"د افغانستان نومهالي ادبیات"

    پي اېچ ډي ملنګ

Image Description

لیکوال:: اقبال کوثر



 

د ادبي اساتذه کرامو خيال دی چې د خپل عهد د ليکونکي د فن په اړه رایې قايمول د فعل معیوب نه مخکې لامبل دي  ستاسو په خيال کې به راځي چې دا به کوم فعل يادوي؟ خو زما په په ذهن کې يو سوال تاويږي را تاويږي چې که د لمبلو دپاره سړی خامخا د تعزیرات پاکستان په زد کې راځى نو تېمم به څنګه وي؟ زما مطلب دی که د فن په ځایې فنکار را ونيول شي او تيمم ورته ووهلی شی باید د اساتذؤ کرامو د غيض و غضب ښکار نه شي علما کرام وايي د لمبلو سره خارجي وجود پاکيږي او د تېمم سره هډوکی هم پاک شي ۔ 

ما چې نن کوم سړي ته تېمم وهلی۔ غواړم چې د ده د هډوکي پورې لاړشم کوم چې زما هډ او زما ورور دی په ټول پښتانه میېن دی د يوه ګوند جهنډا ورسره په لاس کې نشته خو په قام د مينې جذبه یې د دې نه ښه اندازه کيږى چې د پښتنو دپاره په پنجابي اقبال میېن دی وايي ده پښتانه ډېر ستائيلى۔ حالانکې د غزل مومند دا شعر به یې اورېدلی وي چې:

زه حق لرمه چې شعرونه د اقبال نه وايم

په خټه غورياخېل دی يعني د مومند ورور دی ما دې خدای پاک په دې وړو وړو اشارو نه رانيسي خو د خټې په خ اعراب لګول ستاسو په ذمه دي چې زور ښه دی که پېښ؟

د قبايليت په چکرو کې پرېوتل د هيچا په ګټه نه دي ټول پښتانه يو وجود دی خو د هرې قبيلې دود دستور رسمونه رواجونه روايات او په تېره تېره په ټولنيز ژوند کې د دوى د ځانګړې سياسي علمي او ادبي ونډې نه دست برداره او لا تعلقه پاتې کېده  هم اسانه نه ده زه دا نه وايم چې دا د مومندو او خليلو ادب دی دا د يوسفزيو، افريديو، اورکزيو باجوړو فلانو او فلانو۔ استادان په دې دومره بد ګڼي چې له ډېره سوخته یې ورله لا کنځل نه ده تخليق کړې خو حمزه بابا وايي:

حسن خو دی يو خو په بيا بيا چې مئينېږم

دا  د  خپل  وجود  خواره  اجزاء  را ټولؤم

راقم چې اول اول د ساهو ليکونکيو مرکې په مکتب کې داخل شه قلندر صاحب هلته د ادبياتو استاد وه خو د دې اقرب ناروا شه که ټکی په مزغو پورې انښتی وي مثلاً  په دې اوس هم نه پوهېږي چې د قلندر صاحب په شخصيت جمال غالب وه که جلال، خو يوه ورځ چې اجلاس ختم شه قلندر صاحب اووې ډېرې ورځې وشوې هغه حنيف نه راځي چا ورته اووې د هغه ډيوټي لرې لګېدلې۔ ځکه ما په څنګ کې د يو دانشور نه تپوس وکړو قلندر صاحب څوک يادوي هغه ويل حنيف خليل،

په زړه کې مې اووې دا به څوک وي چې قلندر صاحب یې مشتاق دی مونږ ته خو په دغه څو غونډو کې معلومه شوې وه چې د قلندر صاحب مشتاق، مشتاق مجروح صاحب وه خو نن چې قلندر صاحب یې اشتیاق ظاهر کړو هغه د غالب په کهاته کې هم بېزار وه اوس به څنګه په لار وه ۔ 

ډېرې ورځې نه وې تېرې د اردو سائنس بورډ په لائبريرۍ کې ناست وو۔ قلندر صاحب نه وه راغلی يو مندری ممي ډيډي غوندې هلک نری شان پيچکی په تندي پروت هال ته په پوړو راوخوت۔ لاس کې ورسره څلور شپږ کتابونه وو۔ سترګې مې پرې خوږې شوې۔ حالانکې پوستکی یې ډېر سپين نه وه  البته زړه یې سپین وه هغه هم محاورتاً ګني په ډېرو کتابونو لوستلو لوستلو او ليکلو ليکلو شين وه۔ د مخ  رغوڼه یې غونډه مونډه او ښکلې وه د وړو وړو سترګو آيي کيو لېول یې بلها تېز وه۔ تازه تازه مهين مهين وړو وړو لاسونو یې د برق صاحب د يوې مصرعې متن پېش کولو۔ د مرکې ټولو مشرانو کشرانو ته داسې سپک سپک ورغاړې واته لکه د يو شاعر محبوب چې په پرېوتو کې شاعر ته ور غاړې وتی وه او شاعر فى البديهه دعا غوښتې وه - - دی چې زما خواته رارسېده زه په حقه  وم چې د هغه شاعر منظومه دعا ټکي په ټکي وغواړم مثلاً: 

خدای دې بيا راپرېباسه ستا راپرېوته چرته

ته چرته او زه چرته  ستا غاړېواته چرته

زبېرحسرت له یې نسبتاً لږه ټينګه غاړه ورکړه او په غوږ کې یې يو بل ته څه پس پسي وکړل حسرت صاحب را ته معلوم وه چې زړه یې د پلاسټک دی خو په ده مې هم په زړه زړه کې ښه ګوله باري اوکړه چې مسلمانه وړوکی هلک ېې د مشرانو سره څله ټقان جنګوې او دې دومره قينج ته څه حاجت دی وغيره وغيره۔ خو چې قلندر صاحب راغلو اجلاس شروع شه او د ده اختلافي نکتې مې واورېدې، محسوس مې کړه چې رشتيا خبره ده اس د موګي په زور شڼيږي ۔

د همېش خليل صاحب د بڼ طوطي وه او دی۔ د قرآن و حدیث نه پس یې د پټې خزانې په صداقت ايمان راوړی چونکې د قلندر صاحب د School of thought اکثر ملګري د پټه خزانه فى الميزان په تله کې ناست وو او قلندر صاحب ورته علم ښکارېده نو تر څو چې هغوى بقيد حيات وو زمونږ تله د رحمان بابا د يو شعر په رڼا کې دومره درنه وه چې دوي یې لکه د ستورو آسمان ته اورسول ۔

په فطري توګه چې د ده ماضي او حال ته ګورم د زمکې او اسمان فرق محسوسؤم چې دومره شرير، دومره شوخ و شنګ، داسې شاطر جمله باز دومره بردباره او تحمل مزاجه څنګه کېدی شي؟ 

فاروق فراق ورته ګډوری وايي زمونږ کلي ته جوړه راغلي وو په هغه شپه له مردانه فيض الوهاب فيض، عبدالرؤف عارف، ساحل يوسفزی، افتاب بدر، او روښان یوسفزی هم راغلي وو چې ډوډۍ اوخوری شوه، زمونږ يو کليوال شاعر خبر شوی وه چې شاعران راغلي راغلو څه وخت پس هغه اووئيل زما يو غزل دی ده وېل هله هله ارشاد ارشاد ۔ ۔ ۔ خو چا ته یې سترګه وهلې وه هسې هغه په کې راودنګل بل بحث شروع شه او غزل د شاعر په معده کې پاتې شه۔ ښه شېبه وروسته ده بيا په لچکرانه انداز اووې ښه ستاسو هغه غزل..... هغه د جېب نه کاغذ راويسته خو هغه شامل تخریب ملګري بيا يوه موضوع اوچېړله او بيا ښه ډېر وخت هغه باچا او دا باچا وشول چې فضا غزل اورېدو ته بيا سازګاره شوه ده بيا اووئيل تاسو هغه غزل... هغه دا ځل دا نره کړې وه چې کاغذ یې بمع غزل په لاس کې لکه د بجلۍ د بل نيولی وه او چې څنګه یې د کلمې په ځایې مطلع درستوله ده اووې اودرېږه زه ايک کؤم راځم۔ دغه وخت د ژمي شپه نيمه تېره وه۔ خير دی د ايک نه راستون شه او شرارتاً د بل چا سره په خبرو شه شاعر په زړه اوخوړه چې دلته زما نه چلي او اووت او چې اووت او څوک څوک په  قصه پوهه وو په رغښتو شول ۔

حنیف خليل به ښه سړی وي که نه ځکـه چې ما ورسره نه سفر کړی نه مې ترې قرض غوښتی او عالمانو د ښه او بد سړي معلومولو د پاره دغه شرط لازمي ګرځولی۔ خو لوی سړی دی د لوی مطلب دا نه دی چې په ټوله جهانګیر پوره کې یې پيزار نه ملاويږى۔ خو دومره مندری هم نه دی چې واسکټ ورسره بدي ښکاري يعني دنګ او پلن نه دی خو له کرداره معنوي شخصیت اله ماله دی۔ ټول ټال پنځه فټه بني آدم دی او بني آدم هم ځکه چې د ډارون د تحقیق برعکس ځان آدم زاد ګڼي يعني ځان په دغه حواله د ابشار ورور نه ګڼي۔ د ده او د آبشار بحث د يو عالم او فلسفي بحث وي ډېر خوند ځنې اخلم - - دی ځان دينداره ثابتوي او هغه ځان فلسفي۔ زه خپل ځاني داسې ډېر د عالمانو او نارينؤو منځ له نه ورځم خو دواړو انګرېزي ادب لوستی۔ ده په کې شپږ اووه کتابونه هم چاپ کړي ګوئټی به کم از کم دواړو لوستی وي هغه وايي :

د چا سره چې سائنس او آرټ شته

د هغه سره مذهب هم شته

او د چا سره چې مذهب نشته هغه سره آرټ هم نشته

هغه دينداره پرېږده البته خوږ او خواري کښ انسان دی د مزدور داجي زوی دی دا کرښې د هغه په ادبي صحت هېڅ اثر نه پرېباسي خو وايي ياد به دې زه کړم موړ به دې خداې کړي نو باد کړی ګل محمد بېتاب صاحب دی يادؤم یې زه او موړ کړی خدای پاک دی پنځويشت کاله وشول نه مې دی ليدلی بس خبرېږم چې ښه سوکاله ژوند کوي خوشحاله به وي که نه ولې چې په يو شعر کې وايي:

خوشحالۍ  د  غنم رنګو  په  تندي  کې

زړه چاودون دی چې زما ورباندې سر دی

د ډاکټريټ موضوع یې په پښتو ادب کې ترقي پسندي وه نن سبا د ق اعظم پوهنتون اسلام اباد د مطالعه پاکستان څانګې ډائريکټر دی بيا هم ملنګ سړی او د يارانو يار دی  سائل صاحب چې کله په تخئيل کې په کچکول پتري اووهل نو ګنډلو ته کېناست خو ده هغه خيال عملي کړو د ادبي بزرګانو داسې آستانه به نه وي چې ده به ترې د پښتو دپاره ګټه نه وي راوړي د پښتونخوا او پنجاب د يونيورسټيو  ادبي فيکلټۍ یې شوګيرو او د مطالعاتي سرګرميو ګواهانې دي ۔ 

د حنیف خليل احساسات او تجربې په سائنسي بنياد تجزيه کول زما کار نه دی۔ ځکه چې زما نه دومره مازغه شته نه پوهه خو دې سړي د خپل منزل د حصول په خاطر د خپلې جبلي سر چينې په تېزو تندو غوښتنو مدام پښه اېښودې او زما په خيال دا یې د کمال رشک تدبر دی۔ ما د تدبر په ځایې منصوبه بندي ليکله خو قلم ويل تدبر صحیح دی که کل اوګڼل شي ټولې منصوبه بندۍ عقلمندۍ او 'بندۍ"يې په جزياتو کې راتلی شي تر دې چې خانداني منصوبه بندي هم  ۔

نقادان وايي شخصیت پرستي نه، فکر و فن مقدم ساتل په کار دي خو يو سړی چې په تور ټکي نه وي ککړ هغه به د يو پي ايچ ډي ډاکټر په فکر و فن کار او زیار څه اووائي چې د اويا کتابونو خالق مولف او محقق دی ما خو دومره د توتانو پاڼې نه دي لوستي څومره چې ده کتابونه ليکلي البته د ښکلا د هندارې نه مې یې پخوا يوه خبره زده کړې وه چې مينه مقدم ده په هغه ډاډ مې پرې دا څو کرښې راښکلې ستاسو دې د تفریح بهانه شي او د يوسف په خريدارو کې دې د يو فقیر د نوم اضافه شي ۔