د غلام محی الدین ایوبي نثرونه

لیکوال:: غلام محی الدین ایوبي
پسرلی او نوی ژوند
د پښتونخوا ښکلي او هسک غرونه تک سپين او واورو پټ کړي دي، د غرو لمني شنې او زرغونې معلوميږي، دامانې او بيدياوي د غرني ګلانو څخه ډکي دي، هر طرف ته خوښي، خندا او مستي ده. شپانه خپلي رمې د غرو لمنو ته بيايي، هغه ده يوه پښتنه پېغله ښکاره سوه، چي په خپل ملي لباس کاو پښتني زېور کي ډېره ښه ايسي، په قد جګه پۍ مخې، غټي سترګي، سپين مړوندونه، نرۍ پزه، کوچنۍ خوله، نازک اندامونه او اوږده ورېښتان لري. په ډېر ناز او خوښۍ د خپلي رمې پر اړخ روانه ده او بل پلو ته يو خروړی سپی د رمې د حفاظت او ساتني دپاره هم ورسره دئ.
د پښتونخوا هسکو غرو ته چي سړی د کښته وګوري خولۍ ئې د سره لويږي او د حيرت څخه هک پک دريږي. ځکه چي دا غرونه ډېر په متانت او مردانګۍ ولاړ دي او د هيچا څخه ئې سترګه نه کيږي نو هر سړی چي دلته راسي دا خيال کوي چي د دې ځای اوسېدونکي د لوړ همت، شجاعت، مېړاني، پښتو، پښتونولۍ، قوت او ارادې خاوندان دي.
د دې غرو هره ډبره د پښتنو ځلمو په وينو سره ده، دلته جګړې پاڅېدلي دي، په دې ځای کي د يوناني سکندر د استعمار طلسم مات سوی او د مغلو سيلاب تار په تار ګرځېدلی دئ. پښتنو همېشه خپل غليم ترټلی او له پښتني خاوري څخه ئې شړلی دئ.
د دې غرو په منځ کي يو پراخ او لوی پټی راګرځېدلی دئ، چي پښتانه کرونکي په کښي به کرهڼه لګيا دي. د پسرلي په وخت کي د پښتونخوا ټول کرونکي او باغوانان ډېر جديت کوي، زيار باسي چي شاړي او خرابي مځکي آبادي کاندي. هغه وو چي وچه سپېره مځکه چي پخوا په درانه خوب بيده وه اوس دوباره ويښيږي. وني او نهالونه شنه کيږي او وچ بڼونه بيرته سمسور کرځي، د پسرلي په موسم کي د پښتونخوا ښکلي او سمسور باغونه د سيل او تماشا وړ دي.
په دې موسم کي هر شی تغير او تحول مومي. زوړ ژوند بدليږي او نوی کال نوی ژوند غواړي، انسانان د نوي کال په نسبت خوشحالي کوي، نېک پالونه اچوي او راز راز عقيدې پيداکوي. ځيني د ګېډي په غم کي وي او آرزو لري چي مړۍ حاصله کړي، ځيني په پیسو او رتبو پسي هڅه کوي، منور او پوه اشخاص بيا غواړي چي په خپل ملت او اجتماع کي اصلاحي حرکت او نوی نهضت وپاڅوي او خپل ملت مخ په وړاندي بوځي.
رښتيا چي نوی کال نوي پېښي د ځان سره راوړي، همدا ډول په نوي کال ټول شيان د خواږه خوب څخه راکښېني او د خپل زاړه ژوند بدلون ته ضرورت لري. انسانان هم په نورو افکارو، نظرياتو او حقايقو ګوتي پوري کوي، زړې نقشې، زاړه افکار او نظريات د تېر کال سره ولاړه. په دې نوي کال کي نوي فکرونه او اصلاحي نهضتونه په کار دي چي د قوم او ملت د بهبود او پېشرفت دپاره وسنجول سي.
ننګياليو پښتنو! تاسو ته هم لازمه ده، چي خپل ځان ته پوره متوجه سئ او غور وکئ چي ولي د پښتون کام اوس داسي ټوکر ټوکر او خواد دئ؟ تاسي دقت او فکر وکئ چي دا قوم پر څه باندي د دنيا تر نورو قومونو پاته دئ؟؟ آيا دلته طبيعي قوې او استعدادونه موجود نه دي؟؟ آيا په دې ځای کي د صنعت او ماشينونو د رواجولو ضرورت چا نه دئ حس کړی او د دې کار د اجرا کولو تر عهدې څوک نه سي وتلای؟ آيا پښتانه نه سي کولای چي خپل معدنونه راوباسي او په کار ئې واچوي؟ آيا افغانستان بېله افغانانو څخه په بل چا اباديږي او بالاخره موږ راضي او سوچه ژوند مو داسي زبون وي؟ بې علمي، بې کمالي، لټي او خوب زموږ دپاره ځکه په کار نه دئ، چي دغو شيانو زموږ خوږ ژوند را تريخ کړی او موږ ئې و دې اوسني حال ته را ورسولو.
هو، موږ هم انسانان يو او د نورو انسانانو په څېر عقل او دماغ لرو نو بايد د خپل عقل په واسطه ځان، اجتماع، وطن او خدای وپېژنو. د همنوع، اجتماع او خدای حقوق تلف نه کړو. ملي وحدت ټينګ کړو، ځانونه د علم، ادب، کمال او اخلاقو په ښايسته زېور آراسته وګرځوو. خپل وطن مترقي او آباد کړو، په هر کار کي چي بوخت يو نه يوازي د ځان ګټه بلکي د اجتماع ګټه هم د نظر لاندي ونيسو. د نورو کور کورانه تقليد پرېږدو او خپل مليت او مورنۍ ژبي ته متوجه سو، زاړه افتخارات وساتو او نوي افتخارات لاس ته راولو، بې کاره کښېننو، کمالات زده کړو، صنعت وروزو، تجارت پر مخ بوځو، زراعت ته ترقي ورکړو نو هغه وخت به په رشتيا سره موږ هم د دنيا د ژونديو ملتو په کتار کي ودريږو او آبرومندانه ژوند به وکړو.
اې ښکلي شهۍ!
راسه...! چي يو ګړی د زړه خواله وکړو!! ګوندي... زه خپل ټول غمونه هېر کړم او ستا د ښکلي مخ په ننداره کښي لاهو سم...
نن خو لږ څه راباندي مهربانه سه... او خپل نازنين لاس په لاس کښي راکړه... ژر سه...!
چي يو داسي ځای ته ولاړ سو، چي هلته بې له ما او تا بل هيڅوک نه وي... او يوه شپه سره وږغېږو ستا پستې خبري... د ميني خندا او خوږې مرکې زما څه هر څه ورکوي! زه په دغه حال کښي ټول جهان هيروم...
دا ژوند مي بې تا پر سره اور کړوي... نو بله چاره نه لرم... بې له دې چي... ستا پر لوري قلندر...سم... ته کولای سې چي زما زخمي او خوږمن زړه ته دوا راکړې. اې د زړونو لوټونکي محبوبي..!!
زړونه مه ماتوه لعل د بدخشان دي
بيا مشکل دئ رغول د شکسته وو
زړه مي ستا په محبت سره تړلی
نظر وکړه په دا خپلو دل بسته وو
ته پښتنه پېغله يې... زه ستا په وفا، عفت او حيا او په خپله پاکه مينه قسم يادوم، چي ما ته تر هر څه ته... راتېره او نژدې يې... نو «ته» هم راسه چي په خپله غېږ کښي ځای درکړم.!
ما ډېر خلګ ليدلي دي، چي خپلي مېرمني نه خوښوي، بلکي د ختن ترکي ستايي... ځيني د کشمير پېغلي غواړي او ځيني نور... تور...
خو زه ستا په تش ديدار.. داسي مست او خوښ يم، چي د شرابو نشه او مستي ورته هيڅ ده. خو کاشکي د زړه کيفيت چا ليدلای...!!!
د هغه وخت راهيسي چي زه په ښه او بد پوهېدلی يم، ستا د جمال نندارې هر څه راڅخه هېر کړي دي...
ستا... د ښه حسن، کمال او اخلاقو ستاينه خو به ما کړې وای... ليکن زما قلم د هغه د اظهاره څخه عاجز دئ...!
دا ژوند تېريږي... خو ځيني خوښ او خندانه ترې ولاړ سي... او ځيني په غم او ماتم کښي مړه سي...! څوک ډېر مالونه، اولادونه، پيسې او املاک پرېږدي او په خپله تش څو ګزه کفن له ځانه سره لحد ته يوسي او څوک په خپلو کالو کښي ښخ سي... بې مظلوميت، خوارۍ او پرېشاني بل هيڅ شی ځيني پاته نه سي... خو زه هم په دا خپل مظلوم او بېنوا حال باندي خوښ او راضي يم... زما څخه به بې څو اوښکو، دردناکو آهونو، ستا پاکي ميني، د فراق سندرو، د وصال وعدو او د ژوندانه له ترخو خاطراتو نه بل هيڅ شی پاته نه سي...!
اګر چي... د زمانې دفتر ډېر داسي ترخه خاطرات له ځانه سره ساتلي دي... خو زما د پرېشانه او ناکامه ژوندانه بې مزې او ترخه خاطرات به هم په دې دفتر کښي ډېر ژر ثبت سي... او د هغه اهميت به ور زيات کاندي...
نو اې ښکلي شهۍ! ژر راسه... او زما دا عاجزانه خواهش ومنه او يو ګړی راسره کښېنه. ګوندي زه به دا د خوب او خيال دنيا ستا د راتګ په انتظار ستا د ښکلا او نازو ادا به ننداره او ستا د ښکلي مخ د ديدار په اسره او اميد سر ته ورسوم.
ماخذ: غلام محی الدين ايوبي(ژوند او آثار) سريزه او راټولونه محمد هارون صميم. صداقت خپرندويه ټولنه کندهار ۱۴۰۲ل.
له ښاغلي هارون صمیم څخه مننه، چې دغه نثرونه او د لیکوال پېژندنه یې رااستولي دي.