آواره

لیکوال:: ګل محمد بېتاب
حنيف خليل د عمر په لحاظ زما نه څو کاله کشر دی خو تعلق مو تل د بې تکلفه دوستانو غوندې پاتې شوی دی. د يو بل سره مو ډېرې تودې سړې تېرې شوي دي خو تر دې دمه مو لا د تعلق مزی نه دی شلېدلی او چې کله مو هم يو بل ليدلي دي نو په پراخه تندي يو بل ته غاړه وتلي يو. سره د دې چې د يو بل خلاف مو يو وخت کې سازشونه او مهمونه هم ترسره کړي دي. زه هغه ته د آواره په ځای په ډاډه زړه لوفر او د افغانانو په اصطلاح خوشکی هم وئيلی شم. خو نه غواړم چې زمونږ دا ملګری دې په دغه نامو ياد شي ګني په حقيقت کې د لوفر، خوشکي او آواره مطلب يو دی. هغه د مشرانو خبره څلور نېمې شلې او نوي يو شی دی. خو په لفظونو کې یې فرق شته. بل زما خيال دی چې آواره نوم باندې به دی پخپله هم خفه کېږي نه بلکې خوشحالېږي ځکه چې دی د کاظم خان شېدا شېدائي دی او هغه هم ځان ته آواره وئيلي دي.
اواره شېدا د څه دونهې ملنګ شو
لوی شاعر،اديب او محقق حبيب الله رفيع صېب په کاظم خان شېدا يو کتاب ليکلی ؤ چې نامه یې آواره شېدا وه. دا نوم ما ته د ده د پاره ډېر مناسب ښکاري ولې چې حنيف خليل ښه پوخ آواره ګرد دی او چې رښتيا خبره وي نو د ليکوال د پاره آواره ګردي ډېره ضروري ده ولې چې دې سره یې مشاهده کې ډېر څه راځي او بيا یې ليکي. که فرض کړه حنيف خليل ته آواره ونه وايم نو بيا به ورته د بوډۍ ټال وايم چې په ده کې لکه د بوډۍ ټال اوه اته رنګونه جمع شوي دي خو مسئله دا ده چې هر رنګ کې یې څه نه څه کمی زياتی شته. نو په دې وجه مې دغه نوم ورته اخستل خوښ نه دي البته خپله يوه د هلکوانۍ د زمانې خوندوره خاطره به ياده کړم چې يو ځل ماښام ته نزدې يو کونتر راغلو او زمونږ د کورونو خواو شا په هوا کې ګرځېدلو. يو کونتر باز وليدلو او د ليدلو سره یې ووې دا خو ډېر اعلي کونتر دی که هر چا ونيولو او ما له یې را وړلو نو سل روپۍ انعام ورکوم. د ماښام وخت نزدې ؤ او د قدرت کارونو ته ګوره چې هغه کونتر زمونږ د کوټې په سر کښيناستو. تياره لګېدلې وه. غلی غلی ورغلم او ډېر په اسانۍ مې ونيولو چې هغه کونتر باز له مې يوړو نو ډېر خوشحاله شو زر یې د سلو لوټ را کړو. سل روپۍ په هغه زمانه ډېر شی ؤ. نن وخت کې ې د زرو روپو نه زيات قدر و قيمت لرلو. کونتر یې لاس کې اړولو را اړولو چې دې کې ورله لکۍ کې دوه درې بڼې د بل رنګ ولېدلې. په دې یې ډېر افسوس وکړو او د مخ د تاثراتو نه یې داسې معلومېدله چې که روپۍ ما جيب ته کړې نه وې نو عين ممکن وه چې واپس یې رانه اخستې وې. نو زه د دغه تجربې په بنياد حنيف خليل ته د بوډۍ ټال نه وايم ځکه که رنګونو کې کمی زياتی په ګوته نه کړم نو دا به ادبي خيانت وي او که ښکاره یې کړم نو بيا به ستاسو خوښ نه شي نو ځکه ورته آواره وايم چې دې کې ډېرو قيصو قطارو ته حاجت نشته او د ده آواره ګردي مشهوره ده. ډېر څه د ثبوت په توګه لرم چې وروستو به ترې څه د نمونې په توګه وړاندې کړم خو وړومبی به دا خبره وکړم چې د ده ملګرو ليکوالانو ډاکټر شهاب عزيزارمان، جوهر خليل او شېراحمد خليل دا خبره خوښه کړې ده چې زه دې د حنيف خليل خاکه وليکم او د دې غرض د پاره تر ما راغلي وو چې دا خبره یې را ته کله وکړه نو د ټکه مې په زړه وخوړه چې يا یې زه بدې شم او يا حنيف خليل ۔ او يا زمونږ دواړو د تعلق نه د سره خبره نه دي. خامخا را باندې اوس زړې وهۍ راسپړي. بيا مې ووې بنده د مشرانو خبره ګمان د ايمان زيان دی. ښه به دا وي چې د دوي دا اراده که هرڅنګه ده خو زه دې ښه وګڼم خو وېرېږم چې هسې نه هغه کار را سره وشي چې د مومندانو يو خوريیې د پېښور د داسې علاقې ؤ چې هلته دوه څلور ګزه کې اوبه را وځي. دی چرته مومندو ته د ماما ګانو کلي ته تلی ؤ هلته اوبه ډېرې لرې شپږ اوه شلې ګزه کې را وځي نو هغوي لګيا وو کوهی یې کنستلو. يو يو تن به په نمبر نمبر ورکوزېدلو کوهي کې به یې کار او صفائي کوله. د دې خورټ هم زړه وشو وې ماما زه هم کوهي ته ورکوزېږم خو کله یې چې کوهي ته ورکوز کړو نو هلته پرې وېره راغله داسې ګډوډ شو چې کوهی او پرتوګ دواړه یې ګنده کړل. خېر اواز یې وکړو چې ما در اوباسئ. کله چې بهر ته را ووتو نو يو تن ته یې ووې ماما زه مو څله کوز کړی وم؟ هغه ورته ووې خوريه ته مونږ دې له کوز کړی وې چې کوهی صفا کړې. ده ورته ووې خفه نه شئ ما خو ګنده کړو. زه هم د شهاب عزيزارمان، جوهر خليل او شېراحمد خليل په وېنا د حنيف خليل د شخصيت کوهي ته ورکوزېږم. خدای نه به خېر غواړو. کوشش به کوم چې حق سچ ووايم. البته څه خبرې به قصداً پرېږدم چې هغه محض ذاتيات دي اګر چې خاکه کې د دې هم ګنجائش وي خو نه غواړم چې د هغې په لوستلو او يا اورېدلو دې خلق مونږ دواړو ته په مخ لاړې را توکي.
حنيف خليل چې ما څنګه ليدلی ؤ نو بس هم هغه شان دی. سپک وجود، ورکوټی قد، وړې سترګې او بس دا چې هر څه ې واړه واړه دي خو مازغه یې ډېر دي. هغه د چا خبره ټول زور یې مازغو له تلی دی. تراوسه پورې هم ډېر لږ فرق په کې راغلی دی او هغه دا چې د سر ويښته یې ګڼ وو او اوس په الوتو دي. بل دا چې ږېره یې هم دومره وه خو توره وه چې اوس شنه شوې ده. او درېم دا چې د نظر چشمې په سترګو کوي. نور په ظاهره پکې هېڅ فرق نه دی راغلی. البته د دننه حال نه به دی او خدای تعالي خبر وي.
دا راته صحيح ياد نه دي چې په کوم تاريخ مې په وړومبي ځل ليدلی ؤ خو دومره مې ياد دي چې د ٩٠ عشرې وړومبي کلونه وو. او دا راته ښه صحيح ياد دي چې په وړومبي ځل مې سيدصابر شاه صابر سره ليدلی ؤ او هغه یې را سره تعارف کړی ؤ چې دا حنيف بېنوا دی زما په شاګردانو کې دی او هغه به ورته دا مشوره په مسلسله توګه ورکوله چې مطالعه کوه. مطالعه. بيا لږه موده وروستو یې هم د خپل دغه استاد په مشوره او حکم خپل تخلص هم د بېنوا نه خليل کړو خو د مطالعې سره سره خپلې آواره ګردۍ په ډېرو نورو استاذانو او استانو وګرځولو څومره چې د شعر و ادب په حواله ياد خلق وو نو د ټولو نه یې استفاده کړې ده.
څو کلونه به زه او دی دواړه رېډيو پاکستان پېښور ته په مسلسله توګه تلو. دغلته به مو سره ليدل. ده به هفته وار پروګرام ادبي کاروان کې د مختلفو ادبي ټولنو د اجلاسونو رودادونه اورول او دغلته به مو ورسره زياتره ليدل کتل کېدل. دې نه علاوه هغه وخت د پېښور په سطحه مختلفو ادبي غونډو کې به هم يو ځای شريکېدلو چې پکې "د ساهو ليکونکيو مرکه پېښور" او "سرحد پښتو ادبي ټولنه پېښور" په خصوصي توګه د يادولو وړ دي. دې نه علاوه درېم د ملاقاتونو مرکز مو د محترم همېش خليل کور غريب اباد تاکال ؤ چې زه او ډاکټر اسرار به د هغه ځای ته وخت په وخت ورتلو. او شايد چې دی روزانه ورتلو چې دغلته به هم ورسره ليدل کېدل.
د دغه تعلق او پېژندګلوۍ په بنياد کله چې په کال ١٩٩٦ز کې په کسوټي اڼترنېشنل ورځپاڼه کې زه د پښتو برخې مدير شوم نو ما ده ته دغلته د سب ايډيټر په توګه د کار د پاره ووې چې دی دغه موده کې د اېم ای پښتو طالب علم ؤ. د ده نه علاوه نور ملګري را سره ميا فاروق فراق، سيد مدثرشاه او عزيزالرحمان وو. مدثر شاه به د رپورټنګ کار کولو او نور به دفتر کې وو. زما خيال ؤ چې حنيف خليل به يو ښه صحافي جوړ شي او که چرته په دغه مېدان کې پاتې شوی ؤ نو نن به پرې ما يقيناً فخر کولی شو چې حنيف خليل د صحافت مېدان ته ما را وستلی ؤ خو دا به ومنم چې سيد صابر شاه صابر وګټله او ما وبائيلله. هغه نن په دې خبره فخر کولی شي چې د ادب دنيا کې د حنيف خليل وړومبی استاد ؤ او دا دی نن لوی شاعر، اديب، محقق او نقاد ګڼلی شي. د صحافت دور یې صرف څلور کاله ؤ. يو کال په "کسوټي" کې. بيا کال "سرخاب" کې او بيا ورځپاڼه وحدت کې یې تقريباً دوه کاله تېر کړي وو. دې دوران کې د پي ټي سي په وجه دکلي پرائمري سکول کې استاذ هم شو خو ورسره یې اخباري سفر هم جاري ؤ.
بهر حال کوم يو کال چې ما حنيف خليل او ميا فاروق فراق يو ځای تېر کړی ؤ. هغه په ځينو حوالو ډير يادګاري کال ؤ. يو خو دا چې دغه اخبار په درېو ژبو اردو، انګرېزي او پښتو کې ؤ خو شکر په دې چې د پښتو برخې معيار په هېڅ لحاظ کمزوری نه ؤ او لوستونکيو به د پښتو صفحه ډېره خوښوله خو دغلته به هر وخت ورسره خنداګانې، لطيفې او ټوقې هم کېدلې. کله کله به پکې د يو بل خلاف سازشونه هم کېدل. ميا فاروق فراق او حنيف خليل د خلو نه به کله کله په ښکاره هم دا خبره را ووتله چې تا له اخر پينځه زره روپۍ په کومه کهاته کې درکوي ۔ دا رقم دغه وخت ډير وو ۔ نو د دوي د خلو بندولو د پاره به ورته ما وئيل چې زه يو خو ستاسو نه سينئير يم، تجربه لرم، ذمه دار يم او بل دا چې د خپلو ليکونو نه علاوه ستاسو ليکونه هم ګورم چې اکثر د ډېرو لوستو له کبله را ته د سترګو مسئله وي او دا دارو مسلسل سترګو کې اچوم چې په شل روپۍ کېږي خو يو ځل په کې کوم يوتن هغه بوتلګی وليدو چې دا خو په دوه نېمې روپۍ دی او هسې د الرجي څاڅکي دي.
داد محمد دلسوز، انورخان ديوانه، خالقداد اميد او ځينې نور به اکثر راتلل. يو ځل مو د سيد رسول ناڅاپه يوغزل چاپ کړی ؤ نو څو ورځې پس دفتر ته هغه راغلو او را ته یې ووې ځوانه زه خو دې له راغلم چې يو خو مې بل غزل را وړی دی او بله دا چې د هغه غزل په چاپ کولو بخشو پل کې ډېر مشهور شوی یې. ما ورته ووې ناڅاپه صېب ستا په غزل زه څنګه مشهور شوم. خو ناڅاپه زوراور سړی ؤ پخپله خبره کلک ؤ. کله چې لاړو نو يوه هفته مودې پورې مو خاندل چې د ناڅاپه په غزل زه څنګه مشهور شوم. حنيف خليل دا خبره تر يونيورسټۍ او نيمې پښتونخوا ورسوله.
دغه شان يو ورځ يو شاعر راغلو چې ګل ملا همکار نوم یې ؤ. حنيف خليل او ميا فاروق فراق زما نه زيات پېژندلو غالباً حنيف خليل یې ما سره تعارف وکړو. چې دا ګل ملا همکار دی. او هغه ته یې چې زما پحقله وئيل نو سمدستي یې ووې دی به څوک نه پېژني دا خو د پښتو ادب ستوری دی ۔ ستوری . خېر کښيناستو او دوه کلامونه یې را وويستل وې دا مې چاپ له را وړي دي. ما دوه درې ځله ووې خو څه په اندازه ونه رسېدم. دواړه مې ورته واپس کړل چې همکار صېب تاسو به يقيناً چې ښه شاعر يې ځکه زما دا ملګري مو تعريف کوي خو دا دواړه مونږ نه شو چاپ کولی. که بل کلام را کړئ يا وروستو چرته را ولېږئ نو ښه به وي. څه وخت پس هغه رخصت شو چې حنيف خليل او ميا فاروق فراق ورسره تر ګيټ پورې لاړل او چې واپس راغلل نو دواړه د خندا نه داسې شنه وو چې تر ډېره یې خبرې نه شوې کولی. اخر یې ووې ګل ملا همکار چې دلته یې تا ته د پښتو ادب ستوری وئيلو بهر یې ووئيل چې دا څوک دی. زه خو یې نه پېژنم او دی هډو په شعر نه پوهېږي.
دې دوران کې په مونږه ټولو په مستقله توګه آواره ګردي کوله. کله چې به دکار نه اوزګار شو نو يا به د ګړې منډهۍ ته لاړو او هلته به تر ماښامه په کټونو کې ملاست وو. کله کله د يو بل کلو ته تلو. او داسې مياشت نېمه کې به يو ځل په سنيما ورتلو. دغلته چې څه شوي وو که هغه ليکم نو قيصه به ډېره اوږده شي خو دا ليک په حنيف خليل کوم نو د دوي کلي کور ته د ورتګ ذکر به وکړم چې يو ځل مونږ ورغلي وو په کلي کې چې ورته خلقو کوم نوم اخستو نو ليکل ې راته مناسب نه ښکاري البته که څوک خامخا شوق لري نو خپله دې ترې تپوس وکړي، پلار یې مزدورکاره او روايتي پښتون سړی ؤ. مونږ سره ډوډۍ ته ناست ؤ. دا خبره یې زما نه هېرېږي چې وئيل یې دا ځينې خلق مې په دې ډېر بدې شي چې ځان ځانله په پليټونو کې لکه د هندوانو خوراکونه کوي. مونږه خو بس ټول کور کې يوې کاسې ته کښينو. د حنيف خليل يو کشر ورور ؤ چې يوسف نوم یې ؤ او غالباً هم دغه دوه وروڼه دي. د دوي دواړو ودونو له هم مونږه تلي وو.
د آواره ګرد حنيف خليل دا عادت ؤ چې هر لوی د علم خاوند او پښتو ادب کې د نامې جامې ليکوال ته به یې ځان رسولو. او بيا به یې چې د هغه سره کومې خبرې اترې وشوې نو د هغه په انداز کې به یې کولې. ما ته دا اندازه هم وشوه چې په دې بنده کې دننه يو زبردست ميمکري فنکار پټ پروت دی. چې خصوصاً د شېرشاه ترخوي، فضل ربي قيس،حاجي ګل صوفي، حميدګل حميد، همېش خليل، تقويم الحق کاکاخېل او ځينو نورو پېښې به یې کولې. کله کله به یې زما پېښې هم کولې خو په ما ځکه بدې نه لګېدلې چې د خپل پلار محترم به یې هم کولې. زياتې ټوقې به یې قمرزمان قمر نړيوال،سيد رسول ناڅاپه او شېرشاه ترخوي پورې کولې. زما ډېر خواهش ؤ چې چرته کومه ډرامه کې دی کار وکړي خو د بدقسمتۍ نه داسې موقعه برابره نه شوه چې ده پکې کوم کردار ترسره کړی ؤ. دغه شان ده کې چې کوم فنکار پټ پروت ؤ نو هغه په صحيح توګه را ښکاره نه شو او محض تر څو يارانو دوستانو محدود پاتې شو.
ډاکټر سهيل انشا چې د پبو ميا ؤ. پلار او نيکه یې شاعران وو. د پښتو ژبې يو نامتو محقق،اديب او تاريخ دان ؤ. ډاکټري یې محض د نوکرۍ ترحده وه خو نوره یې پکې څه خاص دلچسپي نه وه. ټوله ورځ به په ليکوالو او خاص کر د محترم همېش خليل او نورو سره ؤ چې د حنيف خليل سره یې هم خاص تعلق ؤ. د پپو بابا ميا شهباز مزار په دې علاقه کې په دې مشهور دی چې د چا په پښو باد وي او هلته ورشي نو باد یې ورسره ښه کېږي خو حنيف خليل به د نورو دوه ملګرو ميا فاروق فراق او مصور قريشي سره په چل جوړولو د پپو د ميا ډاکټر سهيل انشا نه په دې وجه د نمک منډهۍ کړاهي خوړله چې د ځانه به يې ورته قيصه جوړه کړه چې يو تن کوم چې د ډاکټر سهېل انشاء بدي شو مصور قريشي ته ورغاړه وتلی ؤ او دومره زور یې ورکړی ؤ چې باد یې ترې ويستلي وو. د ډاکټر سهيل انشا د خندا او خبرو يو خاص انداز ؤ چې زر زر به یې خبرې کولې او خندا کې به يې په دواړه لاسه خپله ګېډه وهله، دوي به د هغې او ورسره د نرۍ غوښې د کړاهيانو نه خوندونه اخستل.
زه چې دوه درې ځله د حنيف خليل کور ته تلی وم نو راته معلومه شوې وه چې پلار ترې هغه وخت ډېر رضا ؤ او هم د هغه د دعا ګانو په برکت د پرائمرۍ د استاذۍ نه ليکچرر شو ډېره اسماعيل خان ته لاړو. دغلته یې هم د خپل عادت مطابق آواره ګردي جاري وه. د دغه علاقو اکثر اوسېدونکي روايتي اتڼ کوي چې ده ته به یې هم دعوت ورکولو اخر دا چې د اتڼ څلور واړه قدمه یې زدکړل. دې نه علاوه که څه هم استاذ ؤ خو د شاګردانو سره به یې هم خپله آواره ګردي کوله. تر دې چې دوه درې شاګردان ې داسې وو چې چرس به یې څښکل او ورسره به یې د موسيقۍ محفلونه کول چې دی به هم ورسره پکې باقاعده شريک ؤ.
د دغه علاقې د ليکوالو په لټون به هم وتلو. د نوموړي محقق، تاريخ دان او نقاد ډاکټر چراغ حسېن شاه او يو بل لوی ليکوال او شاعر احمدجان مروت سره به یې باقاعده نشستونه کېدل چې دوي سره به کله کله د پښتو د لوی شاعر رحمت الله درد خوا له هم ورتلو او کله چې به محترم سليم راز دغلته ورپېښ شو نو بيا خو به د هغه سره ددغه علاقې په ټولو نامتو ليکوالو ګرځېدلو. واضحه دې وي چې سليم راز صېب د خپلې آواره ګردۍ د پاره ډېر مشهور ؤ. هغه به د کراچۍ نه واخله تر ډېره اسماعيل خان پورې په يوه پښه ګرځېدلو. د حنيف خليل په قول رحمت الله درد ته د ليکوالو پحقله لطيفې ډېرې يادې وې چې اکثر به یې په محفل کې د خوند د پاره کولې. خو حنيف خليل ته یې لطيفې يادې نه دي پاتې شوي ۔ البته احمد جان مروت راته وئيل چې رحمت الله درد ډېر حاضر جوابه او لطيفه ګو وو. يو ځل د ملګرو سره تجوړي ته مشاعرې له ګاډي کې روان وو نو کله چې ډاټسن لکي ته ورسېدو نو يو تن ووې لکۍ واله کوز شئ چې بيا ګاډی سراۓ نورنګ ته ځي نو رحمت الله درد صېب ووې که دا لکۍ مو نه وې نو نورنګ به مو د لرې نه ښکارېدلو.
د دغه سيمې نه یې هم د خپلې آواره ګردۍ په وجه ښه يادونه او خاطرې را وړي دي او ورسره پرې څه الزامونه هم لګېدلي دي. ښه يادونه یې دا دي چې يو ځل د اردو د ښه شاعر غلام محمد قاصر سخر چې د دغه علاقې کمشنر مقرر شوی ؤ نو دی او احمدجان مروت ورغلي وو. د دغه کمشنر نوم سعيداختر ؤ چې د اردو ژبې شاعر ؤ. کله چې یې احمدجان مروت خپلو کې تعارف وکړو نو کمشنر صېب د چايو ست قدرې ونه کړو او د دې په ځای ې خپل د اردو شاعرۍ کتاب پوجاکی پهول ته لاس کړو په يوه مخه شروع شو. دوي به واه واه کول او کمشنر صېب به د هر غزل او نظم په ختمېدلو بل شروع کولو. دوه درېو ګينټو کې خواو شا پنځوس کلامونه پوره کړل. خو د کمشنر صېب پوره تنده ماته نه وه. د بل ملاقات په وعده ترې را خلاص شول او بيا کله هم د هغه لور ته ورنغلو. يوه بله خاطره د دغه علاقې دا په خوند خوند بيانوي چې ډاکټر چراغ حسېن شاه د علمي او ادبي بحثونو ډېر شوقين وو. يو ځل د هغه سره ناست وم د خوشحال خان خټک د شاعرۍ او ژوند پحقله بحث روان ؤ دې کې د هسپتال څوک راغلو او د ډاکټر چراغ صېب نه یې دستخط اخستو. يو مريض سخت ؤ خو دی ورته غصه شو وې د کار خبرو ته مو نه پرېږدې. زه په خوشحال لګيا يم دومره ضروري بحث کوم او تا سره د مريض او دستخط غم دی، حالانکې دغه وخت د ډاکټر صېب ډيوټي وه.
د نورو الزامونو نه علاوه پرې يو غټ الزام دا لګېدلی ؤ چې ده ډېرو کې دوېم واده کړی دی ولې چې دی د هاسټل وارډن ؤ خو ورسره یې يو کور هم په کرايه نيولی ؤ نو خلقو به شک کولو چې ده ته دکور څه ضرورت دی خو معلومېږي چې دلته یې دوېمه کور ودانه ده. دغلته یې څلور کاله جوخته آواره ګردي وکړه او بيا قسمت قائداعظم يونيورسټۍ اسلام آباد ته ورسولو. د کال ٢٠٠٤ز نه واخله تر دې دمه دغلته خپله وظيفه ترسره کوي خو د خپل عادت مطابق یې هلته هم د آواره ګردۍ سلسله جاري ده. حالانکې اکثر خلق چې داسې لويو ښارونو ته لاړ شي نو ځان سره کډه يوسي خو ده محض په دې غرض دا کار نه دی کړی چې بيا به یې ورسره آواره ګردي متاثره کېږي. داسې ورسره وخت ډېر وي او د کور کلي د لانجو نه بې غمه د ليک لوست کار ته ښه ډېر وخت لري ځکه یې په لږه موده کې ډېر کتابونه ليکلي دي. چې پکې د اردو، پښتو او انګرېزۍ ژبې کتابونه شامل دي.
دې نه علاوه په کمرشل توګه یې هم ځينو دوکاندارانو او ادارو له کارونه کړي دي او لا یې هم دغه سلسله روانه ده. د پي اېچ ډي د مقالې موضوع یې د ترقي پسندې شاعرۍ تحقيقي او تنقيدي جائزه وه چې خپله دی قطعاً په دغه عقيده نه دی بلکې مذهب طرف ته یې ميلان زيات دی خو د يو محقق په حېث یې د خپلې موضوع سره تر ډېره حده انصاف کړی دی. دې نه علاوه د سليم راز صېب په ژوند او فن یې يو کتاب هم تاليف کړی دی او د کاکاجي صنوبرحسېن مومند د ژوند، مبارزې او فن پحقله یې هم اردو کې يو کتاب ليکلی دی. بلکې دا به ووايم چې اکيډيمي ادبيات اسلام اباد له یې تراوسه د ټولو پښتنو ليکوالو نه زيات کار کړی دی. د کاکاجي صنوبر حسېن نه علاوه په ولي محمدطوفان او سيد تقويم الحق کاکا خېل یې هم کتابونه ليکلي دي. ليکل او آواره ګردي د هغه محبوبې مشغلې دي. ځکه نو د آواره ګردۍ سره سره پرې د ليکلو په سلسله کې هم مختلف قسمه الزامونه لګېدلي دي چې د پېسو او نورو لالچونو په وجه یې خلقو له د اېم فل او پي اېچ ډي مقالې ليکلي دي چې دی یې نه مني البته دا اقرار یې ماته چرته يو ځل کړی ؤ چې يوې مېډم سره یې ډېر مدد کړی ؤ خو هغې را ته دا لالچ را کړی ؤ چې تا به مونږه په پښتو اکيډيمۍ کې واخلو نو مدد مې ورسره کړی ؤ. دی ورته مدد وائي خو معلومېږي چې دغه مقاله یې پوره ليکلې ده خو بيا هم هغه ميډم ورسره خپله وعده پوره نه کړه ۔ د تقويم الحق صېب پحقله د اکيډيمي ادبيات د پاره د کتاب ليکلو په لړکې یې راته وئيلي وو چې ما ډېر وړاندې په تقويم الحق صېب د کار کولو اراده کړې وه نو هغه سره چې څومره خپل مواد وو نو هغه ټول یې ما له را کړي وو. کله چې تقويم صېب وفات شو نو د مردان لوی ليکوال قمر راهي صېب يو ځل ووې کاش چې د تقويم صېب مواد په لاس راشي ا و مونږه یې چاپ کړو. ده ورته ووې دا مواد خو ټول ما سره شته. راهي صېب په دې ډېر خوشحاله شو او ورته یې ووې چې دا به نه صرف مونږه چاپ کوو بلکې تا له به باقاعده روپۍ هم درکوو. پينځه زره روپۍ یې ورکړې هم وې. او پينځه زره روپۍ پاتې وې خو وروستو د بدقسمتۍ نه حنيف خليل کراچۍ ته لاړو چې هلته ترې ډاکټرمحب وزير او هادي کوډيګرامي د چغه رسالې د پاره يوه مرکه وکړه په هغې کې چرته د يو سوال په جواب کې ده ووې چې اياز داودزی صېب لوی ليکوال او نقاد وو خو ده چې قمر راهي صېب ته کوم خطونه ليکلي وو دا د هغه ذاتي خبرې وې چې د دې چاپ کول نه وو پکار دې سره د اياز داودزي صېب ادبي حېثيت ته نقصان رسېدلی دی. د دې په لوستو راهي صېب غصه او خفه شو او دغه مواد کوم چې ده ورکړي وو ټول د هغه سره پاتې شول. دې کې د تقويم صېب علمي مقالې او د سيلاني روزنامچه هغه برخې شاملې وې کومې چې د هغه سره وې او ده له یې ورکړې وې، دې نه علاوه ټوله شاعري یې هم ده له ورکړې وه.
تر دغه دمه د حنيف خليل بې شماره کتابونه چاپ شوي دي د ده په ژوند او فن هم درې کتابونه ليکلي او چاپ شوي دي چې په پښتو، اردو او انګرېزۍ کې دي.
زما په خيال حنيف خليل په ادبي توګه په يو وخت خوش قسمته او بدقسمته دواړه دی که د چا خوښ دی نو سم یې خوښ دی خو که د چا بدي شي نو سم یې بدې شي. داسې عقيدت مند یې ما ليدلي دي چې د دوست محمدخان کامل، همېش خليل او نورو لويو ليکوالو نه یې په علمي توګه لوی محقق او نقاد ګڼي او د هغوي نه یې زيات احترام کوي خو داسې خلق مې هم ليدلي دي چې هرڅه ورله په سيند لاهو کوي او دې منلوته هم تيار نه دي چې ګني تحقيق او تنقيد کولی شي بلکې د سره ليکوال ورته نه وائي ۔ ولې په دې کې مې يو تن دوه داسې عجيبه تر نظره شوي دي چې وړومبی یې ورته علامه استاد الاساتذه وئيلو. په دې به یې جنګونه کول چې د حنيف خليل نه لوی ليکوال نيشته خو بيا وروستو یې ناڅاپه د ده د هر څه نه انکار وکړو او د دې په ځای ورته متشاعر او متاديپ وايي۔ د دغه ملګرو او کشرانو که وړومبۍ راې سمه نه وه. نو دوېمه یې هم صحيح نه ګڼم ولې چې هغه يقيناً ليکوال دی ډېر کتابونه یې چاپ شوي دي. لا ځوان دی. اواره ګردي کوي او ترڅو چې د ده د آواره ګردۍ سلسله جاري وي نو ليکل به هم کوي.