كشر خليل

لیکوال:: اسير منګل
چې كله د خليلو دكورنۍ د يو نابغه روزګارشخصيت خبره كيږي ايا هغه مشرخليل وي او كه كشر خليل،پكار ده چې شورود خليل نامې نه وشي، دې زمكې د سياست او د نوكرشاهۍ نه علاوه د علم او ادب په دنيا كښې هم ډېرې درنې سټې زيږولي دي ـ په ادبي دنيا كښې دوه خليلان نن سبا ډېر زيات دذكر وړ دي يو ګران هميش خليل صيب اودويم ډاكټر حنيف خليل صيب، تحقيق، تنقيد اوپه ترتيب تدوين كښې ددواړو ډېر زيات كاراوزيار دی چې په ادبي اوعلمي حلقو كښې ورته ډېر په درنه سترګه كتلی شي دعمر په لحاظ يومشر دی اوبل كشر دی۔ زه دلته د خپل كشر خليل خبره كوم چې زه يې په اصلي معنو كښې د ستر مشر همېش خليل يو زبردست نعم البدل ګڼم ـ مور پلار ورباندې د حنيف نامه كيښوه ولې په خپل ذهنيت او قابليت يې په علمي اوادبي دنيا كښې ځان د ډاكټر حنيف خليل په نامه په خلقو وپيژندلو زهٴ تاسو ته دغه دوركوټي وجود څښتن خليل يادوم چې په قد مندری دی په معنا لوړ دی په سر كه په پوره توګه ګنجی نه دی ولې چې دا درنه درنه كتابونه لولي او ليكي نوډېر زر به دخپلو ښايسته ويښتو نه خلاص شي ځكه چې دډېرې مطالعې له كبله يې ويښته په لويدو دي چې لامل يې په دې كم عمر كښې د شَكر بيماري هم كيدی شي په ذهن ښه تېز ګړندی دی، چې يوكار ته ځير شي تر هغې يې نه پرې ږدي چې تر څو يې يوه نتيجه ترې نه وي راويستي، په اسلام ښه كلک مئين دی ولې دمليانو ډېره پروا نه كوي ځكه خو يې ږيره په موټي كښې نه راځي لكه زما يې بونډۍ ساتلې ده د روژې مباركې مياشتې سخته پابندي كوي۔ هر كال پوره روژې نيسي مونځ هم ښه برابر كوي خو كه رښتيا مې غږوې نو ډېره مزه يې نه وي۔ په سترګو يې هر وخت د نظر چشمې لګيدلې وي۔ دا یې ظاهري كړهٴ وړهٴ دي ـ باطن يې لكه د درياب د ملغلرو نه ډک دی۔ هر كال د كتابونو په شكل كښې يوه يوه قيمتي ملغلره په مونږ پيرزو كوي۔ كله كله دغه شمار زياتيدی هم شي۔ حقيقت كښې دا كشر خليل نه دی۔ دا خو زه ورته هسې د ډېرې مينې نه وايم ګني دا شخصيت اوس زمونږ د ټولو مشر ګرځيدلی دی۔ زمونږ نه زيات ورباندې هميش خليل مئين دی په كاميابۍ يې وياړي او د خپل تنقيدي او تحقيقي كار اوزيار وارث يې ګڼي ـ
مشر هميش خليل دی او كه كشر حنيف خليل دی۔ دواړه نه يواځې د قدر وړ شخصيتونه دي بلكې د پښتو ژبې اود ادب جګې شملې دي۔ نن كشر خليل لكه د خپل مشر خليل د ادبي دنيا يوه نه ستړې كيدونكي نامه ده ـ زه چې كله ددهٴ متعلق سوچ كوم نو حيران شمه چې دا سړی خو هم عجيبه سړی دی۔ ما نه كشر هم دی او مشر هم،تاسو به حيران وئ چې دا څنګه خبره ده چې كشر هم دی او مشر هم خو دا د حيرانۍ خبره نه ده يو حقيقت دی چې زه یې اعتراف كوم۔ كشر په دې معنا چې مانه په عمر كښې شپاړس اولس كاله كم دی او مشر په دې خبره چې زما تروسه پورې دوه ويشت د پښتو او اردو كتابونه چاپ دي او ددهٴ د پښتو اردو او انګريزۍ بې شماره كتابونه د چاپ پړاونونه تېر دي ـ زهٴ يې كه درته شمارم نو شمارلی يې نه شم رښتيا خبره دا ده چې دا كتابونه او ليكونه دومره ډېر دي چې په خپله يې كشر خليل هم په شمار كښې تيروځي ـ
دپښتو ادب دې سترګه ور سړي سره زما ليده كاته د مركې په يوه تنقيدي غونډه كښې هغه وخت شوي وو چې دی لا كچه خوله هلک و، ايله يې شونډه شنه شوې وه د مركې غونډو ته به اكثر د اسلاميه كالج په جامو كښې راتلو ماته دهغه وخت سهي كال ياد نه دی خو دومره راته ياد دي چې ډاكټر اباسين يوسفزی نوی نوی داسلاميه كالج پښتوڅانګه كښې استاذ ټاكلی شوی ؤ او كشر خليل ته يې داستاذۍ درناوی تر لاسه ؤ دمركې په تنقيدي غونډو كښې مونږ ټول د قلندرمومند چڼي وو هغه وخت ډاكټر اسرار،محمد اصف صميم، سيد محمود ظفر،مشتاق مجروح يوسفزی،مصطفى سالک، روښان يوسفزی،زبير حسرت، ګل محمد بيتاب،اظهارالله اظهار، ايازغزل، مير زمان مومند، جمشيد مومند، تاج الدين تاجور ،ميافاروق فراق، او،اقبال مومند دمركې باقاعده ملګري وو كله كله به يارمحمد مغموم ،راج ولي شاه،بازمحمدعابد،اونورالحبيب نثار هم ګډون كولو ځلان مومند هغه وخت ماشوم ؤ خو په تنقيدي غونډو كښې يې برخه اخسته ـ
زما څه عجيبه طبعيت ؤ۔ كله كله خو به زهٴ ډېر په باقاعدګۍ د مركې غونډو له تلم او كله به داسې غيب شوم چې ملګرو به هم زما غير حاضري محسوسه كړه او چې كله به ډېره موده پس راغلم نو ما به د تنقيد نه پس په غير طرحي مشاعره كښې خامخا خپل يو نوی غزل اورولو يوه ورځ قلندر صيب په خپل روايتي انداز كښې زهٴ مخاطب كړم اووئ وئيل ٫٫ماته ستا د غېر حاضرۍ وجه معلومه ده چې ته كله نوی غزل وليكې نو د مركې غونډې له راځې ګني نو هسې نه راځې ،
كشر خليل به فرض مونځ قضا كولو ولې د مركې اجلاس پاتې كيدل يې په كتاب كښې نه وو۔ هره اوونۍ به په باقاعدګۍ دې غونډو له راتلو په غير طرحي مشاعرو كښې به يې دومره خاص برخه نه اخسته ـ ولې د تنقيد برخه كښې به يې خامخا حصه اخسته او ښې زبردستې نيوكې به يې كولې خوددې دامطلب كله هم نه دی چې ګني دی شاعر نه دی اويا دهٴ شاعري نه كوله۔ شاعري يې ښه د زړهٴ داخلاصه كوله او مونږ سره يې په ادبي دنيا كښې وړومبی پيژندګلو د يوشاعر په حيث شوې وه وروستو يې يوه ښكلې شعري ټولګه٫٫پرخه په پرښه،، هم دچاپ په كالو ښايسته كړه ـ مونږ به د قلندر مومند او د ډاكټر اسرار په مخكښې ډېرې خبرې نه كولې بلكې د هغوی د كره كتنې انداز ته به مو غوږونه تكي كړي وو خو دهٴ به هغه ظالم تنقيد كولو چې يو مشر يې هم نه بخښلو يوه ورځ په خپله قلندر مومند يوه مقاله تنقيد ته وړاندې كړه چې په كښې يې دخوشال بابا دا شعر:
مستجاب مومند كه چرګه دمغل ده
زهٴ خوشال خټک خو باز يم ځایې مې غر
روايتي مفهوم سره اتفاق نه ؤ كړی او په خپلو درنو دليلونو يې مونږ ټول قائل كړي وو، نوی مفهوم يې دا راويستی وه چې دې نه دمستجاب مومند د تضحيک څه خبره نه راوځي ددې شعر اصل مفهوم يې دا ښودلی ؤ خوشال بابا وايي چې زهٴ لكه د باز د تېرا په غرونو كښې ازاد ګرځم مغل زما هيڅ نه شي كولی ولې مستجاب مومند په پيښور كښې د مغلو په قبضه كښې لكه دچرګې قيد دی۔ هر وخت چې هغوی وغواړي هغه نيولی اوحلالولی شي او بيا هم دغسې وشول چې مستجاب مومند مغلو ګېر كړو او ويې وژلو۔ چې كله دا مقاله قلندر صيب واوروله، د كره كتنې دور شورو شو نودټولو نه زيات جارحانه انداز د كشر حنيف خليل ؤ مونږ ټول د دې هلک دې زړورتابه ډېر زيات حيران كړي وو د قلندر مومند غوندې ستر شاعر اوبې باكه نقاد په سترګو كښې سترګې اچول دهر چا د وس كار نه ؤـ كله كله به دې غونډو ته ډاكټر اباسين يوسفزي هم پېښه كوله يوه ورځ ما ورته ووې:
هلكه ستا دا شاګرد ډېر وران شوی نه دی؟
هغه په روايتي انداز وخندل او ويې فرمائيل دا اوس زمونږد شاګردۍ نه وتی زمونږ پلار دی،، دا هم د هغه وخت خبره ده چې كشرخليل به مشرانو ليكوالانو سره مركې كولې چې وروستو په كال ١٩٩٩ء كښې هغه مركې ''مخ په مخ'' نومې كتاب كښې چاپ هم شوې ،دكشر خليل يوبنيادي صفت دادی چې دهٴ چرته دپښتو ژبې معتبرليكونكی سهي كړی دی نودهغه نه يې خامخا څه نه څه ګټه پورته كړې ده كه هغه سترانقلابي شاعر اجمل خټک ؤ اوكه سيف رحمان سليم ؤ، دی يوداسې جوهري دیچې څوک يې په ارام پريښی نه دی د هر چا نه يې څه نه څه ملغلرې راويستي دي۔ د غزل بادشاه حمزه بابا نه خو يې سمه لاس نېوه كړې وه وخت په وخت به د هغه محفلونو ته تلو او دومره څه يې ترې زده كړل چې د ستر غزلګو شاعر په فن اوشخصيت يې پوره كتاب وليكلو ۔
ګران كشر خليل چې كله په پښتو كښې شپاړسم جمات پاس كړو،نو په دې بې روزګاره وخت كښې يې ډېره بې روزګاري ونه ليده۔ بخت يې زورور ؤ۔ په خپله علاقه كښې يې دپي ټي سي استاذي بيا مونده۔ ولې د سكول ډيوټۍ نه پس به يې په مختلفو ورځپاڼو كښې كار هم كولو هغه وخت يوه ورځپاڼه ٫٫كسوټي انټر نشنل،، دپيښور نه وته چې په كښې دپښتو ژبې برخه هم وه دهٴ په دې اخبار كښې دنوروملګرو ګل محمد بيتاب او ميا فاروق فراق سره يوځایې كار كولو خو سړی په قلار نه كښيناستو د٫٫خوب نه خوب تر ،، په لټون كښې ؤ اخر خدای پاک ورباندې مهربان شو۔ د خپلو خداد صلاحيتونو له كبله د خيبرپښتونخوا په سركاري كالجونو كښې د پښتو ادبياتو استاد وټاكلی شو ، وړومبی تعيناتي یې ګورنمنټ ډګري كالج ډي اۤئي خان كښې اوشوه او دی هلته په ښه خوشالۍ لاړو خپله ډيوټي يې ښه په شوق شوروكړه ـ دا هم د دهٴ يو ځانګړی صفت ؤ چې د خپلې علاقې نه ډېر لرې كالج كښې يې خپله نوكري شوروكړه او چاته يې هم دسوال ځولۍ ونه غوړوله چې زه د پېښور سړی يم ما ته چرته نزدې په خپله علاقه كښې ځایېراكړئ چې خپل كور سره نزدې اسانۍ سره كوم سركاري كالج كښې خپلې ذمه وارۍ سرته رسوم ـ لكه څنګه زمونږ دسركاري نوكرانو يوروايت دی چې لرې پرتو سيمو ته په اله اسانه نه ځي خودی يو داسې دكارسړی دی چې دخپلې ژبې سره په خپلې خاورې اوكلتور هم بې كچه مئين دی۔ لرې نزدې ځایې ددهٴ په لاره كښې خنډ كيدی نه شي۔ چې كله ډي ائي خان ته لاړو دكالج پرنسپل يې دكاركردګۍ نه دومره متاثره شو چې د مخې سره يې د هاسټل وارډن جوړ كړو په ډي اۤئي خان كښې یې ډېر ښكلی وخت تېر كړو د ارواښاد پروفيسر رحمت الله درد او د ډاكټر سيد چراغ حسين شاه غوندې ادبي او علمي شحصيتونو محفلونه ورته نصيب شو اودهغوي نه يې پوره پوره ګټه پورته كړه د پېنډې نه خويې خبر نه يم چې د سويلي سيمې دا مشهور خوراک د پخولو چل يې زده كړی دی او كه نه،البته په محفلونو كښې ددې ډش نه يې ښه خوند اخستی دی او يوه بله ګټه يې داكړې ده چې دپښتنو ملي اتڼ يې ډېر ښه زده كړی دی داسې زبردست اتڼ اچوي چې مسيد،وزير هم ورته حيرانيږي او ددې يوه ننداره ما په كوټه كښې هغه وخت ليدلې وه چې كله ديوادبي غونډې نه پس ځوانانو د ملي اتڼ مظاهره
كوله ،ارواښاد ډاكټر سهيل انشا به يې د اتڼ ډېر تعريف كولو اووئيل به يې ډاكټر حنيف خليل ډېر د كار سړی دی چې چرته لاړ شي هلته دومره ملګري پيدا كړي چې بيا ترې نه د دهٴ زړهٴ نه كيږي او نه يې ياران دځانه جدا كوي اودادومره وزني خبره ده چې په دې كښې دويمه خبره نه شي كيدی۔
د كشر خليل په حقله په ادبي محفلونو كښې اكثر داسې وئيلی شي چې دی ډېر زيات بيسار نويس دی سطحي ليكل كوي ـ ليكل خو يې بلها ډېر اوكړل او لا كوي لګيا دی ـ د داسې ليكوال دپاره ګرانه شي چې په خپلو ليكونو كښې اعتدال راولي او يو معيار يې وټاكي ـ خو تر كومې پورې دسطحي ليكلو خبره ده ابتدايي ليكونو نه يې څه نه شم وئيلی ولې نن سبا يې ليكل ډېر پاخه او بشپړ دي چې اعتراف يې مخالفين هم په يوه خوله كوي، دی چې په كوم عنوان ليكل كوي ـ هغه ډېر په سوچ په فكر كوي او د مقدار سره سره د خپل معيار خيال هم ساتي ـ الله تعالیٰ ورته ډېر تيز ذهن وركړی دی ـ او په ځایې يې استعمال كښې راولي۔ يو څو كالونه وړاندې مونږ دواړه د پښتو اكيډيمۍ كوټې يونړيوال ادبي غونډې ته تلي ووپه كانفرنس كښې يوه مذاكره هم د پروګرام برخه وه په دې مذاكره كښې د پښتو ژبې نه علاوه د بلوچۍ ژبې ليكوالانو هم شتون لرلو نظامت نامتو ليكوال رازق فهيم كولو د اردو ښكلې شاعره ارټسټه اغلې تمثيل حفظه او نامتو ليكوال زرين انځور هم د دې مذاكرې ګډون وال وو۔ خبرې اترې په اردو كښې كيدې۔ په علمي او ادبي بحث كښې چې كشر خليل څنګه په پښتو ادبياتو رڼا واچوله او د خپلې ژبې او ادب يې چې څنګه وكالت اوكړو هغه ډېر زيات د ستائينې وړ ؤ چې اوريدونكي يې نن هم د تاثر نه وتی نه شي ۔
دكوټې په ادبي محفلونو كښې دكشر خليل دميلمستيا په حقله يوه لطيفه ادبي ياران ډېره كوي۔ هغوي وايي چي مونږ كله پيښور ته لاړ شوو۔ ډاكټر صيب ته ټيليفون اوكړو نوځواب يې دا وي چې زهٴ داوخت په اسلام اباد كښې يم او چې مونږ ورپسې اسلام اباد ته ورشو اړيكه ورسره ټينګه كړو نووايي زهٴ په پيښور كښې يم، ماچې كله په دې حقله ورنه تپوس اوكړو ٫٫ډاكټر صيب دازهٴ ستاسود ميلمستيا په لړ كښې څه اورم ؟ نوماته يې په خپله مخصوصه خندا كښې ځواب راكړو ٫٫ مړه! ته خو ښه پویې يې دا د پروفيسر محمود اياز،فاروق سرور، عارف تبسم ،او د رازق فهيم غوندې سازشيانو سازش دی خوزيات لاس په كښې دمحموداياز دی او بيا يې يوې زبردستې خندا سره ډېر بې تكلفه ووې ،يره! دامحمود اياز ډېروران پروفيسر دی۔
كشرخليل يوه ورځ مونږ سره د پښتو ادبي چمن ټل د سيوري لاندې د خدای بخښلي محمد الدين مقيد د تلين يوه ادبي غونډې ته تلی ؤ۔ په دې موقعه د چمن ملګرو د ارواښاد الياس ټلوال وړومبۍ شعري مجموعي ''څېرلی زړهٴ'' د مخكتنې تابيا كړې وه ـ ما ډاكټر صيب له كتاب وركړو او ورته مې ووې تاسو به هم يو څو خبرې اوكړئ چې كله دمخكتنې دستوره شورو شوه دهٴ ته د څه وينا دپاره بلنه وركړې شوه نو دهٴ تقريبا په ګينټه دوه كښې كتاب لوستی ؤ او يو زبردست مضمون يې ورباندې ليكلی ؤ اوريدونكيو نه يې دلۍ دلۍ داد ترلاسه كړو چې په دومره لنډ تنګ وخت كښې په يوه شعري ټولګه دومره بشپړ تبصره نو دا د ډاكټر صيب يوه خپله ځانګړتيا ده چې تروسه پورې يې په ځایې ساتلې ده چې په كومه موضوع ورته د وئيلو بلنه وركړی شي ښه انصاف ورسره كوي ـ
د پښتنو دا نفسيات دي چې ديو بل وجود نه شي برداشت كوی۔ مطلب دا چې څوک په كومه خاوره ميشته وي دعوه ګير يې وي بل پښتون كه په كډه ورشي نو هسې یې په نظر ښه نه راځي خو پېښور دپښتونخوا ډېر لویې ښار دی۔ د خلقو زړونه يې هم لویې دي۔ د ټولو پښتنو په شريكه ښار دی۔ هر څوک ورسره ړنده مينه كوي چې ګواهي یې زمونږ كلاسيک او جديد ادب دواړه كوي۔ كه ستر خوشحال دا وايي :
چې په كښې خواږه ياران دي
پېښور تر هر ديار ښه
نو زلمي شاعر فضل سبحان عابد مشهوره سندره خو به تاسو ټولو اوريدلي وي :
خوپېښور خو پېښور دی كنه
ولې خليل قبيله د نورو پښتنو په نسبت د تعليم په كالو ښائسته يوه مهذبه قبيله ده چاته هم په كم كوز او يا په سپک نظر نه ګوري۔ خو د خليلو په خاوره چې كومې سركاري كالونۍ جوړې دي او څوک پكښې وسيږي نو هغوی ته هسې ځانونه خلليان ښكاري۔ زمونږ يو پروفيسر ملګری كمال بابا چې اوس د بخښنې دی الله دې جنت الفردوس نصيب كړي پېښور پوهنتون سره نزدې پروفيسر كالونۍ كښې وسيدو۔ ډېر زيات دلچسپ سړی ؤ يوه ورځ ورته چا ور وډبولو چې بهر راووتو نو هغه كس ورنه تپوس اوكړو ۔
جي تهٴ خليل يې ؟ پروفيسرخو ډېر د ټوقې ټقالې مزاج لرلو والا سړی ؤ۔ هغه ساعت يې ځواب وركړو ٫٫ نهٴ جي ! زهٴ خللي
يم ،،هغه كس په يو دوه كښې حيران شو او د خولې نه يې بې اختياره وختل
لاحوله ولا قوته۔ خو بيا ډېر زر پروفيسر صيب ورته وضاحت داسې اوكړو ۔
اشنا ګورې خفه نه شې دا د خليلو خاوره ده۔ دلته خليل ډېر كم وسيږي او چې څوک په خټه خليل نه وي نو زه هغه خللي ګڼم ،دا خبره مې تاسوسره په دې شريكه كړه چې زه هم نن سبا د تاتارې په خوا كښې د خليلو په خاوره ريګي ماډل ټاون كښې وسيږم خو شكر دی د كشر خليل زړهٴ ډېر لویې دی ما خللي نه ګڼي او نه زه داسې محسوسوم ۔
كله چې په ادبي مباحثوكښې كشر خليل يوه نامه پيدا كړه هر محفل كښې ددهٴ ذكر شورو شو نوځيني خلقو په دهٴ ديومذهبي جماعت دجاسوسۍ شک پيدا شو يوه ورځ ماته ارواښاد سليم راز ووې ۔
يره! زما خو داشک پرې نه راځي خو ځيني ملګري په حنيف خليل د جماعتي شک كوي ستا څه خيال دی ، ماځواب وركړو رازصيب! هر سور ږيری خو شاګل نه وي كنه۔ تهٴ يې جوړ دې بونډۍ ږيرې يرولی يې، دې خبرې سره راز صيب ډېر زيات وخندل اوویې وې تاسو يا خو دا لنډې ږيرې اوږدې كړئ اويا يې وخروئ مونږ ولې يروئ۔ يو ځل كشر خليل اوزهٴ د ارواښاد سليم راز په مشرۍ كښې د كوټۍ په ادبي دوره تلي وو ـ خو دتلو نه مخكښې مونږ دواړو خپل دورن مشر راز صيب ته داسپينوی اوكړو ـ
راز صيب مونږ دواړه سركاري نوكران يو۔ محدودې چوټيانې لرو تاسو خو به هلته ايساريږئ نو مونږ به درنه د ادبي سيمنار ختميدو نه پس واپس كيږو ـ چې تاسو خفه نه شئ ۔
راز صيب يوګرځيدونكی مينه ناک سړی ؤ چې چرته به لاړو نوخپل ملګري به يې خامخا ليدل۔ مونږ سره يې دا خبره
ومنله ،،،ټيک ده تاسو بيا راځئ۔ زه خو به د ټولې سوهيلې پښتونخوا دوره كوم اوخپلو زړو ادبي او سياسي ملګرو سره به ليده كاته كوم ـ
مونږ چې كله هلته لاړو نو د محرم مياشت شورو وه د كوټې حالات ورځ په ورځ د نزاكت طرف ته روان وو چې كله ادبي غونډه ختمه شوه نو مونږ دا خبره غوره وګڼله چې زر تر زره دعاشورې د ورځې نه مخكښې پېښور ته واپسي اوكړو مونږ چې كله د ارواښاد راز صيب كمرې ته ورغلو چې رخصت ترې واخلوـ دا وخت د هغه ډېره تيزه تبه وه د هغه زړه نه ؤ چې مونږ ترې رخصت واخلو ولې يوخو زمونږ مجبوري وه اوبله د محرم مياشت وه مونږ هغه ته ووې ـ راز صيب ستاسو طبيعت ناساز دی۔ ته مونږ سره واپس لاړ شه خو هغه زمونږ دا خبره ونه منله ویې وئيل زه بيا بيا دلته نه شم راتلی اوس راغلی يم چې ملګري ووينم...... مونږ كه نه غوښتل هم، ولې د مجبورۍ نه هلته نه راروان شو ـ په ټوله لار مو ارواښاد راز صيب يادولو۔ بيا بيا به مو په موبائيل د هغه د صحت تپوس كولو مانه زيات كشر خليل ډېر زيات پريشان ؤ داددهٴ د خپلې ژبې او خپل ارواښاد مشر سره د مينې او د عقيدت يو ژوندی ثبوت ؤ ـ او دا مينه يې تاسو كتلی شئ چې د ارواښاد سليم راز په ژونداوفن يې يوښه درون كتاب ليكلی دی ۔
كشر خليل دكالج استاذۍ نه پس هم د٫٫خوب نه خوب تر،،لټون پرې نه ښو او په دې هڅه كښې چې كله د پي ايچ ډي مقاله يې وليكله اوډګري يې ترلاسه كړه ـ نو په قائداعظم پوهنتون اسلام اۤباد كښې ورته د پاک سټډيز نيشنل انسټيټوټ د ډايريكټرۍ يوه غوره عهده په لاس ورغله چې اوس هم دلته خپله ذمه واري سرته رسوي۔ په دې پوهنتون كښې ددهٴ صلاحيتونه نور هم مخې ته راغلل انګريزي او اردو يې د مخكښې نه ډېره ښه وه ـ ولې دلته يې ښه مهارت ترلاسه كړو چې صفت يې ماته په يوه غونډه كښې دافغانستان دلغمان صوبې پخواني ولي ښاغلي لطف الله مشعل هم كړی ؤ او اوس د الله تعالي په فضل بلها شاګردان لري ـ
خبره به رالنډه كړم د پيښور د خليل نامې د يو خوار مزدور په كور كښې په كال نورلس سوه درې اويايم كښې پيدا كشر خليل چې دنيا يې په ډاكټر حنيف خليل پيژني اوس د مشرۍ په ګدۍ ناست دی او په موجوده وخت كښې د ټولو پښتنو يوه جګه شمله ده زمونږ وياړ دی د پښتونخوا ادبي علمي اوكلتوري محفلونه ورباندې ښكلي دي شكر دی چې په سټه ښه تندرست دی نام خدا،ښه تكړه دی او خدای دې د نظره كوي نه، ادبي او علمي خدمات يې جاري دي او دغه هلې ځلې به يې د پښتو ژبې او ادب په ګټه تماميږي ۔
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔