلي په نایي به یې سنتاوه. د سنتګرۍ لپاره هم د شو شش غوندې د ډوډۍ او ټنګ ټکور پروکرام جوړېده.
سنتکري به اکثر وخت د ماسپښین له لمانځه وروسته د هلک په کور کې کېدله. نایي به یوه ښه شېبه ډول وواهه، د کور پر ښځینه وو سربېره به ورته د چم مالت نجونو او پخو ښځو پېړونه خوړل، د خوښۍ ټیکۍ به یې سره ویلې، ببا به نایي د هلک مور ته یو پاک لوخې ورکړ چې هلک په کې تشې میتیازې وکړي. له دې وروسته به نایي د وړو اغږلو خانک سرچپه کړو. پاکو مالوچو ته به یې تیلی وواهه. هغه به چې ایره کېدو ته نږدې شول اور به یې ترې مړ کړ. بیا به په عام مظهر کې د کور په حویلۍ کې چې ډله ماشومان به ترینه ګرد چاپېره ولاړ وو، یوه تکه ځوان، هلک په غږ کې له پښو او لاسو قید کړو او نایي ته به یې مخامخ کړ. نایي به یې له خوټې نه د غوڅولو پوستکی ورو ورو د دواړو لاسونو په ګوتو مخکې کشاوه او کله چې به پوستکی د کړکو له دورمې نه د جوړ نوسي یا امبور خولې ونیول، په تېره چاړه به یې له خوټې پوستکی پرې کړ. بیا به یې ژر ژر هغه تر نیمایي زیات سوي مالوچ د ماشوم په میتیازو لامده کړل او له زخم به یې ګرد چاپېره تاو کړل او د ململ پاکه توټه به یې ترینه تاوه کړه. هلک به چې یې کټ کې واچاوه، هغه پوستکي کې تار واچاوه او تر هغې به یې پښه کې و چې زخم به یې نه و جوړ شوی. په دې دوران کې به سنت شوي هلک پرتوګ نه اغوستو او په لاره چې به تلو کمیس به یې په دواړو لاسو داسې کش نیولی ساته لکه د باغکو یا چوشلو لوبه چې ماشومان کوي نو پیل یې له همدې کوي چې په شخه لمنه څو چوشلې راوولي چې میر په کې معلوم کړي.
زه یې هم په همدې ډول سنت کړی یم.
زما په همزولو ملګرو کې د چا دا ډول عملیات یاد دي؟
یوه خاطره یو غزل
مغفور شینواری چې له څېرې نه کټ مټ تبلیغي ښکاري، خو کله هم ما هغه د تبلېغیانو په څېر د دعوت په موډ کې نه دی لیدلی.
هر وخت، چې ما سره خوله ګډوي نو خامخا د خپلو خبرو مقدمه د حمزه بابا په یو شعر (بیت) ږدي، خو تېره شپه ناوخته، چې د خالد هوټل د منېجرۍ له چوکۍ نه راپورته شو، مخامخ دېوال ته یې تکیه ووهله او ویې ویل:
ناظر بابا څه ښه فرمایلي دي:
بیا راپاڅېږي، که څو څو ځله واړه پرېوځي
خو لوی چې هرکله پرېوځي نو پاخه پرېوځي
شعر مې ډېر زیات خوښ شو، کاغذ او قلم مې راواخیستل او نوټ مې کړ.
مغفور شینواري صیب ته مې وویل:
ژر شه نور بیتونه یې ووایه.
هغه وریځې سره ور وستې یوه ښه شېبه په چرت کې لاړ.
ما نه هم نور صبر نه کېده او دغه لاندې څو بیتونه مې د ناظر بابا د شعر د شنې کروندې په ځمکه وشیندل.
د شپې د ستورو په شمېرلو باندې ځان ستړی کړي
مین چې ګورې نو اکثر په لمرخاته پرېوځي
که په رښتیا د ژوندون پېټی په اوږو بار ګڼم
نو بیا مې ولې په هر ښکلي پسې زړه پرېوځي
زه به مین نه یم، خو دې راز باندې نه پوهېږم
چې مې له سترګو نه دا سرې اوښکې په څه پرېوځي
اوس خو زما او یار تر منځه فاصلې ختمې دي
خو چې ور وګورم، نو ولې یې باڼه پرېوځي
پرون یې نېغ لکه جنډه د آزادۍ ګرځول
خو نن پښو ته ډېر سرونه پښتانه پرېوځي
ساقي نور لاس ونیسه باز د څښلو تاب نه لري
دومره خراب دی چې یې سر له زنګانه پرېوځي
باز محمد عابد – خالدهوټل – جلال اباد
2010/04/26
لالچ " باز " هم په دام کې ګېرولی شي
نه پوهېږم د کوم کال خبره ده. خو د کلدارو پینځه زریز لوټونه نوي چاپ شوی و او بازار ته راوتلي وو. هسې خو ما اکثر وخت د معاش له درېیو دوه برخې کلدارې کولې او پېښور کې به مې بچو ته حواله کولې خو په دې ځل ولې ذهن دا ومنله چې په جېب کې یې له ځانه سره یوسم. معاش مې اخیستی و او په سرای شهزاده کې مې
ډالر په کلدارو واړول . څه کم ۴۴ زره کلدارې ترې جوړې شوې وې. صراف راته ۴۰ زره پنج هزاریان راکړل او پاتې یې زرګون او سلګون. پنج هزاریان مې په واسکټ کې د زړه د پاسه جېب کې چې پخوا به په کې مېرزایانو قلم او اوس په کې اکثره خلک چشمې ږدي، ما به په کې د قلم تر څنګ د بي بي سي راډیو لخوا راکړل شوی کارت هم ساته. دا ښه ژور جېب وي او د غل هم ډېر نه ورپام کېږي. بس په همدې جېب کې مې تخته کړې او پاتې پسې مې د کمیس په مخامخ جېب کې له څو سوه افغانیو سره کېښودې.
کله چې په کوهاټ روډ قمر دین ګړهۍ چې په سوري پول هم مشهور دی، له فلاینګ کوچ نه کېوتم، بېګ مې اوږو ته واچاوه او د چوک په لور چې د ریکشو سټاپ هم په کې دی روان شوم، یو بل تن چې نامنظمه جړ پړ ویښتان چې تر نیمایي په کې سپین زیات وو، په قد تر ما اوږد او په رنګ تر ما هم تور و، بېګ یې اوږو ته اچولی و، راسره جوړه شو او راته یې وویل:
- ملګری له کابله راغلې.
- نه د تورخم نه راغلم.
- دا خو وایم کنه چې تورخم ته به کابل نه راغلی یې کنه!
- دا چې زه د هر ځایه راغلی یم، تا پورې اړه نه لري ځه خپله لار دې وهه.
ما په دې خاطر چې له دې بلا نه ځان خلاص کړم، د دېواله غاړې ته د تشو میتازو کولو په رقم کېناستم. هغه هم له ما نه داسې دوه میتره فاصله کې تشو میتازو ته کېناست، د چا خبره لا تش شوی نه و چې زه راولاړ شوم او چې څو قدمه وړاندې لاړم، بیا یې راسره ځان یو ځای کړو.
چوک ته راورسېدو، له یوې سوزوکي نه ګڼ خلک په راکېوتو وو چې یو لنډی مندرې سړی چې د پرتوګ جېب ته یې د پیسو بنډل دننه ګولو د وارخطایي په حالاتو کې زموږ دواړو تر منځ د تېرېدو په حال کې و، له لاسه یې د پیسو بنډل په ځمکه پرېوت او له مخې سره ما سره یو ځای شوی کس راواخیسته او د واسکټ جېب ته یې دننه کړ.
دې وخت کې یې ما ته داسې د خوښۍ په موډ کې وویل: - ملګري لکه چې خدای پاک زموږ غریپۍ ته وکتل او راباندې مهربانه شو.
راځه چې دې پولیسو ناکې نه لږ سیډ ته شوو. د الله په توره یې درسره نیمووم.
ما ورته کړه چې ستا دې نوش جان شي، زه حرام نه کوم.
- یار خو چې ته حرام نه کی، یار دوست که دې غریب مسکین وې، هغې ته به یې ورکړې، د جومات په چنده کې یې ورکړه، خو ملګري په دې پیسو کې ما سره ستا حق دی، یو خدای ته معلومه ده او یو ما او تا ته.
دې وخت کې نو موږ د پولیسو له چیک پوست نه د سړک بلې غاړې ته اوښتي وو او په څو ګامو کې لمر خاته لور ته وړه غوندې کوڅه وه، بس لکه بنده کې چې شیطان پړی اچولی وي کوڅې ته یې دننه کړم، هلته مو دیوال ته لا تکیه نه وه وهلې چې د کوڅې له کوز سر نه دوه تنه مشران راروان وو، دوی چې زموږ نه تېر شول، لا د کوڅې وتي هم نه وو چې د کوڅې له بر سره هغه مندرې سړی راننوت چې د لوټونو بنډل یې زموږ مخته غورځولی و. ما خو له مخې سره رنګ وواهه.
سلام سره جوخت یې وویل:
یار تاسو خفه نه شئ، دې مخکې چوک رانه د روپو بنډل ولوېدو، غوټې اویا اتیا زره پاکستانۍ دي، زما په تاسو باندې شک دی. که خفه کېږې نه زه به ستاسو تالاشي واخلم او که نه، مخامخ پولیس چیک پوست ته درېواړه ځوو، هلته به معلومه شي.
ما ورته په مړ ژواندې انداز وویل:
وروره ما ستا پیسې نه دي لیدلي، راځه تالاشي مې واخله.
- تالاشي دې اخلم، خو تاسو دواړه اول خپلې پیسې راوباسئ چې زه یې دې دستمال کې تاوې کړم، تاسو به د خپلو پیسو ګنډه خپلو لاسونو کې ونیسئ، بیا به زه ستاسو تالاشي اخلم.
ما هم جیب ته لاس کړ او غوټې ۴۰ زره روپۍ مې ورته په مربع شکله جیبې دستمال کې کېښودې.
هغه مې مخامخ جېب ته اشاره وکړه او ویې ویل:
دې جېب نه هم راواخله، دلته کېږده، دا ستا امانت دی او هم تا ته به یې درکوم.
ما ورته څه درې نیم زره پاکستانۍ او پینځه سوه افغانۍ هم په دستمال کې کېښودې. هغه پرې د دستمال پیڅکي را اړول دې کې له ما سره یو ځای شوي غل په څنګل ووهلم. ما چې مخ ورواړاوه، هغه له جېبه د لوټونو بنډل زما مخته کېښوده، بېګ یې اوږو ته واچاوه او د تېښنې په حالت کې یې راته وویل:
- ملګري زه خو په کې نه یم. دې وخت کې مندري سړي هماغه سور دستمال زما په ګوتو کې راکړ، خپلې پیسې یې جېب ته کړې او د کوڅې نه د وتو په حال کې وو چې راته یې وویل:
یار یو زړه مې وایي چې دې مخامخ چیک پوست ته دې حواله کړم، دا بل ملګری دې هم درباندې په لاټی چارچ ( وهلو) پیدا کړي، خو بیا ویم چې کور ته به ډېر ټیم پس له مسافرۍ راغلی وي، د پولیسو په مصیبت یې نه اړوم.
زما زړه کې هم اندېښنو خېمې درولې، ما ویل که د غلا په کیس کې درباندې پرچه کټ کړي، او د بي بي سي کارت هم درسره وګوري، د پېښور کرایم رپوټران به درنه بڼکې وباسي.
له کوڅې چې راووتو، هغه مخ په جنوب او زه مخ په شمال روان شوم، څو قدمه چې وړاندې لاړم، په شا مې پسې وروکتل، هغه یوه زاړه الټو ته پورته شو. زه هم ریکشې ته وختم. له کوهاټ روډ نه چې مو د لالي باغ سرک ونیو. د واسکټ له جېبه مې هغه دستمال را وایسته چې زما پبسې په کې ګنډه وې. غوټې مې خلاصې کړې ومې لیدل چې د لوټونو په سایز پرې شوې د اخبارونو ټوټې په کې تاوې شوې وي.
د ریکشي کرایه مې بیا د محلې له دوکانداره چې ۵۰ کلدارې کېدلې پور اخیستې وې.
د لیکلو نېټه
د اګست درېیمه
۲۰۲۳م کال
د ماشومتوب اختریزه خاطره
اخترونو ته اوس هم د لویانو په نسبت ماشومان ډېر خوشحالېږي. خو که زه د خپل ماشومتوب اختر ته د خوشحالېدو خبره وکړم، او خپل کلي کې تم شم، دا ده چې له نن څخه کابو نیمه پېړي د مخه به په ټول کلي کې د ګوتو شمار خلکو سره پیسې وې، د نورو کلیوالو به یا د خپلو ځمکو په حاصلاتو، دهقانۍـ جولاګرۍ او ځینو به د کانال ریاست اړوند د کارګرۍ په معاش ګذاره کوله.
نو دا چې هغه وخت خلکو سره دومره پیسې نه وې، نو یو اختر او بل اختر به یې خپلو بچو ته جامې، پایزار، خولۍ او تیار جوړ شوي واسکټونه اخیستل.
زه هم یو له هغو ماشومانو له ډلې وم چې یو اختر او بل اختر به راته جامې، واسکټ او پیزار اخیستل کېدل. یو کال مې یادېږي چې پلار مې راته نوي بوټان له اختره څو ورځې وړاندې اخیستي وو، بیا به مې د اختر تر ورځې پورې ځان سره تر بړستنې لاندې ساتل.
اختر ته به په دې هم ماشومان زیات خوشاله کېدل چې پر پلار سربېره به کاکاګانو، ماماګانو او په چم ګاونډ کې مالداره سخیانو هم ماشومانو ته د اختر برخه ورکوله.
زموږ په ګاونډ کې د حاجي کریم جان په نوم یو ډېر مومن او سخي سړی و، الله تعالی دې هډوکي هم په جنتونو کړي، موږ ډله ماشومان به د اختر مبارکۍ ته ورغلو، لاسونه مو ورته ښکلول او هغه به هر یو ته له مبارکۍ وروسته پلن ظاهرشاهي لسګون په ګوتو کې کېښوده. یوازې زموږ ډلې نه چې اکثره کلیوال ماشومان به د اختر په ورځ حاجي صاحب ته مبارکۍ ته تلل او لسګون به یې ترې جېب ته کولو، خو موږ به د هغه د مینې او اخلاص نه بده استفاده کوله. په دې معنا چې یو ساعت وروسته به مو خپلو کې واسکټونه او خولۍ بدلې کړې، بیا به ورغلوو او د لسګون لپاره به مو بیا ورته مبارکي ورکړه، خو حاجي صاحب به بېل بېل وپېژندو، لسګون به یې راکړو خو د دې یادونې سره چې ستا دویم ځل او یا هم درېیم ځل دی.
اختر د ټولو مبارک شه
که په وطن وي که جلا له ملکه وینه.
د کابل د حمام خاطره
هسې خو ما په خپلو خاطرو کې ویلي چې د ښوونځي سره سره مې ګنډیماري هم کړې چې له لواړګي به مو رختونه په مزدورۍ تر جلال اباده رسول او دوه درې سوه افغانۍ به مو د کور د خرڅ لپاره پیدا کولې، خو د اوړي په درې میاشتینو رخصتیو کې به مو همدا رختونه کابل ته په قاچاقي ډول وړل.
زما نیږدې عزیز ګل افضل چې زما د بدو او ښو شپو یار پاتې شوی، تورخم ته به په رخت پسې ګډ تلو خو په لومړي ځل مې چې کابل ته د کنډو تکل وکړ، ګل افضل سره ملګری شوم.
مرسلین استاد چې غالبا" اوس به په دې دنیا نه وي، اصل کې د کامې و، خو زیات وخت په ثمرخیلو کې پاتې کېده. هغه یو بینز د کابل - جلال اباد پر لار چلاوه. هغه د ګل افضل د ماماخېلو له ډلې و. هغه سره په دې سلا شوو چې موږ به درته کلینډري کوو، خو ته به رانه کرایه نه اخلې.
یوازې د کرایه مسله نه وه په دې توافق سره د لارې په هوټلونو کې زموږ ډوډۍ چې د سپرلیو له ډوډۍ به ډېره فوق العاده وه، هغه هم وړیا کېدله.
دا نو داسې وخت دی چې د کابل او جلال تر متځ سفر به له اووه تر لسو ساعتونو وخت نیوه. ځای ځای پر لاره د روسانو پوستې هم وې، خو له سرخکانو واخله تر ماهیپره پورې ټول پلچکونه مجاهدینو الوزولي وو. تنګي کې خو یې ژورې ژورې کندې ایستلې وې، څو ځایه استحکامي پلونه هم پرې ایښودل شوي وو. کله نا کله چې به د روسانو کتار کابل ته روان و، تر دولس ساعته پورې به هم تر کابله نه شوو رسېدی، هغوی به هرې پوستې سره ښه ډېر توقف کاوه او له کتاره مخکې به د مین خونسا کولو لوډر هم ورو ورو لاره وهله.
موږ به اکثر د بینز په سر له نورو سپرلیو او ګنډیمارو سره ناست وو.
په اوله ورځ چې مرسلین استاد پل محمود خان کې سپرلي کوزې کړې، بینز یې په مرادخانۍ کې یوه سرای کې ودراوه، ګنډې مو یوه هزاره کراچیوان بابا سره واچوې او موږ هم په کراچۍ کې کېناستو. رخت مو منډيی سرای محمد قمري کې خپل خاوند ته وسپاره، رسید مو تر واخیست، او چې له سرای راووتو، په کاه فروشي کوڅه کې مو په یوه زاړه حمام سترګې ولګېدې، ګل افضل کایل کې تر ما ډېر بلد و، ماماګان یې کابل کې اوسېدل. راته کړه چې د لارې ګردونو وهلي یوو، حمام به وکړو. بیا به ماما کره لاړ شوو.
کله چې حمام ته ننوتو د دروازې خوله کې په تخت ناست منشي په فارسي راته وویل:
- کجا میری؟
ورته مې کړه:
- کاکا جان امدیم که حمام کنیم.
هغه راته معنی خېزه تبسم وکړ او ویې ویل:
برو بچیم هر دو یی تان در دریای کابل خوده بانداز.
ما ویل:
- چرا کاکا پیسه میتم. مفت خو نه میریم.
هغه په ګرېدلي خړ دیوال پورې نښلول شوي شېشې ته اشاره وګړه، او ویې ویل:
- تو خوده ده همو شیشه ببین.
زه چې شېشې ته مخامخ شوم، هغه ببر ځنګلي ویښتان خو په ځای پرېږده، د دروغجن خبره چې په بڼو مې هم یو لویشت ګرد ولاړ و.
د حمام منشي ته مې ور وکتل، هغه راته وویل:
برو بچیم خوده ده دریای کابل برسان، حمام را خاک بر نکن.
د مراد خانۍ پل سره مو کمیسونه وایستل، او له بنین او پرتوګونو سره مو ځانونه د کابل سیند ته ور واچول، هغه وخت یې اوبه سپینې او زموږ تر قدونو ډېرې وې. خو دا چې موږ د سیند د غاړې خلک یوو، لامبو مو زده وه، څو غوټې مو په کې ووهلې او چې ګردونه مو له سر او بدنه پاک شول، په سیند کې مو لامبو او مستي شروع کړه. د پل دواړو غاړو ته ګڼو کسانو زموږ ننداره کوله، ما فکر کولو چې دلته خو څوک په سیندونو کې نه لامبي، موږ ورته ځکه ننداره شوي یوو، خو چې مو په لامده پرتوګ او بین کمیس اغوستو نو موږ سره په لږه فاصله کې دوه تنه چې اوس یې هم شکلونه راته یاد دي او فکر کوم چې شمالیوال به وو، یوه بل ته د سترګو په کونجو کې زه ور وښودم او په افساسناکه انداز یې وویل:
- اففففف چه یک اندام زېبا، بهه بهه بهه.
سم له واره مې ګل افصل په سترګو سترګو کې پوه کړو او ورته مې وویل:
ځه چې پښې وباسو، دا خو زما او ستا د مستۍ سیال ته نه وو راټول شوي، دا خو په بچه بازانو اوښتي یوو.
د لیکلو نېټه
د جون ۲۶ مه د شپې ۱۲ بجې
خاطره د ژورنالېزم له ډګره
زما د لوړو زده کړو ارمان هغه وخت له خاورو سره خاورې شو، چې ښوونځی رانه په یوولسم ټولګي کې پاتې شو او زه پېښور ته له خپلې ارواښادې مېرمنې او د غېږې له یوې ماشومې لور سره کډوال شوم.
پېښور کې د غربت او دربدرۍ شپو ورځو زده کړو ته پرېنښودم خو دومره مې وکړای شول چې له یوه افغاني ښوونځي څخه د دولسم شهادتنامه تر لاسه کړم او په قونسلګرۍ کې تصدیق کړم.
بیا د افغان ادبي بهیر د غونډو او فرهنګي ملګرو له برکته ړومبی په یوه مجله کې او بیا د افغانستان لپاره د بي بي سي راډیو په تعلیمي پروژو کې مې دندې وکړې، خو په ۲۰۱۰ ز کال کې چې د ازادې اروپا ازادي راډیو مشال څانګه کې د افغانستان په ختیځ کې د خبریال په توګه وګمارل شوم او په ننګرهار میدیو تیک کې ځای په ځای شوم، د راپور لیکلو چل راته استاد محمد داود وفا راوښوده. ښه مې په یاد دي چې لومړی راپور مې په غږ کې ثبتولو نو د وفا صاحب دفتر کې اداري او مالي مسوول صیام الدین پسرلی چې یو خو خدایي ښکلی و او بل یې حجامت هم نه و راغلی، له هغه شرمېدم، استاد وفا ته مې ویلي وو چې صیام ته ووایه چې له دفتر بهر ووځي.
استاد به یوه جمله دخبریالۍ په انداز ویله او بیا به ما تکراروله. د استاد وفا دې کور ودان وي، زه به یې د کوم کوم احسان یادونه کوم.
خو بیا داسې وخت راغی چې څو ځل الفلاح پوهنتون کې د ژورنالېزم څانګې ته غوښتل شوی اوم او د ژورنالېزم له ډګره به مې ورسره خپلې خاطرې او تجربې شریکې کړې وې.
یو وخت چې شېرشاه همدرد د ننګرهار په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د اطلاعاتو امر و، تر څنګ یې په ختیځ کې د ژورنالستانو د خوندیتوب کمېټې مشري هم ور تر غاړې وه، وخت نه وخت به یې ژورنالستانو ته ورکشاپونه هم نیول او کله نه کله به ما هم په کې ګډون کولو او ورکشاپ به مې راپور کولو هم.
همدرد صاحب راته یو ورځ زنګ وواهه ویل یې سبا ته په راډیو تلویزیون تالار کې د اطلاعاتو او فرهنګ او د رادیو تلویزیون همکارانو ته ورکشاپ کې به د سهار لخوا استاد وفا د ژورنالېزم په اصولو لکچر ولري او له دوه بجو نه تر څلورو پورې به ته د عملي ژورنالېزم په برخه کې وینا کوې.
ما ورته ویل، استاده ما نه د ژورنالېزم مسلکي زده کړې کړي او نه دومره وړتیا لرم چې ورکشاپ کې دې پرې ګډونوالو ته وینا وکړم. کوم استاد ورته وروغواړه. خو هغه راته کړه چې مسلکي وینا ورته استاد وفا کوي، ته به ورته د ژورنالېزم له عملي ډکره خپلې تجربې او هغه څه چې ته پرې پوهېږي او کار ترې اخلې، ووایې. ما بیا هم انکار وکړ خو هغه راته کړه:
" عابد صاحب ته یو شریف او زړه سواندی سړی یې، دا څو زره افغانۍ چې بل ته ورکوو، ولې یې تا ته در نه کړو؟
خبره چې پیسو ته لاړه ما هم ورسره ومنله.
سبا دوه بجې چې د راډیو تالار ته ورغلم، د راډیو ټلویزیون او اطلاعاتو او فرهنګ په لسګونو مشران، ځوانان او ښځینه کارکوونکي راټول وو.
داسې کسان هم په کې وو چې اوږده کلونه یې د ژورنالېزم په ډګر کې کار کړی و. په ښځینه ژورنالستانو کې مې یوه له پخوا مې پیژندله. په لویو ملي غونډو کې به یې ویاندي کوله.
کله چې مې د عملي ژورنالېزم په اړه مقدماتي خبرې پیلولې نو هغه راولاړه شوه او ویې ویل:
- عابد صاحب زه نن یو څه کار لرم، البته درې بجې به له ورکشاپ نه ووځم، هیله ده چې بیا اجازه راکړې.
ما ورته ویل سمه ده، تاسو اوس هم کولای شئ چې ولاړه شئ او دا ځکه چې زه د مستوراتو پر وړاندې سخت شرمګیر یم. هغې ویل نه درې بجې بیا ووځم.
له مقدماتي خبرو وروسته مې خپلې نیمګړې تجربې او د ژورنالېزم له ډګره خپلې خاطرې شریکې کړې او د ورکشاپ ګډونوالو ته مې دا په اثبات ورسوله چې په خپل چاپېرچل کې د خلکو کړه وړه، کلتور، عنعناتو، ارزښتونو، دودونو، انګېرنو، ښادیو او ...... راپورونه جوړېدای شي.
په اخره کې مې د خپلو خبرو د اثبات لپاره د ډولۍ په کلتوري ارزښت راپور چې عزت الله ځواب یې راته په جوړښت غږېدلی و، یوه سپین سرې مېرمن راته په خپل واده کې د ډولۍ کیسه کړې وه چې څنګه ځوانانو په اینجقو د پلار له کوره د خسر تر کوره رسولې وه، یوه کلیوال راته دا ویلي وو چې لا هم په لیرو پرتو سبمو کې ناوې په ډولۍ کې وړل کېږي، عبدالهادي اثر راته د ښارونو کیسه کړې وه چې د ډولۍ ځای په کې ګلفوش موټرو نیولی او یوه ځوانه نجلۍ چې کورنۍ یې په جلال اباد ښار کې اوسېدله، راته ویلي وو چې ارمان یې دی چې د ګلفوش موټر پر ځای یې په ډولۍ کې د خاوند تر کوره ورسوي. دا پینځه.مینټه راپور و. له لپټاپ څخه مې په غټو لاوډ سپیکرونو کې په ګډونوالو واورېده او چې کله د طاهر شباب په دې سندره چې:
په بسم الله قدم راواخله شایستې ناوکۍ
یه ګلدستې ناوکۍ
الله دې مل شه.
پای ته ورسېده، نو د ورکشاپ ګډونوالو په درنو چکچکو بدرګه کړ. د چکچکو په دوران کې په وروستي کتار کې د ښخینه ژورنالستانو له ډلې هغه ویانده درېدلې وه او لاسونه یې پړقول.
په دې وخت کې زما نظر مخامخ دېوالي ساعت باندې ولګېده، ستن یې تر څلور بجو څو مینټه اوښتې وه. د ګډونوالو استقبال مې پر خپله سینه د دواړو لاسونو په ایښودو ونمانځه او هغې ته مې وویل:
تاسو خو لا تر اوسه دلته یاست، د ساعت ستن خو تر څلورو بجو اوښتې.
هغه راته کړه:
عابد صاحب، ما هیڅ کار نه لرلو، خو دا مبتذل ورکشاپونه مې دومره بور کړي چې ساه مې په کې تنګېږي، بیا په څه نه څه بهانه ترینه ووځم، خو ستا خبرې، تجربې او د ژورنالېزم په ډګر کې خاطرې راته دومره جالبې وې چې دا خو لا څلور بجې دي، چې تر شپږو بجو پورې غږېدلی وې، هم نه وتلم.
د لیکلو نېټه
د ۲۰۲۳ز کال
د جون څلورمه
چاروالې
شاید د چاروالي له نوم او لوبې سره به په ټولنیزو رسنیو کې فعال زموږ اکثره نوي ځوانان بلد نه وي.
چاروالي په تاش چې قطعه هم ورته وایي د څلورو تنو تر متځ لوبه ده چې هر پړاو کې یې ګټه او تاوان معلومېږي. په دې لوبه کې هر کس له ۱۳ پرو څلور لاسونه جوړوي او د هر چا هر لاس چې قوي وي هغه یې ګټي، په اخره کې چا ځان خلاص کړی وي، یو یا دوه کسه ګټلي وي چې معلوم مقدار پیسې لاس په لاس یو بل ته ورکوي.
دا لوبې به پخوا چې راډیو او ټلویزیون په افغانستان کې عام شوي نه وو، په ودونو او د خوښیو په مناسبتونو کې به په هوجرو کې د ستار او منګي له ټنګ ټکوره وروسته د ځوانانو تر منځ کېدله او هر دلعزیز لوبه وه.
ما هم دا لوبه په تاند زلمیتوب کې زده کړې وه. په هوجرو کې خو به مو د مشرانو له وېرې نه شوه کولای، خو موږ څو تنه همزولي خپلوان چې په چاروالي عادت شوي وو، هر مازیګر به زموږ په کلي ثمرخېلو کې د ننګرهار کانال اړوند نجارۍ فابریکي تر څنګ د سیاه خانې د بوټو د روزلو فارم ته راټولېدو او چارواله به مو کوله. دلته به دوه درې ډلې نورې هم ناستې وې چې یوې ډلې خو به هسې د لوبې نه خوند اخیسته او سیال به یې کولو، خو بلې ډلې به کله د نیم پته چې ځنې یې مم پته هم بولي او کله به یې د چالدار په نوم جواري کوله. دا نو بیا ساعتیري نه وه سمه جواري وه. همدې ډلې به کله د کمسایي چې تیري به یې هم بلله، جواري کوله. د دې ډلې مشري زموږ د کلي مشهور جالوان راضي خان بابا کوله.
خو چاروالي بیا جواري کمه او ساعتیري زیاته وه. دوه درې ساعته لوبه کې به هر یو یا دوه سوه او یا درې سوه افغانۍ ګټلې او یا هم بایللې وې.
دې وخت کې زما او د یوه بل د تره زوی په جلال اباد ښار کې د توک رخت پلورلو دوکانونه وو. موږ دواړه چې به مازیګر کلي ته راورسېدو، د کور په ځای به مو د سیاه خانې مخه ونیوله. هلته به راته دوه تنه نور عزیزان په طمعه ناست وو. یوه ورځ په موږ باندې ناوخته شوی و، څنګه چې د لوبې ځای ته ورسېدو، ومو لیدل چې زموږ د ډلې یو تن د کمسایي ډله کې په جوارۍ لګیا دی. په دې ورځ موږ لوبه ونه کړه، او سخت سوخت کې پاتې شوو. خو ماښام تېر چې کورونو ته تلوو، نو په لاره مو ورته ډېر زیات نصیحت وکړ. د هغه د بل تره د زوی مثال مو ورکړ چې په جوارۍ کې یې د پلار نېکه ځمکه بایللې وه. ورته مو ویلی چې د پلار دا یو کوراړی څله په چا بایلې.
خیر دې یوسي زموږ دې ملګري د پوزې له خط کښلو سره د کمسایي نه توبه وایسته.
په سبا چې موږ بیا د لوبې ځای ته نېږدې شوو، له ورایه مو وکتل چې زموږ دا عزیز د کمسایي له پړه پاڅېده او د هغه له پاڅېدو سره سمه لوبه ودرېده. موږ خپله چاروالي شروع کړه خو د کمسایي ډلې به یو نیمه ستوغه زموږ عزیز خواته راشغوله.
په درېیمه ورځ چې بیا د لوبې ځای ته ورسېدو، زما دا عزیز د کمسایي له پړه په جګېدو کې و چې راضي خان بابا ورپسې رانېغ شو او ویې ویل:
ستا پلار هم میدان نه شي پرېښودی، بس دی چې پرون دې د درې څلورو میدانونو قوده قوده ګټه جېب ته کړې او موږ دې په وچ ډاک پرېښودو.
راضي خان بابا موږ ته مخ راواړوه او ویې ویل:
ځئ بچی مې دی، ځانته بل حریف پیدا کړئ، نن به دا خامخا موږ سره لوبه کوي.
موږ خو بل حریف پیدا نه کړ، خو میدان مو پرېښودو او موږ دواړو خپل دې عزیز ته مخه ونیوله. د ماښام لمونځونه شوي وو چې د زیتون فابریکې مخې ته خرامانه خرامانه راروان دی او داسې ښیي چې ښې ډېرې روپۍ یې ګټلی. زموږ دا عزیز موږ په دې خاطر نه واهه چې ګوندې دا به لوی جوارګر شي، بلکې په دې خاطر مو واهه چې وویرېږي او بېرته زموږ د جاروالي ګروپ ته راوګرځي. هغه چې زموږ خوا ته رانېږدې شو، او زما بل ملګري ته چې څه موده یې د کاراتې کلب کې هم تمرینونه کړي وو، لاس ور اوږد کړ او ویې وویل:
لالا سلام.
هغه تر لاس ونیو او له مظبوط ټک سره یې درې ځلور مېتره وړاندې وغورځاوو او څو چې هغه له ځمکې راپورته کېدو، موږ دواړو ورته لغتې بندې کړې، ښه عسکري فرش مو ورکړ او هغه د چا خبره د بوسو سخی مو تری جوړ کړو. کله چې موږ د هغه په وهلو ستړی شوو، هغه بېچاره راپورته شو. د جامو په څنډلو یې پیل وکړ، موږ ته یې څه ویل غوښتل خو د محاربې په دې میدان کې زما د ملګري نه د اوږې برګ برګ د کاشمیلیون په نوم دسمال په ځمکه پرېوتې و، هغه خپل دسمال پسې دوه درې قدمونه راواخیستل، خو زموږ عزیز فکر کاوه چې غوصه یې لا نه ده سړه او نور مې هم له لاده باده وباسي، نو دوه یې خپلې او دوه یې پردۍ کړې او زموږ له شره یې په تېښته ځان خلاص کړو.
د ۲۰۲۳ ز کال د اپرېل ۷ مه
د ماسپښین دوه نیمې بجې
د کابل یادوونه
حمزه بابا څه ښه ویلي دي
څه به يې د زلفو د رخسار درته کيسه کړم
بس خو لنډه دا ده چې به ساه ورته اوږده کړم
کیسه به اوږده وي خو هیله ده چې ساه مو ورته لنډه نه شي.
ما په خپلو نورو خاطرو کې هم دا یادونه کړې چې له ۲۰۰۲ ز کال نه تر ۲۰۰۹ ز کال تر پای پورې مې د افغانستان لپاره د بې بې سي راډيو د تعليمي پروژو په دفتر کې د نشراتو په څانګه کې دنده تر سره کړې ده. په دې اتو کلونو کې مې که په خپرنیزو چارو کې خپله انرژي مصرف کړې، نو په بدل کې مې ډېره تجربه هم تر لاسه کړې ده.
زموږ څانګې به بروشورونه، کلیزې، د نوي کور نوي ژوند ډرامې کارتونې مجلې او د ماشومانو لپاره تصويري کیسې خپرولې. د نشراتو د څانګې مدیر د کابل پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي استاد پوهاند بریالی باجوړی و. الله تعالي دې ژوندی لري، څومره زده کړه چې ما له استاد باجوړي کړې، شاید په پوهنتون ویلي کې مې نه وه تر لاسه کړې. د مجلو او کتابونو د چاپ لپاره نړیوالو ادارو فنډ ورکولو او توافق داسې و چې نیمايي به پښتو او نیمايي به فارسي چاپیږي. او هریو به لس ـ لس زره چاپیدله. مجلې به مو بیا په سلګونو هغو موسسو ته ورکولې چې زموږ دفتر ته به يې فنډ ورکولو. او کله به چې د سروی لپاره کوم ولایت ته سفر برابر شو، په زرګونو مجلې به مې په کې د وړیا ویشلو لپاره بار کړې.
خو کتابونه باید خرڅ شوي وای او په پوره یو ډالر خرڅ شوي واي.
موږ به چې هر کتاب چاپ کړ هغو نړیوالو او کورنیو ادارو چې په تعلیمي برخه کې يې کار کولو فارسي کتابونه اخيستل خو پښتو به يې نه اخيستل. اغا خان فونډيشن زموږ تر ټولو غت پیریدونکی و. خو قسم يې کړی و چې یو کتاب پښتو هم وانخلي. یوه ورځ مې ورته یاده کړه چې ولې پښتو کتابونه نه اخلي؟
درته وویل، زموږ اکثره ښوونځي د افغانستان په شمال کې فعالیت کوي، هلته پښتانه نشته نو اخیستل به يې بې ضرورته وي.
ما ویل خو تاسو ولې په هغو ځایونو کې فعالیت نه کوئ، چې پښتانه په کې مېشت دي؟
راته کړه چې زموږ ټارګېټ ولسوالۍ دي او د پښتنو په سیمو کې په ولسوالۍ کې پر امنیت ډاډه نه یوو.
نو کتاب به شل زره چاپ و، لس زره فارسي بس خرڅ شول او پښتو به ایله زما په رندۍ په ځینو موسسو په لږ شمېر کې تین کړي وو. یو وخت چې مې بنډلونه شمارل نو تر دوه سوه زره زیات کتابونه برابرېدل چې ایله دېرش زره په کې درې وو او نور ټول پښتو وو. دا ارقام مې د دفتر د هغه وخت شېراز الدین صدیقي سره د یوه اوږد لست په شکل په ايمیل شریک کړل او هغه په کابل کې د یونیسف د مشرې سره لست شریک کړو، هغه ایمیل کې يې زه هم سي سي کړی وم. له هغې ښځې يې غوښتنه کړې وه چې کتابونه تر په بیه واخلي، چې دوی پرې د ماشومانو لپاره نور کتابونه چاپ کړي. بیا يې دا مشوره هم ورکړې وه چې د پوهنې وزارت ته به کتابونه ورکړي چې هغوی يې په زده کوونکي وویشي.
همداسې وشول. هغه وخت د پوهنې وزارت مالي او اداري معین صدیق پتمن صاحب و. د منظورۍ له یوې اوږدې پروسې نه وروسته يې د کتابونو تسلمول ومنل. بله ورځ له پوهنې وزارت نه دوه کسیز هييت دفتر ته راغلو، زموږ له رييس سره يې یو قرارداد ولیکه، او په سبا يې ما دوه مزدا لارۍ کرایه کړې، هغه دوه کیسز هییت هم زموږ دفتر ته په يوه کورولا موټر کې راغلل، مزدا پر کتابونو بار شوې وې، د حرکت پر وخت له دوه کسیز هییت نه راباندې يوه غږ وکړ:
عابد صاحب بیا تو کتی ما بیشه.
ما ویل نه زه به يوې مزدا ته پورته شم. خو هغه له مټه ونیولم او د کوروالا په دویم سيټ يې ورننویستم او ویې ویل:
پيش کتابها مزدورها او ملازمای دفتر تان ششتن.
موټر کې ورسره کيناسستم غېږ کې مې قرارداد پاڼه په یوه فایل کې ايښې وه. په دې فایل زموږ رييس صدیقي صاحب او باجوړي صاحب امضا کړې وه او د معارف له څلور کسیز هییت څخه باید دوه تنو د تسلیمۍ امضا وکړي.
د خیرخانې قلعه نجارا نه چې تایمني چاراهي ته راورسېدو، له مخکې سېټ نه يې یو تن کېوتو، ريډ بول انرژي يې راواخیستې، د مغازې مخته ولاړ وو او انرژي مو نوش جان کوله، چې یوه راته وویل:
ـ در این فایل حمتن قرارداد تسلمي میباشه.
ـ بلې.
ـ تو نشان بتې.
ـ چیش میکنی. در ګدام های وزارت معارف نشان میتم او امضا دوه نفر هییت تعین شده را میګیرم.
ـ ما همو دو نفر استیم که امضا برت ميکنم.
ـ درست است لاکن امضا شما در ګدام های وزارت معارف ميګیرم.
ـ اوجا هم ما امضا میکنم، مرا که همین جا کارت خلاص کنم او حق ته بیتم.
ـ حق چي؟
او دې سره یې جیب ته لاس کړ، د لس زرو ډالرو بنډل يې راوخیست او ویې ویل:
ـ چقه بس ات میکنه.
ـ چه میګي، بخاطر چه؟
ـ بخاطر حقت.
ما له جیبه موبایل راواست او ورته مې وویل:
ـ نی سری ما تاکید است که امضا در ګدام های وزارت معارف میګیري. ما کار غلط نه میکنم. و اګر شما قبول نداري ما به دفتر خود و معین صاحب مالي و اداري پتمن صاحب را زنګ میزنم.
هغو بیا زما د رضا کولو هڅه وکړه ويې ویل:
ـ پنج هزاز حق ته بتم قبول داري.
ـ نې.
او دې سره يې د لسو زرو ډالرو بنډل د جمپر په جیب کې را تخته کول چې ما يې لاس ونیوه او دروازه مې خلاصه کړه چې ټیکسې ونیسم او ځان د پوهنې وزارت ته ورسوم چې دوی بیا زما د رضا کولو هڅه پیل کړه او بلاخره راسره يې ومنله چې د پوهنې وزارت په ګودامونو کې به رانه کتابونه تسلیموي. بلا خره کتابونه مې د پوهنې وزارت په ګودامونو کې ور تسلیم کړل.
زما عادت جوړ شوی و چې زه به اکثر وخت د سټاپ له موټر نه په ده افعانانو کې کوزېدم، د اطلاعاتو فرهنګ وزارت مخامخ به مې د شريف زوی درملتون ته چې د مشر اول رحمان رودوال صاحب دوی و، سر ورښکاره کاوه، دا نو د فرهنګيانو د ملاقاتونو دېره وه، بیا به نو د پشتني بانک مخې ته د سرک په سر د کتابونو په غزفو تېرېدم او هرې غزفې ته به په دې خاطر تم کېدم چې کومې غرفې کې پښتو کتابونه شته او د چا، چا دي. خو اکثره کتابونه به ایراني فارسي وو، پښتو په کې د نیشت برابر وو. یوه ورځ مې پام شو چې زموږ کتابونه چې وزارت معارف ته مو ورکړي وو، کوټه کوټه په یوه غرفه کې پراته دي. د کتاب قمیت مې وپوښته، ویل يې لس افغانۍ. دوکاندار ته مې وویل چې دا مو له کوم ځایه تر لاسه کړي، هغه راته کړه چې تا ته يې څه چې له کومه مې تر لاسه کړي که اخلې واخله کنه ځه خپله لاره دې وهه.
ده سره مې لا جر و بحث نه ختم شوی چې په نورو غرفو کې مو هم زموږ کتابونه ولیدل. له ده روان شوم، هغه وخت ما سره يو ساده موبایل و، بلکې که ووایم ځیرک موبایلونه لا نه وو، راغلي خو له بیګ نه مې کېمره راواخسته او په یوه بله غرفه کې مې خرڅ ته ايښودل شوي موډ کې د کتابونو تصویرونه واخستل او په سبا مې باجوړی صاحب ته تصویرونه وښوول او ورته مې وویل چې کتابونه خو بازار ته راوتی دي او په لس افغانیو يې خرڅوي.
هغه یوه همېشنۍ موسکا وکړه، غاړه يې تازه کړه او ویې ویل:
ښه خبره ده، موږ خو هسې هم پښتنو ماشومانو ته نه شول رسولی، تر یوه حده خو به له دې لارې ماشومانو ته ورسېږي.
د لیکلو نئټه
۲۰۲۳ ز کال، د اپرېل ۱۳ مه نېټه
کار
یو وخت چې په کابل کې د افغانستان لپاره د بي بي سي په تعلیمي پروژو دفتر کې د نشراتو په څانګه کې په دنده بوخت وم، د "نوي کور، نوي ژوند" مجلې او د ماشومانو د کتابونو د توزیع د مسوول په توګه مې ورسره قرارداد لاسلیک کړی و. پوهاند استاد بریالی باجوړی زموږ د نشراتو د څانګې کوارډیناټور و، استاد قمرالدین چشتي صاحب به د مجلې سټوری لاینونه، پېغامونه او ډیالوګونه خطاطي کول، استاد محمد حسن پاوند به مجلې ته کرکټرونه نقاشي کول، ساجده میلاد او نظیفه ناصري به د ډرامې له سکرپټونو نه ډیالونه، سټوري لاینونه او پېغامونه را ایستل.
کله چې به د مجلې کار په دفتر کې تمام شو، نو له مطبعو نه ریټونه اخیستل او بیا د چاپ پورې مسوولیت هم زما پر غاړه و.
خو دفتر پرېکړه وکړه چې د مجلې ډېزاین، ډیالوګونه، سټوري لاینونه او پېغامونه له کلیګرافۍ (خطاطۍ) پر ځای باید کمپیوټري شي.
او دا ټولې چارې یې ماته راوسپارلې او دومره په کې ونښتم چې د چا خبره سر ګرولو ته په کې هم نه اوزګارېدم. له ډېره کاره تنګ شوم.
هغه مهال ډاکټر نورالحبیب نثار ازادي راډیو سره د خبریال په توګه کار کولو او هغه چې د انتخاباتو کمیسیون سره د ژباړن په توګه کار پیل کړ، نو زما په څېر څو تنو یې پوست ته سی ويانې ولېږلې.
هغه وخت ازادي راډیو کې زموږ اکثر ملګري خبریالان وو او یقین مې لرلو چې ما به هم جذب کړي.
انترویو ته یې وغوښتم. خو کله چې په دې پوه شوم چې د نثار صاحب پوست کې له خارجي منابعو څخه اخذ او ژباړې هم شاملې دي، نو پاتې په کې راغلم، خو د ازادي راډیو د هغه وخت مشر راته وویل چې ته خو د دې پوست په معیار پوره نه یې، خو زه کوشش کوم چې د ډاکترې فریدې چې له پراګه اوونیزې روغتیایي خپرونې جوړوي، هغه به درته د روغتیا په اړه هره اوونۍ موضوع درکوي او ته به دلته ورته له ډاکټرانو سره مرکې کوې.
دې کار ته ځکه خوشحاله شوم چې ډېره بوختیا په کې نه وه.
څو ورځې وروسته راته له یوه نا اشنا شمېرې نه زنګ راغی او په انګلیسي ژبه راته وایي چې د امریکا له ایمبیسۍ نه یې زنګ وهلی او نن مازیګر پینځه بجې باید انترویو ته ورشم. زه خو د هغه په خبره پوه شوم، خو ما دا وړتیا نه لرله چې هغه سره په انګلیسي ژبه خبرې وکړم او يوره معلومات ترې واخلم. چرت کې لاړم، او شک راته پیدا شو چې ما سره خو د ازادي راډیو مشر انټرویو وکړه، د امریکا سفارت څه کاره دی چې د یوه وړوکي پوست لپاره ما سره انټرویو کوي؟
همدې چرتونو په مخه کړی وم. مازیګر چې دفتر رخصت شو، نو د دفتر د ستاپ رسولو کاشتر ته وختم او له رفیع الله نیازي سره په سېټ کېناستم، هغه زما په حالت پوه شو چې اندېښنو په مخه کړی یم. پوښتنه یې وکړه.
هغه ته مې کیسه وکړه او ورته مې وویل چې زه په انګلیسي ژبه د انترویو کولو قابل نه یم، له سره نه ورځم.
خو هغه راته وویل، ورشه امکان دې ولري چې ژباړن درسره خبرې وکړي.
موږ لا په همدې مصلحت خبرې کولې چې د هادي کاکا زنګ راغی او راته یې وویل:
عابد صاحب تاسو ته د امریکا له سفارته نن کوم زنګ راغلی و؟
ما ویل هو، انترویو ته یې غوښتی یم.
هغه د یوې مستې خندا په بدرکه راته وویل:
کراره کېنه، هغه زنګ درته ما وهلی و او کوم پوست ته چې یې ته استخدامولې، هغه یې شریفه جانې ته ورکړ.
شریفه ساپۍ د ازادي راډیو په تعلیمي څانګه کې له پخوا په کار بوخته وه او د هادي کاکا مېرمن او زموږ کاني ده چې اوس دواړه له خپلو بچو سره په اسټرلیا کې خوشحاله ژوند لري، خدای تعالی دې تل خوشحاله لري.
دا نو بیا بېله خبره ده چې د تېرو یوولسو کلونو راهیسې د ازادې اروپا ازادي راډیو د مشال څانګې سره له ننګرهاره د خبریال په توګه کار کوم او اکثر وخت مې راپورونه د مشال راډیو تر ځنګ له ازادي راډیو هم خپرېږي.
د لیکلو نېټه
۲۰۲۱ز کال د جون ۱۸ مه
خپل کور جلال اباد
" لکه چې له ظاهر نه یې واخیسته"
زموږ کلي ثمرخېلو ته له پاخه سرکه د موټر دوه سرکه ښکته شوي دي. یو یې د قصبې ( د روسي انجینرانو له کورونو) تر څنګ ښکته شوې دی. دا سرک د میاعلي بابا د زیارت په میدانۍ ختمېږي. همدا میدانۍ د جلال اباد ښار اډه هم ده. بل سرک بیا له همدې سره نېږدې ۵۰۰ میتره تورخم لور ته د خوړ په غاړه ښکته شوی دی. دا سرک د ننګرهار کانال د جوړېدو سره سم جوړ شوی و. او دا ځکه چې د کانال یوه څانګه زموږ.په کلي کې هم جوړه وه. روسي انجینران هم د ظاهر شاه بابا د واکمنۍ پر مهال د ننګرهار کانال د جوړېدو پر موخه له خپلو کورنیو سره راغلي وو او همدې قصبه کې اوسېدل.
هغه وخت د ثمرخېلو ښوونځی د کلي په یوه جومات کې و. خو د خلقیانو په وخت کې زموږ ښوونځي ته د پاخه سرک پر غاړه همدې قصبې ته مخامخ ودانۍ جوړه شوه. موږ څو تنه ملګري به اکثر وخت له ښوونځي نه د رخصتۍ پر مهال د عمومي لارې پر ځای د روسانو په قصبه رادننه شوو. د روسانو ښخې به راته خوشحاله خوشحاله کېدلې، په خپله ژبه به یې خدای خبر څه، څه ویلې خو کیک، بسکټ او چاکلیټونه به یې موږ هر یو ته په ډېره مینه راکول. دلته یو کانتین، د والببال، باسکټبال او فوټبال میدانونه او په یوه هال کې د بلیارد څو تختې هم ابښودل شوې وې. د روسي ماشومانو لپاره په کې ښوونځی هم و. کله چې به موږ د هغوی له ښوونځي تېرېدو نو یو ډول شور به مو جوړ کړ او دا به مو ښودله چې موږ ستاسو خواته راغلي یوو. هغوی هلکان او جینکۍ چې زموږ په منګ به وې راووتل او په روسي ژبه به یې سلام کلام وکړ. اوس مې هم له هماغه وخته څو روسي لغتونه یاد دي.
خره شو ( ستړی مه شې) کک دلا ( څنګه یې) دراسویتي ( ښه یم) پژالستي ( مهرباني). پیخلیم( ځم) داوای ( لاړ شه) ...
د روسانو دې ماشومانو به موږ سره د فوټبال لوبه کوله، چاکلیټ او بسکټ به یې راکول او خپلو کورونو کې به یې خپلې کوټې راښودلې چې د لوبو د ډول ډول شیانو، کارتوني کتابونو، د قلمونو او کتابچو بنډلونو تر څنګ به په کې ټلویزیون هم لکېدلی و. دا نو داسې وخت و چې یو نیم خان ملک خپلو کورونو ته ټلویزیون راوړی و. ټلویزیون اخیستل د هر چا د وس خبره نه وه.
کله چې د خلقیانو حکومت روسانو چپه کړ او پر ځای یې د پرچمیانو حکومت راغلو نو څو میاشتې وروسته زموږ په کلي کې د ختیځ زون لپاره نظامي اډه د سیداجان ټاپو کې جوړه شوه. دا ټاپو د ثمرخيلو فارم ته په شمال کې د سیند پر غاړه او د غره په لمن کې کابو پینځه زره جریبه ځمکه وه.
دلته روسانو له لرګیو څخه کوټې او نظامي تاسیسات جوړ کړل. لرګي یې له مخکې یو په بل پسې په نمبر کړي وو، بس یوازې نټ او بولټ کول په کار وو. په یوه ساعت کې به لس دولس تنو لوی بارک جوړ کړی و.
په اوله ورځ چې د ثمرخيلو د فارم په سرک روسي زریدار او بستربند ټانکونه تېریدل. نو مرحوم سپین ګل بابا د همدې سرکاري سرک پر غاړه یې په خپلو پټو کې خیشاوه کوله. هغه چې روسي ټانکونه لیدلي وو، تندي ته یې ټس ورکړی و او بل ملګري ته چې په پټي کې یې ورسره خیشاوه کوله، ویلي وو چې:
" اخ لکه چې د ظاهر نه یې واخیسته"
سپین ګل بابا دومره ساده و چې د داود خان په پینځه کلن دور نه و پوه شوی، د خلقیانو کودتا باندې نه پوه شوی، د نورمحمد تره کي په وژنه او بیا د حفیظ الله امین په وژنه نه و پوه شوی بس چې ټانکونه یې لیدلي وو د ظاهرشاه پاچاهي وریاده شوې وه.
زموږ د کلي خلک ډېر پر امنه وو. نه یې عسکر ورکولو او نه یې د مجاهدینو ګروپونو کې ځوانان تنظیمېدل. جلال اباد کې یې سرمایدارو د رختونو دوکانونه لرل او نادارو به بیا د همدې سرمایدارو رختونه له لواړګي جلال اباد ته په کرایه رارسول. یو شمېر یې په ننکرهار کانال کې کاریګر وو. ځینو یې دهقاني او ځینو نورو یې جولاګري کوله. هغه وخت ثمرخیلی کتان په ټول هیواد کې مشهور و.
زموږ د کلي ځوانان چې به عسکري ته جوړ شول. کورنیو به یې پېښور ته لېږل. داسې هر کور دوه کوره شوی و، نیمایي کور به یې په کلي و او نیمایي به یې پېښور کې و. خو ځینې کورنۍ وخت له سره مهاجرې شوې وې. سپین ګل بابا او شاه محمد بابا چې په شامد لا مشهور و، وختي مهاجر شوي وو. په لالي باغ کې اوسېدل. دوی دواړه به د څو نورو کلیوالو سپین ږیرو سره د لالي باغ چندې جومات سره هدیره کې قبرونو ته تکیه لګولې. همدلته به ورته له کورونو چای او ډوډۍ راوړل کېدله.
دلته به زموږ یو بل کلیوال چې جمال نومیده او په لاسي کراچۍ کې به یې د لالي باغ کوڅو کې کورخې او مشنګ خرڅول، د خپل ګاډي سره د سپین ږیرو کلیوالو دې تمځی ته راتلو او هره ورځ به یې د بي بي سي او امریکا غږ د خبرونو مهم ټکي دې سپین ږیرو ته ویل. یوه ورځ چې زه د ناروغۍ له وجې کار ته نه وم تللی، له کوره راووتم او د سپین ږیرو تمځی ته ورننوتم. ما هم یوه قبر ته تکیه ووهله. شامد بابا دوه درې ځلې جمال یاد کړ چې ولې نن رامعلوم نه شو.
دا نو داسې وخت دی چې روسان له افغانستانه وتلي او بنین سیوان د پاکستان په شمول په یو شمېر هیوادونو ګرځي چې له نجیب نه په سوله ایزه توګه واک مجاهدینو ته وسپاري.
لږه شېبه لا تېره نه وه چې جمال د مشنګو له ګاډي سره د سپین ږیرو باباګانو تمځی ته راننوت. شاه مد بابا ترینه پوښتنه وکړه چې سهار بي بي سي څه ویلي او ماښام امریکا غږ د افغانستان په اړه څه ویلي.
جمال ورته د افغانستان په اړه د دواړو راډیوګانو مهم خبرونه لنډ لنډ ووایه. څو تنه ماشومان راغلل، له جمال نه یې مشنګ اخیستل. په دې وخت کې سپین ګل بابا شامد بابا ته وویل:
" روس د خرس هومره قوي و. امریکې دې نورو ملکونو ته وویل، راځئ چې لاسونه سره یو کړو چې روس څملوو. کنه یو یو به ماتوي."
په دې وخت ما ته د سپین ګل بابا هغه خبره مخته ودرېده چې د روسانو د ټانکونو په لیدو یې ویلي وو:
" لکه چې د ظاهر نه یې واخیسته"
او بیا دې خبرې ته سوچ یوړم چې پر افغان ولس تپل شوي جنګ څومره نالوستو وګړو ته سیاسي شعور او بصیرت ورکړ.
نوټ: سپین ګل بابا زما د مرحومې مورجانې پلار او شاه مد بابا یې ماما و.
د لیکلو نیټه
د ۲۰۲۴ کال د مارچ ۱۷ مه