"د افغانستان نومهالي ادبیات"

تېز ګام ايکسپرېس

Image Description

لیکوال:: سيد فريد الله حساس

 




ژوند يو سفر دی۔ دا سفر هر څوک په خپله طريقه کوي، څوک په کې هسې يو خوا بل خوا ټوپونه وهي، څوک په کې اوده دي خوبونه کوي، څوک په منډه دی ښي او ګڅ نه پېژني خو بس روان دي۔ څوک په کې خپله هم بې آرامه دي او بل هم آرام ته نه پرېږدي، څوک په کې واده کړي دي او سم د رښتياو خدای وهلي دي۔ ښځه یې همېشه په دې فخر کوي چې زما خاوند ډېر بختور دی چې خدای ورله زما غوندې ښځه ورکړې ده او خاوند یې ټول عمر په دې خبره ماتم کوي چې خدايه دا بلا دې هم ما له ساتلې وه چې زما ژوند دې پرې انګار انګار، لمبه لمبه کړو۔ د ژوند په دې سفر کې داسې خلق هم شته څوک چې ډېر په خاموشۍ سره د خپل منزل په لوري روان دي نه یې د چا شور سره څه کار دی او نه یې د چا اختلاف سره څه کار دی بس روان دي او روان دي.

په سفر ستړی نه ستومانه

ستا د ښائست ټپې کوم لاره وهمه

د ژوند په دې سفر کې د خپل منزل په لوري په تېزۍ سره روان يو نوم د “تېز ګام ايکسپرېس” هم دی۔ دا ښاغلی په ادبي دنيا کې خلق د ډاکټر حنيف خليل په نوم پېژني خو زه ورته “تېز ګام اېکسپرېس” وايم او د هغې غټه وجه دا ده چې ده د ژوند په سفر کې د خپل منزل په لوري دومره په تېزۍ سره مزل کړی دی چې د هغه هغه هم عصر ملګري چا چې په ژوند کې هسې اخوا دېخوا ټوپونه وهلي دي او يا یې صرف خوبونه کړي دي زما يقين دی چې هغوي به د هغه د مزل او منزلونو تصور سره ساه ساه او خولې خولې شي او بې اختيار به یې د خُولې نه اوځي دا زمونږ د وس کار نه دی يارو۔ دا خو ډېر ګران کار دی خو تېز ګام ايکسپرېس نه په دې سفر ستړی شوی دی او نه ستومانه شوی دی بس د پښتو د لېلا ستائينې او د هغې د ښائست ټپې وائي او لاره وهي روان دی او په دلکي چال روان دی۔ 

د تېز ګام ايکسپرېس د ژوند هم قدم لکه چې د رحمان بابا د فرمان عملي رنګ وي هغه خپل هر دم او قدم د خپل صنم په لور داسې په توازن سره پورته کړی دی چې نه یې پل بې لارې شوی دی او نه بې حسابه۔ “تېز ګام ايکسپرېس”يعني حنيف خليل سره زما وړومبی ملاقات يا خو د وحدت اخبار په دفتر کې شوی وه او يا د قلندر مومند صېب د ساهو ليکونکيو مرکې اجلاس کې شوی وه۔ درميانه قد، ښکلې سترګې، وړه وړه ږيره او بريت، ږيره یې چې څومره په ځوانۍ کې وړه وه هم هغه هومره په پيرۍ کې هم ده۔ خپله که یې ډېرې ترقۍ اوکړې خو ږيره یې ترقۍ ته نه ده پريښي۔ د دغه وړې ږيرې له برکته به بقولِ پرېشان داودزي چې نوموړي ليکوال او اديب نورالبشر نويد به ورته جماعتي وئيلو خو د کالج په زمانه کې یې ملي رهبر خان عبدالولي خان بابا سره تصويرونه هم اوښکي دي او وائي چې د کالج په زمانه کې د پښتون سټونډنټس فېډريشن جنرل سېکټري هم پاتې شوی دی نو د جماعتي دا خبره یې مشکوک غوندې ده۔ هر وختې یې مُسکا په مخ خوره وي، ملنساره او د يارانو يار دی دی۔

تېز ګام دومره کم ظرفه نه دی چې په برغولي کې ډوبېږي او نه دومره ناديده دی چې په لوټه اوخېژي او د کشمير د ليدو دعوې اوکړي۔ هغه د هغه خلقو غوندې ځان دومره په درنو کاڼو نه تلي د چا په کور کې چې چونډۍ بارود نه وي او په ځان یې نوم د توپې ايښی وي۔ نه هغه دومره غرضي دی چې په خټه اور لګوي او نه پردۍ شوملو ته برېت خرائي د ځان غوښې خوري هله پسته بيا د ښکار د غوښو نه خوندونه اخلي.

دا خبره يقيني ده چې دا ښاغلی په ځوانۍ کې پرکششه وه اوس پنځوسو ته نزدې دی يو شی ترې جوړ شوی دی داسې شی کوم چې په دې عمر کې د هر چا نه جوړيږي۔ هغه يو شاعر هم د داسې يو شي باره کې وئيلي دي چې:

ته چې آئينه کې ځانته وګورې

ستا غوندې يو شی به تا ته وګوري

خو د دې هر څه دا مطلب بلکل هم نه دی چې ګني هغه بلکل زيرو شوی دی۔ الله دې نه کړي۔ هغه اوس هم د ډېرو نه ښه دی او بنده چې ورته وګوري نو د وجود کنډرات یې د دې خبرې ګواهي ورکوي چې دا عمارت به خپل وخت کې دومره ښکلی ضرور وه چې د چا نا چا د زړه درزا به ضرور پاتې شوی وي۔ څنګه چې هر سور ږيری شاه ګل نه وي۔ بلکل د دې ټولو خبرو مقصد او مدعا بلکل هم دا نه ده چې ګني غونډ مونډ وي او زېړ وي نو دا به نارنج وي۔ هرې وړې ږيرې والا او درميانه قد والا به تېز ګام ايکسپرېس نه وي۔ تېزګام ايکسپرېس په پښتو ادب کې هم يو دی او هغه حنيف خليل دی۔

دواړه د صنم د لاسه اور کې دي

دومره بس خليل او ازر پېژنم

حنيف خليل د پښتنو د يوې لوی قبيلې خليلو سره تعلق لري۔ د دې قبيلې خلق زياتره د پېښور يونيورسټۍ نه ګېر چاپېره په مختلفو کلو کې اوسېږي۔ حنيف خليل په 12 مئي 1973ء کې په بر نوي کلي کې پېدا شه۔ د هغه د اوو پشتو شجره څه په دا ډول ده۔ د پلار نوم یې زين خان دی، زين خان بن محمد امين بن سيد امير بن محمد امير بن منير بن محبت دی۔ حنيف خليل په کال 1977ء کې په پرائمري سکول سفيد ډهيري کې داخل شوی وه۔ تر پنځمه یې دغلته تعليم حاصل کړی دی بيا په کال 1984ء کې په شپږم کلاس کې په اسلاميه کالجېټ سکول کې داخل شه۔ او په کال 1989ء کې یې دغه سکول نه لسم جماعت پاس کړو۔ د هغه خپلې مورنۍ ژبې پښتو سره دومره مينه وه چې په شپږم کلاس کې پښتو مضمون اخستی وه او په دوه دريو کالو کې دغه مينه داسې راوټوکېده چې په اتم جماعت کې یې باقاعده پښتو کې شاعري شروع کړه.

۔ دا دوه سترګې چې څلور مې دي نيولي

دا هم تا ته ستا په لور مې دي نيولي

۔ چې یې دوه قاتلې سترګې راپسې وې

اوس یې دوه ډيوې په ګور مې دي نيولي

هغه په کال 1989ء کې په آرټس کې په اسلاميه کالج کې داخله واخسته او دلته یې هم پښتو مضمون ساتلی وه۔ په اسلاميه کالج کې هغه ته دا غټه فائده وشوه چې د کالج ادبي رساله ”خېبر مېګزين“ کې د هغه يو غزل چاپ شه او د دغه غزل چاپ کېدو هغه ته دومره لويه حوصله ورکړه چې هغه په فسټ ائير کې د ”وحدت اخبار“ تر دفتره پورې تګ راتګ شروع کړو او په اخبار کې یې هم غزلې چاپ کېدل شروع شو۔ د وحدت دفتر ته به ډېر لوی لوی شاعران او اديبان راتلل د هغوی سره ناستي پاستي د هغه ادبي سفر ته يوه نوې رڼا ورکړه يوه داسې رڼا چې د هغه د راتلونکي ژوند د مزل ټولې لارې یې ورته روښانه کړې.

۔ ستا که سترګو د شبخون لاره پېدا کړه

ګله ما د ځيګر خون لاره پېدا کړه

۔ په دې پویې شومه چې اوس به در رسېږم

نور مې فهم د جنون لاره پېدا کړه

چې ځواني وي، جذبې وي نو په کار ستړي کېده نه وي۔ يو خوند او سرور وي او نه بيانېدونکې خوشحالي وي چې د نوې لارو په لټون کې بنده سرګردان ساتي۔ تېز ګام ايکسپرېس هم د نوو لارو په لټون کې په کال 1991ء کې په بر نوي کلي کې د ”پېښور ادبي جرګه“ په نوم باندې يوه ادبي ټولنه جوړه کړه چې د تهکال د هدايت الله نعيم په سر پرستۍ کې به د دې جرګې اجلاسونو له ډېر لوی لوی شاعران او اديبان راتله او ملاقاتونه او زدکړې به ترې کېدې لکه د سپينې وړۍ نوموړی فنکار، صداکار او ښه شاعر ممتاز علي شاه، پير قطب شاه، به ډېر باقاعدګۍ سره د جرګې اجلاسونو ته راتله۔ ورسره ورسره د مېلمنو راتګ به هم وه چې په دغه مېلمونو کې يونس خليل، لطيف وهمي، اقبال نسيم خټک، ډاکټر شېر زمان طائيزی او په افغانانو ليکوالانو او پوهانو کې به حبيب الله رفيع راتلل۔ دغه مشرانو او ادبي پوهانو سره ملاقاتونو او ناستې سره د حنيف خليل زده کړه زياتېده او څومره چې د هغه زدکړه زياتېده هغه هومره یې د پوهې د لټون تنده نوره هم سېوا کېده۔ د دغه تندې د ماتېدو په لټون کې هغه بيا د قلندرمومندد ساهو ليکونکيو مرکې تر اجلاسونو پورې اورسېدو او دلته ورته د قلندر مومند په شکل کې يو داسې سنګِ پارس په ګوتو ورغلو چا چې د خپلې زمانې ډېر ټيمان او بې کاره اوسپنې سره کړي وو، لعلونه کړي وو، هغه خپله د قلندر مومند نه د زدکړې باره کې داسې وائي:

اعتراف یې ښه ډاډه وکړه خليله

سخنور شوې په صحبت د قلندر کې

د دغه سنګِ پارس باره کې سعد الله جان برق هم داسې وائي:

برقه دا ځکه دې غزل کې خوشبوئي پېدا شوه

چې هم نشين شوې قلندر غوندې ګلانو سره

د ساهو ليکونکيو مرکې تقنيدي اجلاسونو کې برخه اخستل او هغلته باقاعدګۍ سره تګ راتګ د هغه په ادبي ژوند کې يو نوی روح پوک وهلو۔ دغه وخت کې هغه د بي ای سټوډنټ وه۔ هغه به تنقيدي او تحقيقي ليکونه ډېر په مينه لوستل او سنجيده موضوعاتو باندې ليکل یې د خوښې مشغله وه۔ دغه دوران کې هغه د ستر حمزه بابا په شاعرۍ باندې په اردو کې يو تحقيقي او تنقيدي کتاب د ”بابایې غزل“ په نوم اوليکلو۔ دا د 1995ء خبره وه او بيا په کال 1997ء کې د ستار شاه باچا په مريد او د طاهر بخاري په پير او پښتو په ”بابایې غزل“ باندې ليکلی شوی دا کتاب چاپ شه۔ د دې کتاب په چاپ کېدو سره د حنيف خليل نوم په ادبي دنيا کې ډېر په تېزۍ سره خور شه۔ غټه وجه یې يوه دا وه چې د حمزه بابا په شاعرۍ په اردو ژبه کې دا يوه داسې ملغلره وه چې دې نه وړاندې چا داسې کوشش نه وه کړی۔ دوېمه وجه یې دا وه چې د دې کتاب فلېپ د اردو ژبې نوموړي شاعر، اديب او افسانه نګار احمد نديم قاسمي ليکلی وه چې د حنيف خليل د دې کتاب  د پاره دغه ليکل يو ډېر لوی اعزاز او سند شه۔ د احمد نديم قاسمي د دغه فلېپ ليکلې شوې يو څو کرښې داسې دي :

”محترم حمزہ شينواری بيسويں صدی کی پشتو شعر و ادب کی ايک سربر آوردہ نمائندہ ہيں۔ نوجوان حنيف خليل نی ان کی فن کی مختلف اور متنوع پہلوؤں کا بڑی سليقی سی اور گہرایې ميں جا کر جائزہ ليا ہی اور اس عظيم شاعر و اديب کی فنی سرگرميوں کی تجزئيی کا حق ادا کر ديا ہی“.

د دې کتاب ”بابا یې غزل“ چاپ کېدو سره حنيف خليل دا يو لوی کمال کړی وه چې دا کتاب یې ډېر په چابکدستۍ او ذمه وارۍ سره د اردو ژبې ډېرو لويو لويو ليکوالو ته رسولی وه او د دې خبرې غټه فائده هغه ته دا وشوه چې دغه ليکوالو په دې کتاب باندې په مختلفو رسالو او اخبارونو کې ليکل وکړه۔ دا ليکل د ځوان ليکوال حنيف خليل د پاره يقيناً چې لوی حوصله افزائي او ډاډګېرنه وه د اردو ژبې کومو لويو ليکوالو چې په دې کتاب تبصرې او ليکونه کړي وو په هغوي کې قتيل شفائي، امجد اسلام امجد، ډاکټر سليم اختر، ډاکټر وحيد قريشي، ډاکټر انور سديد، او ډاکټر جميل جالبي غوندې مستند او لوی ليکوال شامل وو۔ په روزنامه مشرق کې په 17 ستمبر2000ء کې د امجد اسلام امجد يوه تبصره د ”حنيف خليل اور بابایې غزل“ په عنوان سره چاپ شوې وه۔ په دغه تبصره کې امجد اسلام امجد ليکلي:

”حنيف خليل صاحب نی جس محبت اور محنت سی امير حمزہ شينواری کی فن اور شخصيت کی حوالی سی ان کی غزل کا جائزہ ليا ہی وہ لائق ِ تحسين ہی کہ اس حوالی سی جہاں پشتو اور اردو ادب کی درميان فاصلی کم ہویې ہيں وہاں ہماری عہد کی ايک عظيم شاعر کو وہ خراجِ عقيدت بھي پيش کيا  گيا ہی جس کی وہ صحيح معنوں ميں حقدار ہيں“.

دغسې د پښتو ژبې لوی ليکوال، دانشور او شاعر محترم سليم راز د ”بابایې غزل“ کتاب باندې خپله تبصره کې ليکي چې:

”حنيف خليل ايک انتھک اور محنتی لکھاری ہيں اور پشتو کی جديد ترين دور کی اہلِ قلم ميں ايک نماياں، ذہين وفطين اور بالغ نظر قلمکار کي حيثيت سی شہرت حاص کر چکی ہيں خصوصاً تنقيد و تحقيق کی ميدان ميں اپنی فطری صلاحيتوں اور فکری وفنی کاوشوں کی بدولت اتنی کم عمری ميں کیې کتابوں کی مصنف، مؤلف اور مدون ہيں“.

۔ چې یې سرونه پري بائيللي نه دي

هغوي په مينه کې ښاغلي نه دي

۔ څومره زر لاس راته په خُوله دې کېښو

ما خو لا هېڅ درته وئيلي نه دي

۔ څومره فتنې به ستا په سترګو کې وي

په زړه داغونه مې شميرلي نه دي

حنيف خليل د بي ای کولو دوران کې د رېډيو پاکستان پېښور سره د يو ادبي پروګرام په ذريعه سره منسلک شوی وه د دغه پروګرام نوم وه ”ادبي کاروان“ د دې پروګرام پروډيوسر عنايت الله ضياء وه او حنيف خليل به د ادبي خبرنګار په طور دغه پروګرام کې برخه اخسته۔ دا پروګرام د رېډيو پاکستان پېښور نه پوره پنځه کاله مسلسل چلېدلی وه۔ دې دوران کې د پېښور نه يو ډېر لوی اخبار د ”کسوټي“ په نوم شروع شه۔ په دغه اخبار کې د پښتو ژبې چې کومه برخه وه د هغې ايډيتر ګل محمد بېتاب او سب ايډيټر ورسره حنيف خليل وه۔ فاروق فراق دغلته د پروف ريډر په حېث خپله وظيفه ترسره کوله۔ کله چې ”کسوټي“  اخبار بند شه او ”سرخاب“ شروع شه نو صلاح الدين څوک چې د ”کسوټي“ اخبار چيف ايډيټر وه او د کسوټي اخبار په بندېدو یې خپل اخبار ”سرخاب“ شروع کړی وه نو هغوي حنيف خليل د ځان سره سرخاب اخبار ته راوستو او هغه یې په خپل دغه اخبار کې د پښتو صفحې نګران کړو۔ د ”سرخاب“ اخبار نه پس حنيف خليل د وحدت اخبار په نيوز سېکشن کې به د شپې خپله ډيوټي کوله او ورسره ورسره یې د ورځې به خپل د ايم ای پښتو ريګولر کلاسونه هم باقاعدګۍ سره اخستل۔ د ژوند مزل ګران وه خو حنيف خليل ورته ملا تړلې وه.

۔ تا ته درتلو له وسعتونه د نظر غواړي

د روح شاهين مې بيا پرواز لره وزر غواړي

۔ ستا د زلفانو د حصول آرزو آسانه نه ده

په توره شپه کې په کږو لارو سفر غواړي

۔ خليله خوئي دې کړه بدل نور بتان مه ماتوه

دا خو تراشل غواړي ساتل غواړي هنر غواړي

حنيف خليل په کال 1997ء کې ايم ای پښتو په داسې امتيازي حېثيت وکړو چې ګولډ مېډل یې واخستو۔ دې دوران کې هغه پي، ټي سي، هم کړې وه او په کال 1998ء هغه د خپل کلي په پرائمري سکول کې استاذ شه او په کال 2000ء کې یې د پبلک سروس کمېشن په ذريعه سره د لېکچرر په عهده انتخاب وشه۔ په ړومبي ځل د لېکچرر په حېث هغه ډي آئي خان کالج کې خپله وظيفه شروع کړه او دلته یې پوره څلور کاله تېر کړه۔ په کال 2006ء کې په اسلام آباد کې قائداعظم يونيورسټۍ کې د پاکستان ستډي ډيپارټمنټ کې د پښتو لېکچرر شه او په کال 2009ء کې هغه پي اېچ ډي وکړه۔ د هغه د پي اېچ ډي د مقالې موضوع وه ”ترقي پسند تحريک او پښتو شاعري“ د پي اېچ ډي کولو نه پس دوي اسسټنټ پروفېسر شه او په کال 2015ء کې هم قائداعظم يونيورسټۍ اسلام آبادکې د پاکستان سټډي ډيپارټمنټ ډائرېکټر شه۔ 

د تېز ګام اېکسپرېس د برق رفتاره ادبي سفر په حقله د هغه هم عصر ملګري فاروق فراق ډېر پخوا د هغه د درېم کتاب د چاپ په موقع دا وېنا کړې وه چې حنيف خليل په کوم رفتار سره د ليک مېدان کې خپل سفر جاري ساتلی دی نو ګرانه ده که مونږ په دغه رفتار کې د هغه ګرد ته هم ورسو۔ د فاروق فراق دغه وېنا څه داسې وه۔

”د حنيف خليل د ”بابایې غزل“په نوم درېم کتاب زما مخې ته پروت دی چې د دسمبر په ديارلسمه نېټه د پرېس نه راوتلی دی او ړومبۍ کاپي یې ماته رابخښلې شوې ده او دا کتاب زما دا حوصله شکني کوي چې حنيف خليل اوس په ادبي مېدان کې ما او زما د نورو ادبي همزولو نه ډېره زياته منډه ووهله۔ دومره زياته چې اوس زمونږ د وررسېدو امکان په نظر نه راځي.“

ياده دې وي چې دا خبره فاروق فراق په وحدت اخبار کې د 15 دسمبر 1997ء په خپل يو ليک ”اباسين چپې چپې“ کې کړې وه۔ د هغه دومره موده وړاندې دغه پېشن ګويۍ ته که مونږ نن ګورو نو حقيقت دا دی چې تيز ګام ايکسپرېس دومره په تيزۍ سره خپل ادبي سفر جاري ساتلی دی چې تر اوسه یې د کتابونو شمېره څه د پاسه شپېتو کتابونو ته رسېدلې ده۔ 

د تېز ګام ايکسپرېس مثال د هغه ډرائيور دی چا چې ډېر تېز رفتارۍ سره ګاډی چلولو او ټرېفک والا ورته د تېز رفتارۍ په وجه د ودرېدو اشاره وکړه۔ ډرائيور چې ګاډی ودرولو او ټرېفک والا ورله نزدې راغلو نو اول پوښتنه یې ترې دا وکړه ”خېر شه ځوانه ولې دومره تېز رفتارۍ سره روان يې، ډرائيور ورته په جواب کې ووئيل صاحبه! زه د ډېر زيات ټريفک نه ځان بچ کولو د پاره تېز روان يم۔ د ګاډي د ډرائيور دې خبرې سره ټرېفک والا وروستو سړک ته وکاته او بيا یې د ګاډي ډرائيور ته ووئيل تا پسې خو وروستو تر لرې لرې پورې چرته ګاډي نه ښکاري سړک خو بلکل خوشی تشی پروت دی۔ د ګاډي ډرائيور ورته ووئيل ما پسې ډېر وروستو ډېر ګاډي راروان دي زه ويم چې هغوي تر ما رارسي رارسي چې زه ترې تر خپل منزله رسېدلی يم“.

بلکل دغه مثال د تېز ګام ايکسپرېس هم دی ده پسې هم تر لرې لرې پورې ګاډي نه ښکاري خو دی بيا هم خپل سپيډ نه ماتوي او د شروع نه چې په کوم سپيډ را روان دی د ژوند يو سپيډ برېکر هم د ده دغه رفتار او ردهم نه دی متاثره کړی او دی تر ننه پورې په خپل هم عصر ليکوالو کې وړاندې وړاندې روان دی او د خپلو کاميابو داستانونه رقم کوي.

۔ ګل په جمع زړه خندېږي ستا له فيضه

پرېشانۍ کې دې نسيمه څه اثر دی

۔ خړ سېلاب مې دی قاتل د پاکې مينې

دې ظالم وړی د بر کلي ګودر دی

۔ اور کې ښه يم د صنم له نزديکته

په خليل به څوک ګمان کړي چې آذر دی

د افغانستان لوی پوهاند حبيب الله رفيع صېب د حنيف خليل د ادبي ژوند په ابتدا کې د هغه باره کې د خپلو خيالاتو اظهار څه په دې طريقه کړی وه۔

”حنيف خليل په خپل تخليق، تحقيق او تنقيد کې د ارواښاد استاد دوست محمد کامل لمنه ونيوه او د محترم همېش خليل همېشنۍ ناسته یې غوره کړه، په دې ترتيب د کامل له برکته د کمال په لار روان او د همېش له برکته د دې لارې همېشنی لاروی شه “.

د حنيف خليل د خپلو مشرانو سره هم دغه مينه وه چې هغه هم خپلو کشرانو او مشرانو په ډېره مينه ستائيلی او ياد کړی دی هغه چې کله د پښتنو په ستر ليکوال خاطر غزنوي هغه ته په دې الفاظو کې داد او مينه ورکړې وه:

”مجھی مسرت ہی کہ آج حنيف خليل صاحب نی ہميش خليل جيسی انتھک، اور اپنی سرمایېکو پشتو کی ارتقا کی راہ ميں لٹانی والی فرد کی خدمات پر کتاب لکھ کر وہ حق ادا کيا جو ہم سب پشتو کی نام ليواوں پر عائد ايک قرض تھا“.

”د ښکلا هنداره“ د حنيف خليل د داسې ليکونو مجموعه وه چې هغه په کې د پښتو ژبې د ځينو شاعرانو د شاعرۍ جائزه د جمال او احساسِ جمال په رڼا کې اخستې ده۔ د جمالياتو په حواله د دې کتاب باره کې محترم سليم راز صېب په خپل يو اردو ليکنه کې داسې وائي.

”حنيف خليل کی ساری کتابيں معيار کی لحاظ سی بہت اہميت کی حامل ہيں اس ليی کہ پشتو ادب ميں تحقيق و تنقيد کي خاصی کمی محسوس کی جا رہی ہی اور ايسی صورتحال ميں اگر ايک ذہين اور اعلی تعليم يافتہ اديب، تحقيق و تنقيد جيسی مشکل کام کو نبھانی کا بيڑہ اٹھایې تو يقيناً پشتو ادب کی ليی ايک خوش آئند بات ہوگی“.

هم د دې کتاب ”د ښکلا هنداره“ باره کې لوی ليکوال، شاعر او ډرمه نګار ډاکټر محمد اعظم اعظم د خپلو خيالاتو اظهار داسې کوي.

”د ښکلا هنداره“ زمونږ د زلمي ليکونکي ښاغلي حنيف خليل د ځوان او کوټلي فکر يو ښکلی قيمتي زيار دی کوم چې د جمالياتو په موضوع باندې ډېر اهم او د کار بحثونه وړاندې کوي۔ په پښتو ادب کې د دې قسمه علمي او تحقيقي کارونو او کاوشونو ضرورت د ډېرې مودې راسې محسوسېده او دا يوه ډېره د نېکمرغۍ خبره ده چې زمونږ پوهه او لوستو زلمو د دغه ضرورت د احساس له کبله دا رنګ اهمو علمي کارونو ته ګوتې اچولې دي“.

دغسې لوی ډرامه نګار، تکل نګار او د رېډيو د خپل وخت منلی شوی کمپيئر محب الله شوق د حنيف خليل د تنقيد او تحقيق په حقله خپل يو ليک کې د خپلو خيالاتو اظهار په دې ټکو کې کړی دی۔

”د حنيف خليل د تحقيقي او تنقيدي مضمونونو خاصيت دا دی چې هغه د شخصياتو په حواله د نقاد او محقق منصب په پوره ايماندارۍ سره او بې د څه ويرې ترهې تر سره کړی دی او د هغه د دې رایې نه اندازه لګي چې هغه د Detachment ناوبسګتۍ يا چا سره د څه تړون نه بغېر د خپل فکر او خيال په څرګندولو پوهېږي او دا ما ته د ده يوه لويه خوبي او کاميابي ښکاري.“

۔ دومره بې خوده شوم ښکاره مې انا الحق ووئيل

لکه منصور د دار د سر زه خريدار شومه

۔ غم د جانان زما په زړه کې داسې اور بل کړی

بيا مې ژوند وموندو ښکاره په ټول بازار شومه

۔ د ښار واعظ خو ما ته بې له درده هېڅ رانه کړه

رند او مېخوار وې زه دې يار او مددګار شومه

د حنيف خليل يو بل اردو کتاب چې نوم یې د ”اردو کی تشکيل مين پشتونوں کا کردار“ دا کتاب ادب ذوقه لوستونکو ډېر خوښ کړی وه۔ د دغه کتاب باره کې د پښتو او اردو ژبې لوی ليکوال او کالم نګار عمر ګل عسکر په خپل يو اخباري کالم کې داسې ليکلي وو.

”اس ميں شک نہيں کہ حنيف خليل کی اس موضوع پر يہ تازہ ترين تحقيق ہی ليکن اُنہوں نی جو نیې نظريات اور خيالات پيش کیې ہيں اس سی مستقبل کی محققين کو يقيناً  نئ  راہيں ملی گی  اور اس پر مزيد تحقيق کر کی پشتونوں کی تاريخ اور زبان کی حوالی سی نت نیې ابواب کھليں گی“.

حنيف خليل د خپل ليک ابتدا د شاعرۍ نه کړې ده خو د شاعرۍ مقدار یې د تنقيدي او تحقيقي کار په وړاندې کم دی۔ دا کمه شاعري د مقدار په لحاظ خو کمه ده خو د معيار او فن په لحاظ سره دا کمه شاعري په ډېرو باندې درنه ده۔ سليم راز صېب یې د شاعرۍ باره کې وائي:

”په نفسياتي او حسياتي حواله د حنيف خليل شاعرانه مزاج زور او شور نه مني يعني د درياب يا سېلاب توندي، تېزي نه خوښوي خو د انجماد د نقطې نه په ډډه، په قلاره قلاره ښه په حوصله حرکت کوي، ځان نه ستړی کوي مزل او منزل په چغو يا وير نه سر کوي۔ داسې خپل ذاتي رنګ او آهنګ يا په نورو ټکو کې شخصي عکس ونقش یې د شاعرۍ د اظهار په لهجه او پيرايه کې خپل ځان ښائي، د نقل او تقليد نه یې خپله لمنه محفوظ ساتلې ده“.

۔ مخ او زلفې علامې د خېر و شر دي

نه مې خېر کې څه حاصل کړه نه په شر کې

۔ دا فلسفه مې ستا د زلفو د کمڅو زده کړه

چې اتفاق او امن هم يو اوږد شر غواړي

۔ ستا د زلفانو د حصول آرزو اسانه نه ده

په توره شپه کې په کږو لارو سفر غواړي

۔ اوس له رهزنه مو څه ويره نشته

چې مو رهبر د قافلې قاتل دی

۔ مونږ د يعقوب په کور کې ژوند تېروو

ورور مو د خپلې خېلخانې قاتل دی

حسينه ګل تنها د حنيف خليل د شاعرۍ په باره کې وائي:

“حنيف خليل خپل غزل ته د پښتنې شعري قدرونو خواږه ورکړي دي او د جدت ځلا هم۔ دغه وجه ده چې د هغه غزل ته مونږ د روايت او جدت يو ښکلی امتزاج وئيلی شو۔ په فني لحاظ هم هغه خپل غزل ته يو داسې ژوند ورکړی دی چې ترې نه د هغه د فني پوهې او مهارت څرګندونه کېږي“.

شېخ پټې کړې د تورو زلفو قيصې

مونږه په جار سپينې خبرې کوو

او د حنيف خليل دغه په جار وېنا د هغه فني صداقت دی:

۔ په پرده کې حُسن وينم، حُسن بين شوم

عقابي تاب مې پيدا شولو نظر کې

۔ د وصال په شپه قېدونه په ما مه ږده

ګنهګار وي چې روژه نيسي اختر کې

دلته د هغه د نعتيه شاعرۍ ذکر نه کول به هم زياتی وي۔ د سرور عالم صل الله عليه وسلم سره د هغه د مينې انداز هم هغه دی کوم چې د هر کامل مومن د ايمان حصه ده۔ دغه مينې نه بغېر چې څنګه مومن نيمګړی دی دغسې د نعتيه شاعرۍ ذکر نه بغېر به د هغه شاعري نيمګړې وي۔ 

۔ نو ای سفيره د رڼا تيارې دې ختمې کړلې

د مسافرو ورکېدو خطرې دې ختمې کړلې

۔ اوس په رښتيا انسان اشرف مقام ته ورسېدو

د باران څاڅکی د صدف مقام ته ورسېدو

او د دې نعت خو هر شعر انتخاب دی۔ مينه مينه ده، چپې دي او درياب دی۔

۔ سړيتوب مينه وفا ده محمد صل الله عليه وسلم

ابتدا هم انهتا ده محمد صل الله عليه وسلم

۔ د انکار د تيارو زړه کې لار اوکړه

داسې نور داسې ځلا ده محمد ص

۔ د رحمان بابا خبره ملغلره

د ړندو د لاس عصا ده محمد ص

۔ عاشقان یې يو جلوه د ديدار غواړي

يو آرزو يو تمنا ده محمد ص

۔ څه به دواړه جهانونه ترې نه غواړم

خلاصه مې د دعا ده محمد ص

۔ د خليل د زړه محراب کې تيارې نشته

مناره یې د رڼا ده محمد ص

د يو بل نعت دا دوه شعرونه یې هم د مينې يو داسې انداز دی چې د هر مئين د زړه آواز دی۔

۔ ما خو ټول عمر د غم تيارې ژړلي

ستا له مخه په خندا يمه نبي ص

۔ هر قدم مې ستا په مينه کې مضبوط کړې

خدای ته تل لاس په دعا يمه نبي ص

د حضرت امام حسين رض په شان کې دا انداز یې هم د کتودی:

۔ چې سر لوړی وه بې خوفه بې خطره

ډېر سرونه شه قربان له دغه سره

۔ ته خو ټول عمر ژوندی شوې ابدي شوې

په رښتيا زندګي لاړه د شمره

۔ ستا په تللو ټول جهان توره تياره شو

دا سبق دې جوړ اخستی وه له نمره

۔ په مسلک دې چې ولاړ دي ښاد دې اوسي

يزيديانو باندې را دې شي شېبره

۔ ستا له دنګو حوصلو نه سبق اخلم

لکه غر غوندې ولاړه ای خېبره

ځوان محقق، او دانشور ډاکټر شهاب عزيز ارمان د حنيف خليل د شاعرۍ باره کې ليکي چې:

”د حنيف خليل صېب ځيني شعرونه د خپلې بې تکلفۍ، سادګۍ، معنويت، بې ساختګۍ او د انداز بيان او ژبې د ځانګړتيا له کبله دومره ارزښتناک دي چې بالکل د متل د خوږلت او تاثير مينه پرې ماتېدی شي لکه دا شعرونه“.

۔ هغه يوه لمحه چې ستا په څنګ کې وم

درسته زمانه زما په لاس کې وه

 

۔ د حق په لار سپينې خبرې کوو

په سر د دار سپينې خبرې کوو

۔ د وصال په شپه قېدونه په ما مه ږده

ګنهګار وي چې روژه نيسي اختر کې

۔ دواړه د صنم د لاسه اور کې دي

دومره بس خليل او آذر پېژنم

د حنيف خليل په شاعرۍ کې هغه ټول رنګونه شته کوم چې په يو ښه شاعرۍ کې کېدی شي دلته د هغه د شاعرۍ يو څو نور رنګونه ګورو چې ژوند په کې څنګه په پېرونو او چورلکونو دی۔

۔ ته د اختر په شپه غوښتنه د نکريزو کوې

دلته سره شوي دي په وينو د يو بل لاسونه

۔ لاس په دعا يم خدايه بيا هغه لحظې راولې

هغه زلمو چې به اتڼ کې اړول لاسونه

۔ دا التجا به یې په خُوله وه بچی لوی سړی شي

مور به مې هر مانځه نه پس پورته کول لاسونه

۔ چرته چې تا د نفرتونو انتها کړې ده

له هغه ځايه مې د مينې ابتدا کړې ده

۔ د محبت د جوارۍ پړ همېشه بائيلمه

د ګټې طمع لېونو نه ياره چا کړې ده

 

۔کله شم يوسف کله قابيل شمه

ورور مې وژني زه هم ورور وژلی يم

۔ ته کره اورونه د خليل په لار

زه په خپل مسلک کلک ودرېدلی يم

۔ زمونږ آرزو د لېوني خوب دی او ژوند مو شپه ده

شپه هم هغه ده چې یې هېڅ کله سحر نه راځي

۔ چې د معصومو تلوسو مې تنده ماته نه شوه

چا وې چې بيا به يزيد نه راځي شمر نه راځي

۔ د قام لويو وړو له یې د امن ښار آباد کړو

د شر مخه چې ونيوه اصفر، امام حُسېن

۔ مقام د سر لوړۍ لره وروستۍ مرحله دا ده

چې کټ شولو خو ټيټ نه کړلو سر امام حُسېن

دا د کال 2019ءد جولائي د مياشتې څلورم تاريخ خبره ده چې کوئټه پښتو اکېډيمۍ د درېم نړيوال پښتو سيمنار له د پېښور، سوات، بنو، چارسدې، مردان او کوزه پښتونخوا ګڼ شمير شاعران او اديبان دغه سيمنار ته بللی شوي وو زه هم دغه ملګرو سره ملګری وم او په دغه ملګرو کې يو ډاکټر حنيف خليل هم وه مونږ ټول ملګري د اسلام آباد ايئر پورټ نه په يو فلائټ کې کوئټې ته تلي وو په دغه نړيوال سيمنار کې زما د مقالې موضوع په ”تکل او مزاح کې د طبقاتي مزاحمت رنګونه“ وه او د حنيف خليل د مقالې موضوع وه ”پښتانه په فلمي نړۍ کې“ کوئټه کې هوټل ته رسېدو نه پس د پښتو اکېډيمۍ انتظاميې چې کوم ترتيب جوړ کړی وه د هغې تر مخه د ګران کشر ډاکټر سميع الدين ارمان او زما يوه کمره وه۔ مونږ دواړه خپلې کمرې ته لاړو خپل بېګونه مو کېښودل چې دې دوران کې زمونږ کمرې ته د سوات ملګری اقبال شاکر راغلو او وې وئيل زما او ډاکټر حنيف خليل دا تاسو سره خوا کې کمره ده خو ما ته د سګرېټ نه سخته الرجي ده او حنيف خليل د سګرېټ د لوګي نه بغېر پاتې کېږي نه ۔ نو مهرباني وکړئ تاسو کې يو ملګری حنيف خليل طرفته ورشئ چې مفتو کې درباندې سحر، غرمه، ماښام د ګولډليف لوګي بې تپوسه او بې پښتنې راکاږي۔ ما او سميع الدين ارمان يو بل ته وکتل سګرېټ ما د پاره هم ښه نه وو ځکه چې زما ورسره ډېره موده پخه يارانه پاتې شوې وه او درې څلور کاله وړاندې مې ورسره دغه يارانه لکه د بې وفا پرېښودې وه۔ هم دغه وجه وه چې زما د مار خوړلي غوندې د سګرېټي بنده نه ډېره ويره کېده ځکه چې ما ته معلومه وه چې څنګه د لوندو خټو لږې اوبه بهانه وي بلکل دغسې چا چې سګرېټ پرېښودي وي د هغه د سپېږمو په سلنسر کې که څوک هسې په ګپ ګپ کې هم د سيګرټ يو دوه کشه لوګی ورپرېږدي نو په هغه بيا داسې خارښ لګي داسې خارښ لګي چې هغه په دغه خارښ بيا د کلونو روژه ماتوي سيګرټ خُولې ته کوي او د سپېږمو نه درته د زوړ ريل ګادي غوندې لوخړې پورته کوي۔ هم دغه ويره وه۔ ما ووئيل چې نه د سيګرټو سره پاتې ايرې ايرې تعلق مې په ژوند کې بيا بڅری بڅری او لوګی لوګی نه شي خو دلته يوه بله ګرانه دا وه چې اقبال شاکر سره د خپل بيګه او کډې راغلی وه۔ نو په داسې حالاتو کې هغه ته انکار کول هم مناسب نه وو۔ هم دغه وجه وه چې ما خپل بېګ پورته کړو او د حنيف خليل پلو مې کوچ وکړو۔

حنيف خليل سره زما تعلق ډېر زوړ وه خو څه هغه پروفېسر شوی وه او بيا ورپسې ډاکټر شوی وه او څه زه د ټي وي او رېډيو ډرامو د ملګرو نه ډېر لرې کړی وم نو دغه د اقبال شاکر د سيګرټو نه د الرجۍ په وجه ډاکټر صېب سره ډېرې زړې خاطرې او ادبي يادونه راتازه شو۔ په دغه وړومبۍ شپه زمونږ کمرې ته د کوئټې ملګري ډاکټر جاوېد اقبال او حافظ رحمت نيازي هم راغلي وو ورسره محب وزير هم وه چې په چارسده کې په باچا خان يونيورسټۍ کې د پښتو ډيپارټمنټ چيئرمېن دی۔ په دغه شپه ډاکټر جاوېد اقبال د کوئټې ”زلزله پروفېسر“ باره کې څه داسې عجيبه عجيبه لطيفې وکړې چې زما خو د ډېرې خندا نه د سترګو اوښکې روانې شوې او خېټه کې مې درد شوی وه۔ 

ډاکټر جاوېد اقبال ووې چې ”زلزله پروفېسر“ په کوئټه کې د پښتو ډيپارټمنټ په يوه اهم چوکۍ خپله وظيفه تر سره کوي۔ دا موصوف د عقل نه دومره پيدل دی چې د پښتو حروف تهجي هم پوره نه ورځي خو بيا یې هم پته نشته څنګه په پښتو کې پي اېچ ډي کړې ده او ډاکټر د خپل نوم نه وړاندې ليکي۔ وائي چې ”زلزله پروفيسر پوره شپږ نيم فټه قد لري اواز یې دومره تېز و تند دی چې ډېره د راز ونياز خبره هم کوي نو پوره اووه اته کلي یې اورېدی شي۔ خپله چونکې هېڅ نه ورځي نو هم دغه وجه ده چې د کلاس اخستو نه یې داسې الرجي وه چې د کلاس په خوا کې به هم ډېر په ګرانه تېرېدو۔ يوه ورځې ورته ټولو سټوډنټانو هلکانو او جينکو خپلو کې صلاح وکړه چې پروفېسر صېب چې په هره طريقه وي کلاس ته به یې راغواړو۔ څه پوښتنې به ترې کوو۔ په دغه سټوډنټانو کې يوه جينۍ هم وه کومه چې نن سبا په کوئټه رېډيو اسټېشن کې په ډېر ښه پوسټ نوکري کوي۔ مختصر دا چې پروفېسر صېب کلاس ته راوستی شه کلاسکي شاعرۍ باره کې ترې تپوسونه او پوښتنې وشوې۔ پروفېسر صېب باندې خوله راغله خبره به یې اخوا دېخوا واړوله راواړوله اخره کې ټول کلاس وخندل.