"د افغانستان نومهالي ادبیات"

د آغا محمد کرزي نثرونه

Image Description

لیکوال:: آغا محمد کرزی





                                                                                                                                   بې وخته خوب



ګهيځ چي ټول ژوی د خپل عادت سره سم له خوب څخه راويښيږي، زه هم الصلاة خير من النوم په آواز د ځوانۍ له درانه خوبه راويښ سوم. سترګي مي لا خلاصي کړي نه وې، چي د سحر خوشبو په نسيم د ګلو او رياحينو پيغام تر مشام راوړئ. احساسات مي ويښ او زړه مي په غورځنګ سو. هوا د شپې د باران په اثر ډېره دلکشه او باحرارته ګرزېدلي وه. ومي غوښت چي دباندي شنو کښتو او مستو ولو ته ولاړ سم او د جمال ننداره وکړم خو له کوره بهر سوم، هري خوا ته د خوش الحانو مرغانو ترنم سامعه نوازي کوله او زړه ئې پر وجد راوستئ. نازکو وږمو په خپلو پستو ګوتو د چمن د ناوي ورېښتان چي د شپې له خوبه بې ترتيبه سوي وه، ږمونځول. د ګلاب ګل هوري ډېر غوړېدلی وو تا به ويل مځکه يو قلم ګل ګرزېدلې ده.

د بلبلو چڼار او نارې ورو ورو په فضا کي خپرېده. داسي خوږه او موثره منظره تشکيله سوې وه، که شاعر وای څه مستي او جنون بې کړی او څه ابداره اشعار بې انشاد کړي وای. زه چي شاعر نه وم نو ومي غوښتل چي ولاړ سم هلته ليري څه ګوښه د ولې پر غاړه اودس تازه کړم. د شنو کښتو او خوږو نغمو له منځ تېر سوم. هورې څو درختي ولاړي او شنو وښو د مځکي مخ فرش کړی وو لېکن مرغانو آواز چڼکو چوڼهار دلته نه اورېدل کېده. سکوت آرامي حکمفرما وه.

زه لا د اوداسه په مراتبو لګيا وم، چي د يوې مرغۍ سوي نارې مي تر غوږ سوې. پاس چي مي وکتل يوه شاهين په منګلو کښي يوه کفتره ټينګه نيوله او د ځان سره ئې په هوا کړې ده. کفتري په دې ترڅ کښي چي ځان ئې د شاهين د تېرو نوکانو په اثر زخمي وو، بڼوکي ئې رپا غوندي په شان لاندي رالوېدلې، د احتضار په وخت کښي خپلو بچيانو ته چي معصومانه ئې سرونه د ځالګي څخه را ايستلي او خپلي حامي او مهرباني مور ته ئې د حيرت او ارمان په سترګو کتل، دا لاندنۍ وينا وکړه.

ګرانو بچيانو! هر څوک چي زما په شان غافله وي، د خوب څخه ناوخت راکښېني. همدغسي به د قضا د ښکاريانو صيدداوو طمعه وګرزي. که غواړئ چي ژوند وکی ويښ سئ، وښورئ، والوزئ او يو ګړی له غليم ارام او بې غم مه اوسئ. 

د کفتري د دې وينا اختتام او د شاهين له نظره غايبېده سوه. ما چي دا دردناکه واقعه وليده، زړه مي د وينو ډک او د پسرلي خواږه خاطرات مي په غم مبدل سوه. د دې ضعيف موجود پر حال مي افسوس وکی او د حافظ وينا په ياد راغله.

ای کبوتر نګرآن باش کی شاهين آمد

 

 

                                                                                                                                         د خپلواکۍ وريځو ته



څنګه ښه د لوی آسمان په غېږ کښي لاندي باندي سره سره ښورئ؟ د کوم آزاد ملک څخه راغلي ياست او د کومي خپلواکي خاوري څخه را اوچتي سوي ياست، چي دومره مستانه او زموږ د سرو د پاسه يو په بل پسي سره ځغلئ. آيا دا خوشحالي مو د اوقيانوس له منځه په ميراث راوړې ده او که د آزادو ملکونو د ليدو څخه مو الهام اخيستی دئ.

دا څومره مستي او څه د خيال تبسم دئ. هو تاسو ښادمني ياست، تاسو بختوري ياست، ولي به نه خاندئ. څله به د مستو نجونو په شان يو له بله نه سره تاويږئ ځکه تاسي آزادي او د خپلي آزادۍ خاونداني ياست. تاسو لمر، ختيځ او لوېديځ ليدلی دئ.

تاسو د غرب حريت او د شرق مدنيت کتلی دئ، تاسو د نوي ژوند ترانې د هر ملک د فضا څخه اروېدلي دي، تاسو پر آزادو ملکونو را تېري سوي ياست، چي خلګ ئې د ښه نظام له برکت څخه برخوردار او د فکر او قلم د آزادۍ په خوږو ماړه دي.

هو، تاسو پر ګڼو ځنګلونو، سمسورو مځکو، مستو سيندونو، لويو ښارونو او اوږدو کارخانو الوتنه کړې ده.

تاسو به ډېر څه ليدلي وي او د نوي ژوند مظاهر به مو د هر ملک په شاوخوا کي په نظر درغلي وي ځکه نو په کټکي خاندئ او مستانه د هسک په پراخه لمن کي غونډۍ غونډۍ پورته کښته کيږی.

ښه پوهېږم چي تاسو په خپله غېږ کي د آزادۍ مرغلري په ارمغان راوړي دي خو دلته به څه ووينئ؟ او زموږ له دې خاوري به څه شي په سوغات له ځانه سره يوسئ؟

غم که ښادي؟

دلته يو بېوزله ولس ژوند کوي.

دلته يو خوار ملت هستيږي.

دلته د انساني ژوند مظاهر هيڅ نه ليدل کيږي.

دلته د مزدورانو او بزګرانو د زحمت حاصل د څو تنو بډايانو او زميندارانو په جېبو کي لوېږي.

دلته خواري ده.

دلته مظلوميت او ناآرامي ده.

نو ستاسي څخه اې خوشالو اوريځو چي د آزادۍ له نغمو سرشاري ياست لومړی دا هيله کوم، پر دې ماتم وژاړئ او زموږ په شان تاسي هم سترګي نمجني کړئ.

دا به ښه نه وي چي تاسو هم د دې سيمي د غمجنو انسانانو پر حال د اوښکو باران ونه اوروئ او څرنګه چي راغلي ياست بيرته پر خپله تړه ولاړي سئ.

که تاسو نورو هيوادو کي د مستو نجونو زړه وړونکي خنداوي اورېدلي وي نو دلته د ناروغانو ځګېروی هم واورئ. زموږ د ژوند دا حال په ښه ځير وګورئ، بيا نو پر هره لوري چي مو زړه غواړي ولاړي سئ اې خپلواکو اوريځو!

 

 

                                                                    

                                                                                                                         پرې مي ږده چي ويښ سم



ګراني موري! د بيدېدو وخت نه دئ، ما ته تر ابده للو مه وايه، پرې مي ږده چي ويښ سم او د خپل ژوندانه چاري سمبالي او نيمګړتياوي بشپړي کړم. د خوب او زړو انسانانو وخت تېر سو ځکه چي زه اوس لوی سوی او زما فکري قواوي خپلي دغه مرتبې طی کړي دي. بس ده ډېر دي په خپلو مزخرفو نکلو وغولولم او زما د جام جم په شان ضمير دي را ملوث او مکدر کی نو په لوی لاس مي مه زنګوه پرې مي ږده چي ويښ سم.

هغه وخت چي زه کوچنی او قدرت زما د خير و شر ټول مقدرات ستا په لاس کي درکړي وه نو که نن ورځ زه له علم څخه بې خبره او تر سيالانو پاته يم، دا ګرده مسئوليتونه تا ته رجوع کوي ځکه چي ستا غېږ زما لومړنی دبستان او ته زما اولينه مربي او معلمه يې. هو! يوازي ته يې چي زما د ژوندون سرنوشت تعينولای او د نېکمرغۍ او شقاوت لاري را ښوولای سې نو په لوی لاس مي مه زنګوه پرې مي ږده چي ويښ سم.

ما ته د خپلو تېرو نيکه ګانو د کارنامو کيسې مه کوه او د دوی تر خاورو لاندي برم او عظمت مه بيانوه. ما په خپلو اوسنيو نواقصو او معايبو پوه کړه او د شلمي پېړۍ د مقتضياتو سره مي سم وروزه ځکه زه د هغه دانشمند په قول عقيده لري، چي وايي: هغه مور چي په يوه لاس زانګو زنګوي په بل لاس نړۍ ته تکان ورکوي. نو ته ما په لوی لاس مه زنګوه پرې مي ږده چي ويښ سم.


دا ټول ستا د موهومو افسانو نتيجه ده، چي زه نن ورځ ضعيف، سست اراده او د حقايقو څخه بې خبر لوېدلی يم. د کوچنيوالي څخه دي زما زړه په خيالي شرموښانو را ايستلی او زه دي د هري پېښي او حقيقت په مخ کي بر جرئته کړی يم. اوس پوه سوم چي تر محسوساتو پورته يوه بله نړۍ سته نو ته زما حواس مه را مختلوه، پرې مي ږده چي ويښ سم.

دغه ټوله ستا د روزني سوء اثر دئ، چي زه نن ورځ دننه په خپل کور کي د خپلو ګرانو وروڼو سره چي زما هډ و ماغزه دي، بې اتفاقه او يو تر بله ځانونه بېګانه بولو. که تا رشتيا پر ما زړه سوی او دلسوزي درلودای نو زه به دي دغسي په نفاق نه اخته کولای او اوس به موږ د اتفاق په برکت ډېر شيان درلودای ځکه اوس پوه سوو، چي په انفرادي صورت ژوندون محال بلکي غير ممکن دئ او دا ما ته برېښېدلې ده، چي څو په يوه کورنۍ او جمعيت کي وحدت نظر موجود نه وي، د هغو ژوندون هيڅکله بشپړتيا نه سي موندلای. بس ده ډېر دي وغولولم اوس نو ما خپل سر او خپل ژوند ته پرېږده.

ستا ولي يوازي ملحوظ دا دئ چي زه تا ته چوپړ او خدمت وکم او يوازي ستا رشتين خدمتګار او وفا شعار زوی وبلل سم؟ ته ما پرېږده چي خپلو ټولو وروڼو او کشرانو ته ګټور او مفيد ثابت سم. دوی د اوسني ژوند په مفهوم او مزاياوو پوه، نواقص او مايحتاج ئې ور تامين کړم ځکه دوی هم پر موږ حقونه لري او د نوي ژوندون آرزوګاني کوي. که ستا همدغه رنګه د خوب ترانې وي ځدای خبر چي زه بله دې ژوره خوبه څخه را ويښ سم.

که ته په لوی سر کي پوه سوې وای، چي زامن هيڅ وخت د مور بې خيري له خاونده نه غواړي او تل دا هيله او مينه لري، چي د خپلي مور د استراحت اسباب او وسايل را غونډ او اماده کړي. کاشکي ته پوه سوې وای چي د زامنو د مېړاني همت او د شهرت ژوندون د مور د تفاخر او مباهاتو موجب ګرځي. پرې مي ږده خپل سره ته چي نوی ژوندون وکم او تا ته هم د نوي ژوندون اسباب تهيه کړم.

دا اټوميک او رڼا عصر د قانون او مساوات اقتضا لري او هر هغه شی چي تر صحيح انتظام لاندي نه وي، ژر دئ چي ويجاړ او نامراده به سي نو زه هم غواړم چي خپلي ټولي چاري سمي ترتيب او تر قانون لاندي ئې راولم او د هغه په اساس د معنی او وحدت ژوندون وکم. دا هم په ياد لره چي زما خبري د ځان پر هتک حرمت او بې عزتۍ حمل نه کړې. ولي چي زه ستا په حقوقو او احترام ډېر ښه پوهېږم لېکن هغه امور چي ما د نېستۍ و کندي ته اچوي، ستا د ناپوهۍ او بې فکرۍ په سبب د دې فرقاني نص په مدلول سره: و ان جاهداک علی ان... منلای نه سم نو بس ته ما ته د خوب بدلي مه لوله، پرې مي ږده چي ويښ سم.

د خدای له پاره کډي باريږي او د ساربانانو ږوږ په فضا کي ازانګه اچولې ده. کاروان ولاړئ، منازل ئې طی کړل او نژدې دئ چي د جرس ږغ هم وانه ورېدل سي. که ته هم رشتيا د نهضت مفکوره لرې پرې مي ږده چي خپل بيده وروڼه د غفلت له درانه خوبه را ويښ کړم. دوی ته د ساربانانو ږغ او د کاروان ژر پرمختګ ور ووينم او دا ورته ووايم چي خوب او له کاروانه پاتېده ابدي فنا او د مرګ حکم لري. که موږ حرکت او رفتار وکی د سوو کالو پاته لار به طی او د مقصود شهۍ به په غېږ کي ونيسو او که بالعکس دا ستا سسته کډه او د خبو للو وي، خدای خبر چي موږ به د کاروان تعقيب وکړو او د دوی په اثر به روان سو. خوب مرګ او ويښتوب ژوند دئ نو ما پرېږده چي ويښ سم او د خپل ژوندون پاشاني چاري سمبالي او نوی ژوند وکړم.

 

 

ماخذ: د هيلو کاروان(د آغامحمد کرزي ژوند او مقالې). سريزه او راټولونه: محمد هارون صميم. ۱۴۰۳ل. صداقت خپرندويه ټولنه کندهار.


له ښاغلي هارون صمیم څخه مننه، چې د لیکوال پېژندنه او دغه نثرونه یې رااستولي دي.